تبلیغات

د قرآن موضوعات قرآن کريم ١١٤ سورتونه لري،چې پر “حمد” پيلېږي او پر “ناس” پاى ته رسي .په ټول کې قرآن شريف ٦٦٦٦ آيتونه لري،چې هر آيت يې د يوې موضوع په باب خبرې کوي . د قرآن له موضوعاتو سره آشنايي به راسره په قرآنپوهنه کې خورا مرسته وکړي؛په تېره بيا د خپلې خوښې […]

د قرآن موضوعات

قرآن کريم ١١٤ سورتونه لري،چې پر “حمد” پيلېږي او پر “ناس” پاى ته رسي .په ټول کې قرآن شريف ٦٦٦٦ آيتونه لري،چې هر آيت يې د يوې موضوع په باب خبرې کوي .

د قرآن له موضوعاتو سره آشنايي به راسره په قرآنپوهنه کې خورا مرسته وکړي؛په تېره بيا د خپلې خوښې د موضوع په ټاکنه کې او داچې قرآن په خپله هم وايي : (تبيان لکل شىءٍ) په دې کتاب کې د انسان ټولې غوښتنې او علمونه دي او انسان کولاى شي،چې پر موضوعاتو تر پوهېدو وروسته خپلې غوښتنې په قرآن کې راپيدا  کړي؛نو دلته مو هڅه کړې،چې د قرآن ټوليز موضوعات لوستونکيو ته راوړو او د ځينې آيتونه،چې په بېلابېلو سورتونو کې له لږ توپير سره راغلي دي؛خو ګډ مضامين لري؛نو موږ يې له يادولو ډډه کړې ده اود قرآن د موضوع راوړو ته مو له موضوع سره اړوند آيت هم راوړى واى؛نو ګران لوستونکي ته  به ستړې  کوونکې وي؛نو ځکه مو يوازې د قرآن ټوليز موضوعات راوړي دي :

١- د اسلام ګروهيز آرونه .٢-توحيد .٣-نبوت.٤-معاد .٥-مشري او امامت .٦-د انسان پنځونه .٧-د روژې احکام .٨-وصيت .٩-اعتکاف . ١٠-د پلارمړي د مال له خوړو ډده کول .١١-د حضرت پلار؛يعنې حضرت عمران .١٢-د احد غزا .١٣-د اسلام د شهيدانو غوراوى .١٤-د دين په لار کې زغم او صبر .١٥-د  ښځمنو چارې .١٦-ارث .١٧-د ښکار شرعي احکام. ١٨-د ځمکې پر مخ د ورانکاريو په باب احکام .١٩- د اوداسه احکام .٢٠- د لمانځه احکام .٢١-د غسل احکام .٢٢-د تيمم احکام .٢٣- له شرکه ډډه کول .٢٤-د بېوزلۍ له وېرې د اولاد له وژلو ډډه کول .٢٥- له موروپلار سره نېکي .٢٦- د انسانانو له وژلو ډډه کول .٢٧- د عدالت پلي کول .٢٨- پر ژمنه درېدل .٢٩- له نېغې لارې لاروي .٣٠-عامې شتمنۍ . ٣١-غنيمت .٣٢- له مشرکينو بې زاري او ورسره له اړيکو پرېکول .٣٣- الهي ځواک .٣٤- د پېغمبرانو : حضرت نوح،حضرت عيسى، حضرت يونس ، حضرت هود،حضرت عاد،حضرت صالح،حضرت صالح ، حضرت ثمود،حضرت شعيب، حضرت لوط،حضرت يوسف، حضرت ابراهيم،حضرت اسماعيل،حضرت يحيى،حضرت زکريا،حضرت يعقوب،حضرت خضر،حضرت سليمان،حضرت داود،حضرت آدم، حضرت الياس او آل ياسين کيسې .٣٥-معاد او د قيامت د ورځې پېښې.٣٦-د قيامت د ورځې جزا .٣٧- د ظالمانو عاقبت .٣٨- ايمان . ٣٩- د خداى ايکي يو والى .٤٠- د بني اسرائيلو کيسه .٤١- د اصحاب کهف کيسه .٤٢- د ياجوج ماجوج او ذوالقرنين کيسه .٤٣- حجاب . ٤٤- د زنا او لواط په باب احکام .٤٥- د متواضعو بندګانو احوال .٤٦-پر پېغمبر ايمان نه راوړل .٤٧-الهي سنتونه .٤٨- د  شيطان سرغړونه . ٤٩-د قيامت پر ورځ د کافرانو احوال .٥٠-د جنتيانو احوال .٥١- له بندګانو الهي ازمېينه .٥٢-پرښتې .٥٣-د دوزخ عذاب .٥٤- د قيامت پر ورځ د انسان د غړيو ګواهي او لېينه .٥٥- د حضرت محمد (ص) رسالت. ٥٦-ځکمه،اسمانونه او فصلي بارانونه .٥٧-مرګ .٥٨- د مړيو راژوندي  کېدل .٥٩- کړنليک .٦٠-د مسلمانانو برى .٦١- د پېغمبر اکرم پر وړاندې آداب .٦٢-د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې .٦٣- د خداى قسمونه .٦٤-د  کافرانو رټنه .٦٥- د حضرت محمد (ص) معراج .٦٦-د الهي نعمتونو يادونه .٦٧-نجوا .٦٨- صدقه .٦٩- منافقان .٧٠-حواريون .٧١- د جمعې لمونځ .٧٢-د تقوا سپارښتنه .٧٣- خداى ته د موجوداتو تسبېح .٧٤- قرض الحسنه .٧٥-واده او د طلاق احکام .٧٦- له دينه منکران .٧٧- پيريان .٧٨-وحې .٧٩-سحر او کوډې .٨٠-فرعون .٨١- جبرائيل .٨٢-د قيامت پر ورځ د سپوږمۍ او لمر نيول .٨٣-د قيامت د راښکاره کېدو نښې .٨٤-کرام الکاتبين .٨٥-د پېغمبراکرم مخالفان .٨٦- مطمئنه نفس .٨٧-د  جنت بڼونه .٨٩- له مؤمنان د خداى خوښي .٩٠- د حضرت صالح اوښه .٩١- د قرآن نزول .٩٢-د قدر شپه .٩٣-شتمنپالي کافران .٩٤-د فيل اصحاب .٩٥-د ابابيل مرغۍ .٩٦-کوثر .٩٧- پر ابولهب لعنت .٩٨- د خداى صفات .٩٩- خلک (ناس) .١٠٠. پر نېکيو امر او له بديو منع .

قرآني کيسې

د قرآن د ځينو آيتونو د موضوع يوه برخه کيسې دي،چې د انسان په سمونه او لارښوونه کې وڼده لري او اصولا قرآني کيسې د بشر د عبرت او زده کړې لپاره راغلي دي.

قرآن د کيسو کتاب نه دى؛خو ….

قرآن د کيسو کتاب نه دى؛خو داچې دا کيسې انسان ته ګټورې او عبرت ترې اخستاى شي؛نو خداى هم دا کيسې په قرآن کې راوړې دي او ډېره هغه پېښې دي،چې پخوا تېرې شوي دي،چې له راوړو يې موخه انسان ته د حقايقو لارښوونه او عبرت ښوول او د پخوانيو انسانانو پر احوال ځان پوهول دي .

دا کيسې د انسان له مخې د غفلت پردې لرې کوي،چې په خپله قرآن ددې کيسو د بيانولو موخه داسې ښوولې ده :

((نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ  (يوسف/٣)= موږ درته په دې وحې شوي قرآن كې ښې قيصې (او دقيصو دود) بيانوو او بېشكه چې مخكې ترې له ناخبرو وې ))

له آيته لاندې مهم ټکي جوتېږي :

١ _ قرآني کيسې تر ټولو غوره دي .

٢ _ په قرآني کيسو کې دپخوانيو احوال راغلى دى.

٣ _ قرآني کيسې له واقعيته لرې او خيال نه دي ؛بلکې الهي وحې ده.

٤ _ قرآني کيسې موږ له بې خبرۍ راباسي.

٥ _ قرآن کيسې عبرت دى او روښانه راتلونکى ته يو ځلېدونکى څراغ دى.

 

د قرآني کيسو په باب د ډاکټر فليپ څرګندونه

داکټر فليب يو نامسلمان عالم دى،چې په خپل کتاب (تاريخ عرب) کې يې د قرآني کيسو په باب داسې ويلي دي:

داچې قرآن، کيسې او د پېغمبرانو تاريخ رانقل کړى دى، موخه يې داده، چې خپل لارويان په اخلاقي او علمي عبرت پورې ونښولي، چې له دې کيسو د قرآن مطلب داستان او افسانه ويل نه؛بلکې غواړي لوستونکي يې د معنويت پر لور رهبري کړي او د پند او اديبانه عبرت له لارې يې انساني ستر مقام ته ورسوي او ګورو، چې په دې کې يو سپېڅلې موخه پټوي، چې په پخوا زمانه کې هم خداى نېکو خلکو ته انعامونه او بدچاريو ته عذابونه ورکړي دي.

کيسه د پيغام لېږلو غوره لار ده :

د فصاحت او بلاغت له اصولو ځنې يو دادى،چې انسان خپل پيغام او مطلب ساده خلکو ته ورسوي؛يعنې انسان کولاى شي يوه لار وټاکي،چې پرې ښه او اسان خپل پيغامونه خلکو ته ورسوي،چې د دې خبرې د علمي کېدو لپاره ډېرى لارې شته ،چې ځينې يې دادي:

١ _ شعر. ٢ _ انځور ٣ _ موسيقي ٤ _ سينما ٥ _ تياتر ٦ _ ليک ٧ _ وعظ او خبرې ٨ _ ننداره او ٩ _ کيسه ، چې کيسې خلکو ته د پيغام رسولو غوره لار ده او دا يوازېنۍ لار ده، چې ډېرى خلک ترې په اسانۍ ګټه اخستاى شي. قرآن هم له ټولو اغېزمنو وسايلو نه د خپل پيغام د رسولو لپاره ګټه اخستې ده او د قرآن آيتونه هم، چې په ځانګړي خوږلني بيان شوي دي؛نو پر لوستونکي يې هم ځانګړى اغېز شته دى .

د قرآن ځينې آيتونه د کيسو او يا د يوې نندارى په بڼه په ماهرانه توګه د لوستونکي په ذهن کې انځورېږي او ځينې نور آيتونه هم د کيسو پر ‌بيانولو ننني انسانان د پخوانيو انسانانو د ماتو او بريو پر راز پوهوي؛ نو ويلاى شم، چې قرآني کيسې د پخوانيو خلکو د ماتو او بريو د راز پر پوهېدو يو مهمه لار ده.

قرآني کيسې د پخوانيو د تاريخ يوه برخه ده او د پخوانيو تاريخ هم د  روښانه راتلونکي لپاره يو څراغ دى،چې خداى انسان ته په لاس کې ورکړى دى .

د قرآني کيسو شمېر

په دې باب څېړونو راښوولې ده،چې تقريبا په قرآن کې سل کيسې راغلې دي،چې عمدتا د انبياوو، بدچاريو، نيکچاريو،هېوادونو، عذابونو،خارق العاده پېښو، د  قومونو سرغړونې ، جګړو،بوتانو، د عجيبو او غريبو پېښو په باب ( لکه د اصحاب کهف، اصحاب فيل) او هېښنده پېښې لکه اصحاب کهف او اصحاب فيل يې په ځانګړي خوږلني بيان کړي دي او ددې کيسې په ويلو انسان هم خوند اخلي او هم عبرت!

د قرآني کيسو څو بېلګې

د حضرت آدم عليه السلام کيسه:

په قرآن کې يوه کيسه د حضرت (آدم او حوا) په باب ده او د قرآني آيتونوپه رڼا کې حضرت آدم ته ١ _ ابوالبشر ٢ _ خليفة الله  ٣ _ معلم الاسماء هم ويل کېږي،حضرت آدم لومړى تن و، چې خداى له خاورې وپنځاوه او پر ځمکه خپل خليفه کړ .  حضرت آدم او حوا څه وخت په جنت کې وو، چې بيا شيطان تېرايستل او خداى هم له جنته راوايستل.

د حضرت ابراهيم عليه کيسه :

حضرت ابراهيم عليه السلام تر حضرت نوح عليه السلام وروسته دويم ستر او الوالعزم پېغمبر دى . حضرت ابراهيم پر “خليل الله” ، “خليل الرحمان” او په “ابوالانبياء” هم مشهور دى. د هغه د وخت ظالم او بې ايمانه پاچا به تل  له حضرت ابراهيم سره مبارزه او مخالفت کاوه، چې بالاخره حضرت ابراهيم د بوتانو ماتولو له امله په اور کې واچول شو، چې دخداى په امر اور حضرت ابراهيم ته پر ګلستان بدل شو. يوه ورځ حضرت ابراهيم د خداى پر حکم خپل زوى حضرت اسماعيل  او د يوې وينا له مخې حضرت اسحاق قربانۍ ته يووړ، چې قرباني او بلهار يې کړي او دا چار يې کاوه، چې خداى ورته يو پسه راولېږه ، چې د حضرت اسماعيل پر ځاى دې يې قرباني کړي  . ددې ستر الهي پېغمبر له وياړنو ځنې د کعبې جوړول دي . حضرت ابراهيم د فلسطين په الخليل ښار کې ښخ دى .

د ابليس کيسه :

د قرآن يوه کيسه هم د ابليس يا شيطان په باب ده، چې يو عجيب غيبي مخلوق دى . ابليس له پيريانو ځنې دى او د خداى له حکمه يې سرغړونه وکړه،چې ورته يې ويلي وو، چې آدم ته سجده وکړه او خداى هم د سرغړونې له امله له خپل درشله وشاړه. ابليس قسم وخوړ،چې د قيامت تر ورځې به انسانان له نېغې لارې کږوم؛خو خداى ورته وويل: ته به زما مخلص او نږه بندګان ونشې غولولاى. د ابليس نوم په قرآن کې يې په يوولسو ځايونو کې راغلى دى .

د ابولهب کيسه :

د ابو لهب اصلي نوم (عبدالعزى)؛يعنى د بوت بنده و،چې د پېغمبر  تره او د عبدالمطلب يو زوى و،چى د اسلام او پېغمبر  له سرسخته  دښمنانو ځنې و او کله چې پېغمبر  (ص)  خپلوانو ته مېلسمتيا کړې وه او خپلوان يې دين ته راوبلل؛ نو ابولهب نه يوازې ايمان را نه ووړ؛بلکې پر پېغمبر  اکرم (ص) يې ملنډې ووهلې او د عمر تر پايه يې له پېغمبر اکرم سره دښمني وکړه؛ خداى د قرآن په “مسد سورت” کې پرې لعنت ويلى : تبت يدا ابى لهب و تب؛يعنې د ابولهب لاسونه دې مات وي،چې پېغمبر  (ص)  کړوي او ورته کنځلې کوي . او له دې آيته دا زده کړه اخستل کېږي،چې کچه او معيار پر خداى ايمان او صالح عمل دى؛ نه د پېغمبر (ص) تره والى .

د حضرت ادريس کيسه :

دحضرت ادريس (پېغمبر) نوم په قرآن کې دوه ځل راغلى دى او په تورات کې يې نوم (افنوخ) دى . حضرت ادريس لومړى تن و، چې په قلم يې ليکل پيل کړل،خياطي يې وکړه او خداى هم ورته د نجوم او حساب علم وښود.

د اصحاب السبت کيسه :

سبت؛يعنې د شنبې ورځ : اصحاب سبت؛يعنې د شنبې د ورځې ياران او کيسه يې داسې وه:

خداى تعالى يهودان د شنبې پر ورځ د کبانو له ښکاره منع کړي وو؛نو ځکه به د شنبې پر ورځ په اوبو کې خورا زيات کبان راټولېدل،د يهودانو  ماغزو ته هم شرعي چل راغى داسې،چې هغوى د اوبو ډنډونه جوړ کړل او د شنبې پر ورځ به يې ددې ډنډونو په لور اوبه بهولې،چې ډېر کبان به په ډنډونو کې راټولېدل او يهودانو به بله ورځ د کبانو ښکار کاوه او ويل به يې : موږ خو دا ښکار د شنبې پر ورځ نه دى کړى،چې ګناه مو پر غاړه شي . خداى هم ددې شرعى چل او سرغړونې له امله پر عذاب کړل .

د جالوت کيسه :

د جالوت اصلي نوم (جليات) دى. هغه د فلسطين يو غښتلى پهلوان و،چې حضرت داود عليه السلام وواژه. جالوت له فلسطينانو سره څلور ورځې وجنگېد او خپل ټول سيالان يې څپلۍ کړل،چې بالاخره حضرت داود عليه السلام په يوه ساده وسله (چپنډه) وواژه.

د سامري کيسه :

سامري د حضرت موسى عليه السلام د ترور زوى و،چې د فرعون تر هلاکېدو وروسته يې د حضرت جبرائيل  د پښې خاورې راواخستې؛ځکه پوهېده چې دا خاورې معجزه کوونکى اغېز لري او د يوه مناسب وخت په تمه و ،چې يو خارق العاده چار پرې وکړي . حضرت موسى ،چې د سينا غره ته ولاړ او څه موده له خپل قوم سره نه  و؛سامري هم راغى او له هغو کاڼو او سرو زرو،چې  له بني اسرائيلو يې په غنيمت کې نيولي وو،يو خوسکى جوړ کړ،چې غږ او حالت يې د يو ژوندي خوسکي په څېر و او داسې يې ښوول،چې خداى د دې خوسي په بڼه راغلى دى او له دې لارې يې خلک پر ځان راټول کړل او خلکو هم دې خوسي ته سجده وکړه او پر عبادت يې بوخت شول .

حضرت موسى عليه السلام،چې له سينا غره راستون شو او دا هر څه يې وليدل؛نو سامري ته يې ښېرې وکړې او سامري پر ډېر بد حال شو،چې ټول بني اسرائيل ترې کرکجن شول، حضرت موسى  د سامري خوسى په اورکې وسوځاوه او يرې يې والوځولې.

د لات کيسه :

لات د  بوتلمانځيو د يو ستر بوت نوم و،چې نوم يې په قرآن له (عزى) سره راغلى دى .

پېغمبر اکرم (ص) د مکې تې سوبې وروسته ابوسفيان او مغيره بن شعبه ته،چې د بوت لمانځونکيو مشران وو، حکم وکړ،چې بوتان مات او دړي وړي کړي .

د حضرت مريم کيسه :

د حضرت مريم نوم په قرآن کې ٣٤ ځل راغلى دى،چې د حضرت عيسى مور او د حضرت عمران لور وه،حضرت مريم د مسيحيت د دين يوه ستره ميرمن ده،چې مسلمانان هم ورته ډېره زيات پر درنه سترگه ويني .

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست