تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د شکر رنځورانو لپاره خواړه لیکوالان : دوکتور ذبیح الله اقبال، کاتب پوهنتون، طب پوهنځي استاد دوکتور عباسعلي رموزی، کاتب پوهنتون، طب پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور محمد آصف، ننګرهار پوهنتون، طب پوهنځي د هستوپتالوجی استاد پوهندوی دوکتور محمد طاهر آيین، کابل طبي پوهنتون   لنډیز په دې لیکنه کې د شکر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د شکر رنځورانو لپاره خواړه

لیکوالان :

دوکتور ذبیح الله اقبال، کاتب پوهنتون، طب پوهنځي استاد

دوکتور عباسعلي رموزی، کاتب پوهنتون، طب پوهنځي استاد

پوهنوال دوکتور محمد آصف، ننګرهار پوهنتون، طب پوهنځي د هستوپتالوجی استاد

پوهندوی دوکتور محمد طاهر آيین، کابل طبي پوهنتون

 

لنډیز

په دې لیکنه کې د شکر رنځ او د هغې د غذايي رژیم په هکله  یو لړ معلومات راټول شوي، تر څو د نوموړې غذايي رژیم په تطبیق سره خپل ژوند عیار او د نوموړې ناروغۍ له اختلاطاتو خوندي شي. په غذايي رژیم کې د قندونو او  غوړیو په لږ استعمال، د پروتین په عادي استعمال، د سلولوز لرونکیو خوړو په ګټنې ډېر ټینګار شوی دی. پردې سربېره په لاندې ټکیو هم ټینګار شوی دی: -رنځور باید سم او ګټور خواړه وټاکي[i][ii].-رنځور باید په سمه اندازه خواړه وخوري .-رنځور باید په خپل ټاکلي وخت خواړه وخوري.

 سریزه :

داچې د شکرې ناروغي نړیواله بڼه لري او د افغانستان خلک هم له دې رنځه کړېږي او هر کال تر ې د ټولنې ډېری وګړي یا معیوب او يا هم مري. پر نوموړې ناروغۍ، تر نارینه و ښځینه ډېری اخته وي؛ نو څرنګه چې زمونږ د ټولنې زیاتره ښځې په خپلو کورونو کې ژوند تېروي او هغه شرایط ورته چمتو نه دي، چې خپل قندونه پرې مصرف کړي€[iii]؛ نو لازمه ګڼو د شکرې د ناروغۍ ښځینه رنځورانې متوجه کړو. دا ناروغي د ژوند سره ملګرې ده، نو له همدې امله یو ډول ناخوښېدونکې صحي ستونزې رامنځته کوي؛ لکه دپښواو لاسونو پرله پسی دردونه، ړوندوالی، د ټپ بطي یا نه جوړېدنه او داسې نور ،چې ‌یادې ستونزې د غذايي رژیم پر تطبیق سره تر یوه حده راکمولی شو.[iv] د ټولنې زیات وګړي په دې ناروغۍ اخته وي؛ خو کلینکي نښې یې نه وي؛ که چېرې دا ناروغان په وخت تشخیص شي، یوازې د غذايي رژیم په مرسته یې د ګلوکوز کچه په وينه کې نارمل حالت ته راوړی شو. بلخوا د نړۍ د نورو هېوادونو[په ځانګړي ډول لویدیز هېوادونو] دغذا څومره ولی او څرنګوالی او د هغوي د خوړوو عادت له موږ سره خورا توپیر لري، چې موږ هم نوموړیو ټکیو ته پام کړی او لازمې لارښوونې مو ورته کړي دي[v]. بلخوا د غذایي رژیم تطبیق د ناروغ د درملنې  له پروګرام سره هم په بسیا اندازه مرسته کوي. د نوموړې موضوع د اهمیت له کبله مو د شکرې د ناروغانو د غذايي رژیم د اصلاح په هکله تصمیم ونیو، چې خپلې ټولنې ته معلومات ورکړم، تر څو ګټه ترې واخلي.

کونجیز ویی: لومړی ډول ډیابېټ، دویم ډول ډیابیټ، د شکرې د رنځورانو غذایي رژیم.

طبی ادبیاتو ته کتنه

د شکرې رنځ

د شکرې رنځ د كاربو هايدريتو، غوړیو او پروتينود خراب ميتابوليزم مزمنه ناروغي ده، چې  د انسولين د زيان او يا لږوالي له امله (قسمي لږ يا پوره نشتوالي له امله) رامنځته او د Hyperglycemia لاملېږي[vi].

 ويشنه او پېښې:

په امريكا کې  د ديابيت تقريباً 13 ميلونه ناروغان دي، چې  هر كال ترې 35000 مري[vii].

ديابيت په عمومى ډول په دوه ډوله دى:

۱- لومړی ډول ډیابیت

۲- دويم ډول ډیابیت

د  شکرې ناروغي پر لومړني او دويمني ډول رامنځته کېږي. په لومړني ډول هله چې  كله Islet cell-insulin system کې خرابتیا راشي او په دويمي ځل د ځينو ناروغيو؛ لكه د پانقراص نيوپلازمونه او التهابات، درمل، د انډوكراين ناروغي او د پانقراص له جراحي عملياتو روسته رامنځته کېږي[viii].

 

د لومړني ډيابیت میکانیزم او پتالوژي

۱- لومړی ډول ډیابیت: انسولین اړوند ډیابیت هم ورته وايي.  داچې  دا ناروغي تر 30 كلنۍ نه په ټيټ عمر کې  رامنځته کېږي؛نوځكه ورته Juvenile-Onset.D.M هم وايي .

۲ دويم ډول ډيابیت : دا ډيابيت دومره لا  پېژندل شوی  نه دى؛ خو دوه فكتورنه يى پېژندل شوي  دي:

-A د انسولين په خوشې كېدو  يا افراز کې  زيانمنى.

-Bد انسولین په مقابل کې د انساجو غیرعادي غبرګون ،چې  ډېری په حـمل او چـاغ والي کې  رامنځته کېږي.

د ډيابيت د ناروغانو د Pancreatic Islete په ژوندنیکیو کې بېلابېل پتالوژيك بدلونونه  رامنځته کېږي.

په لومړني کې ديابیت  په لومړیو وختونو کې  د لمفو سايتو ارتشاح وي . د وخت په تېرېدو سـره د Isletes جزایرو شـمېر او جسامت لږېږي؛ ځكه چې  B .Cells پــکې  لــه منځه تـلـلى وي . په دويمي ډيابیت کې  په لومړنيو وختونو کې  دومره بدلونونه  نه وي،   د وخت په تـېرېدو ســره پـه Islets  جزایروکې  د فایبروزس او امایلوډوزس امـكــان ډېر وي [ix].

كلينکي  نښې

 د ديابيت ناروغۍ نښۍ د ګلوګوز د خراب ميټابوليزم له امله رامنځته کېږي؛ د انسولين نشتوالى ددې لامل ګرځي، چې له پلازما نه ګلوګوز ژوندينکې ته نه پرېږدى او بدن  لوږه ننګېري. دا ننګېرنه به د ,Gluconeogenesis  Lipolysis او له هغه نه د Ketone bodies د جوړېدو باعث شي .

كله چې  ګلوګوز وخوړل شي؛ نو عادي ميتابوليزم يې نه تر سره کېږی؛ نو يو ډېر شمېر  ګلوكوز په وينه کې  پاتېږي، چې  په متیازو کې وځي او هم د ادرار د ډېروالي لامل ګرځي . د مايعاتو وتنه او Hyperglycemia د پلازما Osmolarity زياتوي،  چې  دا په خپل وار د تندې مركز راپاروي؛  يعنې د ناروغ د تندې احساس ډېرېږي . بلخوا د پروتين ماتېدل هم ډېر شي، چې  د Gluconeogenesisلپاره امينو اسيدونه رابر سېره كړي؛ نو له دې سره د عضلاتو كمزوري او د وزن بايلل هم رامنځته کېږي.

دا کلاسیک اعراض یوازې په لومړني ديابیت کې لیدل کېږي؛ خو په دويمي ديابیت کې  ناروغ پورته اعراض نه لري .دا ناروغان لاندې اختلاطات ورکوي[x].

  • غیر عادي هوش
  • کوما
  • د وړو او لويو رګونو د قاعدوي غشا پنډوالی
  • د بدن د اطرافو دردونه
  • د سترګو د ديد خرابتیا
  • د پښو مزمن ټپونه
  • پر دويمي انتان اخته کېدل

د غذايي رژیم ټاکل

که د شکرې د ناروغۍ اوسني نوي ناروغان غواړي چې خپل غذايي رژیم ځانته وټاکي، چې  عادي ژوند تېر کړي؛ خو دا ددې مانا نه لري، چې ناروغ دې هر ډول خواړه په ځان بند کړي؛ بلکې دوی باید خواړه د يوه پلان له مخې واخلي په دې ډول چې :

-رنځور باید سم او ګټور خواړه وټاکي[xi].

-رنځور باید په سمه اندازه خواړه وخوري .

-رنځور باید په خپل ټاکلي وخت خواړه وخوري.

د غذايي توکیو اخستل باید د لاندې پروګرام له مخې وي[xii]:

 د انګلستان په رایل شفا خانه کې ددې ناروغانو لپاره ځینې سپارښتنې شوې، چې دادي :

۱- په غذاکې باید د قندونو اخستل، د ورځنۍ انرژۍ د اړتیا له مخې نیمایي حد ته را ښکته شي؛ هغه غذايي مواد چې په زیاته اندازه قندونه ولري، باید وانخستل شي؛ لکه د بورې شربت ،خواږه مېوه جات او نور.  ددې پر ځای هغه خواږه شيان استعمال شي، چې غذايي ذخیره و نه لري؛ لکه شکرین او نور . هغه غذاګانې چې فابیرونه زیات لري، باید وخوړل شي؛ لکه ځینې مېوه جات او سبزي ګانې .  دا له یوې خوا د بدن وزن کموي او له بلې خوا د قند ښه  سرچینې نه دي، چې دورځی باید ۱۸ ګرامه ضرور وخوړل شي[xiii] .

۲-شحم باید د ورځنۍ اړتیاوو له مخې له ۳۰- ۳۵ سلنه کم وخوړل شي.

۳-پروتین باید عادي ۱۰-۱۵ سلنه وخوړل شي .

۴-مالګه: هغوی چې عادي د وينې فشار لري، باید له شپږ ګرام په سل ملي مولو څخه کمه اخستل شي او که د وينې فشار یې لوړ وي، درې ګرامه په سل ګرامه مول واخستل شي .

۵-له الکولو باید په جدي ډول ډډه وکړي . هغه ناروغان چې لومړني ديابیت لري، د هغوي د وينې د ګلوکوز کچه نوسان عادت لري، چې کنټرول یې اړین دی. دوی باید هغه غذا وخوري، چې د هغې سیستم څخه په متوازن او منطم ډول جذب شي؛ لکه اوربشې.

هغه ناروغان، چې دويم ډول ديابیت لري، ۷۵ سلنه یې چاغوالی لري . دوي باید منظم تمرینات وکړي، هغه غذا وخوري چې شحم یې لږ وي، تر څو وزن یې کم شي او د قلبي سیستم له ناروغیو خلاصی ومومي. د زیات وزن لرونکي ناروغان هغه درملنې ته هم اړین وي، چې په وينه کې د ګلوکوز کچه رارټیټوي[xiv].

په شکرې اخته ناروغانو ته د امریکایي ټولنې سپارښتنې

دې پروګرام هم ځینې سپارښتنې کړي، چې دادي :

۱-د لومړني ديابیت ناروغان باید ۵۵ -۶۰ سلنه د کاربوهایدریتو کچه نظر عادي او اړین حالت ته راکمه کړي، تر څو په وينه کې د ګلوکوز او د ترای ګلیسرایدو دلوړېدو مخه ونیول شي[xv].

۲-په چاغو ناروغانو باید شحم او کاربوهایديتونه کم شي تر څو وزن کم شي، چې همدا د وزن کمښت د ناروغۍ د کنټرول مهم عامل دي .

۳-د ټولې انرژۍ څخه باید ۱۰-۲۰ سلنه پروتین واخلي .

۴- هغه غذاګانې وخوري، چې فابیرونه ولري؛ لکه سلولوز، چې له یوې خوا د هغې سیستم ترانزیت ښه کړي او له بلې خوا د کولمو وظایف عادي کړي .

۵- مصنوعی خواږه شيان استعمال نه کړي؛ لکه Aspartama  چې دوه  مینواسیدونه لري، چې عبارت  دي له Aspartic Acidاوphenyl Alanine څخه، چې نظر سکروز ته ۱۸۰ ځله خواږه  دي ، همدارنګه ساکرین هم یو غیر غذايي خوږه کېمیاوي ماده چې  هم یوازې او هم د نورو موادو سره په ګډډول موندل کېږی. فرکتوز او ساربیتول هم استعمالولی شو، خو فرکتوز په وينه کې لږه شان د  ګلوکوز کچه لوړوي اوکه مقدار یې ډېر واخستل شي، په وينه کې دLDLاو کولسترول د سويې د لوړوالي باعث ګرځی .بناً دADAد پروګرام څخه وتلی دي .

اوسنۍ تازه پلټنې، چې خپرې شوي په لاندې ډول دي[xvi].

په ورځنۍ خوړو کې د مېوو او سبزیجاتو استعمال

۱-مېوه جات : ناروغ کولای شي، هره ورځ یوه دانه مڼه وخوري؛ ځکه نوموړې میوه پکټین لري، چې نوموړې ماده په وينه کې د ګلولوز کچه راکموي، بل خواسلولوز هم لري، چې د ګلوکوز د جذب وخت زیاتوي. غوشمه یي مېوجات  په وينه کې د القلي کچه لوړوي ،تر څو د شکرې د ناروغۍ اسیدي لوحه راکمه کړي ،ناروغ باید کېلې او توتان وخوري؛ ځکه دوي پوتاشيم لري، چې هم فشار راکموي او هم القلی خواص لري[xvii] .

۲-سبزیجات : ناروغ باید لاندې خوراکې توکي استعما ل نه کړي :

  • هغه غذايي مواد و نه خوري، چې زیات غوړ او سوديم ولري.
  • هغه خوراکې توکي و نه خوري، چې د قندونو ذخایر یې زیات وي؛ لکه وچه ډوډۍ،الوګان، وریجې  او داسې نور.
  • هغه غذاګانې ډېری باید و نه خوري، چې مشبوع شوي غوړي لري؛ لکه د شخوند وهونکېوغوښه.
  • الکول : په جدي توګه ترې باید ممانعت وشي.

لاندې غذاګانې باید ډېرې وخوړل شي:

تازه سبزی،اش،ګازرې ،لوبیا،حبوبات ،ممپلي ،د زېتونو تېل ، اوربشې او د اومیګا ۳ شحمی اسیدونه

دغیرمشبوع شويو غوړیو څخه ګټه واخلي .

ژیړ رنګ لرونکې سبزیانې؛ لکه ګازرې او رومیان استعمال کړي؛ ځکه دوی د شکرې په ناروغانو کې دAlzheimer ناروغۍ اوسرطانو مخه نیسي.

ب:په سمه اندازه خوراک

دلومړني ديابیټ لرونکې کوم خاص خوراکې پرهیز نه لري ،دوي کولی شي چې د روغو خلکو په شان خواړه وخوري اوداځکه چې دوي خپلی ضروری انسولین د دوا په شکل دپیچکاری په وسیله اخلی ،خو داکټر باید دانسولین اندازه داسی وټاکې چې ناروغ دموجوده  قندچاره وکولی شي .ناروغ باید خوراک دا اندازه تل وساتی ،خو که چېری ناروغ خواړه ډېر کړي او انسولین په هماغه پخوانی اندازه واخلي نو دانسولین اضافی ګلوکوز حجراتو ته ننويستلی نه شي او په نتیجه کې دګلوکوز اندازه په وينه کې لوړه شي،په داسی حالاتو کې وجود مجبوریږی چې اضافی ګلوکوز د متیازو له لاری له وينې څخه  وباسی او دا یوه زیانمنه عمليه ده ،نو له دي کبله د دويمي ديابیټ لرونکو ناروغانو ته په کار ده  چې هر ورځ  هماغه یوه اندازه خوراک وکړي تر څو چې انسولین  او غذا خپله موازنه او انډول  وساتلای شي  دويمي ديابیټ لرونکې په مجموعی توګه چاغ وي  ددوي وجود نه شي کولای چې چاغ  بدن ته کافی اندازه  انسولین  جوړ کړي دي  ناروغانو ته ( په خاصه توګه هغو ته چې  له لسو کلونو زیات یې له ديابیت د لرلو څخه  تیره شوي وي) په کار ده چې خپل وزن کم کړي ـ په بل عبارت  دويمي ديابیت لرونکې ناروغانو باید خپل وزن کم کړي ـ او وزن کمولو لپاره باید دا لاندې ټکې په نظر کې ونیسی[xviii]:

  • لږ خواړه وخوري .
  • هغه خواړه وخوري چې غوړ او قند لږ او سلولوز لرونکې غذاګانې ډېری ولري .
  • زیات تمرین وکړي.

په سم وخت کې غذا خوړل[xix] :

هر څوک او بیا په خاصه توګه د ديابیت ناروغان باید د خوراک لپاره یو منظم مهال ويش ولري،  هره ورځ په یو ټاکلي وخت کې [په ورځ کې درې ځله] خوراک وکړي ،هغه ناروغان چې د ديابیت خوراکې دوا اخلی، که چېری یوه وخت غذا قضا کړي او یې  ناوخته وخوري ، ممکن د وينې د ګلکوز اندازه  یې  خطرناکې درجی ته را ښکته شي ،په هغه ناروغانو کې چې د انسولین پیچکاری اخلی او یو وخت غذا نه خوړل  او یا ناوخته خواړه خوړل  ډېر خطرناکه کار دي .  دا ناروغان باید د خوراک د وختونو تر مینځه مساوي وقفې وساتی ،تر څو چې په وينه کې د ګلوکوز د خطرناکې ټیټدو مخه ونیولی شي[xx]. د غذايي رژیم تطبیق دتداوي سره لازمی دي تر څو دناروغی د اختلاطاتو مخه ونیول شياو هم هغه کړمی چې د درملنې په دوران کې {Hypoglycemia}او دوزن زیاتوالی منځته راځی مخه ونیول  شي.

پایله او وړانديزونه

  • څرنګه چې د شکرې ناروغی یوه روغتیایی ستونزه ده ، د نړیوال صحی سازمان ، دولتی رسنیو ، غیر دولتی موسساتو او صحی کارکوونکو څخه هیله کوم چې د نوموړې ناروغۍ په هکله پوره معلومات خپاره کړي تر څو د ناروغانو د پوهاوي سطح لوړه شي[xxi].
  • د شکرې ناروغي د بدن ټول غړی متاثره کولای شي چې زیات ناروغان یې د کم عمر په لرلو سره له منځه ځی او یا هم مایوب شي ،نو نوموړېو ناروغانو ته مې وړانديز دادي چې د خپل ځان په هکله د غذايي رژیم پوره پاملرنه وکړي ،تر څو د اختلاطاتو څخه په امان شي[xxii].
  • د شکرې پر ناروغۍ اخته کسان باید خپل لابراتواری معایناتو په ټاکلي وخت اجرا او د هغه په رڼا کې د خپل معالج داکتر په لارښوونه خپل غذایی رژیم تعقیب کړي.[xxiii]
  • د شکرې ناروغي د ژوند سره ملګرې ده ، ناروغان یې هرومرو د اقتصادي او صحی ستونزه سره مل وي، دولت ته وړانديز کوم چې د نوموړې ناروغۍد ناروغانو لپاره د هیواد په ګوټ ګوټ کې صحی مرکزونه جوړ کړي تر څو د ټولنې ستونزی حل شي[xxiv].

Abstract:-

Diabetes mellitus is one of the common disease in Afghanistan from which thousand people are being suffered, The degree and level of this disease can be evaluated if proper and recommended diet schedule are not taken in account, which will put the health in a risk, so In this study we have discussed the disease of Diabetes mellitus and its Nutritional program for the diabetic patients to regulate their food intake.

In the nutritional program we advise the following points:

  • Decrease intake of Carbohydrate
  • Decrease intake of Fat
  • Normal Intake of Protein
  • Increase intake of Cellouse containing food
  • Intake of food regularly by time , quantity and quality

[i] Hovingh GK et al. Identification and management of patients with statin-associated symptoms in clinical practice: a clinician survey. Atherosclerosis. 2016 Feb;245:111–7. [PMID: 26717273]

[ii]

[iii] Marshall S et al. A systematic review and meta-analysis of the criterion validity of nutrition assessment tools for diagnosing protein-energy malnutrition in the older community setting (the MACRo study). Clin Nutr. 2017 Oct 12. [Epub ahead of print] [PMID: 29102322]

[iv] McClave SA et al. Guidelines for the provision and assessment of nutrition support therapy in the adult critically ill patient: Society of Critical Care Medicine (SCCM) and American Society for Parenteral and Enteral Nutrition (A.S.P.E.N.). J Parenter Enteral Nutr. 2016 Feb;40(2):159–211. [PMID: 26773077]

[v] Pereira GF et al. Malnutrition among cognitively intact, non­critically ill older adults in the emergency department. Ann Emerg Med. 2015 Jan;65(1):85–91. [PMID: 25129819]

[vi] Zha Y et al. Protein nutrition and malnutrition in CKD and ESRD. Nutrients. 2017 Feb 27;9(3):208. [PMID: 28264439]

  • [vii] Basic pathology and Diseases first edition 2012, A.H Nagi

[viii] Textbook  of pathology sixed edition 2009 edited by Harsh Mohan

[ix] Textbook of Medicen of Robben’s, 6th edition , 2010 edited by Robben’s

  • [x] Current medical diagnosis and treatment 46th , 2012, Edited by Lowrence m Tierney, Stephen J.mephee and Maxine A papadokos, Lance

[xi] Hovingh GK et al. Identification and management of patients with statin-associated symptoms in clinical practice: a clinician survey. Atherosclerosis. 2016 Feb;245:111–7. [PMID: 26717273]

  • [xii] Robertson RP, Lanz KJ, Sutherland DER, Seaquist ER: Relationship between diabetes and obesity 9–18 years after hemipancreatectomy and transplantation in donors and recipients. Transplantation 73:736–741, 2002

[xiii] HPS2-THRIVE Collaborative Group. Effects of extended-release niacin with laropiprant in high-risk patients. N Engl J Med. 2014 Jul 17;371(3):203–12. [PMID: 25014686]

[xiv]

Karmali KN et al. Drugs for primary prevention of atherosclerotic cardiovascular disease: an overview of systematic reviews. JAMA Cardiol. 2016 Jun 1;1(3):341–9. [PMID: 27438118]

[xv] Kazi DS et al. Cost-effectiveness of PCSK9 inhibitor therapy in patients with heterozygous familial hypercholesterolemia or atherosclerotic cardiovascular disease. JAMA. 2016 Aug 16; 316(7):743–53. [PMID: 27533159]

  • [xvi] Toronto notes , 23th edition 2007 , Editors in –chief Marilyn heng and Joseph Ari Greenwald

[xvii] Raal FJ et al; RUTHERFORD-2 Investigators. PCSK9 inhibition with evolocumab (AMG 145) in heterozygous familial hyper­cholesterolaemia (RUTHERFORD-2): a randomised, double-blind, placebo-controlled trial. Lancet. 2015 Jan 24; 385(9965):331–40. [PMID: 25282519]

[xviii] Mark DB et al. PCSK9 inhibitors and the choice between innova­tion, efficiency, and affordability. JAMA. 2017 Aug 22; 318(8):711–2. [PMID: 28829851]

[xix] Robinson JG et al; LAPLACE-2 Investigators. Effect of evolocumab or ezetimibe added to moderate- or high-intensity statin therapy on LDL-C lowering in patients with hypercholesterol­emia: the LAPLACE-2 randomized clinical trial. JAMA. 2014 May 14;311(18):1870–82. [PMID: 24825642]

[xx] Wiggins BS et al. Recommendations for management of clini­cally significant drug-drug interactions with statins and select agents used in patients with cardiovascular disease: a scientific statement from the American Heart Associa­tion. Circulation. 2016 Nov 22;134(21):e468–95. [PMID: 27754879]

[xxi] Tice JA et al. Proprotein convertase subtilisin/kexin type 9 (PCSK9) inhibitors for treatment of high cholesterol levels: effectiveness and value. JAMA Intern Med. 2016 Jan 1; 176(1):107–8. [PMID: 26662572]

[xxii] Dallinga-Thie GM et al. Triglyceride-rich lipoproteins and rem­nants: targets for therapy? Curr Cardiol Rep. 2016 Jul;18(7):67. [PMID: 27216847]

[xxiii] Agrawal N et al. Triglyceride treatment in the age of cholesterol reduction. Prog Cardiovasc Dis. 2016 Sep–Oct;59(2):107–18. [PMID: 27544319]

[xxiv] Backes J et al. The clinical relevance of omega-3 fatty acids in the management of hypertriglyceridemia. Lipids Health Dis. 2016 Jul 22;15(1):118. [PMID: 27444154]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست