تبلیغات

د حضرت علي وينه او غوښه د رسول الله ده ( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : دويم ټوک،٢٠٤ مخ ) په خپل سند له ابي العباس څخه نقل کړى،وايي : له رسول الله کره وو،چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و اويوه موچې له ده او […]

د حضرت علي وينه او غوښه د رسول الله ده

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : دويم ټوک،٢٠٤ مخ ) په خپل سند له ابي العباس څخه نقل کړى،وايي : له رسول الله کره وو،چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و اويوه موچې له ده او بله له هغه اخلي،چې دا مهال حضرت جبراييل وحې راوړه او د وحې حالت،چې د خداى له استازي ولاړ؛ نو و يې ويل : جبراييل را ته وويل : خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : موږ دا دوه ماشومان درته نه پرېږدو او يو بايد له بله ځار کړې . تر دې خبرې وروسته د خداى نبي ابراهيم ته وکتل او په ژړا شو او بيا يې چې حسين ته وکتل؛ نو بيا هم په ژړا شو او و يې ويل : د ابراهيم مور يوه وينځه ده،چې که مړ شو؛ نو يوازې زه به خپه شم؛خو که حسين مړ شو؛ نو هم به يې مور او هم به يې پلار خپه شي،چې زما له وينې او غوښې دي او هم به مې لور او هم به مې د تره زوى او هم به زه په خپله خپه شم؛زه خپل غم زغملى شم؛ خو د هغوى نه؛نو ايثار (سرښندنه) کوم؛نو جبراييله ! ابراهيم را څخه واخله . )) ( د حديث تر پايه)

( ذخايرالعقبى : ٩٢ مخ ) د انس بن مالک وينا را اخلي ، وايي : يوه ورځ د خداى نبي پر منبر ډېره وينا وکړه او بيا يې وپوښتل : علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : دلته يم ! د خداى نبي خپلې سينې ته رانږدې کړ او تندى يې ورته ښکل کړ او پر جيګ غږ يې وويل : ((مسلمانانو ! دا زما د دوو سبطو؛حسن او حسين پلار دى، چې د جنت د ځوانانو دوه ښاغلي دي . ))

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١١١ مخ ) وايي : د حضرت ابن عباس وينا ده،چې د خداى رسول حضرت ام سلمې بي بي ته وويل : (( د علي بن ابيطالب وينه او غوښه زما ده؛هغه ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ. )) ( طبراني )

( ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې د ام سلمې پر ځاى ام سليم راوړې او بيا يې ويلي : دا روايت عقيلي له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او مناوي هم ( کنوزالحقايق :١٦١مخ ) په لنډه له طبراني نقل کړى دى .

د رسول الله (ص) ځان

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عبدالرحمان بن عوف وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم مکه سوبه کړه او طايف ته ستون شو او اته که اوه ورځې يې کلابند کړ او بيا راستون شو،چې په يو ځاى کې يې وويل : (( خلکو ! زه درنه تلونکى يم او سپارښتنه کوم،چې له عترت سره مې ښه چلن وکړئ او موږ تاسې به د کوثر د حوض تر غاړې وينو . قسم پر هغه خداى، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده؛يا دا چې لمونځ به کوئ او زکوة به ورکوئ او يا دا چې له خپل اړخ به يو سړى درواستوم ( او يا داسې يې وويل : هغه سړى چې زما د ځان په څېر دى ) او هغه بايد له دښمن سره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي . )) راوي وايي :خلکو ګومان کاوه،چې مراد يې ابوبکر يا عمر (رضى الله عنهما) دى؛نو په همدې وخت کې د خداى نبي د علي لاس ونيو او و يې ويل : (( او هغه دا دى . )) بيا وايي : ددې حديث سند صحيح دى .

ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) او ابن حجر د صواعق په ٧٥ مخ کې له ابن ابي شيبه نقل کړى دى . هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣٤ مخ کې له ابويعلي او په ١٦٣ مخ کې له بزار څخه نقل کړى دى .

(زمخشري؛ کشاف ) د حجرات د سورت د ( يا ايها الذين آمنوا ان جائکم فاسق بنباً فتبينوا )) آيت په تفسير کې وايي : رسول اکرم وليد بن عقبه د عثمان مېرنى ورور ولېږه ( تر دې چې وايي ) : ،چې په بني المصطلق کې،چې دوستي يې ورسره وه،څېړنه وکړي؛ نو همدا چې وليد يې سيمې ته ورنږدې شو؛ نو هغوى يې مخې ته راغلل او ګومان يې وکړ،چې جګړې ته راغلى او وليد هم له هماغه ځايه ستون شو او رسول الله ته يې وويل : بني المصطلق مرتد شوي دي او زکات يې را نه کړ. پېغمبر اکرم غوسه شو او غوښتل يې جګړه ورسره وکړي،چې هغوى د رسول الله مبارک له هوډه خبر شو او و يې ويل : له رسول الله او غوسې يې پناه غواړو او دا خبره،چې د رسول الله مبارک غوږونو ته ورسېده؛نو په اړه يې شکمن شو او پيغام يې ورولېږه، چې له ارتداده لاس واخلئ؛ګنې د خپل ځان په څېر يو سړى درلېږم،چې و مو ځپي او ذرار مو اسيران کړي او بيا يې د علي پر اوږه لاس کېښود .

( خصايص نسائي :١٩مخ ) په خپل سند له ابى روايتوي چې ويلي يې دي : د خداى نبي وويل : (( بني وليعه دې له خپلو کارونو لاس واخلي؛ګنې د خپل ځان په څېر سړى ورلېږم،چې زما حکم ټکى په ټکى پلي کوي او هغوى به ووژني او ذرار به يې اسيران کړي . )) دا مهال حضرت عمر زما په ملابند لاس کېښود او بې واکه يې وويل : څوک ښيئ ؟ ما ورته وويل : مطلب يې ستا ملګرى او ته يې . حضرت عمر بيا وپوښتل : رښتيا ووايه څوک ښيي ؟ ما ورته وويل : خاصف النعل ښيئ او دا مهال علي خپلې پڼې يې ګنډلې.

دې ته ورته روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له زيد بن نفيع څخه نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد په مناقب کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،١١٠ مخ ) وايي : د حضرت جابر بن عبدالله وينا ده،چې وايي : رسول اکرم،وليد بن عقبه، بني وليعه ته ولېږه (تر دې چې وايي ) : رسول اکرم وويل : يا دا چې بني وليعه دې له خپلو چارو لاس واخلي او يا داچې د خپل ځان په څېر سړى به ورولېږم، چې ورسره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي او هغه دادى؛لاس يې د علي پر اوږه کېښود . ( د حديث تر پايه ) ( طبراني )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) وايي : له عمرو بن عاص څخه روايت دى،چې وايي : له ذات السلاسل جګړې،چې راستون شوم؛نو له ځان سره مې وويل : تر ما به څوک پر رسول الله نه وي ګران؛ نو ومې پوښته : پر تاسې څوک تر ټولو ډېر ګران دى ؟ ( په کنزالعمال کې يې يو لړ نومومونه راوړي چې ) عمرو عاص له رسول الله پوښتي : علي درباندې څومره ګران دى ؟ رسول الله مبارک خپلو يارانو ته مخ کړ او و يې ويل : دې سړي ته ګورئ،چې زما د ځان په اړه پوښتنه کوي. ( ابن النجار )

( ابن عبدالبر؛استيعاب:دويم ټوک،٤٦٤ مخ ) وايي : معمر له ابن طاووس له پلار له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د ثقيف د ټبر خلکو ته وويل : (( يا دا چې اسلام به راوړئ او يا دا چې د ځان په څېر سړى به درولېږم،چې ورمېږونه مو ووهي،ذرار مو اسيران او شتمنۍ مو غنيمت کړي .)) حضرت عمر وويل : پر خداى قسم،چې د هغې ورځې هومره مې هېڅکله د لښکر د قومندانۍ هيله نه درلوده؛ نو ټټر مې ببر کړ، چې کېداى شي ووايي چې هغه سړى دادى؛ خو پام مې شو، چې علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : هغه سړى دادى .

ليکوال : دا روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک، ١٦٤مخ ) کې داسې راوړى : رسول اکرم وويل : له خپل اهله يو سړى او که د ځان په څېر سړى او د روايت په پاى کې راغلي،چې دوه ځلې يې وويل : هغه دادى ! هغه سړى دادى .بيا محب طبري وايي : دا روايت عبدالرزاق په جامع او ابوعمرو بن سمان نقل کړى . په دې اړه نور روايتونه هم شته،چې له انصافه به لرې نه وي،چې لنډه کتنه ورته وکړو.

ړومبى هغه روايت دى،چې حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١٢٦مخ ) کې د حضرت ابن عباس د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د حجة الوداع په خطبه کې وويل : (( ډېر ژر به له عمالقه سره وجنګنېږم . )) جبراييل وويل : ووايه يا زه په خپله او يا علي . او د خداى رسول هماغسې وويل .

دويم هغه روايت دى،چې محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت انس بن مالک له خولې نقل کړى،چې رسول اکرم وويل : (( داسې پېغمبر به نه وي،چې په امت کې يې څوک په شان او ورته نه وي او زما په امت کې زما په څېر علي دى . )) ((قلعى))

درېم هغه روايت دى،چې مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې راوړى: (( علي مې ډډ او جعفر مې څانګه ده . )) بيا دواړه کتابونو ويلي : دا خبره طبراني او ضياء د عبدالله بن جابر له خولې کړې ده . )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست