تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غزل  حمزه بابا څوک چې پرېشانه وي تکل د جمعیت کا ښکلی چې راشی زلفې غونډې په هیبت کا پټ هنر دی ما ساته هر څو که پرېشان شي تا به لکه ګل د اسویلو سره عادت کا زلفې دې مغولې خوې یې سم نه شو کږې دي شپې مې پښتنې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

غزل 

حمزه بابا

څوک چې پرېشانه وي تکل د جمعیت کا

ښکلی چې راشی زلفې غونډې په هیبت کا

پټ هنر دی ما ساته هر څو که پرېشان شي

تا به لکه ګل د اسویلو سره عادت کا

زلفې دې مغولې خوې یې سم نه شو کږې دي

شپې مې پښتنې دي، نه ګیله نه شکایت کا

شمع په ژړا ژړا کیسه د خندنو کړي

خدای زده چې د کومو سویو زړونو حکایت کا

ما که ستا د مخ حقله څه وکړه ښودنه

ترک به ملایان له کتابونو روایت کا

سیل د ګلو څه کړم چې نرګس ته کتی نشم

هغه هیرې شوې سترګې بیا د کتو ست کا

ډېره پېرزوېنه د ساقي نن په حمزه ده

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست