بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شهید ليکوال: علامه شهید مرتضى مطهري له حق سره د “شهید” تړاو. 10 د “شهید” حق. 11 ولې د شهیدانو حق له نورو چوپړیالانو ډېر او ستر دی؟. 12 د شهید بدن. 16 ولې شهادت سپېڅلې جرړه لري؟. 18 “جهاد” یا د “شهید” پازوالې. 23 د “شهید” نشاط او خوښي. 33 د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
شهید
ليکوال: علامه شهید مرتضى مطهري
ولې د شهیدانو حق له نورو چوپړیالانو ډېر او ستر دی؟. 12
ولې شهادت سپېڅلې جرړه لري؟. 18
“جهاد” یا د “شهید” پازوالې. 23
د “امام حسين” د خوشحالۍ دوه څيزونه. 76
د لوراند او لورين څشتن په نامه
((وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ=: ( اى پېغمبره!) د الله تعالی په لار كې وژل شوي، مړه مه ګڼه؛ بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي په نزد روزي وركول كېږي!))[1]
د نړۍ په عامو خلکو کې ( مسلمانان او نامسلمانان) او په تېره، د مسلمانانو په ځانګړي عرف کې ځینې کلمې او ټکي ځانګړې ستریا، درناوی او سپېڅلتیا لري.
د عالم، فیلسوف، مخترع، اتل، سمونپال، مجتهد، ښوون، زدکړیال، عابد، مؤمن، مجاهد، مهاجر، رښتین، پر نېکیو آمر، ولي، امام او نبي کلمې، چې ځینې یې د مسلمانانو په عام عرف او ځینې یې د مسلمانانو په خاص عرف او د اسلام په ژبه کې له ځانګړې ستریا، درناوي او سپېڅلتیا برخمنې دي.
څرګنده ده، کلمه د لفظ له مخې سپېڅلتیا نه لري؛ خو سپېڅلتیا له خپلې مانا اخلي.
د ځینو ماناونو او مفاهیمو سپېڅلتیا په بشري ټولنو کې په لږ شان توپیرونو سره وي، په غیر مادي چارو کې د ارزښت موندنې په اړه، د ټولنو د ځانګړې ارواپوهنې په اړخونو پورې اړه لري، چې دا په خپله ژور فلسفي او انساني ویینه ده.
په اسلام کې داسې کلمه شته، چې ځانګړې سپېڅلتیا لري. که څوک له اسلامي مفاهیمو سره اشنا وي او په ځانګړي اسلامي عرف کې دا کلمه انګېري؛ نو احساسوي، چې دا کلمه د يوې رڼا شپول رانغاړلې او دا د “ شهید“ کلمه ده.
دا کلمه په ټولو عرفونو کې سپېڅلې او ستریا لري. څه چې دي، کچې يې توپير کوي. دم ګړۍ یې موږ له غیر اسلامي مفهموم سره کار نه لرو.
د اسلام له نظره، هغه د ” شهادت” مقام او درجې ته رسېدای شي، چې اسلام په خپلو ځانګړو کچو هغه ” شهید” وپېژني؛ یعنې د لوړو اسلامي موخو په لار کې، د رښتیني بشري ارزښتونو د رامنځ ته کولو په نیت ومري؛ نو د صعود یا پورته ختنې په لار کې چې انسان ته ممکن وي، له ټولو لوړ مقام او درجو ته رسي.
د شهیدانو په هکله د قرآن عظیم الشان د تعبیر او روایتونو له مخې کړای شو، د اسلام پر منطق پوه شو او د مسلمانانو په عرف کې ددې کلمې د سپېڅلتیا موندنې لامل لاس ته راوړو.
له حق سره د “شهید” تړاو
قرآن حکيم د آل عمران سورت په ١٦٩ آيت کې په دې اړه وايي:
((وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ= ( اى پېغمبره!) د الله تعالی په لار كې وژل شوي، مړه مه ګڼه؛ بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي په نزد روزي وركول كېږي!))
په اسلام کې، که غواړي د چا یا کوم چا مقام پورته یوسي، وايي: د پلاني مقام، د “شهید” له مقام سره برابر دی او یا هم د پلاني کار اجر د “شهید” له اجر سره برابر دی. د ساري په ډول: د زدکړیال په اړه، که نیت یې واقعا حقیقت پلټنه، چوپړ او الله تعالی ته نږدېدنه وي او زده کړه، د خپلو تمو وزله و نه ګرځوي او د زده کړې پرمهال ومري، شهید له نړۍ تللی دی.
دا تعبیر د زدکړیال د مقام لوړوالی او سپېڅلتیا راښيي. همداراز که څوک د خپلې کورنۍ لپاره ځان په کړاو کې اچوي او کار کوي، چې دا په خپله یوه فریضه ده؛ ځکه له بېکارۍ، بېکارتوب او پر خلکو پیټی کېدل، داسلام له منطق سره اړخ نه لګوي.
څوک چې خپلې کورنۍ ته زیار ګالي، د الله تعالی په لار کې د “مجاهد” په څېر دی.
د “شهید” حق
ټولو هغوى، چې په یو ډول یې بشریت ته چوپړ کړی، پر بشریت حق لري. که دا چوپړ په پوهې یا علم وي، که په فلسفې، اند، صنعت، برسېرنې، اکتشافاتو او که د اخلاقو او عملي حکمت وي؛ خو د “شهید” د حق هومره بل هېڅوک پر بشریت حق نه لري؛ ځکه د نورو په پرتله، له “شهید” سره د انسانانو له احساساتو ډک غبرګونونه او د عواطفو نږه څرګندونې ډېرې دي.
ولې د شهیدانو حق له نورو چوپړیالانو ډېر او ستر دی؟
البته دلیل لري: ټولې چوپړیالې ډلې د شهیدانو پوروړي دي؛ خو شهیدان د هغوی پوروړي نه دي یا یې لږ دي.
عالم په خپل علم کې، فیلسوف په خپله فلسفه کې، مخترع په خپله اختراع کې او د اخلاقو معلم د خپلو اخلاقي ښوونو لپاره ازاد او مساعد چاپېریال ته اړین دي؛ څو خپل چوپړونه ترسره کړي؛ خو “شهید” هغه دی، چې په خپلې سرښندنې، ځان تېرېدنې، سوځېدنې او ایره کېدنې، نورو ته چاپېریال چمتو کوي.
د “شهید” مثال د شمع دی، چې چوپړ یې سوځېدنه، نېستي یا فنا او رڼا خورونه ده، چې نور په رڼا کې کېني، هوسا شي او خپل کار پرمخ یوسي، چې د”شهید” د نېستۍ په بیه رامنځ ته شوی.
هو! شهیدان د بشریت د محفل شمعې دي، چې خپله وسوځېدې؛ خو د بشریت محفل یې روښانه کړ. که دا محفل تورتم و؛ نو هېڅ چا نه شو کړای، خپل کار پیل یا یې پر مخ یوسي.
د “شهید” او غیر شهید کیسه د همغې شمع او شاهد کیسه ده ، چې اغلې”پروین اعتصامي” په نظم کې رانغښتې ده:
شاهدی ګفت به شمعی کامشب در و دیوار مزین کردم
دیشب از شوق نخفتم یک دم دوختم جامه و برتن کردم
کې نداست چه سحر امیزی به پرند از نخ و سوزن کردم
صفحه کارګه از سوسن او ګل به خوشی چون صف ګلشن کردم
تو به ګرد هنر من نرسی زان که من بذل سر و تن کردم
شمع خندید که بس تیره شدم تا ز تاریکیت ایمن کردم
پی پیوند ګهرهای تو بس ګهر اشک به دامن کردم
ګریه ها کردم چون ابر بهار چوپړ ان ګل و سوسن کردم
خوشم از سوختن خویش از انک سوختم، بزم تو روشن کردم
ګرچه یک روزن امید نماند جلوه های بر در و روزن کردم
تا فریبنده شود زیب و زرت جان ز روی و دل از اهن کردم
خرمن عمر من ار سوخته شد حاصل شوق تو خرمن کردم
کارهایی که شمردی بر من تو نکردي، همه را من کردم
انسان که د لمر په رڼا یا د شپې د څراغ یا شمعې په رڼا کې څه کار کوي، هر څه ته یې پام وي؛ خو بې له هغه چې رڼا ورکوي، که رڼا ورکونه يې نه وای؛ نو ټولې چارې به په ټپه ولاړې وې او ټول خوځښتونه به درېدلي وای.
شهیدان د ټولنې رڼا ورکوونکي او بلې ډېوې دي. که د استبدادونو او استعبادونو په تورتمونو کې رڼا نه وای؛ نو بشر دا لار سرته نه شوه رسولای.
قرآن کریم د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په هکله لطیف تعبیر لري؛ هغه ته “سراج منیر” ( روښانه څراغ) وايي. په دې تعبیر کې د تيارې ځينې مفهموم نغښتی، چې له سوځېدنې او روښانولو سره یوځای دی.
((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً[2]=پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې؛ او(ته) مو د هغه په حكم د الله لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې. ))
(يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلاً) “مولانا بلخي” دې آیت په اشارې وايي:
خواند مزمل نبي را زین سبب
که برون ای از ګلیم ای ابوالهرب
هین قم اللیل که شمعی ای همام
شمع، دایم شب بود اندر قیام
بې فروغت روز روشن هم شب روشن است
بی پناهت، شیر اسیر ارنب است
نی تو گفتی قاید اعمی به راه
صد ثواب و اجر یابد از اله
هر که او چل گام کوری را کشد
گشت امرزیده و یابد رشد
هین بکش تو زین جهان بی قرار
جوق کوران را قطار اندر قطار
هو! د “شهید” کلمه او مفهوم، په اسلامي مفهوم کې سپېڅلې او روښانه دى او له نورو غوره ده.
د شهید بدن
اسلام حکیمانه دین دی او په هر حکم کې يې يو مصلحت او خواله شته، په تېره، له ټولنیز مصلحته خو یې یو حکم هم تش نه دى.
له اسلامي حکمونو یو دا هم دی، که مسلمان ومري، پر نورور واجب دي، په ځانګړي اوډنه غسل ورکړي، په ځانګړې پاکه ټوټه کې يې کفن کړي، د جنازې لمونځ يې وکړي او بیا يې ښخ کړي. دا ټول حکمتونه له خوالوي ډک دي، چې اوس مهال مو له ویینې بهر دي.
خو دا حکم یو استثناء لري، چې استثناء يې “شهید” دی. د “شهید” په اړه یوازې د جنازې لمونځ او ښخونه یې ده؛ خو غسل او جامې ترې ايستل او کفن ورکول، بیخي نه شته.
دا استثناء په خپله يوه خواله لري. ددې نښه ده، چې د “شهید” روح او وګړه دومره پاک او سوتره ده، چې پر بدن، وینه او ان پر جامو یې اغېز کړی دی.
د “شهید” بدن (( متروّح جسد)) دی؛ یعنې هغه جسد دی، چې د روح احکام پرې جاري شوي؛ لکه څرنګه چې د شهادت جامې یې ((متجسّد لباس)) دى؛ یعنې پر بدن د روح حکم جاري شوی او پر بدن جاری شوی حکم، پر جامو جاري شوی دی.
د “شهید” بدن او جسم د روح، اند او حق پالنې له اړخه، شرافت لاس ته راوړی دی.
“شهید” که د جګړې په ډګر کې، ځان پالونکي ته وسپاري، بې غسله او بې کفنه، له هماغه په وینو ککړ بدن او جامو سره ښخېږي.
خون، شهید را از اب اولی تر است
این خطا از صد صواب اولی تر است
در درون کعبه رسم قبله نیست
چه غم از غواص را پاچیله نیست
تو ز سرمستان قلاووزی مجو
جامه چاکان را چه فرمايی رفو
لعل را گر مهر نبود باک نیست
عشق در دریای غم، غمناک نیست
ملت عشق از همه دینها جداست
عاشقان را مذهب و ملت خداست
دا په اسلامي فقه کې د “شهید” د بدن په هکله ځانګړي احکام ول، چې دا په اسلام کې د “شهید” د سپېڅلتیا بله نښه ده.
ولې شهادت سپېڅلې جرړه لري؟
شهادت سپېڅلتیا له کومه کړې؟ څرګنده ده، شهادت که یوازې مړه کېدل وي؛ نو سپېڅلتیا نه لري. ډېری داسې مړينې دي، چې یوازې له منځه تګ دی او د وياړ پر ځای ننګ دی.
دلته پرې رڼا اچوو:
پوهېږو د وګړیو مړینې بېلابېل ډولونه لري:
۱- طبیعي مړینه:
انسان خپل طبیعي عمر پای ته رسوي او طبیعي مري. دا شان مړینو ته طبیعي مړینې وايي، نه د ویاړ وړ دي او نه د ملامتۍ وړ او ان ډېره خواشیني هم نه لري او دا شان مړینې هسې بېځایه تو یېدنه هم نه شمېرل کېږي.
۲- هغه مړینې، چې د رنځوریو له کبله رامنځ ته کېږي؛
لکه “وبا” او یا هم د پېښو له لامله رامنځ ته کېږي؛ لکه زلزله او سېلاو. دا شان مړینې ملامتیا او ویاړ نه لري؛ خو هسې بېځایه توىې تلل دي او د خواشینۍ وړ هم دي.
۳- هغه مړینې، چې په ظلم کېږي؛
یعنې هغه مړینې، چې د مقتول له خوا پکې هېڅ عمل نه کېږي او قاتل یوازې د ځاني غوښتنو له مخې، مقابل لورى، د خپلو وګړیو ګټو خنډ ګڼي او وژني یې.
په ورځپاڼو کې ډېری لیدل کېږي، چې ښځې یو بنزى وواژه؛ ځکه د مېړه یې ورسره ډېره مینه وه او غوښتل يې د مېړه زړه یوازې ددې په لاس کې وي یا پلاني سړي له دې کبله هغه ښځه وژلې، چې دده مینه یې نه وه منلې، یا په تاریخ کې وایو، چې پلاني واکمن د هغه بل واکمن ټول زامن ووژل ، چې په راتلونکي کې سیالي و نه کړي.
په داشان بهيرونو کې د قاتل له اړخه ظلم وي او عمل یې د کرکې وړ دی او د مقتول په اړخ کې مظلومیت، نه لاسوهنه او بې ځایه تو یېدنه او په نورو انسانانو کې یې غبرګون خواشیني او زړه سوی دی.
څرګنده ده، دا شان مړینه حال دا، د خواشینۍ او زړه سوي وړ ده، ستاینوړ هم نه ده او ویاړ نه شمېرل کېږي؛ ځکه مقتول پکې هېڅ ډول ونډه نه درلوده، د مقابل لوري حسادت، کينه او حقارت، د وژنې لامل ګرځېدلې، چې بې سببه ومري.
۴- هغه مړینې، چې په خپله یو جنایت دی؛
لکه ځان وژنې. دا شان مړینې هسې بېځایه تو یې تلل دي او د ځان سپیازېدنه(هدر) ده او د مړینې له ټولو بد ډول دی. څوک، چې د موټرو په ټکرونو کې مري اوپه خپله ګرم وي. مړینه یې له داسې مړینو ده او یا که څوک د ګناه په لار کې ومري، چې په هر ډول او بڼه کې وي.
۵- هغې مړینې، چې “ شهادت“ دی:
هغه مړینه شهادت دى، چې انسان د احتمالي، ظني یا یقیني ګواښونو په پامنیوي، یوازې د انساني او سپېڅلې موخو او ” فی سبیل الله ” لپاره هرکلی ورته ووايي.
شهادت دوه رکنه لري: یو داچې د الله تعالی په لار او “فی سبیل الله” کې وي او موخه سپېڅلې وي او انسان وغواړي، ځان له دې موخې بلهار کړي. بله داچې اګاهانه او ځانخبرى ترسره شوې وي.
معمولا د شهادت په هکله، يو اړخ يې جنایت هم دی؛ یعنې هغه عمل شهادت او سپېڅلی دی، چې مقتول ته منسوب دى او داچې قاتل ته انتساب وي؛ نو جنایت او ناوړه دی((؛ یعنې هغه عمل(شهادت)، چې مقتول یې کوي، شهادت او سپېڅلی دی او داچې همدا عمل قاتل کوي؛ نو جنایت دی)).
داچې شهادت اګاهانه او اختیاري عمل دی او د سپېڅلې موخې په لار کې کېږي او له هر راز ځاني غوښتنو پاک او سپېڅلى دی؛ نو د ویاړنې او ستاینوړ دی او باتور عمل ګڼل کېږي.
په مړینو کې یوازې همدا مړینه ده، چې تر ژونده غوره، سپېڅلې او ستره ده.
دلته یو ټکي ته باید ګوته ونیسم، چې ډېری “امام حسين” د “شهید” په سپېڅلي لقب یادوي او ” سید الشهداء” ورته وايي؛ خو داچې په دې چار کې شننه نه لري، د “امام حسين” له مړینې اخستنې یا برداشت یې د درېیم ډول په څېر دی؛ يعنې هسې توى تلل.
ډېری یوازې د “امام حسين” پر مظلومیت اوښکې تویوي، چې کوم جرم يې نه درلود او خواشیني یې دا ده، چې “امام حسين” د یو ماشوم په څېر د یوه ځانمني د ځاني غوښتنو پر وړاندې بلهار شوی او وینه یې بېځایه تو یې ولاړه؛ نو که دا شان وي؛ “امام حسين” به مظلوم او بې تقصیره وي؛ لکه څرنګه چې د داشان جنایتونو ټول قربانیان بې تقصیره دي؛ خو “شهید” نه ګڼل کېږي، “سیدالشهداء” خو لا لرې خبره ده.
“امام حسين” د نورو د ځاني غوښتنو بلهار نه دى. شک نه شته، له يوه لوري دا غمجنه پېښه، چې په وژونکیو پورې یې اړه لري، يو جنایت، هوس، جاه طلبي او ځانمني ده؛ خو بلخوا په خپله “امام حسين” پورې اړه لري؛ نو شهادت دی؛ یعنې د سپېڅلې موخې په لار کې ځانخبرى درېدنه او هوښیار؛ مقاومت دی.
له “امام حسين” یې بيعت، لاسلیک او تسليمېدل غوښتل؛ خو هغه د ټولو عواقبو په پامنیوي سر ټیټ نه کړ. پردې سربېره، هغه سخت معترض و او په هغو شرایطو کې ګونګه خوله کېناستل یې ستره ګناه ګڼله. د “امام حسين” تاریخ، په تېره، ويناوې یې ددې مطلب څرګند شاهدان دي.
نو شهادت خپله سپېڅلتیا له دې ځایه لاس ته راوړي، چې د سپېڅلې موخې په لار کې ځانخبرى، د خپلې ټولې هستۍ بلهارول دي.
“جهاد” یا د “شهید” پازوالې
په اسلام کې چې څه د شهادت لامل ګرځي؛ یعنې د سپېڅلې موخې په لار کې، اګاهانه مړینه، د یو آر په بڼه راغلی او جهاد ورته وايي.
دم ګړۍ نه شم کړای ددې آر د منځپانګې په اړه په تفصیل ویینه وکړو، چې دفاعي منځپانګه لري که یرغلیزه؟ که دفاعي منځپانګه لري؛ نو ایا یوازې په وګړیزو حقوقو او حداکثر ملي حقوقو پورې تړلې ده، که انساني حقوق هم رانغاړي؛ لکه ازادي او عدالت؟ ایا توحید د بشري او انساني حقوقو برخه ده که نه؟ او په بنسټیز ډول، ایا د “جهاد” آر د ازادۍ له حق سره په ټکر کې دی که نه؟
دا په زړه پورې او ګټورې ویینې دي، چې په خپل ځاى کې باید وڅېړل شي. دلته همدومره وایم، چې اسلام داسې دین نه دى، چې وايي: که چا په ښي مخ سپېړه درکړه، کیڼ دې هم ورواړوه او داسې دین نه دى، چې ووايي: د الله تعالی کار الله تعالی ته او د قیصر کار قیصر ته ورپرېږده او همداراز داسې دین نه دى، چې سپېڅلي افکار و نه لري او دفاع او پراختیا ته يې زیار ګالل اړین و نه بولي.
قرآن کریم درې سپېڅلي مفهومونه، په ډېری آیتونو کې یوځای راوړي: “ایمان”، “هجرت” او”جهاد”.
د قرآن کریم په تعبير، انسان په ایمان سینګار او له نورو ټولو څیزونو پاک دی. دا په ایمان پورې تړلې موجود، د خپل ایمان ژغورنې ته هجرت کوي او د ټولنې د ایمان ژغورنې او په حقیقت کې، د بې ایمانۍ له جغه د ټولنې ژغورنې ته “جهاد” کوي.
که دلته وغواړو ددې موضوع په اړه آیتونه او روایتونه راوړو، خبره به اوږده شي. د نهج البلاغې د ۲۷ مې خطبې په څو جملو بسنه کوو.
په لومړۍ برخه کې وايي: (( ان الجهاد باب من ابواب الجنه فتحه الله لخاصه اولیایه)) “جهاد” د جنت له ورونو ځنې دی، هغه ور دى، چې الله تعالی، دا جنتي ور هر چا ته نه دى پرانستى. هر وګړى ددې وړتیا نه لري، چې “باب الجهاد” ورته پرانستل شي. هر وګړی د مجاهدتوب وړتیا نه لري. الله تعالی دا ور، خپلو ځانګړیو دوستانو ته پرانستى دى. مجاهدین له دې پورته دي، چې ووایو: له “اولیاء الله” سره برابر دي. مجاهدین له ” خاصة اولیاء الله” سره برابر دي.
قرآن کریم وايي: جنت اته ورونه لري، ولې؟ ایا دا ځکه چې د خلکو ټېل ماټېل نه وي؟ پوهېږو، چې هغه نړۍ د ګړپړ او ګڼې ګوڼۍ نړۍ نه ده؛ لکه څرنګه چې الله تعالی په یوه شېبه کې له ټولو بندګانو سره حساب کوي(وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ)؛ نو هېڅ خنډ نه شته، چې ټول بندګان دې په یوه شېبه کې له یوه وره جنت ته ننوځي؛ نو په ليکه کې درېدل او خپل وار ته په تمه کېدل نه شته. ایا دا تشریفاتي چار دی؟ شخصیتونه، مشران او ماړه له یوې دروازې او نور دې له بلې ننوځي؟ بیا هم پوهېږو، چې دا مسایل هلته نه شته. ایا خلک د دندو له مخې طبقه بندي شوي، د ساري په ډول، چې فرهنګیان دې له یوه وره او نور کسبګر دې له بل ننوځي؟ په داسې ځای کې چې بې له ایمان، عمل او تقوا بل لامل نه وي؛ نو دا ګرسره بې مانا دي؛ نو ولې اته ورونه دي؟
هلته پوړۍ (طبقات) نه؛ بلکې درجې دي. “ایمان”، “عمل” او “تقوا” هر یو مراتب او درجې لري. هر څوک او هره ډله د ایمان، عمل او تقوا په یوې یوې ډله کې وي. هر ډله د تکامل پر پوړۍ په معلومه اندازه پورته ختلې وي. په دې نړۍ کې یې، چې د تکامل له اړخه څومره هسکتیا یا رفعت کړى وي، په هماغه تناسب او انډول به ورته په هغه نړۍ کې ور پرانستل کېږي. هغه نړۍ ددې نړۍ ملکوتي پنډېدنه (تجسم) ده.
هغه ور، چې “مجاهدین” او “شهداء” پرې ورننوځي، “خواص” او “اولیاء الله” هم له دې وره، “الله” ته ورنژدې کېږي.
د خطبې په دویمه برخه کې وايي:
((و هو لباس التقوی)) “جهاد” د تقوا جامې دي.
قرآن کریم په “اعراف” سورت کې د “تقوا” د جامو په اړه خبرې کړې ده. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((“جهاد” د تقوا جامې دي))
تقوا؛ یعنې رښتینې پاکي؛
له څه پاکي؟ له چټلیو او ککړتیاو پاکي.
د روحي او اخلاقي ککړتیاو جرړه په څه کې ده؟
په ځانمنیو او ځانپالنه کې ده؛
نو رښتینى مجاهد هغه دی، چې له ټولو یې تقوا ډېره وي؛ ځکه یو پاک او پرهېزګار وي، چې له کينې او حسادته پاک دی، بل له لویي پاک دی او درېیم له حرصه پاک دی، څلورم له کنجوسۍ پاک دی؛ خو مجاهد تر ټولو پاکانو پاک دی؛ ځکه پر خپله هستۍ یې پښه ایښې؛ نو مجاهد سپېڅلی دی او هغه دروازې، چې سپېڅلیو ته پرانستل کېږي، له هغو سره توپیر لري، چې نورو پاکانو ته پرانستل کېږي.
داچې تقوا مراتب او درجې لري، قرآن کریم په دې هکله وايي:
((لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيَما طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوْا وَآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوْا وَأَحْسَنُوا وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ[3]= هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا ) او غوره چارې يې کړې وي (عملوا الصالحات)؛ نو چې مخكې يې څه خوړلي ول، پر هغو به و نه نيول شي ( د تحريم د حكم له نزول مخكې يې، چې شراب څښلى وي؛ نو سزا به ور نه كړل شي) په دې شرط، چې د بيا لپاره ځان وژغوري ( تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي ( آمنوا ) او ښه كارونه وكړي (عملواالصا لحات) بيا چې له كومو چارو منع وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د الله تعالی امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او الله تعالی نېكان خوښوي.))
دا آیت د قرآني معارفو دوه ستر ټکي وايي:
یو د ایمان او تقوا درجې او مراتب دي، چې ویینه مو ده.
بله د ژوند فلسفه او د انسان حقوق دي.
غواړي ووايي: نعمتونه د انسانانو لپاره دي او انسان د ایمان، تقوا او عمل لپاره دی. انسان ته هله روا دي، چې له الهي نعمتونو ګټه واخلي او دا نعمتونه به هله مصرف شي، چې انسان پر خپل تکاملي لار؛ یعنې د ایمان، تقوا او غوره عمل پر لار روان شي.
اسلامي علماوو له دې آیته او د اسلامي متونو له نورو څرګندونو او اشاراتو په ګټنې، د تقوا مراتب په “عامه تقوا”، “خاصه تقوا” او “خاص الخاصه تقوا” نومولي دي.
د مجاهدینو تقوا د سپېڅلیو تقوا ده. شهیدانو خپله ټوله هستي د “اخلاص” پر ټغر ایښې او حق ته یې ورتسلیم کړې. هغوی دا جامې د تقوا له جامو اغوستې وې.
د خطبې په درېیمه برخه کې وايي:
(( و درع الله الحصینه وجٌنتٌهٌ الوثیقه)) “جهاد” د الله تعالی کلکه زغره او ډاډمن ډال دی.
که د مسلمان ملت روح، د “جهاد” روح وي او پر الهي زغره پوښل شوی او دا الهي زغره یې تل په لاس وي؛ نو وارونه به پرې اغېز و نه کړي.
زغره د اوسپنې هغه جامه ده، چې سرتېرو به د جګړې پرمهال؛ لکه د کمیس په څېر اغوسته؛ خو ډال هغه اوزار دی، چې په لاس کې یې نیولی و او د وار مخه یې نیوه. د ډال کار د وار مخنیوی و او د زغرې کار د وار خنثی کول و.
دلته حضرت علي کرم الله وجهه “جهاد” له ډال او زغرې سره ځکه تشبیه کړی، چې ځینې جهادونه یو ډول مخنیوی دی او د وار مخنیوی کوي او ځینې نور یې د مقاومت او د بریدونو د بې اغېزې کولو بڼه لري.
په څلورمه برخه کې وايي:
(( من ترکه رغبه عنه البسه الله ثواب الذل و شمله البلاء و دیث بالصغار و القماء ه و ضرب علی قلبه بالاسهاب و ادیل الحق منه بتضیع الجهاد و سیم الخسف و منع النصف)) هغه چې د بې لېوالۍ او علاقې نه درلودو له کبله (نه د ځانګړیو شرایطو او حالاتو له لامله) له جهاده مخ واړوي، الله تعالی ورته د ذلت جامې او د بلا چپنه وراغوندي او په سپکاوي یې لتاړي او د زړه پر سترګو حجابونه او پردې وراچوي، فکر ترې اخلي او”جهاد” ته د شا کونې له کبله، د حق دولت ترې اخستل کېږي، پر کړاوونو او ستونزو اخته کېږي او له انصافه بې برخېږي.
دا برخه د درېیو مخکېنیو برخو پرخلاف، چې د “جهاد” مثبتې اغېزې یې وښوولې، منفي اغېزې؛ یعنې “جهاد” ته د شاکولو اثار ښـيي.
منفي اثار وګړیز نه؛ بلکې ټولنیز دي؛ يعنې په وګړي پورې نه؛ بلکې په ټولنې پورې اړه لري.
منفي اثار یې دادي:
الف: ذلت؛ کوم ملت، چې دا درجه له لاسه ورکړي، په څرګنده به ذلیل او اسکېرلې(زبون) شي.
ب: کړاوونه او ستونزې: جهاد ته شا اړوونکي، چې انګېري سوکاله ژوند تېر کړي؛ خو په سلګونو کړاوونه به راولاړ کړي.
ج- روحي سپکوالی:
د- فکر او لید له لاسه ورکول. دا هېښنده ټکى دی، چې حضرت علي کرم الله وجهه د زړه بصیرت او د زړه نورانیت له دې چاره شمېري.
د اسلام په منطق کې په څرګنده ویل شوي، چې “بصیرت” د عمل زوکړه ده؛ خو په هېڅ ځای کې یې داسې څرګند د “جهاد” په څېر ټولنیز عمل، د ” الی الله” د سلوک او د معنویت له ارکانو یو رکن نه دى شمېرلی، تردې چې ورشا کول، پر زړه د پردو د پیدا کېدو لامل ګرځي.
ه- “جهاد” ته په شا کولو، ورکړ شوی حق دولت ترې اخستل کېږي؛ نور ددې وړ نه دي، چې د اسلام بيرغچيان او د حق اعلانوونکي اوسي.
و- د نورو له انصافه بې برخېدنه؛ یعنې څو یو ملت مجاهد وي، د نورو ترې سترګه سوځوي او په اړه یې له انصافه کار اخلي؛ خو هغه ملت، چې دا ځانګړنه له لاسه ورکړه، نور د سړي په سترګه نه ور ګوري او ورسره له انصاف کولو ډډه کوي.
دا ټولې بدمرغۍ د جهادي روحیې له لاسه ورکونې رامنځ ته کېږي.
رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: ((خير او برکت په توره او د تورې تر سیورې لاندې دی. ))
همداراز وايي: ((الله تعالی زما امت د اسونو په نعلونو او د نېزو د ښخونې په ځایونو عزتمن کړ. ))؛ یعنې اسلامي امت؛ يعنې ځواکمن ملت. اسلام د ځواک او مجاهد سازۍ دین دی.
” ویل دورانت” په خپل کتاب ” تمدن تاریخ” کې وايي:
((د اسلام په څېر یو دین هم خپل امت، دومره ځواکمنۍ ته نه دى رابللی.))
رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: (( هغوی چې “جهاد” نه دى کړی او په زړه کې یې د “جهاد” فکر نه دى پاللى، د نفاق په یو ډول به ومري. ))
یعنې اسلام له جهاده او یا لږ تر لږه د “جهاد” له هیلې، نه جلاکېدونی دی. د انسان د اسلام صداقت په دې کچه پېژندل کېږي.
رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وپوښتل شو: (( “شهید” ولې په قبر کې نه ازمېیل کېږي( د برزخ او قبر سوال او ځواب ترې نه کېږي)؟))
و یې ویل: (( “شهید” د تورې تر پړک لاندې خپله ازمېينه ورکړې او له وړاندې یې ټولې پوښتنې ځواب کړي دي. ))
یعنې “شهید” په عمل کې خپل صداقت او حقیقت څرګند کړی؛ نو د عالم برزخ سوال و ځواب ته څه نه پاتېږي.
د “شهید” نشاط او خوښي
یوه ځانګړنه، چې د صدر اسلام په تاریخ کې لیدل کېږي، د هغه مهال په ډېری مسلمانانو کې ځانګړې روحیه ده. نه پوهېږم، چې پردې روحیې څه نوم کېږدم؟ فکر کوم له ټولو سم تعبیر یې”د شهادت خوښونه” ده، چې ددې ټولو په سر کې حضرت علی کرم الله وجهه دی.
حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( چې دا آیت نازل شو، [الم، أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لاَ يُفْتَنُونَ[4]= الف، لام، ميم. ايا خلكو ګومان كړى، همداچې ووايي: ((موږ ايمان راوړى )) (؛ نو) پرې به ښودل شي او و به و نه ازمېيل شي؟.]؛ نو پوه شوم، تر هغې، چې رسول الله مو په منځ کې وي، فتنه نه نازلېږي.
رسول اکرم مې وپوښت: (( دا فتنه څه ده؟))
راته یې وویل: (( علي! هغه فتنه، چې تر ما روسته امت به مې پرې اخته شي. ))
و مې ویل: (( د اٌحد پر ورځ، چې یوه ډله مسلمانان شهیدان شول او زه له “شهادته” بې برخې پاتې شوم، چې دا چار راباندې سخت ولګېد، ایا تاسې راته و نه ویل، چې زېری درکوم، شهادت دې راروان دی؟))
و یې ویل: (( همداسې ده، شهادت درته په تمه دی، اوس ووایه، هغه مهال به دې صبر څرنګه وي؟))
و مې ویل: ((رسول الله! دلته د صبر ځای نه؛ بلکې د شکر ځای دی. رسول الله راته د راپېښېدونکې فتنې په هکله توضیحات راکړل. ))
دې ته شهادت خوښونه وايي. حضرت علي کرم الله وجهه د شهادت په هیله ژوندی و. که دا هیله یې ترې اخستې وای؛ په ژوند کې يې خیر نه لیده او ژوند به ورته بې مانا او بې مفهومه و.
له حضرت علي کرم الله، چې راتېر شو؛ نور وګړي هم ګورو، چې په زړه کې شهادت غواړي. په زړه کې يې یوه هیله وه، چې ایا الله تعالی به یې شهادت روزي کړي که نه؟ د صدر اسلام د مسلمانانو یوه دعا هم دا وه. هغه دعاوې، چې له امامانو رارسېدلي، دا موضوع پکې ليدل کېږي.
د روژې مبارکې میاشتې په دعاوو کې وایو: (( اللهم برحمتک فی الصالحین فادخلنا و فی علیین فارفعنا))
بیا دې ته رارسو:
((و قتلا فی سبیلک مع و لیک فوفق لنا))؛ یا الله تعالی! توفیق راکړې، چې ستا په لار کې ستا له ولي سره ووژل شم او د شهادت مقام ته ورسم.
دا خوښي او نشاط په ځوان، پوخمنګي، تور، سپین او ټولو کې یې وینو. کله به راتلل او انحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) ته یې ویل: (( د الله تعالی استازیه! ډېر مو زړه غواړي، د الله تعالی په لار کې شهیدان شو، دعا وکړه، الله تعالی مو د هغه په لار کې شهادت پر برخه کړي. ))
په “سفینة البحار” کې د ” خیثمه” یا ” خثیمه” په نامه یوه کیسه راغلې، چې څرنګه پلار او زوی د شهادت لپاره یو له بل سره شخړه کوي.
لیکي: د “بدر غزوه”[احتمال لري، بې د بدر له غزا کومه بله غزا وه] را و رسېده؛ دې پلار او زوی شخړه وکړه.
زوی وویل: (( زه “جهاد” ته ځم او ته په کور کې پاتې شه. )) پلار وویل: (( نه! ته پاتې شه او زه به “جهاد” ته ولاړ شم. )) زوی وویل: (( زه غواړم ولاړ شم او ووژل شم. ))
پلار وویل: ((زه غواړم ولاړ شم او ووژل شم. ))
په پاى کې یې پچه واچوله او د زوی راووته. هغه ولاړ او “شهید” شو. څه موده روسته پلار یې زوی په خوب کې ولید، چې په هېښنده نېکمرغۍ کې دی او ستر مقامونو ته رسېدلی دی.
پلار ته یې وویل: (( پلاره! الله تعالی، چې د څه ژمنه راسره کړې وه، ټوله حق او رښتیا وه، الله تعالی په خپله ژمنه وفا وکړه.))
سپين ږیرى پلار انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورغى او و یې ویل: (( که څه، زوړ شوی یم او هډونه مې کمزوري او سست شوي؛ خو د شهادت ډېر هیلمن يم. د الله تعالی استازیه! راغلی یم راته دعا وکړئ، چې الله تعالی مې شهادت پر برخه کړي. ))
رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) دعا وکړه: (( یا الله تعالی! دې مؤمن بنده ته دې شهادت په برخه کړې. ))
کال روسته په “اٌحد” غزا کې “شهید” شو.
بل يې حضرت “عمرو بن جموح” دی. په پښه ګوډ هم و او د اسلام د قانون له مخې، “جهاد” ورباندې نه کېده. ( لیس علی الا عرج حرج). د “اٌحد” غزا شوه، نوموړي څو زامن درلودل، زامنو یې وسلې واخستې او ورته یې وویل: (( زه هم باید ولاړ شم او “شهید” شم. ))
زامنو پرېنښود او ورته یې وویل: (( پلاره! موږ ځو او ته په کور کې پاتې شه، ته خو دنده نه لرې؛ نو ولې “جهاد” ته ځې. )) سپين ږيري پلار ورسره و نه منله، ولاړل او د خپلوانو مشران یې راټول کړل، چې سپين ږيرى له جهاده منع کړي او څومره یې، چې وویل، غوږ یې پرې و نه ګراوه.
ده ته یې وویل: (( نه دې پرېږدو، چې ولاړ شې. ))
سپين ږيرى انحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورغى او و یې ویل: (( د الله تعالی استازیه! دا څه حال دی؟ ولې مې زامن نه پرېږدي، چې “شهید” شم؟که شهادت ښه وي؛ نو ما ته هم ښه دی، زه هم غواړم د الله تعالی په لار کې “شهید” شم. )) انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: (( مه یې خنډېږﺉ، دا سړی د شهادت هیلمن دى، پرې واجب نه دي؛ خو پرې حرام هم نه دي. ))
خوشحاله شو، وسله یې راواخسته او “جهاد” ته ولاړ، چې د جګړې ډګر ته راغى او یو زوى یې ليدل، چې پلار یې بېوسه دی او ښه نه شي جنګېدای؛ نو پلار یې څاره؛ خو پلار یې بې پروا و او ځان یې په خپله د لښکر منځ ته ورساوه او په پای کې “شهید” شو او یو زوی یې هم شهید شو.
“احد” مدینې ته نژدې دی، په “احد” کې حالات ترینګلې شول، مدینې ته خبر ورغى، چې مسلمانانو ماتې وخوړه، د مدینې ښځو او سړو بهر منډې کړې، چې د حضرت “عمرو بن جموع” مېرمن هم پکې وه. دا مېرمن ولاړه او د مېړه، زوی او رور جنازې یې وموندې او پر اوښ یې واچولې، چې د مدینې په “بقیع” هديره کې یې ښخې کړي. ډېر پیاوړی اوښ هم و؛ خو پوه شوه، چې اوښ په خپګان د مدینې پر لوري روان دی، د اوښ پړى یې راښکوده او اوښ پښه نيولى را روان و. دا مهال ځینې ښځې د احد پر لوري روانې وې، چې ام المؤمنین حضرت “عایشه بي بي” هم پکې وه.
حضرت “عایشې بي بي” وپوښتل: (( له کوم ځایه راغلې؟))
و یې ویل: (( له احده. ))
ورته یې وویل: (( پر اوښ دې څه بار کړي؟))
ښځې ورته په ډاډمن زړه وویل: (( دا مې د مېړه زوی او رور جنازې دي، وړم يې، په مدینه کې یې ښخې کړم. ))
حضرت “عایشې بي بي” وویل: (( پېښه څرنګه تېره شوه؟))
و یې ویل: (( الحمدالله ! په خير تېره شوه او انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) روغ رمټ دی او الله تعالی د کفارو لاسونه لنډ کړل او حال دا، هغوى پر غوسه ول، بېرته ستانه شول، داچې انحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) روغ رمټ دی، نورې پېښې هېڅ هم نه دي. ))
بیا یې وویل: (( د اوښ داستان مې هېښنده دی، داسې ښکاري، د مدینې تګ ته لېوال نه دى، مدینې ته یې، چې راکاږم، نه راځي او په سختۍ ګامونه اخلي؛ خو که د احد پر لوري ځم، په اسانۍ او ځغاسته ځي، حال داچې اخورې ته باید په ځغاسته ولاړ شي؛ خو د احد پر لوري ځغلي. ))
حضرت “عایشې بي بي” وویل: ((غوره ده، دواړه د الله تعالی استازي ته ورشو. ))
چې ور و رسېدل ورته یې وویل: (( هېښنده کیسه ده، دا اوښ، چې مدینې ته راکاږم؛ نو په سختۍ ځي؛ خو د اُحد پر لوري چټک ځي. ))
انحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: ((چې مېړه دې له کوره راوته، څه خبره یې کړې وه؟))
و یې ویل: (( د الله تعالی استازیه! یوه خبره یې کړې وه. )) انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم): (( څه یې وویل؟))
و یې ویل: (( له کوره، چې راووت؛ لاسونه یې پورته کړل او و یې ویل: ” یا الله تعالی! نور مې دې کور ته راستون نه کړې. “)) انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم): (( د مېړه دعا دې قبوله شوې، پرېږده، چې مېړه دې د احد له شهیدانو سره یوځای، په احد کې ښخ کړو. ))
حضرت علي کرم الله وجهه وویل: (( که زر وارې پر سر ووهل شوم او په همدې حالت ووژل شم؛ نو دا راته له دې غوره ده، چې په بستره کې له رنځورۍ ومرم. ))
“امام حسين”، چې “کربلا” ته راغى، ځینې شعرونه یې له ځان سره ویل، چې پلار یې هم کله کله ویل:
فاِن تکُن الدنیا تُعد نفسه فدارُ ثوابِ الله اعلی و انبل
و اِن تکُن الاموال للترک جمعُها فما بال متروکٍ بهِ المرءُ یبخل
و اِن تکُن الابدان للموت انشات فقتل امرءٍ بالسیف فی الله اجمل
که څه، نړۍ ښکلې او په زړه پورې ده، نړۍ انسان ځان ته راکاږي؛ خو د الهي ثواب او آخرت کور، تر دې نړۍ ډېر ښکلى دى، له دې نړۍ غوره او ستره ده.
د نړۍ مال به اخر هم پرېږدې او ځې به؛ نو ولې یې انسان، د الله تعالی په لار کې نه لګوي؟
که دا بدنونه مو جوړ شوي، چې په اخر کې ومري؛ نو ولې د الله تعالی په لار کې په توره ټوټه ټوټه نشي؟
د “شهید” منطق
هر څوک او هره ډله منطق لري؛ یعنې پوه فکري لار لري، هر څوک له ځان سره کچې لري، چې په همدې د چارو او باید او نباید په اړه قضاوت کوي.
“شهید” ځانګړی منطق لري. د “شهید” منطق د معمولي وګړيو له منطق سره نه شي شمېرل کېدای.
“شهید” د معمولي وګړیو په منطق کې نه ځايېږي او منطق يې ډېر لوړ دی؛ داسې منطق، چې د عشق منطق د سمونې له منطق سره اغږل شوی دی.
که خپلې ټولنې ته د زړه سواندي سمونپال منطق او پر الله تعالی مين عارف شور و ځوږ سره ګډ کړو؛ نو د “شهید” منطق ترې راوځي. ښايي دا منطق هم سم نه وي.
ځکه وینو، چې کله “امام حسين” د “کربلا” پر لوري خوځي؛ نو د قوم عاقلان یې منع کوي او ورته وايي: دا کار منطقي نه دى او رښتیا یې هم ویل. د هغوی د منطق له مخې، منطقي نه و. د هغوی منطق، چې د معمولي او عادي انسان منطق و، چې یوازې د خپلو ګټو پر چورلیځ څرخېده او د ګټې او سیاست منطق و. له “امام حسين” سره تګ منطقي ورته نه برېښېده. “امام حسين” لوړ منطق لري، منطق يې د “شهید” منطق دی. د “شهید” منطق د عادي وګړیو تر منطق هسک دی.
حضرت “عبدالله بن عباس” او حضرت “محمد بن حنفیه” واړه خلک نه ول، دوی روڼ لیدي سیاستوال ول، منطق يې د سیاست، ګټې او د هوښیارۍ له مخې، د وګړنۍ ګټو او پر سيالانو د بریا منطق و؛ نو رښتیا هم له “امام حسين” سره د دوی راتګ د غندنې وړ و.
حضرت “ابن عباس” د یوې بلې لارې وړاندیز کوي؛ هماغه لار، چې ټګيجن وګړي، خلک مخې ته راباسي او خپله شاته درېږي، که خلکو کار پر مخ یووړ؛ دوی یې له پایلې ګټه اخلي او که ماته یې وخوړه؛ نو دوی کوم تاوان نه ويني.
حضرت ابن عباس وویل: (( د کوفې خلکو خو درته لیکلي، چې ملګرتیا ته مو چمتو یو. تاسې هم ورته ولیکئ، چې د “یزید” چارواکي وباسئ او حالات ارام کړﺉ؛ نو له دې دوو کارو یو به یې وشي: یا به دا کار وکړي او یا نه، تاسې به ارام ولاړ شئ او واګې به په لاس کې واخلئ او که و یې نه کړل؛ نو کوم ناروا به دې نه وي کړي. ))
“امام حسين” ورته غوږ کېنښود او و یې ویل: (( ځم)).
ورته یې وویل: (( و به وژل شې. ))
و یې ویل: (( که ووژل شوم؛ نو وژل شوى به يم. ))
ورته یې وویل: (( سړى، چې ځي او وژل کېږي؛ نو له ځان سره ښځې او ماشومان نه وړي. ))
و یې ویل: ((ښځه او بچي باید له ځان سره یوسم. ))
هو! د “شهید” منطق بل منطق دی، د سوځېدنې او روښانولو منطق دی، د ټولنې بیا راژوندي کېدو ته په ټولنه کې د حل کېدنې او جذب کېدنې منطق دی، د انساني ارزښتونو په مړ جسم کې، د روح پوکونې منطق دی، د زړورتیا زېږنې منطق دی او د اوږداندۍ منطق دی.
داچې د “شهید” له کلمې د سپېڅلتیا شپول راتاو دی؛ ځکه دا کلمه په ټولو کلمو کې ستره او سپېڅلې ده.
که ووایو: اتل؛ نو تر اتل لوړه ده.
که ووایو: سمونپال؛ نو تر سمونپال لوړه ده او څه چې ووایو، ترې پورته ده.
د “شهید” د کلمې ځای کله هم بل کلمه نه نیسي او نه یې نېوای شي.
د “شهید” وینه
“شهید” څه کوي؟ د “شهید” کار یوازې دا نه دى، چې د دښمن مخې ته ودرېږي یا یې وژني یا وژل کېږي، که یوازې همدا وه؛ نو باید ووایو: چې کله د دښمن له خوا وژل کېږي او وینه یې تويېږي؛ نو وینه یې توىې ولاړه. نه! کله هم نه! د “شهید” وینه کله هم تویې نه ځي او وینه یې هسې پر ځمکه نه تويېږي. د “شهید” د وینې هر څاڅکى، په سل ګونو او زرګونو نورو څاڅکیو؛ بلکې پر سمندر اوړي او د ټولنې تنې ته ننوځي. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي:
(( د الله تعالی په لار کې د تویې شوې وینې له څاڅکي بل غوره څاڅکى نه شته. ))
شهادت د ټولنې تنې ته د وینې پیچکاري کول دي او دا شهیدان دي، چې د ټولنې رګونو او په تېره، هغو ټولنو ته نوې وینه ورکوي، چې وينه يې کمه وي.
د “شهید” زړورتیا او حماسه
“شهید” زړورتیا زېږى دی او دا یې ستره ځانګړنه ده، په هغو ملتونو کې چې زړورتیا او په تېره، الهي زړورتوب ومري؛ نو د “شهید”ستره ځانګړنه دا ده، چې دا مړه شوې زړورتیا، له سره نوې کوي؛ نو اسلام تل “شهید” ته اړین دی؛ ځکه تل زړورتیا زېږي ته اړين دى؛ نو زړورتیاوو او نویو پنځونو ته اړین دی.
د “شهید” تلپاتېتوب
یو څوک عالم دی او په علم ټولنې ته چوپړ کوي او په حقیقت کې، په علم له خپلې وګړوالۍ راوځي او له ټولنې سره یوځای کېږي او وګړیز شخصیت یې په علم د ټولنې له شخصیت سره یوځای کېږي؛ لکه څرنګه چې څاڅکى له سمندر سره یوځای کېږي. عالم په حقیقت کې د خپل شخصیت یوه برخه او خپل فکر، په دې یوځاې کېدو تلپاتې کوي.
بل مخترع دی او په خپلې اختراع ، له ټولنې سره یوځاې کېږي، ټولنه ته یې چوپړ دا دی، چې خپل فن او صنعت او خپل ځان په صنعت په ټولنه کې تلپاتې کوي.
بل هنرمند دی، د ساري په ډول: شاعر دی او په فن او هنر په ټولنه کې ځان تلپاتې کوي. یو د اخلاقو ښووند دی، په حکمتي نصیحتونو ځان په ټولنه کې تلپاتې کوي، چې سینه په سینه لېږدېږي.
یو هم “شهید” دی، چې په خپلې وینې، ځان په ټولنه کې تلپاتې کوي؛ یعنې په ټولنه کې تلپاتې وینه رامنځ ته کوي.
په بله وينا: یو خپل اند ته ارزښت او تلپاتېتوب وربښي، چې عالم یا فیلسوف دی، بل خپل فن، هنر او صنعت ته ارزښت او تلپاتېتوب وربښي، چې د فن خاوندان، صنعتګران او هنرمندان دي او بل په خپلو عملي حکمتونو او لارښوونو؛ خو “شهید” په خپلې وینې، په حقیقت کې د خپلې هستۍ ټول وجود ته تلپاتېتوب وربښي. د ټولنې په رګونو کې تل د “شهید” وینه ځغلي. په حقیقت کې نورې ډلې د خپل وجود د هستۍ یوې برخې ته تلپاتېتوب وربښي؛ خو “شهید” په خپل وجود ټولې هستۍ ته تلپاتېتوب وربښي.
رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: (( د هر نېکچاري پر سر د بل نېکچاري لاس دی؛ خو چې د الله تعالی په لار کې “شهید” شي؛ نو همداچې د الله تعالی په لار کې “شهید” شو پر سر یې بل لاس نه شته. ))
د “شهید” شفاعت
په حدیث کې راغلي: (( د قیامت پر ورځ الله تعالی د درېیو ډلو شفاعت مني: د انبیاوو او علماوو ډله[5] او د شهیدانو. ))
دا شفاعت د ښیون شفاعت دی، د هغو حقایقو انځور او راښکاره کېدل دي، چې په دنیا کې پېښ شوي دي.
له انبیاوو، اوصیاوو او هغو علماوو، چې رښتیني لارویان يې ول، روسته شهیدان دي، چې خلک یې د بې لاریو له تورتمونو ژغورلي او د ښیون روښانه لارې ته یې رسولي دي.
حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( الله تعالی به شهیدان د قیامت پر ورځ په داسې دبدبه او ستریا را دننه کړي، چې که انبیاء یې له مخې تېر شي او سواره وي؛ نو درناوي ته به یې راکوز شي. ))
الله تعالی په دومره دبدبه شهیدان قیامت ته راننباسي.
پر “شهید” ویر او اوښکې
په صدر اسلام او د انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) د وخت په شهیدانو کې، حضرت “حمزه” (رض) له ټولو ډېر وځلېد، چې په احد کې “شهید” شو او د ” سید الشهداء” لقب ورکړ شو.
څوک چې مدینې منورې ته تللي، په احد کې د حضرت “حمزه”(رض) د قبر زیارت ته به هم تللي وي.
حضرت “حمزه”(رض)، چې له مکې څخه مدینې ته هجرت کړى و، یوازې و او څوک یې نه و، چې انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) د احد له غزا روسته مدینې ته راستون شو، بې د حضرت “حمزه” له کوره، نور د ټولو شهیدانو په کورنو کې ویر او ژړاوې وې، انحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) یوازې یوه غونډله وویله: (( امّا حمزه فلابواکې له))؛ یعنې بې له “حمزه” ټول شهیدان ویر لري.
صحابه کرامو، چې دا غونډله واورېده، کورونو ته ولاړل او و یې ویل: (( رسول الله وویل چې “حمزه” ویر نه لري. ))
هغو ښځو، چې خپلو مړونو، پلرونو یا روڼو ته وير کاوه، د انحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) د درناوۍ په موخه د حضرت “حمزه” کور ته ورغلې او وير يې وکړ، له دې روسته دا دود شو، که چا به هر “شهید” ته ویر کاوه؛ نو لومړی به د حضرت “حمزه” کور ته تلل او بیا یې ویر کاوه.
دا ښيي، اسلام حال داچې پر مړي ( عادي مړي) له ژړا کولو خوښي نه ده ښوولې؛ خو لېوال دی، پر “شهید” ویر وکړي؛ ځکه “شهید” زړورتوب زیږولی او پر “شهید” ویر کول، په زړورتوب کې یې ګډون کول دي او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او نشاط سره یې هوکړه او په څپه کې یې یون دی.
د “عاشورا” تر پېښې او د “امام حسين” تر شهادت روسته، چې ټول شهادتونه یې تر سیوري لاندې کړل، د” سید الشهداء” لقب “امام حسين” ته راولېږدېد.
که څه، حضرت “حمزه” ته مو ” سید الشهداء” ویلی او وایو؛ خو مطلق ” سید الشهداء”، “امام حسين” دی؛ یعنې حضرت “حمزه” د خپل وخت ” سید الشهداء” و او “امام حسين” د هر وخت” سید الشهداء” دی؛ لکه څرنګه چې حضرت “مریم” د خپلې زمانې “سید ه النساء” او حضرت “فاطمه بي بي” د هرې زمانې “سیدة النساء” ده.
د “امام حسين” له شهادته مخکې حضرت “حمزه” هغه “شهید” و، چې پر “شهید” د ویر سمبول او بېلګه و او په زوړرتوب زېږنه کې ګډون او له روح سره یې همغږي وه؛ خو د “امام حسين” له شهادت روسته، دا لقب “امام حسين” ته ولېږدېد.
پر “شهید” د ویر فلسفه
اړینه ده، پر “شهید” د ویر پر فلسفه رڼا واچوو.
زموږ په پېر کې ډېری خلک، ان ځینې مینوال ځوانان هم د “امام حسين” پر وير نېوکې کوي او خپله زه هم ډېر ځل تر همدې ګوتنېونې لاندې راغلی یم.
ځینو په خپلو ویناوو کې، په ډاګه دا کار ناسم ګڼلی او وايي، چې دا کار له شهادته د ناسم تفکر او ناسمې اخستنې زېږنده دی او پردې سربېره، ناوړه ټولنیزې اغېزې هم لري او د هغو ملتونو د روستوالي، ځنډ او بې لارۍ لامل دی، چې په دې چارو روږدي دي.
یاد مې دي، چې محصل وم او د هغه وخت د مخور لیکوال ” محمد مسعود” کتاب مې لوسته، چې پر “امام حسين” ویر یې د “مسیح” له شهادت( البته په خپل اند يې) سره پرتله کړی و، چې د “مسیح” د شهادت پر ورځ جشن کوي، نه داچې ورته ژاړي.
هغه لیکلي و: (( وګورﺉ! یو ملت د “شهید” پر شهادت ویر کوي؛ ځکه شهادت ته ماتې او داسې یو کار وايي، چې باید نه واى شوى او د خواشینۍ وړ یې ګڼي او بل ملت د “شهید” پر شهادت جشن نیسي؛ ځکه بریا او د ویاړنې وړ يې ګڼي. هغه ملت، چې زر کاله د “شهید” پر شهادت ویر وکړي او چغې او سورې ووهي، خوار و ذلیل او له جګړې د تېښتې ملت به وي؛ خو هغه ملت، چې دوه زره کاله یې د “شهید” پر شهادت جشن نیولی، هرومرو به یو پیاوړى او سرښنده ملت وي. له شهادته د یو ملت اخستنه، ماتې ده او پر وړاندې غبرګون یې ویر، چغې او سورې دي او د هغې اخستنې او دې غبرګون پایله کمزوري، ذلت او غاړه ایښوونه ده؛ خو د هغه بل ملت له شهیده اخستنه بریا او غبرګون یې جشن او خوشحالي ده او اخستنې او غبرګون پایله يې د پیاوړتیا او هسکېدنې روحیه ده. )) دا د “محمد مسعود” نیوکې وې.
غواړم همدا چار وڅېړم او جوته کړم، چې اتفاقا دا قضیه اپوټه ده. د “شهید” پر شهادت جشن او خوشحالي د مسیحیت د وګړپالۍ له فکره او پر “شهید” ویر د اسلام د ټولنپالنۍ له فکره راټوکېدلی دی.
که څه، زه د عامو خلکو د عمل د توجیه یا مخونې په مقام کې نه یم، چې مخکې مې پرې هم نیوکه کړې.
و مې ویل: ځینې خلک مو “امام حسين” ته د مظلوم په سترګه کوي، چې وژنه یې یوازې د زړه سوي وړ ده او “امام حسين” باتور او ستاینوړ کار نه دى کړى.
زه د هغو سپارښتنو د اریزې فلسفې د توضیح په مقام کې یم ، چې زموږ د مشرانو له خوا پر “شهید” د ویر په هکله راغلي او البته هغوی چې اسلامي فرهنګ ژور پېژني، همدې فلسفې ته د پاملرنې له مخې، د “امام حسين” د ویر په مراسمو کې ګډون کوي.
نه پوهېږم، د “مسیح” د شهادت په نامه، د جشن او خوشحالۍ چار له کوم وخته او چا رامنځ ته کړې؛ خو پوهېږم، چې په اسلام کې پر “شهید” د ویر سپارښتنه شوې، لږه تر لږه په شیعه مذهب کې، له مسلماتو شمېرل کېږي.
اوس د اصل مطلب شننې ته راځم. لومړی د مړینې او شهادت مسئاله باید له وګړیز اړخه و څېړو.
ایا مړینه “فی حد ذاته” وګړي ته مطلوب امر دی؟ بریا ده؟ ایا نور یې باید مړینه ورته بریا وګڼي او یو ډول اتلولي یې وګڼي؟
پوهېږم په نړۍ کۍ داسې ښوونځي ول او ښايي اوس هم وي، چې له هستۍ سره د انسان اړیکه او په بل تعبیر، له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني د اړیکې په څېر او له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي د اړیکې او له پنجرې سره د مرغۍ د اړېکې په څېر بولي. ددې ښوونځیو له نظره، مړینه خلاصېدل او ازادي ده او ځان وژنه روا ده.
وايي: ” ماني” چې د پېغمبرۍ ادعا یې کړې وه، دا شان نظریه درلوده. ددې نظریې له مخې، مړینه يو مثبت ارزښت دی، مړینه هر چا ته مطلوب چار دی، د هېچا مړینه خواشیني نه ده، له زندانه ازادي او له څاه راوتل او د پنجرې ماتېدنه؛ خو څه خواشیني نه؛ بلکې خوشحالي ده.
بله نظریه دا ده، چې مړینه، عدم او نیستي ده، بشپړه فنا ده، نشتوالی یا ((نابودي)) ده. اپوټه، چې ژوند، وجود او هستي ده، شتوالى یا ((بود)) دی. څرګنده او بلکې غریزي ده، چې هستي پر نېستۍ او شتوالی ((بود)) پر نشتوالي ((نابودي)) غوره دی. ژوند، چې په هر ډول وي او هر څه وي، تر مړینې غوره ده.
“مولانا” د ” جالینوس” خبره را اخلي، چې ویلي یې ول:
(( زه ژوند په هر حال او هره بڼه تر مړینې غوره ګڼم، که څه، د ژوند بڼه په دې پورې تړلې وي، چې د غاترې په ګېډه کې ووسم او سر مې ساه اخستنې ته د غاترې له لکۍ بهر راوتلى وي.))
انچنانکه ګفت جالینوس راد از هوای این جهان و این مراد
راضیم کز من بماند نیم جان کز درون استری بینم جهان
ددې نظریې له مخې، د مرګ ارزښت سل په سلو کې منفي دی.
بله نظریه دا ده، چې مړینه نیستي او نابودي نه ده، له یوې نړۍ بلې ته تګ دی؛ خو له دنيا سره د انسان اړیکه او له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني ، له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي او له پنجرې سره د مرغۍ د اړیکې په څېر نه؛ بلکې له ښوونځي سره د زدکړیال او له پټي سره د بزګر د اړیکې په څېر ده.
دا سمه ده، چې زدکړیال له کوره، معاشرته او ملګریو او وطنه لرې تللى او د ښوونځي په چاپېریال کې زده کړې کوي؛ خو په ټولنه کې د نېکمرغه اوسېدانې یوازېنۍ لار، د ښوونځي له دورې بریالى راوتل دي او دا هم سمه ده، چې بزګر خپل کور او کورنى ژوند پرېښی او په پټي کې په بزګرۍ بوخت دی؛ خو په پټي کې کار یې د کورنۍ کلنی معیشت او د ژوند لګښت برابروي. له اخرت سره د دنيا او له بدن سره د روح اړیکه داشان ده.
هغه خلک، چې د نړۍ او انسان د اړیکو په هکله، دا شان “نړۍ لید” ولري، که عملا یې دا توفیق نه وي تر لاسه کړی او خپل عمر یې په تباهۍ او د سزا وړ چارو کې تېر کړی وي؛ نو څرګنده ده، چې دوی ته مړینه خوښ او مطلوب چار نه دى او هیله یې هم نه کوي او ورته کرکجنه او وېرونکې هم ده. دوی له مړینې وېرېږي؛ ځکه له ځانه او له خپلو کړنو وېرېږي.
ای که مې ترسي ز مرګ اندر فرار
هان ز خود ترسانی ای جان هوشدار
زشت، روی توست نی رخسار مرګ
جان تو همچون درخت و مرګ، برګ
که څوک دا شان “نړۍ لید” ولري او عملا بریالی هم شي، د هغه زدکړیال په څېر دی، چې پرلپسې زده کړه یې کړې او د هغه بزګر په شان دی، چې سخت زیار یې ګاللی.
څرګنده ده، چې دا زدکړیال به وطن ته د بېرته ستنېدنې هیله لري او وطن، خپلوان او ملګري به یې یادېږي او همداشان هغه بزګر، چې د داسې ورځې په هیله دی، چې کار یې پای ته ورسي او محصول کور ته یوسي. دا زدکړیال سره له دې، چې د وطن هیله پکې لکه د اور لمبې وهي؛ خو ورسره مبارزه کوي؛ ځکه نه غواړي، زده کړې یې ناتمامه پاتې شي او همداراز هغه بزګر کله هم خپل کار او دنده له هیلې نه بلهاروي.
“اولیاء الله” د هغه زدکړیال په څېر بریالي دي، چې بلې نړۍ ته تګ (،چې نوم یې مړینه ده)، ورته یوه هیله ده، داسې هیله چې یوه شېبه یې هم ارام نه پرېږدي.
حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( که الله تعالی ورته اجل نه و ټاکلی؛ نو د ثوابونو له شوقه او د سزاوو له وېرې به یې ارواح په بدن کې نه و پاتې شوی. ))
په عین حال کې “اولیاء الله” په مړینې پسې نه ځي؛ ځکه د کار، عمل او تکامل یوازېنۍ فرصت همدا څیز دی، چې د “عمر” نوم مو پرې ایښی دی او پوهېږي، چې څومره ډېر پاتې شي؛ نو انساني کمالات په غوره توګه لاس ته راوړاى شي؛ نو په ټوليزه توګه، له مړینې سره مبارزه کوي او تل له یا الله تعالی د عمر د اوږدوالي دعا کوي.
ګورو ددې فکر له مخې، “اولیاء الله” ته د مړینې خوښي، مطلوب والی او هیله کول یې له مړینې سره د مبارزې او له یا الله تعالی د اوږد عمر له غوښتنې سره هېڅ ټکر نه لري.
قرآن کریم یهودو ته وايي: (چې مدعي ول موږ “اولیاء الله” یو) که تاسې “اولیاء الله یئ، باید مړینه درته یو خوښ چار او هیله مو وي. بیا وايي: خو دوی کله هم د مړینې هیله نه کوي؛ ځکه هغه کړنې یې چې مخکې لېږلي، دومره له تیري او جنایته ډکې دي، چې خپله پوهېږي، هغې نړۍ ته به پر څه ورننوځي. دا له درېیمې ډلې دي، چې و مو شمېرل.
“اولیاء الله”په دوه حالتونو او دوه ځایونو کې د اوږد عمر له غوښتنې ډډه کوي: یو داچې احساس کړي، داسې حالت لري، چې که نور څومره هم پاتې شي، په غاړه ایښوونه یا اطاعت کې ډېر توفیق نه شي تر لاسه کولای. اپوټه د تکامل پر ځای تناقض مومي.
امام زین العابدین وايي: “یا الله تعالی، داسې عمر راکړې، چې په غاړه ایښوونه یا اطاعت کې دې تېر شي، که ژوند مې د شیطان څړځی وي؛ نو ژر تر ژره مې د ځان خوا ته یوسه. “
دویم حالت، شهادت دی. اولیاء الله بې شرطه، له الله تعالی شهادت غواړي؛ ځکه شهادت دواړه ځانګړنې لري: هم عمل دی هم تکامل؛ لکه څرنګه چې مو په نبوي حدیث کې رانقل کړل، چې د تکامل پر پوړۍ، د نېکۍ د هرې کړنې له پاسه بله هم وي؛ خو بې له شهادته او له بل اړخه، بلې نړۍ ته تګ دی، چې دا خوښ او مطلوب چار او د “اولیاء الله” هیله هم ده.
داچې حضرت علي کرم الله وجهه ویني، د شهادت مړینه یې په برخه شوې، له خوشحالۍ په جامو کې نه ځايېږي.
حضرت علي، چې ټپي شو، و يې ويل: (( پر الله تعالی قسم ! د تمې خلاف هېڅ مکروه چار نه دى راپېښ شوی، هغه شوي، چې غوښتل مې، شهادت مې هیله وه، چې ور و رسېدم. مثال مې د هغه کس دی، چې په تورتم بېدیا کې په اوبو پسې ګرځي او یو دم د اوبو څاه یا چینه پیدا کړي. مثال مې د هغه لټوونکي دی، چې خپل مطلوب ته رسېدلی وي. ))
“حافظ شيرازي” په دې هکله وايي:
دوش وقت سحر از غصه نجاتم دادند
واندر ان ظلمت شب اب حیاتم دادند
چه مبارک سحري بود و چه فرخنده شبی
ان شب قدر که این تازه براتم دادند
د روژې په نولسم ګهیځ، چې دښمن حضرت علي کرم الله وجهه پر سر وواهه، لومړنۍ یا دويمه غونډله یې چې له خولې واورېدل شوه دا وه:
(( فُزتُ و ربّ الکعبه)) د کعبې پر څښتن قسم، چې وژغورل شوم.
نو د اسلام له نظره، شهادت له وګړیز اړخه؛ خپله “شهید” ته بریا؛ بلکې ستره بریا، هیله او له ټولو ستره هیله ده.
“امام حسين” وویل: (( نیکه مې راته وویل: ته له الله تعالی سره درجه لرې او بې شهادته به ور و نه رسې. ))
نو شهادت “امام حسين” ته ارتقاء او د تکامل له ټولو لوړ پړاو دى.
تردې ځایه مو مړینه او شهادت له وګړیز اړخه وشنه، دې ځای ته راورسېدو، که مړینه د شهادت په بڼه وي؛ نو”شهید” ته په رښتیا یوه بریا ده، جشن او خوشحالي لري؛ ځکه “سید بن طاوس” وايي: (( که د ویر حکم راته نه و شوى؛ نو ما به د امامانو د شهادت د ورځې جشن لمانځه. ))
دلته او له دې ځایه دي، چې موږ مسیحیت ته حق ورکوو، چې د مسیح د شهادت په نامه جشن ونیسي، چې دوی ګڼي “حضرت عیسی” عليه السلام “شهید” شوی.
اسلام په ډاګه “شهید” ته شهادت بریا ګڼي، نه بل څه؛ خو د اسلام له نظره، هغه بل اړخ هم باید وڅېړل شي.
د شهادت ټولنیز اړخ هم باید وڅېړل شي؛ یعنې داچې په ټولنې پورې هم تړاو لري او داسې څيز دى، چې په ځانګړیو ځايو کې او په ځانګړو پېښو پسې پېښېږي او په ځان پسې ځانګړې پېښې هم راولاړوي.
د “شهید” په هکله، چې ټولنه کوم غبرګون ښيي، یوازې په “شهید” پورې اړه نه لري؛ یعنې یوازې په دې پورې تړاو نه لري، چې د “شهید” بریا یا ماتې په برخه شوې.
د ټولنې غبرګون په دې پورې اړه لري، چې د ټولنې خلک د “شهید” او د “شهید” د ټلوالې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري او باید د “شهید” د مخالفې ټلوالې پر وړاندې څه ډول دریځ ولري؟
له ټولنې سره د “شهید” اړیکه دوه ډوله ده:
یوه یې له خلکو سره ده. که ژوندی وای؛ نو له شتونه به یې ګټه اخسته، چې اوس مهال ترې بې برخې دي؛
او بله اړیکه یې له هغو سره ده، چې تباهۍ او فساد ته یې لار هواره کړې او “شهید” ورسره مبارزې ته راپاڅېدلی او په لاس يې “شهید” شوی دی.
څرګنده ده، چې د “شهید” د پلویانو له نظره، چې د ده له ژونده، له ګټنې بې برخې پاتې دي، دوی ته د “شهید” شهادت اغېزناک دی.
هغه چې د “شهید” پر شهادت ویر کوي، په حقیقت کې یو ډول پر ځان ژاړي او چغې وهي؛ خو د هغې زمینې یا لارې چارې په هکله، چې د “شهید” شهادت پکې کېږي، د یو نامطلوب بهیر د شتون له لامله، شهادت یو مطلوب چار دی او د جراحۍ د بریا عملیاتو په شان مثال لري، چې یو مطلوب چار دی او دا هله کېږي، که څوک ورته اړتیا ولري؛ لکه اپنډیسایټس[6] یا د معدې یا کولمو زخم ولري یا داسې نور؛ خو که دا شان زمینه یا لاره چاره نه وي؛ نو جراجي کول ناسم چار دى.
له ټولنیز اړخ، چې خلک باید د “شهید” له شهادته عبرت واخلي، دا دی، چې لومړی خو پرېنږدي داشان لارې چارې پیدا شي. له هغه مخې، چې دا ناورين د یوه داسې چار په بڼه رامنځ ته کېږي، چې باید نه وای شوی او د خواشینۍ لامل ګرځي، چې دا اړخ د تېري په اتلانو او د “شهید” په قاتلانو پورې اړه لري؛ ځکه د ټولنې وګړي، پر داسې جنایتکارانو له اوړېدو ډډه وکړي؛ لکه چې وینو، د “یزید” او “ابن زیاد” او په شان یې نور نومونه داسې شوي، چې په عمل کې هر څوک ورسره له کوشنۍ ورته والي ډډه کوي.
بل عبرت، چې ټولنه یې باید واخلي، دا دی، چې په ټولنه کې بیا هم هغې لارې چارې پیدا کېږي، چې شهادت غواړي؛ نو د “شهید” دا باتوره کړنه باید ښکاره او وویل شي او له هغه ځایه، چې په شهید پورې تړاو لري او یو ځانخبری، ټاکل شوی او پرې نه تپل شوی عمل دی او د خلکو احساسات، د هغه “شهید” د شکل، رنګ او احساس په شان شي؛ نو دلته وايو، چې: پر “شهید” ویر په زوړرتوب زېږنه کې یې ګډون او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او نشاط سره یې هوکړه او په څپه کې یې حرکت دی؛ نو دلته باید ووینو، هغه جشنونه، خوشحالۍ، نڅاوې، د شرابو څښل او بد مستۍ، چې د مسیحیانو په مذهبي جشنونو کې کېږي، ایا هم شکلي، هم رنګي او هم احساسي راوړي که ژړا؟
معمولا د ژړا په هکله تېروتنه کوي او انګېري، ژړا تل له یو ډول درد او خپګانه رامنځ ته شوې او په خپله ژړا نامطلوب چار دی. ژړا او خندا د انسان له ځانګړنو دي.
نور څاروي خوند او کړاو لري، خوشحالي او خپګان لري؛ خو ژړا او خندا نه لري. ژړا او خندا د انسان د سختو احساساتو ښکارندوی ده. څه چې نن ((احساسات)) ورته وايي، د انسان له ځانګړنو دي او ژړا او خندا د انسان د سختو احساسي حالاتو ښکارندوی ده.
خندا څو ډوله ده، چې نه غواړم د ډول ویینې ته یې ورننوځم. ژړا هم څو ډوله ده. ژړا تل له زړه سوي او هیجان سره وي. د مینې او ولولې اوښکې ټول پېژنو. انسان د ژړا پرمهال، له بل هر حالته ځان هغه محبوب ته نژدې احساسوي، چې ورته ژاړي او په حقیقت کې هماغه حال دی، چې ځان له هغه سره یو لاس ګڼي.
خندا او خوشحالي زياتره دنننى اړخ لري او ژړا زياتره له ځانه د بهر راوتنې، د ځان هېرونې او له محبوب سره د یو کېدو اړخ لري؛ نو خندا له دې نظره د “شهوت” په څېر ده، چې په ځان کې ننوتنه ده او ژړا د مینې په څېر ده، چې له ځانه بهر وتنه ده.
“امام حسين” د خپل شخصیت له لامله او په اتلانه شهادت، د میلیونو انسانانو د زړونو او احساساتو خاوند دی. که ديني مبلغين وکړای شي، له دې سترې زېرمې له ستر “حسيني روح” سره د خلکو د ارواحو په هم رنګه کولو، همشکله کولو او هم احساسولو کې، په سمه توګه ګټنه وکړي؛ نو نړۍ به اصلاح شي.
د “امام حسين” د پايښت خواله دا ده، چې خوځښت یې له یوې خوا منطقي دی، عقلي اړخ لري او د منطق له خوا یې ملاتړ کېږي او بلخوا د احساساتو او عواطفو بيخ او تل ته یې لار موندلې ده. امامانو پر “امام حسين” د ویر خورا سپارښتنه کړې ده.
دا ژړاوې دي، چې د “امام حسين” خوځښت د خلکو د زړونو تل ته ورننباسي. بیا وایم: په دې شرط که ديني مبلغين پرې پوه شي، چې څرنګه ترې ګټنه وکړي.
دل بسی خون به کف اورد ولی دیده بریخت
الله الله که تلف کرد و که اندوخته بود؟
د “شهید” خاوره
چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) فاطمې بي بي ته د مشهورو تسبیحاتو حکم ورکړ[7]؛ نو فاطمه بي بي د حضرت “حمزه” (رض) قبر ته ولاړه او د قبر له خاورو یې ځان ته تسبیح جوړې کړې.
دا څه مانا لري؟؛ یعنې داچې د “شهید” خاوره محترمه ده. د “شهید” قبر محترم دی. داچې انسان خپل ذکرونه وشمېري؛ نو تسبیح ته اړتیا لري؛ نو څه توپیر کوي، که دا تسبیح له تيږې وي که له لرګي یا خاورې؟ او له هرې خاورې جوړې شوې وي؛ خو موږ یې د “شهید” له خاورې جوړوو، چې د “شهید” او شهادت یو ډول درناوی دی او یو ډول د شهادت د سپېڅلتیا پېژندنه ده.
د “شهید” شپه
نن شپه موږ څه ته راټول شوي یو؟ نن د چا شپه ده؟ نن د “شهید” شپه ده. په نننۍ نړۍ کې دا معمول دي، چې د درناوۍ لپاره د کال یوه ورځ د ځانګړې ډلې یا فرقې په نامه نوموي. د ساري په ډول: د مور ورځ، د ښووند ورځ او داسې نور. و مو نه لیدل، چې یوه ورځ دې د “شهید” پر ورځ نومولې وي. په اسلام کې یوه ورځ د “شهید” ده او هغه د “عاشورا” ورځ ده؛ نو نن چې د “عاشورا” شپه ده، د “شهید” شپه ده.
و مې ویل: د “شهید” منطق، له یوې خوا د الهي مینې منطق دی او بلخوا د ټولنیزې سمونې یا اصلاح منطق دی. سمونپال او عارف دوه شخصیتونه که سره ګډ شي او یو انسان ترې جوړ کړي؛ نو د “شهید” شخصیت به ترې جوړ شي.
حضرت “مسلم بن عوسجه” ، حضرت “حبیب بن مظاهر” او حضرت “زهیر بن قین” به ترې جوړ شي، که څه، د ټولو شهیدانو درجه يوه نه ده.
د “امام حسين” ګواهي
“امام حسين” د بېګا شپې په څېر د “عاشورا” شهیدانو ته شاهدي ورکړه، چې د مقام او مرتبې نښه یې ښيي. شهیدان په ټولو صالحانو او سعداوو کې ځلېږي او د “امام حسين” اصحاب په ټولو شهیدانو کې تر ټولو ډېر ځلېږي.
پوهېږﺉ، څه یې وویل؟ او څه ګواهي یې ورکړه؟
پر هغه شپه، چې چاڼ شوي ول او هغوی چې وړتیا یې نه درلوده، تللي ول او وړ پاتې شوي ول، یو ځل بیا یې وړ کسان د روستي ځل لپاره وازمېیل، په دې ازمېښت کې یو کس هم پاتې رانغى.
د “عاشورا” پر شپه یې څه وکړل؟ (( فجع اصحابه عند قرب الماء)) یا ((عند قرب المساء)) ( دوه ډوله یې کښلي)؛ هغوی چې وویل: (( عند قرب الماء))؛ یعنې “امام حسين” یوه کېږدۍ درلوده، چې د اوبو ښیږونه پکې ول او له لومړۍ ورځ دا کېږدۍ ښیږونو ته وه، چې له اوبو به ډکېدل او دلته یې ایښوول او دې کېږدۍ ته یې ((قرب الماء)) ویله؛ یعنې د اوبو د ښيږونو کېږدۍ. ټول اصحاب یې دلته راټول کړل. داچې دلته یې ولې راټول کړل، نه پوهېږم. ښايي پر هغه شپه په دې کېږدۍ کې نور د اوبو ښيږونه نه ول. حداکثره اوبه هغه وې، چې ((ارباب مقاتل)) لیکلي، چې”امام حسين” د “عاشورا” پر شپه خپل زوی “علي اکبر” له یوې ډلې سره په اوبو پسې د “فرات” سیند ته ولېږه او دوى وکړاى شول، لږې اوبه راوړي، ټولو اوبه وڅښلې او بیا یې وویل: په دې اوبو غسل وکړﺉ او په نړۍ کې مو له اوبو، دا ستاسې روستۍ توښه ده.
که هغه غونډله ((عند قرب المساء)) وي؛ یعنې له لمر پرېوتنې سره جوخت یې راټول کړل.
په هر حال اصحاب یې راټول کړل او خطبه یې وویله، چې ډېره ستره ده او له هغې پېښې سره یې تړاو درلود، چې د هماغې ورځ پر ماسپښین پېښه شوه.
اورېدلي مو دي، چې د “تاسوعا” پر ماسپښین دنده لرې کړای شوه او تر سبا مهلت ورکړل شو، غوڅ تکلیف و. د تکلیف له غوڅوالي روسته “امام حسين” اصحاب راټول کړل.
راوي “امام زین العابدین” دی، چې وايي: (( په کومه کېږدۍ کې چې “امام حسين” خپل اصحاب راټول کړي ول، زما له کېږدۍ سره جوخته وه، چې زه پکې رنځور پروت وم او د الله تعالی ثنا یې وویله: “زه د الله تعالی ثنا وایم ، له ټولو ستره ثنا، تل یې شکر کوونکی وم او یم او په هرو شرایطو کې به یې منندوی وسم. “))
هغه چې د حق او حقیقت په لار کې قدم پورته کوي، چې په هرو شرایطو کې وي، ورته خیر دی. د حق لاروى په هرو شرایطو کې خپله ځانګړې دنده پېژني او په سرته رسولو کې يې هېڅ راپېښېدونې پېښه شر نه ده.
در طریقت پیش سالک هر چه اید خیر اوست
در صراط المستقیم دل کسی ګمراه نیست
بر در میخانه رفتن کار یکرنگان بود
خود فروشان را به کوی میفروشان راه نیست
هر چه هست از قامت ناساز بې اندام ماست
ورنه تشریف تو بر بالای کس کوتاه نیست
چې “امام حسين” د کربلا پر لوري روان و؛ عراقي شاعر”فرزدق”، چې د “عراق” حالت ترینګلی تعریف کړ؛ خو په ځواب کې یې “امام حسين” وویل: (( که د قضا او قدر بهیر زما له هیلې سره سم راغى؛ نو د الله تعالی شکر کوم او ورڅخه د شکر په ادا کولو کې مرسته غواړم او که اپوټه د هیلې پرخلاف مې وشول؛ نو بیا هم هغه زیان نه دى کړی، چې بې له حقیقت او حقه بله موخه او نیت نه لري او خټه یې د تقوا ده، چې له هرې نيمګړتيا او رنځورۍ پاکه ده؛ نو په هر حال، څه چې مخې ته راشي، خیر دی او شر نه دى.
(( و احمده علی السراء و الضراء)) شکر يې کوم، هم د اسانیو او هم د سختو.
غواړي ووايي: په عمر کې مې د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې لیدلي؛ لکه په ماشومتوب کې چې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پر زنګونو کېناستم، پر اوږو يې سورېدم؛ داسې شېبې راباندې تېرې شوي، چې په اسلام کې د ماشومانو له ټولو غوره ورځې وې؛ د هغو ورځو له کبله، د الله تعالی شکر کاږم، پر نننیو سختیو هم شکر کاږم او څه چې مخې ته راغلي، شر نه؛ بلکې خیر ګڼم. یا الله تعالی ! شکر دې کوم، چې “نبوت” دې زموږ د کور په برخه کړ. یا الله تعالی ! شکر دې کوم، چې د قرآن عظیم الشان پوهه دې راکړه. دا موږ یو، چې قرآن عظیم الشان؛ لکه څرنګه چې دى، درک کوو یې او پرې پوهېږو او شکر دې کوو، چې موږ دې په دین کې د بصیرت او ليد خاوندان کړو. په دین کې دې فقیه کړو؛ یعنې توفیق دې راکړ، چې په ژوره، پر دین پوه شو، پر باطن او روح یې پوه شو، د دین پر لاندې باندې پوه شو؛ لکه چې باید پرې پوه شوي وای.
بیا یې څه وکړل؟
بیا یې د خپلو اصحابو او کورنۍ په باب تاریخي ګواهي ورکړه او و یې ویل: (( ما مې د اصحابو په شان نور غوره او پتمن اصحاب و نه لیدل. ))
غواړي ووايي، چې زه تاسې تر هغو اصحابو غوره ګنم، چې له انحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) سره شهیدان شول، له هغو اصحابو، چې له پلار سره مې په “جمل”، “صفین” او “نهروان” کې شهیدان شول؛ ځکه ستاسې ځانګړي شرایط، تر هغو مهم دي.
له خپلو اهلبيتو مې نور غوره، نېک او زړه سواندي اهلبيت و نه لیدل او په دې توګه یې د هغوی پر مقام منښته او مننه یې ترې وکړه.
بیا یې وویل: ((خلکو! ټولو ته وایم، هم مې اصحابو ته او هم مې اهلبيتو ته چې دا قوم بې له ما بل چا سره کار نه لري، دوی اوس مهال زما شتون، ځان ته خنډ ګڼي او بیعت رانه غواړي؛ خو ورسره یې نه کوم. دوی یوازې ما د ځان لپاره مزاحم ګني، که زه یې له منځه یووړم؛ نو له تاسې یوه سره هم کار نه لري؛ نو دښمن له تاسې سره هېڅ کار نه لري؛ خو تاسو چې له ما سره بیعت کړى، ټولو ته اعلانوم، چې خپل بیعت مې درنه بېرته واخست، نور پر تاسې نه د دښمن له خوا او نه هم د دوست له خوا دلته پر پاتېدو کوم زور زياتى نه شته، بيخي ازاد یاست، هر څوک چې غواړي، ولاړ دې شي. ))
اصحابو ته یې مخه کړه، و یې ویل: (( تاسې هر یو زما د کورنۍ یو غړى له لاسه ونیسئ[8]))
دلته د “امام حسين” د اصحابو مقام روښانېږي. نه یې د دښمن له اړخ کوم جبر درلوده، چې ووایو: د دښمن په منګولو کې راګېر دي او نه یې د “امام حسين” له اړخ، د بیعت کومه خبره درلوده. “امام حسين” ټولو ته ازادي ورکړ؛ نو ګورئ، چې اصحابو او اهلبيتو یې د “امام حسين” هر غونډله وځوابوله.
د “امام حسين” د خوشحالۍ دوه څيزونه
“امام حسين” د “عاشورا” پر شپه او د “عاشورا” پر ورځ د خوشحالۍ دوه ستر څیزونه لري:
ستره خوشحالي یې اهلبيت دي، چې ویني له کوشني ماشومه نیولي تر لوى پورې قدم په قدم ورسره روان دي.
بله خوشحالي یې پتمن اصحاب دي، چې ویني د کمزورۍ کوشنی ټکى پکې نه شته. سبا ورځ، چې “عاشورا” ده، یو یې هم و نه تښتېد، یو یې هم دښمن ته ورمات نه شو؛ خو له دښمنه ورته رامات شول. هم د “عاشورا” پر شپه او هم د “عاشورا” پر ورځ، له دښمنه ځینې کسان ورمات شول، چې يو هم “حُر بن یزید ریاحي” دی، چې دېرش کسه د “عاشورا” پر شپه راغلل او ورسره یوځای شول او دا د “امام حسين” د خوشحالۍ لامل و.
یو په یو “امام حسين” ته ځواب ورکړ: (( صېبه! موږ رخصتوې؟ ولاړ شو او یوازې دې پرېږدو؟ قسم پر الله تعالی ! زموږ ځان ستا په لار کې هېڅ ارزښت نه لري. ))
یو وویل: (( زړه مې غواړي، وژلى یې وای، زما جنازه یې سوځولې وای او ایرې یې شیندلې وای. بیا راژوندی شوی وای او بیا دې په لار کې وژل شوی وای او اویا ځل تکرار شوى وای، یو ځل خو هېڅ هم نه دي. ))
بل وویل: (( زړه مې غوښتل زر ځل یې پرلپسې وژلای وای او زر ځانونه مې وای او له تا مې بلهار کړي وای. ))
د “امام حسين” رور حضرت “ابوالفضل العباس” لومړی کس و، چې دا خبرې یې پیل کړې او نورو ورپسې همدا شان خبرې تکرار کړې.
دا روستۍ ازمېينه وه، چې باید ترسره شوې وای او وازمېیل شول.
د خپل غوڅ هوډ له اعلانولو روسته “امام حسين” د سبا ورځې له حقایقو پرده پورته کړه و یې ویل: (( تاسې ټول به سبا شهیدان شئ. ))
ټولو وویل: (( الحمدلله رب العالمین. د الله تعالی شکر، چې د خپل پېغمبر د اولاد په لار کې شهیدانېږو. ))
دلته یو حساب دی. که منطق د “شهید” منطق نه وي؛ نو ممکن دا خبره وشي، چې “حسین بن علي” خو هسې هم وژل کېده، د دې دومره کسانو پاتېدنه څه اغېز لري؟ بې له دې، چې ټول ووژل شي؛ نو دا ټول ولې پاتې شول؟ “امام حسين” ولې اجازه ورکړه، چې پاتې شي؟ ولې یې تګ ته اړ نه کړل؟ ولې یې و نه ویل: هېڅوک هم کار درسره نه لري او ستاسې پاتېدنه هم راباندې کوشنۍ اغېز نه کوي، یوازېنۍ اغېز یې دا دى، چې تاسې هم خپل ژوند له لاسه ورکړئ؛ نو ولاړ شئ او تلل درته واجب دي او پاتېدل درته حرام؟ که زموږ په شان سړی د “امام حسين” پر ځای وای او د شرع پر چوکۍ ناست وای؛ نو قلم به یې را اخستی وای او لیکل به یې:
حکم کوم، چې له دې روسته دلته پاتېدنه مو حرام او تګ مو واجب دی او که پاتې شئ؛ نو له دې ساعت روسته مو سفر معصیت دی او لمونځ مو پوره وکړئ؛ نه نیم.
خو “امام حسين” دا شان و نه کړل، ولې یې دا کار و نه کړ او اپوټه شهادت ته یې د هغوی د چمتووالي درناوی وکړ؟ معلومېږي، چې منطق بل منطق دی. “شهید” باید زړورتیا زېږى، ټولنې ته د وینې د تزریق، ټولنې ته د روښانتیا راوړو او ژوند ورکولو په موخه “شهید” شي.
شهادت یوازې د دې لپاره نه دى، چې دښمن مات شي. په شهادت کې زړورتیا زېږنه هم ده او که هغوی پر هغه ورځ “شهید” شوي نه وای؛ نو دا دومره ستره زړورتیا به کله رامنځ ته شوې وای؟ که څه، مرکزي هسته یا زڼی د “امام حسين” شهادت دی؛ خو اصحابو یې د “امام حسين” شهادت ته نوره دبدبه هم ورکړه. که هغوی ورسره نه وای یوځای شوي؛ نو د “امام حسين” شهادت به دبدبه، اهمیت او ستریا نه مونده، چې که په لس ګونو، سل ګونو؛ بلکې زرګونو کالو ژوندۍ پاتې شي؛ خلک ورته راشي، غوږ ونيسي، سبق زده کړي، روحيه واخلي او خوځښت پيل کړي.
وسيعلم الذين ظلموا اى منقلب ينقلبون
پاى
[1] ( آل عمران/۱۶۹)
[2] ( احزاب/۴۵، ۴۶)
[3] ( مایده/۹۳)
[4] (عنکبوت/۱، ۲ )
[5] . ( دلته د اوصیاوو نوم نه دى او روایت هم له امامانو دی؛ نو له علماوو موخه رباني علماء دي، چې په لومړۍ کې په خپله امامان او ورپسې هغه علماء دي، چې په رښتیا د همدوی پر لار تللي وي. )
[6] (د کولمو یو رنځ دی، چې سمدستي جراحۍ ته اړتیا لري)
[7] ( ۳۴ ځل الله اکبر، ۳۳ الحمدالله او ۳۳ سبحان الله، چې له هر لمانځه روسته يا د خوب پرمهال ویل کېږي)
[8] ( د “امام حسين” په اهلبيتو کې کوشني او لویان هم ول، چې د هغه ځای اوسېدونکي نه ول او له هغه چاپېریال سره نابلده ول. غواړي ووايي: زما اهلبېت دې ډليیز نه ځي؛ بلکې له تاسې هر یو دې یو له لاسه ونیسي او له دې ځایه ولاړ شئ. )