بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د نبوت په اړه د امام صادق (رح) د کلماتو بېلګې: «انه لما اثبتنا انا لنا خالقاً صانعاً متعالياً عنا و عن جميع ما خلق و کان ذلک الصانع حکيما متعاليا لم يجران يشاهده خلقه ولا يلامسوه فيبا شرهم و يباشروه، ويحاجهم و يحاجوه، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د نبوت په اړه د امام صادق (رح) د کلماتو بېلګې:
«انه لما اثبتنا انا لنا خالقاً صانعاً متعالياً عنا و عن جميع ما خلق و کان ذلک الصانع حکيما متعاليا لم يجران يشاهده خلقه ولا يلامسوه فيبا شرهم و يباشروه، ويحاجهم و يحاجوه، ثبت ان له سفرأ فی خلقه، يعبرون عنه الی خلقه و عباده، و يدلونهم علی مصالحهم و منافعهم وما به بقاؤ هم وفی ترکه فناء هم، فثبت الامرون والناهون عن الحکيم العلم فی خلقه، حکماء مؤدبين بالحکمة، مبعوثين بها، غير مشارکين للناس ـ علی مشارکتهم لهم فی الخق والتريب ـ فی شی من احوالهم مؤيدين من عندالحکيم العليم بالحکمة، ثم ثبت ذلک فی کل دهر وزمان مماأتت به ا لرسل والانبياء من الدلائل والبرامين، لکيلا تحلو ارض من حجة يکون معه علم يدل علی صدق مقالته و جواز عدالته»[1].
لومړی په لنډو نبوت او د پېغمبر ځانګړنې يادوو او ورپسې د حديث په لنډې شرح لګيا کېږو.
نبوت او د الهي ښوونې او روزنې اړتيا:
د حکیم پنځګر شتون چې راته زباد شو؛ نو د نبوت او نبي د شتون اړتيا هم زبادېږي، دلته ړومبی د الهي ښوونې او روزنې د شتون اړتيا څرګندېږي. د انبياوو ښيٍون ته د بشر د پوهېدو لپاره بايد د انسان پيدايښت، د پيدايښت موخه او دې موخې ته د ور رسېدو او خنډنو عوامل و پېژنو، او په دې لنډه ليکنه کې ددې مباحثو ژوره څېړنه نه ځاييږي؛ خو د اړتيا هومره ځينو اړخونو ته يې اشاره کوو:
الف:انسان د بېلا بېلو غراېزو درلودونکی يو موجود دی، د بنيادم ژوند له نباتي ژونده چې د ژوند خورا کمزورې مرتبه ده ـ پيلېږي او تر عقلاني ژونده ور رسي.
بنيادم له طبيعت، عقل، جسم (له محدود اړتياوو سره) او روح (له نامحدودو غوښتنو سره) جوړ يو مخلوق دی؛ په ترقۍ، پرمختګ، لوړتيا او تعالی کې له پرښتو اوچت او په ځوړتيا، تنزل او ټيټوالي کې له څارويو ټيټ او پست دی.
«عن عبدالله بن سنان، قال سألت ابا عبدالله جعفر بن محمد الصادق (عليهما السلام)، فقلت: الملائکة افضل ام بنو آدم؟ فقال: قال امير المؤمنين علی بن ابی طالب (ع): ان الله عزوجل رکب فی الملائکة عقلاً بلاشهوة، ورکب فی البهائم شهوة بلا عقل، ورکب فی بنی آدم کيهما، فمن غلب عقله شهوة فهو خير من الملائکة، ومن غلبت شهوته عقله فهو شرّ من البهائم: عبدالله بن سنان وويل: له حضرت ابی عبدالله بن محمد الصادق می وپوښتل، پرښتې افضل او غوره دي يا بنيادم؟ امام وويل: چې امير المؤمنين علي بن ابیطالب (ع) وويل: سکه، الله تعالی عزوجل په پرښتو کې عقل بې له شهوته، په څارويو کې شهوت بې عقله او په بنيادم کې يې دواړه (شهوت او عقل) کېښوول؛ نو د چاچې عقل يې پر شهوت برلاسی شي تر پرښتې غوره د ی او د چا چې شهوت پر عقل برلاسی شي تر څاروي بدتر دی.»[2]
او دا پيدايښت دومره بديع (نوی، تازه او هېښنده) دی، چې د تنې تر جوړښت او پکې د حق تعالی روح تر ورپو کولو روسته [حجر – ۲۹ فاذا سويته و نفخت فیه من روحی فقعواله سجدين نو چې جوړ مې کړ او خپل روح مې ورپو که؛ نو سجده ورته وکړئ] يې، تر ګردو موجوداتو استثنايي پيدا کړ، چې عظمت يې له دې آيته پيدادی: مؤمنون ـ ۱۴: «ثم انشاناه خلقا اءخر فتبارک الله احسن الخلقين: بل ځل مو په نوې بڼه پيدا کړ؛ نو ډېر ستر دی هغه خدای، چې ترټولو پنځګر وخورا ښه پنځګر دی.»
بنيادم پوهېږي چې محدود مادي ژوند ته جوړ شوی نه دی؛ ځکه حکمت تقاضا کوي چې وزلې له کار سره انډول (او مناسبې) او د پيدايښت څرنګوالی له موخې سره انډول وي.
که د انسان ژوند په دنيوي ژوند پورې محدود وای؛ نو حيواني ادراک، شهوت او غضب ـ چې ددې ژوند ملايمات ( موافق) راجلب او منافرات (ناسازګاري) يې دفع کړي ـ ورته بسيا و؛ خو د عقل ورکړه ـ چې پر نامحدود علم عاشق او د اخلاقي او عملي کمالاتو په ګاڼو ند پسوللو ميين او د داسې فطرت خاوند دی، چې هر مقام او منزلت پيدا کړي؛ نو د اوچتې مرتبې تږی دی ـ ددې دليل دی چې نامحدود ژوند ته جوړ شوی دی، لکه چې په نبوي حديث کې راغلي دي: «ما خلقتم للفنأ بل خلقتهم للبقاء وانما تنقلون من دار الی دار: فنا او ورکېدو ته پنځول شوي نه ياست؛ بلکې پاينې (بقا) ته پنځول شوي ياست، او بېشکه له يوه کوره بل کور ته لېږدولېږئ.»[3]
بلخوا د علی الاطلاق حکيم حکمت ايجابوي، هره (وړتيا او) استعداد يې چې د ډول ډول کايناتو په خټه (نهاد) کې ور ايښي ددې وړتياوو، د فعليت عوامل يې هم ورته چمتو کړي دي؛ ځکه له هغې قوې ګټنه چې هډو فعليت ته ونه رسي او هم هغه طلب چې مطلوب ته ونه رسي، لغو او هسې په هسې دی.
بې پايه پوهې او ځواک چې دانې ته د ثمر وړتيا ورکړې، اوبه، خاوره او هوا ـ چې پکې د دانې د ثمر رسېدو عوامل دي ـ ددې فعليت ور رسېدو ته پنځول شوي، که د انسان څاڅکي ته يې د بېلابېلو غړيو، او جوارجو استعداد ورکړی، د مورزيلانځ يې ددې استعداد فعليت ته پنځولی، آيا څنګه شونې ده د عقل تخم ـ چې علم او عمل يې يبره ده ـ او روح چې علمي، خُلقي او عملي کمال او بالله معرفة الله ته د ور رسېدو وړتيا او استعداد لري ـ وپنځوي؛ خو د عقل تخم ته د ثمر ور رسېدو وزلې او د انساني روح د استعداد فعليت چمتو نه کړي او نوموړی د خپل پيدايښت موخې ته ورسيخ (او ښيون) نه کړي؟!
ايا شونې ده د «اعطی کل شیء خلقه ثم هدی: هر څيز ته يې د ده (له کمال سره سم) خپل جوړښت ورکړ؛ بيا يې (د ژوند) لار وروښووه.» (طه ـ ۵۰)
قانون د انسان په باب تخصيص (او ځانګړی) شي؟!
په د ې پار انسان چې د کومې موخې لپاره پنځول شوی د رسېدو لپاره د الهي ښيون د شتون اړتيا ورته څرګندېږي.
ب: انسان د خپل فطرت په غوښتنه د خپل پنځګر او سازوونکي په لټه کې دی، غواړي پوه شي څوک دی چې له نېستۍ يې رادبره کړی، دا غړي او قواوې يې ورکړي او پر خپل دسترخوان يې کېنولی، چې خپله عقلي وظيفه ـ چې د حقيقي نعمت ورکوونکې منننه ده. ترسره کړي.
بلخوا انسان د خپلو ستونزو وتلارې ته د سوال وځواب اړيکه ټينګوي؛ نو ځکه د يوې وزلې شتون لازم دی، چې د انساني بڼې په درلودو ـ چې له مخلوق سره د اړيکې لازمه ده ـ چې له تېروتنې نږده، عقل او له ځاني غوښتنو پاک نفس او د الهي سيرت خاوند وي، چې ددې وړ شي چې د وحې په رڼا منور شي او بشر ته د الهي پوهاويو او معارفو ابواب (ورونه) پرانځي او عقل د حق تعالی د معرفت او پېژندګلوۍ له تفريطه او له مخلوق سره د حق ورتوالی له افراطه (يانې داچې الله د مخلوق په څېر وګڼي) ساتي او د قيم دين پر نيغ لار يې ورسيخ کړي:
انعام ـ ۱۵۳: وان هذا صراطی مستقيما فاتبعوه ولا تتبعوا السبل فتفرق بکم عن سبيله ذلکم وحيکم به لعلکم تتقون: او (پوه شئ) همدا زما سمه لار ده؛ نو پرې ولاړ شئ او پر خورو ورو لارو مه ځئ، چې له حقه مو لرې کوي، خدای ددې څېزونو سپارښتنه درته کوي، ښايي ځان (بې بې لارۍ) وساتئ.»
ج: انسان انديز ځواک لري چې د طبيعت نواميس او رازونه راوسپړي او و يې کاروي، همدا راز هوی، هوس، شهرت او غوسه لري چې د بريد ماتونې او ډېر غوښتنې ـ چې د بنيادم طبيعي خاصيت دی ـ په پار قناعت نه مني، چې په دې ځانګړنې، د ځمکې صلاح او فساد د انسان په صلاح او فساد پورې اړه لري:
روم ـ ۴۱: ظهر الفساد فی البر والبحر بما کسبت ايدی الناس: د خلکو د کړنو له امله فساد په وچه او لمده کې ښکاره شوی دی.» بلکې ددې آيت [جاثيه – ۱۳: «وسخر لکم ما فی السموات وما فی الارض جميعا منه ان فی ذلک لايت لقوم يتفکرون: او الله د اسمانونو او ځمکې ټول څېزونه له خپل لوري درته ايل کړي، بېشکه په دې کې انديالانو ته (مهمې) نښې دي.»] په غوښتنه د نورو کراتو صلاح وفساد هم د انسان په صلاح او فساد پورې تړاو لري او يوازې الهي ښيون دی چې د دغسې موجود سمونه تضمينوي، چې د انسان انديزه منځلاري په حق ګروهو، او روحي منځلاري يې په غوره ا خلاقو او صالح کړنو تامينوي.
د: د بېلا بېلو اړتياوو په پار د انسان ژوند په ټولنې پورې اړوند دی، دا تړاو دوه اړخېز اغېز او اغېزمنتوب او په پايله کې جلا حقوق ايجابوي، او بې د حقوقو له پلي کولو، ټولنيز ژوند پايښتی نه دی او دا حقوق هله تامينېږي چې قوانين جوړ او عملي شي او قوانين بايد نيمګړي نه وي او هم بايد د قوانينو جوړوونکی او پلی کوونکی مقام له شخصي ګټو اغېزمن نه وي او د حق وعدالت له اوړېډو هم خوندي وي او دا چار يوازې په الهي قوانينو، مقرراتو او چلوونکيو ترسره کېدای شي.
حديد ـ ۲۵: «لقدا رسلنا رُسلنا باالبينت و انزلنا معهم الکتب والميزان ليقوم الناس بالقسط: په يقين (موږ) خپل استازې له څرګندو دلايلو ولېږل او دوی سره مو (اسماني) کتاب او تله (له باطلو د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل، چې خلک په انصاف ودرېږي.»
اوس چې مبدأ، معاد او د پيدايښت موخې ته د انسان د هدايت (ښيون) اړتيا زباد شوه او دا هم څرګندنه شوه، چې لازم د ي انسان نظري او عملي کمال ته ورسي، ځاني غوښتنې کابو او انډول کړي او وګړيز او ټولنيز حقوق خوندي کړي؛ نو بايد پوه شو چې دا موخې يوازې د وحې او نبوت له لارې تر لاسه کېدوني دي او په خطا، تېروتنې او ګناه اخته ماغزه او په ځانی غوښتنو زولانه لاسونه دا وزلې، مهمات او چارې چمتو کولای نشي، او نه د انسان په فطرت کې مبهم ټکي د اند په ډيوه رڼا کېدای شي. انسان چې د خپلو نوابغو د افکارو په رڼا، د نړۍ د خوالو لټې ته پاڅېد؛ خو ناڅاپه د انسان او نړۍ په پنځون کې د څلورو عناصرو (خاوره، اوبه، هوا او اور) نظريه او هم د انسان د ناروغۍ په پيدايښت کې د څلور ګونو عناصرو د مخالفې طبع تيوري تس نس شوه، او د خپل بدن له تړښتي عناصرو ناخبره و او هم يې د ناروغيو په علت نه پوهېده او د سپوږمۍ په اړه يې چې ورته نژدې يوه آسماني کره وه ـ ناسم معلومات درلودل؛ نو ايا ددې انسان د فکر ډيوه د مبدأ ـ معاد او نېکمرغۍ او بدمرغۍ د لاملونو پېژندنې (او معرفت) ته ورسيخولای شي؟!
انساني پوهه په ذره کې د پرتو پټو رازونو له پوهېدو او ادراکه بېوسې ده؛ نو څنګه دا پوهه د انسان او تړۍ پيل او پای، او د مبدا او معاد په باب او هم د دنيوي او آخروي نيکمرغۍ لارښوونه ورته وکړي؟!
نهج البلاغه ـ لومړۍ خطبه:
«فبعث فيهم رسله و واتر اليهم انبياءه ليستأدوهم ميثاق فطرته و يذکروهم منسی نعمة ویحتجوا عليهم باالتبليغ و يشيروا الهم دفائن العقول ويروهم آيات المقدرة: نو خدای پرله پسې خپل استازي ورولېږل، چې د هغه تړون پوره کول ترې وغواړي چې خدای د انسان له فطرت سره کړی و او هېر کړای شوی نعمت ورياد کړي ـ د مائدې اوم آیت : «واذکر وانعمة ا لله عليکم ميثقه الذی واثقکم به: او ياد کړئ، خدای چې کوم نعمت درکړی او (هم ياده کړئ) هغه ټينګه ژمنه، چې يې درنه اخستې وه» ته اشاره ده او الله د وحې په تبليغ خپله غاړه پرې ورخلاصه کړه او د دوی د عقلونو زېرمې یې وروشيندلې او د الله د قدرت نښې يې وروښودې.»
د پېغمبر ځانګړنې:
پېغمبر ځينې ځانګړنې لري، چې د دوو په يادولو يې بسياينه کوو:
الف – عصمت (پاکلمني) ب- معجزه
الف – عصمت: د انبياوو د عصمت زبادولو ته څه دلايل شته، چې ځينو ته يې اشاره کېږي.
۱- هر موجود چې کوم کمال ته پنځول شوی، ور رسېدو ته يې سنت او لار شته او له تېرو ويينو څرګنده شوه چې الهي ښيون او حق دين، هغه سنت او لار ده چې انسان د خپل پنځون موخې او کمال ته ور رسوي. او ددې کمال پلي کول ددې سنت او لارې په تبليغ او عملي کولو پورې تړاو لري او پېغمبر د دې سنتو له مخې د انسان د ښوونې او روزنې ژمن دی او که په تبليغ او عملی کولو کې څه سرغړونه ترې وشي موخه ټکنی کېږي، د وحې د مبلغ او په الهي روزنې د روزنپوه سرغړونه، د تېروتنې يا د ځاني غوښتنې (هوا) له امله ده، که هره يوه وي روستۍموخه به ترلاسه نشي.
پايله داچې د الهي هدايت کمال، د لارښود (هادي) کمال غواړي او د سنتو عصمت (پاکلمنتوب) او الهي آيين. [فصلت – ۴۲] «لاياتيه الباطل من بين يديه ولا من خلقه: چې باطل نه مخامخ ورتلای شي او نه له شا» د معلم، لارښود، سنتو او د آيين د پاکلمنی (عصمت) مستلزم دی.
۲- دين له عقلي او نقلي پلوه ددې لپاره راغلی چې انسان په حيات طيبه (سپېڅلي ژوندون) ژوندی کړي:
((«من عمل صالحا من ذکر او انثی و هو هومن فلنحيينه حيوه طيبة ولنجرينهم اجرهم باحسن ماکانوا يعملون(نمل – ۹۷) هر نارينه يا ښځه چې ښه کار وکړيو که ايمان يې راوړی وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاک ژوند، (حقيقي) ژوندون ورکړو او هرومرو تر خپلو کړنو به هم ښه بدله ورکړو.»
ايمان او صالح کړنې د انسان د پاک ژوند اوبه دي، چې د دين ټولګه جوړوي، او د ژوند د اوبو بهير د پېغمبر وجود (شتون) دی، که بهير ککړوي او به هم چټلېږي او پاک ژوند له چټلو اوبو ثمر نه نيسي.
۳- داچې د پېغمبمر د «امر ونهې» منل د بعثت موخه ده، بلخوا د ګناهګار منل جايز نه دي؛ نو ځکه له ګناه د پېغمبر ناپاکلمني موخه ټکنی کوي او د بعثت پايله باطلوي.
۴- که پېغمبر له ګناه معصوم (او پاکلمنۍ) نه وي، امت يې د وحې په تبليغ کې د خبرو (او ويناوو) په سموالي يقين نه کوي، که له ګناه پاک او معصوم نه وي؛ نو د خلکو له سترګو لوېږي او د بې عمله عالم وينا ا و نامتعظ واعظ خبرې په زړونو کې اغېزمنې نه دي او د بعثت موخه نه ترلاسه کېږي.
۵- د عقل او ارادې کمزوري د ګناه او تېروتنې منشأ ده؛ کامل او پوره عقل چې له وحې سره نښتې او حق اليقين ته رسېدلی وي او هر څيز څنګه چې دی هماغسې يې ويني او کومه اراده چې بې د الله له ارادې څخه نه اغېزمنېږي، په پېغمبر کې د ګناه او تېروتنې فرصت نه پرېږدي.
ب- معجزه: د هرې ادعا منل يو دلیل ته اړمن وي او بايد د دليل او مدعا ترمنځ اړيکه داسې وي، چې د دعوا پر حقانيت يقين له دليله د بېلښت وړ نه وي.
د پېغمبر مدعا د متعال خدای له لوري استازيتوب دی او دا مدعا يوازې هله زبادېږي چې د خدای له لوري يې وينا تصديق شي او معجزه د پېغمبر د ادعا په اړه د خدای عملي تصديق دی؛ ځکه د معجزې حقيقت يو چار دی چې بې د عادي سبب له وساطته پر اسبابو او مسبباتو له پوره برلاسۍ، په مسبب کې د سبب اغېز او له سبب نه د مسبب له تأثر او اغېزمنتوبه رادبره کېږي.
څوک چې د نبوت ادعا کوي او له عقلي پلوه يې رښتينتوب او صدق شونی وي او له دعوا سره مله يو خارق العاده چار ترې وشي؛ نو د حقانيت يې پرېکونی ګواه دی؛ ځکه که پر حق نه وي؛ نو شوی خارق العاده چار يې دروغجن تصديق او د خلکو د بې لارېتوب لامل دی، په داسې حال کې چې د ربوبيت سپېڅلی ذات له دې پاک او سوتره دی.
د امام صادق (رح) د حديث لنډه شرح:
اوس حديث په لنډو شرح کوو:
امام صادق په دې حديث کې د نبوت په باب مباحث مطرح کړي، چې ځينو ته يې اشاره کېږي.
په «وکان ذلک الصانع حکيماً متعالياً» تر «يدلونهم» غونډلې پورې د پېغمبرانو د بعثت (او رالېږلو) د ا ړتيا دليل ياد شوی دی؛ ځکه له انسانه چې خوځښت، درېدنه او کړنې ترسره کېږي؛ نو دنيا و آخرت ته يې يا ګټورې دي او يا زيانمني او يا نه ګټورې دي او نه زيانمنې او په هر حال انسان اړمن دی چې د خپلې دنيا و آخرت ګټه وزيان مصلحت او مفسده وپېژني او دا پېژندنه يوازې د الله له لورې شونې ده؛ ځکه د انسان دنيا او آخرت پنځګر دی او د انسان په ګردو حرکاتو، سکناتو او کړنو ورچاپېر دی. د خالق حکمت هدايت ايجابوي او د ا چې ښيون يې بې وزلې په دې پار چې الله تعالی او خورا لوړ دی ـ شونې نه دی؛ نو ځکه د الهي استازيو شتون لازم دی چې «يدلونهم علی مصالحهم ومنا فعهم وما به بقاؤهم وفی ترکه فناءهم.»
او په ګردې هستۍ کې يې چې د انسان ګټو ته کومه پاملرنه کړې؛ نو په نبوت کې ددې برهان امتياز د حکيمانو تر برهانه ـ چې د انسان مدني والي او په معاملاتو او ټولنيز ژوند کې عدل ته پاملرنه لري څرګنديږي او په «غير مشارکين للناس ـ علی مشارکت هم لهم فی الخلق والترکيب ـ فی شيئ من احوالهم.» غونډله کې د پېغمبرانو استثنايي توب ته اشاره شوې، چې په ځينو څيزونو کې له مخلوق سره اشتراک لري او په ځينو کې ترې امتياز.
په «صفوته من خلقه» غونډله کې تر نورو مخلوقاتو د پېغمبر غوره توب ته پاملرنه شوې، چې په دې چاڼ شوي پيدايښت د خالق او مخلوق ترمنځ وساطت وکړای شي او د اوچت (عالي) او ټيټ (داني) ترمنځ رابط وي.
او د «يعبرون عنه» په غونډله د پېغمبر مقام روښانوي چې د ژبې په څېر ـ چې د مافی الضمير څرګندوونکې ده ـ خلکو ته د متعال خدای مقاصد ورلېږدوي، او دا منزلت او مقام د پېغمبر د قداست (سپېڅلتيا) او عصمت (پاکلمنتوب) لازمه ده.
په «يکون معه علم بدل علی صدق مقالته و جواز عدالته» غونډله کې يې د نبوت زباد ته د معجزې د لزوم دليل بيان کړی او داچې د نبوت منشأ، د علی الاطلاق حکيم حکمت او مېوه يې هم حکمت دی. «قال قد جئتکم بالحکمة: ما درته حکمت راوړی (او راغلی يم)» (زخرف – ۶۳)، «ادعُ الی سبيل ربک بالحکمة: د خپل پالونکي لوري ته دې په حکمت بلنه ورکړه»(نحل – ۱۲۵).
د انبياوو (ع) د نظري او عملي حکمت امتياز ته پاملرنه شوې، چې پر فکر ولاړه ده او دا د «يعبرون عنه» او «ومن عندالحکيم العليم. په غوښتنه بله ډيوه ده، چې بشري ښوونې او روزنې ته بې اړتيا له «نور السموات والارض» سره په اړيکه بله شوې ده: «يکاد زيتها يفیء ولولم تمسسه نار: نژدې ده بې اوره ولګي او رڼا وکړي.»(نورـ ۳۵).
او سره له دې چې ويې ويل: «حکما مؤدبين بالحکمة»، ورسره لنډ يې وويل: «مؤيدين من عندالحکيم العليم بالحکمة»؛ په لومړۍ غونډله کې په حکمت «تاديب» او په دويمه کې په حکمت «تاييد» دی؛ او د حکيم عليم عنديت ته د حدوث او بقا له پلوه، د انبياوو د حکمت او د وحې ښوونځي (مکتب) اړيکه (ارتباط) تر بشري اندنې د ما عند الله او ما عندالناس د امتياز په بريد کې ـ ددې حکمت امتياز څرګندوي.
د «وکان ذلک الصانع حکيماً» غونډله او انبياء په «حکماء مودبين بالحکمة، مبعوثين بها» ستايل، ددې څرګندوونکې ده چې حکمت د نبوت فاعلي او غايي علت دی او د پيل و پای (مبدأ و منتها) منځنی بريد هم حکمت دی:
((يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ .هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (جمعه: ۱ – ۲ آيتونه)= څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، تل هغه الله په پاکۍ يادوي،چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك ناماتى حكيم دى . (الله) هغه (ذات) دى،چې په نالوستو كې يې په خپله له همدوی یو استازی راپاڅاوه، چې د خداى آيتونه ورولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت وروښيي او که څه تردې له مخه په څرګند بېلارېتوب كې ول .))
د امام په کلام کې نورې ارزښتمنې ويينې هم شته، چې د اختصار په پامنيوي ترې تېرېږو.
[1] – اصول کافي: ۱ ټ، ۱۶۸ مخ.
[2] – علل الشرایع: ۱ټ، ۴ او ۵ مخونه.
[3] – بحار الانوار: ۶ ټ، ۲۴۹ مخ.