بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه سنن النبي او روژه د خداى د رسول پيشنمى او روژه ماتى : حضرت انس بن مالک(رض) وايي : په روژه ماتي او پیشنمي کې د خداى د رسول خواړه يو شربت و او ډېر داسې راپېښېدل،چې بې له دې شربته يې هېڅ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
سنن النبي او روژه
د خداى د رسول پيشنمى او روژه ماتى :
حضرت انس بن مالک(رض) وايي : په روژه ماتي او پیشنمي کې د خداى د رسول خواړه يو شربت و او ډېر داسې راپېښېدل،چې بې له دې شربته يې هېڅ خواړه نه درلودل او ډېر وخت دا شربت د شيدو و او کله به د پېغمبر خواړه لمده شوې ډوډۍ وه.
له کجورى سره روژه ماتى :
امام صادق (رح) وايي: د خداى رسول به د کجورو په فصل کې له کجورو سره او د وچو کجورو د فصل پر مهال يې له وچو کجورو سره روژه ماتوله.
له اوبو سره روژه ماتى :
امام باقر(رح) وايي : د خداى رسول، چې روژه و،که حلوا او يا بل خوږ څيز به يې روژه ماتي ته پيدا نه کړ؛نو له اوبو سره يې روژه ماتوله.
له ممیزو سره روژه ماتى :
د خداى رسول به پرمميزو هم روژه ماتوله.
غوره پيشنمی :
له آل محمد (ص) روايت دى : پيشنمى کول مستحب دى،ان که له يوشربت سره وي .روايت شوي،چې د پيشنمي غوره خواړه کجوره او قاووت دي؛ځکه د خداى رسول په پيشنمي کې خوړل .
د پيشنمي خواړه :
د خداى د رسول ډېرى خواړه حليم و او کله يې پيشنمي ته هم ساتل .
په روژه کې بښنه :
د خداى رسول(ص) به د رمضان په مياشت کې د يو توند باد په څېر شو، څه يې په لاس کې نه پاتې کېدل او څه چې یې درلودل،خلکو ته يې وربښل .
د خوړو پر مهال ادب :
امام صادق (رح) وايي : د خداى رسول،چې له يوې ډلې سره روژه ماتي ته کېناسته؛نو تر ټولو لومړی يې خواړه پيلول او تر ټولو وروسته يې خواړه بس کول،څو ټول وکړاى شى،خواړه وخوري .
حضرت علي وايي : پېغمبر(ص)،چې له يوې ډلې سره روژماتى وکړ؛نو ويل یې :((روژه دارو درسره روژه ماتى وکړ اونېکانو ستاسې ډودۍ وخوړه او غوره شویو پرتاسې درود ووايه .))
د پېغمبر اکرم(ص) روژه ماتى :
پېغمبراکرم (ص)،چې روژه نيوه او روژه يې د کجورو د رسېدو پر مهال وه ؛نو يوازې په کجورو يې روژه ماتوله، ډېرى يې انګور دانه دانه خوړل او پنير يې هم خوړ،کجورې يې خوړلې او ورپسى يې اوبه څښلې.
د آنحضرت(ص) زيات خواړه کجورې او اوبه وې،کجورې،شيدې اوحليم يې هم خوړ،غوښه او کدو يې هم خوښ ول او يو ډول کدو،چې “دباء” نوميده،هم يې خوښ و او علاقه يې درلوده،چې پر دسترخوان ايښي خوړو پسې لاس وراوږد کړي،د دښتو د ځناوروغوښه ،د مرغيوغوښه،پراټه،سرکه،چکني،غرنى ريحان او کلم يې هم خوړل .
د پېغمبر اکرم(ص) د سترګو رڼا :
دڅښتن استازی(ص) وايي:((زما د سترګو رڼا يې په لمانځه او روژه کې ايښې ده.))
دپېغمبر اکرم(ص) د روژه کېدو طريقه :
تر مړینې د آنحضرت(ص) د روژه کېدو سنت دا و،چې بې د روژې د مياشتې له روژه کېدو،د شعبان د مياشتې او په هره مياشت کې درې ورځې روژه کېده.
سرچینه : سنن النبي ، مولف، علامه طباطبایي