تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دی رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دى؛نو د سيرت کښل يې ستونزمن چار دی؛هغه پېغمبر،چې خداى يې ستاېنه کړې ده،هغه پېغمبر،چې خداى اسمانونو ته بوته او د پرښتو ځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ،هغه پېغمبر،چې يوې اسماني سپرلۍ په يوه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دی

رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دى؛نو د سيرت کښل يې ستونزمن چار دی؛هغه پېغمبر،چې خداى يې ستاېنه کړې ده،هغه پېغمبر،چې خداى اسمانونو ته بوته او د پرښتو ځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ،هغه پېغمبر،چې يوې اسماني سپرلۍ په يوه شپه کې له “مسجدالحرام” څخه “مسجدالاقصى” ته بوت .

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى‏[1] =پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت .))

 هغه پېغمبر،چې د ظرافت ،عاطفې او دقت نړۍ ده او کله به دې د هغه عاطفي کارونه داسې هک پک کړي،چې ګوته پرخوله به ورته ودرېږې. یوه ورځ يې اودس کاوه،چې يوه تږې پيشو يې وليده،اودس يې پرېښود او د اوداسه اوبه يې پيشو ته کېښوولې . هغه پېغمبر،چې له دښمن سره په چلن کې لکه د غره کلک او له دوست سره په چلن کې تر اوبو نرم دى؛له خپل حقه،ان له دښمنه ډېر په اسانه تېرېږي؛خو د قانون په پلي کولو کې دومره پرېکنده دى،چې قسم خوري،که لور مې هم د اسلامي احکامو پرخلاف څه وکړل؛نو الهي حدود به پرې جاري کړم . هغه مهال،چې د ډېرو لږو ليک لوست زده و؛نو ويې  ويل :[طلب العلم فريضته على کل مسلم ومسلمه[2]] ،چې څوارلس پېړۍ وروسته د پوهې د زده کړې د اهميت په باب دومره څرګند شعار لا راغلى نه دى. په هغه وخت کې،که له يوه ټبره به چا يو تن وواژه؛نو په غچ کې به يې د وژنکي د ټبر څو تنه وژل او بې رحمي ډېره زياته وه؛خو پېغمبراکرم حکم وکړ،چې که څوک د مکې په سفرکې وي او خپل څاروى مکې ته د ژر رسېدو لپاره وکړوي؛نو لېینه – ګواهي يې اعتبار نه لري؛ځکه هغه چې خپل څاروى کړولى،په زړه کې خيرى لري او دداسې وګړي د لېینې – شاهدۍ منل ناروا دي .

د پیغمبر اکرم (ص) ژوند
د پیغمبر اکرم (ص) ژوند

هو ګرانه! دا احکام او مينه يې وه،چې هغه مړ ملت يې راژوندى کړ.

(( دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ[3] = هغه تاسې داسې څيزونو ته راوبللئ،چې راژوندي يې کړئ .))

((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ[4] =چاچې د رسول لاروي وکړه،په حقيقت کې يې زما لاروي کړې ده .))

 ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى[5] = هغه هېڅ کله د ځاني غوښتنو له مخې څه نه وايي .))

((إِنَّكَ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ[6] هغه تل پرسمه دى . ))

 څنګه به وکړاى شم د هغه چا سيرت وليکم،چې خداى په ځانګړې توګه تاييد کړى دى .

((وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْراً عَزِيزا[7] ً= او خداى به درسره په ناماتې بريا مرسته وكړي .))

په څو کرښو کې‏ څنګه ‏هغه پېغمبر معرفي کړم،چې خداى يې نوم  او ښوونځي ته مقام ورکړى دى (وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ[8]) .دا به شونې ‏و‏ي،چې د يو داسې انسان اخلاق په يوه کوچني کتاب کې راټول کړو، چې خداى يې په اړه ويلي ‏دي : (( وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ[9] = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې.))

همدا قرآن،چې دنيا په “متاع قليل” يادوي،د  رسول الله (ص) اخلاقو ته ((عظيم )) وايي .

 څنګه به وکړاى شو هغه پېغمبر وستايو،چې خداى ورته په دنيا کې کوثر او ډېر خېر ورکړى دى : ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ [10] = په حقيقت كې كوثر [= خير او ډېربركت ] مو دركړ.))

 او په آخرت کې يې هم ورته د شفاعت لوړ مقام ورکړى دى . د هغه چا په هکله به څه ووایم ،چې زوکړې يې د فارس اورتون مړ کړ او بعثت يې د فساد لمبې مړې کړې .زوکړې يې د کسرى د ماڼۍ ستنې وخوځولې او بعثت يې د خلکو زړونه او مغزونه .

د هغه چا په اړه به څه به وليکم ‏،چې قرآن ټولو نړيوالو ته رحمت ګڼلى دى :(( رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ)).

دهغه چا په اړه به څه ‏ووايم،چې په ستروالي‏ کې داسې ځاى ته ورسېد،چې يو خوا معراج ته ولاړ او د خداى مېلمه شو او بلخوا وايي : (( که په يو لرې ځاى کې يومريى بلنه راکړي؛نو په سر سترګه به يې ومنم )).

ستروالي ته يې همدا بس،چې د اسماني سفر لپاره ورته اسماني سپرلۍ راوړل شوه او دومره تواضع لري،چې پر بې کتې خره سپرېږي .

باید ستروالي ته يې‏ ووایم : حضرت جبرائيل علیه السلام پرې د خداى له لوري اسلام وايي او د تواضع په هکله يې ووایم : د مکې پر ماشومانو يې سلام اچاوه،د سجدې پر مهال يې خپل تندى او زړه خداى ته سپاره او د کور ماشومانو به چې د سجدې پر حال وليد؛ نو پرې سپرېدل او هغه هم سجده اوږدوله،چې ماشومان ترې ونه غورځېږي .

الله اکبر! څومره ستر دى دا انسان،چې په يوه شېبه کې به يې هم له خداى سره راز و نياز کاوه او هم به يې له ماشومانوسره مينه! د هغه د وګړې-شخصيت ټول اړخونه نه کښل کېږي،نه يې ويلاى شو او نه يې انځورولاى شو.

   ټوکې يې کولې؛خو کله هم له بريده نه تېرېده،د خپل زوى ابراهيم د مړينې پر مهال يې وژړل ؛خو کله يې هم د حق پرخلاف خبره و نه کړه .

  په سهار کې يې له خپل خداى سره رازونياز کاوه او د ورځې پر کار بوخت و. د يارانو اولادونو ته يې سیالي ايښووله او ګټوونکي ته يې انعام ټاکه؛خو څنګه سیالي‏؟ هغه سیالي،چې اس چلونکى او غشى ايشتونکى يې له دينه د دفاع لپاره پر کار راشي،نه هغه سيالۍ، چې د ټولنې کوم درد درمل نه کړاى شي؛خو انعام يې څه و؟ د کجورې ونه،چې ټولو يې له لرګيو ،پاڼو، مېوې او سيوري ګټنه کوله (توليدي انعام نه مصرفي) .

[1] (اسراء/١)

[2] (بحارلانوار٦٠٧/٦٨)

[3] (انفال /٢٤)

[4] ( نساء/ ٨٠)

[5] (نجم /٣)

[6] (زخرف/ ٤٣)

[7] ( فتح /٣)

[8] (الشراح /۴)

[9] (قلم /٤ )

[10] ( کوثر/١)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست