بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر طلاق سورت تفسیر طلاق سورت دولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. اووه لومړي آیتونه یې په طلاق او په طلاق پورې اړوند احکام او مسایل دي؛ نوځکه یې نامه«طلاق» ده. دویمه برخه یې د دوو ډلو عاقبت […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
نور تفسیر طلاق سورت تفسیر
طلاق سورت دولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.
اووه لومړي آیتونه یې په طلاق او په طلاق پورې اړوند احکام او مسایل دي؛ نوځکه یې نامه«طلاق» ده.
دویمه برخه یې د دوو ډلو عاقبت بیانوي، لومړی هغوی چې د الله (ج) له حکمه یې سرغړونه کړې او سختې سزا ته رسېدلي دي، دویم هغوی چې په نېکچاریو او له پېغمبرانو په لاروۍ، په الهي ځانګړي ښیون – هدایت، نعمتونو او جنتي نعمتونو کې نغاړل شوي دي.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِذا طَلَّقْتُمُ النِّساءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَ أَحْصُوا الْعِدَّهَ وَ اتَّقُوا اللّهَ رَبَّکُمْ لا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُیُوتِهِنَّ وَ لا یَخْرُجْنَ إِلاّ أَنْ یَأْتِینَ بِفاحِشَهٍ مُبَیِّنَهٍ وَ تِلْکَ حُدُودُ اللّهِ وَ مَنْ یَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لا تَدْرِی لَعَلَّ اللّهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذلِکَ أَمْراً«1»=پېغمبره! (امت ته دې ووایه) چې کله ښځو ته طلاق ورکوئ؛ نو د عدت پر (مهال) یې طلاقې كړئ [= هغه وخت چې له مياشتنيو جامو پاكه شوې وي او له خپل مېړه سره يو ځاى شوې نه وي] او عدت وشمېرئ او[خپل ځانونه] د هغه الله له [عذابه] وساتئ،چې ستاسې پالونكى دى،له خپلو كورونو يې مه شړئ او دوى دې هم (د عدت پر وخت) نه وځي؛خو داچې څرګند ناوړه كار وكړي او دا د الله پولې دي او څوک چې د الله پولې ماتې كړي؛ نو په يقين، پر ځان يې تېرى وكړ، ته نه پوهېږې،ښايي الله تر دې روسته (د جوړجاړي) کوم نوې حالت رامنځ ته كړي.
ټکي:
* «أَحْصُوا» له «احصاء» اخستل شوی او د شمېرلو په مانا دی او اصل یې، «حِصی» د وړو کاڼو په مانا دی؛ ځکه پخوا به یې په شګو او وړو کاڼو حساب کاوه[1].
* له «بِفاحِشَهٍ مُبَیِّنَهٍ» مراد، زنا کول یا د کوروالاوو کړول دي، چې له کوره د مطلقه ښځې د ایستو جواز شي[2].
*له هغه وخته چې مېړه یې مېرمن ته طلاق ورکوي، ښځه یې باید تر درېیو میاشتېنیو او پاکېدو پورې صبر وکړي او که تر هغه روسته یې غوښتل؛ نو بل مېړه کولای شي. دې زماني واټن ته «عده» وايي او ښځه دې یې پخپله له ځان سره حساب ولري. په عدت وخت کې سړی دنده لري، د ښځې نفقه ورکړي او نشي کولای په رجعي طلاق کې یې له کوره بهر کړي؛البته په دې وخت کې ښځه هم نشي کولای، د سړي بې اجازې له کوره بهر ووځي.
*په عدّه کې سړی حق لري، بېرته خپلې ښځې ته ورستون شي او له سره ورسره ژوند پیل کړي، بې له دې چې بیا عقد/نکاح ته اړتیا وي. ښايي ښځې ته هم د مېړه په کور کې د عدت ټاکنې او درې میاشتې زماني واټن فلسفه دا وي چې د بیا ورستنېدو شونتیا وي، چې طلاق او بیلتون په اسانۍ او بېړه عملي نشي. «لَعَلَّ اللّهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذلِکَ أَمْراً»
* اسلام د بېځایه طلاق د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه ټاکلي دي؛ لکه : کوردوانې ته له درېیو طلاقونو روسته بېرته ورستنېدل ابدي حرام دي او ورستنېدای نشي او یوازې د محلل په شتون کې بیا ورسره نکاح کړای شي. په یوه روایت کې لولو، چې امام رضا (رح)، محلل ته د اړتیا د دلیل په باب وویل: چې خلک طلاق ساده او سپک و نه ګڼي:«لئلا یوقع النّاس الاستخفاف بالطّلاق[3]»
* قرآن وايي: «فَإِمْساکٌ بِمَعْرُوفٍ» یا په ښه توګه مو مېرمنې وساتئ، «أَوْ تَسْرِیحٌ بِإِحْسانٍ» یا په نېکۍ یو له بله بېل شئ او هېڅوک حق نه لري، ښځه په ناوړه چلن وساتي، چې په داسې بڼه کې اسلامي واکمن له ښځې ملاتړ کوي.
طلاق ته یوه کتنه
په اسلام کې طلاق تر ټولو کرکجن حلال دی[4]. پېغمبراکرم(ص) وايي: واده وکړئ او طلاق مه ورکوئ، چې په طلاق ورکولو د الله (ج) عرش لړزېږي:«تزوّجوا و لا تطلّقوا فانّ الطلاق یهتزّ منه العرش[5]»؛ البته طلاق یوه حل لار او کله یوه اړتیا وي.
د طلاق څرنګوالي ته څو نظریې دي:
الف)طلاق دې په اسانۍ او بې قیده ترسره کېدونی چار وي، چې له دې نظریې ناوړګټي، هوسباز او عیاش وګړي، خپلو لنډمهاله ځاني غوښتنو ته ناوړګټنه کوي.
ب)طلاق دې په ټولیزه توګه بډن/منع وي، چې کلیسا ددې نظریې پلوې ده؛ خو د طلاق منع کېدل به ددې لامل شي، ښځه او مېړه چې یو له بل سره همغږي نه لري، د عمر تر پایه وسوځي او یا په پټه بل واده وکړي.
ج)طلاق دې د ښځې واک وي. په دې خبره به د طلاق شمېره ډېره لوړه شي؛ ځکه ښځې عاطفي او ژر خپه کېدونې دي او د ژوند له ستونزو سره په مخېدو به ژر طلاق ورکوي او د ډېرو ژوند به پر کوشنۍ ستونزه شړېږي.
د)طلاق دې د سړي واک وي؛ خو د قانون په چوکاټ کې او د اسلامي واکمن تر بشپړې څارنې لاندې، چې له ظلمه د مخنیوي او عدالت پلي کېدو پازوال دی؛ البته په هغو ځایونو کې چې ښځه طلاق غواړي، اسلامي واکمن دې یې غوښتنې ورپوره کړي او د اړتیا په بڼه کې، د طلاق او بېلتون حکم ورکوي.
* په اسلام کې دې طلاق د شرایطو او قوانینو تابع وي او اخلاقي مسایلو ته دې پابند وي؛ لکه څنګه چې له دښمن سره جګړه هم شرایط لري او حق نلرئ، د څښاک اوبه زهرجنې یا ونې راونړوئ او یا پر ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او بندیانو تېری وکړئ.
د اړپېچ او بېلتون لاملونه او لارې چارې
1.بداخلاقي
د طلاق یو مهم لامل، یو د بل پر وړاندې د ښځې او مېړه بد اخلاقي ده. په روایت کې لولو چې حضرت علي کرم الله وجهه وویل: هر کس چې بداخلاقه وي، کورنۍ به یې خپه وي.«من ساء خلقه ملّهُ اهله[6]»
2.هوس راني
اسلام ښځو او سړیو ته سپارښتنه کوي، چې د خوند اخستو په نیت له سترګو څرولو او نامحرم ته له لیدو ډډه وکړئ او پردې سربېره، ښځو ته سپارښتنه کوي، چې له نامحرمو دې ځان پټ ساتي او په ټولنه کې دې نازونه او اداوې نه کوي.
امام صادق (رح) وویل: شته داسې لنډ لیدل، چې پایله یې اوږد حسرت او پښېماني وي.«کم من نظرهٍ اورثت حسرهً طویله[7]»
په یوه بل حدیث کې وايي: د نورو خلکو د ښځو پر وړاندې عفاف ووسئ، چې د ښځو مو عفت وساتل شي. «عفّوا عن نساء الناس یعفّ عن نساءکم[8]»
په روایتونو کې راغلي ، چې د داوود علیه السلام په پېر کې یو سړي له یوې ښځې سره نامشروع اړیکې درلودې.
الله (ج) هغه ښځې ته الهام وکړ، چې سړي ته ووايي: هر مهال چې پر کومې ښځې ورپېښ شوې؛ نو کوم سړی به هم ستا پر ښځه درپېښ شي. سړی چې خپل کور ته ستون شو؛ نو له خپلې ښځې سره یې پردی سړی وموند، هغه یې ونیو، او حضرت داوو ته یې شکایت ترې وکړ، الله (ج) حضرت داوو ته وحې وکړه، چې ورته ووایه: په کوم لاس یې چې ورکړې، له هماغه لاسه یې اخلې[9].
3.یو د بل اړتیاوو ته د ښځې او سړي نه پام
پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وايي: د الله درشل ته په خپل کور کې له خپلې مېرمنې سره د کېناستو ثواب، زما په جومات کې تر اعتکاف ډېر خوښ چار دی.«جلوس المرء عند عیاله احبُّ الی اللّه تعالی من الاعتکاف فی مسجدی هذا[10]»
امام صادق (رح) وویل: سمه نه ده، چې د ښځې ځان ته پام نه وي او له سینګار لاس واخلي، چې د ژوند د خوږلني لاملېږي. «لاینبغی للمرئه ان تعطّل نفسها[11]»
حسن بن جهم وايي:امام کاظم مې په داسې حال کې ولید، چې د سر وېښتان یې رنګ کړي وو. امام مې هېښتیا ولیده او راته یې وویل: د سړي سینګار یې د ښځې عفت ډېروي او هغه ښځې له عفته لاس اخلي، چې مړونه یې له ځان سینګارولو او ظاهري ښکلا لاس واخلي.«ان التهیئه ممّا یزید فی عفّه النّساء و لقد ترک النّساء العفه لترک ازواجهن التهیئه»،بیا یې وویل: لکه څنګه چې تاسې نه خوښوئ، چې مېرمن مو بې سینګاره ووینئ؛ هغوی هم داسې دي[12].
تر طلاق مخکې د اړپېچ – اختلاف حل لارې
1.کورنۍ محکمه
اسلام سپارښتنه کوي، چې د ښځې او مېړه ترمنځ د اړپېچ پر مهال دې له دواړو لوریو، زړه سواند وګړي د منځګړي او حَکَم په توګه وټاکل شي او د اړپېچ ځایونه دې وڅېړي او هوار دې یې کړي.
په دې کړنلار به منځ ته راغلی اړپېچ په هماغه لومړي پړاو کې هوار او د جوړې خبره به طلاق او محکمې ته ورنشي. «وَ إِنْ خِفْتُمْ شِقاقَ بَیْنِهِما فَابْعَثُوا حَکَماً مِنْ أَهْلِهِ وَ حَکَماً مِنْ أَهْلِها…[13]»
2.د د دوو عادلو شاهدان شتون
د اسلامي احکامو له مخې، د طلاق ترسره کېدو ته دې دوه عادل شاهدان شتون ولري، چې دا چار پخپله د طلاق پر لار یو خنډ دی؛ ځکه:
لومړی: په ټولنه کې د طلاق قبح او ناوړتیا لاملېږي، چې خلک معمولا په دې پار له طلاقه ډډه وکړي، چې دوه کسان یې د کورنۍ پر شیندل کېدو شاهد وي.
دویم: هغه وګړي چې د شاهد او ګواه په نامه رابلل کېږي، د ښځې او مېړه ترمنځ د پخلاینې هڅه کوي.
- عدّه ایښوول
په رښتینه کې عدّه د هوډ او عمل ترمنځ ځنډ دی. اسلام سړیو ته حکم کوي، چې خپلې طلاقې کړې ښځې مو د عده تر پایه په خپل کور کې وساتئ او نفقه یې ورکړئ. طبیعي ده، چې په دې موده کې به له طلاقې شوې ښځې سره د سړي معاشرت لامل شي، چې هیجانات او غوسه یې سړه شي او په فرصت او ځیرنې سره د طلاق د پایلو په اړه فکر وکړي او کېدای شي، په دې موده کې د بیا ژوند پیلولو سوچ ورشي.
امام باقر (رح) وايي: طلاقه شوې ښځه دې د خپل مېړه په کور کې ځان سینګار کړي، عطر دې پورې کړي او هغه جامې دې واغوندي، چې د سړي خوښې وې، چې په بشپړ عقل او درایت هوډ وکړي او بیا خپلې ښځې ته رجوع وکړي او له سره ژوند پیل کړي.«المطلقه تکتحل و تختضب و تطیب و تلبس ما شانت من الثیاب،لان اللّه عزّ و جلّ یقول لعلّ اللّه یحدث بعد ذلک امراً لعلّها ان تقع فی نفسه فیراجعها[14]»
د طلاق د عدّت فلسفه
شک نشته، چې په ټولو اسلامي احکامو کې حکمت او مصلحت نغښتی دی، چې پر عملي کولو یا نه کولو ورسېدای شو یا له مفاسدو پرې مخنیوی کولای شو، که څه په ټولو یې پوه نشو. د طلاق د عدې حکم هم داسې دی، چې که لږ پکې فکر وکړو؛ نو په یوه لړ حکمتونو یې پوهېدای شو:
1.د زوجیت د حریم ساتنه . اسلام واده یو سپېڅلی چار ګڼي او ورته په حریم او شعاع قایل دی او د عدت ساتل ددې حریم ساتلو لامل دی.
2.د اولاد نَسب. عدّت ساتل لاملېږي، چې د بېلابېلو مړونو د څاڅکي له یوځای کېدو مخنیوی وشي او د اولاد نسب خپل پلار ته شي، چې د ډېرو حقوقو سرچینه ده.
- بېا ځلې ژوند ته د ورستنېدا یو مهلت.
سربېره پردې، هغه ښځې ته د سړي ورستنېدل، چې طلاقه کړې یې ده، تر بل واده یو لړ ګټې لري؛ لکه:
الف)له نوې کورودانې سره ژوند، نوې تجربې ته اړتیا لري؛ خو له پخوانۍ ښځې سره د ژوند تجربه لري.
ب)نوی واده کول، نوي لګښتونه لري.
ج)تېر ژوند ته ورستنېدل، په ټولنه کې د ښځې او سړي موقعیت خوندي کوي او هغه زړه بدۍ، خوا بدۍ او کدورتونه له منځه وړي، چې طلاق رامنځ ته کړي.
د)اولاد به یې بېرته کورنۍ ته ورستانه شي او هغه روحي ګوزار به یې جبیره شي،چې د موروپلار د طلاق له کبله یې خوړلی دی.
ه) کله تېر ژوند ته ورستنېدل، په انسان کې د تېرېدنې، زغم، صبر او سرښندنې روحیه رازرغونوي.
پېغامونه:
1-په ټولیزو احکامو کې چې عموم خلک یې مخاطب دي، د پېغمبراکرم(ص) مخاطبول، هم آنحضرت ته د درناوي نښه ده او هم د الهي حدودو پر ښه پلي کېدو د آنحضرت د څارنې د لزوم نښه ده. «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِذا طَلَّقْتُمُ»
2-د حکم د ارزښت بیان او په نورو کې انګېزې پیدا کولو، ته لومړي وګړي ته دې خطاب وشي. «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِذا طَلَّقْتُمُ»
3-واده کول ځانګړي وخت ته اړتیا نه لري؛ خو طلاق هغه مهال شونی دی، چې د عدت پیل شونې وي؛ یعنې ښځه په میاشتېنۍ کې نه وي او سړي هم تر پاکېدو روسته کوروالی ورسره نه وي کړی. «فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ»
4- طلاق د سړي واک دی. «طَلَّقْتُمُ ، فَطَلِّقُوهُنَّ»
5-د کورني نظام خوندېینې ته، د طلاق قانون له یو لړ سختو قوانینو سره پلی کېږي. «فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ»
6-په الهي احکامو کې دې مهالوېش ته په ځير سره پاملرنه وشي. «أَحْصُوا الْعِدَّهَ»
7- بېلتون او طلاق دې له ګناه سره نه وي. «طَلَّقْتُمُ … اِتَّقُوا اللّهَ»
8-په طلاق ورکولو کې دې تقوا، په تېره عدت یې، د سړي او ښځې له خوا هرومرو رعایت شي.«أَحْصُوا الْعِدَّهَ وَ اتَّقُوا اللّهَ»
9-پروا او تقوا د الهي ربوبیّت غوښتنه ده. «اتَّقُوا اللّهَ رَبَّکُمْ»
10-طلاقه شوې ښځه، تر هغه چې په عدت کې ده، ته وا پخپل کور کې ده او د مېشتېدو حق ترې نشي اخستل کېدای. «لا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُیُوتِهِنَّ»
11- طلاق دې د ښځې په سپکاوي نه وي. «لا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُیُوتِهِنَّ»
12-د منت ايښوولو او منت زغملو لارې وتړئ، داچې مېړه منت کېنږدي او ښځه منت و نه زغمي؛ نو الله (ج) وايي: خپل کور یې دی. «مِنْ بُیُوتِهِنَّ»
13-ښځې دې، طلاق د چار پای نه ګڼي، په کور دې پاتې شي، شونې ده سړی لاس پر سر او ورستون شي. «لا یَخْرُجْنَ»
14-خپل شاته پلونه ورانول او د سولې لار تړل، پر ځان ظلم دی.«لا تُخْرِجُوهُنَّ … لا یَخْرُجْنَ … فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ»
15- بې حیا گنهگار، چې حریم یې مات کړی، درناوی نه لري او د سپکاوي وړ دی.«لا تُخْرِجُوهُنَّ … إِلاّ أَنْ یَأْتِینَ بِفاحِشَهٍ مُبَیِّنَهٍ»
16-له قانونه ناوړګټنه منع ده.(ښځه نشي کړای، د مېشتېدو له حقه ناوړګټنه وکړي او له مېړه غچ اخستنې ته، د مېړه کور د فحشاء او منکراتو هډه کړي). «إِلاّ أَنْ یَأْتِینَ بِفاحِشَهٍ مُبَیِّنَهٍ»
17-له کوره د ښځې ایستل په هغه شرط دي، چې د ښځې فحشا څرګنده شي، ګنې یوازې بدګوماني بسیا نه ده. «إِلاّ أَنْ یَأْتِینَ بِفاحِشَهٍ مُبَیِّنَهٍ»
18-سړي دې پر خپلو طلاقې کړیو ښځو د نفقې او وسېدانې منت نه ږدي؛ ځکه دا د الله (ج) حکم دی. «تِلْکَ حُدُودُ اللّهِ»
19-ښځه دې په کور کې له محدودېدو تشویش نه کوي؛ ځکه دا محدودیت د حکیم الله (ج) حکم دی. «تِلْکَ حُدُودُ اللّهِ»
20-د الهي احکامو نالیدلي ګڼل او د الهي پولو ماتول، پر ځان ظلم دی، نه پر الله (ج). «وَ مَنْ یَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ»
21-موږ د خپلو معلوماتو او پېژندنې پر بنسټ هوډ کوو او له راتلونکي بې خبره یو، پر الله (ج) په توکل، راتلونکې ته هیلمن وسئ.( لا تَدْرِی لَعَلَّ اللّهَ …)
22- په اسلام کې نهیلي منع ده او مسلمان دې راتلونکې ته هیلمن وي.«لَعَلَّ اللّهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذلِکَ أَمْراً» (د طلاق پر مهال چې دواړه لوري اندېښمن دي، تسل او ډاډ ته اړتیا لري)
23-ترخې پېښې په نېک فال نیسئ.( طَلَّقْتُمُ النِّساءَ … لَعَلَّ اللّهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذلِکَ أَمْراً)
24- تقوا او الهي پولې وساتئ، راتلونکې هم الله (ج) ته وسپارئ.( اِتَّقُوا اللّهَ …تِلْکَ حُدُودُ اللّهِ … لَعَلَّ اللّهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذلِکَ أَمْراً)
25-الهي پېرزوینې په شته حالاتوو پورې ځانګړې مه ګڼئ، شته داسې بېلتونونه، چې ښو حالاتو ته د رسېدو لامل شي. «لَعَلَّ اللّهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذلِکَ أَمْراً»
فَإِذا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِکُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَ أَشْهِدُوا ذَوَیْ عَدْلٍ مِنْکُمْ وَ أَقِیمُوا الشَّهادَهَ لِلّهِ ذلِکُمْ یُوعَظُ بِهِ مَنْ کانَ یُؤْمِنُ بِاللّهِ وَ الْیَوْمِ الْآخِرِ وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً«2»=نو چې عدت یې پوره شي؛ نو په ښه توګه يې (پخپله نكاح كې) وساتئ يا په ښه توګه ترې بېل شئ او (پر طلاق يې) له تاسې (مسلمانانو) دوه تنه عادل [نارينه] شاهدان ونيسئ او (شاهدانو!) د الله لپاره شاهدي وركړئ. دا هغه څه دي، چې هغه ته يې نصيحت كېږي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان لري او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي، (الله له ستونزو) وتلار ورپيدا كوي؛
وَ یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللّهَ بالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللّهُ لِکُلِّ شَیْءٍ قَدْراً«3»=او له داسې یوه ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي؛ نو همدا یې بس دى، په حقيقت كې الله خپل كار ترسره كوي ، په يقين چې الله هر څيز ته يوه کچه ټاكلې ده .
ټکي:
*د اجل له را رسېدو مراد«بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ»، د عدت وخت روستیو وختونو ته وايي، نه یې پای ته؛ ځکه که د عدت وخت پای ته ورسېد؛ نو د ښځې ساتنه حرامه ده.[15].
* په قرآن کې ۳۸ ځل د معروف کلیمه کارېدلې، چې ۱۵ ځل یې په ښځې، مېړه او کورنۍ چارو پورې اړوند ده؛ یعنې یو له بل سره دې د ښځې او مېړه چلن، وړ او نېک وي.
*پر طلاق د دوو عادلو شاهدانو ګواهي یو لړ ګټې لري؛ لکه: که سړی د عدت پر وخت ومړ، طلاقي مېرمن یې د میراث دعوا نشي کړای، ښځه د عدت تر پای روسته واده کړای شي او خورا مهمه خو دا چې دوه عادل شاهدان د شته ټولنیز محبوبیت په پار، په طبیعي توګه، په موعظه هڅه کوي، چې د طلاق پر ځای دواړه لوري سولې ته اړباسي.
* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل:«انی لأعلم آیه لو اخذ بها الناس لکفتهم»یو آیت پېژنم چې که خلک پرې عمل وکړي، ټولې ستونزې به یې حل شي او بیا یې د «وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً» آیت تلاوت کړ[16].
* په روایتونو کې لولو: هغه مهال چې ددې سورت ۳ آیت رانازل شو، د پېغمبراکرم ځینې یارانو کار او سوداګري پرېښووله او و یې ویل : الله مو روزي تضمین کړې؛ کار او هڅې ته اړتیا نشته.
پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله هغوی راوغوښتل او و یې رټل: څوک چې کار او هڅه پرېږدي، دعا یې نه منل کېږي.«انه من فعل ذلک لا یستجاب له[17]»
* په قرآن کې هم الهي مینه په «مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ[18]»غونډله – جمله راغلې او هم الهي قهر .«فَأَتاهُمُ اللّهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوا[19]»؛یعنې کله الهي مینه او پرغز- قهر پر هغه بڼه انسان ته رارسي، چې ګومان یې نه کېږي.
*د تقوا اغېز یوازې په آخرت کې نه دی. امام صادق (رح) د «مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ» غونډلې جملې په اړه وویل:د روزۍ دا پراختیا، په دنیا کې متقیانو ته ده[20].
پېغامونه:
1-د دیني احکامو مهالوېش ته دې په ځير پاملرنه وشي.( هم د عدت د وخت پیل:«فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ» او هم پای یې : «فَإِذا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ» ویل شوې ده.)
2- کارونه دې له پیله کړلار او ټاکل شوی وخت ولري. «أَجَلَهُنَّ»
3- هم دې د ژوند دوام په غوره توګه وي او هم بېلتون او طلاق. «فَأَمْسِکُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ»
4-غوره چلن د کورودانې یو حق دی، که په سوله او روغه کې وي او که په خپګان او بېلتون کې.( فَأَمْسِکُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ …)
5-د ښځې ساتل پر بېلتون وړمبی دی، لومړی یې وویل: «فَأَمْسِکُوهُنَّ» او بیا یې وویل:«فارِقُوهُنَّ»
6-ګډ ژوند یا طلاق دې په شرع او عقل برابر وي. «بِمَعْرُوفٍ»
7-د جسمي کمزروۍ، نارسایۍ، ناغېړۍ او د تاریخي او ټولنیزو دودونو له کبله، د ښځو ډېر حقوق لتاړ شوي او کېږي؛ نو قرآن سړیو ته ډېره سپارښتنه کوي، چې د ښځو حقوق دې پر ځای کړي. «فَأَمْسِکُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ ، فارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ»
8-بېلتون او طلاق دې په کرامت، عزت او له هر ډول سپکاوي لرې وشي.«فارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ»
9-د طلاق د صحت او سموالي شرط د دوو عادلو ګواهانو شتون دی. «وَ أَشْهِدُوا ذَوَیْ عَدْلٍ مِنْکُمْ»
10-د دواړو لوریو حقوقو خوندېینې ته، د دوو شاهدانو نیول، د محکم کارۍ او ځیرنې نښه ده. «وَ أَشْهِدُوا ذَوَیْ عَدْلٍ مِنْکُمْ»
11-هغوی دې عادل وي، چې په مخ کې یې طلاق واقع کېږي. «ذَوَیْ عَدْلٍ مِنْکُمْ»؛ یعنې عدالت یې شتمني وي.
12-عادل وګړي هم نصیحت او تذکر ته اړتیا لري. «أَشْهِدُوا ذَوَیْ عَدْلٍ مِنْکُمْ وَ أَقِیمُوا الشَّهادَهَ لِلّهِ»
13- مینه او کینه دې زموږ پر قضاوتونو اغېزمن نه وي. «أَقِیمُوا الشَّهادَهَ لِلّهِ» (دې ته ورته غونډله په نساء سورت 135 آیت کې راغلې چې وايي: «کُونُوا قَوّامِینَ بِالْقِسْطِ شُهَداءَ لِلّهِ وَ لَوْ عَلی أَنْفُسِکُمْ أَوِ الْوالِدَیْنِ وَ الْأَقْرَبِینَ»)
14-د دوو تنو ګواهي دې، د خلکو د حقوقو له خوندېینې او اخلاص سره وي.«أَقِیمُوا الشَّهادَهَ لِلّهِ» (په «أَقِیمُوا» کلیمه کې د خلکو د حقوقو ساتل او په «لِلّهِ» کلیمه کې، په کړنه کې اخلاص نغښتی دی).
15-د خلکو د حقوقو ساتنه، د لمانځه او دین هومره ارزښت لري.(په قرآن کې د «أَقِیمُوا» کلیمه؛ لمانځه، دین، شهادت، تللو او وزن ته اوڅار شوې ده. «أَقِیمُوا الدِّینَ[21]»، «أَقِیمُوا الصَّلاهَ[22]»، «أَقِیمُوا الْوَزْنَ»[23]او «أَقِیمُوا الشَّهادَهَ[24]»
16- موعظه یوازې اخلاقي نصیحتونه نه دي؛ بلکې فقهي احکام هم یو ډول موعظه ده.(فَأَمْسِکُوهُنَّ … فارِقُوهُنَّ … أَشْهِدُوا … ذلِکُمْ یُوعَظُ بِهِ)
17-نصیحت منل، د واقعي ایمان نښه ده. «یُوعَظُ بِهِ مَنْ کانَ یُؤْمِنُ»
18-د سیروسلوک د ناپېژاندیو لار وهلو پر ځای، پر الهي احکامو عمل غوره موعظه او د ځان جوړونې لار ده. «یُوعَظُ بِهِ مَنْ کانَ یُؤْمِنُ»
19-په ګناهونو ستونزاواری، پر کږه تلل دي. تقوا او له الله (ج) وېره، انسان له ستونزو او تنګلاسیو راباسي. «وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً»
20- تقوا له ټولو ډپونو (او له هغوی ځنې د ښځې او مېړه د اړپېچ) د خلاصون لار ده. «وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً»
21- د ناورینونو او فتنو په سمبالنه کې دوه چارې مهمې دي:
الف)تقوا. «وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً»
ب)پر قرآن منګولې لګول.«اذا التبست علیکم الفتن کقطع اللیل المظلم فعلیکم بالقرآن[25]»
22-هغه ښځه او مېړه چې په طلاق یو له بېله بېلېږي، که تقوا رعایت کړي؛ نو د الله (ج) ځانګړې پېرزو به یې راونغاړي. «یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ»
23-هغوی چې په ګناه خپل ژوند تامینوي، د ناوړاندویل شویو روزیو لار پر ځان بندوي.( وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ … یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ)
24-الهي اراده د انسان د شمېرانو – محاسباتو په چوکاټ کې نه ده. «یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ»
25- مانیزو چارو ته پاملرنه، پر توکیز ژوند اغېزمن دي.(غیبي مرستې د انسان پر ژونډ اغېزمنه ونډه لري.) «مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ»
26-متقي انسان، خپلې غوښتنې د الهي غوښتنې او ارادې په بهیر کې کوي؛ نو داچې الهي اراده ډپ نه لري؛ نو متقي انسان هم ډپ ته نه رسي. «وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً»
27-تل ډېر رزق په ډېر کار پورې اړوند نه دی. (وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ … یَرْزُقْهُ) ( لکه څنګه چې څومره والی یې مهم نه دی. امام صادق (رح) د «یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ» آیت په تفسیر کې وویل: الله به ورکړي څیز کې ورته برکت واچوي[26].
28- تقوا او توکل له ډپه د وتو دوه اړمونه دي.( وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ … وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ …)
29-د ننني ژوند تامین ته تقوا(وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ … یَرْزُقْهُ)او راتلونکي ته توکل پکار دی. «وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ»
30- تقوا پر توکل ورلومړۍ ده. (وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ … وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ)
31-بې د الله (ج) له پېرزوېنو یو لامل هم چارسازی او بسیا نه دی. «فَهُوَ حَسْبُهُ»
32-د ټولو وګړیو او واکمنیو په اراده او غوښتنه کې د ماتې، ناکارآمدۍ او ډپ احتمال شته، یوازېنی چار چې ناماتی دی، د الله (ج) اراده او غوښتنه ده. «إِنَّ اللّهَ بالِغُ أَمْرِهِ»
33-پر الله (ج) مو د توکل دلیل، ناپایه الهي ځواک دی.( وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ … إِنَّ اللّهَ بالِغُ أَمْرِهِ)
34- زموږ د توکل او د الهي ځواک مانا دا نه ده، چې انسان به یې ټولو غوښتنو ته وررسي؛ ځکه ټوله هستي قانونمنده ده او حساب وکتاب لري. «وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللّهَ بالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللّهُ لِکُلِّ شَیْءٍ قَدْراً»
وَ اللاّئِی یَئِسْنَ مِنَ الْمَحِیضِ مِنْ نِسائِکُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلاثَهُ أَشْهُرٍ وَ اللاّئِی لَمْ یَحِضْنَ وَ أُولاتُ الْأَحْمالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ یَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ یُسْراً«4»=او ستاسې هغه ښځې، چې له مياشتينيو جامو نهيلې شوې وي او (د اميندوارۍ او دوځانۍ په اړه) يې شكمن ياست (؛ نو پوه شئ، چې) عدت يې درې مياشتې دى او د هغو ښځو (عدت هم درې مياشتې دى) چې (له سره يې) مياشتېنۍ جامې نه وي راغلې او د اميندوارو ښځو عدت د [ماشوم] زېږون دی او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي، [الله] يې چارې وراسانوي.
ټکي:
*د تېرو آیتونو په دوام، چې د طلاق احکام یې وویل، د ا آیت وايي: هغه ښځې چې په هر دلیل؛ لکه د عمر ډېروالي یا رنځ له کبله میاشتېنۍ نه لري، پوره درې میاشتې دې عدت وساتي او دوه ځانې مېرمنې دې تر ماشوم زیږونه صبر وکړي، تر هغه روسته بل واده کړای شي.
* په قرآن کې متقي وګړیو ته څو تعبیرونه راغلي دي: «یَجْعَلْ لَکُمْ نُوراً[27]»، «یَجْعَلْ لَکُمْ فُرْقاناً[28]»، «یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً[29]»، «یَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ یُسْراً[30]» ، چې ښايي یو طبیعي بهیر ته اشاره لري؛ ځکه متقي انسان ته لومړی نور پیدا شي او په رڼا، حق له باطله بېلوي او چې حق او باطل یې وپېژانده، له ستونزو وتلار مومي او په هماغه رڼا په ډېره اسانۍ له ډېرو ستونزو راوځي.
پېغامونه:
1-الهي احکام د انسان د بېلابېلو شرایطو له مخې، توپیر کوي.(دوه ځانې او شنډې ښځې ته ځانګړي احکام دي.) (یَئِسْنَ …، لَمْ یَحِضْنَ وَ أُولاتُ الْأَحْمالِ)
2-فطري دین، د هر ځای لپاره فطري او طبیعي کچې لري. د الهي احکامو مهالوېش او اندازه ګیري د طبیعي مسایلو پر چورلیځ دی؛ لکه د لمر ختیځ او لویدیځ، د سپوږمۍ لیدل کېدل، د لوېشتې او ذراع څومره والی. «ثَلاثَهُ أَشْهُرٍ»
3-اولاد حریم او حقوق لري او دوه ځانې ښځه بل واده نشي کولای.«أُولاتُ الْأَحْمالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ یَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ»
4-په کورنیو چارو،د کورودانې په حقوقو او په تېره د طلاق پر مهال ډېرې تقوا ته اړتیا ده.(ددې سورت له پیله تر اوسه څو ځل تقوا راغلې ده.) «وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ»
5-د ژوند د ستونزو د یوې برخې لامل بې تقوايي ده. «وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ یُسْراً» (البته د متقي وګړیو ځینې ستونزې د ازمېینې لپاره دي).
6-متقیانو ته د سختیو زغمل آسان دي؛ ځکه تقوا د انسان ظرفیت لوړوي. «یَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ یُسْراً» ( «مِنْ أَمْرِهِ»؛ یعنې:« د هغه د چارو له اړخه »)
ذلِکَ أَمْرُ اللّهِ أَنْزَلَهُ إِلَیْکُمْ وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ وَ یُعْظِمْ لَهُ أَجْراً«5»=دا د الله امر دى، چې یې درلېږلى، او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي؛ بدي یې رژوي او اجر به ورته ستر کړي.
پېغامونه:
1-په کورنیو چارو کې، الهي احکام ساده مه وینئ. «ذلِکَ أَمْرُ اللّهِ أَنْزَلَهُ إِلَیْکُمْ»
2- تقوا، له الهي قهره د ژغورنې لامل دی. «مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ»
3- گناهگاران په تقوا تېر ګناهونه جبیره کولای شي. «یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ»
4- گناهگاران بدعاقبته مه انګېرئ، ډېر گناهگاران دي، چې پاک شوي دي. «یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ»
5-له ګناه پاکېدل، د اجر د لاس ته راوړو سریزه ده. «یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ وَ یُعْظِمْ لَهُ أَجْراً»
6- تقوا، هم تېر جبیره کوي، «یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ» او هم راتلونکې تامینوي. «یُعْظِمْ لَهُ أَجْراً»
أَسْکِنُوهُنَّ مِنْ حَیْثُ سَکَنْتُمْ مِنْ وُجْدِکُمْ وَ لا تُضارُّوهُنَّ لِتُضَیِّقُوا عَلَیْهِنَّ وَ إِنْ کُنَّ أُولاتِ حَمْلٍ فَأَنْفِقُوا عَلَیْهِنَّ حَتّی یَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَکُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَ أْتَمِرُوا بَیْنَکُمْ بِمَعْرُوفٍ وَ إِنْ تَعاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْری«6»=دوى [= طلاقو شويو ښځو] ته [په عدت كې] په هر ځاى كې، چې اوسئ [او] په وس كې مو وي،ځاى وركړئ او زيان مه وررسوئ،چې تنګې يې كړئ (او د كور پرېښوولو ته اړې شي) او كه اميندوارې وي؛ نو د ماشوم تر زوکړې يې لګښت ورکړئ؛نو كه ستاسې (ماشوم) ته يې تى وركاوه؛نو لاسباړه يې وركړئ او (د اولاد په اړه) پخپلو كې په ښه توګه مشورې او توافق ته ورسئ او كه دواړه له ستونزو سره مخ شوئ (او جوړجاړي ته ونه رسېدئ)؛ نو ژر دې ماشوم ته بله [ښځه] تى وركړي .
ټکي:
* «أْتَمِرُوا» له «ایتمار» اخستل شوی او د حکم یا سلامشورې منلو ته وايي، چې په رښتینه کې د یو چار پر کولو هوکړې ته وايي.
*داچې په عدت کې د سړي او ښځې هستوګنځی یو دی، ښايي ددې لپاره وي، چې یو بل ته د بیا ستنېدا او سولې لاره چاره چمتو شي. پردې سربېره، له کوره د ښځې ایستل او یا ورته بېل هستوګنځی چمتو کول، د ښځې یو ډول سپکاوی دی او همداراز په سوکه سوکه بېلتون کې، عقل، عاطفه، فکر او مشورت تر یودمي بېلتونه غوره دی او د جوړجاړي شونتیا چمتو کېږي.
* دا آیت د ښځې حقوقو او حریم ساتنې ته، دوه ځانۍ ته، ماشوم ته د تي ورکولو ته ، د تي ورکولو لاسباړې او د طلاق په بڼه کې دایه نیوو ته اشاره کوي.
* په دې آیت کې پینځه حکمونه راغلي، چې ټول عاطفي او عقلي احکام دي او ژوند ته د بیا ورستنېدا لاره چاره چمتو کوي: «أَسْکِنُوهُنَّ ، لا تُضارُّوهُنَّ ، فَأَنْفِقُوا عَلَیْهِنَّ ، فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ، أْتَمِرُوا بَیْنَکُمْ بِمَعْرُوفٍ»
پېغامونه:
1-د ښځې هستوګنځی تأمینول، ان تر طلاق څه موده روسته هم د سړي پر غاړه دی. «أَسْکِنُوهُنَّ»
2-د طلاقې شوې ښځې هستوګنځی دې هماغه ځای وي، چې سړی پکې وسېږي.(بېلتون او طلاق دې د هستوګنځي بېلېدو لامل نشي). «مِنْ حَیْثُ سَکَنْتُمْ»
3- سړی حق نه لري، سپما، غچ او سپکاوي ته د ښځې لپاره نامناسب هستوګنځی وټاکي، چې طلاقه شوې ښځه پکې هستوګنې ته اړ کړي. «مِنْ حَیْثُ سَکَنْتُمْ»
4-په هستوګنځي ټاکنه کې دې د ښځې هوساینې او آرامۍ ته پاملرنه وشي؛ نه داچې یوازې یو سرپناه وي. «أَسْکِنُوهُنَّ مِنْ حَیْثُ سَکَنْتُمْ» (د مسکن تعبیر چې له سکینه اخستل شوی، د خونې پر ځای پر همدې مانا دلالت کوي.)
5-د څومره والي او څرنګوالي له پلوه، د هستوګنځي ټاکنې ته کچه، د سړي وسه ده، نه د ښځې د غوښتنې څومره والی. «مِنْ وُجْدِکُمْ»
6-سړی حق نلري هغې ښځې ته ضرر ورسوي چې طلاقه کړې یې ده. «لا تُضارُّوهُنَّ»
7-سړی حق نلري خپله طلاقه کړې ښځه په تنګسه کې کړي.«لِتُضَیِّقُوا عَلَیْهِنَّ»
8- د دوه ځانې ښځې تأمین، ان تر طلاق روسته هم واجب دي. «فَأَنْفِقُوا عَلَیْهِنَّ حَتّی یَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ»
9- طلاقه شوې ښځه کولای شي، خپل ماشوم ته د تي ورکولو پر وړاندې، له خپل مېړه لاسباړه وغواړي. «فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ»
10-د مور شیدې، ان په هغه بڼه کې چې له مېړه لاسباړه واخلي، د دایي تر شیدو غوره دي. «فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَکُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ» ضمناً طلاقې شوې ښځې، په شیدو ورکولو کې مختارې دي. «فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَکُمْ»
11-د ښځې او سړي مشوره دومره ارزښتمنه ده، چې ان د بېلتون په شرایطو کې پرې اسلام سپارښتنه کوي. «وَ أْتَمِرُوا بَیْنَکُمْ»
12-په ټولو کورنیو چارو کې، د منلو کچه عرف او عقل دی.( فَأَمْسِکُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ ، فارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ …، وَ أْتَمِرُوا بَیْنَکُمْ بِمَعْرُوفٍ)
13- مشوره پکار ده، که څه تل او په هر ځای کې پایله نه ورکوي. «وَ إِنْ تَعاسَرْتُمْ»
14-که ښځه او سړی پایلې ته و نه رسېدل؛ نو د ماشوم حقوق دې په ټپه ولاړ او ځنډمن پاتې نه وي. «فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْری»
15-د مور شیدې، ماشوم ته یې لومړیت لري او انصراف ترې هغه مهال دی، چې انسان په تنګسه کې وي. «وَ إِنْ تَعاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْری»
16-ښځه حق نلري، د شیدو لاسباړه دومره اوچته کړي،چې سړی په تنګسه کې کړي او که داسې وکړي، سړی کولای شي دایه ونیسي. «وَ إِنْ تَعاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْری»
17-په کورنیو هوډنیونو کې دې د ماشوم حقوق خوندي وي:
الف)تر هغه چې ماشوم په زیلانځ کې دی، پلار دې یې لاسباړه ورکړي.
ب)تر زوکړې روسته دې مور شیدې ورکړي.
ج)پلار دې مور ته د شیدو لاسباړه ورکړي.
لِیُنْفِقْ ذُو سَعَهٍ مِنْ سَعَتِهِ وَ مَنْ قُدِرَ عَلَیْهِ رِزْقُهُ فَلْیُنْفِقْ مِمّا آتاهُ اللّهُ لا یُکَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاّ ما آتاها سَیَجْعَلُ اللّهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُسْراً«7»=شتمن دې له خپلې شتمنۍ (د تي وركوونكې ښځې) لګښت وركړي او د چاچې لاس تنګ وي؛ نو څه چې الله وركړي وي، لګښت دې ترې وركړي، الله چې چا ته څومره وركړي وي؛ نو هومره يې مكلف بولي، الله به ژر تر تنګلاسۍ روسته پراخي راولي.
ټکي:
*ددې آیت حکم چې هرڅوک دې تر وسې وسې خپلې مېرمن ته انفاق وکړي، هم د عدت ورځې رانغاړي، هم د طلاقې شوې ښځې له لوري د شیدو لاسباړه او هم بل هر وخت رانغاړي.
پېغامونه:
1-د ژوند د لګښت څومره والي ته کچه د سړي وټیز وس دی، نه د سړي تنګ نظري او یا د ښځې غوښتنې او هیلې. «ذُو سَعَهٍ مِنْ سَعَتِهِ»
2-له راتلونکې د وېرې په پار، نن سخته مه تېروئ.(څوک یې چې لري، لګوي دې یې) «ذُو سَعَهٍ مِنْ سَعَتِهِ»
3-ان د طلاق په شرایطو کې هم پتمني او مړانه کوئ. «ذُو سَعَهٍ مِنْ سَعَتِهِ»
4- د نفقې شرط، له مېرمن سره مینه نه ده، طلاقه شوې ښځه هم تر څه مودې واجب النفقه ده. «ذُو سَعَهٍ مِنْ سَعَتِهِ»
5-انفاق کوونکی دې خپل مال او شتمني له الله (ج) وګڼي. «مِمّا آتاهُ اللّهُ»
6-د چاچې څومره د انفاق وسه وي، و دې یې کړي.( مَنْ قُدِرَ … فَلْیُنْفِقْ مِمّا آتاهُ اللّهُ)
7-بېوزله دې له شتمنو سره د خپلو حالاتو په پرتلنه کې، هغه نعمتونه له یاده نه باسي، چې الله (ج) هغوی ته ورکړي دي.( قُدِرَ عَلَیْهِ … آتاهُ اللّهُ)
8-هر څوک ترخپلې وسې پړ دی. «لا یُکَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاّ ما آتاها» اسلام، یو واقعپال دین دی او تر وسې پورته تمه نه لري.
9-پراخي لاس ته راوړو ته بیړه مه کوئ. «سَیَجْعَلُ اللّهُ»
10-د طلاق، بېلتون، بېوزلۍ او تنګلاسۍ په ترخو شرایطو کې، راتلونکي ته هیلمني له لاسه مه ورکوئ. «سَیَجْعَلُ اللّهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُسْراً»
وَ کَأَیِّنْ مِنْ قَرْیَهٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّها وَ رُسُلِهِ فَحاسَبْناها حِساباً شَدِیداً وَ عَذَّبْناها عَذاباً نُکْراً«8»= او [څومره] ډېر كلي او ښارونه ول، چې (اوسېدونكيو يې) د خپل پالونكي او د ده د استازيو له امره یې سرغړونه وکړه؛ نو موږ (هم) سخت حساب ورسره وكړ او په بېساري عذاب مو اخته كړل!
فَذاقَتْ وَبالَ أَمْرِها وَ کانَ عاقِبَهُ أَمْرِها خُسْراً«9»=په دې توګه یې د خپل چار (ناوړه) سزا وڅكله او د کار پاى يې (سراسر) زيان و.
ټکي:
* «قریه» هستوګنې ته د خلکو د راټولېدو په مانا ده، که ښار وي که کلی.
«عَتَتْ»له «عتو» اخستل شوی او د سرغړونې په مانا دی. «وَبالَ» د شدت او دروندوالي په مانا دی او مراد ترې سخت عذاب دی.
*په تېرو آیتونو کې د مېرمن او اولاد حقوق او احکام، ان د بېلتون په ورځو کې اوڅار شول. دا آیت وايي: پر احکامو عمل کول جدي ونیسئ، چې د الله (ج) له حکمه سرغړونه سخت عذاب لري او ددې سختو عذابونو ډېری بېلګې د تاریخ په ترڅ کې لیدای شئ.
پېغامونه:
1- تاریخ او تېرشوي، راتلونکیو ته هینداره ده.( وَ کَأَیِّنْ مِنْ قَرْیَهٍ …)
2- الهي دود دی، چې هغوی ته سخته سزا ورکوي، چې د الله (ج) او رسول له احکامو یې سرغړونه کوي.( وَ کَأَیِّنْ مِنْ قَرْیَهٍ عَتَتْ …)
3-د ا نبیاوو له حکمه سرغړونه، د الله (ج) له حکمه سرغړونه ده. «عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّها وَ رُسُلِهِ»
4-د دنیا عذاب چې څومره هم سخت وي، هسې څکل وي، مهم د قیامت ورځې عذاب دی.( عَذَّبْناها … فَذاقَتْ وَبالَ أَمْرِها)
5-د الله (ج) او رسول له احکامو یې سرغړونه تاوان دی. «عاقِبَهُ أَمْرِها خُسْراً»
6-لنډمهاله بریاوو ته مه ګورئ، د کار پای په نظر کې ونیسئ. «عاقِبَهُ أَمْرِها خُسْراً»
أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ عَذاباً شَدِیداً فَاتَّقُوا اللّهَ یا أُولِی الْأَلْبابِ الَّذِینَ آمَنُوا قَدْ أَنْزَلَ اللّهُ إِلَیْکُمْ ذِکْراً«10»= الله سخت عذاب ورچمتو كړى؛ نو مؤمنو عقلمنو! [خپل ځانونه] د الله له [عذابه] وساتئ، په رښتيا، الله يو نصيحت (= قرآن) درلېږلى دى.
پېغامونه:
1-د الله (ج) په سخت حساب پسې، سخت عذاب دی.( حِساباً شَدِیداً … عَذاباً شَدِیداً)
2- تقوا، انسان له سخت حساب او عذابه ساتي. («أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ عَذاباً شَدِیداً فَاتَّقُوا اللّهَ»
3- عقل او ایمان د تقوا لامل دی. «فَاتَّقُوا اللّهَ یا أُولِی الْأَلْبابِ الَّذِینَ آمَنُوا»
4- عقل او ایمان یو له بله جلا نه دي. «أُولِی الْأَلْبابِ الَّذِینَ آمَنُوا»
5- د الهي احکامو ترسره کولو لپاره، د خلکو هڅونې ته کمالات وریاد کړئ. «فَاتَّقُوا اللّهَ یا أُولِی الْأَلْبابِ الَّذِینَ آمَنُوا»
6-یوازې عقلمن مؤمن د الله (ج) له استازي هرکلی کوي او له تذکراتو او نصایحو یې برخمنېږي. «یا أُولِی الْأَلْبابِ الَّذِینَ آمَنُوا قَدْ أَنْزَلَ اللّهُ إِلَیْکُمْ ذِکْراً»
7-د انبیاوو د بعثت او آسماني کتابونو موخه، د خلکو تذکر او راویښول دي. «قَدْ أَنْزَلَ اللّهُ إِلَیْکُمْ ذِکْراً»
8- عقل له دننه او وحې له بهره د بشر ژغورنوزلې دي.( أُولِی الْأَلْبابِ … أَنْزَلَ اللّهُ إِلَیْکُمْ ذِکْراً)
رَسُولاً یَتْلُوا عَلَیْکُمْ آیاتِ اللّهِ مُبَیِّناتٍ لِیُخْرِجَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ وَ یَعْمَلْ صالِحاً یُدْخِلْهُ جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها أَبَداً قَدْ أَحْسَنَ اللّهُ لَهُ رِزْقاً«11»=يو داسې پېغمبر (يې درلېږلى)، چې د الله څرګند آيتونه درلولي [او لاروي يې كوي] چې هغه کسان له تيارو ځنې رڼا ته راوباسي، چې ايمان يې راوړى او نېكې [چارې] يې كړي او چې څوک پر الله ايمان راوړي او نېكې [چارې] وكړي؛ نو هغه (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي، تل به پكې اوسي (او) په رښتيا الله يې ((روزي)) ښه كړې ده.
ټکي:
* ښیون – هدایت په څو عنصرو پورې تړلی دی:
الف) ښیونوونکی، «رَسُولاً»
ب) ښیونېدوونکی، «الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»
ج) ښیونوزله، «آیاتٍ بَیِّناتٍ»
د)د ښیون موخه ، «یُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ»
ه)د ښیون منلو ثواب ، یُدْخِلْهُ جَنّاتٍ …
* د «ذکر» کلیمه هم قرآن ته کارېدلې، «نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ»[31]او هم پېغمبر اکرم ته.(ذِکْراً رَسُولاً یَتْلُوا …)
*ام المؤممنین حضرت بي بي عایشه د پېغمبر اکرم په ځانګړنو کې وايي:«کان خلقه قرآن[32]»؛یعنې د پېغمبر خلق و خوی قرآن و.
پېغامونه:
1- انسان ځان داسې ځای ته رسولای شي، چې له سره تر پښو ټول د الله (ج) ذکر شي. «ذِکْراً رَسُولاً»
2-یوازې ښوونځی بسیا نه دی، مشر هم پکار دی. «رَسُولاً یَتْلُوا»
3-د الهي آیتونو ویل، خلک له تیارو ځنې رڼا ته د را ایستو لپاره غوره لار ده.( یَتْلُوا عَلَیْکُمْ آیاتِ اللّهِ … لِیُخْرِجَ الَّذِینَ آمَنُوا …)
4-بلنه دې څرګنده او په ځغرده وي. «آیاتِ اللّهِ مُبَیِّناتٍ» («مبین» کلیمه تر سلو ځلو ډېره په قرآن کې راغلې؛ لکه: «الْبَلاغُ الْمُبِینُ[33]»، «قُرْآنٍ مُبِینٍ[34]»، «سُلْطاناً مُبِیناً[35]»)
5-د شرک او کفر باطلې لارې ګڼې دي؛ خو حق لار ایکي یوه ده.(اَلظُّلُماتِ … اَلنُّورِ («ظلمات»جمع او«نور» مفرد دی).
6-د انبیاوو موخه د بشر ژغورنه ده. (رَسُولاً یَتْلُوا … لِیُخْرِجَ …)
7-له تورتمونو د خلکو را ایستل، په آر کې د الله (ج) کار دی، «اللّهُ وَلِیُّ الَّذِینَ آمَنُوا یُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ[36]»؛ خو دا کار د پېغمبرانو له لارې کوي.(رَسُولاً … لِیُخْرِجَ)
8- که څه د انبیاوو دنده، له تورتمونو ځنې رڼا ته د خلکو ورایستل دي، «لِتُخْرِجَ النّاسَ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ[37]»؛ خو دا موخه یوازې په مؤمنانو پلي کېږي. (لِیُخْرِجَ الَّذِینَ آمَنُوا … مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ)
9- انسان ان تر ایمان او صالح عمل روسته هم په تورتمونو کې وسېږي، چې باید ترې راووځي. ( لِیُخْرِجَ الَّذِینَ آمَنُوا … مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ)
10- ایمان او عمل، یو د بل مل دي. «یُؤْمِنْ بِاللّهِ وَ یَعْمَلْ صالِحاً»
11-هڅونه او ګواښنه دې انډول وي.( عَذاباً نُکْراً … أَحْسَنَ اللّهُ لَهُ رِزْقاً)
اَللّهُ الَّذِی خَلَقَ سَبْعَ سَماواتٍ وَ مِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ یَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَیْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ وَ أَنَّ اللّهَ قَدْ أَحاطَ بِکُلِّ شَیْءٍ عِلْماً«12»= الله؛ هغه ذات دى، چې اوه اسمانونه يې پيدا کړي او له ځمکې يې (هم) په څېر یې (او) ددوی ترمنځ د [الله] حكم نازلېږي، چې پوه شئ الله پر هر څه وسمن دى او په رښتیا پوهې یې هر څه رانغښتې دي.
ټکي:
*له اووګونو ځمکو یې مراد:[38]
الف)اووه آسماني کرات، چې د ساختمان او جوړښت له اړخه د ځمکې په څېر دي.
ب)د ځمکې اووه پوړونه،چې د پیاز د غوټې په څېر یو د بل له پاسه دي.
ج)د ځمکې اووه ګوني اقلیمونه، چې پخوانۍ جغرافیا پوهانو به ځمکه پر اوو برخو یا وچو ویشله.
*په دې آیت کې، د آسمانونو او ځمکې پنځون او د هغوی د چارو سمبالنه یې، له الهي علم او ځواکه د انسان خبرېدو، معرفت او توحیدي ودې ته اوڅار شوی دی.( لِتَعْلَمُوا …)
په هود اووم آیت کې هم د آسمانونو او ځمکې د پنځون موخه، د انسان ازمېینه ګڼل شوې.( وَ هُوَ الَّذِی خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ فِی سِتَّهِ أَیّامٍ … لِیَبْلُوَکُمْ أَیُّکُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً) او د هماغه سورت په ۱۱۹ آیت کې هم الهي لورنه، د انسان پنځون بنسټ ښوول شوې ده. «إِلاّ مَنْ رَحِمَ رَبُّکَ وَ لِذلِکَ خَلَقَهُمْ» او په ذاریات سورت ۵۶ آیت کې د انسان پنځون موخه د الله (ج) عبادت ګڼي. «وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلاّ لِیَعْبُدُونِ»
ددې آیتونو له ټولګې داسې پایله اخستای شو، چې د هستۍ او انسان له پنځونه موخه، علم، عمل، عبادت او د الهي لورنو ترلاسه کول دي.
پېغامونه:
1-ډاډمن وسئ، چې الله (ج) پر خپلو ژمنو وفا کوي؛ ځکه هغه داسې ځواک لري، چې هستي یې پنځولې ده. «یُدْخِلْهُ جَنّاتٍ ، أَحْسَنَ اللّهُ لَهُ رِزْقاً ، اَللّهُ الَّذِی خَلَقَ»
2- هستي یو ډول تعادل لري. «سَبْعَ سَماواتٍ وَ مِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ»
3- هم د هستۍ پنځون د الله (ج) په لاس کې دی او هم یې د چارو سمبالنه. (خَلَقَ … یَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ)
4-الهي امر کله تشریعي دی، «عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّها»[39]او کله تکویني. «یَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَیْنَهُنَّ»
5- هستي د زده کړې ټولګی دی. (خَلَقَ … لِتَعْلَمُوا)
6-د بشر کمال او وده، د ټولو پنځول شویو چورلیځ دی. «لِتَعْلَمُوا»
7-اسلام غواړي، انسان د پنځون غونډال – خلقت نظام د سمبالنې د چارو پر څرنګوالي پوهه او علم ولري.( خَلَقَ سَبْعَ سَماواتٍ … یَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ … لِتَعْلَمُوا …)
8- هغه چې پنځګر – خالق دی، پر خپلو پنځولیو بشپړه احاطه درلودای شي. (خَلَقَ … أَحاطَ بِکُلِّ شَیْءٍ عِلْماً)
9-د الله (ج) علم پر ټولو څيزونو بشپړ، دقیق او بې نیمګړتیا دی. «أَحاطَ بِکُلِّ شَیْءٍ عِلْماً»
سرچینه : نور تفسیر
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
«والحمدللّه ربّ العالمین»
[1] -روح المعاني تفسیر
[2] – نورالثقلین تفسیر
[3] – عیون الاخبار،ج2،ص85.
[4] – وسایل الشیعه،ج 15،ص 266.
[5] – وسایل الشیعه،ج 15،ص 268.
[6] – میزان الحکمه،حدیث 5103.
[7] – کافي،ج 5،ص 559
[8] – امالی شیخ صدوق،ص 238.
[9] – من لایحضره الفقیه،ج4،ص22.
[10] – میزان الحکمه،حدیث 7884.
[11] – مجموعه ورّام،ج2،ص121.
[12] – کافي،ج 5،ص 567.
[13] – .نساء،35.
[14] – نورالثقلین تفسیر ،ج5،ص352.
[15] – المیزان تفسیر.
[16] – مجمع البیان تفسیر.
[17] – نور الثقلین تفسیر.
[18] – طلاق،3.
[19] – حشر،2.
[20] – نور الثقلین تفسیر.
[21] – شوری،13.
[22] – بقره،43.
[23] – الرّحمن،9.
[24] – طلاق،2.
[25] – کافي،ج2،ص598.
[26] – نور الثقلین تفسیر.
[27] – حدید 28
[28] – انفال 29
[29] – طلاق 2
[30] – طلاق 4
[31] – حجر،9.
[32] – ابن ابی الحدید شرح نهج ، ۶ ټ، ۳۴۰ مخ
[33] – مائده،92.
[34] – حجر،1.
[35] – نساء،91.
[36] – بقره،257
[37] – ابراهیم،1.
[38] – تفسیر المیزان.
[39] – .طلاق،8.