تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سپک پېټي اوسئ چې ورسئ حضرت علي (ک) خپل زوی  امام حسن ته وايي: وَ اعْلَمْ أَنَّ أَمَامَكَ عَقَبَةً كَئُوداً الْمُخِفُّ فِيهَا أَحْسَنُ حَالًا مِنَ الْمُثْقِلِ وَ الْمُبْطِئُ عَلَيْهَا أَقْبَحُ حَالًا مِنَ الْمُسْرِعِ وَ أَنَّ مَهْبِطَكَ بِهَا لَا مَحَالَةَ إِمَّا عَلَى جَنَّةٍ أَوْ عَلَى نَارٍ فَارْتَدْ لِنَفْسِكَ قَبْلَ نُزُولِكَ وَ وَطِّئِ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سپک پېټي اوسئ چې ورسئ

حضرت علي (ک) خپل زوی  امام حسن ته وايي:

وَ اعْلَمْ أَنَّ أَمَامَكَ عَقَبَةً كَئُوداً الْمُخِفُّ فِيهَا أَحْسَنُ حَالًا مِنَ الْمُثْقِلِ وَ الْمُبْطِئُ عَلَيْهَا أَقْبَحُ حَالًا مِنَ الْمُسْرِعِ وَ أَنَّ مَهْبِطَكَ بِهَا لَا مَحَالَةَ إِمَّا عَلَى جَنَّةٍ أَوْ عَلَى نَارٍ فَارْتَدْ لِنَفْسِكَ قَبْلَ نُزُولِكَ وَ وَطِّئِ الْمَنْزِلَ قَبْلَ حُلُولِكَ فَلَيْسَ بَعْدَ الْمَوْتِ مُسْتَعْتَبٌ وَ لَا إِلَى الدُّنْيَا مُنْصَرَفٌ

پوه شه چې سخت پيچومی دې مخې ته پروت دى، چې ترې د سپک پېټي والا د تېرېدو حال تر درانه پېټي والا خورا ښه دى او هغه چې ورو ځي، حال به يې تر هغه ډېر بتر وي، چې په ځغاسته روان وي او له پېچومي تر راکېوتو وروسته جنت يا دوزخ دى؛ نو تر راکېوتو ړومبى دې ځان ته زېرمه ولېږه تر ورتلو دمخه دې ځان ته هستوګنځى چمتو کړه؛ ((ځکه تر مړيني وروسته عذر نه منل کېږي)) او دنيا ته د راستنېدو لار تړلې ده[1].

د «دروند پېټېتوب» او «سپک پېټېتوب» مانا:

په دې خبرو کې مهم ټکی د «ګرانبارۍ» او «سبکبارۍ» د مفهوم طرح ده او دا مفاهیم هغه وخت په سمه توګه درک کېدلای شي چې لومړی خو انسان ځان د مسافر په توګه وویني او دویم دا چې د «بار او پېټي» پر مانا پوه شي. دمسافر والي په اړه مو مخکې خبرې کړي.

خو پېټي او بار؛ څه چې عينِ موږ او زموږ د وجود برخه ده، پېټی به مو نه وي. «پېټی» تل يو پردی چار دی چې د هستۍ پر ټولګې مو ورزياتېږي. نشو ويلای: سترګې، وينه او هډوکي مو پر اوږو يو پېټی دی، دا خو مو خپل دي او پر اوږو مو پېټی نه دی . که سترګې، وينه او هډوکي رانه واخلي، نو څه راته نه پاتې کېږي، چې ووايو سپک شوي يو؛ نو څه چې له غړيو مو دي او په اخستو يې «موږ» له منځه ځو ، پېټی نه دی که سپک وي يا دروند. خو څه چې زموږ د هستۍ په دننه کې نه دی او راسره پردی دی، پېټی دی؛ که سپک وي يا دروند؛ ځکه په هر حال کې له وړو يې کړېږو. اوس په قرآن کریم کې د دې فلسفي ټکي پر مفهوم ښه پوهېدای شو، خدای وايي:

وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ (بقره/۲۵۵) = (د علم او قدرت) تخت يې اسمانونه او ځمكه رانغاړلي او د دواړو [ = اسمان او ځمكې] ساتنه یې نه ستومانوي او هغه ستر لوړ پوړى دى.

  په بل ځای کې وايي:

وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِنْ لُغُوبٍ (ق/۳۸) = او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه یې چې ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل او هېڅ ستوماني را نه غله (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!)

هر کوچنی کار چې کوو، زحمت پرې کاږو؛ ځکه کولو ته يې بايد قوت ولګوو؛ خو خدای ته د اسمان و ځمکې او ګردو کايناتو پيدا کونه ډېر لږ زحمت هم نه درلود. د مطلب راز دا دی چې هستي له خدایه پردۍ او له وجوده يې دباندې نه ده:

حق ز ایجاد جهان افزون نشد

آنچه اول آن نبود اکنون نشد

 کله چې خدای عالم وپنځو، د خدای پر هستۍ څه ور زيات نشو، ان علم يې هم زيات نشو.[2]

ستړيا، خوب او چورت هم ورباندې رانغی.[3]

نو هستي خدای ته پېټی نه دی، يعنې، له وجود او شتون څخه يې دباندې نه ده. په عالم کې هيڅ څيز د حق د هستۍ له کړۍ وتلی نه دی او له حق هستۍ راچاپېره خط ايستای نشو چې ووايو له دې ځای روسته بې خدايه دی. تر هر ځای چې ولاړ شو خدای شته، هيڅ څيز ترې دباندې يا يې پر وړاندې نه دی.[4]

خدای پر هر ځای «قيّومّيه معيّت» لري.

لنډه دا هر ځای چې پردی موجود راباندې وتپل شي، لرې کول او ساتل يې راته کړاو لري، ستړيا او خوب راولي.

فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا، خَالِدِينَ فِيهِ وَسَاءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلًا (طه/۱۰۰- ۱۰۱) = د قيامت پر ورځ به (د ګناه او پازوالۍ) دروند پېټى پر شا وړي! (چې) تل به (د خپل درانه پېټي په عذاب كې) پاتېږي او د قيامت پر ورځ ورته ډېر ناوړه (او ربړوونکى) پېټى دى!

لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ (نحل/۲۵) = دوى بايد د قيامت پر ورځ (هم) د خپلو ګناهونو پوره پېټي پر اوږو كړي او هم د هغو كسانو د ګناهونو يوه برخه يوسي، چې د ناپوهۍ له لامله يې بېلارې كړي، پوه شئ، چې ناوړه دروند پیټی یې پر اوږو كړى دى!

وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى (انعام/۱۶۴) = او هېڅ ګناهګار د بل د ګناه پېټى نه وړي.

ګناهونه د انسان پر اوږو پېټی دی؛ ځکه له وجود سره يې پردي دي

بل ټکی دا، په ديني ښوونو کې ګناهونه «پېټی» ښوول شوی؛ خو د ثوابونو په اړه د «پېټې» کلمه کارول شوې نه ده. نه وايي چې پلانی د عبادت له درانه پېټي سره ومړ؛ خو ويل کېږي چې پلانی د ګناهونو له دروند پېټي سره ومړ. په قرآن کې راغلي:

وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَعَ أَثْقَالِهِمْ (عنکبوت/۱۳) = او هغوى به هرومرو د خپلو (ګناهونو) دروند پېټى پر اوږو کوي او (همداراز) پر خپل پېټي سربېره (د نورو د ګناهونو) درانه پېټي هم.

وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَى ظُهُورِهِمْ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ (انعام/۳۱) = د خپلو ګناهونو (دروند پېټى) به یې پر اوږو كړى وي، اوه! څه ناوړه پېټى وړي!

خو طاعاتو او فضايلو ته د وزر او ثقل تعبيرونه کارول شوي نه دي.

فضايل د رذايلو پر خلاف د انسان هم جنس دي؛ نو ځکه د دروند پېټېتوب لامل نه دی

په اخلاقي او عرفاني ادبياتو کې يو بل تعبير هم لرو، چې له دروند پېټېتوب او سپک پېټېتوب سره نژدې اړيکه لري. تعبير دا دی چې وايو پلانی په شهواتو مست يا له غوسې لېونی دی. دغسې عبارات د فضايلو په اړه نه کاروو؛ لکه هيڅکله نه وايو، پلانی له مېړانې او شجاعته مست او يا له لورنې او شفقته لېونی شو. دا يوازې شاعرانه تعابير نه دي، جرړه او حکمت لري. جرړه يې دا ده چې مستي او لېونتوب له ځانه د پرديتوب، غفلت او هېرونې لاملېږي او دا د رذايلو ځانګړنې دي نه د فضايلو.

نو کله چې د رذايلو په اړه د «بار» تعبير کارول شوی، منظور دا دی چې رذايل د انسان له روح سره پردي دي، حال دا فضايل عين موږ دي نه راباندې يو را زيات شوی صفت او ځانګړنه. په همدې دليل، د رذايلو په اړه (چې له آره انساني نه دي او رانه پردي دي) د مستۍ، لېونتوب، حجاب، زنګار او پېټي تعابير وړ او مناسب دي. ګناهونه او رذايل پېټي دي؛ ځکه د پرديو او د ناخپلو له شتون او له ناجنسه معاشرانو مو خبروي؛ خو فضايل او طاعات او څه چې خدای ته مو ورنژدې کړي زموږ د دروند پېټېتوب لامل به نشي؛ ځکه خپل ځان ته مو وررسوي او روح مو تاند او تازه کوي.

ګناه او طاعت يا رذيلت او فضيلت دقيقاً دوه ډوله خواړه دي؛ يو ډول خواړه هضمېږي او د بدن برخه کېږي او زموږ د روغتيا، روغ رمټۍ او توان لاملېږي. بل ډول خواړه بدن ته نه ورجذبېږي، بلکې زهر دي او بدن ته مو پېټی ګڼل کېږي. دغسې پېټی بايد له ځانه ايسته کړو، که نه د هلاکت لاملېږي، په قرآن کې راغلي.

وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ (اعراف/۸)

«په قيامت کې، حق وزنه ده.»

ارواښاد علامه طباطبا يې په الميزان تفسير کې ويلي چې «وزن» دلته د وزنې يا د تلې پر مانا دی. په قيامت کې انسانان له حق سره سنجوي؛ يعنې ته وا د تلې په يوې خوا کې د حق له جنسه يوه پله ده، د چا چې له حقه ډېره برخمني وي؛ يعنې، حق يې په روح کې ښه ورجذب شوی وي، دروند به وي؛ او چا چې له حقه لږه برخه ترلاسه کړې وي، وزن يې سپک دی.[5]

له همدې ځايه څرګندېږي چې ولې يو خوا راته ويل شوي، څوک چې د آخرت په تله کې دروند وي، جنت ته به ورځي او څوک چې سپک وي، دوزخ ته به ورځي او بلخوا حضرت علي (ک) ويلي دي:

تَخَفَّفُوا تَلْحَقُوا

«سپک پېټي اوسئ چې ورسئ.»[6]

په ظاهره دا دواړه مطلبونه په ټکر کې دي؛ خو د «پېټي» د مانا په څرګندولو، ټکر به يې لرې شي. که پېټی يو پردی چار او ناهضم شوي خواړه وبولو؛ نو د چا چې پېټی سپک دی؛ نو هم په سفر کې چالاک او ګړندی دی او هم يې روح ځواکمن، پياوړی او دروند دی. بلخوا له چا سره چې پردي او ډېر نا خپل وي او دروند وي، هم يې سفر کړمن دی او هم يې روح ډنګر او بېوسې دی.

کله د انسان بدن پر روح يې ور پېټی وي

ديني مشرانو او زموږ عارفانو هڅه کړې چې د پېټي او بار ځينې مصاديق راوښيي. البته دا مصاديق نه شمېرېدونکي دي. يو شمېر يې د دې مشرانو له لارې پېژندای شو او يو شمېر بايد په ژوند کې په غور او سوچ ترلاسه کړو. مولوي رازده کوي چې روح (پخپله او) في نفسه سپک او ګړندی دی؛ خو بدن يوه وزنه ده چې ورپورې ځړوي يې او له الوته يې مخه نيسي[7]:

هر گرانی و کسل از خود تن است

جان ز خفت جمله در پریدن است

که روح اسوده او ازاد پرېږدي، وابه لوزي. ستړياوې، ناغېړۍ او خپګانونه د بدن له درنې وزنې راولاړ شوي دي. البته بدن يوازې د روح د مارغه په پښو کې زولنه نه ده. بدن په عين حال کې، د روح د ډيوې تېل هم دي، ډيوه د تيلو په سوځېدو بلېږي او ښه رڼا کوي.

خو انسان بايد ډيوه بله کړي چې تيل وسوځي او که ډيوه بله نه وي، تيل ورته يو دروند پيټی دی. له تيلو د ډکې ډيوې خوځول تر د بې تيلو ډيوې له خوځولو سخت دي.

له مادياتو سمه ګټنه روحي سير لا ګړندی کولای شي

کله نا کله بدن د روح په پښو کې بې له زولنو بله ونډه نه لري، دغسې بدن د ټپسورۍ وړ دی او بايد تاديب يې کړو؛ خو هغه بدن چې د روح ډيوې ته تېل دي او سوځي چې ډيوه بله وي؛ نو نعمت دی. کله چې علي (ک) خپل زوی ته وايي، چې دروند پېټی مه اوسه؛ يعنې، دا تېل وسوځوه او ځه. دا شتمنۍ چا چې اړتيا ورته درلوده ورنفقه يې کړه چې سفر دې سپک وي او مقصد ته ورسې. شتمني زېرمولو ته نه ده، د تېلو په څېر لګښت او د سفر لګولو ته ده. وينو چې بدن، مال، او په لنډو ټول تعلقات او تړاوونه هم د سفر توښه او وزله کېدای شي او هم د مسافر پر اوږو يو پېټی. د نړۍ پر تړاوونو زړه تړنه، روح ته زولنې او يو پېټی دی:

زیر بارند درختان که تعلق دراند

ای خوشا سرو که از بار غم آزاد آمد

ډېری دوستۍ او ملګرتياوې انسان درنوي، لکه د مارغانو وزرونه چې تړل شوي وي. دا تړاوونه د دې پر ځای چې انسانان سپک او الوزوونکي کړي، د دوی د الوت خنډېږي:

گر دو سه پرنده را بندی به هم

بر زمین مانند محبوس از الم

د دنيوي تړاوونو دوه ګونې ونډه

په هر حال د نړۍ تړاوونه دوه حالته لري:

د انسان د وجود په ډيوه کې تيل کېدای شي يا يې روح ته زولنې. انسان بايد وويني چې څه ونډه يې ورکړې ده. څه چې هغې دنيا ته د وړو نه دي، بیخي پر اوږو پېټی او د روح زولنې دي. شتمني همدغسې ده. خلک مال خپلې ورثې ته پرېږدي؛ خو شتمنۍ ته پاملرنه او مادياتو ته حرص به د يو پردي په توګه له ځان سره بوځي او همدا يې پېټی درنوي.

له همدې لامله ډېری خلکو ته د تړاوونو له پېټي په تېره له مادي تړاوونو د ژغورنې يوه مهمترينه لار، انفاق کول دي. انفاق ظاهراً يوازې په مال پورې ځانګړی دی؛ خو په واقع کې هره شتمني يا هر څيز چې لګولای شو ورپورې اړوندېږي. مولوي د علم په اړه همدا تعبير لري او وايي علم د ځينو د اوږو پېټی دی، ځينو ته د سپرلي وزله ده چې ورباندې سپاره شي. د ځينو په عالمانېدو پېټی يې سپکېږي او ارواح يې څربه ، غوښنه او تکړه کېږي او د ځينو د معلوماتو په لوړېدو، چابکي، ګړنديتوب، زړورتوب او مانيز (معنوي) خوځښت کمېږي؛ يعنې پېټی پرې درنېږي او ځان يې کمزوری او ډنګرېږي:

علمهای اهل دل حمالشان

علمهای اهل تن احمالشان

علم چون بر دل زند یاری شود

علم چون بر تن زند باری شود

 يو شمېر تنوال او اهل تن دي، علم يې هم بدني او مادي دی، علم يې پر اوږو يو پېټی دی. يو شمېر نور د زړه خاوندان دي، علم يې د دوی حمال او وړوونکی او د يو فضيلت او ليداني په توګه يې په ځانونو کې ورناست دي. دا هماغه «ګټور علم» دی چې پېغمبر (ص) تل غوښتنه او په خپلو دعاګانو کې يې له ناګتور علمه خدای ته پناه وروړه.[8]

 د «پېټي او بار» د مانا له مخې د «سلوک د پېچوميو» مانا هم موندای شو

 اوس که د «پېټي» مانا څرګنده شوې وي، د سختو پېچوميو مانا هم څرګندېږي. د کوم انسان په وجود کې چې پرديو رخنه او سوړه کړې وي، په دننه کې ستونزمن پېچومي لري، هر ګام چې اخلي، دا پردي يې پر وړاندې درېږي او لار ورته ډبوي. خو کوم انسان چې پردی ورسره مل نه دی او له دننه پاک او سوتره دی، هر ګام چې اخلي پر وړاندې يې نوی (او تازه) افق (او څنډ) پرانستلېږي او نوی حجاب ترې څېرې کېږي او په بيړه ځغلي، بلکې الوزي؛ ځکه په لار کې يې خنډ او تاوکښونه نشته، لار يې نيغ او بې موړونو ده. جهنم او جنت هم چې نهايتاً لار مو پرې پای مومي، خپله موږ يو.

هغه ورځ چې حجابونه او پردې لرې شي، په چا کې چې جهنم جوړ و، دا جهنم ويني او څوک چې په جنت کې و، خپل جنت ويني او مومي. موږ، هم لار يو، هم لاروی او هم د لارې پای. له موږه دباندې ثواب و عذاب او طاعتوسرغړونه شتون نه لري، يوازې ليدو ته يې ظاهر څېروونکی او باطن لیدونکی سترګې ته اړتيا ده:

لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ  ( ق/۲۲) = (ورته ويل كېږي) په يقين، ته خو له دې (ورځې او سترې محاكمې) په ناخبرۍ کې وې؛ نو موږ دې پرده درنه لرې كړه او نن دې نظر (ښه) تېز دی.

د قيامت ورځ [يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ (طارق/۹) ده؛ هغه ورځ ده، څه چې په باطن کې و، رابرسېرېږي؛ نو پردې مهال، بدخويه انسان له خپل هويته په ډار او بګن کې لوېږي او نېک خويه د راوړاندې کېدو مجال پيدا کوي :

پس قیامت روز عرض اکبر است

عرض او خواهد که با زیب و فرّ است

 په دنيا کې د انبياوو ونډه

له «پېټې» چې کوم تعريف مو وکړ، په دنيا کې د انبياوو عليهم السلام ونډه هم څرګندېږي. پېغمبرانو په دنيا کې دوه ونډې درلودې: يو دا چې ناروغ يا غوټن انسانان روغ کړي، غوټې يې ور پرانځي، کمال ته یې ورسوي؛ ځکه شونې ده څوک سالم وي؛ خو څه کمال ونه لري؛ يعنې، روح يې کمزوری او بېوسی وي. دغسې وګړی بايد مانېز (معنوي) او قدسي خواړه وخوري چې د کمال د اوچتې لارې د وهلو وس او ځواک ولري. نو د پېغمبرانو يو لړ ښوونې د خلکو د پېټي سپکولو او سالم سازۍ ته وې او يو لړ نورې يې د ژوند په اوږده سفر کې د انسان د روح پياوړي کولو او څربه کولو ته وې. او په لنډو لومړی تخليه (او تشنونه) او ورپسې تحليه (او پسولنه) ده. په تخليه کې د انبياوو د طبابت ونډه او په تحليه کې يې د معلمۍ ونډه ښکاره کېږي. د شمس تبريزی هم چې جلال الدين بلخي ته په لومړي ورسېد؛ نو مهمترينه سپارښتنه یې ورته د ځان سپکول او له اوږو د تړاوونو د پېټي کوزل و. ورته يې وويل چې مشري، شيخي، وزرې، د عالمۍ او عاقلۍ دعوا او … پرېږده او لوڅ لغړ شه او لار وهه. نو چې له تنه يې دا ګردې زړې جامې وايستې او په رښتيا او د زړه له کومې د کمال کعبې ته د سفر لپاره چمتو شو، د حق د لورنې باران ومينځه او د خدای د درشل د پاسوالانو او حاجبانو د قرب او وصال (نښلون) وياړنې جامې ور واغوستې:

 د «پېټي» او «توښې» توپير

په پای کې په دې ټکي ټينګار کوو چې د پېټي او توښې ترمنځ توپير شته. موږ بايد بلې نړۍ ته له ډېرې توښې سره؛ يعنې، په ګران روح؛ خو په سک ګوډي، سفر وکړو.  له خدایه غواړو چې د خپل رحمت ورونه دې را پرانځي او د باطنو د پاکۍ او تهذيب توفيق دې راکړي او له دې امته دې د خپل نوازش لاسونه نه اخلي.

 

 

[1]  شاعر وايي :

چې په اور راته مخ تور کړي بیا مې ټیټې سترګې بیايي

زه به هغه جنت څه کړم چې دوزخ یې دروازه ده

[2] – علي (ک) وايي:« أَحَاطَ بِالْأَشْيَاءِ عِلْماً قَبْلَ كَوْنِهَا فَلَمْ يَزْدَدَ بِكَوْنِهَا عِلْماً عِلْمُهُ بِهَا قَبْلَ أَنْ يُكَوّنَهَا كَعِلْمِهِ بَعْدَ تَكْوِينِهَا لَمْ يُكَوّنْهَا لِتَشْدِيدِ سُلْطَانٍ وَ لَا خَوْفٍ مِنْ زَوَالٍ وَ لَا نُقْصَانٍ  : د شيانو تر شتون وړاندې، خدای علمي احاطه پرې درلوده او د شيانو تر هستۍ روسته، پر علم يې زياتونه ونشوه.» اصول کافي، ۱ ټ، باب کليات توحيد، باب جوامع التوحيد، ۱۸۳ – ۱۸۴ مخونه)

[3] – لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ (بقره/۲۵۵)

[4] – فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ (بقره/۱۵۵)

[5] – الميزان تفسير: ۸ټ، ۱۱- ۱۲ او ۱۴ – ۱۵ مخونه.

اعراف، ۸ او ۹، مؤمنون، ۱۰۳، فمن ثقلت…

قارعه، ۶ – ۹ : فاما … هاويه.

[6] – بحار الانوار:  ۶۹ ټ، ۵۴ مخ، د حضرت علي (ک) له ویناوو څخه.

[7]  شاعر وايي :

څومره دې زور راکړ څومره دې ځواني راکړه

خدایه دا څه په لیونتوب کې دې خاني راکړه

اوس به وزرې الوتو ته خامخا غواړم

پيدا په ځمکه شوم جذبه دې اسمانی راکړه

[8] – كَانَ رَسُولُ اَللَّهِ صَلَّى اَللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ يَدْعُو فِي أَثَرِ اَلصَّلاَةِ فَيَقُولُ اَللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لاَ يَنْفَعُ وَ قَلْبٍ لاَ يَخْشَعُ وَ نَفْسٍ لاَ تَشْبَعُ وَ دُعَاءٍ لاَ يُسْمَعُ اَللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ مِنْ هَؤُلاَءِ اَلْأَرْبَعِ ( سنن النبي علامه طباطبایی، دعائه فی اثر الصلاة، ۳۳۸ مخ، بحارالانوار ۸۶ ټ، ۱۸ مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!