تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شهوت وژنه حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي : تراه… سهلا امره. حريزا دينه. ميته شهوته. مكظوما غيظه. الخير منه مامول و الشر منه مامون. ان كان فى الغافلين كتب فى الذاكرين و ان كان فى الذاكرين لم يكتب من الغافلين. يعفو عمن ظلمه و يعطى من حرمه و […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

شهوت وژنه

حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي :

تراه… سهلا امره. حريزا دينه. ميته شهوته. مكظوما غيظه. الخير منه مامول و الشر منه مامون. ان كان فى الغافلين كتب فى الذاكرين و ان كان فى الذاكرين لم يكتب من الغافلين. يعفو عمن ظلمه و يعطى من حرمه و يصل من قطعه. بعيدا فحشه. لينا قوله

« متقي وینې چې چار يې آسان، دین يې خوندي، شهوت يې مړ او غوسه يې سړه ده، نيکۍ ته یې هیلمني وي او له شره یې خوندیتوب وي(تل خدای یادونکی وي، نو ځکه) که په غافلانو کې وي، د ذاکرانو په لیکه کې لیکل کیږي او که په ذاکرینو کې وي،له غافلانو نه شمیرلیږي. چا چې تېری پرې کړی ورنه تېرېږي او چا چی بې برخې کړی، ډالۍ ورکوي، او چا چې اړیکه ورسره پرې کړی، دا یې ورسره نه پرېږدي. په خوله یې سپکه خبره نه راځي او خلکو سره پستې او نرمې خبری کوي»

میته شهوته

د علی (ک) په کلام کې د شهوت له وژلو مراد

په اسلامي ښوونو کې د نفس وژنې په نامې څه نلرو. هو د صوفیانو په ځینو متونو کې «نفس وژنه» راغلې؛ خو لومړی دا د تصوف د مشرانو له لوري نه ده او دویم دغسې یو څیز له شریعت سره اړخ نه لګوي. خو بیا هم وینو چې علی (ک) دلته د اولیا‌ء الله په باب د «میته شهوته» تعبیر او په پل ځای کې د «قد احيا قلبه و امات نفسه[1] – خپل زړه یې ژوندی کړی او خپل نفس یې وژلی دی» تعبیر کارولی دی. ظاهراً سعدي هم دا تعبیر له دې ځایه اخستی چې وایې.

« د ملنګانو ظاهري حال زړې جامې او ژوولي ویښتان دي او حقیقت يې ژوندی زړه او مړ نفس دی» ( ګستان، ۱۰۷ مخ)

مولانا بلخي هم وایي:

نفس خود را كش جهان را زنده كن

خواجه را كشته است او را بنده كن

اوس ووینو چې د علي (ک) په کلام کې دا تعبیر پر څه مانا دی؟ لاندې ټکي ته پاملرنه مانا روښانوي.

امیرالمؤمنین  علي (ک) په نهج البلاغه کې د عفت په هکله اوچته وینا لري.

ما المجاهد الشهيد فى سبيل الله باعظم اجرا ممن قدر فعف، لكاد العفيف ان يكون ملكا من الملائكه[2]

« د خدای په لار کې د شهید مجاهد، اجر تر هغه ډېر نه دی چې پر یوې ګناه لاسبری شي؛ خو عفت خپل کړي. عفیف پرښتو ته ډېر ورنژدې دی»

څرګنده ده چې عفت په هغه ځای کې مانا لري چې شهوت وي او سره له دې چې نفس د ګناه وس لري؛ شهوت وځپي. عفیفوالی د شهوت له مړیني سره سازګار نه دی؛ نو ځکه دلته چې د حضرت علي د « مړ شهوت» تعبیر لولو باید پر نامشروع شهوت ځپنه حمل شي او که نه په ټولیز ډول ټولې قووای چې خدای په انسانانو کې شته کړي، ځپنه یې نه یوازې مطلوب او روا نه ده، چې مذمومه او حرامه هم ده.

 کومې قواوې چې خدای انسان ته ورکړي ( پخوانیو په غضبیه، شهویه او عاقله ویشلي دي) یوه یې هم د منځه وړو لپاره نه ده. د دوي په راواڼولو کې اعتدلال او منځلاري باید وکړو.

هو یو شمېر مسیحي شیخانو او راهبانو ځانونه خصي کول، چې له شهوت کارونې بې غمه شي او دا ناصوابه دود د مسلمانانو ځینو صوفیانو ته هم راوغځېد او ځینو د « ارید ان احضی» ( ځان خصي کول غواړم) غږ پورته کړ؛ خو هډو چار د شرع له نظره نه مجاز و او نه دی.

عفت ته د شهوت شتون لازم دی

په مثنوي کې د طاووس داستان،چې خپلې بڼکې یې ایستې، د دې خدای ناخوښي او انسان سوځي فکر غندنه ده او هم ټینګار دی، چې د جهاد شرط د دښمن شتون دی او د عفت شرط د شهوت شتون دی.

پر خود مى كند طاووسى به دشت

يك حكيمى رفته بود آنجا به گشت

گفت طاووسا چنين پر سنى

بى دريغ از بيخ چون برمى كنى

(مثنوى پنځم دفتر 536 او 537 بیتونه)

طاووس وویل: تقوا مې کمزورې ده او دنیا او قضا لاسبرې، بڼکې راباسم چې د دنیا له ټګی برګۍ خوشې شم:

چون ندارم زور و ضبط خويشتن

زين قضا و زين بلا و زين فتن

بركنم پرهاى خود را يك به يك

تا نيندازد به دامم هر كلك

نزد من جان بهتر از بال و پر است

جان بماند باقى و تن ابتر است

(مثنوى پنځم دفتر)

حکیم ورته وویل:

برمكن پر را و دل بركن از او

زانكه شرط اين جهاد آمد عدو

چون عدو نبود جهاد آمد محال

شهوتت نبود نباشد امتثال

هين مكن خود را خصى، رهبان مشو

زانكه عفت هست شهوت را گرو “…”

بى هوا نهى از هوا ممكن نبود

غازيى بر مردگان نتوان نمود

 (مثنوى پنځم دفتر)

باید شتمني ولرو خو زړه پرې ونه تړو، تپلې نېستي کله د واقعي زهد او اختیاري فقر په څېر وي؟ ایا نه درلودل او زړه تړنه د یوځای کېدو وړ ده؟ د زړه تړنې د پرې کوونې لار له ځانه د نعمتونو د مصنوعي لرې کولو په مانا نه دي؛ بلکه د تړاو بدلول او د زړه نه تړنه ده.

په هر تقدیر د شهوت وژنه یا غضبول او له بیخه یې ځپنه مطلوب چار نه دی. دا قوواې انسان ته د ځینو ګټو یا مصالحو په پار ورکړای شوي او باید هره یوه په اندازه او په خپل ځای کې ولګي.

هو، که دا قوواې، د نامشروعو اړیکو پر لور ورسیخې او له خپل بریده په افراط یا تفریط ورسر شي مذموم او غندلېږي. او که چارې یې، دننه او دباندې د ټکر او شخړې لامل شي او د فتنو او دښمنیو اور ته لمن ووهي؛ نو بېشکه چې رذیلیت به وي.

«میتة شهوته» باید تر دغسې سريزو لاندې مانا کړو، ایا له پیغمبر (ص) روایت نه دی چې ویې ویل:

حبب الى من دنياكم النساء و الطيب و جعل قره عينى فى الصلاه[3]

«ستاسې له نړۍ مې ښځه او عطر ښه ایسۍ او د سترګو روښنایي مې په نمانځه کې ده.»

چې په ډاګوي دغسې مینې مذمومې لا څه چې ممدحې وي.

[1] نهج البلاغه، ۲۲۰  خطبه

[2] نهج البلاغه، ۴۷۴ حکمت

[3] شيخ صدوق، خصال، 1/ 165[ښایي د پېغمبر (ص) ښځ دوستي بله خواله هم ولري، او دا په هغه پېر کې د عربانو ترمنځ د لور وژنه او ښځو ته ټیټه کتنه وه، او پېغمبر (ص) له ښځو سره د مینې په ډاګه کول، دوی د مینې او دوستی وړ وبللې او نور یې ورسره مهربانۍ کولو ته راوبلل.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!