بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رخه – كينه نه؛بلكې له بديو منع پر نېكيو امر او له بديو منع د رخې – كيني له مخې نه؛بلكې د سمې لارښوونې له مخې بايد وي. ډېرې ښځې چې سره زر لري؛نو سوځي او رخه كوي او له بديو د منع په پلمه وايي: ولې پلانكۍ ښځې د ځان […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
رخه – كينه نه؛بلكې له بديو منع
پر نېكيو امر او له بديو منع د رخې – كيني له مخې نه؛بلكې د سمې لارښوونې له مخې بايد وي. ډېرې ښځې چې سره زر لري؛نو سوځي او رخه كوي او له بديو د منع په پلمه وايي: ولې پلانكۍ ښځې د ځان ښوونې لپاره دومره ګاڼه اغوستې ده؟ يا څوك چې له مطالعې سره مينه نه لري؛نو وايي: پلانكى به دډېرې مطالعې له كبله لېونى شي. په هر حال د ځينو نيوكو جرړې په رخو – كينو او كمزورتياوو كې وي. قرآن وايي:
وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ (توبه/۵۸) = او له دوى ځينې د صدقاتو (او د غنيمتونو) په وېش كې درباندې نيوكې كوي، كه څه برخه ترې وركړه شي (؛ نو) خوښېږي او كه ورنکړاى شي، سملاسي غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي ) .
له دې آيته جوتېږي چې د ځينو نيوكو جرړې ديني نه؛ بلكې وګړیزه، وټیزه او اروایزه بڼه لري .
غچ نه؛بلكې نيوكه
كه پر يوكس نيوكه وشي؛نو هغه د غچ اخېستنې په فكر كې كېږي.كله چې ترې كومه سرغړونه وويني؛ نو له بديو د منع په پلمه ترې خپل غچ اخلي.
مخالفت نه؛بلكې له بديو منع
نيوكه او له بديو منع نه ښايي ورهنړیزه – كسبي بڼه پيدا كړي.د ځينو ورهڼه – كار او كسب دادى،چې په ويناوو او د ورځپاڼو له لارې نيوكې كوي او سترګې يې ښه كارونه نه ويني.
پرنېكيو آمرينو او له بديو منع كوونكيو ته د څو ټوكيو يادونه
لیدانه – بصيرت او پوهه ولرئ:
څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛بايد نيكۍ او بدۍ وپېژني او د پلي كېدو پر طريقه يې هم پوه شي.
د ارادې خاوند وي:
څوك چې دا مهم كارعملي كوي؛ د خلكو د غوسې او سولې پر بنسټ دې يې پلى نه کړي. قرآن وايي:
يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/۱۷) = ((يه زما زويکه! نمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.))
د خداى لپاره وي:
د امر كوونكي نيوكه بايد د وګړیزې،ګوندي او سياسي سليقو او همداراز رخې – كينې او غچ پر بنسټ نه وي.قرآن وايي :
يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ (توبه/۵۶) = او دوى پر الله قسمونه خوري، چې درسره يو؛ خو درسره نه دي؛ بلکې ډارنه ډله ده (چې د خپلو خوالو د را برسېرېدو له وېرې دروغ وايي) .
كه “امر و منع” بې له قومي،ټبریزې،ولسي،ګوندي او توکمیزو ستونزو پلي شي؛نو اغېزمن به وي؛ځكه د زړه خبره پر زړه كېني؛خو كه خبره لكۍ ولري او يا كه د اورېدونكي په غوږ كې خيرې وي؛نو پر نېكيو امر به اغېز ونه کړي .
خاطره:”همام” ،حضرت علي (ک) د پرهېزګارانو د نښو او ځانګړنو په باب وپوښت. حضرت علي چوپ شو. هغه ټينګار وكړ. حضرت علي ورته ټولې نښې وويلي. همام ناڅاپه کړيكه كړه او له دنيا يې سترګې پټې كړې. حضرت علي وويل: (( پر چمتو زړه نږه ورم – نصيحت داسې اغېز كوي.[1]))
قرآن سپارښتنه كوي چې رخې – كينې او مينې بايد تاسې د حق تر پولو تېر نه باسي. د اخلاص پوله ډېره نرۍ ده او په لږې ښويېدنې سره انسان د اخلاص له كړۍ وځي او دشرك پلو ته ورښكودل كېږي. د اخلاص نښه داده،چې له چا د مننې او اجر تمه ونه لرې :
إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً (انسان/۹) = (( (او وايي:) يوازې د الله لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو.))
د اخلاص نښې دادي چې :د كار پر وړاندې مو ستاينه خوښه نشي. د كار ډول،ځاى او وخت راته مهم نه وي. اړيكې را ته مهمې نه وي او هر څه مو د خداى لپاره وي. قرآن حضرت نوح (ع) ته وايي : ستا كافر زوى بايد ډوب شي. حضرت لوط (ع) ته وايي:ستا ښځه بايد پوپناه شي. پېغمبراكرم(ص) ته وايي: ستا د تره “ابي لهب” لاس دې غوڅ وي.حضرت ابراهيم ته وايي : بوت پالی تره ته دې د دعا حق نه لرې.
پراخه سينه او کلک هوډ درلودل :
حضرت موسى چې پر پېغمبرۍ وټاكل شو؛ نو له خدايه يې لويه سينه وغوښته،خداى يې دعا قبوله كړه او حضرت موسى په لويه سينه فرعون ته ورغى؛نو بې له غټې روحيي “امر و منع” ناشونې ده.څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛د خلكو د غوښتونو پر وړاندې به ولاړ وي؛نو هرومرو به د ځينو خلكو له تاو تريخوالي سره مخ شي او كه لويه سينه ونه لري؛نو د خلكو پر دوو ترخو خبرو به له دې دندې لاس واخلي. قرآن د ښو بندګانو د نښو په هكله وايي:
وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳) = (( او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي))
ايا پر پېغمبرانو به يې د لېونو[2]،كوډګرو[3]،ناپوهانو[4]،بېلارۍ[5] او ځانمنۍ تورونه نه لګول؟!
پر نېكيو امر او له بديو منع دانبياوو دنده ده او د انبياوو په شان ستونزې به هم ولري،ټولو انبياوو به د زغم او لوى سينې له لارې دا هر څه شاته اچول. خلكو به پېغمبرانو ته ويل:
قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (اعراف/۶۶) = د قوم كافرو مشرانو يې وويل :(( بې عقله راته ښکارې او ګومان مو دى،چې دروغجن يې.))
د بېلارۍ د تور پر وړاندې به يې ويل:
أُبَلِّغُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (اعراف/۶۲) = ((چې د خپل پالونكي پيغامونه درسوم او نصيحت درته کوم او د الله له لوري په داسې څيزونو پوهېږم، چې تاسې (پرې) نه پوهېږئ))
خداى پېغمبرانو ته د زغم سپارښتنه كوي:
فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَقُلْ آمَنتُ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِن كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ (شوری/۱۵) = نو په همدې پار (خلك دين ته) بله او لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ټينګ وسه او په غوښتنو پسې يې مه ځه او ووايه : ((ما د الله پر هر رالېږلي كتاب ايمان راوړى او امر راته شوی، چې ترمنځ مو عدالت وكړم، الله زموږ او ستاسې پالونكى دى، زموږ د كړنو پایله زموږ ده او ستاسې د كړنو پایله همدا ستاسې ده؛ زموږ او ستاسې ترمنځ ځاني شخړه نشته (او) الله به موږ او تاسې په خپلو کې راغونډ کړي او يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدل دي .))
له سرغړونو تېرېدل د مومنانو له غوره خويونو ځنې دي:
وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا (فرقان/۷۱) = او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې وكړي؛ نو په رښتیا یې الله ته پناه یووړه (او خپله بدله ترې اخلي).
پېغمبران به له ناروا خبرو،ګواښونو،شړلو،كړاونو او وژنو سره هم مخ كېدل:
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلاَّ أَن قَالُواْ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ (اعراف/۸۲) = او د قوم يوازېنى ځواب يې دا و، چې و يې ويل :(( له خپلو كليو یې وشړئ، چې ډېر پاک پاک کېږې (او پر يوه لار راسره نه دي!) ))
وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ (یس/۲۸) = (( او (تر شهادت) روسته یې موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راکوز نه کړ او نه یې راکوزوونکي یو.))
خو دې ټكي ته مو پام وي چې موږ د خداى تر څارنې لاندې يو او هره شېبه زموږ كارونه وينې او پر موږ لوراند دى:
وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ (طور/۴۸) = او د خپل پالونكي د حكم (تبلېغونې) په لار كې زغمناك وسه؛ ځكه زموږ تر څار لاندې يې او چې [له خوبه] راپاڅې؛ نو د خپل پالونكي په ستاینې سره تسبيح وايه.
قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُواْ إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (اعراف/۱۲۸) = موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل : ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبر كوئ،چې ځمكه (يوازې) د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي،پاتوړی یې ګرځوي او د متقیانو پاى ښه ده .))
لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/۹۵) = (هېڅكله له جهاده) بې عذره ناست مؤمنان، له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي، چې د الله په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو (جهاد کړى)، الله پر كورناستيو (= چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او الله له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې ژمنه وركړې ده؛ خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې غوره كړي دي.
دا هغه لار ده چې ټول انبيا او اولياء پرې تللي دي .
انسان ته لار دومره اسانوي،چې له هېڅ ګواښ او سرغړونې نه وېرېږي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (مایده/۵۴) = مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي (الله ته زيان نشي رسولاى) الله به داسې خلك راولي، چې الله ته ګران وي او خداى (هم) دوى ته ګران وي،د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز او د كافرانو پر وړاندې به ناماتي وي،د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملا متوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د الله لورنه ده،چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او (د) الله (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.
ښه او نرم چلن:
په “امر و منع” كې بايد له خلكو سره نرم چلن وكړو. خداى پېغمبر اكرم ته وايي:
لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ (غاشیه/۲۲) = ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛
د خلكوپه ايمان راوړو كې د زور حق نه لرې:
نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ (ق/۴۵) = ((دوى چې څه وايي، موږ پرې ښه پوه يو او دا ستا پازوالي نه ده،چې په زوره (ايمان) پرې راوړې؛ نو (ستا دنده يوازې همدا ده، چې) په دغه قرآن هغه ته نصحيت وكړې، چې (زما د عذاب) له ګواښه وېرېږي))
د زورزياتي حق هم نه لرې:
وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لآمَنَ مَن فِي الأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُواْ مُؤْمِنِينَ (یونس/۹۹) = او كه پالونكي دې غوښتي واى (چې پر ځمكه دې ټول يومخې مؤمنان او اطاعت كوونكي وسي؛ نو) د ځمكې ټولو اوسېدونكيو به (پر جبر) ايمان راوړى واى؛نو ايا خلك اړ باسې،چې ايمان راوړي؟! (؛نو اجباري ايمان څه ګټه لري ؟!)
څوك چې پر نېكيو امركوي؛نو بدي دې په ښه توګه لرې كړي:
هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ (رعد/۱۲) = (الله) هغه دى،چې برښنا د وېرې او تمې لپاره درښيي او (هم) درنې وريځې رادبره كوي .
او د غچ اخېستنې په فكر كې نه وي:
الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (آل عمران/۱۳۴) = (( هغوى (نېکان دي) چې په سوکالۍ او تنګسې کې انفاق کوي او غوسه خوري او د خلكو له تېروتنو تېرېږي او د خداى نېكان خوښ دي.))
او خلك له بدخويه كسانو تښتي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَقَالُواْ لإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُواْ فِي الأَرْضِ أَوْ كَانُواْ غُزًّى لَّوْ كَانُواْ عِندَنَا مَا مَاتُواْ وَمَا قُتِلُواْ لِيَجْعَلَ اللّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (آل عمران /۱۵۶) = ((مؤمنانو! د كافرانو په څېر مه كېږئ، چې كه روڼه يې سفر ته ځي او يا په جګړه كې برخه اخلي (او مري يا وژل كېږي؛ نو) وايي : ((كه راسره واى؛ نو نه به مړه شوي او نه به وژل شوي وو!)) (داسې خبرې مه كوئ) چې الله یې دا انګېرنه په زړونو کې د حسرت لامل وګرځوي او الله (دى چې) ژوندي کول كوي او مړه کول كوي (او ژوند و مرګ د الله په لاس کې دی) او څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى.))
موږ بايد له خلكو سره نه؛بلكې له بدو كارونو سره يې مخالفت وكړو:
قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ (شعراء/۱۶۸) = (لوط) وويل : (( په حقيقت كې زه ستاسې د دې عمل (لواطت) له سختو دښمنانو ځنې يم))
له ((ناپوهه)) سره نه؛بلكې له ((ناپوهۍ)) سره بايد مبارزه وشي. له ګناه كوونكي سره زموږ چلن بايد د دښمن په شان نه؛بلكې له ناروغ سره د ډاكترپه شان وي او نېكيو ته يې هم بايد پاملرنه وشي.ممكن انسان ګناه وكړى؛خو كېداى شي ځينې نېكۍ هم ولري.كه په پيل كې يې د نېكيوپه هكله خبرې وكړو او هغه په زړه كې دا ووايي، چې موږ ورسره مينه كوو او زموږ يادونه يې هم د نېكيو د بشپړتيا لپاره ده نو په غوڅه توګه به يوې پايلې ته ورسېږو. په چلن كې بايد له لویۍ ډډه وكړو او تواضع د خداى د نازولو نښه ده :
وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳) = (( او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي))
بايد له خلكو سره په تواضع او عاجزۍ چلن وكړو. خداى، پېغمبراكرم(ص) ته وايي :
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (شعراء/۲۱۵) = او مؤمنانو ته خپل وزر ټيټ کړه، چې ستا لاروي کوي (او په نرمۍ ورسره چلېږه).
د بښنې پر مهال سرغړونكى بايد وبښو دا د تاريخ د مېړنو نښه ده. ورونو يې له حضرت يوسف (ع) څخه بښنه وغوښته،ورته ويې ويل:
قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ (یوسف/۹۲) = (يوسف) وويل : (( نن هیڅ پړه درباندې نشته، الله دې بښنه درته وکړي او هغه د لورنو ډېر لورين دى))
پېغمبراكرم(ص) چې مكې ته راننوت؛ټول يې وبښل. له ټيټو كسانو هم بايد بښنه وغوښتل شي. څه توكي يې پېغمبراكرم (ص) ته راوړل،د ويش پر مهال پېغمبراكرم وليدل چې د ټولو برخه پكې نه كېږي؛نو نشتمنو ته يې وركړل او له نورو يې بښنه وغوښته.[6]
چا ته چې “امر و منع” وشي؛ممكن د شرم او ماتې احساس وكړي؛نو د نرمو خبرو او دعا له لارې يې زړه بېرته لاس ته راوړاى شو.
[1] نهج البلاغه – د همام خطبه
[2] حجر\۶
[3] مدثر\۲۴
[4] اعراف\۶۶
[5] اعراف \۶۰
[6] بحار 16\269