بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قريشو غبرګون او له پېغمبر(ص) څخه د قریشو د مشر ملاتړ اسلام په مکه کې خپور شو او د قريشو له ځينو ټبرونو څخه يو شمېر مسلمانان شول؛ خو د قريشو کفارو تر هغه وخته چې پېغمبر (ص) او لارويانو يې د خپل پالونکي عبادت کاوه او د دوی پر […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د قريشو غبرګون او له پېغمبر(ص) څخه د قریشو د مشر ملاتړ
اسلام په مکه کې خپور شو او د قريشو له ځينو ټبرونو څخه يو شمېر مسلمانان شول؛ خو د قريشو کفارو تر هغه وخته چې پېغمبر (ص) او لارويانو يې د خپل پالونکي عبادت کاوه او د دوی پر بوتپالۍ يې څه نيوکه نه درلوده يوازې په حېرانۍ يې ورکتل او بل چلن يې ورسره نه درلود؛ خو چې پېغمبر(ص) د الله له لوري مؤظف شو، چې بوتپالي وډار کړه او د بوتپالنې بې عقلي ورڅرګنده کړه؛ نو غبرګون يې وښود.
پر دې وخت د قريشو مشرکان خپل مشر ابوطالب ته ورغلل، ويې ويل ته مو عزتمن مشر يې، وراره دې زموږ خدايان کنځلي او په بدۍ يې يادوي، امر ورته وکړه چې دغسې نه کوي، موږ يې هم له خپل خدای سره ورپرېږدو. ابوطالب پېغمبر غونډې ته راوغوښت، ورته يې وويل: دا ستا د قوم مشران دي او دغسې غوښتنې درنه لري.
پېغمبر(ص) وويل: تره! ايا دوی تر دې غوره ته ونه بلم؟!
ابوطالب وويل: څه ته يې وربولې؟
پېغمبر(ص) وويل: د يوې داسې کلمې ويلو ته يې رابولم، چې په ويلو يې عرب ورته خاضع او منونکي او پر عجمو (ناعربو) واکمن شي.
ابوجهل وويل: دا يوه څه کلمه ده؟ ووايه لس ځل به يې ووايو.
پېغمبر(ص) وويل: دا ده چې وواست: «لا اله – الا الله» يوازې الله د نمانځنې وړ دی.
دوی په غوسه پاڅېدل، ويې ويل: پر خدای تا او هغه خدای چې دغسې امر درته کوي، کنځوو.
وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ (ص/۶)
پورته آيت دې داستان ته اشاره ده.
د قريشو وړانديزونه
د قريشو کافرانو بل ځل پېغمبر (ص) ته وړانديز وکړ چې يو کال به موږ ستا خدای ونمانځو او يو کال به ته زموږ خدای ونمانځې، په ځواب کې يې د کافرون سورت نازل شو.
قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ. لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ. وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ. وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ. وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ. لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ. = ووايه : (( كافرانو! څه چې (تاسې) نمانځئ، (زه) يې نه نمانځم، او څه چې (زه) نمانځم،تاسې يې نه نمانځئ، او څه چې (تاسې) نمانځلي دي،زه يې نه نمانځم، او څه چې (زه) نمانځم، تاسې يې نه نمانځئ؛( اوس چې داسې ده) ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.))
پېغمبر(ص) خپل کار ته دوام ورکړ، د قريشو مشرکان بيا خپل مشر ته ورغلل، دوی له ځان سره د عماره په نامې يو ښکلی او ځيرک ځوان بوت، ابوطالب ته يې وويل: «د محمد پر ځای دې د قريشو دا ښکلی ځوان ستا وي او محمد راکړه چې ويې وژنو او د قريشو اندېښنې لرې شي».
ابوطالب د دې احقمانه وړانديز په ځواب کې ورته وويل: «زوی مې وژنې ته درکړم؟ او پر ځای يې ستاسې زوی وساتم؟» او غوسناک يې خپل همژمني وشړل.
دلته د قريشو کافرانو دا چاره وسنجوله، چې د پېغمبر (ص) لارويان وځوروي؛ نو ځکه د هر ټبر مشر، د خپل ټبر د مسلمانانو ربړونه او ځورونه پيل کړه، چې کله ربړونې زور واخيست مسلمانانو د پېغمبر (ص) په امر حبشې ته هجرت وکړ، او ورپسې يې جعفر بن ابي طالب د دوی پالندوی وګوماره.
د قريشو کافرانو عمرو بن عاص او عماره له ډاليو سره د حبشې پاچا، نجاشي ته ورولېږل، چې ترې وغواړي مسلمانان مکې ته راستانه کړي، خو نجاشي يې غوښتنه ونه منله او د جعفر او ملګرو درناوي ته يې دوام ورکړ.
نجاشي، عمروعاص او د جعفر په مشرۍ مسلمانان راټول کړل، جعفر د عمر وعاص خبرې ځواب کړې او نجاشي عمروعاص په خوارۍ او ذلته رخصت کړ.
نجاشي اسلام په رسميت وپېژانده او د موسی او عيسی د شريعت په څېر يې معرفي کړ، له اتياو ډېر مسلمانان حبشې ته ورمهاجر شو. دا خبره د عربي ټاپوزمې په ټبرونو کې خپره شو او اسلام د مکې له پولو واوړېد او د ابوذرغفاري په څېر د عربي ټبرونو وګړيو اسلام راووړ.
بل ځل وړانديز يې ورته وکړ، که پېغمبر دنيوي شتمني غواړي، نو له خپلو شتمنيو به دومره ورکړي، چې تر ټولو مکيانو ښه شتمن شي، که پاچاهي غواړې، خپل پاچا به يې کړي، پېغمبر ورته وويل:
«په خدای قسم که لمر راته په ښي لاس او سپوږمۍ راته په کيڼ لاس کې کېدي، له بلنې به لاس وانخلم».
د قريشو او ابوطالب او پېغمبر ترمنځ په دې خبرو اترو او وړانديزونو کې ابوطالب پېغمبر (ص) ته خپله بېوسي وويله، ويې ويل: وراره! قوم دې دغسې او هاغسې وويل: زما او د خپل کار په اړه دې سوچ وکړه او څه مې چې له وسې پوره نه وي، رانه يې مه غواړه.
دلته پېغمبر (ص) وژړل، تره ته يې ور شا کړه، او روان شو ابوطالب وراره راوغوښت، چې پېغمبر (ص) ورغی ابوطالب ورته وويل: وراره! ورځه څه چې غواړې، ويې وايه؛ پر هيڅ حال دې نه پرېږدم[5].
[5] ابن هشام السيرة النبوية: ۱ټ، ۲۷۸ مخ.