د قریشو زاړه چلونه د قريشو مشرانو له اسلام سره مبارزې ته خپلې ليکي منظمې كړې وې،د كار په لومړيو كې يې وغوښتل پېغمبر ته د مال،منصب او رياست تمه وركړي،چې په دې خبرو يې له خپلې موخې واوړي؛خو ماتې يې وخوړه. بيا يې د پېغمبر اکرم د يارانو په ځورولو لاس پورې كړ؛خو د […]
د قریشو زاړه چلونه
د قريشو مشرانو له اسلام سره مبارزې ته خپلې ليکي منظمې كړې وې،د كار په لومړيو كې يې وغوښتل پېغمبر ته د مال،منصب او رياست تمه وركړي،چې په دې خبرو يې له خپلې موخې واوړي؛خو ماتې يې وخوړه. بيا يې د پېغمبر اکرم د يارانو په ځورولو لاس پورې كړ؛خو د يارانو استقامت يې دا نقشه هم خاورې ايرې كړه؛خو تراوسه د قريشو د مشرانو دسيسې د اسلام د نيالګي راايستو ته پاى ته نه وې رسېدلې،چې په بل چل يې لاس پورې كړ.دا ځل يې په پېغمبر اکرم پسې له منفي تبليغاتو كار واخست؛ځكه كړولو د هغو خلكو د اسلام راوړو مخه نيولې وه،چې په مكه كې اوسېدل؛خو هغه زيارت كوونكي،چې په حرامو مياشتو كې كعبې ته راتلل او له پېغمبر اکرم سره يې په ارام چاپېريال كې خبرې اترې كولې او د پېغمبر اکرم خبرو پرې اغېز كاوه؛نو كه څه هم اسلام يې نه راوړ؛ خو پر خپل دين (بوت لمانځنې) څه نا څه شکمنېدل او تر ستنېدو وروسته يې خپلو سيمو ته د اسلام د راښکاره کېدو خبره ووړ، چې دا كار په خپله بوت پالو ته ماتې وه او د توحيد پرمختګ يې ګړندى کړ.
د قريشو مشران د بلې دسيسې په فكر كې شول،چې له دې لارې له حضرت “محمد”(ص) سره د خلكو ناسته پاسته پرېكړي او د دين د پرمختګ مخه يې ونيسي.
1 _ ناروا تورونه:
دښمن تل كوښښ كاوه خپل سيال تورن كړي او د دروغو او بې بنسټه خبرو په خپرولو خپل سيال بې پته، يا يې په ټولنه كې لږ تر لږه راټيټ كړي.
قريشو،چې كومه كينه له اسلام سره درلوده؛ نو په هره بيه يې غوښتل اسلام له منځه يوسي او د حضرت”محمد”(ص) مقام خلكو ته راټيټ كړي؛خو سره له دې، و يې نه كړاى شول پوره له دې چله كار واخلي.
له ځان سره يې فكر وكړ،چې څه ووايي؟؛كه په مالي خيانت يې تورن كړي؛نو هغه خو په دې څلوېښت كالو كې په خلكو كې په رښتيني مشهور دى؛راشه چې په شهوت پالنې يې تورن كړو! خو څرنګه يې په دې تورن كړو، حال دا چې د خپلې ځوانۍ شپې يې تر ځان له زړې ښځې سره پېل كړې.
قريشو جرګه وكړه،چې پر حضرت “محمد”(ص) څه تور ولګوي او داسې تور پرې ولګوي،چې لږ تر لږه په دې تور،په سلو كې يو تن خو باور وكړي.مغزو يې كار نه کاوه،چې څه تور پرې ولګوي؛خو بالاخره يې په دې خبره سلا راغله،چې د قريشو له پوه سره مشوره وكړي؛غونډه جوړه شوه. “وليد” قريشو ته وويل: (( د حج موسم رانږدې شو او د خلكو بهير هم را روان دى او “محمد” هم د حج د موسم له ازادۍ ګټه اخلي او خپل دين په کې تبليغوي؛ نو غوره به وي،چې هر يو د “محمد” او دين په باب يې خپل نظر څرګند كړئ،چې څه ورسره وكړو؟))
د عربو حكيم په فكر كې ډوب شو او ويې ويل:((څه ووايم؟)) يو پاڅېد او ويې ويل: ((د پالي نوم پرې كېږدئ)). حكيم يې له نظر سره مخالفت وكړ اويې ويل: ((د”محمد” خبرې د پاليانو له خبرو سره خورا توپير لري.)) يوه بل وويل: (( لېونى به ورته ووايو))، چې دا نظر هم “وليد” و نه مانه او ويې ويل:((په هغه كې د لېونتوب يوه نښه هم نه ليدل كېږي.))
په پاى کې تر ډېرو مشورو وروسته،دې خبرې ته ورسېدل،چې “کوډګر” ورته ووايو؛ځكه په ژبه او وينا کې يې جادو دى،چې د مكې په يو موټي خلکو کې يې درز اچولې دى.
مفسران د “مدثر” سورت په تفسيركې داسې هم وايي: ((چې وليد له پېغمبر اکرم نه د “مدثر” سورت واورېد؛نو سخت اغېزمن شو او خپل كور ته يې منډه كړه او له كوره را ونه ووت،چې پر دې كار يې قريشو ملنډې ووهلې او ويې وويل: وليد د “محمد” دين منلى دى.))
قريش يو ځاى د “وليد” كور ته ورغلل او د قرآن د حقيقت په باب يې وپوښت. هر يوه خپله خبره كوله؛خو “وليد” ردوله.
په پاى کې يې پريکړه وکړه، چې د هغې درز له امله، چې په خلكو كې يې اچولې؛”کوډګر” به ورته ووايو او خلكو ته به ووايو چې:(( د “محمد” په ژبه او وينا کې جادو دى.)) (123)
مفسران (مجمع البيان ١٠/٣٨٧) ګروهمن دي، چې د “مدثر” سورت له “ذرلى و من خلفت……..” نه تر پنځوسم آيت پورې د “وليد” په باب نازل شوي دي:
اقتصادي بنديز
د قريشو پرېكړه :
د قريشو مشران د اسلام له پرمختګه سخت په وېره كې وو او ددې ستونزې هوارۍ ته د چارې په لټه كې وو.د حضرت “حمزه” ايمان راوړل او د ځينو روښان فكره قريشو مسلمانېدل او په “حبشه” كې د مسلمانانو د عمل ازادي،هغه لاملونه وو،چې پر قريشو يې خوبونه حرام كړي وو؛نو ځكه دوى د بلې دسيسې په فكر كې شول او غوښتل يې د اقتصادي بنديز له لارې مسلمانان په تنګسه كې راولي او په خپل ګومان د اسلام د پرمختګ مخنيوى وكړي؛نو د قريشو مشرانو د “منصور بن عكرمه” په لاس يو پرېكړه ليك وليكه او د قريشو ټولو مشرانو لاسليك كړ او قسم يې وخوړ، چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به پرې ولاړ وي او پرېكړه ليك يې په كعبه كې راځوړند كړ، چې پکې كښل شوي وو:
1- د “محمد” له پلويانو سره هر ډول معامله او راكړه وركړه منع ده.
2- ورسره تګ راتګ او مړى ژوندى منع دى .
3- څوك حق نه لري،چې له مسلمان يا مسلمانې سره واده وكړي .
4- په ټولو پېښو كې بايد د “محمد” له مخالفينوسره يو لاس اوسو.
دا پرېكړه بې له “مطعم بن عدى”د قريشو ټولو مشرانو لاسليك كړې وه او تر وسې وسې يې د دې پرېكړې په پلې کېدو پسې راواخسته.
د پېغمبر اکرم يوازيني ملاتړ (ابوطالب) خپل ټول خپلوان؛د “هاشم” او “مطلب” زامن راوغوښتل او ترې يې وغوښتل د “محمد” ملاتړ شي او امر يې وكړ، چې: ټول خپلوان يې د مكې له هغې درې (شعب ابيطالب) ته کډن شي،چې د مکې د غرونو په منځ كې پرته ده او دغسې د هر ډول بريد مخنيوي ته يې د درې پر لوړو څوكو څوکيوال او پاسوالان ودرول،چې “بني هاشم” او مسلمانان له هر ډول پېښې مخكې خبر كړي.(124) دا اقتصادي بنديز درې كاله و، چې پکې پر مسلمانانو ډېرى سختۍ تېرې شوې.د بني هاشمو او مسلمانانو د ماشومانو د ژړا اوازونه به د ظالمانو غوږونو ته ورسېدل؛ خو زړه يې پوټى هم پرې نه سوځاوه. ځوانانو او نارينه وو به شپه ورځ په يوه كجوره تېروله او كله خو به داسې وخت هم راغى،چې يوه كجوره به دوو كسانو سره وېشله. په دې درېو كالو كې به يوازې په “محرم” مياشت كې،چې پر ټول “جزيرة العرب” امنيت واكمن و،مسلمانانو ساه اخسته او راكړې وركړې ته به راوتل او پېغمبر اکرم به هم له دې ازادۍ او امنيته د دين په خپرولوكې ګټه اخسته؛خو د قريشو مشرانو په دې مياشت كې هم مسلمانان سره اور ته نيولي وو او هغه داسې،چې بازار ته به راوتل او څه به،چې مسلمانانو اخستل؛نو قريشو به له پلورونكي په لوړه بيه رانيول،چې مسلمانان يې و نه پېرلاى شي، چې په دوى كې “ابولهب”،مسلمانان د لوړې بيې سره اور ته نيولي وو او په بازار كې يې چغې وهلې:((د توکيو بيه مو لوړه كړئ ! چې د “محمد” پلويان څه وانه خلي.)) او د قيمت لوړ ساتلو ته يې په خپله هم څېزونه په لوړه بيه اخستل.
په شعب ابيطالب كې د بني هاشمو زړه بوړنوړي حالات
د لوږې زور دومره و،چې په دې باب حضرت “سعد بن ابي وقاص” رضى الله عنه وايي:((يوه شپه له درې راووتم او ډېر بې دمې شوى وم،چې ناڅاپه مې سترګې د اوښ پر وچ پوستكي ولګېدې، راوا مې خېسته او و مې مينځه بيا مې وسوځاوه او ومې ټکاوه او له اوبو سره مې ګډ كړ او درې شپه ورځې مې پرې تېر كړې.))
د قريشو جاسوسانو د شعب ابيطالب د درې لارې څارلې، چې څوك غله ور نه وړي؛خو سره له دې،كله كله به “حكيم بن خرام” [د حضرت خديجې وراره]، “ابوالعاص بن ربيع” او “هشام بن عمر” د شپې په تياره كې،مسلمانانو ته غله وړه،چې كله به دا نېكي ورته بلا شوه؛يوه ورځ “ابوجهل” وليدل،چې “حكيم” غله پر اوښ بار كړې او د درې پر لور روان دى، سخت پر غوسه شو او ويې وويل:(( بايد قريشو ته دې بوځم او رسوا دې كړم.))
د دوى لانجه اوږده شوه. “ابوالبختري” چې د اسلام دښمن و، پر “ابوجهل” نيوكې وكړې او ويې ويل:(( “حكيم” غله خپلې ترور ته وړي او ته حق نه لرې مخه يې ونيسې او “ابوجهل” يې څو لغتې هم وواهه.))
دې سخت بنديز و نه كړاى شول د مسلمانانو د صبر كاسې ډكې كړي. د مسلمانانو د ماشومانو ژړاګانو او د مسلمانانو دې بدې ورځې د ځينو زړونه نرم كړل او په خپلې پرېكړې او لاسليكه ډېر پښېمانه شول او د ستونزې د هواري په لټه كې شول.
يوه ورځ “هشام بن عمر”، “زهير بن ابي اميه” ته ولاړ،چې د لور له لوري د “عبدالمطلب” لمسى كېده، ورته يې وويل:(( دا انصاف دى، چې ته ډوډۍ وخورې،ښه جامه واغوندې او خپلوان دې وږي او بربنډ وي.پر خداى قسم! كه تا د “ابوجهل” د خپلوانو په باب داسې هوډ کړى واى او “ابوجهل” دې ددې هوډ پلي کېدو ته راغوښتى واى؛ نو هېڅكله به يې درسره نه وه منلې.)) “زهير” وويل: (( زه ځانته د قريشو هوډ اړولاى نه شم؛همدا چې بل ملګرى پيدا كړم؛نو دا تړون به مات کړم.)) “هشام” ورته وويل: (( زه درسره يم.)) “زهير”:((درېم سړى هم راپيدا كړه.)) “هشام” پاڅېد او په “مطعم بن عدى” پسې ولاړ او ورته يې وويل: (( زه تصور نه کوم،چې دوه ډلې (بني هاشم – بني مطلب) د “عبدمناف”زامن،چې ته هم پردې پلرګنۍ وياړې،د مرګ څادر واغوندي.))”مطعم”وويل:((څه وكړم له يو لاسه خو ټك نه خېژي.)) “هشام”: ((دوه كسان نور هم راسره دي،چې يو زه او بل “زهير” دى.)) “مطعم”:((بايد څو ملاتړ نور هم را پيدا كړو.))
“هشام” دا خبره هماغسې، چې “مطعم” ته كړې وه، “ابي البختري” او “زمعه” ته هم وكړه او مرسته يې ترې وغوښته او سبا يې په جومات كې وعده كېښووه.
د قريشو جرګه د “زهير” او ملګرو په ګډون يې جوړه شوه.
“زهير” پر خبرو شو او ويې ويل:(( نن بايد “قريش” له خپلې لمنې دا د ننګ تور داغ لرې كړي.همدا نن بايد دا تړون څيري شي؛ځكه د بني هاشمو دې بدې ورځې ټول خپه كړي دي.))
“ابوجهل” راټوپ كړ، ويې ويل:((دا خبره د منلو وړ نه ده ! او د قريشو تړون هماغسې محترم دى.))
“زمعه” د “زهير” د خبرې پخلي ته راپاڅېد او ويې ويل:((بايد تړون مات شي، له هماغه وړومبيه موږ ورسره مخالف وو.))
د تړون د ماتولو پلويانو د جومات له هر ګوټه غږ کړ: (( تړون مات كړئ! تړون مات كړئ !!!))……
“ابوجهل” حس كړه،چې له پخوا يې خبره پخه كړې او ټول يوه خوله جرګې ته راغلي؛نو غلې شو او كېناست.”مطعم” له وخته په ګټنه پاڅېداو ځان يې “صحيفې” ته [هغه ځاى ته،چې تړون يې پکې راځوړند كړى و] ورساوه، ويې ليدل،چې تړون مېږو خوړلى او يوازې د “بسمك اللهم” ټكى پاتې دى، د تړون په پېل كې راغلى وو. (125)*
“ابوطالب”هغه ورځ خبرو اترو ته غوږ نيولى و،چې كله به پايلې ته رسېږي؛ چې خبره څنګه خلاصه شوه؛نو خپل وراره ته يې مخ واړاوه او تر مشورې وروسته ټول كورونو ته ستانه شول.
ځينو ليكلي:(( په دې درېو كالو كې پېغمبر اکرم، “ابوطالب” او حضرت خديجې خپله ټوله شتمني له لاسه وركړې وه،چې وحې راغله او ورته يې وويل:”ميږو تړون خوړلى او يوازې د “بسمك اللهم” ټکى يې پاتې دى.”))
د خداى استازي “ابوطالب” له دې خبرې خبر كړ او دواړه له شعب ابي طالبه راووتل او د كعبې په څنګ كې كېناستل .نو پر “ابوطالب” راټول شول او ورته يې وويل:((ايا وخت يې نه دى رارسېدلى،چې زموږ خپلوي درياده كړې او د خپل وراره له ملاتړه لاس واخلې؟))
“ابوطالب”: ((ولاړ شئ او تړون راوړئ.))
ولاړل او تړون يې راووړ،حال دا چې قلف ورته پروت و. “ابوطالب”ورته وويل:((آيا دا هماغه تړون دى،چې ليكلى مو و؟)) ورته وويل شو:(( هو! ))
“ابوطالب”: ((چا خو پکې ګوتې نه دي وهلي ؟))
ورته وويل شو: (( نه!))
“ابوطالب”:((وراره ته مې د خداى له لوري خبر راغلى؛ كه خبره يې سمه وه؛نو له خپلو كارونو به مو لاس واخلئ.))
ورته وويل شو: ((سمه ده!))
“ابوطالب”: (( او كه خبره يې دروغ وه؛ نو در تسليم به يې كړم، چې و يې وژنئ.))
قريشو وويل:((د انصاف خبره دې وكړه.))
“ابوطالب”:(( وراره مې وايي: تړون مېږيو خوړلى دى.))
بيا يې د تړون مهر او قلف خلاص كړ؛ ويې ليدل چې ميږيو بې د خداى له نومه نور ټول تړون خوړلى.دا كار يې د لارښوونې لامل نه شو؛بلكې كينه يې لا نوره هم زياته كړه او “بني هاشم” يې بېرته شعب ابيطالب ته ورستانه کړل او هماغلته وو،څو تړون “هشام” مات كړ.(126)*
د تړون د ماتېدو په اړه “ابوطالب”څو شعرونه ويلي،چې “ابن هشام” په خپل سيره كې راوړي دي.(127)
د ابوطالب مړينه
د قريشو اقتصادي بنديز د څو ښو خلكو په هلو ځلو مات شول. پېغمبر اکرم او پلويان يې د درېو سختو كلو تېرولو وروسته له شعب ابيطالبه خپلو كورونو ته راستانه شول. له مسلمانانو سره راكړه وركړه ازاده شوه او وضع يې مخ پر ښه كېدو وه،چې پېغمبر اکرم له دردوونكې پېښې سره مخ شو،چې دې پېښې د مسلمانانو پر روحيه ډېر ناوړه اغېز وكړ؛دا پېښه دومره دردوونكې وه،چې له هېڅ څيز سره د پرتلنې وړ نه وه؛ځكه د يوه فكر پر مختګ په دوو عاملو پورې اړه لري:
د وينا ازادي او د دښمن د بريد مخنيوى،چې په دې وخت كې مسلمانان د وينا له ازادۍ برخمن وو؛خو هغه دويم لامل يې له لاسه وركړ؛يعنې د اسلام يوازېني ملاتړ او مدافع له دنيا سترګې پټې کړې.
په هغه ورځ حضرت “محمد” (ص) خپل هغه ملاتړ او مدافع له لاسه وركړ،چې له اته كلنۍ يې تر اوسه پېغمبر اکرم ساته او د پتنګ په څېر ترې ګرد چورليده او پر هغه ورځ،چې حضرت “محمد” (ص) له اقتصادي لوري په خپلو پښو ودريد؛نو د ژوند په چارو كې يې د “ابوطالب” لاس نيوى وكړ، چې پر “ابوطالب” هم حضرت “محمد” (ص) تر خپلو زامنو ډېر ګران و.
“عبدالمطلب” (د پېغمبر اکرم نيكه) د خپل ژوند په وروستيو كې “ابوطالب” ته وويل:((عبد منافه! ( د “ابوطالب” نوم “عبدمناف” و پلار يې هم ورته همدا نوم اخسته) تا ته د داسې انسان د روزنې سپارښتنه كوم، چې د پلار په څېر يې موحد دى.))
“ابوطالب” د “عبدالمطلب” په ځواب كې وويل:(( پلارجانه! “محمد” ستا سپارښتنې ته اړتيا نه لري؛ځكه هغه زما زوى او زما وراره دى.))
ښايي په هغه وخت كې،چې د “ابوطالب” پر تندي د ځنكدن خولې راماتې وې،حضرت “محمد” (ص) ته خپلې پخوانۍ سختۍ را وريادې شوې وې او له ځان سره يې ويل:
١ _ د مرګ پر بستره هماغه سړى پروت دى،چې د “شعب ابيطالب” په شپو كې يې له خپل ځايه پاڅولوم او په بل ځاى كې يې زما بستره هواروله او زما پر اصلي ځاى يې “علي” ويده كاوه او ويل يې، كه قريشو ناڅاپه بريد وكړ؛نو زوى به يې د “محمد” (ص) له ژونده ځار شوى وي. ان تر دې،چې يوه ورځ “علي” وويل:((پلارجانه! كه يوه شپه په همدې بستره كې ووژل شم،”ابوطالب” په غوسه ورته وويل: زويه! صبر د هوښيارو كار وي، هر ژوى بالاخره مري، ما ستا صبر ازمېيلى او دا شپې ورځې به هم تېرې شي، ته مى د نجيب او د نجيب د زوى (محمد بن عبدالله) له ژونده ځار كړى يې ، چې علي بيا په پسته او نرمه ژبه د خپل پلار ځواب وركړ او په دې لار كې يې مرګ وياړ وباله.
٢ _ دا بې ساه بدن زما د هماغه ګران تره بدن دى،چې زما په لار كې راووت او له ټول ټبر سره،په هغه دره كې واوسېد. خپل رياست او سيادت يې تر پښو لاندې كړ؛يعنې خپل ټول ژوند يې له لاسه وركړ،چې په دې كار يې قريشو ته سخت او غاښ ماتى پيغام ورولېږه او ور ته يې وښوول،چې هېڅلكه به زما (محمد) له ملاتړه لاس وا نه خلي.
قريشو ته د “ابوطالب” پيغام دا و: ((د “محمد” دښمنانو! تصور ونه کړئ،چې موږ به د “محمد” (ص) له ملا تړه لاس واخلو. نه! هغه زموږ پر نږدې او لريو خپلوانو خورا ګران دى. د بني هاشمو غښتلى مټ به يې له هر ډول بلا وژغوري.))
تره يې ومړ او د “ابوطالب” له كوره د چغو غږونه پورته شول. دوست او دښمن يې له كوره راتاو شول،چې په جنازه كې يې ګډون وكړي.
د ابوطالب د عواطفو بېلګه
د تاريخ په كتابو كې د مينې او عواطفو بېلګې شته،چې مادي بنسټ يې درلود،چې تر څه مودې وروسته به په خپله له منځه تلې؛ خو د هغې مينې اور دومره ژر نه مړ كېږي،چې بالڼ (خس) يې ايمان، اخلاص او روحي كمالات وي.
له حضرت “محمد” (ص) سره د “ابوطالب” مينې دوه بنسټه درلودل؛يعنې هم يې پرې ايمان درلود او هغه يې بشپړ انسان او انسانيت ته بېلګه ګاڼه او هم يې وراره و،چې د زوى او ورور په څېر يې په خپل زړه كې ځاى وركړى و.
“ابوطالب” دومره د حضرت “محمد” (ص) پر معنوياتو او پاكۍ ايمان درلود،چې په وچكالۍ كې يې له ځان سره بوت او د هغه په نامه او پاكۍ يې خداى ته قسم وركاوه، چي باران و وروي.
ډېرو تاريخپوهانو دا پېښه داسې ليكلي:
يو كال پر مكې او پر شاوخوا يې عجيبه وچكالي راغله، ځمكې او اسمان د خپل رحمت ورونه تړلي وو،”قريش” په ژړا “ابوطالب” ته راغلل او ترې و يې غوښتل،چې مصلى ته ولاړ شي او له خدايه باران وغواړي.
“ابوطالب” د کمکي “محمد” (ص) لاس ونيو او د كعبې دېواله ته يې ډډه ووهله، ويې ويل:((خدايه! ددې ماشوم په خاطر پر موږ باران ووروه او ولورېږه.))
تاريخپوهانو په يوه خوله ليكلي:(( “ابوطالب” په هغه وخت کې له خدايه باران وغوښت،چې په اسمان كې پوټى وريځ هم نه وه؛خو ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې په اسمان كې ورېځې راپيدا شوې او پر مكې او شاوخوا سيمو يې خپرې شوې؛ برېښنا ګانې شوې، پړكا شوه او باران وورېد، چې ټوله سيمه يې په اوبو مړه كړه او د ټولو زړونه پرې خوشحاله شول.په هماغه وخت كې “ابوطالب” څه شعرونه وويل.))(128)
“ابوطالب” د باران د ورېدو پر مهال “لاميه” قصيده وويله،چې “ابن هشام” د خپل سيرت د 2 ټوك ، په 286 مخ كې ددې قصېدې 96 بيته راوړي او “ابن كثير شامي” د خپل تاريخ د 3 ټوك، په 52 – 57 مخونو كې ددې قصيدې 92 بيته راوړي دي.
“ابوهفان عبدي” د “ابوطالب” په ديوان كې ددې قصيدې 121بيته راوړي، چې كېداى شي دا ټوله قصيده همدا 121 بيته وي،چې “ابوطالب” پکې ويلې:((دا باران خداى د حضرت “محمد” (ص) د سپېڅلې څېرې په خاطر ورولى دى.))
د ابوطالب سرښندنه
“قريش” د “ابوطالب” په كور كې جرګه شول،چې پېغمبر اکرم هم پکې و.هغوى مشورې وكړى؛خو پايلې ته و نه رسېدل او پاڅېدل،حال دا چې “عقبه بن معيط” په چغو چغو ويل:((همداسې يې پرېږدئ! نصيحت ورته ګټه نه لري، هغه بايد ووژل شي.))
“ابوطالب” په دې خبره خواشينى شو؛خو څه يې كړي واى؛ ځكه د “ابوطالب” په كور کې مېلمانه وو او رسول اکرم هم پر هماغه ورځ له كوره راووت او نور كور ته راستون نه شو. ماښام مهال و،چې ترونه يې د حضرت “محمد” (ص) كور ته ورغلل ؛خو حضرت “محمد” (ص) په کور كې نه و،چې ناڅاپه د “ابوطالب” ذهن ته د “عقبه” خبرې ورياد شوې او له ځان سره يې وويل:((هرومرو يې زما وراره وژلى دى.)) له ځان سره يې وويل:((اوبه له ورخه تېرې شوې او بايد د مکې له فرعونانو د وراره غچ واخلم.)) خپله پرګه (د “عبدالمطلب” او هاشم زامن) يې راغوښته او ټولو ته يې امر وكړ،چې هر يو وسلې تر جامو لاندې پټې كړئ او يو ځاى “مسجدالحرام” ته ورننوځئ او هر يو د “قريش” د يو مشر په څنګ كې كېنئ او چې مې، وويل: د قريشو مشرانو! حضرت “محمد” (ص) له تاسې غواړم؛ نو ژر له ځايه پاڅېږئ او په خپل څنګ كې ناست “قريش” پرمخې حلال كړئ.
“ابوطالب” په تلو كې و،چې ناڅاپه حضرت “زيد بن حارثه” كور ته راننووت. و يې ليدل،چې ټول په ګونډو دي.خوله يې له حيرانتيا وازه پاتې شوه او ويې ويل:((پېغمبر اکرم روغ رمټ دى او د يو مسلمان په كور كې تبليغ کوي.))
دا خبره يې وكړه او پېغمبر اکرم ته يې په منډه ورغى او د “ابوطالب” له هوډه يې خبر كړ. پېغمبر اکرم هم بې ځنډه ځان كور ته راورساوه. د “ابوطالب” سترګې د خپل وراره پر ښکلې او خوږې څېرې ولګېدې،حال دا چې له سترګو يې اوښكې روانې وې،حضرت “محمد” (ص) يې په غېږ كې ونيو او ورته يې وويل:((وراره! چېرې وې؟ روغ يې؟ چا خو به درته څه نه وي ويلي؟ )) پېغمبر اکرم تره ته وويل: (( روغ رمټ يم او چا راته څه نه دي ويلي.))
“ابوطالب” هماغه شپه په كټ كې اوښت را اوښت په فكر كې ډوب و او ويې ويل:((نن خو قريشو “محمد” (ص) ته څه و نه ويل؛خو څو يې نه وي وژلى؛ په قرار به نه شي؛ نو خير يې په دې كې وليد،چې سبا تر لمر خاته وروسته، چې د قريشو جرګې ګرمې شوې،د بني هاشمو له ځوانانو سره به جومات ته ورننوځي او هغوى به له خپل پروني هوډه خبروي. كېداى شي له دې لارې يې په زړه كې وېره ولوېږي او بيا د “محمد” (ص) د وژلو په فکر کې نه شي.))
لمر لا څيره نه وه وهلې، چې “ابوطالب” را پيدا شو او غښتلي ځوانان ورپسې را روان دي او ټولو “ابوطالب” ته غوږ نيولى و، چې كله به ورته د قريشو د وهولو امر كوي. ټول په تمه وو، چې “ابوطالب” به څه وايي او دلته څه ته سهار وختي راغلى دى.
“ابوطالب” يې مخې ته ودرېد او ويې ويل:(( پرون مو”محمد” (ص) څو شېبې له سترګو پناه و؛ فكر مې وكړ د “عقبه” تر خبرو وروسته مو وژلى دى؛نو ځکه مې هوډ کړى و،چې له همدې ځوانانو سره “مسجدالحرام” ته راننوځم او هر ځوان ته امر وكړم، چې زما د امر تر اورېدو وروسته،په خپل څنګ كې ناست “قريش” پړمخې حلال كړئ؛خو له نېكه مرغه “محمد” (ص) مې ژوندى وليد.))
بيا “ابوطالب” ننګياليو ځوانانو ته حکم وكړ: خپلې پټې وسلې راوباسئ او خپلې خبرې يې هلته داسې پاى ته ورسولې:(( پر خداى قسم ! كه “محمد” (ص) ته مو نېغ كتلي وو يا مو وواژه؛ نو يو به رانه ژوندي پاتې نه شئ !!.)) (129)
كه د تاريخ كتابونه ولوستل شي؛نو پوه به شئ چې “ابوطالب” 42 كاله،په تېره بيا د خپل ژوند وروستي لس كاله يې،چې د پېغمبر اکرم له بعثت سره سمون خوري،د پېغمبر اکرم ملاتړ او خادم و او د هغه په لار كې له هر څه تېر و او څه،چې “ابوطالب” حضرت “محمد” (ص) ته داسې پتمن او پر لار يې ثابت قدم ساتلى و، پر پېغمبر اکرم يې عقيده او ايمان و.
پلار و زوى (“ابوطالب” او”علي”)،چې يو ځاى كړو؛ نو هله به د “ابن ابي الحديد معتزلي شافعي” پردې شعرونو پوه شو،چې ويلې يې دي: ((كه “ابوطالب” او زوى يې نه واى؛نو دين به كله هم دومره ځواكمن نه و.))
د ابوطالب پر ايمان دليلونه
د هر چا په عقيده او فكر له دې لارو پوهېداى شو:
1 _ د راپاتې ادبي او علمي څېړنو شننه يې.
2 _ ټولنيز كړه وړه.
3 _ بې غرضه دوستان يې پوښتل.
موږ هم له دې لارو كار اخلو:
د “ابوطالب” ويل شوي شعرونه يې پر ايمان ګواهي وركوي او همداسې د ژوند وروستي لس كاله يې هم پر ايمان ګواه دي او د بې غرضه دوستانو يې عقيده هم دا وه،چې “ابوطالب” مسلمان او با ايمانه شخصيت و او ټول خپلوان يې په هکله يوه خوله دي، چې ايمانوال ول.
موږ د “ابوطالب” له اوږدو قصيدو څو بيته (د پښتو ژباړه) راوړي؛ چې لولو يې:
((پوه او شريف خلك دې پوه شي،چې “محمد” د “موسى” او “مسيح” په څېر پېغمبر دى او كومه اسماني رڼا،چې هغوى درلوده،”محمد” يې هم لري او ټول پېغمبران د خداى په امر،خلكو ته لارښوونه كوي او له ګناه يې ژغوري.)) (130)
((د قريشو مشرانو! انګېرئ، چې پر “محمد” به برلاسي شئ. حال دا چې دا هيله مو يوازې خوب دى. هغه پېغمبر دى ! د خداى له لوري ورته وحې راځي او كه څوك ترې منكر وي؛نو بيا به ډېر پښېمانه وي. قريشو! ايا نه پوهېږئ، چې موږ هغه (محمد) د موسى په څېر پېغمبر ګڼو. د هغه نوم او نښې په اسماني کتابو كې راغلي او د خداى بندګان ورسره ځانګړې مينه لري او نه ښايي څوك له داسې سړي سره زياتى وكړي،چې مينه يې خداى د هر چا په زړه كې اچولې وي.)) (131)*
((وراره! “قريش” به هېڅكله تا ته در ونه رسېږي.څو،په لحد كې يې نه يم ايښى؛ نو مرستندوى دې يم. د څه په باب،چې مامور يې،خلكو ته يې وښيه. له هېچا مه وېرېږه،زېرى وكړه او د ډېرو سترګې وغوړوه. زه دې خپل دين ته راوبللم او پوهېږم،چې ته مې لارښود يې او په خپله بلنه كې امين يې. په رښتيا،چې د “محمد” (ص) دين تر ټولو غوره دين دى. يا دا چې پر قرآن ايمان راوړئ،چې د “موسى” او “يونس” په څېر پېغمبر نازل شوى دى.)) (132)*
دا هره ټوټه شعر،د هغو اوږدو قصيدو يوه برخه ده، چې د “ابوطالب” پر ايمان ګواهي لي.
لنډه دا چې دا هر يو شعر د ويونكي د ايمان په باب كافي دى. دا چې “ابوطالب” د علي (ک) پلار و او بني اميه وو پر خلاف يې تبليغ كاوه او د “علي” او پلار ايمان فضيلت يې شمېرل كېږي؛خو دا چې د بني اميه و پلرونه مشركان وو؛ نو دا يې خپل كسر شان ګاڼه، چې د “علي”(ک) پلار مسلمان وي او د هغوى مشرك؛نو ځكه يې خلكو ته داسې وښوول،چې “ابوطالب” پر پېغمبر اکرم ايمان نه درلود.
سره له دې ټولو شعرونو او خدمتونو،ځينو پر “ابوطالب” د كفر ټاپه ولګوله او تردې،چې ځينې راپاڅېدل او ويې ويل:((د “ابوطالب” په باب آيتونه نازل شوي او راښيي “ابوطالب” كافر دى.))
د ابوطالب د ايمان د ثابتولو دويمه لار :
دويمه لار له پېغمبر اکرم سره د “ابوطالب” چلن او هغه هڅې دي،چې د حضرت “محمد” (ص) په پالنه كې يې كړي؛ نو هر يو موږ د “ابوطالب” له فكر سره اشنا کولاى شي؛ ځكه “ابوطالب” داسې شخصيت و، چې راضي نه شو،د وراره د زړه شيشه يې ماته شي او له ټولو ستونزو سره او د امكاناتو په نه شتون کې يې بيا هم له ځان سره “شام” ته بوت.
“ابوطالب” پر وراره دومره ايمان درلود،چې حضرت “محمد” (ص) يې له ځان سره مصلى ته بوت او خداى ته يې پر حضرت “محمد” (ص) قسم وركړ،چې باران و وروي.
هغه يوه شېبه هم د پېغمبر اکرم له ساتنې بې غمه نه شو. د مكې سياست او رياست يې پرېښود او د حضرت “محمد” (ص) په خاطر په “شعب ابيطالب” كې له ټولو سختيو سره اوسېده،چې هماغلته ډېر کمزورى شو او،چې كور ته راستون شو؛نو څو ورځې وروسته له دنياولاړ.
هغه پر حضرت “محمد” (ص) دومره ايمان درلود،چې حاضر و، خپل ټول زامن ترې ځار كړي.حضرت علي(ک) يې د هغه په بستره كې ويده كاوه،چې كه پر حضرت “محمد” (ص) ناڅاپي بريد وشي؛نو په خپله بستره كې به نه وي او همدغسې يوه ورځ حاضر شو،چې د حضرت “محمد” (ص) غچ اخستو ته ټول “قريش” ووژني، چې ښكاره ده،د قريشو لاسونه به هم په نكريزو كې نه وو او په دې جګړه كې به زيات “بني هاشم” هم وژل شوي واى.
“ابوطالب” د ځنكدن پر مهال خپلو زامنو ته وويل:
(( له تاسې غواړم د حضرت “محمد” (ص) پلوي وكړئ؛ځكه د قريشو امين او د عربو رښتين دى او د ښو كمالاتو خاوند دى. داسې دين يې راوړى،چې زړونو پرې ايمان راوړى؛خو ژبې له وېرې ترې انكار كوي؛اوس ګورو چې د عربو بېوزله او کمزوري د هغه ملاتړ دي او “محمد” (ص) به د همدې بېوزليو په مرسته له قريشو سره مبارزه وكړي. د قريشو مشرانو د هغه كور وران كړ،هر څه يې ترې واخيستل؛ خو بېوزلي يې ملاتړ شول. خپلوانو! د هغه د ګوند (اسلام) پلويان او ملاتړي شئ، چا چې د “محمد”(ص) پلوي وكړه؛نو نېكمرغه به وي او كه اجل راته وخت راكړى واى؛ نو به مې ساتلى واى.)) (133)*
هيڅوك هم په دې خبره کې شك نه لري،چې “ابوطالب” په خپله هيله كې صادق و؛ځكه د صداقت شاهد يې هغه لس كلن خدمتونه دي،چې پېغمبر اکرم ته يې كړي وو. پر هغه ورځ چې پېغمبر اکرم خپلو ټولو دوستانو ته ميلمستيا كړې وه؛نو “ابوطالب” ورته وويل:
(( وراره پاڅېږه ! ته د ستر مقام خاوند يې، ګوند دې تر ټولو غوره دى، ته د ستر انسان زوى يې،كه كومه خوله دې وځوروي؛نو ډېرې خولې به دې دفاع وكړي او عرب به هم په عاجزۍ درته په ګونډو شي.)) (134)*
راځئ چې د “ابوطالب” د ايمان په باب يې كورنۍ ته غوږ شو، چې څه وايي؛ځكه د كور پر دننه حالاتو د كور څښتن ډېر ښه پوهېږي.
١ _ چې حضرت علي د “ابوطالب” د مرګ خبر پېغمبر اکرم ته وركړ؛نو پېغمبر اکرم سخت په ژړا شو او علي(ک) ته يې امر وكړ، چې د “ابوطالب” د كفن او ښخېدو بندوبس وكړي، بيا يې “ابوطالب” ته د خير دعا وكړه.(135)
٢ _ امام زين العابدين ناست و،چې د “ابوطالب” د ايمان خبره رامنځ ته شوه. امام وويل: (( حيران يم،چې ولې خلك د هغه په اخلاص كې شك كوي،حال دا چې کومه ښځه،چې ايمان راوړي؛نو له كافر سره ژوند نه شي کولاى او “فاطمه بنت اسد” د “ابوطالب” ميرمن په اسلام کې له مخکښانو وه او ډېر مخکې ېې پر حضرت “محمد” (ص) ايمان راوړى و او همدا مسلمانه ښځه له “ابوطالب” سره تر مرګه پورې په نكاح كې پاتې شوه.))
٣ _ امام باقر وايي:((د “ابوطالب” ايمان تر ډېرو خلكو غوره و او علي(ک) امر كړى و،چې ورته حج وكړئ.))
(وګورئ: ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح: ١٤/ ٦٨)
123_ سيره ابن هشام، 1/270
124_سيره ابن هشام ، 1ټوك/ 350 ، تاريخ طبرى 2ټوك/ 78
125_سيره ابن هشام 1ټوك/ 374 ،تاريخ طبرى 2ټوك/ 79
126_ تاريخ يعقوبى، 2ټوك/ 19،
تاريخ كامل،2ټوك/ 61،طبقات ابن سعد، 1ټوك/ 208 – 210
127_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 374 – 380
128_سيره حلبى، لومړى ټوك/ 125
129- وګورئ: طبقات كبرى، لومړى ټوك/ 202-203 ، طرايف، 85مخ ،الحجه/ 61
130_ “مجمع البيان” 7ټوك/ 37، الحجه/ 57 او همداسې،
مستدرك حاكم، 2ټوك/ 623
131_ ديوان ابوطالب/ 32 او “سيره ابن هشام” ، 1/ 373
132_ ابن ابى الحديد، 14/74، ديوان ابوطالب/ 173
133- سيره حلبى، 1/390 ،تاريخ الخميس، 1/339
134_طرايف، سيد محمد ابن طاووس / 85
135_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد، 14/ 76