له اهلبيتو سره مينه زه خوشحال خټک په حب داهل بيتو خارجي اورافضــــــــي کړم اخراجي [1] ( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ […]
زه خوشحال خټک په حب داهل بيتو
خارجي اورافضــــــــي کړم اخراجي [1]
( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل: (( له خداى سره يې د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ.)) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .
( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم (ص) وايي : ((شفاعت مې هغوى ته دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))
سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د وينا له مخې یې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه،خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي.پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم، د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي.))
په يو بل روایت کې راغلي : (( پر خداى چې ايمان به ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپلې ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))
دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى اود وينا له مخې یې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او د وينا له مخې یې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د وينا له مخې یې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .
( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته ورروزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل نه کولو ته څه پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په هېواد کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))
دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .
( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو داچې د څلورو څيزونو پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر دې څنګه تېر کړ .٢_ بدن دې پر کوم کار اچولی و . ٣_مال دې له کومه راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .
دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن لوستل،چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .
زمخشري په کشاف تفسیر کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم (ص) وينا راخستې،چې وايي : هغه شهيد دى چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.
( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي او پر خداى چې بې زموږ د حق له پېژندو يو عمل هم ګټه نه لري او څوک چې موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او بې له مؤمنه له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او بې له منافقه څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده .
[1] . ٥٦٥ مخ – ارمغان خوشحال
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال