تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه غوره بېلګه (سیرت النبي) لومړی ټوک څېړنه: اجرالدین اقبال  لومړی چاپ : قاهره، مصر ، ۱۳۹۵/ ۲۰۱۷  خپلې خبرې سپېڅلی څښتن مو وايي: ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین څښتن په نامه

غوره بېلګه (سیرت النبي) لومړی ټوک

څېړنه: اجرالدین اقبال 

لومړی چاپ : قاهره، مصر ، ۱۳۹۵/ ۲۰۱۷ 

غوره بیلګه – سیرت النبی – څیړنه اجرالدین اقبال – مصر چاپ – لومړی او دویم جلدونه

خپلې خبرې

سپېڅلی څښتن مو وايي: ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين د الله د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د اخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.))

ستاېنه يوازې نړۍ پال ته ده، سلام او درود دې زموږ پر ښاغلي او لارښود حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم، پر سپېڅلې کورنۍ او عزتمنو اصحابو دې يې وي.

((په رښتيا د رسول الله (ص) ژوند غوره بېلګه ده))

د رسول الله (ص) سيرت انسانانو ته غوره بېلګه ده.

د رسول الله (ص) سيرت عبرتناک او د انسان د ودې لامل دى.

 د رسول الله (ص) پر سيرت ټول انسانان پوهېداى او عملي کولاى شي.

د رسول الله (ص) سيرت د ارواییزو او جسمي رنځونو درملنه ده.

د رسول الله (ص) سيرت د انسان ټولنيز پوهاوى زياتوي.

 د رسول الله (ص) سيرت د انسان کړنې مانيزوي.

د رسول الله (ص) سيرت تل؛ نوى او تازه دى.

د رسول الله (ص) سيرت يو اخلاقي، عبادي، عرفاني او ټولنيز کړندود دى.

د رسول الله (ص) سيرت انسان بيمه کوي.

د رسول الله (ص) سيرت انسان ته وګړه او مقام ورکوي.

 په دې کتاب کې د قرآن له نظره د نبي کريم خويونه تشريح شوي او د يوه روايت له مخې، چې ” د حضرت محمد (ص) ګرد سره خويونه قرآن و” نو ددې کتاب په لوستو به ددې روايت پر هر اړخيزه مانا هم پوه شو. د کتاب لوستنه ځوان کهول ته اړينه ده، چې خپلې ناستې ولاړې او راشه درشه د کتاب د منځپانګې له مخې تر سره کړي، د هغې پېر په تمه، چې راتلونکى کهول مو نړيوالو ته د بشپړ محمدي اخلاقو بېلګه وي.

 رسول الله ښه خويونو ته مبعوث شوى و. رسول الله ښه خوى درلود. رسول الله په لورنه کې بې سارى و. رسول الله همېشه معطر و. د رسول الله سيرت دا و، چې يې څوک له ځان نه نهيلول. رسول الله خورا مېړنى او سخي و. رسول الله د نورو په پرتله ډېر لږ غوسه کېده او که غوسه کېده هم نو غوسه يې په حقه وه او تر ټولو ژر پخلا کېده. رسول الله د بېسدۍ تر بريده د الله له ډاره ژړل او چې له کومې غونډې به پاڅېده؛ نو ٢٥ ځل يې استغفار وايه. نشتمن يې د نشتمنۍ او رنځور يې د رنځ له لامله نه راټه نه د کوم پاچا له زورځواکۍ او ځواکه ډارېده. په هر چار کې يې زغم کاوه. اړين يې همداسې نه پرېښود، که څه به ورسره وو، ورکول يې که به نه وو، ويل يې: الله دې يې درکړي” رسول الله تر ويدېدو وړاندې قرآن لوسته.

رسول الله وويل: “زموږ د اهلبيتو ځوانمردي په دې کې ده، چې که چا راباندې تېرى کړى وي، ترې تېرېږو او سره له دې، که چا بې برخې کړو؛ نو ورکړه ترې نه سپموو”

اوس که وغواړو سم ژوند دود زده کړه، بايد د رسول الله (ص) په سيرت پسې ولاړ شو.

انسان که د ځان او د خپل چاپېريال اندونو او کړنو ته وويني نو نه يوازې يې انساني موخو ته رسولاى نشي؛ بلکې شونې ده، بې لارې يې هم کړي. الله دې هغه ورځ را نه ولي، چې زموږ د نوي کهول بېلګې پردۍ او غير اسلامي وي. موږ د افغان مسلمان ولس په توګه د الله اوامرو ته غاړه ږدو او الله په قرآن کې رسول الله (ص) غوره بېلګه راښوولې ده؛ نوځکه لازم دي، چې ځان پر نبوي؛ خويونو پوه او عمل پرې وکړو.

پېغمبراکرم صلى الله عليه و آله وسلم موږ ته بېلګه دى. آنحضرت (ص) د ٢٣ کلونو په اوږدو کې وکړاى شول، “امت” جوړ کړي او نړيوالو ته يې وروښووله، چې د بشري ستونزو د هواري لار؛ یعنې “مدينة النبي”.

موږ، چې د آنحضرت (ص) لارويان يو او هغه راته بېلګه دی بايد ځان وپوهو، چې آنحضرت له کومو طريقو کار واخست، چې دا بريا ور پر برخه شوه. په دې کتاب کې د آنحضرت اسلوب او چاردود خورا ښه شنل شوی او په دې حالاتو کې راښيي، چې څنګه د ټولنې د شرايطوپه پامنيوي ټولنيزې او سياسي هڅې وکړو، چې په هېواد کې د “مدينة النبي” په لاروۍ ټولنه جوړه کړو او پردې سربېره، ځوان کهول د کتاب تر مطالعې روسته په خپلمنځي خبرو اترو او ويينو کې له پياوړي استدلاله برخمنولاى شي.

او پخپله حضرت رسول الله (ص) حضرت علي کرم الله وجهه ته په وصيتونو کې ويلي، چې: ((شپږم وصيت مې دادى، چې په لمانځه، روژې او صدقې کې به راپسې راځې او سنت به مې عملي کوې.)) حضرت علي (ک) وويل: “چې څوک ځان پر الهي آدابو وپسولي، الله به يې د همېشنۍ ژغورنې پر لور ښیون کړي. “

امام صادق رحمة الله عليه وويل: “دا مې ښه ايسي، چې مسلمان هله ومري، چې د نبي کريم ګرد سره سنتونه که څه د يو ځل لپاره وي؛ خو عملي کړې يې وي. “

بېشکه کمال او آریزې موخې ته وررسېدل هله شونې دي، چې انسان په ټولو کړنو، راشه درشه او چلن کې د رسول الله لاروي وکړي او ځان د آنحضرت په ظاهري او باطني آدابو وپسولي، چې په دې بڼه کې د دنيا او آخرت له ښېګڼې برخمنېږي.

د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه و آله) انسانانو ته بېلګه دى، چې يې تر پېژندو روسته بايد لاروي وشي، زموږ ديني ټولنې، چې د تاريخ په بهير کې د يرغلګرو پر وړاندې بې سارې سرښندنې کړي او نيت يې هم د “محمد رسول الله” (ص) په مشرۍ د ديني غونډال – نظام ټينګول وو خو په خواشينۍ، چې د ټولنې د هڅوبيزې، سياسي، علمي، وټيزې او اډانیزې- تشکيلاتي ودې د نشتوالي له لامله، دې موخې ته رسېدلې نه ده؛ خو اوس چې د لوى الله په فضل، ټولو هېوادوالو ته لار پرانستل شوې، چې په دين ځان پوه کړي او پلي کولو ته يې راودانګي، چې ګرد هېوادوال مو د اسلام له پېغمبر(صلى الله عليه و آله) نه د سمې پوهېدنې په رڼا کې يو بل ته د رورۍ لاسونه ورکړي او په هېواد کې د(مدينة النبي) په لاروۍ ارماني ټولنه جوړه کړي.

اسلام په خپلو ګروهيزو آرونو (توحيد+نبوت+معاد) کې له بله تقليد او په پټو سترګو تګ روا نه ګڼي؛ یعنې څو مو پخپله په دې آرونو سر نه وي خلاص شوى نو د نورو د استدلال پر بنسټ په دې آرونو ګروهې درځنې نه منل کېږي او بايد ددې آرونو د منلو لپاره د خپل عقل او پوهې هومره دلايل ولرې، چې زړه دې یې هم تصديق کړي وي، چې يو له دې ګروهيزو آرونو ځنې نبوت دى؛ نو موږ په دې کتاب کې د “سيرة النبي” په کښلو کې پر يو نوښت لاس پورې کړ او هغه داچې کتاب نېغ په نېغ پخپله د رسول الله (ص) په سيرت پیل نه کړو؛ بلکې لومړى پر نبوت بيا د پېغمبرانو په ځانګړنو او ورپسې “د غوره بېلګې” پر ځانګړنو، خویونو، دودونو، کړلارو او ویناوو رڼا واچوو.

دا کتاب د ښوونځيو او پوهنتون زدکړيالانو ته د نبوي؛ خويونو غورچاڼ دى، چې د تنکۍ ځوانۍ په منګ کې ځان پرې پوه او عملي يې کړي او په دغسې عمر کې د يو څه زده کړه او عملي کول يې د کاڼي کرښه وي؛ نو هيله ده، چې همدا اوس ددې کتاب په لوستو د ځان جوړونې په بهير لاس پورې کړو.

دا کتاب د بشريت د ستر لارښود حضرت “محمد” صلى الله عليه و آله وسلم څيړنيز-شننيز سيرت دى، چې پکې په نوي انداز اړوند چارې څېړل شوي او له لوستو يې پوهېداى شو، چې پر “افغان ولس” د راتپل شويو خوځښتونو پر وړاندې د نوي کهول انديز، سياسي او تشکيلاتي اډانه غښتلې کوي.

 ددې سيرت لوستل؛ نوي کهول ته مخه خلاصوي، چې څنګه مشرۍ ته ورسي، څنګه ټولنه جوړه کړاى شي، څنګه پر خپل ولس ډډه وکړي او څنګه له ولسه په قانوني توګه مشر راوټوکېږي.

پردي د خپلو ارزښتونو له مخې راته خپل لوبڅي تبليغوي او نوى کهول، چې د مشرۍ او انسان جوړونې په باب سمې ديني او ملي پوهېدنې و نه لري؛ نو هرومرو به د تبليغاتو ښکار شي؛؛ نوځکه ددې سيرت لوستل، ددې ډول هڅوبيز – فرهنګي يرغل پر وړاندې پياوړی ډال او يرغليز خوځښت دى.

هيله ده، چې د هېواد په ((اسلامي جمهوري)) دولت کې ګرد سياسي ګوندونه، ټولنيز سازمانونه او مدني ټولنې په خپلو تشکيلاتي کړيو کې ددغسې سيرتونو په تدريس لاس پورې کړي، چې د نظام ستنې ټينګې او ټولنه جوړه شي.

ددې کتاب بله ځانګړنه داده، چې په لومړي ځل داسې يو سيرت د پښتنو ټولنې ته راوړاندې کوي، چې:

١. کوښښ شوى ادبيات يې معیاري وي.

٢. کوښښ شوى د رسول الله (ص) ژوند دود ورته داسې انځور شي، چې په ټولنه کې هر وګړی، چې پر هره دنده بوخت وي، خپله دنده او ژوند د پېغمبراکرم (ص) له کړلاروسره همغږی کړي.

٣. د سرچينو له اړخه: هم پکې د اهلسنتو له سرچينو ګټنه شوې او هم پکې د اهل تشيع له سرچينو، چې د اسلامي مذاهبو د پيوستون لپاره مو هم يو کوشنى ګام پورته کړى وي او ښوولي مو وي، چې په اسلام کې د آریزو مسلو او د رسول الله (ص) د سنتو په باب، ټول مذاهب سره همغږي دي.

٤. د نننيو پوهو؛ لکه اقتصاد، مديريت (سمبالنه) او… په باب نبوي کړنلار راوړل شوې ده.

٥ په دې کتاب کې د مکروهاتو خبره شوې نه ده؛ ځکه د حق لار ده، چې له رسول الله (ص) هېڅ مباح او مکروه چار تر سره شوی نه دی، چې عقلي او نقلي دلايل هم پر همدې آر ولاړ دي.

. 6په دې کتاب کې مو تبرک ته د نبي کريم مبارک شمايل او د خويونو او آدابو په اړه يې يو شمېر احاديث راوړي خو له جزيي پېښو تېر شوي يو او يوازې د حضرت محمد امین (ص) پر ټوليزو خویونو مو بسیا کړې ده او الله مو دې مل شي.

۷- له معتبرو اسلامي سرچینو ځنې مو یو شمېره احادیث راخستي دي.

۸-۱۰۰۹ نبوي سنن هم راوړل شوي، چې نوی کهول مو خپل ژوند په نبوی سننو وپسولي.

۹-د رسول الله (ص) د سیرت اړوند یو لړ الحاقي موضوعات: ۱- د رسول الله د ګڼ ښځۍ خواله. ۲- د رسول الله (ص) معراج. ۳- پر رسو الله درود. ۴-مدینه العلم دباب العلم په ویناوو کې. ۵- د رسول الله په سیرت کې اولاد روزنه هم راغلي دي؛ ځکه دا هغه موضوعات دي، چې په اړه یې پوښتنې کېږي؛ خو په پښتو کې په شته سیرتونو کې يې ځواب نه موندل کېږي؛ نوځکه مو د موضوع د ارزښت له لامله په الحاقي بڼه د سیرت په پای کې راوړل.

۱۰- يادونه: دا زیار د رسول الله (ص) څېړنیز-شننیز سیرت دی.

 

رور مو

اجرالدین اقبال

 

ویینې ته د ورننوتو دریمڅه

بېلګې ته اړتيا

 د روزنې يوه غوره لار د برياليو بېلګو پېژندنه ده. بېلګې کلياتو او څرګندونو ته ژوند ورکوي. ښه بېلګه انسان په بدې بېلګې پسې له ورتګه ژغوري. ښه بېلګه عملي بلنه او تبليغ دى.

د امامانو او د اسلام د مخکښانو د تلين ورځې نمانځنه همدې ته ده، چې په تاريخ کې د ايمان او زغم د بېلګو بېرغ اوچت وي.

 الله به تل خپل استازي ته حکم کاوه، چې د انسانيت غوره بېلګې خلکو ته ور وپېژني، چې هېرې نشي.

په يو آيت کې وايي: د حضرت ابراهيم علیه السلام ياد ژوندى وساته (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ) او په يو بل آيت کې وايي: د حضرت مريم علیه السلام ياد ژوندى وساته. (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ)

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا[1]=په يقين د رسول الله په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.))

“أُسْوَةٌ” په ښو چارو کې له نورو د لاروۍ لپاره په کارېږي.

 په قرآن کې دوه ځل دا ټکى کارول شوى يو ځل حضرت ابراهيم علیه السلام ته او بل ځل د حضرت محمد(صلی الله علیه و اله وسلم) لپاره، چې پاموړ خو دادي، چې حضرت ابراهيم له شرک او مشرکانو په برائت کې بېلګه دى؛ خو د اسلام پېغمبر د ټولو ښو چارو بېلګه دى.

 رسول الله (ص) په هر څه کې، هر کهول ته په هر وخت کې بېلګه ده:

 په مشرۍ کې تر لاس لانديو باندې لورنه، ورين تندی، مشوره، اخلاص، ساده ژوند، علم ته هڅونه، عبادت استقامت، زغم، کړه وړه، له ظلم او تېري سره مبارزه، نظم، پاکوالي او خوږ بوى، مساوات، کورني ژوند، له ماشومانو سره مينه او….

 رسول الله (ص) په ټولو چارو کې بېلګه ده، چې په تېرو مخونو کې څه نا څه اشاره ورته وشوه. په تاريخ کې د رسول الله (ص) پر بېلګه توب لېينې- شاهدۍ ته ډېر روايتونه او آيتونه شته؛ لکه د احزاب په جګړه کې د رسول الله (ص) ونډه، د مشرانو او رهبرانو بېلګه دى: لښکر او سرتېرو ته لارښوونه، هيله ورکول، خندق (کنده) کنل، ټوکې کول، ډاډه کول، دښمن ته تر ټولو په لومړۍ ليکه کې کېناستل.

 حضرت علي کرم الله وجهه وويل: د جګړې لمبې به چې بلې شوې؛ نو موږ به رسول الله ته پناه وړه او په هغو شېبو کې په موږ کې، د رسول الله په څېر څوک دښمن ته ورنژدې نه و. [2]

 که څه پورتنی آيت د احزاب د جنګ د آيتونو په شمېر کې راځي خو د اسلام پېغمبر په ټولو چارو کې تاريخ ته بېلګه دی.

 څو ټکيو ته پام وکړئ:

١_ آيت پر “لَقَدْ” پيل شوى، چې هم د “لام” ټکى د قطعاً پر مانا دى او هم د “قد” ټکى؛ یعنې رسول الله (ص) قطعا‌ً او حتماً درته بېلګه دى، چې په دې خبره کې اړنګ- شک مه کوئ.

٢_ د “كَانَ” ټکى د ثبات او دوام لپاره دى؛ یعنې رسول الله په ټولو وختونو کې د ټولو کهولونو لپاره بېلګه دى.

٣_ ددې پرځاى، چې ووايي ((رسول الله (ص) بېلګه دى))، وايي: په رسول الله (ص) کې “أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ” ده؛ یعنې تاسې کله هم د رسول الله (ص) په څېر نشئ کيداى خو کړاى شئ په اخلاقواو کړنو کې يې ځان ته بېلګه ومومئ.

 رسول الله (ص) په څو اړخونو او يا چارو کې بېلګه نه؛ بلکې ټولې چارې يې بېلګه دي.

 د آيت په پاى کې وايي: هغوى کړاى شي رسول الله (ص) ځان لپاره بېلګه کړي، چې پر الله او د قیامت پر ورځ ايمان لري. (لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ).

 

د رسول الله  بې سارې وګړه، د ټولو پېرونو لپاره تلپاتې بېلګه ده

د رسول الله ژوند- د خدای لپاره، د خدای په لار کې او الهي ښوونو ته وقف ژوند – او ايکي یو او بې ساری شخصیت، د اسلام د تاریخ د ټولو پېرونو لپاره یو تلپاتې بېلګه او زده کړه ده؛ ((لکم فی رسول الله اسوة حسنة[3])) له دې مجاهدت او هڅو سره، د اسلام ښوونې په ټول تاریخ کې خپرې شوې. دا ښوونې یوازې د مسلمانانو لپاره نه دي؛ ټول بشریت د اسلامي ښوونو له خپراوي ګټنه کوي. موږ مسلمانان که د اسلامي ښوونو په قدر پوه شو او په ژورو یې ځان پوه کړو؛ نو و به کړای شو، چې د انسان له فطري او حقیقي غوښتنو سره سمه یوه نوې نړۍ جوړه کړو. اسلامي امت کولای شي، په اسلام په منګولو لګولو سره، په شهوتونو کې له ډوبې، د غوسې، جاهلیت، خودخواهۍ او ځانلمانځنې له نړۍ ځان وژغوري. د ټولو اسلامي ښوونو اروا همدا ده، چې په ژوند کې د انسان د کړنو او حرکت واګې شهوت او غوسې ته ور نه کړل شي؛ انسان او انساني ټولنې ته له خودخواهۍ ښیون وکړي؛ بېوزلۍ، بې برخېتوبونه، تبیعضونه، فسادونه، جهالتونه او بې ځایه تعصبونه، جګړې، مظلومیتونه، ظلمونه او قساوتونه په بشري ټولنه کې له کومه راځي؟ ددې ټولو جرړه په دې کې ده، چې هغه انسانان، چې د خپل نفس واګې په لاس کې نه لري او د شهوت، غضب، خودخواهۍ، مقام غواړۍ او مال راټولنې بندیوان دي؛ نو هر مهال، چې د نړۍ په یوه ګوټ کې د بشر پر برخلیک واکمن شي؛ نو بشریت یې بېوزلۍ، جګړې، جهالت، تبعیض، فساد او فتنو ته ورمخ کړی دی؛ اسلام غواړي د دې درملنه وکړي؛ اسلام وايي: د بشر د ارادې او هوډ واګې دې – چې بشر ته یو له سترو الهي نعمتونو ځنې ده- جهالت، شقاوت، نړۍ لمانځنې، ځان غواړۍ ته ور نه کړل شي؛ بلکې د عقل او تقوا په لاس کې دې وي.

د اسلام د مکرم نبي (صلی الله علیه و آله وسلم) شتون، په ټولو اسلامي پېرونو کې د یووالي او وحدت تومنه ده او نن هم کولای شي، شي؛ ځکه له دې سپېڅلي انسان سره د ټولو مسلمانانو ګروهه له عاطفې او مینې سره مل ده؛ نو د هغه بختور نازولي شتون د ټولو مسلمانانو د عواطفو او عقایدو مرکز او چورلیځ دی او همدار چورلیز د مسلمانانو د زړونو د انس او د بېلابېلو اسلامي ډلو د نږدېوالي وزله ده.

هېڅ څوک نشي کولای، د نبي اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د شخصیت پر ټولو اړخونو په بشپړه توګه رڼا واچوي او د هغه بختور شخصیت ته ورنږدې واقعي انځور یې انځور کړي. څه چې موږ د نړۍ پال پالونکي د ټاکلي او د ټول تاریخ په ترڅ کې د پېغمبرانو د سردار په باب پېژندلي او پوه شوي پرې یو، د آنحضرت (صلی الله علیه و آله وسلم) د مانیز، باطني او حقیقي وجود یو سیوری دی؛ خو همدومره پېژندنه هم مسلمانانو ته بسیا دي، چې لومړی یې د کمال پر لوري یون تضمین کړي او د انسانیت لوړه څوکه او د بشري تکامل روستی پوړ یې د سترګو مخې ته ورانځور کړي او دویم داچې هغوی اسلامي وحدت او پر شاوخوا یې راټولېدلو ته وهڅوي؛ نو ځکه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مو سپارښتنه ده، چې د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) د شخصیت او وګړې پر بېلابېلو اړخونو، ژوند، خویونو او هغه زده کړې، چې ترې راپاتې دي، ډېر کار وشي.

په لویدیځ او مسیحیت کې د منځنۍ پېړۍ تر پېر روسته، د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) پر شخصیت خورا یرغلونه وشول او پرخلاف یې خورا ناوړه تبلیغات هم پیل شول او د اسلام قسم خوړلي دښمنان پوه شول، چې له اسلام سره د مقابلې یوه لار داده، چې د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) څېره ناوړه انځور کړي او په دې باب یې خورا کارونه هم وکړل او تر نننه هم کېږي، چې دښمن په دوامداره توګه او په بېلابېلو لارو هڅې کوي، چې د نړۍ د آزادو انسانانو له ذهنه د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) څېره پاکه کړي؛ خو څومره، چې په دې باب غورځې پورځې کوي؛ په نړۍ کې خورا خلک شته، چې څومره چې د نړۍ مسلمانان د خدای استازی پېژني، یا یې تر هغوی لږ وپېژني-یعنې د آنحضرت د شخصیت یو څرک هم که وويني- نو اسلام او اسلامي معنویاتو ته به یې ورلېوالتیا تضمین شي او موږ باید په دې مسله کار وکړو.

 

د رسول الله (ص) د وګړې د معرفۍ لپاره پراخه او هر اړخیزې چارې

د اسلام د تبلیغ لپاره کېدای شي، تر ټولو غوره لار همدا وي، چې موږ د اسلام د پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) څېره د نړۍ لیدونکیو او پلټونکیو ته روښانه کړو او ډېره پر ځای به وي، چې مخکې تردې چې د اسلام دښمنان او مخالفان په خپلو بېلابېلو پېچلیو فرهنګي او هنري کړلارو زموږ د رسول الله څېره د نړۍ د بې خبره خلکو په ذهنونو کې مخدوشه کړي؛ هنرمند او پوه مسلمانان په نړۍ کې په شته بېلابېلو لارو، د آنحضرت (صلی الله علیه و آله وسلم) شخصیت خلکو ته په علمي، فرهنګي، هنري او تبلیغي چارو روښانه کړي او دا اړینې چارې دي، چې باید وشي.

 

د ټولنیزو هڅو ترڅنګ د زړګني بدلون اړتیا

مهمه داده، چې موږ د هغو سترانو د لارو د پلویانو په نامه ـ چې لږ تر لږه مو دا ادعا ده او د نړۍ خلک مو د همدې ادعا په نامه پېژني – کوښښ وکړو، چې ددې سترو الهي وګړو بېلابېل اړخونه په خپل وګړیز وجود کې ـ که څه لږ وي – راژوندي کړو. بسیا نه ده، چې یوازې فی سبیل الله مجاهدین او د اسلامي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره هڅاندان، د ټولنې او نظام د جوړولو په فکر کې ووسي – که څه دا یوه ستره دنده، ستر واجب او کېدای شي د یوه مؤمن او مسلم له آریزو واجباتو ځنې وي -؛ خو د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو او د بریا د بشپړولو لپاره یې چې کومې هڅې او مجاهدتونه کوو، یوه بله هڅه او مجاهدت هم اړین دی، چې په خپل وجود، زړه او اراو کې یو بدلون او انقلاب رامنځ ته کړو.

د لورنې پېغمبر (ص) او الهي رسالت ته د بشریت د تل لپاره اړتیا

ددې ورځو لمانځل، زموږ د تذکر لپاره دي؛ ددې ورځې د مولود د ستریا د تذکر لپاره، چې حقیقتا بشري پوهه او ادراک تر هغه څه خورا کوشني دي، چې وکولای شي، هغه ستر حقیقت او هغه ستره اروا له هومره ستر نورانیت سره په سمه توګه درک کړي. څه چې زموږ په څېر د وګړیو پر ژبو راځي، یوازې د قضیې ظاهري اړخونه دي، چې:

فاق النبیین فی خلق و فی خلق    و لم یدانوه فی علم ولاکرم

و کلهم من رسول اله ملتمس     غرفا من البحر او رشفا من الدیم[4]

دا هغه څیزونه دي، چې د بشر عقل او ادراک یې له لرې د نبي اعظم (ص) په وجود کې ویني او د آنحضرت د احکامو په برکتونو، قوانینو او کلیمو کې ځان ورغوپه کوي.

موږ نن د مسلمان او انسان په نامه، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ته اړتیا لرو؛ ان د بشر له نوغي د خلکو په نامه؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  رحمة للعالمین و؛ نه یوازې رحمة للمسلمین. ټول بشریت د پېغمبر اعظم د لورنو او برکتونو مرهون دی. څه چې آنحضرت د الهي رسالت په نامه بشریت ته ورکړل- چې د ټولو مهام او کلیاتو جامع یې قرآن کریم دی-نن موږ ورته اړتیا لرو او کولای شو، چې ګټنه ترې وکړو.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د بشر پر مخ د خلاصون لار پرانستې ده؛ د سمونې لار یې بشر ته هواره کړې؛ بشریت یې پر یوه داسې لار حرکت ته وهڅاوه، چې پردې لار حرکت کولای شي، د بشریت ستونزې له منځه یوسي؛ د دردونو درملنه وکړي. بشریت پخواني او پاخه دردونه لري، چې په یوه پېر او وخت پورې اړوند نه دي؛ بشریت عدالت ته اړمن دی. هدایت ته اړمن دی، لوړو انساني خویونو ته اړمن دی، لاسنيوي او لارښوونې ته اړمن دی؛ د بشر عقل، الهي مبعوثانو ته اړمن دی. بشر ته دا لار، پېغمبر اعظم له ټولې سعه او الهي هدایت ظرفیت سره پرانستې ده. څه چې لامل شول او تردې روسته هم لاملېږي، چې بشر د دې هدایت له برکتونو او الهي اعانت نه برخمن نشي، په خپله انسانانو پورې اړوند ده؛ زموږ په ناپوهۍ پورې اړوند ده؛ زموږ په لنډون او ناغېړۍ پورې اړوند ده؛ زموږ په ځاني غوښتنو او ځانپالنې پورې اړوند ده. بشر که سترګې پرانځي، له عقل نه کار واخلي، همت وکړي، حرکت وکړي؛ نو د دې چار لپاره لار پرانستې پرته ده، چې د بشر پخواني او پاخه دردونه او ټپونه درمل شي.

د دې بلنې پر وړاندې شیطاني بلنه ده، چې جنود، ملګري او لاس روزلي یې تل د انبیاوو پر وړاندې بسیج کړي دي او بشر د دوه لارۍ پر سر دی او باید ټاکنه وکړي.

نن اسلامي امت- په ټولو اسلامي لیکو کې- د اسلام شریعت او د اسلام دین ته یوه نوې کتنه پیدا کړې ده؛ تر اوږدو غفلتونو روسته، د پېړیو پېړیو او پرله پسې کلونو لپاره د اسلامي حقایقو له وړانګو نه تر لرې پاتېدو روسته. نن بشر سترګې پرانستې دي؛ اسلامي نړۍ او اسلامي امت، اسلامي احکامو او اسلامي ښوونو ته سترګې پرانستې دي؛ ځکه د بشر په لاس جوړو شویو فلسفو، په ډګر کې خپله کمزوري او بېوسي ښوولې ده. نن اسلامي نړۍ کولای شي، په اسلامي شریعت او اسلامي ښوونو په منګولو لګولو، د تعالي او کمال پر لوري د بشریت مخکښان شي. نن نړۍ د اسلامي امت یون ته چمتو ده. د بشر علمي پرمختګونه- په غټو غټو برخو کې یې اخلاق، معنویت او دیني اروا ګوښې شوې ده-، بشري پوهه او د نړۍ طبیعي حقایقو ته د بشر نوې کتنه کولای شي، د اسلامي امت د حرکت لپاره تومنه شي. اسلامي ښوونې، د اسلامي نړۍ په واک کې دي؛ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  سیرت، د رسول الله وینا او تر دوی اوچت ((قرآن کریم)) د اسلامي نړۍ په واک کې دي او اسلامي نړۍ کولای شي، حرکت وکړي.

 

 

 

 

نبوت

په الهي نړۍ ليد کې، پېغمبرانو ته د انسان اړتيا څرګنده ده. که هستي موخه لري او پخپل بهير کې سمه روانه وي؛ نو انسان هم، چې د نړۍ يوه برخه ده، بايد څرګنده او له هر ډول تېروتنې پاکه لار ولري او که داسې نه وي؛ نو نېکمرغه به نشي.

په توکيز نړۍ ليد کې، چې نړۍ ته موخه نشته او انسان هم بې له پخوانۍ ونډې او طرح جوړ شوى او تر څه مودې روسته به له منځه ولاړ شي؛ نو په دې نړۍ ليد کې د نبوت خبره نوموتې نه ده.

 

د توحيد او نبوت اړيکه

ددې خبرې رايادول اړين ګڼم، چې پنځګر غونډال پخپله پر پېغمبرانو او رسالت يې ژوندى لووی-ګواه دى که پنځګر غونډال ته يوه لنډ کتنه وشي؛ نو الله د موجوداتو يوه اړتيا يې هم نه ده پرېښې د بېلګې په توګه: که ليدو ته يې سترګې ورکړي دي؛ نو ساتلو ته يې باڼه او وريزي هم ورکړي، چې د رڼا ورننووتل اوډون کړي. د سترګو په ګوټ کې يې د اوښکو کڅوړې جوړې کړي، چې سترګه لمده وساتي؛ ځکه د سترګې وچېدل، سترګه له منځه وړي او د همدې سترګې په ګوټ کې يې يو وړوکى سورى جوړ کړى، چې اضافي اوبه د پوزې له لارې ترې وباسي او که دواړه سوري نه وي؛ نو دا ټولې اوبه به مو پرمخ رابهېدې! د سترګې ګاټي ته يې هومره حساسيت ورکړى، چې د پياوړي او کمزورې رڼا پر وړاندې پخپله تنګ او پراخېږي، چې رڼا تنظيم شي او سترګه زيان و نه ويني. د سترګې شاوخوا ته يې ډول ډول عضلات جوړ کړي، چې بې د سر له تاوولو خپله شاوخوا بې له کومې ستونزې وويني؛ نو پخپله ووایئ، الله چې د بشر دا ټولې غوښتنې چمتو کړي؛ نو ايا بشر به له يوه ډاډمن مشره بې برخې کړي، چې له وحې سره اړيکه لري ؟!

د هېواد مشهور فيلسوف “ابوعلي سينا بلخي” پخپل مشهور کتاب “شفا” کې ليکلي:

*د الهي پېغمبرانو راتګ ته د انسان اړتيا تر بڼو، وېښتانو او وريزو ډېره ده؛ نو (ناشونې ده)، چې الله هغه راکړي او دا را نه کړي.

 

انبياوو علیه السلام ته د اړتيا دليلونه

١_د هستۍ موخه درلودل

په الهي نړۍ ليد کې، هستي موخه لري او انسان هم د هستۍ يوه برخه ده او هستي انسان ته جوړه شوې او په واک کې يې ده؛ نو داسې خو نشي کېداى، چې انسان په هستۍ کې سرايله وي.

فرض کړئ د يو ښوونځي پرانستو ته ټول شونتیاوې وي؛ لکه لابراتوار، کتابتون، علمي شونتياوې او… ، زدکړيالان هم په ټولګي کې ناست وي؛ خو ښوونکى نه وي؛ نو دا ټولې چارې به بې ځايه او بې ګټې وي.

٢_د هستۍ حرکت

د الميزان تفسير مفسر علامه طباطبايي وايي: بېشکه ټوله هستي يو حرکت لري. پردې مانا، چې ټول موجودات پخپله وده کې شکمن نه دي او په پاى کې ودې او کمال ته وررسي نو په دې ترڅ کې ‏آيا سمه ده، چې انسان هېښنده وي؟ اړنګ نشته چې انسان هم بايد بې خطا او څپڅپاندۍ ولري، چې ورباندې پر تلو کمال ته ورسي او دا لار حکيم او عادل الله څنګه چې نورو موجوداتو ته ښوولې، انسان ته يې هم ښوولې ده؛ خو کوم توپير، چې انسان له نورو موجوداتو سره لري، دادى چې انسان کړاى شي پردې لار ولاړ شي او يا يې پرېږدي.

٣_ د الله پېرزو

الله (ج) د پېرزو له مخې خپلو بندګانو ته لار ورښيي او د الهي پېغمبرانو او اسماني کتابونو رالېږل هم يوه ستره الهي پېرزو ده؛ لکه څنګه چې په قرآن شريف کې وايو: ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى =په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده))

الله خبر دى، چې د انسان د تګ په بهير کې ډول ډول کږلېچونه دي، شيطانان ورته پټ دي او ځاني غوښتنې يې هرې خوا ته راکاږي نو ووایئ، چې آيا لوراند څښتن به انسان بې لارښوده پرېږدي؟

٤_د انسان ناپوهي

په دې خو ټول خبر دي، چې انسان د ځان او هستۍ په هکله خورا لږ معلومات لري؛ خو مجهولات يې ډېر دي؛ نو بشر ښوونکي ته اړتيا لري، چې خپل مجهولات کم او معلومات ډېر کړي.

کېداى شي، ذهن ته راشي، چې د وخت په تېرېدو د انسان معلومات ډېرېږي؛ نو پېغمبرانو ته اړتيا نه لري، په ځواب کې دې يې وويل شي: که څه د وخت په تېرېدو انسان پر يو لړ خبرو پوهېداى شي؛ خو دا معلومات ورته بسيا نه دي‏، چې لاندې آيت له دې حقيقته پرده اوچته کړې: ((وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ=پر څه چې نه پوهېداى، الله دروښوول.))

دا آيت وايي: داسې څيز نشته چې پرې نه پوهېږئ! پخپله ووایئ، چې بشر به څنګه وکړای شي پخپلو محدودو ماغزو د برزخ او قيامت پر پېښو پوه شي؛ نو پوه شئ، چې دا چار يوازې د انبياوو علیه السلام کار دى.

 

د انبياوو علیه السلام لار د انسانانو پخوانۍ غوښتنه وه

نياو-عدالت غوښتنه د انسان طبيعي هيله ده او د تاريخي لاسوندونو- شواهدو له مخې ددې ډول حکومتونو څرګنده بېلګه، يوازې په انبياوو او په نياومن-عادلانه غونډال کې يې او په هغوى کې ليدل شوې، چې د دين له پلوه انبياوو ته ورنږدې ول او دې طبيعي غوښتنې ته يوازې د انبياوو ليکه مثبت ځواب ورکولاى شي.

 

پر نبوت نه ګروهه ‏د الله نه ښانده – پېژندنه ده

الله (ج) ټوله نړۍ د انسان ګټنې ته پيدا کړې او موږ ټول يې تلپاتې نېکمرغۍ ته خپلې نمانځنې ته رابللي يو او ددې خبرې په پامنيوي‏، چې لار نه پېژنو او د لارې په ټاکنه ‏کې تېروځوو او پر لار د تګ پرمهال پر تېروتنو، شيطاني وسوسو او کږلاريو ککړېږو نو دلته مو کوربه لوراند څښتن دى؛ نو که د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په څېر ‏مشر د معجزې په څېر له څراغ سره او د قرآن په څېر له بشپړ قانون سره را و نه لېږي؛ نو الله چې کومې بلنې راکړې، بې ځايه به وي.

د پېغمبرانو له رالېږلو نهايي موخه د واقعي تکامل پر لور د انسان يون دى او هر يون مبداء، مقصد او د لارې مشر او وسيلې ته اړتيا لري او په دې ټولو اړتياوو کې مشر ته اړتيا خورا اړين چار دى؛ ځکه که مشر نه وي؛ نو هم به لار ورکه کړو او هم موخه او هم به له وسيلو پخپل ځاى کې ګټه وانخلو.

د قرآن شريف د وينا له مخې: ((أفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ[5] = ايا(له تا) د جاهليت حكم او پرېکړه غواړي ؟! حال دا منونکې ډلې ته به د الله له پرېکړې د چا پرېکړه غوره وي؟))

الله تر ټولو پوه دى، پنځولي يې يو او د هر څه پنځګر د خپل پنځولي په هکله بشپړ کره معلومات لري.

قرآن شريف وايي: ((أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ[6]= آيا چاچې (موجودات) پنځولي، له حاله يې خبر نه دى؟ حال دا هغه (له دقيقو رازونو) خبر دى.))

پخپله ووایئ، څنګه به داسې وشي، چې حکيم الله ټول ژوي – موجودات انسان ته پيدا کړي؛ خو انسان بې کړلار خوشې او ايله پر خپل حال پرېږدي؟ آيا دا چار د حکمت پرخلاف نه دى؟که څوک اندي؛ نو سمه خبره خو داده، چې الله يې سم نه دى پېژندلى.

 

آیا علم او عقل بسيا ‏دي؟

اسلام عقل او پوهې ته خورا ارزښت ورکړى، تردې چې عقل د انسان دنننى پېغمبر ګڼي او د انسانانو سزا او ثواب يې د هغوى د عقل پر بنسټ ټاکلې ده. قرآن شريف ټول اندنې ‏، تعقل او تدبر ته رابللي او په ډېرو آيتونو کې خو يې يوازې عقلمن او انديالان مخاطب دي.

څه چې اسلام د پوهې ‏د ارزښت په هکله د جاهليت پرمهال ويلي ول، تر وسه يو عالم هم په يوه ځاى کې، هغه ته ورته نه دي ويلي.

د يو ښوونځي خاوند پيدا کړئ، چې د پوهې ‏د زده کړې موده يې له زانګو تر مړينې ټاکلې وي او زده کړې ته لرې لرې مسافرتونه ان تر اسمانه پراخوي؛ خو له دې ټولو سره، علم او عقل ‏کله هم نشي کړاى د انبياوو علیه السلام ځاى ونيسي او له پېغمبرانو مو مړه خوا کړي.

 

د بشري پوهې د نیمګړتیا دليلونه

الف: د انسان د علم محدوديت

هره ورځ وينو، چې په دنيا کې پوهنځي زياتېږي او انسان ډول ډول راسپړنې کوي؛ خو انسان خپل عقل او علم ته ورپرېښوول، په حقيقت کې يې په کنده کې ورګوزارول دي؛ ځکه د خلکو پوهه او علم توپير لري. ډېرى خلک يو څيز د ځان په ګټه ګڼي خو نور يې په خپل تاوان. هو! د انسان پوهه لږه ده. نه له تېرو سم خبر دى او نه له راتلونکي او نه د خپلو کړنو له چټک او سوکه سوکه غبرګونونو خبر دى. څومره ښه يې ويلي، چې د انسان پوهه يې د ناپوهۍ په پرتله؛ لکه څاڅکي چې سمندر ته وي.

 

ب: د ښاندې – معرفت پر لار د خنډونو ډېروالى

انسان هله پر حق پوهېدای شي، چې د ښاندې په لار کې يې خنډونه نه وي. انسان د عقل، آند او پوهې په درلودو کله داسې د غريزو په توپانو کې ښکېل شي، چې د واقعيت په پېژندو کې سرګردان شي او لار ورکی شي. ډېر داسې باطل دي، چې حق ښکاري او ډېر داسې حق، چې باطل ښکاري. داچې انسان د غريزو په ځاله کې راښکېل دى او واقعيتونه نه ويني او کله هم د سمې پوهېدنې پرخلاف عمل کوي؛ نو انسان د قانون جوړونې حق نه لري. قرآن شريف وايي: ((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ))

ج: په پوهېدو کې ځنډ

کله د وخت په تېرېدو او د علم په پرمختګ يو لړ واقعيتونو ته رسي خو دا د کلونو د ځنډ ګناه به د چا پر غاړه وي ؟ د ساري په توګه: تقريباً نيمه پېړۍ کېږي، چې انسان پوه شوى، چې د سرکوزي د غوښې خوړل د کدو دانې او د ((تريشين)) چنجي د رنځ لامل ګرځي خو هغوى چې په وحې د سرکوزي ‏د غوښې له حراموالي خبر ول له پېړيو پېړيو راهيسي له دې ګواښه ژغورل شوي دي. د اسلام د سپېڅلي دين ډېری داسې احکام او اسرار دي، چې علم يې د وخت په تېرېدو له اسرارو پرده اوچته کړې ده؛ خو د انبياوو علیه السلام لارويان له هماغه پيله په يوه داسې پړاو کې واقع شول، چې د علم او تجربې پر بنسټ عالمان تر پېړيو روسته ور و رسېدل.

پر معنوياتو پوهېدنه

انسان په خپل عقل، علم، مشورې او څېړونو يوازې کړاى شي د محسوسو توکيزو چارو په هکله ګام اوچت کړي او ځان ته لار وټاکي خو له تلپاتې نېکمرغۍ، مانيزې ‏ودې او اروايزې ‏روزنې ته انسان لاس رسي نه لري، چې بې له وحې او انبياو بله لار نه لري.

 

د قانون ساز ځانګړنې

١_ قانونساز بايد د انسان پر ټولو ظاهري او باطني اړتياوو پوه وي.

٢_پر انسان ولورېږي.

٣_بشپړ نياومن وي او پر حقيقت او سازښت-مصلحت خپلې غوښتنې غوره وګڼي.

نو ښکاره ده، چې داسې يو قانونساز بې له الله بل څوک نشي کېداى، چې د انبياوو علیه السلام له لارې انسانانو ته لارښوونې او پېغامونه رالېږي.

 

د انبياوو علیه السلام په هکله د قرآن شريف وينا

د عقل له پلوه مو انبياوو علیه السلام ته پر اړتيا رڼا واچوله نو اوس به هم د قرآن شريف څو آيتونو ته اشاره وکړو:

*((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ[7]= او هر امت ته يو استازى وي او چې کله يې استازى راشي؛ نو ترمنځ يې په انصاف پرېکړې کېږي او هېڅ ډول تېرى به پرې ونشي.)).

* ((وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خلَا فِيهَا نَذِيرٌ[8]= او هېڅ داسې امت نه و خو داچې خبروونكى پکې تېر شوى دى.))

*((لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَى مَنْ حَيَّ عَن بَيِّنَةٍ[9]= هغوى چې هلاك (اوبې لارې)كېږي په ښكاره دليل هلاك شي او هغوى چې ژوندي كېږي (او سمه لار مومي) له څرګند دليل سره ژوندي پاتې شي)).

 هو! بايد لار روښانه وي، چې انسان يې په پوهه او پوره ازادۍ وټاکي.

*((رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ[10]=(دا ټول) پېغمبران زېري وركوونكي او وېروونكي لېږل شوي ول، چې د پېغمبرانو (تر لېږلو) روسته خلكو ته د الله په مقابل كې پلمه نه وي (او پر ټولو غاړه خلاصه شي).

 

د انبياوو علیه السلام ښاندلار

د انبياوو علیه السلام ښاندې ته درې لارې دي:

١_معجزه.

٢_د انبياوو علیه السلام د تېرو چارو، حالاتو او کارنامو څېړنه.

٣_د تېرو پېغمبرانو يادونې.

الف) معجزه:

 څوک چې وايي الله د لارښوونې دنده راکړې او د هستۍ له خاوند او ناپايه ځواک ‏سره په اړيکه کې يم؛ نو بايد داسې کار وکړي، چې نور ترې بېوسې وي او له دې لارې خپله خبره جوته کړي، چې په رښتيا له بلې نړۍ سره په اړيکه کې دى، چې دې عمل ته معجزه وايي[11].

هر الهي پېغمبر خپل حقانيت جوتولو ته معجزه او معجزې درلودې؛ لکه:

١_حضرت داود علیه السلام ته د اوسپنې نرمېدل: ((وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ))

٢_حضرت سليمان علیه السلام ته د باد اېلېدل: ((فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ))

٣_حضرت صالح علیه السلام ته له غره د اوښې راوتل. ((إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ))

 ٤_پر ښامار د حضرت موسى علیه السلام د کونټۍ اوړېدل. ((فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ))

٥_د حضرت عيسى علیه السلام په لاس د مرغۍ جوړېدل. ((أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ))

د انبياوو علیه السلام چار له مخترعانو، مرتاضانو، کوډګرو او پهلوانانو سره څه توپير لري؟

 هغوى هم يو لړ چارې کوي، چې نور يې نشي کړاى؛ نو ولې ورته پېغمبران نه ويل کېږي؟!

 

د پېغمبرانو علیه السلام او نابغو توپير

نوابغ هغه وګړي دي، چې د آند، تعقل او حساب غښتلى ځواک لري؛ یعنې په حواسو له څيزونو سره اړيکه نيسي او د خپل عقل په حسابګر ځواک د خپل ذهن په محصولاتو کار کوي او پايلې ته رسي او شونې ده، تېر هم وځي.

الهي پېغمبران د آند، تعقل او حساب پر غښتلي ځواک سربېره، د وحې په ځواک هم سمبال دي، چې نابغې ترې بې برخې دي؛؛ نوځکه هېڅکله نه شو کړاى نابغې له پېغمبرانو سره پرتله کړو؛ ځکه پرتلنه هغه مهال سمه ده، چې د دواړو ډلو چار يو ډول وي؛ خو که دوه ډوله وي؛ نو پرتلنه ناسمه ده. د بېلګې په توګه: آيا سمه ده، چې د دوو کسانو د ليدو، اورېدو او يا آنديز ځواک پرتله کړو او ووايو، چې کوم يې غښتلى دى.

د نابغو نبوغ په آندنې او انساني آند په ځواک پورې اړوند دى؛ خو د پېغمبرانو سرباندېتوب په وحې او د هستۍ په مبداء پورې د تړاو له لامله دى؛ نو دا دواړه پرتله کول ناسم چار دى.

١_ دا خلک اړوند چارو ته روزل شوي؛ خو انبياء علیه السلام ښوونکي نه لري.

٢_ د دوى چارې د تمرين پايله ده؛ خو انبياء علیه السلام داسې نه ول. هغه پهلوان که درانه درانه وزنونه پورته کوي؛ نو دې ځاى ته تر کلونو کلونو تمرين روسته رسېدلي دي. هغه خلک، چې له حضرت صالح علیه السلام څخه راتاو شوي ول ورته يې وويل: که له الهي ځواک سره په اړيکه کې يې نو همدا اوس له غره له دغو ځانګړونو سره اوښه راوباسه نو حضرت صالح علیه السلام ورته ونه ويل: لږ صبر وکړئ، چې تمرين يې وکړم او زده يې کړم نو بيا به دا کار وکړم او پردې سربېره، اصولا دا چار په تمرين هم ترسره کېداى نشي.

٣_ ددې خلکو د چارو موخه توکيزه ده. که پهلوان درانه وزنونه پورته کوي، جادوګر جادو کوي؛ نو د خلکو د پام راګرځولو او مادياتو ته وي؛ خو د انبياوو علیه السلام موخه د نېکمرغه غښتلي انسان او ټولنې جوړول دي.

٤_دا خلک تېروتوونکي او ګناهکاران دي؛ خو الهي انبياء علیه السلام سپين لمني دي او په خپل ژوند کې هېڅ ډول نيمګړتيا نه لري.

٥_جادوګر، پهلوان او…. هېڅکله نه وايي، کوم چار چې کوم، بل يې نشي کولاى او د سيال رابللو مړانه هم نه لري؛ خو الهي انبياء علیه السلام په پوره ډاډ وايي: کوم چار، چې کوو، بل يې نشي کولاى.

ځکه د الهي پېغمبرانو او د نورو سترګو تېرايستونکيو په چارو کې هم د موخې او هم د عمل له پلوه خورا توپيرونه دي.

 

نندارتون نه معجزه

هره معجزه، چې خلکو غوښته انبياوو علیه السلام ترسره کوله؟

کله يې ويل: که پېغمبر يې نو الله راوله! ((تَأْتِيَ بِاللّهِ)) خو داچې الله جسم نه دى؛ نو دا چار ناشونى و.

کله يې ويل: که پېغمبر يې نو اسمان ټوټې ټوټې کړه او راګوزار يې کړه: ((أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا)) او کله يې ويل: که پېغمبر يې نو کور دې بايد له سرو زرو جوړ شوى وي. ((أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ)) او د ډول ډول ونو، انګورو او کجورو بڼ ولرې: ((أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ)).

آيا د بڼ او ماڼۍ درلودل له الله سره اړيکه راښيي؟ فرعونانو، قارونانو او نمرودانو دا هرڅه درلودل؛ نو آيا هغوى له الله سره په اړيکه کې وو؟

؛ نوځکه معجزه يوازې هغه ده، چې له ستر الله سره د پېغمبر اړيکه څرګنده کړي او داسې نه ده، چې هر چاته په هر وخت کې د هر چا په خوښه، هره شېبه پېغمبران معجزه وکړي.

 

په معجزه کې سنخيت

داچې حضرت موسى عليه السلام په يو داسې وخت کې پېغمبر شو، چې د جادو او کوډو بازار ګرم و معجزه يې د ښامار کونټۍ کېدل وو.

داچې د حضرت عيسى عليه السلام په پېر کې رنځ درملنه او طبابت پر مخ تللى و نو د الله په امر يې مړي راژوندي کول او زموږ د خپل ګران پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په پېر کې شعر پر مخ تللى و نو معجزه يې کلام وه. دا له يوه پلوه او بلخوا داچې تلپاتې نړيوال دين تلپاتې نړيوالې معجزې ته اړتيا لري او قرآن شريف زموږ د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم تلپاتې معجزه ده، چې د رسول الله (ص) په رحلت يې معجزه له منځه ولانړه او پر خپل حال پاتې ده.

 

دويمه لار: د لاسوندونو او د انبياوو علیه السلام د چارو او حالاتو څېړنه:

د الله استازى څوک و؟ هم ُامي، هم نالوستى [12] او هم امين و. ولې يې د کفر، شرک، بوت نمانځنې، تفرقې او کږنو او انګېرنو-خرافاتو په پلازمېنه کې راپاڅېد او د فساد او ورکاوي پرخلاف يې پرېکنده مبارزه وکړه؟

د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم مخالفين ستر ځواکي، ځانمني، پېسمني، ښاڅمني، زبېښونکي او زور مټي ول. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم يوازې د حق پر لار روان و. له چا سره يې د مادياتو ژمنه و نه کړه. په ريا، چل ول او ناسمو لارو يې خپل دين ته پراختيا ورنه کړه. وينا يې د قرآن شريف سپېڅلي احکام ول او روزل شوي يې اصحاب کرام وو.

 رښتيا! که رسول الله (ص) مو معجزه هم نه درلوده؛ نو د ژوند حالات او موخه يې پر رښتينولۍ ستر لووي-ګواه دي.

 

درېيمه لار: د تېرو پېغمبرانو يادونې:

پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم راغى، و يې ويل: هماغه پېغمبر يم، چې نوم او نښې مې په تورات او انجيل کې راغلي دي.

په قرآن شريف کې راغلي: ((يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ)) هغوى پخپلو کتابونو کې د الله د روستي استازي نوم موندلى و. د اسلام د پېغمبر راتګ د نورو اديانو لارويانو ته دومره څرګند و، چې په دې هکله قرآن شريف وايي: ((يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ)) هغوى څنګه چې خپل اولاد پېژانده، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم يې هم پېژانده؛ خو سره له دې ټولو، يهودانو په جګړو لاسونه پورې کړل او مسيحيانو خورا جزيې ومنلې. که دا خبره يې په کتابونو کې نه وه نو په ډېره اسانه به د الله په استازي (ص) پسې راپاڅېدلي ول او نه يوازې پر هغه به يې ايمان نه راووړ؛ بلکې دروغجن یې ورته وايه؛ نو هغه جګړې، جزيي او تاوانونه، چې هغه مهال د اسلام دښمنانو وزغمل، ددې خبرې پخلى کوي، چې زموږ د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم نوم او نښې يې په اسماني کتابونو کې راغلې وې خو نن يې پکې بدلون راوړى دى.

 

د انبياوو علیه السلام ځانګړنې

الهي انبياء علیه السلام يو لړ ځانګړنې لري، چې معرفۍ او موخو پلي کولو ته يې ګټورې دي، چې څو ته يې اشاره کوو.

١_معجزه:

معجزه يو له هغو ګټورو او محسوسو اوزارو ځنې ده، چې انبياوو علیه السلام درلوده، چې په دې اړه مو مخکې خبرې وکړې.

٢_وحې:

له دې لارې به پېغمبرانو له الله سره اړيکه نيوه او د الله پېغام به ورته راته. الله د نورو پېغمبرانو په هکله خپل روستي استازي ته وايي: ((وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ[13] = موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي وو، چې وحې مو ورته کوله.))

د وحې په هکله يو لړ پوښتنې اوڅارېږي، چې پر دوو يې رڼا اچوو:

پوښتنه: آيا وحې يو ډول بشري نبوغ نه دى ؟

ځواب: ځينې، چې نه غواړي له بلې نړۍ سره اړيکه ومني؛ نو په وحې او ورته مسلو کې لتې وهي، چې يوه توکيزه مخونه ‏ورته راوړي.

که د انبياوو علیه السلام د ځانګړونو برخه ولولئ؛ نو پوه به شئ، چې د انبياوو علیه السلام او بشري نوابغو ترمنځ خورا توپير دى له هر ډول اړنګ – شک، تېروتنې او ګناه څخه عصمت، له غيبو خبرېدل، نږه او د زړه له تله عبادت او هر څه د الله ګڼل، هغه خبرې دي، چې په نوابغو کې نشته؛ ځکه نوابغ هم تېروځي او هم سپين لمني نه دي او هم له غيبو خبر نه دي او له الهي عارفانه نږه عبادته لرې دي او څه چې لري، د الله (ج) له لوري يې نه ګڼي.

مګر موږ نورې نابغې نه لرو نو ولې هغوى د قرآن شريف په څېر رانه ووړ او نشى کړاى رايې وړي ؟

پوښتنه: ولې موږ ته وحې نه کېږي؟

ځواب: هره راډيو، هر چاينل او څپې نه را کاږي. دنننى اخلاص، پاکي، تقوا او نور شرطونه پکار دي او بايد زړه الهي وحې او الهام ته چمتو والى ولري.

٣_د غيبو علم:

انبياء علیه السلام د غيبو علم لري. په دې هکله قرآن شريف وايي: ((عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا. إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا[14]= (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه پوهوي؛ خو هغه استازى (ترې خبروي)، چې (دې کار ته يې) غوره كړي نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي‏))

پوښتنه: د قرآن شريف په آيتونو کې لولو: بې له الله بل څوک د غيبو علم نه لري: ((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُو)) نو ددې آيت په شتون کې، چې د غيبو علم يې يوازې د الله لپاره ځانګړى کړى دى؛ نو څنګه يې پېغمبرانو ته جوتولاى شئ ؟

ځواب: د غيبو علم يوازې په الله پورې ځانګړى دى او که پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په دې هکله څه معلومات لري؛ نو الله به ورکړي وي او پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم له ځانه له غيبو خبر نه وي.

٤_عصمت:

د الله د استازي (ص) بل امتياز عصمت (سپينلمنوب) دى. عصمت؛ یعنې انسان د ايمان، معرفت او بشپړ يقين له کبله د داسې ستر روح خاوند شي، چې په بشپړه ازادۍ، واک او پوهې ګناه نه کوي؛ بلکې د ګناه په فکر کې هم نه وي.

 

 

د اسماني مشر د عصمت اړتيا

معصوم مشر ته؛ ځکه اړمن يو، چې نور انسانان تېروتنې، انديزې او عملي بې لارۍ لري؛ نو الله دې انسان له هغه ورځې ساتي، چې مشر هم بې لارې شي؛ ځکه په دې بڼه به دا مشر هم معصوم مشر ته اړمن شي او که هغه هم معصوم نه وي؛ نو بل معصوم ته به اړمن شي.

 

څو يادونې:

الف: ځينو د قرآن شريف ځينې آيتونه لوبڅي کوي او د پېغمبرانو عصمت ټکنى کوي. موږ چې د قرآن شريف په آيتونو کې کومه څېړنه کړې نو سره له دې چې پېغمبرانو ته وړانديزونه، خبر او اخطارونه ورکړل شوي؛ خو دا يو هم د عصمت له مقام سره په ټکر کې نه دي.

ب: پېغمبران نه يوازې په ګروهو او احکامو کې او نه يوازې په کبيره ګناهونو کې؛ بلکې په ټولو ګناهونو کې او نه يوازې په لوى لاس تېروتنو؛ بلکې په سهوي تېروتنو کې هم معصوم وي، چې دښمن ته يوه پلمه هم د دوست د ډاډ د خرابولو لپاره پيدا نشي. په قرآن شريف کې راغلي: ((فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ= ټينګ (او غوڅ) دليل خو له الله سره دى))

ج: عصمت د الله د استازي له لمونځونو، مغفرتونو او ژړاګانو سره په ټکر کې نه دی؛ ځکه همداچې د الله استازى ځان د الله پر وړاندې وګوري نو د زړه له کومې يې مني، چې الله يې له ماغزو او زړه خبر دى او څاري يې او ټولې کړنې يې ليکل کېږي؛ نو داسې يو حالت پرې راپېښېږي، هغه کارونه، چې ګناه هم نه وي؛ نو حيا کوي. د ساري په توګه: که په کور کې ټوخېږ م نو نه شرمېږم خو چې خلکو ته خبرې کوم نو که يو ټوخى هم وکړم نو سره له دې چې دا کار ګناه نه ده؛ خو شرمېږم او له خلکو بښنه غواړم؛ ځکه ځان د خلکو پر وړاندې وينم نو د الله اولياء هم، چې ځان د الله پر وړاندې ويني نو ان له خپل کوشني ‏عمله شرمېږي.

 

د څو پوښتنو ځوابونه

پوښتنه: ولې انبياء علیه السلام بشر دي ؟

ځواب: يوه نيوکه، چې پر انبياوو علیه السلام کېده دا وه، چې ولې بشر دي او پرښتې نه دي؟ حال دا ددې چارې ښکلا په همدې کې ده، چې انبياء بشر وي؛ ځکه که بشر نه وي؛ نو بشر به لانجه کوله، چې انبياء زموږ له ستونزو او مسايلو خبر نه دي او يوازې حکمونه راکوي!

انبياء بايد د نورو انسانانو په څېر شهوت او غضب ولري او ځان کابو کړي، چې نورو ته بېلګه شي. الله خپل استازي (ص) ته وايي: ((قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ[15]= زه خو ستاسې په څېر يو بشر يم)).

 

آيا انبياوو علیه السلام خپله ارماني ټولنه جوړه کړه ؟

ځواب: د خلکو ښيون-ښیون ته د انبياوو علیه السلام او اسماني قانون راتګ يو اړين چار دى؛ خو د خلکو له لوري د يوې دندې منل جلا چار دی او ددې دواړو حساب و کتاب توپير لري. د الله کړلار داسې نه ده، چې خلک په زور ښيون شي او که داسې وي؛ نو اوس به ټول ښيون شوي ول. ((وَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ))

د الله استازی ډانګ په لاس نه و او د چا ازادي يې هم له منځه يونړه: ((لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ[16]= ته پر هغوى زرور نه يې (چې ايمان راوړ ته يې اړ باسې).))

 الله بايد خلکو ته ښيون وزله چمتو کړي: ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى[17]= په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده))

او خلک هم بايد ښيون منونکي وي؛ خو ځينو خلکو ښيون ‏ونه مانه او دا خبره بايد ددې لامل نشي، چې د الله له لوري د نورو د ښيون ‏لړۍ هم پرې شي؛ لکه څنګه چې بڼوال ‏کله هم د مرداربوټو له کبله د ټول بڼ د ونو له خړوبولو لاس نه اخلي.

په قرآن شريف کې لولو: ((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ[18]=(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل: ((زه پر ځمكه ځايناستى خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل: (((پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې، چې فساد او وينه تويه كړي؟ (ځكه تر آدمه مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويېدنه ككړ ول، كه د دغه انسان له پيدايښته موخه عبادت وي) نو موږ (خو)دې ستايو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) الله وويل: ((پرڅه چې پوهېږم، پرې نه پوهېږئ.))

دا خلک دي، چې بايد ارماني ټولنه جوړه کړي او که د الله استازيو ارماني ټولنه جوړه نه کړه؛ نو په دې کې د خلکو ناغېړي وه.

پوښتنه: ولې ټول انبياء په ختيځ کې راغلي دي ؟

ځواب: موږ ته د لويديځ پخوانى تاريخ روښانه نه دى او موږ هم هېڅ داسې دليل نه لرو، چې ټول انبياء علیه السلام په ختيځ کې راغلي دي؛ خو د ((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ))له آيته په ګټنې ويلاى شم، چې هر ملت پېغمبر درلود.

 

پوښتنه: انبياء علیه السلام څو تنه ول او پر ټولو ايمان ته څه اړتيا ده؟

ځواب: په قرآن شريف کې د پينځه ويش پېغمبرانو نومونه راغلي دي؛ خو د غافر په سورت کې لولو: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ[19]= او په يقين موږ تر تا مخكې استازي لېږلي وو، د ځينو قيصې مو درته كړي او د ځينو نه))

له دې آيته ګټنه کېږي، چې د پېغمبرانو شمېر يوازې دومره نه و، چې په قرآن شريف کې يې نومونه راغلي دي. په روايتونو کې ډول ډول شمېرې ښوول شوي چې تر ټولو مشهور يې هغه حديث دى، چې له حضرت ابوذر غفاري (رض) را نقل شوى، چې وايي: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مې وپوښت: انبياء علیه السلام څو تنه وو؟ و يې ويل: يو لک او څلرويشت زره. او همداراز د بقرې د سورت د ١٣٦ آيت له مخې او د آل عمران د سورت د ٨٦ آيت له مخې او همداراز د نساء د سورت د ١٠٥ سورت په رڼا کې، پر ټولوانبياوو علیه السلام ايمان پکار دى او کېداى شي دليل يې دا وي، چې بعثت يو ناڅاپي چار نه دی؛ بلکې يو الهي چار او پړاو دى. پر پخوانيو پېغمبرانو ايمان؛ یعنې د تاريخ په پوړيو کې پر انسانانو د الله پر همېشني او تلپاتې پېرزو ايمان درلودل د الله پر ثابت حکمت باندې؛ یعنې پر باطل د حق پر لاسبرېدو ايمان درلودل او ايمان درلودل، چې په تاريخ کې پر حقه انسانان يوې لوري ته او طاغوت بلې لوري ته و او په دې ټولو پړاوونو کې په پاى کې برى د حق و او د باطل پوزه پر خاورو وه او د الله پر همدې سنت ايمان درلودل، د ودې، استقامت او پايدارۍ راز دى.

 

 

د پېغمبرانو علیه السلام ځانګړنې

پېغمبران علیه السلام ، چې په وحې د هستۍ له مبداء او جرړې سره په اړيکه کې دي ځانګړې ځانګړنې لري، چې دادي:

ðاعجاز:

هر پېغمبر، چې الله مبعوثوي؛ نو له ځانګړي ځواکه برخمن وي، چې په دې خارق العاده ځواک د بشر له ځواکه هاخوا يو يا څو اغېزې ښيي، چې له الهي خارق العاده ځواکه يې د برخمنۍ ښکاروندى ده او د خبرې او د اسماني بلنې پر رښتينولۍ يې لووى دى.

قرآن کريم دې خارق العاده ځواک ته “آيت” وايي، چې پېغمبران يې د الله په اجازه د خپلې خبرې پر رښتينولۍ لووى نيسي؛ یعنې د “نبوت نښه” ورته وايي. اسلامي متکلمين ورته؛ ځکه “معجزه” وايي، چې د نورو وګړيو بېوسي ښيي.

قرآن کريم وايي، چې د هر پېغمبر د پېر خلکو له خپل پېغمبره د “آيت” او “معجزې” غوښتنه کوله او هغو پېغمبرانو به يوازې د هغوى معقولو او سوليزو-منطقي غوښتنو ته -؛ ځکه دا غوښتنې حقيقت پلټونکيو درلودې او بې له دې به يې د پېغمبرانو د پېژندو بله لار نه درلوده_ مثبت ځواب ورکاوه؛ خو که له معجزې غوښتو به يې حقيقت پلټنه موخه نه وه- د بېلګې په توګه: معامله يې ورسره کوله، چې که پلانى کار وکړې نو نبوت دې منو_ نو پېغمبرانو به يې غوښتنو ته منفي ځواب ورکاوه.

 او؛ لکه څنګه مو چې په تېرو مخونو کې ورته اشاره وکړه، چې قرآن کريم د پېغمبرانو خورا معجزې بيان کړي؛ لکه د مړي ژوندي کول، په زانګو کې خبرې، د کونټۍ پر مار اوړېدل او له راتلونکي خبر ورکول.

ðعصمت

عصمت؛ یعنې له ګناه او تېروتنې خونديېنه-مصونيت؛ یعنې پېغمبران نه د ځاني غوښتنو تر واک لاندې راځي او نه ګناه کوي او نه په خپل چار کې تېروځي. له ګناه او تېروتنې يې خونديېنه، پرې د ډاډ د وړتيا خورا لوړه درجه ده.

اوس بايد پوه شو، چې دا خونديېنه په کومه بڼه ده؟ د بېلګې په توګه: آيا داسې ده، چې کله ګناه کوي؛ نو له غيبو يو مامور راځي او؛ لکه څنګه چې پلار خپل اولاد له تېروتنې ژغوري، د دوى مخه هم نيول کېږي؟ يا د پېغمبرانو خټه او فطرت داسې دى، چې نه پکې ګناه شونې ده او نه تېروتنه؛ لکه څنګه چې پرښته؛ ځکه زنا نه کوي، چې شهوت نه لري او يا د حساب ماشين نه تېروځي؛ ځکه ذهن نه لري؟ يا داچې د پېغمبرانو ګناه نه کول او نه تېروتل يې د ليد د څرنګوالي، د يقين او ايمان د درجې پايله ده؟ ؛ البته همدا روستۍ خبره سمه ده.

ðله ګناه خونديېنه:

انسان مختار دى او خپلې چارې د ګټې، تاوان، مصالحو او مفاسدو په پامنيوي ټاکي؛ نوځکه نومېرنه -“تشخيص” په اختيار او ټاکنه کې مهمه وڼده لري او ناشونې ده، انسان داسې چار وټاکي، چې نه يوازې ګټه يې پکې نه وي؛ بلکې تاوان يې هم پکې وي د بېلګې په توګه: هوښيار او ژوند ته لېوال انسان کله هم ځان له غره نه راګوزاروي او يا وژونکي زهر نه خوري.

“وګړيز ايمان” او د ګناه آثارو ته پام له “ليد لوري” سره توپير لري څومره چې يې ايمان پياوړى او د ګناه آثارو ته يې پام ډېر وي هومره به له ګناه ډډه کوي او ګناه به يې لږه وي. که د ايمان درجه “شهود” او “عيان” ته ورسي، تردې چې د ګناه کولو پرمهال ځان په هغه حالت کې وويني، چې له غره ځان راګوزاروي او يا وژونکي زهر څښي نو په داسې حالتو کې د ګناه د اختيار احتمال صفر ته رسي؛ یعنې هېڅکله د ګناه پر لور نه ځي، چې دې حالت ته “له ګناه عصمت” وايي.

نو له ګناه عصمت، د ايمان د کمال او د تقوا د مزبوتۍ پايله ده. اړينه نه ده، چې انسان له ګناه “خونديېنې” او “عصمت” ته د رسېدو لپاره، بهرني جبري ځواک ته اړمن وي او يا داچې د معصوم بدن داسې وي، چې ګناه کول پکې ناشوني وي.

 که انسان د ګناه ځواک و نه لري او يو جبري ځواک يې تل له ګناه ژغوري نو دا ګناه نه کول ورته کمال نه ګڼل کېږي؛ ځکه په بند کې د بندي انسان په څېر دى، چې د سرغړونې وس و نه لري. د داسې انسان سرغړونه نه کول يې په سړيتوب او امانت ساتۍ کې نه شمېرل کېږي.

ð له تېروتنې خونديېنه:

له تېروتنې خونديېنه هم د پېغمبرانو د ليد د څرنګوالي زوکړه ده. تېروتنه هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې انسان په بهرني او يا دننني حس له يو واقعيت سره په اړيکه کې شي او پخپل ذهن کې يې يو لړ ذهني بڼې چمتو کوي او په عقل يې شننه او يو ځاى کوي او ډول ډول تصرفات پکې کوي؛ نو هله له بهرني واقعيتونو سره د ذهني بڼو په اړخ لګولو او اوډون کې تېروځي خو هغه مهال چې انسان په ځانګړي حس له عيني واقعيت سره نېغ په نېغه مخ وي او د واقعيت ادراک عين له واقعيت سره نښلون وي نه ذهني بڼه يې نو دلته تېروتنه مانا نه لري.

الهي پېغمبران له دنننه نه د هستۍ له واقعيت سره اړيکه او نښلون لري. د واقعيت په متن کې تېروتنه نه فرضېږي. د بېلګې په توګه: که موږ د تسبيح سل دانې په لوښي کې واچوو او بيا سل دانې واچوو او دا کار سل ځل وکړو؛ نو شونې ده، ذهن مو تېروځي او وانګېري، چې دا کار مو نهه نوي ځل کړى دى او يا داچې تر سلو اوچت شمېر وښيي.

 هغه انسانان، چې د پوهې له پلوه د واقعيتونو په متن کې وي؛ نو په خپل وجود له بهيرونو سره يو ځاى کېږي او له هر ډول تېروتنې خوندي کېږي او له ګناه معصومېږي.

ðمشري:

سره له دې چې “پېغمبري” د الله پر لور له مانيز لوري او د الله ذات ته له ورنږدېدو او له خلکو له ځان شلولو (سير من الخلق الى الحق)نه پيلېږي، چې غوښتنه يې بهر تا شا کول او دنننه ته مخ کول دي؛ خو بالاخره د خلکو د ژوند د سمونې او سمې لارې ته د انسانانو د لارښوونې په موخه بهر او خلکو ته په راستنېدو (سير بالحق فى الخلق) پاى ته رسي.

په عربي کې “نبي” د “خبرراوړونکي” په مانا دى او “رسول” د “استازي” په مانا دى.

پېغمبر د الله پېغام د الله مخلوقاتو ته اوروي، ځواکونه يې راويښوي، نظم ورکوي او د الله او د هغه څه پر لور يې بوځي، چې د الله خوښي ده؛ یعنې سولې، مينې، سمونپالۍ، د نورو نه ځورولو، له “غيرالله” ازادي، نیاو او ښه خويونو ته يې رابلي او له ځاني غوښتنو او د ډول ډول بوتانو او طاغوتانو له لاروۍ يې ژغوري.

علامه محمد اقبال لاهوري پېغمبران او هغه نور وګړي، چې د الله پر لور مانيز بهير لري (عارفان) خو د پېغمبرۍ رسالت نه لري او علامه ورته “باطني انسان” وايي، داسې توپيروي:

((“باطني انسان” نه غواړي په مانيز بهير کې د باطني ډاډ او هوساينې تر پيدا کېدو روسته دنیوي ژوند ته راستون شي؛ خو د اړتيا له مخې نو راستنېدل يې بشريت ته دومره ګټه نه لري؛ خو د پېغمبر راستنېدل له نوښت او ګټه رسونې سره وي راستنېږي او په دې هوډ د زمانې په بهير ورننوځي، چې د تاريخ بهير تر واک لاندې کړي او له دې لارې له مطلوبو کمالونو نوې نړۍ جوړه کړي. “باطني انسان” ته روستى پوړ هوساينه ده؛ خو پېغمبر ته د روحي ځواکونو راوېښېدل دي، چې نړۍ وخوځوي او دا ځواکونه دومره منظم او د حساب له مخې دي، چې ټوله بشري نړۍ به بشپړه بدله کړي.)) [20]

د الله خوښي او د بشريت سمونې ته يې د خلکو مشري او د انساني ځواکونو اوډون او خوځښت، له پېغمبرۍ څخه يو نه بېلېدونکې چار دی.

ðنيت نږه کول:

داچې پېغمبران الهي اډانه لري او الهي رسالت او دنده يې هډو هېرېږي نه نو پخپل چار کې خلوص لري؛ یعنې بې د بشر له لارښوونې، بله هېڅ موخه نه لري او له خلکو د “رسالت” اجر نه غواړي.

قرآن کريم په الشعراء سورت کې په لنډه د ډېرى پېغمبرانو ويناوې راخستي، چې له خپلو امتونو سره د مخېدو پرمهال يې ورته کړې وې ؛ البته هر پېغمبر به د خپل وخت د ستونزو له مخې، خپل قوم ته ځانګړى پېغام درلود؛ خو يو مطلب، چې د ټولو پېغمبرانو په پېغام کې راغلی دادی، چې: ((زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم)) نو خلوص او بې سارى توب د پېغمبرانو يوه ځانګړنه ده؛ نوځکه د پېغمبرانو پېغام له بې ساري پرېکندتوب سره يو ځاى دى.

داچې پېغمبران ځان “مبعوث” ننګېري او د خپل رسالت په ګټورتوب او ورته په اړتيا کې يې پوټى اړنګ –شک هم نه لري؛ نو په بشپړ پرېکندتوب خپل رسالت تبليغوي او دفاع ترې کوي.

حضرت موسى بن عمران علیه السلام له خپل رور حضرت هارون علیه السلام سره داسې فرعون ته ورغلل، چې ساده جامې يې اغوستې وې او يوه کونټۍ ورسره وه او ټولې وزلې يې همدا وې او په بشپړ پرېکندتوب يې راوباله، ورته يې وويل: ((که بلنه مو و نه منې نو د واکمنۍ ړنګېدل دې هرومرو دي او که و يې منې او پر هغه لار راسره ولاړ شې، چې موږ پرې روان يو نو عزت دې تضمينوو.))

فرعون هېښنده وويل: ((دوى ته وګوره! که ورپسې ولاړ شم نو عزت مې تضمينوي، که نه د واکمنۍ ړنګېدل مې هرومرو دي!!!)) [21]

د اسلام پېغمبر د بعثت په لومړيو کلونو کې، چې د مسلمانانو شمېر د ګوتو هومره و، د “يوم الانذار” په غونډه کې يې د بني هاشمو مشرانو ته په پشپړ پرېکندتوب وويل: ((دين به مې نړيوال شي او نېکمرغي مو په دې کې ده، چې بلنه مې ومنئ.))

 دا خبره اورېدونکيو ته دومره درنه او د نه باور وړ وه، چې ټولو يو بل ته وکتل، هېڅ يې هم و نه ويل او ووتل.

“قريش”، چې د رسول الله (ص) تره “ابوطالب” ته راغلل او غوړه ژمنه يې ورسره وکړه، چې که وراره دې له تبليغه لاس واخلي نو چې څه غواړي، ور به يې کړو خوغوڅ ځواب يې ورکړ:

((قسم پر الله! که لمر راته په يوه لاس او سپوږمۍ راته په بل لاس کې کېږدي، چې له خپل رسالته لاس واخلم نو هېڅکله به دا کار و نه کړم او خپل رسالت به پرېنږدم.))

هو!؛ لکه څنګه چې د انسانانو مشرۍ ته له ګناه او تېروتنې عصمت د وحې پايله ده خلوص او پرېکندتوب هم د پېغمبرۍ غوښتنه ده.

ðرغاونه:

پېغمبران يوازې د وګړي او ټولنې جوړولو لپاره ځواکونو ته نظم او حرکت ورکوي په بله وينا: دا کار د بشر نېکمرغۍته کوي او ناشونې ده، د وګړي يا انساني ټولنې فساد ته يې وکړي.

 که د يو چا بلنه، چې د پېغمبرۍ دعوا کوي، د ټولنې او انسانانو فاسدول وي؛ نو پخپله همدا بلنه يې پر دروغجنۍ ستر ګواه ده. علامه محمد اقبال لاهوري دلته هم ارزښتمنه خبره لري، وايي:

((د يو پېغمبر د ديني تجربې د ارزښت (د رسالت حقيقت او له دنننه يې له الله سره اړيکه) د ارزونې لپاره بله لار داده، چې هغه انسانيت وارزول شي، چې رامنځ ته کړى يې دى او همداراز هغه فرهنګ او تمدن ته پام کول دي، چې دده له رسالته راولاړ شوى دى.))[22]

ðمبارزه:

له شرکونو، کږنو انګېرنو، ناپوهيو، خيالپلونو او زورمټيو سره مبارزه د پېغمبرۍ د دعوا کوونکي د خبرې د رښتينولۍ نښه ده؛ یعنې ناشونې ده، څوک د الله استازى وي او په پېغام کې يې له شرک، زورمټۍ او بې عدالتۍ سره مبارزه نه وي او يا د شرکونو، کږنو انګېرنو، ناپوهيو، خيالپلونو او زورمټيو پر وړاندې چوپ کېني.

د ټولو پېغمبرانو د بلنې آرونه “توحيد”، “عقل” او “عدل” دي او يوازې د هغو بلنه ته غوږ ايښوداى شو، چې بلنه يې په همدې بهير کې وي؛ یعنې که څوک پخپله بلنه کې د “توحيد”، “عقل” او “عدل” پر ضد خبره وکړي؛ نو پېغام يې د لوستو وړ نه دى او پر نبوت يې هم دليلېداى نشي. همداراز د هغه بلنه د غوږ ايښوولو وړ نه ده او پر نبوت يې دليلېداى نشي، چې ګناه وکړي، تېروځي يا د خلکو د مشرۍ وس و نه لري (که څه ددې بېوسۍ لامل جسمي او يا داسې رنځ؛ لکه جذام وي، چې د خلکو ترې کرکه وشي) يا داچې بلنه يې د رغاونې لپاره نه وي؛ نو که څه خورا معجزې راوړاندې کړي عقل يې لاروي نه مني.

ðبشري اړخ:

سره له دې چې پېغمبران خارق العاده اړخونه(؛ لکه معجزه، له ګناه او تېروتنې عصمت، بې سارې مشري، بې سارې رغاونه، له شرک، کږنو انګېرنو او زورمټيو سره بې سارې مبارزه) لري؛ خو بيا هم پېغمبران بشر دي؛ یعنې د بشريت ټولې اړتياوې لري: د نورو په څېر خوري، ويدېږي، ګرځي، واده کوي، اولاد زيږوي او بالاخره مري؛ یعنې ټولې هغه چارې، چې د بشريت غوښتنه ده.

پېغمبران مکلف دي، پر هغه څه پخپله هم عمل وکړي، چې نورو ته يې وايي حلال ورته حلال او حرام ورته حرام دي او په ځينو چارو کې د پېغمبرانو پر غاړه ستونزمنې دندې هم وي؛ لکه څنګه چې پر رسول الله (ص) د شپې لمونځ فرض و.

پېغمبران هېڅکله ځانونه له احکامو استنثاء نه ګڼي د نورو په څېر او تر نورو ډېر له خدايه وېرېږي تر نورو ډېر د الله عبادت کوي، لمونځ کوي، روژې نيسي، جهاد کوي، زکات ورکوي، له خلکو سره نېکي کوي، د ځان، کورنۍ او خلکو ژوند ته هڅاند دي او په ژوند کې پر نورو پېټى نه دي.

له نورو سره د پېغمبرانو توپير په وحې او د وحې په سريزو او غوښتنو کې دى. وحې پېغمبران له بشريته نه وباسي؛ بلکې بشپړ انسانان او نورو ته يې غوره بېلګه کوي؛ نوځکه د نورو لارښود او مشران دي.

شريعت څښتني استازي

په ټوليزه توګه پېغمبران دوې ډلې دي:

يوه ډله يې لږګي-اقليت دي، چې په خپلواکه بڼه د يو لړ قوانينو او احکامو وحې ورته شوې او دنده ور پر غاړه شوې، چې دا قوانين او احکام خلکو ته تبليغ کړي او ددې قوانينو او احکامو پر بنسټ ورته لارښوونه وکړي. دې پېغمبرانو ته د قرآن په څرګندنه-اصطلاح “اولوالعزم” ويل کېږي.

 کټ مټ نه پوهېږو، چې “اولوالعزم پېغمبران” څو ول په تېره، چې قرآن کريم هم په ډاګه کوي، چې يوازې د ځينو پېغمبرانو کيسې يې کړې دي (که قرآن د ټولو پېغمبرانو کيسې کړې واى او يا لږ تر لږه مدعي وو، چې ټول مهم پېغمبران په قرآن کې ياد شوي دي؛ نو شونې وه، چې د قرآن له مخې د “اولوالعزم” پېغمبرانو پر شمېر پوهېدلي واى) خو دومره خبر يو، چې حضرت نوح، حضرت حضرت ابراهيم، حضرت موسى، حضرت عيسى او حضرت محمد (صلوات الله عليه و عليهم) ټول الوالعزمه او شريعت څښتني ول او دې هر يوه ته د يو لړ قوانينو او احکامو وحې شوې ده، چې تبليغ يې کړي او پر بنسټ يې خلک وروزي.

دويمه ډله هغه پېغمبران دي، چې خپل شريعت او قوانين يې نه درلودل؛ یعنې د هغه شريعت او قوانينو د تبليغ دنده يې درلوده، چې په هغه وخت کې ول او ډېرى پېغمبران په دې ډله کې دي؛ لکه “هود”، “صالح”، “لوط”، “اسحاق”، “اسماعيل”، “يعقوب”، “يوسف”، “يوشع”، “شعيب”، “هارون”، “زکريا” او “يحيى” عليهم السلام.

 

د پېغمبرانو علیه السلام تاريخي ونډه

آيا پېغمبرانو د تاريخ په بهير کې منفي يا مثبته ونډه درلوده که نه بېخي يې نه درلوده؟ که ونډه يې درلوده؛ نو څه وه؟مثبت که منفي؟

پردې د دين مخالفان هم منښته-اعتراف کوي، چې پېغمبرانو په تاريخ کې ګټوره وڼده درلودلې او بې اغېزې وګړي نه ول.

پخوا پېغمبران د ستر ملي ځواک ښکارندوى ول.

په دې کې څه خبره نشته چې پېغمبران په ديني ملاتړ يو ځواک و خو خبره ددې ځواک د کړنو په لوري کې ده او له همدې ځايه بېلابېلې څرګندونې راولاړې شوې دي.

الف- ځينو په ليکنو کې ډېر په اسانه ويلي: پېغمبرانو منفي ونډه درلوده، وايي:

((د پېغمبرانو دريځ نيونه، مانيزه-معنوي او د دنيا ضد وه د پېغمبرانو د ويناوو چورليځ دنيا ته شا، اخرت ته مخه، بهر پرېږده، سر په ګرېوان کې ښکته کړه، ذهنيت ته پام او عينيت ته شاکول دي؛؛ نوځکه دين او پېغمبران، چې ددې ځواک ښکاروندى ول، د بشر د پرمختګ په مخ کې خنډ او له ژونده زړه تورونکي ول؛ نوځکه په تاريخ کې د پېغمبرانو ونډه منفي ده.))

ب – بله ډله په بله بڼه د دين د خاوندانو ونډه ښيي دوى د لومړۍ ډلې اپوټه د دين خاوندانو ته دنيا ته د لېوالتيا پر لوري پر دريځ نيونه قايل دي او مانيزه دريځ نيونه يې دې چارو ته پوښښ او د خلکو تېرايستل او درغلي ښوولې او مدعي دي، چې دنيا ته د لېوالتيا دا دريځ د موجوده حالاتو د ساتنې او د لاسبرې ټولنې پر ګټه او تر لاس لاندې ټولنې پر تاوان او د ټولنې له پرمختګ سره د مبارزې لپاره ده. مدعي دي، چې تاريخ د هرې ښکارندې په څېر يو ديالکتيکي يون لري؛ یعنې له دننني تضاده راولاړ حرکت. د مالکيت په رامنځ ته کېدو ټولنه پر دوو دښمنو ډلو وويشل شوه: واکمنه او زبېښوونکې او بله بې برخې او زبېښل شوې. واکمنه ډله د خپلو ګټو د خونديېنې لپاره تل د موجوده حالاتو پلوې وه او د توليد د اوزارو له جبري تکامل سره سره غواړي ټولنه په يوه حال کې وساتي خو بې برخې او د توليد له اوزارو سره همغږې ټولنه غواړي موجوده حالات واړوي او ښه حالات يې ځايناستي کړي: واکمنه ټولنه په درې څېرو کې خپله ونډه ترسره کوي: دين، دولت او شتمني. په بله وينا: د زور، زر او درغلۍ لاملونه.

 د دين د خاوندانو ونډه د ظالمانو او زبېښوونکيو پر ګټه د خلکو تېرایستل او ورسره درغلي ده. د دين د خاوندانو آخرت ګروهي واقعي نه وه؛ بلکې د خپلې دنياګروهۍ د پټولو او د بېوزليو تېرایستنې ته يو چل دى؛ نو د دين د خاوندانو تاريخي ونډه؛ ځکه منفي وه، چې تل دودپالي او د موجوده حالاتو ساتونکي وو؛ یعنې د زر، زور او تزوير پلويان ول.

تاريخ ته په مخونه کې د مارکسزم تز همدا دى د مارکسزم له ليد لوري د دين، دولت او شتمنۍ درې لاملونه، په تاريخ کې د مالکيت له اصل سره غبرګ او د خلکو ضد لاملونه ول.

ج_ځينې تاريخ بل ډول او د پورتنۍ څرګندونې پر ضد تفسيروي؛ خو ورسره د دين او پېغمبرانو ونډه منفي ګڼي. دوى مدعي دي، چې د طبيعت او د تاريخ د تکامل قانون د زرورو د غښتلېدو او د کمزرويو په له منځه وړو کې دى زرور د تاريخ د پرمختګ او کمزوري يې د پر شا تګ او درېدو لامل ول او دي کمزوريو دين راوايست، چې د زرورو مخه پرې ونيسي.

 دينوالو هم د نیاو – عدل، آزادۍ، رښتينولۍ، انصاف، مينې، لورنې، مرستې او… په بله وينا: د مريېنې اخلاق يې د کمزوريو پر ګټه او د زرورو پر تاوان راوايستل او د زرورو وجدان يې له ځانه اغېزمن کړ او د کمزوريو د له منځ تلو او د بشر د خېل د سمونې او د سترو انسانانو د رامنځ ته کېدو لامل شول؛ نو د دين او پېغمبرانو ونډه؛ ځکه منفي ده، چې د زرورو د اخلاقو پر ضد، د “مريېنې د اخلاقو” پلويان ول.

المانى توکيزپال فيلسوف “نيچه” هم ددې څرګندونې پلوى دى.

د-نورې ډلې ان له دينه نمښتي هم په تاريخ کې د پېغمبرانو او اديانو ونډه مثبته ګڼي دې ډلې له يوه اړخه د پېغمبرانو اخلاقي او ټولنيزو منځپانګو ته پام کړى او ورسره يې د تاريخ عيني واقعيتونو ته هم اشاره کړې او دې پايلې ته رسېدلي، چې پېغمبرانو بشريت سمونې او پرمختګ ته يې اغېزمن مثبت ګامونه اخستي دي.

 بشري تمدن دوه اړخه لري: توکيز او مانيز.

 د تمدن توکيز اړخ فني او صنعتي اړخ دى، چې پېر په پېر پرمخ تللى او تردې ځايه رارسېدلى دى.

 د تمدن مانيز اړخ د انسانانو ترمنځ د انساني اړيکو دى. د تمدن مانيز اړخ د پېغمبرانو د غورځو پرځو پايله ده او د تمدن د مانيزو وړانګو په رڼا کې، توکيز اړخ يې هم د ودې ساه واخسته؛ نو د بشري تمدن د مانيز اړخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه سیده او نېغ په نېغه ده او په توکيز اړخ کې يې ناسیده او غير مستقيمه ده.

ددې ډلې له ليد لوري: په تېر وخت کې د پېغمبرانو له مثبتې وڼدې څوک منکرېداى نشي؛ خو په دوى کې ځينې ډلې د پېغمبرانو او اديانو مثبته ونډه په تېر وخت پورې ځانګړې بولي، وايي: نن ددې ډول ښوونو وخت نه دى او ديني ښوونو ارزښت له لاسه ورکړى دى او په ګانده – راتلونکې کې به يې نور هم له لاسه ورکړي؛ خو ځينې ګروهن دي، چې د ديني آند او ايمان ونډه هغه ونډه ده، چې علمي پرمختګونه يې ځايناستېداى نشي؛ لکه څنګه چې فلسفي ښوونځيو هم و نه شو کړاى ځايناستي يې شي.

 په هغو بېلابېلو ونډو کې، چې پېغمبرانو په تېر وخت کې درلودې، احياناً داسې موارد پکې پيدا کېږي، چې د بشر د ټولنيز تکامل شعور، بشر له ديني ښوونو مړه خوا کوي؛ خو تر ټولو بنسټيزې ونډې يې هماغه دي، چې په تېر وخت کې وې او په راتلونکې کې به هم له بشپړ ځواک سره پر خپل ځاى وي.

 

د بشریت پېغام او درې مهمو کړلارو؛ اسلامي بلنې، علم او اخلاق، تزکیه او اخلاق او عدالت او انصاف ته د بشریت اړتیا

د خاتم پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) بعثت، بشریت د یوه ور پرانستېدل ول، چې هغوی د بشري ټولنو له پخوانیو او پخو دردونو وژغوري. ځینو دا غږ ومانه او له ګټو ځنې یې ګټنه وکړه، ځینو هم سرغړونه ترې وکړه او تاوان یې وکړ.

نن هم زما په اند، چې بشر خورا اړمن دی، د بعثت پېغام ته او د سترو الهي پېغمبرانو له ښوونو لاروۍ ته، چې ټول یې په بشپړه توګه، د اسلام په ښوونو او قرآن کې راټول شوي دي. د اسلامي بلنې د کړلار په سر کې درې څیزونه تر ټولو مهم دي، چې د قرآن کریم په آیتونو کې په څرګنده راغلي دي: علم او حکمت، تزکیه او اخلاق او عدالت او انصاف.

که سم ووینو؛ نو نن هم بشر همدې درېیو څیزونو ته اړتیا لري. د بشر علم نن خورا پرمختګونه کړي دي؛ خو په یوه ځانګړي اړخ کې. توکیز او طبیعي علوم- او په توکیز ژوند پورې اړوند علوم- په بشریت کې خورا پرمختګ کړی دی؛ خو بشر د مانیزو علومو- څه چې د بشر ذهن د پنځون پر مبداء او الهي توحید روښانوي؛ زړه ته یې ښیون کوي، پر هغه لوري، چې بشر یې ورته پنځول شوی دی – زده کړې ته اړمن دی. علم ته د اسلام رابلنه، یوه هر اړخیزه بلنه ده. د اخلاقو او مانیزې او اراويي تزکیې مسله تر دوی هم نن خورا مهمه ده. د بشر د ستونزو لامل د اخلاقو له تزکیو روسته پاتېدنه ده.

په لومړۍ درجه کې د ولسونو مخور، د هېواد او ټولنو د چارو سمبالوونکي، ددې وینامخاطبان دي. که د بشري ټولنو په سوکو کې – چې سیاسي، علمي او فرهنګي مخور دي- اخلاق او معنویت او تزکیه وي؛ نو د فیاض دا سرچینه به لمنو ته هم راورسي او خلک به هم له نېکو اخلاقو برخمن شي.

د اسلامي هېوادونو چارواکي، په لومړۍ درجه کې ددې وینا مخاطبان دي. له دنیا سره مینه، له شهوتونو سره مینه، له حیواني غوښتنو او لېوالتیاوو سره مینه، هغه دوستۍ او دښمنۍ، چې سرچینه یې حیواني او توکیزه وي؛ هغه جګړې، چې سرچینه یې ځواک غواړي او د توکیز ځواک پراختیا ده، هغه نا امنۍ، چې سرچینه یې خباثتونه او د هېواد د سیاسي چارواکیو سیاسي رذالتونه دي، د بشر سترې ستونزې دي.

د یوه هېواد لپاره د اخلاق تزکیه، یو خورا اړین چار دی؛ یو له بل سره د انسانانو مینه، یو له بل سره د انسانانو انصاف، د انسان د ژوند په کړلار کې یو د بل حال په پام کې نیول، د انسانانو ترمنځ رحم او مروت، هغه چارې دي، چې د انسان ژوند ته هوساینه وربښي. که ووینئ، نننۍ نړۍ تر پخوا ډېره د نا امنیو په اور کې سوځي- نن نا امني د بشر تر ټولو سترو بلا او یا لږ تر لږه د بشر له بلاګانو ځنې یوه یې ده؛ انسانان په خپلو کورنیو کې امنیت نه لري؛ د ټولنیز ژوند په چاپېریال کې امنیت نه لري؛ په خپل هېواد او وطن کې امنیت نه لري- ددې نا امنیو سرچینه په ناوړه سیاستونو، ځواک غواړیو، بې اخلاقیو او له تزکیې د انسان په لرې پاتېدنه کې ده. او اسلام موږ تزکیې ته رابلي او د اسلام د ښوونو له سترو چارو ځنې یوه یې ده. ((یتلوا علیکم ایاتنا و یزکیکم و یعلمکم الکتاب و الحکمة[23])) الهي آیتونه تلاوت کوي او هغه تزکیه کوي؛ هغه تعلیم ورکوي.

او عدالت. د عدالت پلي کول، د ټولو الهي انبیاوو حکم دی، چې و یې ویل: د استازیو او کتابونو دراستول او د انبیاوو او د هغوی د لارویانو دا ټولې هڅې ددې لپاره وې، چې: ((لیقوم الناس بالقسط[24])) د خلکو ژوند له قسط سره وي.

د اسلام د مکرم نبي (صلی الله علیه و آله وسلم) شخیص شخصیت د ټولو اسلامي ډلو د اتحاد لپاره یو چورلیز ټکی دی. زړونه ټول د رسول الله له مینې ډک دي. ټول اسلامي امت، د خدای پردې ټاکل شوي بنده او د ټول تاریخ پردې ستر انسان زړه بایللی دی. دا دې د اسلامي امت چورلیځ کړي او اسلامي امت دې سره نږدې شي.

 

دين که اديان؟

معمولا ديني علماء او ديني تاريخپوهان د “اديانو” په نامه ويينه کوي د بېلګې په توګه وايي: د حضرت ابراهيم علیه السلام دين، د يهود دين، د مسيح دين او د اسلام دين او د شريعت هر يو خاوند پېغمبر د يو دين راوړونکى ګڼي. په خلکو کې خپره څرګندنه همدا ده.

خو قرآن کريم ځانګړې څرګندنه لري، چې له ځانګړي ليده يې سرچينه اخلي. د قرآن له پلوه له “آدمه” تر “خاتمه” د ټولو دين يو دى ټولو پېغمبرانو که د شريعت خاوندان ول که نه يو ښوونځي ته يې بلنه کوله. د انبياوو علیه السلام د ښوونځي آرونه، چې “دين” نومېږي يو دي. د آسماني شرايعو توپيرونه په يو لړ فرعي مسايلو کې ول، چې د وخت د غوښتنو، د چاپېريال د ځانګړنو او د خلکو د ځانګړنو پر بنسټ ول او ټول په بېلابېلو بڼو د يوه حقيقت او د يوې موخې پر لور ول او بل توپير يې د ښوونو په کچه کې و، چې روستيو پېغمبرانو د بشر له تکامل سره سم په لوړه کچه ښوونې کولې، چې ټول په يوه زمينه کې ول. د بېلګې په توګه: د معاد او د نړۍ د مبداء په هکله د اسلام او د مخکېنيو اديانو د ښوونو کچه له ځمکې تر اسمانه توپير لري. په بله وينا: د انبياوو علیه السلام په ښوونو کې بشر د زده کوونکي په څېر و، چې له لومړي ټولګي تر روستي ټولګي اوچت شوى دى. دا د دين تکامل دى نه د اديانو اړپېچ.

 قرآن کريم هېڅکله د دين ټکى د جمع په بڼه (اديان) راوړى نه دى. د قرآن له پلوه، څه چې ول، دين و نه اديان.

د پېغمبرانو علیه السلام ، نابغو او سترو فيلسوفانو يو توپير په دې کې دى، چې فيلسوفانو هر يو ځان ته ځانګړى ښوونځى درلود؛ نوځکه تل په نړۍ کې “فلسفې” وې نه “فلسفه” خو تل الهي پېغمبران يو د بل تاييدونکي او تصديقوونکي ول او يو بل يې نه نفې کاوه. که هر يو پېغمبر د بل پېغمبر په چاپېريال او وخت کې و نو د هماغه په څېر قانون يې راووړ.

قرآن ټينګار کوي، چې د پېغمبرانو لړۍ يوه ده او پخوانيو پېغمبرانو د راتلونکيو پېغمبرانو د راتګ زېرى ورکړى و او روستي پېغمبران د تېرو پېغمبران تاييدونکي ول او هم په دې خبره ټنيګار کوي، چې له ټولو پېغمبرانو کلکه ژمنه اخستل شوې، چې يو د بل تاييدونکي به وي.

((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ [25] = او (درياد كړه) چې الله له پېغمبرانو (او له لارويانو يې) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم پېغمبر درغى او هغه (لار ښوونې) يې تصديق كړې، چې له تاسې سره وې؛ نو ايمان پرې راوړئ او ملاتړ به يې كوئ. بيا (الله) ورته وويل: ((ايا پردې موضوع مو منښته وكړه او په دې مو راسره ټينګه ژمنه ده؟)) هغوى وويل: (((هو) منښته مو وكړه.)) (الله ورته) وويل: ((نو شاهدان وسئ او زه هم درسره شاهد يم.))

قرآن کريم، چې د الله دين له آدمه تر خاتمه يو پرلپسې بهير ښيي نه څو يو نوم پرې ږدي او هغه “اسلام” دى ؛ البته مراد دا نه دى، چې په ټولو وختونو کې د الله دين په همدې نامه يادېده او په دې نامه په خلکو کې مشهور و؛ بلکې مراد دادى، چې دين يوه منځپانګه لري، چې غوره معرفي کوونکى يې د “اسلام” لفظ دى وايي: ((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ [26] = په حقيقت كې د الله پر وړاندې (خو يوازېنى) دين همدا اسلام (او د حق پر وړاندې تسلېمېدل) دي.))

يا داچې وايي: ((مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ [27] = ابراهيم نه يهودى و، نه نصراني بلكې سپېڅلى مؤحد او مسلمان و او هېڅكله له مشركانو ځنې نه و.))

 

 

د نبوت پاى

و مو ويل: پېغمبران له ټولو فرعي اړپېچونو سره په يوه ښوونځي پورې د اړوند پېغام راوړونکي ول. دا ښوونځى د انساني ټولنې د استعداد له مخې راوړاندې شوى دى. تردې چې بشر داسې ځاى ته ورسېد، چې دا ښوونځى ورته جامع او بشپړ راوړاندې کړاى شو او دې ټکي ته چې راورسېد؛ نو نبوت پاى ته ورسېد هغه چې دا ښوونځى پرې بشپړ راوړاندې شو حضرت محمد بن عبدالله صلى الله عليه و آله وسلم دى؛ لکه څنګه چې قرآن کريم وايي: ((وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ [28] = د رښتينولۍ او عدالت له مخې د پالونکي وينا دې (بيخي په تول) پوره ده، هېڅوك يې خبرې بدلولاى نشي او هغه اورېدونكى (او) پوه دى.))

 

حضرت محمد (ص) د پېغمبرانو خاتم دى

د اسلام پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د پېغمبرانو علیه السلام خاتم او د الله روستى استازى دى. په دې اړه قرآن شريف وايي: ((مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ[29]= محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛ خو د الله استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى.))

پوښتنه: ولې د نبوت پړاو پر حضرت محمد (ص) پاى ته ورسېد؟

ځواب: نوي پېغمبر ته اړتيا هله پيدا کېږي، چې په پخواني کتاب او دين کې اړونه راشي؛ نو د قرآن شريف ان يو ټکى هم اړول شوی نه دى او داسې څه به نه وي، چې قرآن شريف ورته ځواب نه وي ورکړى؛ نو نوي پېغمبر ته څه اړتيا ده ؟

که پخواني اسماني کتابونو ته لنډه کتنه وشي؛ نو دومره اړونې پکې شوي، چې انسان يې په ويلو شرمېږي. بلخوا يو نالوستى، چې لرې ځاى ته سفر وکړي؛ نو دلته بې له دې بله چاره نه لرو، چې کوڅه په کوڅه پته ورته ورکړو خو که همدې ځاى ته يو لوستى ځي؛ نو بسيا ده، چې د يوې ټوليزې پتې او د ښار د نقشې په ورکولو خپله لار پيدا کړي.

پخوانيو ټولنو خو دومره وده نه وه کړې نو کوڅه په کوڅه پته ورته پکار وه خو ټولنو، چې وده وکړه؛ نو که ټوليزه نقشه هم ورکړ شي؛ نو خپله لار پيدا کوي او نېغ لارښود (پېغمبر) ته اړتيا نه پيدا کوي ؛ البته د قانون ساتنې او پلي کولو ته د امامانو او فقهاو شتون پکار دى.

بل مطلب داچې پخوانيو پېغمبرانو(بې له څو تنو)معمولاً کتاب نه درلود او ډېرى يې د نورو سترو پېغمبرانو لارښوونې تبليغولې او داسې نه ول، چې ټول تېر شوي پېغمبران د کتاب خاوندان ول؛ نو پردې بنسټ د امامانو او د متقي اسلام پوهانو په شتون کې بل پېغمبر ته اړتيا نه پيدا کېږي؛ ځکه د دين تبليغ د دين عادل عالمان هم کولاى شي؛ ځکه نه ښايي له اجتهاده سترګې پټې کړو؛ ځکه عادل فقهاء د اسلام د ټوليزو قوانينو په رڼا کې کړاى شي له قرآن شريف او سنتو اسلامي حکم راوباسي.

 

د خاتميت دليلونه

 ددې خبرې د جوتولو لپاره دليلونه ډېردي؛ خو روښانه يې دا درې دي:

 

١- د مسلې اړتيا:

 و مو ويل: د نړۍ په هر ګوټ کې که له هر مسلمان سره مخ شئ؛ نو د اسلام د پېغمبر پر خاتميت ګروهن دی؛ نو چاچې د دليل او سول-منطق له لارې اسلام منلى وي؛ نو بې د خاتميت د آر-اصل له منلو به هېڅ چاره نه لري او همدغسې په تېرو مخونو کې مو ددې دين حقانيت جوت کړ؛ نو بايد خاتميت هم ومنو، چې ددې دين له ضرورياتو ځنې دى.

٢-د قرآن کرم آيتونو هم په ډاګه د حضرت محمد د خاتميت خبره کوي؛ لکه:

((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيماً [30]= محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛ خو د الله استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ) پاى ته رسوونکى دى او الله پر هر څه ښه پوه دى.))

 دا تعبير هله وکارېد، چې د “زوى ويلي” خبرې په عربو کې دود درلود؛ یعنې هغه چې له بل موروپلاره رېږېدلی و خو خپل اولاد يې ګاڼه او د يو حقيقي زوى په څېر يې په کور کې محرمېده او ميراث هم ورسېده؛ خو اسلام راغى او د جاهليت دا دود يې له منځه يووړ، و يې ويل: زوى ويلى هېڅکله د حقيقي اولاد په څېر حقوقي او شرعي حقونه نه لري، چې “زيد” هم پکې شامل و، چې پېغمبراکرم ورته زوى ويلى و خو د پېغمبر زوى نه و نو ددې پرځاى، چې د اسلام پېغمبر د چا پلار معرفي کړي هغه يې پر خپل او حقيقي ځانګړنو وستايه “رسالت” او بل”خاتميت”.

دا تعبير راښيي، چې د اسلام د پېغمبر خاتميت د رسالت په څېر ټولو ته روښانه او څرګند و.

يوازې پوښتنه، چې پېدا کېږي داده، چې د “خاتميت” حقيقي مفهوم څه دى؟

“خاتم” د “ختم” له مادې اخستل شوى، چې د خلاصونکي پر مانا دى يا په يو څيز، چې يو کار پاى ته ورسي، د بېلګې په توګه: يوه ټاپه، چې د يوه ليک په پاى کې وهل کېږي، ورته “خاتم” وايي او که وګورو، چې ګوتې ته هم “خاتم” ويل کېږي؛ ځکه دي، چې هغه مهال ګوته د نوم د ټاپې پرځاى کارېده او هر چا د خپل؛ نوم ټاپه پخپله ګوته کې جوړه کړې وه.

په اسلامي روايتونو کې لولو: رسول الله (ص)، چې غوښتل پاچايانو ته ليک وليکي او اسلام ته يې راوبلي نو ورته وويل شو، چې د عجمو واکمنان بې له ټاپې ليک نه قبلوي. تر هغه وخته د رسول الله (ص) ټول ليکونه ساده او بې ټاپې ول؛ نو حکم يې وکړ، چې ورته پر يوه ګوتمه د “لااله الاالله محمد رسول الله (ص)”، غونډله ټاپه کړي او رسول الله (ص) تردې روسته حکم کاوه، چې تر ليکونو لاندې يې دا ټاپه ووهل شي؛ نو د خاتم آريزه مانا پاى ورکوونکى دى.

٣- روايتونه د حضرت محمد خاتميت جوتوي:

الف: حضرت “جابر بن عبدالله” په يوه معتبرحديث کې د الله له رسوله رانقل کړي دي: ((په نورو پېغمبرانو علیه السلام کې مې بېلګه د هغه چا په څېر دى، چې يو ښکلی او بشپړ کور يې جوړ کړى وي؛ خو د يوې خښتې ځاى پکې تش وي زه هماغه روستۍ خښته يم او د پېغمبرانو لړۍ پر ما پای ته رسېدلې ده [31].))

 د امام صادق (رح) وينا ده: د حضرت محمد(ص) حلال د قيامت تر ورځې حلال او حرام يې د قيامت تر ورځې حرام دي [32].

په يوه مشهور حديث کې، چې شيعه او سني دواړو رانقل کړى راغلي: علي! داسې راته يې؛ لکه هارون، چې موسى ته و خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.))

 او داسې نور ډېر زيات حديثونه.

د پېغمبراکرم د خاتميت په باب ځينې پوښتنې ذهن ته راځي، چې څو ته يې مو پام را اړوم:

١-ځينې وايي: که د پېغمبر رالېږل يو نعمت دى؛ نو ولې زموږ د وخت خلک له دې نعمته بې برخې دي؟ او يو نوى لارښود ورته نه راځي؟!

په ځواب کې يې وايو: دا؛ ځکه چې همپېري مو په يوه داسې پړاو کې پراته دي، چې په آنديز او د پوهې په لار کې د بشريت کاروان يو داسې ځاى ته رارسېدلى، چې کړاى شي د اسلام په لارښوونو خپله لار ووهي.

 بده به نه وي، چې يوه بېلګه راوړم: اولوالعزم پېغمبران؛ یعنې هغوى چې اسماني کتاب درلود، پينځه تنه ول: ((حضرت نوح، حضرت ابراهيم، حضرت موسى، حضرت عيسى او د اسلام پېغمبر)) چې دوى هر يو د تاريخ په يوه وخت کې د بشر بشپړتيا او لارښوونې ته هڅې وکړې او دا کاروان يې له يوه پړاوه راايستلى او په بل پړاو کې يې بل اولوالعزم پېغمبر ته ورسپارلى دى، چې داسې پړاو ته راورسېد، چې کړاى شي پخپله لار ووهي، د يوه زدکړيال په څېر، چې د خپل زده کړې پړاوونه تېر کړي او بيا فارغ التحصيل شي.

(البته دلته له زده کړو فراغت مانا نه لري؛ بلکې مراد ترې دادى، چې پر خپلو پښو لار وهلی شي)

که يو ډاکټر پوهنتون ته نه ځي؛ نومانا يې دا نه ده، چې وړتيا نه لري؛ بلکې ددې لپاره دي، دا څومره معلومات، چې لري، کړاى شي خپلې علمي ستونزې پرې هوارې کړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

٢-ټولنه تل د بدلون په حال کې ده؛ نو څرنګه د اسلام ثابت قوانين کړاى شي د وخت غوښتنو ته ځواب ورکړي؟!

ځواب: اسلام دوه ډوله قوانين لري يو لړ قوانين د انسان د ځانګړنو په څېر ثابت دي؛ لکه پر توحيد ګروهه، د عدالت د آرونو پلي کول، له هر ډول ظلم سره مبارزه خو بله برخه يو لړ ټوليز او هراړخيز آرونه دي، چې د موضاعوتو په بدلېدو يې بڼه بدلېږي، چې د هر وخت غوښتنو ته ځواب ورکوي د بېلګې په توګه: په اسلام کې يو ټوليز آر لرو: ((اوفوابالعقود)) (پر خپلو تړونونو مو ولاړ وسئ)

روښانه ده، د وخت په تېرېدو يو لړ ګټور، ټولنيز، سوداګريز او سياسي تړونونه رامنځ ته کېږي، چې کړاى شو د پورتني آر په پامنيوي ځواب ورکړو.

يو بل آر لرو: هر حکم او قانون، چې د ټولنې په تاوان وي، بايد محدود کړاى شي.

ګورئ، چې د اسلام ټوليز قوانين څومره چارسازي دي، چې داسې قوانين په اسلام کې خورا زيات دي او په همدې ټوليزو آرونو دي، چې کړاى شو د خپل وخت ستونزو ته ځواب ورکړو.[33]

د اسلام د پېغمبر پر حقانيت يو بل سند

داچې ځان د نبوت د مدعي د بلنې پر حقانيت، يا يې پر دروغو ځان پوه کړو؛ نو بې د “اعجاز” له غوښتو بله چاره هم لرو، چې دا پخپله کړاى شي، موخې ته د وررسېدو لپاره يو بل ژوندى دليل وي، چې دادي:

١-اخلاقي ځانګړنې او ټولنيزه مخينه.

٢-هغه شرايط، چې د بلنې پر چاپيرېال واکمن دي.

٣-د وخت شرايط.

٤-د بلنې منځپانګه.

٥-پلي کوونکې کړلارې او موخې ته د وررسېدو وزلې.

٦-د بلنې پرچاپېريال د بلنې اغېز.

٧-بلنه ورکوونکى څومره پر خپله بلنه ايمان لري او ورته سرښندنه کوي.

٨-له کږو وړانديزونو سره جوړجاړى نه کول.

٩-پرعمومى افکارو د اغېز چټکتيا.

١٠-داچې لارويان او پلويان يې څوک ول.

څه چې پورته وويل شول، د اسلام د پېغمبر په باب ورته يوه لڼده کتنه کوو.

١-د اسلام د پېغمبر دوست او دښمن ټول يوه خوله دي او تاريخ هم دا خبره ليکلې، چې رسول الله (ص) دومره پاک او سم سړى و، چې ان د جاهليت پر وخت يې د امين لقب درلود، تاريخ ليکي: چې رسول الله (ص) غوښتل مدينې ته هجرت وکړي؛ نو علي ته يې دنده ورکړه، چې ورسره د خلکو امانتونه يې خاوندانو ته ورکړي.

مړانې، صبر، ښه خوى، پراخې سينې، سړيتوب او هله به حيران شئ، چې د مکې تر سوبې روسته او په ښار کې د اسلام خونړيو دښمنانو ته د عمومي بښنې اعلان، پردې خبرې ژوندى سند دی.

٢-ټول پوه يو، چې معمولي انسانان ان نابغې که وغواړي که نه، د خپل چاپېريال رنګ اخلي ؛ البته ځينې ډېر او ځينې کم اوس پخپله فکر وکړئ، د خلکو ورځنى ژوند، چې شرک او خرافات وي؛ نو څرنګه کېداى شي يو کس پکې د توحيد بېرغ هسک او د شرک له ټولو نښو سره مبارزې ته ملا وتړي؟!

څرنګه شونې ده، د ناپوهۍ له چاپېرياله د علم لوړه رڼا راوبريخي؟!

ايا باور کړاى شو بې له الهي پېرزوينو به داسې هېښنده پېښې وشي؟

٣-بايد ووينو، چې ددې پېغمبر د راښکاره کېدو وخت کله و؟ دا خبره د حضرت علي کرم الله وجهه له خولې اورو، چې پخپله د اسلام د مخکې او روسته حالاتو شاهد و، وايي: ((الله پېغمبر هغه وخت مبعوث کړ، چې خلک په نړۍ کې بې لارې، ورک او سرګردان ول، عقلونه يې وژونکيو ځاني غوښتنو نيولي ول، کبر کندې ته ورګوزار کړي ول، د ناپوهۍ تيارو پر ورانه روان کړي ول او په ناپوهۍ او تشويش کې سرګردان ول. [34]))

فکر وکړئ! هغه دين، چې شعار يې د انسانانو مساوات او د توکمي او طبقاتي تبعيض له منځه وړل او ((انماالمؤمنون اخوة)) دى، له هغه وخت سره څه تناسب لري؟

٤-د بلنې منځپانګه: په ټولو برخو کې توحيد، د ظالمانه امتيازاتو له منځه وړل، د انسانيت د نړۍ يووالى، له تېري سره مبارزه، د نړيوال حکومت کړلار، له بېوزليو ملاتړ او د انسان د ارزښت په نامه د انسان لپاره د تقوى، پاکۍ او امانت قبلول.

٥-په اجرايي کړلارو کې يې هېڅکله اجازه ورنه کړه، چې د ((موخه وسيلې ته مخونه ورکوي)) له منطقه ګټنه وشي، سپېڅليو موخو ته د وررسېدو لپاره په سپېڅلو وسيلو پسې و او ښکاره يې داخبره کوله: له يوې ډلې سره دښمني مو د عدالت له پلي کولو مخنيوى و نه کړي.

((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى‏ أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى‏ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ[35]=مؤمنانو! تل د الله (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت و نه کړئ عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.))

د جګړې په ډګر کې يې تل د اصولي اخلاقو پر پاملرنې ټينګار درلود ويل يې: پر ملکيانو يرغل و نه کړئ، ونې بوټي او بڼ ونه له منځه يونسئ، د دښمن د څښاک اوبه چټلې نه کړئ، له بنديانو سره پر درناوي چلن وکړئ او داسې نور حکمونه…

٦-پر هغه چاپېريال د رسول الله (ص) د بلنې اغېز دومره و، چې دښمنانو يې له وېرې، خلک له ورنږدېدو منع کول؛ ځکه د رسول الله (ص) بلنې زيات نفوذ او جاذبه درلوده او کله يې داسې هم کول، چې رسول الله (ص) خبرې کولې نو ګڼه ګوڼه يې جوړوله، چې خلک يې خبرې وا نه وري نو د همدې هېښنده اغېز له لامله يې پر پېغمبراکرم د کوډګر ټاپه ولګوله او د پېغمبراکرم (ص) خبرې يې کوډې ګڼلې، چې دا کار يې د دښمنۍ ترڅنګ د پېغمبراکرم پر هېښنده نفوذ منښته ده.

٧-په دې لار کې يې خورا سرښندنه درلوده او دا راښيي چې تر ټولو زيات يې پردې دين ايمان درلود.

په ځينو جګړو کې، چې تازه مسلمانان شوي وتښتېدل؛ نو پخپله په مړانه وجنګيد او د دښمن د غوړو غوړو ژمنو پر وړاندې يې بيخي چرت هم خراب نه کړ او تل يې پر خپل دين ټينګار درلود او هېڅکله يې په دې لارکې له ځانه کمزوري ونه ښووه.

٨-خورا کوښښونه او هڅې وشوې، چې رسول الله (ص) له کږلاريو سره جوړجاړى وکړي؛ خو هېڅکله تسليم نه شو، ويل يې: که لمر راته په ښي لاس او سپوږمۍ راته په کيڼ لاس کې کېږدئ هېڅکله به له خپلې بلنې لاس وانه خلم.

٩-نه يوازې د رسول الله (ص) د بلنې اغېز ته عمومي افکار ګوته پر خوله حيران وو؛ بلکې لويديځوال هم د اسلام د چټکې خپرېدو ځغاستې ته حيران دي؛ لکه د لويديځ درې مخورو استادانو، چې پردې حقيقت منښته کړې وايي: ((سره له دې چې د اسلام د چټک پر مختګ د لامل د پېژندو لپاره ډېر کوښښونه شوي دي؛ خو تر وسه دا خبره د يوې معما په بڼه پاتې ده، چې تر يوې پېړۍ په لږ وخت کې يې د نړۍ د تمدن پر ډېره برخه سيورى واچوه.))

هو! ايا په رښتيا معما ده، چې اسلام په هغو ورځو کې له هغو وسايلو سره، په چټکۍ د ميليونونو انسانانو په زړه کې ځاى پېدا کړ، تمدنونه يې په ځان کې هضم کړل او يو نوى تمدن يې رامنځ ته کړ؟!

١٠-بالاخره دې ځاى ته رارسو، چې د پېغمبراکرم (ص) دښمنان ماړه ظالم کفار ول. داچې پلويان يې د پاک زړونو خاوندان، ځوانان، حق غواړي اوان مريان ول، داسې پلويان، چې بې د زړه له پاکوالي يې هېڅ شتمني نه درلوده او د حق تږي ول.

تردې ټولو څېړنو روسته چې شرح يې ډېره مفصله ده، په ښه توګه پايله اخستاى شو، چې دا الهي بلنه وه هغه بلنه، چې د څښتن له لوري له فساد، تباهۍ، ناپوهۍ، شرک تېري او بې عدالتۍ څخه د انسان د ژغورنې لپاره رالېږل شوې وه.

 

د حضرت محمد(ص) نړيوال رسالت

د اسلام د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم رسالت نړيوال دى؛ یعنې په يو ځانګړي وخت پورې ځانګړى نه دى؛ بلکې ټولو وختونو او کهولونو ته دى، چې قرآن شريف په پرلپسې توګه دې خبرې ته اشاره کړې ده.

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا[36]= او موږ ته ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى.))

((قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا[37]= (ورته) ووايه: ((خلكو! زه تاسې ټولو ته د الله استازى يم))

پخپله پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم هم دې خبرې ته اشاره کړې ده: ((زه د ټولو پېغمبر يم هم د هغوى چې زما په ژوند کې ول او هم د هغوى چې تر ما روسته دي.

پردې سربېره هغه ليکونه، چې رسول الله په هغه وخت کې د نورو هېوادونو واکمنانو ته لېږل، د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د رسالت پر نړيوالۍ دليل دى.

يوه ورځ رسول الله (ص) خپل اصحاب راوغوښتل و يې ويل: ((پاڅئ او د رسالت استازي شئ او دا غږ نړيوالو ته ورسوئ…)

او بيا يې د خپل رسالت د رسولو لپاره شپږ تنه ايران، روم، مصر، حبشې، يمامه، بحرين او اردن ته ولېږل.

 د رسول الله (ص) رسالت نړيوال و؛ ځکه قرآن وايي:

((قُلْ أَيُّ شَيْ‏ءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللّهُ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى‏ قُل لاَ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِي‏ءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ[38]‏= ورته ووايه: ((د چا شاهدي تر ټولو لويه ده ؟)) (او په خپله ځواب وركړه او) ورته ووايه: ((الله زما او ستاسې ترمنځ ګواه دى (او غوره دليل يې دادى، چې) دا قرآن پرما وحې شوى، چې تاسې او چاته چې دا(قرآن) رسي، ټول خبردار كړم (او د الله د حکم له مخالفته يې ووېروم) ايا تاسې په رښتيا شاهدي وركوئ، چې له ” الله ” سره نور معبودان هم شته ؟)) ورته ووايه: ((زه خو هېڅكله دغسې شاهدي نه وركوم.)) ورته ووايه: ((الله خو هماغه يو دى او بېشكه زه له هغه څه بېزاريم، چې تاسې يې له الله سره شريكوئ)).

په بل ځاى کې وايی: ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ[39]=او موږ ته ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى خو ډېرى خلك نه پوهېږي.))

په بل ځاى کې وايي: ((قُلْ يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعاً الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ[40]= (ورته) ووايه: ((خلكو! زه تاسې ټولو ته د هغه الله استازى يم، چې د اسمانو او ځمكې واكمني يې ده، بې له هغه بل معبود نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي؛ نو پر” الله ” او د هغه پر هغه پېغمبر او نالوستي استازي ايمان راوړئ، چې په الله او د هغه په كلمو (او ښوونو) ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ، چې سمه لار ومومئ.))

قرآن ويلي دي: ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ[41]= او (الله) هغه دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه، چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي، كه څه مشركان ناخوښه وي.))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً[42]= (الله) هغه دى، چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى، چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او(د پېغمبر پر حقانيت) د الله شاهدي بس ده.))

 ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ[43] [= (الله) هغه دى، چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه، چې هغه پر ټولو دينونو بريالى كړي او كه څه مشركان پرې خوښ نه وي.))

 په روایتونوکې راغلي، چې رسول الله (ص) وویل: ((زه د هر سپين، تور او سور پوټکي لپاره معبوث شوى يم. [44]))

حديث دی: ((د حضرت محمد (ص) حلال د قيامت تر ورځې حلال او حرام يې د قيامت تر ورځې حرام دي.))

 پېغمبراکرم د حبشې، ايران، بحرين، روم، جندل، مصر، دمشق، يمامه، عمان، حضرموت، نجران، يمن، سماوه او د ١٨٥ ټبرونو مشرانو ته ليکونه او پېغامونه واستول، دا ټول راښيي، چې د رسول الله (ص) رسالت نړيوال و.

 د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب په لاندې آیتونو کې راغلی دی:

((أُولئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُل لاَأَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى‏ لِلْعَالَمِينَ[45]= هغوى (پېغمبران) داسې كسان دي، چې الله ورته لار ښوولې ده؛ نو ته هم د هماغو پرلار ولاړ شه (او) ووايه: ((چې زه (ددې رسالت) له تاسې څه اجر(او باړه) نه غواړم دا(رسالت او قرآن) يوازې نړيوالو ته نصيحت دى!))

((وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلاَمِ دِيناً فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ[46]= او څوك چې له اسلام (او د حق د حکم له غاړه ايښووو) پرته بله لار (دين) غوره كړي نو هېڅكله به ترې و نه منل شي او په اخرت كې به له زيانكارانو وي.))

((تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى‏ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيراً[47]=[ ډېر برکتي(او پايند) دى هغه ذات، چې فرقان [=د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ، چې نړيوالو ته وېروونكى وي.))

 پوښتنه: که د پېغمبراکرم رسالت نړيوال و نو ولې د قرآن په ځينو آیتونو کې ورته دنده ورکړه شوې، چې خپلوان دې راوبله. ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[48])) ((وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى‏ وَمَنْ حَوْلَهَا[49])).

ځواب: آیتونه او روایتونه د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب جوتوي؛ خو د هرې ټوليزې کړلار د پلي کېدو لپاره حرکتونه، ګام په ګام دي.

 لومړى پېغمبر باید پر ځان پام وکړي، ځان له چټلۍ پاک کړي، هم له ظاهري چټلۍ [وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ[50]] او هم له مانیزې چټلۍ څخه [وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ[51] ] هم نږه صبر[وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ[52]] او هم نه پرتمه کېدل [وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ[53] ] او بيا خپلوان، بيا خپله سيمه او بيا نورو هېوادونو ته ورسي.

 

زېرى

 په اعراف سورت ١٥٧آیت کې لولو:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[54]= هغوى چې (د الله د استازي، ” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه (نوم او ځانګړنې) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي (هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلالوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى (له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (نو) همدوى بريالي دي.))

د صف د سورت په ٦ م آیت کې راغلي:

((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ[55]= او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه درته د الله استازى يم [حال دا] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم، چې تر ما روسته راځي [او] نوم يې “احمد” دى)) نو چې هغه [=احمد] ورته له معجزو او روښانه دلايلو سره راغى (نو) و يې ويل: ((دا خو ښكاره كوډې دي.))

زموږ خبره خو داده، چې که د رسول الله (ص) نوم په تورات اوانجيل کې نه و راغلى نو ویل به يې چې نه دى راغلى او له دې لارې به يې د خپلې خبرې پخلى کاوه او هم به يې اسلام بې پته کاوه ‏او هم به يې ځان له جګړو، جزيه ګانو او نورو ستونزو خلاصاوه، ګورو چې يهودانو جګړې کولې، مسيحيانو جزيې ورکولې خو تورات او انجيل يې نه رامخکې؛ نو جوتوي، چې د رسول الله (ص) نوم او نښه راغلى وه، که څه په ننني توراتونو او انجيلونو کې ډېر زيات بدلونونه راوړل شوي؛ خو قرآن وايي، چې د يهودو او نصاراوو عالمانو، پېغمبراکرم د خپل اولاد په څېر پېژانده او په زړه پورې خو داده، چې ځینو عالمانو د رسول الله (ص) د راتګ زېري کول، چې په نوي پېغمبر به پر دښمنانو لاسبري شي (وَكَانُواْ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُواْ) خو همداچې هغه پېغمبر، چې هغوى په خپله پېژنده، ورته راغى؛ نو پرې کافران شول.

 

رسول الله (ص) د قرآن کریم بشپړ انځور دی

رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دى؛ نو د سيرت کښل يې ستونزمن چار دی هغه پېغمبر، چې الله يې ستاېنه کړې ده، هغه پېغمبر، چې الله اسمانونو ته بوته او د پرښتو ځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ، هغه پېغمبر، چې يوې اسماني سپرلۍ په يوه شپه کې له “مسجدالحرام” څخه “مسجدالاقصى” ته بوت.

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى‏[56] =پاك دى هغه الله، چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت.))

 هغه پېغمبر، چې د ظرافت، عاطفې او دقت نړۍ ده او کله به دې د هغه عاطفي کارونه داسې هک پک کړي، چې ګوته پرخوله به ورته ودرېږې. یوه ورځ يې اودس کاوه، چې يوه تږې پيشو يې وليده، اودس يې پرېښود او د اوداسه اوبه يې پيشو ته کېښوولې. هغه پېغمبر، چې له دښمن سره په چلن کې؛ لکه د غره کلک او له دوست سره په چلن کې تر اوبو نرم دى له خپل حقه، ان له دښمنه ډېر په اسانه تېرېږي خو د قانون په پلي کولو کې دومره پرېکنده دى، چې قسم خوري، که لور مې هم د اسلامي احکامو پرخلاف څه وکړل؛ نو الهي حدود به پرې جاري کړم. هغه مهال چې د ډېرو لږو ليک لوست زده و نو و يې ويل: [طلب العلم فريضته على کل مسلم ومسلمه[57]]، چې څوارلس پېړۍ روسته د پوهې د زده کړې د اهميت په باب دومره څرګند شعار لا راغلى نه دى. په هغه وخت کې، که له يوه ټبره به چا يو تن وواژه نو په غچ کې به يې د وژنکي د ټبر څو تنه وژل او بې رحمي ډېره زياته وه خو پېغمبراکرم حکم وکړ، چې که څوک د مکې په سفر کې وي او خپل څاروى مکې ته د ژر رسېدو لپاره وکړوي؛ نو لېینه – ګواهي يې اعتبار نه لري؛ ځکه هغه چې خپل څاروى کړولى، په زړه کې خيرى لري او دداسې وګړي د لېینې – شاهدۍ منل ناروا دي.

هو ګرانه! دا احکام او مينه يې وه، چې هغه مړ ملت يې راژوندى کړ.

((دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ[58] = هغه تاسې داسې څيزونو ته راوبللئ، چې راژوندي يې کړئ.))

((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ[59] =چاچې د رسول لاروي وکړه، په حقيقت کې يې زما لاروي کړې ده.))

 ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى[60] = هغه هېڅ کله د ځاني غوښتنو له مخې څه نه وايي.))

((إِنَّكَ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ[61] هغه تل پرسمه دى.))

 څنګه به وکړاى شم د هغه چا سيرت وليکم، چې الله په ځانګړې توګه تاييد کړى دى.

((وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْراً عَزِيزا[62] ً= او الله به درسره په ناماتې بريا مرسته وكړي.))

په څو کرښو کې‏ څنګه ‏هغه پېغمبر معرفي کړم، چې الله يې نوم او ښوونځي ته مقام ورکړى دى (وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ[63]). دا به شونې ‏و‏ي، چې د يو داسې انسان اخلاق په يوه کوشني کتاب کې راټول کړو، چې الله يې په اړه ويلي ‏دي: ((وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ[64] = او په رښتيا ته ستر خوىونه لرې.))

همدا قرآن، چې دنيا په “متاع قليل” يادوي، د رسول الله (ص) اخلاقو ته ((عظيم)) وايي.

 څنګه به وکړاى شو هغه پېغمبر وستايو، چې الله ورته په دنيا کې کوثر او ډېر خېر ورکړى دى: ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ [65] = په حقيقت كې كوثر [= خير او ډېربركت ] مو دركړ.))

 او په آخرت کې يې هم ورته د شفاعت لوړ مقام ورکړى دى. د هغه چا په هکله به څه ووایم، چې زوکړې يې د فارس اورتون مړ کړ او بعثت يې د فساد لمبې مړې کړې. زوکړې يې د کسرى د ماڼۍ ستنې وخوځولې او بعثت يې د خلکو زړونه او مغزونه.

د هغه چا په اړه به څه به وليکم ‏، چې قرآن ټولو نړيوالو ته رحمت ګڼلى دى: ((رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ)).

د هغه چا په اړه به څه ‏ووايم، چې په ستروالي‏ کې داسې ځاى ته ورسېد، چې يو خوا معراج ته ولاړ او د الله مېلمه شو او بلخوا وايي: ((که په يو لرې ځاى کې يومريى بلنه راکړي؛ نو په سر سترګه به يې ومنم)).

ستروالي ته يې همدا بس، چې د اسماني سفر لپاره ورته اسماني سپرلۍ راوړل شوه او دومره تواضع لري، چې پر بې کتې خره سپرېږي.

باید ستروالي ته يې‏ ووایم: حضرت جبرائيل علیه السلام پرې د الله له لوري اسلام وايي او د تواضع په هکله يې ووایم: د مکې پر ماشومانو يې سلام اچوه، د سجدې پرمهال يې خپل تندى او زړه الله ته سپاره او د کور ماشومانو به چې د سجدې پر حال وليد؛ نو پرې سورېدل او هغه هم سجده اوږدوله، چې ماشومان ترې و نه غورځېږي.

الله اکبر! څومره ستر دى دا انسان، چې په يوه شېبه کې به يې هم له الله سره راز و نياز کاوه او هم به يې له ماشومانوسره مينه! د هغه د وګړې-شخصيت ټول اړخونه نه کښل کېږي، نه يې ويلاى شو او نه يې انځورولاى شو.

 ټوکې يې کولې خو کله هم له بريده نه تېرېده، د خپل زوى ابراهيم د مړينې پرمهال يې وژړل خو کله يې هم د حق پرخلاف خبره و نه کړه.

 په سهار کې يې له خپل الله سره رازونياز کاوه او د ورځې پر کار بوخت و. د يارانو اولادونو ته يې سیالي ايښووله او ګټوونکي ته يې انعام ټاکه خو څنګه سیالي‏؟ هغه سیالي، چې اس چلونکى او غشى ايشتونکى يې له دينه د دفاع لپاره پر کار راشي، نه هغه سيالۍ، چې د ټولنې کوم درد درمل نه کړاى شي؛ خو انعام يې څه و؟ د کجورې ونه، چې ټولو يې له لرګيو، پاڼو، مېوې او سيوري ګټنه کوله (توليدي انعام نه مصرفي).

 

د رسول الله د ښوونو زده کړه، د اسلامي عزت د بياژواکۍ لار ده

موږ مسلمانان داچې هدایت ومومو، کافي ده، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  و پېژنو؛ البته زموږ ګروهه داده، چې ټول بشریت باید د پېغمبر له وجوده ګټنه وکړي او کوي یې؛ خو موږ مسلمانان ترې په ګټنه کې ړومبي یو. دا ستر موجود، د ستر خلق خاوند او دا شخصیت او وګړه، چې متعال خدای د بشریت د تاریخ تر ټولو ستر رسالت ته وروزه، چې امام صادق یې په باب وایي: ((ان الله عزوجل ادب نبیه فاحسن ادبه فلما اکمل له الادب قال انک لعلی خلق عظیم ثم فوض الیه امر الدین و العباد لیسوس عباده[66])) متعال خدای دا ستر شخصیت وروزه، وده یې ورکړه، د یوه ستر تاریخي چار د ترسره کولو ټولې وزلې یې د آنحضرت په سپېڅلي وجود کې ورچمتو کړې او بیا یې درون پېټی ور پر اوږو کړ، د تاریخي رسالت دا درون بار؛ نو نن چې د ربیع الاول میاشت اوولسمه ورځ ده، د نبي مکرم د زوکړې ورځ ده، او ویلای شو چې د بشریت لپاره د انساني تاریخ تر ټولو اختر دی، چې متعال خدای بشر او د بشر تاریخ ته یو داسې ستر انسان ورډالۍ کړ او آنحضرت هم له بشپړې چمتوتیا سره پاڅون وکړ.

که نن موږ مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  پر شخصیت تمرکز وکړو، ځیرنه وکړو، زده کړه ترې وکړو؛ نو دین او دنیا دواړو ته مو بسیا دي، د عزت بیا راستنولو ته مو دې ستر شخصیت ته کتل او له هغه نه زده کړه بسیا ده. د علم څرګندوی و، د امانت څرګندوی و، د اخلاقو څرګندوی و، د عدالت څرګندوی و. بشر څه ته اړتیا لري؟ د بشر اړتیاوې همدا دي. دا د بشر هغه اړتیاوې دي، چې د تاریخ په ترڅ کې بدلون پکې نه دی راغلی، د بشر په ژوند کې له ړومبي انسانه تر ننه پورې څومره بدلونه رامنځ ته شوي دي- چې د ژوند حالات او تشکیلات یې بدل کړي دي- د بشر آریزې اړتیاوې بدلې شوې نه دي. له هماغه پیله بشر په امنیت او ارامش پسې و، په عدالت پسې و، په نېکو اخلاقو پسې و او د پنځون له سرچینې سره د ټینګې اړیکې په لټه کې و. دا د انسان آریزې اړتیاوې دي، چې سرچینه یې د انسان په فطرت کې ده، د دې ټولو څرګندوی، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم و.

موږ اسلامي امت نن اړتیا لرو، دې ټولو ځانګړنو ته اړتیا لرو. اسلامي امت نن علمي پرمختګ ته اړتیا لري، متعال خدای ته اړتیا لرو، خپل منځي حسنه او نېکو اخلاقو ته اړتیا لرو، باید په خپل منځ کې وروولي ولرو، باید پر یو بل حلم ولرو، باید له اغماض سره چلن وکړو. د دې ټولو ځانګړنو څرګندوی، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  دی. د هغه پوهه، د هغه حلم، د هغه اغماض، د هغه لورنه او په تېره پر بېوزلیو یې لورنه، له ټولې ټولنې سره یې په عدالت چلن، ددې ټولو څرګندوی، رسول الله دی. له رسول الله نه دې زده کړه وکړو، موږ دې چار ته اړین یو. موږ نن پر متعال خدای ډاډ ته اړتیا لرو، د خدای پر ژمنو ډاډ ته اړتیا لرو. متعال خدای راسره ژمنه کړې؛ ویلي یې دي، چې که هڅه وکړئ، مجاهدت وکړئ، خدای به مو خپل مقصود ته ور ورسوي او تاسې د استقامت تر سیوري لاندې خپلو موخو ته لاسرسی پیدا کولای شئ؛ د دنیوي شهوتونو پر وړاندې کمزوري څرګنده نه کړو؛ د شتتمنۍ پر وړاندې، د مقام پر وړاندې، د بېلابېلو نفساني وسوسو پر وړاندې کمزوري و نه کړو؛ استقامت وکړو. دا هغه چارې دي، چې د کمال لوړو سوکو ته مو رسوي. یو ملت ته عزت وربښي. یو ټولنه واقعي نېکمرغۍ ته ور رسوي. موږ دې ته اړتیا لرو؛ ددې ټولو څرګندوی، زموږ ګران رسول الله دی.

دا د مکرم نبي ژوند دی، هغه یې ماشومتوب دی،هغه یې ځواني ده، تر بعثت مخکې. امانت یې داسې و، چې څومره قریشو او عربو، چې پېژنده، د ((امین)) لقب یې ورکړی و. له وګړیو سره یې انصاف، وګړیو ته یې عادلانه کتل داسې دي،چې کله غواړي، چې حجرالاسود په خپل ځای کې ولګوي او عرب ټبرونه پرې یو له بل سره شخړه لري؛ نو هغه په خپلو منځونو کې حکم کوونکی ټاکي؛ حال داچې یو ځوان و. دا یې ټولو ته د منصفانه لیدو څرګندوی ده، چې ټول په دې خبره پوه وو. هغه یې رښتین ګڼه، هغه یې امین ګڼه. دا یې د ځوانۍ پېر دی. بیا هم د بعثت پېر؛ هغه سرښندنه، هغه هڅه، هغه استقامت. د هغه ورځې هر څوک چې ورسره مخامخېدل او پر وړاندې یې وو، د هغه پر وړاندې یې حرکت کاوه او ورسره په ټکر کې وو. دا دومره دباو، د مکې دیارلس کاله، څومره سخت کلونه ول، رسول الله ودرېد او ولاړې یې داسې خورا کلک او پیاوړي انسانان جوړ کړل، چې یو دباو هم پرې اغېز نه کاوه. دا موږ ته زده کړه ده. بیا یې مدني ټولنه جوړه کړه، تر لسو کالو یې هم ډېر حکومت و نه کړ؛ خو یوه داسې بنسټ ډبره یې کېښووله، چې بیا همدا ټولنه د پېړیو پېړیو لپاره، د بشریت د پوهې، تمدن، مانیز پرمختګ، اخلاقي پرمختګ او شتمنۍ لوړپوړې وه. هغه ټولنه وه، چې رسول الله یې بنسټ ایښی و او جوړه کړې یې وه.

 

د نبي اکرم (ص) لوړ مقام او پېغام

هم د شخصیت له پلوه په خپله د اسلام مکرم نبي، د پنځون نړۍ لوړپوړی دی؛ څه په هغو اړخونو کې چې بشر ته د پوهې وړ دی؛ لکه همدا لوړې انساني کچې- عقل، تدبیر، هوښیارتیا، کرم، لورنه، بښنه، پرېکندتوب او دې ته ورته چارې – څه په هغو اړخونو کې چې د انسان له ذهنه اوچت دي- د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په وجود کې د حق تعالی د اسم اعظم تجلي او متعال الله ته د رسول الله د قرب مقام- چې موږ یوازې د دوی یوه نامه اورېدلې او په حقیقت یې ستر خدای او ستر اولیاء یې پوهېږي او هم د بشر د نېکمرغۍ لپاره د آنحضرت پېغام تر ټولو ستر او لوړ پېغام دی؛ د توحید پېغام، د انسان د رتبې د لوړاوي پېغام او د بشر د وجود د تکامل پېغام.

سمه ده، چې بشر تر ننه توفیق نه دی موندلای، چې دا پېغام په خپل ژوند کې په پشپړه او هر اړخیزه توګه پلي کړي؛ خو بېشکه د انسان د تعالي او پرمختګ یون به یوه ورځ هرومره دې ټکي ته ور و رسي. دا د انسان لپاره یو لوړ ټکی او یوه تعالي ده. په دې فرض، چې د بشریت پوهه، فکر او لوړ ادراکات د پرمختګ پر لوري ده او د اسلام پېغام هم ژوندی دی؛ نو بېشکه چې یوه ورځ به دا پېغام، خپل ځای په بشري ژوند کې پیدا کړي. د نبوي پېغام حقانیت، د اسلام د توحید حقانیت، د ژوند لپاره د اسلام ښوونې، د انسان د پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره د اسلام پېغام، به بشر هغه ټکي ته ورسوي، چې روښانه او هواره لار ومومي او لارویان یې، مخې ته ولاړ شي او خپل تکامل او تعالي ومومي.

څه چې موږ مسلمانانو ته مهم دي، دادي، چې اسلام او له رسول الله نه مو پوهه ډېره کړو. نن په اسلامي نړۍ کې یو ستر درد د درز او اختلاف درد دی. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د اسلامي نړۍ د یووالي چورلیځ- د ټولو د ګروهې ټکی، د ټولو انسانانو د عواطفو د تمرکز ټکی- کېدای شي. موږ مسلمانان یو ټکی هم دومره روښانه او پراخ بنسټه- رسول الله- نه لرو، چې ټول مسلمانان پرې ګروهن دي، هم پر ګروهې سربېره، یو عاطفي او مانیز تړاو، د مسلمانانو زړونه له آنحضرت سره نښلولي دي. دا د وحدت تر ټولو غوره او ستر مرکز دی.

 

رسول الله ته د دښمنانو د سپکاوي د لاملونو پېژندنه

ناڅاپي نه دي، چې موږ نن ګورو، چې په دې روستیو کلونو کې؛ لکه د منځنیو پېړیو او د مستشرقینو مغرضانه شننو پېر، د رسول الله سپکاوی روا ګڼي.

د منځنیو پېړیو په پېر کې، مسیحي کشیشانو، په خپلو لیکنو، ویناوو او هنري کارونو کې او هغه مهال، چې د مستشرقینو تاریخ لیکل دود شو؛ نو په خپلو آثارو کې یې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  سپکاوی کاوه.

په تېره پېړۍ کې مو بیا هم ولیدل، چې نامسلمانو لویدیزي مستشرقینو، یو له هغو ټکیو ځنې چې خوله یې ورپسې راوسپړله او سپکاوی یې وکړ، د اسلام د مکرم نبي شخصیت و.

یو څه وخت چوپ ول؛ خو په دې روستیو کې یې بیا پیل کړی دی. په دې روستیو کلونو کې، په نړۍ کې انسان د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د شخصیت پرخلاف یو مطبوعاتي، فرهنګي، چټل او شوم یرغل ويني.

دا له مخکې جوړ شوی چار دی؛ ځکه دې ټکي ته خورا توجه شوې ده، چې مسلمانان کولای شي، پر رسول الله د ګروهې او ورسره د مینې پر چورلیځ راټول شي؛ نو ځکه په دې مرکز یرغلونه او سپکاوی یې کوي.

اسلامي علماء، مسلمان روښانفکران، لیکوالان، شاعران او د اسلامي نړۍ هنرمندان نن دنده لري، چې تر خپلې وسې، د نبي اکرم شخصیت او د ستریا اړخونو یې مسلمانانو او نامسلمانانو ته انځور کړي. دا چار به د اسلامي امت له یووالي او له هغې راپاڅېدنې سره مرسته وکړي، چې نن د اسلام پر لوري د اسلامي نړۍ په نوي نسل کې رامنځ ته شوی دی.

 

 

د سيرت پوهنې غوره لار

 

 سيرت سازي حکمونه

 الله پر خپلو څرګندو او کله په پرلپسې حکمونو د رسول الله (ص) کړلار او د ژوند سيرت ټاکه. څو بېلګو ته پام وکړئ.

١_ همداچې حکم يې ورکړ، چې ووايه: پالونکيه! پوهه مې زياته کړې (وَقُل رَبِّ زِدْنِي عِلْماً[67]) لار ورښيي، چې کله هم ځان له زده کړې فارغ او خلاص شوى مه ګڼه.

٢_همداچې په سهار او ماښام کې د الله د ياد حکم ورکوي، ورته وايي: له غافلينو مه وسه: ((وَاذْكُر رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ والآصَالِ وَلاَ تَكُن مِنَ الْغَافِلِينَ[68] = ((او خپل پالونكى دې ګهيځ او ماښام په زړه كې په زاريو او وېرې، ورو او ارام ياد كړه او له ناخبرو مه وسه!))

دا د رسول الله (ص) لمانځیز سيرت انځوروي ‏.

٣_ د سجدې، تسبيح، تهجد او تلاوت په حکم يې لمانځیز سيرت ټاکي.

 حضرت ام سلمه بي بي (د رسول الله (ص) مېرمن) وویل: رسول الله (ص) به په نيمه شپه کې ولاړ و، لاسونه به يې پورته ول، اوښکې يې تويولې، ویل يې: ((خدايه! راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله. دښمن مې ښاد نه کړې او له هغو بلاګانو، چې دې ساتلى يم، بېرته مې پرې اخته نه کړې او د سترګې د رپ هومره مې هم پر خپل حال مه پرېږده، حضرت يونس يوې شېبې ته پر خپل حال پرېښوول شو، چې د کب په نس کې راګېرشو)). [69]

 هو! د رسول الله (ص) خوى د الهي احکامو له مخې و. يوې بېلګې ته مو پام را اړوم: همداچې د احد په جګړه کې مسلمانانو د رسول الله (ص) خبره ونه منله او ماتې يې وخوړه او دوه اويا ياران يې شهيدان شول او غاښ يې مات شو او د مکې د مشرکينو له راتلونکې پرېشانه و، چې داسې چلن يې وکړ؛ نو و يې ويل: ((څنګه به داسې خلک نېکمرغه شي، چې د الله له رسول سره داسې چلن کوي؟ [70])) چې آيت راغى: د خلکو راتلونکى درپورې اړه نه لري: ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ))؛ یعنې ان که هغوى خورا بد کارونه هم وکړل؛ نو مه نهيلېږه، کېداى شي همدا مشرکان سبا مسلمانان شي.

 ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ[71] = ته (د كافرانو د بښنې يا له جګړې د تښتېدليومؤمنانو په باب) هېڅ ډول اختيار نه لرې خو داچې (الله) وغواړي و يې بښي يا سزا وركړي ځكه هغوى ظالمان دي.))

نو د رسول الله (ص) کړنلار د الهي حکمونو پر بنسټ ده. د رسول الله (ص) خوى دا و پر څه چې پوهېده؛ نو هغه يې ويل او پرڅه، چې نه پوهېده، نه يې ويل.

 ‏الله ورته وايي: خلکو ته ووايه: خبرې مې د وحې پر بنسټ دي او د هماغې وحې تابع دي او هېڅ کله نه وايم، چې د الله خزانې راسره دي يا داچې له ټولو عيبونو خبر يم يا داچې پرښته يم [72].

له خلکوسره د رسول الله (ص) اړيکې داسې وې، چې خلکو نېغ په نېغه پوښته، کله ‏د روح په هکله، [وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ[73]] کله د سپوږمۍ د غټېدو او نرۍ کېدو‏ په هکله [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ[74] کله د عمومي مالونو په اړه ‏[يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ[75]] کله د قيامت د ورځې د وخت په هکله [يَسْئَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ[76]] او کله يې د ښځو د حيض په هکله [وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ[77]].

 

 

د سيرت سريزه

 

د پېغمبراکرم (ص) سیرت د اسلام له نظره د شناخت- پېژندنې یوه سرچينه ده. خبرې يې خو پر ځای پرېږده، وګړه-شخصیت يې؛ یعنې سیرت او طریقه يې پېژندنې ته یوه سرچینه ده. د رسول الله (ص) سیرت را ته د الهام یوه سرچینه ده.

«لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[78]– په يقين د الله د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د اخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.))

دا روښانول غواړم، چې د رسول الله (ص) سیرت څه ته وايي او په کومه بڼه راته د پېژندنې سرچينه ده؛ خو دلته یو ټکی ویل غواړم:

کوم ظلم مو چې له قرآن سره کړی، هماغه مو له پېغمبراکرم سره هم کړی. کله، چې وايي، رسول الله (ص) داسې و نو وایو، هغه خو پېغمبر و، ته مو له رسول الله (ص) سره پرتله کوې؟

د پېغمبراکرم پر “سيرة” لنډه ویینه کوو، چې په حقيقت کې د پورته آيت يو ډول شننه هم ده.

 

د سيرت مانا او ډولونه

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[79]-په يقين چې د الله د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د اخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.))

د رسول الله (ص) سيرت د پېژندنې یوه زېرمه ده، چې مسلمان باید خپل لید پرې سم او بشپړ کړي.

پر موږ مسلمانانو دا د خدای پېرزوینه ده او د نورو ادیانو د لارویانو په پرتله زموږ د مسلمانانو ویاړنه ده، چې یو خوا د پېغمبراکرم ډېری خبرې مو په لاس کې دي او د کاڼي کرښه ده، چې دا خبرې د رسول الله (ص) دي؛ یعنې متواتر او ډاډمنې دي[80]، حال دا نور ادیان داشان ادعا نشي کړای، چې په غوڅ ډول ووایي، دا غونډله-جمله د ساري په ډول د حضرت موسی علیه السلام یا حضرت عیسی علیه السلام ده، غونډلې يې ډېرې دي؛ خو دومره ډاډمنې نه دي. موږ له خپل پېغمبره متواترې خبرې لرو.

بلخوا د رسول الله (ص) تاریخ مو خورا روښانه او مستند دی. په دې اړخ کې هم د نړۍ نور مشران راسره ګډون نه لري، ان د پېغمبراکرم د ژوند دقیقې شېبې مو په غوڅ ډول په لاس کې دي، چې د یو چا په هکله هم داسې نه دي. کال، میاشت، د زوکړې ورځ او ان د زوکړې اوومه ورځ، د شېدو خوړنې پېر، هغه پېر، چې په بېدیا کې يې تېر کړی، تر بلوغ مخکې پېر، له عربستانه بهر سفرونه، تر نبوت مخکې يې، چې کومې بوختياوې درلودې، واده يې پر کوم کال و، اولادونه يې او داچې تر خپلې مړینې مخکې يې څومره اولادونه مړه شوي دي، پر کومو کلنو مړه شوي او داسې نور، چې ورپسې د رسالت او بعثت پېر ته رارسي. دلته معلومات لاپسې دقیقېږي؛ ځکه ستره پېښه پېښېږي: لومړی پرې چا ایمان راووړ؟ دویم او درېیم څوک ول؟ پلاني پر کوم کال ایمان راووړ؟ کومې خبرې د هغه او نورو ترمنځ وشوې؟ څه کارونه يې وکړل؟څه طریقه يې درلوده؟حال دا حضرت عیسی علیه السلام ، چې د شریعت څښتن و او په ټولو سترو پېغمبرانو کې موږ ته نږدې دی، که قرآن هغه نه وای تایید کړی او داچې مسلمانانو د قرآن په حکم، هغه یو حقیقي الهي پېغمبر نه واى ګڼلی نو ناشونې وه، چې حضرت عیسی علیه السلام په دنیا کې اثبات او تاييد شوی وای.

قرآن د حضرت عیسی علیه السلام وجود تایید کړی او داچې موږ پر قرآن ایمان لرو نو پردې مطلب کله هم اړنګ نه کوو. همداراز د حضرت عیسی علیه السلام حواریون څوک ول؟ انجیل په کوم تاریخ او تر حضرت عیسی څو سوه کاله روسته د کتاب په بڼه شو؟ څو انجیله ول؟ دا ټول هر څه ناڅرګند دي.

خو موږ مسلمانانو ته دا سرچینه، که د پېغمبراکرم چلن وي یا وینا په ډېر څرګند او غوڅ ډول شته. دا هماغه مطلب و، چې غوښتل مې ويې وایم.

موظف یو، د پېغمبراکرم له ویناوو، چلن، قول او کړ- فعله ګټنه وکړو، چې هم راته لارښود او هم لاسوند- سند دی.

 

د رسول الله (ص) ژورې خبرې

 د مشرانو په خبرو کې ستر چار دادی، چې ډېر دقیق ټکي پکې ایښوول شوي، چې خلک پرې پوه شي، په تېره رسول الله (ص) د خپلو خبرو په هکله وايي: ((خدای راته جامع کلمات راکړي دي[81].))؛ یعنې الله راته داسې ځواک راکړى، چې په يوې وړوکې خبرې کې د نړۍ هومره مطلب ويلاى شم [ او د پښتنو په څرګندنه: سيند په کوزه کې ځايولاى شم. ]

ټولو د پېغمبراکرم خبرې واورېدې خو ټولو و نه شو کړاى؛ لکه څرنګه چې باید وي، هماغسې د آنحضرت د خبرو ژورو ته ورسي؟ کله هم نه. نهه نوي سلنه هم ورته نه شو رسېدای. خپله پېغمبراکرم د دې وړاندوینه کړې وه، چې مفهوم يې دی: کومې خبرې چې راڅخه اورﺉ نو ضبط او و يې ساتئ او راتلونکي کهول ته يې وسپارﺉ او تر تاسو، چې ممبر ته مې ناست یاست، راتلوونکى او ډېر لرې کهول به مې د خبرو په مانا غوره پوه شي.

د شیعه او سني ګډو سندونو د پېغمبراکرم دا حدیث را اخستی دی:

 ((خدای دې د هغه بنده څېره خوشحاله کړي، چې خبره مې واوري، ثبت يې کړي او هغو ته يې ورسوي، چې له ما يې نه وي اورېدلي.))

 آنحضرت بیا وايي: ((فَرُبّ حامل فقه غير فقه و رب حامل فقه الی من هو افقه منه)). په دې غونډله کې ډېری ټکي دي یعنې راتلونکي ته اشاره ده. “فقه”؛ یعنې ژور پوهېدل خو دلته موخه هغه غونډله ده، چې ژوروالی ولري. له “فهم”سره د “فقه” توپیر دادی، چې “فهم” مطلق پوهېدو ته وايي او “فقه”ژور فهم ته وايي. کله چې “فقه” کلام ته وويل شي؛ یعنې هغه خبره، چې ډېر ژوروالی لري. آنحضرت وايي: ((داسې خلک شته چې د ژورې خبرې وړونکي وي؛ خو خپله ژور نه دي.)) تل غونډلې رانقلوي؛ خو خپله يې په ژوروالي نه پوهېږي. بیا آنحضرت وايي، داسې خلک شته چې غونډله، فقهي وړي؛ یعنې هغه غونډله يې، چې له ما اورېدلې، حفظوي يې، خپله فقیه هم دی خو هغه ته يې نقلوي، چې خپله تر ده هم فقیه دی؛ یعنې هغه ته يې نقلوي، چې له ده ژور دی او د فکر ژوروالی يې ډېر دی او په هغه څه پوهېږي، چې دا نقلوونکي پرې نه پوهېږي.

وینو، چې په هره برخه کې دقیقا پېړۍ په پېړۍ د پېغمبراکرم خبرو ته لا ژوروالی موندل شوی دی(نه وایم، چې پیدا کړی يې دی). په لومړۍ او دویمه پېړۍ کې د درېیمې پېړې هومره د پېغمبراکرم د خبرو په ژوروالي دومره څوک نه پوهېدل او په درېیمه پېړۍ کې د څلورمې پېړۍ هومره او په څلورمه کې د پینځمې پېړۍ هومره څوک د آنحضرت د خبرو په ژوروالي نه پوهېدل. د اسلامي علومو تاریخ دا چار راښيي. که اخلاق، فقه، معارف او فلسفه ولولئ او عرفان ته وګورئ؛ نو وینئ، چې پېغمبراکرم په هره برخه کې، چې څه ویلي، هغه مفسرین، چې په روسته پېرونو کې راغلي نو واقعاً ښه په دې توانېدلي، چې د پېغمبراکرم د خبرې ژوروالي ته ورسي. د رسول الله اعجاز په همدې ځای کې دی. راتلونکې هم دا شان ده، دوه یا درې سوه کاله روسته به داسې کسان راپیدا شي، چې لا ژور به د رسول الله په خبرو پوه شي.

 

د رسول الله (ص) پوخ چلن

د رسول الله د چلن تفسیر او مخونې ته هم کټ مټ همدا مطلب دی؛ لکه څرنګه چې د آنحضرت خبره مانا لري او خبره يې یو مانا ته ادا شوې؛ نو د پېغمبراکرم چلنونه هم ټول مانا او تفسیر لري او باید ژوره ځېرنه پکې وکړو.

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[82]– په يقين چې د الله د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د اخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.))

په تېره هغه تعبیر، چې قرآن يې وايي، چې د رسول الله په ژوند کې خلکو ته غوره بېلګه ده. پېغمبراکرم هغه مرکز دی، چې موږ ترې باید د خپل ژوند لار راوباسو. څوک دې راشي او د رسول الله(ص) ویناوې دې رانقل کړي؛ نو دا په یوازې ځان بسیا نه ده. ډېری راویان دي، چې څه نه درک کوي. داچې د پېغمبراکرم تاریخ رانقل کړو، چې په پلاني ځای کې يې داسې وکړل؛ نو دا بسیا نه ده؛ بلکې د رسول الله د کړنو تفسیر او مخونه مهمه ده. په پلاني ځای کې آنحضرت داسې چلن کړی و ؟موخه يې څه وه؟؛ لکه څرنګه چې د رسول الله وینا ژوروالي او تفسیر ته اړتیا لري همدا شان چلن يې هم ژوروالي او تفسیر ته اړتیا لري. د ځان په هکله خواشیني يو چې موږ د “اخرالزمان پېغمبر” امتیان يو خو که څوک مو وپوښتي نه مو د پېغمبراکرم څو خبرې یادې دي او نه يې سیرت.

 

 

 

 

د “سيرت” مانا

لومړی به سيرت مانا کړم، چې دا مو نه وي مانا کړى؛ نو د رسول الله سيرت تفسیرولای نشم.

سيرت په عربۍ کې د “سِیر” له مادې دی. “سیر”؛ یعنې تګ، تلل او پر لار تګ. “سيرت”؛ یعنې پر لار د تګ ډول. سيرت د “فِعلة” پر وزن دى او “فِعلة” په عربۍ کې ډول راښيي، د ساري په ډول: “جلسه”؛ یعنې ناسته او جلسه؛ یعنې سبک او د ناستې ډول او دا دقیق ټکی دی.

“سیر”؛ یعنې تلل، چلن خو “سيرت”؛ یعنې د چلن ډول او سبک، څه چې مهم دي، د رسول الله (ص) د چلن د سبک پېژندنه ده. هغوی چې سيره کښلې، د رسول الله (ص) چلن يې کښلی دی. کوم کتابونه، چې موږ د “سيرت” په نامه لرو، سیر دي، سيرت نه دي. د ساري په ډول: د “حلبیه سيرت” سیر دی، سيرت نه دی. نوم يې سيرت دی خو په واقع کې سیر دی، په چلن کې د رسول الله (ص) سبک نه، د رسول الله (ص) د چلن اسلوب نه، د رسول الله (ص) میتود نه؛ بلکې د پېغمبراکرم چلن پکې کښل شوى.

 

سبک پوهنه

د میتود مسله ډېره مهمه ده. د ساري په ډول: د شعر په هکله وايو، چې “خوشال بابا” ته هم شاعر وایو همداشان “حمزه بابا”، “رحمان بابا”، “حمید مؤمند”، “ګل پاچا الفت” او ” منلګ جان” ته هم شاعر وایو. هغه سړی، چې د شعر سبک ته نه وي ننووتى، ټول ورته شعر ښکاري. وايي: شعر، شعر دی او توپیر نه کوي؛ خو پوهان پوهېږي، چې بېلابېل سبکونه لري، په هندي سبک کې شعر لرو، د خراسان په سبک شعر لرو او د عرفان په سبک شعر لرو او داسې نور. په شعر پوهنه کې سبک پوهنه مهمه ده. “ملک الشعرای بهار” په سبک پوهنه کې کتاب هم کښلی، ان په نثر کې هم سبک پوهنه شته او په شعر پورې ځانګړې نه ده. سبک پوهنه بې له شعرپوهنې او نثرپوهنې ده. انسان هغه وخت نثر پېژندلای شي، چې د نثر بېلابېل سبکونه لاس ته راوړي، شعر هغه وخت پېژندلای شي، چې د شعر بېلابېل سبکونه لاس ته راوړي.

هنر ته راځو. هغه چې په هنر نه پوهېږي؛ نو یوه ودانۍ ورته یوازې ودانۍ ښکاري، کاشي کاري ورته تشه کاشي کاري ښکاري خو هنرمند ته ورشئ، و به وینئ، چې په نړۍ کې په لس ګونو هنرونه شته او صنعتونه او هنرونه هر یو ځان ته سبک لري. د اسلامي هنر په هکله یو کتاب کښل شوی، چې اسلامي هنر ځانګړی سبک لري.

آندونو ته راځو هغه چې په دې هکله پوه نه وي، ارسطو یو فیلسوف، عالم او اندیال دی، د هېواد مشهور پوه”ابوریحان بیروني” یو عالم او اندیال دی، فرانسیس بیکن یو اندیال عالم دی. استورات میل، دکارت او هګل هم همداشان. بلې ډلې ته ځو، شیخ صدوق یو عالم دی، همدا شان شیخ کلیني، اخوان الصفا او خواجه نصیرالدین طوسي هم هر یو عالمان دي؛ خو په دې اړه پوه سړی پوهېږي، چې د دې علماوو په سبک، میتود او طریقه کې له ځمکې تر اسمانه توپیر دی. د یو عالم سبک استدلالي او قیاسي دی؛ یعنې په ټولو مسایلو کې د ارسطو له منطق-سول لاروي کوی، داسې که طب يې په چوپړ کې کړې نو په ارسطويي منطق طب لاس ته راوړي او که فقه ورکړې نو په ارسطويي منطق استدلال کوي، که ادبیات، صرف او نحوه ورکړې، ارسطويي منطق کاروي؛ ځکه سبک يې داسې دی، سبک يې تجربي سبک دی؛ لکه د ډېرو نویو علماوو په شان. وايي، د ابوریحان بیروني او بوعلي سينا بلخي د سبک توپیر دا دی، چې د بوعلي سینا سبک ارسطويي منطق دی خو د ابوریحان ډېر حسي او تجربي دی، په دې چې دا دواړه همپېري او دواړه نابغه هم دي، د یو سبک عقلي او د بل نقلي دی. ځینې نور اصلا عقلي سبک نه لري، په ټولو مسایلو کې يې ډاډ یوازې پر منقولاتو دی او بې له منقولاتو په بل څه هم ډاډ نه لري. د ساري په ډول: که مرحوم علامه مجلسي وغواړي طب ولیکي نو د منقولاتو له مخې يې لیکي، که سعد (بختورتوب) او نحس (سپېره توب) هم غواړي ولیکي بیا هم په منقولاتو استناد کوي. د یوه سبک منقول، د بل معقول، د یو حسي او د بل استدلالي، د نننیو په وینا: د یو دیالکتیکي دی؛ یعنې څیزونه په بهير او حرکت کې ویني او د یو سبک ستاتیک دی؛ یعنې حرکت اصلا په هستۍ کې ښکېل نه ګڼي نو څو ډوله سبکونه شته دی.

اوس چلن ته راځو. په چلنونو کې هم سبکونه شته. سيرت پوهنه؛ یعنې سبک پوهنه. لومړی داچې یو کلیت (ټوليزواله) لري: د نړۍ سلاطین په ټولیز ډول د ټولو اړپیچونو-اختلافونو سره سره یو سبک او یوه سيرت او ځانګړې طریقه لري. فیلسوفان هم ځانګړی سبک لري، ریاضت هم ځانګړی سبک لري. رسول الله (ص) هم ځانګړی سبک لري.

ومې ویل: هنر، شعر او آند بېلابېل سبکونه لري، په عمل کې سبکونه بېلابیل دي، دا هغو ته دي، چې سبک لري. ډېری خلک سبک نه لري. ډېر خلک، چې شعر وايي، سبک نه لري، په سبک نه پوهېږي، ډېری هنرمندان اصلا سبک نه پېژني. ډېری خلک په آند کې اصلا سبک او منطق نه لري، یو ځل په عقل استناد کوي او بل ځل په نقل، یو ځل حسي او بل ځل عقلي کېږي. دوی د منطق خاوندان نه دي او ټيټ دي. په چلن کې هم ډېری خلک سبک نه لري. که راته وویل شي، د چلن سبک دې راوښیه او خپله سيرت دې راڅرګنده کړه، طریقه دې بیان کړه، د ژوند د ستونزو په هواري کې کومه طریقه کاروې؟ نو ځواب ورته نه لرو.

هر څوک په ژوند کې ځان ته موخه لري، هر څه چې وي، د یوه موخه ستره وي او د بل پرېوتې، د یوه موخه خدای او د بل دنیا وي. په پای کې انسانان هم موخې لري. ځینې اصلاً خپلې موخې ته سبک نه لري، طریقه يې ځان ته ټاکلې نه ده، په طریقې نه پوهېږي خو ځینې شته چې په کوم لار ځي، ورته سبک او طریقه لري. ډېر لږ خلک داسې وي که نه ډېرى خلک بې منطقه دي، بې سبکه دي او پر کړنو يې اړ دوړ واکمن وي.

د پېغمبراکرم سيرت؛ یعنې د رسول الله (ص) سبک او هغه میتود، چې پېغمبراکرم په عمل او طریقه کې خپلو موخو ته کاراوه. زموږ ویینه د رسول الله (ص) د موخو په اړه نه ده، چې د رسول الله (ص) موخې موږ ته غوڅې او څرګندې دي؛ بلکې د سبک په هکله يې ده؛ یعنې هغه طریقه، چې رسول الله (ص) خپلې موخې ته کاروله. د ساري په ډول: آنحضرت(ص) تبیلغ کاوه، د تبیلغ طریقه يې څرنګه وه[83]؟ د تبیلغ سبک يې څرنګه و؟ رسول الله په هماغه حال کې، چې مبلغ و او اسلام يې تبیلغاوه، د خپلې ټولنې یو سیاسي مشر هم و. چې مدینې ته راغی؛ نو ټولنه يې جوړه کړه، حکومت يې جوړ کړ او پخپله د ټولنې مشر و. په ټولنه کې د رسول الله د مشرۍ او سمبالنې سبک او میتود څرنګه و؟ رسول الله په هماغه حال کې قاضي هم و او په خلکو کې يې ورمندون- قضاوت هم؛ نو ورمندون يې پر کوم سبک و؟ رسول الله د نورو په شان کورنی ژوند درلود، مېرمنې يې درلودې، اولاد يې درلود، په مېرمن پالۍ کې يې سبک څرنګه و؟ له اصحابو او یارانو سره يې معاشرت څرنګه و؟ رسول الله سرسخت دښمنان درلودل؛ نو له دښمنانو سره يې چلن څرنګه و؟ او نور په لس ګونو سبکونه، چې باید روښانه شي [84].

 

په چلن کې بېلابېل سبکونه

د ساري په ډول: اساساً د ځینو ټولنیزو او سیاسي مشرانو سبک یوازې زور دی؛ یعنې بې له زوره په بل څه ډاډ او ایمان نه لري، دا يې سول- منطق دی. بې له زوره، چې هر څه وي، شاته يې غورځوي؛ یعنې هغه سیاست، چې اوسمهال يې ځینې لویدیځي ستر ځواکونه په نړۍ کې کاروي، دوی ګروهن دي، چې ستونزې یوازې په زور هوارېدای شي، بې له زوره هر څه شا ته واچوه. ځینې نور په سیاست او سمبالنه- مدیریت کې، په ټګۍ برګۍ خورا ډاډ لري؛ لکه د انګریزانو سیاست.

د بل چا میتود ممکن په رښتیني مانا اخلاق وي او د بل په ظاهره اخلاقي وي. په سیاست کې د حضرت علي (ک) او امیر معاویه بن ابي سفيان د سيرت ترمنځ توپیر په همدې کې و. د هغه وخت ډېری خلکو د معاویه بن ابي سفيان سیاست ته غوراوی ورکاوه او ویل يې، چې سیاست؛ یعنې څه چې معاویه بن ابي سفيان کوي، راتلل او حضرت علي (ک) ته يې ويل: ولې هغه لار نه کاروې، چې معاویه بن ابي سفيان يې کاروي، چې کار دې پر مخ ولاړ شي؟ ته یوازې په دې غم کې وسه، چې کار دې مخې ته ولاړ شي، څه، چې کېږي، هغه به کېږي، په یو ځای کې دې سړی پور واخلي، له دې يې واخلي، بل ته دې ورکړي، ژمنې دې وکړي او بیا دې ترې پر شا شي. پرېږده، چې کار دې مخې ته ولاړ شي، تر ټولو مهم دا دي. تردې، چې ځینو ته توهم پیدا شو، چې ښايي، حضرت علي (ک) په دې لارو چارو نه پوهېږي او معاویه هوښیار دی او حضرت علي (ک) دا هوښیارتیا نه لري، چې حضرت علي (ک) په ځواب کې وویل: ((تاسې ولې تېروځئ، پر خداې قسم، معاویه تر ما هوښیار نه دی، تاسې انګېرئ، چې زه غدر نه کاروم، په لارو چارو يې نه پوهېږم. هغه ټګي برګي کاروي او فسق او فجور کوي، که داسې نه وای، چې د خدای غداري نه خوښېږي؛ نو تاسې به هغه وخت لیدلي ول، چې په واقعي مانا(زه هوښیار یم که نه)، چې تاسې معاویه ته هوښیار ویاست نو هغه وخت به تاسې لیدلي وه، چې داهیه-هوښیار څوک دی، زه که معاویه؟ زه څرنګه په سیاست کې له ټګۍ برګۍ کار واخلم، حال دا پوهېږم ټګي برګي او خیانت، فسق او فجور دي او دا فسق او فجور د کفر په حد کې دي او په قیامت کې به هر غدار له یوه بېرغ سره محشورېږي، زه کله هم چل ول نه کاروم.))

ځینې په سبک کې لرلیدي- دور اندیشه دي، ځینې غوڅ او ځینې نور يې نه وي. ځینې په سبک کې وګړیز دي؛ یعنې په یوازې ځان تصمیم نیسي. ځینې اساسا دې چمتو نه دي، چې په یوازې ځان تصمیم ونیسي، که څه مطلب ورته بشپړ روښانه وي؛ خو بیا هم په یوازې ځان تصمیم نه نیسي او په تېره دا د پېغمبراکرم په سيرت کې هېښنده ده. د نبوت په مقام کې په هغه مقام کې، چې اصحاب پر رسول الله دومره ایمان لري او وايي که حکم راکړې، چې ځان په سیند کې واچوو؛ نو دا کار به وکړو؛ نو آنحضرت(ص) نه غواړي سبک يې وګړیز وي او په چارو کې یوازې هوډ وکړي؛ ځکه ددې کار لږترلږه تاوان دادی چې خپلو اصحابو ته يې شخصیت نه دی ورکړی؛ یعنې ددې مطلب دا دی، چې له بېخه آند، پوهه شعور نه لرئ، یوازې اوزار یاست، زه یوازې حکم کوم او تاسې پرې عمل کوئ؛ نو ددې کار لازمه داده، که سبا بل هر څوک مشر شو؛ نو همدا شان عمل به کوي او وايي به: د مشر لازمه داده، چې یوازې مشر فکر او څرګندونه وکړي او بې له مشره نور دې بې ارادې اوزارونه وي او عمل دې کوي.

خو رسول الله د نبوت په مقام کې دا شان کار نه کوي. شورا جوړوي، چې اصحابو څه وکړو؟ “بدر” راپېښېږي شورا جوړوي، “احد” راپېښېږي شورا جوړوي، وايي: دوی تر مدینې رارسېدلي، سلا مو څه ده؟ له مدینې بهر ورسره جګړه وکړو که په همدې مدینه کې پاتې شو او په دننه کې خپل حالات مزبوت کړو، څه موده به کلابند شو، که بریالي نه شول؛ نو مات به بېرته ستانه شي. د ډېرو پوخمنګو او تجربه کارو تشخیص دا و، چې مصلحت دادی په مدینه کې پاتې شو. ځوانانو ویل: په مدینه کې پاتې شو او را دې شي او موږ دې کلابند کړي، نه! بهر ځو، څنګه چې وي، ورسره جنګېږو. تاریخ لیکي: پخپله رسول الله مصلحت نه لیده، چې له مدینې ووځي او ویل يې: که په مدینه کې پاتې شو؛ نو بریا مو ډېره ده؛ یعنې اند يې له پوخمنګو او تجربه کارو سره یو و خو ويې لیدل، چې اصحاب، چې هماغه ځوانان ول، و يې ويل: نه! رسول الله (ص)! له مدینې وځوو او د احد په کنډو کې ورسره جګړه کوو. غونډه پای ته ورسېده، ويې لیدل، چې رسول الله وسله راوخسته، راغلل او ورته يې وویل: رسول الله (ص)! داچې نظر مو وغوښت، دا شان نظر مو ورکړ خو په عین حال کې موږ ستاسې تابع يو، که مصلحت نه وینئ؛ نو د خپل نظر پرخلاف په مدینه کې پاتېږو. رسول الله وویل:

 ((پېغمبر، چې وسله وال او را بهر شو؛ نو سمه نه ده، چې وسله بېرته کېږدي، اوس چې باید بهر ولاړ شو؛ نو بهر ځو.))

موخه داده، چې دا بېلابېل سبکونه او طریقې دي، چې په بېلابېلو برخو کې دې وڅېړل شي.

 

عملي ثابت منطق/ سول

ومو ویل، چې “سیر”غير له “سيرته” دی. سیر؛ یعنې چلن. هر څوک په نړۍ کې؛ لکه څنګه چې وینا لري، چلن هم لري؛ خو سيرت ځانګړي اسلوب یا سبک ته وايي، چې د سبک، اسلوب او سول درلودونکي وګړي يې په خپل سیر کې کاروي. ټول خلک سیر لري؛ خو سيرت نه لري؛ یعنې دا شان نه ده، چې ټول خلک دې په خپل چلن کې له ځانګړي سوله پلوي وکړي او په خپل چلن کې یو لړ آرونه ولري، چې دا آرونه يې د چلن کچه وي. دا غونډلې هغو ته وایم، چې له منطق سره اشنايي لري: په اندیز سول کې، ټول خلک فکر کوي؛ خو ټول خلک سولیز فکر نه کوي. سولیز فکر کول؛ یعنې انسان د “سول- منطق”په نامه یو لړ کچې لري، چې د سول په علم کې څرګند دي او تفکر يې د همدې کچو پر بنسټ وي. ډېر لږ دي، چې کله تفکر کوي؛ نو دا حساب يې په لاس کې وي، چې تفکر يې له دې کچو سره اړخ ولګوي. همداراز لږ خلک پیدا کېږي، چې چلن يې د سول درلودونکی وي؛ یعنې د یو لړ ټاکلو کچو پر بنسټ وي، چې له دې معیارونو، اصول او دریځونو کله هم نه جلا کېږي که نه د ډېری خلکو چلن سول نه لري او؛ لکه څنګه چې فکر يې سول نه لري او اړدوړ پرې واکمن دی؛ نو پر چلن يې هم اړدوړ واکمن وي.

 

د سول وېش

په حکمت او فلسفه کې دا خبره ویل شوې، چې حکمت دوه ډوله دی: نظري او عملي. الهیاتو، ریاضیاتو(ریاضي، هندسه، نجوم، موسیقي) او طبیعياتو(فیزیک، څارويپوهنه، بوټې پوهنې) ته نظري حکمت یا نظري فلسفه وايي او په مقابل کې اخلاقو، سیاست او تدبیر منزل ته عملي حکمت وايي. په سول کې دا شان خبره نه ده شوې؛ خو مطلب سم دی؛ لکه څنګه چې فلسفه دوه ډوله ده: نظري او عملي منطق؛ یعنې د بشر معیارونه هم دوه ډوله دي: نظري معیارونه(هماغه معمولي منطق) او عملي معیارونه. عملي معیارونه هماغه دي، چې د “سيرت” یا طریقې نوم مو پرې ايښی دی.

 

ايا په عمل کې ثابت سول درلودای شو؟

و مې ویل: ځینې وګړي سول وال وي او ځینې نه. دلته دا مسله رامخې ته کېږي او په تېره ممکن د ځوانانو پاملرنه دې مطلب ته راماته شي، چې ایا یو انسان کړای شي په عمل کې په ټولو وختونو او ځايو کې یو سول ولري، یو ثابت مظبوط سول، چې ترې وانه وړي؟

موږ د رسول الله (ص) په هکله دا شان خبرې کوو، چې آنحضرت(ص) داسې تن و، چې په عمل کې يې سيرت درلود، طریقه او اسلوب يې درلود، سول يې درلود او زموږ د مسلمانانو دا دنده ده، چې د رسول الله سيرت وپېژنو، عملي سول يې راوسپړو؛ ځکه په عمل کې ترې باید ګټنه وکړو.

یو انسان کړای شي د عمر له پیله تر پایه یو سول ولري، چې هغه سول ورته آر- اصل او اصالت ولري؟ یا اصلا بشر نشي کړای ثابت سول ولري؛ یعنې انسان د وخت او ځاى د شرایطو او د ژوند د شرایطو تابع وي، په تېره د پاټکیزو- طبقاتي دریځونو تابع وي او د ټولن وټیزو-اجتماعي اقتصادي په هر شرایطو کې، چې وي؛ نو جبراً له یوه ځانګړي سوله دې لاروي وکړي؟

دا مهمه مسله ده، چې په نننۍ نړۍ کې نوموتې ده. مارکسزم پردې بنسټ دی. مارکسزم آند، ګروهې او ایمان ته د ټولن وټیزو او په تېره د پاټکیز موقعیت پر وړاندې پر کوم اصالت قایل نه دی، وايي: اساسا انسان نشي کړای په بېلابېلو شرایطو کې یو شان فکر وکړي او یو سول وکاروي، انسان په خاورين کور او ماڼۍ کې دوه سوله لري، په ماڼۍ کې یو شان او په خاورين کور کې بل شان فکر کوي، ماڼۍ انسان ته یو ډول سول ورکوي او خاورين کور بل شان. یو بې برخې کس، چې ټول عمر تر تېري او زندۍ لاندې و او بېلابېل بې برخېتوبونه يې لیدلي او لا اوس هم پرې تېرېږي؛ نو دا سړي که وغواړو که نه نو یو ډول فکر کوي؛ یعنې د ژوند وضع يې ورته یو ډول فکر رامنځ ته کوي، وايي: عدالت، مساوات، برابري او آزادي. دا يې واقعاً فکر دی؛ ځکه د وضع غوښتنه يې دا ده، چې دا شان فکر وکړي. د همدې کس په وضع کې که بدلون راشي او که دا خاورين مېشتى ماڼۍ مېشتى شي او خاورين کور يې ماڼۍ شي، بهرني شرایط ورته بدلون مومي نو په دې بڼه کې فکر يې هم بدلېږي او وايي، چې نه دا خبرې سمې نه دي او د مصلحت غوښتنه بل څه ده، مساوات سمه خبره نه ده، د څه آزادیو مخه دې هم ونیول شي او نياو-عدالت هم بل شان تفسیروي؛ یعنې د ژوند وضع، چې بدله شوه، ګټې يې بدلې شوې او داچې انسان نشي کړای له خپلو ګټو تېر شي؛ نو فکر يې هم بدلېږي. ددې ښوونځي له مخې، د بشر د فکر د ساعت ستنه داسې جوړه شوې، چې خپلې ګټې يې مقناطیس دى، که ګټې يې په بېوزله پوړ کې وي؛ نو هماغه لوري ته ورګرځي او که ګټې يې بدلې شوې او د شتمنو لوري ته شوې؛ نو دا ستنه هم که وغواړو که نه، جبراً د شتمن پوړ لوري ته ورګرځي.

 

رسول الله (ص)

د رسول الله عملي ژوند د مارکس څرګندونه نقض کړه. د ابوطالب د درې وخت رسول الله ته وګورﺉ او د مرګ پرمهال رسول الله ته وګورﺉ. په ابوطالب دره کې رسول الله دی او لږ شمېر اصحاب، چې په دره کې بندیان دي اوبه، خواړه او نورې اړتیاوې نه ورسي او دومره پرې سخته وه او هغه مسلمانانو، چې په پټه مسلمانان شوي ول او په مکه کې اوسېدل، په دره کې يې له ځینو مسلمانانو او په تېره له حضرت علي (ک) سره اړیکې نیولې وې او ده ته يې لږ څه خواړه ورکول او دا لږ خواړه يې په شعب کې په ټولو مسلمانانو ویشل. لسم هجري کال رارسي او په دې وخت کې د نړۍ حکومتونه پرې شمېري او د رسول الله پر وړاندې خطر ننګېري. نه یوازې ټول عربي ټاپووزمه يې تر ولکې لاندې ده؛ بلکې د نړۍ سیاستوال وړاندوینه کوي، چې ډېر ژر به دا ځواک له دې عربي ټاپووزمې ګردې نړۍ ته خپور شي. په دې حال کې د لسم هجري کال د رسول الله او په شعب ابیطالب کې د رسول الله په روحیه کې هېڅ توپیر نشته.

د هجرت پر لسم کال د رسول الله شهرت نور هم زیات شو، یو عرب يې لیدو ته راځي او غواړي ورسره خبرې وکړي، دا کس دومره د رسول الله تر اغېز لاندې راغی، چې ژبه يې بنده شوه، رسول الله خپه شو او له مخې سره يې په غېږ کې ونیو، ويې ویل: ((مه وارخطا کېږه له څه وېرېږې؟ څه چې انګېرې له هغو ظالمو نه یم، زه د هغې ښځې زوى یم، چې پخپله يې اوزه رالوشوله، زه دې؛ لکه د رور په شان یم، څه چې دې په زړه دي، راته يې ووایه.))

ایا دې وضع، واک، نفوذ، پراختیا او شونتیاوو وکړاى شول، چې لږ هم د رسول الله په اروا کې بدلون راولي؟ نه! و مې ویل: یوازې رسول الله دا شان نه دی؛ بلکې د رسول الله مقام له دې خبرو ډېر پورته دی.

 

برهان او شعر

 په نظري سول کې برهان او شعر لرو. برهان دهغو دلایلو په څېر دی، چې په ریاضیاتو کې مطلب وړاندې کونې ته کارول کېږي. یوه زدکړيال، چې ریاضیات وايي او د مثلثاتو احکام ورته ويل کېږي، چې د مثلث ټولیزه زاویه له ۱۸۰ درجو سره مساوي ده او ناشونې ده، ۱۸۱ یا ۱۷۹ شي او برهان ورته راوړي. د ښوونکي دا واک شته چې یو ځل برهان راوړي او ووايي: د مثلث زاويې له ۱۸۰ سره مساوي دي او بیا وايي: له ۱۲۰ سره مساوي دي؟ دا اختیار ورسره نشته. نظري عقلي اصول د انسان په اختیار کې نه دي او بشر يې باید اېل وي. که انشټاین هم دې نړۍ ته راوړل شي او د هغه ښوونکي په شان برهان راوړي نو زده کوونکي يې غندي. ولې؟؛ ځکه د زور خبره کوي او د زور خبره عقل نه مني. څه چې عقل نه مني نو د نړۍ تر ټولو مزبوت کسان يې هم پرخلاف خبرې نشي کړای؛ ځکه دلته خبره د برهان ده.

راځو شعر ته. شعر د موم په څېر د انسان په لاس کې دی. انسان کړای شي هر څه ته د خپلې پوهې له مخې له تشبیه، استعارې او تخیله یو څه جوړ کړي. شعر دی، سول او برهان خو نه دی. د ساري په ډول: شاعر ته وایه د پلاني څیز ستاینه وکړه؛ نو ستايي يې، ورته ووایه، چې همدا وغنده؛ نو غندي يې.

یو شاعر ته ووایه، چې مسافرت وستایه نو وايي هو! مسافرت ښه دی، په ځای په ټپه کېناستل څه مانا لري؟

درخت اګر متحرک بُدی ز جای به جای

نـــــه جــــــور ارّه کشیدی و نه جــفای تبر

 دا ونه ګورﺉ، چې اره کوي يې او پر تبر يې وهي؛ ځکه ځای پر ځای ولاړه ده. که مسافره وه نو دا شان به نه وه. ورته ووایه اوس راشه اپوټه يې شعر ووایه، چې پر ځای ناست ښه دی، وايي: تېږه چې پر ځای وي؛ نو درنه ښکاري، دې غره ته وګوره، چې پر ځای ولاړ دی خو دا باد وینې، چې د چا پروا هم نه ساتي؛ ځکه تل په حرکت کې دی. دا ډول شعر ویل؛ یعنې په تخیل یو څیز له بل سره تشبیه کول دي. تېروتنه دې ونشي، شعر د تخیل په مانا وایم، زه هر نظم ته شعر نه وایم، منظوم کلام نه وایم، د سول په څرګندنه -اصطلاح شعر وایم؛ یعنې په تخیل د مسلو جوړول. تخیل مقیاس او میزان نه لري.

ځینې په عملي سول کې د برهان په څېر کلک او مزبوت دي، له کومو آرونو، چې پلوي کوي؛ نو هېڅ واک يې ترې نشي اخستای. زور، تمه، ټولنیز شرایط، وټیزه اوضاع او پاټکیزه وضع ناشوني دي، (چې دا اصول ترې واخلي)، ټینګ اصول د برهاني او ریاضي آرونو په څېر د وګړي په واک کې نه دي، چې بدلون پکې راوړي، د سړي په زړه نه دي او په عاطفې پورې هم تړلي نه دي.

رسول الله؛ یعنې هغه چې دا شان اصول لري؛ یعنې داسې کس، چې دا شان اصول لري؛ بلکې لارویان يې هم دا شان دي؛ یعنې هغوى چې دا شان اصول لري؛ خو په ژوند کې د ځینو اصول د شاعر د اندیزو آرونو په شان دي. پيسې ورکړه، فکر يې بدلېږي، ژمنه ورسره وکړه، فکر يې بدلېږي؛ ځکه فکر يې مبداء او آر نه لري؛ نو یو له غټو مطلبونو، چې موږ يې باید د رسول الله (ص) په سيرت کې پرې ویینه وکړو، دا ده، چې ایا اصلاً اسلام دا شان دین دی، چې له مخې يې انسان دا شان فطرت او خورزون- خټه لري؛ لکه څنګه چې کړای شي په نظري سول کې له پولادي سوله لاروي وکړي؛ نو همداراز په عملي سول کې هم کړای شي داسې ځای ته ورسي، چې یو واک يې هم خوځولای نشي.

د ایمان په هکله يې ويلي: ((مؤمن د هغه غره په څېر دی، چې هېڅ څیز او بادونه يې له ځایه نشي؛ خوځولای.))

دا توند بادونه څه دي؟ بې برخیتوب یو څوک له ځایه خوځوي او بل سوکالي له ځایه خوځوي.

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى‏ حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى‏ وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ[85]– او په خلكو كې څوك داسې دى، چې الله يوازې په ژبه (شک او د خپلو ګټو له مخې) لمانځي (او د زړه ايمان يې کمزورى دى) همداچې(دنيا ورته مخه كړي، ګټه او) خير ورسي نو ډاډه كېږي او كه د ازمېښت لپاره ورته كوم كړاو ورسي (نو كفرته) مخ اړوي (او په دې توګه) دنيا او اخرت دواړه له لاسه وركوي.))

 

“سيرت” او د اخلاقو نسبیت

مخکېنۍ ویینه مو دا وه، په بېلابېلو مکاني او زماني شرایطو کې او په بېلابېلو ټولنیزو اوضاعو کې او په جلا جلا پاټکیزو موقعیتونو کې ایا انسان ته دا شونې ده، ثابت عملي سولونه او معیارونه ولري او دا؛ ځکه اړین و، څه مې چې وویل، که بې له دې وي؛ نو د قرآن په تعبیر “اسوه” او د بشپړ انسان او امام، مشر او مقتدا ویینې به بېخي مانا نه درلوده. (او داسې به يې ويل) یو انسان، چې یو زر او څوارلس پېړۍ مخکې پر ځانګړي سول عمل کاوه، زه خو اوس د هغه په شرایطو کې نه یم او هغه خو زما په شرایطو کې نه و او هر شرایط ځان ته ځانګړی سول غواړي. ددې خبرې مانا دا ده، چې هېڅ انسان نشي کړای بېلګه وسي. ؛ ځکه مې تېره ویینه وکړه، چې دا مطلب مې ځوابولی وي او د خدای په مرسته په راتلوونکي ویینه کې به يې لا روښانه کړم؛ ځکه زموږ په پېر کې یو مسله خپره شوې او داچې سم پرې نه دي پوهېدلي نو یو لړ بدې ښوونې يې رامنځ ته کړې دي او هغه د اخلاقو د نسبیت مسله ده. داچې څه ښه دي او څه بد، انسان دې څرنګه وي او څرنګه دې نه وي، دا یو نسبي چار دی که مطلق؟ که دا ویینه ډېره نوموتې نه وه نو نه مې ویله[86].

ځینې ګروهن دي، چې په ټولیز ډول اخلاق نسبي دي؛ یعنې د اخلاقو ښې او بدې کچې نسبي دي. په بله وینا: انسانتوب نسبي چار دی. د یو څیز د نسبیت مانا داده، چې دا څیز په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې بدلېږي. يو څیز په یو وخت او شرایطو کې له اخلاقي اړخه ښه دی او همدا څیز په بل وخت او ځای کې د اخلاقو ضد دی. یو څیز په یو اوضاع او احوال کې انساني دی او همدا څیز په بله اوضاع او احوال کې انساني ضد دی. دا د اخلاقو د نسبیت مانا ده، چې نن ډېره خپره ده.

یو مطلب دی، چې اوس يې اصله مدعا وایم، بیا پرې رڼا اچوم او هغه داچې د اخلاقو لومړني اصول او د انسانیت لومړني معیارونه هېڅ نسبي نه دي او مطلق دي؛ خو ثانویه-دويمني معیارونه نسبي دي او په اسلام کې هم له دې مسلې سره مخ یو. د نبوي سیرت په هکله، چې کومه ویینه کوم نو دامطلب به سوکه سوکه څرګند کړم.

رسول الله پخپل سیرت او طریقه کې پخپل عملي سول کې کله هم له ناروا آرونو او طریقو ګټنه نه ده کړې؛ لکه څرنګه، چې نورو امامانو هم له دې آرونو او معیارونو ګټنه نه ده کړې. دا د اسلام له نظره او په ټولو شرایطو، وختونو او ځایونو کې بد دي.

 

د وسيلې ګومارنې څرنګوالی

د وزلې ګومارنې څرنګوالی هغه مسله ده، چې د رسول الله له سیرې يې باید زده کړو. انسان دې لومړی پخپلو موخو کې مسلمان وي؛ یعنې موخه دې يې سپېڅلې، ستره او الهي وي. دویم داچې همدې موخو ته د وزلې په ګومارنه کې هم واقعاً مسلمان وي. ځینې د موخې له اړخه مسلمان نه وي؛ یعنې په ژوند کې بې له خوراک څښاک او خوندپالۍ بله موخه نه لري، یوازې ددې موخې په هکله فکر کوي، چې څرنګه ژوند وکړي، چې لا ډېر په اسرهت – رفاه کې وي. په حقیقت کې موخې يې د یو څاروي د موخې له پولې نه اوړي. دوی ته نه یوازې مسلمان نه شو ویلای؛ بلکې انسان هم ورته ویلای نشو. یو انسان له هغه اړخه، چې انسان دی، د حیواني شهوتونو له پولو پورته اند دې ولري او که انسان رښتینى مسلمان وي، ټولې موخې يې په یوه کلمه کې راغورچاڼېږي، چې هغه خدای او خوښي يې ده.

په بل پړاو کې انسان خامخا- زازو خپلو پاکو، سپېڅلو او سترو موخو ته یوه وسیله کاروي. اوس مسله داده، همدا بسیا دي، چې موخه دې انساني وي او له دې پور ته چې موخه دې الهي وي؟ نو باک نه لري، ور رسېدو ته يې له هرې وزلې ګټنه وشي؟فرض دادی، چې موخه مو الهي ده. ايا سپیڅلې موخې ته هره وسیله که څه ناسپېڅلې او ناوړه وي، ترې ګټنه کړای شو؟ که نه، سپیڅلې موخې ته دې سپېڅلې وسیله وکارول شي، نه ناسپېڅلې او ناوړه. څو بېلګې يې وړاندې کوو.

 

د دين په تبليغ کې له نامشروع وزلې ګټنه

موخه د دین تبلیغ دی. یو وخت په یو کار کې مو موخه خپل ځان وي، کار ځان ته کوم، د ځان اسرهت، بښګلوۍ- رفاه او ګټې ته يې کوم خو یو وخت ځان ته نه؛ بلکې دین ته کار کول غواړم، په دې حالت کې ایا جایز دي، چې له هرې وزلې ګټنه وکړم؟ که غواړم خپلو ګټو ته کار وکړم، د ساري په ډول: کار مې په (دولتي) اداره کې نښتی او درځم، چې ستونزه مې هواره کړﺉ، درته دروغ وایم، چې د ستونزې غوټه مې پرانستل شي، دلته به مې ټول ملامتوي، چې د ستونزې هواري ته غوړه مالي کوي، دروغ وايي، تورونه تپي خو په یو وخت کې موخه بل څه وي، غواړم جومات جوړ کړم، ځان ته يې نه جوړوم او په دې جوړونه کې ناسپېڅلې موخه هم نه لرم، نیت مې کړى، چې په پلاني ځای کې خلکو ته جومات جوړ کړو. جومات جوړونې او سامان ته اړتیا لري، نور کړاوونه لري، ممکن اداري ستونزې ولري او له خلکو دې هم پيسې واخستل شي. یو خیرغواړي سړي مټې رانغاړلي، چې جومات جوړ کړي، په یو سړي پسې ځي او دروغ ورته وايي، چې لږې پيسې ترې واخلي. بل ته هم دروغ وايي. د بل غوړه مالي کوي او بوس ورلاندې کوي، چې پيسې ترې واخلي او په همدې بڼه له نورو هم بسپنه راټولوي. اوس موږ دې ته څه وايو؟ ښايي ډېری خلک دا عمل سپېڅلى او یو ډول سرښندنه وګڼي او وايي: کمبخت ګهیځ تر ماښامه ځان ته څه نه کوي او مټې يې رانغاړلي، چې جومات جوړ کړي. دې کار ته څومره منډه ترړه وهي، له هرې لارې، چې جومات ته پيسې راغونډوي؛ نو رښتیا هم، چې د لوی سینې خاوند او سرښندويه دى.

دا کار سم دی که نه؟

 

حديث جعلول

په تاریخ کې پېښ شوي، داچې خلکو ته لارښوونه وکړي، له رسول الله یا کوم امامه جعلي حدیث رانقلوي، حال دا دا وګړی وګړیزه موخه نه لري؛ بلکې غواړي خلکو ته لارښوونه وکړي، انګېري که دا شان جعلي حدیث رانقل کړم. خلک به يې ښه ومني. د ساري په ډول: له ځان سره وايي: داچې خلک دومره غیبتونه او بېځایه خبرې کوي او داچې خلک له دې چارو منع کړم، راشه د پلانۍ دعا په هکله یو جعلي حدیث جوړ کړم، چې خلک يې د غیبت او بېځایه خبرو پر ځای ووایي یا داچې د قرآن شریف پلانی سورت که څوک څلوېښت ځل پرلپسې ووايي نو پلانۍ اغېزه لري.

دا څه ښه کا دی؟ موخه سپېڅلې ده؛ خو یو غواړي په دروغو او جعل دا سپېڅلې موخه عملي کړي، دا سمه ده که نه؟ په تاریخ کې ډېری داسې ول، چې دا کار يې کړی. یو حدیث دی، چې د تفسیر په زیاترو کتابونو کې يې کښلی او د مجمع البیان په سریزه کې هم راغلی، چې دا حدیث، “ابیّ بن کعب” د قرآن شریف د سورتونو د فضایلو په هکله ځانګړی رانقل کړی. د ساري په ډول: د ((سبح اسم)) سورت ته ځانګړی فضیلت يادوي. ((هل اتیک حدیث الغاشیه)) ته بل فضیلت او ((لم یکن الذین کفرو)) ته بل ثواب، بقرې سورت ته بل او آل عمران ته بل او ټول يې هم له رسول اللهه روایت کړي دي. چا وپوښت: دا څنګه خبره ده، چې دا حدیث یوازې ته روايتوې او بې له تا ان یو تن هم نه دی روایت کړی؟ و يې ويل: که رښتیا راباندې ویاست، دا حدیث مې د خدای رضا ته جعل کړی دی، ومې لیدل، چې خلک په ناستو کې د جاهلیت شعرونه، افسانې او تاریخونه وايي او خپل وخت هسې تېروي، داچې ددې چټي کار پر ځای مې خلک د قرآن تلاوت ته هڅولي وي؛ نو حدیث مې د رسول الله له خولې رانقل کړ، دا خو کوم باک نه لري؟!

بل راځي، پلانۍ موخې ته یو جعلي خوب وايي او انګېري، چې په دې خوب به خلکو ته لارښوونه وکړم. ايا دا کارونه سم دى، چې انسان دې سپېڅلې موخې ته له ناسپېڅلو وسایلو ګټنه وکړي؟

نه! دا کار غلط دی.

نن مې د المیزان تفسیر لوسته، ده(مرحوم علامه طباطبايي) هم د نبوت د تبلیغ ادب، چې له قرآنه يې استنباط کړی (په ټوليز ډول پېغمبرانو او له هغوى رسول الله کومو ادابو ته پاملرنه کوله.) پخپل تفسیر کې يې راوړي، چې انبیاوو کله هم پخپله سيرت او طریقه کې، حق ته د وررسېدو لپاره له باطلو ګټنه نه ده کړې؛ بلکې له خپله حقه يې ګټنه کړې ده.

 

 

 

 

نبوي سيرت او د اسلام چټکه پراختيا

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ[87]-خلكو ته د الهي رحمت (په بركت) نرم (او لوراند) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خورېدل؛ نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې هوډ دې وکړ (نو پرېکنده وسه او) پر الله توكل وكړه.))

د اسلام د زغردې پراختیا مسله د تاریخ مهمه مسله ده، چې د علتونو په هکله يې ویینه او خبرې کېږي. که څه مسیحت او تر څه بريده بودايي دین هم په نړۍ کې خپور شوی دی، په تېره مسیحت، چې “بیت المقدس” يې ځانګو او ټاټوبی دی خو تر ختیځې نړۍ په لویدیځې کې ډېر خپور شوی دی؛ لکه څنګه چې پوهېږو د امریکا او اروپا ډېری خلک مسیحیان دي او؛ لکه چې په دې روستیو کې مسیحیتوالی يې زیاتره نومیزه- اسمي بڼه لري، نه رسمي او واقعي خو بیا هم سیمه يې د مسیحیت په نامه یادېږي. د بودا دین هم په هند کې راوټوکېد خو له هنده بهر په “چین” او “جاپان” کې يې پراخوالی وموند، که څه په هند کې هم لارویان لري. د یهودو دین، قومي او توکمیزه دی او له یوه قوم او توکم بهر نه دى وتلى. د زرتشت دین هم تقریباً ځايي دین دی، چې په ایران کې راښکاره شو او ان و يې نه شو کړای، چې د ایران ټول خلک قانع کړي او په هر حال له ایرانه يې پښه بهر کېنښوه. که نن وینو، چې په هند کې زرتشتیان دي، چې د “هند د پارسیانو” په نامه یادېږي؛ نو دوی هندوان نه؛ بلکې ایرانیان دي، چې هند ته کډن شوي او چې هلته ولاړل؛ نو و يې نه کړاى شول، چې خپل دین خپور کړي.

اسلام له هغه اړخه د مسیحیت په شان دی، چې له خپلې ځمکې ووت او نو څنډې يې پرانستې. اسلام په عربي ټاپووزمه کې راښکاره شو او نن وینو، چې په اسیا، آفریقا، اروپا، امریکا او د نړۍ په بېلابېلو توکمونو کې لارویان لري او تر مسیحیانو يې شمېر ډېر دى، که څه مسیحیان هڅه کوي، چې دا شمېره لږه وښيي؛ خو په دې اړه څېړنه شوې، چې تر مسیحانو يې شمېره ډېره ده. د پراختیا له اړخه په اسلام کې یوه ځانګړنه ده، چې په مسیحیت کې نشته او هغه د اسلام د ځغردې پراختیا مسله ده. مسیحیت د مېږي په مزله پراختیا موندلې خو اسلام فوق العاده زغرده پراختیا موندلې ده، که هغه په عربستان کې وي او که ترې بهر؛ لکه په آسیا، آفریقا او نورو ځایونو کې.

اوس دا مسله نوموتې-اوڅار ده، چې اسلام ولې په دې زغردۍ پراختیا ومونده. نامتو فرانسوی شاعر “لامارتین” وايي: که درې څیزونه په پام کې ونیسو نو څوک هم د اسلام پېغمبر ته نشي رسېدلای، چې یو يې د توکیزو-مادي وسایلو نشتوالی دی. یو سړی راښکاره کېږي او بلنه کوي، حال دا هېڅ ځواک او واک نه لري، ان خپل نږدې کسان او کورنۍ يې دښمنېږي، په یوازې ځان راښکاره کېږي، هېڅ همکار او هملاسی نه لري، له ځانه يې پیلوي، مېرمن يې پرې ایمان راوړي، هغه ماشوم پرې ایمان راوړي، چې په کور کې يې دی او د تره زوى يې دی(حضرت علي (ک))، سوکه سوکه نور کسان هم ایمان راوړي او هغه هم پر خورا سختیو او کړاوونو کې. دویم د پرمختګ زغردوالی-سرعت یا د وخت عامل دی او دریم د موخې ستروالی – بزرګي يې ده. که د موخې اهمیت د وسایلو له نشتوالي او له هغه زغردتوب سره په پام کې ونیسو، چې د وسایلو په نشتوالي کې هغه موخې ته رسېدلی نو د “لامارتین” په وینا، چې رښتیا هم وايي، د اسلام پېغمبر په نړۍ کې سارى نه لري. که مسیحیت هم په نړۍ کې پرمختګ کړى؛ نو د حضرت عیسی له رفع (پورته عالم ته د حضرت عیسی ختل) څخه څو سوه کاله تېر شوي وو؛ نو ایله بېله يې په نړۍ کې ځان ته ځای پیدا کړ.

د اسلام د ځغردي پرمختګ د علتونو په هکله موږ د خپلې ویینې؛ یعنې نبوي سیرې په تناسب خبرې کوو.

قرآن دا مطلب څرګند کړی او تاریخ هم همدا مطلب په څرګنده تاييدوي، چې له دې علتونو یو يې “نبوي سيرت” او د رسول الله طریقه؛ یعنې خوی، چلن او د رسول الله د بلنې او تبلیغ طریقه ده. که څه په دې هکله نور علتونه هم شته. خپله قرآن، چې د رسول الله معجزه ده. بېشکه لومړی لامل د قرآن، ښکلا، ژورتیا، ولوله توب او جاذبه- راکښنه ده. د اسلام د نفوذ او پراختیا لومړی لامل په هر ځای کې خپله قرآن او د قرآن منځپانګه ده؛ خو له قرآنه چې راتېر شو، د اسلام په پراختیا او نفوذ کې دویم لامل د رسول الله وګړه، خوی، سيرت، د مشرۍ او سمبالنې ډول دی. ان د رسول الله تر مرګ روسته هم د آنحضرت د ژوند تاریخ؛ یعنې سيرت يې، چې په تاریخ کې رانقل شوى نو خپله دا تاریخي سيرت هم د اسلام په پرمختګ کې ستر لامل دی.

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ)) خدای، رسول الله (ص) ته وايي: د الهي رحمت په برکت نرم او د الهي پېرزوینو په رڼا کې د مسلمانانو پر وړاندې نرم خوى لرې، نرمښت لرې، داسې روحیه دې ده، چې تل له مسلمانانو سره لویه سینه او ورسره غوره چلن کوې. ((وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ)) که دا خوى دې نه و او توند خویه وې؛ نو مسلمانان درځنې خورېدل؛ یعنې د مسلمانانو په راماتېدنه کې دې اخلاق یو لامل دی.

دا ښيي، چې مشر، مدیر او هغه چې خلک اسلام ته رابلي، یو شرط يې دادی، چې په وګړیزو اخلاقو کې نرم وي. دلته باید لږه څرګندونه وکړم، چې په ذهنونو کې راټوکېدلې پوښتنې وځوابوي.

 

په وګړيزو چارو کې نرموالی او په آريزو چارو کې سختوالی

داچې وايو، رسول الله نرم خويه و او یو مشر دې نرم خويه وي، موخه يې داده، چې آنحضرت په وګړیزو چارو کې نرم خويه و نه په آريزو او ټولیزو چارو کې؛ یعنې په اصولي او ټولیزو مسایلو کې يې سختوالی درلود او نرم نه و. یو وخت به چا له پېغمبراکرم سره ناوړه چلن کاوه، د ساري په ډول: رسول الله ته يې سپکې سپورې ویلې، دې مسلې پخپله په رسول الله (ص) پورې اړه درلوده. یو وخت به چا د اسلام قانون تر پښو لاندې کاوه، د ساري په ډول: غلا يې کوله. داچې وايو، رسول الله (ص) نرم خويه و نو له دې موخه څه ده؟؛ یعنې که چا شراب څښل؛ نو آنحضرت ویل، چې مهمه نه ده، په کوړو يې مه وهئ، سزا مه ورکوﺉ؟ دا اوس په پېغمبر پورې اړه نه لري او د اسلام په قانون پورې اړه لري. که چا غلا کولای نو آنحضرت به ویل، چې مهمه نه ده او اړینه نه ده، چې سزا ورکړه شي؟

نه! آنحضرت په وګړیزو او شخصي مسایلو کې نرم چلن درلود؛ خو په ټولنیزو مسولیتونو او ژمنو کې يې تر روستي بريده سختوالی درلود. د ساري په ډول: یو کس راغی او په کوڅه کې د آنحضرت مخې ته ودرېد، چې ته مې پوروړى يې او همدا اوس مې پور راکړه. آنحضرت وویل: لومړی خو زه ستا پوروړى نه یم او بېځایه ادعا کوې او دویم داچې اوس پيسې نه لرم، اجازه راکړه، چې ولاړ شم. کس وویل: قدم به هم راڅخه هاخوا وانخلې (رسول الله غوښتل په لمانځه کې ګډون وکړي)همدا اوس مې پيسې راکړه. رسول الله، چې څومره نرمېده دا سړی لا سختېده، ان داچې د رسول الله (ص) ګرېوان ته يې لاس واچوه او د رسول الله چپنه يې د هغه له اورمېږه تاوه کړه او راکشوي يې، چې د آنحضرت ورمېږ سور تغمه شو. مسلمانانو وویل، چې رسول الله ولې ناوخته کړ، ويې لیدل، چې یو یهودی داسې ادعا لري. مسلمانانو غوښت دا یهودى ووهي خو آنحضرت وویل، نه! کار ورسره مه لرﺉ، زه پوهېږم، چې له دې انډیوال سره مې څه وکړم. آنحضرت دومره نرموالی وښود، چې همدې یهودي په همدې ځای کې له مخې سره کلمه تېره کړه ((اشهد ان لا اله الا الله و اشهد انک رسول الله (ص))) ورته يې وویل، ته له دې دومره ځواک سره سره دومره زغم لرې، دا زغم د یو عادي کس زغم نه دی؛ بلکې پېغمبري زغم دی.

ظاهراً د مکې په سوبه کې د قریشو یوې شتمنې ښځې غلا کړې ده، د اسلام د قانون حکم دی، لاس دې يې پرې شي، چې دا پېښه څرګنده او جوته شوه او ښځې منښته وکړه، چې غلا مې کړې، په اړه يې باید حکم پلى شي. دلته سپارښتنې او منځګړتوبونه پیل شول، یو وویل: رسول الله (ص)! که شونې وي؛ نو له سزا يې تېر شئ، د پلاني مېرمن ده، پوهېږې څومره دروند کس دی او یوه کورنۍ بې پته کېږي. پلار، رور او نور راغلل، چې یوه درنه کورنۍ بې پته کېږي، څومره يې، چې ورته وویل خو رسول الله وویل: ((ناشونې ده، وايې د اسلام قانون وځنډوم؟! که همدا مېرمن بې څوکه وه او له شتمنې کورنۍ ځنې نه وه، تاسې ټولو به ویل، هو غله ده او سزا دې ورکړه شي، یو بېوزلی، چې د بېوزلۍ له لامله غلا کوي، ورته دې سزا ورکړه شي او دا ښځه، چې د قریشو له شتمنې کورنۍ ځنې ده او په وینا مو یوه شتمنه کورنۍ بې پته کېږي؛ نو سزا دې ور نه کړه شي؟ د خدای قانون ځنډېداى نشي.)) آنحضرت په دې اړه هېڅ ډول سپارښت او منځګړتوب ونه مانه.

نو رسول الله په اصولي مسایلو کې کله هم نرموالی ونښود، حال دا په وګړیزو مسایلو کې په فوق العاده ډول نرم او لوراند و او فوق العاده بښنه يې درلوده؛ نو دا دې یو له بل سره ګډ نشي.

خدای د آنحضرت په هکله وايي: ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ- خلكو ته د الهي رحمت (په بركت) نرم (او لوراند) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نوخلك درځنې خورېدل))

نرموالی، ورکماني او راماتونه هغه طریقه، لار، سبک او سول دی، چې اسلام يې په مشرۍ او سمبالنه- مدیریت کې خوښوي، نه داچې بدبوړى او سخت وسې.

قرآن وايي: ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ)) د الهي پېرزوینې له مخې، له مسلمانانو سره دې شخصي او وګړیز چلن نرم دی؛ ځکه دې مسلمانان رامات کړي دي او که توند خویه او د سخت زړه خاوند وې؛ نو مسلمانان به درڅخه خپاره شوي ول. ((فَاعْفُ عَنْهُمْ)) له هغوی تېر شه (بښنه خپله نرمي ده). ((وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ)) او بښنه ورته وکړه، تېروتنه کوي او درته راځي، ورته دعا وکړه.

رسول الله له مسلمانانو سره څه هېښنده نرم اخلاق درلودل. مسلمانان له آنحضرت سره خورا مینه لري او پرې مین دي. د ېوې ښځې زوى وشو، په منډه يې آنحضرت ته راوست، چې په غوږ کې ورته اذان وکړي. د بلې زوى یو کلن شو او آنحضرت ته يې راوست او و يې ويل: رسول الله (ص)! زړه مې غواړي دا زوی مې پخپل زنګون کېنوې او ورته وګورې، چې مبارک شي، یا مې زوى ته دعا وکړې. رسول الله ورته ویل: ښه. د سني او شیعه په روایتونو کې راغلي، چې یو ماشوم ان د رسول الله په غېږ کې تشې متیازې وکړې، موروپلار يې ورمنډې کړې، چې راوايېخلي خو آنحضرت وویل: ((پرېږدﺉ، چې متیازې وکړي، داسې څه مه کوﺉ، چې ماشوم خپلې متیازې کول ودروي؛ ځکه د رنځ لامل ګرځي.)) (او دا هغه مسله ده، چې په طب او ارواپوهنه کې ثابته شوې، چې دا کار تېروتنه ده. موروپلار کله نا کله ماشوم په یو ځای کې کېنوي، چې تشې متیازې کوي، موروپلار، چې دا حالت ویني نو غوسه کېږي او ماشوم رنځورېږي، چې د عمر تر پایه ورسره وي؛ ځکه د پرېشانۍ حالت پیدا کوي. د ماشوم له نظره متیازې کول یو طبیعي چار دی، چې بیا د موروپلار له سخت غبرګون سره مخېږي. طبیعت وايي، متیازې وکړه او موروپلار وايي مه يې کړه؛ نو په پایله کې ماشوم اروايي پريشاني پیدا کوي.) رسول الله دومره نرم و.

 

سلامشوره

((وشاورهم فی الامر)). دا هم د آنحضرت له نرمو اخلاقو ځنې و. قرآن وايي: پېغمبره! په چارو کې ورسره سلا مشوره کوه.

هېښنده ده! هغه خو پېغمبر دی، سلا مشورې ته اړتیا نه لري. هغه مشر سلامشوره کوي، چې ورته اړتیا ولري. داچې د دې آر سټه يې نه وي ایښي، چې روسته که هر څوک واکمن او شو، ووايي: زه تر نورو پورته یم او یوازې حکم وکړي او نور پرې عمل وکړي او سلامشوره څه مانا نه لري؛ نو رسول الله سلامشوره کوله. که څه سلا مشورې ته يې اړتیا نه درلوده؛ خو آنحضرت به سلامشورې کولې؛ ځکه چې نور يې زده کړي او دویم داچې سلامشوره کول، خپلو هملارو او لارویانو ته شخصیت ورکول دي. هغه مشر، چې په یوازې ځان سلا مشوره کوي، ان که سل په سلو کې یقین هم ولري؛ نو لاروي به يې څه فکر کوي؟ وايي به: جوتېږي، چې موږ د حکم اوزار يو، بې روحه او بې ساه اوزار خو چې کله دې له ځان سره په سلامشوره کې ګډ کړل؛ نو دوی به وګړه ننګېري او په پایله کې به ښه لاروي کوي. ((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ)) پېغمبره! تر هوډ کولو مخکې مشوره کوه او مشر، چې هوډ وکړ، هوډ يې باید غوڅ وي. تر هوډ روسته یو وايي، که داسې وکړو؛ نو څنګه به وي؟بل وايي: که هغسې وکړو؛ نو څنګه به وي؟ باید وویل شي: نه! هوډ مو وکړ او کار پاى ته ورسېد. تر هوډ مخکې سلامشوره او تر هوډ روسته غوڅوالی. داچې هوډ دې وکړ؛ نو پر خدای توکل وکړه اوکار دې پیل کړه او له خدایه هم مرسته وغواړه.

دا ویینه مې، چې وکړه، د بلنې او تبلیغ په اړه وه، چې د بلنې او تبلیغ له آرونو یو يې نرموالی او له هر راز ځيګوالي، زور او کرکې ډډه ده. د مشرۍ او سمبالنې مسله په نبوي سيرت کې خپلواکه مسله ده، چې په دې ویینه به بیا رڼا واچو.

 

له توحيد دفاع

اسلام د تورې دین دی؛ خو که د مسلمانانو ځان، مال، ځمکه او یا توحید په خطر کې وي؛ نو توره ترې تل دفاع ته چمتو ده. علامه طباطبايي د المیزان په تفسیر کې د بقرې سورت د قتال په آیت کې او هم په ((لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ[88]= کې آيت په دې اړه اوچته ویینه کړې ده.

هو! اسلام یو مطلب يوازې د بشریت ګڼي او هغه داچې په کوم ځای کې، چې توحید ته ګواښ وي؛ نو اسلام توحید ژغورنې ته هڅه کوي؛ ځکه توحید تر ټولو دروند انساني حقیقت دی. هغوی چې د آزادۍ په هکله ویینه کوي، نه پوهېږي توحید لږ تر لږه د آزادۍ په بريد کې دی، چې په غوڅ ډول ترې پورته هم دی. که څوک له ځانه دفاع وکړي، دا دفاع سمه مني که غلطه؟که ځان مو وګواښل شي؛ نو ویاست، څه چې کوي، و دې يې کړي، زه دې زور و نه کاروم، پرېږده، چې مړ مې کړي؟ نه! وایو، که د چا په ناموس یرغل وشو؛ نو باید دفاع ترې وکړي، که د چا په خاوره تېری وشو، دفاع ترې باید وکړي. تردې ځایه څوک ویینه نه لري. وایو: که د مظلومو پر ځان، مال او خاوره تېری وشي؛ نو له مظلومه په دفاع کې د درېیمګړي ګډون سم چار دی که نه؟ دا کار نه یوازې سم دی؛ بلکې ترې پورته هم دی؛ ځکه انسان که له خپلې آزادۍ دفاع وکړي، له ځانه يې دفاع کړې ده او که د بل له آزادۍ دفاع وکړي؛ نو له هغې آزادۍ يې دفاع کړې، چې ډېره سپېڅلې ده. که څوک د علم په دفاع کې وجنګېږي؛ نو څنګه ده؟ که د سولې ژغورنې ته وجنګېږي؛ نو څنګه ده؟ نو دا هم همدا شان ده.

توحید هغه حقیقت دی، چې زما او ستا نه؛ بلکې د بشریت دی. توحید د انسان د فطرت يوه برخه ده او کله هم بشری فکر هغه د توحید پر ضد نه راپاڅوي؛ بلکې بل عامل پکې ښکېل دی خو که په کوم ځای کې توحید تر ګواښ لاندې راشي؛ نو اسلام يې ژغورنې ته راپورته کېږي؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې توحید په زوره د خلکو زړونو ته ننباسي؛ بلکې اسلام هغه عوامل له منځه وړي، چې د توحید د منځه وړنې لاملېږي. دا عوامل، چې له منځه ولاړل، د انسان فطرت د توحید لوري ته راماتېږي. د ساري په ډول: تقلیدونه، هڅونې، بوتخانې او نور څیزونه باید له منځه ولاړ شي، چې شتون يې ددې لاملېږي، چې انسان اصلاً د توحید په هکله فکر و نه کړي، چې د خلکو فکر آزاد شي او د قرآن په تعبیر، چې د حضرت ابراهیم په هکله وايي:

پر هغه ورځ چې خلک له ښاره ووتل او ښار تش شو او په بوتخانو کې هم څوک نه ول؛ نو ابراهیم علیه السلام هم ټول بوتان مات کړل او تبر يې د لوی بوت په غاړه کې راځوړند کړ. د شپې، چې خلک راستانه شول، و يې لیدل، چې ټول بوتان مات دي او یوازې غټ بوت پاتې دی، چې تبر يې پر غاړه دی. په ظاهر خو داسې ښکاري، چې دا لوی بوت راغلی او دا نور ټول بوتان يې مات کړي؛ خو د بشر فطرت يې نه مني. دا کار چا کړی؟[ قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ[89]-(ځينو) وويل: ((موږ له يوه زلمي د بوتانو (د مخالفت په اړه) خبره اورېدلې وه، چې ابراهيم يې بولي.))] په حضرت ابراهیم پسې ځي. [ قَالُوا أَأَنتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ[90]-(ابراهيم يې چې راووست نو) ويي ويل: ((ابراهيمه! تا زموږ له خدايانو سره دا كار كړى دى ؟))] [قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ[91]=(ابراهيم) وويل: ((بلكې دا كار به دې لوى بوت كړى وي؛ نوكه خبرې كړاى شي، پوښتنه ترې وكړئ.)) دوی وویل: هغه خبرې نشي کړای. حضرت ابراهیم ورته وویل، که خبرې نشي کړای نو ولې يې نمانځئ؟! قرآن وايي: [فَرَجَعُوا إِلَى أَنفُسِهِمْ[92]=او(هغو ددې خبرې په اورېدو) خپل وجدان ته راوګرځېدل ]

 

د ګروهې آزادي

هغوی چې د ګروهې د آزادۍ په پلمه بوتخانو ته ورننوځي او یوه خبره هم نه کوي(په واقع کې د اسارت درناوی کوي) د انګلستان ملکه هندوستان ته ولاړه، که څه خپله هندوان د “مندر” په وره کې څپلۍ باسي خو دې ملکې د هندوانو د ګروهې درناوۍ ته خپلې څپلۍ، ان په کوڅه وښکلې، چې خلکو ته وښيي څومره د خلکو د ګروهې درناوی کوي!

دا ګروهه خو څه انسان ته فکر نه ورکوي! دا ګروهه انعقاد- تړنه ده، تقلید دی؛ یعنې هغه زنځیر دی، چې وهم د بشر پښې او لاسونه پرې تړلي دي. بشر په داسې ګروهو کې آزاد پروېښول، په دې مانا دي، هغه اوهامي زنځیرونه، چې خپله بشر، خپلو پښو او لاسونو ته اچولي نو په همدې حالت کې يې باید پرېږدو. دا د اسارت درناوی دی، نه د آزادۍ.

 د آزادۍ درناوی دا دی، چې له دې ګروهو سره مبارزه وشي، چې فکر نه؛ بلکې ګروهه ده؛ یعنې تشه تړنه ده. ګروهه ممکن له آندنې راټوکېدلې وي یا هم له تقلید او تقنینه او یا هم له زرګونو نورو څیزونو. هغه ګروهې، چې له عقل او فکره نه وي راټوکېدلې نو یوازې روحي انعقاد- تړنه ده؛ یعنې اراوايي، زنځیر او تړاو دی. اسلام کله هم اجازه نه ورکوي زنځیر د بشر پښو او لاسونو ته پروت وي، که څه دا زنځیر بشر پخپلو لاسونو ځان ته جوړ کړی وي.

نو په عمومي مانا د عقېدې د آزادۍ مسله یو مطلب دی او د فکر آزادي او د ایمان آزادي بل مطلب دی، په دې مانا، چې هر څوک دې خپل ایمان د پلټنې او فکر له لارې لاس ته راوړي. قرآن له دې سره په جګړه کې دی، چې د ټولنیزو او اندیزو- فکري آزادیو په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي.

پوښتي: ولې مسلمانانو پر پلاني هېواد یرغل وکړ؟

ځواب: دې ته نه ول تللي، چې ووايي ټول مسلمانان شئ. ظالمو حکومتونو د خلکو پښې او لاسونه په زنځیرونو تړلي وو، مسلمانان له حکومتونو سره وجنګېدل او ملتونه يې آزاد کړل. دوی دا دواړه سره غلطوي. مسلمانان که له ایران او روم سره وجنګېدل؛ نو له هغو زورمټو حکومتونو سره وجنګېدل او ملتونه يې آزاد کړل؛ ځکه خلک پخپله خوښه او خوشحالۍ مسلمانان شول. ولې تاریخ وايي، چې د مسلمانانو لښکرې به راننووتې نو خلکو به يې په ګلونو هر کلی کاوه؟؛ ځکه دوی يې د ژغورنې پرښتې ګڼلې. ځینې خلک دا یو له بل سره غلطوي او وايي: هېښنده ده! مسلمانانو پر ایران برید وکړ. تر برید روسته به خلکو ته تلل او ورته يې ويل، چې باید اسلام راوړﺉ.

دوی له خلکو سره کار نه درلود او کار يې یوازې له زورمټو حکومتونو سره و. بیا يې د خلکو د ایمانونو دروازې آزادې پرېښوولې او ورته يې وویل: که مسلمانان شوﺉ نو کټ مټ زموږ په شان به یاست او که مسلمانان نه شوﺉ نو په نورو شرایطو کې به درسره تړون وتړو، چې دې شرایطو ته د”ذمّه شرایط” وايي، چې د مسلمانانو ذمّه شرایط فوق العاده اسان او ساده ول.

نو خپله د ایمان په هکله(نه د ایمان د اندیز- فکري او ټولنیزو خنډونو په هکله، چې بېل حساب لري) د ګټې رسونې، نرمۍ، له تاوتریخوالي او زوره ډډه کول د اسلامي بلنې له آرونو ځنې دي.

((لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ[93]= د دين په منلو كې زور او اړ ايستل نشته (ځكه) سمه له كږې لارې روښانه او بېله شوې ده؛ نو ځكه څوك چې پر طاغوت [ =بوت، شيطان او هر سرغړاند] كافر شي او پر الله ايمان راوړي نو هغه داسې ټينګه كړۍ ونيوه.))

د قرآن لڼد سول دادی، چې د دین په چار کې زور نشته؛ ځکه حقیقت روښانه دی، د لارښوونې او ودې لار هم روښانه ده، بې لاري هم روښانه ده، څوک چې غواړي دا لار غوره کړي، که هغه بله.

ددې آیت په شان نزول کې يې، چې یو بل سره نږدې دي او ټول کړای شي په ان واحد کې سم وي. “بني نضیر”، چې د مسلمانانو هم ژمني ول خیانت يې، چې وکړ، رسول الله حکم ورکړ، چې له دې سيمې دې ووځي. د مسلمانانو ځینې اولاد پکې ول، چې یهودان ول. یهودان ولې؟(د اسلام تر را تلو مخکې) یهودانو تر عربو لوړ کلتور درلود. د حجاز خلک فوق العاده نالوستي او بې خبره ول. یهودان کتابي او لوستي وو او ډېر معلومات يې درلودل؛ نو خپل فکر يې پر عربانو تپه. ان داچې بوتلمانځو هم په دوی ګروهه درلوده. حضرت ابن عباس (رض) وايي: د مدینې په ښځو کې به داسې پېښېدل، چې بچي يې نه کېدل؛ نو نذر يې کاوه، که بچې يې وشي، یهودانو ته به يې واستوي، چې یهودي شي. پردې ګروهن ول، چې د یهودانو دين زموږ تر بوتلمانځنې اوچت دی. کله به يې خپل تى خور ماشوم، شېدو ورکونې ته یهودانو ته لېږه. دا نذر کړای شوي بچي به یهودېدل او یهودانو ته به تلل او هغو ماشومانو ته يې، چې شېدې ورکولې، دوی هم د یهودانو په خوى کېدل، رضاعي مور، رور، خور يې موندل او ورسره بلدېدل او ځینې به يې یهودان شول.

په هر حال ځینې داسې یهودي ماشومان هم پکې ول، چې موروپلار يې انصار او د “اوس” او “خزرج” ول، چې هوکړه په دې راغله، چې “بني النضیر” دې ولاړ شي؛ نو مسلمانانو وویل: موږ به يې پرېنږدو، چې اولاد مو له ځان سره بوځي او یهودان پاتې شي؛ خو خپله ځینو اولادونو وویل: غواړو له خپلو هم دینو سره ولاړ شو. رسول الله (ص) ته راغلل، و يې ويل: رسول الله (ص)! موږ نه پرېږدو، چې زامن مو ورسره ولاړ شي. (آیت ظاهراً هلته نازل شوى) آنحضرت وویل: ((د زور خبره نه ده، که د اولادونو زړونه مو غواړي نو اسلام دې راوړي که نه غواړي، خپله خوښه يې ده، چې ځي ولاړ دې شي، دین په زور نه دی. (لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ)؛ ځکه د ایمان طبیعت کله هم زور او تاوتریخوالی نه مني.

فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ. لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ. إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ. فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ[94]= نو نصيحت كوه، چې په واقع کې ته يوازې نصيحت كوونكى يې. ته پر هغوى زرور نه يې (چې ايمان راوړ ته يې اړ باسې)؛ خو كه چا مخ واړاوه اوكافر شو؛ نو الله به په ډېر ستر عذاب سزا وركړي.))

پېغمبره! خلکو ته یادونه- تذکر وکړه، خلک د غفلت له خوبه راويښ کړه، خلکو ته ویښتیا ورکړه، خلکو ته اګاهي ورکړه، خلک په ویښتیا او اګاهۍ دین ته راوبوله (إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ)، ته بې له نصیحت کونې بل مقام نه لرې، زرور نه يې؛ یعنې خدای داسې نه يې رالېږلى، چې په زوره دا کار وکړې(إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ) ایا (إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ) له (لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ) څخه یا له (فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ)استثنا دی؟ په المیزان تفسیر کې وايي او دلیل يادوي، چې له (فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ) څخه استثنا دی. تذکر ورکړه (إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ) خو هغو وګړیو ته چې تا ورته يادونه ورکړې ده. په دې، چې تا ورته يادونه ورکړې ده؛ نو دوی ترې مخ واړوه، اوس تر يادونې روسته تذکر ګټه نه لري. (فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ) خدای به ورته ډېر ستر عذاب ورکړي.

 

 

د رسول الله ژوند ليک او د آنحضرت ويناييزه شننه

((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ[95]=په رښتيا پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى، چې ستاسې ځورونې پرې سختې پرېوځي (او) ستاسې پر لارښوونې ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى.))

 

د نبي مکرم (ص) د روزنیز پېغام، عقلاني، اخلاقي او قانوني اړخونه

د مکرم نبي (ص) د بعثت په باب، چې زموږ قاصرو ژبو او لنډو ذهنونو خورا زیات مطالب ويلي دي- او ټولو ويلي دي- په واقع کې یوه ستره عرصه ده، چې په نږدېیو کې یې د دې سترې پېښې بیانول شوني نه وي. څومره چې وخت مخې ته ځي او بشر په بېلابېلو تجربو، د خپل ژوند نواقص، ډېر درک کوي؛ نو د نبي مکرم بعثت به خپل ډېری اړخونه راڅرګندوي. په واقع کې دا بعثت، عقلاني روزنې، اخلاقي روزنې او قانوني روزنې د خلکو رابلل وو. دا هغه څیزونه دي، چې د انسان هوسا او مخ په تکامل ژوند ورته اړتیا لري.

په لومړۍ درجه کې عقلاني روزنه ده؛ یعنې د انسان د عقلاني ځواک رابرسېره کول، هغه د انسان پر کړنو حکم کوونکی ټاکل، د انسان لاسونو ته د انسان د عقلاني مشال ورسپارل، چې په دې مشال لار تشخیص کړي او پر لار د تګ وسه ورکړي؛ دا لومړۍ مسله ده او تر ټولو خورا مهمه هم همدا ده. سربېره پردې چې د رسول الله په بعثت کې په لومړۍ درجه کې، د عقل مسله مطرح شوې، د پوهې مسله مطرح شوې، په ټول قرآن او د رسول الله په غیرقرآني ښوونو کې هم، چې تاسې څومره ووینئ، پر عقل، تامل، تدبر، تفکر او دې په ورته تعبیراتو اډانه شوې ده. ان د قیامت پر ورځ د مجرمانو له خولې قرآن وايي: ((لو کنا نسمع او نعقل ما کنا فی اصحاب السعیر[96])) داچې موږ د دوزخ پر اور ککړ شوو، لامل یې دا و، چې د خپل عقل مو وا نه ورېده او زړه مو پرې و نه تړه؛ نو نن چې د قیامت ورځ ده، په دې تلپاتې تریخ برخلیک اخته شوو.

د ټولو پېغمبرانو (ع) په کړنلیک، د ټولو پېغمبرانو په ژوند- دا په خاتم پېغمبر پورې ځانګړی نه دی- عقل ته رابلنه په لومړۍ درجه کې دی؛ البته دا په اسلام کې خورا پیاوړی، خورا روڼ او خورا څرګند دی؛ نو امیرالمؤمنین علیه الصلاة و السلام د انبیاوو د بعثت د لامل په باب وايي: ((لیستادوهم میثاق فطرته)) تردې چې وايي: ((ویثیروا لهم دفائن العقول[97])) د عقل زېرمې را برسېره کړي. دا د عقل زېرمې زموږ او ستاسې په زړونو کې دي. زموږ او ستاسې د چار نیمګړتیا په دې کې دی، چې د هغه تن په څېر یو، چې پر زېرمه ویده دی؛ خو خبر ترې نه دی او ګټنه ترې نه کوي او له لوږې مړ شي. زموږ حالات داسې دي. وخت په وخت عقل ته مراجعه نه کوو، عقل خپل ځان ته حکم کوونکی نه ټاکو، وخت په وخت په عقل روزنه نه کوو، د نفس واګې وخت په وخت عقل ته نه ورسپارو، دا زموږ حالات دي.

دا زېرمه زموږ په واک کې ده؛ خو ګټنه ترې نه کوو او هغه مهال په دنیا او آخرت کې د بې عقلۍ، جهل او د هغوی له عوارضو له لامله په خورا ستونزو ککړېږي؛ نو د اسلام مکرم نبي صلی الله علیه و آله وسلم په یوه حدیث کې وايي: ((ان العقل عقال من الجهل[98])) عقل د جهل عقال دی. عقال هغه پړی دی، چې د څاروي پښې پرې تړي، چې حرکت و نه کړي او د قابو کولو وړ وي. وايي: عقل د جهل عقال دی. دا هغه د پښو تړونکی دی، چې لاملېږي انسان له جهالت سره حرکت و نه کړي. بیا وايي: ((و النفس کمثل اخبث الدواب[99])) نفس د خورا شرورو څارویو په څېر دی؛ نفس دادی. ((فان لم تعقل حارث)) چې کله مو دا عقل عقال نه کړ، قابوکوونکی مو نه کړ، سمبالنه مو یې په لاس کې وا نه خسته، سرګردانه به شئ، د هغه وحشي څاروي، چې نه پوهېږي، چې چېرې روان دی، سرګردانېږي؛ له همدې سرګردانۍ سره دي، چې انسان ته په وګړیز ژوند او ټولنیز ژوند د خپل ځان او انساني ټولنې ته ستونزې رامنځ کېږي. عقل دادی.

د پېغمبر مکرم (ص) لومړی کار د عقل اثاره ده، د تفکر د ځواک راپارول دي؛ په یوه ټولنه کې د تفکر پیاوړي کول دي. دا د ستونزو هوارونکی دی. عقل دی، چې انسان ته د دین لارښود دی، انسان دین ته راکاږي. عقل دی، چې انسان د خدای عبودیت ته اړباسي. عقل دی، چې انسان له سفیهانه، پر ناپوهیو ککړو چارو او د دنیا پر بازار زړه نه تړلو ژغوري. عقل دادی. نو لومړی کار دادی، چې په ټولنه کې عقل پیاوړی شي او زموږ دنده هم داده.

موږ هم چې نن غواړو، چې اسلامي ټولنه د پېغمبر مکرم (ص) د اسلامي ټولنې یوه بېلګه شي، له ټولو کمزوریو، له ټولو لنډونونو سره چې په موږ کې دي، د رسول الله د عظمت پر وړاندې داسې حرکت کوو، داسې مو وغوښتل، چې د هغه یوه بېلګه جوړه کړو. په دې ټولنه کې هم باید معیار عقل وي.

دویمه روزنه، اخلاقي روزنه ده، چې: ((بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[100])) اخلاقي مکرمتونه او اخلاقي فضیلتونه په خلکو کې بشپړ کړي. اخلاق هغه لطیفه هوا ده، چې که په هره ټولنه کې وي، انسانان کولای شي، په تنفس کولو یې روغ ژوند ولري. اخلاق چې نه ول او بې اخلاقي چې واکمنه شوه؛ نو حرصونه، کنجوسۍ، د ځاني غوښتنو پر بنسټ چلنونه، ناپوهۍ، دنیاغواړي، وګړیزې کینې او اخلاقي رذایل رامنځ ته کېږي.- ژوند به ستونزمن شي؛ تنګسه به شي او له انسانه به د سم تنفس وس واخستل شي؛ نو په قرآن کریم کې په څو ځایونو کې ((یزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة))- تزکیه، چې هماغه اخلاقي ودې ورکونې ته وايي، تر تعلیمه مخکې راغلی دی. په همدې روایت کې هم چې د عقل په باب مو له رسول الله نه رانقل کړ- بیا چې عقل بیانوي- وايي، چې بیا هغه مهال له عقل نه حلم رامنځ ته شو. له حلم نه علم رامنځ ته شو. ددې مسلو ترتیب ته دې انسان توجه وکړي: عقل لومړی حلم رامنځ ته کړ؛ پراخه سینه او زغم یې رامنځ ته کړ، پراخه سینه او زغم، چې وي؛ نو د علم زده کړې او د خپلو- وګړي او ټولنې- معلوماتو ډېرولوو ته زمینه چمتو کېږي؛ یعنې علم د حلم تر پړاو روسته دی. حلم، اخلاق دی. د قرآن په آیت کې هم ((یزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة)) تزکیه یې مخکې راوړې ده. دا اخلاقي روزنه ده. نن موږ دې اخلاقي روزنې ته خورا اړتیا لرو.

بیا په هغه قانوني روزنې پسې دی. قانوني انضباط. د اسلام پر ټولو احکامو لومړی عامل په خپله د اسلام مکرم نبي و. له ام المؤمنین عایشې بي بي رانقل شوي دي، چې د رسول الله په باب پوښتنه وشوه- د رسول الله د اخلاقو او کړنو په باب- ورته یې وویل: ((کان خلقه القرآن))؛ د هغه اخلاق، چلن او ژوند د قرآن انځور و؛ یعنې داسې څه نه ول، چې په خپله به یې د هغه امر کړی وي او په خپله به یې نه وي ترسره کړی. دا ټولې زموږ لپاره زده کړې دي. دا ټولې زده کړې دي. نه داچې وغواړو، چې هغه ستریا د ځان له سپکو سره په پرتله کړو؛ هغه سوکه ده او موږ لمنې یو، موږ په لمنو کې حرکت کوو؛ خو د سوکې پر لور ورروان یو. کچه او معیار هلته دی.

رسول الله په خپله عالم و؛ ((آمن الرسول بما انزل الیه من ربه[101])) او مؤمنین هم په پېغمبر پسې ول. هغه عامل دی، خلک هم د هغه عمل ته ګوري، لاره پیدا کوي او د ټولنې د مشرانو او مخورو ونډه داده. یوازې په خبره باید اکتفا و نه کړو.

مبعث یوازې یو جشن نه دی، چې و یې لمانځو، چکچکې ووهو، خواږه وخورو او خپاره یې کړو او خوشحالۍ وکړو؛ دا نه دی. مبعث یوه مقطع ده؛ یو اختر دی. اختر؛ یعنې هغه مقطع، چې انسان یو حقیقت ته ورمتوجه کوي. یو اختر دی. موږ مبعث ته ګورو، رسول الله ته ګورو، هغو سترو هڅو او مجاهدتونو ته ګورو او بیا سترو اغېزو ته ګورو؛ لس کاله – د یوه ولس په ژوند کې لس کاله د سترګو د رپ هومره وي- په دې لس کاله کې د ستر انسان، دې عظیم العظماء څه وکړل! چېرې به هغه لس کاله، چې رسول الله پکې حکومت وکړ، له لسو کالو سره په پرتله شي! څه حرکت یې په بشر کې رامنځ ته کړ؛ څه توپان یې راولاړ کړ او د دې توپان ورهاخوا یې څومره ارام کڅ بشر ته وروښود او څنګه لار یې ور وښووله! درې شپېته کاله یې هم عمر وکړ. موږ اوس غواړو له دې اوږدو عمرونو سره، د ماشومتوب په دې حرکت پر هغه لار- تر کومه چې شونې وي- مخې ته ولاړ شو. چې کله هغسې حرکت له هومره اخلاص سره،له هومره هڅو سره له هغه رباني هدایت سره ترسره کېږي؛ نو پایله هغه څه کېږي، چې د رسول الله په لس کاله حکومت کې ترسره شول او هغه ستریا یې رامنځ ته کړه.

 یادونه:

د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم پر سیرت، کړنلارو، کړلارو او کړچارو د ښه پوهېدو لپاره، په کار ده، پر هغو شرایطو هم ځان پوه کړو، چې آنحضرت پکې مبعوث شوی و، چې د ویینې دوام مو همدې چار ته ځانګړی کړی دی.

                 

 

 

 

له اسلام وړاندې د عربي ټولنې وضع

له اسلام وړاندې د عربي ټولنې د حالت څېړنې ته د درېيو چارو څېړنه لازمه ده.

۱- د عربو اصل او نژاد (آر او خېل)

۲- له اسلام وړاندې د عربو ديني، فرهنګي او ټولنوټیزه (اقتصادي او اجتماعي) وضع.

۳- د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم تر بعثت او هجرت مخکې د مکې او مدينې وضع.

 

د عربو اصل او نژاد (آر او خېل)

وايي اعراب، د نوح عليه السلام د زوی، سام له خېله دي. ټول عربان په آر (اصل) کې د عدنان او قحطان په دوو ځوځاتونو ويشل کېږي، چې شرح يې داده:

۱- د عدنان ځوځات: دوی د ابراهيم عليه السلام د زوی اسماعيل عليه السلام ځوځات دی، دوی په آر کې په مکه او بيا د نجد په سیمو او چې تر بعثت وړاندې په مکه کې ول، د قريشو ټبر نه و.

۲- د قحطان ځوځات: دوی د يعرب بن قحطان لړۍ ده په آر کې مېشت ځي يې د يمن سيمې وې روسته يې لس ټبرونه شام، عراق او مدينې ته ولېږدېدل، هغوی چې مدينې ته ورغلل، د اوس او خزاج دوه ټبرونه وو[102].

 

له اسلام مخکې د عربو ديني، فرهنګي او ټولنوټیز حالات

په جزيرة العرب کې ديني حالات:

په عربي ټاپووزمي او چاپېريال کې يې د پالونکي له لوري د خلکو هدایت ته درې شريعته راغلي وو، چې د خاتم الانبياء صلی الله علیه وآله وسلم تر بعثت وړاندې يې لارويانو درې واڼه اړولي ول.

 

(۱) د ابراهيم، خليل الرحمن علیه السلام شريعت

په قرآن او نبوي حديث کې ددې شريعت د لارويانو نامې «حنيف» او جمع يې «احناف» او «حنفاء» دي، «حَنَفَ» په عربي ژبه کې حق ته له باطلو ځنې د مخ اړونې پر مانا ده[103] – او «حنيف» يعنې حق ته له باطلو ځنې مخ اړوونکی. په قرآن کې دا نامه له «مسلم» لفظ سره يو ځای راغلې ده.

((مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَكِنْ كَانَ حَنِيفًا مُسْلِمًا (آل عمران/۶۷) = ابراهيم يهودي او مسيحي نه و؛ بلکې حقپال مسلمان و.))

تر ابراهيم روسته، زوی يې اسماعيل علیه السلام او ورپسې يې اولاده د ابراهيم پر شريعت وو او په «حنفاء» و کې شمېرېدل. لومړي تن چې د حضرت ابراهيم شريعت یې واړو، د اسماعيل له ځوځاته «عمر و بن لمحي» و. نوموړی شام ته په يوه سفر کې د «بلقاء[104]» سيمې يو ښار «قاب» ته ورسېد، دلته د عمالقه قوم بوتپالی و، عمرو ترې وپوښتل: دا څه لمانځۍ؟ و يې ويل دا بوتان دي اورښت ترې غواړو، راوروي يې، پر غليم برلاسي غواړو، لاسنيوی مو کوي!

عمر وويل: يو يې راکړئ، د «هبل» بوت يې ورکړ او مکې ته يې راووړ او و يې دراوه او خلک يې د هبل لمانځنې او درناوي ته اړ کړل او په ابراهيم دين کې يې نور نوښتونه هم راوړل[105].

تردې روسته په قريشو او د اسماعيل د ځوځات په ټبرونو کې بوتپالي خپره شوه؛ خو حال دا، دوی د تاريخ د خورا ستر بوتماتي ابراهيم اولاده وه.

په دې توګه د ابراهيم لارويانو اخر- چې د زوی يې اسماعيل له اولادې ځنې وه او مکه مېشتي ول- د هغې کعبې ګرچاپېره – چې د بشري تاريخ ستر بوتماتي، دا يکي يو الله لمانځنې ته جوړه کړې وه- د عربو مشهور ترين بوتان ودرول، ترې راچورېدل او اړتياوې يې ترې غوښتې.

له دې حالاتو سره، قريشو ځانونه د ابراهيم شريعت وارثین (پاتوړي)، د کعبې کونجي والا او د بيت الله د حاجيانو مېلمه پالي ګڼل او له همدې لامله يې ځانونه د آدم د ځوځات غوره وګړي بلل.

د عربانو نور ټبرونه هم بوتپالي وو؛ خو ډېرو لږو يې د يهودو او نصاراوو دين ته ورمخه کړې وه او دې ټولو (بوتپالو) د بيت الله حج کاوه؛ خو د حج مراسم يې هم، څه چې ابراهيم خليل الله راوړي وو، اړولي وه.

دوی څلور مياشتې، حرامې ګڼلې او جګړې يې پکې نه کولې چې دا وې:

«ذی قعده»، «ذی حجه»، «محرم» چې په دوی کې حج ته ورتلل او راستنېدل او په «رجب» مياشت کې عمرې ته ورتلل.

په دې څلورو مياشتو کې د عربي ټاپو وزمې خلک په امن کې اوسېدل او که چا پکې د خپل پلار قاتل هم ليده، څه غبرګون يې نه ورښووه. په دې موده کې يې له سوداګرۍ هم ګټنه کوله او په خپلو بازارونو کې يې پېر پلور کاوه.

د قريشو او نورو بوتپالوعربانو دې ته هېڅ پام نه و، چې د ابراهيم حنيف شريعت اړول شوی تردې چې څلورو لاندې وګړيو يې، د بوتپالنې په يوه موسم کې دې تحريف او اړونې ته ورپام شو:

تر بعثت وړاندې څلور تنه حکيمان: ورقه بن نوفل، عبيد الله بن جحش، عثمان بن حویرث او زيد بن عمرو بن نفېل، يو بل ته یې وويل: قوم مو بېلارې شوی او زموږ د پلرونو، ابراهيم پر دين نه دي، دا ډبرې څه دي چې ترې چورلي او اړتيا ترې غواړي، سره له دې چې دوی سترګور او اورېدونکي نه دي؟! راځئ په ښارونو کې د ابراهيم حنيف د دين په لټه کې شو.

په پايله کې له دوی ځنې ورقه او عثمان، مسيحيت ته ورمخه کړه، عبيدالله اسلام راووړ، بيا مرتد او مسيحي شو او زيد بن عمرو بن نفېل بوتپالي او د قريشو نوښتونه (بدعتونه) یې پرېښوول او په کعبې کې يې قريشو ته په لوړ غږ وويل: تاسې د ابراهيم پر دين نه ياست[106].

ددې څلور تنو کار، قريشو ته يو سپيناوی او يوه روښانګري وه او د خاتم الانبياء صلی الله علیه وآله وسلم بعثت ته د دوی د ذهن چمتو کول وو.

 

(۲) د حضرت موسی بن عمران علیه السلام شريعت

د موسی بن عمران شريعت که څه په پيل کې په سينا غره کې پرې ورنازل شو؛ خو مخاطب قوم يې (بني اسرائيل) بيت المقدس ته د مسافرت پر حال وو، قبله او ديني مرکز يې په شام کې بيت المقدس و.

د يهودو قوم، بني اسرائيل، چې ددې شريعت وارثین (پاتوړي) و، له نورو امتونو سره له جګړو روسته، د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تر بعثت وړاندې ډېر لږ يې په يمن کې ورکنومي اوسېدل او نور ډېر لږ يې د شام په ځينو ښارونو کې مېشت وو او ډېر يې په مدينه او چاپېريال کې د خيبر، وادي القری او تيما (شام ته نژدې) په سيمو کې اوسېدل.

لکه څنګه چې د ابراهيم علیه السلام شريعت اړول شوی و، د موسی علیه السلام شريعت او اسماني کتاب؛ تورات يې هم اړولی شوی و. پردې سربېره همدا اړول شوی تورات هم د يهودو له ولسونو سره نه و؛ بلکې د هارون علیه السلام له ځوځاته له ديني مشرانو سره يې څه ليکنې وې او په دې توګه يې ددې ليکنې يوه برخه هم پټوله، دوی ډېر د موسی شريعت په ځينو شعارونو پابند وو؛ لکه د بيت المقدس قبله توب، د شنبې ورځې رخصتي او د هارون اولادې روحانيت. ددې دينې مشرانو په شتو ليکنو کې هغه خبرونه او زيري روغ جوړ او بې لاسوهنو پاتې و، چې پکې د بني اسرائيلو پېغمبرانو د خاتم الانبياء صلی الله علیه وآله وسلم د بعثت په باب کړي وو او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ځانګړنې يې هم په ګوته کړې وې؛ ځکه دې خبرونو او زېريو يې – د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تر بعثت وړاندې- د دوی له ورځنیو مصالحو او ګټو سره څه ټکر او تضاد نه درلود؛ نوځکه مدينه مېشتي يهودي عالمانو، د خاتم پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د بعثت او په مدينه کې يې د اوسېدو په باب ډېرې خبرې اترې کولې او دا يې اوسيانو او خزرجيانو ته د عالمانه وړاندوينو په توګه ويل.

 

(۳) د عيسی بن مريم علیه السلام شريعت

عيسی بن مريم تر موسی علیه السلام روسته په بيت المقدس کې مبعوث شوی و او خپله له بني اسرائيلو ځنې و. اسمان ته تر عروج او ورختلو روسته يې شريعت د نورو دواړو شرايعو په څېر سخت واوړېد، تردې چې لارويان يې په درې ګونو خدايانو: پلار زوی (عيسی) او روح القدس ګروهن (معتقد) شول، د شنبې رخصتي يې پر يکشنبې واړوله… په دې توګه له مسيحيته هم بې له څو شعارونو؛ لکه قبله او د صليب درلودل، چې ګروهن وو، مسيح يې پرې سولۍ کړی، څه نه و پاتې.

خو له دې سره سره هغه زېری چې تر حضرت مسيح مخکې پېغمبرانو او خپله حضرت مسیح د خاتم پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په باب کړی و، په دې پار چې د دوی له ورځېنيو مصالحو او ګټو سره په ټکر کې نه و؛ نو د نصاراوو په ديني کتابونو او له عالمانو سره بې له اړونې پاتې و او په هر ځای کې د نصاراوو عالمانو د خاتم پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د راتلو وړاندوينه کوله.

د جزيرة العرب مسيحيان، په شام کې اوسېدل او يوازې ډېر لږ يې په يمن اوعراق کې مېشت وو. د دوی د شيخانو (راهبانو) څو يې د شام او مکې پر لار پراته وو، چې کله ناکله يې له سوداګريزو کاروانونو سره تماس نيوه او د خاتم پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د بعثت خبرې يې کولې.

 

د درې ګونو اديانو د لارويانو خپلمنځي چلن

يهودو او نصاراوو يو له بل سره پخوانۍ کينه او دښمني درلوده، قرآن يې خبرې را اخلي:

((وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَى شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ….. (بقره/۱۱۳) = او يهوديانو وويل: ((مسيحيان پر حق نه دي)) او (همداراز) مسيحيانو وويل: ((يهوديان پر حق نه دي)) حال دا، دواړه ډلې اسماني كتاب لولي.))

بوتپالو هم ځانونه پر حق ګڼل او هم يې کتابيان؛ خو د يهودو يې ډېر درناوی کاوه او دوی يې ړومبي کتابيان ګڼل.

 

پر معاد او قيامت ګروهه

د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم تر بعثت وړاندې زمانه کې د يوه دين لارویانو، نه صابئي او مجوس او نه يهودو او نصاراوو، د معاد او قيامت په باب څرګنده ګروهه نه درلوده. عربي بوتپالي هم د بيا راژوندي کېدو او قيامت منکر وه؛ لکه چې قرآن يې په اړه وايي:

((إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿مومنون/۳۷﴾ = زموږ بې ددې دنيا له ژونده نور څه نشته، (همدلته يو شمېر) مرو او (يو شمېر) ژوندي کېږو او [هېڅکله] بیا را پاڅېدونکي نه یو!))

او د خدای او بوتانو چې له خدای سره يې شريک ګڼل په اړه يې ګروهه تر همدې بريده وه، چې دنياوي اړتياوې يې ترې غوښتې لکه يې ترې غوښتل چې دښمنان يې خوار او ذليل کړي اورښت ورته ووروي، رنځوري يې ورغوي اوښان او مېږې يې شيدې ورکړي او…

نوځکه له ناروا او چټلو کړنو؛ لکه وژنې، لوټ، ځورونې او کنځل يې څه پروا نه کوله؛ خو څه چې په دنياوي ژوند کې پيکه پايلې ورته درلودې؛ لکه پوهېدل که څوک ووژني؛ نو د مقتول ټبر به د قاتل د ټبر، تن ووژني نو له دې کاره يې ډډه کوله او يا کومې چارې چې د خلکو بدې ايسېدې او که په کولو يې نور خبریدل، چې دی پرې ټپسوری او بدنامېدای شي؛ نو نه يې کولې…

 

 

 

د عربو فرهنګ

په هغې زمانې کې د عربو فرهنګ دوه مهمې برخې درلودې:

۱- د انسابو علم (ځوځاتپوهنه)                             ۲- بليغ شعر(څرګند شعر)

 

(۱) ځوځاتپوهنه:

عربو په جاهليت پېر (عصر) کې د خپل خېل د نسب ياد ساتلو (د نيکونو د نامو د لړۍ) په چار کې دومره مبالغه کوله، چې د دويمې پېړۍ هر عربي که له عدنان ځوځاته و؛ نو په خپل ګومان يې د خپلو نيکونو نامې تر اسماعيل او ابراهيم علیه السلام په يادو درلودې او که د قحطان له ځوځاته و؛ نو تر يعرب بن قحطان پورې يې يادې وې.

دوی د ځوځات (انساب) په يادولو کې دومره مبالغه کوله، چې د خپلو اصيلو عربي آسونو نسب (ځوځات) يې هم په يادو ياداوه، چې اوس هم د هشام بن محمد بن کلبي [107] «انساب الخيل» کتاب شته؛ خو د عربانو د ځوځات په باب جې د انسابو کوم کتابونه راسره دي، په څو دلايلو شکمن دي.

کله کله د يوه ټبر څانګه جلا کېده او په بل ټبر پورې ورنښته. په دې باب ابن کلبي د «النواقل[108]» په نامې يو کتاب لري؛ يعنې د عربي ټبرونو هغه څانګې چې خپل نسب (ځوځات) يې بل ټبر ته ورلېږلی دی. په پايله د ځوځاتپوهنې په کتابونو کې دا څانګې د ورنښتې ټبر په نامه يادې شوې دي.

پردې سربېره ډېری عربانو پردي اولادونه پر خپل اولادولۍ نيول او بيا په ځوځاتپوهنې کې دا سړی خپل صلبي پلار ته نه ورمنسوبېده؛ بلکې پلار ويلي ته ورمنسوبېده.

همداراز په جاهليت پېر کې د عربو په انسابو کې يوه بله بېلګه هم شته چې په دې کتابونو کې د ورمنسوبېدو سموالی ټکنی کوي لکه چې د يوه قيصه يې داده:

ابن ابی الحديد د زمخشري له ربيع الابرار راخستې، د عمر وعاص مور نابغه نامې په مکه کې يوه بدلمنې مينزه او د عبدالله بن جدعان ازاده کړای شوې وه، په يوه طهر (د ښځې د دوو حيضو ترمنځ د پاکۍ مودې ته طهر وايي) کې پينځو تنو کوروالی ورسره کړی و.

۱- ابولهب بن عبدالمطلب                       ۲- اميه بن خلف                      ۳- هشام بن مغيره

۴- ابوسفيان بن حرب                             ۵- عاص بن وائل.

او نابغې تردې روسته عمرو وزيږاوه او سره له دې چې ابوسفيان ته یې ورته والی درلود، د پينځو واړو پرې ادعا وه، چې زوی يې دی، په پای کې يې نابغه د عمرو مور منځګړې کړه، و يې ويل: عمرو د عاص بن وائل زوی دی، تردې روسته يې عمرو ته د عاص بن وائل زوی وايه او د ده په ټبر پورې ورمنسوب شو. د نابغې دليل دا وه، چې عاص ورته لاس خلاصی و[109].

په پايله کې تر ننه د عربانو د ځوځاتپوهنې په کتابونو کې عمرو د عاص بن وائل زوی ليکل شوی دی.

دا ډول قيصې د قريشو په انسابو کې ډېرې دي[110] او تر قريشو روسته د ثقيف ټبر (د مکې په دولس فرسخی طايف کې) هم په دې باب داستانونه لري؛ خو ځوځاتپوهانو په مدينه کې د اوس او خزرج د ټبرونو او په یمن کې د همدان د ټبرونو او په عربي ټاپو وزمي کې د قحطان د ټبرونو په هکله څه نه دي ويل:

په لومړي او دويمې پېړيو کې په عربانو کې ځوځات پوهانو شتون درلود، چې پردې قيصو پوهېدل او خلکو ترې يادول؛ لکه حضرت ابوبکر او حضرت عقيل بن ابی طالب، چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم اصحاب کرام وو.

(۲) بليغ شعر

يعقوبي وايی[111]:

عربو، شعر د حکمت پوهنې او نورو ډېرو علومو پر ځای ګاڼه او که په کوم ټبر کې به يو تکړه شاعر و، چې په شعر کې به يې ماناوې ويلې؛ نو دا شاعر به يې خپلو بازارونو ته چې په کال کې به په ځانګړي وخت کې جوړېدل او بيت الله ته د حج په موسم کې له ځان سره بوت، چې په دې ځايونو کې راټول شوي عربان يې شعر واوري او دا کار يې ځان ته يو شرف او وياړنه بلله.

په چارو کې يې بې له شعره څه خوند رنګ نه و، کله د شاعر شعر دښمنۍ ته اړ باسل او کله يې دوستۍ او يووالي ته، په خبرو کې يې د شعر بېلګې راوړې، په شعر يې يو پربل لوړوای لټاوه او په خپلو کې يې ښه والی او بد والی ويشه، يو ټبر له بل ټبر سره جنګېده، ستاينې يې کولې او يو بل يې رټل اوغندل.

عربانو، په څلور ماناوو شعر انشاء کاوه:

۱- په جګړو کې د خپل ټبر د زړورو جنګياليو او د دوی د جګړيزو وزليو ستاينه:

توره، نيزه، کمان او اس سورېدل، شعر يې په دې باب لکه د رستم او د رستم د آس او د رستم د جنګي وسلې په اړه د فردوسي شعرونه دي او د عربانو په شعرونو کې ورزيات څيز پرې، د عربي لار مزلو اوښانو ستاينه ده.

۲- د ځان او خپل ټبر د جود، بخشش او ورکړې په باب يې ستاينې کولې، په تېره د مېلمنو په مېلمه پالنې کې، چې په فارسي [او پښتو] کې دغسې اشعار دود نه دي.

۳- د خپلې محبوبې، د محبوبې د کور او څه چې په محبوبې پورې تړاو لري، شاعر يې ستايي په هره ژبه کې دا ډول شعر شته، کله په دې باب مبتذل اشعار وي لکه د عبيد زاکاني.

۴- د ټبر د وياړونو ستاينه، چې په دې باب يو قوم هم د عربانو په څېر نه موندل کېږي؛ البته په ندرت او ډېر لږ لږ په ځينو عربي قصايدو کې د علمی حکمت؛ يعنې غوره اخلاقو څه ناڅه بيتونه ليدل کېږي او کله نا کله د عربو په بازارونو کې ښو اخلاقو ته په بلنې کې څرګندې ويناوې کېدې او اشعار ويل کېدل، چې را روسته يې لولو:

له اسلام وړاندې د مکې خورا ستر شاعر ابو طالب او د مدينې نامي شاعر حسان بن ثابت و.

 

 

 

تر اسلام مخکې د عربو وټیز حالات

د عربانو هغه ټبرونه چې د يمن، مدينې، عراق او شام په ښارونو کې اوسېدل، په کرنه، بڼوالۍ او پوونده ګرۍ (دامدارۍ) بوخت وو. مکيان چې د قريشو ټبرونه وو، سوداګري يې کوله د دوی سوداګريز کاروانونه په ژمي کې له شام، فارس او عراق نه مکې ته او په اوړي کې له مکې څخه يمن او په افريقا کې حبشې ته په تلو راتلو کې وو، خدای به دې باب وايي:

((لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ = (الله له دې سپېڅلې ځمكې سره) د قريشو د مينې د پيدا كولو لپاره (فيل سپرو ته سزا وركړه، چې د پېغمبر راتلو ته لار هواره شي)،))

((إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ = له ژمنيو او دوبنيو (سوداګریزو) سفرونو سره یې مینه (چې له لامله يې ورته راستانه شي)))

((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ = نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ولمانځي؛))

((الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ = هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.))

هو، قريشو ددې سوداګريزو سفرونو له لامله، ډېره شتمني راټوله کړې وه، چې په عربو کې يې ساری نه درلود.

د دغسې عربي ټبرونو وټيزه (اقتصادي) وضع دغسې وه؛ خو نور ټبرونه چې د عربي ټاپو وزمې ډېری خلک وو، ګردسره بېديا مېشتي او پر تنګلاسۍ اخته وو، په وچو کم اوبو او کم وښو سيمو کې اوسېدل.

اوښ ددې ټبرونو آريزه او عمده شتمني وه، چې تر نورو څارويو ډېره تنده زغمي، کله د ټبر جنګياليو د جګړې تيښتې او د بېديايي څارويو ښکار ته څو د سپرلۍ اسونه هم درلودل.

بيدياني عربو د اوسني پېر اروپايانو په څېر چې هر څاروی او حشره خوري، هر بيديايي څاروی يې ښکاراوه او خوړ يې.

کله يې د ټبر کوم وګړي پر بل ټبر يرغل کاوه او د دواړو ټبرونو جنګياليو تر خپلې وسې، بل وژل او يو ټبر ماتې کوله، برلاسي او غالب ټبر، د مغلوب او مات شوي ټبر شتمني لوټله، کله يې د دوی ښځې، لوڼې او زامن اسيرانول او کله يې خپل اسيران پر نورو عربي ټبرونو پلورل.

په دې ګردو حالاتو کې، څه د بيديا د څاروي په ښکار کې يا څړځي ته د اوښانو په وروړو او په تېره جګړو کې لوڼې او ښځې پر نارينه و يو دروند پېټی او دوی په سراسر ستونزمن ژوند کې له نارينه و سره هېڅ ډول مشارکت او ګډونواله نه درلوده؛ نوځکه کله پلرونو خپلې نوزيږي لوڼې ژوندۍ ښخولې.

قرآن په دې باب وايي:

((….. وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ…… (انعام/۱۵۱)=…. او خپل اولادونه مو د فقر او تنګلاسۍ له ډاره مه وژنئ؛ موږ، تاسې او دوی ته روزي ورکوو…))

د تېرو څرګندونو له مخې د عربو يوه عايداتي سرچينه، مدينه وه او په دې حال کې يې د مينزې يا مري له کار څخه ګټنه کوله. کله يې د عايداتو لپاره خپلې مينزې زنا ته اړ باسلې او که په دې حال کې به دوه ځانې شوې نوزيږي به د مينزې د خاوند برخه کېده، چې دا خپله ورته يوه بله ګټه وه[112].

که مينزه آزادېده او زنا ته يې دوام ورکاوه او له دې لارې يې اولاد زيږاوه؛ نو مور د نوزيږي پلار ټاکه، چې له ټبر يې شمېرل کېده[113].

کله هم بدلمنو ښځو بدلمنۍ ته د نښې په توګه پر خپلو کورونو يو ځړوکی ځوړنداوه[114].

څه چې وويل شول، د هغې ورځې د عربي ټولنې اقتصادي وضع ته يوه اشاره وه، په هغه پېر کې د عربو ټولو ټبرونو په ځانګړو وختونو کې په لاندې شرح بازارونه درلودل:

 عربانو د کال په ځانګړو وختونو کې بازارونه درلودل، چې د عربي ټاپو وزمي له ګردو سيمو خلک پکې ورټولېدل او پردې مهال يې ځانونه او مالونه په امنيت کې وو تردې ټولو مهمتر يې په پاس نجد کې دعکاظا (سوق عکاط) بازار و، چې له طايفه يوه ورځ او له مکې درې ورځې لرې و.

په ذی قعده مياشت کې، قريش او د عربو نور ټبرونه په دې بازار کې راټولېدل دلته پر پېر پلور سربېره د ټبريزو وياړونو د نندارتون د شاعرانو د شعرونو او ويناوو د اورېدو ځای و، همداراز دلته د ټبرونو ترمنځ تړونونه هم کېدل.

ورپسې له دې ځایه د مجنّه- چې تر مکې يوه ورځ لرې و- بازار ته ورتلل او دلته د ذي قعدې تر پايه وسېدل، بيا د مجاز (سوق ذی المجاز) بازار ته ورتلل، چې له عرفې يو فرسخ لرې و او د ذي حجې تر اتمې همدلته پاتېدل؛ بيا پر نهمه ورځ د حج مناسکو لپاره عرفې ته ورتلل[115].

 

تر اسلام وړاندې د عربو ټولنيز او سياسي حالات

د بشري ټولنو نظام يا الهي دی يا بشري. په کومو ټولنو کې چې الهي نظام وي، وګړي يې پوهاوی، نړۍ ليد او د ژوند احکام د پېغمبرانو له لارې، له خپل نړۍ پال پالونکي زده کوي. په دې ډول ټولنو کې خلک هر کار د خدای د رضا لپاره کوي او الله پالي دي.

خو په کومه ټولنو کې چې نظام يې بشري دی، وګړي يې هر کار د خپلې غوښتنې له مخې او د خپلې ګټې او زيان په پامنيوي ترسره کوي. البته داچې بشر ننګيري، په کومه ټولنه کې چې وسي، ګټه و زيان يې د ده ګټه او زيان دی، کله د ټولنې پر ګټې کار کوي، که څه شخصي زيان هم وي.هغه ټولنه چې نظام يې بشري دی، يا د خېل او نژاد له مخې دی؛ لکه په تېرو کې د نازي آلمان ټولنه او په اوسني وخت کې په نيول شوي فلسطين کې د يهودو صهيونستي ټولنه- او يا د هېواد پالي له مخې دی.

په تېرو دواړو حالتو کې کله انسان په دغسې ټولنو کې د ټولنې د مصلحت لپاره کار کوي، ان زيان يې نورو ټولنو ته وررسي او د نورو پر حقوقو تېری کوي.

خو په هغو ټولنو کې چې انسان الله پالی دی او د رضا لپاره يې کار کوي، کار د خپلې وګړيزې ګټې يا د خپلې ټولنې د ګټې لپاره کوي؛ خو نه د نورو پر حقوقو د تېري په بيه نوځکه دغسې يو انسان ځانپالي، خېل پالي يا هېوادپالی نه؛ بلکې الله پالی دی.

عربان په جاهليت پېر کې ځانپالي او ټبر پالي وو؛ يعنې کار يې د ځان او خپل ټبر پر ګټه نوروته د زيان ور رسولو تر بريده و.

 

 

 

تر اسلام مخکې د عربو د ټبريز  غونډال بنسټونه

په جاهليت پېر کې د عربو ټبريز نظام، پر څلور ستنو او ځواکونو ولاړ و:

۱- ټبر مشر              ۲- د قبر شاعر        ۳- د ټبر اتلان او جنګيالي       ۴- د ټبر عايدات

 

۱- ټبر مشر

د هغې زمانې په عربي ټولنې کې ټبر مشر، په بشري ټولنو کې د واکمن حيثيت درلود او د ټبر ټول وګړي د ټبر مشر تابعدار او د حکم منوونکي وه. پر وګړي، د شيخ واکمني، د مينې، درناوي او ډار له مخې وه، د جګړيزو ولجو څلورمه برخه د ټبر مشر وه[116] او ددې امتياز په بدله کې نوموړی د ټبر ميلمه پال، د ټبر د حقوقو ملاتړ او مدافع و.

په مکه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم نيکونه د مکې د ټبرونو مشران وو، تردې چې دا مشري هاشم او بيا يې زوی عبدالمطلب ته ورسېده ورپسې ابوطالب د مکې مشر شو. په مدينه کې هم د اوس او خزرج ټبرونو په هر وخت کې ځان ته مشران درلودل.

 

۲- د شعر او شاعرۍ ځواک

شعر په عربي ټولنې کې يوازېنی ښکلی هنر او د خلکو احترام وړ فرهنګ و. د ټبر شاعر د ټبر رسمي وياند، د ټبر د وياړنو خپرندوی او د ټبر د ګټو پاسوال او د شرف مدافع و؛ لکه چې مخکې مو وويل، کله د ټبر د شاعر په يوې قصيدې يا څو بيتو شعرونو، دښمني، ماتې او بې پتي رامنځ ته کېده او کله د دوو ټبرو ترمنځ خونړۍ جګړې او کله يې ترمنځ پخلاينه، دوستي او مينه.

په حج او موسمي بازارونو کې د عربي ټبرونو په ټولنو کې اشعار ويل کېدل، چې روسته په ګردو عربي ټولنو کې خوله په خوله کېدل؛ نو په دې توګه شعر په عربي ټولنو کې د ښو او بدو افکارو د خپرېدو يوازېنۍ وزله وه.

نوځکه په هغې ټولنې کې شعري ځواک تر شتمنۍ او تورې اوچت ځواک شمېرل کېده.

 

 

 

۳- د ټبر اتلان او جنګيالي

په بشري ړومبيو ټولنو او د دوی په بيديا مېشتۍ کې، اتلولي او بدني ځواک، زښت اغېزمن دی، دهغې ورځې په بيديا مېشتې عربي ټولنې کې د اتلولۍ ارزښت تر ډېری ورته ټولنو ډېر و، په مکه کې تر اسلام وړاندې حمزة بن عبدالمطلب او عمر و بن عبدود د قريشو مشهور ترين اتلان وو.

 

۴- د پانګې ځواک

پانګه او شتمني، تل په انساني ټولنو کې اغېزمنه وه؛ خو شتمني د هغې ورځې په عربي ټولنې کې تر ډېری انساني ټولنو اغېزمنه وه؛ ځکه دوی مانيز (معنوي) ارزښتونه، بې حقيقته او بې اهميته ګڼل او ويل يې:

((……مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا…… وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ….. ﴿جاثیه/۲۴﴾ =… یوازې تش مادي جسماني دنیوي ژوند دی…. او دا د هر او زمانه ده، چې مړه کوي مو….))

په هغه سراسر داړن او بداندي ژوند کې، يو رغنده، مثبت او څرګند ټکي شتون درلود، چې بېلګه يې په نورو ټولنو کې ډېر لږ ليدل کېږي، په تېره اوسني پېر کې، چې دا رغنده ټکی، پر ژمنې او تړون پابندي وه.

 

تر اسلام مخکې په عربي ټولنه کې د ژمنې او تړون اهميت او اعتبار

په انساني ټولنو کې ټولنيزې چارې د ټولنې د وګړيو ترمنځ د ژمنې او تړونونو له مخې روانې وي، د څيزونو پېر پلور، شتمنۍ او د بشري ژوند اړتياوې، د چارو د کولو لپاره د خلکو ګډون، د واده تړون، طلاق او بېلښت دا ټولې د ژمنو او تړونونو له مخې دي. نن په ښارونو کې ژمنې او تړونونه ليکل کېږي او غالباً دولتي نظامونه يې تصدیقوي، چې په دې حال کې يې د عملي کولو ضامن هم دي؛ خو له اسلام مخکې د عربو په ټبريزو ټولنو کې ژمنې او تړونونه پردې اساس و، چې وګړيو خپلو ژمنو او تړونونو ته درناوی درلود او وګړيو په خپله د ژمنو او تړونونو په عملي کولو کې پوره جديت او رښتينتوب ښووه.

د عربو د هغې زمانې په ټولنو کې پر ژمنې او تړون عمل د وګړي پر شرافت او ستريا دليل و او د ټبر ټولو وګړيو يې هم ژمنه او تړون محترم باله او ټول د خپل ټبر د وګړيو په تړون عملي کولو کې هڅاند وو.

په هغو ټولنو کې پردي سړي ته د يوې کلمې «ته مې زوی يې» په ويلو- که څه په خپل، ښار او دين کې له ويوونکي لرې و- دا پردی د ويوونکي او مېرمن يې اولاد او د دوی د اولادونو رور کېده او په نسب کې يې د ټبر يو تن وګړی شمېر کېده، تر مړينې روسته يې یو له بله ميراث وړه، د عربو د انسابو راټولوونکيو عالمانو هم دا سړی تر ننه د انسابو په کتابونو کې د ويوونکي زوی ثبت کړی او ددې د ټبر يو تن يې شمېرلی دی.

لکه څنګه چې دووټبرونو يو له بل سره د دوستۍ او ملاتړ ژمنه کوله؛ نو د دواړو ټبرونو هر وګړي په سولې، جګړې او دفاع کې د همژمنې ټبر له وګړيو سره د سرښندنې تر بريده فداکاري کوله.

او هم که د ټبر کوم وګړي به اعلان کړه: «زه د پلاني ټبر د پلاني ملاتړی يم»؛ نو په دې چار کې يې ټولو خپلوانو او د ټبر غړيو ملا تړله او هر يو په خپل وار تر حمايت لاندې سړي دفاع کوله.

همداراز که چا بل ته په يوه کار کې د همکارۍ لاس ورکاوه چې په اصطلاح کې يې «بيعت» ورته وايه- نو موخې ته د ور رسېدو لپاره به يې ښه منډه ورسره وهله.

همداراز که دوو وسلوالو جنګي سړيو به په بېديا کې هلته چې د هېڅ قانون واکمني نشته، مخامخ يو بل ته وويل: «په امان کې يې» دواړه پوره ډاډمن له خپلو آسونو راکېوتل، وسله يې لرې کوله او په پوره ډاډ يې يو د بل ترڅنګ ويدېدل.

څومره چې يو ټبر او وګړی خپل ظرافت، حيثيت او انسانيت ته په احترام قايل وو؛ نو هومره پر خپلې ژمنې او تړون ټينګ وو.

په هغې جاهلي ټولنه کې دا خوی او سلوک په دې ټولنې کې د ژوند لپاره يو رغنده، مثبت او څرګند ټکی و، چې زموږ د پېر په هېڅ ټولنې کې يې ساری موندای نشو[117].

 

¯¯¯

څه مو چې وويل: په دې مانا نه ده چې د عربانو ترمنځ بې له جګړيز حالته، چې په دې حالت کې تورې واکمني کوله، کله هم څه اختلاف نه رادبره کېده؛ بلکې عربي ټبرونو او وګړيو يې د نورو انسانانو په څېر خپلمنځي شخړې درلودې، چې چار يې د محاکمې تر بريده رسېده او د ستونزې او شخړې هواري ته منځګړي (احکام) ول، چې شرح به يې راشي.

 

د عربو منځګړي

تل په بشري ټولنو کې، د اړپېچونو (اختلافونو) د هوارۍ لپاره منځګړي او حکام شته، چې خلک ورځي او خپلمنځي ستونزې پرې يوې خوا ته کوي. له اسلام مخکې عربي ټولنه هم له دې قاعدې وتلې نه وه او په هر وخت کې د شخړو هوارۍ ته يو وګړی يا ډېر کسان وه، چې په عربو کې په درايت، ځيرکۍ، استقامت، زغم او رښتينتوب يادېدل، چې ټولو عربي وګړيو د خپلمنځي شخړو دهوارۍ لپاره منل.

دا وګړي «منځګړي= حاکم» نومېدل او له لرې او نژدې ټبرونه يا وګړي ورتلل، چې د ستونزو په هواري کې يې منځګړتوب وکړي. په مکه کې «عبدالمطلب» ورپسې يې زوی «ابو طالب» هر يو، په خپل وخت کې د عربانو «منځګړي. حکام» وو[118].

 

 

 

له اسلام مخکې د مکې او مدينې حالات

په مکه او مدينه کې فرهنګ

د مکيانو فرهنګ

مکيان شام، فارس، عراق او حبشې ته د سوداګريزو سفرونو له لامله، تر ټولو عربانو ډېر د خپلې زمانې د متمدنو ملتونو له فرهنګونو سره اشنايي درلوده او له کتابيانو (يهود او نصارا) سره د ناستې پاستې په پار يې د دوی عادات او دودونه پېژندل.

همداراز عربي ټبرونه د حج او عمرې لپاره مکې ته راتلل او د مکې په شا وخوا کې د عربو بازارونو ته ورنژدې وو. په تېره سوق عکاظ ته چې د عربانو شاعرانو او خطيبانو د راټولېدو ځای و او په عربانو کې د قريشو ژبه او لهجه خورا څرګنده او فصيح وه.

له اسلام مخکې اولس تنو مکيانو ليک لوست زده کړی و[119].

 

د مدينوالو فرهنګ

داچې مدينوال له يهودو او د دوی عالمانو سره په تماس کې وو؛ نو ډېر فرهنګي معلومات يې هماغه و، چې له دوی يې اورېده.

تر اسلام مخکې په اوس او خزرج کې يولسو تنو لیک لوست زده کړی وو، له دوی يې اوه تنو «کامل» بلل؛ ځکه پر ليک لوست سربېره يې لامبو او غشي ايشتل هم زده کړي وو؛ نو چاچې دا درې فنون زده کړي وو، د (کامل) له لقبه برخمنېدل[120].

 

د مکيانو او مدينوالو سياسي او ټولنيز حالات

د مکې او مدینې سیاسې وضع د بېدیا مېشتو (صحرانشینو) ټبرونو په څېر (د ټبريز نظام واکمني) وه،خو ټولنيز نظام يې يو له بل سره ډېر توپير درلود، چې و به يې لولو.

 

د مکې سياسي او ټولنيز حالات

له نسبي پلوه په مکه کې قريشو، ځانونه د اسماعيل علیه السلام او ابراهيم علیه السلام اولاده ګڼله، چې دا پر نورو عربي ټبرونو د سرلوړاوي لامل شوی و. همداراز له بيت الله سره يې نژدېوالی، چې ګرد عربي ټبرونه چې بې له ډېر لږ شمېره چې يهود او نصارا شوي وو، زيارت ته راتلل؛ چې دې چار د مکيانو وياړ لا پسې زياتوه.

همداراز د «ابرهه» لښکر چې د بيت الله د ويجاړولو په نيت راغلی و او خدای په توتکيو هلاک کړ؛ نو قريشو دا ځان ته ورمنسوب کړ، چې دا يې په عربانو کې يو ډول د ځانونو لوړ ښوول وو.

بلخوا له فارس، شام او عراقه يمن او حبشې ته سوداګري او اپوټه يې ددې لامل شوی و، چې په عربو کې بې مخينه پرېمانه شتمني ترلاسه کړي. همداراز د ډول ډول فحشا، منکرات او بدۍ لکه سودخوري، جواري، زنا او تکبر پکې دود شوي وو؛ نوځکه پر هغه مهال يې په عربي ټاپو وزمي کې بېسارې بد اخلاقي درلودې، دوی ددې آیت مصداق شوي وو.

((كَلَّا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَيَطْغَى. أَنْ رَآهُ اسْتَغْنَى ﴿علق۷/۸﴾ = انسان چې ځان شتمن وويني؛ نو سرغړاندېږي.))

په مکيانو کې اخلاقي فساد د ګڼو عواملو پايله وه، چې له دې ځنې:

۱- داچې د قيامت له ورځې منکر وو؛ نو له سوداګرۍ او په مکه کې د اوسېدنې پر وخت يې تر خپلې وسې مزې چړچې، شهوتپالنه او فسق وفجور کړای شو.

۲- داچې په ټول کال کې د قريشو يو شمېر نارینه نورو سيمو ته د سوداګرۍ لپاره تلل او مېرمنې يې ډېره موده بې مېړه وې او هم د هغه وخت په عربي ټولنې کې حجاب او ستر نه و، چې له دې ښځو د شهوتپالو نارينه و د کوروالي مخنيوي پرې وشې.

۳ – د قريشو په اشرافي کورنيو کې د پرېمانه واده مينزو او مريانو د شتون له لامله د دوی نارينه وو او ښځينه و ته هر ډول جنسي کوروالی شونی و.

تېر مسايل په مکه کې تر نورو عربي ټولنو د فحشا او منکراتو په خپرېدو کې اغېزمن لاملونه وو، د مکيانو پر وضع د ښه پوهېدو لپاره لا «الاغاني» کتابه د يو داستان په راوړو بساينه کوو:

«ابولهب د عبدالمطلب زوی له عاص د هشام زوی سره په سلو اوښانو جواري وکړه، د جوارۍ طريقه يې داسې وه، چې د يوه کاڼي يا غوز په اندازه يې په ځمکه کې کوتی ايسته، ورپسې له يوه واټنه يې دا کاڼۍ يا غوز دې کوتۍ ته ورغورځاوه، که په کوتۍ کې به ولويد؛ نو خاوند يې وړې وه. په دې جوارۍ کې ابو لهب له عاصه سل اوښان يووړل.

دويم ځل يې په سلو اوښانو جواري وکړه، بيا ابولهب وګټله.

درېيم ځل يې جواري وکړه بيا هم ابولهب وګټله او په دې جوارۍ کې عاص خپله ټوله شتمني وبايلله. عاص، ابولهب ته وويل: د عبدالمطلب زويه! د جوارۍ کاڼي دې مل شوی، راځه دا ځل داسې جواري وکړو چې بايلونکی د بل مری شي، ابولهب ورسره ومنله، بيا يې د جوارۍ کاڼی وغورځاوه، دا ځل هم ابولهب وګټله او عاص يې مری شو، تردې روسته عاص ابولهب ته ماليه ورکوله، تردې چې په بدر جګړه کې، کله چې قريشو پرېکړه وکړه، چې هر څوک دې په جګړه کې برخه واخلي، يا دې پر خپل ځای څوک ولېږي، ابولهب د ځان پر ځای عاص ولېږه او شرط يې وکړ، چې تر راستنېدو روسته به يې ازادوي؛ خو عاص په دې جګړه کې ووژل شو[121]».

 

د مکې د بانډییز ښار، طايف حالات

په مکې کې د فحشا او منکراتو خپراوي پر طايف[122] هم اغېز کړی و، په هغې زمانې کې ډېر طايف مېشتي، د ثقيف له ټبره وو او يو شمېر شتمن قريش هم پکې اوسېدل. ښايي په همدې پار، تر مکيانو روسته طايف مېشتي په زنا او سودخورۍ کې ډېر شهرت درلود[123]. پر طايف او ثقيف د قريشو د اغېز څرګندولو لپاره لاندې داستان را اخلو:

«حارث بن کلاده ثقفي په طايف کې د «سميه» په نامې يوه مينزه درلوده چې خپل رومي مريي ته يې ور واده کړې وه او د زنا له لارې يې ماليه ترې اخسته؛ هغه مهال ابوسفيان له يوه سفر په راستنېدو کې طايف ته ورسېد تر شرابخورۍ روسته، ابو مريم سلولي شراب پلوري ته ورغی، ورته یې وويل: سفر مې اوږد شو. ايا سملاسي کومه بدلمنې لرې؟ نوموړي سميه ته ورساوه.

تردې پېښې روسته سميه «زياد» و زيږاوه او دا وخت لومړی هجري کال و، زياد ته يې په پيل کې د عبيد رومي (هغه مرۍ چې د سميه مېړه و) زوی وايه تردې چې پر ۴۱ يا ۴۲ هجري کال «معاويه» له سميه سره د ابوسفيان د هماغې زنا په پار زياد د ابوسفيان زوی او خپل رور وباله او امويانو د واکمنۍ تر پايه زياد ته يې د ابوسفيان زوی وايه د عباسيانو په پېر کې پر «زياد بن ابيه» يادېده[124]».

له دې داستانه دوه ټکي ترلاسه کېږي:

(الف) لکه چې و مو ويل، د قريشو شتمنو د طايف ښار او ثقيف ټبر په خپلو اخلاقو را اړولی و.

(ب) قريشو نه يوازې په خپل ښار کې د فراغت پرمهال شرابخوري او بدلمني کوله؛ بلکې د سفر پرمهال او په نوور ښارونو کې يې هم له بد اخلاقۍ لاس نه اخسته، ښايي لاندې داستان ددې چار لپاره يو بل ګوا هم وشمېرل شي:

«په بدر غزا کې، نژدې اويا تنه قريش د مسلمانانو اسيران شول، چې پکې يو شمېر د قريشو شتمن او مشران هم ول. منافق «عبدالله بن اُبیّ» وغوښتل چې له خپلو دوو مينزو يوه يې اړ کړي، چې د قريشو له يوه شتمن بندي سره کوروالی وکړي، په دې هيله چې مينزه ترې دوه ځانې او اولاد وزيږوي او دا قريشي تر ازاديدو او مکې ته تر ستنېدا روسته، عبدالله بن ابی ته ډېرې پيسې ورکړي، چې خپل زنا زيږی زوی چې د عربو په دود کې د عبدالله بن ابی ملک ګڼل کېده، ترې وپېري، آزاد يې کړي او مکې ته يې بوزي.

دې دواړو مينزو يوې هم دې چټل کار ته غاړه کېنښوده او په پای کې يې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته شکايت وکړ. خدای په دې باب لاندې آيت نازل کړ:

((…. وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا….. (نور/۳۳) = او خپلې وينځې، چې پخپله پاك لمني غواړي؛ نو د دنيوي ګټو لپاره يې بدکارۍ ته مه اړ باسئ))

دا داستان راښيی؛ نوموړي شتمن قريش له عبدالله بن ابی دغسې غوښته کړې وه؛ نوځکه عبدالله له مينزو غوښتل چې کوروالی ورسره وکړي. په پای کې يو لنډ داستان ته مو پام راړوم، چې په جاهليت پېر کې د ثقيف ټبر څومره له شرابخورۍ او زنا سره مينه درلوده.

«پر نهم هجري کال، د ثقيف له ټبره يوه ډله له طايف ځنې مدينې ته ورغله، چې په ځينو شرايطو اسلام ومني پر هغه وخت يې د زنا او شرابخورۍ د نه پرېښوو په باب په خپلو کې سلا مشوره وکړه، و يې ويل:

ثقيف له شرابخورۍ او زنا لاس اخستی نشي» او داچې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يې شرايط و نه منل؛ نو له ناچارۍ يې ومنله چې دا دواړه چټل کارونه پرېږدي[125]»

 

د مدينې سياسي او ټولنيز حالات

مدينې ته د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم تر هجرت وړاندې يهوديان په مدينې او ترې بهر مېشت وه. دوی ټول په ټينګو کلاګانو کې اوسېدل، چې د هغې ورځې په ښو جګړيزو وزليو سنبال او ښه جنګيالي يې درلودل، دوی په څو سيمو کې په پرمختلليو طريقو بڼوالي، کرنه او پوونده ګري (مالداري) کوله او ټولو په تېره مدينه مېشتو يې سوداګري کوله او سود يې هم خوړ. يهود د هغه څه له مخې چې په ديني کتابونو کې يې راغلي، انګېري، چې خدای دوی يو ممتاز قوم او پر نورو انسانانو د ښاغليتوب لپاره پيدا کړي، چې په غبرګون کې بشر بايد د دوی چوپړيالان وي.

نوځکه يهود چې په هره ټولنه کې وي، د ځان لوړ ګڼلو مزاج او طبيعت لري او ځان پر نورو اقوامو جيګ بولي همداراز د زېرمولو او راټولو خوی لري او په هرې وزلې د نورو اقوامو په شتمنۍ راټولو کې هېښنده هڅې کوي.

دوی دې موخو ته (پر نورو اقوامو برلاسي او د دوی د شتمنيو ترلاسه کول) ته د ور رسېدو لپاره، په هر وخت او هره ټولنه کې له هرې وزلې کار اخلي. همداراز کومه ټولنه چې د ټينګو اخلاقو درلودونکي وي، يهود خپلې موخې ترلاسه کولای نشي؛ نوځکه په دغسې ټولنو کې په فساد، فتنې او بې بندوبارۍ لاس پورې کوي.

د يهودو دې ځانګړنې ته په پامنيوي، دوی د عربو دهغې ورځې په ټولنه کې شتمن او سرغړاند خلک وو، ليک لوست پکې دود و، ځان يې د يعقوب عليه السلام اولاده، د بشر غوره مخلوق، د شريعت خاوندان او د ړومبي آسماني کتاب درلودونکي ګڼل، همدا فکر يې د عربي ټاپو وزمي په ولسي پرګنيو کې خپور کړی و.

دوی د فضيلت ښکاره کولو لپاره، د خاتم الانبياء صلی الله علیه وآله وسلم د بعثت په باب مدينوالو ته د تورات وړاندوينې ويلې او د حضرت نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د راښکاره کېدو نښې يې څرګندولې او ويل يې: ددې پېغمبر مبعوثېدل نژدې دي او ځای به يې مدينه وي.

دا وړاندوينې لامل شوې «ابو عامر» چې نامه يې «عبد عمرو» او د اوس له ټبره و، په دې هيله چې هماغه موعود پېغمبر شي، مدينې ته د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم تر هجرت وړاندې د خدای عبادت ته مخه کړه[126]. وړينې جامې يې اغوستې او… تردې چې شيخ (راهب) ابو عامر يې ورته وايه! نو چې کله پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مدينې ته هجرت وکړ او و يې ليده، چې خپله پېغمبر نه شو؛ نو په خنډ اچولو يې لاس پورې کړ[127].

يهودو په مدينې کې د خپل تلپاتې خوی په پار د اوس او خزرج ټبرونو ترمنځ فتنې راولاړولې او جګړې ته اړ باسل، تردې چې ترمنځ يې خونړۍ جګړې کېدې.

د اوس او خزرج هر يو ټبر د يهودو له يوه ټبر سره د دوستۍ او همکارۍ تړون درلود او د جګړې پرمهال به يې له خپل يهودي همژمني ټبره وسله په اجاره اخسته، چې له دې لارې يهودي ټبر ستره شتمني تر لاسه کوله او بدمرغي به د اوس يا خزاج غاړې ته ورولويده.

که د اوس او خزرج د ټبرونو حال، د مکې او يمن د ټبرونو له حالاتو سره چې پر هماغه مهال په سوله کې اوسېدل، پرتله کړو، څرګندېږي، چې د دوی(اوس او خزرج) خپلمنځي جګړې د يهودي ټبرونو د فتنې را ولاړولو له لامله وې.

 

¯¯¯

مدينوال په دغسې حالاتو کې اوسېدل، تردې چې د اوس او خزرج ټبرونه له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره له مخامخېدو او مدينې ته د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم تر مهاجرت مخکې، د خپلې ستونزې د رغېدا په لټه کې شول او ټول یوه خوله شوو، چې ځان ته يو پاچا وټاکي، چې ټول به يې مني او نور يې ترمنځ جګړه ونشي.

ددې کار لپاره يې د مدينې يو مشر «عبدالله بن ابی» وټاکه او ده ته د شاهي تاج جوړولو او له يهودو د مرغلرو پر پېرلو بوخت وو، چې په مکه کې له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره مخ شول او پوه شول کوم پېغمبر چې يهوديانو يې له بعثته خبرې کولې، همدادی؛ نوځکه يې پرحضرت صلی الله علیه وآله وسلم ايمان راووړ او دا يې له يارانو سره مدينې ته وباله.

مدينې ته د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تر راتلو روسته د حضرت صلی الله علیه وآله وسلم په دستور د ګردو مدينه مېشتو (يهود اوس او خزرج) ترمنځ يې تړون وليکل او لاسليک شو، چې له مخې به يې يو مدينه مېشتی پر بل تېری نه کوي او چې چا وکړ، پېغمبر به يې په اړه قضاوت کوي، همداراز که څوک له مدينې دباندې پر مدينوالو تېری کوي، ټول به د تېري پر وړاندې ودرېږي[128].

او د تړون پايله د مسلمانانو ترمنځ اخوت او روري او له مدينه مېشتو يهودو ټبرونو سره ژمنه، د هغې ورځې د عربانو خوی ته په پامنيوي، په ډاګه کېږي.

له اسلام مخکې د عربو وضع په پامنيوي، چې اشاره ورته وشوه او د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم سيرت ته لنډه کتنه کړای شو.

 

 

تر بعثت وړاندې د حضرت محمد سيرت ته لنډه کتنه

د حضرت محمد مصطفی نيکونه

د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ټول نيکونه تر هغه ځايه چې عربانو پېژندل او ترې خبر وو، په مکه کې د قريشو شيخان، رئيسان او مشران وه. داچې د بيت الله الحرام حاجيان د مکيانو ميلمانه وه، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم نيکونو په دې غرونو او سوځنده درو کې حجاجو ته خواړه او څښاک چمتو کول، تردې چې دا مشري «عبد مناف» ته ورسېده «عبد مناف» څلور زامن درلودل، نامې يې دادي: هاشم، عبد شمس؛ نوفل او مطلب[129].

 

د هاشم مشري

د عبد مناف تر مړينې روسته، د «هاشم» او «عبدشمس» ترمنځ د قريشو د مشرۍ پر سر سخته لانجه وشوه، چې په پايله کې هاشم بريالی او په خپل وخت کې تر خپلو پلرونو خورا نامي شو، هاشم لومړی تن و، چې قريشو ته يې د دوبني او ژمنې سوداګريزو سفرونو بنسټ کېښود. په اوړي کې يې سوداګريز کاروان شام ته تله چې دې سفر ته يې «رحلة الصيف» وايه او په ژمي کې د يمن له لارې حبشې او آفريقا ته تلل، چې دا يې په «رحلة الشتا» ياداوه.

په هغې زمانې کې چې هېڅ وګړی يا کوم ټبر له لوټنې خوندي نه و، هاشم لومړی په شام کې د روم له پاچا قيصر څخه د ده د واکمنۍ په سيمه کې د قريشو د سوداګريزو کاروانونو لپاره امان ليک واخست. له شام څخه چې مکې ته راستنېده؛ نو په لار کې يې له پرتو عربي ټبرونو د قريشو د سوداګريزو کاروانونو لپاره ژمنه واخسته چې د دوی په سيمو کې به په امان کې وي. په دې توګه په سوداګريزې لارې کې د کاروانونو امنيت خوندي شو، د عربو له ټبرونو سره د قريشو د تړونونو نامه چې په تېرو کې هم اشاره ورته شوې او په قرآن کريم کې هم ياد شوي[130]، «ايلاف» و.

هاشم د سوکړې په کلونو کې تر پايه مکيانو ته خواړه ورکول؛ نوموړی شام ته په يوه سفر کې په مدينه کې تم شو او د خزرج د ټبر د زيد له لور «سلمی» سره يې واده وکړ. سلمی په مدينه کې پاتې شوه او هاشم خپل سوداګريز سفر ته دوام ورکړ، ددې واده په پايله کې سلمی د «شيبه» (عبدالمطلب) په نامې زوی وزيږاوه. چې کله هاشم ومړ، د قريشو ټبرونه وډار شول، هسې نه د عربانو ټبرونه پرې لاسبري شي او له لامله يې خپل سوداګريز کاروانونه ونشي خوځولای؛ نو خکه د هاشم دو وروڼو، عبد شمش او نوفل، د حبشې له پاچا نجاشي او د فارس له پاچا کسری سره تړون نوی کړ.

څه موده روسته دا دواړه وروڼه هم مړه شول او د مکې مشري يې رور «مطلب» (عبد مناف زوی) ته ورسېده.

مطلب مدينې ته ولاړ او خپل وراره عبدالمطلب يې مکې ته راوست د مطلب تر مړينې روسته ورار (عبدالمطلب) ته يې د قريشو مشري ورولېږدول شوه.

 

د عبدالمطلب مشري

په څو لاملونو د عبدالمطلب مشری تر نيکونو څخه ډېره يې په قريشو او د حجاز به بيدياوو کې پراخ شوه:

۱- لومړی داچې عبدالمطلب د عربو د سترو نژادونو؛ عدنان او قحطان له ځوځاته و.

۲- دويم د عبدالمطلب ښې کړنې وې؛ لکه د زمزم څاه ايستل يې چې د اسماعيل علیه السلام له پېره مکیانو او د بيت الله الحرم حاجيانو ګټنه ترې کوله او د څو لاملونو له لامله تر خاورو لاندې پته شوې وه او چا يې ځای نه پېژانده.

عبدالمطلب له قريشو سره تر شخړو روسته له خپل ايکي يو زوی حارث سره له څاه خاورې لرې کړې او بيا يې اوبه هر څښونکې څښلې. له عبدالمطلب سره د څاه په ايستو کې يوازې زوی يې حارث مرستندوی و، نذر يې وکړ، که خدای لس زامن ورکړي؛ نو يو به يې د خدای په لار کې قرباني کړي او کله چې د لسو زامنو پلار شو، د قربانۍ پچه يې د کوشني زوی «عبدالله» په نامه راووته.

عبدالمطلب غوښتل خپل زوی عبدالله د بيت الله پر وړاندې بلهار کړي او قريش چې راټول شوي وو، ورته يې وويل: دا کار مو نورو قريشو ته بېلګه کېږي او ځينې پلرونه به خپل زامن قرباني کوي. ددې خبرو اترو په پايله کې عبدالمطلب ومنله چې د سلو اوښانو او عبدالله ترمنځ پچه واچوي، که پچه د سلو اوښانو په نامې راووته؛ نو اوښان به قرباني کوي او که د عبدالله په نامې راووته؛ نو عبدالله به قرباني کوي چې پچه يې واچوله د سلو اوښانو په نامې راووته، عبدالمطلب ونه منله تردې چې درې ځل يې پچه واچوله او درې ځل د اوښانو په نامې راووته.

عبدالمطلب سل اوښان قرباني کړل او غوښه يې خيرات کړه او په دې توګه عبدالله له قربانۍ وژغورل شو. له خپل زوی سره د عبدالمطلب دې چار، له خپل زوی اسماعيل سره د ابراهيم کار په خاطرو کې ور ژوندی کړ؛ نو په دې توګه يې عبدالمطلب «ابراهيم ثاني» ونوماوه.

عبدالمطلب «امنه بنت وهب» خپل زوی عبدالله ته ور واده کړه، د واده په پايله کې یې «محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب» (خاتم پېغمبر) وزيږېد[131].

 

عام الفيل

پېغمبر د مور په ګېده کې و، چې پلار يې،عبدالله ومړ د پېغمبر د زوکړې پر کال «ابرهه» د حبشې پاچا له يو ستر لښکر او جنګي فيلانو سره د بيت الله ورانولو ته له يمن څخه مکې ته راوخوځيده.عبدالمطلب د مکې غرونو ته وخوت، لاس په دعا شو، و يې ژړل، خدای يې دعا قبلوه کړه او خدای د ابرهه پر لښکر توتکۍ (ابابيل) ورولېږلې او ټول يې هلاک کړل.

دا داستان په عربي ټاپو وزمې کې مشهور شو او د عبدالمطلب د ځانګړي درناوي لامل شو.

عربو دې کال ته «عام الفيل» ووايه او لکه څنګه چې وويل شو، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پرهمدې کال نړۍ ته راغی.

حضرت صلی الله علیه وآله وسلم ړومبی د خپل نیکه، عبدالمطلب تر پالندوينې لاندې و، لا کوشنی و چې مور يې بي بي امنه ومړه او چې اته کلن شو، نیکه يې رنځور او د خپل لمسي محمد صلی الله علیه وآله وسلم پالندوينه يې خپل پتیالي زوی «ابوطالب» ته ور وسپارله او بيا ومړ.

 

د ابوطالب مشري

تر عبدالمطلب روسته، زوی يې ابوطالب د قريشو مشر شو. ابوطالب پرهماغه کال د نورو قريشو په څېر شام ته د سوداګرۍ لپاره ولاړ او خپل وراره، محمد صلی الله علیه وآله وسلم يې هم له ځان سره ملګری کړ. په دې سفر کې د نصاراوو راهبانو په محمد صلی الله علیه وآله وسلم کې د خاتم پېغمبر نښې او ځانګړنې وپېژندې او ابوطالب يې له دې داستان ځنې خبر کړ، همداراز نوموړی یې وډار کړ هسې نه چې وراره ته يې يهودان زیان ور ورسوي او ټينګار يې وکړ، چې ډېر ژر دې مکې ته ورستون شي او خپل وراره دې له خپل ټبره دباندې نه وباسي او د ده په ساتنه کې دې هڅه کوي. ابوطالب مکې ته راستون شو او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ساتنې کې يې خورا غورزي پرزې کولې.

پېغمبر چې ۲۵ کلن شو، د قريشو له خورا شتمنې ښځې «خديجې» بي بي سره يې واده وکړ او شتمنه کورنۍ شوه. پرهغه کال چې په مکه کې سخته سوکړه راغله پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له خپل تره ابوطالبه وغوښتل چې زوی يې علي کرم الله وجهه ور ورسپاري، چې کور ته يې راولي او تر خپلې پالندوينې لاندې يې ونيسي ابوطالب د خپل وراره خبره ومنله[132] او کوشنی علي د پېغمبر تر پالندوينې لاندې د پېغمبر په کور کې وروزل شو.

 

د حجرالاسود ايښوول

د کعبې خونې ديوالونه لانډه، تر يوه قده لږ لوړ او بې چهته وو. دننه يې يوه څاه وه، چې د کعبې خزانه پکې پرته وه. د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ۳۵ کلنۍ کې غلو دا زېرمه لوټ کړه، قريش اړ شول، چې د کعبې خونه نوې جوړه کړي. د کعبې جوړول يې پر ټبرونو وويشل چې کله د حجرالاسود ايښودو وار راغی، په خپل ځای کې د ورايښوو پر سر يې د قريشو د ټبرونو ترمنځ لانجه رامنځ ته شوه، (هر ټبر هڅه کوله، چې ددې امتياز خاوند شي) په پای کې ټبرونه جګړې ته چمتو شول، چې که هر ټبر برلاس شو؛ نو حجرالاسود به ږدي.

په دې وخت کې د قريشو ډېر بوډا؛ مغيرة بن عبدالله مخزومي، په مسجدالحرم کې را ټول شويو قريشو ته وويل: د قريشو ټبرونو! که څوک همدا اوس جومات ته راننوځي؛ نو منځګړی يې کړئ او څه يې چې ويل، خبره يې ومنئ ټولو دا وړانديز ومانه.

سترګې د جومات وره ته وې، چې د عبدالمطلب لمسی، محمد بن عبدالله صلی الله علیه وآله وسلم جومات ته راننووت ټولو په لوړ غږ وويل:

هذالامين رضينا، هذا محمد

«دا محمد امين دی او پرمنځګړتوب يې راضي يو»

چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ورغی او له پېښې خبر شو و يې ويل: يوه ټوټه راولئ، ټوټه يې راوړه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په خپل لاس حجرالاسود پکې کېښود، بيا يې وويل: هر ټبر دې ددې څادر يوه برخه ونيسي او ډبره دې پورته کړي او د حجرالاسود ځای ته دې يې ورسوي، چې داسې يې وکړل، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ډبره په خپل لاس واخسته او پر ځای يې ورکېښووله او مخ یې ور جوړ کړ او دا شخړه په دغسې حکمت په خیر پای ته ورسېده[133].

 

 

 

کتابيان؛ خاتم الانبياء صلی الله علیه وآله وسلم ته سترګې پر لار

خدای تعالی خپله پېغمبران د خاتم پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له نښو او ځانګړنو خبر کړی وو: د زوکړې ځای يې د اوسېدنې ځای يې د بعثت او هجرت د زمانې نښې يې، په اندامونو کې يې نښې، په سلوک او چلن کې يې ځانګړنې او هغه امتيازات يې چې په شريعت کې و… ټول يې ويلي او پېغمبرانو ته يې امر کړی و، چې دا ګردې ځانګړنې دې خپلو امتونو ته ورڅرګندې کړي او له خپلو امتونو دې ژمنه واخلي که کله دا پېغمبر له دې ځانګړنو او صفاتو سره مبعوث شو؛ نو ايمان پرې راوړي.

پېغمبرانو دا ګردې ځانګړنې او صفات خپلو امتونو او وصيانو ته ويلې وې، همداراز په اسماني کتابونو او هغو کتابونو کې چې د پېغمرانو وصيانو د اسماني کتابونو په شرح کې ليکلي وو، دا چارې ښه په تفصيل ثبت او ضبط شوې وې.

داچې دا معلومات او مطالب له هغو چارو څخه وو، چې د دوی دنيوي ژوند ته يې چې اسماني کتابونه يې اړول، څه زيان نه رساوه، دا ټول مطالب په دې کتابونو کې روغ رمټ او سالم پاتې او اړول شوي نه وو او د يهودو او نصارا له عالمانو سره وو.

د يهودو او نصاراوو عالمان چې چېرې وو، دا روايات او اخبار يې په تفصيل ويل له دې ځنې هغه معلومات وو، چې دوی عبدالمطلب او ابوطالب(د پېغمبر نیکه او تره) ته شرح کړي وو.

د يهودو عالمانو هم په مدينه کې دا معلومات خپاره کړي وو او خبر يې ورکړی و، چې دا پېغمبر به دې ښار ته هجرت وکړي؛ نوځکه ابوطالب د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تر بعثت روسته دا چار بياځلي په خپلو اشعارو کې وايه او همداراز مدينوال په مکه کې له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره په ليده کاتو کې پوه شول، چې دا هماغه پېغمبر دی، چې یهوديانو يې په باب خبرې کولې او ايمان يې پرې راووړ.

 

 

د حضرت محمد د زوکړې نمادین آثار

پر داسې یوه ورځ، متعال خدای، ستره الهي زېرمه، چې د رسول الله سپېڅلی وجود و، وپنځاوه. دا پیل د بشریت په برخلیک ټاکنه کې یوه مقطع وه. د آنحضرت د زوکړې په باب یې ویلي، چې کله وزيږېد، د کسری ماڼۍ ستنې راونړېدې، د آذر ګشسب اورتون، چې پېړۍ پېړۍ لګېدلی و، مړ شو، د ساوه سیند، چې د هغه مهال د خلکو لپاره یو سپېڅلی سیند و، وچ شو او هغه بوتان رانسکور شول، چې د کعبې په شاوخوا کې راځړېدلي وو. دا نښانې، چې په بشپړه توګه رمزي او نمادين دي، ددې سپېڅلي او ستر د زوکړې په پار د الهي سنت او ارادې ښوونکې ده. ددې نمادینو پېښو معنا داده، چې په دې مبارکو ګامونو به د بشر د ذلت ټغر، که جابر او مستبدو واکمنانو خپور کړی وي- لکه څه چې د هغه مهال په روم او ایران کې ول- راټول شي او که د غیر الله د عبادت په وسیله وي، باید ټغر یې راټول شي. بشر باید په دې سپېڅلې زوکړه، ازاد شي، هم له هغه ظلمه، چې ظالمانو واکمنانو د تاریخ په بهیر کې په مظلومو انسانانو ورتپلی و او د هغو خرافاتو او ناسمو ګروهو له قید او بنده، چې انسان له ځانه یوې پرېوتي موجوداتو ته ستایونکی او ذلیلوي. نو آیت د نبي اکرم (ص) د بعثت په باب وايي: ((هو الذی ارسل رسوله بالهدی و دین الحق لیظهره علی الدین کله و کفی بالله شهید[134])) لیظهره علی الدین کله. زمانبندي شوی نه دی؛ دا لوری راښيي. بشریت باید د دې پېښې په وسیله د مانیزې، ټولنیزې، حقیقي او عقلاني ازادۍ پر لوري حرکت وکړي. دا چار پیل شو او دوام یې زموږ د انسانانو په خپلو لاسونو کې دی. دا هم په پنځون نړۍ کې یو بل سنت دی.

که انسانان ډېر کار، کوښښ او همت وکړي؛ نو الهي موخو- چې په الهي کړلارو کې ټاکل شوې دي- ته ژر ورسي؛ خو که په کار یې وا نه چوي او کمزوري وښيي؛ نو په دې لار کې به په کلونو کلونو وځنډېږي؛ لکه د بني اسراییلو تیه؛ ((اربعین سنة یتبهون فی الارض[135])) بني اسرایيل له خپله لاسه په بیدیا کې سرګردانه او ځلبانده شول. بني اسراییلو کولای شول، له هغو سختو او کړمنو حالاتو مخه ونیسي، کولای یې شول، چې موده یې رالنډه کړي او کولای یې شول، چې په خپلو کمزوریو یې موده اوږده کړي. زموږ برخلیک هم همدا دی. د مسلمانانو لپاره هم، د بشر د پنځون لوری، بعثت او د پالونکي له لوري د رسولانو او د کتابونو د رالېږلو فلسفه ویل شوې او ټاکل شوې ده. په خپله انسانان دي، چې کولای شي، دا لار لنډه یا اوږده کړي، کولای شي، ژر یا په ځنډ مقصد ته ورسي.

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د وجود له رحمته د بشریت د ګټنې د نښې نښانو راڅرګندېدل

د مکرم نبي زوکړه، د بشر په ژوند کې د روڼ سهار پیل و. په دې زوکړې سره، د هغه مهال د خلکو پر سترګو الهي زېري راغلل. د ظالمو پاچیانو د ماڼیو ستنې ړنګې شوې، اورتونونه مړه شول او په الهي ځواک سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خرافات او کږنې انګېرنې له منځه ولاړې. دا زوکړه د بعثت سریزه وه او دا بعثت د ټولو نړیوالو لپاره یوه لورنه وه؛ لکه څنګه چې یې وویل: ((و ما ارسلناک الا رحمة للعالمین[136])) ټوله نړۍ د دې سپېڅلي وجود له برکته برخمن شوي دي. بشر چې څومره علمي پرمختګونه، په بېلابېلو چارو کې په پوهاویو کې پرمختګ او علمي رابرسېرنې کړي دي، په هغه هېښنده تاریخي پېر کې د اسلام د رڼا د راختو له لامله دي او دا نعمت خلکو ته ورکړل شو. که بشر ډېره پوهه درلودای، ژور معرفت یې درلود او رسول الله یې پېژندلای وای، اسلام یې پېژندلای وای او د هغه پر پېغام یې سر خلاص کړای وای؛ نو نن د بشر د تاریخ پاڼه به بله پاڼه وه. زموږ د انسانانو ناپوهي، زموږ د انسانانو لنډوینۍ موږ روسته پاتې کړي یو.

یقینا څومره چې تاریخ پر مخ ځي او څومره چې د پوهېدو لپاره د بشر معرفت او ظرفیت لوړېږي؛ نو دا ځلنده لمر به هومره ډېر څرګندوي او د دې ژوند له رڼا به د بشر برخمني ډېرېږي او موږ د دې چار نښې نښانې نن وینو.

نن نړۍ د توکیز تمدن له لامله او د درونو پېټو د ورتپلو له لامله پوزې ته راغلی دی او د خلاصون په لار پسې دي. نن چې تاسې له اسلامي ويښتیا ځنې، په ځینو اسلامي هېوادونو؛ لکه مصر او تونس کې وینئ، د بشریت پوزې ته له راتګه یوه بېلګه ده. چې کله شیطانان د انسانانو پر ژوند واکمنېږي- چې انساني شیطانان تر پیریاني شیطانانو خورا خطرناک دي- د نړۍ مستکبران، چې د خلکو په ټولنیز ژوند، د خلکو په وګړیز ژوند، د خلکو په اقتصاد، د خلکو په لید او پوهه کې لاسوهنه کوي او هغوی کږې لارې ته راکاږي؛ نو ژوند تورتمېږي او د ژوند دا تورتمونه او درونوالی د انسانانو له فطرت سره اړخ نه لګوي او بالاخره د انسانانو فطرت راويښېږي. دا هغه چار دی، چې په اسلامي نړۍ کې راپېښېږي. لویدیزه نړۍ هم چې د توکیز ځواک ښکېله ده، نن پوزې ته راغلې ده. که چېرې موږ مسلمانانو کولای شوای، چې اسلام مو په سمه توګه ورمعرفي کړی وای او که کړنو مو له اسلام سره اړخ درلودای؛ نو ډاډمن ووسئ، چې په نړۍ کې به اسلام ته یوه ډله ایزه او عمومي لېوالتیا پیدا شوې وای. کمزوري په موږ کې ده، باید ځانونه سم کړو، باید ځانونه اصلاح کړو.

 

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  زوکړه؛ پر بشریت تلپاتې الهي لورنه ده

دا ستره زوکړه، د بشریت لپاره د تر ټولو د غوره الهي لورنو بېلګه ده؛ ځکه د آنحضرت (ص) وجود او ددې ستر پېغمبر رالېږل، پر بندګانو د حق تعالی یوه ستره لورنه وه. اسلامي نړۍ باید دا خبره درک کړي، چې دا لورنه لنډمهاله نه ده؛ بلکې همېشنۍ او پرله پسې لورنه ده. پر هغه ورځ، ډېری د بشر وګړي، د جهالت له مخې یا د خودخواهانه تعصبونو له لامله، د بشر د هدایت او د نور له مظهر سره وجنګېدل؛ سره له دې چې رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) د بشریت له اوږو د پېټي اوچتولو لپاره نړۍ ته راغلی و: ((ویضع عنهم اصرهم الاغلال التی کانت علیهم[137])) د هغه مهال د بشر پر اوږو کوم درانه پېټي ول! په کومو درنو زنځیرونو د بشر ورمېږونه تړل شوي ول! نن هم همداسې ده.

 که نن څوک ادعا وکړي، چې د ننني بشر پر اوږو داسې درانه پېټي دي، چې د جزیزة العرب د جاهلیت د پېر تر بشره درانه دي؛ نو ایله خبره به یې نه وي کړي. دا ظلمونه، چې په ګرد بشریت کېږي، دا حقونه، چې د بشر لتاړل کېږي. د بشریت په ژوند کې د مادیت لاسبرول او د انسانانو د ژوند له چاپېریاله د معنویت ګوښي کول، چې نن په زوره په بشریت ورتپل کېږي. دا د بشر پر اوږو پېټی دی. څه چې نن بشریت په صنعتي پېر کې د جذابې او تېرایستونکې مادیګرۍ تر سیوري لاندې احساسوي، خورا درون او خورا سخت – او په ځینو ځایونو کې – خورا تریخ دی، چې بشر د جاهلیت په تورتمونو کې، د اسلام د راښکاره کېدو پر مهال احساساوه او د هغوی پر اوږو یې درونوالی کاوه.

که نن بشر دې رحمت ته ورمتوجه شي – د اسلام د شتون لورنه، د نبوي ښوونو لورنه، د یووالي دا راخوټېدونکې سرچینه – او هغه ومومي او ځان پرې خړوب کړي؛ نو د بشر تر ټولو ستره ستونزه به هواره شي. که څه نن هم د نړۍ شته تمدنونه د اسلام له ښوونو برخمن شوي دي او بېشکه په بشر کې چې څه ښه ځانګړنې، ښه کړنلارې او لوړ مفاهیم دي، له الهي ادیانو، د انبیاوو (ع) له ښوونو او آسماني وحې اخستل شوي دي او ډېری برخه یې په اسلام پورې اړوند ده؛ خو نن بشر د اسلام معنویت، صفا، څرګندو او حق ښوونو – چې هر انصاف لرونکی زړه دا ښوونې مني او پوهېږي پرې – ته اړتیا لري.

نو ځکه دي، چې اسلامي بلنې په نړۍ کې پلویان پیدا کړي دي او ډېر نامسلمانو هم د اسلام بلنه منلې ده. د اسلام د بلنې منل، په رسمي توګه د اسلام د دین د منلو په معنا نه ده. دا یې یو پړاو دی او بل پړاو یې دادی، چې د نړۍ خلک په یوه خبره کې د اسلام د دین پېغام، ښوونې، حقایق او وړاندیزونه ومني. نن هغه ورځ ده، چې کله ولسونه د اسلام پېغام اوري؛ نو داسې احساسوي، چې ورته ګټور دي او کولای شي، د هغوی د ژوند تشې ډکې کړي. څه چې اسلام د انسان د ارزښت او موخو په باب وايي، څه چې اسلام د کورنۍ، ښځې، د علم د موخو او یو له بل سره د ټولنو د اړیکو او د کمزوریو او پیاوړیو د ټولنیزو اړیکو په باب وايي، هغه څه دي، چې نن کوم خلک چې د بېلابېلو تمدنونو تر سیوري لاندې ژوندکوي او چې کله دوی ته ګوري؛ نو احساسوي، چې د ژوند د ستونزو غوټې یې په دې څیزونه پرانستل کېږي. نو د اسلام پېغام په زړه پورې دی؛ نو په همدې دلیل دي، چې نړیوال استکبار او د نړۍ تبلیغاتي غونډالونه – چې د زور او د انسان ځپنې په مرکزونو پورې اړوند دي- د اسلام له پېغام سره زیږ او له دښمنۍ ډک چلن کوي.

 

 

 

میلاد النبي

د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي، چې د ژوند ټول څپرکي، ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم پاموړ ګرځي.

د ټولنو د لارښوونکيو، د خپل وخت د نابغه وو او د تمدن د قافلې د مشرانو ژوند، معمولاً له خوندورو، پام وړ، حساسو او هېښندو ټكيو ډك وي، د ژوند كتاب يې له هغه وخ ته چې څاڅکى يې تړل كېږي، ترمړينې له اسرارو ډك وي.

قرآن شريف[138] د حضرت موسى عليه السلام د ژوند کيسه ډېره رازمنه سپړلې او وايي: د سلګونو ماشومانو سرونه؛ ځکه پرې شول، چې موسى ونه زيږي خو الهي اراده وه، چې موسى بايد وزيږي؛ نو نه يوازې دښمنانو يې كوچنى شانته ازار ور و نه رسولاى شو بلكې تر ټولو لوى دښمن يې ملاتړ شو.

قرآن شريف وايي: ((د موسى مور ته مو وحې وكړه، چې خپل زوى په يوه صندوق كې كېږدي، د اوبو څپې به يې ساحل ته ورسوي. زما او د هغه دښمن به يې ملاتړ شي، مينه به يې د دښمنانو په زړونو كې پيدا كړم او زوى به دې بېرته در وګرځوم.

د موسى خور د فرعون ښار ته ورغله او و يې ويل: زه داسې ښځه پېژنم، چې کړاى شي، ستاسې دا په زړه پورې زوى وروزي نو د حضرت موسى مور د حكومت له لوري موظفه شوه، چې د هغوى د خوښې ماشوم وروزي.))

د حضرت “عيسى” عليه السلام زوكړه او روزنه به دې تر موسى عليه السلام هم زيات حيران كړي.

 قرآن شريف د حضرت مسيح کيسه داسې راوړې ده. [139]

((مريم، د مسيح مور، له خپل قومه لرې شوه، روح (جبرائيل) په بشري بڼه راغى او زېرى يې پر وكړ، چې مامور يم، تا ته سپېڅلى زوى دركړم.

مريم حيرانه شوه او و يې ويل: له ما سره خو چا كوروالى نه دى كړى او زه په خپله هم بدكاره نه يم. استازي مو ورته وويل: دا كار الله ته اسان دى، چې بالاخره، الله د مسيح رڼا د هغه د مور په زيلانځ كې كېښووه، د زيږون د درد له لاسه، د خرما ونې ته ولاړه، له خپل زيږونه په خپګان كې وه، حکم مو وركړ، چې د خرما ونه وخوځوي، چې تازه خرما ترې راتويه شي، زوى يې وزيږېد او مريم له خپل زوى سره خپل ټبر ته ورغله. د خلكو خولې له حيرته وازې شوې او پر مريم د نيوكو سيلاب رامات شو، مريم ته حکم شوى و: څوك چې هره پوښتنه لري؛ نو له دې ماشومه دې يې وکړي. هغوى وويل: آيا په زانګو كې تيخور ويده ماشوم خبرې كړاى شي؟ په دې وخت كې “عيسى” خبرې پېل كړې او و يې ويل: زه د الله بنده يم، د الله كتاب او د پېغمبرانو په لړ کې يم. [140]

چې د قرآن، “تورات” او مسيح پلويان ددې دوو الوالعزمو پېغمرانو د زوکړې په باب په ډاډ پر بيان شويو مسايلوګواهي وركوي؛ نو ولې د اسلام د پېغمبر د زوكړې حيرانوونكې پېښې سختې وګڼل شي او انسان پرې حيران شي. ؟

د احاديثو او تاريخ په کتابو كې لولو:

د حضرت “محمد” صلى الله عليه و آله و سلم د زوكړې پرمهال د “كسرى” ماڼۍ درزمنه شوه او څو ستنې يې ونړېدې، “د فارس اورتون” مړ شو، د “ساوه سمندر” وچ شو، د مكې بوتان رانسکور شول، له مبارك تنه يې يوه رڼا، چې له لرې کتل كېده د اسمان پر لور اوچته شوه. “انوشېروان” بوږنوړى خوب وليد. حضرت “محمد”(ص)، چې وزيږېد؛ نو نوم يې پرې شوى و او سنت شوى هم و او و يې ويل: ((الله اكبر والحمدلله كثيراً سبحان الله بكرة واصيلاً.)) [141]

د پېغمبر اعظم (ص) له زوکړې سره سم، ځینې راپېښې شوې پېښې

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  زوکړه، یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده؛ د بشریت د مسیر یوه ټاکونکې پېښه هم ده. د تاریخ د نقل له مخې، هغه پېښې، چې د آنحضرت له زوکړې سم راپېښې شوې دي، دې حقیقت او معنا ته یوه څرګنده اشاره ده. رانقل کړي يې دي، چې د اسلام د مکرم نبي (صلی الله علیه و آله وسلم) د زوکړې پر مهال، د نړۍ په بېلابېلو ګوټونو کې د کفر او شرک نښانې ګډې وډې شوې. د فارس اورتون، چې زر کاله پرله پسې بل و، د رسول الله د زوکړې پر مهال مړ شو. په معبدونو کې بوتان راپرېوتل او بوتلمانځنې، د معبدونو راهبان او چوپړیالان حیران او هک پک پاتې شول، چې دا څه وشول! دا د کفر، شرک او توکیزپالۍ پر نښو نښانو یو نمادین ګوزار و. بلخوا د هغه ورځ د مشرک ایرانۍ امپراطورۍ د جبارانو په ماڼۍ کې هم ګډوډي شوه؛ د ماڼۍ ستنې-څوارلس ستنې- راونړېدې. دا هم یوه بله نمادینه اشاره ده، چې دا زوکړه په نړۍ کې له سرغړونو سره د مبارزې سریزه او زمینه ده؛ له طاغوتانو سره مبارزه. هغه د معنویت او د انسان د زړګني او اندیز هدایت اړخ او دا د ټول بشر د ټولنیز هدایت اړخ. له ظلم سره مبارزه، له سرغړونې سره مبارزه، پر خلکو د ظالمانو له ناحقه واکمنۍ سره مبارزه؛ دا د رسول الله د زوکړې نمادین اشارتونه دي. امیرالمؤمنین علیه السلام په نهج البلاغه کې د هغه مهال په توصیف کې خورا جملې لري، چې رسول الله-دا ځلنده لمر- پکې راښکاره شو. له هغوی جملې ځنې وايي: ((و الدنیا کاسفة النور ظاهرة الغرور[142])) د بشر په ژوند کې رڼا نه وه؛ انسانانو په تورتم کې ژوند کاوه؛ د ناپوهۍ تورتم، د سرغړاندۍ تورتم، د بې لارۍ تورتم، البته د دې ټولو تورتمونو مظهر هماغه د نړۍ هماغه ټکی و، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  پکې مولود او بیا مبعوث شو؛ یعنې جزیرة العرب. د ټولو تورتمونو او بې لاریو یوه یوه بېلګه په مکه او د جزیرة العرب په عربي ژوند چاپېریال کې شتون درلود. اندیزې او ګروهیزې بې لارۍ، د انسان ذلیلوونکی شرک، ځیګ ټولنیز اخلاق، د زړه بې رحمي او دښمنۍ، چې: ((و اذا بشر احدهم بالانثی ظل وجهه مسودا هو کظیم یتواری من القوم من سوء ما بشر به ایمسکه علی هون ام یدسه فی التراب الا ساء ما یحکمون[143])) دا د رسول الله د زوکړې او ورپسې د بعثت پر مهال د بشر د اخلاقو بېلګې دي. ((و کان بعده هدی من الضلال و نورا من العمی[144])) بشریت ړوند و، لیدونکی شو. نړۍ تورتم وه، د رسول الله د وجود په نور، رڼا شوه. دا د دې سترې زوکړې او ورپسې د بعثت معنا ده. نه یوازې موږ مسلمانان د دې سپېڅلې زوکړې په پار د الهي منت او الهي نعمت رهین یو؛ بلکې ټول انسانیت د دې نعمت رهین دی.

سمه ده، چې ډېرې پېړۍ وشوې، چې د رسول الله هدایت تر اوسه لا ټول بشریت نه دی رانغاړلی؛ خو دا ځلنده څراغ، دا ورځ په ورځ خورا ځلېدونکې لمبه، په بشریت کې شته او سوکه سوکه به د کلونو او پېړیو په ترڅ کې انسان د رڼا ددې سرچینې پر لوري هدایتوي.

او د رسول الله د زوکړې او بعثت روسته تاریخ ته چې وګورئ؛ نو ټول تدبیر به وګورئ. انسانیت د ارزښتونو پر لور حرکت کړی دی، ارزښتونه یې پېژندلي دي، سوکه سوکه به پراختیا مومي او شدت به یې ورځ تر بلې ډېرېږي، تردې چې انشاء الله ((لیظهره علی الدین کله و لو کره المشرکون[145])) ټوله نړۍ به راونغاړي او بشریت به د الهي هدایت او صراط مستقیم پر لار خپل حقیقي حرکت پیل کړي، چې په واقع کې د بشر د ژوند پیل به له هغې ورځې وي. پر هغه ورځ، چې د خدای حجت پر خلکو پای ومومي او بشر به پردې شاهراه شي.

موږ نن د اسلامي امت په نامه د دې ستر نعمت پر وړاندې یو، باید له دې نعمت نه ګټنه وکړو. باید خپل زړه، خپل دین، خپل اند، خپله نړۍ، خپل ژوند او خپل چاپېریال د دې سپېڅلي دين د ښوونو په برکت روڼ او روښانه کړو؛ ځکه چې رڼا ده، بصیرت او لیدانه ده، کولای شو، ځان ورنږدې کړو او کولای شو ګټنه ترې وکړو، دا زموږ د عمومو مسلمانانو دنده ده.

پر څه چې زه نن اډانه کوم، چې زموږ د مسلمانانو له سترو او لومړۍ درجو دندو ځنې ده، د اتحاد او وحدت مسله ده. موږ دا اونۍ، چې پای یې د ربیع الاول اوولسم دی، د انقلاب له پیله د وحدت اونۍ نومولې ده او لامل یې همدا دی، چې د ربیع الاول دولسم، د مشهور روایت له مخې، د اهل سنتو ورونو ترمنځ د زوکړې ورځ ده او د ربیع الاول اوولسم د مشهور روایت له مخې، په شیعه وو کې د زوکړې ورځ ده.

ټول ستر مقصودونه، هڅو ته اړتیا لري، یو داسې ستر مقصد هم نشته، چې بې هڅې به لاس ته راشي. د مسلمانانو ترمنځ یووالی هم بې هڅې او مجاهدته لاس ته نه راځي. دا زموږ دنده، چې د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره هڅې وکړو. دا یووالی کولای شي، د ډېرو ستونزو غوټې پرانځي؛ کولای شي، اسلامي ټولنې او مسلمان ولسونه عزیز کړي. وګورئ، چې د اسلامي نړۍ حالات څنګه دي. وګورئ مسلمانان، چې د نړۍ څلورمه برخه نفوس جوړوي، نن یې حالات څنګه دي. د نړۍ پر سیاستونو، ان په خپلو کورنیو مسلو کې یې هم اغېز تر پردیو ځواکونو او د ناوړه نیت خاوندانو ځواکونو خورا کمزوری او لږ دی. دا یوازې د ځواکونو د پرديوالي له لامله نه دي- چې موږ ځان او مخاطبان مو ترې ژغورو- هغوی ناوړه نیت لري؛ د سلطه غواړۍ انګېزې لري، غواړي د ځانونو پر وړاندې، اسلامي ولسونه ذلیل کړي، سپک یې کړي او خپل اطاعت ته یې اړ باسي.

ښه، دا څو پنځوس اسلامي هېوادونه، دا مسلمان ولسونه، د دې لپاره چې د داسې یو ستر څرګند ناوړه او بدمعاش نیت پر وړاندې ودرېږي، لار یې څه ده؟ بې له یووالي؟ باید سره نږدې شو. د یووالي پر وړاندې دوه غټ او ټولیز لاملونه شتون لري، چې باید درملنه یې وشي.

یو لامل کورنی لامل دی: زموږ تعصبونه، پر خپل ګروهو مو پابندي؛ هره ډله د خپل ځان لپاره. باید پردې لاسبري شو. پر خپلو مبادیو او اصولو او عقایدو ایمان خورا ښه چار دی؛ ټینګار هم پرې ښه چار دی؛ خو دا نباید د اثبات له بریده، له تعرض او دښمنۍ سره د نفې برید ته ور واوړي. هغه ورونه، چې د اسلامي امت په ټولګه کې دي، یو د بل درناوی دې وساتي، که غواړي، چې عقاید وساتي، و دې یې ساتي؛ خو د بل درناوی، د نورو بریدونه، د نورو حقوق او د هغوی د افکارو او عقایدو درناوی او حرمت دې وکړي او بحث او مجادله دې په علمي غونډو کې وکړي. علماء او اهل فن، غواړي کېني او مذهبي بحثونه وکړي، و دې یې کړي؛ خو عالمانه مذهبي بحث او هغه هم په علمي ناسته کې، په ښکاره یو بل ته له سپکو سپورو ویلو سره، د عمومي افکارو په کچه، له هغو افکارو سره په مخاطبه کې چې د علمي تجزیې او تحلیل ځواک نه لري، سره خورا توپير لري. ددې چار مخه باید علماء ونیسي؛ چارواکي یې باید مخه ونیسي. د مسلمانانو ټولې ډلې په دې باب دنده لري. شیعه هم دنده لري، سني هم دنده لري؛ باید د یووالي پر لور ولاړ شي. دا یو لامل، چې کورنی لامل دی.

یو بهرنی لامل هم د اسلام د دښمنانو مغرض درز اچونکی لاس دی. له دې ځنې باید غفلت ونشي. نه یوازې نن؛ بلکې له هغې ورځې، چې په نړۍ کې واکمنو سیاسي ځواکونو احساس وکړل، چې کولای شي، پر ولسونو اغېز وشیندي، دا درز اچوونکی لاس رامنځ ته شوی او نن تر پخوا هر کله خورا په شدت سره. د ډله ایزو اړیکو وسایل، هغه ماډرن وسایل، چې نن شتون لري، دا هم مرسته کوي. باید آګاه ووسو؛ باید هوښیار ووسو. په خواشینۍ سره، چې په مسلمان ولسونو او اسلامي نړۍ کې یو لړ وګړي، د اصلي دښمن د کړنو سر ته رسوونکي کېږي.

 

 

توحید او عدالت، بشریت او ټولو انسانانو ته د پېغمبراکرم (ص) مانیزې ډالۍ دي

د اسلام د رسول الله د زوکړې ورځ، ددې مکرم مولود په ناپایه برکتونو کې د تدبر ورځ ده، چې کېدای شي وویلای شوو: ددې زوکړې تر ټولو ستر برکت، بشري ټولنو ته د توحید او عدالت ډالۍ کول دي. د نن انسانان هم، چې د علم د پرمختګ او د بشر د فکر د سترو پرمختګونو ورځ ده؛ خو د ګروهې په نړۍ کې بندیوان شوي دي؛ ان په هغو هېوادونو کې چې له توکیز پلوه خورا پرمختللي هم دي؛ نو څرګندېږي، چې په توحید ګروهه، له هغو ټولو برکتونو سره چې لري، یوه نورانیت ته اړتیا لري، چې بې له هغه عقله، چې په الهي وحې هدایت شوی وي، ور رسېدل ورته ناشوني دي. دا ډلۍ زموږ ګران پېغمبر (ص) موږ او بشریت ته راکړه؛ لکه څنګه چې تېرو انبیاوو ورکړې وه. پر توحید ګروهه، د انسان په زړه او ماغزو او ان د ژوند په زمینه کې خورا برکتونه لري، چې باید اندنه پکې وشي او د توحید د اغېزو او برکتونو پر لور حرکت وکړو.

یوه بله ستره الهي ډالۍ، چې په دې زوکړه، بشریت ته ورډالۍ شوه، عدل او عدالت دی. هغه انسان ته د عدل او عدالت ډالۍ، چې په بې عدالتۍ ککړ او پکې راګېر دی. د تاریخ له پیله تر نن پورې د بشریت ستره ستونزه، بې عدالتي ده. دا دین، چې دې مکرمې زوکړې، بشریت ته راوړاندې کړ، انسانان په خپل ژوند کې د توحید او عدل په څېر سترو چارو ته رابلي؛ نو ددې ورځې برکتونه، هغه برکتونه دي،چې لومړی داچې په ټول بشریت پورې اړه لري؛ یعنې هر څوک چې وکولای شي، ګټنه ترې وکړي؛ دویم داچې په یوه ځانګړي وخت پورې را ایسار نه دی. نن هم بشر دې ته اړتیا لري، چې نږه توحید او د اسلامي عدل حکم او هغه نسخه، چې اسلام د بشریت د عدالت لپاره ورکړې ده، ورستون شي، چې و یې ویل: ((ان اکرمکم عندالله اتقاکم[146]))؛ یعنې تقوا او پرهېزګارۍ او ځانساتۍ ته بلنه، د انسانانو ترمنځ د درز اچونې د انګېزو شاته اچول؛ لکه قومیت، توکم، وینه، رنګ او داسې نور……

نن نړۍ له توکیز پلوه خورا پرمختللې او په پرمختللي هېوادونو کې اوس هم د تور او سپین خبره او ستونزه ده. تور پوستکی په بریدونو کې را ایسار دی او همداراز سپین پوټکی هم. اوس هم توکمیزې جګړې شته؛ د وینې جګړې شته، د قومیتونو جګړه شته او د ددې قومي او ملیتي ساختګي جګړو په پار څومره انسانان له منځه ځي؛ وژل کېږي او حقوق یې لتاړل کېږي او در په در خاورې پر سر کېږي! نو نن هم بشر د وحدت، توحید او عدل غږ ته اړتیا لري، چې بېرغچي یې اسلام او مسلمانان دي. څوک له دې سره مخالف دی؟ هغه ځواکونه، چې له دې درز او تفرقې ګټنه کوي او د ژوند بنسټ او فلسفه یې پر تبیعض ولاړه ده. نن د توکیزې نړۍ ستر ځواکونه؛ یعنې همغوی چې په خپلو هېوادونو کې د ډیموکراسۍ نارې وهي او د ډیموکراسۍ او د ټولنې د وګړیو د حقوقو د یو شان والي ادعا کوي او یوازې په وینا کې د حکومتونو له استبداد سره مخالف دي او بیا همدوی دي، چې په نړۍ کې یې ډیموکراسي له منځه وړې ده. یوه ملت ته پر بل ملت غوراوی ورکول، یوې سیمې ته پر بلې سیمې غوراوی ورکول، یوې وینې ته پر بلې وینې غوراوی ورکول! استبداد یې پر نړۍ واکمن کړ، چې څنګه یې چې خوښه وي، هماغسې نړۍ سمبال کړي.

 

د نبي اکرم (ص) د زوکړې د ارزښت بېلابېل اړخونه؛ د بعثت په پېر کې او د تاریخ په ټولو پېرونو کې

د نبي اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) زوکړه له څو اړخه موږ مسلمانانو ته ارزښتمنه ده؛ یعنې د زوکړې خورا له معنا او مضمونه ډکه ورځ ده.

لومړی اړخ دادی، چې د آنحضرت (ص) زوکړه، په نړۍ او تاریخ کې، په یوه داسې مهال کې واقع شوه، چې بشریت، کوم ځانګړی ولس یا هېواد نه ښیو؛ بلکې د بشریت ټولګې، دوه سترې ځانګړنې درلودې: یو له دې دوو ځانګړنو ځنې دا وه، چې له علمي، عقلاني او اندیز پلوه د خپل تېر پېر د بشر په پرتله خورا مخکې وو. د هغوی په منځ کې فیلسوفان رامنځ ته شول، پوهان راپیدا شول، ریاضي پوهان، طبیبان، انجینیران او ستر تمدنونه یې درلودل. دا تمدنونه بې علمه نه رامنځ ته کېدل! په لویدیځ کې آکاډیمیانې، په ختیځ کې هګمتانه، د چین تمدن، د مصر تمدن، ستر تاریخي تمدنونه، ټول تېر شوي ول؛ یعنې بشر بشپړ شوی و. دا یوه ځانګړنه.

دویمه ځانګړنه، چې ددې دوو ځانګړنو یو ځای کېدل خورا هېښنده دي، دا ده، چې پر هغه مهال بشر له اخلاقي پلوه د خپل تېر په پرتله خورا روسته پاتې او که داسې اصطلاح و نه وايو؛ نو ویلای شو، چې له اخلاقي پلوه خورا پرېوتی و. همدا له پوهې برخمن بشر، په شدت په تعصباتو، خرافاتو، خودخواهيو او په بشري ضد او ولس وژونکیو حکومتونو کې راښکېل و او داسې یو حالت پر نړۍ واکمن و. که څوک تاریخ ولولي؛ نو و به ګوري، چې هغه مهال ټول بشر بندیوان و؛ لکه څنګه چې د امیرالمؤمنین علیه السلام وینا ده: ((فی فتن داستهم باخفافها و طیتم باظلاقها و قامت علی سنابکها[147])) په خورا فتنو، دباوونو، ستونزو او ورور وژنه کې، بشر خورا تریخ ژوند درلود.((نومهم سهود)) په همدې خطبه کې امیرالمؤمنین وايي: ((خلکو ارام خوب نه درلود)).

دا به تېروتنه وي، چې څوک ووايي، چې دا ستونزې یوازې په جزیرة العرب کې وې؛نه! د نړۍ د هغه مهال د تمدن په زانګو؛ یعنې روم ته هم که تاسې وګورئ، هلته هم همدا خبرې وې او په اصطلاح کې ادعا یې کوله، چې دیموکراسي او سنا لري؛ خو داسې استبدادونه او فسادونه پر خلکو واکمن وو، چې تاسې یې کله کتاب ولولئ؛ نو په ځان پورې به خېجله شئ. انسان شرمېږي، چې بشر یو مهال دومره پرېوتی و. ایران هم، له دې پلوه تر لرغوني روم نه غوره نه و. دوی هم ځواک، توره، نېزه، جګړې او مېړني درلودل؛ خو پاټکیز اړپېچ، ظلم، تبعیض، فساد، زورواکي، جهل او خرافات هم له بریده اوختي ول. په داسې یو شرایطوکې دا مبارک مولود او دې پېغام راوړونکي د بشر ژغورنې ته راودانګل.

داچې په تاریخ او کتابونو کې شته، چې د کسری د ماڼۍ ستنې ماتې شوې او په نړۍ کې د بوتلمانځنې نښانې څپڅپانده شوې، که دا آثار قطعیت ولري؛ نو شونې ده، هماغه الهي ځواکښوونه وي؛ د یو رمز د اعلام لپاره، چې دا ځواک به د ظلم او فساد ټولې جرړې رانړوي او پوهه به له خرافو او تمدن به له فساد او ظلمونو پاک کړي.دا چار زموږ سپېڅلي پېغمبر (ص) ترسره کړ. دا سپېڅلی مولود، د خپل بعثت پر مهال له داسې یوې نړۍ سره مخ شو او په یو خورا ستونزمن جهاد یې، انسانیت له ناپوهۍ، له خرافاتو، له فساد، له ظلم، له تعصباتو، پر یو بل د انسانانو له زورواکۍ او د هغوی پر اوږو له ورسورېدو، وژغوره. له بیخه یې د بشریت په ټغر کې بدلون راوست.یو نوی ټغر او نوي حالات یې په بشر کې رامنځ ته کړل؛ خو څرګنده ده، چې د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) کار دا نه و، چې ټوله نړۍ اصلاح کړي. نه ! آنحضرت باید دا عملي مستوره او دا سمه بېلګه، له الهي وحې اخستې وای او بشر ته یې ورکړې وای، چې بشر په خپل ژوند کې ترې کار واخلي. داچې چا ترې کار واخست او چا شاته واچاوه، دا بېله ویینه ده. آنحضرت (ص) خپل رسالت په بشپړه توګه تر سره کړ او خپله دنده یې سر ته ورسوله او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې.

 نن هم دا میلاد او زوکړه له دې اړخه مهمه ده، چې توجه وکړو، چې دنیا هم له علمي پلوه پرمختګ کړی او هم له اخلاقي پلوه راپرېوتې ده. د نړۍ چار دې ته را رسېدلی، چې د نړۍ ستر ځواکونه د خلکو په سترګو کې منکر معروفوي او معروف منکروي! زما په آند د فساد او تباهۍ په نړۍ کې تردې لوړ نور څه نشته. دا چې په روایت کې راغلي، چې رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) وویل: ((داسې کسان به راپیدا شي، چې پر منکر به امر کوي او له معروف نه به نهې کوي.)) انسان احساسوي، چې نن هم په نړۍ کې د نړۍ د سترو استکباري ځواکونو له لامله دا رنګه یو حالات رامنځ ته شوي دي. نېغ د خلکو په سترګو ورننوځي او دروغ وايي او خپلو دې دروغو ته یو سپېڅلی چار وايي! ظلم ته هڅونه کوي او ظالم د خپل ظلم له لامله په حقه ګڼي! مظلوم رټي، مظلوم ځپي او دا مظلوم ځپنه ښه چار ګڼي.

 

 

 

د رسول الله (ص) نامه اېښوونه

اوومه ورځ راورسېده. “عبدالمطلب” د الله په شكرانه كې پسه حلال كړ او خلك يې راوغوښتل، چې “قريش” هم پکې هم وو او پر خپل لمسي يې “محمد” نوم كېښود، چې وپوښتل شو، ولې دې پرې د “محمد” نوم كېښود، دا نوم خو په عربو كې ډېره مخينه نه لري؟ “عبدالمطلب”: غوښتل مې په ځمکه او اسمانو كې وستايل شي.

 په دې باب د رسول الله (ص) شاعر “حسان بن ثابت” ويلي:

((فشق له من اسمه ليجله فذوالعرش محمود و هذا محمد))

(الله تعالى له خپلو نومونو يو نوم په خپل استازي كېښود نو ځكه (الله) ((محمود)) او پېغمبر يې “محمد” دى)

دا دواړه ټكي له يوې رېښې دي او يوه مانا وركوي. [148]

شك نشته، چې په دې نوم ايښوونه كې الهي الهام و ځكه كه څه په عربو كې د “محمد” نوم مشهور و خو په هغه وخت كې لږو خلكو پر خپلو زامنو ايښوده.

 شاعر وايي:

ان الذين سموا باسم محمد من قبل خير الناس ضعف الناس

د اسلام له پېغمبرمخكې، شپاړس تنه، د “محمد” په نامه يادېدل. [149]

“احمد” د اسلام د پېغمبر له مشهورو نومونو و.

 كه چا لږه مطالعه كړې وي؛ نو پوهېږي چې د رسول الله (ص) دوه نومونه وو او خلكو به په دواړو ياداوه: يو “محمد” چې “عبدالمطلب” پرې ايښى و او بل “احمد”، چې مور يې (آمنې بي بي) پرې ايښى و. دا خبره په تاريخونو كې راغلې او “حلبي” په خپل “سيرة” کې هم راخستې ده. [150]

د رسول الله (ص) ګران تره “ابوطالب” (چې د عبدالمطلب تر مړينې روسته يې د “محمد” (ص) پالنه كوله) په خپلو اشعارو كې كله د “محمد” او كله د “احمد” په نامه ياد كړى دى.

 

د حضرت محمد (ص) ماشومتوب

سني او شیعه یوه خوله دي، چې د رسول الله زوکړه د ربیع الاول په میاشت کې وه. اهل سنت د دې میاشتې زیاتره دولسمه او شیعه يې زیاتره اوولسمه ورځ یادوي، بې د “کافي”له خاونده “شیخ کلیني”، چې هغه يې هم دولسمه ورځ یادوي. رسول الله په کوم فصل کې وزيږېد؟ په پسرلي کې. په “الحلبیه سیرت” کې يې لیکلي: ((ولد فی فصل الربیع)) په پسرلي کې وزيږېد. نن ځینو پوهانو شمېرلي، چې د آنحضرت زيږون د لمریزې میاشتې له کومې ورځې سره اړخ لګوي، دې پایلې ته رسېدلي، چې د هغه کال د ربیع دولسم د اپریل له شلمې، چې شلم د اپریل د اوري له یو دېرشمې سره سمون خوري او د ربیع اول اوولسمه د غويي له پینځمې سره سمون خوري[151].

په هر حال دا غوڅه ده، چې آنحضرت په پسرلي کې زيږېدلی دی، اوس یا د اوري یودېرشمه وي که د غويي پینځمه. د اونۍ پر کومه ورځ زيږېدلی دی؟ شیعه ګروهن دي، چې د ادینې – جُمعې پر ورځ زيږېدلی، زیاتره اهل سنتو ویلي، چې د دونۍ – دوشنبې پر ورځ زيږېدلی دی. د شواروز په کوم ساعت کې زيږېدلی دی؟ ښايي ټول یوه خوله وي، چې د سهار تر راختو روسته زيږېدلی. د بین الطلوعینو په منځ کې.

د آنحضرت څه هېښنده تاریخ دی. نیکه يې “عبد المطلب” زړور او د درانه خوى خاوند و. “عبدالله” داسې ځوان و، چې په ټوله مکه کې ځلېده، خورا باادبه، ښایسته، زړوراو د ډاډ وړ و او د مکې د پېغلو هیله دا وه، چې مېرمن يې شي. هغه له “آمنې بي بي” سره واده کوي، چې د “وهب” لور او د هغه له نږدې خپلوانو وه. له واده يې څلویښت ورځې نه وې تېرې، چې له مکې څخه شام او “سوریه” ته په سفر وځي او ظاهراً سوداګریز سفر و. په راستنېدو کې مدینې ته راځي، چې د مور خپلوان يې پکې اوسېدل او په مدینه کې مري. “عبدالله” په داسې وخت کې مري، چې آنحضرت لا د مور په نس دی.

آنحضرت، پلارمړی- یتیم دې نړۍ ته راځي. د هغه وخت د دود له مخې يې دې ماشوم ته اړین ګڼل، چې شيدې ورکونۍ ته يې یوې ښځې ته ورکړي، چې له ځان سره يې بېديا ته یوسي او هلته شیدې ورکړي.

 

 

د حضرت محمد امین (ص) تيخورۍ پېر

د قريشو دې ماشوم يوازې درې ورځې د خپلې مور شيدې وروولې او بيا دوې؛ نورې ښځې د پېغمبراکرم په داييتوب وياړمنې شوې.

 

1 _ ثويبه:

 د “ابولهب” مينځې، څلور مياشتې رسول الله (ص) ته شيدې وركړې، چې رسول الله (ص) او مېرمن يې حضرت خديجې بي بي تر پايه په ښو يادوله. هغې مخكې حضرت حمزه اسدالله (د رسول الله (ص) تره) ته هم شيدې وركړې وې. تر بعثت روسته رسول الله (ص) يو تن په “ابولهب” پسې ولېږه، چې ترې و يې پېري خو “ابولهب” و نه منله خو تر پايه د رسول الله (ص) له مرستو برخمنه وه. چې کله رسول الله (ص) د “خيبر” له سوبې راستون شو؛ نو خبر شو، چې “ثويبه” مړه شوې؛ نو ډېر پرې خواشينى شو. د هغې د زوى پوښتنه يې وكړه، چې په حق كې يې نېكي وكړي خو خبر شو، چې له مور مخكې مړ شوى دى. [152]

 

2 _ حليمه:

 د”ابي ذويب” لور وه، چې د “سعدبن بكربن هوازن” له ټبره وه، چې اولاد يې دا و: “عبدالله”، “اسيه” او “شيما”، چې روستي اولاد يې هم د رسول الله (ص) روزنه کړې ده.

 د عربو مخورو دود و، چې خپل اولاد يې بېديانيو دايانو ته ورسپاره چې وده يې سمه او هډوكي يې كلك راشي او همداسې هم د “وبا” له رنځ خوندي وي او لنډه دا، چې عربي په ځانګړي چاپېريال كې زده كړي، چې په دې برخه كې د “بني سعد” دايانې مشهورې وې. هغوى به په ټاكلي وخت كې مكې ته راتلې او ماشوم به يې له ځان سره بېوه.

 د رسول الله (ص) له زوكړې څلور مياشتې تېرې وې، چې د “بني سعد” ټبر دايانې مكې ته راغلې. پر هغه كال سخته وچكالي او سوکړه وه او دوى شتمنو عربو ته ډېرې اړمنې وې.

ځينې تاريخ ليكونكي ليكي: يوه دايه هم حاضره نه وه، چې حضرت “محمد” ته شيدې وركړي ځكه هرې يوې غوښتل، چې د هغه چا دايتوب وكړي، چې يتيم نه وي، او پلار يې شتمن وي، ان حليمې هم دا ځل د حضرت “محمد” داييتوب ته غاړه کېنښووله خو داچې حليمه په خپله کمزورې وه، چا ورته خپل اولاد و نه سپاره نو له ناچارې يې د “عبدالمطلب” لمسى قبول كړ او خپل مېړه ته يې وويل: ((تر خالي لاس تلو به ددې يتيم وړل ښه وي. كېداى شي الله راباندې ولورېږي.)) خو اټكل يې رښتيا وخوت او چې له كله يې د حضرت “محمد” (ص) داييتوب ومانه نو د الله د رحمت چينې پرې راماتې شوې. [153]

د قريشو دا ماشوم يې؛ ځکه بلې دايي ته ورنه کړ، چې حضرت “محمد” د بلې دايي تى وانه خست خو د حليمې تى يې وروده، چې دې كار د “عبدالمطلب” كورنۍ ډېره خوشحاله كړه.[154]

“عبدالمطلب” دايي ته وويل: د كوم ټبر يې؟ و يې ويل: د بني سعد. بيا يې وپوښتله: نوم دې څه دى؟ ځواب يې وركړ: حليمه. “عبدالمطلب” ددې خبرو په اورېدو خوشحاله شو او و يې ويل: افرين! افرين! دوه ښكلي خويونه نېكمرغي او زغم. [155]

تاريخ شاهد دى، چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي، چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نه و.

تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې، چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛ نو مور يې ناسته وه. غوښتل مې، چې شيدې وركړم نو خپل کيڼ تى مې وركړ خو ماشوم ښي تي ته زور كاوه او زما چې اولاد شوى ښي تى مې وچ دى. ښي تي ته د ماشوم زور دې ته اړه كړم، چې ښي تي ته يې واچوم. ماشوم چې ښى تى وروده شيدې پکې پيدا شوې. دې پېښې ټول حيران كړل. [156]

حليمه بيا وايي: له هغې ورځې مې، چې “محمد” خپل كور ته راوستى نو په كور كې مې ورځ پر ورځ بركت زيات شوى رمه او مال مې هم ډېر شوى دى. [157]

په قرآن كې همدې ته ورته پېښې د حضرت مريم بي بي (د حضرت “عيسى” مور) په باب شته. د زوکړې وخت، چې راورسېد؛ نو يوې ونې ته يې پناه يووړه او له ډېر درد، يوازېتوب او د خلكو د تورونو له وېرې يې له خدايه مرګ وغوښت، چې په دې وخت كې يې غږ واورېد: مه خپه کېږه! الله دې تر پښو لاندې د اوبو چينه پيدا كړه او د كجورې وچه ونه وخوځوه، چې تازه خرما ترې راتويه شي. [158]

د مريم او حليمې ترمنځ په مقام او منزلت كې ډېر توپير دى. كه د مريم خپل لياقت ددې الهي رحمت لامل و خو دلته ددې ماشوم مقام او منزلت ددې لامل شو، چې دا ښځه له الهي رحمته برخمنه شي.

 دا ماشوم څلور کاله له خپلې مور، نیکه، نورو خپلوانو او له مکې لرې په بېديا مېشتو کې له یوې دايې سره اوسي. په څلورکلنۍ کې يې له دايې بېرته اخلي. لورانده مور يې په غېږ کې اخلي. تاسې اوس د آمنې بي بي حالت ته پام وکړﺉ: هغه مېرمن، چې د عبدالله په نامه غوره او په اصطلاح ارماني مېړه يې درلود، په کومه شپه يې، چې ورسره واده وکړ؛ نو آمنه بې بي د مکې په ټولو پېغلو ویاړي، چې دا ستر ویاړ مې په برخه شوی دی. لا يې ماشوم په نس دی، چې دا شان مېړه له لاسه ورکوي. داسې ښځه، چې له خپل مېړه سره دومره مینه لري؛ نو ماشوم يې ورته د خپل خوږ مېړه ستر یادګار ګڼل کېږي، په تېره که دا ماشوم هلک وي. آمنې بي بي خپلې ټولې هیلې، چې په عبدالله کې لېدلې، اوس يې په دې کوشني ماشوم کې ویني، هغه آمنه بي بي، چې بل مېړه هم نه کوي.

عبدالمطلب پر آمنې بي بي سربېره د دې کوشني ماشوم متکفل- رزمنوال هم دی. د آمنې بي بي قوم او خپل خپلوان په مدینه کې ول. آمنه بي بي له عبدالمطلبه اجازه اخلي، چې مدینې ته د خپلو خپلوانو لیدنې ته ولاړه شي او دا ماشوم هم له ځان سره یوسي. له خپلې وينځې “ام ایمن” سره په قافله کې روانېږي. مدینې ته رسي او خپل خپلوان ویني. (آنحضرت په ماشومتوب کې همدا یو سفر کړی، چې پینځه کلن و.) آنحضرت له خپلې مور او د مور له وېنځې سره له مدېنې راستنېږي. د مکې او يثرب پر لار په “ابواء”کې د آنحضرت مور رنځورېږي، کمزورېږي او له حرکته غورځي او همدلته مري. ماشوم په مسافرت کې د خپلې مور مرګ په سترګو ویني. مور همدلته ښخوي او د مور له وېنځې سره بېرته مکې ته راستنېږي، همدا وېنځه، چې روسته بیا آزاده شوه، د عمر تر پایه يې د آنحضرت، حضرت علي (ک)، فاطمې بي بي او حسن او حسین له خدمته لاس وانه خست.

قرآن شريف د رسول الله (ص) د يتيمۍ پېر په “الضحى” سورت كې راوړى: “الم يجدك يتيما فاوى” مګر يتيم يې و نه موندې او پناه يې درنه کړه؟ [159]

د قريشو ددې ماشوم د يتيمېدو حكمت لا موږ ته هم نه دى معلوم خو دومره پوهېږو، چې د غمونو دا سېلاب بې حكمته نه و. الله غوښتل د نړۍ مشر مخكې له دې چې پر چارو واكمن شي، د ژوند له خوږو او ترخو سره اشنا او روح يې ستر او باخبره شي او له دې سختيو ورته تجربې لاس ته راشي او ځان بېلابېلو سختيو او محروميتونو ته ونيسي. الله غوښتل له هماغه پېله په ژوند كې ازاد عادت شي او په خپله په خپلو لاسو ځان ته د پرمختګ لار هواره كړي، چې خلكو ته وښيي دا نبوغ بشري نبوغ نه دى او مور و پلار يې په برخليك كې هېڅ ونډه نه لري او د عظمت او ستروالي سرچينه يې د وحې له غرونو رابهېدلې ده.

تردې پېښې تقریباً پینځوس کاله روسته، حدوداً د هجرت درېیم کال و، چې آنحضرت په یو سفر کې له “ابواء” تېرېده او هلته ودرېد. اصحابو ولیدل، آنحضرت بې له دې چې له چا سره خبرې وکړي، یوې خوا ته روان دی. ځینې ورپسې شول، چې چېرې ځي، ګوري آنحضرت په یو ځای کې کېناست او دعا، “حمد” او “قل هو الله احد” وايي، هغه ځای ته يې ژور کتل او د دعا ویلو په حال کې يې له سترګو اوښکې راغلې، وپوښتل شو: رسول الله (ص)! ولې ژاړی؟ و يې ويل: دا مې د مور قبر دی، پینځوس کاله مخکې مې مور همدلته ښخه کړه.

د مور تر مرګ روسته، عبدالمطلب د رسول الله پالندوى شو، د خپل زوى او اینګور تر مرګ روسته يې له دې ماشوم سره فوق العاده مینه وه او خپلو زامنو ته يې ويل، چې دا له نورو سره توپیر لري. هغه د خدای له لوري راتلونکی لري او تاسې نه پوهېږئ. عبدالمطلب د مړینې پرمهال ډېر پرېشانه و او خپل مشر زوى “ابوطالب” ته يې وویل: له مرګه نه وېرېږم خو ددې ماشوم په هکله مې سودا ده. دا ماشوم چاته وسپارم؟ ایا ته يې منې؟ زما لخوا ژمنېږې، چې پالندويي يې پر غاړه واخلې؟ ابوطالب ورته وویل: هو پلاره! زه يې منم. تر نیکه روسته د حضرت علي (ک) پلار د آنحضرت پالندوی شو.

“عبدالمطلب”، “ابوطالب” ته د څو لاملونو له مخې د رسول الله (ص) پالنه ور پر غاړه كړه: يو داچې “ابوطالب” او “عبدالله” له يوې موره وو او بل دا، چې مشهور، سخي او نېك سړى و. “ابوطالب” رسول الله (ص) ته خورا زيات زحمتونه وګالل، چې تاريخ پرې ګواه دى. [160]

 

 

 

د حضرت محمد (ص) د ځوانۍ پېر

د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې، زغم، مړانې او د ستر روح خاوند وي. ډارن، ضعيف النفس، بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او وګړه د نورو له بريده وساتي. د مشر روحي او جسمي پياوړتيا پر چاپېريال عجيبه اغېز لري. [161]د قريشو په دې ګران تندي كې له وړكتوب او ځوانۍ د ځواک، مړانې، زغم او تكړه توب نښې وې. هغه په پينځلس كلنۍ كې د “فجار” په جګړه كې، چې د قريشو او هوازن ترمنځ وشو ګډون وكړ. په جګړه كې يې دنده دا وه، چې خپلو ترونو ته يې غشي وررسول.

 “ابن هشام” په خپل سيرة كې د رسول الله (ص) له خولې راوړي، چې: ((خپلو ترونو ته يې غشي وركول، چې ويې توغوي.)) [162]

 “ابن اثير” هم په “النهاية” كې دا حديث راخستى دى.

په جګړه كې ګډون يې مېړانه راښيي. حضرت علي (ک) يې په باب ويلي: په جګړه كې به چې تنګسه او سختي راغله نو موږ به رسول الله (ص) ته پناه وړه او په موږ كې تر هغه هيڅوك دښمن ته ورنږدې نه و. [163]

 

د رسول الله (ص) سفرونه

رسول الله له عربستانه بهر دوه سفره کړي او دواړه سوریه ته وو او تر رسالت مخکې ول. یو سفر يې په دولس کلنۍ کې له خپل تره ابوطالب او بل يې په پینځه وىشت کلنې کې د حضرت خدیجې په سوداګریز کاروان کې و، چې بیا يې له خدیجې بي بي سره واده هم وکړ. که څه تر رسالت روسته دننه په عربستان کې يې سفرو نه کړي دي. د ساري په ډول: طایف ته تللی، خیبر ته تللی، چې د مکې په شمال کې پروت دی، تبوک ته تللی، چې له سوریه سره په پوله پروت دی خو د رسالت په ورځو کې له عربي ټاپو وزمې بهر نه دی تللی.

 

د نبي کریم بوختياوې- ورهڼې

رسول الله څه بوختياوې- ورهڼې درلودې؟ بې له شپونتوب او سوداګرۍ يې بله ورهڼه نه درلوده. ډېری پېغمبرانو تر رسالت وړاندې شپانه ول(داچې په دې که څه الهي راز دی، موږ پرې سم نه پوهېږو خو ترشوني بریده یو لړ رازونو ته يې اشاره کړې)؛ لکه څرنګه چې حضرت موسی علیه السلام شپون و. څرګنده؛ خو داده، چې آنحضرت شپني کوله، بېدیا ته يې رمه وړه. سوداګري هم کوله، یو سفر يې دومره په مهارت ترسره کړ، چې ټول ورته هک پک شول. څه وخت يې د څارويو پر روزلو تېره كړه، چې د انسانانو روزلو ته يې سينه پراخه شي، او ټول كړاوونه او خپګانونه ورته اسان او و يې زغملاى شي ځكه كه انسان څاروي چې د هوش او پوهې له پلوه بيخي له انسان سره د پرتلې وړ نه دى، روزلاى شي؛ نو هرومرو به انسان روزلاى شي هغه بې لارې انسان ته لارښوونه وكړاى شي، چې فطرت يې پر الله ايمان دى.

 په حديث كې راغلي: الله داسې پېغمبر نه دى رالېږلى، چې له پېغمبرۍ مخکې يې شپني نه وي كړې، چې په دې توګه ورته د خلكو روزنه زده كړي.

ډېرو سيره ليكونكيو هم د رسول الله (ص) له خولې ويلي دي: ټولو پېغمبرانو تر پېغمبرېدو مخکې شپني كړې ده. وپوښتل شو: آيا تا هم شپني كړې؟ و يې ويل: هو! ما هم څه موده په “قراريط” کې د مكې رمه څرولې ده. [164]

د کوم شخصيت، چې له “ابولهبانو” او “ابوجهلانو” سره مبارزه وي او د ډبرو او لرګيو له بت لمانځيو داسې انسانان وروزي، چې يوازې حق ته تسليم شي؛ نو بايد د ډېرې مودې لپاره د صبر او زغم په ډول ډول ښوونځيو كې وروزل شي.

دويم علت: داسې انسان ته چې په رګونو كې يې د غيرت، مړانې او ازادۍ وينه بهېږي، ډېره سخته ده، چې د قريشو ظلمونه، فساد، له حقه سرغړونه او د بوتانو عبادت وزغمي نو ځكه رسول الله (ص) سلا وګڼله څه موده په غرونو او دښتو كې تېره كړي، چې د مكيانو له ناوړو چارو لرې وي ؛ البته دا په دې مانا نه ده، چې پوه او متقي انسان د ظلم او فساد پر وړاندې چوپ كېني او د خپلو چارو حساب ترې بېل كړي بلكې د پېغمبر چوپ كېدل د الله له لوري وو ځكه لا د بعثت وخت ورته چمتو شوى نه و.

درېیم علت: دا كار ښه فرصت و، چې حضرت “محمد”(ص) په اسمان، ځمكه، ستوريو، تكويني او انفسي آيتونو او نښو كې فكر وكړي.

كه څه د پېغمبرانو زړونه له پيدايښته د توحيد په ډيوه روښانه وي؛ خو هغوى هېڅكله ځان د هستۍ او الهي آيتونو له څېړنې، بې نيازه نه ګڼي او له دې لارې د يقين او ايمان تر ټولو سترې زده كړې تر لاسه كوي او ځان د ځمكو او اسمانو ملكوت ته رسوي.

“ابوطالب”، چې د خپل وراره د ژوند حالات وليدل؛ نو دې ته اړ شو، چې يو كار ورته پيدا كړي نو ورته يې وويل: “خديجه” د “خويلد” لور د قريشو سوداګره ده، چې د خپلو چارو سمبالښت ته په ډاډمن سړي پسې ګرځي، چې مالونه يې په “شام” كې وپلوري نو ښه به وي، چې ورته ځان وښيې او دا دنده ومنې. [165]

د حضرت “محمد” (ص) متانت او د روح ستروالي ددې مخه نيوه، چې نېغ په نېغه دې خديجى ته ځان وښيي نو خپل تره ته يي وويل: كېداى شي هغه په خپله درپسې څوك راولېږي ځكه حضرت “محمد”(ص) پوهېده، چې په خلكو كې په امين مشهور دى او همداسې هم وشول.

 حضرت خديجه چې د “ابوطالب” او حضرت “محمد”(ص) له خبرو خبره شوه؛ نو له واره يې ورپسې څوك ولېږه و يې ويل: ستا ښه خوى، صداقت او امانت مې خوښ شوى دى، زه به دوه ګرايه تنخواه او دوه مريان هم دركړم، چې په چارو كې درسره لاس وكړي. [166]

رسول الله (ص) راغى او کيسه يې خپل تره ته وكړه. تره يې ورته وويل: دا كار دې، چې الله تعالى درپېښ كړ ژوند ته يوه وزله ده.

دلته يوه بله خبره هم بايد سپينه شي او هغه داچې: آيا حضرت “محمد” (ص) په كاروان كې د حضرت خديجې د “اجير” په توګه ګډون كړى و، كه ورسره يې تړون كړى و، چې د مال په ګټه كې ورسره شريك وي؟ (په مضاربي بڼه) نو د هاشمي كورنۍ مقام او موقعيت او د حضرت “محمد”(ص) د عزت نفس غوښته وه، چې د خديجى اجير نه بلكې په ګټه كې ورسره شريك وي دا ځكه چې:

لومړى: د “ابوطالب” په خبرو كې داسې كوم ټکى نشته، چې حضرت “محمد”(ص) دې د حضرت خديجې اجير شي بلكې له دې مخکې “ابوطالب” له خپلو ورونو سره خبره كړې وه: راځئ د خديجې كره ولاړ شو او ورته ووايو: څه مال حضرت “محمد”(ص) ته وركړه، چې سوداګري پرې وكړي. [167]

دويم: “يعقوبي” په خپل تاريخ كې ليكي: پېغمبراکرم په خپل عمر كې د چا اجير نه و. [168]

د قريشو كاروان حركت ته چمتو شو، حضرت خديجې خپل وكيل او دوو مريانو ته وويل: له ادبه به كار اخلئ او څه چې حضرت “محمد”(ص) كول تاسې پرې د نيوكې حق نه لرئ او څه يې چې درته ويل؛ نو تاسې يې په دواړو سترګو منئ.

كاروان خپل پړاو ته ورسېد او په دې سفر كې هر چا څه وګټل خو حضرت “محمد”(ص) تر ټولو زياتې وګټلې او د “تهامه” په بازار كې يې څه مال پلورلو ته واخست. او كاروان مكې ته راستون شو. په دې سفر كې حضرت “محمد”(ص) په دويم ځل د “عاد” او “ثمود” له سيمو راتېر شو، چې په ليدو يې په چورت كې شو. پردې سربېره، پخواني يادونه يې پر زړه راوورېدل، چې يوه ورځ له خپل تره سره له دې سيمو تېر شوى و.

كاروان مكې ته رانږدې شو، “ميسره”د حضرت خديجې مريي حضرت “محمد” (ص) ته وويل: ښه به وي، چې تاسې تر موږه مخكې مكې ته ورننوځئ او خديجه له دې بې سارې ګټې خبره كړئ.

حضرت خديجه په خپله هټۍ كې ناسته وه او حضرت “محمد”(ص) ورته په خپله خوږه ژبه د سوداګرۍ حال ووايه. ډېر وخت لا تېر شوى نه و، چې ميسره هم راورسېد. [169]

 ميسره، څه چې په سفر كې تېر شوي وو، ټكي په ټكي حضرت خديجې ته وويل، چې د مسيره ټولو خبرو د حضرت “محمد”(ص) پر عظمت او معنويت ګواهي وركوله. د مسيره خبرې دا وې:

 امين په يوه خبره له يو تاجر سره وران شو. تاجر ورته وويل: پر “لات” او “عزى” قسم وخوره، چې په خبره دې باور وكړم. امين ورته وويل: هغوى ماته بې ارزښته دي! زه ترې كركجن يم. بل داچې امين په بصره كې دمې ته تر يوې ونې لاندې كېناست او چې د راهب سترګې، پرې ولګېدې نو راغى او له ما يې د هغه نوم وپوښته. راهب وويل: دا تر ونې لاندنې ناست، هماغه پېغمبر دى، چې په “تورات” او انجيل كې يې زېرى شوى دى.

 

 

 

د حضرت محمد (ص) مخينې

تر رسالت مخکې د آنحضرت مخینې څه وې؟ د نړۍ په ټولو پېغمبرانو کې آنحضرت دی، چې پوره څرګند تاریخ لري. په مخینو کې يې تر ټولو څرګنده داده، چې آنحضرت نالوستى-امّي و؛ یعنې ښوونځي ته نه و تللی، چې په قرآن کې هم دا ټکی راغلی دی. د هغې سیمې زیاتره خلک په هغه وخت کې نالوستي ول.

بل داچې تر بعثت مخکې په څلوېښت کالو کې يې کله هم بوت ته سجده نه ده کړې او د هغه وخت ټول چاپېریال یوازې بوت پالى و. که څه لږ خلک ول، (چې په حنفاوو یادېدل) دوی هم بوتانو ته سجده نه کوله خو نه داچې دا ناسم دود يې د عمر له پیله تر پايه کړی وي؛ بلکې بیا په دې فکر کې شول، چې دا غلط کار دی او بوتانو ته يې شا کړه او ځینې پکې مسیحیان شول؛ خو آنحضرت په ټول عمر کې له ماشومتوبه تر اخره بوت ته سجده نه ده کړې. دا د آنحضرت له ځانګړنو دي. که د کوم بوت پر وړاندې يې کوشنۍ تواضع هم کړې وای نو په هغه پېر کې، چې له بوتانو سره يې مبارزه کوله؛ نو ورته به ویل شوي وای: ته هماغه نه يې، چې یوه ورځ دلته راغلې او د “لات” او “هُبل” پر وړاندې دې سر ټيټ کړ.

نه یوازې داچې آنحضرت بوت ته سجده و نه کړه؛ بلکې د ماشومتوب او ځوانۍ په ټول پېر کې، چې مکه د لهو و لعب- چټیاتو ښار و خو آنحضرت پرې ککړ نه شو.

له زوکړې تر مړينې يې بې له “الله” تعالى د بل چا عبادت نه دى كړى. روزونكي يې “عبدالمطلب” او “ابوطالب” ټول موحدين وو. په ياد به مو وي، چې د “ابرهه” د فيلانو د بريد پرمهال، “عبدالمطلب” د كعبې كړۍ ونيوه او د موحد په څېر يې له خپل الله سره مناجات وكړ چې: ((خدايه! بې له تا هيچاته هيله من نه يم.)) دغسې، “ابوطالب” به د سوکړې او وچكالۍ پرمهال خپل وراره “مصلى” ته بېوه او د هغه په مقام او منزلت به يې الله ته قسم وركاوه، چې باران ووروي. په دې باب “ابوطالب” مشهور شعرونه لري، چې د تاريخ په کتابو كې راغلي دي.

 ان په خپله رسول الله (ص) له “بحيرا” (بصري راهب) سره په كتنه كې له بوتانو كركه څرګنده كړه. هلته چې راهب حضرت “محمد” ته وويل: ستا دې پر “لات او عزى” قسم وي، چې څه درنه پوښتم، ځواب يې راكړه نو حضرت “محمد” په غوسه شو و يې ويل: ما ته پر “لات” و “عزى” قسم مه راكوه، چې له عبادته يې كركجن يم.

 بيا ورته راهب وويل: نو! ستا دې پر الله قسم وي. څه چې درنه پوښتم، ځواب يې راكړه، چې و يې ويل: سمه ده وپوښته. [170]

دا ټولې پېښې ګواه دى، چې رسول الله او د “عبدالمطلب” كورنۍ موحدين وو او ددې خبرې تر ټول ستر ګواه له بعثته مخکې د رسول الله (ص) اعتكاف دى.

 تاريخپوهان يوه خوله دي، چې حضرت “محمد” به په كال كې څو مياشتې په “حرا” غار كې عبادت كاوه او كور ته به چې رانغى؛ نو حضرت خديجې به په ډاډ ويل، چې په حرا غار كې دى او چې څوك به يې ورپسې لېږه؛ نو د عبادت پر حال يې ليده.

 په دې باب حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) هر كال د حرا غار ته ته او بې له ما به بل چا نه ليده. [171] ان رسول الله (ص) هغه ورځ چې پر پېغمبرۍ مبعوث شو په حرا غار كې پر عبادت بوخت و.

 حضرت علي (ک) د رسول الله (ص) د ژوند ددې برخې په باب وايي: حضرت “محمد”(ص)، چې له تي غوڅ شو؛ نو الله يې روزنې ته پرښته وټاكله چې شپه و ورځ يې ورته ښه خويونه ورښوول. [172]

حضرت “محمد” مخکې له دې چې پېغمبر شي، د دوو څيزونو په باب زيات فكر كاوه:

 لومړى: د ځمكې او اسمانو په ملكوت كې په فكر بوخت و. د الله په هر مخلوق كې يې د الله رڼا، ځواک او علم ليده او له دې لارې يې ځان ته د غيبو پر لور دريمڅې پرانستې.

دويم: د هغې درندې دندې په باب، چې پر اوږو يې اېښوول كېږي. د هغه وخت په فساد كې د ډوبې ټولنې سمون يې، په نظر ناشونى كار نه و خو زياتې هڅې يې غوښتې. د ټولنې فسادونه يې، چې ليدل؛ نو سمون ته يې په فكر كې ډوب و، چې خلكو به بوتانو ته عبادت كاوه نو ډېر به خواشينى كېده او څو پر ضد مبارزې ته يې ګومارل شوى نه و؛ نو خلكو ته يې څه نه ويل.

 مکې دوه ځانګړنې درلودې: یو داچې د عربستان د بوت پالۍ مرکز و او بل داچې د سوداګرۍ مرکز و او د عربو شتمن په مکه کې مېشت ول او د عربو مریان وال هم په مکه کې ول. دوی مریان او وینځې پلورلې او په پایله کې د شتمنو د مزو چړچو ځای هم و. ډول ډول لهو لعب، چټیات، شرابونه، سازونه او نڅا پکې کېدې. له روم(له شام او سوریه څخه) به يې ښکلې وینځې پېرلې او په مکه کې به يې د مزوچړچو خونې جوړولې، چې له دې لارې عشرت کدو به يې مالي ګټنه کوله او قرآن پردې چار په سخته نیوکه کوي:

 ((او خپلې وينځې چې پخپله پاك لمني غواړي نو د دنيوي ګټو لپاره يې زنا ته مه اړ باسئ او څوك چې هغوى (زنا ته) اړ باسي نو تردې اړ ايستنې روسته الله د اړشويو خلكو لپاره ښه بښونكى (او) لوراند دى. [173]))

دې کمبختو وینځو غوښتل پاکلمنې وسي خو دوی به زنا ته اړ ایستې او پيسې يې پرې اخستې. د مکې کورونه په دوو برخو کې ول، د ښار په لاندې او پورته برخو کې. پورته يې شتمن او لاندې يې نشتمن اوسېدل. د شتمنو په کورنو کې تل سازونه، سندرې او شرابونه ول. رسول الله پخپل ټول عمر کې کله هم په دې ناستو کې ګډون نه دی کړی.

د رسالت تر پېر مخکې آنحضرت، په رښتینولۍ، امانت، عقل، پوهې او هوښیارۍ مشهور و. “محمد امین” يې ورته وایه. خلکو يې په رښتینولۍ او امانت خورا ډاډ درلود. په ډېری کارونو کې يې په عقل ډډه وهله. عقل، رښتینولي او امانت هغه صفتونه دي، چې آنحضرت پرې خورا مشهور و، داسې، چې د رسالت په وخت کې يې ويل: ((تر وسه مو له ما کومه غلطه خبره اورېدلې ده؟)) ټولو ویل: نه! موږ دې په رښتینولۍ او امانت پېژنو.

له هغو بهیرونو، چې د آنحضرت عقل، پوهه او هوښیاري ښيي دا ده، چې کله يې کعبه ورانه کړه (او دېوالونه يې ونړول)، چې بیا يې جوړه کړي؛ نو “حجرالاسود” يې هم هاخوا کړه، چې بیا يې ایښووله نو یو ټبر ویل، چې زه يې ږدم او بل ویل زه يې ږدم او نږدې وه، چې سره لاس او ګرېوان شي. آنحضرت راغی او دا کړکېچ او اړپېچ يې ډېر ساده هوار کړ. دا پېښه ډېر مشهوره ده.

د رسالت تر پېر مخکې بله مسله يې د الهي تاییداتو ننګېرنه دی. رسول الله روسته بیا د رسالت په پېر کې د خپل ماشومتوب په هکله وویل: ((ما يې په چارو کې ګډون نه کاوه او ننګېرل مې چې یوه غیبي لاس مې تاييدوي.))

 آنحضرت وايي: ((اوه کلن وم، “عبدالله بن جدعان” د مکې شتمن و او ماڼۍ يې جوړوله، د مکې هلکانو به د شوق لپاره ورسره مرسته کوله او تېږې يې ورته راړوې. ما هم دا کار کاوه، هغوی په لمنو کې تېږې چلولې، داچې پرتګونه يې نه ول؛ نو عورت يې ښکارېده. زه هم ولاړم او په لمن کې مې تېږې واچولې، داسې مې احساس کړه، چې یو لاس راغى او زما له لاسونو يې لمن خوشې کړه، حس مې کړل، چې دا کار دې و نه کړم، سره له دې چې اوه کلن هم اوم.)) امام باقر(رح) په یوه روایت کې او همداراز حضرت علي (ک) هم دا مطلب په نهج البلاغه کې پوره تاييدوي.

 امام باقر(رح) وايي: ((له ماشومتوبه ورسره الهي پرښتې وې.))

 رسول الله وايي: ((ما به کله سلام اورېده، چې راته وايي، السلام علیک یا محمد! خو څوک به مې نه لیدل. کله به مې له ځان سره فکر کاوه، چې ښايي، دا تېږه یا ونه ده، چې راباندې سلام اچوي، بیا پوه شوم، چې الهي پرښته وه، چې راباندې سلام اچوي.))

تر رسالت مخکې د آنحضرت له پېښو ځنې دا هم دي، چې متکلمین ورته “ارهاصات”وايي، چې د پرښتو همدا داستان هم له دې ارهاصاتو ګڼل کېږي. رسالت ته په نږدې شپو او ورځو کې به آنحضرت څه هېښنده؛ خوبونه لیدل. رسول الله وايي: ((ياتى مثل فلق الصبح= ما د ګهیځ په شان څرګند خوبونه لیدل.))

ځینې خوبونه هماغه وحې او الهام دی خو نه هر خوب، چې له کينو، خیالاتو او مخکېنیو وهمونو راټوکېدلی وي. تر رسالت مخکې، چې آنحضرت وحې او الهام ته کوم لومړني پړاونه تېرول؛ نو هغه د خوبونو لیدل ول، چې د آنحضرت د خپل تعبیر له مخې به؛ لکه د روڼ سهار په شان راښکاره کېدل.

کله خوب انسان ته څرګند نه وي او ګډوډ وي او کله څرګنده وي؛ خو تعبیر يې رښتینى نه وي؛ خو کله خوب خورا روښانه وي او هېڅ ګډوډي او ابهام پکې نه وي او بیا يې تعبیر هم خورا څرګند وي.

د آنحضرت بله مخينه دا وه چې تر پينځويىشت کلنۍ دوه ځل له عربستانه بهر پر سفر تللی دی.

رسول الله نشتمن و، څه يې نه درلودل، یا په اصطلاح شتمن نه و. هم پلارمړی و او هم نشتمن او هم یوازې پلار مړی و؛ یعنې موروپلار دواړه يې مړه شوي ول. شتمن نه و؛ ځکه خپله يې کار او ژوند کاوه او یوازې و. انسان، چې دداسې اروا څښتنېږي او د فکر، احساساتو، مانیزو او اروا داسې پړاو ته رسي، چې د خپل وخت له خلکو سره تجانس نه لري او یوازې پاتېږي. اروايي یوازېتوب تر جسمي یوازیتوبه سل په سلو کې لوړ دی. که څه دا مثال ډېر روښانه نه دی خو د ساري په ډول: تاسې، یو ایمانوال او علمي شخصيت، بې ایمانه او ناپوهه خلکو ته یوسئ، که څه دا خلک يې خپلوان، ورونه یا موروپلار هم وي؛ خو دا عالم به پکې یوازې وي؛ یعنې جسمي پیوند نشي کړای ورسره يې یو ځای کړي. د اروا له اړخه هغه په یو ځای کې دي او دا خلک په بل ځای کې. وايي: که ناپوه له پوهه وحشت لري؛ نو پوه سل ګرایه له ناپوهه کرکجن وي.

آنحضرت په خپل قوم کې یوازې و او هم آندي يې نه درلودل. تردېرش کلنۍ روسته، حال دا له خدیجې بي بي سره يې واده کړی نو دوه کلن علي خپل کور ته راوړي، څو په رسالت مبعوثېږي؛ نو تر هغه دا ماشوم ورسره دی(؛ یعنې د حضرت علي (ک) تر دولس کلنۍ پورې)؛ یعنې د مکې په دې ټولو خلکو کې یوازې همدا ماشوم دی، چې د آنحضرت د هم اندۍ او هم اروايۍ وړتیا يې پر برخه ده. خپله حضرت علي (ک) نقلوي: ماشوم وم او آنحضرت به چې مخ پر بېديا کېده؛ نو زه يې پر خپلو اوږو کېنولم او له ځان سره يې بوتم.

په پینځویشت کلنۍ کې معناً خدیجه بي بي پرې مارکه کوي. که څه سړی باید مارکه وکړي؛ خو دا مېرمن د آنحضرت په خوی، مانیزتوب او ښکلا پسې لېونۍ وه. دا مېرمن ځینې وګړي دې ته راهڅوي، چې و يې هڅوﺉ، چې مارکه راباندې وکړي. دا خلک آنحضرت ته راځي او آنحضرت ورته وايي: “هېڅ هم نه لرم”، دوی ورته وویل: ته د دې څیزونو غم مه کوه، آنحضرت يې پوه کړ، کومه خدیجه، چې ته یادوې، چې شتمنو پرې مارکې کړي؛ نو هغې نه دي منلي، چې په پای کې مارکه او واده ترسره کېږي.

تر هغې ورځې د حضرت “محمد” اقتصادي وضع لا دومره ښه شوې نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و او له اقتصادي پلوه پرځان ډاډه نه و، چې واده وكړي خو “شام” ته د حضرت خديجې د وكيل په توګه سوداګريز سفر د هغه اقتصادي وضع جوته كړه. حضرت خديجې ته حضرت “محمد”(ص) د كارپوهۍ او مړانې له لامله ډېر ګران و نو ځكه پر تړون سربېره، يې څه زياتې پېسې انعام وركړې خو د قريشو دې ځوان يوازې د خپل تړون پېسې واخستې او د انعام پېسې يې و نه منلې او د “ابوطالب” كور ته روان شو او څه، چې يې ګټلي وو، په دواړو لاسو يې “ابوطالب” ته ډالۍ كړل.

د سترګې پر لار تره سترګو ته يې په ليدو د خوشحالۍ اوښكې راغلې ځكه وراره يې نور په خپلو پښو درېدلى دى، بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل، چې سوداګرۍ ته دوام وركړي او حضرت “محمد”، “ابوطالب” ته ګټلې پېسې وركړې، چې واده ورته وكړي.

 حضرت “محمد”(ص) هوډ وکړ، چې خپل كور اباد كړي خو څنګه وشو، چې حضرت خديجې له دې مخکې د ډېرو شتمنو “عقبه بن ابي معيط” “ابوجهل” او “ابوسفيان” مركې نه وې منلې او بيا يې ترمنځ دومره الفت پيدا شو، چې حضرت خديجې خپله ټوله شتمني د الله په لار كې ولګوله. كور يې، چې د وخت تر ټولو کورونو مجهز او ښکلى و، د مسلمانانو مركز شو. ددې پېښو ريښه بايد د حضرت خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو خو څه چې ترې انكار كېداى نه شي دا دي، چې: داسې ځان تېرېدنه كه په معنوياتو كې ريښه و نه لري؛ نو ډېر ژر له منځه ځي.

 تاريخ ګواه دى، چې دا واده د حضرت خديجې له ايمان، تقوا، پاكلمنۍ او امانت ساتنې راولاړ شوى و، چې سند يې هغه روايتونه دي، چې د حضرت خديجې د فضيلت په باب راغلي دي.

 حضرت خديجه پاكلمنه ښځه وه، چې د ايمانوال مېړه په لټه كې وه نو ځكه يې رسول الله (ص) په اړه وايي: “حضرت خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځو ده”.

 له ښځو لومړنۍ، چې پر حضرت “محمد” (ص) يې ايمان راووړ، حضرت خديجه وه.

حضرت علي (ک) په يوه خطبه كې وايي: يوه مسلمانه كورنۍ هم نه وه خو يوازې د “محمد” او خديجې كورنۍ وه، چې درېيم يې زه وم.

“ابن اثير” ليكې: “عفيف” نومې سوداګر “مسجدالحرام” ته راننووت، چې د درې کسيزې ټولنې عبادت خورا حيران كړ. و يې ليدل، چې رسول الله (ص) له حضرت خديجې او علي سره په عبادت بوخت دى. هغه په دې پېښې پوهېدانې ته د رسول الله (ص) تره “عباس” ته ورغى، “عباس” ورته وويل: هغه د پېغمبرۍ ادعا كوي او هغه بله يې ښځه ده او هغه درېیم زما وراره علي دى. بيا يې وويل: په دې ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نه وينم، چې ددې دين پلويان وي.

د حضرت خديجې د فضيلت په باب د نقل شويو روايتونو د راوړو وخت نه لرم؛ خو غوره به وي، چې د هغو علتونو په باب په تفصيل خبرې وكړو، چې دا تاريخي پېښه يې راپېښه كړه.

 

 

 

د حضرت محمد او ام المؤمنین خدیجه کبری واده ظاهري او باطني لاملونه

توکيز انسان، چې هر څه ته د مادياتو په سترګو ويني او انګېري:

داچې حضرت خديجه سوداګره او شتمنه وه نو د سوداګريزو چارو د سمبالښت لپاره يې رښتيني سړي ته اړتيا درلوده او حضرت “محمد”(ص) هم دا، چې د هغې د ژوند له وضع او اعتباره خبر و نو سره له دې چې عمرونه يې انډول نه وو (درويشت او څلوېښت) خو بيا يې هم واده وكړ خو تاريخ وايي چې: له حضرت “محمد”(ص) سره د حضرت خديجې واده د مادياتو له مخې نه بلكې د معنوياتو پر بنسټ و، چې لووي يې دا دي:

1 _ کله چې د حضرت خديجې مريي “ميسره” ورته د حضرت “محمد”(ص) د سفر کيسه وكړه او كوم كرامات، چې يې ترې ليدلي وو او د راهب خبرې يې ورته وكړې نو حضرت خديجې خپل مريي ته وويل: مسيره! بس دى، زما مينه دې ورسره نوره هم زياته كړه. ځه ولاړ شه! ته او ستا مېرمن مې ازاد كړئ او هم به درته دوه سوه درهمه، دوه اسونه او ګران بيه جامې دركړم.

حضرت خديجې چې څه له مسيره اورېدلي وو، “ورقه بن نوفل” ته [چې د عربو له پوهانو و] کيسه وكړه. ورقه بن نوفل ورته وويل: ددې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى. [174]

2 _ يوه ورځ “حضرت خديجه” په کور كې ناسته وه، چې ګردچاپېره ترې مريان او مينځې راټولې وې. په دې غونډه كې يهودي عالم هم و، چې ناڅاپه يې حضرت “محمد”(ص) د كور له څنګه تېرېده، چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې. عالم له حضرت خديجې وغوښتل حضرت “محمد”(ص) دې څو شېبې زموږ په غونډه كې ګډون وكړي. حضرت “محمد” (ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله، چې ورته په خپل بدن د نبوت نښه وښيي. په همدې وخت كې حضرت خديجې يهودي عالم ته وويل: كه ترونه يې پوه شول، چې تا يې وراره لټولى دى؛ نو لانجه به جوړه شي ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي.

يهودي عالم ورته وويل: دا ته څه وايې!؟ مګر څوك حضرت “محمد”(ص) ته زيان رسولاى شي!تقدير يې نبوت او د خلكو لارښوونې ته ټاكل شوی دى. ؟

 حضرت خديجې وويل: له كومه يې وايې، چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟ عالم: ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په “تورات” كې لوستي، چې له نښو يې يوه دا ده، چې مور و پلار به يې مړه شي او نيكه او تره به يې روزنه كوي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي. بيا يې حضرت خديجې ته اشاره وكړه او و يې ويل: بختوره به وي، چې له حضرت “محمد”(ص) سره واده كوي. [175]

3 _”ورقه بن نوفل”، د حضرت خديجې تره، د عربو له پوهانو و، چې تل يې ويل: ((له قريشو به يو پېغمبر د الله له لوري د خلكو لارښوونې ته راشي او د قريشو له يوې شتمې ښځې سره به واده وكړي او داچې حضرت خديجه د قريشو شتمنه ښځه وه كله كله يې خديجې ته ويل: يوه ورځ به راشي، چې ته به د ځمكې پر مخ تر ټولو له شريف انسان سره واده وكړې.)) [176]

4 _ حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد، چې لمر پر مكې چورلي او په ورو ورو راكوز شو او پر كور يې كېناست. خپل خوب يې “ورقه بن نوفل” ته ووايه. هغه ورته تعبير كړ، چې: له ستر انسان سره به واده وكړې، چې په ټوله نړۍ كې به مشهور وي. [177]

 

مركه

شك نشته چې وړانديز لومړى د حضرت خديجې له لوري و. “ابن هشام” وايي: حضرت خديجې رسول الله (ص) ته خپله مينه ښکاره كړه: د تره زويه! داچې ته په قوم كې پر “امين” مشهور يې او ټول دې پر امانت ساتنه او ښه خوى ګواهي وركوي او په خپله هم عزتمن او ستر انسان يې نو ډېره به خوشحاله شم كه درسره واده وكړم. حضرت “محمد”(ص) ورته وويل: په كار ده، چې په دې باب له خپلو ترونو سره سلامشوره وكړم. [178]

خو يوه ډله نور تاريخ ليكونكي وايي چې: “نفيسه” د “عليه” لور وه، چې د حضرت خديجې پېغام يې رسول الله (ص) ته ورساوه: ” محمده! ولې د خپل ژوند د شپې تيارې د كورودانې په څراغ نه رڼا كوې؟ كه د ښايست، شتمنۍ، شرافت او عزت وړانديز وكړم نو و به يې منې؟ حضرت “محمد” ورته وويل: څوك دې په پام كې نيولې؟ هغې ورته د حضرت خديجې وړانديز وكړ. حضرت “محمد” ورته وويل: آيا هغه په دې كار خوښه ده؟ سره له دې چې زما ژوند (عمر) ورسره ډېر توپير لري؟ “نفېسې” ورته وويل: اختيار يې زما په لاس كې دى، زه به يې راضي كړم. ته يو وخت وټاكه، چې د هغه وكيل (عمرو بن اسد) له تا او ستا له ټبر سره په يو ځاى كې راټول شي او د واده مراسم پرځاى شي.

 رسول الله (ص) “ابوطالب” له دې پېښې خبر كړ غونډه يې جوړه كړه، چې د قريشو ستر شخصيتونه پکې راټول شوي وو. لومړى “ابوطالب” د الله تر ستاېنې روسته وويل: زما وراره “محمد بن عبدالله” كه د قريشو له هر چا سره پرتله كړئ؛ نو تر ټولو غوره دى، كه څه له شتمنۍ بې برخې دى؛ خو مال د لاس خيرى دى، چې د چا په لاس کې نه پاتې كېږي خو اصل او نسب پاتېدونى دى. [179]

مشهوره ده، حضرت خديجې چې له حضرت “محمد” سره واده كاوه نو څلوېښت كلنه وه. له عام الفيله 15 كاله مخکې زيږېدلې وه خو ځينو تاريخپوهانو له دې څه كم ليكلي دي.

حضرت خديجې پخوا هم دوه ودو نه کړي وو، چې دواړه مړونه يې مړه شوي وو، چې دا: “عتيق بن عايذ” او “ابوهاله بن بناش التميمي” وو.

 

د حضرت “محمد” (ص) اولاد

د اولاد زوکړه، د مېړه او ښځې ترمنځ د مينې تړون لا پسې ټينګوي او د ژوند شپې يې لا نورې روښانوي. له حضرت خديجې يې شپږ اولاده درلودل، چې دوه زامن وو. مشر “قاسم” او بل “عبدالله” نومېده، چې “طاهر” او “طيب” يې هم ورته وايه او څلور يې لوڼې وې.

 “ابن هشام” ليكي چې: مشره لور يې “رقيه” وه، ورپسې “زينب”، “ام كلثوم” او “فاطمه” وه. له حضرت خديجې بي بي د رسول الله (ص) زامن له بعثته مخکې وفات شول؛ خو لوڼو يې د پلار د نبوت پېر وكوت. ځينې وايي: د رسول الله (ص) زامن تر دوو زيات وو. [180]

په ناوړو پېښو كې له لويې سينې كار اخستل د حضرت “محمد” عادت و خو له دې لويې سينې سره سره، د خپلو زامنو په مرګ كې يې اوښكې راتويې شوې. د “ابراهيم” په مرګ، چې مور يې”ماريه” وه خورا خواشېنى و. په خوله يې د الله شكر ايسته، كه څه د صبر بېړۍ يې د غم په سمندر كې ډوبه وه. دومره يې وژړل، چې ځينو د رسول الله (ص) پر ژړا نيوكې وكړې. رسول الله (ص) ورته وويل: داسې ژړا رحمت وي و يې ويل: څوك، چې پر چا ونه لورېږي؛ نو الله به پرې ونه لورېږي. [181]

هېښنده؛ خو داده، چې آنحضرت اوس د شتمنې او سوداګرې مېرمنې مېړه شوى نو په کار او سوداګرۍ پسې نه ځي او اوس خو يې لا د ګوښېدنې، انزوا او ستاینې پېر پیلېږي. د یوازېتوب هغه حالت؛ یعنې هغه اراويي واټن يې ورځ پر ورځ زياتېږي، چې له خپل قوم سره يې پیدا کړی و، ته وا نور دا مکه او د مکې ټولنه يې اروا خوري د مکې شاوخوا غرونو ته خېژي او تفکر او تدبر کوي.

په مكه كې يوه پېښه وشوه، چې د حضرت “محمد”(ص) انساني عواطف يې ټپي كړل، و يې ليدل، چې يو جوارګر جواري كوي او له بده مرغه په جوارۍ كې يې خپل اوښ او د استوګنې كور يې بايلود، ان كار دې حد ته راورسېد، چې د خپل ژوند لس كاله يې هم وبايلل. دې پېښې حضرت “محمد”(ص) دومره خواشينى كړ، چې له ډېره غمه په مكه كې پاتې نه شو بلكې شاوخوا غرونو ته يې پناه يووړه او نيمه شپه كور ته راستون شو. حضرت “محمد”(ص) به ددې پېښو له ليدو خورا خواشينېده او ددې بې لارې ډلې بې عقلۍ او بې شعورۍ ته به ګوته پر غاښ و.

 خدای ښه پوهېږي، چې په کوم يو عالم کې به وي، موږ خو پرې نه پوهېږو. په همدې وخت کې هم بې له حضرت علي (ک) بل څوک يې د خبرو کولو نشته.

د رمضان په میاشت کې د “حراء” په غره کې خلوت کوي. په تاسې کې ډېری به حج ته تللي وي او د “حراء” غار ته به هم ختلي یاست، د همدې غره له لمنې تر څوکې سړی په یو ساعت کې خېژي او په درې پاوو کې بېرته راستنېږي.

د رمضان میاشت، چې شي آنحضرت مکه پرېږدي او ان له خدیجې هم لرې کېږي. له ځان سره د “حراء” غره ته خوراک څښاک وړي او خدیجه بي بي هر څو ورځې روسته ورته د چا په لاس خوراک څښاک لېږي دا ټوله میاشت په انزوا او ګوښېدنه کې تېروي. کله نا کله به حضرت علي (ک) ورتله؛ ځکه حضرت علي (ک) وايي: چې کله وحې راغله نو زه هلته وم.

آنحضرت له دې غره راښکته کېږي او همدلته د خدای ستاینه کوي. داچې څرنګه آندنه يې کوله، څرنګه يې له خدای سره مینه کوله او څه عوالم يې هلته وهل؛ نو دا موږ ته نه انګېرېدونکي ده. حضرت علي (ک) په دې وخت کې دولس کلن ماشوم دی، چې په آنحضرت وحې نازلېږي؛ نو حضرت علي (ک) هلته حاضر دی. پېغمبراکرم په یو بل عالم کې دی. که زموږ په شان په زرونو هلته وای نو د ځان په شاوخوا کې به يې څه نه احساسول؛ خو حضرت علي (ک) دا بدلونونه ننګېري. د آنحضرت د عالم ډېری برخه يې درک کوله؛ ځکه وايي: ((و لقد سمعت رنّة الشیطان حین نُرول وحی- د وحی د نازلېدو په وخت کې مې د شیطان چغې اورېدې.))

د مانیز زدکړیال په څېر، چې خپل اروایز حالات استاد ته وړاندې کوي، آنحضرت ته يې وویل: یا رسول الله (ص)! پر کومه شېبه، چې پر تاسې وحې نازلېده، ما د رټل شوي شيطان چغې واورېدې.

 آنحضرت وویل: ((هو علي! زه چې زه څه اورم، ته يې هم اورې او څه چې وینم، ته يې هم وینې خو ته پېغمبر نه يې[182].))

د پېغمبراکرم زويولي

حضرت “محمد”، “زيد بن حارث” (رض) ته د “حجر الاسود” ترڅنګ خپل زوى ووايه. “زيد” د عربو لوټ مارو له “شام” نه راتښتولى و او د مكې په بازار كې يې د حضرت خديجې پر يوه خپلوان “حكيم بن حزام” پلورلى و خو څرګنده نه ده، چې هغه ترې حضرت خديجې څرنګه واخست.

د “حيات محمد” ليكونكى وايي: ((حضرت “محمد” د خپلو زامنو پر مړينه خواشينى و، تسلۍ ته يې له حضرت خديجې وغوښتل، چې “زيد” واخلي. بيا رسول الله هغه ازاد كړ او زوى يې ورته ووايه)) خو ډېرى ليكي: ((حضرت خديجې بي بي، چې له حضرت “محمد”سره واده وكړ نو “حكيم بن حزام” هغه خپلې ترور ته وروبښه او دا، چې له هر لوري پاك او هوښيار و نو د حضرت “محمد” پرې د زوى مينه راتله؛ نو حضرت خديجې هم هغه ورته وروبښه.))

څه موده تېره شوه، چې د “زيد” اصلي پلار په پوښتنه پوښتنه ځان راورساوه او له حضرت محمده يې وغوښتل اجازه وركړي، خپلې پلرنۍ سيمې ته يې يوسي.

 حضرت “محمد” هم ورته اختيار وركړ، چې پلرنۍ سيمې ته ځي او كه پاتې كېږي. د حضرت “محمد” مينه ددې لامل وه، چې زيد له پلرنۍ سيمې تېر شي او په مكه كې پاتې شي؛ نو ځكه حضرت “محمد” ازاد كړ او ورته يې خپل زوى ووايه او بيا يې “زينب” د “جحش” لور ورته نکاح كړه. [183]

 

علي (ک) خپل كور ته بيايي

د وچكالۍ او سوکړې پر كال، حضرت “محمد” هوډ وکړ له خپل تره سره مرسته وكړي نو ځكه له خپل بل تره “عباس” سره يې په دې باب سلا مشوره وكړه او ټولو ومنله، چې هر يو به د “ابوطالب” يو زوى له ځان سره خپل كور ته بيايي؛ نوځکه “عباس” “جعفر” او حضرت “محمد” “علي” له ځان سره كورو ته بوتلل.

 مشهور تاريخپوه “ابوالفرج اصفهاني” ليكي:

 ((“عباس”، طالب))، ((“حمزه”، جعفر)) او ((حضرت “محمد”، علي)) له ځان سره كورونو ته بوتلل او هماغه وخت يې وويل: ما هغه غوره کړ، چې الله راته غوره کړى وو.)) [184]

كه څه ددې پېښې ظاهري بڼه دا وه، چې په وچكالۍ كې له “ابوطالب” سره مرسته وشي؛ خو اصلي موخه دا وه، چې علي د حضرت “محمد” په لمن كې لوى شي.

 

 

 

 

 

بعثت

د نبیانو خاتم راغلی رڼا راغله[185]

د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په حرا غار کې مبعوث شو.

د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په بعثت، د خلکو هدایت ته د قرآن ۱۱۴ سورتونه نازل شول، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په بعثت، زموږ لارښوونې ته نبوي سنت راوښوول شول[186].

د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په بعثت، تر ننه پر څه چې عمل وشو، عمل وشو او تر قيامت ورځې به عمل پرې وشي.

د اسلام د تبليغ په لار کې له نارينه وو ځنې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تره او د مکې شېخ ابوطالب د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لاسنيوی وکړ او له ښځو ځنې مېرمن یې حضرت خديجې.

او له نارينه و ړومبي تن علي کرم الله وجهه د ابوطالب زوی ايمان پرې راووړ او له ښځو ځنې حضرت خديجې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مېرمن.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تردې لا مخکې په کوشنيتوب کې علي کرم الله وجهه خپل کور ته بوتلی او مړۍ يې په خوله کې ورايښووه او علي کرم الله وجهه يې په خپل مبارک بدن پورې نښلوه او خپل ښه بوی يې وربوياوه.

او علي کرم الله وجهه د وحې د نزول پر وخت له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره په حرا غار کې و[187].

اسلام ته د بني هاشمو د بلنې او له دوی ځنې يې د اسلام بريا ته د ملاتړ غوښتلو پر ورځ په دوی ټولو کې يوازې علي کرم الله وجهه په دې لار کې له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره بيعت وکړ.

د بعثت پر لسم کال ابوطالب او حضرت خديجه، د اسلام د تبليغ په لار کې، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دوه مرستندويان مړه شول او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دا کال عام الحزن ونوماوه.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مدينې ته هجرت وکړ.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په مدينې کې ابوطالب او حضرت خديجه يادول او چې کله يې پسه حلالاوه، د حضرت خديجې پر خپلوانو يې ويشه.

تر ابوطالب روسته، زوی يې علي کرم الله وجهه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ځانګړی يار او مرستندوی شو، علي کرم الله وجهه په بدر غزا کې تر ګردو مسلمانانو ډېر د قريشو مشرکانو ووژل او بنديان کړل، علي کرم الله وجهه په اُحد غزا کې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په مخکې توره وهله او له قريشو سره جنګېده او نور وتښتېدل.

علي کرم الله وجهه په خندق غزا کې عمرو د قريشو اتل وواژه او مشرکان وتښتېدل.

علي کرم الله وجهه، په خيبر غزا کې، د خيبر کلا سوبه (فتح) کړه.

علي کرم الله وجهه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته د ابوطالب يادګار و او حضرت فاطمه د حضرت خديجې، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په مدينې کې حضرت فاطمه علي کرم الله وجهه ته ور واده کړه.

له علي کرم الله وجهه او حضرت فاطمې حسن و حسين وزيږېدل.

((فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ﴿آل عمران/۶۱﴾ = نو ورته ووايه: ((راځئ، چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي) نو د الله لعنت دې پرې وي.))

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د پورته آیت تر نزول روسته د نجران له نصاراوو سره مباهلې ته له ځان سره حسن و حسين، علي او فاطمه بوتلل.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د [إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ﴿احزاب/۳۳﴾ = الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي] د نزول پرمهال حسن په غېږ کې، فاطمه مخې ته کېنوله او علي يې خپل شاته ودراوه او پر دوی يې خپله ردا «څادر» راواچوو، و يې ويل: رب هولاء اهلبيتی

پالونکيه! دوی مې اهلبيت دي.

او په دې توګه يې دا پنځه تنه «اصحاب کسا» ونومول.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ددې آیت تر نزول روسته، د پينځګونو لمونځونو پرمهال، د ورځې پينځه وارې د خپلې لور فاطمې وره ته ودرېده.

د فاطمې د کور ور جومات ته ورمات و او بل ور يې نه درلود، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته به اصحاب په لیکو کې د جماعت لپاره منتظر ناست وو او حضرت صلی الله علیه وآله وسلم به د دوی پر وړاندې د فاطمې پر درشل درېده او ويل يې:

((السَّلامُ عَلَيْكُمْ يا أهلَ بَيْتِ « إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا» الصلاة! الصلاة!))

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ددې جملو تر ويلو روسته محراب ته ورتله او د جماعت لمونځ يې ورکاوه.

او د [قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (شورا/۲۳) ] آیت په نازلېدو علي، فاطمه، حسن او حسين د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ذوی القربی (ډېر نژدې خپلوان) وپېژندل شول.

او د [وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ (اسراء/۲۶) ] آیت په نزول پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم فدک حضرت فاطمې ته ورکړ.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د [يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ (مایده/۶۷)] آیت په نزول پسې په خم غدیر کې، علي کرم الله وجهه له لاسه ونيو، لاس يې ور پورته کړ، و يې ويل: « مَنْ كُنْتُ مَوْلاهُ، فَهذا عَلِىٌّ مَوْلاهُ…»

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ډاګه علي کرم الله وجهه تر ځان روسته خپل وصي کړ.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم رنځور شو او د دوشنبې پر ورځ يې خپل سر د علي کرم الله وجهه پر سينه کېښود او وفات شو.

علي کرم الله وجهه د وظيفې له مخې له څو تنو خپلوانو سره د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر غسل او کفن کولو بوخت شول.

انصار دا مهال د بني ساعده وو په څپرګي (سقيفه) کې راټول شول، چې له سعد بن عباده (رض) سره بيعت وکړي او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خليفه يې کړي. د قريشو مهاجرين، سقيفې ته ورغلل، و يې ويل: پېغمبر د قريشو له ټبره دی، عرب نه مني چې خليفه يې نا قريشي وي. قريشي مهاجرينو په شخړه او لانجې خپله موخه ترلاسه کړه او له قريشي ابوبکر (رض) سره يې بيعت وکړ، قريشي مهاجرينو پتېيله که څوک له نبوي کورنۍ ځنې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خليفه شي، تر ابده به بې له دوی بل خليفه نشي،خلافت په قريشي کورنيو کې لاس په لاس کړئ، چې د قريشو ټولو ټبرونو ته ورسي.

هغې ډلې چې له ابوبکر(رض) سره بيعت وکړ، تر شپې يې د مدينې په کوڅو کې ګرځاوه او چې څوک يې ليده، ابوبکر (رض) ته يې وربوت او بيعت ته يې اړ باسه. د دوشنبې ورځ پر همدې حال تېره شوه.

ابوبکر (رض) يې د سې شنبې پر ورځ نبوي جومات ته بوت او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر منبر يې کېناوه او بيا ځلي يې بيعت ورسره وکړ.

حضرت ابوبکر او حضرت عمر خطبې وويلې او بيا يې په ابوبکر (رض) پسې د جماعت لمونځ وکړ او په دې توګه له ابوبکر(رض) سره د سې شنبې پر ورځ بيعت پای ته ورسېد.

په دې ټولو وختونو کې بني هاشم له پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم سره وو او څو تنه يې له علي کرم الله وجهه سره پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته پر غسل ورکولو او تکفين يې بوخت وو، روسته يې پر مبارک بدن د جنازې لمونځ وکړ.

تر دوی روسته دوشنبې او سه شنبې په ورځو ډله ډله د مدينې مسلمانان د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خونې ته راتلل او په انفرادي ډول يې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په مبارکه جنازه د جنازې لمونځ کاوه.

دا کار د سې شنبې پر ماښام پای ته ورسېد، د چهارشنبې پر شپه علي کرم الله وجهه له څو تنو سره د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم سپېحلی بدن خاورو ته وسپاره.

 

 

د خاتم النبیین بعثت پر مهال د نړۍ حالات

په حقیقت کې له معنوي پلوه د مبعث د ورځې ارزښت تردې خورا لوړ دی، چې زماپه څېر وګړي وکولای شي، په اړه یې ویناوالي وکړي او رڼا پرې واچوي؛ خو د تاریخ په بېلابېلو پېرونو کې د انسانانو پر ژوندانه د بعثت د اغېز په باب یو لړ ټکي دي، چې د هغوی په باب کولای شو، چې خبرې وکړو.

بعثت په لومړۍ ورځ، په یوه تشه کې رامنځ ته شو او بشر واقعا دې ستر بعثت ته اړتیا درلوده. متعال خدای هم د خپل بالغه حکمت له مخې، ددې سترې پېښې د راڅرګندېدو ځای داسې یو ځای وټاکه، چې د بعثت واقعي مفهوم، د هغه مهال په دود مفاهیمو له ککړېدو پرته، هم د هغه مهال په نړۍ کې وپېژندل شي او هم په تاریخ کې سم پاتې شي. دا په خپله یو ټکی دی، چې شونې وه، فرض وکړئ، چې روستی بعثت، د هغه مهال په روم، د هغه مهال په یونان او د هغه مهال په پرمختللیو هېوادنو کې رامنځ ته شي.

د بعثت پر مهال په نړۍ کې خورا ستر تمدنونه ول. دا ولسونه ول، چې له فلسفې، بشري پوهو او مدنیتي علمونو برخمن ول. کېدای شول، چې بعثت په هغو هېوادونو او په هغو سیمو کې رامنځ ته شي؛ خو متعال خدای، دا بعثت، چې د تاریخ په ترڅ کې او خدای پوهېږي، چې څو کاله به د بشر لپاره پاتېږي، هلته یې یو نه ووړ. دا بعثت یې داسې یو ځای ته یو نه ووړ، چې ددې آند او بلنې له رامنځ ته کېدو سره سم پکې، پردي وګړي وکولای شي ورننوځي. د هغه مهال د لویدیځ سیمې، هغه سیمې وې،چې ستر تمدنونه یې درلودل. له پېغمبرانو سره له چلنه یې راڅرګندېږي، چې ستر مدنیتونه یې درلودل او له هغوی ځنې هماغه د انطاکینه د ښار خلک، چې د یاسین په سورت کې خدای ورته د درېیو پېغمبرانو د ور استولو خبره کړې ده او په پای کې د هغو خلکو ناشکري ده. دا څه کمه خبره نه ده. تاریخ هم ددې ولسونو ځینې خبرې رانقل کړي دي او دا روستی پېغمبر یې هلته ور وا نه ستاوه.

په جزیرة العرب کې بشري معارف نه ول. شرک و او په شرک ککړ معارف، هغه هم په خورا ټيټه کچه. په قرآن کې هم ګورئ، چې له شرک سره پرېکنده مبارزه شوې ده. د اخلاص سورت، چې ((لم یلد او لم یولد)) په دومره څرګنده وايي او ددې کوشني سورت په زړه کې په څلور آیتونو کې ((لم یلد و لم یولد)) راغلی دی او ((و لم یکن له کفوا احد[188])) ستر او متلال دي؛ ددې لپاره دي، چې شرک له ذهنونو وڅنډل شي او د خدای له پېغام سره ګډ نشي. په اسلام کې په شرک هر لړل شوی چار رټل شوی دی؛ خو له دوی، چې راتېر شو؛ اسلام نږه وزيږېد، نړیوالو ته نږه ورولېږدول شو؛ نږه خپور شو؛ نو هر ځای ته چې ولاړ، له بېلابېلو فرهنګونو او تمدنونو سره په مقابله کې یې خپل پرېکندتوب او څرګندتوب درلود، تر هغه چې بلونکي یې له هغه خلوصه پرېوتل او بلنه هم له خلوصه پرېوته.دا بعثت د بشر لپاره یو تلپاتې چار دی او دا د خاتم الانبیاء (صلی الله علیه و آله وسلم) د بعثت ځانګړنه ده؛ یعنې هغه مهال، چې د نړۍ زمینه او د بشر ژوند له معنویاتو تش شي، همدا معارف، چې د قرآن پرې ناطق دی، کولای شي، هر مهال راشي او دا تشه ډکه کړي. د اسلامي معارفو کیفیت داسې یو کیفیت دی، چې په ټولو شرایطو کې، په دې قانوني او د معارفو په ټولګه کې یو ځواک شته دی، چې دا مانیزه تشه ډکه کړي او بشریت ته په مانیز چاپېریال کې د ژوند شونتیا ورکړي.

نن هم یو له هغو شرایطو ځنې دی. داچې یوه بلنه وکولای شي، په ولسونو او هېوادونو کې ځای پرانځي او اورېدونکی ولري،شرط یې څه دی؟ لومړی داچې منطقي معقول وي. د هغوی باید دې خبرې ته پام وي، چې د اسلامي مسایلو په باب خبرې او څرګندوني کوي. اسلام عقلاني دین دی. اسلام هغه دین دی، چې روغ عقل او فطرت پرې پوهېدای شي، خوښوي یې او مني یې. دا د اسلام ځانګړنه ده؛ خو نه په دې معنا، چې د اسلام هر حکم باید یو عقلاني برهان او دلیل ولري. د سهار لمونځ ولې دوه رکعته دی؟ یو عقلي دلیل ته اړتیا لري؟ نه ! په دې معنا هم نه ده، چې هر عقل، په هر څه چې پوه شو او درک یې کړ، باید په اسلام کې وي. دا هم نه ده؛ بلکې په دې معنا ده، چې اسلامي معارف، هغه څه چې په اسلام یې استناد د منلو وړ وي او اهل خبره او اهل فن یې قضاوت وکړي، چې په اسلام پورې اړوند دی؛ نو په هر عقلاني او علمي چاپېریال کې د دفاع وړ دی. لمونځ ته کولای شو، چې د نړۍ خورا توکیزپالو انسانانو ته مخونه ورکړو، ورپوه کړو او ورته ویلای شو، چې لمونځ څه شی دی او ولې اسلام لمونځ لازم ګڼلی دی. یو لویدیزی اندیال، په نوولسمه پېړۍ کې، چې په لویدیځ کې د بې دینۍ پېړۍ ده او یو مشهور شخصیت هم دی، چې زه نه غواړم نوم یې واخلم، وايي: ((په لمانځه کې یوه ستره خواله پټه ده.)) هو! که ستره خواله پکې پټه نه وه؛ نو یو توکیزپال انسان به یې په اړه داسې شعار نه ورکاوه. انصاف لرونکي انسانان، عالمان انسانان او عقل، منطق او د استدلال څښتن انسانان، ټول اسلامي معارف درک کولای شي؛ کولای شي خوښ یې کړي او و یې مني، دا د اسلام ځانګړنه ده.

نو منطقی توب او عقلاني توب د اسلام ځانګړنه ده. که څوک غواړي، چې اسلام له دې ځانګړنې بېل کړي یا په تبلیغاتو کې ووايي: ((دا علم ضد او عقل ضد دي)) یا په عمل کې داسې خبرې اسلام ته نسبت ورکړي، چې د اسلام نه دي او ددې وړ نه وي، چې یو روغ عقل یې تصدیق او تایید کړي؛ نو دا چار هرومرو د اسلام خپرول ټکنی کوي او هېڅ مرسته ورسره نه کوي. دا یو د دنننیو عناصرو له ځانګړنو ځنې دی، چې کولای شي اسلام خپور کړي.

د اسلام بله ځانګړنه داده، چې مانیز او الهي دی؛ یعنې د هغه څه پرخلاف، چې مسیحیت ته یې نسبت ورکول کېږي، چې په مسیحیت کې اخروي اړخ پر دنیوي اړخ غالب دی؛ خو اسلام داسې نه دی. اسلام دنیا هم د آخرت یوه برخه ګڼي. ستاسې همدا ژوند، همدا سوداګري، همدا زده کړه کول، ستاسې همدا اداري کار، ستاسې همدا سیاسي کار، ستاسې د آخرت یوه برخه ده. دنیا هم د آخرت یو ټوټه ده. یا دا کوم کارونه، چې تاسې په ښه نیت ترسره کوئ؛ نو دا هغه حسنه ده، چې په آخرت کې به مو د الهي نږدېوالي او مانیزو مقامونو خاوندان کړي یا خدای مه کړه که په بد نیت، یا د خودخواهۍ او ځانلمانځنې په نیت مو کوم کار وکړ؛ د تنزل، ځوړ، انحطاط او سقوط لامل به مو شي.

اسلام داسې دی. زموږ د ژوند ټول چاپېریال، زموږ دنيوي هڅې، د آخرت یوه برخه ده. دنیا او آخرت یو له بله بېل نه دي. بده او ناوړه به هغه وي، چې تاسې په ژوند پورې اړوند توکیزې هڅې، په بد نیت ترسره کړئ او هغه رټل شوې دنیا یې چې ویلې، هغه داده. دا نړۍ له هغې نړۍ بېله نه ده. دا نړۍ د هغې نړۍ پټی دی. پټی؛ یعنې څه؟ مګر کېدای شي، بې له پټي محصول لاس ته راوړو. دا خورا وحدت، همغږي او یووالی راښيي. سره له دې چې د بشر د ژوند په ټولو سیمو کې شته دی او په اسلام کې موقعیت لري؛ خو په عین حال کې اسلام یو مانیز دین دي. د اسلام په چاپېریال کې زړونه باید د خدای پر لوري وي. نیتونه باید د خدای لپاره وي. دا د اسلام له ځانګړنو او د اسلام د خپرولو له وزلو ځنې دي.

څه چې نن په نړۍ کې یې لږوالی ننګېرل کېږي او د نړۍ خلک یې هم ننګېري، د معنویت لږوالی او د معنویت تشه ده، په تېره بیا د لویديځ په نړۍ کې. په مادیاتو کې پاتې دي او له معنویاتو لرې شوي دي او په شهوتونو کې ډوب دي. د شهوتونو ځانګړنه داده، چې په پیل کې شهوت دی؛ خو په دوام کې، دوزخ دی! چې شهوتونو د یوه وګړي یا کوم ولس پر ژوند واکمن شي، پر دوزخ اوړي. دا د بشري شهوتونو ځانګړنه ده. شونې نه ده، چې داسې تن ووینئ، چې د اوږد مهال لپاره په شهوتونو کې خوښ پاتې شي. داسې یو کس خدای نه دی پنځولی. که ولاړ شئ او ووینئ او څېړنه وکړئ؛ نو دې معنا ته به ورسئ. دا یو مسلم او څرګند چار دی. شهوتونو ته ادامه ورکول، د انسان لپاره دوزخ دی او دا هماغه دوزخ دی، چې په لویدیځ کې یې د ډېری شتمنو وګړیو ګرېوان ته لاس وراچولی دی او هغوی چې شتمن نه دي، د بېوزلۍ او فساد په دوزخ کې ډوب دي.البته مستثنی وګړي هم پکې شته. په هره طبقه کې مستثنی وګړي شته دی. هرومره ښه وګړي هم هلته شته دی؛ خو نوعیت یې داسې دی. د نن نړۍ دې بعثت ته اړتیا لري.[189]

 

د بعثت او جاهلیت پېر د توپیرونو کچې

د قرآن، حدیث او اسلامي عرف په اصطلاح او څرګندنه کې د بعثت پېر مقابل پېر ته د جاهلیت پېر وايي. په قرآن کریم کې هم دا اصطلاح په کار وړل شوې ده؛ په روایاتو کې هم شته او د مسلمینو په عرف کې هم. اسلامي پېر هم د جاهلي پېر په مقابل کې بولي؛ البته یو برید او ضابطه شته. دا ضابطه څه ده؟ په دې ضابطه کې څو ټکي شته، چې د اسلام نړۍ د جاهلیت له پېره بېلوي، چې دا د اسلامي ارزښتونو آریز ټکي دي.

۱-نږه توحید

په لومړۍ درجه کې نږه توحید دی، چې په نږه توحید؛ یعنې بې له خدایه د بل د عبودیت نفې. دا هغه نږه توحید دی. توحید یوازې دا نه و، چې بوتانو ته شا کړي. توحید د تاریخ په ترڅ کې یوه شامله، عامه او سایره معنا لري. تل خو د مکې بوتان نه وي. تل خو لرګین او ډبرین بوتان نه وي. د توحید معنا او روح دادی، چې انسان بې له ایکي یوه خدایه د بل عبودیت و نه کړي او بې له خدایه بل ته پر ګونډو نشي. دا د بشپړ او نږه توحید معناده. اوس که تاسې په زیرنه د بشر د ژوند پوهو- ټولنیزوپوهو، روزنیزو پوهو او دې ته ورته- ته په دې معنا وګورئ؛ نو پوه به شئ، چې د عبودیت کړۍ خورا پراخه ده. هغه قید و بندونه، چې انسان ته تړل کېږي، هر یو یې انسان ته یو ډول عبودیت رامنځ ته کوي. د ناسمو ټولنیزو نظامونو عبودیت، د ناسمو دودونو عبودیت، خرافات، د استبدادي ځواکونو او وګړیو عبودیت، د ځاني غوښتنو عبودیت- چې دا یې تر ټولو ډېر دود دی- د پیسو عبودیت، د زر او زور عبودیت، چې دا ډول ډول عبودیتونه دي. چې کله وايو ((لا اله الا الله، وحده لا شریک له[190]))؛ یعنې نږه توحید. معنا یې داده، چې که دا ټول عبودیتونه شا ته واچول شي او که داسې وشي؛ نو حقیقتا به نېکمرغي شو. داچې و یې ويل: ((قولوا لا اله الا الله تفحلوا[191]))؛ نو دا فلاح یوه حقیقي فلاح ده.یوازې سیاسي فلاح نه ده. یوازې ټولنیزه فلاح نه ده. یوازې مانیزه فلاح نه ده. یوازې د قیامت د ورځې فلاح نه ده؛ بلکې د دنیا او آخرت فلاح ده. دا د اسلامي بلنې په باب یو ستر ټکی دی، چې په بل تعبیر یې هم بیانولای شو او هغه عبارت دی له اسلام، تسلیم، اسلام لوجه الله او خدای ته تسلیمېدل. دا هم یوبل اړخ او بل پلو د هماغه توحید دی او دا د اسلامي بلنې یوه ځانګړنه ده. هر چېرې چې دا وي، اسلام به وي. هر چېرې چې ددې ټکي اپوټه ټکی وي؛ نو جاهلیت به وي. هر چېرې چې دا دواړه وي؛ نو د اسلام او جاهلیت ترمنځ به وي؛ نږه اسلام به نه وي، بشپړ اسلام به نه وي او شونې ده، نیمګړی او نیمه کاره اسلام وي.

۲.د عدل پلي کول

د اسلامي بلنې په باب یو بل ټکی، د انسانانو ترمنځ د عدل پلي کول دي. دجاهلیت ځانګړنه، ظالمانه نظام و. ظلم یو دود و. داسې نه وه، چې کله نا کله به کوم وګړي ظلم کاوه. د ټولنې بنسټ پر ظلم، تبعیض او پر کمزوري د پیاوړي زورمټي وه. پر مېرمنو د سړیو ظلم، پر نشتمن د شتمن ظلم، پر مريي د بادار ظلم او بیا به همدوی د اربابانو، پاچایانو او زور واکيو تېری او ظلم مانه. زور دپاسه زور و. د خلکو ژوند ټول له ظلم او تبعیض نه ډک و. دا د جاهلي ټولنې د ژوند ځانګړنه ده. هر چېرې چې داسې وي، جاهلي ټولنه ده. اسلام یې اپوټه او مقابل ټکی یې رامنځ ته کړ. عدل یې پلي کړ. ((ان الله یامر بالعدل و الاحسان[192])) دا د اسلامي ټولنې له ځانګړنو ځنې یوه ځانګړنه ده. عدل یوازې یو شعار نه دی. اسلامي ټولنه باید په عدالت پسې ولاړه شي او عدالت که نه وي؛ نو پلي دې یې کړي. که په نړۍ کې دوه ټکي وي، چې یو ټکی یې عدل او بل ټکی یې ظلم دی او دواړه هم نااسلامي دي؛ نو اسلام له هغه عدل سره موافق دی، که څه نااسلامي هم دی.حبشې ته په خپله رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) مهاجرین واستول؛ یعنې هغوی یې د عدل په پار د یوه کافر پاچا تر سیوري لاندې کړل. په بل تعبیر، خلک یې د هغه ظلم له لامله، چې د خپل ژوند په چاپېریال کې پرې کېدل، لرې کړل. دا هم یو ټکی دی؛ یعنې د عدل پلي کول، د عدل لاروي، د عدل دودول، د عدل لپاره هڅه، په هر ځای کې د عدل درناوی – که څه په نامسلمانو هېوادونو کې هم وي – او د ظلم رټنه، د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي. دا هم له اسلامي ځانګړنو ځنې یوه ځانګړنه ده او تاسې ګورئ، چې اسلامي ژوند او د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) ژوند او اسلامي تاریخ د عدل روزنې او عدل غوښتنې سترې بېلګې دي. دا هم د اسلام د پېغمبر د بعثت له ځانګړنو ځنې یوه ځانګړنه ده. زه هم دا د بېلګې لپاره راوړم. پام مو وي، چې داسې ټکي ته ورسو، چې له هغې ځنې د نن د یون لپاره یو سر رشته ومومو. یوازې نه غواړو، چې تاریخ یا د اسلامي ښوونو یو پېژندنه په ذهن کې بیان کړو او یو ذهنیت ترې جوړ کړو.

په اسلامي نظام کې د بېلګې په توګه یو درېیم ټکی فرضوو، چې عبارت دی له، د اخلاق د مکارمو پر لوري حرکت. او دا بیا له هغو دوو ځنې جلا دی. یوه ټولنه یو وخت د سمو اخلاقو خاوند وګړي لري، د هغه ټولنې ډېری وګړي، متفکر، عاقل، خیر ښېګڼې او احسان والا، یو له بل سره مرسته کوونکي، په ستونزو کې صبر کوونکي، په سختیو کې د حلم خاوندان، یو له بل سره د ښه چلن خاوندان دي او په هغه کې ځای کې د ایثار او سرښندنې خاوندان دي، چې په کار دی. اپوټه یې هم شونې ده، صدق وکړي؛ یعنې هغه وګړي وي، چې اړیکې یې یو له بل سره نه د رحم، مروت، انصاف او ښو اخلاقو پر بنسټ وي؛ بلکې تر هغه یو بل زغمي، تر څو ګټې یې خوندي وي او که ګټې یې سره همغږې نه وې؛ نو چمتو دي، چې یو بل ووژني او له منځه یوسي. دا هم یو ډول ټولنه ده. دا ټولنه نو جاهلي ټولنه ده او له هغې ټولنې سره توپیر لري، چې د اخلاقو مکارم پرې واکمن دي او اسلامي ټولنه ورته ویل کېږي. د اسلام د پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) د بعثت یوه ځانګړنه، د اخلاقو مکارمو ته رابلنه وه. دا هم د پېغبر اکرم د رسالت د ژوند او بعثت یو بل ټکی دی؛ نو ویلای شو، چې په حقیقت کې د اسلام او جاهلیت یو توپیرونکی ټکی د اخلاقو مسله ده.

یو بل ټکی، چې هغه به مې روستی ټکی وي، دنیوي ژوند ته له ورکتو ځنې راایسارېدل دي. دا هم یو بنسټیز ټکی دی. د جاهلي نظام یوه ځانګړنه داده، چې انسانان یې هر څه په دنیوي ژوند کې ګوري. که په دنیوي ژوند کې؛ یعنې همدا خوراک څښاک او هغه څه چې په انسان پورې اړوندېږي، که څه یې لاس ته راوړل؛ نو ځان بریالی ګڼي؛ خو که داسې کوم چار یا هڅه وي، چې حاصل یې په دې نړۍ کې د انسان ګوتو ته نه راځي؛ نو ځان غولېدلی، مات او تاواني شمېري. دا د جاهلي ژوند یوه ځانګړنه ده. داچې انسان داسې یو کار وکړي او هغه د معنویاتو او د خدای لپاره وکړي؛ نو دا خبرې په جاهلي ژوند کې نشته. اسلام دا هم یوه ځانګړنه کړه، چې د انسان ټولې هڅې یوازې په دنیوي ژوند کې را ایسارې نه وي. دا د بعثت له ځانګړنو ځنې دي، چې مقابل لوري ته یې جاهلیت دی.

 

د خاتم النبیین مبعث د انسان د خلقت هومره ستره پېښه ده

که څوک وغواړي، ددې ورځې د ارزښت په باب الفاظ او تعبیرات وکاروي؛ نو شونې ده، په یوه وینا هم ونشو کولای، ستریا او ارزښت یې بیان کړو؛ ځکه الفاظ، په ډېری ځایونو کې، په تکراري ډول، په مجازي معنا په کار وړل شوي دي او دا په زړه پورې توب نه لري، چې وکولای شي، ددې پېښې ستریا بیان کړي. کېدای شي، وویلای شو، مثلا د حضرت خاتم الانبیاء (صلی الله علیه و آله وسلم) بعثت هغه پېښه ده، چې باید د انسان له آریز خلقت سره په پرتله شي؛ دا چار دومره ارزښتمن، ستر او مهم دی. څه چې موږ ته باید له دې اختر او پېښې د ګټنې د زده کړې په نامه مطرح وي، د مبعث له پېغامه زموږ درک او د ګټنې ځواک دی. هغه څه چې په اجمالي توګه پوهېدای او ویلای شو دادي، چې د نبي اکرم بعثت د وګړیز وجود په ولکه کې او د انسان د دننني بدلون او همداراز د انسان د ټولنیز ژوند او ډله ایز ژوند په ولکه کې یې یوه ځانګړې موخه ټاکلې ده. د وګړي د ژوند په ولکه کې، چې آر هم همدا دی، چې په انسان کې یو بدلون رامنځ ته شي؛ نو په دې باب په کلام الله کې آیتونه راغلي دي؛ لکه د آل عمران د سورت دا مبارک آیت: ((لقد من الله علی المؤمنین اذ بعث فیهم رسولا من انفسهم یتلوا علیهم آیاته و یزکیهم یعلمهم الکتاب و الحکمة[193])) دا تزکیه، د کتاب زده کړه او حکمت هماغه د انسان دنننی بدلون دی. داچې انسان د خلقت موخې ته ورسي؛ نو لومړی باید د ځان په باب د انبیاوو د بعثت موخو ته ورسي؛ یعنې متحول شي؛ سم شي؛ ښه شي او له چټلیو، پرېوتیو او نیمګړتیاوو، چې په انسان کې دي او دنیا ورستوي، باید ځان وژغوري.

دا د وګړي د وجود په ولکه کې دي. بعثت ددې لپاره دی. په هغه وینا کې یې چې هم ویلي دي: ((بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[194])) ورستنېدا یې دې ته دي. ((مبعوث شوی یم، چې د انسان مکرمتونه بشپړ کړم.))؛ یعنې د انسان تهذیب، د انسان تزکیه، انسان حکمت ته ورسیخول، هغه له عامیانه جهالت نه، پوهې او حکیمانه ژوند ته رسول. دا د وګړي او وګړیز ژوند په ولکه کې دي.

د ټولنیز ژوند په ولکه کې، هغه څه چې د موخې په نامه ټاکل شوي دي، ټولنیز عدالت دی. ((لیقوم الناس بالقسط[195])) قسط له عدل سره توپیر لري. عدل یوه عامه معنا ده. عدل هماغه لوړه او ستره معنا ده، چې په وګړیز او عمومي ژوند، جسم، ځان، ډبره، لرګي او د نړۍ په ټولو پېښو کې شته دی؛ یعنې یوه سمه موازنه؛ یعنې سم چلن؛ سمه موازنه؛ منځلاري او په نیمګړتیا او تېروتنه کې له بریده نه وتل. دا د عدل معنا ده؛ خو قسط؛ لکه څنګه چې انسان ترې پوهېږي، همدا عدل په ټولنیزو مناسباتو کې دی؛ یعنې هغه څه چې نن یې موږ د ټولنیز عدالت په نامه تعبیروو او دا په هغه ټولیزه معنا له عدل سره توپیر لري. که څه انبیاء د عدل پر لور یې په هماغې ټولیزې معنا حرکت کوي ((بالعدل قامت السماوات و الارض[196])) آسمانونه هم په هماغه اعتدال، عدالت او په توله توب ولاړ دی؛ خو هغه څه چې نن د بشر ستونزه ده او تږی یې دی او د هغه په لږو خپل ژوند نشي کولای، قسط دی. قسط؛ یعنې داچې عدل، راوڅپړل شي او د ټولنیز عدالت په بڼه شي. ((لیقوم الناس بالقسط[197])).

 بشر نشي کولای، د بې عدالتۍ، ظالم چلن او یرغلونو تر سیوري لاندې ژوند وکړي.دا ژوند خو بیا ژوند نه دی، دوزخ دی.انبیاء راغلل، چې د ژوند له چاپېریاله جنت جوړ کړي. التبه که په زیرنه ور وګورو، دا دویم هم، چې د ټولنیز ژوند په ولکه کې د انبیاوو موخه ده، هماغې موخې ته د ور رسېدو سریزه ده، چې په وګړنۍ ولکه کې ده؛ یعنې دنننی بدلون؛ سمېدل او سم انسانېدل. په نړۍ کې چې هر څه ووینئ، سمه بڼه یې هغه بڼه ده، چې مطلوبه ګټه ترې تر ګوتو شي. انسان دې ته نه دی راغلی، چې تاوان وکړي، له نورو سره حسادت وکړي، هر څه د ځان لپاره وغواړي، نور بې برخې کړي او د انسان او نړۍ لپاره شر شي، په کوشنیو چارو پورې ونښلي او د مطلوبونو له کمال او ارمانونو ځنې غافل شي؛ ددې چارو لپاره خو انسان نه دی راغلی! انسان د ښېګڼې لپاره راغلی، اغېزمنتیا ته راغلی، وخوځي او د کمال پر لور ولاړ شي. که داسې شوه او دکمال پر لور یې حرکت وکړ او دا لار هغه او نورو ته ګټوره وه؛ نو دا انسان بدل شوی او ښه انسان دی. دا د بعثت له موخو ځنې دی.

 

 

 

د حضرت محمد (ص) مبعث؛ د سترو ارزښتونو او مفاهیمو زوکړه ده

په رښتینه، چې د ((بعثت)) ورځ د بشریت د تاریخ تر ټولو ستره ورځ ده. د خورا سترو ارزښتونو او مفاهیمو د زوکړې ورځ ده. د نبي اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) بعثت یو عملي حرکت و، چې له یو خوا بشر وګړیز، اروايي او مانیز کمال ته ورسوي او بلخوا ټولنیز ژوند ته تعالي او د ټولنې موجوده حالات سم کړي. خبره داده، چې د رسول الله په بعثت کې، څه چې خلکو ته ور ډالۍ شول، یوازې یو لړ وچ مفاهیم او هغه لار نه وه، چې لاروي پکې نه وي او څوک پر هغه لار د خلکو د چارو واګې په لاس کې نه لري.

له هماغه پیله، دا بعثت د آنحضرت په وجود کې او بیا د مؤمنینو په زړه، ځان او عمل کې، په دې پېغام په عمل پلي شو او جاهلیت له هماغه ړومبۍ شېبې له دې پېغامه ضربه وخوړه او ورسره یې مقابله وکړه. دا د انبیاوو د بعثت ځانګړنه ده.

او دا یوازې د حضرت خاتم (ص) په بعثت پورې اړوند نه ده. انبیاء حرکت کوي او هغه څه چې د ښوونو په مقام کې انسانانو ته ورډالۍ کوي، په عمل کې یې هم ښيي، پخپله ړومبي وګړي دي، چې پردې لار ځي.

((یعلمهم الکتاب و الحکمة[198])) ددې فرع دی، چې د کتاب علم او حکمت د نبي اکرم په سپېڅلي وجود کې په لوړه کچه وجود لري. ((یزکیهم[199])) پردې فرع دی، چې هغه پاک وجود تر ممکنه لوړې کچې پورې د بشری طبیعت لپاره تزکیه شوی دی. له دې ځواک سره دی، چې کولای شي، یوه نړۍ د تزکیه پر لور بوځي او دا هغه څه دي، چې د بېلابېلو ښوونځيو مشران او د بېلابېلو فلسفي، ټولنیزو، سیاسي وغیره مفاهیمو مخکښان ترې پردي دي. د هغوی ذهن ته یو څه راځي او عالم تصور کې یې ذهن ته یو څه راځي او هغه هم خلکو ته ورکوي. یو لړ کسان یې هم ترې زده کوي یا یې نه زده کوي او دا د انبیاوو له لارې سره خورا توپیر لري، چې له هماغه پیله حرکت دی، له هماغه پیله اقدام دی او هماغه د هغو شعارونو پلي کول دي، چې پر ژبو دي. او دا هغه څه دي، چې د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم)په ژوند کې وشول. له هماغه ړومبۍ شېبې د قسط د پلي کولو لپاره هغه ښوونې، تزکیه او حرکت پیل شو؛ نو له هماغه پیله هم مصادمه او هم معارضه پیل شوه. له هماغه مهاله، چې رسول الله د ((وانذر عشیرتک الاقربین[200])) په ځواب کې خپله بلنه پیل کړه، تر هغه چې پراخه او ښکاره یې کړه او تر هغه چې د ټولنیز نظام- چې هماغه د عدل نظام و- پر لور یې حرکت وکړ او هغه یې پلي کړ. البته څه چې موږ په بعثت کې وینو او توصیفوو، د بعثت ظاهري مخ دی. هغه الهي او ملکوتي حقیقت او هغه څه چې د متعال پنځګر او یوه ټاکل شوي او ممتاز انسان ترمنځ پېښېږي، زموږ د ذهن له لاسرسه لرې دی او موږ نه پوهېږو، چې څه پېښ شوي دي. پېښه له دې اړخه خورا ستره ده او موږ ته د تصور وړ نه ده. څه چې موږ وینو او سترګو ته مخامخ دي، هر څوک د خپلې پوهې او تدبر له مخې ترې پر یو څه پوهېږي او همدا پېښه، پر مخاطبانو، انسان او پر خپل شاوخوا اغېز شیندي.

له هماغه پیله، چې دا پېښه رامنځ ته شوه، دوه څیزه پکې د څرګندو موخو په نامه ول: یو یې د متعال خدای پر لور د یوه دننني، روحاني، نفساني یون رامنځ ته کول او دا هغه ړومبی ټکی دی؛ یعنې د ایمان مسله. نړۍ پال پالونکي ته ورپام کول یا د قرآن د ډېری آیتونو په تعبیر، ((ذکر)). هغه څه چې د بعثت په وسیله متعال خدای یې په لومړۍ درجه کې انسانانو ته ورکوي، ذکر او تذکر او په خود کې د انسان راتګ دی. دا لومړی ګام دی او تر څو چې دا نه وي شوي؛ نو د بعثت له موخوځنې یوه موخه هم نه پلي کېږي. ((انما تنذر من اتبع الذکر[201])) څوک چې دا تذکر په ځان کې رامنځ ته کړي او لاروي ترې وکړي؛ نو تر هغه روسته د ټولنیزو موخو لپاره د انذار، سمونې، ارشاد، تکامل او مبارزې وړتیا مومي. دا ړومبی ګام دی. بشر چې کله له معنویاتو غافله شو؛ نو د سمونې او اصلاح ټول ورونه ورتړل کېږي. نن توکیزې نړۍ ته وګورئ! نن څه چې کولای شي، په توکیزه نړۍ کې د ټولو سمونو او نېکمرغیو کونجي شي، همدا ده، چې انسانان په خود کې راشي. متذکر شي. د خلقت او پنځون موخه له دې مادي ظواهرو هاخوا ولټوي او د ژوند له دې مادي ظواهرو ورهاخوا، چې همدا خوراک، خوب، شهوتونه، ځواک، مال لمانځنه او دا څیزونه دي، په حقیقت پسې وګرځي. د فساد جرړه، د نړۍ حقیقي باطن ته په پام نه کولو کې ده. د انسان د ژوند خواله، معنا او باطن په دې کې دی: یوې مبدا او مسوولیت ته پام کول. یو الهام ته په تمه کېدل. له غیبه د یوې مبداء وسمن او واکمن او د اختیار څښتن حکم ته غوږ ايښوول. آریزه خبره داده. چې بیا د قرآني تعبیر له مخې، هماغه ((پر غیبو ایمان)) دی: ((الذین یؤمنون بالغیب[202])) د ژوند په دې توکیزو ظواهرو کې نه ورډوبېږي. ژوند یې په همدې خوراک، څښاک، خوب، شهوتونو، انساني لېوالتیاوو، ریاست او دې ته په ورته چارو کې نه خلاصه کېږي. دا انسانانو ته د بعثت لومړۍ ډالۍ او د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  لومړۍ موخه ده، چې هغوی متذکر کړي او هغوی ته ایمان ورکړي؛ هغه هم پر غیبو ایمان.

دویمه موخه، چې له هماغه ړومبۍ شېبې، رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) ورپسې و، عبارت ده له، د انسان د ژوند او معیشت لپاره د یوه روغ او سم چاپېریال رامنځ ته کول دي؛ یعنې هغه نړۍ، چې پکې ظلم او د زورواکیو په واسطه د کمزرویو داړل نه وي؛ هغه نړۍ، چې د کمزوریو لپاره پکې مطلقه ناکامي او د جګړې قانون نه وي؛ یعنې هماغه څه چې د قرآن، حدیث او دیني اصطلاحاتو کې ورته، ((قسط او عدل)) ویل کېږي؛ یعنې د بشر تر ټولو ستره هیله. د بشر د تاریخ له پیله ستر ارمان (یعنې له هغه وخته، چې بشر تعقل موندلی او د اند څښتن شوی دی او خپل ژوند ته یې نظم او اوډنه ورکړې ده)، تر ننه یې هیله د عدالت پلي کول دي. اوس ځینې د سولې شعار مطرحوي؛ البته سوله یو خورا ښه څيز دی؛ خو سوله هغه مهال ښه ده، چې عادلانه وي. ډېری عدالت ته د ور رسېدو لپاره د جګړې لار خپلوي او د عدالت په لاره کې جنګېږي؛ نو څرګنده ده، چې عدالت تر سولې غوره او مهم دی. حقیقت هم همدا دی.

بې عدالته د انسان ژوند، هماغه څه دي، چې تاسې یې د بشر د تاریخ په خورا ناوړه څېره کې وینئ. نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تر سترګو کېږي. تاسې چې څومره بدمرغۍ په بېلابېلو بشري ټولنو کې وینئ، لامل یې ظلم او بې عدالتي ده. شونې ده، د خبرې ظاهر داسې و نه ښيي؛ خو باطن یې همدا دی. که تاسې وینئ، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ماشومان د خوړو د نه شتون له لامله مري؛ نو د خبرې ظاهر خو دادی، چې وچکالي ده او ورښت نه دی شوی؛ خو د خبرې باطن بل څه دی، باطن یې بې عدالتي ده. که پر هغو ټولنو له تېرو ځوځاتونو عدالت واکمن و او که د بشر د ژوند پر چاپېریال عدالت واکمن وای؛ نو انسان کولای شول، د عدالت تر سیوري لاندې د خپل ژوند چاپېریال داسې جوړ کړي، چې د ژوند کولو وړتیا یې پکې درلوده او ځوځات یې پکې پوپناه نشي او ژوند یې دومره له ناخوالو ډک او ناوړه نشي. انسانیت د بې عدالتۍ له لامله په رنځونو او دردونو اخته دی.

د ذکر تر څنګ د ټولو انبیاوو (ع) ړومبۍ موخه د عدالت پلي کول دي. دا دوه آریزې موخې دي؛ البته یوه یې خورا آریزه ده او هغه هماغه د تذکر موضوع ده، چې د خبرې جرړه او بنسټ ده. که غفلت وکړي؛ نو څه به یې لاس ته رانشي او عدالت هم نشي راتلای؛ نو تاسې ولیدل، چې هغه نظامونه او وګړي، چې د ټولنیز عدالت ادعا یې درلوده، و یې نشو کولای، د خپلو ټولنو خلکو ته د عدالت له ډوله څه ورډالۍ کړي. ولې نه؛ نور څه یې ورکړل! فضا نوردي یې هغوی ته ورکړه؛ توغندي یې ورکړل؛ خو ټولنیز عدالت یې پلي نشو کړای! ټولنیز عدالت، د انسان، نفوسو او بواطنو د سمونې او د خدای د ذکر او ورته د پام تر سیوري لاندې لاس ته راځي. دا دوه د پېغمبر (ص) موخې دي او و یې کولای شول، پلي یې کړي؛ که څه په محدوده ولکه کې.

هغه یوه ټولنه رامنځ ته کړه، چې متذکره او پوه وه او له خورا غوره ټولنیز عدالته برخمنه وه. شونې وه، چې د هغه ټولنې په کوم ګوټ کې کوم وګړی پر بل ظلم وکړي؛ خو دا د عدالت د نه شتون کچه نه ده. د ټولنیز عدالت د شتون او نه شتون کچه د ټولنیز عدالت حاکمانه استقرار دی. په هغه ټولنه کې چې قانون او واکمني عادلانه وي، واکمن یې عادل دی او نیت یې د عدالت نیت دی. عمومي یون د عدالت پر لوري دی. شونې ده، دا لار ژر یا په ځنډ ووهل شي؛ خو په پای کې به ټولنیز عدالت ته ورسي او داسې یو حالت رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) رامنځ ته کړل. آنحضرت پوټی بې عدالتی و نه منله. بېلګه یې راوښووله، چې البته موږ د نبي کریم تر ژوند روسته هم په اسلامي ټولنه کې د آنحضرت د روزنې آثار ولیدل او بیا مو د امیرالمؤمنین علیه الصلاة والسلام په پېر کې هماغه مطلق عدالت په یوه پاک او سپېڅلي واکمن کې، په هغه مهال په اسلامي ټولنه کې ولید.

دا دوه ځانګړنې د بعثت ځانګړنې دي. موږ چې د مبعث جشن نیسو او لمانځو؛ نو ددې لپاره دي، چې دا دوه ځانګړنې راژوندۍ شي. لمانځنې کوو د وګړو، د کړنلارو او پېښو د ژندوي ساتلو په پار او له هغوی ځنې زده کړه اخستنې په پار.

 

بعثت؛ د بشریت د تکاملي یون پیل

حقیقتا په یوه واقع بینانه ارزونه کې باید وویل شي، چې هغه څه چې نن پېښ شول –د اسلام د پېغمبر (ص) د بعثت شېبه- یوه ستره پېښه وه، چې د بشریت په تاریخ کې راپېښه شوې ده او د بشر پر ژوند یې خپل اغېز وکړ. د بعثت پېښه ډېره هېښنده، مهمه، له کیسو ډکه او د اندنې او زیرنې وړ ده.

البته ټول بعثتونه داسې دي. ټولو الهي انبیاوو (ع) د بعثت په باب په خپله ازمېینه کې، یوه مهم پړاو تېر کړی دی. د حضرت موسی، حضرت عیسی، حضرت ابراهیم او نورو سترو پېغمبرانو په بعثت کې خورا ستر کارونه شوي دي؛ خو د حضرت خاتم پېغمبر بعثت یو لړ ځانګړنې لري، چې ورته یې نه موندل کېږي.

دا د بعثت سرچینه، چې د نبي اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) په وجود کې راوبهېده، خورا مهم مسیر لري؛ یعنې همدلته پای نه مومي، چې د پالونکي له لوري یو حقیقت او نور د یوه ممتاز، ستر او استثنايي انسان په زړه کې راوځلېد. دا لومړی ګام او د کار پیل دی. البته د مسلې مهمه برخه هم همدا برخه ده. د حضرت پېغمبر (ص) په سپېڅلي زړه کې ددې رڼا راځلېدل او د آنحضرت له لوري د وحې د مسوولیت منل، هماغه برخه ده، چې په څرګنده، د پنځون نړۍ، د انسان د وجود نړۍ او توکیزه نړۍ د غیبو له معدن سره ورنښلوي. د نښلون کړۍ دلته ده. که څه تل الهي برکات، په دې بهیر کې چې اوس به یې ووایم، شتون لري؛ خو د نښلون کړۍ د هماغه بعثت شېبه ده، چې د غیبو له نړۍ، د الهي حقایقو له سرچینې او د بعثت له سرچینې – چې پخپله همدا یوه کلیمه بسیا ده- د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  سپېڅلې اروا ته رابهېږي او د رسول الله په سپېڅلي زړه کې خوټېږي؛ نو لومړی ګام د بعثت پلي کېدل دي.

د حقایقو له تمبو ځنې یوه تمبه دې ملکوتي انسان ته پرانستل کېږي او هغه چې دې ازمېینې، دې پېټي وړلو او ستونزو او کړاوونو زغملو ته چمتو دی، خپل ستر حرکت له همدې ړومبۍ شېبې پیلوي؛ نو د بعثت مسله د تعلیم له مسلې سره توپیر لري؛ یعنې تر تعلیم او ښوونې پورته دی؛البته پېغمبرانو (ع) او اولیاوو ته د الهي ښوونو او روزنو دسترخوان غوړېدلې ده؛ ((و علم آدم الاسماء[203])) تر پایه هم و.

 د حضرت احدیت د ځانګړیو زده کړیالانو په نامه د پېغمرانو (ع) تعلیم او تادیب یو چار دی، چې شتون لري؛ خو بعثت پر تعلیم سربېره یو چار دی. په بعثت کې تعلیم، تهذیب او تزکیه هم شته؛ د کتاب اتیان او حکمت هم شته؛ خو یوازې دا نه دي، پر دوی سربېره چارې پکې دي، چې هماغه راپاڅول دي.

دا انسان راپاڅول کېږي، چې هغه پانګه، چې ورکول شوې ده، په کار یې واچوي او د هغې په وسیله، ځان هغه سر منزل ته ورسوي، چې باید ورسي.دا د بعثت معنا ده. روسته تردې چې لومړی ګام او دا حرکت، د رسول الله سپېڅلي زړه ته د الهي وحې په رابهېدو او د الهي وحې په زغملو پیل شو، هغه مهال د بعثت منځپانګه- چې یوه نوې منځپانګه ده او د یوې نړۍ د جوړولو په معنا او د باطلو او ظالمو بنسټونو د ړنګولو په معنا ده-؛ یعنې د بعثت پلي کېدل، بهر هم پیلېږي، چې مبارزې ته اړتیا لري.

نو تر بعثت روسته ړومبی ګام، خوځښت، مبارزه او حرکت دی. یوه پېغمبر هم و نشو کولای، دا لار بې له مبارزې ووهي؛ دا بار منزل ته ورسوي او دا پيغام خلکو ته ابلاغ کړي. داسې نه ده، چې هغه خلک، چې بعثت یې په زړونو، په منځ او چاپېریال کې ترسره کېږي، هغه څه به په اسانه ومني، چې بعثت یې وړاندیزوي؛ نو له پېغمبرانو سره مبارزه پیلېږي او پېغمبران (ع) هغه خورا دښمن لرونکي انسانان دي، چې د یوه بار،امانت او حق وړونکي دي او بعثت له هماغه ړومبۍ ورځې له دې دښمنیو سره مخ شو او د رسول الله مبارزه هم له هماغه پیله پیل شوه او دې مبارزې د رسول الله تر مړینې –درویشت کاله- دوام وموند.

پام مو وي، چې دا درویشت کاله، څومره بختور کلونه ول. درویشت کاله یو اوږد عمر او وخت نه دی. تاسې به ډېر وګړي ووینئ، چې په شلو، درویشتو او پینځه ویشتو کلونو کې به ان دومره هم بریالي شوي نه وي، چې یو پاموړ کار ترسره کړي. معمولا ژوند یې په وګړیزو چارو تېرېږي. که د سترو انسانانو – که پوهان دي که فیلسوفان دي که سیاستوال دي – کړنلیک وګورئ او د کار پایلې یې په درویشتو کلونو کې وګورئ- البته د وګړي په ظرفیت او وسې پورې اړه لري- نو معلومه نه ده، چې ډېرې سترې چارې به تر سره کړي. هغه درویشت کلونو، چې رسول الله خپل مبارک ژوند د بعثت په پېر کې تېر کړ، څومره به ډېر وي! د جاهلیت په زړه کې او د نړۍ د جاهلیت د پېر په پېړیو کې- نه یوازې جاهلي سیمه؛ بلکې د بشر د جاهلیت او د تورتمونو د راخپرېدو پېر- وکولای شول داسې بنسټ کېږدي او داسې یو څراغ روښانه کړي، چې رڼا به یې د تاریخ په ترڅ کې ورځ تر بلې ډېرېږي او د ډېری خلکو لاسنیوی به کوي او هدایت به ورته کوي.

ددې لار پیل د رسول الله د ژوند په لومړیو دریالسو کلونو کې دی؛ تر دې چې پای یې د حکومت جوړول کېږي. نو بل ګام د تفکر او بعثت پر بنسټ د یوه نظام جوړول دي؛ نو پام مو دی، له دې ترتیبه، په ښه توګه پوهېدای شو، چې د هغوی خبره له بیخه ناسمه ده، چې هڅه کوي، چې دین او په تېره د اسلام دين له حکومته بیل معرفي کوي؛ البته له دې پلوه ټول ادیان سره یو شان دي؛ خو د اسلام په باب داسې یوه ادعا خورا هېښنده ده، چې څوک وغواړي، د اسلام دین له ژوند، سیاست، له هېواد سمبالنې او حکومته بیل کړي؛ شاته یې واچوي او د دوی ترمنځ تفکیک وکړي. له هماغې ړومبۍ ورځې چې اسلام رامنځ ته شو، له یوې ستونزمنې مبارزې سره د یوه نظام او ټولنې د جوړولو پر لور ولاړ. د رسول الله تر دیارلسو کلونو مبارزې روسته هم، رسول الله وکولای شول- که څه، نه په خپل ښار کې او نه د بعثت د پیل په ځای کې؛ خو د نړۍ په یوه بل ګوټ کې- دا نظام پر پښو ودروي او جوړ یې کړي.

تر هغو اوږدو مبارزو روسته بل ګام،همدادی. د همدې اند او فکر پر بنسټ یو چاپېریال، فضا، یو نظم او نظام جوړول دي او چې دا نظام او د الهي او اسلامي تفکراتو د ملاتړ ځواک چې نه وي، نه شو کولای دا افکار، احکام او الهي مفاهیم د خلکو په ژوند کې خپاره کړو. کټ مټ د هغو کوږ وینو وګړیو د څرګندونو پرخلاف، چې مدعي دي، چې که دین له ځواک سره یو ځای شي؛ نو دین ورستېږي!

نه؛ خبره ددې په اپوټه ده. دین که ځواک سره یو ځای شي؛ نو و به کولای شي، خپور شي او هغه ارمانونه، چې دین یې شعار ورکړی دی، په ټولنه کې به یې رامنځ ته کړي. دا چار بې ځواکه شونی نه دی او په ځواک شونی دی. د بېلګې په توګه، تاسې خیال کوئ، چې په ټولنه کې ټولنیز عدالت په نصحیت، سپارښتنه، هیله کولو او التماس راوړای شو؟! مګر کېدای شي، ټولنیز عدالت، د تبعیض له منځه وړل او د قانون پلي کول په ټولنه کې بې له ځواکه-په یوه بڼه – او د نړۍ په کچه- په بله بڼه رامنځ ته کړو؟!

همداچې کوم حق ټکی په نړۍ کې ویل کېږي؛ لکه څنګه چې د نړۍ ځواکونو وړ وګڼله، چې خپله ضربه ورکړي او ټکنی یې کړي؛ نو ځنډ نه کوي؛ خو داچې وړ یې و نه بولي او دومره ارزښت ور نه کړي! تل داسې وه؛ په نن پورې ځانګړې نه ده، چې تاسې نن وینئ، چې په هر ځای کې چې د اسلام او اسلامي تفکر غږ راپورته کېږي؛ نو بې ځنډه د مستکبرینو، پانګوالو او نړیوالو کمپنیو غوږونه تېز شي، چې وویني، چې څه دي، داسې نه چې کوم خطر یې وګواښي!

تل داسې وه، چې هر چېرې به چې یوه حق خبره له یوې خولې راووته یا کوم زړه، اروا او ستر انسان به هوډ کاوه، چې هرومرو دا حق خبره د نورو غوږونو ته ورسوي؛ نو ناڅاپه به د دښمنانو او مخالفینو له لوري دېوالونه، خنډونه او اوسپنیز سوکان رامنځ ته کېدل او پر وړاندې به یې لیکې او ټلوالې جوړولې؛ البته ماتې به یې خوړله. باطل – به د حق پر وړاندې- ماتېده؛ په دې کې هېڅ شک نشته. که حق راپاڅي؛ نو بېشکه باطل به مات شي؛ خو مراد دادی، چې بې له مبارزو، هڅو او بې د ځواک له ملاتړه نشي کېدای، چې دیني ارمانونه او افکار-؛بلکې یو ارمان او هیله هم – پلي کېدای نشي؛ البته یو لړ چارې په نصیحت او پسته ژبه هم ترسره کولای شو.

نو پېغمبران (ع) هم د حکومت په جوړېدو پسې ول او تر ټولو څرګند یې زموږ خپل رسول الله دی، چې له هماغې ړومبۍ ورځې یې مبارزه او هڅې وکړې او د اسلامي نظام جوړولو ته لېچې راونغاړلې. بیا یې هم په یثرب کې جوړ کړ او بیا یې دفاع ترې هم وکړه، لمنه یې ورپراخه کړه او دې حرکت تر کلونوکلونو دوام وموند.

نو بل ګام د حکومت جوړول دي؛ خو د حکومت جوړول موخه نه ده. بنسټیز ټکی دلته دی. د حکومت جوړول د ارمانونو د پلي کولو لپاره دی. که حکومت جوړ شو او د ارمانونو د پلي کولو پر لور و نه خوځېد؛ نو حکومت کږلاری دی. دا یوه ټولیزه قاعده ده؛ دا معیار او کچه ده. شونې ده، د ارمانونو پلي کول، کلونه کلونه دوام ومومي، د پلي کولو د لارې پر سر خنډونه او ستونزې وي؛ خو د حکومت لوری- ددې رامنځ ته کېدونکي ځواک لوری- باید هرومرو د هغو ارمانونو، موخو او هیلو پر لور وي، چې شعار یې ورکول شوی دی او ورکول کېږي او د قرآن عظیم الشان په متن او اسلامي احکامو کې شتون لري. که پر هغه لوري نه و؛ نو بېشکه چې حکومت کږلاری دی. کچه داده، چې د قانون پر بنسټ نظم او ټولنیز عدالت رامنځ ته شي او په هر ځای کې الهي قوانین واکمن شي.

او چې الهي قوانین واکمن شول؛ د اسلام پر بنسټ نظم رامنځ ته شو او ټولنیز عدالت پلي شو؛ نو تر اوسه یوه منځنۍ موخه یا په واقع کې د لارې یو پړاو مو وهلی دی. بل پړاو دادی، چې هغه خلک، چې په دې نظام کې هوسا، بې دغدغې او له عدل سره ژوند کوي، حسنه اخلاقو د تخلق لپاره یو فرصت او لېوالتیا پیدا کړي او دا هغه څه دي، چې نن غواړم اډانه پرې وکړم او دا ټکی ووایم، چې د حکومت تر جوړېدو روسته دا موخه ده؛ بلکې د عادلانه نظام تر جوړېدو روسته او د ټولنیز عدالت تر واکمنېدو روسته او د واقعي اسلامي حکومت تر رامنځ ته کېدو روسته، دا ورپسې موخه ده.

انسانان باید په حسنه اخلاقو تخلق ومومي، چې البته په حسنه اخلاقو تخلق هم د تعالي، مانیز او اروايي تکامل او د غوره معرفت لامل دی او د انسان د تکامل له پوړونو ځنې دی. موږ هم ډېر نشوکولای، سم درک وکړو. همدومره انسان له شاوخوا او مشرانو یو لړ څیزونه اورېدلي دي. هغه پړاو، چې اوس په موږ پورې اړوندېږي، د اخلاقو پړاو دی؛ اخلاق، اخلاق. تاسې ووینئ، چې دا سمه ده، چې رسول الله وايي: ((انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[204])) دا حدیث له فریقینو رانقل شوی دی؛ شیعه او سني رانقل کړی دی.

دا ((انما)) خورا معناوې لري؛ یعنې د بعثت بنسټ مې پردې دی؛ موخه داده؛ نورې یې سریزې دي. ((لاتمم مکارم الاخلاق)) تردې چې په بشر، د ټولنې په وګړیو، انسانانو او په دې امت کې بشپړ شي؛ وده وکړي او ټول ترې برخمن شي او انسانان شو.

باید انسانان شو. باید په ځان کې انساني اخلاق تقویت او بشپړ کړو. دا هغه ورپسې او خورا مهم ګام دی. که هغه ټولنه، چې په اسلام پورې اړوند ده، هغه نظام، چې ارکان یې اسلامي ارکان دي، موږ له اسلامي اخلاقو لرې شو او په هوسونو، خودخواهیو او ځان لمانځنې پسې ولاړ شو او هر څوک چې هڅه وکړي، چې ډېر لاس ته راوړي، غوره یې وخوري او غوره ژوند وکړي؛ د هغه او له هغه یې راوشلوي او که په کار وي، تر خپل حقه ډېره ګټنه او تصرف وکړي؛ نه کوم ګذشت وي او نه سرښندنه؛ نو دا به څرنګه حکومت وي؟! څرنګه اسلام او څرنګه اسلامي ټولنه به وي؟!

دا د هغه مسلې بنسټ دی. ((بعثت لاتمم مکارم الاخلاق))

ګرانو! پوه شئ، چې نن نړۍ دې ته اړتیا لري. په خواشینۍ، چې توکیزه نړۍ بیخي له دې بې برخې ده.

د اسلام په سپېڅلې شرع کې الهي اخلاق او د اخلاقو مکارم په تفضیل شرح شوي دي؛ هغه څیزونه، چې په خپله په انسان پورې اړوند دی- لکه صبر، شکر، اخلاص او قناعت- څه هغه چې په نورو انسانانو پورې اړه لري – لکه ګذشت، تواضع، سرښندنه او د انسانانو درناوی- او هغه چارې، چې د اسلامي ټولنې په ټولګې پورې اړه لري. اسلامي اخلاق پراخ بنسټه دي او دا هماغه څیزونه دي، د ټولو انبیاوو، اولیاوو او د الهي ادیانو مشرانو ډېره هڅه دا وه – او په اسلام کې د اسلام مکرم پېغمبر او سپین لمنو امامانو-چې دا جوړ شي.

البته په یوه جایرانه حکومت کې، شونې ده، دا چارې په خورا سختۍ لاس ته راشي. لکه څنګه مو چې وویل. هغه نظام، چې بنسټ یې پر باطل، ظلم او مادي ګرۍ دی- لکه د نړۍ د طاغوتونو حکومت- نو طبیعي ده، چې داسې څیزونه په آسانۍ لاس ته نه راځي؛ خو په یوه اسلامي نظام کې یې خورا په اسانۍ لاس ته راوړای شو او نن نړۍ دې ته اړتیا لري.

زموږ ټولنه باید د اسلامي انقلاب د بشپړوونکي په نامه یو حرکت تر سره کړي، چې دا ستر حرکت دې دوه پړاوه ولري: یو د نظام استقرار او زموږ په منځ کې د اسلامي اخلاقو خپراوی؛ زموږ په خلکو کې د اسلامي خویونو ارزښتي کېدل. دا ارزښت څه شی دی. په دې هېواد کې د طاغوتانو د حکومت پر مهال، دا له ارزښته غورځېدلي وو. رښتین انسان د نیمګړو او لنډوینو انسانانو په سترګو کې ساده وي یو ساده انسان وي. رښتین دی؛ چې په څه پوهېږي، وايي یې؛ خو سم سړی هغه دی، چې رښتیا و نه وايي، حقایقو اپوټه کړي او وکولای شي، چل ول او دوکه وکړي! دا د ارزښتونو اپوټه کېدل دي.

د طاغوتانو د حکومت په ترڅ کې د ظالم، جایر، فاسد او اخلاق ضد پاچایان داسې شوي ول او په خواشینۍ، چې په هېواد کې اخلاقي بنسټونه خورا ټکني شوي دي.

البته انقلابي حرکت زموږ په ټولنه کې له اخلاقي بنسټونو، دننني بنسټونو او اخلاقي اروا سره خورا مرسته وکړه؛ را ژوندي یې کړل؛ خو بیا هم کوښښ په کار دی. دا لومړۍ پړاو دی.

 او دویم پړاو یې دادی، چې تاسې دا نړۍ ته ورزده کړئ. نړۍ نن اړتیا لري. بشریت نن په نړیواله کچه د اخلاقو له نشتونه کړېږي. اسلام او مسلمین کولای شي، ولسونو ته د اخلاقو خورا غوره ډالۍ ورکړي. بشریت ته یې ورډالۍ کړي.

ګورئ! دروغ او چل ول؛ یعنې دا! له اخلاقو لرېوالی او له اخلاقو د بشر بې برخېتوب؛ یعنې دا! په نړۍ کې دا خورا کړوونکی دی، چې انسان وویني، چې هغوی په نړۍ کې د ارزښتونو او فضیلتونو مدعي دي، چې په خپله د فضیلتونو ستر دښمنان دي.

نړۍ ستاسې پېغام او لارې، هغه حقیقت، چې له تاسې سره دی، ستاسې په قرآن او ستاسې په بعثت کې دی، ته اړتیا لري؛ خو هغه ورځ به وکولای شئ، چې نړۍ ته زده کړه وکړئ، چې په خپله مو زده کړه کړې وي؛ مخکې مو په خپله زده کړې وي او عمل مو پرې کړی وي.

 

بعثت؛ له ټولو وګړیزو او ټولنیزو تورتمونو د بشریت وتلار ده

مبعث حقیقتا یو اختر دی؛ یو ستر جشن دی؛ هم مسلمانانو ته په ټولو پېرونو کې، هم د ټولو انسانانو لپاره، که د اسلام په پېغام کې سمه اندنه وکړي.

نبوي بعثت حرکت، د بشر پر وړاندې یوه نوې لار پرانسته ؛((هو الذی یصلی علیکم و ملایکته لیخرجکم من الظلمات الی النور[205])) بعثت ددې لپاره دی، چې انسانان له تورتمونه راوباسي او رڼا ته یې هدایت کړي. دا تورتمونه ټولې هغه تیارې رانغاړي، چې د نړۍ په کچه د انسانانو په ژوند کې او په ټول تاریخ کې رامنځ ته شوي دي؛ د کفر او شرک تورتمونه، د ناپوهۍ او ځلباندۍ تورتمونه، د بې عدالتۍ، تبعیض او ظلم تورتمونه، له اسلامي اخلاقو د لرېوالي تورتمونه او په اخلاقي فساد کې د ورډوبېدو تورتمونه، د ورور وژنې تورتمونه، د ناوړپوهۍ او کږپوهۍ تورتمونه او ډول ډول او بېلابېل تورتمونه. اسلام انسان له تورتمونو راوتو ته هدایتوي او سوکه سوکه په زده کړه، په حرکت، په هوډ، په سمه اندنه او د لارې د خنډونو په پېژندو به دا لاره پیدا کړي.

نن پر نبوي پېغام د پوهېدو لپاره د نړۍ ظرفیت تر پخوا خورا لوړ شوی دی. څومره چې د بشر پوهه ډېرېږي؛ نو د اسلام په پېغام پوهه هم ډېرېږي. څومره چې د نړۍ ځواکمنان- د نړۍ په هر ګوټ کې- د انساني احساساتو د ځپنې، د انسانانو د تسخیر لپاره له حیواني وزلو ډېره ګټنه کوي- چې پر بشر د ځواکونو ظلم په دې بڼه راڅرګند شي-؛ نو د اسلام د رڼا د پېژندو لپاره به لار ښه پرانستل شي او انسانان به یې ډېر تږي شي.

نن موږ د اسلام پېغام – چې د توحید پېغام دی، د معنویاتو پېغام دی، د عدالت پېغام دی، د انسان د کرامت پېغام دی- ته د بشریت د تندې آثار احساسوو؛ انسانان لېوالتیا لري.

البته دا زموږ د مسلمانانو دنده ده، چې په خپلو کړنو، په خپلو ویناوو او په خپله اراده، دا پېغام د نړۍ خلکو ته ور و رسوو. په هر ځای کې چې په اسلام مؤمن انسانان په اسلامي امت کې دنننه له فضیلت سره یو حرکت ترسره کړي؛ نو اسلام به د نړۍ د خلکو په سترګو کې خورا نوراني او خورا مطلوب شي. په ګرد سره اسلامي امت کې، په هر ځای کې چې د مسلمانانو کمزوري، ورسته پاتېدنې او ذلتونه ولیدل شي؛ نو دا د اسلام شان راټیټوي. نن که په اسلامي امت کې او د اسلامي امت ځواکمنان – هغوی چې یو کار کولای شي- داسې یوه خبره یا کړنه وکړي، چې د انحطاط نښانه وي؛ نو دا د نړۍ په سترګو کې د اسلام سپکاوی دی؛ نو نن د اسلامي سیاستوالو دنده خورا درنده ده؛ د مسلمانو روښانفکرانو، هنرمندانو، لیکوالانو او ادیبانو دنده خورا درنه ده؛ په اسلامي امت کې د هغو وګړیو دنده خورا درنه ده، چې په خپل چاپېریال کې اغېزمن دي او یو کار کولای شي. نن هغه ورځ ده، چې کولای شو، چې نړۍ، مظلوم انسانیت او ځلبلاند انسان ته مخامخ اسلام په لاس کې نیولی شو او ویلی شو: دا ده ستا د ژغورنې لار؛ دا واقعیتونه دي.

 

د بعثت اړخونه او موخې

په حقیقت کې مبعث د هغه رسالت د بیرغ د هسکولو ورځ ده، چې ځانګړنې یې د بشر لپاره ممتازې او بې سارې دي. مبعث په حقیقت کې د علم او معرفت بیرغ هسک کړ. بعثت په ((اقرء)) پیل شو: ((اقرء باسم ربک الذی خلق[206])) او په ((ادع الی سبیل ربک بالحکمة و الموعظة الحسنة[207])) یې دوام وموند؛ یعنې له حکمت سره بلنه. اسلامي بلنه په حقیقت کې په ټوله نړۍ او تاریخ کې د حکمت خپرول دي؛ لکه څنګه چې بعثت د عدل د بیرغ هسکول او هسکوونکی دی؛ یعنې په مؤمنیو، د خدای په بندګانو او ټول بشر کې عدل پلي شي؛ لکه څنګه چې بعثت د سترو الهي اخلاقو د بیرغ هسکول دي؛ ((بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[208])) متعال خدای، خپل پېغمبر ته په خطاب کې وايي: ((و ما ارسلناک الا رحمة للعالمین[209]))؛ یعنې ټول هغه څیزونه، چې بشر ورته- په هر وخت، په ټولو حالاتو او د نړۍ په هر ګوټ کې- اړتیا لري، په دې بعثت کې رانغاړل شوي دي؛ یعنې علم او معرفت، حکمت او رحمت، عدل او ورورولي او ټول هغه بنسټیز څیزونه، چې د روغ انسان ژوند ورپورې تړلی دی. ان سره له دې چې په اسلام کې جهاد ټاکل شوی دی او جهاد؛ یعنې له ظلم او یرغل سره مبارزه- البته هغوی چې د بدغواړۍ له مخې، د جهاد د حکم له مخې، اسلام د تورې دین معرفي کړی دی-؛ خو همدا اسلام وايي: ((وان جنحوا للسم فاجنح لها و توکل علی الله[210]))؛ یعنې بیا هم په هغو ځایونو کې چې د حالاتو غوښتنه وي، سولې ته پر جګړې لومړیت ورکوئ.

 

 

 

تر اسلام مخکې او د اوسني جاهلیت پرتلنه

د نبي اکرم (ص) بعثت د بشر لپاره د یوې نوې لارې پیل و. په کوم چاپېریال کې چې دا پېغام راغی، خورا ناوړه او نازغموړ چاپېریال و. مادیاتو ته د ورلېواله کېدو او ورجذبېدو نړۍ، د حیوانو خویونو نړۍ، د چارواکیو، واکمنانو او زورواکو د نه قابو کېدو نړۍ، د تبعیض، فساد، ظلم، شهوتپالۍ او خپلسرۍ نړۍ. دا حالات یوازې د حجاز په سیمې پورې ځانګړي نه ول؛ هغه دوو دولتونو هم چې له عربستانه راچاپېره وو- یعنې ساسانی ایران او د روم امپراتوري- په همدې ستونزو ککړ ول.

کوم جاهلیت، چې د اسلام د راښکاره کېدو پر مهال، د خلکو ژوند تر دباو لاندې نیولی و، یو پراخ بنسټه جاهلیت و. پر هغه مهال د انسان لپاره ملاماتوونکې فتنې، په عربستان او شاوخوا کې یې وې. علم هم و. تمدن هم – د خپل وخت- و. د سلطنتي حکومتونو، نظم، ترتیب او تشریفات هم وو. په هغو هېوادونو کې د مطلقه ځواک له لامله انضباطونه هم وو؛ خو څه چې نه وو، کټ مټ هغه څه وو، چې بشر پرېکنده اړتیا ورته درلوده؛ یعنې د انساني فضیلت چاپېریال، د لورنې، مروت او عدالت چاپېریال. څه چې د هغه مهال خلکو لږ درلودل، عدالت و؛ دا و، چې کمزوری د پیاوړي تر پښو لاندې و نه لتاړل شي؛ دا و، چې د ځمکې پر مخ خیرات د یو لړ ځانګړیو وګړیو په لاس کې متمرکز نشي او نور ترې بې برخې پاتې شي. د بشر ستر دردونه دا وو. د ساساني حکومت تر نامې لاندې هم چې وو، همدا وو؛ د روم امپراتورۍ تر نامې لاندې هم چې وو، همدا وو؛ خو په هر ځای کې یې په خپله بڼه. د هغه ورځې په حجاز کې هم، چې لومړنی او بدوي ژوند و، په بله بڼه و. اسلامي بعثت د دې ټولو پر وړاندې راښکاره شو. دا بعثت په هغې ټولګې پورې ځانګړی نه و؛ په ټول بشر پورې اړوند و: ((ان هو الا ذکر للعالمین[211])) رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  وکولای شول، د هغو ټولو ترخو واقعیتونو پر وړاندې ودرېږي او رانسکور یې کړي. رسول الله وکولای شول، د بې عدالتیو او بشري ګډوډیو په دېوالونو کې ستر درزونه رامنځ ته کړي او ځینې یې رانسکور کړي او ځینې یې رانسکورېدو ته چمتو کړي وو. رسول الله په خپل مخ کې خورا ستونزمن او کړمن واقعیتونه درلودل او هغه مهال، چې له ناوړتیا، ګډوډۍ او فساد سره د تورې زور او د سیاست اراده هم یو ځای شي؛ نو د بشریت لپاره یو ستر خطر ترې جوړېږي.

نن د یوویشتمې پېړۍ بشر، له دې دومره ادعاوو سره سره، د ځینو کمزوریو له لامله، چې یې ښيي، پردې لوري ور روان دی، چې یو ځواک یا د یوه نه قابوکېدونکي او پر زرو اډانه وهونکي ځواک یوه ټولګه او پولادي پنجه د خپلې وسلې په زور راپاڅي او د ځان لپاره حق وپنځوي؛ هغه حق، چې بیخي شته دی نه. دا هماغه حالات دي، چې هغه مهال، د بعثت د پیل پر مهال وو. پېغمبر راپاڅېد؛ و یې نه ویل: دا یو واقعیت دی او له دې واقعیت سره خو هېڅه هم نشو کولای. ځینې وګړي خپلو کمزوریو او ناهمتیو ته داسې مخونه ورکوي: یو واقعیت دی، څه به یې کړو؟ هغه واقعیت، چې باید ورتسلیم شو، دا نه دی. طبیعي واقعیتونه، نادرمله واقعیتونه، هغه واقعیتونه، چې پر انسان ورتپل شوي نه دي؛ دا هغه واقعیتونه دي، چې باید سازښت ورسره وکړي؛ خو هغه واقعیتونه، چې ځینو د نیزو او زور په مټ د نورو پر وړاندې رامخې ته کړي دي، باید دړي وړي شي. دا منطقي نه ده، چې ووایو، چې د استکبار ځواک نن یو واقعیت دی، څه ورسره وکړو. دا یو راتپل شوی واقعیت دی. د دې واقعیت پر وړاندې، ستر انسانان، الهي ادیان او د سترو فکرونوخاوندان درېږي او مقابله ورسره کوي، چې بدل یې کړي او بدلېږي هم. د بعثت حقیقت دا و. پر هغه ورځ، چې دا پېغام د مکې چاپېریال ته ورننووت، و یې ویل: ((قولوا لا اله الا الله تفحلوا[212])) که څوک د انصاف خاوند هم و؛ نو مړانه یې نه کوله، چې احتمال یې ورکړي، چې دا پېغام به یوه ورځ بریالی شي؛ ځکه بیخي زمینه یې نه وه. د کعبې پردېوال دا دومره ستر راځوړند شوی بوت، د بوتانو ملاتړ، ژور جاهلي تعصبونه، د مکې هغې سترې ځواکمنې شتمنې کورنۍ، چې لا اله الا الله دا ټول بوتان دړي وړي کړل او د دوی تر شا د روم او ایران ځواکمنې امپراتورۍ؛ مګر چا ځان ته جرات ورکاوه او ان په لومړیو پړاوونو کې یې منلې وای، چې دا پېغام د تعقیبولو او طرحولو وړ دی؟ کمزروي انسانان له همدې ځایه پر شا تګ کوي؛ خو دندې، رسالت او بعثت، رسول الله رامیدان ته کړ. بعثت یعنې برانګېختګي او دا بعثت راغی او چاپېریال یې لومړی په حجاز کې او ورپسې د هغې ورځې په متمدنې نړۍ کې د څوویشتو کالو په ترڅ کې بدل کړ.

تر اوسه لا د اسلام له راښکاره کېدو نیمه پېړۍ نه وه تېره شوې، چې تر نیمې ډېره متمدنه نړۍ له اسلامه اغېزمنه شوه. داسې و نه ننګېرئ، چې د ځواکمنو امپراتوریو په څېر حکومتونه به علم، عقل، پوځي تشکیلات او د غرور او تکبر ادعا نه کوي؛ ولې نه؛ خو چې د اخلاصمنو، سرښندونکیو او همتي انسانانو په زړه کې پرېکنده، روڼ او پر منطق اډانه وهونکی ایمان وي؛ نو دا ټول خنډونه له لارې هاخوا کېدونکي دي. نن همدا هماغسې ده: اسلامي ایمان، هغه ایمان دی، چې پر استدلال او منطق یې اډانه وهلې او د بشر د خیر او نېکمرغۍ تضمینوونکی دی.

 

 

مبعث لمانځنه؛ د بعثت د سترو زده کړو بیا ویل دي

د مبعث لمانځنه، د یوې ګرانې خاطرې تر لمانځلو ډېر، د رسول الله د بعثت د زده کړو مطرحول دي، چې نن بشریت- په تېره د مسلمانانو ټولنه- ورته خورا اړتیا لري. نن بشریت د طاغوتي ځواکونو له واکمنۍ، له ظلم، تبعیض، فساد او د خلکو پر ژوند د ځانګړیو ډلو د هوسونو له واکمنېدو کړېږي. نن بشریت د هغو انسانانو د ځاني غوښتنو په منګولو کې راښکېل دی، چې بیخي په انسانیت نه پوهېږي. نن بشریت تر بل هر وخته د بعثت پېغام ته اړتیا لري.

د نبي اکرم بعثت په لومړۍ درجه کې توحید ته رابلنه وه. توحید یوازې یوه فلسفي او اندیزه نظریه نه ده؛ بلکې د انسانانو لپاره د ژوند یوه طریقه او لار ده؛ خدای په خپل ژوند کې واکمنول او د بشر له ژونده د بېلابېلو ځواکونو د لاس لنډول دي. لا اله الا الله ، چې زموږ د پېغمبر او ټولو پېغمبرانو آریز پېغام دی، په دې معنا ده، چې د انسان په ژوند، مسیر او د ژوند د لارو په ټاکنه کې باید طاغوتي ځواکونه او شیطانان لاسوهنه و نه کړي او د انسانانو ژوند د خپلو غوښتنو او لېوالتیاوو لوبڅی نه کړي. که توحید په هماغه واقعي معنا، چې اسلام تفسیر کړی دی او ټول پېغمبران د هغه پېغام حاملان وو، د مسلمانانو په ټولنو او بشري ژوند کې پلی شي؛ نو بشر به حقیقي نېکمرغۍ او دنیوي او اخروي ښېګڼو ته ورسي او د بشر نړۍ به هم آباده شي؛ د انسان د حقیقي تکامل او تعالي په چوپړ کې نړۍ. د اسلام له لیدلوري دا نړۍ د آخرت سریزه او د ورتګ لار ده. اسلام دنیا نه نفې کوي. دنیوي نعمتونه رټلي نه ګڼي؛ انسان له ټولو استعدادونو او غرایزو سره د ژوند په ډګر کې فعال غواړي؛ خو دا ټول باید د روح د رفعت او تعالي او د انساني معنویت د بهجت په چوپړ کې وي، چې ژوند په همدې نړۍ کې هم خوږ شي. په داسې یوه نړۍ کې ظلم، جهل، او د داړلو خویونه نه وي او دا یو ستونزمن چار دی او هڅو ته اړتیا لري او رسول الله دا جهاد او هڅې له هماغه ړومبۍ ورځې پیل کړې.

څه ته چې رسول الله بلنه وکړه، هماغه څه دي، چې بشر ورته د ژوند د تاریخ په ټولو پېرونو کې اړتیا لري. رسول الله انسان پوهې ته راوباله. د قرآن ړومبي آیتونه د پوهې په ستاینه کې دي: ((اقرا باسم ربک الذی خلق. خلق الانسان من علق. اقرا و ربک الاکرم. علم بالقلم[213])) لومړی یې تعلیم مطرح کړ. پوهه د انسان د خلاصون او ښېګڼې وزله ده، چې په کوم ځانګړي مهال او ځای پورې اړوند نه ده او د بشر د ژوند په ټولو پېرونو پورې اړوند ده.

رسول الله انسانان حرکت او پاڅون ته راوبلل. متعال خدای په خپلو لومړیو رالېږلو آیتونو کې وايي: ((قم فانذر[214])) قیام کول، حرکت کول او د رکون او جمود له حالته راوتل او ځان مسوول ګڼل. ((قل انما اعظکم بواحدة ان تقوموا لله[215])) د خدای لپاره قیام، د بشر د ژوند په ټولو حالاتو کې چارساز دي او بې قیام او حرکت نشو کولای، کومې لوړې موخې ته ورسو.

رسول الله انسانان دنفس تزکیې، تصفیې او روزنې ته رابلل: ((هو الذی بعث فی الامیین رسولا منهم یتلوا علیهم آیاته و یزکیهم یعلمهم الکتاب و الحکمة[216])) تزکیه لومړی شرط دی. بې تزکیې به علم هم د بشر د فساد، انحطاط، بې لارۍ او سقوط لپاره یو وزله وي؛ لکه څنګه چې تاسې ګورئ، چې نن په نړۍ کې علم د بشر د سقوط وزله شوی دی او په علم ولسونه په زنځیرونه تړي، حقایق پرې اپوټه ښيي او انسانان پرې وږي ساتي. په نړۍ کې څومره انسانان ددې لپاره چې ښکېلاکګرو ځواکونو پرې په علم یرغل کړی دی، نن له خپلو حیاتي سرچینو ځنې بې برخې دي او په خورا نشتمنۍ او بې برخېتوب کې ژوند کوي! نن هم همداسې ده. نن نړیوال استکبار- په نړۍ کې د استعمار او ښکېلاک یوه نوې بڼه- په علم او د علم په وزلو په اډانه انسانان بېچاره کوي، هغوی په زنځیرونو تړي، وژني یې او له منځه یې وړي. د بې تزکیې علم پایله داسې وي.

اسلام وګړي، رورولۍ، انسانان یو شان ګڼلو، د هغوی ترمنځ تبعیض نه قایلېدو، توکمونه او نژادونه یو د بل ترمنځ د توپیر کچه نه ايښوولو، یوه ولس ته پر بل ولس د طبيعي او ذاتي غواروي نه قایلېدو ته رابلي. اسلام د متقیانو غوراوي ته بلنه ورکوي. د غوراوي کچه تقوا ده؛ تقوا یعنې خپلو کړنو ته پام کول؛ تر خپلو پښو لاندې کتل، د الهي بریدونو په پامنیوي ژوند ته کړلار جوړول. دا په یوه ځانګړي وخت پورې اړوند نه دي او بشر نن هم دې ټولو ته اړتیا لري. د بشر علم او مدنیت، چې څومره پرمختګ وکړي، همدا څیزونه دي، چې د نېکمرغۍ لامل یې دی. اسلامي امت باید دې چارو ته پام وکړي، دا چارې وغواړي او هڅې ورته وکړي. دا هر څه د مسلمان ولسونو او د اسلامي هېوادونو واکمنانو- هغوی چې د هېواد چارې یې په لاس کې دي- کوټلې ارادې ته اړتیا لري.

د نن په ماثوره دعا کې – و قد علمت ان افضل زاد الراحل الیک عزم ارادة یختارک بها[217])) د یوه انسان تر ټولو با فضیلته توښه داده، چې انسان عزم او اراده ولري، چې د خدای لار وټاکي او پر هغه لار حرکت وکړي. البته دا یوه ستونزمنه لار ده؛ خو د انسان په راسخ عزم اسانېږي. دا هغه څيزونه دي، چې اسلام یې زده کړه راکړې ده. په هر ځای کې چې موږ دا په خپل ژوند کې تجربه کړي، عملي کړي مو دي؛ یعنې تجربه هم دا تاییدوي.

په صدر اسلام کې یوې کوشنۍ ډلې، چې له مدنیت، پوهې او د ژوند له هر ډول شونیتاوو بې برخې وو، د همدې اصولو په برکت او په همدې پیاوړیو ستنو په منګلو لګولو یې وکولای شول، په نړۍ کې یې د څو پېړیو لپاره تر ټولو ستر مدنیت جوړ کړي او نړۍ هم د هغوی له علم، مدنیت او پرمختګه ګټنه وکړه. دا زموږ تېره تجربه ده. نن موږ هم په جمهوري اسلامي کې، په هر ځای کې مو چې پر خدای توکل کړی او په هر ځای کې مو چې له خپل ځواکه کار اخستی او خپلو ځاني غوښتنو ته مو شا کړې او موخې مو سترې شمېرلي؛ نو چارې مو بریالۍ وې.

څرګنده ده، چې ټولنه جوړونه او مدنیت جوړونه- چې د اسلام له سترو موخو ځنې یوه یې ده- بې له دښمنۍ ناشونې ده. په صدر اسلام کې هم د اسلام نظام او اسلامي ټولنې له جوړېدو سره دښمني وشوه؛ نن هم همداسې ده. نن په اسلامي نړۍ کې، مسلمان ولسونه، په خپلو ځانونو کې د اسلام د اعتزاز روح مومي او د اسلام په پار د عزت احساس کوي. اسلامي ويښتیا هغه حقیقت دی، چې رامنځ ته شوی دی، که د اسلامي امت دښمنان یې وغواړي، که یې و نه غواړي. ددې لارې وهل د هېوادونو د چارواکیو کوټلې ارادې ته اړتیا لري.

موږ په خپله د دې وینا لومړي مخاطبان یو، چې درنې دندې هم لرو. پېغمبراکرم وویل: ((لا تصلح عوام هذه الامة الا بخواصها[218])) د عوامو او ولسونو سمونه د هغې ټولنې په مخورو او خواصو پورې اړوند ده. له رسول الله نه یې وپوښتل: د امت مخور کوم وګړي دي – ((قیل یا رسول الله و ما خواص امتک؟- و یې ویل: ((خواص امتی العلماء والامراء)) پوهان، روښانفکران، په خبره پوه، چارواکي، واکمنان او خواص.

 

د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم بعثت ته یوه کتنه

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مخکې تردې چې څلوېښت کلن شي، هر کال به يې څه موده په حراء غار کې ګوښې تېروله او د خپل پالونکي عبادت يې کاوه. په دې ګوښه توب کې يې علي کرم الله وجهه هم له ځان سره بوت.

چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څلوېښت کلن شو، په حراء غار کې لومړی ځل وحې پرې نازله شوه او علي کرم الله وجهه هم چې ورسره و، د ړومبي وار وحې د راکېوتو شاهد شو[219].

د وحې تر نزول روسته علي کرم الله وجهه او خديجه (رضی الله عنها) ړومبي کسان وو، چې پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يې ايمان راووړ او د وحې تر راکېوتو روسته پر ړومبۍ ورځ يې په پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پسې د جماعت لمونځ وکړ. ترڅو کلونو پورې بې له دې درېيو تنو بل چا اسلام منلی نه و، په دې اړه طبري او نورو مورخانو له عفيف کندي روايت کړی چې و يې ويل:

«په جاهليت پېر کې مکې ته ولاړم او د عباس بن عبدالمطلب مېلمه وم، يوه ورځ مې پر کعبه نظر شو، يو ځوان مې وليد چې راغی، اسمان ته يې وکتل، بيا کعبې ته ودرېد. څه وخت تېر نه و، چې يو هلک مې وليد، راغی او ښي خوا ته يې ودرېد. ورپسې يوه ښځه راغله او په دوی پسې ودرېده. بيا ځوان سړي رکوع وکړه، هلک او ښځې هم رکوع وکړه، ځوان سړی ودرېد هلک او ښځې هم دغسې وکړل، ځوان سړي سجده وکړه، دې دواړو هم دغسې وکړل.

و مې ويل: عباسه! يو ستر چار دی.

عباس هم وويل: يو ستر چار دی، پوهېږې دا ځوان سړی څوک دی؟

و مې ويل: نه پوهېږم.

و يې ويل: دا مې وراره، محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب دی.

بيا يې وويل: پوهېږې، څوک ورسره دی؟

و مې ويل: نه.

و يې ويل: دا مې وراره علي بن ابی طالب بن عبدالمطلب دی، دې وراره مې راته وويل: پالونکی مې د اسمان او ځمکې پالونکی دی، دوی چې پر څه دي امر يې ورته کړی پر خدای قسم د ځمکې پر مخ بې له دې درېيو تنو، بل څوک پردې دين نه پېژنم[220]»

د بعثت د سترې دندې لپاره د پېغمبر اعظم (ص) وړتیاوې او ځانګړنې

د یوه متواتر او مشهور حدیث له مخې، په خپله آنحضرت وايي: ((بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[221])) بعثت په دې موخه په نړۍ کې رامنځ ته شو، چې د بشر اخلاقي مکرمتونه او روحي فضیلتونه عمومیت ومومي او کمال ته ورسي.

تر څو چې په خپله یو تن د غورو اخلاقي مکارمو څښتن نه وي؛ متعال خدای ورته دا ستر او خطیر ماموریت نه ورکوي؛ نو د بعثت په پیل کې، متعال خدای، خپل پېغمبر ته په خطاب کې وویل: ((انک لعلی خلق عظیم[222])) د رسول الله جوړېدل او پخېدل، چې هغه لوښی شي، چې متعال خدای یې خپلې وحې ته مناسب ومومي، دا چارې تر بعثت مخکې چارې دي؛ نو ویل شوي دي، چې رسول الله په ځوانۍ کې په سوداګرۍ بوخت او له دې لارې یې خورا درآمدونه هم درلودل، چې ټول یې د خدای په لار کې صدقه کړل او پر بېوزلیو یې وویشل. دا پېر چې د رسول الله د تکامل روستی پېر او تر وحې مخکې وخت دی- هغه پېر چې لا پېغمبر شوی نه و- رسول الله به د حرا غره ته ورخته او الهي آیتونو ته به په ننداره و؛ آسمان، ستورو، ځمکې او دې پنځېدلیو ته چې په له بېلابېلو احساساتو او کړنلارو سره پر ځمکه ژوند کوي. آنحضرت (ص) به په دې ټولو کې الهي آیتونه موندل او ورځ په ورځ یې د حق پر وړاندې خضوع او په زړه کې یې د الهي نهې، امر او ارادې پر وړاندې خضوع ډېرېده او ورځ په ورځ پکې نېک خویونو راټوکېدل. په روایت کې راغلي دي، چې: ((من اعقل الناس و اشجعهم[223])) رسول الله تر بعثت مخکې، د الهي آیتونو په لیدو، ورځ په ورځ پخېده، چې څلوېښت کلن شو. ((فلما استکمل اربعین سنة و نظر الله عزوجل الی قلبه فوجده افضل القلوب و اجلها و اطوعها و اخشعها و اخضعها[224])) په څلوېښت کلنۍ کې یې زړه الهي پېغام موندو ته خورا نوراني ترین، خورا خاشع ترین او خورا پر ظرفیت ترین زړه و. ((اذن لابواب السماء ففتحت و محمد ینظر الیها[225])) او هغه مهال، چې د معنویت، روحانیت، نورانیت او کمال دې پړاو ته ور و رسېد؛ نو متعال خدای ورته د آسمان او د غیبو د نړۍ تمبې پرانستې او سترګې یې ورته معنوي او غیبي نړيو ته ورپرانستې.

((و اذن للملائکة فنزلوا و محمد ینظر الیهم)) هغه به پرښتې لیدې، خبرې به یې ورسره کولې، د هغوی خبرې به یې اورېدې، چې جبرائیل امین پرې رانازل شو او و یې ویل: ((اقرا))؛ د بعثت پیل.

دا بې ساری الهي مخلوق، دا بشپړ انسان، چې د الهي وحې تر راکېووتو مخکې، د کمال دې پړاو ته رسېدلی دی، د بعثت له هماغې ړومبۍ شېبې یې یو هراړخیز ستونزمن جهاد پیل کړ او د درویشت کلونو لپاره یې په خورا ستونزو مخې ته بوتله.

جهاد یې د ځان په دنننه کې، جهاد یې له هغو خلکو سره، چې له حقیقته بيخي بې خبره ول او جهاد له هغه مطلق تورتم چاپېریال سره، چې امیرالمؤمنین یې په باب، په نهج البلاغه کې وايي: ((فی فتن داستهم باخفافها و طاتهم باظلافها و قامت علی سنابکها[226])) خلک له هر لوري د فتنو تر دباو لاندې وو: دنیا غواړي، شهوتپالي، ظلم او تېری، د انسانانو د زړونو په تل کې اخلاقي رذایل او د هغو زورواکو شتمنو تېری، چې پر کمزوریو به یې کاوه، دا تېری نه یوازې په مکه او جزیرة العرب کې و؛ بلکې د هغه ورځ د نړۍ په غوره تمدن؛ یعنې د روم په ستره امپراتورۍ او شاهنشاهي ایران کې هم و. تاریخ ته وکڅئ؛ د بشر پر ټول ژوند تورتمونه راخپاره ول. له دومره ځواک سره مجاهدت او هڅې او نه ستړې کېدونکې او غیر قابل تصور هڅې، د بعثت د پیل له هماغو ړومبیو شېبو او د الهي وحې زغمل، د رسول الله لپاره پیل شول او الهي وحې هم په پرله پسې توګه، د هغو رڼو اوبو په څېر، چې مستعدې ځمکې ته ورسي، د رسول الله سپېڅلي زړه ته راتله او هغه یې ځواکمناوه او هغه هم خپل ټول ځواک وکاراوه، چې دا نړۍ یوه ستر بدلون سره مخ کړي او بریالی هم شو.

د اسلامي امت لومړۍ ډبره، د مکې په سختو شپو کې د رسول الله په ځواکمن لاس کېښوول شوه؛ یوه پیاوړې بنسټ ډبره، چې د اسلامي امت بنسټ پرې کېښوول شو، ړومبي ایمان راوړونکي، ړومبي کسان، چې دا پوهه، دا مړانه او دا نورانیت یې درلود، چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  پېغام درک کړي او زړه پرې وتړي. ((فمن یرد الله ان یهدیه یشرح صدره للاسلام[227])) چمتو زړونه او ددې الهي ښوونو او الهي احکامو پر لوري د زړونود تمبو پرانستونکي، د رسول الله په ځواکمنو لاسونو جوړ شول، دا ذهنونه روښانه شول، دا ارادې ورځ تر بلې پیاوړې شوې او د مکې د پېر ستونزې یوازې پر هغو لوږ مؤمنانو – چې ورځ په ورځ هم ډېرېدل- راغلې، چې زموږ او ستاسې له تصوره بهر دي. په داسې یوه چاپېریال کې چې ټول ارزښتونه، جاهلي ارزښتونه دي، تعصبونه، بې ځایه او ناسم غیرتونه، ژورې کینې، دښمنۍ، شخړې، تېري او شهوتونه سره ګډ شوي دي او د خلکو ژوند یې تر دباو لاندې نیولی او رانغاړلی دی- او په دې کلکو او نانفوذه ډبرو کې- دا زرغون نیالګي راوټوکېدل. ((و ان الشجرة البریة اصلب عودا و اقوی وقودا[228]))، چې امیرالمؤمنین وايي، دادی. یوه توپان هم نشي کولای، دا بوټي، نیالګي او ونې، چې د ډبرو په منځونو کې راټوکېدلي، جرړه یې ځغلولې او وده یې کړې، څوک یې له ځایه وخوځوي. دیارلس کاله تېر شول او بیا پردې کلکو ډبرو، د اسلامي ټولنې او د نبوي مدني ټولنې بنسټ کېښوول شو. امت جوړونې هم لس کاله وخت واخست. دا امت جوړونه یوازې سیاست نه و؛ د هغه سیاست یوه برخه وه او بله ستره برخه یې د بېلابېلو وګړیو روزنه وه: ((هو الذی بعث فی الامیین رسولا منهم یتلوا علیهم آیاته و یزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة[229])) یزکیهم، رسول الله بېل بېل زړونه وروزل، رسول الله بېلابېلو ذهنونو او عقلونو ته پوهه او علم ورتلقین کړ. و یعلمهم الکتاب والحکمة. حکمت یو پړاو پورته پوړ دی. یوازې دا نه وه، چې یو لړ قوانین، احکام او مقررات یې ورزده کړل؛ بلکې حکمت یې ورزده کړ. د هغوی سترګې یې د نړۍ پر حقایقو وغړولې. لس کاله هم رسول الله له دې کړلار سره مخې ته ولاړ. بلخوا، سیاست، د حکومت سمبالنه، له اسلامي ټولنې دفاع، د اسلام د لمنې پراخول، له مدینې بهر وګړیو ته د لار پرانستې پرېښوول، چې سوکه سوکه او یو یو د اسلام د ښوونو نوراني ډګر ته راننوځي. بلخوا د بېل بېل وګړي روزنه. ورونو او خویندو! دا دوه یو له بله بېلولای نشو.

یو لړ وګړیو، اسلام یوازې وګړیز چار وباله او سیاست یې له اسلامه واخست. دا هغه څه دي، چې نن په ډېری اسلامي ټولنو او په یرغلیزې مستکبرې، مستعمرې او لویدیزې نړۍ کې دودېږي، چې: اسلام له سیاسته بیل دی، سیاست یې له اسلامه واخست؛ حال داچې د اسلام مکرم نبي (ص) د هجرت په پیل کې، په هماغو ړومبیو شېبو کې چې یې ځان د مکې له ستونزې راخلاص کړ، لومړی کار چې یې وکړ، سیاست و. د اسلامي ټولنې جوړول، د اسلامي حکومت جوړول، د اسلامي نظام جوړول، د اسلامي پوځ جوړول، د نړۍ سترو واکمنانو ته لیکونه استول، د هغې ورځې سیاسي ډګر ته وردانګل، سیاست دی. څنګه کولای شو، چې اسلام له سیاسته بیل کړو؟! څنګه کولای شو، چې سیاست د هغه هدایت په لاس، چې د اسلام د هدایت لاس نه دی، معنا او تفسیر او بڼه ورکړو؟! ((الذین جعلوا القرآن عضین[230])) ځینې قرآن ټوټه کوي. ((نؤمن ببعض و نکفر ببعض[231])) د قرآن په عبادت ایمان راوړي؛ خو د قرآن په سیاست ایمان نه راوړي! ((لقد ارسلنا رسلنا بالبینات و انزلنا معهم الکتاب و المیزان لیقوم الناس بالقسط[232])) قسط څه شی دی؟ قسط؛ یعنې په ټولنه کې د ټولنیز عدالت پلي کول. څوک کولای شي، دا کار وکړي؟ له ټولنې او قسط سره د ټولنې جوړول، یو سیاسي چار دی؛ د یوه هېواد د چارواکيو کار دی. دا د انبیاوو موخه ده. نه یوازې زموږ پېغمبر؛ بلکې حضرت عیسی، حضرت موسی، حضرت ابراهیم او نور ټول پېغمبران د سیاست او د اسلامي نظام جوړولو لپاره راغلي دي. بیا یو لړ وګړي، د خپل مقدس مآبۍ له مخې، خپل څادر راټولوي او وايي: موږ له سیاست سره کار نه لرو! مګر دین له سیاسته بیل دی؟! لویدیزي خبیث تبلیغات هم تل دې چار ته لمنه وهي، چې دین له سیاسته بیل کړئ، دین له دولته بیل کړئ. که موږ مسلمانان یو، دین او دولت یو له بل سره ګډ دی؛ نه د هغو دوو څیزونو په څېر، چې یو له بل سره نښلول شوي وي. دین او دولت یو څیز دی.

په اسلام کې دین او دولت له یوې سرچینې، سرچینه اخلي او هغه سرچینه الهي وحې ده. قرآن او اسلام دادی. یو لړ وګړي هم دې خوا ته سیاست له اسلامه بیلوي او بلخوا یو لړ وګړي هم یوازې سیاست، سیاست بازي او سیاست کاري ګڼي. اخلاق، معنویت، مینه، فضیلت او کرامت نالیدی ګڼي، چې زموږ د پېغمبر د بعثت تر ټولو ستره موخه ده. دا هم ((الذین جعلوا القرآن عضین[233])) او دا هم ((نؤمن ببعض و نکفر ببعض[234])) دی. اسلام په پړکنده جملو کې سیاسي خلاصه کول، د زړونو له خشوع نه غافلېدل، له ذکر، له صفا، له معنویت، خدای ته سجده، له خدایه غوښتل، پر خدای زړه تړل، د پالونکي د برم او ستریا پر وړاندې اوښکې تویول، د خدای لورنه غوښتل، صبر، حلم، سخا، جود، ګذشت او رورولي نالیدي ګڼل او د اسلام په نامه یوازې په سیاست پورې نښلېدل، هم هماغه کږلاري ده او توپیر ورسره نه کوي.

((یزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة[235])) هم تزکیه ده او هم تعلیم. د دین د روزنې ډګر، هم زموږ او ستاسې زړه دی، هم زموږ او ستاسې ماغزه او هم زموږ او ستاسې لاس او مټ. ((یا ایها النبی جاهد الکفار و المنافقین و اغلظ علیهم[236])) د دښمن پر وړاندې، د یرغلګر پر وړاندې، د هغه پر وړاندې، چې د معنویت او وحې د وړانګو د خپرېدو پر وړاندې خنډ دي، لاس په کار دی. ((و انزلنا الحدید فیه باس شدید و منافع للناس[237])) باید په پولادي لاس، اوسپنیز سوک او ناماتې اراده ورسره مخ شو. دا د اسلامي امت د ننني دردونو درملنه ده.

نن اسلامي امت په واقعي معنا یو اسلامي حکومت ته اړتیا لري. اسلامي حکومت؛ یعنې هغه حکومت، چې د انسانانو د زړه او ولسونو حکومت وي؛ د هغوی په مغزو او علمي پرمختګ ته کار وکړي؛ د هغوی په ځواکمن لاس او موټي کار وکړي؛ په سم سیاست یې سمبالنه وکړي. دا نن د اسلامي امت اړتیا ده.

 

د بعثت یادونه؛

د اسلامي امت او ټول بشریت لپاره د نه هېرېدونکیو زده کړو بیا کتنه

د بعثت یادول، د یوې تاریخي پېښې د رایادولو پر معنا نه دي- دا هغه ټکی دی، چې موږ یې باید له دې سترې پېښې او د انساني او بشري ګرانې خاطرې سره د مخېدو پر مهال په یاد ولرو- بلکې پردې پرتمینه خاطره اډانه، په حقیقت کې د یوې نه هېرېدونکې زده کړې بیا کتنه ده، په لومړۍ درجه کې په خپله د اسلامي امت لپاره؛ څه د ټول امت لپاره، څه د امت مشرانو او مخورو ته- سیاستوال، پوهان، روښانفکران- او څه په بله درجه کې د ټول بشریت لپاره. دا د یوې زده کړې تکرار دی، د یوه سرمشق تکرار دی، د یوې زده کوونکې پېښې یادونه ده.

دا پېښه خورا اړخونه لري، چې که حقیقتا څوک وغواړي، په ساده وینا- که څه په لنډو- د بعثت د مسلې اړخونه بیان کړي، باید خورا کتابونه پرې ولیکل شي او په ساعتونو خبرې پرې وشي؛ خو لکه څنګه چې انسان یوه لومړنۍ کتنه دې پېښې ته کوي؛ نو بېلابېلې زده کړې ترې کوي. تاسې ووینئ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په دې پېغام، چې کمال ته د ورسېدو لپاره د بشر ټولې اړتیاوې رانغاړي، په یوه ټولنه کې راڅرګند شو او خپله بلنه یې پیل کړه، چې له هغو کمالاتو ځنې یو کمال هم په هغه ټولنه کې نه و.

رسول الله، د علم پېغمبر و. په هغه ټولنه کې علم نه و؛ د عدل پېغمبر و، په هغه ټولنه کې ان د عدل بوی هم د چا پر پزو نه لګېدو او زورواکي د خلکو پر مال او ځان واکمن ول. د اخلاقو، ګوزارې، ګذشت، انصاف او مینې پېغمبر و؛ خو په هغه ټولنه کې په واقعي معنا ددې چارو سوکړه وه؛ یوه زیږه، زور ویونکې، زور اورېدونکې، له اخلاقو او معنویاتو لرې، له پوهې لرې، په ځاني غوښتنو، جاهلي تعصبونو او بې ځایه غرورونو زړه تړلې ټولنه وه.

په داسې ستونزمنو او متحجرو حالاتو کې او په داسې یوه بې اوبو او بې ښېرازۍ ډبرین چاپېریال کې دا نیالګی راوټوکېد، دیارلس کاله یې په ستونزمنو حالاتو کې وده وکړه او د دې دیارلس کالو پایله د یوه حکومت جوړول ول؛ د علم، عدل، توحید، معنویت، اخلاقو او کرامت پر بنسټ د یوې ټولنې جوړول. ذلت یې پر عزت بدل کړ؛ وحشي توب یې رورولۍ بدل کړ؛ تعصبونه یې په ګوزارې کولو او تعقل بدل کړ؛ جهل یې په علم بدل کړ او یو پیاوړی او رښتین بنسټ یې کېښود، چې پر همدې پیاوړي بنسټ مسلمانانو وکولای شول، د پېړیو پېړیو لپاره د نړۍ پر مدنیت واکمن شي او داسې مخینه رامنځ ته کړي، چې په تاریخ کې یې ساری نه درلود.

ددې حکومت پېر لس کاله دوام وموند. تاسې وګورئ، د ولسونو په عمر کې دیارلس جمع لس کاله څومره عمر دی؛ د یوې شېبې هومره ده، د یوې ګړۍ په شان تېرېدونکی دی. په دومره لږ مهالیز واټن کې یو ستر حرکت رامنځ ته شو، چې ویلای شو، تاریخ یې دوه ډوله وویشه: لومړی ډول تر اسلام مخکې او دویم تر اسلام روسته. انسانیت یې پر مخ بوتلو، د اخلاقو بنسټونه یې پیاوړي کړل، بشر ته یې نه هېرېدونکې زده کړې یادګار پرېښوولې؛ د بعثت ستریا او عظمت ته له دې لیدلوري وکڅئ.

څه چې دا بریاوې یې تضمین کړې؛ البته په یو بل کې ډېر بڼل شوي عناصر دي؛ خو په لومړۍ درجه کې هغه پیاوړی او جوت کوټلی عنصر، چې معنویت، صفا او د پالونکي له معرفته او پر خدای له اډانې ډک و، په خپله د رسول الله سپېڅلی وجود و. رسول الله د مکې خورا پوه او هوښیار انسان و، مخکې له دې چې نبوت ته ورسي، د هغه سیمې خورا کریم، شریف او د ښو خویونو خاوند انسان و.

په هغو خلکو کې په دې ستر انسان الهي لورنه وشوه او دا ځل د ده پر اوږو ورکېښوول شوه؛ ځکه خدای ازمېیلی و. خدای خپل بنده پېژندلی و او پوهېده،چې دا مسوولیت دا ځل چا ته ور تر غاړې کوي. رسول الله ودرېد، دا را ولاړه او پر هغه موخه له معرفت سره استقامت، چې پر لوري یې ور روان دی، د رسول الله د ټولو پرمختګونو او د دې ستر حرکت د رازغورنېدو او ښېرازېدو اډانه وه.

هو، حق بریالی دی؛ خو له یو لړ شرطونو سره، د حق د بریا شرط، له حق نه دفاع ده. د حق د بریا شرط، د حق پر لار استقامت دی.

چې کله د بعثت په لومړي پړاو کې، تر هغه روسته، چې د درېیو او ډېر کلونو په تېرېدو- چې بلنه پټه وه- رسول الله دېرش، څلوېښت تنه مسلمانان کړي وو، بیا الهي حکم وشو، چې: ((فاصدع بما تؤمر و اعرض عن المشرکین. انا کفیناک المستهزئین[238])) ښکاره کړه، ور ډګر ته شه، بیرغ په لاس کې واخله او چار دې څرګند کړه. رسول الله ور میدان ته شو او کیسه یې هماغه ده، چې اورېدلې مو ده. د قریشو مشران، زورواکان او شتمن ووېرېدل او ولړزېدل. لومړی کار چې یې وکړ، د آنحضرت تطیمع کول وو. په ښاغلي ابوطالب پسې ورغلل او ورته یې وویل: که وراره دې ریاست غواړي؛ نو موږ به خپل مطلق ریاست ورکړو؛ که شتمني غواړي؛ نو دومره شتمني به ورکړو، چې تر موږ ټولو خورا شتمن شي؛ که پاچاهۍ ته ورلېواله وي؛ نو د خپل پاچا په نامه به یې وټاکو؛ خو ورته ووایه، چې له خبرو دې لاس پر شي. ښاغلی ابوطالب، چې په رسول الله ووېرېد او د هغوی له دسیسو هم ډارېده؛ نو رسول الله ته ورغی او ورته یې وویل: د مکې مشرانو دا پېغام راکړی، کېدای شي نصیحت یې کړی وي، سپارښتنه یې کړې، تاسې هم لږه ګوزاره وکړئ، په دې چار کې دا دومره هڅاندي د څه لپاره، دومره خو په کار نه ده. رسول الله ورته وویل: ((یا عم! والله لو وضعوا الشمس فی یمینی و القمر فی شمالی لاعرض عن هذا الامر لا افعله حتی اظهره الله او یذهب بما فیه[239])) تره! که لمر په ښي لاس کې راته کېږدي، سپوږمۍ په کیڼ لاس کې راته کېږدي، ددې لپاره، چې زه له خپلې موخې لاس پر سر شم؛ نو پر خدای قسم، دا کار به و نه کړم، تر هغې چې یا مې خدای بریالی کړي او یا ټول له منځه ولاړ شو.

بیا په روایت کې راغلي، چې: ((ثم اغرورقت عیناه فی الدمع)) د رسول الله مبارکې سترګې له اوښکو ډکې شوې، له ځایه راپاڅېد. ښاغلي ابوطالب، چې کله دا ایمان او استقامت ولید، ورمات شو او و یې ویل: ((یابن اخی اذهب و قل ما احببت)) وراره، ولاړ شه او خپله خوښه دې وکړه او په موخې پسې دې شه. ((والله لا اسلمنک بشیء)) پر خدای قسم، پر هېڅه به دې هم بدل نه کړم. دا استقامت، استقامت زيږوي. په رسول الله کې دا استقامت په ښاغلي ابوطالب کې هم د استقامت جرړه پیاوړې کوي. په موخه دا پابندي، له دښمنه نه ډارېرېدل، هغه څه ته نه په تمه کېدل، چې له دښمن سره دي، پر هغه امتیاز زړه نه تړل، چې دښمن یې له موخې د لاس په سرېدو په شرط ورکوي، استقامت زيږوي، هوساینه پنځوي. پر لار، موخه او هغه خدای ډاډ رامنځ ته کوي، چې دا موخه ورپورې اړوند ده؛ نو تر دېرشو یا څلوېښتو تنو ډېر نه ول او همدا دېرش، څلوېښت تنه د هومره ستونزو او کړاوونو پر وړاندې ودرېدل او ورځ تر بلې ډېر شول. هره ورځ یې په مکه کې لیدل، چې له عمار سره څه کېږي، له بلال سره څرنګه چلن کېږي، یاسر او سمیه څنګه تر کړاوو لاندې دي او شهیدېږي؛ دا هر څه یې لیدل؛ خو په عین حال کې یې ایمان راووړ. د حق پرمختګ داسې وي. یوازې په هوساینه او امن او امان حالاتو کې د حق بیرغ هسکول او لاندې یې برېتې تاوولو باندې حق پرمخ نه ځي. حق هغه مهال پرمختګ کوي، چې د حق خاوند، د حق لاروی، د حق د پرمختګ په لار کې له ځانه هڅه او استقامت وښيي.

د قرآن کریم آیت وايي: ((محمد رسول الله والذین معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم[240])) پر کفارو اشداء په دې معنا نه ده، چې تل له کفارو سره په جګړه کې وي. اشداء، شدت؛ یعنې کلکوالی، جوت توب او نه ماتېدل. یوه اوسپنه زنګ وهي، ټوټې ټوټې کېږي او ورستېږي، له منځه ځي؛ یوه اوسپنه، چې پېړۍ پېړۍ هم پرې تېرې شي؛ نو نه ټوټې ټوټې کېږي، زنګ یې نه وهي او ورستېږي نه. اشداء؛ یعنې دا. شدت یعنې کلکوالی او استحکام. کلکوالی یو مهال د جګړې په ډګر کې وي، چې خپله بڼه لري، یو وخت له دښمن سره د خبرو پر مهال وي، چې خپله بڼه لري. تاسې وګورئ، رسول الله په خپلو جګړو کې هغه مهال، چې په کار ول، چې له خپل مقابل لوري او دښمن سره خبرې وکړي، څرنګه خبرې کوي. له سره تر پښو پورې د رسول الله چارې، استحکام او جوت توب و؛ استوار، پوټی سوړه هم پکې نشته. د احزاب په جګړه کې رسول الله له مقابلو لوریو سره خبرو اترو ته کېني؛ خو څرنګه خبرې اترې، تاریخ ولولئ! که جګړه ده؛ نو له شدت سره؛ که خبرې اترې دي؛ نو له شدت سره؛ که تعامل دی؛ نو له شدت او استحکام سره. دا د اشداء علی الکفار معنا ده.

رحماء بینهم؛ یعنې په خپلو منځونو کې چې دي، نه ؛ دلته نو نرمې خاورې دي، انعطاف شته دی، دلته نو هغه شدت او صلابت نشته، دلته باید زړه ورکړې او زړه واخلې، دلته باید په مینې او محبت چلن وشي.

د بعثت د لومړیو وختونو د هماغه استقامت پایله، د شعب ابيطالب د درې کلن هېښنده استقامت لامل شو. ټوکې نه دي! د مکې تر څنګ په یوه دره کې، بې اوبو، بې بوټي، تر سوځنده لمر لاندې. پېغمبراکرم، ښاغلي ابوطالب، اغلې خدیجې، ټولو مسلمانانو او کورنۍ یې په دې ټوټه- د غره په چاود کې – ژوند وکړ. لار هم تړلې وه، چې دوی ته خواړه رانشي. کله هم د موسم په ورځو کې – چې له جاهلي دود سره سم، ازاده وه؛ یعنې جګړه نه وه- کولای یې شول، چې ښار ته راشي؛ خو همداچې غوښتل یې چې په یوه هټۍ کې یو توکی معامله کړي، ابوجهل، ابولهب او د مکې نورو مشرانو، چې خپلو زامنو او نوکرانو ته سپارښتنه کړې وه، چې هر وخت، چې دوی غواړي، چې کوم څیز وپېري؛ نو تاسې یې دوه ګرایه بیه ورکړئ او توکي تاسې وپېرئ او پرې نه ږدئ، چې هغوی توکي وپېري. په داسې ستونزمنو حالاتو کې یې درې کاله ژوند وکړ. دا څه ټوکې خو نه دي.

هغه لومړی استقامت، د دې کېږدۍ دا کلکه ستنه، هغه متوکل علی الله زړه دی، چې په چاپېریال کې داسې استقامت رامنځ ته کوي، چې د ټولو سینه پراخوي او صبر کوي. ټوله شپه به تر سهار ماشومانو له لوږې ژړل او د ماشومانو د ژړا غږونو به په شعب ابیطالب کې انګازې کولې او د قریشو د کفارو غوږونو ته به رسېدل او د قریشو د بېوزلیو زړه به هم پرې سوځېده؛ خو د قریشو د زورواکو له لامله یې مړانه نه شوه کولای، مرسته ورسره وکړي؛ خو د هغو مسلمانانو، چې ماشومانو یې په مخ کې پړتکې وهلې – چې څومره یې په شعب کې مړه شول، څومره یې رنځوران شول، څومره لوږې یې تېرې کړې- ایمان یې کمزوری نه شو. امیرالمؤمنین خپل ګران زوی محمد بن حنفیه ته وايي: ((تزول الجبال و لا تزل[241])) شونې ده، غرونه وخوځېږي، له ځایه راونړېږي؛ خو ته مه نړېږه. دا هماغه د رسول الله وصیت دی. دا ده د اسلامي امت د راپاڅېدو لار؛ د اسلامي امت بعثت دادی. دا موږ ته د رسول الله زده کړه ده. دا موږ ته د بعثت زده کړه ده.

یوازې دا چې کېنو او ووایو، آیت رانازل شو او حضرت جبرائیل راغی او رسول الله رسالت ته مبعوث شو او خوشحاله شو، چې چا ایمان راووړ او چا را نه ووړ، مسله نه حل کوي. مسله داده، چې موږ باید له دې پېښې- چې د رسول الله د سپېڅلي ژوند د ټولو پېښو مور ده- زده کړه وکړو. دا ټول درویشت کلونه زده کړه ده.

ما یو وخت ځینو دوستانو ته وویل، چې د رسول الله ژوند باید میلیمتر میلیمتر مطالعه شي. هر شېبه یې یوه پېښه ده؛ یوه زده کړه ده؛ یوه ستره انساني پلوشه ده؛ دا ټول درویشت کلونه همداسې دي. زموږ ځوانان دي ولاړ شي او د رسول الله ژوند دې په ډاډمنو او معتبرو سرچینو کې مطالعه کړي او و دې ګوري، چې څه پېښ شوي دي. که تاسې وینئ، چې دومره ستر امت جوړ شو- چې نن هم غوره ویناوې، غورې لارې چارې، سترې زده کړې او بشریت ته خورا شفا ورکوونکي درمل، د همدې امت په ټولګه کې دي- داسې رامنځ ته شو، پراختیا یې مونده او جرړه لرونکی شو؛ ګنې یوازې داچې حق له موږ سره وي، مخکې نشو تللای؛ حق له استقامت سره. امیرالمؤمنین – څو څو ځل مې دا جمله له آنحضرت نه رانقل کړې ده- د صفین په جګړه کې وویل: لا یحمل هذا العلم الا اهل البصر و الصبر[242])) دا بیرغ هغه کسان هسکولای شي، لومړی داچې د بصیرت خاوند وي، پوه شي، چې خبره څه ده، موخه څه ده؛ دویم داچې صبر ولري. صبر؛ یعنې همدا استقامت او دا باید موږ له بعثت نه زده کړو.

پر هغه مهال، چې معرفت او پوهه نه وه، ناپوهي عمومي وه او ټوله نړۍ یې نیولې وه، نه یوازې په عربي سیمه کې؛ بلکې په ټوله نړۍ کې؛ نو د اسلام د پرمختګ خواله په څه کې وه. د هغه مهال په دوو سترو امپراتوریو- یعنې د ساساني ایران امپراتوري او د روم امپراتوري- کې هم همدا جاهلیت و او په هغو سیمو کې هم عدالت نه و او په هغو سیمو کې هم تبعیض و.

اسلام راښکاره شو او د اسلامي معرفت لمر پر زړونو او ذهنونو ولګېد او په نړۍ کې د جهالت له شتون سره سره او د حالاتو له خرابوالي سره سره، د انسان د ودې دې کاروان په خورا ځغاسته پرمختګ وکړ. د بعثت له پېره لا نیمه پېړۍ نه وه تېره، چې د نړۍ د آبادو سیمو له نیمې ډېره ساحه د اسلام په ولکه کې شوه او د اسلام تر واکمنۍ لاندې راغله. دا څه وړه خبره نه ده. اسلام، چې چېرې ولاړ، خلکو ورته ښه راغلاښت ووایه او په اسانۍ یې مزاحم ځواکونه له لارې لرې کړل. دا کوم لامل و، چې داسې یې وکولای شول، په دې توګه د اسلام اقتدار پر مخ بوځي او بیا یې د اسلامي تمدن بنسټ کېښود، ان د اسلام د سیاسي ځواک د انحطاط پر مهال هم د اقتدار په لوړو پوړیو کې پاتې شو؛ د نړۍ فرهنګ ترې اغېزمن شو؛ پوهنه یې خپره کړه او اسلامي فرهنګ یې دود کړ؟ دا په تاریخ کې خورا هېښنده تجربې دي. ددې چارو لامل څه دی؟ دا موضوع یو اوږد بحث دی. څېړونکیو او لیکولانو پرې څېړنې کړې دي؛ نور هم باید کار وکړي. څه چې زه نن په دوو درېیو جملو کې ویل غواړم، ددې حقیقت یوه برخه ده.

یقینا یو له هغو عناصرو ځنې، چې د اسلام د پرمختګ لامل و، پر خدای او الهي احکامو ډاډ و: ((امن الرسول بما انزل الیه من ربه و المؤمنون کل امن بالله و ملایکته و کتبه و رسله.[243])) په خپله رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  او د صدر اسلام مؤمنین د زړه له کومې د اسلام په پېغام ګروهن وو او اسلامي شعارونه، اسلامي حقایق او د بشریت د خلاصون لپاره د اسلام کافیتوب یې حقیقتا د زړه له کومې مانه. دا ایمان یو خورا غوره لامل دی. یو بل لامل، ددې حرکت په سر کې و، چې ځان ته – هغه څه چې له مادیاتو د ګټنې لپاره په خپله په وګړي پورې اړوندېږي- بې اعتنا وو. دا خورا غوره لامل و. داچې موږ دومره په روایتونو،په نهج البلاغه، د نبي اکرم (ص)، امامانو او دیني مشرانو په ویناوو کې لرو، چې دنیا ته مه ورلېواله کېږئ او ځانونه د دنیا له ځل بله وساتئ، ددې لامل د اغېز له لامله دي؛ البته د اسلام دښمنانو او د مسلمینو کږپوهانو، ګومان وکړ یا یې داسې وبرېښوله، چې په اسلام کې زهد ویل شوی دی؛ یعنې په دنیا پسې، د عالم وجود د مظاهرو په معنا مه ورځئ او د ژوند په مظاهرو پسې مه ځئ. حال داچې خبره دا نه وه؛ بلکې ناوړه نړۍ او رټل شوې نړۍ او داچې موږ او تاسې، ځان او توکیزې ګټې موخه کړو او ورپسې شو او دا هغه څه دي، چې بېچاره کوونکی، ویجاړوونکی او د بدمرغیو بنسټ دی.

الهي اولیا – هغوی چې وکولای شول، دا بیرغ ټینګ په لاس کې ونیسي او دا ستونزمنه لار، اسانه، بې ستړیا او بې له پښو غورځېدو ووهي- هغوی ول، چې له دې پاڼه تېر شول؛ نو د ((ندبه)) په خورا خوش مضمونه دعا کې – چې په پيل کې خدای پر هغه څه ستايي، چې اولیاوو ته یې ورپېښ شوي دي، چې یو له هغو خورا ښکلیو مفاهیمو ځنې د دعا په دې لومړیو عبارتونو کې راغلی دی- وايي: ((بعد ان شرطت علیهم الزهد فی درجات هذه الدنیا الدنیة و زخرفها و زبرجها)) هغوی دې د تکامل او مانیز تعالي، لوړپوړي کړل، هغوی ته دې ((لازوال له و لا اضمحلال[244])) نعمتونه ورکړل او و دې ټاکل؛ خو دا شرط دې ورته کېښود. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د انسان د وجود د تعالي لوړپوړی دی. دا چار بې له الهي مرستې ناشونی دی. بې د خدای له زمینه چمتو کولو ناشونی دی؛ خو خدای دا امتیاز د یوه شرط پر وړاندې ورکوي: ((الزهد فی درجات هذه الدنیا الدنیة و زخرفها و زبرجها فشرطوا لک ذلک)) و مې مانه او عمل مې وکړ؛ د پېغمبر او امیرالمؤمنین په څېر وګړي رامنځ ته کېږي؛ پولادیز، نه ستړي کېدونکي، ناپایه. یو پېټی پر اوږو ږدي، چې دا ځل یوازې د هغوی په پېر پورې اړوند نه دی، یو داسې حرکت رامنځ ته کوي، چې د خپل عمر په پای ته رسېدو، پای نه مومي.

دا حرکت دوام لري. تاسې اوس ووینئ، تر څوارلسو پېړیو تېرېدو روسته، اسلام اوس هم ځلېږي. دا ټول د هماغه ستر وجود او هماغو هڅو پر چورلیځ دي. هغوی دي، چې داسې دې حرکت ته تداوم وربښي.

البته هغه څه چې مسلمانانو، مؤمنینو او مشرانو هم د لارې په منځ کې وکړل، له دې چار سره یې مرسته کړې ده. کومه تمه، چې موږ لرو، داده، چې د اسلامي نړۍ مشران- که سیاستوال دي که دیني مشران- په لومړۍ درجه کې دې خپلو ګټو ته ارزښت نه ورکوي او کومه تمه، چې موږ د خپل پېر له خلکو او مشرانو لرو، هغه تمه نه ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په کړنو زموږ په زړه کې رامنځ ته شوې ده؛ نه، هغه خو خورا لرې واټن دی. موږ له ځانه هم همدا تمه لرو، په اسلامي نړۍ کې له نورو هم دا تمه لرو، چې خپلې ګټې او ((زه)) دې د موخو په سر کې نه ږدي؛ پر نورو چارو یې مه ورلاسبروئ؛ بلکې اسلام او اسلامي ځواک، تعالي او اسلامي کمال ته رسېدو ته پر خپلو ګټو لومړیت ورکړو. که داسې وشي؛ نو بېشکه نن به د اسلام د باطني ځواک او د اسلام د ذاتي ځواک یوه ستره برخه اسلام ته راستنه شي. دلته، هغه عنصر، چې وکولای شول، د توجه، ایمان، باور، مینې او د خلکو د یون ستر پېټی د خلکو پر اوږو وزغمي او چار تردې ځایه راورسوي- یعنې زموږ امام- په هغه کې تر ټولو مهم ټکی دا و، چې ځان یې حذف کړ او نالیدی یې کړ او مسوولیت یې د کار او حرکت چورلیځ کړ؛ نو ځکه بریالی شو. د کار بنسټ دادی. موږ په دې درویشت کلونو کې په جمهوري اسلامي کې، په هر ځای کې چې وکولای شول، مسوولیت او موخو ته لومړیت ورکړو او ځانونه، وګړي او ځاني غوښتنې کمزوري کړو؛ نو له لامله یې پر مخ تللي یو؛ خو هر مهال، چې ددې په اپوټه شوي دي، ټکني شوي یو. په اتو کالو راتپل شویو جګړو کې، هغوی چې د کیسې له جزییاتو خبر دي، ښه پوهېږي، په هر ځای کې چې د مسوولیت اروا واکمنه وه او د چارواکیو ځان غوښتنې لږې وې؛ نو پر مخې به تلو؛ خو په کومو ځایونو کې چې ((منیت)) راتله؛ نو ټکني کېدو به او نن هم همداسې ده.

 

 

د وحې پېل

 حضرت جبرائيل عليه السلام د الله له لوري موظف شو، چې د پېل لپاره ورته څو آيتونه ولولي او پر ((نبوت)) يې و وياړي دا ورځ هماغه د “مبعث” ورځ وه، چې د دې ورځې په باب به په راتلونكې كې خبرې وكړو.

بېشکه چې له پرښتې سره مخېدل ځانګړى تيارى غواړي. د چا روح، چې ستر او قوي نه وي؛ نو د نبوت او پرښتې د كتنې زغم نه لري.

 حضرت “محمد” دا تيارى له مخکې، په اوږدو عبادتونو، اندنې او الهي عنايت سره كړى و.

ډېرى تاريخ پوهان ليكي: له بعثته مخكې يې داسې خوبونه ليدل، چې د رڼا ورځې په څېر يې واقعيت درلود. [245]

تر څه مودې تېرېدو روسته ورته تر ټولو خوشحاله وختونه، هماغه ګوښه توب (خلوت) او عبادت و، چې پرښته راغله و يې ويل: “اقراء”؛ یعنې ولوله داچې هغه اُمي و نو و يې ويل: زه د لوستو وس نه لرم. د وحې پرښتې ورته زور وركړ او بيا يې ترې وغوښتل: ولوله خو هماغه ځواب يې واورېد. پرښتې بيا زور وركړ او دا کار درې وار وشو او تر درېیم ځل فشار روسته يې احساس كړه، څه چې پرښتې پر ډبره ليكلي، لوستاى شي او حضرت “محمد” په حقيقت كې د بشر د نېكمرغۍ كتاب ووايه، چې آيتونه او ژباړه يې دا ده:

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ= ولوله! د خپل پالونكې په نامه، چې (هرڅه يې) شته كړي دي،

خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ= انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ.

اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ= ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى

الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ= هغه [ پالونكى ]، چې په قلم يې ښوونه وكړه،

عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده. [246]

 جبرائيل خپله دنده سرته ورسوله او رسول الله (ص) هم د وحې تر نازليدو روسته، د حراء له غاره راكوز شو او د حضرت خديجې كور ته راغى. [247]

په پېل كې ددې آيتونو نزول د رسول الله (ص) لنډه کړلار راښيي، چې د دين بنسټ يې لوستل، پوهه او قلم كارول دي.

د رسول الله (ص) ستر روح په وحې رڼا شو. څه، چې يې له حضرت جبرائيل امين زده كړي وو، په زړه كې يې وليكل. تردې پېښې روسته، هماغې پرښتې ورته وويل: ((محمده! ته د الله استازى يې او زه جبرائيل يم.))

 كله ويل كېږي، چې دا خبره يې هله واورېده، چې له “حرا غاره” راكوز شوى و او دې دواړو پېښو سخت ډارولى و او له هغه لوري يې وېره درلوده، چې ډېره لويه دنده يې ورسپارلې ده ؛ البته دا وېره تر څه ځايه طبيعي ده او د پېښې په باب د حضرت “محمد”(ص) له يقين او ډاډ سره ټکر نه لري؛ ځكه كه روح څومره ستر او غښتلى هم وي او له غيبو سره په اړيکه كې وي؛ خو بيا هم، چې انسان په لومړي ځل له داسې پرښتې سره مخ شي، چې كله يې نه وي ليدلى او هغه هم د غره پر سر نو وېره طبيعي څيز دى، چې روسته دا وېره له منځه ولاړه.

وېره او ستړيا ددې لامل شوه، چې نېغ كور ته راشي. كور ته چې راننوت؛ نو كورودانه يې پر تندي پوه شوه. جريان يې ترې وپوښته. څه، چې پېښ شوي وو، ورته يې وويل. حضرت خديجې په درناوي ورته وكتل او د خير دعا يې ورته وكړه: ((الله به دې مل شي.)) رسول الله احساس كړه، چې ستړى دى. حضرت خديجې ته يې وويل: ((و مې نغاړه!)) پټ يې كړ او يوه شپه وېده شو.

 

 

 

 

 

د عمومي بلنې پيل

تر هغه وخته چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له خپل کور دباندې څوک اسلام ته بللی نه و، د چا څه کار ورسره نه و، تردې چې د بعثت پر درېيم کال د « وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[248]» آيت پرې نازل شو او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خپل خپلوان، بني عبدالمطلب، خپل کور ته وبلل تر خوراک روسته يې د اسلام دين ته وبلل، و يې ويل له تاسې څوک مې په دې کار کې لاسنيوی کوي، چې زما خليفه وزير او وصي وي؟

ټولو ډډه وکړه او هلک وويل: يا رسول الله زه دې په دې کار کې مرستندوی يم.

پېغمبر درې ځل وبلل، بې له علي کرم الله وجهه نورو ډډه وکړه، ورپسې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم علي کرم الله وجهه له لاسه ونيو و يې ويل: ته مې خليفه، وزير وصی يې.

ابولهب پر ابو طالب سختې ملنډې وکړې او له کوره ووتل[249].

تردې روسته زيد د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ازاد کړای شوي او د تره زوی يې جعفر بن ابی طالب اسلام راووړ.

تر دوی روسته ابوذر (رض) او څو نورو کسانو او لسمه یې فاطمه، د ابو طالب مېرمن او د علي کرم الله وجهه مور وه[250].

د قريشو غبرګون او له پېغمبره صلی الله علیه وآله وسلم يې د مشر ملاتړ

اسلام په مکه کې خپور شو او د قريشو له ځينو ټبرونو څخه يو شمېر مسلمانان شول؛ خو د قريشو کفارو تر هغه وخته چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم او لارويانو يې د خپل پالونکي عبادت کاوه او د دوی پر بوتپالۍ يې څه نيوکه نه درلوده يوازې په حېرانۍ يې ورکتل او بل چلن يې ورسره نه درلود؛ خو چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د الله له لوري مؤظف شو، چې بوتپالي وډار کړه او د بوتپالنې بې عقلي ورڅرګنده کړه؛ نو غبرګون يې وښود.

پردې وخت د قريشو مشرکان خپل مشر ابوطالب ته ورغلل، و يې ويل ته مو عزتمن مشر يې، وراره دې زموږ خدايان کنځلي او په بدۍ يې يادوي، امر ورته وکړه چې دغسې نه کوي، موږ يې هم له خپل خدای سره ورپرېږدو. ابوطالب پېغمبر غونډې ته راوغوښت، ورته يې وويل: دا ستا د قوم مشران دي او دغسې غوښتنې درنه لري.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: تره! ايا دوی تردې غوره ته ونه بلم؟!

ابوطالب وويل: څه ته يې وربولې؟

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: د يوې داسې کلمې ويلو ته يې رابولم، چې په ويلو يې عرب ورته خاضع او منونکي او پر عجمو (ناعربو) واکمن شي.

ابوجهل وويل: دا يوه څه کلمه ده؟ ووايه لس ځل به يې ووايو.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: داده چې وواست: «لا اله – الا الله» يوازې الله د لمانځنې وړ دی.

دوی په غوسه پاڅېدل، و يې ويل: پر خدای تا او هغه خدای چې دغسې امر درته کوي، کنځوو.

((وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ (ص/۶)= او مشران یې په بیړه (له غونډې) ووتل (او و یې ویل چې:) ځئ او د خپلو معبودانو پر لمانځنې ټینګ وسئ، بېشکه دا یو څيز دی، چې غوښتنې یې دي (تاسې بې لارې کړي)))

پورته آيت دې داستان ته اشاره ده.

 

د قريشو وړانديزونه

د قريشو کافرانو بل ځل پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته وړانديز وکړ چې يو کال به موږ ستا خدای ولمانځو او يو کال به ته زموږ خدای ولمانځې، په ځواب کې يې د کافرون سورت نازل شو.

((قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ. لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ. وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ. وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ. وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ. لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ. = ووايه: ((كافرانو! څه چې (تاسې) لمانځئ، (زه) يې نه لمانځم او څه چې (زه) لمانځم،تاسې يې نه لمانځئ او څه چې (تاسې) لمانځلي دي،زه يې نه لمانځم او څه چې (زه) لمانځم، تاسې يې نه لمانځئ؛(اوس چې داسې ده) ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.))

¯¯¯

 

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خپل کار ته دوام ورکړ، د قريشو مشرکان بيا خپل مشر ته ورغلل، دوی له ځان سره د عماره په نامې يو ښکلی او ځيرک ځوان بوت، ابوطالب ته يې وويل: «د محمد پر ځای دې د قريشو دا ښکلی ځوان ستا وي او محمد راکړه چې و يې وژنو او د قريشو اندېښنې لرې شي».

ابوطالب ددې احقمانه وړانديز په ځواب کې ورته وويل: «زوی مې وژنې ته درکړم؟ او پر ځای يې ستاسې زوی وساتم؟» او غوسناک يې خپل همژمني وشړل.

دلته د قريشو کافرانو دا چاره وسنجوله، چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لارويان وځوروي؛ نوځکه هر ټبر مشر، د خپل ټبر د مسلمانانو ربړونه او ځورونه پيل کړه، چې کله ربړونې زور واخست مسلمانانو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په امر حبشې ته هجرت وکړ او ورپسې يې جعفر بن ابي طالب د دوی پالندوی وګوماره.

د قريشو کافرانو عمرو بن عاص او عماره له ډاليو سره د حبشې پاچا، نجاشي ته ورولېږل، چې ترې وغواړي مسلمانان مکې ته راستانه کړي؛ خو نجاشي يې غوښتنه ونه منله او د جعفر او ملګرو درناوي ته يې دوام ورکړ.

ابوطالب چې د نجاشي له دې چلن څخه خبر شو، دا اشعار يې ورته وويل: او اسلام ته يې وباله:

 

تعلم خيارالناس ان محمدا                                      وزير لموسی والمسيح بن مريم

اتی بهدی متل الذی اتیا به                                        و کل بامر الله يهدی و يعصم

و انکم تتلونه فی کتابکم                                              بصدق حديث لا حديث التجرم

و انک مايأتيک منا عصابة                                       لفضلک الا ارجعوا مالتکرم[251]

«ای هغه چې له غوره خلکو يې! پوه شه، محمد د موسی او د مريمې د زوی عيسی مرستندوی دی، ددې دواړو په څېر يې هدایت راوړی دی. او له دې درې واڼو پېغمبرانو، هر يو د خدای په امر هدايت او لارښوونه کوي او (خلک له بديو) ژغوري. او تاسې (نصارا) يې په رښتيا او نه ګومان، په خپل کتاب (انجيل) کې خبر لولی او په رښتيا چې له موږ (مسلمانانو) هره ډله چې پناه دروړي، ستا د فضيلت او درناوي له لامله په احترام او عزت راستنېږي.»

نجاشي، عمروعاص او د جعفر په مشرۍ مسلمانان راټول کړل، جعفر د عمر وعاص خبرې ځواب کړې او نجاشي عمروعاص په خوارۍ او ذلته رخصت کړ.

نجاشي اسلام په رسميت وپېژانده او د موسی او عيسی د شريعت په څېر يې معرفي کړ، له اتياو ډېر مسلمانان حبشې ته ورمهاجر شو. دا خبره د عربي ټاپوزمې په ټبرونو کې خپره شو او اسلام د مکې له پولو واوړېد او د ابوذرغفاري په څېر د عربي ټبرونو وګړيو اسلام راووړ.

ابوطالب هم په خپل اشعارو کې له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه د ملاتړ ښودو په ترڅ کې اسلام ته بلنه کوله:

مَنَعنا الرسولَ رسولَ الملیكِ

ببیض ٍ تلألألمعَ البُرُوق

أذبُّ و أحمي رسولَ الملیك 

حمَایَة حام ٍ علیه شَفیق [252]

«له مالک الملک پېغمره صلی الله علیه وآله وسلم په ځلانده توره ملاتړ کوم، له مالک الملک پېغمبر ځينې زړه سواندي ملاتړي، ملاتړ او دفاع کوي»

او په بل شعر کې وايي:

و اللهِ لـَـن یَصِلوا إلیكَ بجَمْعِهِم

حتـّی اُوَسَّدَ في التراب دَفِینا

و عرضتَ دیناً قد علمتُ بأنَّه

 من خیر أدیان البریَّة دِیْنا[253]

« پرخدای قسم، د دوی لاسونه نه وررسي؛ خو داچې خاورو ته وسپارل شم، داسې دين دې وړاندې کړی، چې پوه شوم، خلکو ته ډېر غوره دين دی»

او په بل شعر کې وايي:

ألم تعلموا أنّا وجدنا محمداً

 نبیاً كموسی خُطَّ في أول الكتب[254]

«آيا پوه نشوئ چې محمد مو د موسی په څېر يو پېغمبر وموند، چې په ړومبي کتاب (تورات) کې يې نامه کښل شوې ده»

بل ځل وړانديز يې ورته وکړ، که پېغمبر دنيوي شتمني غواړي؛ نو له خپلو شتمنيو به دومره ورکړي، چې تر ټولو مکيانو ښه شتمن شي، که پاچاهي غواړې، خپل پاچا به يې کړي، پېغمبر ورته وويل:

«پر خدای قسم که لمر راته په ښي لاس او سپوږمۍ راته په کيڼ لاس کې کېدي، له بلنې به لاس وانخلم».

د قريشو او ابوطالب او پېغمبر ترمنځ په دې خبرو اترو او وړانديزونو کې ابوطالب پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته خپله بېوسي وويله، و يې ويل: وراره! قوم دې دغسې او هاغسې وويل: زما او د خپل کار په اړه دې سوچ وکړه او څه مې چې له وسې پوره نه وي، رانه يې مه غواړه.

دلته پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وژړل، تره ته يې ور شا کړه او روان شو ابوطالب وراره راوغوښت، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ورغی ابوطالب ورته وويل: وراره! ورځه څه چې غواړې، و يې وايه؛ پر هېڅ حال دې نه پرېږدم[255].

 

له ابوجهل سره د حمزه (رض) نښته

يوه ورځ ابوجهل، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په صفا غره کې يوازې وليد، و يې کنځه او اسلام يې په بديو ياد کړ او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يې وځوراوه، يوې مينزې دا حال وليد.

په هغې زمانې کې چې حمزه، په مړانه او نارينتوب کې د قريشو نامي نارينه و، له مکې دباندې ښکار ته وتلی و، دا يې دود، چې له شکاره به راګرځېده، ړومبی يې په مسجدالحرام کې د کعبې طواف کاوه، بيا کور ته تله، په جومات کې به يې د قريشو پر هرې ناستې ډلې سلام اچاوه.

دا ځل چې له ښکاره راستون شو؛ نوموړی مينزې له پېغمبر سره د ابوجهل له چلن خبر کړ، حمزه له غوسې سور شو او په بېړه جومات ته ولاړ؛ خو دا ځل له يوې ډلې سره هم ونه درېد او هغې ډلې ته ورغی چې ابوجهل پکې و، چې وررسېد، د ابوجهل پر سر ودرېد او د ابوجهل سر يې په خپل کمان ورمات کړ، ورته يې وويل: وراره مې کنځې؛ حال داچې زه يې پر دين يم او خبرې يې کوم؟ که نر يې زما مخه ونيسه؟

د بني مخزوم (د ابوجهل کورنۍ) له ټبره څو تنه د ابوجهل ملاتړ ته پاڅېدل، ابوجهل د کار له عاقبته وډار شو او خپلوانو ته يې وويل: ابوعماره؛ حمزه، پرېږدئ؛ خکه د ده وراره ته مې بدې سپکې سپورې کړي دي.

¯¯¯

د قريشو ټبر مشر، په دې وخت له پېغمبر څخه په ملاتړ کې د قريشو له کفارو سره سخته مبارزه پيل کړه، په دې مبارزه کې قصيدې يې د تندر په څېر پر دوی لوېدې، په دې مبارزه کې يې خپل کسان او همژمني هم ستايل او خپل ملاتړ ته يې رابلل او په قصايدو کې يې دا مفهوم وايه:

«نه پر خدای قسم وراره ته مې څوک لاس ورغځولای نشي او په دې لار کې د بني هاشمو باتوران له تيکو توري راباسي او د زمري په څېر چې پر ښکاره بريد کوي، دښمنان ځپي، ښځې په دې لار کې کونډېږي».

ابوطالب په دې مفهوم ډېر قصايد ويلي، چې يوه يې څلور نوي بيتونه لري[256].

 

د مکې د مشر پر ضد پاڅون

د قريشو کفارو، له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم اسلام او مسلمانانو څخه د ابوطالب د هر اړخيز ملاتړ پر وړاندې بېوسي شول؛ نوځکه تر بعثت روسته پر شپږم کال د دوی پر وړاندې د مقابلې لپاره راټول شول او ژمنه يې وکړه، چې د خپل مشر (ابوطالب) بني هاشمو او بني مطلبو پر ضد پاڅي[257].

په دې منظور يې يو ليک وليکه او له مخې يې ټول ژمن شول، چې پېر پلور به ورسره نه کوي، په يوې ناستې کې به ورسره نه کېني، دا ژمنليک يې تر لاسليکولو روسته په کعبې خونې کې راځوړند کړ.

په دې وخت کې بې له ابولهبه، بني هاشمو او بني مطلبو په مکه کې خپل کورونه پرېښوول او ټول له خپل مشر ابوطالب سره د «شعب ابوطالب» په نامې يوې درې ته ولاړل او همدلته يو ځای اوسېدل.

په دې وخت کې ابوطالب په يوې څرګندې قصيدې کې قريشو ته وويل: «هن! له لوري مې د لُؤی ټبر او په تېره د کعب[258] ټبر ته پېغام ورسوئ:

آیا نه پوهېږئ موږ محمد د موسی په څېر یو پېغمبر وموند، چې په ړومبي کتاب (تورات) کې يې نامه ليکل شوې ده؟

او خدای يې د بنده ګانو په زړونو کې مينه ورايښې او تر ده بل غوره نشته، چې خدای يې په زړه کې مينه ورکېدې.

او څه مو چې په خپل ليک کې کښلي، درته به سپېره وي؛ لکه د صالح د اوښې د جونګي غږ (د مور تر ټپي کېدو او مړينې روسته) چې نوموړي قوم ته سپېره وه.

[يعنې ددې کار په پار، عذاب درباندې نازلېږي]

ويښ شئ! ويښ شئ! مخکې تردې چې د کور خاورې مو وسپړل شي او بې ګناه د ګناهګار په څېر (په عذاب کې شريک)شي.

په خبر لوڅو پسې مه ورځئ او تر دوستۍ او خپلوۍ روسته له زړه سوي لاس مه اخلئ.

او ډېره اوږده جګړه مه خپلوئ؛ ځکه ډېر ځل جګړه پر هغه کس سخته او پيکه وي، چې جګړه بلوي.

د کعبې پر خدای قسم، هډو محمد د روزګار سختيو ته نه ورپرېږدو.

مخکې له هغه چې په تېرو تورو زموږ او ستاسې لاسونه پرې نه شي، د هغې جګړې په ډګر کې چې د نېزې پترکي وراچول شوي او تور کجيران (لاش خواره) د مړيو غوښو خوړو ته راټول شي؛ په هرې څنډې کې د آسونو ځغاستځی او د جنګيالي، نارو د جګړې دګر ډک کړی وي، آيا پلار مو، هاشم، ملا و نه تړله او خپلو زامنو ته يې د نيزې اچولو او تورې وهلو وصيت وکړ؟

موږ بني هاشم له جګړې نه ستړي کېږو تر هغه چې جګړه رانه ستړې شي او له پايلو يې هېڅ شکايت نه لرو.

خو موږ د جګړې او عقل خلک يو، هغه وخت چې د اتلانو سا له ډاره کومي ته راورسي.

 

¯¯¯

د ابوطالب قصايدو پر قريشو ډېرې اغېزې درلودې، د همدې ګواښونو له ډاره، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم او نور بني هاشم د قريشو د تورې او هر وسلې له زيانه خوندي وو؛ خو درې کلنې اقتصادي محاصرې سخت اغېزمن کړي وو او په دې موده کې د قريشو خورا شتمنې ښځې حضرت خديجې بي بي خپله ټوله شتمني محاصره شويو ته ورانفاق کړه[259].

په دې موده کې خوراکي توکي په قاچاقي توګه وررسېدل. ابوطالب خپل زوی علي کرم الله وجهه، په شپه کې د آزوقې راوړو لپاره مکې ته لېږه، ابن ابی الحديد په دې اړه روايتوي «علي، د شپې له درې ځنې د غلو په څېر راوته او ځان يې له نورو پټاوه او هغه ځای ته به ورته، چې ابوطالب ورښوولی و او د اوړو او غنمو پېټۍ به يې راوړل[260].

په دې موده کې څوک ترې له درې نه راوته او دوی ته هم څوک نه ورتلل[261].

ابوطالب پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د شپې داسې ځای کې سملاوه، چې وليدل شي؛ خو چې څه شپه به تېره شوه له دې ځای به يې بل ځای ته بوت او پر ځای به يې علي سملاوه؛ نو که چا يې وژنې ته ځای په نښه کړی وي، زوی يې، علي کرم الله وجهه د پېغمبر پر ځای ووژني[262].

محاصره شوي په سخته تنګسه کې راګېر شوي وو، خدای تعالی وينې مؤظف کړی، چې د ژمنلیک ليکنه وخوري. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ابوطالب له پېښې خبر کړ، ابوطالب په مسجدالحرام کې قريشو ته ورغی او داستان يې ورڅرګند کړ، و يې ويل: ليک ووينئ که داسې وي، چې وراره مې ويلي؛ نو محاصره لرې کړئ او که خبره يې سمه نه وي، وراره مې در سپارم چې و يې وژنئ.

قريش خوشحال شول، ليک يې راووړ او و يې ليدل، چې بې له «باسمک اللهم» نور ګرد لیک له منځه تللی و يې ويل: «دا خو مازې کوډې وي!».

په دې وخت کې ځينو ايمان راووړ[263].

بيا د بني هاشمو او حضرت خديجې پينځو تنو خپلوانو ليک د قريشو پر وړاندې څېرې کړ[264].

تردې روسته بني هاشم او بني مطلب له درې راووتل او په مکې کې خپلو کورونو ته ورستانه شول.

 

د حضرت خديجې رضی الله عنها وفات

اسلام د مکې له پولو واوړېد او د عربو په ټبرونو کې خپور شو، له اتيا ډېر مسلمانان افريقا ته ولاړل او توحيد يې تر حبشې ورساوه، په دې ټولو سيمو کې قرآن لوستل کېده او خدای په توحيد لمانځل کېده؛ نو په دې توګه قريشو د بعثت د لومړي کلونو په څېر، اسلام په نطفه کې له منځه وړای نشو.

بلخوا، ابو طالب (۸۴) کلن او له قريشو سره مبارزې بوډا کړی و او حضرت خديجه بي بي هم (۶۵) کلنه شوې وه او ټوله شتمني يې د اسلام په لار کې لګولې، تشلاسۍ او حالاتو ځپلې وه. په دې دواړو مرستندويانو (ابو طالب او خديجې) څه يې چې له وسې پوره وه، له پېغمبره یې ورځار کړل.

په پای کې خديجه (رض) مدينې ته تر هجرت درې کاله وړاندې په رمضان مياشت کې وفات شوه[265].

 

ابوطالب د ژوند په روستيو وختونو کې

ابوطالب د ژوند په روستيو ساعتونو او مرګونې رنځورۍ کې د اسلام په لار او د اسلام د پېغمبر په ساتنې کې روستۍ هڅې وکړې، و يې ويل:

« وراره! تر مرګ روسته مې د خپلو ماماګانو، د بني نجار ټبر (په مدينه کې د خزرج له ټبره) ته هجرت وکړه؛ ځکه دا ټبر تر نورو خلکو د خپلې کورنۍ په ساتنې او ملاتړ کې هڅاند دي[266]»

روسته د ابوطالب ځنکدن شو، پردې وخت سر ته يې رور، عباس او پېغمبر ناست وو، ابوطالب په کمزوري غږ خبرې کولې، عباس غوږ شو، وا يې ورېدل ابو طالب وايي: «لا اله الا الله»؛ «يوازې الله لمانځوړ دی[267]»

ابوطالب د ژوند په روستيو شېبو کې هماغه کلمه وويله، چې خپل عمر يې ددې کلمې په دودولو او تبليغولو کې تېر کړی و او څنګه يې چې د «الله» نامه پرخوله وه ساه يې ورکړه.

هيچا د ابوطالب په څېر اسلام، د اسلام پېغمبر او د «لا اله- الاالله» کلمې خدمت کړی نه دی يوازې په دې پار چې د علي کرم الله وجهه پلار و او له علي کرم الله وجهه سره يې دښمني درلوده؛ نو دغسې مسلمان ته يې کافر وايه.

يعقوبي وايي:

پېغمبر د خپل تره د جنازې پر سر وويل:

یا عم ربّیت صغیرا و کفّلت یتیما و نصرت کبیرا فجزاک الله عنی خیرا و مشي بين يدی سريره وجعل يعرفه ويقول: « وصلتک رحم وجزيت خيراً»

«تره! په کوشنيتوب کې دې وپاللم، په يتيمۍ کې دې زما پالندوينه وکړه او چې لو يې شوم زما ملاتړ دې وکړ، خدای دې د خير بدله درکړي» او د جنازې مخکې يې تله او راګرځېده او جنازې کټ ته يې درېده او ويل يې: «د صله رحم او زړه سوي بدله دور و رسېده او ښه بدله هم در ورسېده[268]»

د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دغسې وويل؛ خو مسلمانانو وويل: «ابوطالب د جهنم په اور کې سوځي» او دا کلام يې له همدې پېغمبره روايت کړی دی!

په نظر مې دا روايات یې د «معاويه» په زمانې کې جوړ کړي او په دروغو يې په پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پورې ورتړلي دي، ورپسې ټولو خلفاوو تاييد او تقويت کړی دی، په تېره عباسي خلفاوو، چې د ابوطالب د ځوځات (امامزادګان) له ښورښ سره مخ وو.

عباسيانو له دې رواياتو په ګټنې مسلمانانو ته زبادوله، داچې دوی په خپله د پېغمبر د تره، عباس، چې مسلمان و، له ځوځاته دي، په دې توګه په ګردو چارو که مادي وې يا معنوي، کې د پېغمبر شرعي وارثين وي.

خو امام زادګانو د پېغمبر د بل تره ابوطالب چې په ګومان يې کافر و، له ځوځاته دی او په اسلامي شرع کې کافر او مسلمان يو له بل ميراث نه وړي.

خو يو دليل د ابوطالب پر نا مسلمانتوب نشته او د سيرت او تاريخ په کتابونو کې چې څه د ابوطالب له اشعارو او ويناوو راپاتې دي، په يو مورد کې هم داسې نه موندل کېږي چې ابوطالب د مکيانو او عربي کفارو د بوتانو لکه لات، هبل او غزا، نامې اخستې وې.

ابوطالب په هرځای کې د «الله» او «رب الکعبه» او د خدای نورې نامې اخستې او په دې نامو يې قسمونه ياد کړي او دا نامې يې د خولې ذکر و؛ خو څه چې له عربي مشرکانو راپاتې دي، ددې بوتانو نامې ډېر راغلې دي[269].

ابوطالب تر حضرت خديجې بي بي درې ورځې ورسته او په بلې وينا مخکې ترې ومړ[270] او خدای يې زوی، علي کرم الله وجهه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ملاتړ ته وګوماره.

 

د اسلام مېړنی له قريشو سره په مبارزه کې

د ابوطالب تر وفات روسته لازم و چې د بني هاشمو له اړخ د قريشو کافران سخت وګواښل شي، چې ونه انګېري پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يو مخې بې ملاتړه پاتې شوی او بني هاشم تر خپل مشر روسته پېغمبر يوازې پرينږدي.

دا کار علي کرم الله وجهه د قريشو د مشر زوی په غوره توګه وکړ، د هغې زمانې په عربي ټولنه کې غوره وزله قصيده ويل و، علي کرم الله وجهه د خپل پلار تر وفات روسته په څرګنده قصيدې کې قريش دغسې وګواښل:

«د ابوطالب د مړينې له خبره د شپې ويښ وم،هغه ابوطالب چې د بېوزليو پناه ځی او د وجود او ورکړې خاوند و زغمناک ښاغلی چې نه توند خويه و او نه سست پڅ د هغه عزتمن مشر له مرګه يې خبر کړم؛ داسې مشر چې د مسکينانو غږ يې اورېده او هره ناخواله يې رغوله؛ د بني هاشمو پاسوال او چا پرې تېری نشو کړای. قريش يې په مړينه ښادمن شول؛ خو زه هېڅ ژوندی وګړی تلپاتې نه وينم. د داسې کارونو نيت يې درلود، چې ځاني غوښتنې يې دا چارې ښه ورته برېښولې وې، په پای کې يوه ورځ رارسي چې دوی بېلارې کوي.

هيلمن وو چې پېغمبر دروغجن وښيی او و يې وژني، دروغ وروتړي او له چار يې انکار وکړي.

دورغ مو وګڼل: نه! د خدای پر کور قسم، تردې چې د تېرو نېزو او تورو خوند دروڅکم او چې کله مو اوسپنيزې جامې واغووستې؛ نو سخته منظره به دروښيو او تر هغه چې يا موږ له منځه يوسئ يا تاسې له منځه يوسو يا داچې له خپل ټبر سره سوله غوره وګڼئ.

او که نه دا ټبر د محمد په مخ کې دی، بني هاشم درته وايم، هماغه چې غوره جنګيالي دي، هغه پېغمبر چې وحې راته راوړي او پالونکي مې په خپل اسماني کتاب کې «محمد» نومولی دی

مخ یې لکه د لمر په څېر نوراني دی، د مخ رڼا یې وريځې له مخې لرې کړې دي.

پر هغه څه امين دی، چې خدای يې ور پر زړه کړي او هرڅ چې وايي، بريالی دی[271]»

علي کرم الله وجهه په دې قصيده کې د قريشو کفار ګواښي، ونه انګېري چې که ابوطالب د قريشو مشر ومړ؛ نو بني هاشم خوارېږي.

علي کرم الله وجهه په خپل شعر کې د خپل پلار (ابوطالب) په څېر د محمد صلی الله علیه وآله وسلم پېغمبري د خدای له لوري اعلانوي او د قريشو کفار له خدايه ډاروي او دوی لکه څنګه چې له خدايه نه ډارېږي، چې نه ډارېږي، په اوسپنيزو جامو سنبال د بني هاشمو له تېرو نيزو او تورو ډاروي…

او له پېغمبر څخه د ساتنې په لار کې اخطار ورکوي، که جګړه ونښلي؛ نو يا به بني هاشم تالا ترغی شي يا د قريشو کافران؛ خو داچې قريش له خپلو توربورانو، بني هاشم سره د پخلاينې لار خپله کړي.

چې دلته علي کرم الله وجهه د خپل پلار په څېر هڅه کوي، چې د خپلو توربورانو زړه سوی راوپاروي. داسې ښکاري چې په دې قصیده کې علي کرم الله وجهه، نه بلکې پلار يې ابوطالب دی، چې قريش رټي او وينا ورته کوي، عرب په دې باب څومره ښکلې خبره کوي:

«الشبل من ذاک الاسد» هو، دا زمریالی د هماغه زمري زوی دی.

ددې قصيدې اغېز

ددې قصيدې د اغېز څرګندولو لپاره لاندې داستان ته ځير شئ.

«په بصرې کې د جمل جګړې تر پای روسته، علي کرم الله وجهه کوفې ته ورغی او د ښار په جومات کې يې په يوه وينا کې خلک وبلل، چې په شام کې له معاويه سره جګړې ته ورشئ. په دې وخت کې د خلکو له منځه يو تن پاڅېد، علي کرم الله وجهه ته يې وويل: شام ته مو لېږي، چې په بصره کې خپل وروڼه ووژنو! نه، پر خدای قسم دا کار به و نه کړم.

دا خبره د خلکو پر روحيه ډېره اغېزمنه وه؛ خو د علي کرم الله وجهه مېړنی لاروي؛ «مالک اشتر» پاڅېد، و يې ويل: څوک ددې سړي ځواب وايي:

سړی وتښتېد، خلک ورپسې شول او د اسونو په بازار کې يې وموند، تر لغتو لاندې په لاسونو او د تورو په تېکو دومره وواهه چې هلاک شو. علي کرم الله وجهه يې کورنۍ ته له بيت الماله ديه ورکړه و يې ويل: وژونکی يې ناڅرګند دی او ديه يې د مسلمينو پر بيت المال ده[272]»

دلته که «مالک اشتر» نه وای پاڅېدلی او دغسې خبره يې کړې نه وای، ددې سړي همفکرانو يې خبره تاييدوله او علي کرم الله وجهه ماته کوله؛ خو چې د همدان ټبر مشر؛ مالک اشتر دغسې خبره وکړه، ټبر يې پاڅېد او نور ورپسې شو او سړی يې وواژه او په دې توګه مخالفين زاره تړکي شول.

د مکې په داستان کې هم موقعيت ډېر دقيق او خطرناک و د بني هاشمو مشر مړ شوی و او د قريشو يو بريد دوی له منځه وړل، د قريشو د مشر د زوی دې قصيدې په ټولنه کې دوه رغنده اغېزې پرېښووې:

۱- پر بني هاشمو او نورو مسلمانانو: بني هاشمو يو زړور محور ته اړتيا درلوده، چې دوی هيلمن کړي او له خپرېدو او ډاره يې خلاص کړي، د علي کرم الله وجهه دې قصيدې نه يوازې دا اړتيا ور پوره کړه؛ بلکې نور مستضعف او بيوزلي کړای شوي مسلمانان يې هم هيلمن او زړور کړل.

۲- پر قريشو: که په دې حال کې يو قريشي کافر پر پېغمبر بريد کړی وای، ورپسې په سلګونو نورو پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم، بني هاشمو او مستضعفو مسلمينو عمومې يرغل پيدلېده.

خدای، علي کرم الله وجهه وګوماره او په دې قصيدې يې د مکې وضع د پېغمبر اسلام او مسلمانانو په ګټه واړوله لکه څنګه چې د مالک اشتر په يوې وينا د کوفې وضع د علي کرم الله وجهه پر ګټه واورېده.

 

د قريشو د کفارو ځورونه زور اخلي

که څه د قريشو کافران پوهېدل چې د ابوطالب تر وفات روسته نور بني هاشم، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يوازې نه پرېږدي؛ نو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر داسې ځورولو يې پيل وکړ، چې هډو د ابوطالب پر ژوندونې يې دغسې جرائت او جسارت نه درلود.

اوس په مکه کې د اوسېدنې پرمهال د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د دوو تنو ځورونکيو نامې راوړو او د ځورونې څو بېلګې يې درڅرګندوو.

 

ابولهب او مېرمن يې ام جميل

ابولهب د عبدالمطلب زوی او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تره و، «لهب» د لمبې پر مانا دی او داچې مخ يې خورا ښکلی و، پر ابولهب يې ياداوه؛ يعنې هغه چې مخ يې د لمبې په څېر رڼا کوي.

د ابولهب ځورونه او کار ورانونه له هغې ورځې پيل شوه، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم بني عبدالمطلب خپل کور ته راوبلل او دې ځورونې د بدر تر غزا روسته پورې دوام درلود، چې تر یادې غزا روسته، طاعون ته ورته په عدسه رنځورۍ هلاک شو. له ځورونو يې دادي:

یوه ورځ پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د عمومي بلنې به پيل کې د صفا پر غره ودرېد، غږ يې کړ، «واصباحاه!» دا غږ په عربو کې د یو هولناک کار خبرونې ته کارېږي.

په دې غږ پسې قريش پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم راټول شول، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: که خبر مو کړم چې د سپرويو لښکر ددې غره له لمنې راځي، منئ يې؟

وويل شول: کله مو هم دروغ درڅخه نه دي اورېدلي [چې په پار يې ستا وينا ونه ومنو] په دې وخت کې کې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: زه مو له يوه سخت عذابه ډاروم.

په دې ټولو کې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تره ابولهب پېغمبر ته وويل: «تبّاً لک! الهذا جمعتنا؟!»

«هلاک شې! دې خبرې ته دې راټول کړو؟[273]»

ابولهب ويل: دا محمد داسې څيزونه راته وايي او تر مرګ روسته نړۍ وعدې راکوي او په دې باب ادعاوې لري، ګومان نه کوم چې تر مرګ روسته به څه خبره وي او په ملنډو يې د دواړو لاسونو په اورغويو کې پوکل او ويل يې: «تبا لکما!» «غوڅ دې وي: زه خو په لاس کې د محمد له ويناوو څه نه وينم[274]»

د ابولهب مېرمن «ام جميل» (د ابوسفيان خور او د معاويه ترور، چې له اموي کورنۍ وه) هم د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يوه له ځوروونکيو ځنې وه. د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د تګ پر لار به يې اغزي اچول او د حضرت صلی الله علیه وآله وسلم پر ضد يې فتنې راولاړولې، د ابولهب او مېرمن په باب يې «مسد» سورت نازل شو:

تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ. مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ. سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ. وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ. فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ.

« مات شه د ابو لهب دواړه لاسونه او هلاک دې شي! شتمني او لاس ته راوړنې یې ورګټورې نشوې. ژر به غرغنډه اور ته ورننوځي (او سوځي به)؛ او خسبه ښځه يې (هم). او په غاړه کې به يې د کجورو (د پوټکيو ځیږه) رسۍ وي.[275]»

د ابولهب دوو زامنو «عتبه» او «عتيبه» د پېغمبر له دوو لوڼو سره واده کړی و او «عاص بن وائل سهيمي» له بلې لور سره قريشو دوی ته وويل: د پېغمبر لوڼې ورطلاقې کړئ، چې په معيشت کې يې ښکېل شي او د اسلام له بلنې پاتې شي او په مقابل کې د قريشو هره نجلۍ چې غواړئ ور واده کوو يې.

عاص بن وائل ونه منله او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لور يې طلاق نه کړه؛ خو د ابولهب زامنو دا کار وکړ، مور يې ام جميل د مسد سورت تر نزول روسته ورته وويل: «د محمد لوڼې ورطلاقې نه کړئ، ټکی خبره به درسره و نه کړم!»

ام جميل له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره په دښمنۍ کې په دې هم بساينه و نه کړه، يو وخت يې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په هجو او سپکاوي کې يو شعر لوسته نو يوه ډبره واخسته او د خدای کور ته ولاړه، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پرې وولي؛ خو سره له دې چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته مخامخ ولاړ و؛ خو حضرت صلی الله علیه وآله وسلم يې ونه ليده او ستنه شوه[276].

 

¯¯¯

پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تر ټولو قريشو د ابولهب خنډونه اچول اغېزمن و.

لکه چې و مو ويل، د قريشو د کفارو د ژمنليک تر ليکلو روسته، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له خپلو يارانو (د بني هاشم او بني مطلب له دوه خېلو سره) د ابوطالب په شعب (دره) کې د قريشي کافرانو تر محاصرې لاندې وو او قريشو پېر پلور پرې منع کړی و او دوی په تنګلاسۍ کې اوسېدل.

که په دې وخت کې مکې ته کوم سوداګريز کاروان راتله؛ نو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له يارانو يو تن به ورتله چې آذوقه او خواړه ترې وپېري، په دې وخت کې ابولهب د خدای غليم ودرېده ويل يې، سوداګرو د محمد صلی الله علیه وآله وسلم يارانو ته مو بيې لوړې کړئ، چې څه درڅخه وانخلي،تاسې خو مې له شتمنۍ او پيسو خبر ياست او هم پر ژمنې له عملي کولو ضمانت درکوم، چې څه زيان به نه دررسي.

بيا سوداګرو بيې دومره لوړولې، چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يارانو څه نشو پېرلی او تش لاس خپلو اولادونو ته ورګرځېدل او کوشنيانو يې له لوږې ژړل او چغې يې وهلې او له دوی سره څه نه ول، چې و يې خوري او په پای کې ابولهب سوداګرو ته د هغه خوراک او جامو ښه ګټه ورکوله چې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم پر يارانو يې پلورلي نه وو په دې توګه مسلمانانو له لوږې او بربنډتوبه کړېدل او سختې ورځې يې تېرولې[277].

 

مدينې ته هجرت

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مدينې ته تر هجرت وړاندې د حج پر وخت چې عربان حج ته راتلل له عربي ټبرونو مرسته غوښته، چې خپل رسالت تبليغ کړای شي. په دې وخت کې يې د خزرج ټبر له يوې ډلې سره چې له مدينې ځنې حج ته راغلې وه، مخ شو او اسلام ته يې راوبلله. دوی چې له يهودو د آخرالزمان پېغمبر د راښکاره کېدو وړاندوينه اورېدلې وه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يې وپېژانده او اسلام يې راووړ او چې مدينې ته ستانه شول، مدينوال يې له پېغمبره خبر کړل. په دې توګه اسلام په مدينې کې خپور شو.

بل کال له مدينوالو يوه ډله حج ته راغله او له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره يې په اسلام بيعت وکړ، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له مکې مسلمانانو مصعب بن عمير (رض) ورسره ولېږه، چې په مدينه کې مسلمانان شويو ته اسلام او قرآن ورزده کړي او د جماعت لمونځ ورته وکړي.

تردې روسته اسلام په مدينې کې ښه ډېر خپور شو، تردې چې پر درېيم کال څو اويا تنه مدينوال د حج په نيت مکې ته راغلل، په دې سفر کې يې له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره بيعت وکړ چې حضرت صلی الله علیه وآله وسلم دې مدينې ته راشي او اسلامي دولت دې جوړ کړي، چې کله دا ډله مدينې ته ورستنه شوه، له مصعب (رض) سره يې د جماعت لمونخ وکړ او اسلام په مدينې کې رسمي دين وپېژندل شو. په دې وخت کې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د مکې مسلمانانو ته دستو ورکړ، چې پټ په پټه مدينې ته هجرت وکړي په پای کې په مکه کې له مسلمانانو څوک پاتې نه شو، بې له علي کرم الله وجهه او څو تنو مسلمانانو چې د دوی مور و پلار او خپلوان يې بنديان کړي ول.

بلخوا، د قريشو کفار چې په مدينه کې د مسلمانانو له ټولېدو اندېښمن وو، راټول شول، سلا مشوره يې وکړه او ژمنه يې وکړه، چې له هر ټبر دې يو تن د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وژنې ته چمتو شي او د شپې شپې دې حضرت صلی الله علیه وآله وسلم په خپل کور کې ووژني، چې په خپل خيال د اسلام جرړه راوباسي. جبرئيل، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د دوی له هوډه خبر کړ او د خدای له لوري مدينې ته د هجرت امر ورته وشو.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم علي کرم الله وجهه د څلورو کارونو کولو ته مکلف کړ:

۱- سفر ته د سپرلۍ وزله ورته چمتو کول.

۲- پرهغې شپې د پېغمبر په بسترې کې ويدېدل، چې وژونکي وانګېري پېغمبر په خپله بستره کې ویده دی اوحضرت صلی الله علیه وآله وسلم روغ رمټ له مکې ووتلای شي.

۳- له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د قريشو امانتونه خاوندانو ته يې ورکړي.

۴- مدينې ته د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم کورنۍ راولي.

تردې روسته پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د شپې شپې له حضرت ابوبکر (رض) سره له مکې ووتل او د ثور غره په غار کې پټ شول. علي کرم الله وجهه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په بستره کې ويده شو قريشو، چې ابولهب (د پېغمبر تره) هم ورسره و، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وژنې ته توره په لاس له کوره راچاپېر شول. دوی د انګړ د ديوالو تر شا چې په هغې زمانې کې ټيټ و د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم بستره څارله چې پر ګهيځ مهال پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ووژني او داچې علي کرم الله وجهه يې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په بستره کې وليده ګومان يې کاوه خپله پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په بستره کې دی؛ خو چې ګهيځ علي کرم الله وجهه له بسترې راپاڅېد، دوی پوه شول چې ټوله شپه تر ګهيځه تېروتي وو.

قريشي کفار چې له خپلې تېروتنې خبر شول؛ نو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په لټه کې شول او ثور غره غار ته نژدې ورغلل[278].

په دې وخت کې حضرت ابوبکر (رض) وډار شو، پېغمبر ورته وويل: «مه غمجنېږه! الله راسره دی[279]».

قريشي وګړي له غاره راوګرځېدل، علي کرم الله وجهه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سپرلۍ ته اوښ وپېره[280] او يو اوښ يې له عامر بن فهيره سره حضرت ابوبکر (رض) ته راوست[281] او له بني الديل[282] ټبر يو تن عبدالله بن اريقط يې لارښود ونيو، چې مسلمان نه و.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له دې درېيو تنو سره له مکې هجرت وکړ، چې له مدينې دوه ميله دباندې د قبا درې ته ورسېدل حضرت صلی الله علیه وآله وسلم په قبا کې پاتې شو، تردې چې علي کرم الله وجهه له کورنۍ سره يې قبا ته راورسېد او له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د قريشو امانتونه يې خپلو خاوندانو ته ورکړي وو. د مدينې مسلمانان د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له هجرته خبر شول؛ نور هر ګهيځ له مدينې راوتل او تر څاښته به د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په انتظار کې وو او بېرته ستنېدل، تردې چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له ملګرو سره د دوشنبې پر ورځ د ربيع الاول پر اتمه يا دولسمه، له قبا څخه مدينې ته ورغلل.

د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم اوښ د مدينې په منځنۍ ځمکه کې چو شو، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دا ځای وپېره او د مدينې جومات يې پکې له خښتو او خټو جوړ کړ او پر چهت يې د کجورې د ونې لښتې واچولې، د جومات په روستۍ برخه کې يې د «جنحه» په نامې يوه چوتره جوړه کړه او نېستمن مهاجرين يې پکې مېشت کړل.

همداراز د جومات ترڅنګ يې خپلې هرې مېرمنې ته د جومات د کوټې په څېر کوټه جوړه کړه او له هجرت چې اوه مياشتې تېرې شوې، حضرت عايشه يې خپل کور ته راوسته، روسته يې خپله لور فاطمه، د خديجې بي بي يادګار د خپل تره زوی علي کرم الله وجهه د ابوطالب يادګار ته ور واده کړه او د خپل کور ترڅنګ د خپل کور په څېر کور يې ورجوړ کړ.

 

 

 

د اسلامي ټولنې بنسټ ايښوونه

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ړومبی اسلامي ټولنه دغسې بنيانګذاري کړه؛ له مهاجرينو يې دوه تنه يو له بل سره وروڼه کړل؛ لکه حضرت ابوبکر او حضرت عمر او هم له مهاجرينو يې هر يو له يوه انصاري سره رور کړ؛ لکه حضرت ابوبکر له حضرت خارجة بن زبير انصاري سره او حضرت عمر بن خطاب يې له حضرت عتبان بن مالک انصاري سره او په هر نوبت کې يې علي کرم الله وجهه خپل رور ګاڼه او ورته يې ويل:

«انت اخی فی الدنيا والاخرة: په دنيا او آخرت کې مې رور يې [283]».

همداراز ددې کوشنۍ ټولنې امنيت ساتنې ته يې له مدينه مېشتو شتمنو يهودي ټبرونو سره په سوله کې د ژوند او پر مدينې د يرغلګرانو پر وړاندې يو له بله د ملاتړ او دفاع تړون وکړ، په تېره له بني قينقاع ټبرونو سره چې سوداګر او سودخواره وو او د بني نضيرو او بني قريظه و له دوو ټبرونو سره چې بڼوال بزرګان او پوونده ګر (مالداره) وو، د تړون په ترڅ کې حاکميت (واکمني) او حکميت (منځګړيتوب) پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته ورسپارل شوی و[284].

پېغمبر تردې تړونونو او د داخلي امنيت تر ډاډېينې روسته په مکه کې د اسلام دښمنانو؛ قريشو ته ور پام کړ حال دا، په دې کوشنۍ ټولنېکې له قريشو راتښتېدلي په سلګونو مهاجرې کورنۍ وې، چېپه مکه کې يې ټولې شتمنۍ قريشو لوټ کړې وې او په پوره تنګلاسۍ او د انصارو په مرسته يې په سختۍ ژوند کاوه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ددې کار چارې ته يوه ډله جنګيالي د قريشو په هغه سوداګريز کاروان پسې ولېږله، چې له شامه مکې ته پر لار و او له مدينې نژدې تېرېده، يو ځل د قريشو پر کوشني سوداګريز کاروان لاسبري شول او پېغمبر دا ولجې پر تنګلاسو وويشلې.

 

د بدر غزا

وضع دغسې وه چې د هجرت پر دويم کال رمضان مياشت کې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خبر کړ، چې د قريشو يو ستر کاروان له شام څخه مکې ته را روان دی. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مسلمانانو وهڅول چې د کاروان لټې ته له مدينې ووځي او له درې سوه او ديارلسو(۳۱۳) تنو سره په دې نيت له مدينې ووتل او «بدر» سيمې ته نژدې تم شول، بدر له مدينې څخه اوه منزله لرې د مکې پر لار يوه سيمه ده.

ابوسفيان د قريشو ددې ستر سوداګريز کاروان مشري کوله، له دې پېښې خبر شو ابوسفيان مکيان خبر کړل؛ خو ځان او کاروان يې له نښتې بچ کړ.

قريش له زرو تنو وسلوالو سره له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د جګړې لپاره له مکې راووتل، څو تنه بني هاشم هم په زور له لښکر سره يو ځای شوي وو، چې له دې ځنې عباس د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تره او طالب د علي کرم الله وجهه رور و.

قريشو دوی ټپسورول، له دوی ځنې طالب په لار کې له لښکره وتښتېد او مکې ته ورستون شو. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له پېښې خبر شو. د اسلام د لښکر ډېری وګړي انصار وو دوی له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره ملګرتیا کول په خپل بيعت کې مدينې ته د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د راتګ شرط کړی و. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ددې موضوع په پامنيوي او دادی اوس له مدينې دباندې دي او د جګړې په نيت هم راوتلي نه دي؛ نو په لټه کې شو چې ايا انصار دلته او په دې حال کې ځانونه له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د مرستې ژمن بولي که نه؟

نوځکه يې د سلا مشورې په نامه لښکر راټول کړ او دوی يې خبر کړل، چې سوداګريز کاروان تښتېدلی او د قريشو جګړيز لښکر راوتلی دی، ورته يې وويل: «اشیروا علی».

«نظر مو راته ووايي! څه بايد وکړو؟»

پردې وخت حضرت ابوبکر او حضرت عمر وويل:

«رسول الله! پر خدای قسم دوی قريش دي، چې له خپل ټول زور او دبدې سره راوتلي دي، په خدای قسم قريش له څه وخت چې ځواکمن او يا دبده شوي تر ننه خوار شوي نه دي، پر خدای قسم له هغې ورځې چې قريش کافر شوي ايمان يې رانه ووړ، پر خدای قسم قريش کله هم خپل قدرت او شوکت له لاسه نه ورکوي او درسره جګړه کوي؛ نو جګړې ته چمتو شه.»

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له دواړو او ډارنو خبرو يې مخ واړاوه[285].

په دوی پسې حضرت مقداد پاڅېد و يې ويل:

«رسول الله! د خدای حکم عملي کړه درسره يو. موږ د بني اسرائيلو خبره درته نه کوو، چې خپل پېغمبر ته يې وويل: ته دې له خپل خدای سره ورشه جګړه وکړه موږ دلته پاتېږو! بلکې وايو: له خدای سره دې له هغو سره جګړه وکړه درسره يو او ورسره جنګېږو. پر هغه قسم چې پر حق يې رالېږلی، که د سمندر تر کڅه ولاړ شې درسره يو.»

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د خير دعا ورته وکړه او بيا يې خپله خبره وکړه «اشېروا علیّ- خلکو خپل نظر راته ووايئ» انصار پوه شول چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د دوی نظر غواړي. حضرت سعد بن معاذ د انصارو له مشرانو پاڅېد و يې ويل: يا رسول الله: لکه چې زموږ نظر غواړې؟

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: هو

سعد (رض) وويل: د انصارو له لوري ځواب وايم:

«پېغمبره! ښايي د يوه کار په نيت له مدينې راوتلی يې او اوس له خدايه د بل کار حکم دررسېدلی دی. پېغمبره! ايمان مو درباندې راوړی، ته مو تصديق او منلی يې او ژمنه مو درسره کړې، د کوم کار چې امر درته شوی عملي يې کړه. پر هغه قسم چې ته يې پر حق رالېږلی يې، که سمندر ته ورګډېږي، درسره ګډېږو، که څه يو تن مو پاتې نشي. چې له چا سره نښلون غواړې و يې کړه او چې له چا سره پرېکون غواړې؛ نو همدغسې وکړه، څومره چې غواړې له شتمنۍ مو درواخله او تر نه اخستو يې په اخستو خوشحالېږو» د وينا تر پايه يې:

د سعد (رض) خبرې چې پای ته ورسېدې، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: « د خدای په برکت روان شئ، چې زما د بريا زېری يې راکړی اوس ته وا دا کافرانو وژنه وينم.»

بيا يې د قريشو د هر يو مشر وژنځی وروښود[286].

د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لښکر په بدر کې واړول. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته يې څپری جوړ کړ او شا ته يې حضرت ابوبکر دې خوندي ځای ته ورغی او همدلته د جګړې تر پايه و[287].

د قريشو وسلوال لښکر چې را ورسېد؛ نو د رمضان مياشتې پر اولسم د کافرانو او مسلمانانو ترمنځ د «بدر» غزا ونښته.

 د اسلام په لښکر کې علي کرم الله وجهه او حضرت حمزه تر ټولو ډېر مېړانه وکړه او د کافرانو مشران او اتلان يې ووژل[288]. انصارو هم مېړانه وکړه او سخت وجنګېدل څو تنه بني هاشم چې په زور د قريشو په لښکر کې بدر ته راغلي وو، د مسلمانانو پر ضد ونه جنګېدل.

جګړه د مسلمانانو په بريا پای ته ورسېده، مسلمانان څوارلس تنه شهيدان شول، شپږ تنه مهاجرين او اته تنه انصار، د مشرکانو هم اويا تنه ووژل شول او اويا تنه بنديان.

له وژل شويو ځنې «عتبه»، «شيبه» او «حنظله» د هندې پلار، رور او زوی و، چې حمزه (رض) اوعلي کرم الله وجهه وژلي وو[289]، «هند» د ابوسفيان مېرمن او د معاويه مور وه.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د بدر پر ورځ د بني هاشمو او څو تنو نورو نامې واخستې او د دوی وژنه يې نهې کړه. دا هغه کسان وو چې يا په زور د قريشو له لښکر سره راغلي وو؛ لکه بني هاشم او څو تنه نور او يا داچې په مکه کې يې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د اوسېدنې پرمهال د اسلام خدمت او له پېغمبره یې دفاع کړې وه؛ لکه «ابو البختری» چې د څو تنو په ترڅ کې يې د مسلمانانو پر ضد د قريشو د ژمنليک په څېرې کولو کې همکاري کړې وه.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په تېره د عباس نامه واخسته، و يې ويل: مه يې وژنئ ځکه قريشو په زور راوستی دی. په دې وخت کې د عتبه زوی، ابوحذيفه وويل: موږ خپل پلرونه، زامن او خپل کسان ووژنو او عباس ونه وژنو، پر خدای قسم که يې ووينم، توره پکې ور ټومبم!

حضرت عمر وويل: رسول الله! پرېږده، چې په توره يې غاړه ور پرې کړم، پر خدای قسم خپل منافقت يې ښکاره کړ[290].

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم حضرت عمر ته اجازه ور نه کړه.

 

د ولجو (غنیمتونو) پر ويش اختلاف

د قريشو لشکر چې ماتې وکړه او مخ پر شا شو؛ نو د اسلام يو شمېر جنګيالي په بېديا کې ورپسې شول، څوک چې په لاس ورغی، و يې واژه او يا يې له ځان سره راوړه او يو شمېر کسانو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له ځايه ګرچاپېره پاسوالي کوله،هسې نه چې دښمن د اسلام پوځ له پېغمبره د لرې والي په حال کې له فرصته ګټنه وکړي او د پېغمبر پر ځای بريد وکړي.

تر جګړې روسته، ددې درې واڼو ډلو ترمنځ د غنیمتونو پر سر اختلاف شو. هغې ډلې چې له ځان سره غنیمتونه راوړي وه، دا يې د ځان ګڼل او نورو ته پر څه حق قايل نه وو.

هغوی چې په دښمن پسې شوي وو، ويل يې: پر خدای تاسې تر موږ د غنیمتونو حقوال نه ياست؛ ځکه که موږ دښمن تعقيب او بوخت کړی نه وای، دوی نه پرېښووای، چې مالونه يې ولجه (غنیمت) کړئ.

او هغوی چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پاسوالي کوله و يې ويل: چې د دښمن مالونه مو بې پاسواله وليدل؛ نو وډار شو، که ورشو او دا غنیمتونه راټول کړو او دښمن د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ځای بې ساتندويآنو وګوري او راستانه شي او پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم بريد وکړي؛ نوځکه موږ پر خپل ځای پاتې شو؛ نو تاسې تر موږ غنیمتونو ته وړ نه ياست.

په دې حال کې پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وحې راکېوته او دا مالونه يې د خدای او رسول وګڼل. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم امر وکړ له چا سره چې غنیمتونه وي رادې وړي او يو تن انصاري يې د غنیمتونو راټولولو مسوول کړ. بيا له بدر څخه د مدينې پر لور رهي شول او مدينې ته نژدې «سير» سيمې ته چې ورسېدل؛ نو دلته تم شول او امر يې وکړ، چې غنیمتونه دې پر ټولو يو رنګ وويشل شي[291].

د عربي ټاپووزمې پر خلکو د بدر غزا اغېزې

د جزيرة العرب د ټبرونو عزتمن او خورا شتمن يې په مکه کې د «قريشو ټبرونه» وو او پر دوی ټولو يې هیبت و، د دوی پر وړاندې خورا بېوزلي خلک په هغې زمانې کې د عربي ټاپو وزمې مسلمانان وو، چې له دوی ځنې يوه ډله یې د قريشو د ربړونې او ځورونې له ډاره حبشې ته ولاړل او نور خپاره واره د شپې شپې او پټ مدينې ته ورمهاجر شول.

دا دواړه ډلې په ځواک کې له توپير سره سره په بدر سيمه کې يو له بل سره وجنګېدې او په پايله کې د قريشو اويا تنه چې مشران يې هم پکې وه ووژل شو او اويا تنه بنديان شول، مسلمانانو د دوی خېمې، اسونه اوښان، جنګي وزلې او نوره شتمني مدينې ته يووړه او پاتې قريشو مات ګوډ له جګړې څخه مکې ته وتښتېدل.

دې حيرانوونکې ښکارندې دا سخت زړي ولړزول او له اسلام او مسلمانانو يې ارزونه واوړېده.

په مدينه کې «عبدالله بن اُبې» چې مدينې ته تر هجرت وړاندې د مدينې د پاچاهۍ نوماند و؛ نو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ورتګ او د انصارو او يهودو ترمنځ د تړون لاسليک يې ټولې هيلې لاهو کړې، تر بدر جګړې مخکې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د ماتې هيلمن و؛ خو تر غزا روسته ناچار غاړه يې کېښووه او له ټولو يارانو سره يې اسلام راووړ.

 بلخوا، «يهودو» د مدينې ښار نويو نيستمنو راغليو ته په ټيټه کتل، تر جګړې روسته په خپلې تېروتنې پوه شول. دوی په مدينه کې د اسلام په پرمختګ د خپل پرمختګ د غوراوي او ښاغليتوب لاملونه له لاسه ورکول؛ ځکه يهود تل په بې بندوباره، بې موخې او ګډه وډه ټولنه کې وده کوي، په سودخورۍ او زېرمو لاس پورې کوي. د اسلام په راتلو په مدينې ښار کې بيخي بې بندوباري له منځه تللې وه، د اوس او خزرج قبايلو شخړې چې په خونړيو جګړو بدلېدې، چې اوس او خزرج هر يو د يهودو له يوه يوه ټبره وسلې اجاره اخستې او ډېره ګټه يې ترې اخسته، دا مهال سره وروڼه شوي او په يوې با ثباتې ټينګې پاکې ټولنې کې په سوله ژوند کوي، چې هېڅ پردي پکې سوړه نشو کولای.

يهود، د بدر تر غزا روسته، پر خود شول او د اسلام په چارو کې د خنډ اچونې او د مسلمانانو ترمنځ د دښمن پيدا کولو په لټه کې شول. په دې چار کې تر ټولو فعال د «بني قينقاع» ټبر و، ابن هشام روايتوي.

«پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دوی د بني قينقاع په بازار کې راټول کړل، ورته يې وويل:

«يهودو! له خدايه وډار شئ چې د قريشو پر حالت اخته نشئ او اسلام راوړئ، تاسې پوهېږئ چې زه د خدای پېغمبر يم، زما پېغمبري ستاسې په کتابونو کې راغلې ده او خدای زما پر پېغمبرۍ ژمنه درنه اخستې ده.»

يهودو وويل: محمده! انګېرې موږ ستا د قوم (قريش) په څېر يو؟ دا دې مغرور نه کړي چې له داسې قوم سره دې جګړه وکړه، چې په جګړې نه پوهېدل او يو فرصت دې ترلاسه کړ، پر خدای قسم که درسره جګړه وکړو، پوه به شې چې موږ پخپله يو!»

 

له يهودو سره لومړۍ نښته

يهود د خنډنو پر اچولو لګيا وه، تردې چې يوه ورځ د يو انصاري مېرمن[292] د بني قينقاع په بازارونو کې د يو زرګر هټۍ ته ورغله ټينګار یې پرې وکړ، چې مخ ښکاره کړي، ښځې ونه منله، زرګر د ښځې لمن له شا څخه پر يوې داسې وزلې تر ملا پورې پورته یې وتړه، ښځه چې پاڅېده عورت يې ښکاره شو. يهودو پرې وخاندل، ښځې چغه کړه، يو مسلمان نارينه پاڅېد او زرګر يې وواژه.

د بني قينقاع خلک راټول شول او دا مسلمان يې وواژه او له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره يې خپل تړون مات کړ او په خپلوکلاګانو کې ورټول او جګړې ته چمتو شول. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دوی پنځلس ورځې د درېيم هجري کال د شوال له پينځلسمه، د ذی قعدې تر لومړۍ محاصره کړل، چې په پای کې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته تسليم شول[293].

په دوی کې اوه سوه جنګيالي وو، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دوی ټول د شام اذرعات ته وشړل او د دوی شتمني يې ولجه (غنیمت) کړه. شتمنۍ يې کرنه او د کجورو باغونه نه وه. دوی سوداګر وو او د جګړې وزلې او د زرګرۍ سامان يې درلود. د ولجو (غنیمتونو) پينځمه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم واخسته او پاتې يې پر مسلمانانو وويشله[294].

تر بدر جګړې روسته مکیان يو کال د خپلو وژل شويو په ماتم او وير کې وو او ځانونه يې غچ اخستو ته چمتو کول. په پای کې يې د درېيو زرو جنګياليو، درېيو زرو اوښانو او د دوه سوو آسونو په سنبال لښکر کې مدينې ته ورمخه کړه.

 

د اُحد غذا

«اُحد» له مدينې دباندې يو ميل لرې د يوه غره نامه ده. قريشي کافرانو پر درېيم هجري کال د ابوسفيان په مشرۍ له سنبال پوځ سره مدينې ته ورمخه کړه، د همدې کال د شوال پر دوولسمه د چهارشنبې پر ورځ د اُحد غره ته ورنژدې يې واړول. «ابوسفيان» له پوځ سره د «لات» او »عزّی» بوتان هم راوړي وو او هم د پوځيانو هڅونې ته يې د قريشو د مشرانو پينځلس تنه مېرمنې د خپلې مېرمنې «هند» په مشرۍ يې له پوځ سره يوځای کړې وې. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له مهاجرو او انصارو سره سلا مشوره وکړه، چې ايا په مدينه کې پاتې شي او نارينه د مدينې په کوڅو کې چې د قريشو لښکر پکې جګړه نشي کولی، مخامخ ورسره وجنګېږي او ښځې او هلکان له بامونو ډبرې پرې ووروي، يا داچې لښکر له مدينې بهر په بېديا کې جګړه ورسره وکړي. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له سوق الجيشي او استراتيژيک نظره په مدينې کې د پاتېدو او جګړې کولو پلوی و او د اوس ټبر مشر عبدالله بن اُبې هم همدا نظر و؛ خو ډېری جنګياليو، چې حمزه (رض) هم پکې و، ويل دا مو ماتې ده، چې د قريشو لښکر ته دباندې ولاړ نه شو. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم حکمت په دې کې وليد چې د اسلامي پوځ رای ومني او له مدينې ووځي او په بېدیا کې له قريشو سره وجنګېږي؛ ځکه په مدينې کې د پاتېدو په حال کې د جنګياليو د شهادت غوښتنې روحيه کمزورې کېده.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له زرو تنو جنګياليو سره چې عبدالله بن اُبی او لارويان يې هم په دې لښکر کې ورسره و، له مدينې ووتل. عبدالله بن اُبې په لار کې تر خپل فرمان لاندې کسانو ته وويل: پېغمبر د ځوانانو ومنله او زما رايه يې ماته کړه! او له خپلو درې سوو تنو لارويانو سره مدينې ته ورستون شو.

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له اوو سوو تنو سره د اُحد غره ته نژدې ورسېد او د قريشو د لښکر پر وړاندې يې واړول د شنبې پر ورځ د شوال په نيمايي کې جګړه پيل او پر همدې ورځ پای ته ورسېده.

 

د دواړو لښکرو مخامخېدل

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د اسلام اووه سوه جنګيالي د اُحد غره مخې ته ليکه کړل، چې د اُحد غر يې تر شا و. اُحد غره د لمن په کنډو کې يې د حضرت عبدالله بن جبير په مشرۍ، پنځوس تنه غشي ايشتونکي وګومارل چې هسې نه د قريشو سپاره له کنډو څخه د مسلمينو پر لښکر بريد وکړي؛ نوځکه دوی يې ځای پر ځای کړل، چې د بريد پر وخت يې پر شا وتمبوي. ابوسفيان، «خالد بن وليد» د دوو سو سپرو لښکر مشر کړ او د لښکر بيرغ يې د بني عبدالدار ټبر «اتلانو» ته ورکړ. هند له ورسره ښځو د مشرکانو د لښکر شاته روانه وه، چمبه يې وهله او په حماسي اشعارو او رجز يې لښکر هڅاوه، چې د قريشو د بيرغچيانو شاته ورسېده، په چمبو وهلو يې وويل:

ويها بني عبدالدار، ويها حماة الادبار،خرباً بکل بتار.

«هن د بني عبدالدار نارينه وو، هن اې د لښکر مرستندويانو او د لښکر د شا ساتونکيو! تېرې تورې ووهئ.»

په قريشي لښکر کې د «وحشي» په نامې يو تور او بې باکه مريي و، چې له لرې يې اتلان په نښه کول او کاري ګوزار يې پرې کاوه، هند ورته وويل: که په جګړه کې له محمد، حمزه يا علي کوم يو ووژنې له مريتوبه آزادېږې، وحشي وويل: د محمد او علي څه نه شم کړای؛ ځکه محمد يوه ډله ساتندويان لري او علي هم په جګړه کې د زمړي په څېر بريد کوي او په عين حال کې له هرې خوا ځان څاري؛ خو حمزه ځپلی شم؛ ځکه د زمري په څېر بريد کوي؛ خو شا و خوا نه څاري.

 

د جګړې پيلامه

د مشرکانو بيرغچي، طلحه د عثمان زوی، چې «کبش الکتيبه» (د لښکرو د اتل کتنايه ده) يې ورته وايه، جګړه پيل کړه او غږ يې کړ.

«هن د محمد يارانو! انګېرئ، خدای موږ ستاسې په تورو دوزخ ته ورلېږي او تاسې زموږ په تورو جنت ته! ايا داسې څوک درکې شته، چې په توره يې جهنم ته ولاړ شم، يا يې زما توره جنت ته ولېږي؟»

علي کرم الله وجهه ورغی، ورته يې وويل: «پر هغه قسم چې زما ساه يې په واک کې ده درڅخه نه جلا کېږم، تردې چې یا ته مې په توره دوزخ ته ولاړ شې يا ستا په توره جنت ته ولاړشم» او په همدې شېبه کې علي کرم الله وجهه د تورې ګوزار پرې وکړ او يوه پښه يې ترې غوڅه کړه، پر ځمکه ولوېد اوعورت يې ښکاره شو.

په دې وخت کې طلحه، علي کرم الله وجهه ته وويل: د تره زويه! پر خدای او خپلوۍ قسم درکوم، چې ما پرېږده! علي کرم الله وجهه پرېښود، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په لوړ «الله اکبر» ووايه.

چې علي کرم الله وجهه راستون شو، اصحابو ورته وويل: ولې دې و نه واژه علي کرم الله وجهه وويل: د تره د زوی عروت مې چې ښکاره شو، خپلوي ته يې راوبللم ترې وشرمېدم.

په دې وخت کې جګړه پيل شوه، علي کرم الله وجهه چې د قريشو بيرغچيان له پښو راوغورځوي،هر يو يې واژه، بل يې بيرغ اوچتاوه، جګړې دوام درلود، چې لس تنه يې ووژل شول، تردې روسته د دوی ازاد کړای شوي بيرغ پر اوږو کړ، دا هم علي کرم الله وجهه وواژه، په دې وخت کې د قريشو بيرغ پر ځمکه ولوېد.

د قريشو لښکر چې دا وضعيت وليده وتښتېدل، حضرت حمزه، حضرت ابودجانه انصاري او نورو مهاجرو او انصارو او جنګياليو هم مړانه وکړه. د مسلمانانو لښکر د قريشو په لښکر پسې شول، چې خيمو ته يې ورسېدل د قريشو لښکر له خپلو خيمو هم د بېديا خوا ته وتښتېدل، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لښکر چې د قريشو خېمو ته ورسېدل؛ نو د غنیمتونو پر راټولولو بوخت شول.

کومو نارينه وو چې د اُحد غره د لمن کنډو ساته، چې دا حالت يې وليد؛ نو جنګ يې پای ته رسېدلی وګاڼه او څلوېښتو تنو د خپل مشر له امر سره مخالفت وکړ، د ساتنې خپله سيمه يې پرېښووله او د قريشو په خيمو کې د اسلام له لښکر سره يو ځای شول.

خالد بن وليد چې دا صحنه وليده، له فرصته په ګټنې او تر خپل فرمان لاندې له دوو سوو سپرو سره د غره له شا راغلل، عبدالله بن جبير(رض) او څو تنه ملګري يې ورشهيدان کړل، بيا يې له غره د لښکر پر شا بريد وکړ او د جګړې ډګر ته ورننووت؛ خو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لشکر د مشرکانو په خېمو کې خپور وور و.

په دې وخت کې يو قريشي د قريشو بيرغ اوچت کړ، د قريشو لښکر چې دا حال وليد له بېديا راستانه شول او له بل لوري يې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر لښکر بريد وکړ، د قريشو د دوو ټوليو پوځيانو، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لښکر له دوو خواوو راګېر کړ او سخته جګړه ونښته. په دې وخت کې وحشي فرصت وموند او د حمزه (رض) زړه يې په نښه کړ، حمزه (رض) پر ځمکه ولوېد او شهيد شو، د اسلام لښکر يوه بله ډله هم شهيده شوه.

مشرکانو له هرې لوري پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم بريد وکړ، نسيبه مازنیه، يوې انصارې ښځې چې په جګړه کې يې ټپيانو ته اوبه ورکولې[295] چې حالت يې داسې وليد، له پېغمبر څخه پر دفاع بوخته شوه چې په پای کې ټپي او جګړې او دفاع بېوسې کړه.

مدينوال خبر شوو، د انصارو ځينې کسان چې په مدينه کې وو، د جګړې ډګر ته ورغلل او شهيدان شول، په دې حال کې يو مشرک پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په تېږه وويشت، مبارک تندی او غاښ يې مات شول مبارکه پوزه يې هم ولګېده او وينه ترې ولاړه، په دې وخت کې د قريشو د اتلانو پر له پسې ډلو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وژنې ته له هرې خوا حملې پرې کولې، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم علي کرم الله وجهه ته وويل: يا علي! دا ټولې لرې کړه، په دې وخت کې جبرئيل، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته وويل:

يارسول الله! ان هذا للمواساة

يا رسول الله! داده سرښندنه.

پېغمبر وويل: «علی له ما دې او زه له علي يم».

جبرئيل وويل: او زه ستاسې د دواړو يم، په دې وخت کې يې يو غږ واورېده چې ويل يې:

لاسيف الا ذوالفقار! لا فتی الاعلی!

بې له ذوالفقاره [د علي توره] بله توره نشته! او بې له علي بل ځوانمرد نشته.

په دې حال کې يو مشرک د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يو صحابي، مصعب بن عمير(رض)، شهيد کړ او و يې انګېرله، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يې شهيد کړی دی؛ نوغږ يې کړ: محمد مې وواژه! دا غږ په دواړو لښکرو کې خپور وور شو او اغېز يې وکړ. د اسلام لښکر د جګړې له ډګره هرې خوا ته وتښتېده.

يعقوبي وايي له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره يوازې علي کرم الله وجهه، حضرت طلحه او حضرت زبير پاتې وو، د اسلام لښکر يوه تښتېدلې ډله د اُحد غره ته ختلې وه، راټول شول او و يې ويل: کاشکې څوک عبدالله بن اُبې ته ورغلي واي، چې له قريشو امان راته واخلي.

پېغمبر څو تنه تښتېدونکي وليدل، يوه يوه ته يې په نامې ورغږ کړ، ځينې يې راوګرځېدل، چې پينځلس تنه شول او له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم راتاو شول، په دې وخت کې يې پېغمبر د اُحد غره ته ور پورته کړ، علي کرم الله وجهه په خپل ډال کې اوبه راوړې او له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه يې وينې پاکې کړې.

د جګړې دګر له اسلامي جنګياليو تش شو، «هند» له ځان سره راوستې ښځې ډګر ته راوستې او په خپله يې د حمزه (رض) او نورو شهيدانو پوزې پرې کړې او له دوی يې غاړه کې او خلخال (يو ډول فلزي کړئ ده، چې ښځې يې ښکلا ته په پښو کې اچوي) جوړ کړ او وايې غوستې، خپله غاړه کۍ او خلخال يې وحشي ته ورکړې. روسته ښځو هم همدغسې وکړل، هند د حمزه (رض) خېټه څېرې کړه، ځيګر يې ترې راويست پر خوله يې کړ، چې و يې وخوري؛ خو و يې نشو کړای او له خولې يې دباندې واچوو،«ابوسفيان» د حمزه (رض) پر جنازې ودرېد او خپلې نېزې يې د حمزه (رض) مخ واهه ويل يې وڅکه چې زړه سوی دې پرې کړ.

حليس، د احابيش ټبر مشر د قرويشو همژمني دا حالت وکوت،غږ يې کړ: زما ټبره! ووينئ د قريشو مشر د خپل تره زوی له بې سا جنازې سره څه کوي!

ابوسفيان ورته وويل: يوه ښويېدنه وه پت راباندې واچوه.

په دې وخت کې ابوسفيان غږ کړ: آيا محمد ژوندی دی، ورته وويل شول:هو

ابوسفيان غږ کړ: « اعل هبل! اعل هبل» سرلوړی او غوره اوسئ ای د هبل بوته! سرلوړی او غوره اوسې ای د هبل بوته!

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: په ځواب کې يې ووايي: «الله علی و اجل – الله لوی، ستر او با جلالت دی»

ابوسفیان غږ کړ: «لنا العزي ولا عزی لکم»: «موږ د عزی بوت لرو او تاسې يې نه لرئ»

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: په ځواب کې يې ووايي: «الله مولانا ولا مولی لکم»: «الله زموږ مولا ښاغلی او پالندوی دی،او تاسې ښاغلی او پالندوی نه لرئ».

د اُحد جګړه د اته شپېتو تنو مسلمان جنګياليو په شهادت پای ته ورسېده. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم امر وکړ چې شهيدان د اُحد غره په لمن کې خاورو ته وسپاري او پر همدې ورځ مدينې ته راستانه شول.

 

لنډه پرتلنه

په دې جګړه کې د قريشو له بيرغچي سره د علي کرم الله وجهه چلن او د حمزه سيدالشهداء له تنې سره د ابو سفيان او هند (د معاويه پلار و مور) د چلن پرتلنه د پاموړ ده.

همداراز له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د مينې او ورڅخه د ځان تېرېدنې په باب (د يوې انصارې ښځې) «نسيبه» چلن او د مسلمانانو پر وړاندې د يوې قريشي ښځې هندی چلن پرتلنه هم د پاموړ ده.

 

د حمراء الاسد غزوه

قريشو مکې ته په ستنېدا کې سلا مشوره وکړه، و يې ويل: ولې د محمد لښکر تر ماتې روسته پر مدينه يرغل نه ور وړو، چې کار يې ورتمام کړو؟

پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم چې له اُحد څخه مدينې ته ورستون شوی و، پر لومړۍ شپه له دې خبرې خبر شو، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم يې پر سبا يکشنبې ورځ د شوال پر اتمه امر وکړ، چې د دښمن تعقيبولو ته له مدينې يو لښکر ووځي او يوازې په اُحد جګړه کې ټپیان دې په لښکر کې برخه نه اخلي.دا دريځ د هغوی ټپسوري وه، چې په اُحد جګړې کې تښتېدلي و، په لښکر کې حاضر ټپيان پر هماغه ورځ له مدينې ووتل او له مدينې اته ميله وړاندې حمراءالاسد ته ورسېدل.دلته لښکر تم شو او دوه تنه د خبر موندنې لپاره د قريشو د لښکر پر خوا ورغلل،د خزاعه ټبر يو تن چې له بني هاشمو سره همژمنی و، ابوسفيان يې له دې پېښې خبر کړ او قريش يې د يو څرګند شعر په ترڅ کې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د لښکر له هيبته وډار کړل، ابوسفيان په ډار د قريشو لشکر مکې ته ور روان کړ او څوک يې ولېږه، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د قريوش له تعقيبه وډار کړي. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم درې ورځې په حمراء الاسد کې پاتې شو او چې مکې ته د قريشو د لښکر له ورتلو خبر شو نو مدينې ته راستون شو[296].

د اسلام د پېغمبر (ص) د بعثت له برکته داسلامي امت ځانګړنې

له ځانګړیو ځانګړونو سره د اسلامي امت جوړېدل، د دې بعثت له برکتونو ځنې وو. اسلامي امت یوازې دا نه دی، چې یوه ډله د ګروهیز چورلیځ پر شاوخوا راټول شي؛ بلکې اسلامي امت، – لکه څنګه چې د اسلام مکرم نبي او د قرآن ښوونو طرح او کړلار یې ورته جوړه کړې وه- د انسانانو يوه ټولګه ده، چې له علم، اخلاقو، حکمت، اړیکو او ټولنې برخمن دي او د دې ټولو پایله، د هغه تکامل لوړو پوړیو ته ور رسېدل دي، چې خدای یې استعداد په انسان کې ایښی دی. اسلامي امت د اسلامي روزونې څرګندوی دی او دا چار د اسلام مکرم نبي په خورا نامساعدو حالاتو کې له صفره پیل کړ.

پر هغه ورځ، چې د توحید غږ، د بعثت تر پرتمینې شېبې روسته، د اسلام د مکرم نبي له ستوني راووت، نړۍ- په ټولو لیکو کې یې- د کفر، ظلم، له اخلاقو لرې او په مفاسدو او ستونزو کې ورډوبه نړۍ وه. دا ستر حرکت د رسول الله په ژوند کې د دیارلس کلونو په ترڅ کې د معجزې په بڼه ترسره شو او تر دیارلس کلونو روسته په مدینه کې د اسلامي امت لومړۍ بلاربونکې نطفه کېښوول شوه. هغه څه چې کولای یې شول، چې دا مرکزي هسته، په هغه څه بدله کړي، چې نن یې موږ په څلورمه او پینځمه هجري پېړۍ کې پېژنو، عبارت و له، روښانه ایمان، څرګندې او هر اړخیزې ښوونې، کوټلې اراده او پرله پسې هڅې؛ دا ول، چې و یې کولای شول، د مدینې د څو زره تنیزو کوشنۍ ټولنه یې د هجرت په لومړيو کلونو کې په ستر، ځواکمن، عالم او عزیز امت او د پینځمې او څلورمې پېړۍ د نړۍ لپاره د علم او حکمت راخوټېدونکې سرچینه کړي- چې دا راته تاریخ شرحوي- بیا اسلامي امت په خپلو خورا لاندې باندې کېدو کې، په هر ځای کې یې چې له دې ښوونو غفلت وکړ، مات او پرشا تګ یې وکړ. په هر ځای کې چې یې علم، اخلاق، ټولنیزې اړیکې، مانیز اقتدار، عزت، وحدت او تردې ټولو غوره، عدالت ته شا کړه؛ نو وده یې په ټپه ودرېده او پرشا تګ یې وکړ او چار یې تردې راورسېد، چې یرغلګرو، متعرضو او طماع ځواکونو وکولای شول، دا امت ټوټه ټوټه کړي. یو د بل پر وړاندې یې کړي او یو بل کمزوري کړي، پر هغوی لاسبري شي او سرچینې یې ترې واخلي.

 

 

 

د حضرت محمد (ص) شخصیت

د بشر په تاريخ کې د اسلام د پېغمبر وګړې سارى نه درلود هغه وګړه، چې د ځلانده لمر په څېر د انسانيت په اسمان کې ځلېده او اخلاقي ارزښتونو او انساني کمالاتو ته يې ساه ورکوله. داسې ځانګړنې يې درلودې، چې هېڅ قلم، ليکوال او وياند يې نشي تعريفولاى او که څومره يې هم د خویونو او وګړې په هکله خبرې وشي؛ نو حق به مو بيا هم نه وي ادا کړى.

 

د رسول الله (ص) څېره

 له حضرت علي (ک)، حضرت ابوهريره، حضرت جابربن سمره او حضرت هند بن هاله (رضى الله عنهم) په رانقل شويو روايتو کې راغلي: رسول الله (ص) د هر ليدونکي په نظر کې ډېر ستر او باوقاره ښکارېده، د خلکو په زړونو کې يې ځانګړى ځاى درلود، څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده او د څېرې رنګ يې سپين توربخن و نه چاغ و او نه ډنګر، سپينه او نوراني څېره يې درلوده، غټې او تورې سترګې يې درلودې او وريزې يې تورې او په زړه پورې وې. مبارک سر يې مناسب او غټ و، اوږدوالى يې مناسب و جيګ تندى يې درلود، وريځې يې نښتې او مخ يې کړوپ نه و، د لاس ورغوى يې پلن او مټې يې اوږدې وې، اوږې يې پلنې او غټ بندونه يې درلودل، د لاس ورغوى او د پښو تلي يې کلک او پلن ول. سينې يې ويښنان نه درلودل، ته وا د پښې تلي يې د نورو خلکو په څېر نه دي، اوږده باڼه يې درلودل، ډکه ږيره يې درلوده، چې د سر او ږيرې په وېښتانو کې يې څو سپين وېښتان هم ول، چې رنګ کړی يې وو، چې شنه ښکارېدل خوله يې مناسبه ستره وه، غاښونه سپين او يو له بله بېل ول. وېښتان يې جړپړ نه ول. له سينې تر نامه يې د وېښتانو يوه نرۍ لیکه وه، د رسول الله (ص) ټول بدن له غړيو سره انډول و نس يې له سينې سره مساوي وه، سينه يې پراخه او ورمېږ يې ښکلى او د سپينو زرو په څېر ځلېده.

 

د پېغمبراکرم (ص) اندام

د پېغمبراکرم پښې ‏او لاسونه اوږده او ښوى ول، چې غوټې پکې نه ليدل کېدې، د پښو لینګي‏يې ‏انډول ول او ډېرې غوښينې وې. زنه يې لنډه او مناسبه وه او لږه راوتلې وه. پنډۍ يې پلنې او غټې نه وې. خاصره لګن يې د مېړنيو په څېر پلن و، د رسول الله (ص) غړي کلک نه لنډ او نه اوږده ول، د سر وېښتان يې نه جړ پړ ول او نه ګونجې وو، مخ يې مناسب و، نه ډېر ډنګر و او نه غوښين، د مخ سپين والى يې هم په زړه پورې و.

هډوکي يې کلک او غټ وو، چې پر لار تل په خپل واک کې و. د پوزې سوري يې تنګ نه ول، ګېډې او سينې يې وېښتان نه درلودل خو له سينې تر نامه يې د وېښتانو يوه نرۍ ليکه وه. د سر دواړو اړخ ته يې سپين وېښتان وو، چې د پېغمبر د زوړوالي نښه وه.

 

د پېغمبراکرم (ص) تګ

د لاسو ورغوي يې پلن او د عطارانو په څېر خوږبويه ول د لاس اوږده، قلمي هډوکي يې درلودل، د خندا اوخوشحالۍ پرمهال يې مخ د هندارې په څېر ځلېده، په دبدبه او ورو ګامونه يې اخستل، د تګ پرمهال يې مخې ته کتل، په نېکچاريو کې تر ټولو مخکې و. داسې به تله؛ لکه پر ځوړي، چې روان دى، د خندا پرمهال به يې د ږلۍ په څېر غاښونه راښکاره شول؛ خو د غاښونو سپين والى به يې ډېر ژر په شونډو پټاوه.

په اوږوکې يې د نبوت ټاپه وه:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ښکلى اندام او ښکلي اخلاق درلودل، تندى يې ورين و او په ورين تندي يې له خلکو سره خبرې کولې، تندی يې د ځلاند څراغ په څېر د خلکو سترګې ځانته رااړولې، د ملغرو په څېر ترې خولې راتويېدې، چې د خولو بوى يې تر مشکو هم په زړه پورې و او د اوږو په منځ کې يې د نبوت ټاپه وه.

د رسول الله (ص) ليدل:

حضرت ابوهريره(رض) ويلي: رسول الله (ص) به چې شا يا مخې ته کتل؛ نو ټول به راګرځېده.

*د پښوپنډۍ يې:

حضرت جابربن سمره (رض) ويلي، چې د رسول الله (ص) د پښوپنډۍ نرۍ وې.

*په ږيره کې سپين:

حضرت ابوجحيفه (رض) ويلي: د پېغمبراکرم (ص) پر زنه او اننګو کې سپين وېښتان ليدل کېدل.

*د وېښتانو څلور چوټي:

حضرت ام هاني (رض) وايي: ومې ليدل، چې رسول الله (ص) خپلو وېښتانو ته څلور چوټي وراچولې وې.

ابن شهرآشوب وايي: په واقع کې پېغمبراکرم (ص) به خپلو وېښتانو ته دوه چوټۍ وراچولې، چې دا يې د نېکه (هاشم) يو دود و.

*د پېغمبراکرم (ص) وېښتان:

 حضرت انس بن مالک(رض) وايي: د رسول الله (ص) د ږيرې او سر په وېښتانوکې يوازې څوارلس سپين وېښتان ول.

* او روايت شوي، چې: ١٧ سپين وېښتان يې درلودل.

*حضرت عبدالله بن عمر (رض) وايي: د رسول الله (ص) د زوړوالي نښه يوازې شل سپين وېښتان ول.

*حضرت براء بن عازب(رض) وايي: د رسول الله (ص) وېښتان تر اوږو اوږده ول.

*حضرت انس بن مالک (رض) وايي: د پېغمبراکرم (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړند ول.

*اوږده وېښتان:

 حضرت عايشه بي بي وايي (رض): د رسول الله (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړند ول؛ خو اوږو ته رارسېدلي نه وو.

*خوږ نبوي بوى:

 د قصص انبياء علیه السلام په کتاب کې راغلي: رسول الله (ص) به چې له هر ځایه تېر شو؛ نو خلک به د هغه ځاى له بويه پوهېدل، چې رسول الله (ص) تېر شوى دى او له هر ځايه به چې تېرېده؛ نو د لارې بوټو او کاڼو ورته سجدې کولې.

*په خوب کې ويښ:

صفار د ((بصائرالدرجات)) په کتاب کې له امام محمد باقر (رح) روايت کړي، چې رسول الله (ص) وويل: په خوب کې زموږ د ټولو پېغمبرانو سترګې پټې وي؛ خو زړونه مو ويښ وي او؛ لکه څنګه چې مخې ته ليدلاى شو شا ته څيزونه هم راته ښکاري.

*د نبوت ټاپه که نبوي معجزه:

قطب راوندي د ((الخرائج والجرائح)) په کتاب کې روايت کړى، چې د رسول الله (ص) له معجزاتو، چې ډېرو روايتونو يې پخلى کړى او مؤمنان او کافر ترې منکر نه دي، دادی سره له دې چې د رسول الله (ص) پرشا او اوږو ګڼ وېښتان ول؛ خو د نبوت ټاپه پکې ښکارېده.

*رسول الله (ص) سيورى نه درلود:

ابن شهرآشوب په مناقب کتاب کې ويلي: د رسول الله (ص) سيورى به پر ځمکه نه غورځېده او سيورى يې نه درلود.

کليني په خپل سند د کافي په کتاب کې روايت کړي، چې على بن محمد نوخلي وايي: له امام رضا (رح) سره ناست وو، چې د غږ ويينه رامنځ ته شوه، امام وويل: امام زين العابدين به چې قرآن لوسته نو غږ يې دومره ښکلى و، چې خلک ورته بې سدېدل او که امام خپل په زړه پورې او ښکلى غږ راوباسي نو خلک به يې د اورېدو زغم ونه لري.

راوي وايي: امام مې وپوښت: خو چې رسول الله (ص) به خلکو ته جماعت ور؛ نو قرآن يې په لوړ غږ نه وايه؟ امام رضا (رح) ورته وويل: رښتيا خو داده، چې رسول الله (ص) د خلکو د وسې هومره غږ لوړاوه.

*د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم رخسار:

 امام حسن وويل: له خپل ماما هند بن ابي هاله مې، چې د رسول الله (ص) له ستایونکیو و، وغوښتل رسول الله (ص) راته توصيف کړي، چې مينه مې ورسره نوره هم زياته شي، ماما مى راسره ومنله و يې ويل: رسول الله (ص) داسې وګړه درلوده، چې د هر چا په نظر کې يې دبدبه او ستروالى درلود، څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده، برابره ونه یې درلوده، سر يې غټ او وېښتان يې بڼل شوي ول، که وېښتان يې نه واړه کول؛ نو پر ټول سر يې راخورېدل او چې وېښتان به يې واړه کړل؛ نو له اوږو به لاندې نه رارسېدل. څېره يې سپينه او نوراني وه، تندى يې اوږد او پلن و، وريزې يې سره له دى، چې کماني او اوږدې وې خو سره له دې بيا هم يو له بله بېلې ليدل کېدې، د وريزو ترمنځ يې يو رګ و، چې رسول الله (ص) به غوسه شو؛ نو پړسېده به، پوزه يې نرۍ او اوږده وه، چې يوه رڼا به ترى راځلېده او ښکارېدل، چې له پوزې پورته يې راځلېږي.

*د مرغللو په څېر غاښونه او د سپینو زروپه څېر ورمېږ

 ږيره يې ډکه وه، اننګى يې راوتلي، خوله يې ستره خو مناسبه، غاښونه يې د مرغللو په څېر سپين خو يو له بله بېل ول. له سينې تر نامه يې د وېښتانو يوه نرۍ لیکه درلوده، ورمېږ يې د سپينو زروپه څېر ښايسته و، د دوو اوږو ترمنځ يې واټن ډېر و، چهارشانه و، سينې او ګېډې يې ويښتنان نه درلودل.

*د رسول الله (ص) اندام او پر لار تګ:

سينه او د سينې پاسنۍ برخه يې له وېښتانو ډکه وه. د لاسونو بندونه يې پلن، د لاس ورغوى يې پلن او د پښې تلي يې پلن او کلک وو. پښې او لاسونه يى ښوى او پکې غوټې نه وې، هډوکي يې قلمي او د پښو او لاسونو د تلي د ورغويو ژوروالى يې له معموله ډېر و، پوندې يې پستې وې، د تګ پرمهال يې پښې په ځان پسې نه راښکودې، ګامونه يې پر وقار اوچتول او هر اړخ ته يې، چې کتل؛ نو ټول ورګرځېده.

*د رسول الله (ص) کتنه:

 د رسول الله (ص) ‏سترګې تل لاندې وې، ډېر يې ځمکى ته کتل، هېڅ چاته ته نه ځيرېده؛ بلکې هر چاته يې يوه لنډه کتنه درلوده او له چا سره به چې مخامخ شو؛ نو لومړى يې پرې سلام اچوه.

*د رسول الله (ص) د خبرو دود

امام حسن وويل: د رسول الله (ص) د خبرو طريقه راته ووايه! هند وويل: رسول الله (ص) تل په خپګان او فکر کې و، يوې شېبې ته يې هم هوسايي نه درلوده، تل غلى و او يوازې د اړتيا پرمهال ګړېده او چې خبرې يې کولې نو په کلاره کلاره يې کولې، خبرې يې لنډې خو بشپړې وې، بېځايه يې خپله خبره نه اوږدوله او هرڅوک يې په لنډه پوهول، نرم اخلاق يې درلودل، پر چا يې ظلم نه کاوه، هېڅ څوک يې له ځانه ټيټ او کوشنى نه شمېره، نعمت به چې څومره هم ناڅيزه و خو د هغه په نظر کې به ستر و، په هېڅ نعمت پسې يې بدرد نه ويل نه يوازې په خوړو کې يې هېڅ خبرې نه راايستې؛ بلکې هر ډول خواړه به چې ورته کېښوول شول، ستایل يې.

*د رسول الله (ص) غوسه او خوشحالي:

هېڅکله دنيا اوسختيو يې نه غوسه کاوه؛ خو چې د چا حق به ولتاړل شو؛ نو دومره به غوسه شو چې چا نه پېژانده او له حقه په دفاع کې يې له هېڅ چا وېره نه درلوده‏، چې چاته يې اشاره کوله؛ نو په ټول لاس يې کوله، چې يو څيز به حيران کړ؛ نو لاسونه يې اړول رااړول او د خبرو پرمهال يې دواړه لاسونه سره ورکړي ول او د کيڼ لاس د ابهام ګوته يې پر ښي لاس وهله، چې غوسه به و نو مخ يې اړواه او په خوشحالۍ کې يې سترګې بندولې. ‏ خندا يې موسکا وه او د موسکا پرمهال يې غاښونه د ږلۍ د دانوپه څېر راښکارېدل.

*د رسول الله (ص) دنننى حالت:

 امام حسن وويل: دا خبره مې څه وخت له خپل رور حسين نه پټه کړې وه خو چې دا خبره مې ورته وکړه، پوه شوم، چې تر ما ډېر له دې خبرې خبر دى و مې پوښت: دا هر څه دې له چا اورېدلي دي؟ و يې ویل: د رسول الله (ص) په باب مې خپل پلار علي بن ابيطالب وپوښت او هغه هم راته هر څه وويل: امام حسين وويل: د رسول الله (ص) د دننني حالت په باب مې خپل پلار وپوښت، و يې ويل: رسول الله (ص) پر خپل واک خپل کور ته تله او په کور کې يې خپل وخت پر درې برخو ويشلى و، يوه برخه يې عبادت ته، بله يې کوروالو ته او بله برخه يې ځانته ځانګړې کړې وه او هغه وخت يې چې ځان ته ځانګړى کړى و پکې يې خپلو يارانو ته لارښوونې کولې، د خلکو ستونزې يې پکې هوارولې او دا وخت يې، چې ځانته ځانګړى کړى و، بيخي يې پکې خپل کارونه نه کول؛ بلکې د خلکو کارونو يې پکې کول.

*له علم والو سره چلن:

 د رسول الله (ص) يوه ځانګړنه دا وه، چې تل د فاضلو او پوهانو کتو ته چمتو و او د هر چا يې د علم هومره درناوى کاوه، ورته يې ويل: نيمګړتياوې مو سمې کړئ، د امت په باب يې پوښتل او د مهمو مطالبو په باب يې ورته خبرې کولې و يې ویل: په کار ده، څوک ‏چې په دې غونډه کې دي، هغوى ته زما خبرې ورسوي، چې په دې غونډه کې نه دي او د هغو خلکو اړتيا راته وواست، چې ما ته ځان رارسولاى نشي او غوږونه مو خلاص کړئ، چاچې يو واکمن ته د يو اړمن اړتيا ورسوله نو الله به يې د قيامت پر ورځ ګامونه ټينګ کړي.

*له کوره بهر:

 امام حسين وويل: پلار مې د رسول الله له کوره د بهرچلن په باب وپوښت، و يې ويل: رسول الله (ص) به نااړینو خبرو ته خوله نه راسپړله، تندى يې خلکو ته ورين و او څوک يې له ځانه نه شړه او نه يې وېرول، د هر ټبر د مشر درناوى يې کاوه او هغه يې د خپل ټبر مشر ټاکه، بې له دې چې مخ ترې واړوي يا داچې بداخلاقي ورسره وکړي، له بدو خلکو يې ځان ساته. خپلو يارانو ته يې ډاډ ورکاوه او ځان يې په خلکو د نورو له حالاتو خبراوه، نېکچاري يې ستايله او بدچاري ‏يې رټله، په ټولو چارو کې منځلارى ‏و. د حق په چارو کې يې تل لېچې رانغاړلې وې.

*د پېغمبراکرم (ص) ملګري:

 د رسول الله (ص) د شاوخوا کسان نېکان ول او خورا ګران پرې هغه و، چې تر ټولو زيات د خلکو په فکر کې و او هغه يې په زړه کې ځانګړى مقام درلود، چې تر ټولو زيات د حق ملګرى و.

*د رسول الله (ص) ناسته:

 امام حسين وويل: پلار مې د رسول الله (ص) د ناستې په باب وپوښت، و يې ويل: د رسول الله (ص) ناسته پاسته په هغه غونډه کې وه، چې د الله يادونه پکې وه، په غونډه کې يې ځان ته ځانګړى ځاى نه ټاکه او له دې کاره يې خلک هم ژغورل او يوې غونډې ته به چې ورننووت نو هر ځاى به چې تش و پر هماغه ځاى کېناسته او خپلو يارانو ته يې هم په دې باب سپارښتنه کوله.

*د ملګري حق ته پاملرنه:

 رسول الله (ص) د ملګري حق پرځاى کاوه، تردې چې څوک ورسره ناست و نو داسې يې ننګېرل، چې رسول الله (ص) ته تر ما بله محترمه وګړه نشته، رسول الله (ص)، چې له هر چا سره ناست و نو صبر يې کاوه، چې لومړى هغه پاڅي او ورپسې پخپله، څوک چې د کومې اړتيا لپاره ورتله، يا يې اړتيا ورپوره کوله يا داچې د رسول الله (ص) په زړه پورې خبرو قانع کاوه.

*د پلار په څېر پېغمبر:

 د رسول الله (ص) ُخلق وخوى دومره نرم و، چې هر چا خپل لوراند پلار ګاڼه او ټول خلک ورته يوشان ښکارېدل.

*د رسول الله (ص) د غونډې ځانګړنې:

 غونډه يې د صبر، حيا، رښتينولۍ او امانت غونډه وه، په غونډه کې يې غږ نه لوړېده، د خلکوحريم يې نه ماتاوه او که چا به څه غلطي وکړه؛ نو په بل ځاى کې يې درز نه کاوه، د غونډې ګډونوال پر عدل چلېدل، يو له بل سره يې چلن د متقيانو چلن و، یو له بل سره متواضع ول، د مشرانو درناوى يې کاوه او پر کوشنيو لوراند و، اړمن يې تر ځان غوره ګڼل او پر بېوزليو ‏يې ډېر پام کاوه.

*د ملګرو په باب د رسول الله (ص) سيره:

 بيا مې وپوښتل: رسول الله (ص) له خپلو ملګرو سره څنګه و؟ پلار مې راته وويل: تل يې تندى ورين او نرم خویه و. د هغه تندى مې هېڅکله تريو ونه ليده، د خلکو په چاروکې يې خبرې نه راايستې او يوه ورځ يې هم خوله ورانه و نه خوځوله، څوک يې ډېر نه ستایه اوڅه ‏يې، چې خوښ نه وو، پرېښود يې او داسې چلن يې کاوه، چې څوک ترې خپه او نهیلي‏ نشي.

*ځان ساتنه:

 رسول الله (ص)ځان له درې څيزونو ساتلی و: شخړه کول، بېځايه خبرې او ډېرې خبرې کول. کله يې هم څوک نه راټه او د چا په کار کې يې خبرې نه راايستې، د خلکو په تېروتنو پسې نه و خو په هغه ځايو کې، چې خبرې يې ثواب درلود نو خبرې يې کولې او ناستو کسانو به ورته دومره په مينه غوږ ايښوده، چې د چا د ساه ایستو غږ هم نه اورېدل کېده او‏ رسول الله (ص) به چې غلى شو؛ نو هله به خلکو ځان ته د خبرو کولو اجازه ورکوله.

*په غونډه کې ادب ته پاملرنه:

 د رسول الله (ص) په مخ کې د خلکو اوبه سره نه خړېدې او په غونډه کې په ناستوکسانو کې به چې کوم پر خبرو شو؛ نو نور به غلي شول، چې خبرې يې پاى ته ورسي، د رسول الله (ص) په غونډه کې جرنده که د پلار وه خو په وار وه. که د غونډې ‏ګډونوالو به وخندل؛ نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندونه کوله، چې ګډونوالو به وخندول؛ نو رسول الله (ص) به هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندوله، چې ګډونوال هم پرې حيران شوي ول. که کوم نابلده په خبرو يا پوښتنو کې بې ادبي کوله؛ نو د رسول الله (ص)سينه يې پراخه مونده، تردې چې د پېغمبراکرم (ص) ياران به دې ته اړ شول، چې د رسول الله (ص) مزاحم راونيسي خو رسول الله (ص) ويل:

((چې يو اړمن مو وليد؛ نو ورسره مرسته وکړئ.)) له چا يې غوړه مالي او ستاېنه نه منله خو داچې ستاېنه يې له رسول الله (ص)څخه د مننې په پار وه، د چا په خبرو کې يې نه وردانګل خو داچې چا به نور له خپلې شړۍ پښې بهر ولې، چې په دې حالت کې يې يا ژغوره يا يې د غونډې پر پرېښوو د هغه خبره پرېکوله.

*د رسول الله (ص) چوپتیا:

 امام حسن وويل: پلار مې د رسول الله (ص) د چوپتیا په باب وپوښت و يې ويل: پېغمبراکرم (ص) په څلورو ځايو کې چوپېده: د حلم، صبر او له يو څه د ځان ساتنې پرمهال، د تقدير او آندنې پرمهال. د تقدير پرمهال؛ ځکه چوپ و، چې د دنيا په باقي او فاني څيزونو کې آندنه وکړي او په حلم کې يې د چوپتيا لامل هغه صبر و، چې پکې و، چې نه غوسه کېده او نه له چا کرکجنېده او په ځان ژغورنه (حذر) کې رسول الله (ص)په څلورو ځايو کې چوپ و: د نېکچارۍ لپاره مخکښ شي، چې خلک يې هم پر پله پل کېږدي، له بدو چارو لرې شي، چې خلک هم ترې لرې شي او پر سمو چارو خپل امت سم کړي او په هغه چارو پسې و، چې د خلکو پکې د دنيا او آخرت ګټه وي.

*تر مشکو او عنبرو هم خوږبويه:

 حضرت انس بن مالک (رض) وايي: د رسول الله (ص) د څېرې رنګ سپين و، چې د ملغلرو په څېر ځلېده او په کلاره يې ګامونه اخستل، تر وسه مې د رسول الله (ص)تر عطرو کوم خوږبويه مشک او عنبر نه دى بوى کړى او د رسول الله (ص) د لاس د ورغوي هومره يوه وريښمینه ټوټه مې هم لمس کړې نه ده.

*د سپوږمۍ په څېر‏ ځلانده څېره:

 حضرت کعب بن مالک (رض) وايي: رسول الله (ص) به چې کوم کار خوشحاله کړ؛ نو څېره يې د سپوږمۍ په څېر ځلېده.

*په عربو کې خورا فصيح ژبى:

د پېغمبراکرم (ص) خبرې تر ټولو خوږې او فصيح وې ويل يې: ((په عربو کې تر ټولو فصيح ژبى يم او جنتيان د محمد په ټکيو يو له بل سره خبرې کوي.)) تردې چې و يې ويل: د رسول الله (ص) کلام لنډ خو پراخ بنسټه و، اضافه خبره پکې نه وې او هر څوک پرې پوهېده، وينا يې يو له بل سره تړلې وه، دومره ورو ورو او سم ګړېده، چې اورېدونکيو يې په اسانه خبرې خپل ذهن ته سپارلې.

*د جنتيانو د روح په څېر بدن:

 حضرت عايشه بي بي (رض) وايي: رسول الله (ص) ته مې وويل: تر تا سملاسي روسته باس-تشناب ته ننووتم، چې بې د مشکو له بوى پکې څه نه ول. راته يې وويل: ((زموږ د پېغمبرانو بدنونه د جنتيانو د روح په څېر ‏دي او څه چې ترې راوځي، ځمکه يې راکاږي.))

*په سلو کې نهه نوي برخې عقل يې رسول الله (ص) ته ورکړ:

امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) وويل: ((چې الله عقل وپنځاوه، ورته يې وويل: شا ته ولاړ شه! عقل شا ته ولاړ، بیا یې وویل: رامخې ته شه! عقل رامخې ته شو او بيا څښتن ورته وويل: يو مخلوق مې هم تر تا هومره پر ماګران نه دى، چې دا مهال يې د هغې (عقل) نهه نوي برخې ماته راکړې او هغه يوه پاتې برخه يې پر خپلو نورو ټولو بندګانو وايشله.))

*په نېکو اخلاقو مبعوث شوى يم:

 حضرت علي (ک) وويل: د الله له رسول مې واورېدل: ((زه له غوره او نېکو اخلاقو سره مبعوث شوى يم.))

*لس نبوي؛ خویونه:

 امام صادق (رح) وويل: څښتن خپل پېغمبر ته ځانګړي خویونه ورکړل؛ نو همدا اوس مو خویونه د رسول الله (ص) له خویونو سره پرتله کړئ، که سمون يې خوړ نو د الله شکر وباسئ او له خدایه وغواړئ، چې هغه خویونه درکې نور هم زيات کړي. بيا امام صادق (رح) هغه لس خویونه وويل: يقين، قناعت، صبر، شکر، حلم، ښه چوپتیا، سخاوت، غيرت، مړانه او سړيتوب.

*ستر مېړنی:

حضرت انس بن مالک (رض) وايي: رسول الله (ص) تر ټولو اتل، مېړنى او سخي و. پر الله قسم، خلکو يوه شپه يو وېرونکى غږ واورېد، ټولو د غږ پر لوري ورمنډې کړې، دا مهال رسول الله (ص)، پر اس سپور و او توره يې پر غاړه وه، راغى، و يې ويل: ((مه وېرېږئ)) پلټنه مو وکړه، يوازې يو غږ و، بل هېڅ څه نه و.

*په جګړه کې سرپناه:

 حضرت علي (ک) وايي: چې د جګړې اور به بل شو او دواړه لوري به مخامخ شوې؛ نو موږ ټولو به رسول الله (ص) ته پناه وړه، تر رسول الله (ص) به مو بل څوک دښمن ته نږدې نه مونده.

*د رسول الله (ص) حيا:

 حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: د الله په رسول کې تر نجونو هم حيا ډېره وه او‏ چې څه به يې خوښ نه شول؛ نو له څېرې يې پته لګېده.

*صبر ته بلنه:

امام صادق (رح) وويل: که چا صبر وکړ؛ نو لږ صبر يې کړى دى او که چا بيړه وکړه؛ نو لږه بيړه يې کړې ده. بيا امام وويل: ټولو چارو ته دې سينه پراخه کړه، د صبر جامې پر تن کړه؛ ځکه څښتن، حضرت محمد، پېغمبر کړ او ورته يې د صبر سپارښتنه وکړه: [ وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلاً إِنَّ لَدَيْنَا أَنكَالاً وَجَحِيماً – او (دښمنان) چې څه وايي، صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې شه او ما بډايانو دروغ ګڼونكيو ته پرېږده او لږ مهلت وركړه. [297]]

او بيا ورته الله سپارښتنه وکړه: [ وَلاَ تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلاَ الْسَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ – او نېكي او بدي يو شان نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه نو ناڅاپه (به وګورې) څوک چې درسره دښمني لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي او دې (مقام) ته يوازې صابران رسېداى شي او (همداراز) دا (ځانګړنه) يوازې (د ايمان او تقوا) د غټې برخې د خاوندانو په برخه کېږي[298].

 * پر هغه ورځ رسول الله (ص) خپه شو:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تل صبر کاوه؛ خو پر هغه ورځ خپه شو، چې نور کارونه يې پرې وروتپل او تورن يې کړ، چې دا مهال څښتن دا آيت رانازل کړه: [ وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ – او په يقين موږ پوهېږو، څه چې هغوى وايي، ستا سينه ورته تنګېږي (او تا خورا خپه كوي) (خو علاج يې دادى چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو وسه![299]

 بيا يې د الله پر رسول د دروغجن ټاپه ولګوله، چې خپه شو، څښتن ورته وويل: [ قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَيُكَذِّبُونَكَ وَلكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُونَ وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَى‏ مَاكُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّى‏ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِن نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ – موږ پوهېږو، چې د هغوى خبرې دې ځوروي؛ خو(مه خپه كېږه او پوه شه چې) هغوى تا نه دروغجنوي بلكې (دا) ظالمان د الله له آيتونو منكرېږي او بېشکه تر تا مخكې هم ډېر پېغمبران دروغجن ګڼل شوي، چې د دروغجن ګڼلو پر وړاندې يې صبر وكړ او(په دې لار كې يې) كړاوونه ګالل، تردې چې زموږ مرسته ور و رسېده[300].

*د الله په باب صبر:

 د رسول الله (ص) سينه پراخه ده او صبر يې کاوه؛ خو دا ځل هغوى نور زياتى هم وکړ او دا ځل يې څښتن تکذيب کړ. رسول الله (ص) وويل: ((ما د خپل ځان، کورنۍ او خپل پت په باب صبر وکړ خو داچې الله ته مو بد وويل؛ نو نور يې نه شم زغملای.)) پردې مهال څښتن آيت رانازل کړ او و يې ويل: [ وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلاَ طَائِرٌ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْ‏ءٍ ثُمَّ إِلَى‏ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌّ فِي الظُّلُمَاتِ مَن يَشَإِ اللّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ- او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې يې ترمنځ دي، په شپږو ورځو [=شپږو پړاوونو] كې پېدا كړي دي او موږ پرې هېڅ ستړي شوي نه يو (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!) نو چې څه وايي، صبر پرې وكړه او تر لمر ختو او لمر پرېووتو مخكې د خپل پالونكي تسبيح او ستاېنه ووايه[301].

*پر پېغمبراکرم (ص) د الله زېرى:

 پېغمبراکرم (ص) به هماغسې په چارو کې صبر کاوه تردې، چې زېرى پرې وشو، چې له عترت یا ځوځاته يې امامان ټاکل کېږي، چې پر صبر ستايل شوي دي. الله وويل: [ وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ – او له هغوى مو يو شمېر(په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له لامله لار ښووونكي كړل، چې زموږ په حكم يې (خلكو ته) لارښوونه كوله[302].

* د صبر او ايمان تړاو:

 دا مهال رسول الله (ص) وويل: ((د صبر او ايمان تړاو؛ لکه د سر او تن دى)) نو الله هم د هغه له دې صبره مننه وکړه او دا آيت يې نازل کړ. [ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى‏ عَلَى اللّهِ كَذِباً أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ أُوْلئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِنَ الْكِتَابِ حَتَّى‏ إِذَا جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوا أَيْنَ مَاكُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا وَشَهِدُوا عَلَى‏ أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ – تر هغه به لوى ظالم بل څوك وي، چې په الله پورې دروغ تړي يا آيتونه يې دروغ ګڼي؟ هغوى به (ددې دنيا له نعمتونو) چې څه ورته ټا كل شوي، برخمن شي تر هغې پورې چې زموږ لېږل شوې پرښتې يې ساګانو اخستو ته ور و رسي او ورنه به وپوښتي: ((ستاسې هغه معبودان چېرې دي، چې د الله پرځاى مو بلل؟(ولې ستاسې مرستې ته نه راځي) ؟!)) وايي: ((له موږ ورك شول)) او پر خپل زيان شاهدي وركوي، چې په رښتيا كافران ول[303].

 رسول الله (ص) وويل: ((دا هم زېرى دى او هم غچ!)) او پر همدې مهال وو، چې څښتن خپل پېغمبر ته د مشرکينو د وژلو جواز ورکړ او دا کار يې مباح وباله او آيت يې راولېږه: ((مشرکان مو چې په هرځاى کې وليدل و يې وژنئ، و يې نيسئ، کلا بند يې کړئ او په هر ځاى کې ورته کمين ونيسئ.

 نو الله مشرکين په رسول الله (ص) او د هغخ په مینوالو ‏ووژل او د آخرت پر زېرمې سربېره يې دا کار د رسول الله (ص) د صبر انعام ورګرځاوه نو چاچې صبر وکړ او الله ته يې ور پرېښوول، مخکې تردې، چې له دنيا ولاړ شي، له دښمنانو غچ به پر خپلو سترګو وويني او بې له دې صبر د آخرت لپاره هم ګران بيه زېرمه ‏ده.

* د حضرت جبرائيل ډالۍ:

 يوه ورځ حضرت جبرائيل علیه السلام رسول الله (ص) ته راغى، و يې ويل: رسول الله! الله له داسې ډالۍ سره رالېږلى يم، چې تر اوسه يې لا چاته ورکړې نه ده.

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ډالۍ څه ده ؟

 حضرت جبرائيل وويل: صبر او ترې غوره!

 رسول الله (ص): تر صبر غوره څه دي؟

 حضرت جبرائيل: رضا او ترې غوره!

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: تر رضا غوره څه دي؟

 حضرت جبرائيل: زهد او ترې غوره!

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم: تر زهدغوره څه دي؟

حضرت جبرائيل: يقين او ترې غوره!

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم: تر يقين غوره څه دي؟

حضرت جبرائيل: په رښتيا د يقين پر لوري کلکه پوړۍ پر الله توکل دى.

*د توکل مانا:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ((پر الله توکل څه دى؟)) حضرت جبرائيل وويل: پر الله توکل پردې ځان پوهول دي، چې د الله مخلوق نه چاته ضرر وررسولاى شي او نه ګټه، نه چاته څه وربښلاى شي او نه څه له چا څه ژغورلای شي او د الله له مخلوقاتو نهيلی شي؛ نو يو بنده يې داسې وي، ټولې چارې یوازې خدای ته کوي، یوازې خدای ته هیلمن وي، بې له خدایه له هېڅ چا نه وېرېږي. یوازې خدای ته په تمه وي، داده د توکل مانا.

*د صبر تفسير:

 رسول الله (ص) وويل: ((جبرائيله! صبر تفسير کړه؟))

حضرت جبرائيل وويل: دا دى، چې په سختيو کې صبر وکړې؛ لکه څنګه په ښاديوکې صبر کوې، د بېوزلۍ پرمهال صبر وکړې؛ لکه څنګه چې په شتمنۍ او نااړمنۍ کې دې صبر کاوه، د خپګان او کړاوونو پرمهال هم د روغتيا او خوشحالۍ په څېر صبر وکړې او د الله پر بندګانو د هغه څه په باب خوله راونه سپړې، چې پرې ورپېښ شوي دي.

 *د قناعت تفسير:

رسول الله (ص) وايي: حضرت جبرائيل مې د قناعت د تفسير په باب وپوښت، و يې ويل: قناعت دادی، چې انسان پر هغه څه قانع وي، چې په دنيا کې ور رسي او پر لږو هم شکر باسي.

*د رضا تفسير:

 رسول الله (ص): د رضا تفسير څه دى؟ حضرت جبرائيل وويل: څوک چې له خپل مولى راضي وى نو نه پرې غوسه کېږي، که د دنيا نعمتونه ور رسي که نه او پر خپل لږ عبادت او اطاعت نه راضي کېږي.

*د زهد تفسير:

 رسول الله (ص) حضرت جبرائيل ته وويل: د زهد تفسيرڅه دى؟ حضرت جبرائيل وويل: زاهد هغه دى، چې د خپل خالق د دوست ملګری وي او د خپل خالق د دښمن، دښمن وي، د دنيا حلالو ته په احتياط ويني او ترې ځان لرې ساتي او حرامو ته خو يې بيخي پام نه وي؛ ځکه د دنيا حلال حساب او حرام يې عذاب لري، پر ټولو مسلمانانو لورين وي، همداسې، چې چلن يې په لورنې وي، له بېځايه خبرو هم ډډه کوي؛ لکه څنګه چې له اوره ځان ساتي، هيلې يې لنډې وي او مرګ يې تل سترګو ته ولاړ وي.

*د اخلاص تفسير:

 رسول الله (ص) حضرت جبرائيل د اخلاص د تفسيرپه باب وپوښت، و يې ويل: مخلص هغه دى، چې له چا څه نه غواړي، چې پخپله يې لاس ته راوړي نه وي او چې لاس ته يې راووړ نو پرې راضي دى او څه چې ورته پاتې شول؛ نو د الله په پار يې بښي نو که چا له چا څه و نه غوښتل او د الهي ذات پر وړاندې يې پر بندګۍ منښته وکړه او د دنيا له ماله، چې هر څه ور و رسېدل، پرې راضي وي؛ نو الله به هم ترې راضي وي او د الله په لار کې يې ورکړه هم پر الله د ډاډ هومره وي.

*د يقين تفسير:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم حضرت جبرائيل د يقين په باب وپوښت، و يې ويل: هغه چې د يقين خاوند وي؛ نو داسې د الله لپاره کار کوي، ته وا پر خپلو سترګو يې ويني او که هغه الله نه ويني نو الله خو يې ويني او يقين لري، چې څه ته وررسېدلى، سم وررسېدلى او څه ته چې وررسېدلى نه دی بنا نه وه، چې ور رسېدلی وای او دا څه مې، چې درته وويل، د توکل ښاخونه او د زهد پر لوري پرمختګ دى.

*د رسول الله (ص) هيله:

 امام باقر وويل: رسول الله (ص) ته يو پرښته راغله و يې ويل: محمده! الله درباندې سلام وايي و يې ويل: که غواړې د مکې سيمه درته له سرو زرو ډکه کړم! رسول الله (ص) خپل سر اسمان ته کړ و يې ويل: ((خدايه! خوښ يم، چې يوه ورځ په مړه نس ويده شم او شکر دې وکړم او بله ورځ په نهره او شکر دې وباسم او له درشله دې يې وغواړم.))

*ستره ټاکنه:

 امام باقر(رح) وويل: رسول الله (ص) ته يوه پرښته راغله و يې ويل: الله خپلې خوښې ته پرېښى يې، که غواړې متواضع بنده او استازې يې ووسې يا داچې رسول يې او يو پاچا ووسې. رسول الله (ص) وويل: جبرائيل راته وکتل او پر لاس يې راته اشاره وکړه، چې تواضع وکړه؛ نو رسول الله (ص) ورته وويل: ((بندګي او تواضع مې له خپل رسالت سره وټاکل.))

 د پرښتې په لاس کې د ځمکې د زېرمو کونجيانې وې، و يې ويل: که منلای دې هم واى نو هغه مقام، چې له الله سره لرې پوټی به هم لږ شوی نه و.

 *په دنيا کې د رسول الله (ص) زهد:

 په نهج البلاغه کې حضرت علي (ک) ليکلي: په سپېڅلي او پاک پېغمبر پسې اقتدا وکړئ. رسول الله (ص) له دنيا د اړتيا هومره بسيا وکړه او دنيا ته يې سترګې نه وې خړې کړې، هېڅ کله يې له دنيا خوله ډکه نه کړه او پام يې ورته و نه کړ، نس يې تر ټولو وړکى و او تر ټولو خلکو يې ډېره لوږه زغملې وه، د دنيا زېرمې يې ورکولې خو ويې نه منلې او چې پوه به شو، الله د يو څه دښمن دی؛ نو هغه به هم ورسره دښمني کوله او د هر څه او چا به چې الله دوست و نو دوستي يې ورسره کوله او څه چې به الله ته حقير او سپک ول؛ نو هغه به هم حقير ګڼل او موږ ته د الله د امر د سرغړونې لپاره همدومره بس وو، څه چې مو سترګڼلي واى، چې الله او رسول يې کوشني ګڼل او هغه څه مو کوشني ګڼلي واى، چې هغوى ستر ګڼلي دي.

 *د رسول الله (ص) ساده ژوند:

 رسول الله (ص) پر ځمکه خواړه خوړل او د بندګانو په څېر کېناسته، خپلې پڼې يې پخپله ګنډلې او پر لوڅ خره سورېده او يو بل تن يې هم له ځان سره کېناوه. يوه ورځ يې ‏وليدل، چې په کور کې يې يوه پرده را ځوړنده ده، چې انځورونه پرې دي؛ نو مېرمنې ته يې وويل: ښځې! دا پرده له ما پټه کړه؛ ځکه چې يې وينم نو دنيا او ځل بل يې رايادېږي.

*د پېغمبراکرم (ص) پرهېزګاري:

 رسول الله (ص) د زړه له کومې له دنيا مخ اړولى و او په ځان کې يې د دنيا ياد وژلى و، خوښ و د دنيا ښکلا يې سترګو ته ورڅېرمه نه وي، هسې نه چې ویاړنې جامې واغوندي او دنيا تلپاتې کور و ګڼي او پکې د پاتېدو هيله ولري؛ نوځکه يې په بشپړه توګه د دنيا ياد له زړه ايستى و.

*رسول الله (ص) ته غوره څيزونه:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) تر هر څه پردې زيات خوښ نه و، چې وږى وي او له خدایه ‏ووېرېږي.

*د رسول الله (ص) وېره:

 حضرت علي (ک) وويل: رسول الله (ص) به د الله له وېرې دومره وژړل، چې جانماز يې په اوښکو لمدېده سره له دې چې ګناه يې هم نه درلوده.

*آيا د الله شکر و نه کړم؟:

 رسول الله (ص) به دومره وژړل، چې بېسده به شو. ورته وويل شول: داسې نه ده، چې الله دې له ګناهونو تېر شوى اوته يې بښلې يې؟ رسول الله (ص) وويل: آيا د الله شکر و نه کړم.

*په لمانځه کې خضوع:

 حضرت ابراهيم خليل الله به چې پر لمانځه ودرېد؛ نو د الله له وېرې ترې د يو وېرېدلي انسان غږ اورېدل کېده، چې رسول الله (ص) هم همداسې و.

 * الله ډېر ياد کړﺉ:

حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: د ((واذکروالله کثيراً= الله ډېر ياد کړﺉ) آيت، چې نازل شو؛ نو رسول الله (ص) دومره پر عبادت بوخت شو، چې کافرانو وويل: د الله پر رسول پيريان ناست دي او لېونى شوى دی.

*د ورځې اويا ځل استغفار:

امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) د ورځى اويا ځل توبه ايسته. د حديث راوي امام صادق (رح) ته وويل: آيا رسول الله (ص) به ((استغفر الله واتوب اليه)) ويل ؟ امام وويل: نه؛ بلکې ويل يې: اتوب الى الله. راوي وايي: ما وويل: رسول الله (ص) توبه ايسته خو بېرته نه ستنېده، حال دا موږ توبه باسو خو بيا هم بېرته ګناه ته ورستنېږو! امام صادق (رح): الله دې زموږ مل شي.

*په غونډه کې استغفار

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) تر هغې له يوې غونډې نه پاڅېده، چې يې پکې ٢٥ ځل استغفار نه و کړى.

حضرت علي (ک)، چې به د رسول الله (ص) ستاېنه کوله؛ نو ويل يې: رسول الله (ص) د لوى زړه خاوند و، لاس خلاصى او مېړنى و، تر ټولو رښتين، پتمن او اخلاق يې تر ټولو خواږه وو، په لومړي ځل، چې به هر چا ليده؛ نو ترې وېرېده؛ خو چې يو ځل به ورسره کېناست او يا خبرې يې ورسره وکړې نو زړه يې پرې بايله، نه يې په پخوانيو کې په څېر څوک و او نه به پيدا شي.

نېک اخلاق، جامه کړئ:

 رسول الله (ص) وويل: ((اخلاق مو نېک کړئ؛ ځکه الله له نېکواخلاقو سره مبعوث کړى يم.))

له ښه اخلاقو يو هم تېرېدنه ‏ده، له هغه چا تېرېدنه، چې ظلم يې درباندې کړى وي، هغه وبښې او چاچې درسره مړى ژوندى پرېښى وي، پوښتنې ته يې ورشې او داچې څوک دې پوښتنه نه کوي او چې رنځور شي، پوښتنې ته يې ورشې.

د رسول الله (ص) قسم:

 حضرت علي (ک) وويل: د رسول الله (ص) يو قسم دا و، چې ويل يې: نه او له خدایه بښنه غواړم.

د رسول الله (ص) په څېره کې د خوښۍ او غوسې نښې:

حضرت عبدالله بن عمر(رض) ويلي: د رسول الله (ص) په څېره کې به د خوښۍ او غوسې نښې ښکارېدې، چې کله به خوشحاله و نو څېره يې د سپوږمۍ په څېر ځلېده؛ خو چې غوسه به شو؛ نو د څېرې رنګ به يې واوخوت او تت به شو.

رسول الله (ص) ته ورته انسان:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ووايم په تاسې کې تر ټولو زيات څوک راته ورته دى؟

اصحابو کرامو وويل: ووایئ؟

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم: هغه چې اخلاق يې نېک او له خلکو سره يې چلن تر ټولو نرم وي او تر ټولو زيات پر ديني ورونو لوراند وي، د حق ملګرى وي او تر ټولو زياته غوسه کابو کړي، بښونکى وي او که خوشحاله اوخپه وي، انصاف او عدالت رعايت کړي.

٧٨_ په خوشحالۍ کې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم غبرګون:

 رسول الله (ص) به چې خوشحاله و نو پخپله ږيره يې په لاس راکښوده.

٧٩_ خورا سخي انسان:

 رسول الله (ص) سخي او بښونکى و، درهم يا دينار يې نه زېرمول او چې څه به ورسره پاتې شول؛ نو تر هغه به خپل کور ته نه تله، چې يې چاته وربښلي نه وو، څه چې ورته الله په روزۍ کې ورکړي ول؛ نو يوازې د يوه کال لپاره يې ترې آذوقه اخسته هغه هم کجورې او جوار او پاتې يې د الله په جات خلکو ته ورکول، څه به چې ترې وغوښتل شول، وربښل يې. دومره صدقه يې ورکړه، چې کال به لا پاى ته رسېدلى نه و، چې پخپله به اړين شو.

٨٠_ د رسول الله (ص) ځانګړنې:

په دې اړه ويل شوي: رسول الله (ص) تل د حق ملګرى و، ان که د ځان يا يارانو په تاوان يې و، په دښمنانو کې يې بې ساتندويانو تګ راتګ کاوه، کله هم دنيوي پېښو وارخطا نه کړ.

 ٨١_ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تواضع:

 د بېوزليو ملګری و او ورسره يوې کاسې ته کېناسته او د پوهانو او فاضلانو درناوى يې کاوه، له پتمنو سره يې ملګرتيا وه او ورسره يې نېکي کوله، له خپلوانو سره يې تګ راتګ او زړه سوی درلود، پر چا يې ظلم نه کاوه او د خلکو بښنه يې ژر منله.

٨٢_ ټول عمر د الله په ياد کې و:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خپل عمر يوه شېبه هم بېځایه تېره نه کړه، خپل ټول وخت يې د الله د بندګۍ او د ځان او خلکو په سمونه کې تېر کړ او کله به د خپلو اصحابو بڼونو ته تله.

 ٨٣_ بېوزله او شتمن ته يې په يوه سترګه کتل:

 رسول الله (ص) څوک د بېوزلۍ او رنځ له لامله نه راټه او له يوه پاچا هم د پاچاهۍ له لامله نه وېرېده. بېوزله او سلطان دواړه يې يو شان الله ته رابلل او ټولو ته يې په يوه سترګه کتل.

٨٤_ ژر خوښېده او لږ غوسه کېده:

 رسول الله (ص) تر ټولو روسته غوسه کېده؛ خو ډېر ژر خوښېده تر ټولو لوراند، خيرغواړی اوګټه رسان و.

٨٥_ غوره رضايت:

 خوښي او ښادي د رسول الله (ص) خورا غوره خوشحالي وه. د موعظې او نصيحت پرمهال جدي و، د الله لپاره، چې به غوسه شو؛ نو چا يې مخه نه شوه نيوای.

٨٦_ له کړاوه الله ته پناه:

رسول الله (ص) په ټولو چارو کې جدي و او چې خپګان به پرې راغى؛ نو هر څه يې الله ته ورسپارل او مرسته يې ترې غوښته.

٨٧_ حقيقي لارويان او بې لارې لارويان:

 امام باقر(رح) وايي ‏: پېغمبراکرم (ص) وويل: پوه شئ! هر عبادت ته يو شدت او افراط وي، چې روسته پر فطرت او راحتۍ اوړي نو د چاچې د عبادت شدت زما له مخې وي؛ نولار يې موندلې او چې څوک مې د سنتو پرخلاف عمل وکړي؛ نو بې لارى شوى دى، عمل يې بې ځایه تللى او ځان يې هم پوپناه کړى دى.

خلکو! پوه شئ زه هم لمونځ کوم او هم خوب! روژه نيسم او روژه ماتى هم کوم، خاندم او کله ژاړم هم، چاچې زما له روښانه سنت مخ واړوه نو له ما ځنې نه دى.

 

 

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ټولنيزه وګړه

د اسلام ستر پېغمبر د دروند خوى او سترې دبدبې خاوند و، په زړونو کې يې ځاى درلود او پر خلکو خورا ګران و، څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده او په اخلاقو، مانيزې ښکلا او پاکۍ پسوللی و. يوازې به چې و نو په فکر کې به و او په خلکو کې به، چې و نو تندى يې ورين او موسکا يې پر شونډو وه.

 د دنيا په مال کې له هغه څه لرې ګرځېده، چې د پېسمنۍ-غرور او د زړه تړنې لامل و او ډېر خوښ و، چې له خپل پالونکي سره خلوت شي.

د اسلام پېغمبر سخت دريځه نه و، خواږه او نرم اخلاق يې درلودل او د دنيا د نورو شتمنو او زورواکو په څېر نه و، چې تل يې غري کول.

يو بېدياني عرب اړتيا درلوده او رسول الله (ص) ته راغى، چې رامخکې شو، له پخوا يې چې څه د پېغمبراکرم په هکله اورېدلي ول، د پېغمبراکرم دبدبه پرې کېناسته ژبه يې بنده او پښې يې وچې شوې.

 کتل يې لنډ وو، د چا څېرې ته به نه ځيرېده او ډېرى يې سترګې ځمکې ته وې او خلک د عطرو له بويه پوهېدل، چې رسول الله (ص) له دې ځایه تېر شوى دى.

د تګ پرمهال يې خپلې مخې ته کتل او چې غوښتل يې، شا، مخکې او يا شاوخو ته کتل؛ نو له ټول بدن سره به هغې لوري ته ورچورلېده او چې يې چاته اشاره کوله؛ نو په ټول لاس يې ورته اشاره کوله او هېڅکله يې په سترګو او وريزو اشارې نه کولې. ډېر وخت به مخ پر قبله ناست و، ډېره ناسته پاسته يې له بېوزليو سره وه او ورسره به په يوه کاسه کېناسته او پر خپلو لوراندو لاسونو يې خواړه ورکول او کله هم و نه شول، چې کوم بېوزله د بېوزلۍ له لامله ورټي او له هېڅ واکمن او ځواکمنه نه ډارېده. بېوزله او شتمن د رسول الله په نظر کې يو برابر وو او دواړه يې توحيد ته رابلل نه يې نيوکې کولې او نه يې غوړه مالي او د غوړه مالۍ او ستاېنې اورېدو بې زاره و، ويل يې: ((د غوړه مالانو او چاپلوسانو پر مخ خاورې وشيندئ.))

هېڅکله يې څوک له ځانه خوار او ټيټ نه ګاڼه. په حيا او شرم کې بې سارى و، تردې چې که کوم څيز يې خوښ نه و نو له څېرې به يې پوهېدل، چې دا څيز يې نه دى؛ خوښ‌ او چې له چا به خپه شو؛ نو خپګان يې په څېره کې ليدل کېده؛ خو کله يې هم پر چا نيوکه او ګيله نه کوله او چې کوم څيز به يې خوښ شو؛ نو له خوشحالۍ يې څېره د څوارلسمۍ سپوږمۍ په څېر ځلېده.

هېڅ نعمت يې نه رټه. خواړه يې نه ډېر ستاېل او نه ډېر رټل. نعمتونه يې ستر ګڼل که څه په ظاهره به واړه وو.

 يوه ورځ يې د يوې مېرمن په کور کې يو کپ ډوډۍ له ځمکې راواچته، ښکل يې کړه او ويې خوړه او بيا يې ورته وويل: ((دا هغه څه دي، چې اسمان، ځمکه او پکې ژوي پکار وو، چې دا کپ در و رسي.))

په ټول عمر کې يې چاته کنځل و نه کړه، له خولې يې چا بېځايه خبره وانه ورېده او هېڅکله يې سپک کار و نه کړ

ويل يې: پالونکي مې حکم راکړى چې:

١_ ټولې پټې او ښکاره چارې د هغه لپاره وکړم.

٢_له هغه تېر شم، چې پر ما يې تېرى کړى او هغه وبښم، چې زه يې بې برخې کړى يم.

٣_ په هغه پورې ځان ور ونښلوم چې ځان يې را څخه پرېکړى دى.

٤_چوپتيا مې د اندنې-تفکر لپاره وي.

٥_ليدل مې د عبرت لپاره وي.

له امام باقر(رح) روايت دى، چې د الله استازي راته وويل، چې پالونکي مې د اوو ځانګړنو حکم راکړى دى:

١_ له بېوزليو سره مينه او ورسره ناسته پاسته.

٢_ د ((لاحول و لا قوة الا باالله)) د ذکر ډېر ويل.

٣_له خپلوانو سره مړى ژوندى وکړم، که څه راسره يې نه کوي.

٤_هغوى ته وګورم، چې د شتمنۍ له کبله تر ما ټيټ وي او هغوى ته ونه وګورم، چې تر ما پورته دي.

٥_ د الله په لار کې د چا له رټلو و نه وېرېږم.

٦_د حق خبره وکړم که څه ترخه وي.

٧_له هېڅ چا څه ونه غواړم.

 رسول الله مبارک تر ټولو سخي و، مال يې نه زېرمه کاوه او که له خپل خرڅه به څه ورسره پاتې شول؛ نو پر بېوزليو تر ايشلو مخکې به کور ته نه راستنېده.

کله يې هم کوم سوالګر تش لاس رخصت نه کړ اوڅومره يې چې له لاسه کېدل، د هغه د اړتيا په پوره کولو کې يې کوښښ کاوه او که داسې به نه شول؛ نو په نرمه ژبه يې راضي کاوه.

د هر چا مېلمستيا يې منله او نه يې کتل، چې مېلمستيا د بېوزله ده که د شتمن، د سپين ده که د تور، د ازاد ده او که د مريي.

که چا ورته يو ګوټ شيدې هم ورډالۍ کولې نو پر ورين تندي يې منلې او له ډالۍ راوړنکي يې مننه کوله خو صدقه يې نه قبلوله او صدقه شوي؛ خواړه يې هم نه خوړل.

که کوم واده ته به وبلل شو؛ نو که کوم خنډ او مخنيوى به نه و نو د واده؛ خوړې ته به ته او په ټاکل شوي وخت به په بلل شوي ځاى کې حاضرېده؛ خو هغو غونډو ته به نه ته، چې يوازې شتمن به پکې ول او بېوزله به پکې نه وو او همداسې د فاسقانو غونډو ته خو به بيخي نه ته.

کله خو به داسې هم کېدل، چې رسول الله (ص) به يوه لرې مېلسمتيا منله، د بېلګې په توګه: يوه ورځ د مدينې په شاوخوا کې يو کلي ته مېلمه شو او هغوى ترې يوازې پر سوکړک مېلسمتيا وکړه او د الله استازي به هم د زړه له کومې په داسې غونډو کې ګډون کاوه او په تېره د هغه چا مېلسمتيا او غونډې ته به پر ورين تندي ورتله، چې کوربه يې د تقوا خاوند و.

 پېغمبراکرم(ص) به د رنځورانو پوښتنې ته ورتله، که څه د رنځور کور به ډېر لرې و په جنازه کې يې ګډون کاوه.

په جګړو کې، چې به ځواک ته اړتيا شوه؛ نو ډېر وړانديزونه وشول، چې له مشرکه د مشرک پرخلاف کار واخلو خو هغه مبارک به پرېکنده ځواب ورکاوه: زه په مشرک بري ته وررسېدل نه غواړم.

د پېغمبراکرم تندى ټولو ته ورين، سينه يې ټولو ته پراخه، پر ټولو لورانده و او د لوراند پلار په څېر يې ټولو ته په يوه سترګه کتل.

 په حقوقو کې ورته ټول مساوي ول، بې له الله يې له چا په زړه کې وېره نه درلوده او د دنيا يوې چارې هم نه وارخطا کاوه.

دنيوي چارو بوختولای نشو خو د پرهېزګارانو تقوا.

د جامې ډول ته يې دومره ارزښت نه ورکاوه؛ خو پاکوالي او سادګۍ يې ورته ارزښت درلود.

 که اس و که قاطر، د سپرلۍ ګټنه يې ترې کوله او چې په کوم کار پسې به شو؛ نو ترسره کاوه يې او که څوک يې ملګری کېده، له ځان سره يې سپراوه او دې ته يې نه کتل، داچې پر سپرلۍ راسره کېني، ازاد دى که مريی، بېوزله دى که شتمن او بله داچې ډېر وخت خو پر خپله سپرلۍ نه سورېده او ورسره به پلى تله.

خوږ بوي يې خوښ و، له بېوزليو سره يې داسې ناسته پاسته کوله، چې ته وا له هغوى ځنې دى.

تر ټولو ساده او تر ټولو پر نورو لورانده و.

له اهل صفه وو سره په لورنې او مينه چلېده او رسول الله ته، چې ډالۍ يا صدقه راتله؛ نو ورکوله يې، د فاضلانو درناوى يې کاوه او د ښو اخلاقو خاوندان پرې ګران وو او د هغوى درناوى يې کاوه. شريفو خلکو ورسره ځانګړى مقام درلود او د هر قوم د مشر درناوى يې کاوه. زړه سوي یا صله رحم ته يې ډېر پام و او هغوى ورته د نورو په پرتله ګران وو، چې په دين کې به غوره او افضل وو. داسې څوک به پېدا نه کړئ، چې د الله استازي ورسره جفا کړې وي.

که څوک تېروته او روسته به پوه شو، چې تېروتى او بښنه يې غوښته نو بښنه يې منله. له چا يې تمه نه درلوده او که چا داسې کوم کار وکړ، چې تمه به ترې نه کېده؛ نو څه يې ورته نه ويل خو هغه مهال چې د سمونې او ارشاد په موخه وو.

د بې ادبو پر وړاندې زغمناک و او داسې هم کېدل، چې ځينو به يې په مخ کې ناندارۍ کولې او د الله د استازي حرمت يې نه ساته خو هغه به د متانت او ښو اخلاقو له لامله چوپ پاتېده او څه يې ورته نه ویل.

 د رسول الله د کور عادي؛ خواړه روټه وه او ډېر وو، چې په کور کې يې خواړه نه وو.

کله خو په مياشتو مياشتو د پاک نبي (ص) په کور کې د پخلي اور نه بلېده. د کور معمولي خواړه يې اوبه او کجورې وې خو پر کومه ورځ چې به انصارو ورته شيدې راوړې. داسې کوم وخت رانغى، چې په يو وخت کې دوه ډوله خواړه وخوري. ډېرى يې خواړه اوبه او کجورې وې او که کوم وخت کجورې او ډوډۍ شوه؛ نو يوازې ډوډۍ يې خوړه.

د بېوزليو او اصحابو په داسې مېلسمتياګانو کې يې هم ګډون کاوه، چې نه پکې غوښه وه او نه ډوډۍ او پخپله پکې وږى پاتېده او ډېر داسې وختونه راتلل، چې يوازې ډوډۍ او کجوره يې هم په مړه نس نه خوړه او ډېر وو داسې وختونه، چې له لوږې يې تيږه پر نس تړله.

کورنۍ يې په هکله وايي:

٨٨ _ نېکخویه

 امام صادق (رح) وويل: ښه خوی ښادي راوړي او بيا امام داسې حديث رانقل کړ، چې مانا يې داسې وه، چې رسول الله (ص) د ښېګڼو او ښو اخلاقو څښتن و.

٨٩_ هغه ښېګڼه، چې قدر يې و نه شو:

 حضرت علي (ک) وويل: رسول الله (ص) له هغوى ځنې و، چې د نېکو قدر يې و نه شو، حال دا نېکیو يې عرب او عجم دواړو رانغاړل، داسې څوک شته چې له خلکو سره يې نېکۍ او ښېګڼې تر رسول الله (ص) خورا وي؟ زموږ د اهل بيتود نېکیو هم قدر ونه شو او همداسې د مؤمنينود نېکیو هم قدر و نه شو.

٩٠_ د رسول الله (ص) تواضع:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خپلې جامې پخپله پيوندلې، خپلې پڼې يې ګنډلې، خپلې مېږې يې لوشلې او له خپلو مریانو سره يې خواړه خوړل، پر ځمکه کېناسته، پر خره سورېده او د کور سامان يې پخپله په بازار کې پېره او پخپله يې خپل کورته راوړه. نشتمنو او شتمنو ته يې يو شان لاس ورکاوه او چې مقابل لوري به خپل لاس نه و کش کړى رسول الله (ص) خپل لاس نه راکښود، له چا سره به چې مخ شو؛ نو لومړى يې سلام اچوه که نشتمن و که شتمن که کوشنى و که غټ. خوړو ته يې د چا بلنه نه ردوله، ان که يوې کجورې خوړو ته به هم مېلمه شو.

 ٩١_ د ښې طبعې څښتن و:

 د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د ژوند لګښت لږ و، د ښې طبعې نرم چلن او د ورين تندي خاوند و، بې له دې چې وخاندي تل موسکى و او بې له دې چې تندی يې تریو وي، تل خپه اوغمجن و.

٩٢_ د مخ او وېښتانو پاکوالى:

 د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم عادت و، چې هندارې ته يې کتل او د سر وېښتان يې ږومنځول او کله يې دا کار داسې کاوه، چې رڼو اوبو ته به درېده او د سر وېښتان يې سمول. هغه نه يوازې خپلې کورنۍ ته؛ بلکې خپلو اصحابو ته هم سينګار کاوه ويل يې:

٩٣_ د الله خوښېږي، چې بنده يې يو د بل کتو ته ورځي او ځان چمتو او وپسولي.

 ٩٤_ پینځه نبوي سنتونه:

امام صادق (رح) وویل: رسول الله (ص) وويل: پینځه څيزه به تر مرګه پرېنږدم، چې تر ما روسته سنت شي: پر ځمکه خواړه خوړل، له مریانو سره پر لوڅ خره سورېدل، پر خپل لاس اوزې لوشل، وړینې جامې اغوستل او پر ماشومانو سلام.

 ٩٥_ پر لوى او کوشني سلام کول:

 رسول الله (ص) پر لوى او کوشني سلام اچوه.

 ٩٦_ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د ننووتو اجازه:

 حضرت علي (ک) د بني سعد د ټبر يو سړي ته وويل: نه غواړې د ځان او فاطمې په باب درته يو حديث ووايم؟ بيا حضرت علي (ک) ورته وويل: سهار و، چې رسول الله (ص) مو کور ته راغى، حال دا لا په بستره کې وو و يې ويل: سلام دې پر تاسي وي. او داچې موږ په بستره کې وو خېجله شو او ځواب مو ور نه کړ، يو ځل بيا رسول الله (ص) وويل: ((السلام عليکم)) بيا مو هم ځواب ور نه کړ، درېیم ځل يې وويل: ((السلام عليکم)) نو موږ ووېرېدو، چې رسول الله (ص) ولاړ نشي؛ ځکه د رسول الله (ص) عادت و، چې درې ځل يې سلام اچوه، که ځواب به يې واورېد؛ نو راننووته به ګنې بېرته به تله، ورته مو وويل: سلام دې پر تا وي اى رسول الله (ص)! راځئ؛ نو هله ول، چې رسول الله (ص) راننووت.

٩٧_ پر ښځمنو يې هم سلام اچوه:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) پر ښځمنو هم سلام اچوه او ښځمنو هم د سلام ځواب ورکاوه.

 ٩٨_ د پېغمبراکرم د کېناستو طريقه:

 رسول الله (ص) به درې ډوله کېناسته: يو داچې زنګونه يې راوچتول او دواړه لاسونه يې ترې راتاوول، کله پر دوو زنګنو کېناسته او کله زنګون کېش او کله يې د کبرجنو په څېر پلتۍ نه وهله.

٩٩_ دا کارونه يې تل کول:

 حضرت علي (ک) وويل: و نه شول، چې رسول الله (ص) چاته لاس ورکړي او تر مقابل لوري مخکې خپل لاس راکاږي. تل يې د خلکواړتيا پوره ‏کوله او داسې و نه شول، چې څوک له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره خبرې پيل کړي او تر مقابل لوري مخکې چوپ شي او چا ترې ونه ليدل، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلمد چا په مخ کې پښې وغځوي او ‏چې خپلې خوښې ته به پرېښوول شو؛ نو تر ټولو ستونزمن کار يې پر غاړه اخسته، که چا به پرې ظلم وکړ؛ نو د غچ په فکرکې به نه و خو داچې چا به الهي محارمو ته سپکاوى وکړ، چې په دې صورت کې به غوسه شو، د الله لپاره به غوسه کېده، څو ژوندى و نو چا ونه ليد، چې د ډډې په حال کې يې خواړه خوړلې وي.

١٠٠_ د اړمنو د اړتيا پوره کول:

 چاچې څه له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم نه وغوښتل؛ نو ((نه)) يې ورته نه کوله او کله يې د اړمن اړتيا رد نه کړه او ‏چې شونې وه، ‏‏د خلکو اړتيا يې پوره کوله او که نه يې شو کړاى؛ نو خلک يې له ځانه په خوږو او غوړو خبرو نه راضي کول، لمونځ يې بشپړ او سم و خو لنډ و، خطبې يې لنډې وې، بېځايه خبرې يې پکې نه کولې او خلکو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلمله خوږ بوىه پېژانده.

١٠١_ د دسترخوان آداب:

 ‏چې له نورو سره کېناسته نو لومړى تن و، چې خوړل يې پيلول او روستى تن به و، چې له خوړو يې لاس اخسته. په خپل مخ کې يې خوړل او يوازې د کجورو خوړو پرمهال وو، چې د بل چا مخې ته يې هم لاس وراوږداوه، اوبه يې په درې ساه ګانوڅښلې او په يوه ساه يې نه څښلې، اوبه يې نه تېرولې بلکى رولې يې. ښی لاس يې د خوړولو، څښلو، نيوو او ورکولو لپاره ځانګړى کړى و او کيڼ لاس يې نورو چارو ته ساتلى و. په ټولو چاروکې يې تيمن(یو څه په نېک فال نیول) خوښ و په جامو اغوستو کې، د پڼو په پښوکولو کې او د وېښتانو په ږومنځولو کې.

 ١٠٢_ خلکو ته غږ کول:

 چاته چې يې غږ؛ نو درې ځل يې ورته غږ کاوه؛ خو خبرې يې بیا ځلي نه وې، د ننووتو لپاره يې درې ځل اجازه غوښته، خبرې او وينا يې دومره څرګنده وه، چې هر څوک پرې پوهېده، د خبرو کولو پرمهال يې د مخامخ غاښونو سپين والي برېښېده، مخکني غاښونه يې په زړه پوري توګه يو له بله بېل وو خو ازاد نه وو.

 ١٠٣_ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم کتل:

 د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ليدل به د يوې شېبې لپاره ول، چاته نه ځيرېده، کومه خبره يې چې خوښه نه وه نو له چاسره يې نه کوله. پر لار داسې روان و، ته وا پر ځوړه روان دی، ګامونه يې په ځان پسې نه راښکودل ويل يې: ((په تاسو کې غوره انسان د ښه اخلاقو خاوند دی.)) د خوړو ستاینه او سپکاوى يې نه کاوه، اصحابو يې په مخ کې ناندارۍ نه کولې.

 ١٠٤_ په ټولو چارو کې بې سارى:

 چاچې به رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم درک کړ ويل يې: د رسول الله (ص) په څېر نه په پخوانيو کې و او نه به راپيدا شي. د الله درود دې پرې وي.

١٠٥_ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د کتو او لاس ورکولو سنت:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم اصحابو ته یو برابر کتل، پښې يې د چا په مخ کې نه غځولې او چې چا به لاس ورکړ څو مقابل لوري خپل لاس راکښودی نه و، خپل لاس يې نه راکښوده او چې څوک به له دې خبرې خبر شو؛ نو ډېر ژر يې خپل لاس راکښوده.

 ١٠٦_ له خلکو سره ناسته:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) چې له چا سره کېناسته، نو د مقابل لوري تر ناستې يې په جامو کې ادلون بدلون نه راوسته.

١٠٧_ په خبرو کې موسکى:

 رسول الله (ص) د خبرو پرمهال موسکى و.

١٠٨_ د رسول الله (ص) ټوکې:

 له يونس شيباني روايت دى، چې امام صادق (رح) راته وويل: څومره يو له بل سره ټوکې کوئ ؟ ورته مې وويل: ډېرې لږې! امام وويل: ولې يو له بل سره ټوکې نه کوئ؟په رښتيا ټوکې خوږ خلقي ده او په ټوکو يو انسان خوشحالولاى شئ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خلکو خوشحالولو لپاره ټوکې کولې.

١٠٩_ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم هم ټوکې کولې:

 امام صادق (رح) وويل: هغه مؤمن نه دى، چې ټوکې نه کوي، رسول الله (ص) هم ټوکې کولې او بې د حق له خبرې يې بله خبره هم نه کوله.

١١٠—د ټوکو کولو سنت:

 مهربن خلاد وايې: امام رضا (رح) مې وپوښت: ځار دې شم! انسان چې په ډله کې کېنې، يوه خبره رامنځ ته شي، ټوکې وکړي او وخاندي. امام وويل: که داسې وي؛ نوهېڅ پروا نه لري. راوي وايې: فکر مې وکړ، چې د امام مطلب به کنځلې او بدې ردې وي. بيا امام وويل: يو پانډیڅي به حضرت رسول ته راته او ورته يې ډالۍ راوړه و يې ویل: ‏د ډالۍ پيسې مې راکړئ، رسول الله (ص) به وخندل، رسول الله (ص) چې به کله هم غمجن و نو ويل يې: ((پانډیڅي څه شو؟ کاشکې اوس دلته وای.))

 ١١١_ مخ په قبلې کېناستل:

 امام صادق (رح) وويل: پېغمبراکرم ډېرى مخ پر قبلې کېناسته.

١١٢_ پر ماشومانو نوم ایښوونه:

ماشوم به يې چې دعا يا نوم اېښوونې ته پېغمبراکرم (ص) ته راوست نو رسول الله (ص) يې د کورنۍ درناوي ته ماشوم راخسته او په خپل غېږ کې يې اچوه، کله داسې هم کېدل، چې ماشوم به يې په غېږ کې متيازې وکړې نو ناستو کسانو به چې دا کار وليد؛ نو ماشوم به يې راټه، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به ورته ويل: ((ماشوم مه رټئ، مه کوئ، چې متيازې وکړي.)) ماشوم يې په هوسا پرېښود، چې متيازې وکړي. او دعا يا نوم اېښوول چې به پاى ته ورسېدل د ماشوم کورنۍ به په خوشحالۍ ماشوم اخسته، بې له دې چې د متيازو له لامله ورته د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تندى تريو شوى وي، چې هغوى ولاړل؛ نو رسول الله (ص) به خپلې جامې پاکې کړې

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې به پر خره سپور و او څوک ‏چې ورسره ترڅنګ پر خپلو پښو روان و نو له ځان سره يې راسپراوه او که مقابل لوري ورسره نه منله نو آنحضرت(ص) به ويل: ((پلانيه! تر ما مخکې مخکې ولاړ شه او په پلاني ځاى کې راته په تمه شه.))

١١٤_ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تېرېدنه:

 ابوالقاسم کوفي وايي: رسول الله (ص) کله هم له چا خپل غچ وانه خست اوهغوى به چې کړاوه نو بښل يې او ترې تېرېده.

١١٥_ د يارانو پوښتنه:

 رسول الله (ص)، چې درې ورځې پرلپسې خپل کوم يار ونه ليد نو د هغه پوښتنه يې کوله، که غايب يار يې پر سفر وتلى و نو دعا يې ورته کوله او که په خپل کور کې و نو کور ته يې پوښتنې ته ورتله او که رنځور و نو عيادت ته يې ورتله. حضرت انس بن مالک(رض) وايي: نهه کاله د پېغمبر خادم وم، کله مې هم ترې وانه ورېدل، چې راته يې ويلي وي: ولې دې دا کار و نه کړ او کله يې هم زما په چارو کې خبرې راونه ايستې.

١١٦_ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم لوراندي:

 حضرت انس بن مالک(رض) ويلي: قسم پر هغه الله، چې پېغمبر يې پر حقه پر پېغمبرۍ معبوث کړ، ومې نه ليدل، چې د رسول الله (ص) به کوم کار نه وي؛ خوښ شوى او يا يې راته ويلي وي، چې ولې دې دا کار ترسره نه کړ او چې د رسول الله (ص) مېرمنو رټلم نو ويل يې: کار ورسره مه لرﺉ، تقدير و، چې داسې وشول!

١١٧_ د رسول الله (ص) ځواب:

 چې کوم صحابي يا بل چا به رسول الله (ص) ته غږ کړ؛ نو په ځواب کې يې ويل: ((لبيک))

 ١١٨_ د اصحابو درناوی:

 رسول الله (ص) د خپلو يارانو د درناوي او زړه لاس ته راوړو ته، پر کنیه غږ کاوه او چاچې کنیه نه درلوده؛ نو ورته يې کنیه ټاکله او خلکو هم ورته پر هماغه کنیه غږ کاوه، ان پر اولادوالو او بې اولادو ښځو او ماشومانو يې هم کنیه نوم ايښى و او له دې لارې يې د ټولو زړونه لاس ته راوړي ول.

١١٩_ پر خپل توشک نور کېنول:

 چې څوک به رسول الله (ص) ته راغى؛ نو خپل توشک يې ورکاوه او که مقابل لوري به ورسره نه منله نو آنحضرت(ص) به دومره ټينګار وکړ، چې توشک تر مېلمه لاندې هوار کړي.

۱۲۰_ په روژه کې بښنه:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به د رمضان په مياشت کې د سیلۍ په څېر شو، څه يې چې درلودل، خلکو ته يې وربښل.

١٢١_اړمنو ته د مرستې بريد:

 له عجلان نه روايت دى: له امام صادق (رح) سره وم، چې يو اړمن راغى، امام پاڅېد او د کجورو له ټوکرۍ يې يو موټى را ډک کړ، بيا يو بل اړمن راغى او امام بيا پاڅېد د کجورو له ټوکرۍ يې موټی را ډک کړ، درېیم اړمن راغى او امام يو موټى کجورې ورکړې، څلورم، چې راغى؛ نو امام ورته وويل: الله دې موږ او تاسې ته روزي راکړي او راته يې وويل: چاچې څه د الله له رسوله وغوښتل ورکول يې. يوه ورځ يوې ښځې خپل زوى رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته ورولېږه، و يې ويل: رسول الله (ص) ته ورشه او څه ترې وغواړه او که درته يې وويل، چې څه نه لرم؛ نو ورته ووايه، چې د غاړې کميس دې راکړه!

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) خپل کميس راوايست او ماشوم ته يې ورکړ، چې پردې مهال الله د اسرا سورت ۲۹ آيت راولېږه: [ او خپل لاس دې تر غاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې له حده زيات غځولى پرېږه ده، چې پړ او پښېمانه پاتې شې. ]

 ١٢٢ــ له ډالۍ يې خوړل:

 امام باقر(رح) وويل: چې څه يې په ډالۍ کې رسول الله (ص) ته راوړل خوړل يې خو صدقه يې نه خوړه.

١٢٣_ پر يوې لار تله او پر بلې راتله:

 موسى بن بزيع وويل: امام رضا (رح) ته مې وويل: ځار دې شم!خلک وايي، رسول الله (ص) پر يوې لار تله خو پر بلې راستنېده، دا خبره سمه ده ؟امام وويل: هو! سمه ده، په خپله هم ډېری داسې کوم او ته هم داسې کوه.

١٢٤_ له کوره د وتو وخت:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) به د لمر تر راختو روسته له کوره واته.

١٢٥_ په غونډه کې د رسول الله (ص) د ناستې ځاى:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) به چې کومې غونډې ته ورننووت نو له ننووتوسره سم به په هماغه ځاى کې کېناسته.

١٢٦_ د رسول الله (ص) تواضع:

 رسول الله (ص) خوښ نه و، چې څوک ورته له ځايه پاڅي؛ ځکه ورته څوک نه پاڅېدل خو د رسول الله (ص) د تګ پرمهال به ورسره ټول پاڅېدل او تر کوره ورسره تلل.

١٢٧ــ د ښځو د رای پرخلاف کړنه:

د الله رسول(ص)، چې کومې جګړې ته تله؛ نو له ښځو سره يې هم سلا کوله خو د هغوى د مشورې پرخلاف يې کول.

١٢٨_ په عطرو کې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د بدن خوله:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د غرمې خوب د ام سلمې (رض) په کوټه کې کاوه ام سلمې يې خولې راټولولې او په عطرو کې يې اچولې.

١٢٩ _ له خلکوسره خبرې:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) کله هم د خپل عقل هومره له خلکو سره خبرې و نه کړې ويل يې: ((موږ پېغمبرانو ته دنده راکړه شوې، چې له خلکو سره يې د عقل هومره خبرې وکړو. [304]))

١٣٠_ له خلکو سره جوړجاړى:

 رسول الله (ص) وويل: ((څنګه چې موږ پېغمبرانو ته دنده راکړه شوې، چې په خلکو کې واجبات دود کړو؛ نو هماغسې دنده راکړه شوې، چې له خلکوسره ګوزاره او جوړجاړى ‏هم وکړو.))

١٣١_ له خلکو سره ګوزاره:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) وويل: لکه څنګه چې پالونکي مې د واجباتو د عملي کولو حکم راکړى، له خلکو سره يې دګوزارې حکم هم راکړی دی[305].

 ١٣٢_ رسول الله (ص) قرآني اخلاق درلودل:

سعد بن هشام وايي: عايشې بي بي (رض) ته ولاړم او د رسول الله (ص) د اخلاقو په باب مې وپوښت، و يې ويل: قرآن دې نه دى لوستى؟ و مې ويل: ولې نه!عايشې بي بي وويل: د رسول الله (ص) اخلاق قرآن دی.

١٣٣—د اهل بيتو ځوانمردي:

رسول الله (ص) وويل: ((زموږ د اهل بيتو ځوانمردي په دې کې ده، هغوى چې پر موږ ظلم کوي، ترې تېرېږو او هغوى چې بې برخې کړي يو، بښو يې.))

١٣٤_ له بېوزليو سره مینه:

رسول الله (ص) وايي: ((الله حکم راکړى، چې له بېوزليوسره مينه ولرم.))

١٣٥_ ښه اخلاق د پېغمبرانو دي:

 امام صادق (رح) وويل: صبر، رښتينولي، زغم او ښه خویونه د پېغمبرانو له خویونو ځنې دي.

١٣٦—د رسول الله (ص) اخلاقي دعا:

 رسول الله (ص) د الله درشل ته ډېرې زارۍ کولې او تل يې ترې غوښتل، چې په اداب او اخلاقي مکارم ورکړي او په ځينو دعاګانو کې يې ويل: ((خدايه خوی مې ښه کړې)) او ويل يې: ((خدايه! له ناوړه خویونو مې بچ کړې.))

١٣٧_ د بد خلقۍ آفتونه:

 رسول الله (ص) وايي: ((د الله له لوري حضرت جبرائيل راغى و يې ويل: محمده! خوی دې ښه کړه؛ ځکه بد خوی د دنيا او آخرت خير له منځه وړي و يې ويل: پوه شئ! په تاسې کې هغه ماته ورته دى، چې اخلاق يې خورا ښه وي.))

١٣٨_ رسول الله (ص) ټوکې کولې:

حسين بن زيد وويل، امام صادق (رح) ته مې وويل، ځار دې شم! رسول الله (ص) هم ټوکې کولې؟ امام وويل: الله رسول الله (ص) پر ستر او ښکلي خوی ستايلى، الله چې څومره پېغمبران هم رالېږلي ول، څه ناڅه د تندي تريووالى يې درلود؛ خو رسول الله (ص) يې له پوره رحمت رااستولى و او د رسول الله (ص) يو ښه خوی د او، چې له يارانو سره يې ټوکې کولې، څو د پېغمبر د ستروالي او عظمت تر اغېز لاندې رانشي او وکړاى شي خپله اړتيا ورته ووايي.

١٣٩_ د يارانو خوشحالول:

 بيا امام صادق (رح) وويل: چې رسول الله (ص) به کوم يار غمجن ا خپه وليد؛ نو ورسره يې ټوکې کولې، چې خوشحاله يې کړي ويل يې: ((الله د هغه دښمن دى، چې په تريو تندي له بل انسان سره مخېږي.))

١٤٠_ د هر څه په باب خبرې:

حضرت زيد بن ثابت(رض) روایتوي: چې له رسول الله (ص) سره به کېناستو که د آخرت خبره به وه نو د آخرت خبرې يې کولې او که د دنيا خبره به شوه؛ نو د دنيا په باب خبرې يې کولې او که د خوراک څښاک خبره به شوه؛ نو د خوراک څښاک خبرې يې کولې.

١٤١_ په سترګو يې اشاره نه کوله:

 رسول الله (ص) په سترګو او وريځو چاته اشاره نه کوله.

١٤٢_ د خوړو له زېرمولو منع:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خپلې يوې مېرمنې ته وويل: ((ژغورلې مې نه وې، چې د سبا لپاره څه مه زېرموه؛ ځکه الله به هر چاته خواړه ور و رسوي.))

١٤٣_ رسول الله (ص) وويل: ((د پېغمبرانو، صديقينو، شهيدانو او صالحينو تر ټولو غوره او ښه خوی د الله لپاره یو د بل لیدو ته تګ دی.))

١٤٤_ د بل په ليدو خوشحالېدل:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ((د پېغمبرانو او صديقانو له خویونو ځنې يو دادى، چې کله یو بل وويني نو خوشحالي يې له خبرې راورېږي او يو بل ته لاسونه ورکوي.))

 ١٤٥_ لومړى يې لاس ورکاوه:

 چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به له کوم مسلمان سره مخ شو، لاس يې ورکاه او په هرکلي کې ړومبى و.

١٤٦_ يارانو ته سپارښتنه:

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خپلو يارانو ته وويل: ((خپلۍ بدۍ ماته مه وياست؛ ځکه ‏خوښ يم په داسې حال مو ووينم، چې په زړه کې درته کینه ‏ونه لرم.))

 ١٤٧_ ست نه کول:

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ((زموږ د پېغمبرانو ‏په ژوند کې بېځايه ستونه او تکلفونه نشته.))

١٤٨_ هر اړخیز پېغمبر:

 معبوث شوى يم، چې د زغم مرکز، د پوهې کان او د صبر کور ووسم.

 ١٤٩_ بې سته پېغمبر:

 له حضرت ابوذر(رض) روايت شوي: رسول الله (ص) به بې سته او بې له کوم ځانګړي ځاىه د خپلو يارانو په منځ کې کېناس ته چې کوم نابلده به راغى، رسول الله (ص) به يې نه پېژانده؛ نو موږ له رسول الله (ص) وغوښتل، چې يوځاى ورته جوړ کړو، چې ناپيژندګلو خلک دې وپېژني نو تر هغې روسته مو له خټو يوه چوتره جوړه کړه، چې رسول الله (ص) به پرې کېناسته او موږ به يې په شاوخوکې ناست وو.

١٥٠_ په خبرو کې يې ټولو ته پام و:

 د رسول الله (ص) له سنتو يو دا هم و، چې په خبرو کې يې ځانګړي کس ته نه کتل؛ بلکې ټولو ته يې کتل.

١٥١_ خپلې چارې پخپله کول:

 روايت دى، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خپلې جامې او پڼې په خپله ګنډلې او په کور کې يې تر ټولو ډېر درزي توب کاوه.

١٥٢_ په الهي چوکاټ کې غچ:

 رسول الله (ص) خپل مریان او وينځې ‏و نه وهلې؛ خو د الله په لار کې او له چا يې د خپل ځان لپاره غچ وانه خست خو داچې الهي حکم پرې جاري کړي.

١٥٣_ د پېغمبرانو ګډ ‏اخلاق:

 امام صادق (رح) وويل: الله(ج)، چې څومره پېغمبران هم راستولي، ټولو ته يې په ویناوو کې د رښتينولۍ او امانت ساتۍ حکم ‏ ورکاوه.

 ١٥٤_ امانت ساته:

 امام صادق (رح) وويل: امانت وساتئ؛ ځکه رسول الله (ص) ته چې به چا يو تار او ستنه هم امانت ورکړل؛ نو هغه يې بېرته خپل خاوند ته ورستنول.

 ١٥٥_ پر ژمنه ‏عمل:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له يوسړي سره ژمنه وکړه، چې د پلانۍ ډبرې ترڅنګ ورته په تمه وي، څو هغه راشي. امام وویل: د لمر سوځنده تودوخې رسول الله (ص) ډېر سخت کړولى و، چې يارانو يې ورته وويل: ‏څه به وشي، چې سيوري ورشئ؟ رسول الله وویل: همدا مو د وعدې ځای دی، زه به همدلته منتظر یم، که رانغې نو هغه ژمنه پوره کړې نه ده.

١٥٦_ د اهل بيتو دنده:

حضرت علي (ک) وويل: موږ اهل بيت دنده لرو، چې بېوزليو ته خواړه ور و رسو او په کړاوونو او خپګانو کې يې پناه ځاى شو.

١٥٧_ مېلمه يې کار ته نه پرېښوده:

 امام رضا (رح) ته يو مېلمه راغى، د شپې تر يوه وخته پر خبرو بوخت ول، چې په دې وخت کې د څراغ رڼا کمه شوه. مېلمه لاس رامخکې کړ، چې څراغ سم کړي؛ خو امام يې مخه ونيوه او پخپله يې دا کار وکړ و يې ويل: موږ اهل بيت په مېلمنو کار نه کوو.

 ١٥٨_ له مېلمه سره په تګ کې مرسته نه کوو:

 د جهينه د ټبر يوه ډله امام صادق (رح) ته راغله، امام ورته ښه مېلمستيا وکړه، چې بېرته تلل؛ نو امام وویل د سفر توښه ورته چمتو کړئ او ډېرې ډالۍ هم ورکړې؛ خو خپلومریانو ‏ته يې وويل، چې د بارونو په تړولو کې ورسره مرسته و نه کړئ‏، چې مېلمنو خپل بارونه وتړل؛ نو امام ته راغلل و يې ویل: د رسول الله (ص) زويه! زموږ دې څومره ښه مېلمستيا وکړه خوبيا دې خپلو مریانو ‏ته وویل: د بارونو په تړولو کې ورسره مرسته و نه کړئ؟ امام وويل: له موږ اهل بيتو‏، چې مېلمانه ځي؛ نو په تلو کې ورسره مرسته نه کوو.

 ١٥٩_ له مېلمنوسره خواړه خوړل:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته چې به مېلمه راغى؛ نو ورسره يې خواړه خوړل او تر هغې يې خوړل، چې مېلمه نه وه بس کړې.

١٦٠_ له مېلمه سره په مخه ښه:

 رسول الله (ص) چې مېلمه رخصتاوه؛ نو د وره تر خولې ‏ورسره تله.

١٦١_ د اهل بيتو تدبير د الله په لاس کې دى:

 د امام صادق (رح) یار‏ ابن بکير وويل: راپېښدل، چې امام صادق (رح) به حلوا او غوړه ډوډۍ راوړه، ورپسې يې ډوډۍ او زیتون راوړل، امام ته وويل شول: که لږ خواړه وساتئ؛ نو په ژوند کې به منځلاري راشي. امام وويل: زموږ د اهل بيتو تدبير د الله په لاس کې دى، چې الله روزي پراخه راکړه؛ نو‏ لاس مو هم خلاص وي او چې ‏لږه راغله نو قناعت کوو.

١٦٢_ رسول الله (ص) خو داسې نه و:

 که ملګری مو نيمګړتياوې لري؛ نو پېغور مه ورکوﺉ او هغه ورته هر وخت مه وياست؛ ځکه نه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم داسې کړي او نه نورو اولياءالله.

١٦٣_ ناڅيزه ډالۍ يې هم قبلوله:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ويل: که څوک مې د ګډې پښو ته هم مېلمه کړي، ورسره به ولاړ شم او که په ډالۍ کې يې هم راوړې واى، منلې به مې وای.

١٦٤_ د رسول الله (ص) مشورت:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به له خپلو يارانو سره سلا مشوره کوله او بيا يې هغه کول، چې اراده يې پرې راغله.

١٦٥_ د رسول الله (ص) مناظره:

 له امام حسن نه ‏روايت دى، چې خپل پلار ته مې وويل: هغه مهال چې مشرکينو او يهودو له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره دښمني او ځېل ‏؛ نو رسول الله (ص) ورسره مناظره او ویینه کوله؟ پلار مې وويل: هو! ډېر يې دا کار وکړ.

١٦٦_ له خلکو سره له شخړې منع شوى و:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ((‏ړومبى څيز، چې پالونکي ‏مې ترې وژغورلم، له خلکو سره شخړه ده.))

 ١٦٧ــ چاته يې د ((نه)) ځواب ور نه کړ:

 حضرت علي (ک) وايي: ‏چې رسول الله (ص) څه غوښتل؛ نو که د هغه کار د کولو اراده يې درلوده؛ نو ويل ‏يې: هو! او که ‏نه يې غوښتل، چې کوم کار وکړي؛ نو چوپ به شو او د ((نه)) ټکى يې پر خوله نه راووړ.

 ١٦٨ـ له رسول الله (ص) ‏ګرچاپېره کېناستو:

حضرت انس بن مالک(رض) وايي: رسول الله (ص) ته چې به راغلو نو ګرچاپېره ترې کېناستو.

١٦٩_ پرښتو، رسول الله (ص) بدرقه کاوه:

 حضرت جابر (رض) وايي: ‏چې د څښتن استازی ‏(ص) بهر وته؛ نو اصحاب ترې مخکې روان وو او پرښتې په پېغمبراکرم (ص) پسې روانې وې.

١٧٠—د لښکر پر سرتېرو لورنه:

 په جګړو کې آنحضرت (ص) ‏تر ټولو ‏ روسته حرکت کاوه او ټولو ته يې دعاګانې کولې او که کوم کمزوری ‏انسان يې ليده، چې نور مخکې نشي تلاى نو په ځان پسې ‏يې راسپراوه او په لورنه ‏يې لښکر ته وررساوه.

١٧١_ د دنيا مال ته نه کتل:

 رسول الله (ص) ‏د دنيا هغه مال ته نه کتل، چې د خلکو د پېسمنۍ-غرور او په دنيا پورې د زړه تړنې لاملېده‏.

 ١٧٢_ لمونځ؛ د رسول الله (ص) ‏پناهځى:

 ‏چې آنحضرت (ص) به غمجن شو يا ‏ پرې خپګان راغى؛ نو لمونځ ته يې پناه وړه.

١٧٣_ ظاهر يې له خلکو سره خو باطن يې له الله سره و:

 سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ‏پر‏ ښه خوی له خلکو سره چلن ‏کاوه؛ خو زړه يې ورسره نه و؛ یعنې ظاهر يې له خلکو سره او باطن يې له الله سره و.

١٧٤_ له ځان سره خلوت:

له ځان سره خلوت پر آنحضرت (ص) ‏ډېر ګران و.

١٧٥— په هر حال کې ذکر:

 له ام سلمې بي بي روايت دى، چې رسول الله (ص) د ناستې، ولاړې او تګ راتګ په ټولو حالتو کې ويل: ((سبحان الله وبحمده استغفرالله واتوب اليه))‏، چې ددې کار لامل مو ترې وپوښت، و يې ويل: ((الله دنده راکړې، چې داسې وکړم)) او بيا يې د ((اذا جاء نصرالله)) آيت ولوست.

١٧٦_اووه ځانګړنې:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ‏وويل: ((الله دنده راکړې، چې اوه ځانګړنې ‏ولرم: ټول ښکاره او پټ کارونه مې د الله لپاره وکړم، چاچې راباندې ظلم کړى ترې تېر شم او هغه وبښم، چې زه يې بې برخې ‏کړى يم، زړه سوی ‏وکړم او له هغوى سره تګ راتګ وکړم، چې راسره يې اړیکه ‏پرېکړې، چوپتيا مې آند او کتل مې عبرت اخستو ته وي.))

 ١٧٧— له چوپړیالانو سره مرسته:

 آنحضرت(ص)‏ خپلې پڼې او جامې ګنډلې، تمبه يې پخپله پرانسته، مېګې يې لوشلې، اوښان يې تړل او خلاصول او بيا يې لوشل او چې کوم خادم به ‏ ستړی شو؛ نو ورسره يې لاسنیوی کاوه.

١٧٨_ د کور له وګړيوسره مرسته:

 د شپې لمانځه اوداسه ته يې پخپله اوبه اچولې، چې پر لار روان و، څوک ترې نه مخکې کېدل، چې ناست و، ډډه ‏يې نه وهله، د کور په چارو کې يې له کوروالو سره مرسته کوله او پخپلو لاسو يې غوښه غوسوله.

١٧٩_ د خوړو آداب:

پر دسترخوان به د مریانو په څېر ناست و، تر خوړو روسته يې خپلې ګوتې سټلې او کله يې هم د زياتو خوړو له لامله ارګى نه اچوه. د هر چا بلنه يې منله، که څه یو غړپ شیده ول، ډالۍ يې منله او ترې‏ خوړه يې خو صدقه يې نه خوړه، د چا څېرې ته نه ځيرېده، غوسه يې د الله لپاره وه او کله هم د خپل ځان په پار پرچا غوسه نه شو، ‏ له ډېرې لوږې يې کله پرنس تیږه تړله او هر ډول خواړه يې چې ورته مخې ته کېښوول، خوړل يې او کله يې کوم خواړه رد نه کړل.

١٨٠_ د رسول الله (ص) جامه:

 دوه جامې يې په يوځل نه اغوستې، کله يې يوه یمني پټې والا چپنه اغوسته او کله يې وړینه چپنه، همداسې کتاني یا تاري جامې يې اغوستې، زیاتره جامه يې سپینه وه، پر خولۍ يې پګړۍ وهله، کميس يې له ښي اړخ اغوسته، جمعې ورځې يې ځانګړې جامه درلوده او چې نوې جامې يې اخستې نو زړې يې بېوزلیو ته ورکولې، يوه چپنه يې درلوده، که کېناسته نو هغه يې تر ځان لاندې اچوله، د ښي لاس په کوشنۍ ګوته يې د سپینو زرو ګوته وه.

١٨١_ د رسول الله (ص) ټولنيز آداب:

 هندواڼه يې خوښه وه او مکروه بويونه يې بدې راتلل، اودس يې چې؛ نو مسواک يې هم واهه، چې سپور و نو مریى يا بل پلی يې هم له ځان سره سپراوه، که خر و که کچره پرې سورېده. داسې به هم راپيښ شول، چې بې له چپنې، پګړۍ او ‏پڼو بهر راوته. د جنازې په لمانځه کې يې ګډون کاوه او د رنځورانو پوښتنې ته تله، که د ښار په ډېره لرې برخه کې هم و. له بېوزليو سره کېناسته، ورسره يې خواړه خوړل او پر خپل لاس يې په خوله کې کپ ورکاوه او که څوک پکې د غوره اخلاقو خاوندان ول، د هغوی يې ډېر درناوى کاوه، له پتمنو سره يې دوستي ‏وه او نېکي يې ورسره کوله او له خپلوانو سره يې زړه سوى درلوده؛ خو پر چا يې خپلوان غوره نه بلل. پر چا يې تېری نه کاوه، د عذر غوښتونکیو بښنه یې منله، بې د قرآن د نازلېدو یا نصیحت او موعظې پرمهال، تل موسکی و خو خټ خټ يې نه خندل.

١٨٢_ د رسول الله (ص) عفت کلام:

 خوراک، څښاک او جامه يې د مریانو په څېر وه، چاته يې بده رده او سپکه و نه کړه، کومه ښځه يا خادمه يې و نه رټله او د رسول الله (ص)‏په مخ کې که چا څوک ورټل؛ نو ويل يې: ورسره کار مه لرئ. که آزاد به و که بنده؛ خو چې رسول الله (ص) ته به د اړتيا لپاره راغى؛ نو د اړتيا د لرې کولو لپاره يې ورته کوښښونه کول، د تريخ او د تريو تندي خاوند نه و، په بازار کې يې خپل غږ نه پورته کاوه، چا به چې ورسره بدي وکړه؛ نو هغه ورسره نه کوله؛ بلکې سترګې يې پرې پټولې او‏ بښه يې، څوک به چې مخې ته ورغى؛ نو سلام يې پرې اچوه.

١٨٣_ په چارو کې مرسته:

 څوک به چې د يو کار لپاره آنحضرت(ص) ‏ته راغى؛ نو په ترسره کولو کې يې ورسره مرسته کوله، څو تر سره شي يا مقابل لوری پښيمانه شي. و نه شول، چې څوک لاس ورکړي او رسول الله (ص) له مقابل لوري ژر لاس راکاږي. څوک به چې مخې ته ورغى؛ نو په سلام اچولو کې ړومبى و.

١٨٤_ د اړینو ‏اړتيا پوره کول:

 رسول الله (ص) ناست و که ولاړ الله يې ياداوه، څوک چې ورسره ترڅنګ ناست و؛ نو لمونځ يې لنډاوه ويل يې: ((اړتيا لرې؟))

١٨٥_ په ډله کې د کېناستو ادب:

 ډېرى مخ پر قبله کېناسته او هرې ناستې ته چې ورننووت، په هماغه ځاى کې کېناسته او داسې کېناسته، چې پنډۍ يې راپورته کولې او لاسونه يې ترې راتاوول، چې څوک به ورغلل؛ نو پوره درناوى يې کاوه، تردې چې خپل توشک او يا خپله چپنه يې ورلاندې هواروله، که خپه و که خوشحاله خو تل يې د حق خبره کوله.

١٨٦_ د رسول الله (ص) خوښه مېوه:

 بادرنګ يې له کجورې او يا له مالګې سره خوړل، په مېوو کې يې خربوزه او انګور خوښ ول، ډېرى خواړه يې کجورې او اوبه وې. کجورې يې له شيدو سره خوړلې او دواړو ته يې ((سوتره خواړه)) ويل. غوښه او کدو يې خوښ ول، د ښکار شوي حیوان غوښه يې خوړه خو پخپله يې ښکار نه کاوه. کله يې ډوډۍ له غوړيو سره خوړه، د پسه د غوښې ماهيچه او ورون يې خوښ و. پوخ شوى کدو، سرکه او يو ډول غوښينه کجوره (عجوه) يې ډېره خوښه وه، په سبزيو کې يې(کاسنى)، غرنى ريحان او کلم خوښ ول.

١٨٧_ بېوزله ژوند:

 رسول الله (ص) په خپلو دعاګانوکې وايي: ((خدايه! په بېوزلۍ او نېستۍ کې ژوند راکړې او په نیستۍ ‏کې مې له دنيا یوسې او له نشتمنو ‏سره مې محشور کړې.))

١٨٨_ زکات اخستنې پرمهال دعا:

‏ مسلمان، چې رسول الله (ص) ته زکات راووړ نو رسول الله (ص) به هغه او ټبر ته يې دعا کوله، ويل يې: ((خدايه! د پلاني پر کورنۍ او ټبر ولورېږې.))

 ١٨٩_ نېک فال:

 د آنحضرت (ص) نېک فال ښه او بد فال بدې راتله.

١٩٠_ د رسول الله (ص) په مخ کې دروغ ویل:

 حضرت علي (ک) وويل: ‏چې رسول الله (ص) ته يې دروغ ويل؛ نو موسکى به شو ويل يې: ((دا هغه خبره ده، چې هغه يې کوي.))

١٩١_ درې ځل خبره:

 رسول الله (ص)، چې خبره يا پوښتنه کوله؛ نو درې ځل يې کوله، چې مقابل لوری پرې پوه شي او نور یې خبرو ته ځیر شي.

١٩٢_ د سلام آيت:

چې اصحاب کرام راتلل؛ نو آنحضرت(ص) ته يې ويل، شپه مو په خير يا سهار مو په خير، چې دا ټکي د جاهليت د وخت سلام و، چې آيت نازل شو: ((او چې کله هغوى تا ته راځي او په هغه څه چې نه تا ورته ويلي او نه الله، سلام کوي)) بيا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ((الله ترې غوره رالېږلى دی ((السلام عليکم))، چې د جنتيانو سلام دی.))

 ١٩٣_ تر سلامه زيات ځواب:

چې مسلمان به پر آنحضرت (ص)، السلام عليک سلام واچوه نو رسول الله (ص) ځواب ورکاوه: ((وعليک السلام ورحمة الله)) او چې چا ويل: السلام عليک ورحمة الله؛ نو رسول الله (ص) به ورته ويل: ((وعليک السلام ورحمة الله وبرکاته)) او په دې توګه رسول الله(ص) سلام زیات ورځواباوه.

١٩٤_ د لور زېرى:

 حضرت ‏علي وايي: ‏چې د الله پر رسول د لور زېرى وشو ويل يې: ((ريحانه ده او رزق يې پرالله دى.))

١٩٥_ بېوزليو ته زکات او صدقه:

 رسول الله (ص) وايي: ((دنده راکړه شوې، چې له شتمنو زکات او صدقه واخلم او بېوزليو ته يې ورکړم.))

١٩٦_ د زکات ویش:

 رسول الله (ص) د کليو زکات پر کليوالو او د ښار زکات يې پر ښار والو ويشه.

١٩٧_ الله روزلى يم:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((الله روزلى يم او علي ما روزلى دى، الله ‏دنده راکړې، چې بښنه او نېکي وکړم او له کنجوسۍ او ظلم يې ژغورلی يم.))

١٩٨ــ د هر څه ورکړه:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((که چا راځنې څه وغوښتل او درلودل مو نو ور به يې کړو.))

١٩٩_ د هېرېدو پرمهال:

د څښتن له استازي به چې څه هېر شول؛ نو تندى به يې په ورغوو کې کېښود ويل يې: ((خدايه! حمد او ستاېنه ستا ده اى د هرڅه راياد وونکى او کوونکيه!راياد کړه څه مې، چې هېر کړې دي.))

٢٠٠_ شپږ ناوړه ځانګړنې:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((الله راته شپږ ځانګړنې خوښې نه کړې او ما هم هغه خپل ځايناستو او لارويانو ته يې خوښې نه کړې په لمانځه کې لوبې، په روژه خوله سپکې سپورې او بد رد ويل، تر صدقې روسته منت ايښوول، جنب جومات ته ورننووتل، د شتمنو خلکو کورونو ته ورکتل او په هديره کې خندل.))

٢٠١_ د پېغمبرانو څلور ځانګړنې:

 امام صادق (رح) وايي: څلور څیزونه د پېغمبرانو له ځانګړنو ځنې دي: نېکي، بښنه، په خپګان کې صبر او د حقملي.

٢٠٢_ د ګوتې غمي ‏ ته کتل:

 حضرت ‏علي وايي: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خپلې ګوتې غمی په ورغوي کې ايښوده او ډېرى وخت يې ورکتل.

٢٠٣_ په شپه کې يې لو بدې راتله.

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د شپې د کجورو له راټولولو او دکښت له لو کولو کرکجن و؛ ځکه فقير او مسکین ترې بې برخې پاتې نشي.

٢٠٤_ د بڼ له مېوو ګټنه:

 دبڼ مېوې، چې رسېدې؛ نو آنحضرت(ص) ‏حکم کاوه، چې د بڼ دېوالونه چپه کړئ، څو نورهم د بڼ له مېوو ګټه واخلي.

٢٠٥_بېوزليوته کجورې ورکول:

 حضرت علي (ک) وايي: يوه ډله، چې څه يې نه درلودل، د الله له رسوله راتاو شول، انصارو او د مدينې خلکو وويل: غوره به وي، چې له هر بڼه يو وږی ورکړو. دا کار يې وکړ او سنت شو.

٢٠٦_د خورا ورکړې انسان:

 حضرت جبرائيل وويل: پر ځمکه مې ټولې کورنۍ چاڼ کړې؛ خو د رسول الله (ص) هومره د ورکړې خاوند مې و نه موند.

٢٠٧_ له اړمنو سره خبرې:

 حضرت علي (ک) وايي: چې اړمن رسول الله (ص) ته راتله؛‏ نو رسول الله (ص) ويل: پروا نه لري، پروا نه لري.

٢٠٨_ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د ورکړې ژمنه:

 حضرت جابر(رض) وايي: راپېښ نه شو، چې له رسول الله (ص) به چا څه غوښتي وي او ورکړي به یې ((نه)) وي.

 حضرت ابن عتيبه(رض) وايي: ؛ یعنې که څه يې نه هم درلودل؛ نو د ورکړې ژمنه يې ورسره کوله.

٢٠٩_ لښکر لېږل: رسول الله (ص) خپل لښکر تر غرمې مخکې لېږه.

٢١٠_ د لښکر د لېږد پرمهال دعا:  امام صادق (رح) وايي: د څښتن استاي (ص) چې کوم ځاى ته لښکر لېږه؛ نو دعا يې ورته کوله.

٢١١_ د جګړې پر خبرونو يې ځان پوهاوه:

 حضرت ريان بن صلت (رض) وايي: رسول الله (ص)، چې چېرې لښکر لېږه؛ نو يو ډاډمن سړى يې ورسره لېږه، چې د جګړې خبرونه ورته راوړي.

٢١٢_ سرتېرو ته سپارښتنه:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) چې چېرې لښکر لېږه؛ نو سرتېرو ته يې د تقوا او له خدایه د وېرې سپارښتنه کوله.

ويل يې: ((د الله په نامه د الله په لار کې وجنګېږئ، ټګي او خيانت مه کوئ، له وژل شويو پوزې مه ‏غوڅوئ، ماشومان اوهغوى مه وژنئ، چې په غرونو کې عبادت کوي، د کجورو ونې مه سوځوئ او په اوبو کې يې مه لاهو کوئ، مېوه لرونکي ونې مه غوڅوئ، پټو ته اور مه اچوئ؛ ځکه ‏نه پوهېږئ، ‏کېداى شي اړتيا ورته پيدا کړئ او له حلال غوښوڅارويو يوازې هغه حلال کړئ، چې خورئ او چې له دښمن سره مخ شوئ؛ نو ورته د مسلمانېدو، له جګړې د لاس اخستواو يا د مالياتو ورکولو وړانديز ورکړئ، چې هر يو يې درسره ومانه، تاسې هم له جګړې لاس واخلئ.))

٢١٣_ له دښمن سره د مخامخېدو پرمهال دعا:

چې رسول الله(ص) به له دښمن سره مخ شو، پلي، سپاره او اوښ سپاره يې چمتو کول، بیا يې ویل: خدایه! ته مې پناه او مرستندوی يې، له خطرونو مې وساتې. خدایه! ستا په مرسته برید او جګړه کوم.

۲۱۴- د جګړې په ډګر کې يې دعا:

 رسول الله (ص) چې به د جګړې په ډګر کې له دښمن سره مخ شو؛ نو ويل يې: ((خدايه!پر حق او حقيقت حکم وکړې.))

۲۱۵— د څښتن د استازي (ص) مړانه:

 حضرت علي (ک)، معاويه بن ابي سفيان ته په يوه لیک کې وليکل: چې جګړه به شوه، نور ټول به له ډاره غلي شول؛ نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  به خپل اهل بيت د لښکر مخې ته کړل او خپل اصحاب يې پخپلو اهل بيتو له تورو او نېزو ساتل.

٢١٦_ له رسول الله (ص) سره بيعت:

 چې عباسي مامون له امام رضا (رح) ولايت عهدۍ ته بيعت اخسته؛ نو امام رضا (رح) ورته وويل: رسول الله (ص) به داسې له خلکو سره بيعت کاوه، بيا پخپله امام رضا (رح) له خلکو بيعت واخست او لاس يې د هغوى د لاسونو له پاسه و.

٢١٧_ له ښځمنو سره بيعت:

رسول الله (ص) ښځمنو ته لاس نه ورکاوه، چې له ښځو يې بيعت اخسته؛ نو د اوبو لوښی يې راوړه او پېغمبراکرم (ص) پکې خپل لاس غوپه کاوه او بيا يې ښځوته ويل: تاسې هم پکې لاسونه غوپه کړئ، ویل يې: ((بيعت مې درسره وکړ.))

٢١٨_ له محرمو سره خبرې:

له ښځو سره د بيعت يو شرط يې دا هم و، چې ويل يې: ((بې له محرمه له سړیو سره خبرې مه کوئ.))

٢١٩_ د بېکاره مؤمن رټل:

 ‏چې د آنحضرت(ص) به کوم سړى خوښ شو؛ نو په پوښتل يې: ((کار کوي؟)) که ورته وويل شول: بېکاره دى؛ نو رسول الله (ص) ويل: ((له سترګومې ولوېده.)) ورته وويل شول: د الله رسوله!ولې ؟ و يې ويل: ((که مؤمن بېکاره شي؛ نو په دين به خپل ژوند چورلوي.))

٢٢٠_ پور ورکول سنت دي:

 امام صادق (رح) وويل: پور ورکول، د مېلمه مېلمستيا او کرايه ورکول سنت دي.

٢٢١_بد پور، ښه ورکړه:

 رسول الله (ص) که له چا په پور زوړ درهم واخست؛ نو د ورکولو پرمهال‏ يې روغ ورکاوه.

٢٢٢_ څلور ګران کسان:

 رسول الله (ص) وايي: ((الله راته وحې وکړه، چې له څلورو تنو سره مينه وکړم: علي، ابوذر، سلمان او مقداد.))

٢٢٣_ له علي سره مينه ولره:

 رسول الله (ص) وويل: ((حضرت جبرائيل راغى، و يې ويل: الله حکم کړى، چې له علي سره مينه ولرې او نور هم دوستۍ او ولایت ته يې راوهڅوې.))

٢٢٤_ اوو ځانګړنو ته رابلل:

 رسول الله (ص) وايي: ((الله د اوو څيزونو امر راکړ له بېوزليو سره مينه او ورسره ناسته پاسته، د((لاحول ولاقوة الا بالله))ډېر ويل، له خپلوانو سره تګ راتګ، که څه هر څه يې راسره پرېښې وي، په دنیوي چارو کې هغوى ته وګورم، چې تر ما ټيټ دي او تر ځان جيګو ته و نه ګورم او د الله په لار کې له رټنې و نه ډارېږم، د حق خبره وکړم، که څه ترخه وي او له چا څه و نه غواړم.

٢٢٥_ د چا د تېرايستو په فکر کې مه وسه:

 رسول الله (ص) وويل: ((څومره مو چې له لاسه کېږي، د چا د تېر ايستو فکر مه کوئ؛ ځکه دا زما سنت دى او څوک چې مې سنت راژوندى کړ؛ نو زه يې راژوندى کړى يم او چاچې زه راژوندى کړم، په جنت کې به راسره وي.))

٢٢٦— ږيره او وېښتان وینځل:

 آنحضرت(ص) به ږيره او سر په سدر وينځل.

٢٢٧— اوبه د مؤمن عطر:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) خپل وېښتان ږومنځول او ډېرى وخت يې په اوبو پاکول ويل يې: ((د مؤمن وېښتانو معطرولو ته اوبه بس دي.))

٢٢٨_ د وېښتانو ږومنځولو ګټې:

 امام صادق (رح) د ((خذوازينتکم عندکل مسجد)) په تفسير کې وويل: مطلب يې ږومنځول دي، ږومنځه وهل روزي زياتوي، وېښتان ښکلي کوي، اړتيا روا کوي، د سړي جنسي ځواک ډېروي ا وبلغم له منځه وړي.

 رسول الله (ص) خپله ږیره له لاندې څلوېښت ځل او له پاسه اوه ځل ږومنځوله ويل يې: ((ږومنځه وهل د انسان هوش زياتوي او بلغم له منځه وړي.))

٢٢٩_ د برېتو کمول:

 رسول الله (ص) وايي: ((د برېتو کمول زما سنت دی، چې شونډه ترې ښکاره شي.))

٢٣٠_ موږ ږيره پرېږدو:

رسول الله (ص) ‏وويل: ((زرتشتيانو ږيره وهله او برېت يې پرېښوول، چې زيات شي؛ خو موږ خپل بريت وهو او ږيره پرېږدو.))

۲۳۱- د وېښتانو، نوکانو او وينې ښخول سنت دي.

٢٣٢_ د نوکانو اخستل:

امام صادق (رح) وايي: د نوکانو اخستل سنت دي.

٢٣٣_ د سر وېښتان رنګول:

 محمد بن مسلم د رنګولوپه باب امام صادق (رح) وپوښت، ورته يې وويل: رسول الله (ص) وېښتان رنګول او همدا اوس يې هم رنګ شوي وېښتان راسره شته دی.

٢٣٤— رسول الله (ص) وېښتانو ته کوم رنګ ورکاوه؟

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، امام حسين بن علي او امام باقر(رح) په ((کتم)) نومي رنګ وېښتان رنګول؛ خو امام علي بن حسين په نکریزو ‏وېښتان رنګول.

٢٣٥_ واجبي وهل:

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به واجبي وهله.

٢٣٦_ پر بدن واجبي وهل:

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) به هره جمعه د شرمځي پر وېښتو واجبي وهله.

٢٣٧_ د واجبي وهلو سنت:

 امام صادق (رح) وويل: په هر پينځلس ورځو کې واجبي وهل سنت دي اوکه پر چا شل ورځې تېرې شي او پيسې ونه لري؛ نو پور دې واخلي نو پر الله دى، چې پور يې ادا کړي او که څلوېښت ورځې پرې تېرې شوې، نه مؤمن دى او نه کافر او نه ورته ګټه لري.

٢٣٨_ د پاکوالي سنت:

 حضرت علي (ک) وايي: څوک چې د تخرګ وېښتان خروي؛ نو له ځانه يې بدبوى لرې کړى او دا سنت دی.

٢٣٩_ د ويدېدو پرمهال رانجه کول:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله، چې ويدېده؛ نوپه سترګو کې يې رانجه کول او شمير يې د طلاق هومره و.

٢٤٠_ د رانجو کولو شمېر:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) تر خوب مخکې په ښۍ سترګه کې څلور ځل او په کيڼه کې درې ځل رانجه کول، رسول الله (ص) د رنجو کڅوړه درلوده، چې هره شپه يې رانجه کول او رانجه يې هم له تيږې وو.

٢٤١_ هره شپه رانجه کول:

 آنحضرت(ص) هره شپه له خوبه مخکې رانجه کول.

٢٤٢_ هره شپه درې سلايي رانجه:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)‏‏د رنجو کڅوړه درلوده، چې هره شپه يې ترې درې سلايي رانجه کول [306].

٢٤٣_د پېغمبرانو څلور ځانګړنې:

 امام صادق (رح) وويل: دا څلور ځانګړنې د پېغمبرانو دي، عطر وهل، په چړې د سر وېښتان خرول، له بدنه اضافي وېښتان له منځه وړل او له خپلو ښځوسره ډېرکوروالی.

٢٤٤_ تر اوداسه روسته عطر وهل:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) عطرداني درلوده، چې تر هر اوداسه روسته يې پر ځان عطر وهل؛ نو پايله يې دا وه، چې له کوره واته نو ټوله کوڅه به د عطرو بوى نيولې وه.

٢٤٥_ د عطر ستاېنه:

که چا به آنحضرت(ص) ته د عطرو ست وکړ؛ نو پر ځان يې موږل ويل يې: ((بوى يې سوتره او وړل يې اسان دي)) او که د عطر وهلو لپاره يې عذر درلود نو يوازې خپله يوه ګوته يې د عطر پر بوتل ايښووله.

٢٤٦_ د رسول الله (ص) بُخور

آنحضرت(ص) ځان پر عودقماري بخورکاوه.

٢٤٧_ خوښ عطر:

په عطرو کې پرې مشک ګران وو.

٢٤٨_ د عطرو لګښت:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خوړو په پرتله په عطرو ډېرى پيسې ورکولې.

٢٤٩_ پر برېتو عطر وهل:

حضرت علي (ک) وويل: پر برېتو عطر وهل او د کړنو د ليکوالو پرښتو درناوى د الهي رسولانواخلاق دي.

٢٥٠_ هره جمعه عطر لګول

 امام صادق (رح) وويل: پر هر مکلف انسان واجب دي، چې د هرې جمعې پر ورځ نوکان واخلي، د برېتو وېښتان کم کړي او پر ځان عطر ووهي، بيا يې وويل: د جمعې پر ورځ به که رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم عطر پيدا نه کړل؛ نو د خپلو ښځو سپټى به يې لوند‏ او پرمخ يې کېښود او په دې توګه يې ځان معطراوه.

 ٢٥١_ پر عطر وهلو ټينګار:

 چې د جمعې پر ورځ به آنحضرت(ص) عطر پيدا نه کړل؛ نو پر زعفرانو رنګ شوی ټوکر لمدواه او پر خپلو لاسونواو مخ يې وهله.

٢٥٢_ ښځو ته د عطرو ست:

د کمکي ‏اختر پر ورځ يې، چې آنحضرت ‏ته عطر راوړل؛ نو ړومبى يې خپلو ښځوته ورکول.

٢٥٣_ د عطر او حلوا نه ردول:

حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص) عطر او حلوا نه ردوله.

٢٥٤— عطر پرې ګران وو:

 پر رسول الله (ص) عطرګران وو او له بدو بويونو کرکجن و.

٢٥٥_ غم له منځه وړونکی:

 د رسول الله (ص) ښه راتلل، چې خپل بدن په غوړيو غوړ کړي او په دې کار کې يې لټي نه کوله ويل يې: ((پر بدن غوړي موږل غم اوخپګان له منځه وړي.))

٢٥٦_ د سر غوړول:

 رسول الله (ص) ‏ډول ډول غوړي کارول او سر يې تر ږيرې مخکې غوړاوه ويل يې: ((لومړى سر او بيا ږيره.))

 ٢٥٧_غوره غوړي:

 رسول الله (ص) ډېرى وخت د بنفشه په غوړيو سر غوړاوه، ويل يې: تر ټولوغوره غوړي دي.

٢٥٨_ دغوړيو موږلواوډون:

ړومبى يې خپلې وريزې غوړولې بيا برېتې او ورپسې يې پوزو ته وروړل او بويول يې او بيا يې پرې سر غوړاوه.

٢٥٩_ د سردرد درمل:

 رسول الله (ص) سردرد درمل ته خپلې وريزې او برېتې په غوړيو غوړولې؛ ؛ البته په هغه غوړيو، چې سر ته يې نه کارول.

٢٦٠_ د پاکوالي ارزښت:

امام رضا (رح) وايي: پاکوالى د پېغمبرانو اخلاق دی.

٢٦١_ څلور پاکوونکې ځانګړنې‏:

 امام صادق (رح) وويل: څلور څيزونه د پېغمبرانو سنتونه دي: عطر وهل، مسواک وهل، وېښتان په نکريزو رنګول او له ښځوسره ډېرکوروالى.

٢٦٢_ زيات عطر وهل:

 رسول الله (ص) به ډېر عطر وهل، تردې چې نښې يې په ږيره او ويښتو کې ښکارېدې.

٢٦٣_ پر ږومنځه وهلو سپارښتنه:

 رسول الله (ص) پر ځانګړې ږومنځه ((مدري)) خپل د سر وېښتان ږومنځول، ږيره يې د ورځې دوه ځل ږومنځوله او روايت شوي، چې تر ږومنځولو روسته يې ږومنځه تر خپل توشک لاندې ايښووله.

 ٢٦٤_ ‏وېښتان په منځ اړول:

عمرو بن ثابت وايي، امام صادق (رح) ته مې وويل: خلک وايي: د سر وېښتان پر منځ اړول سنت دي؟ امام هېښنده وويل: کېداى شي، له سنتو وي؟ و مې ويل: خلک خيال کوي، چې رسول الله (ص) دا کار کاوه او وېښتان يې پرمنځ اړول. امام وويل: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم کله هم وېښتان پرمنځ وانه ړول او د هېڅ پېغمبر وېښتان دومره اوږده نه ول، چې پرمنځ اړولو ته يې اړتيا پيدا کړي.

٢٦٥_ پرمنځ ويښتان اړول:

 ايوب بن هارون وايي: امام صادق (رح) ته مې وويل: آيا پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم وېښتان پرمنځ اړول؟ امام وويل: نه!؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وېښتان به چې څومره هم غټ شول؛ نو د غوږونو له نرمۍ يې لاندې نه راتلل.

٢٦٦_ د سر د وېښتانو خرول:

له مخکې اړخه د سر وېښتان خرول سنت دي.

٢٦٧_ آيا رسول الله (ص) ‏وېښتنان په منځ اړول؟:

ابوبصير وايي: امام صادق (رح) مې وپوښت: ايا پرمنځ وېښتان اړول سنت دي؟ و يې ويل: نه! ورته مې وويل: ايا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم کله هم وېښتان پرمنځ واړول ؟ و يې ويل: هو! ورته مې ويل: ايا کېداى شي دا کار رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم کړى وي؛ خوسنت نه وي؟ امام وويل: که څوک د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم په ورته شرايطو کې وي؛ نو هغه دې هم د رسول الله (ص) په څېر وکړي. ورته مې ويل: خو د رسول الله (ص) موقعيت څنګه و؟

٢٦٨_ د رسول الله (ص) ځانګړی موقعیت:

امام وويل: پر شپږم سپوزمیز کال، رسول الله (ص) له مدينې څخه د بيت الله الحرام پر لوري ووت، احرام يې وتاړه او له ځان سره يې قرباني هم بوتله خو رسول الله (ص) کفارو پرېنښود، چې مکې ته ورننوځي د ((لقد صدق الله رسول الرويا بالحق))؛ یعنې الله به د خپل رسول؛ خوب رښتيا کړي او د الله پر اراده په پوره امنيت مسجد الحرام ته ورننوځئ، حال دا سرونه مو خريلې وي او نوکان مو اخستې وي او هېڅ وېره به نه لري))، رسول الله (ص) پوه شو، چې په نږدې راتلونکي کې په امنيت سره مکې ته ورننوځي؛ نو د سر وېښتان يې کم نه کړل او له هغې ورځې، چې احرام يې تړلی و، تر بل کاله يې خپل وېښتان کم نه کړل؛ نو له ناچارۍ يې وېښتان پرمنځ اړول؛ خو تر حج روسته او د وېښتانو تر خريلو روسته يې خپل وېښتان لوی نه کړل او تردې موقيعت مخکې يې هم خپل وېښتان دومره نه لویول، چې ناچاره شي خپل وېښتان پر منځ واړوي.

۲۶۹- د سر د وېښتانو او ږیرې رنګول:

 حفص عور وايي: امام صادق (رح) مې وپوښت: د وېښتانو او ږيرې رنګول سنت دي ؟ امام وويل: هو!

٢٧٠_ د بدن اووه برخې ښخول:

 حضرت عايشه بي بي وايي: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم حکم کړى و، چې د بدن اووه برخې دې ښخې شي: نوکان، وېښتان، وينه، حيض، زیلانځ-رحم، غاښ او د ماشوم غورځولو پرمهال پړنه وينه.

٢٧١_ د تخرګ د وېښتو خرول:

عبدالله بن ابی يعفور وايي: د مدينې په بازار کې مې له ((زراره)) سره د تخرګ د وېښتانو پر رانړولو يا خريلو ویینه شوه، ما ويل: خريل يې تر نړولو ښه دي او “زراره” ويل: نړول يې تر خريلو ښه دي. دواړه له “امام صادق (رح)” کره ولاړو، د ورننووتو اجازه مو ترې وغوښته چې ورننووتو و مو ليدل، چې امام په حمام کې دی او پر تخرګونو يې واجبي وهلې نو “زراره” ته مې وويل: آيا د امام دا کار دې ځواب نه دى؟ “زراره” وويل: کېداى شي، دا کار امام ته ځانګړى وي او د بل چا لپاره جايز نه وي؟ دا مهال د امام راپام شو، و يې ويل: پر څه مو ويينه ده؟ و مې ويل: له “زراره” سره د تخرګ د وېښتانوپرخريلو اويا رانړولو ویینه ده، هغه وايي، نړول يې غوره دي او زه وايم، خرېل يې غوره دي. امام وويل: ستا خبره له سنت سره سمون خوري او”زراره” پر غلطه دى او بيا امام وويل: د تخرګ وېښتان خرول تر نړولو غوره دي او پرې واجبي وهل تر خرولوهم غوره دي.

٢٧٢_ ورځ ترمنځ عطر وهل:

 رسول الله (ص) وايي: ((حضرت جبرائيل راته وويل: ‏يوه ورځ روسته پر ځان عطر وهه او د جمعې پر ورځ دې عطر وهل هېر نشي.))

٢٧٣_ ښکلى بوى ثواب لري:

آنحضرت(ص) حضرت علي (ک) ته وويل: ((علي! هره جمعه پر ځان عطر وهه؛ ځکه سنت دي او چې ښه بوى درنه ځي؛ نو درته ثواب لري.))

 ٢٧٤_ د سورګل ډالۍ:

حضرت انس بن مالک(رض) وايي: چاچې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته ګل ورډالۍ کړ؛ نو ترې اخسته يې، بويوه يې او بېرته يې خپل خاوند ته ورکاوه؛ خو زعفران يې، چې ورکول تر بويولو روسته يې له ځان سره ساتل.

٢٧٥—د جمعې ورځې آداب:

د جمعې پر ورځ رسول الله (ص) تر لمانځه مخکې نوکان اخستل او برېتې يې کمولې.

٢٧٦_غوره ډالۍ:

 يو مسيحی وايي: د رسول الله (ص) اصحاب مې وپوښتل: رسول الله (ص) ته تر ټولو ښه ډالۍ څه ده؟ و يې ویل: تر ټولو ښه ډالۍ ورته عطر وو، چې هېښنده مينه يې ورسره درلوده.

٢٧٧_ پینځه سنتونه په سر کې او پینځه په بدن کې:

امام موسى بن جعفر وويل: پینځه څيزه په سرکې او پینځه په بدن کې سنت دي.

د سر سنت: مسواک وهل، د برېتو کمول، پر مينځ وېښتان اړول او د مرۍ او پوزې غړغړه.

د بدن سنت: سنتول، تر نامه لاندې وېښتان او د تخرګ وېښتان له منځه وړل، د نوکانو اخستل او طهارت کول.

٢٧٨_ د جمعې د ورځې اووه سنتونه:

امام رضا (رح) وويل: پام مو وي، د جمعې پر ورځ اوه څيزونه سنت دي: له خپلو ښځو سره کوروالى، په (ګل ختمی) ږيره او وېښتان وينځل، د برېتوکمول، د نوکانو اخستل او عطر وهل.

٢٧٩—د جمعې پر ورځ پاکوالى:

 د جمعې پر ورځ رسول الله (ص) تر لمانځه مخکې نوکان اخستل او برېتې يې کمولې.

 ٢٨٠—د جمعې پر ورځ عطر وهل:

 رسول الله (ص) وايي: ((دوست مې جبرائيل راته وويل: يوه ورځ روسته پر ځان عطر وهه او د جمعې پر ورځ عطر وهل مه هېروه.))

٢٨١_ د درود سنت:

امام صادق (رح) وويل: د جمعې پر ورځ زرځل او پر نورو ورځو سل ځل پر محمد او آل يې درود سنت دی.

 

 

د رسول الله (ص) د سفر آداب

د الله استازي د پنجشنبې پر ورځ سفر کاوه او خوښ نه و، څوک بې ملګري پر سفر ووځي. په سفر کې يې هنداره، د رنجو کڅوړه، ږومنځه، مسواک، بېتي، تار، ستنه او د بوټانو د ګنډولو ستنه له ځان سره وړه. د اوبو څښلو لوښى يې هم له ځان سره وړه[307] او ويل يې: په سفر کې خپله نفقه او خواړه له ځان سره يوسئ؛ ځکه دا کار ستاسې د نفس د پاکۍ او د اخلاقو د نېکۍ لامل ګرځي.

 پر سفر د وتو پرمهال يې داسې دعا کوله: ((خدايه ستا په عنايت مې سفر پيل کړ او تا ته مې پام دى، ستا پر رحمت مې منګولې لګولې، ډاډ او هيله مې ته يې. خدايه! مهمات مې کافي او په هغو مې ملاتړ شې، چې زما په نظر کې ارزښت نه لري؛ خو ستا په نظر کې ارزښت لري. خدايه! تقوا مې توښه او جامه کړې، ګناهونه مې وبښې او هرې خوا ته مې، چې مخه شي، خېر ته مخه کړې.))

ويل يې: له کوره سهار کډن کېږئ او د الله استازي، چې له يوه کوره بل ته کډه وړه نو ړومبى يې دوه رکعته لمونځ کاوه او ويل يې، چې دا ځاى مې پر لمانځه ګواهي ورکړي.

په ډله ايز سفرونو کې يې خپل کار په خپله کاوه او خپل کار يې نورو ته نه سپاره. په يو سفر کې ورته يو اصحابي وويل: موږ ټول کارونه په خپله کوو؛ نو د الله استازي (ص) ورته وويل: نه غواړم زما او ستاسې په منځ کې امتيازات وي؛ ځکه الله نه خوښېږي خپل بندګان بېل او د نورو په پرتله ممتاز وويني او بيا پاڅېد او خس يې راټول کړل.

په رڼا ورځ او غرمه کې له سفر راستنېده او ړومبى جومات ته تله، هلته يې دوه رکعته لمونځ کاوه او بيا کور ته تله.

د الله استازي له هغو مسلمانانو سره مخه ښه کوله، چې په سفر وتل، ويل يې: ((الله مو تقوا توښه او جامه کړه، مخې ته مو خېر، اړتياوې مو روا، دين او دنيا مو په امان او په خېر مو الله بېرته راوله)).

او هغوى چې له مکې راستنېدل ورته يې ويل: ((الله مو حج قبول کړه، ګناهونه مو وبښـل شه او هغه دې بېرته درکړي، چې لګولي مو دي)).

کورنۍ يې په هکله وايي:

٢٨٢_ دپنجشنبې پر ورځ سفر:

امام باقر(رح) وويل: رسول الله (ص) د پنجشنبې پر ورځ سفر کاوه.

٢٨۳_ په سفر کې پینځه څيزونه:

 رسول الله (ص) چې پر سفر وته؛ نو پینځه څيزونه يې له ځان سره اخستل: هنداره، د رنجو کڅوړه، ږومنځه او مسواک او په يو بل روايت کې بېتي هم راغلې ده.

٢٨٤_ کوټلی قدم اوچتول:

 رسول الله (ص) مزبوت ‏ګامونه ‏ اخستل، چې کمزورى نه ښکارېده.

٢٨٥_ پر خره سورېدل:

آنحضرت(ص) خوښ و، چې پر بې کتې خره سپور وي.

٢٨٦_ پر يوه لار به تله او پر بله به راتله:

امام رضا (رح): رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم چې سهار له منى حرکت؛ نو د ضب له لارې تله خو په راستنېدوکې د مشعر او عرفې ترمنځ له لارې راستنېده؛ یعنې رسول الله (ص) به چې پرکومه لار ولاړ؛ نو پر بله راستنېده.

٢٨٧_ چاته يې نه ويل، چې چېرې ځې:

آنحضرت(ص)، چې کومې جګړې یا بل ځای ته تله؛ نو له خلکو يې پټول، چې چېرې ځي او د خپل مقصد په اړه يې په کنايه خبرې کولې.

٢٨٨_ په سفر کې دعا:

 رسول الله (ص) چې په سفر کې له لوړې راکوزېده، ويل يې: “سبحان الله” او چې پر لوړه خته، ويل يې: ” الله اکبر”.

٢٨٩_ د ځمکې لېینه:

 رسول الله (ص)، چې به يو ځاى ته ولاړ څو‏ دوه رکعته لمونځ يې پکې نه و کړى؛ نو له هغه ځایه به نه راتله ويل يې: ((غواړم دا ځاى مې پر لمانځه لووې/ ګواه وي.))

٢٩٠— د تقوى توښه:

 مؤمنان، چې په سفر وتل؛ نو رسول الله (ص) يې مخه ښې ته راتله ویل يې: ((الله مو تقوى توښه او لار کړي او درته دې خیر شي او روغ رمټ مو راوګرځوي.))

٢٩١_ د مخه ښې پرمهال دعا:

 رسول الله (ص) له يوه سړي سره الله په اماني وکړه او داسې دعا يې ورته وکړه: ((دين دې پر الله سپارم او د هغه په امان کې يې ږدم او الله دې تقوا ستاسو توښه کړي او مخې ته دې خير شه.))

د حديث راوي وايي: بيا امام صادق (رح) راته وکتل او و يې ويل: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې حضرت علي (ک) هم چېرې لېږه؛ نو همدا دعا يې ورته کوله.

٢٩٢_ حاجيانو ته دعا:

حضرت علي (ک) وايي: هغوى چې له مکې راستېندل؛ نو رسول الله (ص) ورته داسې دعا کوله: الله دې ستاسې حج قبول کړي، ګناهونه مو دې وبښي او څه چې مو لګولي، بېرته دې يې درکړي.

٢٩٣_ د پنجشنبې سفر:

امام صادق (رح)، محمد بن ابي کرام ته وويل: خوښ يم د پنجشنبې پر ورځ پر سفر ووځې؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې له دښمن سره د جګړې لپاره وته؛ نو د پنجشنبې پر ورځ به وته.

٢٩٤_ په سفر کې ورسره يوه مېرمن وه:

 رسول الله (ص)، چې سفر ته وته؛ نو په ښځو کې يې پچه اچوله، چې د هر چا په نوم به راووته؛ نو هماغه يې له ځان سره بوتله.

٢٩٥— له انډيوال سره سفر:

 رسول الله (ص) خوښ نه و، چې څوک بې انډيواله سفر وکړي.

٢٩٦—د نفس د پاکوالي لامل:

 رسول الله (ص) وويل: ((يوسنت دادى‏، چې يوه ډله پر سفر وځي؛ نو له ځان سره سفر لګښت او خواړه یوسي؛ ځکه دا عمل د اخلاقو د نېکۍ او د نفس د پاکۍ لامل ګرځي.))

٢٩٧_ په سفر کې اړین څيزونه:

 رسول الله (ص) په سفر کې څو څيزونه له ځان سره راخستل: د غوړيو يو بوتل، چې بدن پرې غوړکړي، د رنجو کڅوړه، بېتي، مسواک، ږومنځه او په يو بل حديث کې راغلي: تار او ستنه، د پڼو ګنډلو ستنه يې هم له ځان سره راخسته.

٢٩٨_ تر سفر مخکې دعا:

حضرت انس بن مالک (رض) وايي: رسول الله (ص)، چې پر هرسفر وته؛ نو دا دعا يې ويله: خدايه!ستا له لورنې ‏اوتوبې سره پر سفر وځم، تا ته مې توبه ده او پر رحمت دې منګولې لګوم، ‏ډاډ او هيله مې ته يې، خدايه مهم کارونه مې هوار کړې او څه ته چې دې ارزښت نه دى ورکړى خو ته پرې ښه پوهېږې، پکې مې ملاتړ شې. خدايه! تقوا مې د لارې توښه کړې، ګناه مې وبښې اوهر لوري ته چې ځم، خير راسره کړې.

٢٩٩_ په سفر کې چټکتیا:

 رسول الله (ص) ‏په سفر کې چټک تله او چې بېديا ته رسېده؛ نو نوره بيړه يې هم کوله.

٣٠٠_ په مخه ښه کې يې لاس ورکاوه:

امام باقر(رح) وويل: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې له کوم مسافر سره خدای په اماني کوله؛ نو ورته يې لاس ورکاوه(او بيا يې ورته دعا کوله).

٣٠١—د رسول الله (ص) کونټۍ:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) يوه کونټۍ درلوده، چې لاسکی يې له اوسپنې و، ډډه يې پرې وهله او د اختر پر ورځو، سفرونو او د لمانځه پرمهال يې خپلې مخې ته ايښووله او لمونځ يې کاوه.

٣٠٢_ د مؤمن نښه د پېغمبرانو سنت:

 رسول الله (ص) وايي: کونټۍ نيول د مؤمن نښه او د پېغمبرانو سنت دی.

٣٠٣_ پر کونټۍ ډډه کول:

 پرکونټۍ ډډه کول د پېغمبرانو اخلاق دي.

٣٠٤_ له سفره راستنېدل:

 رسول الله (ص) د ورځې او په ماسپښين کې له سفره راستنېده.

٣٠٥_ په توده هوا کې دمه:

په توده هوا کې دمه کول او داچې ډېرى لار يې د شپې وهله، د پېغمبراکرم (ص) سنت دي.

٣٠٦_ په سفر کې خوب:

 آنحضرت(ص) چې غوښتل په کوم سفر کې د شپې په پيل کې ويده شي؛ نو پر ښي لاس سملاسته او که د شپې په پاى کې ويدېده؛ نولاس يې راوچتاوه او سر يې په ورغوي کې ايښوده.

٣٠٧_ په سهار کې وتل:

 د رسول الله (ص) سنت و، چې سهار او د پنجشنبې پر ورځ له کوره په سفر وته.

٣٠٨_ د اوبو لوښى يې له ځان سره وړه:

 سنت يې دا و، چې په سفر کې يې له ځان سره د اوبو لوښى وړه.

٣٠٩_ له حجه د راستنېدو پرمهال دعا:

 رسول الله (ص)، چې له حج او يا له جنګه راستنېده او پر هره لوړه، چې تله؛ نو ويل: “الله اکبر “

٣١٠_ له کور مخکې جومات ته تله:

چې رسول الله (ص) له سفره راستېنده ړومبى جومات ته تله، دوه رکعته لمونځ يې کاوه او بيا کور ته تله.

 

د پېغمبراکرم (ص) جامو اغوستو آداب

٣١١_ شنې جامې يې خوښې وې:

رسول الله (ص) ته چې هر ډول جامې لاس ته راتلې اغوستې يې خو شنې جامې يې خوښې وې.

 ٣١٢_د سپينو جامو سپارښتنه:

 د رسول الله (ص) ډېرى جامې سپينې وې ويل يې: ((ژوندیو ته مو سپینې جامې ورواغوندﺉ او مړي مو پکې کفن کړئ.))

 په جنګي او غير عادي شرايطو کې يې دوه پوښه جامې اغوښتې، رسول الله (ص) شنه ورېښمینه پګړۍ درلوده، چې د مخ له سپينوالي سره يې خورا ښه برېښېده.

 ٣١٣_ د کميس اندازه:

 د رسول الله (ص) کميس تر ښنګرو اوږد او هغه چپنه يې چې پرې اغوسته، تر لینګو يې رسېده، هغه يې د کميس له پاسه تړله خو په لمانځه او په نورو وختو کې يې خلاصه پرېښووله. هغه کميس يې، چې د جامو له پاسه اغوسته، په زعفرانو يې رنګ کاوه، چې له هماغه جامو سره يې له خلکو سره لمونځ کاوه او کله يې يوازې يوه چپنه اغوسته.

٣١٤— په جامه کې بې تکلفي:

 رسول الله (ص) يوه زړه او پيوندي چپنه هم درلوده، چې کله کله يې اغوسته، ويل يې: ((زه بنده يم او د بندګاننو جامې اغوندم.)) دوه جامې يې درلودې، چې د جمعې ورځې ته ځانګړې وې، نورو ورځو ته يې نورې جامې درلودې. بې له نورو جامو يې یو څادر هم درلود، چې دواړو اړخونو ته يې د ولو په منځ کې غوټه وراچوله او په هماغې کې يې د جنازې لمونځ کاوه او په کور کې يې هم ورسره لمونځ کاوه او له ځانه راتاووله او له هماغې سره يې د شپې لمونځ هم کاوه او کله يې د جامو يو اړخ اغوسته او بل اړخ يې پر خپلو ځينو ښځو وراچوه او لمونځ يې هم کاوه.

٣١٥_ ښکلې جامې يې بښلې:

 رسول الله (ص) توره چپنه درلوده، چې هغه يې چاته وروبښله.

حضرت ام سلمې (رض) وويل: موروپلار مې درځار! هغه چپنه څه شوه؟ رسول الله (ص) وویل: ((ومې بښله.)) ام سلمه: د رنګ سپينوالى مو د هغې چپنې له توروالي سره ډېر ښکلى ښکارېده.

٣١٦_ د رسول الله (ص) ساده جامې:

حضرت انس بن مالک(رض) وايي: رسول الله (ص) ډېر وخت د ماسپښين لمونځ په داسې جامو کې کاوه، چې دواړه اړخونه يې سره ګنډل شوي ول.

٣١٧_ تر نوره غوره:

يوه ګوته يې پرګوته وه، پر هماغه ګوته يې لیکونه ټاپه کول ويل يې پر ليکونه ټاپه لګول تر نوره غوره دي.

٣١٨_ عرقچين:

عرقچين يې اغوسته، کله يې تر پګړۍ لاندې او کله يې ځانته پر سر ايښوده او کله يې له سره لرې کاوه او يوشال يې سر او تندى تاړه.

٣١٩_ سحاب يې وبښله:

 رسول الله (ص) د سحاب په نامه يوه پګړۍ درلوده، چې هغه يې حضرت علي (ک) ته وبښله، چې حضرت علي (ک) له دې پګړۍ سره راتله؛ نو آنحضرت(ص) به ويل: ((علي په سحاب کې درغى.))

٣٢٠_ د جامو اغوستو پرمهال دعا:

 رسول الله (ص) تل جامې له ښي اړخه اغوستې ويل يې: ((د هغه الله شکر دى، چې په جامو يې زما عورت پټ کړ او ځان پرې په خلکو کې ښکلی کړم.)) او چې جامې يې ايستې؛ نو له کيڼ اړخه يې ايستې.

٣٢١_ د الله په امان کې:

 چې آنحضرت(ص) نوې جامې اخستې نو زړې يې بېوزله ته ورکولې ويل يې: ((هر مسلمان، چې د الله د رضا لپاره خپلې زړې جامې يو مسلمان ته ورواغوندي؛ نو تر هغې، چې بېوزله دا جامې اغوستې وي، که د جامو ورکونکى ژوندى وي که مړ؛ نو د الله په ضمانت او امان کې دی.))

٣٢٢_ د رسول الله (ص) توشک:

د پوټکي يو توشک يې درلود، چې د کجورو له پاڼو يې ډک کړى و، اوږدوالى يې دوه ذراع[308] او پلن والى يې يو ذراع او يو لېشت و.

٣٢٣—د رسول الله (ص) چپنه:

 رسول الله (ص) يوه چپنه درلوده، چې نفل لمونځ يې؛ نو‏ راکتوله يې او تر ځان لاندې يې اچوله، بې له پوزي پر بل فرش نه ويدېده.

٣٢٤_ پر څيزونو نوم ايښوونه:

 د رسول الله (ص) له اخلاقو ځنې دا و، چې پر خپلو څارويو، وسلې او سامانو يې نومونه ايښي ول، د بېرغ نوم يې “عقاب” او هغه توره، چې په جګړو‏ کې ورسره وه “ذوالفقار” او د بلې تورې نوم يې “مخزم”، د بلې “رسوب” او د بلې نوم يې “قضيب” و. د تورې قبضه يې په سپینو زرو ښکلې کړې وه، د څرمنې ملابند يې درلود، چې درې کړۍ سپين زر پکې راځوړند ول. د کمان نوم يې “کتوم” د غشي د قوطۍ نوم يې “کافور” او د اوښ نوم يې “غضباء”، د اس نوم يې “دلدل” د خره نوم يې “يعفور” او د هغې مېږې نوم “عينة” وه، چې شيدې يې ترې څښلې.

٣٢٥_ د رسول الله (ص) د اوداسه په اوبو تبرک:

 رسول الله (ص) د خټو یوه کوزه درلوده، چې اودس يې پرې کاوه او اوبه يې هم پکې څښلې. خلکو د تبرک لپاره خپل ماشومان ورلېږل، د آنحضرت (ص) کور ته ورتلل او بې له دې چې څوک يې مخه ونيسي؛ نو په هغه کوزه کې يې اوبه څښلې او د تبرک لپاره يې اوبه پر خپل مخ او بدن اچولې.

٣٢٦_ پګړۍ تړل:

روايت دى، چې د رسول الله (ص) پګړۍ دومره وه، چې درې یا پینځه ځل يې له سره تاووله.

٣٢٧_ له پګړۍ سره لمونځ:

 رسول الله (ص) توره پګړۍ درلوده، چې لمونځ يې ورسره کاوه.

٣٢٨_ د رسول الله (ص) د زره نوم:

حضرت علي (ک) وايي: ((رسول الله (ص) کرښې کرښې عرقچين پر خپل سر ايښوده او بيا يې وويل: رسول الله (ص) يوه زره درلوده، چې “ذات الفضوي” نومېده، درې کړۍ سپين زر يې درلودل، چې دوه شا ته او يو يې مخې ته وه.

٣٢٩_ “نمره” او “شمله” اغوستل:

رسول الله (ص)”شمله” [تر څادر کوشنی] او “نمره” [وړینې جامې، چې تورې او سپينې کرښې يې درلودې] اغوسته او د رسول الله (ص) له ښې پنډۍ سره ډېره ښه ښکارېده

٣٣٠_ د لمانځه جامې:

رسول الله (ص) ‏په پراخه جامو کې لمونځ کاوه.

٣٣١_ نظافت ته بلنه:

 رسول الله (ص) دوه بڼلې ټوټې درلودې، چې د لمانځه پرمهال يې اغوستې، آنحضرت(ص) ‏خپل امت ته د پاکوالي سپارښتنه کړې ده.

٣٣٢_ د رسول الله (ص) جامې:

 حضرت ‏علي وايي: د پونبې جامې واغوندئ؛ ځکه رسول الله (ص) او زموږ د اهل بيتو جامې هم د پونبې دي.

 ٣٣٣_ د پونبې جامې واغوندئ:

 حضرت ‏علي وايي: له پونبې ‏جوړې جامې واغوندئ؛ ځکه ‏د رسول الله (ص) جامه ده او هغه ‏کله هم وړینې جامې وا نه غوستې خوچې ناچار به شو.

٣٣٤_ د پېغمبراکرم (ص) د څرمنې ‏ملابند:

رسول الله (ص) د څرمنې ملابند درلود، چې يوه غوټه هم پرې وه او په بله خوا کې يې سپين زر وو، چې درې کړۍ سپين زر پکې راځوړند ول، رسول الله (ص) د اوبو څښلو یو ‏جام هم درلود، چې په درې ټوټو سپینو زرو ښايسته شوى و.

٣٣٥_ د رسول الله (ص) توره:

حضرت ‏علي وايي: د تورې د پوښ پاى او د تورې قبضه يې له سپينو زرو وه، چې مينځ يې هم په سپینو زرو ښايسته شوى و.

٣٣٦_ د اختر پر ورځ ‏ په لاس کې کونټۍ نيول:

 رسول الله (ص) ‏يوه کونټۍ درلوده، چې لاندې برخه يې د اوسپنې وه، چې ډډه يې پرې وهله او د کمکي ‏او لوی ‏اختر پر ورځ يې په لاس کې نيوه.

٣٣٧_ د رسول الله (ص) ګوته:

 امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) ګوته له سپنو زرو وه.

٣٣٨_ د ګوتې ګرد غمى:

د ګوتې غمى بايد ګرد وي؛ ځکه د رسول الله (ص) د ګوتې غمى هم ګرد و.

٣٣٩_ د ګوتې پر غمي نقش:

 امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) د ګوتې پر غمي د((محمد رسول الله)) نقش و.

٣٤٠_ دګوټې د غمي نقش:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) دوه ګوتې درلودې، چې پر يوه يې ((لا اله الا لله محمد رسول الله (ص))) او پر بله يې ((صدق الله)) لیکلي ول.

٣٤١_ پر ښي لاس ګوته کول:

امام رضا (رح) وايي: رسول الله (ص)، حضرت علي (ک)، امام حسن، امام حسين او نورو امامانو ګوته په ښي لاس ګوته کوله.

٣٤٢_ کميس يې تر پر توګ مخکې اغوسته:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) کميس تر پرتوګه مخکې اغوسته.

٣٤٣_څوک مې، چې له سنته مخ واړوي، له ما ځنې نه دى:

 رسول الله (ص) حضرت ابوذر(رض) ته وصيت وکړ: ((ابوذره! پېړې او ځېږې جامې اغوندم، پر خاورو کېنم، تر خوړو روسته مې ګوتې سټم، پر بې کتې خره سپرېږم او له ځان سره بل هم کېنوم او څوک مې چې له سنتو مخ واړوي؛ نو له ما ځنې نه دی.))

٣٤٤_ په جګړو کې عرقچين:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) به يو سپين عرقچين، چې کرښې کرښې و، پر سر ايښوده او په جګړو کې يې له داسې عرقچينه ګټنه کوله، چې دوه غوږه يې درلودل.

٣٤٥—له تورو جامو يې کرکه درلوده:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) بې له پګړۍ، پڼو او چپنې نور له تور جامو کرکه درلوده.

٣٤٦_ د پڼو سنت:

امام باقر(رح) وايي: سنت دا دى، چې لومړى ښی بوټ او ورپسې چپ په پښو کړئ او په ايستو کې لومړى چپ او ورپسې ښى وباسې.

٣٤٧_ د خوړو پرمهال يې پڼې ايستې:

 امام صادق (رح) وايي: د خوړو پرمهال بوټان وباسئ؛ ځکه پښې مو اراموي اوسنت دي.

٣٤٨_ د بوټانو او پڼو رنګ:

د آنحضرت (ص) د بوټانو رنګ تور او د پڼو يې ژیړ و.

٣٤٩_ د پېغمبرانو جامه:

 امام صادق (رح) وايي: کتان د پېغمبرانو جامه ده.

٣٥٠_ له سرو جامو کرکجن و:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د سرو جامو له اغوستو کرکه درلوده.

٣٥١— د رسول الله (ص) کېږدۍ:

 د آنحضرت(ص) د کېږدۍ نوم “کن” و.

 ٣٥٢_ د جمعې د ورځې جامه:

د جمعې پر ورځ يې سره چپن او “سحاب” پګړۍ وهله او د مکې د سوبې پر ورځ يې توره پګړۍ وهلې وه.

 رسول الله (ص) ږومنځه، د رنجو کڅوړه، بېتي او مسواک په یوې توبرې کې ايښوول او له دنيا، چې تله؛ نو پېړه يمني “ملبيده” نومې چپنه يې پر تن وه.

 رسول الله (ص) يو تخت درلود، چې حضرت اسعد بن زراره(رض) ورډالۍ کړى و، پر کوم منبر، چې کېناسته، درې پوړه يې درلودل، چې د طرف د ونې له لرګي جوړ شوى و. د رسول الله (ص) جومات مناره نه درلوده اوحضرت بلال(رض) پر ځمکه اذان کاوه.

٣٥٣_ د رسول الله (ص) د جامو رنګ:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) يوه چپنه درلوده، چې د زعفرانوپه څېر په يو بوټي رنګ شوې وه، چې په کور کې يې اغوسته، چې ددې جامو رنګ د رسول الله (ص) پر مبارک بدن اغېز کړى و.

٣٥٤—په کور کې د جامو رنګ:

امام باقر(رح)وايي: موږ په کورنو کې ژیړې جامې اغوندو.

 

 

د رسول الله مبارک د هستوګنځي آداب

٣٥٥_ د رسول الله (ص) ساده ژوند:

 رسول الله (ص) په داسې حال له دنيا ولاړ، چې خښته يې پر خښته ايښې نه وه.

٣٥٦_ د پېغمبرانو غونډه:

 حضرت علي (ک) وايي: جوماتونه د پېغمبرانو غونډې دي.

 ٣٥٧_ د پنجشنبې پر ورځ تګ:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) په ګرمۍ کې د پنجشنبې پر ورځ انګړ ته راوته او په ژمي کې د جمعې پر ورځ کوټې ته وردننه کېده.

 ٣٥٨_ تر ويدېدو مخکې دوه رکعته لمونځ:

حضرت خدیجه بي بي وايي: رسول الله (ص)، چې به کور ته راغى؛ نو اوداسه ته يې د اوبو لوښی ‏غوښته او تر دوه رکعته لمانځه روسته به ويده شو.

٣٥٩_ پر دښمن يې د شپې ناڅاپه برید ‏نه کاوه:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) کله هم پر دښمن د شپې ناڅاپه يرغل و نه کړ.

٣٦٠_ سپين چرګ يې ساتلى و:

 رسول الله (ص) وايي: ((سپين چرګ مې ملګرى دى او دښمن يې د الله دښمن دی هغه د خپل خاوند پاسوال دی او په شاوخو کې د اوو؛ نورو کورنو پاسوال هم دی.)) رسول الله (ص) د شپې چرګ په خپل کور کې ساته.

٣٦١_ د سپين چرګ ځانګړنې:

امام رضا (رح) وايي: سپين چرګ د پېغمبرانو پینځه ځانګړنې لري: د لمانځه د وخت پېژندنه، غيرت، بښنه، مړانه او له خپلو ښځو سره يې ډېر کوروالى.

 ٣٦٢_ کفترې ساتل:

امام صادق (رح) وايي: د هر پېغمبر په کور کې کفترې وې؛ ځکه ناپوهه پېريان د کورونو له ماشومانو سره لوبې کوي؛ خو که په کوم کور کې کفترې وي؛ نو پيريان له کفترو سره لوبې کوي او د کور له خلکو سره کار نه لري.

٣٦٣_ يوه جوړه سرې کفترې:

 امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) په کور کې يوه جوړه سرې کفترې وې.

٣٦٤_ تيارې کوټې ته له ننووتو يې کرکه درلوده:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) کرکه درلوده، چې بې څراغه تېارې کوټې ته ورننوځي.

٣٦٥—په ژمي کې وتل او ننووتل:

آنحضرت(ص) په ژمي کې د جمعې پر شپه له کوره وته او ورننووته.

٣٦٦_ مخ پر قبله کېناستل:

 حضرت علي (ک): که کله مو هم غوښتل په جومات کې کېنئ؛ نو مخ پر قبله کېنئ؛ ځکه سنت دي.

٣٦٧_ د کوټې چت مه رنګوئ:

امام صادق (رح): د کوټې چت مه رنګوئ، چې دا کار د رسول الله (ص) خوښ نه و.

 

 

 

 

د پېغمبراکرم د ويدېدو او بسترې آداب

 ٣٦٨_ رسول الله (ص) پر څه سملاسته ؟

آنحضرت(ص) ‏تر ځان لاندې خپله چپنه ‏اچوله، بالښت يې له پوټکي و، چې د کجورو له پاڼو ډک و، يوه ورځ يې هماغه چپن ورلاندې دوه کته هواره کړه؛ نو سهار چې له خوبه راپاڅېد، و يې ويل: ((دا څه مو چې راته اچولي وو، د شپې له لمانځه يې و ايستم.)) بيا يې حکم وکړ: څه چې تر پېغمبرلاندې اچوئ مه يې دوه کته کوئ، يو بل توشک يې هم درلود، چې د پوټکي و او د کجورو له پاڼو ‏ډک و، بله چپن يې هم درلوده، چې چېرې ‏تله؛ نو ورلاندې يې دوه کته هواروله.

٣٦٩_ پر پوزي سملاستل:

 ‏ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم پر پوزي سملاسته چې بې له هغه پوزي ‏ هېڅ هم ورلاندې نه وو.

٣٧٠_ له خوبه د راپاڅېدو پرمهال سجده:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص)، چې تل له خوبه راپاڅېد؛ نو الله ته یې سجده کوله.

۳۷۱- پر ملا سملاستل:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) پر ملا سملاسته.

٣٧٢_ د رسول الله (ص) روجايي:

 رسول الله (ص) ‏نهه ښځې درلودې، چې ورسره يوه روجايي ‏وه، چې په “ورس” بوټي يا زعفران رنګ شوې وه، ‏د هرې ‏وار، چې رارسېد؛ نو روجايي ‏يې ورلېږله، چې لږې اوبه پرې وشيندي، چې‏ کوټه ‏خوږ بويه کړي.

٣٧٣_ سهار وختي پاڅېدل:

حضرت ‏علي وايي: د شپې په پاى کې ويښ پاتېدل، د روغتيا، د الله د خوشحالۍ او ‏د هغه د رحمتونو د راکوزېدو لامل ګرځي او همداسې د پېغمبرانو سنت هم دی.

٣٧٤_ د ويدېدو پرمهال‏ دعا:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې ويدېده، دا دعا ‏يې ويله ((اللهم با سمک احيا وباسمک اموت – ‏خدايه!ستا په نامه ژوندى کېږم او ستا په نامه مړ کېږم)) او چې له خوبه راپاڅېده؛ نو دا دعا يې ويله: ((الحمدالله الذى احيانى بعد ما اماتنى واليه النشور – د هغه الله شکر، چې ‏تر مړه کېدو روسته يې بېرته راژوندى کړم او ټول يې پر لوري محشورېږ‏و)).

٣٧٥_ د ويدېدو پرمهال ‏دعا:

 محمد بن مروان وايي: امام صادق (رح) راته وويل: درته ووايم، ‏ چې رسول الله (ص)، چې ويدېده؛ نو څه ‏يې ويل؟‏ ورته مو وويل: هو! امام صادق (رح): ((آيت الکرسى)) يې ويله او بيا يې ويل: د الله په نامه پر الله مې ايمان راړوی ‏او له سرغړاندو ‏بېزار يم، ‏خدايه! که ويده يم که ويښ خو ته مې ‏مل شې.

٣٧٦_ د رسول الله (ص) بالښت:

 رسول الله (ص) ډېرى وخت داسې بالښت تر سر لاندې ايښوده، چې له پوټکي و او د کجورو پاڼې پکې وې او کله کله پرې کېناسته هم.

٣٧٧_ د خوب ليدو پرمهال ‏دعا:

 رسول الله (ص)، چې به وېرونکى خوب وليد؛ نو ويل يې: ((هوالله الذى لا شريک له)) او‏ چې د شپې لمانځه ته راپاڅېده؛ نو ويل ‏يې: ستاېنه او شکر د هغه الله دى، چې د اسمانونو، رڼا، ځمکې او‏ څه چې پکې دي، پنځوونکى يې دى. ‏خدايه! حق يې، خبره دې حق ده، جنت او دوزخ دې حق دي، خدايه درتسليم يم، پر تا مې ايمان راوړى، پر تا مې توکل دی، تا ته مې توبه او ستا په ځواک ‏مې دښمن ځپلى، ته مې قاضي يې نو خدايه! پټ، ښکاره، تېر او راتلونکي ګناهونه مې وبښه، ته مې الله يې او بې له تا بل معبود نشته.))

تر اوداسه مخکې يې مسواک وهه.

٣٧٨_ د خوب پرمهال‏ لس څيزونه:

 امام هادي وايي: موږ اهل بيت د خوب پرمهال ‏لسو څيزونو ته پاملرنه کوو‏‏: طهارت درلودل، پر ښي لاس مخ ايښوول، ٣٣ ځل “سبحان الله” ‏، ٣٣ ځل “الحمد الله” او ٣٤ ځل ” الله اکبر” ويل، مخ ‏پر قبله يو، سوره فاتحه، آيت الکرسى او ((شهد لله انه لا اله الا هو)) تر پايه ‏ويل. که چا داسې وکړل؛ نو له شپې يې خپله ګټه اخستې ده.

 ٣٧٩_ د ويدېدو پرمهال ‏دعا:

محمد بن مروان وايي: امام صادق (رح) وويل: درته ووايم، چې رسول الله (ص) به د ویدېدو پرمهال ‏ څه ويل؟ ورته مې ويل: هو! امام وويل: د آيت الکرسۍ تر ويلو روسته ‏يې ويل: د الله په نامه، پر الله مې ايمان راوړی، طاغوت نه منم، خدايه! ويده يم که ويښ، و مې ساتې.

٣٨٠_ د شپې لمونځ سنت دی:

امام صادق (رح) وايي: د شپې لمونځ وکړئ، چې د پېغمبرانو سنت دی.

 

 

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  کورني اخلاق

د الله استازي د خپل کور له غړيو سره په ورين تندي چلن کاوه او تل يې له خپلې کورنۍ سره ګوزاره کوله او د خپلو مېرمنو حقوقو ته يې بشپړه پاملرنه درلود؛ خو کومې غلطۍ، چې يې له مېرمنو کېدې نو نه یوازې ترې تېرېده؛ بلکې هېڅکله يې ژبه هم ترخه نه شوه او له ټولو سره يې ګوزاره کوله او په دې هکله يې وويل:

 ((ټول خلک هم ښې او هم بدې ځانګړنې لري او سړي ته پکار نه دي، چې یوازې د خپلې مېرمنې بدو ځانګړنو ته وګوري او هغه پرېږدي، که کله يې له يوې ځانګړنې خپه شي؛ نو بله ځانګړنه يې د خوښۍ لامل دى او انسان ته پکار دي، چې دې دواړو ته وګوري. [309]))

 

له خپلو مېرمنو سره ورين تندى

د الله د استازي په کورني ژوند کې ورين تندي؛ خورا ارزښت درلود او تل يې پرې سپارښتنه کوله. د حضرت سعد بن معاذ (رض) د خښولو پرمهال يوه پېښه وشوه، چې مؤمنانو ته عبرت شوه. د حضرت سعد بن معاذ مور، چې د خپل زوى په جنازه کې د الله د استازي خواري وليده، رسول الله (ص) څو ځل د حضرت سعد جنازه پر اوږو کړه، په خپله يې قبر ته ورکوز شو او په قبر کې يې ورکېښود او خاورې يې پرې واچولې نو د خپل زوى په هکله يې وويل: سعده! جنت درپېرزو شه.

 رسول الله د سعد مور ته وويل: ((په کلاره شه او د الله په چارو کې لاس مه وهه، چې زوى دې همدا اوس تر ډېر دباو لاندې دى)). ټولو اصحابو په حيرانتيا د الله له استازي، علت وپوښت، ورته يې وويل: ((هغه په کور کې له خپلې کورنۍ سره بد خویه و. [310]))

رسول الله (ص) به له مېرمنو سره پر ښو اخلاقو چلن ته دومره ارزښت ورکاوه، ان د خپل ژوند تر پايه يې پرې سپارښتنه کوله.

يوه ورځ حضرت “اسماء” د يزيد انصاري لور د مدينې د مېرمنو له اړخه استازې شوه، چې ګيله يې رسول الله (ص) ته يوسي او ځواب يې راوړي. “اسماء”، چې ورغله نو و يې ويل:

 ((زه د مدينې د ښځمنو استازې يم. موږ مېرمنې وايو: الله تاسې هم نارينه وو او هم ښځمنو ته رالېږلي ياست، ښځمنې هم پر الله او پر تاسې ايمان لري، ښځمنې په کورونو کې ناستې او ستاسې اولادونه روزي خو بلخوا وينو، چې ستر ثوابونه او سپېڅلي کارونه یوازې په سړو پورې ځانګړي دي او موږ ترې بې برخې يو)).

رسول مبارک خپلو اصحابو ته وکتل او ورته يې وويل: ((ايا په دې هکله مو تر وسه دومره منطقي خبره اورېدلې وه ؟))

په اصحابو کې يو وويل: ((ګومان نه کوم، چې دا خبره به ددې ښځمنو خپله خبره وي.)) د الله استازي ددې اصحابي خبرې ته ارزښت ور نه کړ او “اسماء” ته يې مخ کړ، و يې ويل: “ښه غوږ شه، چې څه درته وايم او بيا زما خبره هغوى ته هم ورسوه، چې يې استازې يې. خيال مو کړى، چې څوک سړى شو او دا دندې، چې تا ورته اشاره وکړه؛ نو په هغوى به فضيلت، اجر او ثواب ته ورسي او تاسې به ترې بې برخې شئ ؟ خو داسې نه ده، که ښځه د کور او خپل مېړه ښه خيال وساتي او پرې نه ږدي، چې د کور د چاپېريال اوبه خړې شي؛ نو اجر او ثواب يې د سړیو له هماغو چارو هومره دى، چې اشاره دې ورته وکړه [311].

رسول الله تل د ښځې د ستر شخصيت درناوى کاوه او تل يې غوښتل سړي پردې حقيقت پوه کړي، چې د ټولنې نېکمرغي اوبدمرغي د ښځې په روزنې پورې اړه لري؛ ځکه غوښتل يې چې په هر ځاى کې په ښه توګه د مور مقام وستايي او درناوى يې وکړي او همداسې سړي يې د خپلو مؤمنو مېرمنو درناوي ته هڅول او ويل يې: ((تر اسلام روسته، څه چې انسان ته ورپر برخه کېږي، مؤمنه کورودانې ده، چې ور وګوري، خوشحاله يې کړي او د غوښتنې پرمهال يې خبرې ته غوږ کېږدي او د مېړه په نه شتون کې د مېړه مال وساتي [312])).

 

سخت دريځي نه ده پکار

د رسول الله سپارښتنه ده، چې سړى بايد د خپلې کورنۍ د هوساېنې لپاره هلې ځلې وکړي او پکار وزلي ورته چمتو کړي او هغوى يې رټل، چې په دې چار کې يې ناغېړي کوله، ويل يې: ((الله دې پرې و نه لورېږي، چې خپله کورنۍ ضايع او پر خپل حال يې پرېږدي.))

نبوي حديث دى: ((مؤمن په الهي آدابو مودب دى او چې الله د انسان ژوند پراخه کړ؛ نوخپلې مېرمنې او اولاد ته دې په ژوند کې پراخوالى ورکړي)).

او د هغوى په هکله، چې مالي وس يې و؛ خو پر کورنۍ يې سختي کوله، ويل: ((هغه له موږ ځنې نه دى، چې الله په ژوند کې پراختيا ورکړي؛ خو پر کورنۍ شومتوب کوي.))

او همداسې مېرمنو ته يې هم سپارښتنه کوله، چې د مړونو حقونو ته پاملرنه وکړي او په ژبه يې و نه کړوي.

نبوي حديث دى: کومه ښځه، چې په ژبه خپل مېړه وکړوي؛ نو تر هغه يې روژه، صدقه او حسنه نه قبلېږي، چې مېړه يې ترې راضي شوى نه وي، که څه د ورځې روژې ونيسي او د شپې عبادتونه وکړي او مريان ازاد کړي او پر اسونو يې جهاد ته ولېږي خو سره له دې ټولو چارو، که مېړه ترې راضي نه وي؛ نو دوزخ ته په تګ کې به ړومبۍ وي او همداسې دا خبره د سړي په هکله هم ده[313].

رسول الله (ص) مېرمنو ته سپارښتنه کوله، چې له خپلو مړونو سره ګوزاره وکړي او د هغه څه د اخستو غوښتنه و نه کړي، چې سړى يې وس نه لري او ويل يې: ((ښځه، چې له خپل مېړه سره ګوزاره و نه کړي او داسې څه وغواړي، د مېړه په وس کې يې نه وي؛ نوهېڅ ښېګڼه يې نه قبلېږي او د قيامت پر ورځ به الله ورته پر قهر وي.))

 

په کورنیزو چارو کې مرسته

سره له هغو ټولو چارواو دندو، چې د الله استازي ته ور په غاړه وې؛ نو سره له دې چې کور ته به راستون شو؛ نو د کور په ټولو چارو کې يې له کورنۍ سره مرسته کوله.

يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د حضرت علي (ک) کور ته ورغى، ويې ليدل، چې علي نخود پاکوي او فاطمه بي بي هم د دېګ ترڅنګ ناسته ده، چې په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  وويل: ((سړى، چې بې منته په کور کې له خپلې ښځې سره مرسته وکړي؛ نو الله يې نوم د شهيدانو په نوملړ کې ليکي.))

حضرت علي (ک) وايي: ((په کور کې له مېرمنې سره د سړي مرسته د کبيره ګناهونو کفاره ده.))

 

د کور له چوپړیالانو سره ښه چلن

رسول الله به له خپلو چوپړیالانو سره په ورين تندي چلن کاوه، ان چوپړیالانو يې له خپلې کورنۍ سره د ژوند پرځاى د الله د استازي چوپړ ته لومړیت ورکاوه.

يوه ورځ د الله استازي خپل يو چوپړیال د يو کار لپاره يو نږدې ځاى ته ولېږه، چې نيمه ورځ يې تېره کړه ځنډ يې رسول الله (ص) خپه کړ او د رسول الله (ص) کورنۍ داسې ګومان کاوه، چې راستون شي؛ نو رسول الله (ص) به يې ورټي؛ نو چې چوپړیال له هومره ځنډ سره راستون شو؛ نو رسول الله (ص) ورته په مسواک اشاره وکړه، و يې ويل: ((که د الله له لوري له کساته وېره نه وه نو په دې مسواک به مې يو ډب وهلی وې!)).

د حضرت انس بن مالک (رض) خبره:

حضرت انس بن مالک (رض) وايي: لس کاله د الله د استازي په چوپړ کې وم خو په دې موده کې مې ترې تريو تندى و نه ليد او د “اوف” هومره يې هم راته و نه ويل او کوم کارونه، چې را څخه غلط شوي وو؛ نو هېڅکله يې راته و نه ويل، چې ولې دې دا کار داسې وکړ؟ او کوم کار مې چې و نه کړ؛ نو هېڅکله يې و نه ويل، چې ولې دې دا کار و نه کړ ؟

حضرت انس وايي: رسول الله (ص) ته مې د روژه ماتي لپاره خواړه چمتو کول، چې کله شيدې او کله ډوډۍ وه، چې په اوبو کې يې لمدوله. يوه شپه مې د رسول الله (ص) لپاره خواړه چمتو کړل؛ خو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ناوخته راغى ګومان مې وکړ، چې کوم اصحابي به مېلمه کړى وي؛ نو خواړه مې په خپله وخوړل، څو شېبې روسته راغی، د رسول الله يو ملګرى مې وپوښت: رسول الله (ص) روژه ماته کړې که نه ؟ راته يې وويل: نه! نودومره خپه شوم، چې له زړه مې يو الله خبر و او له ځان سره مې وويل که خواړه وغواړي او ورته يې چمتو نه کړاى شم، که وږى ويده شي؛ نو بيا؟پر هغه شپه د الله استازى (ص) وږى ويده شو او د خوړو په هکله يې و نه پوښتل او تر اوسه يې هم هغه خبره راياده نه کړه.

 

پر کوشنيانو لورنه

 له ماشومانو سره يې په لورنه او مينه چلن کاوه. څو ځل وليدل شول، چې امام حسن او امام حسين يې د سجدې پرمهال پرشا سپاره شول او د الله استازي خپله سجده دومره اوږده کړه، چې حسنين ترې راکوز شول او يا ډېر په کلار يې راکوز کړل او راو يې نيول او ښکل يې کړل.

 يوه ورځ د يو شتمن په مخ کې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  امام حسن مجتبى ښکل کړ؛ نو سړي ورته وويل: زه لس زامن لرم، چې تر وسه مې يو هم ښکل کړى نه دى؛ نو د الله استازي ورته وويل: څوک چې لورنه و نه کړي؛ نو الله به پرې و نه لورېږي.

يوه ورځ د يو کار لپاره له کوره بهر وتلى و، چې د خپل اتلس مياشتني زوى ابراهيم له رنځه خبر شو؛ نو چې کور ته راستون شو ويې ليدل، چې د ژوند د هيلو د بڼ چې يوازېني ګل يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. هغه يې په غېږ کې راواخست او په ژړا يې وويل:

((ګرانه ابراهيمه! موږ خو تا لپاره څه نه شو کړاى او الهي تقدير هم نه بدلېږي خو ستا د پلار سترګې ستا په وير کې ژړغوني او زړه يې له غمه ډک دى؛ خو هېڅکله به داسې خبره و نه کړم، چې الله مې راڅخه خپه شي او که الهي ژمنه نه واى، چې موږ به هم له تا سره يو ځاى شو؛ نو ستا په غم کې به مې دومره ژړلي واى، چې سترګې مې وچې شوې واى)).

د خپل زوى په وير کې د الله د استازي اوښکو ځينې حيران کړل تردې چې حضرت عبدالرحمن بن عوف(رض) نيوکه وکړه، ورته يې وويل: ((تاسې خو موږ په خپلو مړيو کې له ژړا منع کوئ؛ نو اوس څنګه په خپله ژاړئ ؟)).

ورته يې وويل: ((هېڅکله مې داسې نه دي ويلي، چې د خپلو مړيو په وير کې مه ژاړئ؛ ځکه دا ژړا د مينې نښه ده او څوک چې له نورو سره مينه نه کوي؛ نو الله به ورسره مينه و نه کړي او ما درته ويلي، چې ژاړئ خو چغې او سورې مه وهئ او جامې او وېښته مو مه شلوئ او په وير کې داسې خبرې مه کوئ، چې پر الله نيوکه او يا کفر وي او الله له ځانه خپه کړئ.))

 د الله استازي (ص) نه یوازې له خپلو زامنو او ماشومانو سره مينه کوله؛ بلکې په نوم له ماشوم سره يې مينه کوله او سربېره پردې د هغوى درناوى يې هم کاوه. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم (ص) ناست و، چې حسن او حسين را ننووتل، ورپاڅېد او د ماشومانو د را رسېدو په تمه شو ماشومان په تګ کې غښتلي نه وو؛ نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په خپله ورمخکې شو او په غېږ کې يې راواخستل او پر اوږو يې سپاره کړل او را روان شو او پر هماغه حال يې وويل: ((ګرانو زامنو! څومره ښه سپرلۍ لرئ او څومره سپاره ياست.))

د الله استازى (ص)، چې به له سفره راستون شو؛ نو په لار کې ماشومان مخې ته ورتلل؛ نو درناوي ته يې تمېده او ځينې يې په غېږ کې اخستل، ځينې يې پر اوږو سپرول او خپلو اصحابو ته يې سپارښتنه کوله، چې تاسې هم داسې وکړئ، چې ماشومانو ته د الله د استازي دې کار خورا خوند ورکاوه او هېڅکله يې دا وخت نه هېراوه.

 ځينو ميندو خپل ماشومان د “دم” لپاره رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ته راوستل، کله داسې هم کېدل، چې ماشومانو پرې متيازې کولې، چې په دې کار يې ميندې خپه کېدې؛ خو د الله استازي ورته ويل: مه خپه کېږئ، خير دى که جامې مې ناولې شوې پاکې به يې کړم، ويل يې: له ماشومانو سره مو مينه وکړئ او ورسره کړې ژمنه مو پوره کړئ او الله په هېڅ څه دومره نه خپه کېږي؛ لکه څومره چې پر ښځو او ماشومانو خپه کېږي.

امام صادق (رح) وايي: يوه ورځ د الله استازي خلکو ته د ماسپښـين د لمانځ جمعه ورکوله، چې هغه مبارک دوه روستي رکعتونه رالنډ کړل او لمونځ يې ژر پاى ته ورساوه، تر لمانځه روسته اصحابو رسول الله ددې چار په هکله وپوښت، و يې ويل: ((د ماشوم ژړا او چغې مو وا نه ورېدې ؟)) د ماشوم مور هم په جمعه کې وه، چې په درېیم رکعت کې ماشوم په ژړا شو؛ نو رسول الله (ص) ددې لپاره لمونځ چټک کړ، چې مور ژر خپل ماشوم ته ورشي.

پاک نبي (ص) وايي: ماشومان مې د پینځو ځانګړنو له لامله خوښ دي: ړومبى داچې ډېر ژاړي او ژړنې سترګې د جنت کونجي ده. دويم داچې په خاورو کې لوبې کوي (کبرجن نه دي). درېیم داچې يو له بل سره جنګ کوي؛ خو ژر پخلا کېږي او په زړونو کې يو له بل ته کينه نه ساتي. څلورم داچې څه د سبا لپاره نه زېرموي (؛ ځکه اوږدې هيلې نه لري). پینځم داچې کور جوړ کړي او بېرته يې وران کړي (پر څه زړه نه تړي).

د الله د استازي د ماشومانو ارواپوهنې ته خورا پام و او د انجلۍ د حساسيت او د روح د ظرافت له لامله يې ويل، چې لوڼو ته مو ډېر پام وکړئ او که اولاد ته مو ډالۍ اخلئ؛ نو ړومبى يې لور ته واخلئ.

کورنۍ يې په هکله وايي:

٣٨١_ واده نبوي سنت دی:

 حضرت علي (ک) وايي: واده نبوي سنت دی؛ ځکه ‏ رسول الله (ص) وويل: ‏څوک غواړي، ‏له سنتو مې لاروي وکړي؛ نو واده زما سنت دی.

٣٨٢_ د الهي پېغمبرانو سنت:

 محمد بن فلاد وايي: ‏ وا مې ورېدل، چې امام رضا (رح) وويل: عطر وهل، د بدن اضافه وېښتان له منځه وړل او له خپلو ښځو سره ډېر کوروالى، د پېغمبرانو اخلاق دي.

 ٣٨٣_ له مېرمنو سره چلن:

 حضرت ‏علي وايي: د رسول الله (ص) ځينو يارانو له خپلو ښځو سره کوروالى، خواړه او ورسره د شپې ويديدل پر ځان حرام کړي ول. ام سلمې بي بي دا خبره رسول الله ته وکړه، چې رسول الله (ص) ورپسې ورغى و يې ويل: مېرمنو ته مو لېوالتیا نه لرئ، زه چې پېغمبر يم، له خپلو مېرمنو سره کوروالى کوم، د ورځې خواړه خورم او د شپې ويدېږم، چې ‏سنت ته مې شا کړي، ‏له ما ځنې نه دی.

٣٨٤_ له مېرمنو سره خبرې:

امام صادق (رح) وايي: له خپلو مېرمنو سره مينه د الهي پېغمبرانو اخلاق دي.

٣٨٥_ د رسول الله (ص) د سترګو رڼا:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) وويل: لمونځ مې د سترګو رڼا او خوند مې په مېرمنو کې دى.

 ٣٨٦_ تر واده مخکې له مېرمن سره کتل:

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ‏چې له کومې ښځې سره واده؛ نو لومړ‏ى يې ليدو ته يو کس ورلېږه.

٣٨٧_ د انسان هوساېنه: ‏

حسن بن بنت الياس وايي: امام رضا (رح) وويل: الله شپه او ښځه آرام ته ‏پنځولي او په شپه کې واد کول او خواړه ورکول سنت دي.

٣٨٨_ د سر خرېلو سنت:

هارون بن مسلم وايي: صاحب الدار[امام مهدي] علیه السلام ته مې وليکل: په کور کې مې ماشوم شوى، ‏سر مې ورته وخرواه، ‏د وزن هومره مې يې درهم صدقه کړل؛ نو د لیک ‏په ځواب کې راغلل: د ماشوم د وېښتانو وزن ورکول يوازې له سرو او سپنوزرو سره جايز دي، چې پخپله دا کار سنت دی.

٣٨٩_ د ماشوم عقيقه:

حضرت علي (ک) وويل: ماشوم مو چې د اوو ورځو شو؛ نو عقيقه يې وکړﺉ او د وېښتانو د وزن هومره يې مسلمانانو ته سپین زر‏ ورکړئ؛ ځکه ‏رسول الله (ص) د خپلو زامنوحسن اوحسين لپاره هم داسې وکړل.

٣٩٠_ غوره خلک:

 رسول الله (ص) وايي: ((پوه شئ! تر ټولو ‏غوره مو هغه دی، چې پر خپلو مېرمنو لوراند وي او زه درکې تر ټولوغوره يم.))

 ٣٩١_ تر ابراهيم هم غيرتي یم:

 رسول الله (ص) وايي: پلار مې ابراهيم ‏غيرتي و، چې زه تر هغه هم غيرتي يم.))

٣٩٢_ پر لار د تګ آداب:

امام صادق (رح) د حضرت موسى علیه السلام د کيسې په باب، چې د حضرت شعيب علیه السلام لور ته يې وويل: په ما پسې راروانه شه او لار راوښيه؛ ځکه موږ پېغمبران داسې خلک يو، چې د ښځو شا ته نه ګورو.

٣٩٣_ د متعې یا لنډ مهالې نکاح پر سنت عمل:

بکر بن محمد وايي: امام صادق (رح) مې د متعې په باب وپوښت: و يې ويل: خوښ نه يم يو مسلمان له دنيا ولاړ شي او د رسول الله (ص) پر يو سنت يې هم عمل نه وي کړی.

٣٩٤_ د وليمې ورکولو سنت:

امام رضا (رح) وايي: چې نجاشي د رسول الله (ص) لپاره د ابوسفيان پر لور ام حبيبې مارکه وکړه او ور واده يې کړه؛ نو خواړه يې چمتو کړل، و يې ويل: د پېغمبرانو يو سنت په ودونو کې خواړه ورکول دي.

٣٩٥_ دوخت په ويش کې دعا:

‏چې رسول الله (ص) ‏‏پر خپلو مېرمنو وخت ايشه نو دا دعا يې کوله: خدايه! دا هغه برخه ده، چې ‏په واک کې مې وه نو ‏پر هغه څه مې ملامت نه کړې، چې ‏په واک کې مې نه دي او ته يې څښتن يې ‏.

٣٩٦_ په مېرمنو کې عدالت:

حضرت ام سلمه بي بي وايي: د حجة الوداع په سفر کې د رسول الله (ص) مېرمنې هم ورسره وې او هره شپه له يوې سره و او له دې لارې يې غوښتل په منځ کې يې پر عدالت چلن وکړي.

٣٩٧_ د ټولو مېرمنو کتل:

 رسول الله (ص) د سهار تر لمانځه روسته د خپلې هرې مېرمنې کتو ته ورتله.

 ٣٩٨_درې حلالې لوبې:

 حضرت علي (ک) له رسول الله (ص)‏ روايتوي: ((درې ‏لوبې حرامې نه دې: له ليندۍ سره لوبې، د ښوونې لپاره له اس سره لوبې ‏او له مېرمنې سره لوبې، چې سنت دي.))

 ٣٩٩_ پر وخت پابندي:

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ‏که رنځور هم و نو ويل يې: د هرې مېرمن وار مې، چې وي، ورته مې بوځئ.

 ٤٠٠_ ميمونه بي بي وايي:

‏ حضرت ميمونه بي بي وايي: ‏رسول الله (ص) د میاشتنۍ جامو ‏په وختونو کې راته، ويل يې: چې لنګ وتړم او ورسره سملم.

٤٠١_ د څښتن د استازي‏ مهريه:

 د آنحضرت(ص) ‏د مېرمنو او لوڼو مهريه تر دولس اوقيه او له يو نش زياته نه وه او ورپسې يې وويل: ((اوقيه له څلوېښت درهمو او نش له ٢٠ درهمو سره انډول دی.))

٤٠٢_ د رسول الله (ص) دعا:

 خدايه! پناه دروړم، له هغه زوى، چې حکومت راباندې وکړي، هغه مال چې تباه مې کړي او له هغې مېرمن، چې زوړ مې کړي.

٤٠٣_ پر ماشوم نامه ايښوول:

امام رضا (رح) وايي: په موږ اهل بيتو کې، چې ماشوم وشي؛ نو د اوو ورځو لپاره ورته د محمد نوم اخلو تر اوو ورځو روسته که مو غوښتل هماغه نامه ورته اخلو ګنې ‏بل؛ نوم پرې ږدو.

٤٠٤_ د مينې لاس:

 آنحضرت(ص) ‏سهار پر خپلو زامنو د مينې لاس راکښوده.

٤٠٥_ د واده پر شپه د تکبير سنت:

امام صادق (رح) وايي: د حضرت‏ فاطمې ‏او حضرت علي (ک) د واده پر شپه جبرائيل، مکائيل او اسرافيل له اسمانه راکوز شول او بيا يې ‏تکبير او الله اکبر وويل؛ ځکه ‏د واده پر شپه د الله اکبر ويل تر قيامته ‏سنت شو.

٤٠٦_ ماشومانو ته د کجورو ‏ورکول:

حضرت علي (ک) وايي: ماشومانو ته مو چې د لومړي ځل لپاره خواړه ورکوئ؛ نو کجوره ‏ورکړئ؛ ځکه ‏د خدای رسول امام حسن او حسين ته هم داسې کړي ول.

٤٠٧_ اوه سنتونه:

 امام صادق (رح) وايي: ماشوم، چې وزیږېږي؛ نو اوه څيزونه يې سنت دي:

١_ نوم ايښوونه. ٢— د سر وېښتان خرېل. ٣—که شونې وه نو د سر د ويښتو د تول هومره يې سره يا سپين زر ورکړئ. ٤— عقيقه کول. ٥—پر سر ورته زعفران موږل. ٦_ سنتول. ٧—له عقيقې سره ګاونډيانو ته خواړه ورکول.

٤٠٨— د ماشوم سنتول:

 رسول الله (ص) وايي: نر ماشومان سنتول سنت او ماشومانو ته کرامت دی.

٤٠٩_ د غوږ سوري کول:

 امام صادق (رح) وايي: د ماشوم غوږ سورى کول او پر اوومه ورځ يې سنتول سنت دي.

 ٤١٠_ د امامانو د زامنو پاکوالی:

محمد بن زياد وايي: چې امام رضا (رح) وزیږېد؛ نو له امام موسى کاظم مې واورېدل، چې و يې ويل: دا زوى مې سنت او پاک سوتره دنيا ته راغلى ‏او ټول امامان پاک او سنت شوي دنيا ته راغلي، و يې ويل: خو موږ د حضرت ابراهيم او رسول الله (ص) د سنت پرځاى کولو لپاره د ماشوم سر خروو.

٤١١_نېکه کنیه:

 امام باقر(رح) وايي: موږ اهل بيت پر خپلو ماشومانو ښه کنیه ږدو، چې څوک پرې بد نوم کېنږدي.

 ٤١٢_ د کنیه سنت:

سنت دي، چې پر انسان ‏د پلار له نامې کنیه کېږدي.

 ٤١٣_ لمانځه ته هڅونه:

امام صادق (رح) وايي: زموږ د اهلبيتو ماشومان، چې پینځه کلن شي؛ نو حکم ورکوو، چې لمونځ وکړي؛ نو ستاسې اولاد هم، چې اوه کلن شو؛ نو ورته ووایئ، چې لمونځ وکړي او زموږ د اهلبيتو ماشومان، چې اوه کلن شي؛ نو ورته وايو، چې نيمه ورځ روژه ونيسي او ورته وايو، ‏که ‏وږى يا تږى شو؛ نو روژه دې ماته کړي؛ ځکه چې له روژې نيوو سره روږدي شي او ستاسې اولاد هم که نهه کلن شو؛ نو ورته ووایئ، چې روژه ونيسئ او‏ چې وږى شوئ؛ نو ‏ماته دې يې کړي.

٤١٤_ د لمونځ کولو حکم:

 پراهل بيتو‏، چې تنګسه راتله؛ نو رسول الله (ص) به ‏ويل: ((پاڅئ او لمونځ وکړئ؛ ځکه الله د دې کار ‏ دنده راکړې او وايي: خپل اهلبيت دې لمانځه ته راوبله او صبر پرې وکړه او موږ له تا روزي نه غواړو، چې همدا ته روزي رسان يې او پوه شه، چې ښه راتلونکې ‏د پرهېزګارانو ده.

٤١٥_ د اورمېږ بویول:

 آنحضرت(ص)، چې له کومې ښځې سره واده؛ نو خپلې يوې ښځې ته يې ويل: ولاړه شه او اورمېږ يې بوى کړه، که اورمېږ يې ښه بوى درلود نو د بدن خوله به يې هم پاکه وي.

٤١٦_حضرت خديجې(رض) ته بښنه غوښتنه:

آنحضرت (ص)، چې به خديجه(رض) راياده کړه؛ نو‏ پر نېکۍ يې يادوله، دعا يې ورته کوله او ستایله يې.

٤١٧_ اهل بيتو ته د الله ځانګړي نعمتونه:

 رسول الله (ص) وايي: ((موږ اهل بيتو ته اوه څيزونه راکړل شوي، چې پخوانيو ته نه دي ورکړل شوي او نه به چاته ورکړل شي: په زړه پورې څېره او ورين تندى، په کلام کې وضاحت او بلاغت، مړانه، زړه ورتوب، ځوانمردي، علم، سخاوت، زغم او حکمت او له خپلو مېرمنو سره مينه.))

 

 

 

د رسول الله (ص) د خوراک څښاک آداب

د الله نبي له وړوکتوبه ګېډور نه و او د نورو ماشومانو په څېر نه و؛ بلکې په خورا لږو خوړو يې ګوزاره کوله؛ لکه څنګه چې په سيرتونو کې راغلي: همداچې له خوبه راپاڅېد؛ نو د زمزم له چينې به يې يو ګوټ اوبه وڅښلې او چې د غرمې ډوډۍ ته به راوبلل شو؛ نو ويل يې: وږى نه يم! که په وړوکتوب کې وو او که په ځوانۍ کې، هېڅکله يې د لوږې او تندى خبره و نه کړه[314].

 امام صادق (رح) وايي: ((پر پېغمبر(ص) له لوږې او له خدايه د وېرې هومره هېڅ هم ګران نه وو.))

حضرت علي (ک) (ک) وايي: ((د الله استازي ته وګورئ، چې په دنيا کې تر ټولو ډنګر او په نس تر ټولو وږى و، په وږې نس روغ له دې نړۍ اخرت ته ولاړ، هېڅکله يې د مړې ګېډې ارګې و نه کړ، چاته يې تمه نه درولوده او کله به يې له ډېرې لوږې تيږه پر نس تړله. هر خواړه چې ورته کېښوول شو؛ نو نه يې پکې نه کوله.))

 يوه ورځ عايشې بي بي (رض) وپوښت: ولې کله هم د یوه وږي په څېر خوراک نه کوئ ؟ ورته يې وويل: ((عايشې! اولوالعزم ورونه مې تر ما مخکې تللي او لوى څښتن کرامتونه ورکړي، وېرېږم که تنعم وکړم او ترې مې درجه ټيټه شي او ټوله خوښي مې داده، چې له اولوالعزمه ورونو سره مې يو ځاى شم.))

حضرت ابن جحيفه (رض) وايي: يوه ورځ مې د الله د استازي (ص) په مخ کې د مړې ګېډې ارګي واچول. رسول الله را ته وويل: کم ارګي (لږه خوره) اچوه او څوک چې په دنيا کې له حده اوختی موړ ويده شي؛ نو په آخرت کې به وږى وي. لږ خواړه روغتيا راوړي او ډېر خواړه د بدن او زړه رنځ[315].

د الله د استازي وينا ده: ((خپل زړونه په ډېرو خوراک څښاک مه وژنئ، چې زړه د ګل په څېر دى، که اوبه پکې ډېرې شوې؛ نو مړاوى به شي [316])).

نبوي حديث دى: په تاسې کې تر ټولو فاضل او الله ته ورنږدې هغه دى، چې اندنه او لوږه يې اوږده وي او هغه د الله دښـمن دى، چې خوب او خواړه يې ډېر وي [317])).

نبوي حديث: اندنه که نيم عبادت وي؛ نو لږ خوړل ټول بشپړ عبادت دى.

نبوي حديثونه دي: ((نس ډېر مه ډکوه، چې په زړه کې دې د معرفت رڼا له منځه وړي [318])).

 ((چاچې نس ډېر ډک کړ؛ نو داسمانونو ملکوتونو ته به ورپرې نه ښوول شي)).

په اسلامي زده کړو کې د خوړو لپاره ٣٠ حکمونه دي، چې تر ټولو ړومبى يې حلالوالى دى، چې په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: ((چې حرام خواړه د انسان نس ته ورننوځي؛ نو تر هغې چې خواړه يې په نس کې وي، پرښتې به پرې په ځمکه او اسمانونو کې لعنت وايي، دا بنده به د الله له نظره وغورځي او الله به ځان ته غوسه کړي.))

بله پاموړ خبره خو داده، مسلمان نه یوازې حق نه لري، چې حرام وخوري؛ بلکې حق نه لري هغه خوړو ته کېني، چې بلنه يې نه وي ورکړه شوې.

په مدينه کې يو ټبر رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له پینځه يارانو سره مېلمه کړ. د الله استازي (ص) يې هم بلنه ومنله. دې مېلمستيا ته د تګ پرمهال يې يو بل يار هم ورسره شو او مېلمستيا ته ولاړ؛ نو چې د کوربه کور ته ورسېدل؛ نو رسول الله (ص) ورته وويل: دې خلکو نه يې رابللى! دلته کېنه، چې له هغوى دې د ننووتو اجازه وغواړم.

امام صادق (رح) وايي: ((څوک چې هغه خواړه وخوري، چې ورته بلل شوى نه وي؛ نو د دوزخ د اور ټوټه به يې خوړلې وي.))

الله په قرآن پاک کې هغوى سخت رټلي، چې بې له اجازې به د الله د استازي کور ته ورننووتل او خوړو ته به کېناستل او د خپل استازي لويه سينه يې ستايلې، وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى‏ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلاَ مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِ مِنكُمْ وَاللَّهُ لاَ يَسْتَحْيِ مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهنَّ مَتَاعاً فَسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاءِ حِجَابٍ ذلِكُمْ أَطْهَر لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلاَ أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَداً إِنَّ ذلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيماً=[319] مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ننوځئ خو داچې خوراك ته وبلل شئ خو (تر وعدې مخكې مه ځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ خو چې كله وبلل شوئ، ننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خپاره شئ او (تر خوړو روسته) پر خبرو مه بوختېږئ، په واقع كې ستاسې دا كار پېغمبر ربړوي؛ خو له تاسې شرمېږي (او څه نه وايي) خو الله د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې كله له هغوى (= د پېغمبر له ښځو) كوم څيز غواړئ؛ نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د هغوى د زړونو د سپېڅلتيا او پاكۍ لپاره غوره دى او تاسې حق نه لرئ، چې “رسول الله (ص)” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) روسته يې له مېرمنو سره نكاح وكړئ ځكه دا كار د الله په نزد ستره (ګناه) ده.

 په دې آيت کې له “حق” څخه مراد همدا دى، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ستاسې پردې کار خپه کېږي او همدا له حق څخه مراد هماغه دى، چې خلکو ته يې يادونه وشوه [320].

تر خوړو مخکې د اسلام ړومبى حکم د لاسونو وينځل دي او سپارښتنه شوې، چې د خوړو لپاره مو لاسونه ووينځل؛ نو بيا يې په لاسپاک مه وچوئ.

صفوان جمال وايي: يوه ورځ له امام صادق (رح) سره وو، چې خادم يې د لاسونو وينځلو اوبه او لاسپاک راوړ خو امام صادق (رح) لاسپاک ونه منه او و يې ويل: ((لاس مو له لاسپاکه وينځلى دى [321]))؛ یعنې لاس مې له هغه چټليو ووينځه، چې په لاسپاک کې دي.

نبوي حديث دى: ((چې د خوړو لپاره مو لاسونو ووينځل؛ نو لامده لاسونه مو پر سترګو راکاږئ، چې دا کار به مو سترګې له خوږه وساتي)).

رسول الله، حضرت علي (ک) ته وويل: علي! تر خوړو مخکې “بسم الله” او تر خوړو روسته “الحمدالله” وايه، چې پر اوږو ناستې پرښتې دې د خوړو پرمهال له ثواب ليکلو بېکاره پاتې نشي. خواړه د مالګې په خوړو پيل او د مالګې په خوړو پاى ته ورسوه، چې مالګه د اويا رنځونو درمل ده، چې ځينې يې لېونتوب، خوړونکی، پيس، د ګېډې او غاښ خوږ دى.

 رسول الله مبارک پر کيڼ لاس خوراک څښاک مکروه کړى او د تګ پرمهال يې خوړل منع کړي دي.

امام صادق (رح) وايي: د تګ پرمهال څه مه خورئ خوچې مضطر یا پرېشانه ياست.

حضرت علي (ک) وايي: هر مهال يې، چې درته تاوده؛ خواړه راوړل؛ نو صبر وکړئ، چې ساړه شي؛ ځکه د الله رسول ته چې يې تاوده؛ خواړه راوړل؛ نو ويل يې: پرېږدئ، چې ساړه شي، الله خو څه اور موږ ته نه دى روزي کړى او برکت په سړو خوړو کې وي او تاوده؛ خواړه برکت نه لري.

 د الله رسول وويل: ((خوړو ته پوکى ورکول يې برکت له منځه وړي.))

حضرت علي(ک) وايي: یوازې د لوږې پرمهال خواړه وخورئ، خواړه ښه وجوئ او تر مړښت مخکې له خوړو لاس واخلي.

يو سړي رسول الله وپوښت: خواړه خورو خو نه مړېږو. ورته يې وويل: کېداى شي يو ځاى خواړه نه خورئ، ټول يو ځاى خوړو ته کېنئ او د الله په نامه مو خواړه پيل کړئ؛ نو په خوړو کې مو برکت راشي.

د دسترخوان شاوخواته ډېر کېناستل، په کلار کلار خوړل، تر خوړو مخکې په اوبو د مېوې وينځل مستحب دي؛ خو د خوړو پرمهال يو بل ته کتل، پر هغه هډوکي خوله وهل، چې غوښه پرې نه وي پاتې، د مېوې پوټکى سپينول (خو د اړتیا پرمهال) او د نیم ځالې مېوې ګوزارول مکروه دي.

کورنۍ يې په هکله وايي:

٤١٨_ د څښتن استازي(ص) ته ګران څیزونه:

امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) ښه ایسیدل، چې تل وږى ‏او له خدایه د وېرې په حال کې وي.

٤١٩_ د غنمو ډوډۍ:

 عيص بن قاسم وايي، امام صادق (رح) ته مې وويل: ستاسې د پلار يو حديث دى، چې وايي: ((رسول الله (ص) د غنمو ډوډۍ په خوړو نه مړېده، دا روايت سم دى؟ امام وويل: نه! داسې نه ده، رسول الله (ص) ‏کله هم د غنمو ډوډۍ ونه خوړه او روټه يې هم په مړه نس ونه خوړه.

٤٢٠_ د رسول الله (ص) زهد:

‏يهودي، حضرت علي (ک) وپوښت: خلک انګېري، چې حضرت عسيى بن مريم زاهد و؟! امام وويل: دا خبره سمه ده؛ خو رسول الله (ص) تر ټولو پېغمبرانو زاهد و؛ ځکه بې له وينځو ‏يې ديارلس مېرمنې درلودې خو سره له دې په دسترخوان کې يې راټولولو ته ډوډۍ نه پاتېده، د غنمو ډوډۍ يې ونه خوړه او درې ورځې پرلپسې يې روټه هم ونه خوړه.

٤٢١_ د رسول الله (ص) ساده ژوند:

 حضرت علي (ک) وايي: په خپل پاک او سوتره پېغمبر پسې مو اقتدا وکړئ. و يې ويل: په هغوى کې تر ټولو وږى رسول الله (ص) و. بيا يې وويل: رسول الله (ص) وږی نس له دې دنيا ولاړ او روغ آخرت ته ورننووت.

 ٤٢٢_ د رسول الله (ص) استغفار:

آنحضرت (ص) ‏کله هم په ډډه څه و نه خوړل، يوځل يې وخوړل، چې ورياد شو؛ نو و يې ويل: ((‏خدايه!زه دې بنده او استاږی يم.))

 ٤٢٣_ د مریانو‏ په څېر کېناستل او خوړل:

 زيد بن شعام وايي، امام صادق (رح) وويل: له هغې ورځې، چې الله حضرت محمد پېغمبر کړ، تر مړينې ‏يې پر ډډه ‏ ډوډۍ و نه خوړه، د مریانو په څېر ‏کېناسته او د هغوى په څېر‏ يې خوړل کول.

۴۲۴_ په ډډه يې خواړه و نه خوړل:

 ابي خديجه وايي: د امام صادق (رح) په غونډه کې ناست وم، چې بشير بن دهان امام وپوښت: رسول الله (ص) ‏ په ښي يا کيڼ لاس د ډډې ‏وهلو په حال کې خواړه خوړل ؟ امام: نه! و مې ويل: ولې: امام وویل: خدای ته د عاجزۍلپاره.

٤٢٥_ د رسول الله (ص) ساده ژوند:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) پر خارو کېناسته، ويدېده او د مریانو په څېر ‏يې خواړه خوړل او په څېر يې ‏کېناسته.

٤٢٦_ د خوړو ‏ادب:

 رسول الله (ص) ‏د خوړو‏ پرمهال پښې راټولولې؛ لکه څنګه چې لمانځه ته کېناسته او کله به زنګون کېش هم کېناسته ويل يې: ((بنده‏ يم او د بندګانو په څېر ‏ خواړه خورم او په څېر يې کېنم.))

 ٤٢٧_ د مریانو په څېر‏ ناسته:

 حضرت علي (ک) وويل: رسول الله (ص) به د سترخوان ته د مریانو په څېر کېناسته او پر کيڼ ورون‏ يې ډډه ‏وهله.

 ٤٢٨_ د مریانو مېلمستيا ته ‏هم تله:

 رسول الله (ص) ‏پر ځمکه کېناسته، ‏مېږې ‏يې پخپله تړلې او ان سوکړک خوړو ته ‏هم د مریانو ‏مېلمستيا ته ورتله.

٤٢٩_ په تواضع خوړل:

 اما صادق وايي: رسول الله (ص) ‏د مریانوپه څېر کېناسته، لاس ‏يې پر ځمکه ايښوده او پر درې ګوتو‏ يې خواړ خوړل. امام وويل: رسول الله (ص) داسې خواړه خوړل او د کبرجنوپه څېر ‏ يې خواړه نه خوړل.

٤٣٠— د ګوتو سټل:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې خواړه خوړل؛ نو خپلې ګوتې ‏يې سټلې.

٤٣١_ انار يې ځان ته خوړ:

آنحضرت(ص)، چې انار خوړ؛ نو څوک يې له ځان سره نه شريکاوه.

٤٣٢— هر ډول خواړه ‏ يې خوړل:

آنحضرت (ص) ‏هر ډول خواړه خوړل او هغه خواړه، چې الله ورته حلال کړي ول، له خپلى کورنۍ او چوپړیالانو سره يې خوړل او هر مسلمان، چې به مېلمه کړ؛ نو پر ځمکه او په هر ځاى کې ورسره کېناسته او ورسره يې هر ډول خواړه خوړل، چې مخې ته يې ورته کېښوول، رسول الله (ص) ته غوره خواړه هغه وو، چې ډېرو خلکو يې په خوړو کې برخه اخسته.

٤٣٣— د خوړو پرمهال ادب:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې له يوې ډلې سره ‏روژه ماتي ته کېناسته نو تر ټولو لومړی ‏يې خواړه پيلول او تر ټولو روسته ‏ يې بس کول، ټول ‏خواړه وخوري.

٤٣٤— روژه ماتى:

حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص)، چې له يوې ډلې سره روژماتى ‏وکړ، ويل يې: ((روژه تیانو درسره روژه ماتى وکړ او نېکانو مو خواړه وخوړل او غوره شویو‏ پر تاسې درود ووايه.))

٤٣٥_ د شپې خواړه خوړل مه هېروئ:

 حضرت علي (ک) وايي: پېغمبرانو ‏د ماڅښوتن تر لمانځه روسته خواړه خوړل، تاسې هم دا کار وکړئ، چې ‏ پرېښوول يې بدن ته زیان لري.

٤٣٦—د کجورو خوړل:

امام صادق (رح) وايي: هر خواړه ‏يې، چې له کجورو سره رسول الله (ص) ته کېښوول؛ نو ‏په کجورو يې پيلول.

٤٣٧—د خوړو پرمهال د خدای شکر:

 رسول الله (ص)‏ د دوو کپونو ‏ترمنځ د الله شکر ايسته.

٤٣٨_ د کجورو زڼي يې لرې ګوزارول:

 رسول الله (ص)، چې به کجورې وخوړې نو زڼي ‏يې په لاس کې نیوول او بيا ‏ يې لرې ګوزارول.

٤٣٩_ شيدې غوړي لري:

 آنحضرت(ص)، چې شيدې څښلې نو‏ غړغړه کولې يې، ‏ ويل يې، شيدې غوړي لري.

٤٤٠_ د خولې خوږبويېدل:

 وهب بن عبدربه وايي: و مې ليدل، چې امام صادق (رح) خلال کوي، و يې ویل: رسول الله (ص) ‏هم خلال کاوه او دا کار خوله خوږ بويوي.

٤٤١— له هر څه سره خلال:

 رسول الله (ص)‏ بې د کجورې د ونې او بې له هغه ډکي، چې منځ يې تش و، نور پر هر څه يې خلال کاوه.

٤٤٢_ ځيګر درد:

 رسول الله (ص) ‏تر اوبو څښلو مخکې “بسم الله” ويله، اوبه ‏يې رولې او‏ پر يوه ساه يې نه څښلې ويل يې: ((‏پر يوه ساه اوبه څښل د ځيګردردۍ لامل دی.))

٤٤٣_ په پيل کې د الله نوم په پاى کې د الله شکر:

 آنحضرت(ص) ‏اوبه پر درېيو ساګانوڅښلې او په پيل کې ‏يې بسم الله او په پاى کې ‏يې د الله شکر ‏کاوه.

٤٤٤_ پر دوو ساګانو اوبه څښل:

 حضرت ابن عباس وايي: و مې ليدل، چې رسول الله (ص) پر دوو ساګانو اوبه وڅښلې.

٤٤٥_ له درده امان:

حضرت علي (ک) وايي: څوځل مې وليدل، چې رسول الله (ص) پر درېو ساګانو اوبه څښي، په پيل کې يې بسم الله وايي او په پاى کې د الله شکر کوي ‏د دې کار علت مې ترې وپوښت، و يې ویل: ((علي! حمد د شکر په پار او بسم الله له درده د امان په پار وايم.))

٤٤٦_ د اوبو په لوښي کې ساه نه اخستل:

 رسول الله (ص)، چې اوبه څښلې نو د اوبو په لوښيٍ کې يې ساه نه اخسته او‏ چې ساه يې اخسته؛ نو خوله ‏يې له لوښي لرې کوله.

٤٤٧_ د اوبو دعا:

حضرت ‏علي وايي ‏: رسول الله (ص)، چې اوبه دمولې نو د اوبو لوښى به ‏‏يې خولې ته رانږدې کړ او تر هغې‏ يې نیوه، چې د الله خوښه وه، پکې يې دعا ويله خو ‏کله يې هم په اوبو کې توکاڼې وانه چولې.

٤٤٨_د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم اوبو څښل:

حضرت علي (ک) پر ولاړه اوبه څښلې او يوه ورځ يې له اوداسه پاتې اوبه پر ولاړه وڅښلې، بيا يې امام حسن ته وويل: و مې ليدل، چې نېکه دې رسول الله (ص) هم داسې اوبه څښلې.

٤٤٩_ تازه او زړې کجورې:

امام رضا (رح) وايي: رسول الله (ص) به تازه کجورې د کجورو د ونې له شيرې سره يو ځاى خوړې، ويل ‏يې: پردې کار شيطان خپه کېږي، وايي: د آدم زوى دومره ژوندى پاتې شو، چې نوي او زاړه يې يوځاى وخوړل.

٤٥٠_ د غوښې خوړل:

رسول الله (ص)، چې غوښه خوړه نو سر ‏يې نه وراوږداوه؛ بلکې کپ ‏ يې خولې ته راوړه بيا ‏يې ښه جوله او په تېره‏ د غوښې تر خوړو روسته يې لاسونه ‏ښه‏ وينځل او بيا ‏يې لوند لاس پر مخ راکښوده.

٤٥١_ هر ډول خواړه ‏يې خوړل:

رسول الله (ص) ‏هر ډول خواړه، خوړل.

٤٥٢_ خوښ خواړه:

آنحضرت(ص) ‏هر ډول خواړه خوړل ‏اوکجوره يې له بادرنګ سره خوړه، ‏خربوزه او انګور يې خوښ ول، هندوانه يې له خربوزې او کله له بورې او کله له کجورې سره خوړه.

٤٥٣_ د رسول الله (ص) روژه ماتى:

 رسول الله (ص)، چې روژه نيوه او روژه يې د کجورو د رسېدو پرمهال وه‏ نو يوازې په کجورو يې روژه ماتوله، ډېرى ‏يې انګور دانه دانه خوړل او پنير يې هم خوړ، کجورې يې خوړلې او ورپسى يې اوبه څښلې.

د آنحضرت(ص) ډېری خواړه کجورې او اوبه وې، کجورې، شيدې اوحليم يې هم خوړ، غوښه او کدو يې هم خوښ ول او “دباء” نومی کدو يې هم خوښ و او خوښ و پر دسترخوان ايښي خوړو پسې لاس وراوږد کړي، ‏د بېديا مېشتو څارویو غوښه، د مرغيوغوښه، پراټه، سرکه، چکني، غرنى ريحان او کلم يې هم خوړل.

٤٥٤_ له بادرنګ سره مالګه:

آنحضرت(ص) ‏‏بادرنګ له مالګې سره خوړ.

٤٥٥—د مرغۍ د غوښې خوړل:

 رسول الله (ص) به د ښکار شوې مرغۍ غوښه خوړه خو پخپله يې ښکار نه کاوه؛ خوښ و نور ورته ښکاره وکړى او راوړل شي.

٤٥٦— د ماهيچې غوښه يې خوښه وه:

حضرت علي (ک) وايي: د رسول الله (ص) د ماهيچې غوښه خوښه وه.

٤٥٧_ شات:

امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) شات خورا ‏خوښ وو.

٤٥٧_ کجوره:

 سليمان بن جعفر وويل، امام رضا (رح) ته ورغلم، چې ورته “برنى” کجورې ايښې وې او په خورا اشتها يې خوړې او بيا يې راته وويل: سليمانه! رامخکې شه او ته يې هم وخوره! زه هم وروړاندې شوم، و مې ويل: ځار دې شم! وینم، چې په‏ ډېره مينه او اشتها دا کجورې خورئ، امام وويل: هو! زما کجورې خوښې دي. ورته مې وويل: ولې؟ امام: ؛ ځکه د رسول الله (ص) هم کجورې خوښې وې او همداراز د حضرت علي (ک)، حسن، حسين، امام زين العابدين او امام باقر(رح) او همداراز د امام صادق (رح) او خپل پلار مې هم، زموږ د ټولو کجورې ښه راځي او زموږ د لارويانو هم کجورې ښه راځي؛ ځکه زموږ له خټې پيدا شوي دي او سليمانه! زموږ د دښمنانوشراب خوښ دي؛ ځکه ‏خټه يې د اور له لمبو پيدا شوې ده.

٤٥٩_ خواړه:

 امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) خواړه روټه وه، که پيدا به يې نه کړه؛ نو خواړه يې کجورې وې او د کور خس ‏يې د کجورو لښتې وې.

٤٦٠—انار خوړل:

عمربن ابان کليني وايي: وا مې ورېدل، چې امام باقر(رح) او امام صادق (رح) وويل: پر ځمکه تر انار د رسول الله بل څه نه ول؛ خوښ. پر الله قسم، چې انار يې خوړ، خوښ ‏نه و څوک پکې شريک کړي.

٤٦١_ ډېر تاوده؛ خواړه برکت نه لري:

 رسول الله (ص) ډېر تاوده؛ خواړه نه خوړل او صبر يې کاوه، چې ساړه شي او بيا يې خوړل، وايي: ((الله اور خوړو ته راکړى نه دى اوګرم خواړه برکت نه لري؛ نو خواړه مو ساړه کړئ.))

 رسول الله (ص) ‏تر خوړو مخکې بسم الله ويله او پر درې ګوتو يې خواړه خوړل او د چا له مخې يې نه راخسته او پخپله مخه کې يې خوړل، چې خواړه به چمتو شول؛ نو آنحضرت‏(ص) ‏تر ټولو ‏مخکې پرې پيل کاوه او ورپسې به نورو پیلوله. په درېو ګوتو يې خوړه، کله يې په څلورو ګوتو خوړه او کله په ټول لاس خو په دوو ګوتو يې څه و نه خوړل ويل يې: د شيطان خوړل په دوو ګوتو دي.

٤٦٢_ د غوړیو او شاتو ګډ خواړه:

يوه ورځ يې يارانو یو ډول خواړه راوړل، رسول الله (ص) ورسره وخوړه او بيا يې وپوښتل: ((دا خواړه له څه جوړېږي؟)) وويل شول: له غوړيو او شاتو. و يې ويل: ((ښه خواړه دي.))

 ٤٦٣_ د نس زهر:

 د نا چاڼو جوارو اوړو ډوډۍ يې خوړه[322]، کله يې هم د غنمو ډوډۍ ونه خوړه او يوه ورځ يې هم سوکړک په مړه و نه خوړ. تر مرګه يې پر رنګين دسترخوان خواړه و نه خوړل، هندواڼه او انګور يې خوړل. کجورې يې خوړلې او زڼي يې مېږو ته وراچول، اوږه، پياز، تره او موم شوي شات يې نه خوړل. نه يې د کومو خوړو ستاېنه وکړه او نه رټنه، که کوم خواړه يې خوښ وو، خوړل يې او که خوښ يې نه ول؛ نو نه يې خوړل خو د هغو خوړل يې پرنورو نه حرامول.

٤٦٤_ د خوړو د لوښي برکت:

د خوړو لوښی يې په ګوتو پاکاوه ويل يې: ((په لوښي کې د پاتې خوړو برکت ډېر وي.))

خواړه يې چې وخوړل؛ نو درې واڼه ګوتې يې په يو بل پسې سټلې، روسته يې لاسونه وینځل او بيا يې څه نه خوړل.

٤٦٥_ فالوده نه خوړل:

امام صادق (رح) وويل: علي(ک) اوياران يې په “رحبه” کې ول، فالوده يې ورته راوړه. علي(ک) يارانو ته وويل: و يې خورئ! پخپله يې و نه خوړه، و يې ويل: راياد مې شول، چې رسول الله (ص) هم فالوده ونه خوړه نو زه يې هم نه خورم.

٤٦٦_لږې اوبه څښل:

امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) به چې غوړ خواړه وخوړل، اوبه يې ورپسې لږې څښلې، رسول الله (ص) ته يې وويل: اوبه لږې څښئ؟ و يې ویل: ((غوړو خوړو ته لږې اوبه ښه وي.))

٤٦٧_ پاک لوښى:

د رسول الله (ص) ښه راتلل، چې په شامي جامونو کې اوبه وڅښي ويل يې: ((خورا پاک لوښي دي، چې درسره دي.))

٤٦٨_ په جام کې اوبه څښل:

رسول الله (ص) په شامي، د لرګيو، پوټکي او خټو په جامونو کې اوبه څښلې.

٤٦٩_ لاس تر ټولو پاک لوښی:

آنحضرت (ص) ‏په لاس اوبه څښلې ويل يې: ((تر ټولو پاک لوښی لاس دی.))

٤٧٠_ د ‏اوبو د ژي بدبويېدل:

 رسول الله (ص) د اوبو له لوى او کوشني ژي، چې “اودوه” ‏يې ورته وايه ‏‏اوبه څښلې خو د اوبو څښلو پرمهال ‏‏يې د هغې خوله بهر ته نه کوله‏ ويل يې، چې له دې لارې د اوبو بوى بدېږي.

٤٧١_ د دورمو د اوبو څښل:

 رسول الله (ص) د دورمو ‏اوبه څښلې.

٤٧٢_ د څارويو حلالول:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ‏د لوی‏ اختر پر ورځ دوه غرني چېلي حلالول، چې يو سپين او بل تور و‏.

٤٧٣_ د دوو غرنیو چېلو حلالول:

 آنحضرت(ص) د لوی اختر پر ورځ ‏‏ دوه غرني سيرلي حلالول يو ځان ته او بل ‏د امت د بېوزلیو له اړخه.

٤٧٤—د خوړو وخت:

 رسول الله (ص) وايي: ((‏چې پوره وږي شوي نه يو، خواړه نه خورو او د خوړو پرمهال‏ ځان پوره نه مړوو.))

٤٧٥_ د رسول الله (ص) خواړه:

 حضرت ابن عباس(رض) وايي: ډېر ‏ پېښېدل، چې ‏رسول الله (ص) څو شپې ‏وږى پاتېده او ‏ځان او کورنۍ ‏ته ‏يې ‏د خوړو لپاره څه نه پيدا کېدل. بيا يې وويل: د رسول الله (ص) ډېری خواړه روټه وه.

٤٧٦_ د نه چاڼ شويو وړو ډوډۍ:

 عايشې بي بي وويل: پر هغه الله قسم، چې محمد يې پرحقه مبعوث کړى‏، چې د رسول الله (ص) په کور کې غلبېل نه پيدا کېده او له هغې ورځې، چې پېغمبر شوى، تر مړينې يې ‏‏د چاڼ شويو اوړو ډوډۍ و نه خوړه.

٤٧٧_ د دسترخوان له خوړو خوړل:

له حضرت انس بن مالک(رض) ‏روايت شوي: رسول الله (ص) ‏په غوري او غټ لوښي کې خواړه نه خوړل او د غلبېل شوي اوړو ‏ډوډۍ ‏يې هم نه خوړه، حضرت انس وپوښتل شو: رسول الله (ص) ته ‏يې په څه کې خواړه اچول؟ و يې ويل: ‏خواړه ‏يې ورته پر دسترخوان ايښوول او ‏خوړل يې.

٤٧٨_ د څښتن د استازي ‏زهد:

 حضرت عايشه بي بي(رض) وايي: ‏ و نه شول، چې رسول الله (ص) په ډېرو خوړو نس ډک کړي.

٤٧٩_ د پېغمبراکرم (ص) زهد:

امام باقر(رح)، محمد بن مسلم ته وويل: محمده! له هغې ورځې، چې حضرت محمد علیه السلام پېغمبر شو، چا یو ځل هم و نه لیده، چې په ډډه يې خواړه خوړلي وي. بيا ‏امام وويل: نه! پر الله قسم، رسول الله (ص) درې ورځې پرلپسې د غنمو ډوډۍ ونه خوړه، ‏نه وايم، چې څه يې خوړو ته نه پيدا کول؛ بلکې کله خو راپېښېدل، چې سل اوښان ‏يې په يو وار ‏ وربښل او که د رسول الله (ص) زړه غوښتل، چې و يې خوري نو‏ ‏خوړلي به يې وای.

٤٨٠_ د ځمکې زېرمې يې قبولې نه کړې:

په رښتيا حضرت جبرائيل درې ځل د ځمکې د زېرمو کونجيانې رسول الله (ص) ته راوړې او په ټاکنه ‏کې يې خپلې خوښې ته پرېښود، بې له دې چې د آخرت له ثوابه يې څه کم شي؛ خو رسول الله (ص) د خپل الله پر وړاندې ‏تواضع خوښه کړه او د ځمکې زېرمې يې قبولې نه کړې، راپېښ نه شول، چې ‏څوک ‏ترې څه وغواړي او آنحضرت(ص)‏ ‏ورته د “نه” ځواب ورکړی وي، که درلودل ‏يې نو ورکول ‏يې که نه ‏يې درلودل؛ نو و يل ‏يې: انشاءالله الله ‏يې رارسوي.

۴۸۱_ په دنيا کې د رسول الله (ص) زهد:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) له دنيا ولاړه خو درې ورځې يې پرلپسې د غنمو ډوډۍ ونه خوړه.

 ٤٨٢_ د غنمو ډوډۍ يې په مړه نس و نه خوړه:

حضرت ابوهريره(رض) وايي: ‏پېغمبراکرم له ‏کورنۍ سره درې ورځې پرلپسې د غنمو ډوډۍ ونه خوړه، چې ‏له دنيا ولاړ.

٤٨٣_ د خوړو بښل:

 حضرت عايشه بي بي وايي: تر مړینې ‏‏رسول الله (ص) درې ورځې پرلپسې په مړه نس د غنمو ډوډۍ ونه خوړه، سره له دې چې رسول الله (ص) د ځان د مړولو وسه درلوده؛ خوځان يې وږى پرېښود او خپله برخه ‏يې بېوزلیو ‏ته وربښله.

٤٨٤_ دوه ډوله خواړه:

 د رسول الله (ص) په کپ کې دوه ډوله خواړه نه ول، که خواړه‏ يې غوښه وه نو ډوډۍ ‏يې نه درلوده او که ډوډۍ ‏يې درلوده؛ نو غوښه ‏يې نه درلوده.

 ٤٨٥_ يو ډول يې خوړل او بل ډول يې خیراتول:

 ‏کله هم د رسول الله (ص) مخې ته دوه ډوله خواړه ‏نه ول؛ خو داچې يو ‏ يې خوړل او بل يې خیراتول.

٤٨٦_ ‏تواضع مې ښه ايسي:

 حضرت ابن خولي(رض) په يو لوښي کې رسول الله (ص) ته ‏شات او شيدې راوړې نو آنحضرت(ص) ‏ورته وويل: ((په يوه لوښي کې دوه ډوله څښاک او خواړه ؟!))‏له خوړو يې ډډه وکړه، و يې ويل: ((خوړل يې درته نه حراموم خو ویاړ ‏او مباهات مې هم نه دي؛ خوښ، د دنيا د مال د ډېروالي له لامله د قيامت د ورځې حساب کتاب ته اندېښمن يم، ‏‏تواضع مې خوښه ده؛ ځکه ‏که څوک د الله په لار کې تواضع ‏وکړي؛ نو الله به يې رتبه لوړه ‏کړي.))

٤٨٧_ زه مې د رور تابع دار يم:

 حضرت علي (ک) د شهادت پر شپه خپلې لور ام کلثوم ته وويل: غواړم خپل د تره د زوى او له خپل روره لاروي وکړم، چې تر مړينې يې دوه ډوله خواړه ورته رانه وړل.

٤٨٨_ په خوړو کې شريک:

 چې له لاسه يې کېدل، يوازې يې خواړه نه خوړل.

٤٨٩_ د خوړو څرنګوالی:

 حضرت علي (ک)، کميل ته وصيت وکړ: کميله! د خوړو څرنګوالي ته ډېر پام مه کوه؛ ځکه رسول الله (ص) ته دې خبرې ارزښت نه درلود.

٤٩٠_ د غټوالي لامل:

امام صادق (رح) وپوښتل شو: رسول الله (ص) خپلې کورنۍ ته ښه او په زړه پورې خواړه ورکول؟ امام: هو! و يې ويل: چې د انسان خواړه خوندور او په زړه پورې وي؛ نو نفس يې قانع شي او د چاقۍ لامل يې ګرځي.

٤٩١_ د خوړو د لوښي پاکول:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) خپله کاسه سټله.

٤٩٢_ دولس پکار ځانګړنې: ‏

له امام حسن نه روايت دى، ‏خوړو ته ١٢ځانګړنې دي، ‏زده کول يې هر مسلمان ته پکار دي، چې څلور يې واجب دي، څلور سنت او څلور نور يې آداب دي، بيا يې وويل: ‏ سنت يې ‏دا دي: پر چپه پښه کېناستل، په درې ګوتو خوړل او له خپلې مخې خوړل.

٤٩٣_ د لاسونو وینځل:

تر خوړو مخکې او روسته لاسونه وینځل سنت دي.

٤٩٤_ د کپ ست:

 رسول الله (ص) د خوړو پرمهال‏ د خپل لومړي کپ ست هغه ته کاوه، چې مخامخ ورته ناست و او د اوبو ست ‏يې هغه ته کاوه، چې ښي لوري ته يې ناست و.

٤٩٥_ د اوبو څښلو سنت:

رسول الله (ص) پر ولاړه او کله نا کله، چې پر څه سپور هم و، له ژي، کوزې او په لوښي او لاسونو کې اوبه څښلې.

٤٩٦_ په درې ساه ګانو اوبه څښل:

رسول الله (ص) په درې ساه ګانو اوبه څښلې اوهر ځل يې په پيل کې “بسم الله” او په پاى کې يې حمد وايه، تر لومړي ګوټ روسته يې ويل: ” الحمدلله” تر دويم ګوټ روسته يې ويل: “الحمد الله رب العالمين”. تردېيم ګوټ روسته يې ويل: “الحمد الله رب العالمين الرحمن الرحيم”.

٤٩٧_ تر هر ځل اوبو څښلو روسته، د الله شکر:

آنحضرت(ص)تر اوبو څښلو روسته وويل: ((د هغه الله شکر، چې د ګناهونو له لامله يې اوبه ترخې نه کړې؛ بلکې په خپل نعمت او لورنې يې رڼې اوخوږې کړې.))

٤٩٨_ تر هرکپ روسته شکر:

 رسول الله (ص) د هر کپ تر خوړو روسته ويل: ((خدايه!ستاېنه ځانګړې ستا ده، چې خواړه دې راکړل او په اوبو دې ماړه کړو؛ نو ستاېنه او حمد يوازې ستا دى، بې له دې چې ستا ناشکري وکړم او يا له تا لاس واخلم او يا داچې ځان بې له تا مړه خوا وبولم.))

 ٤٩٩_ سرکه:

آنحضرت(ص) وويل: ((سرکه ښه خوراک دی، خدايه! سرکه راته مبارکه کړې؛ ځکه تر ما مخکې د پېغمبرانو خوراک هم و.))

٥٠٠_ غوره ښوروا:

 امام صادق (رح) وويل: د زيتونو او سرکې ښوروا د رسول الله (ص) ډېره خوښه وه ويل يې: ((سرکه او زيتون د پېغمبرانو خواړه دي.))

٥٠١_ د څارويو پښتورګي يې نه خوړل:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) د څاروي پښتورګي نه خوړل خو خوړل يې نورو ته نه حرامول، ويل يې: ((؛ ځکه يې نه خورم، چې پښتورګي د څارويو متيازو ته نږدې دي.))

 ٥٠٢_ په سفر کې د نورو حق ته پاملرنه:

امام صادق (رح) وايي: انصارو رسول الله (ص) ته له وريجو ډکه کاسه ډالۍ راوړه، رسول الله (ص) سلمان، مقدار او ابوذر(رضی الله عنهم) هم راوغوښتل هغوى ډېر ژر له خوړو لاس واخست او بښنه يې وغوښته، رسول الله (ص) ورته وويل: ((تاسې خو څه ونه خوړل؟!په تاسې کې، چې زه پر هر چا ګران يم نو ډېره دې وخوري.))

٥٠٣_ د مېلمستيا منل:

 امام صادق (رح) وايي: که مؤمن مې ان ‏ د پسه پښو خوړو ته هم مېلمه کړي، ‏منم يې، چې دا پخپله دين دی خو که مشرک راته ان اوښ هم حلال کړي؛ نو ورسره به ولاړ نه شم، چې دا هم دين دی. الله د مشرکينو د ډالۍ ‏او ورکړو له قبلولو‏ ژغورلى يم.

 ٥٠٤_ اوږه:

 رسول الله (ص) ‏اوږه، تره او پياز نه خوړل.

٥٠٥— د خوړو پرمهال‏ يې پڼې ايستې:

 رسول الله (ص) ‏وايي: ((د خوړو پرمهال مو پڼې وباسئ؛ ځکه ‏هم سنت دى او هم ‏مو پښې آراموي.))

٥٠٦_ د ماهيچې غوښه:

 امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) ‏د ماهيچې او د څارويو د لاس غوښه ښه راتله خو د څاروي پنډۍ يې بدې راتله؛ ځکه ‏دا برخه مثانې ته نږدې وه.

 ٥٠٧_ په خوړو کې ‏يې خبرې نه راايستې:

آنحضرت(ص) په خوړو کې خبرې نه راايستې که اشتها ‏يې درلوده، خوړل ‏يې ګنې نه يې خوړل.

٥٠٨_ خواړه يې نه پوکول:

 رسول الله (ص) ‏خواړه نه پو کول او د اوبو په لوښي کې ‏يې ساه نه اخسته.

٥٠٩_ سبزي:

پر دسترخوان سرکه او سبزي ايښوول سنت دي.

٥١٠_ حلوا:

 آنحضرت (ص) ‏ته يې حلوا راوړه خو و يې نه خوړه. ورته وويل شو: رسول الله! حلوا حرامه ده؟ و يې ويل: ((حرامه نه ده؛ خو نه غواړم ځان پر داسې خوړو عادت کړم.))

٥١١_ د لوښي کږول:

پېغمبراکرم‏ د خوړو لوښی پيشو ته ورکږاوه.

٥١٢_ په لاس خواړه خوړل:

 امام صادق (رح) ‏په پینځو ګوتو خواړه خوړل، ويل ‏يې: رسول الله (ص) هم داسې خواړه خوړل، نه هغسې، چې کبرجن يې خوري.

٥١٣_ وسکې او کجورې:

 حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص) ته به مو وسکې اوکجورې په اوبو کې ايښوولې، چې پوره لمدې شي، پر اوله او دويمه ورځ ‏يې خوړل خو چې وراسته به شول؛ نو حکم ‏يې کاوه، چې لرې يې تويې کړم.

 

د اودسماتي آداب ‏

٥١٤_ پردې حال چا و نه ليد:

 رسول الله (ص) چا د تشو يا ډکو متيازو پر حال و نه ليد.

٥١٥_ پوزه سوڼ کول:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې پوزه سوڼوله؛ نو سر به يې له خلکو پټ کړ او بيا يې د ‏پوزې اوبه ښخولې، توکاڼې يې، چې تو کړې هغه يې هم ښخولې‏، چې باس-تشناب ته تله؛ نوخپل سر يې پټاوه.

 ٥١٦_ له خدایه شرم:

 رسول الله (ص) حضرت ابوذر ته وویل: ((ابوذره!له خدایه وشرمېږه، پر الله قسم، چې باس ته ځم نو ‏سر پټوم؛ ځکه له راسره دوو پرښتو شرمېږم.))

٥١٧_ د سر پټول:

 د اودسماتي پرمهال سرپټول سنت دي.

٥١٨_ درې ځل وینځل:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) تر ډکو ميتازو روسته درې ځل استنجا کوله.

٥١٩_ د ګوتې نقش:

 حسن بن خالد وايي، چې امام رضا (رح) ته مې وويل: يو حديث مې اورېدلى، چې رسول الله (ص) يو ګوته درلوده، چې((محمد رسول الله)) پرې نقش شوی و‏ او ورسره ‏يې طهارت هم کاوه او علي هم داسې کول؛ نو آيا دا حديث، چې مې اورېدلى سم دى؟ امام رضا (رح): راويانو سم روايت کړی. ورته مې وويل: آيا موږ هم دا کار کړاى شو؟ امام رضا (رح): هغوى ګوته پر ښي لاس کوله اوتاسې يې پر کیڼ.

٥٢٠_ پر”براء” درې سنته جاري شول:

 امام صادق (رح) وايي: د حضرت براء بن مصرور انصارى(رض) درې کړنې د رسول الله (ص) سنت شوې:

١_ پخوا ‏خلکو په تيږه ځان پاکاوه، يوځل حضرت براء بن مصرور(رض) کدو خوړلى و او مزاج يې نرم شو، په اوبو يې طهارت وکړ؛ نو الله په دې باب آيت راولېږه((پر الله توبه ګار او پاک ګران دي)).

٢_ ‏چې د حضرت براء بن مصرور(رض) د مړینې ‏وخت راورسېد؛ نو په مدينه کې و(او رسول الله (ص) په مکه کې و) او داچې ‏له آنحضرت ‏(ص) سره يې خورا مينه درلوده؛ نو امر يې وکړ، چې د قبلې پر لوري يې ښخ کړئ او له همدې ځایه ‏مخ پر قبله مړي ښخول هم نبوي سنت شو.

٣_ حضرت براء(رض) وصيت وکړ، چې د مال درېیمه برخه يې رسول الله (ص) ته ورکړي؛ نو د درېیمې برخې وصيت هم نبوي سنت شو. ‏

٥٢١_ له متيازو ځان ساتل:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) تر هر چا ‏زيات، ځان له متيازو لرې ساته، چې متيازې يې کولې نو ‏لوړ ځاى يې ټاکه ‏او يا يې په پسته او يا خاورينه ځمکه متيازې کولې، چې هسې نه دارې ور و رسي.

 ٥٢٢_ ځانګړې جامې:

 امام سجاد(رح) خپل زوى امام باقر(رح) ته وويل: زويه!د اودسماتي ځانګړې جامې راته تيارې کړه؛ ځکه ‏و مې ليدل، چې مچان ‏پر مردارو مايعاتو تر کېناستو روسته زما پر جامو هم کېناستل. امام باقر(رح) وویل: جامې مې ‏تيارې کړې او پلار ته مې راوړې، و يې ويل: رسول الله (ص) او اصحابو يې يوازې يو جوړ جامې درلودې او و يې نه منلې.

٥٢٣_ لومړی کيڼه پښه او بيا ښۍ:

 باس ته د ورننووتو سنت دا دى، چې لومړۍ ‏کيڼه پښه او بيا ښۍ پښه کېږدې، سر پټ کړې او د الله ذکر ووايې.

باس/ تشناب ته ورننووتل:

د”ميغريه” يو سړي ‏امام صادق (رح) وپوښت: باس ته د ننووتو سنت څنګه دى؟ امام صادق (رح): د الله ذکر ووايه، له شيطانه پناه وغواړه او چې کار دې خلاص کړ؛ نو ووايه: د الله شکر، چې په اسانۍ يې فضولات رانه بهر کړل.

٥٢٥_ د لمانځه شرط:

 امام باقر(رح) واٍيي: پاکوالی د لمانځه شرط دى او پاکوالي ته درې کاڼي بسیا دي، چې دا د رسول الله (ص) سنت هم و خو ډکې متيازې دې هرومرو په اوبو ووینځل شي.

٥٢٦_ د طهارت سنت:

 امام صادق (رح) وايي: په پاکوالي کې سنت دادى، چې لومړى درې تيږې وکاروې او بيا يې په اوبو ووینځې.

٥٢٧_ په اوبو طهارت:

 حضرت ‏علي وايي: په اوبو د پاکوالي سنت دادى، چې لومړى د متيازو ځاى پاک کړې، بيا د ډکو متيازو ځاى ووينځې او دواړه يو ځاى ونه وينځې.

 ٥٢٨_ په سفر کې:

 رسول الله (ص) به چې په سفر کې اودسماتي ته ولاړ؛ نو دومره به له خلکو لرې شو، چې له سترګو به پناه شو.

 ٥٢٩_ د سر پټول:

 رسول الله (ص)، چې به باس ته ورننووت نو سر به يې پټ کړ او ‏چا هم پر اودسماتي ونه ليده.

 

 

د مړي (جنازې) آداب

٥٣٠_ پر بدن له وړوکې دانې ‏الله ته پناه:

‏چې آنحضرت (ص) ‏پر خپل بدن ‏کوشنۍ ‏دانه وليده؛ نو الله ته يې پناه وړه، عاجزي يې ورته کوله او ځان ‏يې ورسپاره نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته وويل شول: رسول الله (ص)! دا خوڅه دومره مهمه خبره نه ده! رسول الله (ص) وويل: الله که وغواړي نو هر کوشنی څيز ستروي او ستر څيز کوشنى کوي [323].

٥٣١— دوه ګرایه ‏سخت رنځ:

 پېغمبراکرم (ص) تبه درلوده، حضرت ابوسعيد خدري(رض) پر هغه ټوکر لاس کېښود، چې پر رسول الله (ص) پرته وه او‏ د رسول الله (ص) په تبه پوه شو. ورته يې وويل: رسول الله (ص)! ډېره ‏تبه لرې! آنحضرت‏(ص) وويل: ((موږ داسې يو، بلاګانې راباندې سختې او اجرونه او ثوابونه مو دوه ګرایه ‏دي.))

 ٥٣٢_ د تابوت وړل:

امام باقر(رح) وايي: د تابوت د وړو سنت دادى، چې وړونکي يې ‏څلورو کونجونو ته وراوږه شي او بې له دې حالته ‏جايز نه دي.

٥٣٣_ له څلورو کونجونو د تابوت ‏نيونې سنت:

 امام موسى بن جعفر(رح) وويل: له څلورو کونجونو د تابوت ‏نيول، چې سنت پرې جاري شوى، ‏دادى، چې لومړى د مړي ښى لاس، بيا ښۍ پښه، بيا چپه پښه او په پاى کې چپ لاس را اوچت کړي، چې په دې ترتيب د تابوت څلورو کونجونو ته ور اوږه شئ.

٥٣٤_ جنازې ته پاڅېدل:

 يوه ورځ امام حسن له څو يارانو سره ناست و، چې ناڅاپه يې د هغوى له مخې ‏‏جنازه تېره کړه، د امام حسن ځينې یاران ‏ودرېدل خو امام هماغسې ناست و، چې جنازه يې تېره کړه، ځينو امام ‏وپوښت: الله مو روغ رمټ لره، ولې ‏راجيګ نه شوئ، حال دا ‏رسول الله (ص)، چې جنازه ليده؛ نو ورته ولاړېده. امام وويل: رسول الله (ص) يو ځل يوې جنازې ته ودرېد او هغه هم داسې و، چې د ‏يهودي جنازه يې له يوې تنګې لارې تېروله، هسې نه چې د يهودي جنازه يې پر سرتېره نشي؛ نو رسول الله (ص) له خپل ځایه راپاڅېد.

٥٣٥_ د جنازې پرمهال د رسول الله (ص) ‏خپګان:

آنحضرت(ص)‏، چې کومه جنازه کوله؛ نو خپګان يې پر زړه يرغل کاوه، سر ‏يې په ګرېوان کې اچولى و او لږې خبرې يې کولې.

٥٣٦_ درې موټى خاورې:

 حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص) د مړي تر ښخلو روسته درې موټى خاورې پرې اچولې.

٥٣٧_ پر قبر ګوته ايښوول:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) د بني هاشمو جنازې ته ځانګړي کارونه کول، چې ‏نورو مړیو ته ‏يې نه کول، چې د بني هاشمو د مړي جناز‏ه يې وکړه، پر قبر ‏يې اوبه ور شيندلې، بيا ‏يې ‏پر قبر لاس ايښوده، چې ګوتې ‏يې په خټو کې ښخېدې او که څوک ښار ته نوى راننووت او په هديره کې ‏يې کوم نوی قبر او د رسول الله (ص) د ګوتو نښې ليدې نو ويل ‏يې، چې د رسول الله (ص) په کورنۍ کى څوک مړ شوى دى.

٥٣٨_ پر قبر د لاس ايښوولو مانا:

 عبدالرحمن بن ابي عبدالله وايي، ‏‏امام صادق (رح) مې وپوښت: پر قبر د لاس ايښودو مانا څه ده او ولې ‏خلک دا کار کوي؟ امام وويل: رسول الله (ص) ‏دا کار کاوه، ‏هغه مهال چې ‏د رسول الله (ص) د زوى پر قبر يې اوبه وشيندلې نو رسول الله (ص) يې پر قبر لاس کېښود. عبدالرحمن: ‏څنګه مې لاس د مسلمان پر قبر کېږدم؟امام: ‏ مخ پر قبله و، لاس يې پرځمکه کېښود، راجيګ يې کړ، و يې ويل: داسې.

٥٣٩_ مبارکي او خواشيني ويل:

 حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص)، چې د غمجنو کورنیو ته خواشیني ویله نو ويل ‏يې: ((اجرکم الله ورحمکم الله دې ‏اجر درکړي او تاسې دې الله وبښي)) او‏ چې چاته يې مبارکي ورکوله؛ نو ويل ‏يې: ((بارک الله لکم وبارک الله عليکم)) الله دې برکت درکړي او مبارک مو شه!

٥٤٠_ د خپګان پرمهال زر رکعته لمونځ:

امام سجاد(رح) وايي: پر علي(ک)، چې ‏کوم خپګان راتله؛ نو پر هماغه ورځ ‏يې زر رکعته لمونځ کاوه، شپېته بېوزلیو ته يې صدقه ورکوله، درې ورځې ‏روژه و‏ او خپل اولاد ته ‏يې ويل: پر تاسې هم که خپګان راغى؛ نو هماغه وکړئ، چې زه يې کوم؛ ځکه ‏رسول الله (ص) داسې کول. بيا حضرت علي (ک) وويل: د خپل رسول الله (ص) لارويان شئ او ورسره مخالفت و نه کړﺉ، ګنې الله به درسره مخالفت وکړي او په رښتيا الله ويلي: ((‏چاچې صبر جامه کړه؛ نو د پياوړې هوډ څښتن ‏به وي.))

بيا امام سجاد(رح) وويل: ما ‏د خپګان پرمهال د امام علي په څېر کول.

٥٤١_ د رنځور پوښتنه:

حضرت انس بن مالک(رض) وايي: رسول الله (ص) د رنځور پوښتنه کوله او ‏جنازې ته ‏هم ورتله.

٥٤٢_ د رنځور د پوښتنې دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې د رنځور پوښتنې ته ولاړ؛ نو داسې دعا ‏يې ورته کوله: خدايه! رنځ ستا په لاس کې دى، هغه روغ کړه، شفا ورکړه، چې يوازې ته شفا ورکونکى يې او بې له تا بل څوک دا چار نشي کړای.

 ٥٤٣_ د سترګې د خوږ دعا:

 چې د رسول الله (ص)، کورنۍ او ‏يارانو سترګې ‏يې خوږېدې، دا دعا يې کوله: خدايه! له غوږو او سترګو مې برخمن کړې، دواړه مې وارثان کړې او راسره د هغوى پر وړاندې ملګرى شې، چې ‏ظلم يې راباندې کړی ‏او ته ترې زما غچ ‏واخله.

 ٥٤٤_ د تبې دعا:

 حضرت ابن عباس(رض) وايي: رسول الله (ص) تبې او درد ته دا دعا ويله: ((د لوى الله په نامه د رګ رګ له شره مې وساتې، چې وينه پکې په تېزۍ بهېږي ‏او د دوزخ د اور له شره ‏پناه غواړم.))

٥٤٥_ له لمانځه او روژى مرسته اخستل:

 چې کوم څه به رسول الله (ص) غمجن کړ؛ نو د روژې په نيوو او د لمونځ په کولو ‏يې غم لرې کاوه.

 ٥٤٦_ د خپګان پرمهال دعا:

 چې د څښتن پر استازي(ص) خپګان راتله؛ نو دوه رکعته لمونځ يې کاوه ويل يې: ((خدايه!ما پر هغه څه عمل وکړ، چې تا پرې حکم راکړى و نو ته هم راسره پرکړې ژمنه عمل وکړه.))

٥٤٧_ پر قضا خوښي:

 علاء بن کامل وايي، له امام صادق (رح) سره ناست وو، چې د امام له کوره د ښځو د ژړا او چغو غږونه راپورته شول، امام وارخطا پاڅېد او بېرته کېناست، و يې ويل: انالله وانا اليه راجعون. بيا يې خپلې پرې شوې خبرې ته دوام وکړ او د خبرو تر پاى ته رسېدو روسته يې وويل: موږ اهلبيت خوښ يو ځان، اولاد او مال مو روغ وي؛ خو چې الهي قضا راپېښه شي؛ نو د الله پر رضا خوښ يو او ‏بې د الله له رضا راته څه هم ګران نه دي.

 ٥٤٨_ کافور:

امام صادق (رح) وايي: د مړي لپاره د کافور د کارولو ‏سنت ۱. ۳۳ مثقاله دی او بيا يې امام لامل داسې ووایه: جبرائيل علیه السلام د ٤٠ درهمو هومره کافور رسول الله (ص) ته راوړل؛ نو رسول الله (ص) درې برخې کړل، يوه برخه يې ځان ته، يوه ‏يې علي ته او بله ‏يې ‏فاطمې ته کېښوده.

٥٤٩_ د واجب کفن برخې:

 زراره او محمد بن مسلم وايي، ‏امام باقر(رح) ته مو وويل: د مړي پګړۍ هم په کفن کې شمېرل کېږي؟ امام وويل: نه! واجب کفن درې کميسه دى (لنګ، جامه، سرتاسري) که دا ټول ناشوني وو؛ نو هومره لازم دي، چې کفن ‏سراسري وي، چې ټول بدن يې وپوښي، نه ترې ډېر نه ترې لږ، تر پینځو جامو پورې نبوي سنت دى؛ خو تر هغې ‏زيات بدعت دی.

٥٥٠_ د جريده سنت:

په حديث کې راغلي: جريده(د کجورې د ونې دوه شنې لختې، چې له مړي سره ښخول کېږي) هم سنت دي.

٥٥١_ تر ټولو پاک مال:

امام موسى بن جعفروايي: موږ له هغې کورنۍ يو، چې د ښځو مهريه مو د فرض حج د لګښت هومره دي او د مړیو کفنونه مو تر ټولې شتمنۍ چمتو کوو او زه پخپله چمتو کفن لرم.

 ٥٥٢_ د ښځې او سړي د مړي جنازه:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې د سړي جنازه کوله؛ نو د سينې مخې ته يې درېده او که ښځه وه نو سر ته يې درېده او د جنازې لمونځ يې کاوه.

٥٥٢_ د جنازې آداب:

 حضرت ابو سعيد خدري(رض) وايي: ونه ليدل شول، چې رسول الله (ص) جنازې او يا د اختر لمانځه ته سپور ولاړشي.

٥٥٣_په قبر کې د ښځې ايښوول:

حضرت علي (ک) وايي: په دې باب د رسول الله (ص) سنت دا و، هغه ښځه به يې په قبر کې ايښوده، چې پر ژوندون يې ليداى شوه. (؛ یعنې محرم يې و)

٥٥٥_ قبر ته د ورننووتو آداب:

على بن يقيطن وايي: وا مې ورېدل، چې امام اباالحسن وويل: له پګړۍ عرقچين، پڼو او همداسې له پراخه جامو سره قبر ته مه ورښکته کېږﺉ، چې قبر ته ورښکته کېدئ؛ نو د جامو تڼۍ دې خلاصې کړه؛ ځکه دا پېغمبر سنت و، له رټل شوي شيطانه الله ته پناه یوسه او “فاتحة الکتاب”، “قل اعوذ برب الفلق”، “قل اعوذ برب الناس”، “قل هوالله احد” سورتونه او “آيت الکرسي” ووایئ.

٥٥٦— د ښخولو پرمهال دعا:

عمربن اذينة وايي: و مې ليدل، چې امام صادق (رح) د مړي پر قبر خاورې اچوي، په موټي کې يې خاورې راخستې او بيا يې پر قبر شيندلې او له درې موټيو يې زياتې ور و نه شيندلې، له امام ‏مې د دې چار علت وپوښت، و يې ويل: عمره! زه پردې دعا ويلو بوخت وم: ((خدايه! پر تا ايمان لرم او د قيامت پر ورځ په راژوندي کېدو ايمان لرم او دا هغه څه دي، چې الله او پېغمبر يې ژمنه راکړې او وینا ته يې تسليم يم.))

بيا امام وويل: دا چار د رسول الله (ص) سنت دی.

٥٥٧_ پر قبر اوبه شېندل:

حضرت ‏علي وايي: سنت دي، چې د مړي تر ښخولو روسته پر قبر اوبه واچول شي.

٥٥٨_ د اوبو شيندلو سنت:

 امام صادق (رح) وايي: پر قبر د اوبو شيندلو سنت داسې دى، مړى مو چې ښخ کړ، مخ پر قبله ودرېږئ او د مړي له سره پر قبر په اوبو شيندلو پيل وکړئ، څو پښو ته راورسئ او په پاى کې اوبه د قبر پر منځنې برخه وشيندﺉ.

٥٥٩_ د قبر لوړوالى:

 سنت خو داسې دی، چې قبر له ځمکې څلور ګوتې رالوړ شي؛ خو که تردې ‏ رالوړ هم شو پروا نه لري او همدغسې قبر دې هوار وي او د اوښ د شاپه څېر دې جوړ نشي.

٥٦٠_ د مړي کور ته خواړه وړل:

 امام صادق (رح) وايي: چې جعفر بن ابيطالب(رض) شهيد شو؛ نو رسول الله (ص) فاطمې ته امر وکړ، چې تر درې ورځو د اسماء بنت عمیس(رض) (د جعفر مېرمنې) ته خواړه پاخه کړي او همداراز حکم يې وکړ، چې فاطمه او د رسول الله (ص) نورې مېرمنې ‏دې راشي او د اسماء په کور کې دې وير وکړي. امام وايې، دا چارې سنت شوې.

 ٥٦١_ په وير کې د لګښت ‏سنت:

 امام باقر(رح) وصيت وکړ، چې د هغه د وير په مراسمو کې دې اته سوه درهمه ولګول شي او دا کار يې سنت باله؛ ځکه رسول الله (ص) هم حکم ‏کړى و، چې د جعفر بن ابيطالب(رض) کورنۍ ته خواړه چمتو کړي، چې پرې خپګان راغلی دی.

٥٦٢_ خواړه لېږل:

 امام صادق (رح) وايي: د مړي له کورنۍ سره خواړه خوړل د جاهليت د پېر دود دى او نبوى سنت دا دى، چې د مړي کور ته يې خواړه ورلېږل.

 

 

 

درمل او درملنه[324]

 ٥٦٣_ د سرحجامت

 رسول الله (ص)‏ د خپل سر منځ حجامتاوه، ابوظبية په يوه ځانګړې مسي وزله د رسول الله سر حجامتاوه او آنحضرت هم ورته درې صاع خرما ورکولې (درې کيلو). د آنحضرت(ص) چې سر خوږېده؛ نو د کونځلو غوړي ‏يې په پوزه کې اچول.

٥٦٤_ زکام يې نه درملاوه:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې به ‏زکام شو؛ نو ځان ‏يې نه درملاوه او ويل ‏يې: هر څوک یو جذامي رګ[325] لري، چې ‏څوک زکام شي؛ نو د جذام جرړه يې له منځه ځي.

٥٦٥_ له کجورې پرهېز:

 محمد بن فيض وايي، امام صادق (رح) ته مې وويل: په موږ کې، چې څوک رنځور شي؛ نو طبیبان يې له ځينو خوړو ‏ پرهېزوي. امام وويل: خو موږ اهل بيت يوازې له کجورې پرهېز کوو او پر مڼه او سړو اوبو ځان درملوو. ورته مې وويل: ‏ له کجورې ولې پرهېزکوئ ؟ و يې ويل: ؛ ځکه حضرت علي (ک)، چې رنځور شو؛ نو رسول الله (ص) له کجورې پرهېز کړ.

٥٦٦_ ژغورونکی:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) خپل سر حجامتاوه او دې کارته يې پناه ورکونکی یا ژغورونکى ‏وايه.

٥٦٧_ د حجامت وخت:

 آنحضرت(ص) ‏ د دوشنبې په مازيګرحجامت کاوه.

 ٥٦٨_ سر خوږ:

 زيد نرسي وويل: له ‏امام موسى بن جعفر(رح)‏ مې واورېدل، چې د جمعې پر ورځ په خطمې (يو ډول بوټي) سر وینځل سنت دي، چې دا کار د رزق د پراختيا، د تنګ لاسۍ د لرې کېدو لامل دی او د بدن وېښته او پوټکى ښايسته کوي او له سرخوږي مخينوى کوي.

٥٦٩_ په سدر سر وينځل:

 آنحضرت(ص) ‏خپل سر په سدر وينځه او ويل ‏يې: ((چاچې خپل سر په سدر ووينځه نوشيطان ‏ترې لرې کېږي او له چاچې شيطان لرې شو؛ نو ګناه به و نه کړي اوچاچې ګناه و نه کړه؛ نو جنت ته به ورننوځي.))

٥٧٠_ د پېغمبرانو درمل:

 امام صادق (رح) وايي: حجامت کول[326]، واجبي وهل، انفيه کول (ځانګړي عطر دي، چې د پرشي کولو لپاره پوزې ته نيول کېږي) د پېغمبرانو درمل دي.

٥٧١_ روغونکې دعا:

 دڅښتن استازي(ص)‏ وويل: ((نه غواړئ هغه دعا درزده کړم، چې حضرت ‏جبرائيل رازده کړې، چې نور طبيب او درمل ته اړتيا پيدا نه کړئ؟!)) اصحابو وويل: را و يې ښاياست. آنحضرت(ص) ‏وويل: ((د باران اوبه راواخلئ، ‏اويا ځل “سوره حمد”، اويا ځل “قل اعوذبرب الفلق” اويا ځل “قل اعوذبرب الناس”، اويا ځل پرې پر”محمد او آل يې درود” او اويا ځل “سبحان الله” ووایئ او اوه ورځې پرلپسې يې سهارماښام وڅښئ.))

٥٧٢_ ملادرد:

 آنحضرت(ص)‏ ‏الله ‏ ته د ملا له درده شکايت وکړ، ‏ورته يې وويل: غنم له پخې شوې غوښې سره (حليم) وخوره.

٥٧٣_ په رنځ کې حجامت:

 حضرت علي (ک) وايي: چې رسول الله (ص) ‏‏به رنځور شو؛ نوحجامت يې کاوه.

٥٧٤_ تبه:

 امام صادق (رح) وايي: زموږ نېکه ‏د تبې لپاره یو مثقال غوښه او یو مثقال ګوړه له سړو اوبو سره خوړه.

 

 

د مسواک سنت

رسول الله (ص) تل خپله خوله او غاښونه پاک ساتل او مسواک يې واهه، په تېره له خوبه مخکې او تر خوب روسته، ويلې يې دي: که نه وېرېدم، چې لارويانو ته مې سخته شي؛ نو فرض کړي به مې پرې وو، چې د هر لمانځه په اوداسه کې مسواک ووهي.

امام صادق (رح) د خپل نېکه حضرت محمد مصطفى(ص) وينا راخلي، چې و يې ويل: د قرآن لار پاکه وساتئ؛ نو وپوښتل شو: د قرآن له لارې مو مطلب څه دى ؟ و يې ويل: ستاسې خولې! وپوښتل شو: څنګه؟ و يې ويل: د مسواک په وهلو.

نبوي حديث دى: خولې م پاکې وساتئ، چې د تسبيح لار ده.

امام صادق (رح) وويل: ((تر مسواک وهلو روسته دوه رکعته لمونځ تر اويا رکعته بې مسواکه لمانځه غوره دى))

 او په بل ځاى کې وايي: مسواک دولس ځانګړنې لري:

١_ سنت دى. ٢_د خولې پاکوونکى دى. ٣_ سترګې روښانوي. ٤_ الله خوشحالوي. ٥_غاښونه سپينوي. ٦_د خولې بوى ورکوي. ٧_ورۍ کلکوي. ٨_اشتها ډېروي. ٩_بلغم له منځه وړي. ١٠_حافظه غښتلې کوي. ١١_حسنات دوه ګرایه کوي. ١٢_پرښتې خوشحالوي.

نبوي حديث دى: مسواک خوله پاکوي او د پالونکي د خوښۍ لامل دى. [327]))

زموږ ګران پېغمبر به د پاکوالي لپاره د خولې او پوزې غړه غړه هم کوله.

کورنۍ يې په هکله وایي:

٥٧٥_ مسواک وهل:

امام صادق (رح) وايي: مسواک وهل نبوي سنت دی.

٥٧٦_ د خولې پاکوونکى:

حضرت علي (ک) وايي: مسواک وهل، الله خوشحالوي، نبوي سنت دى او خوله هم پاکوي.

٥٧٧_ درې ځل مسواک:

 آنحضرت(ص) هره شپه درې ځل مسواک واهه يو ځل له خوبه مخکې، دویم ‏ځل، چې دعا او لمانځه ته راپاڅېده او درېیم ځل، چې د سهار لمانځه ته به وته.

٥٧٨_ د شپې په اوږدو کې مسواک وهل:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې د ماڅښوتن لمونځ؛ نو ويل يې، چې د اودس له اوبو سره ورته مسواک هم راوړي، بيا يې د مسواک سر وپوښه او تر سر لاندې يې کېښود او تر هغې، چې الله غوښتل ويده و چې له خوبه ‏راپاڅېده، مسواک ‏يې واهه، اودس ‏يې کاوه اوڅلور رکعته لمونځ يې کاوه او بيا به ويده شو، دویم ځل ته ‏هم، چې راپاڅېده؛ نو مسواک ‏يې واهه، اودس او بیا ‏يې ‏لمونځ ‏ کاوه. بيا امام صادق (رح) وويل: ((لقد کان لکم فى رسول الله (ص) اسوة حسنه)) په رښتيا رسول الله (ص) درته غوره ‏بېلګه ده)) (تاسې يې هم ‏لارويان شئ) او د حديث په پاى کې يې وويل: رسول الله (ص)، چې هر ځل د شپې له خوبه راپاڅېد؛ نو مسواک ‏يې واهه.

٥٧٩_ لمانځه ته مسواک:

آنحضرت(ص) د هر لمانځه لپاره مسواک واهه.

٥٨٠_ د مسواک وهلوطريقه:

آنحضرت(ص) ‏مسواک د غاښو پر لنډوالي واهه.

٥٨١—د اراک لرګى:

آنحضرت(ص) ‏د اراک پر لخته مسواک واهه؛ ځکه حضرت ‏جبرائيل ورته داسې ويلي ول.

٥٨٢_ د مسواک وهلو شمېر:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) ‏ډېر‏ مسواک واهه.

٥٨٣_ د سهار مسواک:

تر اوداسه مخکې مسواک وهل سنت دي.

٥٨٤_ د مسواک سنت:

سهار مسواک وهل سنت دي.

٥٨٥_ د پېغمبرانو مسواک:

رسول الله (ص) وويل: ((د زيتون د لختې مسواک مناسب دی؛ ځکه خوله خوږبويوي، د ورۍ له وينې کېدو مخنيوى کوي او تر ما مخکې د پېغمبرانو هم مسواک و.))

٥٨٦_ دوه ځل مسواک:

 رسول الله (ص) وويل: ((چاچې د ورځې دوه ځل مسواک واهه نو زما سنت يې پلي کړى دی.))

 

 

د اوداسه آداب

٥٨٧_اودس تازه کول:

 رسول الله (ص) هر مستحب او فرض لمانځه ته اودس تازه کاوه.

٥٨٨_ په يوه اودس ټول لمونځونه:

 حضرت بريده(رض) وايي: رسول الله (ص) هر لمانځه ته اودس تازه کاوه؛ خو ‏د مکې د سوبې پر کال يې په يوه اودس ‏ټول لمونځونه وکړل. حضرت عمر(رض) وپوښتل: يو کار مو وکړ، چې تروسه مو له تا نه و ليدلى. رسول الله (ص) وویل: ((په لوى لاس مې دا کار وکړ.))

٥٨٩_ هر لمانځه ته بېل اودس:

 امام صادق (رح) وايي: حضرت علي (ک) ‏هر لمونځ ته بېل اودس کاوه او دا آيت يې وايه: ((مؤمنانو!‏چې لمانځه ته پاڅېدئ؛ نو مخ او لاسونه مو ترڅنګلو ووینځی.))

 ٥٩٠_ د اودس طريقه:

 امام باقر(رح)، زراره ته وويل: درته ووايم، چې د رسول الله (ص) اودس کول څرنګه وو؟ورته مې وويل: هو!راته يې ووایئ. ‏امام د اوبو لوښی راووړ، ‏مخې ته يې کېښود، لستوڼي يې بډ وهل بيا يې لاسونه په اوبو کې غوپه کړل، و يې ويل: دا په هغه حال کې دي، چې لاسونه پاک وي، بيا يې لاسونه له اوبو ډک کړل او پر تندي يې کېښوول، و يې ويل: بسم الله او لاسونه يې د ږيرې په لوري راکاږهل او يو ځل يې خپل لاس پر تندي او مخ راکاږه. (تردې چې ټول مخ يې ووینځه) بيا يې خپل چپ لاس په اوبو کې کړ، یوموټی اوبه يې راواخستې او پر ښۍ څنګله يې واچولې او پر کیڼ لاس يې له ښۍ څنګلې اوبه تر ګوتو راو رسولې بیا يې ښی لاس په اوبو کې ‌ډوب کړ او پر کيڼه څنګلې يې واچولې او کیڼ لاس يې د ګوتو تر نوکانو ووینځه او بيا يې سر‏ او‏ پښې د چپ لاس په لمده بل او د ښي لاس په لمده بل مسح کړې.

زراره وايي: امام باقر(رح) وويل: الله ایکي يو دى او توحید يې خوښ دى؛ نو اودس کولو ته هم درې لپې اوبه بس دي: يو مخ ته او دوه نورې لاسونو ته او په هماغه لامدو لاسونو لومړی سر مسح کول او بیا په ښي لاس ښۍ پښه او په چپ لاس چپه پښه مسح کړئ.

زراره وايي: امام باقر(رح) وويل: يو سړي له علي د نبوي اودس په باب وپوښتل، ورته يې همداسې وويل، چې ما درته وويل.

٥٩١_ د رسول الله (ص) اودس:

حضرت ابوهريرة(رض) وايي: رسول الله (ص) اودس له ښي اړخه پيلاوه.

٥٩٢_ د اوداسه د اوبو اندازه:

ابوبصير وايي: امام صادق (رح) ‏مې د اودس د اوبو د اندازې په هکله وپوښت. راته يې وويل: رسول الله (ص) په يو مُد اوبو (لسو سيرو ته نږدې) اودس کاوه او په يو صاع (درې کيلو‏) يې غسل کاوه.

٥٩٣_ صدقه:

 آنحضرت(ص) وايي: ((موږ اهل بيتو ته صدقه حرامه ده او دنده لرو، چې په ډېرو اوبو اودس وکړو او خره ته خرېمې نه نیسو.

 ٥٩٤_ په خوله کې اوبه اچول:

امام صادق (رح) وايي: په خوله او پوزه کې اوبه اچول نبوي سنت دی.

٥٩٥_ دوه ارزښتناک څيزونه:

آنحضرت(ص) وايي: ((په دوو څيزونو کې خوښ نه يم، چې څوک راسره مرسته وکړي، يو‏ اودس دی؛ ځکه د لمانځه له اجزاوو مې دى او بل صدقه ورکول دي اوخوښ يم په خپلو لاسونو يې بېوزلو ته ورکړم؛ ځکه صدقه د الله لاسو ته وررسي.))

٥٩٦_ اودس ته اوبه چمتو کول:

 تر ويدېدو مخکې آنحضرت(ص) د ځان لپاره د اودس اوبه چمتو کولې او په خپل څنګ کې يې ايښوولې.

٥٩٧—نبوي اودس:

 حضرت علي (ک)، چې محمد بن ‏ابوبکر د مصر والي وټاکه؛ نو په خپلو سپارښتنونو کې يې ورته وويل: چې اودس دې؛ نو درې ځل دې خوله وینځه او درې ځل پوزه، بيا دې مخ ووینځه، بيا ښی لاس‏ بيا چپ لاس، بيا د سر مخکېنۍ برخه مسح کړه او ورپسې دې پښې مسح کړه، چې پخپلو سترګو مې وليدل، چې رسول الله (ص) داسې اودس کاوه.

۵۹۸ـ د ګوتې خوځول:

 آنحضرت(ص) چې اودس کاوه، خپله ګوتمه يې په ګوتو کې خوځوله.

۵۹۹ ـ د سر مسح:

په اوداسه کې به آنحضرت(ص) د سر مخکېنۍ برخه؛ یعنې د سر څلورمه برخه مسح کوله.

٦٠٠ – د څنګلې وینځل:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: جبرائيل حکم راکړى، چې د اودس پرمهال څنګلې هم ووینځم.

 

 

د غسل آداب

٦٠١_ د رسول الله (ص) غسل:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) په يوه صاع اوبو(درې کيلو) غسل کاوه او که له يوې ښځې سره يې غسل؛ نو يو مد (لس سيره) اوبه يې ورسره زياتولې.

٦٠٢_ د غسل طريقه:

 حسن بن محمد د نبوي غسل په باب جابربن عبدالله وپوښت، چې جابر ورته وويل: رسول الله (ص) د اوبو درې لپې پر سر رااړولې. حسن بن محمد وويل؛ لکه چې وینې زما د سر وېښتان هم زيات دي!جابر وويل: هو! د الله بنده!داسې مه وايه، د رسول الله (ص) د سر وېښتان تر تا ډېر او ښکلي ول.

٦٠٣_ په اخترونو کې غسل:

 حضرت علي (ک) وايي: په اخترونو کې غسل کول د پاکوالي او د اړتياوو د روا کېدو لامل ګرځي او د رسول الله (ص) سنت هم دى.

۶۰۴_ د جمعې پر ورځ غسل:

امام صادق (رح) وايي: د جمعې پر ورځ غسل هغه سنت دى، چې کول يې هر مسلمان او مسلمانې ته په کار دي، که په سفر کې وي که په کور کې، د جمعې پر ورځ غسل د پاکوالي، طهارت او له یوې جمعې څخه تر بلې د ګناهونو کفاره ده. امام وويل: علت يې د جمعې د ورځې تشريع و؛ ځکه انصار په ټوله اونۍ کې د خپلو اوښانو او نورو څارويو پر وینځلو بوخت ول او چې د جمعې ورځ شوه؛ نو بې له دې چې ځان ووینځي، جومات ته ‏راننووتل او ‏بدبويونو يې خلک کړول؛ ځکه رسول الله (ص) حکم وکړ، چې د جمعې د ورځې غسل وکړئ اوسنت شو.

٦٠٥_ د جمعې د ورځې د غسل سنت:

امام صادق (رح) وايي: د جمعې د ورځې غسل سنت دی.

٦٠٦_د رمضان په مياشت کې هره شپه غسل:

 د رمضان مياشتې روستۍ لسيزه، چې رارسېده؛ نو آنحضرت (ص) ‏د عبادت لپاره ځان چمتو کاوه، له کوره وته او په جومات کې به معتکف شو او تر سبا به ويخ و او عبادت يې کاوه او هره شپه يې د ماښام اوماڅښوتن د لمانځه ترمنځ غسل کاوه.

٦٠٧_ د ګوتې چورلول:

آنحضرت(ص) وايي: ((حضرت جبرائيل حکم را‏کړ‏ى، چې د اودس او د جنابت د غسل پرمهال مې ‏ګوته په ګوته کې وچورلوم.))

٦٠٨_ د جنابت غسل:

 رسول الله (ص) وايي: (جبرائيل حکم راکړی، چې د جنابت د غسل پرمهال په خپل؛ نوم کې هم ګوته ووهم.))

 ٦٠٩_ ځانګړې ورځې:

 رسول الله (ص) ‏د جمعې، عرفې، لوى او کمکي اخترونو پر ورځو غسل کاوه.

 

د لمانځه آداب

رسول الله (ص) تل سوچ کاوه او د لوى څښتن په ياد کې و. په هر حال او ځاى کې يې فکر له لوى پالونکي سره وو. تل يې ځان ته “عبد” وايه او “عبد” هغه دى، چې خپل معبود تر ټولو ښه پېژني او تر ټولو غوره عبادت يې کوي او له دې لارې د خپلې بندګۍ مقام لوړوي.

نبوي حديث دى: د انسان رفيع مقام، چې هماغه لوى پالونکي ته قرب مقام دى، په عبادت لاس ته راځي. رسول الله مبارک د لوى څښتن پر ستروالي پوه شوى و؛ نوځکه تر ټولو عابد و او پردې مقام او منزلت وياړېده. په هر ځاى او حال کې يې د الله پر ياد سپارښتنه کړې ده.

يوه ورځ يې د خپلو مبارکو ويناوو په ترڅ کې اصحابو ته وويل: که څوک خوښ وي، چې د الله پر وړاندې له خپل مقامه خبر شي او له ځان سره د الله پر مقام خبر شي؛ نو پوه شئ، چې الله انسان ته هغه مقام ورکوي، چې بنده يې ورته په زړه لري. پوه شئ، چې د الله په نزد تر ټولو غوره کړنې او تر ټولو ستره درجه او په عالم کې تر هر څه غوره، د الله ياد دى؛ ځکه په خپله لوى پالونکي ویلي: ((زه له هغه سره ملګری يم، چې مې يادوي.))

د رسول الله (ص) وينا ده: تر ټولو غوره خلک هغه دي، چې پر عبادت مين وي، د زړه له کومې ورسره مينه وکړي او په غړيو يې ترسره کړي او داسې خلک دي، اندېښمن نه دى، چې د دنيا چارې يې سختې تېرېږي که اسانه.

 

لمونځ

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  له لمانځه سره هېښنده مينه درلوده، ويل يې: ((لمونځ مې د سترګو رڼا ده، چې يو بنده لمونځ کوي او زړه يې له الله سره وي؛ نو چې لمونځ يې پاى ته ورسي نو د زوکړې د ړومبۍ ورځې په څېر وي.))

تل يې ويل: ((لمانځه ته مه شا کوئ.))

د “بني ثقيف” د ټبر يوه ډله د اسلام راوړو په موخه له رسول الله (ص) سره پر خبرو اترو شوه، پلاوي د خبرو او وړانديزونو په ترڅ کې دا وړانديز هم ورکړ، چې د “بني ثقيف” ټبر به په څو شرطونو مسلمان شي، چې يو هم لمونځ نه کول دي. رسول الله (ص) يې په ځواب کې وويل: ((رابه شو د لمونځ خبرې ته په هغه دين کې خير نشته، چې لمونځ پکې نه وي.))

نبوي حديث دى: ((لمونځ د کېږدۍ د ستنې په څېر دى، که د کېږدۍ ستنه پخه او پرځاى وي؛ نو کېږدۍ او پړي يې هم پاخه او پرځاى کلک وي او که ستنه ماته شوه؛ نو کېږدۍ هم رانړېږي.))

يوه ورځ يې له خپلو يارانو سره په خبرو کې پوښتنه رامنځ ته کړه: فرض کړئ د کور په مخ کې مو د اوبو يو نهر دى او تاسې هر ورځ پینځه ځل پکې ځان وينځئ؛ نو ايا پر بدن به مو خېرى پاتې شي؟ ورته وويل شو: نه! داسې وينځل به هېڅ ډول خيرې پر بدن پرېږ نه دي. رسول الله (ص) وويل: پینځه وخته لمونځ هم داسې اغېز لري. په پینځه وخت لمونځ الله انسان پاکوي، ويل يې: هغه لمونځ نه دی، چې لاروي ترې نه کوي او له لمانځه لاروي دا ده، چې له فحشا او منکراتو لاس واخلئ.

نبوي حديث دى: ((هغه لمونځ د سپېڅلتيا لامل ګرځي، چې د الله په پامنيوي د زړه له کومې وشي.)) له اندنې سره دوه رکعته لمونځ يې تر ډېرو ټونګو تر لمانځونو غوره ګاڼه.

د هغه مبارک او دديني مشرانو په زده کړو کې راغلي دي: هومره لمونځ قبلېږي، چې د زړه په حضور کې وي.

په لمانځه کې د زړه او ذهن د حضور په هکله وايي: لمونځ د هغه چا په څېروکړئ؛ لکه چې له لمانځه سره مخه ښه کوي او چې لمونځ ته چمتو شوئ؛ نو ووایئ چې په دنيا کې مې دا روستى لمونځ دى او داسې وسئ؛ لکه جنت مو چې مخې ته، دوزخ مو تر پښو لاندې، د مرګ پرښته مو شاته، پېغمبران مو ښي اړخ ته، پرښتې مو کيڼ اړخ او الله مو پر سر وي؛ نو پام مو وي، چې د چا عبادت کوئ او څوک مو څاري ؟

نبوي حديث دى: ((د خپل پالونکي داسې عبادت وکړه، چې ته وا وينې يې او که نه يې ويني نو هغه خو دې ويني.))

يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په جومات کې ناست و، چې يو سړى راننووت او پر لمانځه ودرېد او دومره چټک يې لمونځ وکړ، چې پاک نبي يې په هکله وويل: هغه سړی د لمانځه پرځاى د کارغه په څېر ټونګې وهي او که له دنيا ولاړ شي او لمونځ يې همدا وي؛ نو زما پر دين به له دنيا نه وي تللى.

نبوي حديث دى: که څوک د خلکو په مخ کې په تواضع لمونځ کوي؛ خو چې ځان ته شي او په هماغه تواضع لمونځ و نه کړي؛ نو دا به د پالونکي ستر سپکاوى وي.

نبوي حديث دى: په خشوع کې له نفاقه له الله پناه وغواړئ. وپوښتل شو: په خشوع کې نفاق څه دى ؟ و يې ويل: داچې د انسان بدن خاشع وي؛ خو زړه يې نه وي او ډېر دي داسې کسان، چې د لمانځه پايله يې يوازې ستړيا وي.

رسول الله مبارک په لېواتيا د لمانځه د وخت په تمه و او د لمونځ وخت چې را ورسېد؛ نو خپل موذن ته يې ويل: بلاله! (په اذان مې) خوشحاله کړه.

يوه ورځ يې حضرت ابوذرغفاري (رض) ته وويل: ابوذره! الله مې د سترګو رڼا په لمانځه کې ايښې او راباندې ګران کړى يې دى؛ لکه څنګه چې يې خواړه پر وږي او اوبه پر تږي خو پر دومره توپير، چې وږى په خوړو او تږى په اوبو مړېږي خو زه پر لمانځه نه مړېږم.

د حضرت علي (ک) وينا ده: رسول الله (ص) ته د لمانځه پر وړاندې هېڅ هم وړ نه وو او چې د لمانځه وخت به شو؛ نو ته وا په خپل شاوخوا کې څوک نه پېژني.

د رسول الله مبارک د يوې مېرمنې وينا ده: رسول الله (ص) له موږ سره او موږ له هغه سره خبرې کولې نو همداچې د لمانځه وخت شو؛ نو يو داسې حالت به پرې راغى، چې ته وا بېخي موږ نه پېژني او نه يې موږ پېژنو. په لمانځه کې يې د الله له وېرې رنګ تښتېده او غږ به يې ژړغونی شو.

هغه مبارک، چې په خپله لمونځ؛ نو لمونځ يې ډېر اوږد و خو چې نورو ته يې لمونځ ور؛ نو د نورو د حال په پامنيوي يې لمونځ نه اوږداوه او ويل يې: زړه مې غواړي لمونځ مې اوږد کړم خو هغه د هغه ماشوم د ژړا غږ واورم، چې مور يې راپسې لمانځه ته ولاړه ده؛ نو لمونځ مې لنډوم.

يوه ورځ يو سړى، چې ټوله ورځ يې د خپل پټي په خړوبولو تېره شوې وه لمانځه ته په حضرت معاذ بن جبل (رض) پسې ودرېد او هغه هم په لمانځه کې د بقرې سورت پيل کړ، چې هغه سړي د ستړيا له لامله ونه شو کړاى په جمع لمونځ وکړي؛ نو سلام يې واړو او په خپله يې لمونځ وکړ. حضرت معاذ(رض) ورته وويل: تا نفاق وکړ او له موږه بېل شوې او رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې له دې پېښې خبر شو؛ نو له غوسې سور شو او حصرت معاذ ته يې وويل: په دې کار له دينه د مسلمانانو زړه توروئ خو دې خبرې ته مو پام نه وي، چې په لمانځه کې ستړي، رنځوران، بوډاګان هم ولاړ دي او په ټولنيزو چارو کې بايد د کمزوريو وګړيو حال هم په پام کې ونيول شي، ولې دې لنډ سورت ونه وايه؟!

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  نه خوښېدل، چې پر لوړ غږ ذکر او دعا وکړي. د يو سفر په ترڅ کې يو اصحابي، چې لوړې ته به ورسېد؛ نو پر لوړ غږ يې تکبير وايه، چې د الله استازي ورته وويل: په کلار تکبير وايه! هغه ته چې ته غږ کوې نه کوڼ دى او نه کوم لرې ځاى ته تللى هغه په هر ځاى کې تاسې ته نږدى او اورېدونکى دى.

رسول الله مبارک به ډېرې روژې نيوې. د رمضان او شعبان پر مياشتو سربېره په ټول کال کې يو شواروز روسته يې روژه نيوه او د خپل مبارک ژوند په روستيو کلونو کې يې د هرې مياشت پر درې ړومبيو پنجشنبو، منځنۍ چهارشنبو او روستيو پنجشنبو روژه کېده.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  يوه ورځ خپلو يارانو ته وويل: په تاسې کې څوک ټولې ورځې روژې نيسي؟ حضرت سلمان(رض) ورته وويل: زه! پردې مهال په هغه ډله کې يو سړي وويل: سلمانه! ډېرى ورځې دې ګورم، چې خواړه خورې. حضرت سلمان(رض) ورته وويل: پر کوم ګومان، چې ته يې داسې نه ده؛ بلکې د هرې مياشتې درې ورځې روژه يم او څښتن تعالى ويلي دي: چاچې يو ښه کار وکړ؛ نو لس ثوابه به ورکړل شي او بلخوا تر رمضان مخکې په شعبان کې هم روژه نيسم او که څوک داسې وکړي؛ نو داسې به وي؛ لکه ټولې ورځې يې چې روژه وي.

د روژې د مياشتې روستۍ لس شپې، چې شوې؛ نو د الله رسول به خپله بستره ټوله کړه او ډېرى به پر عبادت بوخت و او، چې د روژې ٢٣مه شپه به شوه؛ نو خپل اهل بيت يې هم ويخول ا پر مخونو يې اوبه ورپخنکولې، چې خوب يې يو نه سي، چې د خپل پلار د سنت د پلي کولو په موخه زهرا بي بي هم دا کار د خپل کور له غړيو سره کاوه او ويل يې: ((بې برخې دى هغه چې ددې شپې له برخې بې برخې شي.))

 

په عبادت کې منځ لاری

لکه څنګه چې رسول الله (ص) په حيواني شهوتونو کې له ډوبيدو سره مبارزه کوله؛ نو هماغسې يې په رهبانيت پسې هم راخستې وه او د هغوى مخه يې نيوه، چې دنيا ته يې شا کړې وه او خپل ټول وخت يې پر عبادت تېراوه او ويل يې: ((ستاسې بدن، کورنۍ، اولاد، مېرمن او ملګري درباندې يو لړ حقونه لري، چې بايد رعايت يې کړئ))

 حضرت عثمان بن مظعون (رض) د الله د استازي له ځان تېرو يارانو و، چې يوه ورځ يې مېرمنه رسول الله مبارک ته راغله او ورته يې وويل: څه موده ده، چې مېړه مې له کار او ژونده لاس اخستې او تل پر عبادت بوخت وي، هغه ټوله ورځ روژه وي او د شپې لمونځونه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې تل د اعتدال او منځلارۍ پلوى او ښوونکى و او له هر ډول افراط (زیاتۍ) او تفريط (کمۍ) سره يې مبارزه کوله؛ نو چې دا خبره يې واورېده؛ نو له خپل ياره خورا خواشينى او ورته غوسه شو او بې ځنډه هغه ځاى ته ولاړ، چې حضرت عثمان پکې عبادت کاوه. رسول الله (ص)، چې راورسېد؛ نو حضرت عثمان پر لمانځه و نو عثمان پوه شو، چې رسول الله مبارک راغلى، ژر يې لمونځ پاى ته و رساوه او رسول الله(ص) ته يې ښه راغلاست ووايه. د الله استازي (ص) ورته وويل: عثمانه! زما په دين کې رهبانيت او دنيا ته شا کول نشته؛ بلکې الله زه له ساده، پاک او اسان دين سره مبعوث کړى يم، زه چې د الله استازى يم هم روژه نيسم، هم لمونځ کوم، هم مې کورني کار او ژوند ته پام کوم، د چاچې زما دين خوښ وي؛ نو هغه دې وکړي، چې زه يې کوم او زما يوه کړلار هم واده، کور جوړول او ژوند، کورنۍ او مېرمنې ته وخت ورکول او پام دى[328].

 نبوي حديث دى: اسلام کوټلی دى؛ نو د احکامو په پلي کولو کې يې محکم پر متانت ګام واخلئ او د الله له عبادته (په ډېر عبادت) د خلکو زړه مه توروئ او که داسې مو وکړل؛ نو د هغه پر اوښ سپور په څېر به ياست، چې منزل ته تر رسېدو مخکې خپل اوښ له ستړيا له پښو وغورځوي[329].

حضرت علي(ک) خپل مشر زوى ته د وصيت په ترڅ کې وويل: په ژوند او د الله په عبادت کې دې منځ لاري او اعتدال جامه کړه، چې تل ورته لېوال او دوام ورکړاى شې.

د يو سفر په ترڅ کې د الله د استازي ځينو يارانو روژه نيولې وه او د ګرمۍ له لامله په يو کونج کې بې حاله پراته ول؛ خو ځينې نور روژه نه وو او پر کېږدۍ وهلو، څارويانو ته پر اوبو ورکولو او یو د بل پر چوپړ بوخت وو، چې پردې مهال رسول الله مبارک دې ډلې ته اشاره وکړه او و يې ويل: ټول ثواب به ددې ډلې کېږي [330].

 چې شپه به نيمه شوه؛ نو رسول الله (ص) به راپاڅېد او د اودس، مسواک وهولو او د قرآن تر تلاوت روسته به په يو ګوټ کې پر عبادت بوخت شو او اوښکې يې تويولې د رسول الله (ص) ځينو بيبیانو، چې به کله هغه پردې حال وليد؛ نو ورته يې وويل:

((ته خوګناه نه لرې نو ولې دومره ژاړې ؟))

 رسول الله (ص) ورته ويل: ((اياشکر و نه باسم ؟))

 حضرت ام سلمه بي بي (رض) وايي: ((رسول الله (ص) يوه شپه له ما کره و، شپه، چې نيمه شوه، هغه نه و، ورپاڅېدم، و مې ليدل، چې په تپه تياره کې ولاړ دى، لاسونه يې پورته کړي او اوښکې تويوي، وايي: ((خدايه!راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله، دښمن مې مه ښادوه، له هغو بلاګانو، چې دې ساتلى يم، بيامې پرې مه اخته کوه، ان د سترګې د رپ هومره مې هم پر خپل حال مه پرېږده.))

 ورته مې وويل: ((موروپلار مې درځار، ته خو بښل شوى يې.))

 و يې ويل: ((څوک هم له خدايه مړه خوا نه دى، حضرت يونس د يوې شېبې لپاره پر خپل حال پرېښوول شو، چې د کب په نس کې بندي شو)). [331]

 د روژې مياشت به چې راغله نو رسول الله (ص) به خپل ټول مريان آزاد کړل، د لمانځه پرمهال لړزېده او چې کله به ځانته پر لمانځه و نو رکوع او سجدې يې اوږدولې خو چې له خلکو سره لمونځ يې؛ نو ډېر عادي او ساده لمونځ يې کاوه. خپل يو يار ته يې، چې د نورو مسلمانانو د جماعت امام شوى و، سپارښتنه وکړه: ((چې خلکو ته لمونځ ورکوې؛ نو د حمد تر سورت روسته يو وړوکى سورت وايه او لمونځ دې مه اوږدوه)).

کورنۍ يې په هکله وايي:

٦١٠_ د مستحبو روژو او لمونځونو شمېر:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د فرضو لمونځونو دوه ګرایه مستحب لمونځ کاوه او د فرضي روژو دوه ګرایه روژې يې نيوې.

٦١١_ د رسول الله (ص) د لمونځونو شمېر:

حنان بن سدير وايي: له امام صادق (رح) سره وم، چې عمرو بن حدیث امام وپوښت: ځار دې شم! د رسول الله (ص) د لمانځه په باب راته ووايه. امام وويل: رسول الله (ص) د ماسپښين څلور رکعته فرض او ٨ رکعته نفل او څلور رکعته فرض لمونځ کاوه، مازيګر يې ٨ رکعته نفل، ماښام يې درې رکعته فرض او څلور رکعته نفل، دماسخوتن يې څلور رکعته فرض او ٨ رکعته د شپې نفل، درې رکعته وتر لمونځ، دوه رکعته د سهار نفل او دوه رکعته يې د سهار فرض کول. ورته مى وويل: ځار دې شم، که تردې ډېر لمونځ وکړم نو آيا الله به مې په عذاب کړي؟ امام وويل: نه خو که د پېغمبرسنت دې پرېښول؛ نو پر عذاب به دې کړي.

٦١٢_ وتیره لمونځ:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) به د ماسخوتن تر فرض لمانځه روسته دوه رکعته وتیره لمونځ کاوه او ویدیده به. ابوبصير وويل: له لمونځ اوتېره مومطلب هماغه دوه رکعته دي، چې د ماڅښوتن تر لمانځه روسته په ناسته کېږي؟! امام وويل: هو! هغه دوه رکعته يو رکعت شمېرل کېږي او که چا وکړل او پر هماغه شپه مړ شي؛ نو د هغه په څېر به وي، چې د آخرې شپې د وتر لمونځ يې کړی وي او که مړ هم نه شو؛ نو داسې دى، چې د شپې په پاى کې پاڅېدلى وي او د وتر لمونځ يې کړی وي. ورته مې وويل: آيا پېغمبر هم دا دوه رکعته کول؟امام: نه! ومې پوښتل: ولې؟ امام: ؛ ځکه ‏رسول الله (ص) ته ‏وحې راتله، چې پر هغه شپه به مرې که نه او که ژوندى دى، چې نورو دا پوهه نه درلوده؛ ځکه يې پخپله نه کوله خو نورو ته يې پرې سپارښتنه کوله.

٦١٣_ په سفر کې لمونځ:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) که په کور کې و که په سفر خو هره شپه ‏يې ديارلس رکعته لمونځ کاوه، چې د وترو او د سهار دوه رکعته هم په دې ديارلس رکعتونوکې ول.

٦١٤_ د پېغمبرانوځانګړنې:

 امام رضا (رح) وايي: په سپين چرګ کې د الهي پېغمبرانو پینځه ځانګړنې دي ‏، چې يو يې هم د لمانځه د وخت پېژندل دي.

 ٦١٥_ فرض او نفل لمونځ:

 زراره وايي: امام باقر(رح) مې د لمانځه د وخت په باب وپوښت، و يې ويل: چې د يو ذراع – شاخص سیوري- هومره د لمر له زواله وخت واوړي نو د ماسپښين د لمانځه د فضيلت وخت دى او د مازيګر د فضيلت وخت له لومړي ماسپښينه د دوو ذراعو هومره د سيورى لوړېدل دي، چې د څلور ګامونو هومره د لمر له زواله تېر شوى وي. بيا امام باقر(رح) وويل: د رسول الله (ص) د جومات د دېوال لوړوالى د يو انسان د اوږدوالي هومره و، چې سيورى يې د يو ذراع هومره شو؛ نو رسول الله (ص) د ماسپښين لمونځ کاوه او چې کله‏ به د دوو ذراع هومره شوه؛ نو رسول الله (ص) ‏ د مازيګر لمونځ کاوه. بيا يې وويل: آيا پوهېږې، چې د لمانځه وخت ولې د يوه ذرع او دوه ذرع هومره وځنډېد؟ و مې ويل: نه! ولې داسې وشول؟ امام: د نفل د لمونځ لپاره وکړاى شي، چې د ماسپښين له پيله پر نوافلو بوخت شي، چې‏ سيورى يو ذارع ته راورسي او ‏چې سيورى يو ذارع شو؛ نو فرض لمونځ دې وکړه او نفل پرېږده او چې سیوری دوه ذراع شو؛ نو د مازيګر فرض لمونځ وکړه او نفل پرېږده.

٦١٦_ د سهار لمونځ:

 زراره وويل: وا مې واورېدل، چې امام محمد باقر وويل: رسول الله (ص) تر ماسپښينه ‏هېڅ لمونځ نه کاوه، د ماسپښين پرمهال ‏، چې سيورى د نیمې ګوتې هومره راورسېد؛ نو د ماسپښين پر لمونځ به بوخت شو؛ نو د ماسپښين تر لمانځه روسته يې د مازيګر دوه رکعته نفل کول او مخکې تردې، چې مازيګر راورسي نو‏ دوه رکعته يې کول، څو سيورى دوو ذارع ته ورسېد؛ نو هله يې د مازيګر لمونځ وکړ او چې لمر پرېووت نو د ماښام لمونځ يې کاوه او د شفق تر پټېدو روسته يې د ماڅښوتن لمونځ کاوه ويل يې: د ماڅښوتن لمونځ د شپې تر دريمې برخې وي او تر هغې روسته يې لمونځ نه کاوه، چې شپه پر نیمايي واوخوته؛ نو راپاڅېده او ديارلس رکعته لمونځ يې هم کاوه او چې د سهار څرک به راښکاره شوه او هوا به روښانه شوه؛ نو د سهار لمونځ يې کاوه.

٦١٧_ د شپې لمونځ:

 معاوية بن وهب وايي: امام صادق (رح) وويل: چې به شپه شوه؛ نو د ويدېدو پرمهال يې درسول الله (ص) سر ته د اوبو سرپوښلی لوښى کېښوده، رسول الله (ص) به مسواک هم خپل سرته کېښود او ويده به شو اوتر هغه به ويده و، چې الله غوښتل، چې له خوبه به راپاڅېد، کېناسته او اسمان ته يې کتل، ويل يې: ((ان فى خلق السموات ولارض)) د آل عمران سورت يې تر پایه ‏‏ وايه، بيا يې مسواک واهه، اودس يې کاوه، د خپل لمانځه ځاى ته تله او پر څلور رکعتي لمانځه به بوخت شو، د هرې رکوع اوږدوالى يې د فاتحې او (اخلاص) سورتونو هومره و او د سجدى اوږدوالى يې د رکوع هومره و، تردې چې خلکو وويل، چې کله له سجدې راپورته کېږي او سجدې ته ځي او سجده دومره اوږدېده، چې ویل کېدل: څه وخت سر راپورته کوي؟

بيا خپلې بسترې ته و‏رتله او ويدېده اوتر هغې ويده و، چې الله غوښتل؛ نو بيا به راويښ شو، کېناسته، هماغه آيتونه يې ويل مسواک يې واهه، اودس ‏يې کاوه، درې رکعته د وتر لمونځ يې کاوه، بيا ‏يې د سهار د لمانځه دوه رکعته نفل وکړل او د سهار د لمانځه لپاره به جومات ته ولاړ.

٦١٨_ د سهار نفل:

چې د سهار څرک به راښکاره شو؛ نو رسول الله (ص) د سهار نفل کول او بيا د سهار لمانځه ته له کوره وته.

٦١٩_ د ګناهونو بښل کېدل:

شيخ طوسي وايي: د رسول الله (ص) ‏لمونځ دوه رکعته دى، په هر رکعت کې د ‏حمد سورت تر ويلو روسته پر ولاړه پینځلس ځل د ((انا انزلنا)) سورت وايي، پینځلس ځل په رکوع کې، پینځلس ځل، چې له رکوع ‏سر راپورته کړي، پینځلس ځل په لومړۍ سجده کې، پینځلس ځل ‏له سجدې تر سر راپورته کولو روسته، پینځلس ځل په دويمه سجده کې، پینځلس ځل چې سر له دوېمې سجدې راپورته کړې او دويم رکعت هم همداسې وکړې، ‏چې سلام دې واړوه نو څنګه دې، چې زړه و د لمونځ تعقيبات ووايه او لمونځ، چې دې خلاص شو؛ نو ‏ټول ګناهونه ‏دې بښل شوي دي.

٦٢٠_ د لمونځونو زياتول:

 امام صادق (رح) وايي: د روژې مياشت، چې رارسېده؛ نو رسول الله (ص)‏ خپل لمونځونه زياتو‏ل، زه يې هم ډېروم تاسې هم دا کار وکړئ.

٦٢١_ د رمضان مياشتې نفل:

 محمد بن يحيى وايي: له امام صادق (رح) سره وم، چې وپوښتل شو: د رمضان په مياشت کې مو نفل ډېرولای شو؟ امام وويل: هو!(د روژې په مياشت کې به) رسول الله (ص) تر وتیره لمانځه روسته پخپله مصلا کې ودرېده او پر نفلونو به بوخت شو، تردې چې خلک ورو ورو د الله په رسول پسې راټولېدل اوغوښتل‏ يې دا نفل لمونځ له رسول الله (ص) سره پر جمعه وکړي، چې خلک به راټول شول؛ نو رسول الله (ص) ‏له نفلو لاس اخسته او کور ته تله، چې خلک به خپاره شول؛ نو جومات ته راستنېده او ‏نفل يې کول، بيا ‏ورپسې خلک راغلل او غوښتل ‏يې دا نفل لمونځ له رسول الله سره پر جمع وکړي؛ خو پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ‏هغوى پرېښوول او کور ته تله او دا کار يې څو ځل وکړ.

٦٢٢_ په روژه کې د رسول الله (ص) لمونځ:

د امامانو یو شمېر يارانو وويل: د روژى په مياشت کې مو د رسول الله (ص) د لمانځه په باب له امام صادق (رح) او امام رضا (رح) وپوښت، چې دواړو راته دا حديث روايت کړ:

د رمضان مياشتې لومړۍ شپه، چې به راورسېده؛ نو رسول الله (ص)‏ د ماښام له لمانځه سره څلور رکعته نفل کول، بيا يې ٨ رکعته ‏نور هم کول او ‏د ماڅښوتن تر لمانځه روسته ‏‏يې دوه رکعته نفل په ‏ناسته کول او بيا ‏پاڅېده او دولس رکعته نور ‏يې په ولاړه کول او بيا ‏کور ته تله، خلکو ‏ليدل، چې د روژې د مياشتې په راتګ د رسول الله (ص)‏ لمونځونه هم زيات شي، د کار علت يې ترې وپوښت، ‏رسول الله (ص) ورته وويل: ((دا لمونځونه؛ ځکه کوم، چې د روژې مياشت د نورو په پرتله ډېر فضيلت لري.)) بله شپه بيا رسول الله (ص) غوښتل نفل لمونځ وکړى، بيا ورپسې خلک ودرېدل، چې په جماعت ‏ورسره نفل وکړي؛ نو رسول الله (ص) خلکو ته وويل: ((خلکو! دا لمونځ نفل دى او نفل په جماعت نه کېږي! هر يو پخپله لمونځ وکړﺉ او‏ څه چې الله په خپل کتاب کې درښوولي، ‏و‏يې وياست او بيا يې سپارښتنه او ټينګار وکړ: خلکو!په نفل لمونځونو کې جماعت نه وي.)) خلک ټول خپاره شول او هر يوه ځان ته لمونځ وکړ، ‏څو‏ د رمضان نولسمه شپه راورسېده، د لمر پرېوتنې ‏پرمهال رسول الله (ص) غسل وکړ، د ماښام لمونځ يې وکړ او د تل په څېر ‏يې د ماښام تر لمانځه روسته څلور رکعته وکړل او بيا ‏کور ته ولاړ‏، چې بلال د ماڅښوتن ‏ اذان وکړ؛ نو رسول الله (ص) راغى او له خلکو سره يې د ماڅښوتن لمونځ په جماعت وکړ او ‏ روسته يې د نورو شپو په څېر دوه رکعته نفل په ناسته وکړل، بيا پاڅېد او د قدر د شپې (١٠٠) رکعته نفل لمونځ يې وکړ، چې په هر رکعت کې يې د ((حمد)) تر سورت روسته لس ځل د ((قل هوالله حد)) سورت وايه، چې د قدر د شپې له نفلو خلاص شو؛ نو د نورو شپور په څېر ‏يې د شپې لمونځ او وتر وکړل. د روژې په شلمه يې د نورو شپو په څېر د ماښام تر لمانځه روسته ٨ رکعته او د ماڅښوتن تر لمانځه روسته يې د روژې د مياشتې دولس رکعته نفل وکړل. پر٢١ مه شپه، تر لمر پرېوتنې ور و رسته به يې غسل ‏وکړ او د نولسمې شپې کړنې يې پرځاى کړې. پر٢٢مه يې ‏لمونځونه نور هم زيات کړل، ‏ د ماښام تر لمانځه روسته يې ٨ رکعته او د ماڅښوتن تر لمانځه روسته يې د روژى د مياشتې ٢٠ رکعته نفل وکړل. ٢٢مه شپه چې راورسېده؛ نو غسل يې وکړ او د نولسمې او٢١مې شپې کړنې يې پرځاى کړې.

 بيا امام د روژې په میاشت کې د يوميه نافل- پنځوس رکتعه – په باب وپوښتل شو، ‏و يې ويل: رسول الله (ص) د روژې د مياشتې نوافل هم کول او ورسره يې هغه پنځوس رکعتونه هم کول، چې په نورو مياشتو کې يې ‏ کول.

 له ٢٤ مې شپې څخه تر پایه د نورو شپو لمونځونه هم د ٢٢مې شپې په څېر دي.

٦٢٣_ دوه رکعتي لمونځ:

امام رضا (رح) وايي: رسول الله (ص) د محرم د مياشتې پر ړومبۍ ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه.

 ٦٢٤_ د ماښام په لمانځه کې ځنډ:

 يزيد بن خليفه وايي: امام صادق (رح) ته مې وويل: عمر بن حنظله د لمانځه د وختونو په باب څه مطالب ستاسې له خولې رانقل کړي. امام: هغه زموږ په باب دروغ نه وايي. ورته مې وويل: عمر بن حنظله وايي: د ماښام د لمانځه وخت هله دى، چې د لمر ټيکلى پټ شي؛ خو رسول الله (ص)‏، چې په سفر کې په بيړه کې و؛ نو د ماښام لمونځ ‏يې ځنډاوه او له ماڅښوتن سره يې کاوه. امام: عمر بن حنظله سم ويلي دي.

٦٢٥_پر لمونځ کوونکيو لورنه:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د باران پر شپه د ماښام لمونځ ځنډاوه او د ماڅښوتن لمونځ يې رامخې ته کاوه او دواړه يې يو ځاى کول، ويل يې: ((هغه چې پر نورو نه لورېږي، الله به پرې و نه لورېږي.))

٦٢٦_ د ماسپښين او مازيګر د لمانځه يو ځاى کول:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د سفر او مهمو چارو پرمهال د ماسپښین او مازيګر او د ماښام او ماڅښوتن لمونځ يوځاى کاوه.

٦٢٧_ پرېږده، چې هوا سړه شي:

 امام صادق (رح) وايي: په ګرمو ورځو کې، چې ‏موذن د اذان کولو اجازه غوښته نو رسول الله (ص) ‏ورته وويل: ابرد، ابرد، پرېږده، چې هوا سړه شي، پرېږده، چې هوا سړه شي.

 د”علاء” په کتاب کې له محمد بن مسلم روايت دى، چې ‏و يې ويل: په نبوي جومات کې مې لمونځ کاوه، ‏امام باقر(رح) وليدم، چې روسته يې راته وويل: ‏کله هم په هغه وخت کې فرض لمونځ مه کوه. آيا په هغه ګرمۍ کې دې لمونځ کاوه؟ ورته مې وويل: نفل مې کول.

٦٢٨_تر لمانځه روسته د اړتياوو پوره کول:

 ‏چې رسول الله (ص) ته به ‏څوک راغى او آنحضرت(ص) لمونځ؛ نو کس به ‏د رسول الله (ص) ترڅنګ کېناسته نو د هغه په پار يې ‏لمونځ لنډاوه، ورته ‏يې ويل يې: ((آيا اړتيا لرې؟)) د هغه تر اړتيا ‏ پوره کونې روسته ‏بيا لمونځ کاوه.

٦٢٩_ په لمانځه کې د رسول الله (ص) ژړا:

آنحضرت(ص)، چې به په ‏لمانځه بوخت شو؛ نو د الله له وېرې به يې رنګ والوت او ژړغونی غږ ترې اورېدل کېده.

٦٣٠_ د رسول الله (ص) خضوع:

آنحضرت(ص) ‏په ‏لمانځه کې داسې و؛ لکه جامې‏چې پرځمکه پرتې ‏وې.

٦٣١_ د لمانځه وخت:

 حضرت عايشه بي بي وايي: رسول الله (ص) له مو‏ږ سره خبرې کولې او موږ هم ورسره خبرې کولې‏، چې د لمانځه وخت به شو؛ نو پر رسول الله (ص) به داسې حالت راغى، چې نه ‏يې موږ پېژندو او نه موږ هغه پېژنده.

٦٣٢_ چپ او ښي اړخ ته کتل:

 آنحضرت(ص) کله کله په لمانځه کې کيڼ او ښي خوا ته کتل خو شا ته يې نه کتل.

٦٣٣_ سجدو او رکوع ته دې پام وسه:

 حضرت علي (ک)، چې محمد بن ابي بکر د مصر والي کړ؛ نو په خپلو سپارښتنو کې يې ورته وويل: خپلو رکوع ګانو او سجدو ته دې پام وسه؛ ځکه ‏د رسول الله (ص) لمونځ تر ټولو بشپړ او په عين حال کې لنډ و.

 ٦٣٤_ خوله وینځل:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې به غوښه وخوړه نو بې له دې چې لاسونه ووينځي، په هماغه حال کې ‏يې لمونځ کاوه؛ خو چې ‏شيدې به ‏يې‏‏ وڅښلې نو د لاسونو او خولې تر وینځلو روسته يې لمونځ کاوه.

 ٦٣٥— ګټور اذان:

 ابن سنان وايي: امام صادق (رح) ته مې وويل: موږ داسې موذن لرو، چې تر سهار مخکې اذان کوي. امام وويل: که څه سهار شوى نه وي؛ خو اذان يې د ګانډويان په ګټه دی؛ ځکه ‏د شپې لمانځه ته به راپاڅي خو سنت دا دى، چې د سهار راختنې ‏پرمهال اذان وشي و يې ويل: د اذان او د لمانځه ترمنځ هماغه دوه رکعته د سهار د نفل لمونځ واټن دى.

٦٣٦_ پر لوړ غږ اذان:

 امام صادق (رح) وايي: چې د لمانځه وخت به ‏شو؛ نو رسول الله (ص) حضرت ‏بلال ته ويل، چې پردېوال وخيژه او پر لوړغږ اذان وکړه.

 ٦٣٧_ اووه تکبيرونه:

 امام باقر(رح) وايي ‏: يوه ورځ رسول الله (ص) حسين پر اوږو سپور کړى، له کوره د جومات پر لوري ولاړ، رسول الله (ص) حسين په ‏ څنګ کې کېناوه او خلک هم په رسول الله (ص) پسې په صفونو کې ودرېدل (امام حسين ډېر روسته په خبرو راغى او خلک وېرېدل، چې تر پایه خبرې و نه کړي) رسول الله (ص) د لمانځه تکبير ووايه، چې امام حسين هم له رسول الله (ص) سره تکبير ووايه، رسول الله (ص)، چې د خپل زوى تکبير واورېد؛ نو بيا يې تکبير ووايه، دا ځل بيا امام حسين له رسول الله سره تکبير ووايه، څو رسول الله (ص) اوه ځل تکبير ووايه او امام حسين هم ورسره ووايه؛ نوهمدا وو، چې د لمانځه په پيل کې تکبير ويل سنت شول.

٦٣٨—د رسول الله (ص) تکبير:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) به د تکبيرة الاحرام او همداراز د رکوع او تر رکوع روسته تکبير ويلو ته خپل لاسونه تر غوږونو‏ راپورته کول.

 ٦٣٩_ په لوړ غږ “بسم الله”:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) په لمانځه ‏کې “بسم الله الرحمن الرحيم” پر لوړ ‏غږ ويله.

٦٤٠_ په لوړ غږ بسم الله:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې ‏له خلکو سره لمونځ؛ نو بسم الله ‏ يې په لوړ غږ ويله.

٦٤١_ په لمانځه کې خوله وازى:

حضرت علي (ک) وايي: که رسول الله (ص) ته په لمانځه کې ‏ خوله وازى راتله؛ نو‏ پر خوله يې ښی لاس ايښوده.

٦٤٢_ د ډېر غم پرمهال:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) د لمانځه پرمهال پر‏ ږيره لاس راکښود، ددې کار لامل مې ترې وپوښت، و يې ويل: ((هغه مهال راباندې غم زيات وي.))

 ۶۴۳ـ تر لمانځه مخکې استعاذه:

حضرت ابوسعيد خدري(رض) وايي: رسول الله (ص) په لمانځه کې تر قرائت ‏مخکې ((اعوذبالله من الشيطان الرجيم)) ويل.

٦٤٤_ لنډ خو بشپړ لمونځ:

د آنحضرت(ص) ‏لمونځ تر ټولو‏ لنډ خو بشپړ و، پر لمانځه ‏چې درېده، تر “الله اکبر” ويلو روسته ‏يې ژر “بسم الله” ويله.

٦٤٥_ د پېغمبراکرم دوه ځل تمېدنه:

 امام صادق (رح)د امام باقر(رح) له خولې ‏ويلي: په لمانځه کې د رسول الله (ص) د قرائت په اړه د دوو اصحابو ترمنځ اړپېچ‏ شو‏، د اړپېچ هواري لپاره يې ابي بن کعب ته ليک واستو، هغه ورته په ځواب کې وويل: رسول الله (ص) په دوو ځايو کې تمېده‏‏: يو ځل د فاتحة الکتاب تر ويلو روسته او بل ځل د سورت تر ويلو روسته.

٦٤٦_ په لمانځه کې دوه دمې:

 سمره او ابي بن کعب ويلي: لومړى مکث تر تکبيرة الاحرام ويلو روسته او بل يې د حمد تر سورت روسته و.

٦٤٧_ په هر لمانځه کې سورت:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د سهار په لمانځه کې “عم يتسالون”، “هل اتیک حديث الغايشه”، “لاقسم بيوم القيامه” او دې ته ورته سورتونه ويل. د ماسپښين په لمانځه کې يې “سبح اسم”، “والشمس وضحيها”، “هل اتيک حديث الغاشيه” په څېر سورتونه ويل او د ماښام په لمانځه کې يې د “قل هوالله احد”، ” اذاجاءنصرالله والفتح” او د “اذا زلزلت” په څېر لنډ سورتونه ويل او د ماڅښوتن په لمانځه کې يې د ماسپښين، مازيګر او ماښام په څېر سورتونه ویل.

٦٤٨— د شپې په لمانځه کې سورت:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د شپې د لمانځه په روستي رکعت کې د “هل اتى على الانسان” سورت وايه.

٦٤٩_ د شپې لمونځ:

 آنحضرت(ص) د شپې لمانځه درې روستي رکعتونه “شفع او وتر” له نهمو سورتونو سره کاوه: په لومړي رکعت کې “الهکم التکاثر”، ” انا انزلناه” او ” اذا زلزلت”، په دويم رکعت کې “الصمد”، “والعصر” او “اذاجاءنصرالله والفتح” او په يو رکعتي وتر کې يې د”قل ياايها الکافرون”، “تبت” او د “قل هوالله احد” سورتونه ويل.

٦٥٠_ قنوت:

 امام صادق (رح) وايي: په ټولو لمونځونو کې په دويم رکعت کې تر رکوع مخکې قنوت ويل لازمي سنت دي.

٦٥١_ په ټولو لمونځونو کې قنوت:

حضرت براء بن عازب ويلي: رسول الله (ص) هېڅ فرض لمونځ بې قنوته و نه کړ.

٦٥٢_ قنوت د انبياوو علیه السلام ځانګړنه ده:

 امام حسن عسکري وايي: الله رسول الله (ص) ته وويل: ته، علي او د علي له ځوځاته امامان مې د قيامت تر ورځې پر لسو ځانګړنو ځانګړي کړئ، چې يو يې هم د لمانځه په دويم رکعت کې د قنوت ويل دي.

٦٥٣_ د رکوع او سجدې د ذکر علت:

هشام بن حکم وايي: امام موسى بن جعفر مې وپوښت: ولې په رکوع کې “سبحان ربى العظيم وبحمده” او په سجده کې “سبحان ربى الاعلى وبحمده” ويل کېږي؟ و يې ويل: هشامه!رسول الله (ص) يې، چې معراج ته بوت نو هلته يې لمونځ وکړ او پر هغه شپه، چې ستر الله يې ليدلى و، بدن يې په لړزه شو او بې واکه رکوع ته ولاړ او پکې يې وويل: “سبحان ربى العظيم وبحمده”او، چې له رکوع راپاڅېد؛ نو حق تعالى يې له هغې هم پر لوړ مقام وموند نو له وېرې پر سجده شو او يې ويل: “سبحان ربى الاعلى وبحمده” او چې دا ذکر يې اوه ځل تکرار کړ؛ نو له زړه يې وېره لرې شوه؛ ځکه سنت شو.

 ٦٥٥_ رکوع او سجدې ته دې پام وسه:

حضرت علي (ک)، محمد بن ابوبکر ته وليکل: رکوع اوسجدو ته دې پام وسه؛ ځکه سره له دې چې د رسول الله (ص) لمونځ تر ټولو بشپړ و خوتر ټولو زيات يې ورته پام و، په رکوع کې يې يوازې درې ځل “سبحان ربى العظيم وبحمده” او په سجده کې يې “سبحان ربی لاعلى وبحمده” ويل.

 ٦٥٦— د رسول الله (ص) سجده:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې سجدې ته تله؛ نو لاسونه يې تر زنګونو مخکې ځمکې ته ‏وړل.

٦٥٧_ د سجدې څرنګوالى:

حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص) ‏په سجده کې ‏پر ورغیو ډډه وهله، مټې يې خلاصې وې، چې تخرګونه‏ يې له شا ‏ښکارېدل.

٦٥٨_ پر خمره سجده:

 رسول الله (ص) پر خمره (کوشنې پوزي، چې د کجورو له پاڼو بڼل کېده) سجده کوله.

٦٥٩— د سجدې کولو پرځاى اوبه شيندل:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) د خپلې سجدې پرځاى اوبه شيندلې.

٦٦٠_ د رسول الله (ص) کونټۍ:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) يوه کونټۍ درلوده، ‏لاسکى یا قبضه يې د اوسپنې وه، چې ډډه يې پرې وهله او د اختر پر ورځو يې را اخسته او د لمانځه پرمهال يې خپلې مخې ته ايښوده.

٦٦١_ د سجده ځي او خلکو ترمنځ حايل:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې لمونځ؛ نو د جای نماز مخې ته يې خپله کونټۍ ايښوده.

 ٦٦٢_د اختر په لمانځه کې اووه تکبيرونه:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) د لوی ختر په لمانځه کې په لومړي رکعت کې اووه تکبيرونه(تکبيرة الحرام + د قنوت پینځه تکبيرونه + رکوع ته د تلو تکبير) او په دویم رکعت کې پینځه تکبيرونه (څلور د قنوت لپاره او يو رکوع ته د تګ لپاره) ويل.

٦٦٣_ د استسقاء لمونځ:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) استسقاء او باران غوښتو ته دوه رکعته لمونځ کاوه، په ناسته يې دعا کوله او له خدایه يې باران غوښته او د اسستقاء په لمانځه پسې يې خطبه ويله او لمونځ يې هم په جيګ غږ کاوه.

٦٦٥_ په بېديا کې د اختر د لمانځه سنت:

امام باقر(رح)وايي: سنت دى، چې د هر ښار اوسېدونکي د لوی او کمکي اختر لمانځه ته بېديا ته ولاړ شي؛ خو د مکې خلک چې په مسجدالحرام کې يې لمونځ کاوه.

٦٦٦_ په بېديا کې لمونځ:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې لمانځه ته له ښاره وته؛ نو د”شجره” له لارې تله او د”معرس” له لارې راستنېده او چې مصلى ته تله؛ نو اوږده لار يې ټاکله او راتګ ته ‏يې لنډه لار ټاکله.

٦٦٧_ په بېديا کې د باران غوښتنه:

حضرت علي (ک) وايي: سنت دى، چې يوازې په بېديا کې د باران غوښتنه وشي، چې خلک وکړاى شي، ‏اسمان ‏وويني؛ خو په مکه کې بايد په مسجد الحرام کې د باران غوښتنه وشي.

٦٦٨_د لمانځه د لیکو اوډون:

حضرت نعمان وايي: رسول الله (ص) د جمعې د لمانځه لیکې داسې برابرولې، چې د غشي په څېر هېڅ کوږوالى پکې نه و(دې مسلې ډېر اهميت درلود) يوه ورځ جومات ته راغى او په لمونځ ودرېد، چې غوښتل يې تکبيرة الاحرام ووايي، پام يې شو، چې د يو سړي سينه له نورو رامخکې ده؛ نو رسول الله وويل: ((د الله بندګانو! صفونه مو منظم کړئ ګنې نو په زړونو کې به مواړپېچ راپيدا شي.))

٦٧٠_ د لمانځه د وخت لېوالتيا:

آنحضرت(ص) بې صبره د لمونځ وخت ته په تمه و، چې د لمانځه وخت ‏رارسېده؛ نو خپل موذن حضرت بلال ته ‏يې ويل: ((بلاله! په اذان مې خوشحاله ‏ کړه!))

٦٧١_ لومړی لمونځ:

 حضرت ‏علي وايي ‏: رسول الله (ص) ‏هېڅ څه پر لمانځه نه مخکې کول، چې د لمانځه وخت به شو؛ نو ته وا ‏له خپله کورنۍ، اولاد، خپلوانو او دوستانو یو هم نه پېژني.

٦٧٢_ د ماښام لمونځ:

 د ماښام د لمانځه وخت، چې رارسېده؛ نوآنحضرت(ص) ‏یو کار هم پر ماښام لمانځه نه ور‏مخکې او د ماښام لمونځ ‏يې په لومړي کې وخت کاوه.

٦٧٣_ د رسول الله (ص) د سترګو رڼا:

رسول الله (ص) وايي‏: ((زما د سترګو رڼا يې په لمانځه او روژه کې ايښې ده.))

٦٧٤_ پر لمانځه نه مړېږم:

 رسول الله (ص) وايي: ((ابوذره!الله زما د سترګو رڼا په لمانځه کې ايښې‏او‏ راباندې يې ګرانه کړى دى؛ لکه ‏خواړه يې، چې پر وږي او اوبه پر تږي ګرانې کړي دي.)) بيا يې وويل: ((وږى په خوړو او تږى په اوبو مړېږي؛ خو زه په لمانځه نه مړېږم.))

٦٧٥_ له الله وېره:

د الله له وېرې د آنحضرت(ص)زړه؛ لکه د دېګ خوټېده.

٦٧٦_ په لمانځه کې خشوع:

رسول الله (ص) د لمانځه پرمهال اسمان ته کتل خو د ((الذين هم فی صلاتم خاشعون)) آيت، چې ‏نازل شو؛ نو سر يې لاندې کړ او ځمکى ته يې کتل.

٦٧٧_ په لمانځه کې پام:

 شيخ صدوق ويلي: په شپږ لمونځونو کې تر تکبيرةالاحرام روسته د “توجه” د “وجهت وجهى للذى فطر السموات ولارض” دعا ویل سنت دي. د شپې د لمانځه لومړى رکعت، يو رکعت د وتر د لمانځه، د ماسپښين د نفلو لومړى رکعت، د احرام د لمانځه لومړى رکعت، د ماښام د لمانځه د نفلو لومړى رکعت او د هر لمانځه لومړى رکعت.

 ٦٧٨_ تر تکبيرة الاحرام ‏ روسته دعا:

په هغه حديثونو کې، چې محمد بن عبدالله حميري ته رارسېدلي، راغلي: په “توجه” کې هېڅ ويل شوى دعا فرض نه ده؛ خو سنت دى، چې تر تکبيرة الاحرام روسته داسې وويل شي: مخ مې د هغه الله پر لوري، چې ځمکه او اسمانونه يې پنځولي، حال دا[ د ابراهیم د ملت، د محمد(ص) ددین او امیرالمؤمنین علي د ښیون له مخې] مسلمان او یولمانځی يم او کله هم له مشرکانو ځنې نه يم او په رښتيا لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ مې د الله په واک کې دي، شريک نه لري او پرهمدې ګروهه دنده راکړه شوې او مسلمان يم، خدايه! له مسلمانانو مې وګڼې، د رټل شوي شيطان له شره، اورېدونکي او پوه الله ته پناه وړم)) او بيا د حمد سورت پيل کړه.

٦٧٩_ د پيل اووه تکبيرونه:

ابوالحسن راشد وايي: ‏امام رضا (رح) مې د افتتاحيه تکبيرونو په باب وپوښت، ‏ و يې ویل: اوه تکبيره دي. ورته مې وويل: د الله له رسوله ‏ روايت شوي، چې په پيل کې او شپږو ورو او يو تکبير ويل کېږى. امام وويل: رسول الله (ص) له دې اوه تکبيرونو‏ يو په لوړ ‏غږ وایه.

٦٨٠_ مؤکد سنت:

 سيد بن طاووس وايي: د لمانځه تر سلام ‏ روسته، درې ځل تکبير ويل او هر ځل ورسره غوږونو ته لاس وړل ‏موکد سنت دي او رسول الله (ص) د هغو زېرو په پار، چې پرې شوي ول، خپل سنت کړل.

 ٦٨١— دوه رکعته نفل:

امام صادق (رح) وايي‏: د سهار، ماښام او ماڅښوتن د اذان او لمانځه ترمنځ سنت دادي، چې کېنې او نفل و نه کړې؛ خو د ماسپښين او مازيګر د اذان او لمانځه ترمنځ دوه رکعته نفل لمونځ کول سنت دي.

٦٨٢_ په جومات کې ښځې[332]:

 امام باقر(رح) وايي: سنت دا دى، چې په جماعت لمانځه کې ښځې په نارينوو پسې له رکوع او سجدې سرونه راپورته کړي.

 ٦٨٣_ د رسول الله (ص) رکوع:

آنحضرت(ص)چې رکوع کوله؛ نو سر يې نه ډېر ټيټ و او نه جيګ؛ یعنې منځنى حالت يې درلود.

٦٨٤_ پر لارويانو پام:

امام باقر(رح) وايي: چې رسول الله (ص) به په لمانځه کې د ماشوم ژړا واورېده؛ نو لمونځ به يې لنډ کړ، چې مور يې ژر ورستنه شي او کلار يې کړي.

٦٨٥_ په سفر کې لمونځ:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) (ظاهراً په سفر کې) د اوښ کته چې يو ذراع اوږدوالى يې درلود، په خپل مخ کې ايښوده او لمونځ يې کاوه، چې د هغه او تېرېدونکيو ترمنځ حايل وي.

 ٦٨٦_ د وتر لمونځ وخت:

ابان بن تغلب وايي، امام صادق (رح) ته مې وويل: رسول الله (ص) به د وتر ‏لمونځ کله کاوه؟ و يې ويل: د سهار تر راښکاره کېدو مخکې (داسې، چې د وتر لمونځ ‏ يې د سهار له راښکاره کېدو سره يو ځاى خلاصېده)

٦٨٧_ د اختر پر ورځ روژه ماتى:

امام صادق (رح) وايي: سنت دي، چې د کمکي اختر پر ورځ لمونځ ته تر تلو مخکې او د لوی اختر پر ورځ تر لمانځه روسته روژه ماته شي.

٦٨٨_ په بېديا کې لمونځ:

 امام صادق (رح) وايي: د کمکي اختر پر ورځ چې پلار مې بېديا ته د اختر لمانځه ته تله؛ نو څوک ‏يې نه پرېښوول، چې تر پښولاندې درۍ ‏او يا پوزى هوار کړي ويل يې: دا هماغه ورځ ده، چې رسول الله (ص) د لمونځ لپاره بېديا ته تله اوخوښ و، چې په خلاصه فضا کې وي، چې اسمان وويني، بيا يې خپل تندى پر ځمکه ايښوده اولمونځ يې کاوه.

٦٨٩_ په بېديا کې د لمونځ کولو لامل:

امام صادق (رح) وايي: د کمکي او لوی اختر پر ورځ يې رسول الله (ص) ته وويل: څه به وشي، چې په خپل جومات کې لمونځ وکړئ ؟ و يې ویل: ((خوښ يم ټول بدن مې د اسمان ټولو څنډو ته وروښيم.))

 ٦٩٠_ د چپنې یا عبا اغوستل:

 په روايت کې راغلي، چې د کمکي او لوی اختر پر ورځ ‏، که هوا سړه که توده؛ نو رسول الله (ص) چپنه اغوسته او پګړۍ يې وهله.

٦٩١_ په جيګ غږ تکبير:

 آنحضرت(ص)، چې د اختر د لمانځه لپاره واته نو د تکبير ويلو پرمهال يې خپل غږ جيګاوه.

 ٦٩٢_ په مدينه کې لمونځ:

 امام صادق (رح) وايي: سنت دي، چې يوازې په مدينه کې او نه په بل ښار کې د اختر لمانځه ته تر تلومخکې په نبوي جومات کې دوه رکعته نفل لمونځ وکړاى شي؛ ځکه ‏رسول الله (ص) هم کړي ول.

٦٩٣_ د اختر لمونځ:

 په حديث کې راغلي ‏: د اختر ورځ راورسېده، ‏مامون له امام رضا (رح) وغوښتل، چې ورسره سپور د اختر لمانځه او خطبو ته ولاړ شي…. مامون خورا ټينګار وکړ خو امام ورته وويل: اميرالمؤمنينه! که ما له دې کاره وبښئ؛ نو ډېر خوښ يم او که و دې هم نه بښلم نو هماغسې به ولاړ شم، چې رسول الله (ص) او علي تلل. سهار شو، امام رضا (رح) غسل وکړ، سپينه ‏پګړۍ يې ووهله، د پګړۍ يو اړخ يې شا ته، بل يې پر سينه راواچوه، خپلو مریانو‏ او چوپړیالانو ته يې هم حکم ‏ورکړ، چې چمتو ‏شئ او په څېر يې عمل وکړئ، بيا يې ‏ د اوسپنې کونټۍ راواخسته، کميس يې راپورته کړ، پښې يې ښکارېدې، لوڅې ‏پښې بهر ووت، امام اسمان ته وکتل، څلور ځل يې تکبير ووايه، د خپل کور مخې ته ودرېد، و يې ويل: الله اکبر الله اکبر الله اکبر على ما هدانا الله اکبرعلى مارزقنامن بهيمة الا نعام ولحمد لله على ما ابلانا.

امام دا هرڅه په جيګ غږ ويل او مریانو يې هم ورپسې په جيګ غږ ويل….. امام تر هر لسو قدمونو‏ روسته ودرېده او په جيګ غږ ‏ يې څلور ځل تکبير وايه.

٦٩٤_ د اختر لمانځه ته تګ:

 آنحضرت(ص) چې د اختر لمانځه ته پر يوه ولاړ؛ نو پر بله لار ‏راستنېده.

٦٨٥_ د امام حسين تکبير:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) د کمکي او لوی اختر د لمانځه پرمهال يوازې يو تکبير وايه. امام حسين لا پر خبرو نه و راغلى او د ډېرې مودې هم و، يوه ورځ مور يې فاطمې جامې ورواغوستې او له نيکه سره يې کړ، هغه مهال چې رسول الله (ص) تکبير وايه؛ نو امام حسين هم تر اوو ځلو ورسره ووايه، بيا چې رسول الله (ص) دويم رکعت ته راپاڅېد او تکبير يې ووايه؛ نو امام حسين هم ورسره تکبير ووايه (دا ځل پينځه وارې) او تر هغې ورځې تر ننه دا د رسول الله (ص) سنت شو.

 ٦٩٦_ داستسقاء لمونځ:

 حضرت علي (ک) وايي: د استسقاء د لمانځه سنت داسې دى، چې امام پاڅي، دوه رکعته استسقاء لمونځ وکړي او بيا د دعا لپاره لاسونه پورته کړي (او له خدایه اورښت وغواړي).

 ٦٩٧_ په استسقاء لمانځه کې چپن اپوټه اغوستل:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص)، چې د استسقاء لمونځ او د باران غوښتنې لپاره بېديا ته تله؛ نو اسمان ته ‏يې کتل او خپله چپن‏ يې اپوټه اغوسته. [1] (؛ یعنې رسول الله ‏ د الله درشل ته ويل: خدايه!؛ لکه چې دا چپن مې په واک کې ده، سرچپه مې کړه؛ نو ته هم) وچکالي پر نعمت واړوه.)

 راوي وايي: له امام ‏مې د دې کار علت وپوښت، و يې ويل: دا کار د رسول الله (ص) او د اصحابو ترمنځ يوه نښه ‏وه[333].

٦٩٨_ د باران غوښتو دعا:

 آنحضرت(ص) ‏د باران غوښتنې پرمهال داسې دعا کوله: خدايه! بندګان او څاروي دې په اوبو ماړه کړه، لورنه دې راخپره کړه او مړې ځمکى راژوندۍ کړه)) اودا دعا يې درې ځل کوله.

 ٦٩٩_ تر باران لاندې درېدل:

 حضرت ‏علي وايي: هغه باران، چې د خوړو ‏او د څارويو د روزۍ جوړونکی دی، له عرشه راکوزيږي؛ نو رسول الله (ص) ‏د باران پرمهال تر باران لاندې دريده، تردې چې‏ سره او ږیره به یې لمده شوه.

 ٧٠٠—د باران پرمهال دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)چې باران ته کتل، ويل يې: ((خدايه! دا باران راته ګټور وګرځوې.))

 ٧٠١_ د جمعې د لمانځه سنت:

امام باقر(رح) وايي ‏: ((رسول الله (ص)چې د ُجمعې پر ورځ د ُجمعې لمانځه ته له کوره ووت نو تر هغې ‏پر منبر ناست و، چې موذن به اذان خلاص کړ.

٧٠٢_ لمونځ کوونکيو ته د جماعت د امام سلام:

 حضرت علي (ک) وايي: سنت و چې امام پر ممبر کېني او پر خلکو سلام واچوي.

٧٠٣_ په لمانځه کې دوه خطبې:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) ‏دوه خطبې ويلې، چې لومړ‏ۍ خطبه به يې ‏وويله نو پر منبر‏ کېناسته او چې بیا ‏درېده؛ نو دويمه خطبه به يې پيل کړه.

 ٧٠٤_ حمد او سورت په لوړ ‏غږ ويل:

 امام باقر(رح) وايي: د ُجمعې لمانځه حمد او سورت په لوړ ‏غږ ووایئ، چې سنت دي.

 ٧٠٥_ د ُجمعې ورځې د لمانځه وخت:

امام باقر(رح) وايي: هغه وخت، چې لمر د اسمان له نیمايي واوخوت نو رسول الله (ص) به د ُجمعې لمونځ کاوه.

٧٠٦_ قنوت:

 اما سجاد وايي: د ُجمعې په لمانځه کې قنوت ويل مستحب دي.

٧٠٧_ د ُجمعې لمونځ:

 امام صادق (رح) وايي: د ُجمعې په لمانځه کې سنت دي، چې امام په لومړي ‏ رکعت کې جمعه سورت او په دويم رکعت کې منافقون سورت ووايي.

٧٠٨_ د اذان پرمهال ناسته:

حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص)، چې جومات ته ورننووت او حضرت بلال‏ اذان؛ نورسول الله (ص) ‏کېناسته.

 ٧٠٩_ د جانماز او دېوال ترمنځ واټن:

حضرت سهل ساعدي وايي: د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د جا نماز او دېوال ترمنځ د يوې مېږي د تېرېدو هومره فاصله وه.

 ٧١٠_ درې ځل سنت دي:

د رسول الله (ص) په رکوع اوسجده کې د تسبیح په هکله هشام بن حکم امام صادق (رح) و‏پوښت، امام ‏ورته وويل: په رکوع کې ((سبحان ربى العظيم)) او په سجده کې ((سبحان ربى لاعلى)) وايه. بيا امام وويل: د تسبح ويل يوځل فرض دي، درې ځل سنت او اوه ځل فضيلت دي.

٧١١_رکوع اوسجده:

 آنحضرت(ص) ‏په هر رکعت کې پینځلس آيتونه ويل او رکوع يې د قيام هومره او سجده يې د رکوع هومره وه او له رکوع او سجدې ‏‏سر راپورته کول يې مساوي ول.

 ٧١٢_ د سهار لمانځه وخت:

 امام باقر(رح) وايي ‏: رسول الله (ص) ‏د سهار لمونځ هله کاوه، چې هوا به رڼا شوه.

٧١٣_ پرځمکه سجده:

 اسحاق بن فضل له امام صادق (رح) ‏ پر پوزي د سجدې په باب وپوښتل، ‏ امام ‏و‏ويل: پروا نه لري؛ خو خوښ يم پر ځمکه سجده ولګوم؛ ځکه ‏رسول الله (ص) خوښ و، چې خپل تندى پر ځمکه ولګوي او تا ته مې هغه ‏خوښ دي، چې د الله د رسول ‏خوښ ول.

٧١٤_ ټول قرآن ويل:

 له معصوم امام روايت شوي: د ((قل هوالله احد)) سورة د قرآن د درېیمې برخې‏هومره دى او د ((قل يايها الکافرون)) سورت د قرآن د څلورمې ‏برخې هومره دى او رسول الله (ص) ‏د وترو په لمانځه کې د ((قل هوالله احد)) سورت درې ځل وايه؛ یعنې داچې قرآن ‏يې ختماوه.

 ٧١٥_ د شپې او ورځې نفل:

 امام صادق (رح) وايي: سنت دا دى، چې د ورځې د نفل لمونځ په ټيټ غږ او د شپې نفل په لوړ غږ وشي.

 ٧١٦_ تر لمانځه ‏ روسته دعا:

 امام باقر(رح) وايي: تر هر فرض لمونځ روسته د دعا فضيلت او ثواب تر مستحب لمانځه زيات او سنت هم دی.

٧١٧_ له لمانځه سره تسبيح:

 امام صادق (رح)، ابو هارون مکفوف ته وويل: اباهارونه! موږ اهلبيت، چې خپل اولاد ته د لمانځه سپارښتنه کوو؛ نو د ‏فاطمة الزهرا د تسبيحاتو[334]سپارښتنه هم ورسره کوو او ته هم دا تسبيحات وايه او‏ چاچې وويل؛ نو الله به يې بدمرغه نه کړي.

٧١٨_ آيت الکرسي:

امام باقر(رح) وايي‏: رسول الله (ص) حضرت علي (ک) ته وويل: ((علي! تر فرض لمانځه ‏ روسته د آيت الکرسي ويلو سپارښتنه درته کوم؛ ځکه ‏دا کار يوازې پېغمبران، صديقين او شهيدان کوي.))

٧١٩_ د وتر لمونځ:

 رسول الله (ص) ‏په خپلو دوو لمونځونو؛ یعنې شفع او ‏يو رکعت وتر کې په لومړي رکعت کې د”سبح اسم ربک الاعلى”سورت او په دويم رکعت کې د “قل يا ايهاالکا فرون” سورت او په درېيم رکعت؛ یعنې ‏وتر کې، چې ‏قنوت هم پکې ويل کېږي، د”قل هوالله احد”سورت ویل، چې دا ټول سورتونه تر حمد سورت‏ روسته ويل کېږي.

٧٢٠_ په سجده کې دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) په سجده کې دا دعا ويله: خدايه! تا ته سجده کوم، پر تا مې ايمان راوړی او تا ته تسليم يم، څېره مې پر خاورو هغه ته ايښې، چې جوړه کړې يې ده او پکې يې غوږ او سترګې جوړې کړي؛ نو الله ستر دى او ترټولو غوره جوړونکی دی.

٧٢١_ رکوع ته پام کوه:

حضرت علي (ک) محمد بن ابوبکر ته وليکل: رکوع ته دې پام وسه…. رسول الله (ص)، چې له رکوع راپورته کېده، ويل ‏يې: هغوى چې الله وستايي؛ نو د هغوى ستاېنه دې قبوله کړي خدايه د اسمانونو او ځمکو هومره‏ دې شکرونه.

٧٢٢_ د دوو سجدو ترمنځ دعا:

 آنحضرت(ص) ‏د دوو سجدو ترمنځ داسې دعا کوله: خدايه! و مې بښې، راباندې ولورېږې، پناه راکړه، عافيت راوبښې، خير ته دې اړين یم ‏، چې رالېږې يې، نړۍ پال خدای، سپيڅلى او د لوړمقام خاوند دى.

٧٢٣_ پر پوزي لمونځ:

ميمونه بي بي وايي‏: هغه وړوکى پوزى، چې د خرما له پاڼو بڼل شوى و، رسول الله (ص) ته ‏يې په جومات کې لمانځه ته هواراوه.

 ٧٢٤_ پر خاوره سجده ‏:

امام حسن عسکري وويل: الله مې نېکه ته وحې راولېږله: ته، علي او د علي له ځوځاته امامانو ته مې لس ځانګړنې ورکړي، چې يوه يې ‏په هر لمانځه کې پر خاورو سجده ده.

٧٢٥_ بشپړ لمونځ:

رسول الله (ص)‏ خپل لمونځ په بشپړه توګه کاوه.

٧٢٦_ پر رسول ګران لمونځ:

 هغه لمونځ ‏پر آنحضرت (ص) ‏ډېر ګران و، چې مداومت به پرې وشو او که پخپله رسول الله (ص) لمونځ پيلاوه؛ نو مداومت ‏يې پرى کوه، که څه ‏لنډ لمونځ و.

٧٢٧_ د شپې دوه رکعته لمونځ:

 حضرت انس بن مالک(رض) وايي: وا مې ورېدل، چې رسول الله (ص) وايي: ((د شپې دوه رکعته لمونځ، پر ما له ټولې دنيا او‏څه چې پکې دي، راته ګران دی.))

٧٢٨_ د روژې په پاى کې د شپې لمونځ:

آنحضرت(ص) وايي: ((قسم پر هغه الله، چې پېغمبر يې کړم، حضرت جبرائيل له حضرت اسرافيل څخه او هغه هم له الله راوړي، ‏که څوک د روژې د مياشتې په روستۍ شپه لس رکعته لمونځ وکړي او په هر رکعت کې يوځل (حمد) سورت، لس ځل “قل هو الله احد” سورت، په رکوع او سجده کې لس ځل “سبحان الله والحمدالله ولااله الا لله ولله اکبر” ووايې او تر دوو رکعتونو روسته ‏سلام واړوي او تر لس رکعتو‏ روسته زر ځل ” استغفرالله” ووايي او ورپسې سجدې ته ولاړشي، ووايي: ((يا حى يا قيوم يا ذى الجلال ولاکرام يا رحمن الدنيا ولاخره وحيمهما، يا ارحم الرحمین، يا اله اولالين ولاخرين اغفرلنا ذنوبنا وتقبل منا صلاتنا وصيامنا وقيامنا)) او بيا يې ددې لمانځه د ثواب په باب ډېرې خبرې وکړې، ‏و يې ويل: دا لمونځ يوازې الله ماته او زما امت ته راډالۍ کړ، چې تر ما مخکې يو پېغمبر ته يې هم ورنه کړ.))

 ٧٢٩—کور ته د ننووتو پرمهال لمونځ:

 آنحضرت(ص)، چې کور ته ورننووت نو مخکې تردې، چې کېني، څلور رکعته لمونځ ‏يې کاوه (ظاهراً دوه رکعتي) په لومړي ‏رکعت کې ‏يې”لقمان” سورت، په دوېم کې “يسن” سورت، په درېیم کې “دخان” او په څلورم کې ‏ يې د “تبارک الملک” سورت وايه.

 

 

د روژې آداب

٧٣٠_ ورځ ترمنځ روژه نيول:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) ‏پرلپسې دومره روژې ونيوې، چې خلکو ويل بیخې نه بوزه کېږي او بيا ‏دومره بوزه و، چې خلکو ‏ويل ‏نوره روژه نه نيسي، تردې روسته يې يو ورځ ترمنځ روژه ‏نيوه، بيا ‏په هره اونۍ کې پر پنجشنبې او دوشنبې ‏روژه کېده ‏او په پای کې سنت داسې شو، چې رسول الله (ص) د هرې مياشتې په پيل او پای کې د پنجشنبې پر ورځ او د مياشتې په منځ کې د چهار شنبې پر ورځ‏ روژه نيوه او ويل ‏يې: ((‏چاچې داسې روژه ونيوه؛ نو داسې به وي؛ لکه ټول عمر، چې روژه وي.))

٧٣١_ د الله په نزد خورا ناوړه چار:

 امام صادق (رح) وايي: پلار مې څو ځل وويل: د الله خورا ‏هغه خلک بد ایسي، چې ورته وويل شي، ‏رسول الله (ص) داسې عمل کړى و او هغه ځواب درکړي، چې الله به ما د ډېر لمونځ او روژو ‏له لامله پر عذاب نه کړي؛ ځکه ‏مانا ‏يې دا ده، چې رسول الله (ص) يې له ډېرو کولو‏عاجز و.

٧٣٢_ په مياشت کې درې ورځې روژه:

امام صادق (رح) وايي: د بعثت په لومړيو ورځو کې ‏رسول الله (ص) هره ورځ روژه کېده، ‏خلکو ويل، چې نور رسول الله (ص) نه بوزه کېږي، بيا يې يوه ورځ ترمنځ روژه نيوه، چې دا د حضرت داوود عليه السلام روژه هم وه، بيا يې هغه هم پرېښوده او په “ايام البيض” کې؛ یعنې د هرې مياشتې په ديارلسمه، څوارلسمه اوپینځلسمه ‏روژه کېده، بيا يې هغه هم پرېښووله او روژه ‏يې داسې نيوه، چې يوه روژه يې د مياشتې د لومړۍ لسيزې په پنجشنبې، دويمه يې د دويمې لسيزې په چهارشنبې او درېیمه يې د درېیمې لسيزې په پنجشنبې نيوه ‏او چې ژوندى و نو پر همدې اوډون يې روژه نيوه.

٧٣٣_ له زړه‏ نه د وسوسو وتل:

 حضرت علي (ک) وايي: د شعبان په مياشت کې روژه نيول او دا شان په هره مياشت کې درې ورځې ‏روژه کېدل، ‏غم اوخپګان له زړه ‏باسي، چې لومړ‏ۍ يې د مياشت په پيل کې د پنجشنبې پر ورځ، دویمه يې ‏ د مياشتې په منځ کې د چهارشنبې پر ورځ او درېیمه يې د مياشتې په پاى کې د پنجشنبې پر ورځ ده اوموږ اهل بيت د مياشتې دا درې روژې نیسو.

٧٣٤_ د رسول الله (ص)‏ د روژه کېدو ‏طريقه:

 ‏تر مړینې د آنحضرت(ص) د روژه کېدو ‏سنت دا و، چې بې د روژې د مياشتې له روژه کېدو، ‏د شعبان مياشتې او په هره مياشت کې درې ورځې روژه کېده.

 ٧٣٥_ هره ورځ روژه نيسئ ؟!

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) يوه ورځ خپلو يارانو ته وويل: ((په تاسې کې کوم يو هره ورځ روژه نيسي؟)) حضرت سلمان وويل: زه، اى رسول الله (ص). ‏ يو سړي سلمان ته وويل: سلمانه! ما خو ډېرې ورځې ليدلى، چې خواړه خورې؟سلمان: هغسې نه ده، چې فکرکوې؛ بلکې په هره مياشت کې درې ورځې روژه یم او الله ويلي: ‏چاچې نېک عمل وکړ؛ نو الله به ورته ‏لس ګرایه‏ ثواب ورکړي او بلخوا د شعبان مياشتې روژې هم له رمضان سره نښلوم او هر چا که داسې وکړل؛ نو داسې به وي؛ لکه ټول عمر، چې روژه وي.

رسول الله (ص) هغه سړي ته وويل: ((د هغه په څېر حکيم لقمان به پيدا نه کړې، ويې پوښته چې ځواب يې درکړي.))

٧٣٦_ د شعبان روژه:

 سماعه وايي: ‏امام صادق (رح) ‏مې وپوښت: رسول الله (ص) به د شعبان په مياشت کې روژه و؟ امام: هو! خو ټوله مياشت روژه نه و. و مې ويل: د شعبان په مياشت کې څو ورځې بوزه و؟ امام وويل: بوزه به و. دا پوښتنه مې ترې درې ځل وکړه او درې ځل يې ځواب راکړ، چې بوزه به و. سماعه وويل: بل کال مې هماغه پوښتنه بيا وکړه او امام هماغه ځواب راکړ.

٧٣٧_ د ګناهونو کفاره:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) د رمضان اوشعبان په دواړو‏مياشتو کې روژه ‏و او دا دواړه مياشتې ‏يې سره نښلولې خو نور ‏يې له دې کاره ژغورل او ويل ‏يې: ((دا دواړه مياشتې د الله مياشتې دي او پکې روژه نيول د ګناهونو کفاره ده.))

٧٣٨_ د رسول الله (ص) پېشنمى او روژه ماتى:

حضرت انس بن مالک(رض) وايي: په روژه ماتي او پیشنمي کې ‏د رسول الله (ص) خواړه يو شربت و او ډېر‏ راپېښېدل، چې بې له دې شربته ‏ يې هېڅ خواړه نه درلودل او ډېر وخت ‏دا شربت د شيدو و او کله به يې خواړه لمده شوې ډوډۍ وه.

٧٣٩_ په کجوره روژه ماتى:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) به د کجورو په څپرکي کې په کجورو او د وچو کجورو په څپرکي يې په وچو کجورو روژه ماتوله.

 ٧٤٠_ په اوبو روژه ماتى:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص)، چې روژه و، که حلوا او يا بل خوږ څيز به يې ‏روژه ماتي ته پيدا نه کړ؛ نو په اوبو ‏ يې روژه ماتوله.

٧٤١_ په وسکو روژه ماتى:

رسول الله (ص) به په وسکو هم روژه ماتوله.

٧٤٢_ غوره پېشنمی:

له آل محمد روايت دى: پېشنمى کول مستحب دى، ان که په يوشربت وي. روايت شوی، چې د پېشنمي غوره خواړه کجوره او قاووت دي؛ ځکه ‏رسول الله (ص) ‏په پېشنمي کې خوړل.

٧٤٣_ د پېشنمي خواړه:

 د رسول الله (ص) ډېرى ‏خواړه ‏حليم و او کله ‏يې پېشنمي ته هم ساتل.

 ٧٤٤_ په روژه کې ښه کار:

 رمضان، چې راتله؛ نو آنحضرت(ص) ‏ټول اسيران ازادول او بېوزلیو ‏ته ‏يې خيرات ورکاوه.

٧٣٥_ د رمضان په روستۍ لسيزه کې عبادت:

 حضرت علي (ک) وايي: د روژې د مياشتې روستۍ لسيزه، چې را‏رسېده؛ نو رسول الله (ص) خپله بستره راټولوله ‏او عبادت ته‏ يې ملا تړله او چې دروېشتمه شپه به شوه؛ نو خپله کورنۍ ‏يې ويخه ساتله او هر يوه ته چې خوب ورتله پرمخ ‏ يې ورته سړې اوبه اچولې.

٧٤٦_ حقيقي بې برخې:

‏فاطمه بي بي ‏هم د روژې پر دروېشتمه شپه کې ‏خپله ‏کورنۍ خوب ته نه پرېښوده ‏او داچې د کور وګړیو ته يې خوب ورنشي؛ نو‏ خواړه يې لږ ورکول او له ورځې يې ځان ددې شپې شوګيرې ته چمتو کول او ويل ‏يې: بې برخې ‏هغه دى، چې ددې شپې له خيره بې ګټې پاتې ‏شي.

 ٧٤٧_ د اختر تر لمانځه مخکې روژه ماتى:

حضرت علي (ک) وايي: د کمکي ‏اختر پر ورځ چې رسول الله (ص) د اختر د لمانځه لپاره وته؛ نو تر وتو مخکې يې ‏‏په ‏څو کجورو او وسکو روژه ماتوله. ‏

 ٧٤٨_ په اخترونو کې روژه ماتى:

سنت دي، چې د لوی ‏اختر پر ورځ تر لمانځه روسته او د کمکي ‏ اختر پر ورځ تر لمانځه مخکې روژه ماته کړې.

٧٤٩_ د ذي الحجة په مياشت کې روژه:

رسول الله (ص) ‏د ذي الجحې پر نهمه او په هره مياشت کې درې روژې نيوې.

٧٥٠_ په رمضان کې ډېر عبادت:

د رمضان مياشت، چې راتله؛ نو د رسول الله (ص) رنګ به واوخوت، لمونځونه يې زياتول او د الله درشل ته ‏يې په ډېر ‏تضرع او زارۍ‏ دعا کوله او له الله به وېرېدلى و.

 ٧٥١_ له روژې ‏مرسته غوښتل:

آنحضرت(ص) ‏ته ‏به چې څه ورپېښ شول، چې غمجن به يې کړ؛ نو په روژې نيوو او لمونځ کولو ‏يې هوارواه ‏.

٧٥٢_ د شعبان په مياشت کې روژه:

حضرت ‏علي وايي: په شعبان مياشت کې ‏رسول الله (ص) د مياشتې په پيل کې درې ورځې، د مياشتې په منځ کې درې روژې او د مياشت په پاى کې هم درې روژې نيوې، چې رمضان ته ‏دوه ورځې پاتېدې نو ‏بوزه به شو او بيا ‏يې د رمضان مياشتې روژې نيوې.

٧٥٣_ په خوږو خواړو روژه ماتى:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) ‏روژه په حلوا ماتوله او که نه به وه نو په کجوره ‏يې ماتوله او که دا دواړه به ‏نه ول؛ نو په سړو اوبو ‏يې روژه ماتوله.

٧٥٤_ پر اوبو او کجورو روژه ماتى:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) پر “اسودين” روژه ماتوله. ‏امام وپوښتل شو، ‏اسودين څه دي؟ ‏و يې ويل: يو يې وچې کجورې او اوبه دي او بل يې تازه کجورې او اوبه دي.

 ٧٥٥_ په بوره يا کجوره روژه ماتول:

آنحضرت(ص) په کجوره روژه ماتوله او که نه وه؛ نو په بوره.

 ٧٥٦_ عبادت ته ملا تړل:

 امام صادق (رح) وايي: د رمضان مياشتې روستۍ لسيزه، چې رارسېده؛ نو رسول الله (ص) عبادت ته ځای خوشې کاوه، له ښځوسره يې کوروالى نه کاوه اوعبادت ته يې ملا تړله.

٧٥٧_ د سپوږمۍ د ليدو دنده:

 د څښتن د استازي (ص) ‏يو ثابت سنت دا و، چې د مياشتې ليدو دنده يې پخپله پر غاړه اخسته.

 ٧٥٨_ د اختر تر لمانځه مخکې فطريه:

امام على وايي: د اختر تر لمانځه مخکې فطريه ورکول سنت دي.

٧٥٩_تکبير:

 د کمکي اختر د شپې د ماښام او ماڅښوتن تر لمانځه روسته، د شعبان مياشتې د دویم تر مازیګر لمانځه روسته، تر لسو لمونځونو روسته او د لوی اختر د ورځې د ماسپښين او مازیګر تر لمانځه روسته، د ذي الحجې د مياشتې د دولسم تر ګهیځ لمانځه روسته تکبير ويل مکې ناهستوګنو ته سنت دي.

٧٦٠_ په اختر کې تکبير:

 سعيد نقاشى وايي: امام صادق (رح) راته وويل: پوه شه، چې د کمکي ‏ اختر پر ورځ تکبیر ويل سنت دي. و ‏مې ويل: کله بايد وويل شي؟ ‏و يې ويل: تر څلورو لمونځونو روسته تکبير ويل، د ماښام او ماڅښوتن تر لمانځه روسته، د کمکي ‏اختر پر شپه، د سهار تر لمانځه روسته او د اختر تر لمانځه روسته تکبير ويل سنت دي.

٧٦١_ تر روژه ماتي مخکې سنت:

حضرت علي (ک) وايي: د روژه ماتي ځنډول، د پېشنمي د خوړوو ځنډول او تر روژه ماتي مخکې د ماښام لمونځ کول سنت دي.

٧٦٢_ د فطر زکات:

 امام صادق (رح) وايي: د فطر زکات يو صاع سنت دی؛ یعنې له يوه جنسه درې کیلو ورکړﺉ؛ لکه کجورې، وسکې يا وربشې.

٧٦٣_ په روژه خوله کنځل:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) وويل: ((الله راته شپږ ځانګړنې خوښې نه کړې او زه يې هم خپلو ځايناستو او لارويانو ته نه خوښوم، چې يو يې هم په روژه خوله کنځل او سپکې سپورې دي.))

٧٦٤_ برکتي او سنتي روژه ماتى:

د کمکي اختر پر ورځ يو کس امام رضا (رح) ته وويل: نن مې په کجورو او د قبر په خاوره روژه ماتى وکړ. امام راته وويل: سنت او برکت دې يو ځاى کړ.

٧٦٥_ په کجوره روژه ماتى:

آنحضرت(ص) په ګوټ اوبو يا لږو شيدو يا څو ‏کجورو روژماتى کاوه.

 

 

 

په نبوي سننو کې د اعتکاف آداب

٧٦٦_ د اعتکاف وخت:

 امام صادق (رح) وايي: پر لومړي سپوږمیز کال رسول الله (ص) د رمضان په لومړۍ لسيزه کې، پر بل کال د رمضان په دويمه لسيزه کې خو تردې روسته يې تل د رمضان په درېیمه لسيزه کې اعتکاف کاوه.

٧٦٧_ د اعتکاف قضا:

امام صادق (رح) وايي: پر دويم سپوږمیز کال د بدر جګړه په رمضان کې راپېښه شوه؛ نو رسول الله (ص) په جومات کې معتکف نه شو او په بل کال رسول الله (ص) دوه لسيزې معتکف شو، چې يوه لسيزه يې د تېر کال قضا وه.

٧٦٨_ د رمضان په روستۍ لسيزه کې اعتکاف:

امام صادق (رح) وايي: د رمضان روستۍ لسيزه، چې رارسېده؛ نو رسول الله (ص) ته ‏يې په جومات کې کېږدۍ وهله نو رسول الله (ص) ‏پکې معتکفېده ‏او عبادت ته ‏يې ‏ملا تړله.

يو سړي امام صادق (رح) ‏وپوښت: رسول الله (ص)‏ دا مهال ‏له خپلو مېرمنو سره لیدل‏؟ امام: بې له دې چې له مېرمنو يې لرې شي[335].

 

 

په نبوي سیرت کې د صدقې آداب

٧٦٩_ په صدقه ورکولو کې اسراف:

آنحضرت(ص) ‏په خپل وصيت کې حضرت علي (ک) ته سپارښتنه وکړه:…. شپږم داچې په لمانځه، روژه او صدقه ورکولو کې له ما لاروي وکړې…. خو د صدقې په باب، دومره صدقې ورکولو ته ملا وتړه، چې د کال په اوږدو کې فکر وکړې، چې اسراف دې کړى دی.

٧٧٠_ اړمنو ته د مال ورکړه:

امام صادق (رح) وايي‏: رسول الله (ص) ‏کله هم له ځانه فقير و نه شړه، که څه ‏يې درلودل ‏ورکول ‏يې که‏ نه يې درلودل؛ نو ويل‏ يې: ((الله دې راورسوي.))

 ٧٧١—بلاعوضه بښل:

 امام صادق (رح) وايي: موږ اهل بيتو، چې څه د الله په لار کې بښلي وي، بېرته يې نه اخلو.

٧٧٢_ په خپل لاس مرسته:

آنحضرت(ص) ‏وويل: ((څو څيزونه به پرېنږ‏دم: پر بې کتې خره سورېدل، له مریانو سره پر پوزي ناسته او ورسره خوړل او په خپل لاس بېوزلي ‏ته صدقه ورکول.))

٧٧٣_ بښنه:

رسول الله (ص) وويل: ((چې ‏‏موږ يې بې برخې‏ کړي يو او ظلم يې راباندې کړى، زموږ د اهل بيتو مړانه ‏په دې کې ده، چې ويې بښو.))

٧٧٤_ تر ټولو سخي:

آنحضرت(ص) ‏‏تر ټولوسخي او بښونکى و، تل يې ورکړه درلوده، چا ترې کنجوسي ونه ليده او بېوزلی يې ونه شړه.

 ٧٧٥_ له هر چا سره مرسته:

حضرت علي (ک) وايي: موږ اهل بيت نامستحقو‏ ته هم ورکړه کوو، له دې وېرې، چې واقعي مستحق رد نه کړو.

٧٧٦— د”نه” ځواب ترې چا وا نه ورېد:

حضرت علي (ک) وايي: د الله له رسول، چې څه وغوښتل شو‏، که خوښه‏ يې وه، ‏ورکول يې که نه يې در‏لوده؛ نو غلى به شو خو چا ترې د “نه” ټکى وانه ورېد.

٧٧٧_ د مؤمنانو د ستونزو هوارول: ‏

حسن بن علي بن فضال روایتوي: ‏ ‏امام رضا (رح) مې وپوښت: هغه مهال چې حضرت علي (ک) ‏‏خلیفه شو، ولې يې د فدک ځمکه ‏راونه ګرځوله؟ راته يې‏ وويل: موږ اهل بيت د مؤمنانو پالندویان ‏يو، ‏ګټې ته يې حکم ورکوو، ‏حقونه يې له ظالمانو اخلو او ورګرځوو يې، موږ له خپل ځواکه ‏د ځان لپاره ګټنه نه کوو، يوازې الله کړاى شي ‏‏غضب شوي مالونه مو راوګرځوي.

 

 

په نبوي سیرت کې د قرآن کريم د لوستو آداب

٧٧٨_ په هر حال کې قرآن لوستل:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) تل قرآن لوسته؛ خو د جنابت پرمهال نه.

٧٧٩_ د آيتونو بېلول:

 حضرت ام سلمه وايي: رسول الله (ص)‏، چې قرآن لوسته نو هر آيت ‏يې له بله بېلاوه.

٧٨٠_ هغه آیت، چې فضیلت يې تر زرو آيتونو ډېر دی:

آنحضرت(ص)‏، چې ‏مسبحات نه ول ويلي نو نه ويدېده ويل يې: ((په دې آيتونوکې يو آيت شته چې فضيلت يې تر زر آيتونو زيات دى.)) ورته وويل شو: مسبحات کوم سورتونه دي؟ رسول الله (ص) وویل: ((حديد، حشر، صف، جمعه او تغابن))

 ٧٨١_ د ويدېدو پرمهال سورت:

حضرت جابر(رض) وايي: ‏څو د “تبارک” او د “الم تنزيل” سورتونه يې نه ول ويلي؛ نو آنحضرت(ص) نه ‏ويدېده.

 ٧٨٢_ سوره اعلى:

 پر آنحضرت (ص) ‏د”سبح اسم ربک الاعلى” آيت ګران و، ويل يې: ((مکائيل ‏لومړى تن و، چې د سبح اسم ربک الاعلى سورت يې ووايه.))

٧٨٣_تر تلاوت روسته ذکر:

حضرت ابن عباس (رض) وويل: رسول الله (ص)، چې د “سبح ربک الاعلى” سورت تلاوت کړ؛ نو ويل يې: “سبحان ربى الاعلى”.

 دا حديث له امام علي(ک) هم رارسېدلى دی.

٧٨٤_ د الله پر ځواک ‏د رسول الله (ص) لېينه:

 حضرت ابي امامة (رض) وايي: تر حجة الوداع روسته مې د الله له رسول سره لمونځ وکړ؛ نو د “لااقسم بيوم القيامة” سورت يې ووايه او چې يې د “اليس ذلک بقادرعلى ان يحيى الموتى” سورت وايه؛ نو وا مې ورېدل، چې و يې ويل: “بلى و اناعلى ذلک من الشاهدين “؛ یعنې هو!زه هم پردې خبره لېينه ورکوم.

٧٨٥_ د رسول الله (ص) دعا:

حضرت ابن عباس(رض) وايي: د الله رسول به چې د “ونفس وماسواها فالهمها فجورها وتقويها” سورت تلاوت کړ؛ نو يوه شېبه دمه به يې وکړه او ورپسې يې وويل: ((خدايه! پرهېزګاري راکړه، زړه مې پاک کړى، اى تر ټولو غوره پاکوونکيه)) دا ‏يې په لمونځ کې ويل.

٧٨٦— تر تلاوت مخکې استغاذه:

آنحضرت(ص) د قرآن تر لوستومخکې ويل: “اعوذبالله من الشيطان الرجیم. “

٧٨٧_ په خوږ غږ تلاوت:

امام باقر(رح) وايي: په رښتيا رسول الله (ص) تر ټولوپه خوږ غږ قرآن لوسته.

٧٨٨_ په ولاړه تلاوت:

 رسول الله (ص) وايي: ((حضرت ‏جبرائيل امر راکړ، چې قرآن په ولاړه تلاوت کړم.))

٧٨٩_ د تلاوت پرمهال غږ راکښل:

 امام صادق (رح) وايي: مونږ اهل بيت قرآن د ((ابى)) په طريقه وايو.

د اهلبیتو په ځینو روایتونو کې د نورو اووګونو قرآيتونو تجویز هم شوی دی.

٧٩١_ تر تلاوت ‏ روسته شهادت:

حضرت قتاده(رض): ‏ رسول الله (ص) چې به د “اليقين” سورت ولوست؛ نو ويل ‏يې: ((هو پالونکیه!‏ زه هم شاهد يم.))

٧٩٢_ هو! ته وسمن يې:

 آنحضرت(ص) چې د ((أَلَيْسَ ذلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى‏ أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى‏[336] – ايا دغسې [الله] نشي كړاى چې مړي بيا را ژوندي كړي؟!)) وایه نو ‏و يې ويل: ((خدايه! ته له هر ډول عيب اونيمګړتيا پاک يې، هو! ته کړاى شې، مړي راژوندي کړې.))

 ٧٩٣_ د تلاوت پرمهال د رسول الله (ص) ژړا:

روایت شوي، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به د یونس ۶۱ آیت لوسته نو سخت یې ژړل، آیت دادی: [ (نبي!) او ته چې په هر حالت (او فکر) کې يې او چې د هغه [= الله] له لوري د قرآن هره برخه لولې (او خلکو!) څه چې کوئ (نو) موږ درباندې شاهدان يو ان په هغه بهير کې (هم) چې تاسې په خپلو کړنو کې ښه ډوب ياست، د يو بڅري هومره څيز ستا له پالونکي، په ځمکه او اسمان کې پټېداى نشي او تر هر څه کوشنى او تر څه لوى هم (دا ټول) په څرګندکتاب (لوح محفوظ) کې (ثبت) دي. ]

٧٩٤_ تر هر آيت روسته مکث:

آنحضرت(ص)‏ د “قل هوالله احد” تر هر آيت ‏ روسته مکث کاوه.

٧٩٥_ په لمانځه کې “حريم” او “طلاق” سورت ويل:

‏څوک چې پخپلو فرضو لمونځونو کې د طلاق او تحريم سورتونه ووايي نو الله به يې د قيامت پر ورځ د وېرېدليو او غمجنو له لیکو خوندي کړي او ددې دوو سورتونو د تلاوت او ساتنې په پار به يې الله د دوزخ له اوره وساتي اوجنت ته به يې ورننباسي؛ ځکه دا دوه سورتونه په رسول الله (ص) پورې اړه ‏لري.

 ٧٩٦_ د قرآن په حفظ کې بيړه:

 حضرت ابن عباس(رض) وايي: چې پر رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به د قرآن آيت ‏نازلېده؛ نو د هغې په حفظولو ‏کې يې بيړه کوله، چې دا آيت ‏نازل شو((لاَ تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ))

 ٧٩٧_ د قرآن تلاوت:

 تردې روسته چې حضرت ‏جبرائيل رسول الله (ص) ته راتله ‏ نو هماغسې قرائت يې کاوه، چې الله ورته ویلي وو.

 ٧٩٨_ د سورتونو پاى:

 آنحضرت(ص) د سورتونو پاى نه پېژنده، تردې چې [بسم الله الرحمن الرحيم] نازل شو.

 ٧٩٩— په کور کې د قرآن تلاوت:

په قمي تفسير کې راغلي: آنحضرت(ص)‏ په کور کې ناست و او د قرآن تلاوت يې کاوه.

 

 

د خاتم النبيين (ص) دعا کول

رسول الله (ص) د دعا ډېره سپارښتنه کوله او د عبادت ماغزه يې ګڼله او د دعا د ارزښت په هکله يې ويل: ((دعا د مؤمن وسله، د دين ستن او داسمانونو او ځمکې رڼا ده)). پوه شئ! قضا بې له دعا بل څه نشي بدلولاى.

 او ويلي يې دي: ((الله ته دعا وکړئ، د خپلې دعا پر قبلېدو ډاډ ولرئ، پوه شئ، چې الله د غافل او بې خبره زړه دعا نه مني)).

 بيا يې وويل: ((د اړتيا پرمهال يې له الله وغواړئ او په سختيو کې ورته پناه يوسئ او ورته زارۍ او دعا وکړئ؛ ځکه دعا د عبادت ماغزه دي او داسې مؤمن به نه وي، چې دعا وکړي او الله يې دعا ونه مني خو دومره خبره ده، چې ځينې د خپلې دعا پايله په همدې دنيا کې او ځينې يې په هغه دنيا کې ويني او دا ټول هغه مهال کېداى شي، چې د چا غوښتنه ګناه نه وي.))

پېغمبراکرم (ص) وويل: الله خپل يو استازي ته داسې وحې و کړه: ((پر خپل عزت او جلال مې قسم، چې که څوک بې له ما بل ته هيلمن شي؛ نو نهيلى به يې کړم او په خلکو کې به يې خوار او ذليل کړم او له خپل فضل او پراختيا به يې لرې او بې برخې کړم. زما بنده په سختيو کې نورو ته سترګې اړوي حال دا سختۍ زما په لاس کې دي او نورو ته هيلمنېږي، زه مړه خوا بښونکى يم، د تړلیو ورونو کونجي له ماسره ده او هغوى ته مې د دعا د قبلېدو ور خلاص دى، چې ما ته دعا وکړي)).

د الله د استازي او د ديني مشرانو سپارښتنه ده، چې د دعا په پيل او پاى کې پر “محمد” او ” آل” يې درود ووایئ.

 امام جعفر صادق ته يې يو يار وويل: په قرآن شريف کې آيت دى:

((ادعونى استجب لکم)) حال دا موږ دعا کوو خو نه قبلېږي. امام ورته وويل: ګومان کوې، چې الله پر خپله ژمنه ولاړ نه دى ؟ورته يې وويل: نه!امام وپوښتل: ستا په ګومان علت يې څه دى ؟ يار يې ورته وويل: نه پوهېږم! بيا امام ورته وويل: څوک چې د الله احکام پلي کړي او له خپلې لارې دعا وکړي؛ نو الله به يې دعا قبوله کړي. ويې پوښتل: د دعا خپله لار څه ده ؟ امام ورته وويل: داچې ړومبى د الله ستاېنه وکړې، نعمتونه يې راياد او شکر يې وباسې او بيا پر محمد او آل يې درود ووايې، بيا خپلې ګناهګانې بيان او منښته پرې وکړې او بيا له خدايه بښنه وغواړې، دا دعا لار ده.

 

 

د خاتم الانبیاء د دعاوو بېلګه

حضرت ام سلمه بي بي وايي: يوه شپه له خوبه پاڅېدم، ومې ليدل، چې رسول الله (ص) په بستره کې نشته؛ نو له ځان سره مې وويل: رسول الله به چېرې تللى وي ؟ پام مې شو، چې د کوټې په ګوټ کې پر عبادت بوخت دى، ورته غوږ شوم، چې پر ژړغوني غږ يې ويل: ((خدايه! کوم صالح څيزونه، چې دې راکړي؛ نو له ما يې مه اخله. خدايه! کينه کښ دښمن رالاسبرى مه کړې. خدايه! هغه بديو او ناوړه پېښو ته مې ورستون نه کړې، چې تا ترې راايستى يم. خدايه! د سترګو د رپ هومره مې هم پر خپل حال پرېنږدې.))

 ام سلمه بي بي وايي: دلته چې راورسېد؛ نو په چغو چغو مې وژړل، چې د رسول الله مبارک لمونځ او دعا پاى ته ورسېده، و يې پوښتلم: ام سلمې! ولې ژاړې؟ ورته مې وويل: رسول الله! سره له دې چې د الله استازى يې، داسې وياست؛ نو موږ ته خو پر خپل حال ژړا په کار ده. رسول الله مبارک وويل: هو همداسې ده! رور مې حضرت يونس علیه السلام الله د يوې شېبې لپاره پر خپل حال پرېښود؛ نو څه پرې راغلل.

امام جواد وايي: د الله استازي (ص) به داسې دعا کوله: خدايه! د هغه څه له لامله مې وبښې، چې کړي مې دي، ځنډولي مې دي، پټ مې کړي، ښکاره مې کړي او پر خپل ځان مې اسراف وبښه او له ټولو هغو څيزونو، چې ته ترې خبر يې. خدايه! بې له تا بل معبود نشته. خدايه! قسم دې پر خپله پوهه او واک! تر هغه مې، چې ژوند په ګټه او ستا په خوښه وي؛ نو ژوند راکړه او هغه مهال مې مړ کړې، چې ته راته مړينه غوره وګڼې. خدايه! په پټه او ښکاره کې مې په زړه کې له تا وېره واچوې. خدايه! په خپګان او خوشحالۍ کې له تا د حق خبره غواړم او په بېوزلۍ او شتمنۍ کې در څخه منځلاري غواړم. خدايه! له تا فاني ناپایه نعمت، د سترګو نه تياره کېدونکې رڼا، پر قضا خوښي، تر ژوند روسته ښه ژونداو له تاسره د لیدوکاتو مينه غواړم، بې له دې چې ستر تاوان او بې لارې کوونکې فتنه راورسي. خدايه! پر ايمان مې سينګار او د ښيون-ښیون شويو لارښـود مې کړې. خدايه! موږ له هغوى کړى، چې تا ورته لار ښوولې وي. خدايه! په چارو کې پايښتي او په استقامت کې مې مرسته وکړې. خدايه! له تا د نعمت د شکر توفيق، ښه خاتمه او ستا د حق د ادا کولو وس غواړم. خدايه!روغ زړه او رښتينه ژبه راکړې. خدايه! د ټولو هغو چارو بښنه درڅخه غواړم، چې ترې خبر يې. خدايه! هغه راکړې، چې ترې خبر يې، چې پر ګټه مې دى. خدايه! پناه غواړم له هغه بديو، چې ترې خبر يې او موږ ترې خبر نه يو او ته علام العيوب يې[337].

خدايه! ته مې شاکراو صابر، په خپلو سترګو کې خوار او د خلکو په سترګو کې ستر کړې. خدايه! د ټول چارو اخره خاتمه مې په خېر کړې او د دنيا له خوارۍ او د آخرت له عذاب مې وساتې. خدايه! په پوهه مې ځواکمن، په حلم مې سينګار، په تقوا مې عزيز او اخره خاتمه مې ښايسته کړې. خدايه! له تا ښيون، تقوا او عفت غواړم او چاته مې اړين نه کړې. خدايه! د نعمتونو له ورکېدو، د عافيت له بدلون، ناڅاپه غضب او له هر هغه څه پناه غواړم، چې خوښي دې پکې نه وي.

 خدايه! له تا له بدو اخلاقو، بدو کړنو، بدو ځاني غوښتنو او بدو رنځونو پناه غواړم. خدايه! د امت په سهار وختي پاڅېدنه کې مې برکت واچوې. خدايه! پر خپله پوهه دې قسم او واک وي، تر هغه مې، چې په ګټه او ستا خوښه وي؛ نو ژوند راکړه او هغه مهال مې مړ کړې، چې ته راته مړينه غوره وګڼې. خدايه! د خلقت په څېر مې سيرت هم نېک کړه. خدايه! چاچې زما د امت چارې په لاس کې واخستې او زما پر امت يې سخته راوړه نو خدايه! ته هم پرې سخته راوړې او که چا زما له امت سره ګوزاره وکړه؛ نو خدايه! ته هم ورسره ګوزاره وکړه. خدايه! د يوې شېبې لپاره مې هم پر خپل حال پرېنږدې او هغه ښه څيزونه، چې دې راکړي، راڅخه يې وانخلې [338].

کورنۍ يې په هکله وايي:

٨٠٠_ په ناسته دعا:

 آنحضرت(ص)وايي: ((حضرت جبرائيل امر راکړى، چې قرآن پر ولاړه ووايم، چې په رکوع کې د الله حمد او په سجده کې يې تسبيح او پر ناسته دعا وکړم.))

٨٠١_ دعا ته لاس پورته کول:

 رسول الله (ص)‏ د دعا پرمهال خپل لاسونه پورته کول او د يو فقير په څېر‏، چې ډوډۍ غواړي‏ ‏زاري يې کوله.

٨٠٢_ هندارې ‏ته د ليدو پرمهال دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې هندارې ‏ته کتل، داسې يې ويل: ((د الله شکرونه او ستاېنه ده، چې زما پيدايښت يې بشپړ کړ او زما څېره يې ښکلې پيدا کړه او د نورو د نيمګړتياوو پر وړاندې يې ښايست راوبښه او د اسلام لارښوونه يې راته وکړه‏ او په نبوت يې راباندې ‏منت کېښود.))

 ٨٠٣_ د ښايست شکر:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې هندارې ته کتل؛ نو ويل ‏يې: ((د الله شکرونه او ستاېنه ده، چې ښکلى يې پيدا کړم او د نورو د نيمګړتياوو پر وړاندې‏ يې ښايست راکړ.))

٨٠٤_ د سورېدو پرمهال دعا:

 په سفرونو کې، چې آنحضرت(ص) ‏ پر‏څه سپور و نو درې ځل يې الله اکبر او د ((سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ)) آيت يې تر پایه لوسته، ویل يې: ((خدايه!په دې سفر کې له تا نېکي او پرهېزګاري غواړم او هغه کار له تا ‏غواړم، چې د خوشحالۍ لامل دې ګرځي. خدايه! دا سفر راته اسان او لرېوالى يې رانږدې کړه. خدایه! ته په سفر کې له موږ سره او په کورونو کى مو ځايناستى يې، خدايه! د سفر د غم او کړاو او د کور د غم او خپګانه او اولاد او شتمنۍ ته د بدې وررسېدو په باب پناه دروړم.))

‏چې له سفره راستنېده؛ نو ويل يې: ((‏حال دا الله ته مې توبه کړې، ‏عبادت ‏او ‏مننه يې کوم، چې خپل کور ته راستون شوم.))

٨٠٥_ په شپه کې د سفر دعا:

 آنحضرت(ص) چې په سفر کې و او شپه به‏ شوه، ‏ويل يې: ((ځمکې! زما او ستا پالونکی الله دی‏، ستا له شره او د هر هغه څه له شره، چې درباندې خوځي، الله ته پناه وړم او همداراز د هر داړونکي، چيچونکي مار او لړم او د هر موجود له شره، چې په دې بېديا کې دي او هم د هر پلار او زوی له شره، الله ته پناه وړم.))

٨٠٦_ د نويو جامو اغوستو پرمهال دعا:

رسول الله (ص)، چې نوې جامې اغوستې، ويل ‏يې: ((د هغه الله شکر او ستاېنه ده، چې پر هغه څه يې وپوښلم، چې خپل عورت پرې پټ کړم او په خلکو کې پرې ځان سینګار ‏کړم.))

٨٠٧_ د نوي جامو اغوستو پرمهال د الله ستاېنه:

آنحضرت(ص)، چې جامې له تنه ايستې، له کيڼ اړخه ‏يې ايستې او د جامواغوستو پرمهال ‏يې ‏د الله ستاېنه او شکر کاوه. بيا به يې يو بېوزلی ‏راغوښته او‏ زړې جامې يې ورکولې، ويل يې: ((که چا د الله د رضا لپاره يو بېوزلي ‏ته خپلې جامې ورکړې نو که د جامو خاوند ژوندى وي که مړ، څو‏ دا جامې د بېوزلي ‏پر غاړه وي؛ نو د جامو خاوند به د الله په پناه کې وي.))

٨٠٨_ د نويو جامو دعا:

 رسول الله (ص)‏، چې نوې جامې واغوستې؛ نو پاڅېده او مخکې تردې، چې له کوره ووځي، ‏ويل يې: ((خدايه! ستا له لارې ‏مې ځان وپوښه اوتا ته مخه کوم‏ او ستا پر رسۍ منګولې لګوم، پر تا مې توکل ‏دى، خدايه! ته مې ډاډ‏ او هيله يې، خدايه! مهمات مې بسیا کړې او‏ څه ته مې چې پام نه وي او ته پرې ښه پوهېږې، راسره پکې ملاتړى شې، بې له تا بل الله نشته، خدايه! تقوا مې د لارې توښه کړې، و مې بښه او هر لوري ته مې، چې مخه کړه، خير ښېګڼه راپېښه کړې)) دا يې ويل او بيا په خپل کار پسې وته.

٨٠٩_ له غونډې د پاڅېدو پرمهال دعا:

آنحضرت(ص)، چې ‏له کومې غونډې پاڅېده، ويل يې: ((خدايه!ته له هر ډول عيب اونيمګړتيا پاک يې، حمد او ستاېنه يوازې ستا ده، شهادت ورکوم، چې بې له تا بل الله نشته له تا بښنه غواړم اوتا ته درستنېږم.))

٨١٠_ جومات ته د ورننووتو او وتو دعا:

 حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص)، چې جومات ته ننووت نو ويل ‏يې: “اللهم افتح لى ابواب رحمتک ‏ خدايه! د رحمت ورونه راخلاص کړې” او د راوتو پرمهال ‏يې ويل: “اللهم افتح لى ابواب رزقک خدايه د روزۍ ورونه ‏راخلاص کړې. “

٨١١— جومات ته د ننووتو پرمهال دعا:

 حضرت فاطمه بي بي وايي: رسول الله (ص)، ‏چې جومات ته ورننووته، ويل ‏يې: ((د الله په نامه او خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه، ګناهونه مې وبښې او د رحمت ورونه راخلاص کړې.)) او له جوماته د وتو پرمهال يې ويل: ((د الله په نامه، خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه، ومې بښه او د فضل او کرامت ورونه راخلاص کړه.))

 ٨١٢_ د ويدېدو پرمهال دعا:

 رسول الله (ص)‏، چې ويدېده؛ نو پر ښي اړخ ‏ويدېده، ښى لاس ‏يې تر مخ لاندې ايښوده، ويل ‏يې: ((خدايه! پر هغه ورځ مې له خپل عذابه وساتې، چې ‏بندګان دې له قبرونو راپاڅوې.))

 ٨١٤_ آيت الکرسي:

 رسول الله (ص)‏ ‏د ويدېدو ‏پرمهال آيت الکرسي ويله، ويل ‏يې: ((جبرائيل ‏راغى، و يې ويل: محمده!چې ويده کېږې نو پيريان درباندې جادو کوي؛ نو تر ويدېدو مخکې آيت الکرسي وايه.))

 ٨١٥_ د دسترخوان دعا:

 چې آنحضرت(ص) ته يې دسترخوان خپور کړ؛ نو ‏ويل يې: ((خدايه! ته پاک يې! هغه څومره ښکلي دي‏، چې موږ ‏پرې ازمېيې، ته پاک يې، ‏ هغه نعمتونه څومره ډېر دي، چې رابښلي دې دي، ته پاک يې، څومره نعمتونه دې رابښلي، خدايه! موږ، مؤمنو ‏او مسلمانوبېوزلیو ‏ته پراخه روزي ورکړې.))

٨١٦_ د دسترخوان د برکت دعا:

آنحضرت(ص) ‏ته ‏يې چې دسترخوان هوار کړ؛ نو ‏‏ويل يې: ((د الله په نامه، خدايه!‏ دا نعمتونه راته له مشکورو نعمتونو ‏وګرځوې او د جنت له نعمتونو سره يې يو ځاى کړې.))

٨١٧_ خوړو ته د لاس وړو پرمهال دعا:

 رسول الله (ص)‏، چې خوړو ته لاس وراوږداوه، ويل يې: ((د الله په نامه، خدايه!‏څه چې دې روزي راکړې، ‏برکت پکې واچوې او پرځاى يې نوره روزي راکړې.))

٨١٨— د دسترخوان ټولولو پرمهال دعا:

امام باقر(رح)وايي: د رسول الله (ص) له مخې ‏يې، چې خواړه ټولول، ويل يې: ((خدايه! ډېر نعمتونه دې ‏راکړل، هغه دې پاک کړل، برکت دې پکې واچوه، موږ دې ماړه کړو، د هغه الله ځانګړې ستاېنه ده، چې روزي يې راکړه خو ‏پخپله روزۍ ته اړمن نه دى.))

٨١٩_ د خوړو او شيدو څښلو پرمهال دعا:

امام باقر(رح) وايي ‏: رسول الله (ص)، ‏چې څه خوړل يا څښل؛ نو ويل ‏يې: ((خدايه په دې خوړو کې برکت واچوې او ترې غوره راکړې.))

د شيدو څښلو پرمهال ‏يې ويل: ((خدايه! دا شيدې راته مبارک کړه او رزق مې ترې زيات کړه.))

٨٢٠_ د کپ خوړو پرمهال دعا:

 رسول الله (ص)چې ‏کپ خولې ته کاوه، ويل يې: ((خدايه!ستاېنه یوازې‏ ستا ده، چې ‏خواړه دې راکړل او په اوبو دې ماړه کړو، زه دې شکر‏ باسم د هغه چا شکر، چې ستا د نعمتونو په اړه ناشکره دی او ستا له نعمت سره یې وداع کړې نه ده او له تامړه خوا نه دى.))

٨٢١_ د تازه مېوې د ليدو پرمهال دعا:

حضرت ‏علي وايي: رسول الله (ص)، چې تازه مېوه ليده؛ نو هغه ‏يې ښکلوله او پر سترګو او خوله ‏يې کېښوده او بيا ‏يې ويل: ((خدايه؛ لکه څنګه چې دې په روغتيا کې ددې مېوې رارسېدب راښوول؛ نو په پاى ته رسېدو کې يې هم په روغتيا کې راوښيه.))

٨٢٢_ باس ته دننووتو دعا:

آنحضرت(ص)، چې باس ته ور‏ننووت، داسې ‏يې ويل: ((خدايه! د پليد، نجس، خبيث او ناپاکه شيطان له شره پناه دروړم. خدايه! غم اوخپګان رانه لرې کړې او له رټل شوي شيطانه پناه راکړه.)) او چې اودسماتي ته ‏کېناسته، ‏ويل يې: ((خدايه!خپګان او ناپاکي رانه لرې کړې او له پاکانو مې کړې.))

د مدفوع د وتو پرمهال ‏يې ويل: ((خدايه!؛ لکه څنګه چې دې د روغتيا په حالت کې پاک خواړه راکړل؛ نو د روغتيا په حالت کې يې رانه فضولات هم وباسه.))

٨٢٣_ د الله ستاېنه او شکر:

 رسول الله (ص)چې باس ته تله؛ نو کله ‏يې داسې هم ويل: ((د هغه الله ستاېنه او شکر‏ دى، چې د انسان ساتونکى او د اړتياوو پوره کوونکى يې دى.))

٨٢٤_ له باس د راوتو پرمهال دعا:

له باس چې راوته؛ نو لاس ‏يې پر نس راکښوده، ‏‏ويل يې: ((د هغه الله شکر ‏او ستاېنه، چې د خوړو کړونکي فضولات يې رانه وايستل او له خوړو‏ پاتې قوت يې راکې پرېښود، ‏دا ستر نعمت دى، چې ‏څوک يې هم په اندازه کولو وسمن نه دی.))

٨٢٥_ له هديرې د تیرېدو پرمهال دعا:

له هديرې ‏د تېرېدو پرمهال ‏يې ويل: ((د مؤمنانو له اړخه دې پر تاسې سلام او درود وي، موږ به هم هله ورسره یوځای شو، چې الله غوښتل ‏.))

٨٢٦_ د قبر د زيارت دعا:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) ‏له ځينو يارانو سره د بقیع هديرې ته تله او درې ځل ‏يې ويل، ((السلام عليکم يااهل الديار)) سلام دې وي پر تاسې‏، چې ويده ياست. ‏درې ځل ‏يې ويل: ((رحمکم الله)) پر تاسې دې د الله رحمت ‏وي.

٨٢٧_ د خوشحالۍ پرمهال د رسول الله (ص) دعا:

 امام صادق (رح) وايي: هره خوشحالونکې خبره، چې رسول الله (ص) ته رارسېده؛ نو ويل يې: ((الحمدالله لله على هذه النعمه‏، ستاېنه او شکر‏ د هغه الله دى، چې دا نعمتونه يې ‏راکړل.)) او‏ چې خپه به شو، ويل ‏يې: ((الحمدالله على کل حال، په هر حال کې د الله شکراوستاېنه ده.))

٨٢٨_ د خوښ څيز د ليدو پرمهال دعا:

 حضرت علي(ک): آنحضرت(ص)چې به د خپلې خوښې څیز وليد، ‏ويل يې: (الحمدالله الذى تتم الصالحات= ځانګړې ستاېنه د هغه الله ده، چې خپل نعمتونه راکوي.))

 ۸٢٩_ د اذان پرمهال دعا:

 امام زين العابدين وايي: رسول الله (ص)، چې به اذان واورېد؛ نو په موذن پسې يې اذان وايه خو موذن، چې ((حى على الصلاة))، ((حى على الفلاح)) او ((حى على خيرالعمل)) ته ورسېد؛ نو د الله رسول به ويل: ((لاحول ولاقوة الابالله)) او چې لمونځ به وشو؛ نو رسول الله (ص) به دا دعا ويله: ((اللهم رب هذاالدعوة التامه والصلاة القايمه اعطا محمداً رسوله يوم القيامه، وبلغة الدرجة الوزله من الجنه وتقبل شفاعة فى امته- خدايه! دا بشپړه بلنه او لمونځ پاى ته ورسېد، د قيامت پر ورځ د محمد اړتيا او غوښتنې پوره کړې او په جنت کې يې د وزلې او مرتبې درجې ته ورسوه او د امت په باب يې شفاعت قبول کړه.))

٨٣٠_ د ماښام په روستي رکعت کې د رسول الله (ص) ذکر:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) د ماښام د لمانځه په درېیم رکعت کې داسې ويل: ((ربنالاتزع قلوبنا بعد اذهديتنا وهب لنا من لدنک رحمه انک انت الوهاب-خدايه! ‏زړونه مو تر ښیون روسته بېرته وانه ړوې، پر موږ ولورېږه؛ ځکه ‏يوازې ته بښونکى يې.))

٨٣١_ د وترو لمانځه په قنوت کې د رسول الله (ص) ذکر:

 رسول الله (ص) به ٧٠ ځلې د وترو په لمانځه کې اسغفار کاوه او بيا يې ويل: ((دا د هغه چا مقام دى، چې له اوره پناه دروړي.))

٨٣٢_ د وترو په قنوت کې دعا:

 رسول الله (ص) د وترو د لمانځه په قنوت کې ويل: ((خدايه!ما له هغوى ځنې کړې، چې تا ورته لارښو نه کړې ‏او بښلي دې دي او له هغوى ‏مې کړې، چې تا يې د کارونو پالندویي ‏په غاړه اخستې او‏ څه چې دې راکړي، پکې برکت واچوه او له هغه شره مې وساتې، چې راته دې تقدیر ‏کړي، ‏يوازې ستا حکم دى، چې پلي ‏کېږي او‏څوک هم حکم نشي درکولاى، ته له هر عيب او نيمګړتيا ‏پاک يې. د کعبې پالونکیه‏! بښنه درنه غواړم او درستنېږم، پر تا ايمان لرم او توکل مې پر تا دى، بې له تا هېڅ ځواک پاتېدونکى نه دى، اى لوراند څښتنه!.))

٨٣٣_ د روژه ماتي پرمهال دعا:

 رسول الله (ص) ‏د روژه ماتي پرمهال ويل: ((اللهم لک صمنا، وعلی رزقک افطرنا، فتقبله منا – خدايه!تا لپاره مو روژه ونيوه او ستا پر راکړي رزق مې ماته کړه، روژه مو قبوله کړه، تنده ماته شوه، د بدن رګونه ډک شول؛ خو د روژې ثواب پرځاى پاتې دی.))

۸۳۴- تر لمانځه روسته دعا:

امام باقر(رح) وايي: د خدای رسول تر لمانځه روسته پر ځنګونونو کېناسته، ښې لاس يې پر سر کېښود، ویل يې: ((د هغه خدای په نامه، چې بې له هغه بل خدای نشته چې له پټ او ښکاره هر څه خبر دی. خدایه! پر محمد او آل يې درود ووایه او غم او خپګان رانه لرې کړه.))

۸۳۵- محمد بن فرج وايي: امام رضا (رح) راته په یوه لیک ولیکل، چې د خدای رسول تر لمانځه روسته دا دعا کوله: ((خدایه! زما تېر شوي او راتلونکي، پټ او ښکاره ګناهونه وبښه او همداشان له حده تېریدنې مې هم وبښه او هغه مې وبښې، چې پرې ښه خبر يې. خدایه د چارو پرمختګ او شاتګ دې په لاس کې دی، بې له تا بل خدای نشته. خدایه! تا ته دې په خپل غیبي علم او پر هغه واک او ځواک قسم درکوم، چې پر خپلو مخلوقاتو يې لرې، پوهېږې، چې دا ژوند راته ښه دی؛ نو ژوندى مې پرېږده او چې پوه شوې، مړینه مې تر ژونده غوره ده؛ نو مړ مې کړه. خدایه! له تا غواړم په پټه او ښکاره راکې له تا وېره واچوې او د خوشحالۍ او غم پرمهال د حق په ملګرتیا کې راسره ملاتړی شې او په شتمنۍ او فقر کې منځګړتوب ته مې اړ کړې. خدایه! زه له تا هغه نعمت غواړم، چې خلاصېدونکی نه وي او د سترګو نه تتېدونکی رڼا درنه غواړم او له تا غواړم، چې په هرومرو قضا کې رانه خوشحاله شې او تر مړینې په روسته ژوند کې مې برکت واچوې او راته يې خوږ کړې او تا ته په ليدو کې راته خوند واچوې او ستا د ليدو وياړ ته مې هيلمن کړې، بې له دې چې په دې لار کې سختي راورسي یا ازمېښت رامخې ته شي. خدايه په چارو کې ټيکاو، هوډ او استقامت راپه برخه کړې. خدایه له تا پاک زړه او رښتینې ژبه غواړم او له تا بښنه غواړم؛ ځکه ته له پټ اوښکاره خبر يې.))

۸۳۶-رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې به د ګهیځ دوه رکعته لمونځ وکړل، په ښي اړخ به ویدیده، ښی لاس یې تر مخ لاندې ایښووه، ویل یې: ((الهي ټینګه کړۍ مې ونیوه او د خدای په نه شلېدونکې رسۍ مې منګولې ولګولې او د عربو او عجمو او انسي او جني شیطانانو له غوسې او تېري خدای ته پناه وړم، پر خدای توکل کوم او د خپلو اړتیاوو پوره کول ترې غواړم، خدای راته بسیا او ښه چارسازی دی، یوازې متعال او ستر خدای ستر ځواک دی.))

٨٣٧_ د سهار تر لمانځه روسته دعا:

 رسول الله (ص) د سهار د لمانځه پرمهال په ‏لوړ ‏غږ‏ دا دعا کوله: ((خدايه هغه دين وساتې، چې زما د ساتلو ‏وزله دې ګرځولى دى.)) درې ځل يې وويل: ((خدايه!په کومه دنيا کې، چې اوسېږم، راته يې اصلاح کړې.)) درې ځل ‏يې ويل: ((خدايه ورستنېدل مې‏ آخرت ته دي راته يې ښه کړې.)) او درې ځل ‏يې ويل: ((خدايه! له غوسې دې رضا ته او له سزا ‏دې بښنې ته پناه وړم.)) او په پاى کې ‏يې ويل: ((خدايه پناه دروړم، څه چې ‏ راوبښې نو څوک يې مخه نشي نيوای او د‏ څه چې مخه ونيسې نو څوک يې نشي راکولای او د هر هڅاند هڅه بې ‏له تا ګټه نه لري.))

٨٣٨_ سترګو او غوږونو ته دعا:

 آنحضرت(ص) د سهار لمانځه پرمهال ‏‏ويل: ((خدايه! غوږونه او سترګې مې راته ګټورې کړې او دا دواړه ‏مې وارثان کړې او د خپلو سترګو په مخ کې مې له دښمنه غچ واخلې.))

٨٤٠_ د ماسپښين تر لمانځه ‏ روسته دعا:

حضرت ‏علي وايي: د ماسپښن تر لمانځه ‏ روسته د رسول الله (ص) يوه دعا دا وه: ((بې له ستر او زغمنال څښتنه بل الله نشته، یوازې الله د ستر عرش پالونکی دی او ستاینې یوازې نړۍ پال ته دي. خدايه له تا ‏‏لورنه، برات، بښنه، ښېګڼه، خير، روغتيا او د هرې ګناه بښنه غواړم. خدايه! ټول ګناهونه ‏مې وبښې، ټول خپګانونه مې لرې کړې، ټولې رنځ مې ورغوې، ټول عيبونه مې پټ کړې، روزي مې پراخه کړې او هغه وکړې، چې زما پکې خير او ستا پکې رضا وي، اى تر ټولو لورانده! آمين نړۍ پاله!))

٨٤١_ په سجده کې د رسول الله (ص) دعا:

 رسول الله (ص)چې تندى د سجدې لپاره پرځمکه کېښود نو ‏‏ويل يې: ((خدايه! زما په نزد زما له ګناهونو ستا رحمت ستر دى او تر کړنو مې ستا رحمت ته مې ‏هيله ډېره ده؛ نو څښتنه! ګناهونه ‏مې وبښه، اى هغه ژونديه، چې مرګ او ورکاوی نه لرې.))

٨٤٢_ له لمانځه د راستنېدو پرمهال دعا:

 رسول الله (ص) ‏چې به له لمانځه راستون شو؛ نو تندى به ‏يې په ښي لاس مسح کړ، ويل يې: ((څښتنه! ټولې ستاېنې ستا ‏دي، بې له تا بل څښتن نشته، چې له ښکاره او پټو ‏خبر وي. څښتنه!پټې او ښکاره فتنې او غمونه رانه ‏لرې کړه.)) ویل يې:

((‏په امت کې مې، چې ‏چا دا کار وکړ؛ نو ‏څه يې چې له الله وغوښتل، ور به يې کړي.))

 ٨٤٣_ تر هر لمانځه روسته دعا:

 حضرت انس بن مالک(رض) وايي: رسول الله (ص) تر هر لمانځه روسته ويل: ((څښتنه! له هغې پوهې پناه غواړم، چې ګټه نه لري، له هغه زړه، چې خشوع نه لري، له هغه نس، چې ډ ک نشي او له هغې دعا ‏چې ونه منل شي، څښتنه! له دې څلورو څيزونو پناه غواړم.))

 ٨٤٤_ د نوي کال پرمهال د رسول الله (ص) دعا:

 رسول الله (ص) به د محرم پر لومړۍ ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه او تر لمانځه روسته ‏يې لاسونه پورته کړل او درې ځل ‏ يې دا دعا وويله: ((څښتنه! ته پخوانی معبود او دا کال؛ نوى دی؛ نو څښتنه! په دې کال کې له تا غواړم، چې د شيطان له شره مې خلاص کړې، پر اماره نفس مې لاسبر کړې او پر هغه مې بوخت کړې، چې درنژدې مې کړي. کريمه! د جلال او اکرام څښتنه! اى د هغو‏ اډانه، چې ډډه نه لري، اى د هغو د چغو اورېدونکيه، چې اورېدونکی نه لري، اى د هغوى پناه، چې پناه نه لري، اى د هغوى خزانې، چې خزانه نه لري، اى نېک بښونکيه، اى سترې هېلې، اى د بېوزليو عزته، اى ‏د پوپنا‏ شويو ژغورونکیه، اى د هلاک شويو ژغورونکيه، اى احسان کوونکيه، ته هغه الله يې، چې د شپې تياره، د ورځې رڼا، د سپوږمۍ او لمر ځلا، د اوبو غږ، د ونو غږونه ټول درته سجده کوي. څښتنه! شريک نه لرې. څښتنه تر هغه مو غوره کړې، چې خلک ‏مو‏ په باب فکر کوي او ‏هغه ګناهو‏نه مو وبښه، چې څوک ترې خبر نه دي، الله چې مو مل وي؛ نو همدا راته بس دى او په الله مې ‏توکل ‏دی. هغه د ستر عرش خاوند دی، زه پرې ايمان لرم او له دې خبرې بې له هوښياراونو بل څوک خبر نه دي، چې ټولې چارې د الله له لوري دي، څښتنه! زړونه مو و نه لړزوې، راولورېږه، چې يوازې ته بښونکى يې.))

٨٤٥_ د شعبان پر پینځلسم د رسول الله (ص) دعا:

 پېغمبراکرم د شعبان پر پینځلسمه شپه دا دعا کوله: ((خدايه! په زړونو کې مو له تا دومره وېره واچوې، چې د ګناه د مخنيوي لامل وګرځي او په دومره عبادت مې بوخت کړې، چې پرې رانه خوښ شې، دومره مې ډاډمن کړې، چې د دنيا ټولې سختۍ رااسانې شي، څښتنه! څو‏ ژوندي يو، سترګې، غوږونه او ځواک ‏مو ګټور کړې او ‏زموږ وارثان يې وګرځوې، ‏له دښمنانو مو غچ واخله او‏ پرې مو لاسبري کړه، څښتنه! ‏په دين کې مو غم رانه وړې او دنيا راته غم او د علم پاى ونه ګرځوې او هغوى راباندې لاسبري نه کړې، چې راباندې ‏رحم نه لري؛ نو ستا رحمت ته هيلمن یم، اى تر ټولو لورانده.))

٨٤٦_ د شعبان پر پینځلسمه د رسول الله (ص) بله دعا:

 د رسول الله (ص) د يوې مېرمنې د خولې خبره ده، چې پر هغه شپه زما وار و نو رسول الله (ص) له بسترې ‏داسې پاڅېد، چې پرې پوه نه شوم، ‏راپاڅېدم نو ښځينه غيرت مې راوپارېد او فکر مې وکړ، چې ګنې رسول الله (ص) د بلې ښځې کوټې ته ورغلی، ناڅاپه مې پرې سترګې ولګېدې، چې د جاموپه څېر پر خاورو پروت دى او په سجدى کې وايي: ((خدايه!تل دې د درشل فقير يم، اړمن دې يم، تل له تا وېرېږم او له تا پناه غواړم! نو ته مې هم نامه د نېکانو ‏له نوملړه‏ ونه باسې، په جسم کې مې بدلون را نه وړې، په ‏سختوازمېښتونو ‏کې مې ښکېل نه کړې او ومې بښې.))

بيا يې وويل: رسول الله (ص) ‏له سجدې سر راپورته کړ او بېرته سجدې ته ولاړ او دا ځل يې په سجده کې وويل: ((خدايه! جسم او روح دواړه مې درته پر سجده دي او زړه مې پر تا ايمان لري او دا هماغه دواړه جنايتي لاسونه دي (چې تا ته په سجده دي) ستر څښتنه! چې د هر ستر چار د کولو هيله يوازې له تا کېدای شي، ستر ګناهونه ‏مې وبښه، چې بې له ستر الله بل څوک د سترو ګناهونو د بښلو واک او ځواک نه لري.)) ‏ سر يې له سجدې راپورته کړ بيا سجدې ته ولاړ، ‏وا مې ‏ورېدل، چې و يې ويل: ((خدايه، ستا له عذاب، غضب او سزا دې تېرېدنې، ‏بښې، رضا، خوشحالۍ او عفوې ته پنا دروړم. هو څښتنه! له تا څخه تا ته پناه دروړم، ته هماغه يې، چې ځان دې ستایلی او تردې ډېر ستر يې، چې خلک فکر کوي.))

‏له سجدې يې سر راپورته کړ او په څلورم ځل بیا په سجده شو، و يې ويل: ((خدايه! ستا د وجهې له رڼا پنا دروړم، چې اسمانونه او ځمکې پرې روښانه شوې، تيارې پرې له منځه تللي او لومړنۍ او روستۍ چارې دې پرې سمې کړي، له دې وېرې، چې غضب دې رانازل نه کړې يا داچې عذاب دې را‏نازل نشي، خدايه! د نعمت د ورکېدو، د ناڅاپه عذاب، له رنځ او له غوسې او عذابه دې پناه غواړم، خدايه! پر هغه چې کړاى شې و مې رټې اوهېڅ داسې ځواک ‏نشته خو داچې ستا په سپيڅلې ذات به وي.))

 دالله رسول مې، چې پردې حال وليد؛ نو پر خپل حال ورپرېښود، ساه مې تله راتله، ‏کوټې ته مې راغلم، رسول الله هم ‏ راغى، و يې ويل: ((ولى دې ساه ځي راځي؟))ورته مې وويل: زه په تاسې پسې درووتم اوستاسې کړه مې وليدل. پېغمبراکرم وویل: ((خبره يې، چې نن د څه شپه ده؟نن ‏د شعبان د پینځلسمې شپه ده، چې پکې د انسان کړنې، روزي او د مرګ اجل ټاکل کېږي، الله په دې شپه کې د ټولوګناهونه بښي خو مشرک، باجګير، بې رحمه، شرابخور، څوک چې پخپله ګناه ټينګار کوي، بېځايه ګړېدونکى، غيب ويونکى او پالي په دې شپه نه بښي.))

٨٤٧_ د نوې مياشتې د ليدو پرمهال د رسول الله (ص) دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: د رسول الله (ص) سترګې، چې به د سپوږمۍ په هلال ولګيدې؛ نو لاسونه ‏يې پورته کول او ‏ویل يې: ((د الله په نامه. څښتنه! ددې مياشتې هلال راته د ايمان او روغتيا له امنيت سره يو ځاى کړې او اسلام راته ګټور کړې (او اى سپوږمۍ) زما او ستا پالونکی ‏هماغه ایکي يوالله دی.))

 ٨٤٨_ د رمضان مياشتې د ليدو پرمهال دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې د روژې د مياشت سپوږمۍ وليده؛ نو مخ پر قبله ‏درېده، ‏ويل يې: ((خدايه ددې مياشتې هلال راته د امنيت ايمان، روغتيا، پر اسلام د عمل، نېک عاقبت او د رنځونو پر وړاندې ‏د دفاع او د لمونځ، روژې او د قرآن د تلاوت مياشت وګرځوې، څښتنه!‏‏ توفيق راکړې، چې ددې مياشتې کړنې ترسره کړو او دا مياشت رانه خوشحاله کړې او راته ‏پکې روغه سټه هم راکړې او ‏څو دا مياشت په خير پای ته رسي، چې په خير‏ دې بښلي يو.))

٨٤٩_ د رسول الله (ص) ورځنى ذکر:

 امام صادق (رح) و ايي: رسول الله (ص) ‏هره ورځ د خپل بدن د رګونوهومره؛ یعنې (٣٦٠) ځل د الله ستاېنه کوله، ويل ‏يې: ((الحمدالله رب العالمين کثیراً على کل حال – په هر حال کې ډېره ‏ستاېنه د نړۍ پال خدای ده. ‏))

٨٥٠_ ٣٦٠ ځل ستاېنه او شکر:

پېغمبراکرم وويل: ((د بني آدم په بدن کې ٣٦٠ رګونه دي، چې ١٨٠ رګونه يې متحرک یا خوځنده او ١٨٠ يې ساکن دي؛ نو که ‏متحرک رګونه ساکن او ساکن متحرک شول؛ نو انسان ته به خوب ور نشي.))

ځکه پېغمبراکرم د ورځې ٣٦٠ ځل ويل: ((الحمدالله کثيرا ًعلى کل حال)) او شپه، چې رارسېده؛ نو ‏هماغومره يې بيا پورتنى ذکر وايه.

٨٥١_ ٣٦٠ ځلې:

 حضرت ‏علي وايي ‏: لمر، چې راو‏خوت نو رسول الله (ص) ‏٣٦٠ ځل ويل: ((الحمدالله رب العالمين کثیرا طیباً على کل حال=په ګردو حالاتو کې ډېره او پاکه ستاینه یوازې نړۍ پال خدای ته ده.))

٨٥٢_ د سهار او ماښام پرمهال د رسول الله (ص) ذکر:

‏چې امام ‏زین العابدین(رح) ‏يې يزيد ته بوت نو يزيد خپلې مخې ته ودراوه اوغوښتل يې ترې خبرې وباسي او د همدې خبرو په پلمه د امام سجاد(رح) سر هم ‏غوڅ کړي. امام ‏زين العابدين يې هم ټولې پوښتنې ‏ ځواب کړې او وړې تسبيح يې په لاس کې اړولې: يزيد وپوښت: ولې د ځواب راکولو پرمهال بې پروا تسبيح اړوې ؟

امام ورته وويل: پلارمې له نېکه ‏روايت کړي، ‏رسول الله (ص)، ‏چې د سهار لمونځ او ورپسې دعا وکړه؛ نو تر هغې يې له چا سره خبرې نه کولې، څو ‏يې ‏تسبیح نه وې راخستې او داسې‏ يې نه و ويلي: خدايه! سهار دې کړ، ‏حال دا د تسبو د دانو د شمېرهومره دې ستاېنه او يادونه کوم.

 بيا امام زين العابدين وويل: نيکه مې رسول الله (ص)، چې دا ذکر ووايه؛ نوتسبيح ‏يې اړولې او ‏ورځني ‏کارونه او له خلکو سره يې خبرې ‏ کولې، ويل ‏يې: ((په دې کار ‏د تسبو د اړولو دانو هومره انسان ته د الله ذکر شمېرل کېږي او دا کار الله ته د پناه وړو وزله ده او چې د خوب لپاره بسترې ته ولاړ؛ نو تسبيح يې راخستې او پورتنى ذکر ‏يې ‏وایه او بيا يې تسبې ‏تر خپل سر لاندې کېښوې او ‏ويل يې: ددې کار له لارې ‏تر سهاره ‏د انسان په کړنليک کې د انسان لپاره ذکر ليکل کېږي.

بيا امام سجاد(رح)، يزيد ته وويل: ؛ ځکه ‏تسبې اړوم‏، چې د خپل نيکه سنت مې دی. ‏

يزيد د امام د ځوابونو تر اورېدو روسته څو څو ځل وويل: له تاسې هر یوه سره مې، چې خبرې کړي؛ نو داسې ځواب مو راکړی، چې پايله يې ستاسې پر ګټه وه.

يزيد د امام له وژولو تېر ‏شو او حکم يې وکړ، چې زولنۍ‏ يې پرانځئ.

 ٨٥٢_ د سر درد لپاره دعا:

 د سردرد پرمهال به ‏رسول الله (ص) لاسونه اسمان ته پورته کړل او حمد سورت او معوذتين ‏يې وويل؛ نو رنځوري يې رغېده.

 ٨٥٤_ د تبې او نورو دردونو لپاره دعا:

 رسول الله (ص) ‏د تبې او شپې پرمهال داسې وويل: ((څښتنه! د هغه رګ له شره، چې وينه پکې په شدت روانه ده ‏او د دوزخ د اور له شره پناه غواړم.))

٨٥٥_ د تبې تعويذ:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) سختې تبې ونيو، حضرت جبرائيل راغى، ورته يې داسې تعويذ وليکه: ((بسم الله ارفيک، بسم الله، اشفيک من کل دا يوذيک، والله شافيک، بسم الله خذها فلتهنیک، بسم الله الرحمن الرحيم، و لا اقسم بمواقع النجوم وانه لقسم لوتعلمون عظيم، لتبران باذن الله عزوجل- د الله په نامه دې تعويذ او پناه درکوم، د الله په نامه دې هر کړونکى درد ښه کوم او الله شفا ورکونکی دی، د الله په نامه دا تعويذ واخله، چې پکې درته ښېګڼه ده، د لوراند او لورين څښتن په نامه، د ستورو پر ځایونو قسم، چې ‏په رښتيادا ‏يو ستر قسم دى که پوهېدای، چې بايد د خدای په امر ښه شې.)) د رسول الله (ص) تبه ښه شوه او حضرت جبرائيل ته يې وويل: ډېرښه تعويذ و. حضرت جبرائيل: دا تعويذ د اووم اسمان له زېرمو ‏و.

٨٥٦_ کوډو ته د رسول الله (ص) دعا او تعويذ:

حضرت ابن عباس: لبيد بن اعصم د الله پر رسول کوډې وکړې او د بني زايق په څاه کې يې پټې کړې، رسول الله (ص) ډېر‏ رنځور شو، چې ويده شو؛ نو دوه پرښتې يې پښو ته او دوه يې سر ته کېناستې او له کوډو يې ‏خبر کړ، چې کوډې د کجورې په غوټۍ کې تر يوه کاڼي لاندې د ذوران په څاه کې ايښوول شوي‏، له خوبه راپاڅېد او حضرت ‏علي، حضرت زبير او حضرت عمار يې په کوډو پسې ولېږ‏ل، چې راويې باسي. دا چار وشو او رسول الله (ص) ته يې راوړې. د کجورې په غوټۍ کې د رسول الله (ص) د سر وېښتان، چې د ږمنځولو پرمهال تويې شوي ول، د رسول الله (ص) د ږومنځې له ‏ څو غاښونو سره ول، چې ‏همدا مهال د الله پر رسول ‏‏د((قل اعوذ برب الفلق)) او ((قل اعوذبرب الناس)) سورتونه نازل شول؛ نو رسول الله (ص)، چې دا هر سورت لوسته نو یوه یوه غوټه پرانستل کېده او چې ټولې غوټې پرانستل شوې؛ نو رسول الله داسې تازه راغی؛ لکه بندي، چې له بنده ازاد شي. حضرت جبرائيل هم رسول الله (ص) ته په لاندې ټکيو تعويذ وکړ. ((بسم الله ارقيک من کل شى يوذيک من حاسد وعين والله یشفیک)) د الله په نامه د هر کینه کښ له شره او بدې سترګې دې تعويذوم، الله دې شفا درکړي.

٨٥٧_ د يهودۍ ښځې له شره د امان لپاره دعا او تعويذ:

امام حسن عسکري (رح) وويل: يوې يهودۍ رسول الله (ص) ته د پسه ‏غوښه زهرجنه کړې وه نو رسول الله (ص)، چې خبر شو؛ نو پر غوښې یې لاس راکښود، و يې ويل: ((بسم الله الشافى، بسم الله الکافى، بسم الله لمعانى، بسم الله الذى لايضر مع اسمه شى فى لارض ولافى السما وهوالسميع العليم – د شفا ورکونکي الله په نامه او د کفايت کوونکي الله په نامه، دعافيت کوونکي الله په نامه، د هغه الله په نامه، چې د نامه په يادولو يې نه پر ځمکه او نه په اسمان کې څوک ضرر درسولای نشي او هغه پوه اورېدونکی دی)) بيا يې وويل: ((د الله په نامه يې وخورئ)) او بيا رسول الله (ص) او يارانو يې زهرجنه غوښه وخوړه خوڅه هم پرې و نه شول.

٨٥٨_ دغم او خپګان پرمهال د رسول الله (ص) دعا:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې به خپه و يا غم پرې راغی؛ نو دا دعا ‏يې ويله: ((يا حى ياقيوم، يا حيا لايموت، يا حى، لا اله الا انت، کاشف الهم، مجيب دعوة المضطرين، اسالک بان لک الحمد لا اله الا افت المنان بديع السماوات والارض ذوالجلال والاکرام، رحمان الدنيا والاخره ورحيمها، رب ارحمنی رحمة تغنيني بهاعن رحمة من سواک، يا ارحم الرحمین – ژوندي خدايه! ‏پایند خدايه! ‏اى هغه ژوندیه، چې نېستي درته نشته، اى ژونديه! بې ‏له تا بل الله نشته، چې يوازې ته د هر کړکېچ او غم له منځه وړونکى او د بېوزلیو‏ د دعا منونکى يې، بې له تا بل الله نشته، له تا يې غواړم؛ ځکه ستاېنه يوازې تا ته ځانګړې ده. بې له تا بل الله نشته، د نعمتونو ورکونکى او د ځمکې او اسمانونو جوړونکى او د اکرام او جلال خاوند يې او يوازې ته په دنيا او آخرت کې لوراند ‏او لورین ‏يې، راولورېږه، چې د نورو له لورنې ‏مړه خوا شم، اى تر ټولو لورینه.))

 رسول الله (ص) وويل: ((هر مسلمان، چې درې ځل دا دعا وويله نو الله به يې غوښتنه ورپوره کړي؛ خو ‏ د ګناه او د زړه سوي د پرېکولو ‏لپاره دعا نه مني.))

٨٥٩_ د قرآن د حفظولو لپاره دعا:

 امام صادق (رح) وايي: د رسول الله (ص) يوه دعا دا وه: ((خدايه ‏څو‏ ژوندى يم، رالورېږه، چې ځان له ګناه ‏لرې کړم او هغه څه ته ملا وتړم، چې پرې خوشحالېږې، خدايه!؛ لکه څنګه چې دې قرآن رازده کړ، زړه مې يې ساتونکی کړې، چې ته پرې راضي يې، د قرآن د تلاوت توفيق راکړې، خدايه! سترګې مې پرې روښانه، سینه مې پرې پراخه، زړه مې پرې ګواه او بدن ته مې په قرآن د عمل توفيق ورکړې او ددې کارونو په ترسره کولو کې راسره مرسته وکړې؛ ځکه ‏ ټول ځواکونه ‏ستا له اړخه دي.))

٨٦٠_ د دښمن له شره د امان لپاره دعا:

 پېغمبراکرم د دښمن له شره د امان لپاره دا دعا ويله: ((موږ د کفارو پر زړونو پردې اچولي، چې په قرآن نه پوهېږي او غوږونه يې درانه دي او(ته اى زمارسوله!) چې يوازې الله په قرآن کې يادوې، هغوى له کرکې در شا کوي.

خدايه! پر هغه جمال او جلال قسم درکوم، چې په حجابونو کې پټ دى او د کمال پر هغه نور دې قسم درکوم، چې عرش يې رانغښتلی او پر عزت او شرافت دې قسم، چې ستا د قدرت په عرش کې دی او پر هغه څه قسم درکوم، چې د ملکوت قدرت دې راایسار کړي. خدايه!‏ چې حکم دې تل پلي کېږي او حکم او قضاوت دې نه راستنېدونکى دى، زموږ او د دښمن ترمنځ يوه پرده راوړې، چې تېرې تورې او نيزې يې د شلولو ځواک و نه لري. اى پیاوړي بریدمن خدايه! چې ځواک دې تر ټولو ډېر دى، ‏له هغوى مې وساتې، چې د غشيو او بلاګانوخولې يې زما په لور رااړولي. اى هغه خدايه، چې د يعقوب غم دې لرې کړ؛ نو زما غم هم لرې کړه، خدايه، چې د يعقو‌ب رنځوري دې ورغوله نو زما رنځ هم لرې کړه، خدايه! برى تل ستا دى؛ نو ما هم پر خپل دښمن لاسبر کړه. [ او الله كافران په غوسه ستانه كړل، بې له دې چې له خپل كاره كومه پايله تر لاسه كړي، الله (په دې ډګر كې) مؤمنان له جګړى بې نيازه كړل (او بريا يې ور پر برخه كړه) او الله غښتلى ناماتى دى. [339] ] [مؤمنانو! د الله [ د دين] مرستندويان شئ لكه عيسى د مريمې زوى، چې حواريونو ته وويل: ((څوك د الله په لار كې زما مرستندويان دي؟!)) حواريونو وويل: ((موږ د الله مرستندويان يو.)) (او په دې ترڅ كې) د بني اسراييلو يوې ډلې ايمان راووړ او بله ډله پرې كافره شوه؛ نو موږ یې له مؤمنانو سره د دښمن پرخلاف مرسته وکړه؛ نو بريالي شول. [340]]

٨٦١_ په هر حال کې ذکر:

پېغمبراکرم په ناسته او ولاړه د الله ذکر وايه.

 ٨٦٢_ د پېغمبرانو وسلې:

‏امام رضا (رح) خپلو يارانو ته وويل: د پېغمبرانو وسلې له ځان سره وساتئ، ورته وويل شول: د پېغمبرانو وسله څه ده؟و يې ويل: دعا کول.

٨٦٣_ د دعا پرمهال زاري:

 پېغمبراکرم د دعا پرمهال دومره ژړاوې کولې، چې چپن يې له اوږې ولوېده.

٨٦٤_ د الله پر قضا خوښ:

 امام باقر(رح) وايي: موږ اهل بيت دعا کوو او هغه ‏چې مو خوښ وي، له خدایه‏ يې غواړو؛ خو که ‏را يې نه کړل؛ نو په رضا يې راضي کېږو.

 ٨٦٥_ په سهار کې دعا:

 امام صادق (رح) وايي: د دعا درې غونډلې ټولو پېغمبرانو له آدامه تر خاتمه لاس په لاس کړي او رسول الله (ص) به دا دعا هر سهار ويله: ((خدايه! هغه ايمان درنه غواړم، چې زړه مې تل درسره وي او هغه ډاډ غواړم، چې پوه شم څه چې رارسي، تا راپر برخه کړي دي، خدايه! پر هغه مې خوشحاله کړې، چې تا راته ټاکلي دي.))

٨٦٦_ په سختيوکې دعا:

حضرت جبرائيل رسول الله (ص) ته يوه دعا راوړه، و يې ويل: دا دعا د سختيو پرمهال وايه، رسول الله (ص) هم هغه دعا امام علي ته ورزده کړه، چې داده: ((اى د هغوى اډانې، چې ډډه نه لري، اى د هغوى پناه، چې پناه نه لري، اى د هغوى زېرمې، چې زېرمه نه لري، اى د هغوى ملاتړه، چې ملاتړ نه لري، اى د هغوى د غږ اورېدونکيه، چې اورېدونکی نه لري، اى هغه خدايه، چې بښنه او لورنه ‏دې تر ټولو ډېره ده، بلاګانې او ازمېښتونه دې نېک دي او د بښنې هیله یوازې له تا کېږي ‏، اى د کمزوریو او ورکو ملګريه، اى احسان کوونکيه، اى ښايسته جوړونکيه، اى نعمت بښونکيه، اى لورینه. ته هغه الله يې، چې د شپې تياره، د ورځې رڼا، د سپوږمۍ ځلا، د لمر وړانګې، د اوبو او ونو غږونه‏ ټول دې يادوي. خدايه! خدايه!خدايه!ته ایکې یو ‏يې او شريک نه لرې.))

 بيا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ، حضرت علي (ک) ته وويل: اوس دې خپلې اړتياوې وغواړه او ان شاء الله چې اړتيا به دې پوره شي.

 ٨٦٧— حسنینو ته د رسول الله (ص) تعويذ:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) امام حسن او امام حسين ته داسې تعويذ وکړ: ((د لوراند او لورین څښتن په نامه، ځان، مال، دين، کورنۍ، اولاد، د کار پايله او‏ څه چې مې پالونکي ‏راکړي، ټول د الله عزت، ستریا، جبروت، سطلنت، لورنه، رافت، بښنه او ځواک سره ږدم او د الله له الفت، عزت، احسان او نعمت سره به د رسول الله (ص) پر لوري او‏ څه چې الله غواړي پناه وروړم، پناه غواړم له هر زهرجن او بې زهره ځناوره، له پېري او انسانه او څه چې پرځمکه خوځي او ترې بهر راوځي او د هغه څيز له شره پناه غواړم، چې له اسمانه راورېږي او څه چې پورته خېژي او د هر ځناور له شره، چې واک يې زما د پالونکي په لاس کې دی، ‏په رښتيا پالونکی مې پر سمه دى او هغه هرکار کړاى شي او بې له هغه بل قدرت نشته او د الله درود دې زموږ پر ښاغلي حضرت محمد(ص) او پر کورنۍ يې وي.))

٨٦٧_ په سختيو کې تعويذ:

پر پېغمبراکرم، چې به کوم غم يا خپګان راغى او د مشرکانو له اړخه به کومه ستونزه‏ ورمخې ته شوه؛ نو خپل لاس ‏يې تاړه او زور ‏يې ورکاوه، ویل یې: تنګ شه او خلاص شه او بيا ‏مخ پر قبله درېده، خپل لاس ‏يې پورته کاوه او ‏ويل يې: ((بسم الله الرحمن الرحيم، لاحول ولاقوه الابالله العلى العظيم الهم اياک نعبد واياک نستعين، اللهم کف باس الذين کفرو فانک اشد باسا واشد کفيلا- د لوراند او لورین څښتن په نامه، بې له خدايه بل زرور او ځواک ‏نشته، خدايه!يوازې ستا عبادت کوم او له تا مرسته غواړم. خدايه! د کافرانو زور رانه ‏لرې کړې؛ ځکه ‏ستا قدرت او زور تر ټولو زيات دی او يوازې ته کړاى شې شر يې له ما لرې کړې.))

حضرت جابر(رض) وويل: پر الله قسم رسول الله (ص) به لاس راښکته کړى نه و، چې ستونزه به يې هواره وه.

٨٦٨_ د غم پرمهال دعا:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)، چې به خپه و نو دا دعا يې ويله، چې د خرج دعا نومېږي‏: ((خدايه! پر هغه نظر دې ما وڅاره، چې نه ويده کېږي‏ او پر هغه کلکوستونو‏ مې وسا ته چې نه رانړېږي او پر خپل قدرت دې پر ما ولورېږه او پر هغه اميد، چې تا ته يې لرم، هلاک مې نه کړې، ډېر نعمتونه دې راکړل؛ خو ما دې سم شکر و نه کړ او څومره کړاوونه، چې دې راولېږل، ما پرې صبر و نه کړ. خدايه! چې زه دې د ناشکريو پر وړاندې ‏له نعمته بې برخې نه کړم، اى هغه خدايه، چې زه دې د کړخت پرمهال د بې صبرۍ له لامله خوار نه کړم، خدايه ‏و دې ليدم، چې ګناه کولو ته زړور يم خو رسوا دې نه کړم، له تا غواړم، چې پر محمد اوآل يې درود ووايې، خدايه! دنيا مې له دين سره د يارۍ لامل وګرځوې او پرهېزګاري مې د آخرت د سعادت لامل وګرځوې، خدايه! هغه نعمتونه، چې دې راکړي او له سترګو مو پټ دي، راته ويې ساتې او څه چې دې راکړي او راسره دي؛ نو د هغه نعمتونو ساتل راته مه پرغاړه کوه. خدايه! چې د بندګانو ګناهونه زیان نه دررسوي او د بندګانو بښل درنه هېڅ څه نه کموي؛ نو هغه څه چې ‏له تا ‏ هېڅ نه کموي، رايې کړه او هغه چې تا ته هېڅ ضرر نه دررسوي را و يې بښه، چې يوازې ته لوراند او لورین خدای يې، خدايه! له تا په نږدو کې پراختيا، صبر، پراخه رزق، روغتيا او د ټولو نعمتونو د شکر ایستنې ‏توفيق غواړم.))

٨٧٠_ د مياشتې ليدو پرمهال دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: د رسول الله (ص) سترګې، چې به پر مياشتې ولګېدې نو ‏‏ويل يې: ((اى لاس پرسينه مخلوقه، چې د اسمان په ملکوتونو کې له الهي تقدير سره د ګرځېدو په حال کې يې، زما او ستا پالونکی ‏الله دی. خدایه! دا مياشت راته د ايمان، اسلام او روغتيا مياشت وګرځوې؛ نو؛ لکه څنګه چې ددې مياشت پيل راوښود نو ددې مياشت پاى هم راوښيه او‏ مبارکه مياشت يې وګرځوې، چې زموږ ګناهونه پکې وبښې، درجه مو پکې لوړه کړې، خدايه ستا خيرات ستر دی.))

٨٧١_ د رجب مياشتې د ليدو پرمهال دعا:

 پېغمبراکرم، چې د رجب مياشت وليده؛ نو‏ ويل يې: ((خدايه! دا مياشت راته د اسلام ايمان، امنيت او روغتيا مياشت وګرځوې. سپوږمۍ! زما او ستا پالونکى ‏ایکي يو الله دی.))

 ٨٧٢_ د شعبان مياشتې د ليدو پرمهال دعا:

پېغمبراکرم‏ د رجب مياشتې د ليدو پرمهال ويل: ((خدايه! د رجب او شعبان مياشت پر موږ مبارکه کړه او په خير رمضان راورسوې او په هغه مياشت کې د روژې په نيوو، له نامحرمو د سترګې په پټولو، روژه او عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې او په هغه مياشت کې يوازې لوږه او تنده مې پر برخه نه کړې.))

٨٧٣_ د مياشتې ليدو پرمهال دعا:

د پېغمبراکرم سترګې، چې به د مياشتې پر هلال ولګېدې؛ نو درې ځل يې “الله اکبر” درې ځل “لااله الا الله” وایه او بيا يې ويل: ((د الله شکر، چې پلانۍ مياشت يې خلاصه او نوې مياشت يې پيل کړه.))

 ٨٧٤—محمده! ووايه:

 حضرت جابر بن عبدالله انصاري(رض) وايي: آنحضرت(ص) وویل: ((جبرائيل راته وويل، چې هر وخت ووايه: الحمدلله رب العمالين=ستاینه یوازې نړۍ پال خدای ته ده.))

٨٧٦_ الله ته پناه وړل:

 دا دعا له پېغمبراکرم رانقل شوې: خدايه! د ځان او اولاد لپاره مې د بدې قضا، بدقدره او بدې لیدلورې پناه دروړم.

٨٧٧_ پناه غواړم:

 رسول الله (ص) په دعا کې وويل: ((خدايه! له هغې شتمنۍ ‏پناه غواړم، چې ‏د ګناه کولولامل مې شي، له هغه فقره، چې د هېرېدنې لامل مې شي، له ځاني غوښتنو، چې غافل مې کړي، هغه عمل، چې خوار مې کړي او هغه ګاونډى، چې و مې کړوي.))

٨٧٨_ خدايه! ژمنه دې راپوره کړه:

 رسول الله (ص) وويل: ((خدايه! ما دې د حکمونو پلي کوونکى، پر ژمنو دې ايمان راوړنکى، له خلقه دې نهیلى، درسره مینه کوونکى، له تا وېرېدونکى، پر قضا دې راضي، پر بلاګانو دې صبرکوونکى، پر نعمتو دې شکر ايستونکى، له ذکره دې خوند اخستونکى، پرکتاب دې خوښ، په شپه او ورځ کې دې يادونکى، مړينې ته ‏تل چمتو‏، ‏ليدو ته دې لېوال، د دنيا دښمن او د آخرت دوست وګرځوې او چې له الهي ‏رسولانو سره دې څه ژمنه ‏کړې، را يې کړې او‏ د قيامت پر ورځ مو سرښکته نه کړې، رښتيا ده، چې ته تل پر خپله خبره ولاړ يې.))

٨٧٩_ د خوړو د ليدو پرمهال دعا:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) ته ‏يې، چې خواړه راوړل؛ نو ‏ويل يې: ((خدايه دا خواړه راته له برکته ډک او هغه خواړه يې کړې، چې د جنت له خوړو سره يو ځاى شي ‏.))

٨٨٠_ له الله سره دوستي:

حضرت عرباص بن سارية (رض) وايي: رسول الله (ص) ‏داسې دعا کوله: ((‏خدايه له تا سره مينه راباندې له خپل ځان، غوږونو، سترګو، کورنۍ، مال او له ‏يخو اوبو سره له مينې ‏هم راباندې ګرانه کړې.))

٨٨١_ محمدي دعا:

 رسول الله (ص) په دعا کې وويل: ((خدايه! تاته له هغه اولاده پناه دروړم، چې پر ما واکمن شي او له هغه ماله، چې ‏د تباهۍ لامل مې شي او له هغې مېرمنې، چې له زړېدو مخکې مې زوړ کړي، له هغه ملګري، چې ټګي راسره وکړي، ‏سترګې يې ما ومني او زړه يې نه او که خير وويني پټ يې کړي او که شر وويني، ښکاره ‏يې کړي او له تا د ګېډې له درده پناه غواړم.))

٨٨٢_ د لارښوونې دعا:

خدايه! له دې پناه غواړم، چې اړمن شم، سره له دې چې غني يې او ستا د ښیون له شتوالي سره بې لارې شم او د عزت په شتون کې دې ذليل شم…. خدايه! پناه دروړم، چې د زور خبره وکړم، ظلم وکړم او درباندې غره شم.

٨٨٣_ شپږ شرونه:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) ‏هره ورځ له خدا‏یه ددې شپږ څيزونو ‏ پناه غوښته: شرک، شک، بېځايه تعصب، غوسه، ظلم او کینه.

٨٨٤_ د شعبان مياشت:

 د پېغمبراکرم يارانو یې په مخ کې د شعبان مياشتې د فضائلو خبره رامنځ ته کړه، چې پېغمبراکرم وويل: ډېره مبارکه مياشت ده او هغه زما مياشت ده.

٨٨٥_ د الله او پېغمبر مياشت:

پېغمبراکرم وويل: شعبان زما مياشت او رمضان د الله مياشت ده.

٨٨٦_ غوره دعا:

 رسول الله (ص) وويل: تر ټولو غوره دعا زما وي او تر ما مخکې د پېغمبرانو دعا ده او هغه دا ده: ((لا اله الله له وحده وحده وحده، لاشريک له، له الملک، وله لحمد، يحيى ويميت وهو حى لايموت بيده الخير وهوعلى کل شی قدير)) بيا يې وويل: دا دعا يوازې الهي تمجيد او تقديس دی.))

 ٨٨٧_د رسول الله (ص) شفقت:

 پېغمبراکرم ‏په يوه اوږد حديث کې وويل: ((هر نبي او پېغمبر خپل قوم ته ښېرې وکړې؛ خو‏ ما د قيامت پر ورځ خپله دعا امت ته مې شفاعت کړه.))

 ٨٨٨_ د پېغمبر د غونډې پاى:

 روايت دى، چې رسول الله (ص) هره غونډه په دعا پاى ته رسوله.

 ٨٨٩_ د غونډې پاى:

د پېغمبراکرم‏خبرې به چې پا ته ورسېدې او پاڅېده، ‏ويل يې: ((خدايه! ‏ګناهونه مو ‏وبښه، څه چې مو په لوی لاس ‏‏او په پټه کړي، ‏ته پرې پوه يې، ته ړومبى او روستى يې، بې له تا بل الله نشته.))

 ٨٩٠_ د رسول الله (ص) دعا:

حضرت ام سلمه (رض) وايي: رسول الله (ص) په خپلو دعاوو کې ډېر ويل: ((اى د زړونو اړونکی خدايه! ‏زړه مې پر خپل دين ټینګ ‏کړې.))و مې ويل: رسول الله (ص)! زړونه هم اوړي؟ رسول الله (ص) وويل: ((الله چې هر بشر پيدا کړى؛ نو زړه يې د الله د دوو ګوتو په منځ کې دى؛ نوکه الله وغواړي پاڅوي يې او که وغواړي کېنوي يې.

٩٨١_ د تالندې پرمهال دعا:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې د اسمان تالنده اورېده، ‏ويل يې: ((پاک اوسپېڅلى دى هغه الله، چې تالنده يې هم ستايي.))

٨٩٢_ د برښنا او تالندې پرمهال دعا:

 سالم بن عبدالله د خپل پلار له خولې وايي: رسول الله (ص)، چې ‏د برښنا او د تالندې غږ واورېد، ‏‏ ويل يې: ((خدايه! مخکې تردې، چې ومې بښې نو په خپل غضب او عذاب مې هلاک نه کړې)).

٨٩٣_پناه:

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په مخ کې، چې به د “اصحاب اخدود” يادونه وشوه؛ نو له خدایه ‏يې د کړاو له نازلېدو ‏پناه غوښته.

 

 

په نبوي سننو کې د حج آداب

٩٠٦_ د طوافونو شمېر:

ابان، امام صادق (رح) وپوښت: رسول الله (ص) ‏په شواروز کې څو ځل د الله د کور طواف کاوه. ورته يې وويل: ‏لس ځل ‏او په هر وار کې ‏يې اوه ځل د الله د کور طواف کاوه. درې ځل د شپې په پيل کې، درې ځل د شپې په پاى کې، دوه ځل سهار او دوه ځل ماز‏يګر.

٩٠٧_ حجرالارسود مسح کول:

امام صادق (رح) وايي ‏: رسول الله (ص) ‏په هر فرض يا مستحب طواف کې حجرالاسود په خپلو لاسونو مسح (استلام) کاوه.

٩٠٨_ د حجرالاسود مسح:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) ‏د حجرالاسود دوه رکنه او رکن يماني پخپلولاسونومسح کاوه، ښکلاوه يې، خپل مخ ‏يې پرې ايښوده او بيا‏ يې ويل: ((‏پلار مې ‏هم داشان ‏کول.))

٩٠٩_ د حجرالاسود د رکن مسح:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) ‏په هر طواف کې يماني او حجرلاسود رکن مسح کاوه.

٩١٠_ زمزم اوبه:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص)، چې په مدينه کې و نو غوښتل يې د زمزم اوبه ورته راوړل شي.

٩١١_ د ذي المعارج دعا:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص)‏ د ذي المعارج دعا ډېره‏ ويله او چې سپور يې ليده او يا‏ پرکومه لوړه خته او يا ترې راکوزېده، د شپې په پاى کې او په هر لمانځه پسې ‏ يې تلبیه دعا ويله.

٩١٢_ د حج لبيک:

 امام باقر(رح) وايي: حضرت جابر بن عبدالله(ض) وویل: په حج کې د رسول الله (ص) (تلبيه) لبيک ويل داسې وو: لبيک اللهم لبيک، لا شريک لک لبيک، ان الحمد ولنعمة لک والملک، لاشريک لک.))

٩١٣_ قرباني:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) ‏دوه نر غرني بکري حلالول، چې ښکرونه يې ستر او خوله او سترګې يې تورې وې.

٩١٤_ د لوی ‏اختر اعمال:

امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) د لوی ‏اختر پر ورځ، سر خراوه، نوکان ‏ يې اخستل، برېتې او د ږيرې شاوخوا يې کموله.

٩١٥_ د نوکانو اخستل او د وېښتانو کمول:

د نوکانو اخستل، د برېتوکمول او تر نامه لاندې د وېښتانو خرول د احرام سنت دي.

٩١٦_ د عرفې پر مازيګر دعا:

 سنت دي، ‏هغوی، چې مکه مېشت نه دي او امام نه لري؛ نو د عرفې د ورځې پر مازيګر راټول شي، الله ياد کړي او دعا وکړي.

 

 

د نبوي سنتونو د بڼ څه نور ګلان

٩١٧_ په ښه توګه پور ورکول:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) داسې کول، ‏که له چا يې دوه کلن اوښ بچى ‏ پور‏ اخسته؛ نو پرځاى يې اوه کلن د اوښ بچى ورکاوه او که له چا يې دوه پور درهمه اخسته؛ نو د ورکولو پرمهال يې څلور درهمه ورکول.

٩١٨_ د فضيلت د بيان پرمهال د پېغمبراکرم ادب:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص)، چې به خپل کوم یو فضيلت يادکړ؛ نو ‏ويل يې: ((سره له دې چې زه دا فضيلت لرم؛ خو پر چا پرې ویاړنه‏ نه کوم.))

٩١٩_ د مؤمن ذکر:

رسول الله ‏وويل: ((يو سنت دا دى، چې هر مؤمن د غدير د اختر پر ورځ سل ځل دا ذکر ووايي: الحمدلله لذى جعل کمال دينه وتمام نعمته بولاية اميرالمؤمنين على بن ابىطالب.

٩٢٠_ د ساداتو د زيارت سنت:

پېغمبراکرم وويل: ((د بني هاشمو(ساداتو)عیادت فرض او واجب دى او زيارت يې سنت دی.))

٩٢١_ د پسه ‏د قربانۍ سنت:

له امام صادق (رح) ‏په ولاړه د قربانۍ پوښتنه وشوه، امام وويل: ښه نه ده، چې پسه ‏په ولاړه قرباني شي؛ بلکې سنت دا دى، چې پسه مخ پر قبله سملول شي او حلال شي.

٩٢٢_ پر ژمنه ‏ وفا:

امام رضا (رح) وايي: موږ اهل بيت پر کړیو ژمنو مو ولاړ يو؛ ځکه رسول الله (ص) داسې و.

٩٢٣_ د تالندې غږ د اورېدو پرمهال دعا:

پېغمبراکرم د تالندې د غږ د اورېدو پرمهال ويل: ((پاک او سپيڅلى دى هغه الله، چې تالنده يې هم ستايي او تسبيح يې وايي.))

رسول الله (ص)، چې به د تالندې غږ واورېد، ويل يې: ((خدايه ‏څو ‏بښلى دې نه يم نو‏ په خپله غوسه او عذاب مې مه هلاکوه.))

٩٢٥_ په سختيوکې له خدايه مرسته غوښتل:

د پېغمبراکرم‏ په مخ کې به چې د “اصحاب اخدود” خبره رامنځ ته شوه؛ نو رسول الله (ص) له سختيو الله ته پناه وړه.

٩٢٦— باران الهي لورنه:

ژېړ، سور يا تور باد به چې ولګېد؛ نو د پېغمبراکرم څېره به ‏هم د يو وېرېدلي انسان په څېر اوخوته او د باران ړومبى څاڅکى چې به راوورېد؛ نو د څېرې ‏رنګ يې غوړېده، ‏ويل يې: ((د الله رحمت مو پر لوري راغى.))

٩٢٧_ د وريځو د ليدو پرمهال دعا:

پېغمبراکرم، چې وريځ ليده؛ نوهر کار‏ يې، چې درلود، پرېښود ‏يې، ويل يې: ((خدايه! ‏له شره يې له تا ‏پناه غواړم.)) او ‏چې وريځې ولاړې نو د الله شکر ‏يې کاوه او چې باران به پر ورېدو شو، ويل ‏يې: ((خدايه راته يې ګټور وګرځوې.))

٩٢٨_ د جومات پر لور:

امام صادق (رح) وايي: لمر يا سپوږمۍ چې به تندر ونيو؛ نو رسول الله (ص) خلکو ته ويل، چې د جومات پر لور شئ.

٩٢٩_ لمونځ:

 په جومات کې او په جماعت لمونځ سنت دي.

٩٣٠_ د بيت المال ويش:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) له بيت الماله سبا ته څه نه پرېښوول؛ خو حضرت ابوبکر(رض) دا کار کاوه او د حضرت عمربن خطاب (رض) هم پردې کار خوښه وه او د بيت المال مال يې تر يوکاله هم ساته خو زه د رسول الله (ص) په څېر يم.

حضرت علي (ک) هره جمعه بيت المال ایشه او تر وېش روسته یې وویل:

٩٣١_ د الله ړومبى مخلوق:

 حضرت جابر بن عبدالله انصاري(رض) وايي: رسول الله (ص) ته مې وويل: د الله ړومبى مخلوق څوک و؟ پېغمبراکرم وويل: ((جابره!خدای لومړی د پېغمبر رڼا ‏جوړه کړه او بيا يې ترې ټولې ښيګڼې وپنځولې.))

٩٣٢_ د رسول الله (ص) د وجود رڼا:

 پېغمبراکرم ‏وويل: ((ړومبى څيز، چې الله وپنځاوه، زما رڼا وه، چې له خپلې رڼا ‏يې جوړه او د خپل عظمت له جلاله يې واخسته.))

٩٣٣_ د عرش له مرغلرې مخلوق:

امام باقر(رح) وايي: الله، رسول الله (ص) له يوې مرغلرې جوړ کړ، چې تر عرش لاندې و.

٩٣٤_ ړومبى مخلوق:

پېغمبراکرم وويل: ((الله زه او اهل بيت له یوې‏ داسې خټې او خمبيرې جوړ کړو، چې ‏څوک يې هم ترې جوړ کړي نه وو او موږ د الله تر ټولو ړومبي مخلوقات يو.))

٩٣٥_ د رسول الله (ص) نصب او توکم:

 امام صادق (رح) په يوه خطبه کې د رسول الله (ص) او اهل بيتو د ځانګړنو په باب وويل: د خلکو سترو ګناهونواو ناوړه چارو د الله د مهلت، حلم او لورنې مخه و نه شوه نيواى، چې تر ټولوګران پېغمبر؛ یعنې محمد بن عبدالله (ص) يې راولېږه، هغه پېغمبر، چې زوکړه يې په ستره او اصلي کورنۍ کې وه، حسب يې بې نقصه او نسب يې له هرې چټلۍ پاک و، چې ځانګړنې يې عالمانو ته ناپېژاندې نه وې ‏. تر هغه مخکې ټولو پېغمبرانو يې د راتګ زېرى کړى و، عالمانو يې نېکې ځانګړنې ستايلې او حکيمان يې غورو ځانګړنو ته سترګې په لار وو، هغه پاک او تهذيب شوى وجود و، چې کله هم نه خوارېده او يوازېنى هاشمي و، چې سارى يې نه درلود او يوازېنى مکي و، چې څوک يې هم شوکت او ویاړ ‏ته نه ورسېده، د حيا او نجابت بېلګه وه، څوک يې هم سړيتوب ته نه رسېده، مړانه ‏يې په خټه کې اغږل شوې وه، هيبت، ستروالی او نبوي اخلاق يې درلودل، د وحې د رسالت د هوښيارتوب نښې يې په خټه کې اغږل ‏شوې وې، چې الهي مقرراتو ورته لار هواره کړه او الهي ټینګ ‏حکم پرې پاى ته ورسېد او دا مهال وو، چې الهي محتومې قضا د خپل پېغمبر درجې تر ټولو لوړې کړې. هر امت پر يو بل د دې پېغمبر د راتګ زېرى کاوه او د هغه سپېڅلې رڼا هم له يوه پلاره بل ته لېږدېده او په دې لېږد کې کومې نامشروعې اړیکې د رسول الله (ص) عنصر چټل نه کړ او له حضرت آدمه يې تر پلاره کوم ناروا واده ونه شو، رسول الله (ص) په غوره پرګو، توکمونو، کورنیو او تر ټولو په پاک اوسپېڅلي زیلانځ ‏کې دې دنيا ته راغى، هغه تر ټولو په امينه لمنه کې لوى شو، الله وټاکه، خوښ يې کړ، د علم کونجيانې يې ورکړې او د حکمت ټولې چينې يې وروبښلې.

٩٣٦_ د زوکړې پرمهال دعا:

 حضرت علي (ک) وايي: پر هغه ورځ چې حضرت محمد (ص) وزیږېد؛ نو کيڼ لاس يې ځمکې او ښى يې اسمان ته ونيو او شونډې يې د الله په ذکر شوې.

٩٣٧_ د قبلې پر لوري سجده:

حضرت آمنه بي بي وايي: چې زوى مې محمد پرځمکه کېښوول شو؛ نو د کعبې پر لوري يې سجده کوله، بيا يې لاسونه اسمان ته پورته کړل اوخپل پالونکي ته يې زارۍ کولې.

٩٣٨_ بې رنځه نس:

 حضرت آمنه بي بي وايي: هغه مهال مې، چې محمد(ص) مې په نس و نو د ګېډې درونوالی مې نه ننګېره او د نورو ښځوپه څېر مې د ګېډې له درونوالي شکايت نه درلود.

 ٩٣٩_ د رسول الله (ص) وده:

 د پېغمبراکرم يوه ورځنۍ وده د نورو ماشومانو په پرتله د يوې ونۍ هومره او د يوې ونۍ وده يې د يوې مياشت هومره وه.

٩٤٠_ د زانګو خوځول:

په ماشومتوب کې د پېغمبراکرم زانګو سپوږمۍ خوځوله.

٩٤١_ له زانګو د تسبيح ويلو غږ:

په بحار کې روايت دى: څوک چې د رسول الله (ص) د زانګو ترڅنګه تېرېدل؛ نو د الله د تسبيح غږ ترې راتله.

٩٤٢_ سوتره زوکړه:

پېغمبراکرم ‏سنت شوى وزيږېد.

 ٩٤٣_ دوريځو سيورى:

حليمه سعديه (د رسول الله (ص) دايه) وايي: په هره ګرمه ورځ مې، چې رسول الله (ص) بهر بوته؛ نوتل پرې د يوې وريځې سيورى و او همداراز هغه له بارانه هم ساتل کېده.

٩٤٤_ پر سر سيوری:

حضرت ‏علي وايي: له زوکړې تر وفاته که رسول الله (ص) په کور کې و که په سفر کې نوتل پرې د يوې وريځې سيورى و…. په وړوکتوب کې ورته علم اوحکمت ورکړل شوى و‏، سره له دې چې د بوتنمانځنې ‏او د شيطان د ګوند په چاپېريال کې يې ژوند کاوه ان يوه ورځ يې هم د بوت عبادت ته لېواله نه شو، د بوتنمانځو‏ په اخترونو کې خوشحاله نه و او کله هم ترې دروغ وانه ورېدل شول.

٩٤٥_ يوازېتوب او تواضع:

 د پېغمبراکرم تره ابوطالب وايي: له رسول الله (ص) مې ‏کله هم دروغ وانه ورېدل او نه مې پکې د جاهليت د وخت کوم عادت وليد، بې ځايه خندا مې ترې ونه ليده، له ماشومانو سره يې لوبې نه کولې او ورسره يې مینه نه درلوده او ترټولو ‏پرې يوازېتوب او تواضع ګران و.

٩٤٦_ د ويښتياپه څېر خوب:

 حليمه سعديه وايي: د خوب پرمهال د رسول الله (ص) سترګې داسې وې؛ لکه ويښ، چې وي، تل موسکى و او تودې او سړې هوا زیان ور رسولای نه شو.

٩٤٧— د پېغمبراکرم‏ ښووند:

حضرت علي (ک) وويل: له هغې ورځې‏، چې رسول الله (ص) له تي غوڅ شو؛ نو الله ‏سترې پرښتې ته دنده ورکړه، چې هره ورځ محمد ته تر ټولو غوره اخلاق وروښيي او زه هم؛ لکه د اوښ بچى، چې په خپلې مور پسې وي، په رسول الله پسې وم او څه چې هغه کول ما هم کول.

٩٤٨_ په حرا غار کې:

 حضرت علي (ک) وویل: پېغمبراکرم (ص) خپل هر يو خوی راښوده او حکم يې راکاوه، چې پلي يې کړم. هرکال به يوې مودې ته د حرا په غار کې و او بې له ما بل چا نه ليده او پرهغه مهال چې د الله پر رسول وحې نازله شوه؛ نو ما د شيطان رمباړه واورېده، چې ومې پوښتل: د الله رسوله! دا چغه د څه وه؟ و يې ویل: ((دا د شيطان چغه وه، چې له خپلې پالنې ‏نهیلی‏ شو. علي!‏ څه چې زه اورم، ته يې هم اورې او څه چې ګورم، ته يې هم ګورې خو پېغمبر نه يې.))

٩٤٩_ د پېغمبراکرم‏ساتنه:

((عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى‏ غَيْبِهِ أَحَداً إِلَّا مَنِ ارْتَضَى‏ مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَداً [341]– (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه پوهوي؛ خو هغه استازى (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي))

 امام باقر(رح) ددې آيتونو په تفسير کې وايي: الله خپلو پرښتو ته دنده ورکړې، چې له پېغمبرانو سره د رسالت په تبليغ کې مرسته وکړي او په چارو کې يې له تېروتنې وساتي.

بيا امام وويل: پر هغه ورځ چې رسول الله (ص) له شيدو غوڅ شو؛ نو الله يوې پرښتې ته دنده ورکړه، چې محمد(ص) ته ټولې ښيګڼې، نېکۍ او نېک خویونه وروښيي او له شر او بدو خویونو يې لرې وساتي.

٩٥٠_ تر حضرت يوسف علیه السلام هم ښکلى:

امام صادق (رح) وايي: زليخا له حضرت يوسف علیه السلام سره د لیدو‏ اجازه وغوښته….. حضرت يوسف علیه السلام زليخا ته وويل: څه څیز‏ ‏لامل شو، چې پر هغه ناوړه کار دې لاس پورې کړ؟ زليخا: ستا ښايست! حضرت يوسف: که تا د اخرې زمانې ‏پېغمبر ليدلاى واى نوڅه به دې کړي ول؟ هغه تر ما ښکلى، اخلاق يې تر ما غوره اوتر ما ډېربښونکى دی.

٩٥١_ په زړه پورې څېره:

پېغمبراکرم وويل: ((‏يوسف تر ما ښکلى و خو زما څېره ترې په زړه پورې ده.))

٩٥٢_ د رسول الله (ص) پياوړى بدن:

پېغمبراکرم‏ انډول غټ و خو د عمر په پاى کې څه چاغ شو خو د بدن د غوښې له پلوه، دومره پياوړى و، ته وا زوړوالي پرې بيخي اغېز ‏نه دى کړی.

٩٥٣_ د نبوت مهر:

 حضرت ‏علي، يهودانو ته د پوښتنو د ځوابونو پرمهال وويل: د پېغمبر ‏ پر شا د نبوت مهر و، چې دوه کرښې پرې ليکل شوې وې، پر يوې يې ((لا اله لاالله)) او پر دويمې يې ((محمد رسول الله (ص))).

٩٥٤_ د نبوت مهر:

 د پېغمبراکرم ‏پر شا د نبوت مهر و، چې رڼا يې د لمر تر رڼا ډېره و: بې له الله بل الله نشته، شريک نه لرى، اى زما رسوله: هرچيرې، چې ځې، ولاړشه، چې مرسته درسره شوې او ته بريالى يې.

٩٥٥_ د نبوت د مهر څرنګوالى:

پېغمبراکرم‏ چهارشانه و، پر شا يې د نبوت مهر و، چې ښۍ اوږې ته نږدې و، په مهر کې خالي تور ژيړبخن رنګ و، چې شاوخوا ته يې وېښتان و.

 ٩٥٦_ پر اننګي تورخال:

 امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) پر ښي اننګي تور خال درلود.

٩٥٧_ د نبوت د مهرځاى:

د پېغمبراکرم د دوو ولو ترمنځ د کفترې د هګې هومره د نبوت مهر و.

٩٥٨— د ولو ترمنځ واټن:

حضرت ‏علي وايي: څوک مې ونه ليدل، چې درسول الله (ص) هومره ‏يې د ولو ترمنځ واټن ‏ډېر وي، چې دا د مړنتوب نښه وه.

٩٥٩—د پېغمبراکرم‏ ورمېږ:

د پېغمبراکرم ‏ورمېږ تر ټولوښکلى و نه اوږد و او نه لنډ.

٩٦٠_ ګرد مخ:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) ګردمخ درلود.

٩٦١_ پر لاندې شونډه خال:

حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) پر لاندې شونډه خال درلود.

٩٦٢_ تورې سترګې:

 حضرت علي (ک) وايي: د رسول الله (ص) سترګې تورې وې.

٩٦٣_ په سر کې سپين وېښتان:

‏حضرت جابربن سمره(رض) وپوښتل شو: آيا د رسول الله (ص) په سر کې سپين وېښتان هم ليدل کېدل؟ ‏و يې ويل: د رسول الله (ص) په ککره کې ‏څو سپين وېښتان ول، چې تر غوړولو روسته ‏نه ښکارېدل.

 ٩٦٤_ پر نس لیکې:

 د پېغمبراکرم ‏پر نس ‏څو لیکې ليدل کېدې، چې يوه يې تر جامو لاندې پټېده او دوه نورې ښکارېدې.

٩٦٥_ د پېغمبراکرم دبدبه او برم:

 حضرت علي (ک) وايي: رسول الله (ص) ځانګړې دبدبه او برم درلود.

٩٦٦_ د پېغمبراکرم وقار:

 ‏‏د هر چا په سترګو کې پېغمبراکرم د ستر وقار خاوند و.

 ٩٦٧_ د رڼا ځلېدل:

 حضرت علي (ک) د يو يهودي د پوښتنې په ځواب کې وويل: رسول الله (ص)‏، چې په کوم غونډه کې ناست و؛ نو يوه رڼا ‏ترې ځلېده، چې ټولو ليده.

٩٦٨_ د پېغمبراکرم د رڼا ځلېدل:

 امام صادق (رح) وايي: د شپې په تپه تياره کې رسول الله (ص) دومره ځلېده، چې ټولو ته ‏ښکارېده.

 ٩٦٩_ د لارې رڼا:

 پېغمبراکرم ‏چې چېرې تله؛ نو ‏مخکې ترې ‏رڼا روانه وه.

 ٩٧٠_ سپېڅلى لوراند:

د حضرت عمر‏(رض) زوى وايي: د رسول الله (ص) په څېر مې ‏بل څوک سپېڅلى، لوراند، مېړنی او پاک و نه ليده.

٩٧١_ د نبي درې ځانګړې ځانګړنې:

امام باقر(رح) وايي: رسول الله (ص) درې ځانګړنې درلودې، چې په ‏چا کې هم نه وې: سيورى يې نه درلود، له هر لارې، چې تېر شو؛ نو تر درې ورځو، چې هر څوک له هغه ځایه تېرېده؛ نو د رسول الله (ص) د عطرو بوى ‏ يې ننګېره، د هرې ونې له مخې، چې تېرېده؛ نو ونې ‏ورته سجده کوله.

٩٧٢_ خوږ نبوي بوى:

 تپه تياره به وه او مخکې تردې، چې څوک پېغمبراکرم ‏وويني نو ‏د عطرو له بوى يې ‏پوهېدل، چې دا رسول الله (ص) دی.

 ٩٧٣_ تر عطرو خوږ بويه خوله:

په بحار کې راغلي: حضرت جابر(رض) ویلي: د رسول الله (ص) د خولې بوى د عطرو په څېر و، بې له دې چې عطر یې کارولي وي.

٩٧٤_ تر مشکو ‏خوږې توکاڼې:

پېغمبراکرم په يوه لوښي کې توکاڼې واچولې، چې خلکو ‏ترې له مشکو غوره بوى ننګېره.

٩٧٥_ محمدي ګل د پېغمبراکرم د بدن عطر:

پېغمبراکرم ‏وايي: ((‏څوک چې غواړي ‏عطر مې بوى کړي؛ نو محمدي ګل دې بوى کړي.

 ٩٧٦_ له خولو د عطر په ځاى ګټنه:

 سليم د ام سلمې بي بي زوى وايي: يوه ورځ رسول الله (ص) راکره راغى او د ورځې په خوب ويده شو، مور مې یو بوتل راوړ او د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د تن خوله يې پکې راټوله کړه، دا مهال رسول الله (ص) له خوبه راپاڅېد او و يې ويل: ام سلمې! څه کوې؟ مور مې وويل: دا د بدن خوله دې له عطرو سره ګډوم، چې تر ټولو غوره عطر دي. رسول الله (ص) وويل: ښه دې وويل.

٩٧٧_ د پېغمبراکرم ونه:

پېغمبراکرم، چې له هر څومره اوږد قدي انسان سره روان و؛ خو بيا ‏هم ترې ‏اوږد ښکارېده.

٩٧٨_ د جامواندازه:

لنډې او اوږدې جامى دواړه د آنحضرت(ص) ‏پر تن سمې وې، که لنډې جامې يې واغوستې نو اوږدې به شوې که اوږدې يې واغوستې نو لنډې به شوې ته وا بېخي همدې ته يې ګنډلې وي.

٩٧٩_ پر نرمه خاوره د پښې چاپ نه درلود:

پېغمبراکرم (ص) ‏که پرکومه پسته خاوره پښه ایښووله نو د پښې پل ‏ يې نه پاتېده؛ خو که پرسخته ځمکه ‏يې پښه ایښووله نو د پښې پل يې معلومېده.

 ٩٨٠_ ويښ زړه، پټې سترګې:

 پېغمبراکرم به ویده و؛ خو زړه يې ويښ و.

٩٨١_ پر سر يې الوتونکي نه الوتل:

 د پېغمبراکرم ‏پر سر‏ هېڅ الوتونکى الوتنه نه کوله.

 ٩٨٢_ له حشراتو خوندي:

پر پېغمبراکرم مچ ‏نه کېناسته او زهرجن او بې زهره حشرات ‏نه ورنږدېدل.

٩٨٣_ له شا يې هم کتل:

 پېغمبراکرم ‏؛ لکه څنګه چې له مخې کتل، له شا يې هم کتل.

٩٨٤_ په خوب کې اورېدنه:

پېغمبراکرم ‏د خوب پرمهال هم د ويښتيا په څېر اورېدل.

٩٨٥_ بد بوى نه درلودل:

 له پيدايښته تر مړينې ‏له پېغمبراکرمه بد بوى ولاړ نه شو.

٩٨٦_ محتلم نه شو:

پېغمبراکرم کله هم محتلم نه شو.

 ٩٨٧— د څاروي نه زړېدل:

پېغمبراکرم چې به پر هر څاروي سپور شو؛ نو هغه به نه زړېده.

٩٨٨_ د رسول الله له وجوده شفا:

 په بحار کې راغلي‏: خلکو ‏د رسول الله (ص) له وجوده شفا غوښته.

٩٨٩_ د پېغمبراکرم ځواک:

 د پېغمبراکرم په څېر ‏څوک هم ځواکمن نه و.

 ٩٩٠_ ولې حضرت علي (ک) پاڅون و نه کړ:

د سليمان بن خالد د خولې وينا د: امام صادق (رح) ته مې وويل: ‏ خلک وايي، ‏که خلافت د علي حق و نو ولې يې د خپل حق د اخستو لپاره پاڅون و نه کړ؟امام وويل: متعال الله پاڅون يوازې پر يو انسان فرض کړى و او هغه رسول الله (ص) و او په دې باب متعال الله وويل: فَقَاتِلْ فِي سَبېل اللّهِ لاَ تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَاللّهُ أَشَدُّ بَأْساً وَأَشَدُّ تَنْكِيلاً- د الله په لار كې وجنګېږه، يوازې د خپل ځان مكلفيت درپرغاړه دى او مؤمنان (دې كار ته) وهڅوه، هيله ده، چې الله د كافرانو زور اوبه كړي (ان كه ته يوازې د جګړې ډګر ته ولاړ شې) او د الله زور تر ټولو ډېر زيات او سزا يې ډېره سخته ده[342].))

 دا دنده يوازې د رسول الله (ص) وه او د نوروخلکو په باب يې وويل: وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفاً لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزاً إِلى‏ فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ- او څوك چې ورته شا كړي خو داچې د نوي بريد او يا له نورو (مجاهدينو) سره ديو ځاى كېدو په موخه ډګر پرېږدي؛ نو د الله په غضب به ککړ شي او هستوګنځى يې دوزخ دى، چې ډېر ناوړه ځاى دى[343]!))

بيا امام وويل: هغه مهال چې له علي ‏خلافت غضب کړاى شو؛ نو څوک نه ول، چې له على سره يې مرسته کړې وای ګنې ‏پاڅون يې کاوه.

 ٩٩١_ تر ټولو پوه انسان:

په مناقب کې راغلي: پر ځمکه تر پېغمبراکرمه‏ بل ښه ‏پوه نه و.

٩٩٢_ د وحې پرمهال د پېغمبراکرم حالات:

 د وحې د نزول پرمهال به‏ د رسول الله (ص) رنګ واوخوت او سر يې لاندې نيوه.

٩٩٣_ د پېغمبراکرم ‏بېسدي:

امام صادق (رح) وپوښتل شو: رسول الله (ص)، چې ‏بېسدېده؛ نو آيا دا ‏يوازې ‏هغه مهال ول، چې حضرت جبرائيل پرې نازلېده‏؟ امام وويل: نه داسې نه ده؛ بلکې حضرت جبرائيل بې اجازې په پېغمبر نه نازلېده، بل داچې حضرت جبرائيل به چې رسول الله (ص) ته راغى؛ نو د يوه بنده په څېر به ‏د رسول الله (ص) مخې ته ناست و، پېغمبراکرم‏‏ هله بېسدېده، چې الله ‏ ورسره بې واسطه خبرې کولې.

٩٩٤_ په واسطې او بې واسطې وحې:

امام صادق (رح) ته وويل شول: آيا رسول الله (ص) دوه حالته درلودل، چې کله ‏يې ويل، جبرائيل وويل او دا جبرائيل دى او داسې حکم يې راوړ او کله به هم بېسده شو؟ امام صادق (رح) وويل: چې کله ‏وحې د جبرائيل له واسطې پرته وه نو د وحې د دروندوالي له لامله ‏رسول الله (ص) بېسدېده ‏او که د وحې واسطه‏ حضرت جبرائيل و نو دا دروندوالى ‏نه و نو رسول الله (ص) ‏ويل، چې حضرت جبرائيل وويل او دا جبرائيل و او داسې حکم يې راکړ.

٩٩٥_ د وحې راتلو پرمهال د پېغمبراکرم حالات:

د وحې د راتلو پرمهال ‏له پېغمبراکرم‏ د شاتو د مچې په څېر غږ اورېدل کېده او په ډېرو سړو ورځو کې، چې ورته وحې راتله؛ نو خولې يې پرتندي راماتېدې.

٩٩٦_ په کال کې دوه ځل قرآئت:

پېغمبراکرم‏ وايي: ((حضرت جبرائيل هرکال يوځل راته قرآن لوسته؛ خو سږ کال (د پېغمبرد عمر روستى کال) يې دوه ځل راته ووايه.))

٩٩٨_ د امام علم:

د مفضل بن عمر د خولې وينا ده، چې امام صادق (رح) ‏مې د امام د علم په باب وپوښت، ورته مې وويل: سره له دې چې امام په خپل کور کې ناست دى؛ نوڅنګه د نړۍ له پېښو خبرېږي؟ امام وويل: مفضله!الله د خپل رسول په وجود کې پينځه روحه کېښول: “روح الحياة”، چې په دې روح ‏ تله او حرکت ‏يې کاوه، “روح القوه”، چې په دې روح ‏يې کار او کوښښ کاوه، “روح الشهوه”، چې په دې روح ‏يې خوراک څښاک او له خپلو مېرمنو سره کوروالى کاوه، “روح الايمان” چې په دې روح ‏يې پر الله ايمان راووړ او په خلکوکې يې په عدالت ‏چلن کاوه اوپینځم “روح القدس” ‏، چې دا ‏روح د ‏نبوت حامل و ‏.

مفضله! هغه وخت، چې رسول الله (ص) له دنيا ولاړ؛ نو”روح القدس” امام ته راولېږدول شو او دا هماغه روح دى، چې خوب، غفلت، بېځايه کار اوځان غوښتنه يې نه درلوده؛ خو دا حالتونو په هغو نورو روحونو کې شته او په “روح القدس” ‏د عالم پيښې ليدل کېږي.

 ٩٩٩_ د((رُوحاً مِنْ أَمْرِنَا)) مانا:

 د ابو بصير وينا ده، چې: د ((وَكَذلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحاً مِنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلاَ الْإِيمَانُ[344])) په آيت کې مې د ((رُوحاً مِنْ أَمْرِنَا)) د مانا په باب وپوښتل، چې امام راته وويل: هغه روح د الله له مخلوقاتو‏ يو روح دى، چې د حضرت جبرائيل او حضرت مکائيل تر روحونو هم ستر دى، هغه تل رسول الله (ص) سره و او رسول الله (ص) يې له پېښوخبراوه او چارې‏ يې ورته غښتلې کولې، بيا امام وويل: تر رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ‏ روسته دا روح له سپين لمنو امامانوسره دی.

١٠٠٠ – دا روح يوازې د الله له رسول سره و:

امام صادق (رح) وايي: دا روح بې له حضرت محمد(ص) بل يو پېغمبرسره هم نه و.

١٠١_ تر پرښتو هم لوړ مقام:

 امام صادق (رح) وايي: د معراج پر شپه، چې حضرت ‏جبرائيل رسول الله له ځان سره بوت نو حضرت جبرائيل هغه تر يوه ځایه بوته ‏او ترې بېل شو، رسول الله (ص) ‏ ورته وويل: جبرائيله! ولې مې په داسې ځاى کې ځان ته پرېږدې؟ حضرت جبرائيل وويل: رسول الله (ص)!ځه ولاړ شه او مخکې ولاړ شه، پر الله قسم! پر کوم مقام، چې ‏اوس ولاړ يې، تر تا مخکې پرې د يو انسان لار هم نه وه راپېښه شوې.

١٠٠٢_ نبوي مقام:

 حضرت جبرائيل پېغمبراکرم ته وويل: قسم پر هغه الله، چې ته يې پېغمبر کړى، ‏پرکوم مقام، چې ولاړ يې، تر وسه ورته هېڅ مرسل پېغمبر او مقربه پرښته وررسېدلې نه ده.

 ١٠٠٣_ د الله او پېغمبر ترمنځ يوه پرده:

 پېغمبراکرم وويل: (د معراج په شپه) پر براق (يوډول اس)سپور شوم او داسې پردې ته ورسېدم، چې هاخوا ترې الله و.))

 ١٠٠٤_ د زړه په سترګو د پالونکي لیدل:

 محمد بن فيضل وایي: امام موسى بن جعفر(رح) ‏مې وپوښت: راپېښ شوي، چې رسول الله (ص) په خپلو سترګو الله وويني؟ امام راته وويل: هو! په خپل زړه‏ يې الله ليده. آيا د الله هغه خبره مو اورېدلې نه ده، چې و يې ويل: ((‏څه، چې زړه وليدل، دروغ نه دي)) رسول الله (ص) په خپلو سترګو الله ونه ليده؛ خو د زړه په سترګو يې الله وليده.

١٠٠٥_ يوازې د الله جلال واټن و:

 رسول الله (ص) ‏وويل: “د معراج پر شپه”الله مې د زړه په سترګو وکوت او زما او د هغه ترمنځ يوازې الهي جلال واټن و.

١٠٠٦_ د الله او پېغمبراکرم ټاکلى وخت:

 پېغمبراکرم وويل: ((زه له الله سره يو وخت لرم، چې هېڅ مقربه پرښته او مرسل پېغمبر او هغه بنده چې الله يې زړه په ايمان ازمېيلى، د هغه حال د زغملو ځواک نه لري.))

 ١٠٠٧_ پېغمبراکرم په اووم اسمان کې:

پېغمبراکرم وويل: (د معراج پر شپه)، چې اووم اسمان ته ورسېدم نو راسره ټولې پرښتې او حضرت جبرائيل ودرېدل او پاتې شوې او زه هم د الله حجاب ته ورسېدم، اويا حجابو ته ورننووتم، چې له يوه حجابه تر بله د عزت، ځواک، بها، کرامت، کبريا، عظمت، نور، ظلمت او وقار نورحجابونه ول‏، تردې چې د جلال حجاب ته ور و رسېدم نو‏ د خپل پالونکي عبادت مې وکړ او ودرېدم.))

١٠٠٨_ پېغمبراکرم ته د الله ډالۍ:

پېغمبراکرم ‏وويل: ((داسې ورځ يا شپه ‏نه نشته، چې پکې د الله له اړخه ډالۍ نه راتله.))

١٠٠٩_ له پېغمبراکرم سره د (٧٢) ټکيو علم:

 امام صادق (رح) وايي: حضرت عيسى علیه السلام ته (له الهي علمه) دوه ټکي ورکړل شوي ول او په هماغه دوه ټکيو يې کار کاوه. حضرت موسى علیه السلام ته يې څلور ټکي، حضرت ابراهيم علیه السلام ته (٨) ټکي، حضرت نوح علیه السلام ته يې پینځلس، حضرت آدم ته يې (٢٥) ورکړي ول، چې الله هغه ټول د حضرت محمد په وجود کې راټول کړي ول. د الله اعظم نوم (٧٣) ټکي دی، چې الله يې (٧٢) حضرت محمد ته ورکړل؛ خو يو يې ور نه کړ. [345]

 

 

 

 

 نبوي سیرت او د عطرو کارول

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، چې له هرې کوڅې تېرېده؛ نو د عطرو خوږ بوي يې تر ډېره هلته و. په دې هکله امام صادق (رح) وايي: ((د الله استازي به تر خوړو پر عطرو ډېر لګښت کاوه. [346]))

تل يې خپلو يارانو ته سپارښتنه کوله، چې ځان پاک او خوږبويه وساتئ.

د جمعې پر ورځ يې خپل ياران هڅول، چې غسل وکړي، عطر وکاروي او خوږ بويه د جمعې لمانځه ته ولاړ شئ.

يوه ورځ يې حضرت علي (ک) ته وويل: علي! د جمعې پر ورځ عطر کاروه، چې دا مې سنت دى او تر هغه چې له خوږ بويه يې، ثواب درته ليکل کېږي، ويل يې: که چاته کوم مسلمان رور ګل ورډالۍ کړ؛ نو ودې يې مني، چې ګل د جنت دى.

د امامانو سيرت هم د عطرو په هکله د الله د استازي په څېر و؛ لکه څنګه چې امام رضا (رح) وايي: ((په جومات کې خلکو د امام صادق (رح) ځاى يې د عطرو له بويه پېژنده.))

د امام صادق (رح) وينا ده: عطر لګول د الهي انبياوو علیه السلام اخلاق او سنت وو.

بيا يې وويل: له عطرو سره دوه رکعته لمونځ بې له عطرو له اويا رکعتو سره برابر دي. بيا وايي: انسان ته پکار دي، چې هره ورځ عطر لګول هير نه کړي او که دا کار نشي کړاى؛ نو يوه ورځ روسته دې دا کار وکړي او که بيا هم نشي کړاى؛ نو د جمعې پر ورځ دې هرومرو دا کار وکړي.

 پاک نبي مشک درلودل، چې تر هر اوداسه روسته يې پر لاس موږل.

دا خبره دې له قلمه ونه غورځي، چې پاک نبي په هرو شرايطو کې د عطر د کاررولو اجازه نه ده ورکړې. د بېلګې په توګه: د ښځې د بهر وتو پرمهال يې عطر لګول منع کړي دي، تردې چې و يې ويل: ((کومه ښځه، چې عطر ولګوي او له کوره بهر ووځي؛ نو تر هغه به پرې د الله لعنت ويل کېږي، چې کور ته راستنه شي)).

 

 

قدرمني او حق پېژندنه

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به د هغوى بې سارې قدرمني کوله، چې په يوه نه يو ډول يې د هغه مبارک په ژوند کې ونډه درلوده او خپلو لارويانو ته يې سيرت جوتوي، چې که انسان ونشي کړاى د خپل همډولي حق پرځاى کړي؛ نو د خپل پنځګر حق به پوره کولای نشي.

سره له دې چې پاک نبي خپل پالونکي روزلى و؛ خو بيا يې هم د هغوى ځانګړی درناوى کاوه، چې د هغه په ښوونه، روزنه او د موخو په پرمختګ کې يې ورسره مرسته او يا لاسنيوى کړى و او په هر مناسب وخت کې يې ترې مننه کوله او تر وسې يې خدمت ورته کاوه.

د رسول الله مبارک پام يوازې له موروپلار او خپلوانو سره نېکۍ ته نه و؛ بلکې په هره شونې بڼه يې له ټولو خلکو سره ځانګړې مرسته، قدر مني کوله او دې چار ته يې دومره پام و، چې په دې هکله يې په تاريخ کې ځانګړى نوم پرېښى دى.

جومات يې يوې ښځې جارو کاوه او د شپې به هملته ويدېده او خلکو يې خرڅ ور؛ نو يوه شپه يې هغه ښځه په جومات کې ونه ليده؛ نو د هغې پوښتنه يې وکړه، ورته وويل شول، مړه شوې ده او خاورو ته هم وسپارل شوه.

 د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  يارانو ګومان کاوه، چې ددې بوډۍ مړينه رسول الله ته ارزښت نه لري؛ نوځکه يې له مړينې کړى نه و خو رسول الله مبارک يې پر مړينه خورا خواشينى شو او له ملګرو سره يې کیڅ-قبر ته ولاړ، لمونځ يې ورته وکړ او له الله يې ورته بښنه وغوښته.

 له خپلو دايه ګانو: “ثوبيه” او “حليمې” سره مينه، لاسنيوى، مرسته او قدرمني په تاريخ کې د قدردانيو، مرستو او مينې بې څارې بېلګه ده.

“ثوبيه” د “ابولهب” وينځه وه، چې څلور مياشتې يې د الله استازي ته شيدې ورکړې، چې د ژوند تر پايه يې رسول الله او مېرمنې يې خديجې بي بي ورسره مينه، مرسته او قدرمني کوله. تر بعثت روسته د الله استازي يو ورپسې ولېږه، چې له ابولهبه يې وپېري خو هغه ونه منله خو د الله استازي بيا هم ورسره د ژوند تر پايه مرسته او مينه کوله، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د “خيبر” له جګړې راستون شو؛ نو وايې ورېدل، چې “ثوبيه” مړه شوې؛ نو په دې خبره د پاک نبي چرت ډېر زيات خراب شو؛ نو د هغې د زوى پوښتنه يې وکړه، چې ورسره مرسته وکړي؛ خو ورته وويل شو، چې زوى يې تر مور مخکې له دې دنياسترګې پټې کړې دي.

د “حنين” په جګړه کې، چې د “هوازن” ټبر دوه خپلې او دوه پردۍ کړى؛ نو ښځې او ماشومان يې اسيران شول؛ نو د هغه ټبر خلکو د الله د استازي رضاعي تره، چې د هم دې ټبر و، رسول الله (ص) ته واسطه کړ، چې کېداى شي، د درناوي په پار يې اسيران خوشې کړي؛ نو همدا وو، چې د الله استازي، د خپل رضاعي تره د دروناوي له لامله مجاهدينو ته ورغی او د اسيرانو شفاعت يې وکړ خو په مجاهدينو کې څو کسانو د خپلو اسيرانو له خوشې کولو سرغړونه وکړه، چې بيا پخپله د الله استازي اسيران وپېرل او خوشې يې کړل.

له “ام ايمن” سره هم د پاک نبي له مينې او وفا ډکه کيسه بې سارې ده. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم شپږ کلن و، چې مور يې د عبدالله د قبر له زيارته د راستنېدو پرمهال د “ابوا” په سيمه کې له دې دنيا سترګې پټې کړې، چې تردې روسته “ام ايمن” ددې شپږ کلن ماشوم پر روزنې سربېره، مورولي يې هم پر غاړه واخسته.

 دې مېړنۍ ښځې په هغه بېديا کې، چې ډول ډول لوټ ماران پکې وو، هڅه وکړه، چې ماشوم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته ورسوي او خپل ګران نېکه “عبدالمطلب” ته ور وسپاري.

د الله استازي به د خپل ټول عمر په ترڅ کې ددې ښځې ښېګڼې نه هېرولې او څومره چې يې له لاسه کېدل، مرسته يې ورسره کوله او تل يې ورته مور ويله.

 

د ام المؤمنين خديجه کبری(رضی الله عنها) قدرمني

په دې ټول خبر دي، چې په ښځو کې خديجه بي بي وه، چې تر ټولو ړومبى يې د الله پر استازي ايمان راوړ. د الله استازي يې هم هېڅکله دا ارزښـتناک خدمتونه هېر نه کړل او په هر ځاى کې يې په درناوي يادوله او تل يې ويل: ((پر الله قسم، چې پالونکي بې له خديجې ښه نه ده را پر برخه کړې هغه مهال چې ټول کفار وو ايمان يې راباندې راوړ، هغه مهال چې ټولو دروغجن ګڼلم تصديق يې کړم، هغه مهال چې نورو له خپلې شتمنۍ بې برخې کړم پخپله شتمنۍ يې زما ملاتړ وکړ او الله ترې اولاد راکړ.))

پاک نبي به نه یوازې د خديجې درناوى کاوه؛ بلکې د خديجې د ملګرو درناوى يې هم کاوه او د هغوى پوښتنه يې کوله.

يوه ورځ يوه بوډۍ د رسول الله (ص) ليدو ته راغله، چې د الله استازي يې خورا درناوى وکړ او بيا يې پر ورين تندي رخصت کړه؛ نو چې دا کتنه پاى ته ورسېده؛ نو ام المؤمنين عايشې بي بي د الله له استازي د دې دومره درناوي پوښتنه ورکړه، چې ورته يې وويل: دا ښځه به د خديجې پر ژوندون هم زموږ پوښتنې ته راتله.

يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د لارې پر سر له يوې بوډۍ سره ودرېد، د هغې پر احوال يې ځان پوه کړ او ورسره يې خبرې وکړې او بيا يې وويل: ((پخوانۍ دوستي ټينګه ساتل د ايمان نښه ده)) دا ښځه د خديجې پر ژوندون هم زموږ پوښتنې ته راتله.

 د ام المؤمنين عايشې وينا ده، چې د الله له استازي کره به حلاله وشوه؛ نو برخې برخې به يې کړه او د خديجې د ملګرو برخه يې هم پکې کوله.

 

کار او کوښښ

له وړوکتوبه تکړه او خواري کښ و. هغه مهال چې له ((حليمې)) بي بي سره و نو ويې پوښتل، چې ورونه مې چېرې ځي ؟ حليمې وويل: څاروي څرولو ته وړي. و يې ويل: سر له سبا زه هم ورسره ځم.

 په اوه کلنۍ کې وليدل شو، چې لمنه يې له خاورو ډکه کړې او له

“عبدالله بن جدعان” سره د کور په جوړولو کې مرسته کوي.

په ژوند کې ونه ليدل شو، چې کومه شېبه يې پر ناغېړۍ تېره کړې وي، خپل کارونه يې په خپله کول او په کور پورې اړوند چارې يې په خپله ترسره کولې او دعا يې کوله: ((خدايه! له لټۍ او بې کارۍ درڅخه پناه غواړم)).

 مسلمانان يې کار و کوښښ ته هڅول او ويل يې: ((امين کارګر پر الله ګران دى او عبادت اويا برخې لري، چې تر ټولو غوره يې د حلال رزق ګټل دي.)) ويل يې: ((څوک چې د دنيا په چارو کې ناغېړى وي؛ نو د اخرت چارې به يې هم ناغېړې وي)).

نبوي حديث دى: ((لعنت ويل شوى پر هغه چې د خپل خرڅ پېټې پر نورو وراچوي او پخپله بېکاره وي.))

يوه ورځ د الله استازي يو تکړه غښتلى سړى وليد، چې هغه مبارک يې حيران کړ؛ نو پاک نبي يې د کار او کسب په هکله وپوښتل، چې منفي ځواب يې واورېد؛ نو ويې وويل: ((له سترګو مې وغورځېد)).

د الله د استازي يو اصحابي ډېر بېوزله شوى و او د خپلې ښځې په وړانديز يې هوډ وکړ، چې خپله وضع رسول الله مبارک ته ووايي او مرسته ترې وغواړي او په همدې نيت پاک نبي ته ورغى خو مخکې تردې چې خپله اړتيا وغواړي، له رسول اللهه ېې واورېدل: ((څوک چې له موږ څخه څه وغواړي نو موږ يې ورکوو خو هغه چې ځان نورو ته نه اړينوي او خپل لاس نورو ته اوږد نه کړي؛ نو الله به يې مړه خوا کړي)). دې سړي هم پر هغه ورځ د الله له استازي هېڅ ونه غوښتل او کور ته راستون شو، کور ته راغى خو د بېوزلۍ له لامله بيا د الله استازي ته ورغى او دواړه ځل يې هماغه خبره واورېده او بې له دې چې له پاک نبي مرسته وغواړي خپل کور ته راستون شو خو دا ځل يې له ځان سره فکر وکړ، چې څه کړاى شم ؟ ذهن ته يې راغلل، چې دومره خو کړاى شي، چې بېديا ته ولاړ شي، خس راټول او ويې پلوري. ترخزه يې راواخسته، بېديا ته ولاړ، خس يې راوړل او خرڅ ويې پلورل او نه یوازې خپله اړتيا يې لاس ته راوړه؛ بلکې سوکه سوکه شتمن هم شو. بله ورځ چې د الله رسول وليد؛ نو په موسکا يې ورته وويل: ((درته مې نه وو ويلي: څوک چې له موږ مرسته وغواړي نو مرسته يې کوو خو که ځان اړين نه کړي؛ نو الله به يې مړه خوا کړي.))

د الله د استازي وينا ده: دا به ډېره غوره وي، چې په تاسې کې يو کس بې له دې چې له خلکو څه وغواړي، خپله رسۍ واخلي، غره ته ولاړ شي، خس راټول کړي اوو يې پلوري.))

((وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَي‏ءٍ قَدْراً[347] = او ورته له داسې ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله توكل وكړي نو الله ورته بس دى، په حقيقت كې الله د خپل كار ترسره كوونكى دى، په يقين چې الله هر څيز ته يوه اندازه ټاكلې ده. [348]))

د الله د استازي ځينو يارانو، چې د ا آیت واورېد؛ نو له کار و کوښښ يې لاس واخست او په ځان پسې يې ورونه وتړل او پر عبادتونو بوخت شول او له ځان سره يې وويل، چې نوره اړتيا نه لرو چې ورهڼه-کار او کسب ولرو.

د الله استازی چې خبر شو؛ نو ټول يې راوغوښتل او و يې وپوښتل: ولې مو له کاره لاس واخست او یوازې پر عبادت بوخت شوي ياست ؟ په ځواب کې يې ورته وويل: الله ويلي او ضمانت يې کړى، چې روزي به مو راکوي؛ نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ورټل او ورته يې وويل: چاچې داسې وکړل او له کار او کوښښه يې لاس واخست؛ نو دعا به يې قبوله نشي، درته په کار دي، چې کار او کوښښ وکړئ او د خپل کوښښ او کسب تر سيورې لاندې له خدايه مرسته وغواړئ.

په بل ځاى کې وايي: ((تر ټولو پاک خواړه هغه دي، چې انسان يې پخپل کار او کوښښ لاس ته راوړي)).

رسول الله ټول هغه مشروع کوښښونه عبادت ګڼلي او جهاد يې بولي، چې د ژوند د ښه کولو او اړتياو د لرې کولو لپاره کېږي.

 پېغمبراکرم له اصحابو سره ناست و، چې يو غښتلى او تکړه ځوان يې وليد، چې سهار وختي پر کار بوخت شو، چې پردې مهال اصحابو وويل: دا ځوان به هله د ستاينې وړ و، چې خپله ځواني او غښتليتا يې د الله په لار کې کارولې واى. د الله استازي وويل: دا خبره مه کوئ! که دا ځوان ددې لپاره کار کوي، چې په ژوند کې نورو ته اړتيا ونه لري؛ نو دا کار يې د الله په لار کې شمېرل کېږي او که ددې لپاره کار کوي، چې بېوزليو ماشومانو او خپل موروپلار ته ګټه ورسوي؛ نو بيا يې هم کار عبادت دى؛ خو که ددې لپاره کار کوي، چې مال ډېر کړي؛ نو د شېطان پر لار تللى او له نېغې لارې کوږ شوى دى.

ګران پېغمبر به له زیارکښو او کارګرانو سره ځانګړې مينه درلوده، چې په تاريخ کې لا له دې طبقې سره دومره مينه له هېڅ مشر تابه څخه هم نه ده ليدل شوې؛ لکه څنګه چې حضرت انس بن مالک(رض) وايي: ((هغه مهال چې رسول الله د “تبوک” له جګړې راستون شو؛ نو “سعد انصاري” يې ستړو مه شو ته ورغى؛ نو د الله استازي، چې لاس ورکړ؛ نو د هغه لاس يې ځيږ وموند، چې و يې ويل: پر لاس دې څه شوي؟ ورته و يې ويل: الله مې دې له تا لوږى کړي! زه په پړي کار کوم او کورنۍ ته مې پرې روزي ګټم.

 پردې مهال هغه مبارک ددې کارګر لاس ښکل کړ، و يې ويل: دا هغه لاس دى، چې د دوزخ اور به ور ونه رسي[349].

 وينو چې د اسلام د ستر پېغمبر په ښوونو کې کار يوازې د مجبورۍ له مخې نه دى؛ بلکې که څوک له مالي اړخه هم کار ته اړتيا نه لري؛ نو بيا يې هم کار د انسان د بشپړتیا لپاره ارزښتمن ګڼلى، چې د ډول ډول استعدادونو په زرغونولو کې مهمه وڼده لوبوي.

رسول الله مبارک د خپل ژوند يوه شېبه هم بېکاره تېره نه کړه او چې د خپلو دندو د ترسره کولو روسته به کور ته راستون شو؛ نو خپل وخت يې درې برخې کاوه:

١_ په يوه برخه کې يې د الله عبادت کاوه.

٢_ په يوه برخه کې له خپلې کورنۍ سره و او د هغوى اړتياوې يې پوره کولې.

٣_ په يوه برخه کې يې استراحت کاوه، شخصي کارونه يې پکې کول، چې په دې وخت کې يې يو څه وخت ځانګړيو اصحابو او نورو خلکو ته هم ورکاوه.

 

 

 

ژوند غنيمت دى

رسول الله (ص) تل هڅه کوله، چې د خپل امت سر د ژوند پر ارزښت خلاص کړي، ويل يې: ((د آدم اولاد ته حيران يم، چې شتمني يې ډېره شي؛ نو خوشحاله شي او چې شتمني يې لږه شي؛ نو د خپګان په څپو کې ډوب شي؛ خو پردې خبره هېڅکله نه خواشينېږي، چې د ژوند شپې او ورځې يې تېرېږي او پردې خبره سر خلاص کړئ!: هغه هوسا نه دى، چې شتمني يې ډېره خو عمر يې لنډ وي او ويل يې: الهي پرښته هر شپه پر شل کلنو ځوانانو غږ کوي، چې نه ستړى کېدونکى کوښښ وکړئ او کمال او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره ملا وتړﺉ. د ايمان خاوند ته پکار دي، چې له خپل ځواکه د خپلو ګټو، له دنيا د آخرت لپاره او له ځوانۍ د بوډاتوب لپاره وکاروي.

رسول الله (ص)، حضرت ابوذر غفاري(رض) ته وويل: پینځه څيزونه تر پينځو څيزونو مخکې غنيمت وګڼه: ځواني تر بوډاتوبه، روغتيا تر رنځ، شتمني تر بېوزلۍ، فراغت تر ګرفتارۍ او ژوند تر مړينې.

 او ويل يې: چاته چې د خير ور پرانستل شو؛ نو هغه دې غنيمت وګڼي او له وخته دې ګټه واخلي؛ ځکه پته ورته نه وي، چې کله پرې دا ور بندېږي.

د الله د استازي وينا ده: په ژوند کې به مو داسې ورځې راشي، چې د الله ځانګړى پام به درته وي او مناسب وخت به لاس ته راوړئ؛ نو هغه مهال کوښښ وکړئ، چې له دې فرصته ګټه واخلئ او ځان د الله پر لار سم کړئ.

د الله د استازي وينا ده: په قيامت کې به يو بنده هم مخکې ولاړ نشي؛ خو داچې څو پوښتنې ترې وشي؛ لکه:

١_ ژوند دې پر څه تېر کړى دى.

٢_ځواني دې څنګه او په کومه لار کې تېره کړې ده.

٣_شتمني دې څنګه لاس ته راوړې او په کوم ځاى کې دې لګولې ده.

٤_ امام دې څوک دى؛ لکه څنګه چې لوى څښتن ويلي دي:

((يوم ندعوا کل اناس بامامهم)) پر هغه ورځ به ټول خلک د هغوى له امام سره راغواړو او په پاى کې به له فرصتونو او واکه کمال ته د وررسېدو په هکله هم پوښتنه کېږي.

د رسول الله (ص) وينا ده: د چاچې نن له پرون سره يو شان وي؛ نو مغبون دى او د چاچې نن تر پرونه بدتر وي؛ نو ملعون دى او کم عقله هغه دى، چې خپلې نيمګړتياوې له منځه يو نه سي او د هغه چې عقل او عمل نيمګړې وي؛ نو تر ژونده ورته مرګ غوره دى (؛ ځکه ورځ په ورځ يې ګناهګانې ډېرېږي [350])

 

له بېکارۍ او ناغېړۍ کرکجن و

له بېکارۍ او لټۍ سخت کرکجن و، ويل يې: ((خدايه! له لټۍ، ناغېړۍ، کمزورۍ او سستۍ له تا پناه غواړم. [351]))

 مسلمانان يې کار ته هڅول، ويل يې: ((عبادت اويا برخې دى، چې خورا غوره يې حلال کسب دى.))

 

امانت

تر بعث مخکې حضرت خديجې _چې بيا يې مېرمن شوه_ ته د سوداګرۍ په موخه شام ته ولاړ. په دې سفر کې يې امانت ساتي، استعداد او سمچاري روښانه شوه په خلکو کې په امانت ساتنه کې دومره مشهور و، چې د “محمد امين” لقب يې ورکړى و. تر بعثت روسته سره له دې چې قريشو ورسره دښمني پيدا کړه خو بيا يې هم خپل امانتونه ورسره ايښوول؛ نوځکه تر خپل هجرت روسته يې حضرت علي (ک) څو ورځې په مکه کې پرېښود، چې د خلکو امانتونه يې خاوندانو ته ورکړي.

 

له تېري سره مبارزه

پېغمبراکرم د جاهليت په پېر کې د “حلف الفضول” په تړون کې هم ژمنى و. دا تړون هغې ډلې د “عبدالله بن جدعان” په کور کې رامنځ ته کړى و، چې له تېري او زورمټۍ پوزې ته راغلي ول. پېغمبراکرم به تر رسالت روسته دا تړون ياداوه ويل يې، چې چمتو نه يم دا تړون مات شي او اوس هم چمتو يم، چې په داسې تړون کې هم ژمنى شم.

 

 

د حضرت محمد کورني خويونه

په کور کې لوراند و له مېرمنو سره يې هېڅ ډول تاوتريخوالى نه کاوه، چې دا چار د مکيانو د دود پرخلاف و. له ښځو سره پر ښه چلن ټينګار کاوه، ويل يې: ((هر څوک ناوړه او ښه خويونه لري سړي نبايد يوازې د خپلې مېرمنې ناوړه خويونه په پام کې ونيسي او خوشې يې کړي او هر مهال چې د مېرمنې يوې ځانګړنې خپه کړې نو بله داسې ښه ځانګړنه پکې شته چې خوشحاله دې کړي او بايد دا دواړه ځانګړنې په پام کې ونيول شي.))

له اولاد او لمسيو سره په مينه چلېده په غېږ کې يې کېنول، پر اوږو يې سپرول او ښکلول يې، چې دا ټول؛ خويونه د هغه وخت د دودونو پرخلاف ول. يوه ورځ يې امام حسن ښکلاوه، چې يو سړي ورته وويل: ((دوه زامن لرم، چې تر وسه مې يو هم نه دى ښکل کړى.)) رسول الله ورته وويل: ((څوک چې پر نورو و نه لورېږې نو الله به پرې و نه لورېږي. [352]))

د مسلمانانو پر اولاد هم خورا لوراند و پر زنګانه يې کېنول او پر سر يې ورته د مينې لاس راکښوده. ميندو به خپل ماشومان دعا ته رسول الله ته راوستل. کله به پېښېدل، چې ماشومانو به د رسول الله په غېږ کې متيازې کولې، چې په دې کار به ميندې خپه او ماشومانو ته غوسه کېدې؛ خو رسول الله به ويل: له متيازو کولو يې مخنيوى مه کوئ خير دى که جامې مې چټلې شوې و به يې مينځم.

 

له مريانو سره چلن

پر مريانو خورا لوراند و، خلکو ته يې ويل: ((دوى مو ورونه دي کوم خواړه، چې پخپله خورئ، پر دوى يې هم وخورئ، د ځان په څېر جامه ورکړئ، تر وسې پورته کار پرې مه کوئ او پخپله ورسره په چارو کې مرسته وکړئ ورته د وينځې او مريي په نوم غږ مه کوئ؛ ځکه موږ ټول د الله مملوک يو او د ټولو حقيقي مالک خاوند الله دى او په ځوانه! يا ځوانې ورته غږ کوئ.))

اسلامي شريعت ټول هغه شونتیاوې رامنځ ته کړل، چې د مريانو ازادول يې اسانول. “نخاسي”؛ یعنې د مريانو پلورل يې خورا ناوړه چار ګاڼه، ويل يې: ((انسان پلوري د الله پر واندې خورا ناوړه وګړي دي. [353]))

 

نبوي چلن

په ورين تندي له خلکو سره مخېده. په سلام اچولو کې ان پر ماشومانو او مريانو مخکېکېده و. د چا په مخ کې يې پښې نه غځولې او پر چا يې ډډه نه وهله. ډېرى په زنګنو کېناسته. د غونډو د ناستو بڼه يې ګرده وه، چې لاندې باندې پکې نه وي او ټول يو شان ځاى ولري. د اصحابو پوښتنه يې کوله که په درې ورځو کې به يې و نه ليد نو پوښتنه يې کوله که رنځور به و نو پوښتنې ته يې ورته او که ستونزه يې درلوده؛ نو په هواري که يې ورسره مرسته کوله. په غونډو کې يې يوازې يوه ته نه ليدل او له يوه سره يې خبرې نه کولې؛ بلکې ټولو ته يې کتل او ځان يې پر غونډه ويشه. ښه يې نه ايسيدل، چې کله غونډې ته راننوځي څوک ورته له ځايه پاڅي او په کارونو کې يې ونډه اخسته، وايي:

((د الله نه خوښېږي، چې خپل بنده په نورو بندګانو کې داسې وويني، چې د نورو په پرتله ځان ته پر امتياز قايل وي. [354]))

 

پرېکنده نرم خويه

په وګړيزو او هغو مسايلو کې خورا نرم چلنه او لوراند و، چې پخپله په همده پورې يې اړه درلوده، چې سترې او تاريخي بښنې يې د پرمختګ لامل دى؛ خو په آريزو، عمومي او قانوني مسايلو کې پرېکنده او سخت چلنه و او په دې چارو کې له چا هم نه تېرېده. سره له دې چې قريشو پرې خورا تېري کړي ول؛ خو د مکې تر سوبې روسته يې ټول وبښل. د خپل ګران تره حضرت “حمزه سيدالشهداء” د وژونکي توبه يې ومنله خو پر هماغه ورځ يې يوې ښځې ته د کړي جرم سزا ورکړه، چې ټول قريش يې بښلي ول. کيسه يې داسې وه: د “بني مخزوم” د ټبر يوې ښځې غلا کړې وه او جرم يې جوت شوى هم و. د ټبر خلکو پر ښځه د حد جاري کېدل، د خپل ټبر سپکاوى ګاڼه او له رسول الله يې وغوښتل، چې د حد له جاري کولو ډډه وکړي او ډېر ستر اصحاب يې هم رسول الله ته واسطه کړل؛ خو رسول الله په غوسه وويل: دا د واسطې ځاى نه دى! د خلکو لپاره د الهي قانون پلي پرېښولای نشم او د هماغې ورځ پر مازيګر يې خلکو ته وينا وکړه:

((تېر خلک او قومونه؛ ځکه ورک شول، چې د الهي قانون په پلي کولو کې يې تبعيض کاوه که واکمنو او زرورو به جرم وکړ؛ نو بښل کېده به او که کمزوري به جرم وکړ؛ نو قانون پرې پلي کېده قسم پر الله! د عدالت په پلي کولو کې به له چا سره سستي و نه کړم که څه نږدې خپلوان مې وي. [355]))

د رسول الله عبادت

د شپې ډېرى برخه يې پر عبادت تېروله. سره له دې چې ټوله ورځ يې – په تېره په مدينه – کار و کوښښ کاوه؛ خو د عبادت وخت يې نه لږېده. هوساېنه او ارام يې د حق په عبادت کې ليده عبادت يې جنت ته د تمې او يا د دوزخ د اور له وېرې نه و؛ بلکې مينې، ستاينې او مننې ته و. يوه ورځ يې يوې مېرمنې وويل: ته خو بښل شوى يې نو ولې دومره عبادت کوې؟ رسول الله (ص) وويل: ((آيا بايد منندوى بنده و نه وسم؟))

ډېرې روژې يې نيوې. پر رمضان او شعبان سربېره ورځ ترمنځ روژه و. د رمضان په روستيو لسو شپو کې يې بستره بېخي ټولوله او په جومات کې اعتکاف ته کېناسته خو خلکو ته يې ويل: (بسيا ده، چې په هره مياشت کې يوازې درې ورځې روژه شئ.)) ويل يې: ((د خپلې وسې هومره عبادت کوئ او تر خپلې وسې ډېر عبادت پر ځان مه پېټى کوئ، چې اپوټه اغېز لري.)) له رهبانيت، ګوښه ناستۍ او کورنۍ ته له شاکولو سره مخالف و او هغه اصحاب يې په کلکه ورټل، چې داسې هوډ يې نيولى و. ويل يې: ((بدن، مېرمن، اولاد او ملګري مو درباندې يو لړ حقوق لري، چې بايد رعايت شي.)) ځان ته لمونځ يې اوږداوه او کله به ساعتونه ساعتونه د تهجدو پر لمانځه بوخت و خو د جماعت لمونځ يې لنډاوه او د کمزوريو، ښځمنو، بوډاګانو او ماشومانو پر حقوقو او درناوي يې ټينګار کاوه.

 

زهد او ساده ژوند

زهد او ساده اوسېدل يې د ژوند آرونه ول. ساده؛ خواړه يې خوړل، ساده جامې يې اغوستې او ساده حرکت يې کاوه. پر پوزي او ځمکه کېناسته. په خپله يې اوزې لوشلې او پر بې کتې سپرلۍ به سورېده. ډېرى خواړه يې روټه او کجورې وې. خپلې جامې او پڼې يې په خپله پيوندولې. د سادګۍ پلوى و خو د بېوزلۍ د فلسفې نه شتمني يې د ټولنې ګټې او په مشروعو لارو کې لګولو ته پکار ګڼله، ويل يې:

((څومره ښه ده هغه شتمني، چې له حلالو لاس ته راشي او خاوند يې پوه شي، چې په کوم ځاى کې يې ولګوي. [356]))

((شتمني تقوا ته ښه مرسته ده. [357]))

 

 

 

هوډ او استقامت

بې ساری هوډ او استقامت يې درلود، چې يارانو يې ترې هم زده کړی و. د رسالت درويش کلن پېر يې د هوډ او استقامت له زده کړو ډک دى. کله به داسې پېښېدل، چې ټول به نهيلي شول؛ خو هغه يوه شېبه هم نهيلى نه شو او ماته يې ذهن ته نه راته او د يوې شېبې لپاره يې هم پر بري ايمان لږ نه شو.

 

مشري، مديريت او سلامشوره

سره له دې چې يارانو يې بې ځنډه حکم پلي کاوه او تل يې اصحابو ويل: ((داچې بشپړ ايمان درباندې لرو که حکم وکړې، چې ځان سيند ته واچوئ او يا په اور کې وسوځوئ؛ نو دا کار به وکړو.))

خو پېغمبراکرم د زور واکو په څېر نه و او په هغو چارو کې يې له يارانو سره سلامشوره کوله، چې په هکله يې وحې او الهي حکم نه و راغلى او تر مشورې روسته يې د ورکړ شوې مشورې درناوى هم کاوه او له دې لارې يې خپلو يارانو ته شخصيت ورکاوه. په “بدر” کې يې د جګړې کولو او نه کولو لپاره له ملګرو سره مشوره وکړه. د “اُحُد” په جګړه کې داچې په مدينه کې پاتې شي که ووځي هم يې له يارانو سره مشوره وکړه او همداراز د “احزاب” او “تبوک” په جګړه کې.

د پېغمبراکرم نرمي، لورنه، بښنه، د اصحابو او امت د تېروتنو بښلو ته لېوالتيا، پر يارانو يې شمېرل، ورسره مشوره او شخصيت ورکول يې هغه لاملونه دي، چې پر اصحابو او امت يې خورا ګران کړى و. قرآن کريم په دې هکله وايي:

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[358]= خلكو ته د الهي رحمت (په بركت) نرم (او لوراند) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خورېدل؛ نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (نو پرېکنده وسه او) پر الله توكل وكړه؛ ځكه چې توكل كوونكي د الله خو ښېږي.))

 

نظم او انضباط

پر چارو يې نظم او انضباط واکمن و. مهال ويش يې درلود او ددې کار سپارښتنه يې هم کوله او اصحابو يې هم په پلوۍ همدا کار کاوه. پکار وه، چې ځنې هوډونه ښکاره نه کړي، چې دښمن ترې خبر نشي؛ نو نه يې ښکاره کول؛ خو يارانو يې هوډ هرومرو پلي کاوه. د بېلګې په توګه: حکم يې کاوه: تيار شئ! سبا حرکت کوو. بې له دې چې له نهايي مقصده خبر وي، ټول به سبا پر هغه لور تلل، چې رسول الله حکم کړى و او په روستيو شېبو کې به خبرېدل، چې چېرې ځوو. کله به يې يوې ډلې ته د تګ حکم کاوه او يو ليک يې ورکاوه او ورته ويل يې، چې تر درې شپو او ورځو مزله روسته ليک ولولئ او پکې ليکل شوي حکمونه پلي کړئ او هغوى به همداسې کول او نهايي مقصد ته تر رسېدو د مخه نه پوهېدل، چې چېرې روان دي او يې ميرڅن-دښمن او ځري يې بې خبره پرېښوول.

 

نيوکه يې اورېده؛ خو لوڅې پوڅې نه!

ځينو يارانو پرې سختې او بېځايه نيوکې کولې خو رسول الله (ص) به د نيولي هوډ د فلسفې او حکمت په بيانولو خپل هوډ ته راماتول. له ستاينې او لوڅو پوڅو-چاپلوسۍ کرکجن و، ويل يې: ((د چاپلوسانو او غوړه مالونو پر مخ خاورې وشيندئ[359]))

له ډاډ سره کار يې ښه ايسيده. حضرت سعد بن معاذ (رض)، چې ومړ او پېغمبراکرم په خپله په لحد کې کېښود او چې کله يې د لحد تيږې ايښودې، ويل يې: ((پوهېږم، چې څو ورځې روسته نړېږي خو الله خوښېږي، چې بنده يې کوم کار کوي، ډاډمن او کلک يې وکړي.))

 

له کمزوريو ټکيو سره مبارزه

د وګړيو له کمزوريو ټکيو او ناپوهيو يې ناوړګټنه نه کوله اپوټه مبارزه يې ورسره کوله او خلک يې له خپلو ناپوهيو خبرول. اتلس مياشتېنى زوى يې ابراهيم، چې ومړ نو پر هغه ورځ لمر تندر ونيو. خلکو و انګېرل، چې لمر د پېغمبراکرم د زوى په وير کې تندر نيولى خو رسول الله (ص) د خلکو ددې جاهلي آند پر وړاندې چوپ پاتې نه شو او د خلکو له دې کمزوري ټکي يې ناوړګټنه و نه کړه پر ممبر کېناست، و يې ويل: ((خلکو! لمر و سپوږمۍ دوه الهي آيتونه دي او د چا د مړينې په پار يې تندر نه نيسي.))

 

د مشرۍ شرايط

د مشرۍ شرايط يې درلودل؛ لکه تشخيص، پرېکندتوب، مړانه، وړاندوينه، لرليد، د نيوکو زغم، د وګړيو پر وړتياوو پوهېدل او د وړتيا له مخې دنده ورسپارل، په شخصي چارو کې نرمي او په آريزو او قانوني چارو کې سختي، پر لارويانو او يارانو شمېرنه، شخصيت ورکول او د هغوى د عاطفي، عقلي او عملي استعدادونو روزنه، له استبداده ډډه کول، له خاکسارۍ، پت، امانت ساتنې او په تشکيلاتو کې د انساني ځواکونو له تنظيم سره يې خورا مينه درلوده، ويل يې: ((که درې تنه يو ځاى سفر کوئ؛ نو يو مو مشر وټاکئ.))

په مدينه کې يې ځانګړي تشکيلات درلودل او هرې ډلې به ځانګړې دنده درلوده: ځنې د وحې کاتبان ول او قرآن يې ليکه، ځينو د رسول الله (ص) د ځانګړيو ليکونو ليکوالان ول، ځينو به د خلکو تړونونه او معاملې ثبتولې، ځينو د صدقو او مالياتو حساب و کتاب کاوه[360].

 

د تبليغ کړنلار

د اسلام په تبليغ کې يې سختي نه کوله او تر وېرې او ګواښنې ډېر يې پر زېري او هيلې ډډه وه. يو يار يې، چې يمن ته د تبليغ لپاره لېږه، ورته يې وويل: ((اساني کوه او سختي مه کوه زېرى ورکړه (خوښې راهڅوه) او خلک مه توري کوه. [361]))

د اسلام د تبليغ په چار کې يې خوځښت درلود، طائف ته يې سفر وکړ، د حج په موسم کې پر ټبرونو ګرځېده او بلنه يې ورکوله. يو ځل يې حضرت علي (ک) او بل ځل يې حضرت معاذ بن جبل (رض) يمن ته د تبليغ لپاره ولېږه. مدينې ته د راتګ تر مخه يې حضرت مصب بن عمير (رض) تبليغ ته استولى و. يوه ډله يې حبشې ته ولېږل، چې په دې سفر هم د قريشو له کړاوونو وژغورل شول او هم يې په حبشه کې اسلام ته تبليغ کاوه. پر شپږم هجري کال يې پاچايانو ته ليکونه واستول او اسلام ته يې راوبلل، چې تاريخ يې د سلو په شاوخوا کې ليکونه ثبت کړي دي.

 

 

 

پوهې ته هڅونه

خلک يې پوهې او ليک لوست ته هڅول. د اصحابو اولاد يې هڅاوه، چې ليک لوست زده کړي. ځينې يارانو ته يې حکم وکړ، چې “سرياني” ژبه زده کړي، ويل يې: ((د علم زده کړه پر هر مسلمان او مسلمانې فرض ده. [362]))

((حکمت لاس ته راوړئ ان که له مشرک او منافقه وي. [363]))

 ((علم زده کړئ ان که په چين کې وي. [364]))

د علم پر زده کړې دا دومره سپارښتنې او ټينګار ددې لامل شو، چې مسلمان د علم زده کړې ته ملا وتړي او له ډېرو ژبو يې ګټور علمي آثار وژباړل او په خپله هم پر څېړنو بوخت شول او په دې کار نه يوازې د پخوانيو يوناني، رومي، ايراني، مصري، هندي او… تمدنو ترمنځ ارتباطي کړۍ شوه پخپله يې هم تر ټولو ستر او پرمختلى اسلامي تمدن رامنځ ته کړ.

 سيرت او خوى يې د وينا او دين په څېر هراړخيز او پراخ بنسټه و. تاريخ يې په څېر شخصيت نه دى ليدلى، چې په ټولو انساني اړخونو کې کمال ته رسېدلى و او په رښتيا هغه بشپړ انسان و.

 

خپل کار په خپله کول

تر شوني بريده يې خپل کارونه پخپله کول خپلې څپلۍ يې په خپله ګنډلې او که جامې يې شلېدې نو په خپله يې ګنډلې. اوداسه ته يې په خپله اوبه راوړې او نه یوازې خپل کارونه يې په خپله کول؛ بلکې د کور په چارو کې يې له کورنۍ سره هم مرسته کوله او که د کور لپاره به سودا په کار وه نو په خپله يې راوړه او هېڅکله ترې چا ونه ليدل، چې په بازار کې پېرل شوې سودا په بل چا يوسي او سپارښتنه يې کوله، چې مو له لاسه کېږي؛ نو خپل کارونه په خپله وکړئ او نورو ته يې مه ورسپارئ.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له اصحابو سره پر سفر وتلى و، چې غرمه شوه؛ نو کاروان ودرېد، ټول له سپرليو راکوز شول، رسول الله مبارک هم له سپرلۍ راکوز شو او اوداسه ته د اوبو راوړو په تکل کې شو، له خپل اوښه، چې لرې شو، راستون شو او اصحابو ګومان وکړ، چې کېداى شي دا ځاى د دمې او اوداسه لپاره مناسب نه ګڼي او راستون شو، چې د تګ حکم وکړي، ټول په تمه وو، چې څه وايي او خلک خو نور هم هله حيران شول، چې ويې ليدل، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم راغى او د اوښ پښې يې په خپله وتړلې او بېرته په اوبو پسې ولاړ. ټولو وويل: د الله استازيه! ولې دې موږ ته حکم و نه کړ، چې دا کار درته وکړو او ولې مو ځان په زحمت کړ ؟ رسول الله مبارک تاريخي ځواب ورکړ: له نورو په خپلو چارو کې مرسته مه غواړئ، که څه د وړوکي کار لپاره وي! که څه مسواک درته راواخلي؛ یعنې څومره مو چې له لاسه کېږي؛ نو خپل کارونه په خپله کوئ او له نورو مه غواړئ، چې کار مو وکړي.

رسول الله مبارک داسې ياران درلودل، چې که يې ترې غوښتي واى نو ځانونه يې سيند ته هم ګوزارول او د يارانو ټول وياړ يې هم دا و، چې په حکم يې ځان د ميرڅن-دښـمن تر تورو لاندې کوي او د داسې يارانو په درلودو بيا هم نه خوښېده، چې خپلې چارې وروسپاري، ويل يې: ((خپل کار پخپله کول د انبياوو علیه السلام کړنلار ده.))

 

خبرې او چوپتيا

رسول الله مبارک خوږ او غوڅ ژبى و او تل د وينا پرمهال موسکى و نه ډېر ګړېده او نه تل چوپ و. چوپتيا يې اوږده وه او نااړين نه ګړېده. يوه ورځ يې حضرت ابوذر غفاري (رض) ته وويل: ((په څه کې، چې دې ګټه نه وي؛ نو پرېږده يې او هغه خبره مه کوه، چې ګټه دې پکې نه وي او پر خپله ژبه د خپلو پيسوپه څېر پام کوه او ويې ساته. ابوذره! که ګړېدل سپين زر وي؛ نو چوپتيا سره زر دي.))

خبره يې نه اوږدوله، خبره يې بياځلي نه وه، غوڅه او څرګنده وينا يې درلوده، خبرې يې په حوصله، چې په ډله کې ټول ناست پرې پوهېدل. بې بنسټه خبره ترې چا وا نه ورېده، په خبرو کې نه ترورېده، وينا يې هم د نورو حرکتونو په څېر معتدله وه، خبره يې بشپړه، پراخ بنسټه، بې له کوم زياتوالي او کموالي وه؛ نوځکه ټکي يې جوامع الکلام او څرګندونې يې فصل الخطاب وې.

نبوي حديث دى: ((زه تر ټولو فصيح ژبى عرب يم)).

د رسول الله مبارک غوڼدلې-غونډلې او ويناوې وړې خو پخې وې او په خپله يې ويل: ((څښتن مې هر اړخيز ټکي راکړي دي.))

 په رښتيا لوى څښتن داسې ځواک ورکړى و، چې په يوه وړه خبره يې خورا زيات علم او حکمت څرګنداوه، چې دا ځواک يې په مبارکو ويناوو کې هر چاته څرګند دى؛ خو له هر چا سره يې د هغوى د عقل او پوهې هومره خبرې کولې.

 غږ يې لوړ او تر ټولو خوږ و. داسې څوک به نه وي، چې د رسول الله مبارک غږ او خبرې يې اورېدلې وي او په زړه کې يې ناستې نه وي او زړه يې پرې نه وي بايللى او؛ ځکه قريشو په مکه کې مسلمانان شويو ته “صباة” (زړه باېلونکي) ويل او ويل يې: وېره له دې ده، چې “وليد بن مغيره” پر محمد زړه ونه بايلي، چې ټول قريش ورته په تمه دي او که هغه هم پر محمد زړه وبايله نو ټول قريش به پر محمد زړه وبايلي. قريشو ويل: ((وينا يې کوډې دي او تر شرابو پکې ډېره مستي ده.))

 خپل زامن يې له رسول الله سره له ناسې پاستې منع کول، چې د محمد (ص) خوږې خبرې او په زړه پورې څېره پرې اغېز و نه کړي.

چې رسول الله مبارک به په “حجر اسماعيل” کې کېناسته او پخپل ښايسته غږ يې قرآن لوسته نو کفارو په غوږونو کې ګوتې ايښووې، چې د رسول الله مبارک ښکلى غږ يې زړونه را نه کاږي او پر سرونو به يې څادرونه را اچول، چې سترګې يې د محمد (ص) پر زړه راکښونکې څېره ونه لګي؛ ځکه چا به چې د الله د استازي خوږه او په زړه پورې وينا واورېده؛ نو اسلام يې راوړه[365].

 

د ځناورو او څارويو حقوق

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د رحمت تر سيورې لاندې څاروي هم وو او پر څارويو هم لورانده و. پيشوته يې د اوبه لوښى داسې نيوه، چې ښه مړه شي. يوه ورځ يې پخپله کورنی رنځور شوى چرګ درمل کړ. يوه ورځ يې يو څاروى وليد، چې داغ يې پرې ايښى و او له پوزو يې لوږى راوته، چې پردې مهال د الله استازي وويل: د الله لعنت دې پر هغه وي، چې دا کار يې کړى دى. هېڅکله دې څوک څاروي نه داغوي او نه دې يې وهي.

نبوي حديث دى: ((الله يوه ښځه په دوزخ کې کړه؛ ځکه په کور کې يې يوه پيشو بنده کړې وه او اوبه او خواړه يې ورکړي نه وو او دومره يې وهلې وه، چې مړه شوه.))

خپلو اصحابو ته يې دا کيسه وکړه: يوه ورځ يو سړى په سوځونکې بېديا کې تږى شو او د تندى ماتولو ته يو څاه ته ورکوز شو؛ نو چې راووت ويې ليدل، چې يو سپى له تندى رپېږي او پوزه او ژبه پر ځمکه راکاږي. سړي له ځان سره وويل: دا سپى هم تندى راخستى نو بيا څاه ته ورکوز شو او خپل بوټان يې له اوبو راډک او سپى يې پرې موړ کړ، چې الله هم دا سړى د دې نېک عمل له لامله وبښه. اصحابو ورته وويل: ايا موږ له څارويو سره په احسان کولو هم له خدایه ثواب ګټو ؟ د الله استازي ورته وويل: هو! له الله سره هره نېکي ثواب لري.

د رسول الله (ص) د څارويو د ژوند هر اړخ ته پام و، ويل يې: ګورئ چې کله درې کسان يو ځاى پر کوم څاروي سپاره نشئ؛ ځکه يو پکې ملعون دى او ويل يې: ((د اوښ پر روستۍ برخه بار ږدئ، چې د بار سختي پرې نه وي. يوه ورځ يې وليدل، چې اوښ يې له زنګونونو تړلى او بار يې ترې کوز کړى نه دى؛ نو و يې ويل: ددې اوښ خاوند چېرې دى ؟ ورته ووایئ، چې د قيامت په ورځ دې ځان پوښتنې ته چمتو کړي.

حضرت ابوذر يې په ربذه کې وليد، چې يو څاروي ته اوبه ورکوي، يو ورته وويل: ابوذره! چوپړیال نه لرې، چې ددې کار له پېټي دې خلاص کړي. ورته يې وويل: د الله له استازي مې واورېدل، چې و يې ويل: داسې څاروى به نه وي، چې هره ورځ له خدایه ونه غواړي، چې خدايه صالح خاوند راکړې، چې پر اوبو مې موړ او پر زوره ډېر بار راباندې کېنږدي؛؛ نوځکه خوښ يم، چې دې څاروي ته په خپله اوبه ورکوم.

پېغمبراکرم (ص) به د زهرجنو او خطرناکو ځناورو هم خيال ساته او ويل يې: که وژل يې پکار وي؛ نو په داسې بڼه يې ووژنئ، چې و نه کړېږي. د بېلګې په توګه د “وزغه” په هکله، چې په خپله يو ډول خطرناک ښامار دى وايي: که چا له “وزغه” د خلاصون لپاره پر لومړي ګوزار وواژه نو سل ثوابه ورته ليکل کېږي او که په دويم ګوزار يې ووژني نو ثواب به يې لږ وي.

هو ګرانو! زموږ ګران نبي په هغه وخت کې مخکې له دې چې د نړۍ خلک د ځناورو او څارويو له حقوقو د دفاع لپاره موسسې جوړې کړي، په ډېر ښه ډول د ځناورو او څارويو حقوق خلکو ته ورښوولي او سپارښتنه يې کړې وه، چې د ځناورو حقوق په پام کې ونیول شي او که چا له دې حقوقو سرغړونه وکړه؛ نو شرعي حاکم به يې په هکله اجرات کوي؛ نوځکه رسول الله وويل: څاروي پر خاوندانو يو لړ حقوق لري؛ لکه:

١_هر چېرې يې، چې بيول واښه ورکړي.

٢_که له اوبو تېرېږي؛ نو اوبه ورکړي.

٣_څاروي پر مخ ونه وهي.

٤_د اوږد وخت لپاره پرې سپاره نشي.

٥_د څاروي تر وس ډېر بار پرې کېنږدي.

٦_پر هغه لار يې يو نه سي، چې څاروي پرې نشي تلای.

 

 

د مور و پلار حقوق

ګران نبي تر زيږېدو دمخه پلارمړی و او له مور سره يې هم ژوند وفا و نه کړه او په ماشومتوب کې د مور و پلار له نعمته بې برخې شو خو دومره يې له مور و پلار سره مينې ته پام و، چې په پینځه پنځوس کلنۍ کې د “عمرة القضاء” په سفر کې د خپل مور قبر ته ولاړ؛ نو د خپلې مور پر قبر يې دومره وژړل، چې ټول يې پر ژړا کړل.

د مور و پلار په هکله دولس ګونو امامانو او د يني مشرانو خورا سپارښتنې کړى دي، چې څو ته يې په لنډه اشاره کوو:

١_ له مور و پلار سره احسان: قرآن پاک څو ځل له مور و پلار سره پر احسان سپارښتنه کړې ده.

((وَقَضَى‏ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اياهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلَا تَقُل لَهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً[366]= او پالونكي دې پرېكړه كړې، چې: بې له هغه بل مه نمانځئ، له (خپل) مور و پلار سره احسان وكړئ، كه له تا سره له هغو يويا دواړه زړښت ته ورسي نو ته ان ” اوف “(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه “) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او سنجول شوې) خبرې ورته وكړه))

 امام صادق (رح) وپوښتل شو: په دې آيتونو کې له احسانه مراد څه دى؟

 ورته و يې ويل: ((له احسانه مراد دادى، چې له مور و پلار سره دې چلن ښه وي او دې ته يې اړ نه کړې، څه چې يې پکار وي، له تا يې وغواړي؛ یعنې مخکې تردې چې خپلې غوښتنې په خوله راوړي نو ته بايد هر څه ورته چمتو کړې.))

امام محمد باقر وايي: ((الله په درې څيزونو کې چاته د سرغړونې اجازه نه ده ورکړې: د امانت په ادا کولو کې (که خاوند بد وي که ښه) پر ژمنه وفا (که مقابل لورى مو بد و که ښه) او له مور و پلار سره نېکي (که ښه وي که بد).

د رسول الله له ويناوو دي: ((که په چا کې، چې دا څلور ځانګړنې وي؛ نو الله به يې ملاتړى شي:

 ١_اخلاق يې ښه وي او له خلکو سره ګوزاره وکړي. ٢_له خپه او ويرجنو سره نرمي وکړي. ٣_پر مور و پلار يې لورانده وي. ٤_ پر تر لاس لانديو احسان وکړي.))

امام صادق (رح) له نامسلمان مور و پلارسره د معاشرت په هکله وايي:

((ورسره ګوزاره او لورنه کوه، که هغوى په عذابولې نو خير دى؛ نو ته ورته خپله سينه د هغو زحمتونو په پار پراخه کړه، چې په وړوکتوب کې يې ستا لپاره ګاللي او که الله دې روزي پراخه کړي؛ نو ورسره شومتوب مه کوه او هېڅکله له هغوى مخ وا نه ړوې، چې دا د الله سپارښتنې دي)).

٢_ له موروپلاره لاروي؛ خو داچې د شرعې پرخلاف حکم وکړي.

 امام صادق (رح) وايي: له مور و پلار سر نېکي فرض ده؛ خو که ګناه ته يې رابللئ؛ نو که مشرکان هم نه وي؛ نو لاروي ترې پکار نه ده؛ ځکه له مخلوقه لاروۍ ته د خالق معصيت په کار نه دى.

٣_ له موروپلاره عاقېدل:

عاق د مورو پلار کړول، له حکمه يې سرغړونه او پرې ظلم کول دي، چې کبيره ګناه ده. رسول الله مبارک اصحاب وپوښتل: درته ووايم، چې تر ټولوستره کبيره ګناه کومه ده ؟ځواب ورکړ شو: هو! رسول الله مبارک وويل: ((له الله سره شرک کول، له والدينو عاقېدل، تور تړل او د دروغو او باطل شهادت ورکول)).

 سبحان څښتن وايي: فلا تقل لهما اف؛ یعنې مور و پلار ته دې د اوف هومره هم مه وايه. امام صادق (رح) ددې آيت په هکله وايي: که الله ته تر اوفه هم بل څه پرېوتي ول؛ نو له هغې به يې د مور وپلار په هکله منع کړې وه. مور و پلار ته کاږه او غوسه کتل هم ګناه ده او د امام صادق (رح) وينا ده، چې که چا خپل مور و پلار له ځانه خپه کړل؛ نو عاق دى

٤_ موروپلار ته کنځل:

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  وايي: د الله لعنت دې پر هغه وي، چې مور و پلار ته کنځلې کوي.

 امام موسى بن جعفر وايي: يو سړي د الله رسول وپوښت: پر اولاد د مور و پلار حق څه دى ؟ پاک نبي وويل: ((پلار ته په نوم غږ و نه کړي، مخکې ترې نشي، په مخ کې ورته کېنني او داسې کوم کار و نه کړي، چې څوک يې مور و پلار ته کنځلې وکړي.))

٥_ د مور و پلار بې اجازې مسافرت او ان کله هم جهاد ته نه تلل: دلته د مور و پلار اجازه هله شرط ده، چې مسافرت پر اولاد فرض نه وي او همداسې دى جهاد؛ یعنې هغه مهال د مور و پلار اجازه په کار ده، چې د معصوم امام يا يې پر حقه ځايناستي له پلوه حکم نه وي او د حج په څېر سفر او هغه جهاد د تګ لپاره د مور و پلار اجازه په کار نه ده، چې معصوم امام يې حکم کړى وي.

٦_د مور و پلار بې اجازې ژمنه، نذر، قسم، مستحبي روژه او په جمعه لمونځ کول نه دي په کار، ان که څوک د مستحبي لمونځ په حال کې وي او که مور و پلار پرې غږ وکړي؛ نو ورته پکار دي، چې ژر تر ژره لمونځ پاى ته ورسوي او مور و پلار ته ځواب ورکړي.

٧_ مور و پلار، چې زاړه شي؛ نو د اولاد دنده لاپسې نوره هم درنېږي.

 الله وايي: ((وَقَضَى‏ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اياهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلَا تَقُل لَهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً[367]= او پالونكي دې پرېكړه كړې، چې بې له هغه بل مه نمانځئ، له (خپل) مور و پلار سره احسان وكړئ، كه له تا سره له هغو يويا دواړه زړښت ته ورسي نو ته ان ” اوف “(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه”) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او سنجول شوي) خبرې ورته وكړه

((وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً[368]= اوله لورنې پرې د خپلې تواضع (او نرمې غاړې) وزرونه راښكته كړه، ووايه: ((پالونكيه! پر دوى رحم وكړه لكه څنګه چې دوى زه په ماشومتوب كې روزلى وم. [369]))

رسول الله مبارک يوه ورځ په يوه ډله کې وويل: ((مخ دې پر خاورو شي (او دا خبره يې درې ځل وکړه) وپوښتل شو: د چا ؟ و يې ويل: له چا سره، چې زاړه مور و پلار وي؛ خو جنت ته ولاړ نشي؛ یعنې خدمت يې و نه کړي؛ ځکه په خدمت کې يې جنت دى، په تره بيا، چې زاړه شي.

٨_ د اړتيا پرمهال پر اولاد د مور و پلار نفقه فرض ده.

 که له مور و پلار سره څه نه وي؛ نو پر اولاد شرعاً فرض دي، چې خپل مور و پلار ته يې د شان له مخې نفقه، کور، کالى او ډوډۍ چمتو کړي، که څه مور و پلار يې مشرک او نامسلمان وي.

يو چا د الله رسول وپوښت: د مور و پلار حق څه دى ؟

پاک نبي: ((مور وپلار دې دوزخ او جنت دى))؛ یعنې اوس خوښه ستا چې جنت غواړې که دوزخ.

امام صادق (رح) وپوښتل شو: هغه څوک دي، چې موږ ملزم يو لګښت يې ورکړو؟ امام ورته وويل: موروپلار، اولاد او مېرمن.

٩_ له مور سره ډېره مينه.

((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَاناً حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهاً وَوَضَعَتْهُ كُرْهاً وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاَثُونَ شَهْراً ان‏ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى‏ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحاً تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ[370]= او انسان ته مو سپارښتنه كړې، چې له خپل مور وپلار سره نېكي وكړئ مور يې هغه په ستونزو په نس كې ساتلى او په سختۍ يې زيږولى دى او د پرنس كېدو او تي وركولو ټوله موده يې دېرش مياشتې ده، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايې: ((پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې زه ستا د هغو پېرزوينو شكر پرځاى کړم، چې پر ما او زما پرمور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې وكړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په واقع كې توبه مې درته كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو ځنې يم.))

په دې هکله امام صادق (رح) وايي: يو سړي الله استازى وپوښت: له چا سره نېکي وکړو؟ پاک نبي ورته وويل: له مور سره. سړي بيا وپوښتل: تر مور روسته له چا سره ؟ رسول الله (ص): له مور سره. سړي بيا هماغه پوښتنه وکړه او له رسول الله (ص) يې بيا هم هماغه ځواب واورېد، چې په څلورم ځل، يې وپوښتل؛ نو د الله استازي ورته وويل: له پلار سره.

١٠_ مور ته دعا او ورسره نېکي کول.

 سبحان څښتن وايي: ((وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً[371] = اوله لورنې پرې د خپلې تواضع (او نرمې غاړې) وزرونه راښكته كړه او ووايه: ((پالونكيه! پر دوى رحم وكړه لكه څنګه چې يې په ماشومتوب كې روزلى وم.))

محمد بن مروان وايي: امام صادق (رح) راته وويل: ((څه له له مور و پلار سره د احسان مخه نیسي که ژوندي وي که مړه، د هغوى له اړخه لمونځ وکړي، صدقه ورکړي، روژه ونيسي، حج وکړي، چې ددې کړنو ثواب يې مور و پلار ته وي او هغه ته هم (د مور و پلار د ثواب هومره) ورکړل شي؛ بلکې الله به يې ثواب د نېکۍ او زره سوي په پار ډېر کړي.))

١١_د مور و پلار دعا وغواړئ او له ښېرو يې ځان وساتئ.

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  وويل: اولاد ته د پلار دعا، امت ته د پېغمبر د دعا په څېر ده.

 بيا پاک نبي وايي: د مور و پلار له ښېرو ووېرېږئ، چې تر تورې ډېره تېزه ده.

 په بل ځاى کې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: د مور دعا ژر قبلېږي. وپوښتل شو: ولې ؟ و يې ويل: ؛ ځکه مور تر پلاره ډېره لورانده ده.

 

له خلکو سره ملګرتوب او ګوزاره

رسول الله(ص) له خلکو سره ګوزاره کوله، ويل يې؛ لکه څنګه چې موږ انبياء علیه السلام دنده لرو، چې فرض پرځاى کړو؛ نو هماغسې دنده لرو، چې له خلکو سره ګوزاره او سازش وکړو.

نبوي حديث دى: زه له خلکو سره ګوزارې ته مبعوث شوى يم او له خلکو سره د ګوزارې حکم راکړ شوى؛ لکه څنګه چې حکم راکړ شوى، چې رسالت مې تبليغ کړم.

 څو يهودو دسیسه جوړه کړې وه، چې لږ ترلږه پر ژبه د الله استازي وزوروي، چې ټول په يو بل پسې مجلس ته راننووتل او د سلام عليکم پرځاى يې وويل: السام عليکم؛ یعنې مرګ دې پر تا وي. حضرت عایشه بي بي، چې هلته وه، سخته غوسه شوه او چغه يې کړه: مرګ دې پر تاسې وي او….))

رسول الله (ص) وويل: عايشې! ولې غوسه شوې ؟ کنځلې مه کوه. کنځلې که انځور شي؛ نو تر ټولو بده او رټلې څېره لري او نرمي، ملايمت او ښېګڼه که پر هر څه ورپورې شي؛ نو ښکلا ورکوي او له هر څه، چې لرې شي؛ نو ښکلا يې له منځه ځي.))

بي بي ورته وويل: د الله استازيه! نه وينئ، څومره پر بې شرمۍ وايي، چې مرګ دې پر تاسې وي ؟

رسول الله: ما يې هم په ځواب کې وويل: ((عليکم)) پر تاسې دې وي _ نو همدومره يې بس دى.

د الله استازي د خلکو ترخې او بې ادبه خبرې زغملې. يوه ورځ يو بېدياني عرب مدينې ته راغى او نېغ جومات ته ددې لپاره ولاړ، چې له رسول الله (ص) سره زر واخلي نو چې راننووت، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم يې په خپلو يارانو کې وموند. دې سړي خپله اړتيا وغوښته. د الله استازي يو څه ورکړل؛ خو هغه پرې قانع نه شو، رسول الله ته يې سپکې سپورې وکړې. د رسول الله مبارک اصحاب ددې سړي له دې کاره خورا خپه او غوسه شوي وو او نږدې ول، چې هملته يې وړه سابه کړي؛ خو د الله استازي اصحابو ته ددې کار اجازه ورنه کړه او تردې روسته رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم هغه عربي له ځان سره کور ته يووړ او هلته يې ورسره نوره نقدي مرسته هم وکړه، چې د رسول الله (ص) په کور کې عربي هم وکتل، چې د الله د استازي کور د نورو واکمنانو په څېر نه دى او د سيکو او زرو درک پکې نشته، چې د تګ پرمهال عربي خوشحاله د الله د رسول له کوره ووت، چې په دې وخت کې د الله استازي ورته وويل: ته نن له ما مننه کوې او پرون دې راته ډېرې سپکې سپورې وکړې، چې زما اصحاب دې غوسه کړل او وېرېږم، چې چېرې دې د هغه رټلي کار له لامله خراب نه کړي؛ نو ايا کېداى شي همدا خبره يې په ډله کې وکړې، چې د تا لپاره يې په زړه کې غوسه له منځه ولاړه شي. عربي هم دې کار ته غاړه کېښوده. بله ورځ عربي جومات راغى، چې اصحاب له رسول الله (ص) داسې را تاو وو؛ لکه پتنګان له ګله نو دا مهال د الله استازي خپلو يارانو ته وويل: دې سړي ماته وېلي، چې له موږ څخه راضي شوى دى. په دې وخت کې يې عربي ته مخ کړ او ورته يې وويل: ايا همداسې ده ؟ عربي وويل: هو همداسې ده! او هماغه مننه يې په ډله کې هم وکړه، چې له رسول الله (ص) يې کړې وه، د الله استازي اويارانو يې وخندل او په دې وخت کې د الله استازي وويل: زما او ددې سړي مثال د هغه سړي دى، چې اوښه يې ترې اوټاو شوې وه او مڼدې يې ترې وهلې او خلکو هم د اوښ له خاوند سره د مرستې په موخه په اوښ پسې منډلې وهلې، چې هغه اوښ د خلکو له وېرې لاپسې نور هم توري شو، چې په دې وخت کې د اوښ خاوند چغې کړې: خلکو! هيله کوم، له اوښ سره مې کار مه لرئ؛ ځکه په خپله ښه پوهېږم، چې څنګه مې اوښ رام کړم او را ويې نيسم او همداچې خلک يې په اوښ پسې له منډو وژغورل؛ نو ولاړ او واښه يې راواخستل، په کلار کلار اوښ ته ورمخکې شو، بې له دې چې چغې او يا منډې ووهي او همداسې رامخکى شو، راغى او خپل اوښ يې له پړي راونيو او روان شو او که تاسې هم ما پرون پرېښي وئ؛ نو هغه عربي به مو ډېر پر بد حال وژلى و خو ما تاسې دې کار ته پرېنښووئ او په خپله مې په نرمه رام اولارې ته راوست)).

رسول الله(ص) وويل: ايا له هغه مو خبر کړم، چې دوزخ پرې حرام دى ؟ دوزخ پر هر ګوزاره کوونکي او د نرمو اخلاقو پر خاوند حرام دى.

 د الله استازى (ص) جومات ته روان و، چې په لار کې يو سړى ورمخې ته شو، و يې ويل: تاسې زما پوروړي ياست او همدا اوس بايد زما پور راکړئ. رسول الله(ص) ورته وويل: ړومبى داچې زه دې پوروړى نه يم او بل داچې اوس په جېب کې څه نه لرم؛ نو اجازه راکړه، چې له کوره درته پېسې راوړم. هغه سړي ورته وويل: يو ګام هم له دې ځايه نشئ اخستئ. رسول الله، چې هر څومره ورسره له سړې سينې کار اخسته؛ نو هغه سړي به دوه زوره کول، تردې، چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  څادر يې د هغه مبارک په ورمېږ کې واچوه او راکش يې کړ، چې تغمه يې په ورمېږ کې پاتې شوه. مسلمانان په جومات کې رسول الله (ص) ته په تمه وو او همداچې ويې ليدل، چې هغه مبارک ناوخته کړ؛ نو له جوماته راووتل او ويې ليدل، چې يو يهودي د رسول الله(ص) مخه نيولې ده. اصحابو غوښتل هغه يهودي کونج ته کړي هملته ترې د بوسو خوسې جوړ کړي؛ خو رسول الله وويل: تاسې ورسره کار مه لرئ! زه پخپله پوهېږم، چې له دې ملګري سره څنګه چلن وکړم او دومره نرمي يې وښووله، چې يهودي ځاى پرځاى وويل: ((اشهد ان لا اله الله و اشهدانک رسول الله)) او زياته يې کړه: يو عادي انسان دومره زغم او پراخه سينه نشي درلوداى او څرګنده ده، چې تاسې د څښتن استازى ياست.

 

له پوروړي سره ګوزاره

پاک نبي (ص) وايي: ((چاچې په تنګسه کې له چا سره ګوزاره وکړه؛ نو الله به ورسره په دنيا او اخرت کې ګوزاره وکړي. تر هغه چې بنده له خپل مسلمان رور سره مرسته کوي؛ نو الله هم ورسره مرسته کوي او چاچې په تنګسه کې له چا سره ګوزاره وکړه او د هغه د پور يوه برخه وروبښي نو الله به يې د قيامت پر ورځ د خپل عرش تر سيوري لاندې کړي پر هغه ورځ چې بې د هغه له سيوري بل سيورى نشته.

پاک نبي (ص) خپلو يارانو ته وويل: په تاسې کې به کوم يو خوشحاله شي، چې پوه شي الله يې د دوزخ له عذابه ژغوري ؟ ټولو ورته وويل: موږ ټول به خوشحاله شو، چې داسې ښه خبر واورو. پاک نبي ورته وويل: هغه چې خپل په تنګسه کې پوروړي ته وخت ورکړي.

د پور غوښتو او داچې له چا وغوښتل شي، اصل دادى، چې د انسان چې څومره له لاسه کېږي، خپلې غوښتنې او اړتياوې پخپله لاس ته راوړي او که کله هم کار تردې راورسېد، چې له چا پور وغواړي نو په داسې طريقه دې نه غواړي، چې پکې خواري او ذلت وي.

نبوي حديث دى: ((که له چا څه غواړئ؛ نو له عزت نفس سره يې وغواړئ او د پور په پار ځان مه خواروئ.))

روايت دى: يو سړى امام صادق (رح) ته راغى او له روزګاره يې ورته ګيله وکړه او و يې ويل: په پورونو کې ډوب يم. امام ورته يو څه نقدې ورکړې. هغه سړي ورته وويل: مطلب مې دا نه و، چې نقدې راکړئ؛ بلکې له دې لپاره مې درته د زړه حال بيان کړ، چې دعا راته وکړئ. امام ورته وويل: ما خو نه دي ويلي، چې ستا مطلب دا و، اوس دا نقدې واخله او سپارښتنه درته کوم: هره ستونزه، چې لرئ؛ نو د خلکو په مخ کې يې مه وايه، چې خوار نشئ.

بښنه

پاک نبي به هغوى بښل، چې ظلم يې پرې کړى او د نورو تېروتنې يې بښلې. چې رسول الله مبارک مکه سوبه کړه هغه ښار چې پکې هغه او ياران يې ١٣ کاله کړېدلي ول او تردې چې نږدې وو، ويې وژني نو ټولو دا تمه درلوده، چې اوس خو به د هغو ١٣ کالو عچ اخلي خو د الله استازي خلک وپوښتل: زه به اوس درسره څه کوم او څه تمه لرئ ؟ خلکو ورته وويل: موږ له تا یوازې د خیر تمه لرو، ته مو ستر رور او د ستر رور زوى يې. پېغمبراکرم ددې خبرو تر اغېز لاندې راغى، اوښکې يې راغلې او و يې ويل: زه به درته هماغه ووايم، چې رور مې يوسف علیه السلام خپلو ورونو ته وويل:

((قَالَ لاَ تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ[372]= وويل: ((نن پر تاسې پړه نشته، الله دې تاسې وبښي او هغه د لورنو ډېر لورين دى))

او همدا وو چې لوراند او رحمت للعالمين محمد (ص) هغه ټول وبښل، چې ١٣ کاله يې سور اور ته نيولى و او ټولو ته يې وويل: ولاړ شئ! ټول ازاد ياست!

او قرآن پاک رښتيا ويلي وو: و ما ارسلناک الا رحمة للعالمين.

ډېرو له رسول الله (ص) سره بد وکړل؛ خو هغه مبارک وبښل او هېڅکله يې په زړه کې د چا کينه ونه ساتله او له هېڅ چا يې غچ وانه خست؛ بلکې بښنه يې د غچ په پرتله وړ ګڼله.

سره له دې چې د “احد” په غزا کې په رسول الله مبارک هومره تېري وشول او د هغه د زمري په څېر تره حضرت حمزه د “معاوبه بن ابوسفيان” مور “هندې” په ډېر غېر انساني توګه شهيد او د هغه ځيګر يې له بدنه راوايست او هغه يې وخوړه خو بيا هم دا رحمت للعالمين و، چې د يوې کنځلې هومره يې دې کينه کښـې ښځې ته و نه کړه.

د “تبوک” له جګړې، چې راستنېده؛ نو ځينو هوډ کړى و، چې رسول الله ترور کړي او هغه داسې، چې په يو کنډو کې ورته تربوزک وهلي پټ وو، چې د پېغمبر(ص) اوښ توري کړي او له دې لارې هغه مبارک درې ته لاندې ګوزار کړي او سره له دې چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم هغوى ټول وپېژندل؛ نو چې يارانو يې غوښتل، د هغو کسانو نوم ورته واخلي خو رسول الله مبارک يې نوم خپلو يارانو ته ونه ښود او ورته له سزا ورکولو يې سترګې پټې کړې.

سره له دې چې د “عبدالله بن ابى” (د مدينې د منافقانو مشر)، چې څومره له لاسه کېدل، چې له شا پر پېغمبر ګوزار وکړي او څومره خڼدونه يې ورته په لار کې کېښوول؛ خو دا رحمت للعالمين و، چې ورسره بد چلن و نه کړ.

خو له ياده مو و نه وځي، چې دې ټولو شخصي اړخ درلود، که چا به يې سپکاوى؛ نو غبرګون يې موسکا او بښل وو خو که چا به د اسلام له چوکاټه پښه وايسته او يا داچې د اسلام قانون ولتاړي نو بيا هماغه موسکى او بښـونکى پېغمبر و، چې پرېکنده يې د حق د پلي کولو لپاره ګام پورته کاوه.

 

د عدالت په پلي کولو کې یې ګوزاره نه کوله

که چا به د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  سپکاوى؛ نو هغه يې بښه؛ خو که په کوم ځاى کې، چې به چا حق، الهي حکم او يا شرع لتاړله نو رسول الله داسې غوسه کېده، چې چا يې د الهي غوسې مخه نيواى نه شوه او تر هغه نه کلارېده، چې حق يې حقوال ته ورکړى نه و. پر چا يې چرت خراب نه و او هر چاچې له الهي چوکاټه پښه بهر کړه؛ نو پر هر مقام چې و نو پېغمبراکرم يې د سزا حکم ورکاوه او يا داچې په خپله يې ګناه کار ته سزا ورکوله.

 په حقوقو کې ورته ټول يو شان او مساوي وو، حق يې پلي کاوه، که څه په خپله او يا د يارانو په تاوان يې هم و او د چارو د سمبالولو بنسټ يې حق و.

يوه ورځ د يو انصاري مسلمان له کوره غلا وشوه، چې يو يهودي او يو مسلمان پکې تورن وو، چې په دې وخت کې يوه ډله انصار پاک نبي ته واسطه شول، چې د يهودو د دښمنۍ او د مسلمانانو د پت د ساتلو لپاره دې یوازې يهودي ته سزا ورکړه شي او مسلمان ته نه خو تر څېړنو روسته رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ته جوته شوه، چې يهودي بې ګناه دى؛ نو په بشپړ پرېکندتوب يې يهودى پرېښود او مسلمان ته يې سزا ورکړه.

د پاک نبي دې چار هم د نورو کړنو په څېر يې قرآني بڼه درلوده:

((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى‏ أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى‏ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ[373]= مؤمنانو! تل د الله (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت و نه کړئ عدالت وكړئ، چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.))

 سره له دې چې رسول الله د مکې د سوبې پرمهال ټول بښلي وو خو له يوې ښځې سره چې د يوې سترې کورنۍ هم وه، پر عدالت چلن وکړ. کيسه داسې وه:

 د “فاطمې” په نامه يوې ښځې، چې د “بني مخزوم” د ټبر وه، غلا وکړه او هغه يې رسول الله(ص) ته راوړه، چې تر څېړنو روسته پرې غلا جوته شوه. قريشو ګومان کاوه، موږ چې هومره پېغمبر کړولى او زورلى و نو موږ يې چې وبښلو نو د هغې ښځې غلا خو به هرومرو بښي خو ټول حيران شول، چې رسول الله مبارک پر هغه ښځې د الهي حکم د جاري کولو په تکل کې دى؛ نو قريشو هڅې پيل کړې، چې له دې کاره مخنيوى وکړي؛ ځکه هغوى ته سخته او د شرم خبره وه، چې د هغوى د ټبر يوه ښځه د غلا په تور سزا وويني نو ړومبى يې ګومان وکړ، چې د تاوان او نقدو په ورکولو له دې کاره مخنيوى وکړي؛ خو د الله استازي ورسره ونه منله. غلې، چې حالات وليدل؛ نو د ځان د خلاصون لپاره يې د رسول الله(ص) يوې مېرمنې ته پناه يووړه او رسول الله ته يې واسطه کړه خو واسطې هم ګټه نه درلوده او روستی ځل يې حضرت “اسامه بن زيد” واسطه کړ، چې د خپل پلار په څېر پر رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  خورا ګران و خو همداچې “اسامه” پر خبرو شو؛ نو د اسلام د ستر مشرتابه څېره له غوسې سره شوه او و يې ويل: د الهي حد د نه جاري کېدو لپاره واسطه شوى يې؟ او ځاى پرځاى يې د غلې د سزا حکم يې ورکړ. اسامه پر خپله تېروتنه پوه شو، بښنه يې وغوښته او ولاړ.

پر هغه ورځ پاک نبي (ص) خلک جومات ته راوغوښتل او ورته يې داسې وينا وکړه: ((پخواني قومونه؛ ځکه ورک شول او له منځه ولاړل، چې د عدالت په پلي کولو کې يې تبعيض روا ګاڼه او چې کله به د کوم منصب خاوند يا شتمن ګناه وکړه؛ نو له سزا معاف و خو که کوم بېوزله او تر لاس لاندې به خطا وکړه؛ نو تر ټولو سخته سزا ورکول کېده. قسم پر هغه الله چې زه يې درته پېغمبر رالېږلى يم، د عدالت په پلي کولو کې به د چار مخ خاطر و نه کړم او د محمد لور فاطمې هم که داسې رټلى کار کړى و نو بې ځنډه به مې ترې لاس غوڅ کړى و.))

او په خپل چلن يې وښوول، چې د الهي عدل د قانون پر وړاندې ټول يو شان او مساوي دي.

بله داچې: “سمرة بن جندب” په داسې ځاى کې د کجورې و نه درلوده، چې لار يې د يو انصاري له کوره تېرېده او “سمرة” به هم، چې خپلې ونې ته تله؛ نو بې اجازې د انصاري کور ته ورننووته او ځان يې ونې ته رساوه. انصاري د “سمرة” په دې کار خپه شو او ورته يې وويل: چې خپلې ونې ته ورځې نو کور ته تر ننووتو مخکې اجازه غواړه خو “سمرة” د انصاري پر خبره غوږ و نه ګرواه او هماغسې بې اجازې د انصاري کور ته ورننووته. انصاري هم د الله استازي ته ګيله وکړه. د الله استازي هم “سمرة” را وغوښت او ورته يې وويل: پلاني در څخه ګيله کړې او نېغه په نېغه يې ورته وويل: تردې روسته، چې يې کور ته ننوځې نو اجازه به ترې غواړى. “سمرة” د رسول الله (ص) خبرې ته هم غوږ و نه نيوه؛ نو چې د الله استازي يې کار وليد؛ نو وړانديز يې ورکړ، چې ونه دې وپلوره او داچې “سمرة” دې کار وهڅوي؛ نو د جيګې بيې وړانديز يې هم ورکړ او ورته يې وويل: پر کومه بيه، چې دې خوښه وي، دا ونه وپلوره خو “سمرة” د ونې پلورلو ته هم غاړه کېنښووه. پاک نبي ورته د معنوياتو او اخرت په هکله خبرې وکړې، چې که د انصاري کور ته د ننووتو پرمهال اجازه وغواړې او يا داچې که ونه وپلورې نو الله به خورا ثواب درکړي؛ خو “سمرة” بيا هم ورسر ونه منله خو چې خبره له نرمۍ او ګوزارې تېره شوه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ورته غوڅ وويل: مضر انسان يې او د اسلام په دين کې ضرر ليدل او ضرر رسول نشته او بيا يې انصاري ته وويل: ((ولاړ شه او د کجورې ونه يې له بېخه را ونړوه!)) او بيا يې “سمرة” ته وويل: ((ځه اوس ولاړ شه او په کوم ځاى کې، چې دې زړه وي؛ نو هملته دې ونه وکره.))

که منافقانو به د الله د استازي سپکاوى؛ نو د آنحضرت (ص) غبرګون بښنه او ګوزاره وه او ان د هغوى نامې يې هم نه بربنډولې خو چې منافقانو غوښتل، د اسلام پرخلاف دسيسه جوړه کړي، که څه د جومات جوړولو په بڼه (د ضرار د جومات کيسه) نو جومات يې له خاورو سره خاورې کاوه او له هغه ځایه يې ډېران جوړاوه.

 پاک نبي د الهي احکامو او عدالت د پلي کول راز په لاندې وينا کې څرګند کړى دى: ((يو ټبر په بېړۍ کې د سورېدو لپاره پچه واچوله، چې ځينې په پاسني او ځينې په لاندني پوړ کې ځاى پرځاى شول، چې د لاندې پوړ خلکو اوبو ته د رسېدو لپاره د پاسني پوړ له خلکو تېرېدل؛ نو دوى له ځان سره وويل: څه به وشي، چې موږ هم اوبو ته د لاس رسي لپاره په لاندې پوړ کې سورى وکړو؛ نو په دې بڼه که د کشتۍ خاوند هر څوک د خپلو غوښتنو د لاس ته راوړو لپاره ازاد پرېږدي؛ نو ټول به هلاک شي او که مخه يې ونيول شي؛ نو ټول به نېکمرغه شي او خلاصون به ومومي.))

 

د رسول الله تواضع

څښتن تعالى د خپل استازي په هکله وايي: ((وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ[374]= او له مؤمنانو، چې څوک ستا لاروي کوي، ورته خپل وزر ټيټ كړه (او په نرمۍ ورسره چلن كوه).

پاک نبي وايي: ((الله راته وحې کړې، چې دراعلان کړم، چې تواضع مو جامه کړئ.))

 په رښتيا هغه ددې ډول تواضع په سترګو ليدل شوې بېلګه وه او بې له دې چې له ځانه کومه خواري او ذلت وښيي، متواضع و او د تواضع تر څنګ يې بشپړ هېبت او دبدبه هم درلوده، چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  دا کار د ځینو صوفيانو د اخلاقو پرخلاف و، چې د نفس د رامولو په پار، عزت نفس لتاړي.

(د بېلګې په توګه “ابراهيم ادهم” د تصوف يو ليکوال وايي، چې ما په څو ځايونو کې خپل نفس پر خپل مراد وموند يو ځل هغه چې يوه ورځ په بېړۍ کې ناست وم او په بېړۍ کې ناستو راپورې خندل او یو ملنډې وهونکى هم و، چې هره شېبه راتله او زما وېښتان يې راکښودل او پر سټ به يې وهلم او زه هم د خپل نفس له دې خوارۍ ډېر خوشحاله وم! بل ځل هغه مهال وو، چې ما د “دجلې” د سيند پر غاړه اودس کاوه او يو سړي پر ما توکاڼې را تو کړې، چې د هغه له دې کاره خوار خوشحاله شوم!)

په وسايل کتاب کې د ظلم د کراهت تر عنوان لاندې راغلي، چې انسان د خپل مال، دندې او… واک لري؛ خو د خپل پت واک نه لري، چې ولتاړل شي.

په دې هکله په تحف العقول کې له امام صادق (رح) نه روايت دى: ((مه دومره تريخېږه، چې خلک درځنې وتښتي او مه دومر نرمېږه، چې درباندې سپاره شي او سپکاوى دې وکړي.))

امام حسين علیه السلام وايي: ((تر ذلیل ژونده عزتمنه مړينه غوره ده.))

 د الله استازي د ځان اونورو ترمنځ پر امتياز نه قايلېده. حضرت ابوذر غفاري(رض) وايي: چې کوم ناپېژندګلو به مو ډلې ته راغى؛ نو پېغمبراکرم (ص) يې نه پېژانده، پوښتل يې: په تاسې کې محمد (ص) څوک دى ؟ رسول الله(ص) خلک له دې ژغورل، چې څوک ورته په غونډه کې له ځايه پاڅي او له دې کاره په کلکه کرکجن و او داچې خلک هم پوه وو، چې رسول الله (ص) پردې کار خپه کېږي؛ نو چې هغه مبارک به راتله؛ نو څوک ورته له ځايه نه پاڅېده.

 يوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  يو يار غوښتل، پېغمبر ته په پښو کې پرېوځي؛ یعنې سجده ورته وکړي، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ورته وويل: دا څه وايې ؟! دا کارونه د “قيصر” او “کسرى” دي او دا کارونه زما د پېغمبرۍ او بندګۍ له شان سره سمون نه خوري.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم چې به روان و نو چاته اجازه يې نه ورکوله، چې ورپسې شي او که سپور و او څوک به ورسره روان و نو ورته يې د دريو کارونو واک ورکاوه: يا داچې ترې مخکې شي او د پېغمبر شاته روان نشي يا داچې صبر وکړي، چې رسول الله ولاړ شي او بيا هغه راشي او يا داچې که کېداى شول دواړه يو ځاى پر سپرلۍ سپاره شي او ويل يې: سمه نه ده، چې زه سپور او تاسې پر خپلو پښو ياست.

 چا ترې ونه ليدل، چې په خپله سپور وي او څوک ورسره روان وي او که داسې نه کېدل؛ نو په خپله هم له سپرلۍ کوزېده او په ټوليزه توګه له ظاهري دبدبې کرکجن و او په مسلمانانو کې يې له کبر، ځانمنۍ او غرور سره مبارزه کوله.

حضرت علي (ک) وايي: ((زه او رسول الله (ص) پر لار روان وو؛ نو په لار کې مې يوه ډله وليده، چې له يو سړي راتاوه ده. پېغمبراکرم (ص) وپوښتل: دا خلک د څه لپاره راټول شوي دي ؟ ورته يې وويل: يو خطرناک لېونى دى، چې خلک ترې راتاو شوي دي. د الله استازي وويل: دا سړى خو رنځور دى؛ خوحقيقي لېونى هغه دى، چې د تکبر او غرور له لامله د تګ پرمهال لاسونه مخکې او شاته کوي، ولي پورته او سينه يې راايستې وي او له خدايه جنت غواړي، حال دا وجود يې له ګناه ډک دى، چې دا د کبر او ځان منۍ نښه ده [375].

يوه ورځ رسول الله (ص) او ياران يې په يوه غونډه کې ناست وو. يو بېوزله مسلمان، چې جامې يې هم شلېدلې وې، مجلس ته راننووت او د ناستې د ځاى په لټه کې شو، چې د يو شتمن سړي تر څنګ يې د ناستې لپاره ځاى وموند. شتمن له دې خپه او کرکجن شو، چې بېوزله يې تر څنګه ناست دى؛ نو ځان يې راټول کړ او بېوزله يې له ځانه لرې کړ؛ نو د پېغمبراکرم (ص) هم، چې دې خبرې ته پام و، و يې ويل: ووېرېدې، چې بېوزلي يې تاته هم در شي ؟

_ نه! د الله رسوله!

_ ووېرېدې جامې به دې ککړې شي ؟

_ نه! رسول الله (ص)!

_ نو ولې دې ځان راونغاړه او ترې لرې شوې ؟

_ د الله استازيه! منم چې تېروتى يم او ددې ګناه د کفارې د ادا کولو لپاره چمتو يم، چې خپله نيمه شتمني دې مسلمان رور ته ورکړم.

بېوزله سړي چې دا خبره واورېده؛ نو و يې ويل: زه يې نه منم.

په ډله کې ناست حيران شول، ويې پوښتل: ولې ؟

و يې ويل: وېرېږم ددې شتمنۍ له لامله زه هم مغرور او همداسې چلن؛ لکه له ما سره چې وشو، له خپل مسلمان رور سره وکړم.

رسول الله (ص) به تل خپل ياران له ځانمنۍ ژغورل او ورته يې ويل: ((ان په زړه کې مو هم د ځان منۍ خبره رانشي.))

 د الله استازي ته د يو سړي خورا ستاېنه وشوه، چې يوه ورځ هغه سړى د رسول الله (ص) غونډې ته راغى؛ نو اصحابو وويل: رسول الله (ص)! دا هماغه سړى دى، چې ستاېنه يې درته شوې وه. د الله استازي، چې وليد؛ نو و يې وويل: ((په تندي کې يې د شېطان نښـې وينم)) چې سړى رانږدې شو؛ نو د الله استازي ورته وويل: ((پر الله مو قسم دې غونډې ته چې راننووتې نو په زړه کې دې را نه غلل، چې په دې غونډه کې تر ټولو غوره يې))؟ و يې ويل: هو!

امام صادق (رح) وايي: ((يو سړي پر غرور د الله استازي ته وويل: رسول الله (ص)! زه پلانى د پلاني زوى يم او د خپلو نهو نيکونو نومونه يې واخستل. د الله استازي ورته وويل: ته ورپسې لسم په دوزخ کې يې [376].

“احمد بن محمد بن ابي نصر بزنطي” د امام رضا (رح) يار و، چې وايي: موږ له څو کسانو سره امام ته ورغلو او څو شېبې ورسره کېناستو نو د راستنېدو پرمهال يې راته وويل: احمده! ته کېنه! راسره راغلي ولاړل او زه له امام سره پاتې شوم او له امام مې يو لړ پوښتنې درلودلې، چې د ټولو ځوابونه يې راکړل، چې د شپې يوه برخه تېره شوه؛ نو غوښتل مې ولاړ شم، راته و يې ويل: ځې که پاتېږې ؟ ورته مې وويل: څه چې تاسې وياست که وياست چې ولاړ شم نو ولاړ به شم که وياست، چې پاتې شئ؛ نو پاتې به شم راته يې وويل: پاتې شه او دا دې هم د خوب ځاى. بيا امام پاڅېد او خپلې کوټې ته ولاړ او ما هم له لېوالتيا سجده وکړه او و مې ويل: خدايه ستا شکر! د پېغمبرانو د علومو وارث او امام په دې ټولو کسانو کې له ما سره دومره مينه لري؛ نو په سجده وم، چې احساس مې کړل، چې امام راغى، پاڅېدم، امام زما لاس په خپلو مبارکو لاسونو کې ونيو او و يې ويل: احمده! اميرالمؤمنين علي د خپل يو يار “صعصعة بن صوحان” پوښتنې ته ولاړ او چې راستنېده؛ نو و يې ويل: صعصعة! داچې پوښتنې ته دې راغلى يم نو له ورونو دې ځان پورته ورنه ګڼې زما پوښتنه دې ددې لامل نشي، چې ته ترې ځان غوره وګڼې، له الله ووېرېږه، تقوا دې جامه کړه، متواضع وسه، چې الله دې لوړمقامى کړي.))

امام په دې خبره خبردارى ورکوي، چې هېڅ څه د انسان د ځان جوړونې، د نفس د روزنې او نېکچاريو ځاى نه نيسي او انسان ته په کار نه دي، چې پر امتيازاتو غره شي، ان امام ته نږدوالى او له اړخه يې ځانګړې مينه يې هم بايد د انسان د غرور او پر نورو د ځان د غوره ګڼلو لامل نشي.

 

ټوکې

د الله استازي سره له هومره دبدبې، شان او شوکت تل موسکى او تندى يې ورين و، چې وحې ورته راتله او يا داچې د روزنې په حال کې به و نو جدي به و ګنې نو په عادي ژوند کې يې له خپلو اصحابو سره ټوکې او ورسره يې خبرې او اترې کولې.

امام صادق (رح) وپوښتل شو: ايا رسول الله (ص) به ټوکې هم کولې ؟ و يې ويل: الله حضرت محمد پر ” ستر خلق” ستايلى و او الله چې څومره پېغمبران هم رالېږلي ول؛ نو په ټولو کې يو څه تريخوالى و خو د حضرت محمد (ص) تندى تل ورين و، تل به موسکى و او له خپلو اصحابو سره يې ټوکې کولې، چې د هغه مبارک هيبت پرې کېنني او و کړاى شي رسول الله (ص) ته وګوري او خپلې غوښتنې او پوښتنې له رسول الله (ص) وکړي او رسول الله، که کوم صحابي غمجن وليد؛ نو پر ټوکو يې خوشحالوه او ويل يې: هغه د الله دښمن دى، چې پر تريو تندي له خپلو مسلمانانو ورونو سره مخامخېږي[377].

امام صادق (رح) خپلو يارانو ته وايي: ولې يو له بل سره ټوکې نه کوئ ؟

 د ښو اخلاقو خاوندان ټوکې کوي، پر ټوکو کړاى شئ خپل مسلمان رور خوشحاله کړئ، د الله استازي له خپلو يارانو سره ټوکې کولې، له دې لارې يې خوشحالول او د حضرت محمد(ص) وينا ده: ((هغه مسلمان نه دى، چې ټوکې نه کوي.))

 له ياده دې ونه وځي: سره له دې چې د الله استازي ټوکې کولې خو په ټوکو کې يې هم بې له حقه څه نه ويل.

امام رضا (رح) وايي: يو عربي د الله د استازي کتو ته راغى او ورته يې ډالۍ ورکړه او هملته يې وويل: زما د ډالۍ پيسې راکړه. د الله استازي وخندل او چې غمجن به و نو ويل يې: څومره به ښه شي، چې اوس هغه پانډیڅي راشي.

د الله استازي سپکه ټوکه نه کوله او خپلو اصحابو ته يې هم ويل: ((سپکه ټوکه مه کوئ.)) هېڅکله يې اجازه نه ورکوله، چې پر حقايقو او جدي چارو ټوکې او ملنډې ووهل شي او په ټوکوکې يې سپکاوى وشي، چې دلته موږ د الله د استازي يو څو ټوکو ته اشاره کړې ده:

 ((يوه ورځ يې د زړو ښځو په ډله کې وويل: هېڅ بوډۍ به جنت ته لاړه نشي)) چې ټولې بوډۍ ګانې پردې خبره خپه شوې، چې رسول الله(ص) ورته وويل: ((هغه پردې مانا نه ده، چې تاسې څوک جنت ته نه پرېږدي؛ بلکې جنت تر ننووتو مخکې به بېرته ټولې ځوانانې شئ.))

يوه ورځ يې خپله ښۍ پښه رامخکې او ويې پوښتل: زما دا پښه څه ته ورته ده ؟ په دې وخت کې يو د خندا لپاره څو تشبيه ګانې وکړې؛ خو د الله د استازي يوه هم خوښه نه شوه؛ نو ورته وويل شول: د الله استازيه! اوس په خپله ووایئ، چې پښه مو څه ته ورته ده ؟ په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم موسکى شو، و يې ويل: ((دا پښه مې دې بلې پښې ته ورته ده.))

نبوي حديث دى: ((تفريح او سرګرمي وکړئ؛ ځکه خوښ نه يم، چې په دين کې مو تاوتريخوالى وليدل شي.))

پاموړ خبره خو داده، چې د الله د استازي ټوکې یوازې د يارانو د خندلو لپاره نه؛ بلکې له ټوکو يې د خپل يارانو د روزنې لپاره ګټه اخسته. يوه ورځ يې حضرت انس بن مالک (رض) ته “دوه غوږى” ووايه، چې هم يې ورسره ټوکه کړې وي او هم يې پوه کړى وي، چې خوله يوه خو غوږونه دوه دي او د انسان د حق اورېدل بايد د خبرو په پرتله ډېره وي. د الله د استازي دې خبرې ته خورا پام و، چې په ټوکه د دين او انسانانو سپکاوى ونشي. د رسول الله له ټوکو څرګندېږي، چې هغه ټوکې په اسلامي آدابو کې شاملې دي چې:

١_کنځلې او ناروا پکې نه وي.

٢_د نورو د سترګو د شلېدو لامل و نه ګرځي.

٣_کينه او دښمني جوړه نه کړي.

٤_ په ټوکه کې منځلاري او ډېره ټوکه هم د انسان دبدبه له منځه وړي.

٤_ په ټوکو روزي لاس ته نه راوړل.

 

مينه او درناوى

 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  خپلو اصحابو سره دومره مينه کوله، چې که کوم یو يې درې ورځې ونه کوت نو پوښتل يې، که پر سفر وتلى و نو دعا يې ورته کوله او که په کور کې و او خبر به شو، چې ناجوړه دى؛ نو کتنې او پوښتنې ته يې ورتله.

رسول الله له خلکو سره دومره مينه کوله، چې ټولو داسې ويل: ((دا زموږ لوراند پلار دى.)) او په ستونزو او سختيو کې يې پناه وروړه. د خلکو پام يې د هغوى تېروتنو ته کاوه او د هغوى پر دنننيو ټپونو يې د مينې ملهم ايښـوول؛ خو د چا نيمګړتيا يې نه بربنډوله او تل يې پر ورين تندي او د زړه له کومې په مينه له خلکو سره معاشرت کاوه او اصحابو ته يې ويل: ((یو د بل بدۍ راته مه وياست؛ ځکه غواړم بې له کينې او په پاک زړه درسره مخ شم.))

چې څوک به ورکره ورغلل؛ نو دروناوي ته يې ورلاندې خپل څادر هواروه او يا داچې پر خپل توشک يې کېناوه. هېڅکله يې پښې د اصحابو په مخ کې نه غځولې او چې مېلمانه به پاڅېدلي نه وو؛ نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  نه پاڅېده او چې له خلکو سره يو ځاى کېده؛ نو تر هغه چې کېدل، ورسره د مينې له لامله همغږى و؛ یعنې که د آخرت په هکله به خبره وه نو د الله استازي هم د آخرت په باب خبرې کولې او که د دنيا خبره به شوه؛ نو رسول الله (ص) هم د دنيا خبره کوله. کله به د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په مخ کې شعرونه ويل کېدل او یو د بل خبرې کېدې؛ خو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  بيا هم هغوى نه منع کول؛ خو داچې خبره به حرامې ته شوه.

د الله استازي (ص) به په معاشرت کې له ډېر احتياطه کار اخسته، چې د چا حق هم و نه لتاړل شي. په يوه جګړه کې پېغمبر(ص) پر لمانځه و، چې څو کسان په مخ کې يې تېر شول، د يوې شېبې لپاره تم شول او له اصحابو يې د الله د استازي پوښتنه وکړه او ورته يې دعا وکړه او بښنه يې وغوښته، چې د بيړې له لامله نشي کړاى رسول الله (ص) ته په تمه شي او خپل سلام يې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته ورسوه او ولاړل. تر لمانځه روسته رسول الله پر خپګان وويل: ډېره هېښنده ده! يوه ډله ستاسې مخې ته راځي او زما پوښتنه کوي او تاسې يې درناوي ته پا نه څېدئ او مېلمستيا مو ترې و نه کړه او بيا يې د “جعفر طيار” خبره را واچوله، چې څومره مېلمه پال و او د نورو درناوى يې کاوه.

 

نيوکې

سره له دې چې هغه مهال ټولو د الله د استازي پر عصمت او په ټولو چارو کې پر نه تېروتو بشبړ ايمان درلود او هېڅ چا د الله د استازي يو کار هم د نيوکې وړ نه ګاڼه خو په مشرۍ کې د رسول الله سيرت داسې و، چې په پراخه سينه او ورين تندي يې ټولو نيوکو ته غوږ نيوه او د هرې نيوکې په هکله يې شرح او معلومات ورکول.

رسول الله حضرت ابوذرغفاري (رض) ته وويل: ابوذره!ما ته نصيحت وکړه او ابوذر هم ورته د قرآن پاک شريف څو آيتونه وويل.

د “حنين” په جګړه کې يې د مصلحت له مخې د غنيمتونو يوه برخه نويو مسلمان شويو ته ځانګړې کړه، چې په دې وخت کې حضرت سعد بن عباده (رض)، انصارو او نورو مجاهدينو، چې له مخکښانو هم وو، نيوکه وکړه، چې ولې ورته زموږ په پرتله وړتيا ورکړ شوه؟ د الله استازي وويل: ټول نيوکه کوونکي دې په يو ځاى کې راټول شي او بيا يې په خوږه او غوسه ژبه ټول ددې کار پر علت پوه کړل، چې تر غونډې روسته، هېڅ چا نيوکه نه درلوده او ټول پښېمانه شوي او له رسول الله يې بښنه وغوښته.

نبوي حديث دى: ((چې کوم چارواکي د عدل د قانون پرخلاف کار وکړ؛ نو نيوکه پرې وکړئ.))

 يوه ورځ د الله استازي يو لښکر ته پوځي دنده ورکړه او له انصارو يې يو ورمشر کړ. په لار کې دا مشر د يوې خبرې له لامله غوسه شو او حکم يې وکړ، چې ډېر خس راټول کړئ او ستر اور بل کړئ؛ نو همداچې اور پر لمبو شو؛ نو و يې ويل: ايا رسول الله حکم نه و کړى، چې زما حکم به منئ؟ ټولو وويل: هو همداسې ده. و يې ويل: حکم کوم، چې په دې اور کې ځان وسوځوئ. چا يې خبره ونه منله. چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له دې خبرې خبر شو؛ نو و يې ويل: ((که د هغه له حکم مو لاروي کړې واى نو د تل لپاره به په اور کې وئ، لاروي هغه مهال په کار ده، چې چارواکى د قانون په چوکاټ کې حکم وکړي.))

په جګړو کې له سرتېرو سره يو ځاى و او په سرتېرو کې نه پېژندل کېده او سره له دې چې تر هجرت روسته دننني او بهرني دښمنانو هومره خڼدونه په مخ کې کېښوول؛ خو د اسلام معارف يې خلکو ته ورسول او د اسلام له دښمنانو سره يې اتیا جګړې وکړې؛ خو سره له دې ټولو جګړو او کړاوونو هېڅکله نهيلى او ناغېړى نه شو او نه پر شا ولاړ. پوټی يې هم د زړه لورنه کمه نه شوه. د عمر په پاى کې يې په مدينه کې يې هومره پراخه سينه او حوصله وه؛ لکه څومره يې، چې په مکه کې د رسالت په پيل کې درلوده. په مشرۍ کې يې چا د زور خبره نه شوه کړاى او ټول د قانون پر وړاندې يو شان او دنده يې درلوده، چې د قانون له مخې چلن وکړي.

 

ادمان/ ورزش

پېغمبراکرم (ص) فاطمې بي بي کره ولاړ او “حسن” او “حسين” ته يې وويل: ((يو له بل سره غېږ ونيسئ)) او دواړه يې دې کار ته هڅول[378].

پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د اسونو د منډې سیالي جوړه کړه، چې پيل او پاى يې جومات و او ړومبي، دويم او درېیم تن ته يې د کجورې ونه انعام ورکړه[379].

 بايد دې خبرې ته مو پام وي، چې رسول الله مبارک په دې سيالۍ کې درې آرونه پلي کړل، چې په ننيو کې ترې غفلت کېږي:

١_ د سيالۍ ډول: پاک نبي د اسونو سپرلي سیالي کړه، چې هم ورزش او هم هغه مهال په جګړه کې په کار راتلاى شول؛ خو ننني وارداتي ورزشونه که څه ساعت تېري او تفريح ده؛ خو هېڅکله د هېواد په راتلونکي او يا په دفاع کې ونډه نه لري.

٢_د سیالۍ پيل او پاى يې جومات کړ او کېداى شي پردې مانا وي، چې ټول حرکتونه بايد الهي اړخ ولري او پر هغه لوري وي.

٣_په ننيو سیاليو کې لګښتي او سينګاري توکي انعام ورکول کېږي؛ خو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د کجورې ونه (چې مېوه ورکوي) انعام وټاکله، چې درلودل يې د بزګرۍ لامل ګرځي او په غېر مستقيمه توګه خلک بزګرۍ ته هڅوي.

 

جګړه

مړانه، غښتلتيا او زړورتوب، چې پر الله د ايمان پايله وه، له وړوکټوبه د رسول الله(ص) په وينا او کړنو کې نغښتې وه.

پاک نبي درې کلن و، چې حليمې بي بي ته يې وويل: مور جانې! د ورځې مې ورونه چېرې ځي ؟ ورته و يې ويل: بېديا ته ګډې د څر لپاره وړي. پاک نبي هم وغوښتل، چې سبا ورسره ولاړ شي؛ نو چې سبا شو حليمې بي بي پاک ووينځه، وېښتان يې ورته غوړ او رانجه يې ورته په سترګو کړل او د ساتنې لپاره يې ورته يو يماني کاڼى په غاړه کې واچو. کوشني محمد (ص) هغه له غاړې راوايست او بي بي ته يې وويل: ((الله مې تل راسره او تر ټولو ستر او ښه ساتونکى مې دى.))

پينځلس کلن و، چې په “حرب” نومي جګړه کې يې ګډون وکړ، چې د “قريشو” او د “هوازن” د ټبرونو ترمنځ وه. تر رسالت روسته هم په جګړو کې تر ټولو مخکښ و، د جګړې جامې يې پرتن وې او تر ټولو به زړور و. په دې هکله حضرت علي (ک) وايي: چې په جګړه کې راباندې سخته شوه؛ نو رسول الله ته مو پناه وړه او هغه تل په ړومبۍ ليکه کې و او دښمن ته تر ټولو ورنږدې و او په بل ځاى کې وايي: د “بدر” په جګړه کې موږ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ته پناه يووړه، چې له ټولو دښمن ته ورنږدې و.

د “احد” په جګړه کې يې غاښ شهيد او ډول ډول بريدونه پرې وشول؛ خو د يوې شېبې لپاره يې هم له جګړې لاس وا نه خست او سره له دې چې ډېرو نږدې يارانو يې له جګړى پښې سپکې کړې وې خو رسول الله مبارک په مړانه وجنګېد او ټول يې پر شا وتمبول.

 

انساني آرونه

ان په جګړو کې يې هم د دښمنانو پر وړاندې انساني آرونه له ياده نه ايستل او چې د اسلام لښکر تګ ته چمتو شو؛ نو ټول يې راټول او ورته يې ويل: ((ولاړ شئ، د الله په نامه او د الله په لار کې د خپل پېغمبرد امت لپاره جهاد وکړئ، ټګي و نه کړئ، غنيمتونه مه پټوئ او کفار تر وژلو روسته مه مثله (غړي ترې مه غوڅوئ) کوئ او ماشومان، ښځې او بوډاګان مه وژنئ او هغه مسافر او وګړي مه وژنئ، چې په غرونو کې وسېږي، حلال څاروي مه وژنئ خو داچې د خوړو اړتيا يې وي، هېڅکله د کفارو د څښاک په اوبو کې زهر مه اچوئ، بوټي، ونې او د کښت پټي مه خرابوئ، بڼونو ته اور مه اچوئ او ډېر خوښ يم، چې د راستنېدو پرمهال درسره داسې کسان وي، چې اسلام يې منلى وي او داسې ماشومان او ښځې چې پلرونه او مړونه مو ورته وژلي وي.))

يوه ورځ يې يوه ډله بنديان د الله د استازي په مخ کې تېرول، چې پر ليدو يې پر شونډو موسکا راغله، چې بنديانو ورته وويل: حق لرئ، چې پر موږ بېوسو بنديانو وخاندئ! رسول الله (ص) وويل: ((حيران يم هغه ډلې ته، چې په زنځيرونو جنت ته راکښودل کېږي؛ یعنې پوه شئ چې ملنډې درباندې نه وهم او؛ ځکه خاندم، چې زه مو جنت ته بوځم او تاسې يې نه منئ.))

 

په غونډو او ټولنو کې ګډون

حضرت امام حسين وايي: له پلاره مې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په غونډو کې د ګډون د سيرت په هکله وپوښتل، و يې ويل: ناسته او پاسته يې د الله په نامه وه. په غونډو کې يې د ناستې لپاره ځانګړى ځاى نه ټاکه، چې له نورو د ځان غوره ګڼلو نښه شي او ټول يې له دې کاره ژغورل او چې کومې غونډې ته به ولاړ؛ نو کوم ځاى، چې تش و نو هملته کېناسته او يارانو ته يې سپارښتنه کوله، چې داسې وکړئ.

د چا په خبره کې يې نه وردانګل او په غونډه کې يې له هر ګډونوال سره يې د هغه د فکر او شان له مخې بنډار کاوه که ډله به پر خندا شوه؛ نو پاک نبي به هم موسکى شو او که حيران به شول؛ نو رسول الله (ص) هم حيرانتيا څرګندوله.

د خلکو اړتياوې يې پوره کولې، په غونډو کې يې له خلکو سره خبرې اترې کولې او چوپ او يا ګونګى نه پاتېده او د ژوند، کاروبار او روزګار په هکله يې پوښتل او خلک يې ددين له ښوونو سره اشنا کول او په دې هکله، چې يې څه ويل؛ نو سپارښتنه يې کوله، چې په غونډه کې ناست کسان دې غايبين هم خبر کړي. تل يې سپارښتنه وه: ((هغه بېوزله، چې اړتياوې لري؛ خو ما ته نشي رارسېداى نو که له اړتياوو يې خبر ياست نو راته يې ووایئ او په دې کار کې ست مه کوئ؛ ځکه چاچې د کوم اړمن اړتيا چارواکي ته ورسوله او د هغه د ستونزې د حل لپاره يې هڅې وکړې نو الله به يې د قيامت پر ورځ و نه ښویوي.))

 د رسول الله(ص) په مخ کې چا خپل غږ جيګولاى نه شو او د چا حرمت او درناوى له منځه نه تله او که څوک تېروته؛ نو تېروتنه يې په بل ځاى کې نه ويل کېده؛ ځکه رسول الله (ص) ويل: ((په غونډه کې ناست کسان یو د بل امانت ساتي دي او روا نه ده، چې څوک د خپل ملګري راز بربنډ کړي.))

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  حضرت ابوذر غفاري ته وويل: ((غونډې امانت او د رورنو د راز بربنډول خيانت دى؛ نو له دې کاره ځان وژغوره.))

 ؛ البته رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د درېو غونډو د راز بربنډول نه یوازې نه دى منع کړى؛ بلکې بربنډول يې د ټولو دنده ګڼلې ده:

١_ هغه غونډه، چې د بې ګناه وينه پکې تويې شي.

٢_هغه غونډه، چې پکې د بې ګناه وينه توينه حلاله وګڼل شي.

٣_هغه غونډه، چې پکې د بل مال حلال وشمېرل شي.

د رسول الله (ص) غونډې داسې وې، چې هر چا پکې ګډون کړاى شو او کورونو يې ساتندويان هم نه درلودل خو هغوى يې هم نه خوښول، چې وخت ناوخته بې له کوم اړين چار راتلل؛ لکه چې يو ورځ يې همداسې يو کس ته وويل: ((هره ورځ مه راځه، چې په منځ کې مو مينه همداسې زياته پاتې شي. [380]))

د مجلس ادب او انضباط يې خورا خوښ و او په دې هکله يې سپارښتنې کولې؛ لکه: يوه ورځ جومات ته راغى او ويې ليدل، چې ټول په جومات کې ډلې ډلې او يو له بله بېل بېل ناست دي؛ نو و يې ويل: ((ولې داسې خپاره واره ناست ياست، راټول شئ، د الله مرسته له ټولنې او غونډې سره ده.))

 په غونډو کې ترې ټول راټولېدل او څوک چې راننووته او کوم ځاى چې تش و نو هملته کېناسته.

ټول اصحاب يې پر وړاندې متواضع وو او چې د الله استازي خبرې کولې نو هغوى به چوپ وو او د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په مخ کې يې سره ناندرۍ نه کولې.

 

لارښوونه

همداچې آنحضرت(ص) د الله له لوري پېغمبر وټاکل شو او د “و انذر عشيرتک الاقربين” حکم راغى؛ نو مټې يې بډ وهلې او ړومبى يې د کوشني “علي” په مرسته خپلو خپلوانو ته مېلمستيا وکړه، چې پنځه څلوېښت تنو “بني هاشم” يې ګډنوال وو خو سره له دې چې د “ابولهب” چټياتو د پېغمبراکرم (ص) د موخو د بيانولو مخه ونيوه خو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم بيا هم په کلار نه شو او سبا يې بيا مېلمستيا وکړه او ورته يې الهي پېغام ور ورساوه. درې کاله يې په پټه خلک اسلام ته رابلل او په درې کالو کې يې له خلکو سره خپلې اړيکې نيوې او دين ته يې راوبلل، چې د ښکاره بلنې حکم وشو او په ښکاره يې خلک اسلام ته رابلل پيل کړل او له همدې ځايه ول، چې ګواښونه او کړاوونه پيل شول او روسته تردې، چې د “صفا” پر غونډۍ د الله د استازي ويناوې پاى ته ورسېدې؛ نو د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  تره وويل: مړ شې! همدې خبرو ته دې دلته راټول کړي وو ؟.

او څومره چې د اسلام د لمر وړانګې خپرېدې نو هومره ورسره د “قريشو” دښمنۍ ډېرېدې او ويل يې چې (نعوذ با الله) دا سړى پالي او کودګر دى، چې په کورنيو کې د اولاد، موروپلار ترمنځ درز اچوي او ځينو ويل، چې لېونى دى او د اوښ د لري مرداري، خاورې او ايرې يې پر مخ وروشيندلې خو دې ټولو کړاوونو ته يې سينه پراخه کړې وه او دې ټولو سخيتو يې پوټى هم چرت خراب نه کړ او خپلې الهي دندې ته يې دوام ورکړ او دومره يې د خلکو له لارښوونې سره مينه درلوده، چې نږدې وو په دې مينه کې ځان له منځه يوسي، چې الله ورته پېغام راولېږه:

((فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى‏ آثَارِهِم إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهذَا الْحَدِيثِ أَسَفاً[381]= او که په دې خبره (= قرآن) ايمان را نه وړي نو ښايي ته يې د كړنو له لامله ځان له غمه مړ کړې.))

حضرت علي (ک) د الله د استازي د تبليغ په هکله وايي: ((پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ګرځنده طبيب و، چې له خپل طب سره په خلکو کې ګرځېده او په هر ځاى کې، چې په کار وو؛ نو پر خلکو يې ملهم ايښوول او پر ځينو ټپونو يې تاوده شوي اوزار هم ايښوول او دې مانيز طبيب غافل، ناپوهه او سرګردانه زړونه درملول.))

استاد مطهري د رسول الله(ص) په باب د حضرت علي (ک) ددې تعبير په هکله وايي: ((داچې هغه مبارک يې له طبيب سره ورته کړى، غواړي ووايي: د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  کړنلار د طبيب کړنلار وه، چې د طبيبانو يوه ځانګړنه پر رنځورانو لورنه ده او بيا وايي خو طبيبان يو له بل سره توپير لري:

١_ هغه طبيب، چې ثابت کتنځی لري، هر څوک ورته راځي او ورته وايي، چې درملنه مې وکړئ او طبيب هم ورته نسخه ورکوي او که څوک ورنغى؛ نو طبيب هم ورسره کار نه لري.

٢_ګرځنده طبيب یوازې پردې خوښ نه دى، چې رنځوران ورته راشي؛ بلکې هغه په خپله هم په رنځورانو پسې ځي او حضرت علي (ک) هم وايي چې رسول الله (ص) همداسې طبيب و، چې پخپله په مانیزو او اخلاقي رنځورانو پسې تله او دا يې عمري دنده وه [382].

د رسول الله مبارک سيره داسې وه، چې ښیون ته په چمتو زړونو پسې و او چې په مکه کې قريشو ورسره هغسې بد وکړل؛ نو”طايف” ته يې سفر وکړ خو هغوى هم هماغه وکړل، چې قريشو ورسره کړي وو د هغه ټبر شتمنو، کوڅه ډب وګړي، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  ته وپړسول او آنحضرت (ص) يې د ډبرو تر باران لاندې کړ او ټول مبارک بدن يې ورته ټپي کړ خو یوازې د “عداس بن ربيعه” په نامه يو مسيحي مريى و، چې د عظمتونو کان يې راوسپړه.

د حج موسم به چې را وروسېد؛ نو عرب په بېلابېلو سيمو “عکاظ”، “مجنه” او “ذى المجاز” کې راټولېدل او شاعران او ويناوال په هر ځاى کې ناست وو او بنډار يې؛ نو داچې حج په حرامو مياشتو کې ترسره کېده او رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د کافرانو له تېري خوندي و نو له دې فرصته يې ګټنه کوله او پر يو لوړ ځاى به کېناسته او خلکو ته يې لارښوونه کوله او ويل يې: ((د الله پر يووالي منښته وکړئ، چې نېکمرغه شئ او د ايمان په ځواک سره کړاى شئ د نړۍ واک او ټول خلک تر خپلې واکمنۍ لاندې کړئ او په آخرت کې به مو ځاى جنت وي.))

د عربو له مشرانو او سپين ږيرو سره يې کتل، کور ته يې ورتله او د خپل دين پر حقيقت يې پوهول؛ خو “ابولهب” هم غلى او په کلار نه کېناسته او خلکو ته يې ويل: ((خلکو! پر خبره مه تېروځئ!خبرې يې بې بنسټه دي؛ ځکه هغه مو د پلار نېکه د دين دښمن دى.)) د “ابولهب” زهرجنو تبليغاتو د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  د تبليغ د اغېز کچه را ټيټوله؛ ځکه د عربو مشرانو ويل: ((که د محمد دين پر سمه او حقه وي؛ نو خپلوانو به يې ورسره مخالفت نه کاوه.))

پر رسالت د آنحضرت (ص) ايمان تردې خورا ډېر او غښتلى و، چې داسې کسان او تبليغات يې نهيلى کړي او په ډول ډول؛ نورو لارو يې خلک دين ته رابلل.

 

څوک د الله پر استازي ګران وو ؟

ومو ليدل چې د الله استازي د ټولو درناوى کاوه او پر مقام او شتمنۍ يې چرت نه واهه خو سره له دې، په غونډو، ناستو پاستو، راکړو ورکړ او د ښوونې او روزنې په ټولګيو کې پرې هغوى خورا ګران ول، چې تقوا يې د نورو په پرتله ډېره وه او همداسې خلکو ته يې د آل عمران د سورت ٦٨ آيت وايه:

((إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاللّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ=ابراهيم ته ډېر نژدې (او منسوب) خلك هغه دي، چې د هغه لاروي يې كړې ده او (په هغه وخت كې يې لاروۍ ته وفادار وو، همداراز) دا پېغمبر او هغوى چې پرې ايمان راوړى دى (ابراهيم ته منسوب دي) اوالله د مؤمنينو ولي (پالندوى) دى.

او همداراز هغوى هم پرې ګران وو، چې د ښېګڼې کارونه يې کول او په ژوند کې يې عدالت پلي کاوه، چې په دې هکله حضرت علي (ک) وايي: ((پېغمبرانو ته تر ټولو نږدې هغوى دي، چې د پېغمبرانو پر راوړونکيو پېغامونو علم او عمل ولري، بيا وايي: حضرت محمد(ص) ته تر ټولو نږدې هغه دى، چې له خدایه لاروي کوي، که څه نسب يې له پېغمبره لرې وي او هغه ورته نږدې نه دى، چې د الله لاروى نه وي که څه نږدې خپلوان يې وي.

 

د مؤمنينو حقوق

رسول الله مبارک وايي: هر مؤمن پر بل مؤمن دېرش حقه لري: ((١_ تېروتنې يې وبښي. ٢_ پر ژړا او زارۍ يې ولورېږي. ٣_ رازونه او يې بربنډ نه کړي. ٤_ غلطۍ يې وبښي. ٥_ بښنه يې ومني. ٦_ په نه شتون کې ترې دفاع وکړي او له غيبته يې مخنيوى وکړي. ٧_ تل يې خېر او ښېګڼه غواړي. ٨_ ملګرتوب ورسره ټينګ وساتي. ٩_ د ژمنو درناوى يې وکړي. ١٠_ که رنځور شي؛ نو پوښتنه يې وکړي. ١١_ په مړينه او وير کې يې ګډون وکړي. ١٢_ بلنه يې ومني. ١٣_ ډالۍ يې ومني. ١٤_ احسان او ډالۍ يې جبران کړي. ١٥_ د نعمتونواو نېکيو ځواب يې ورکړي. ١٦_ په نېکچاريو کې يې ملاتړ شي. ١٧_ مېرمن يې وساتي. ١٨_ اړتياوې يې پوره کړي. ١٩_واسطه او منځګړتوب يې ومني. ٢٠_ د پرشي پرمهال پرې رحمت ووايي. ٢١_ ورک شوى ورته راپيدا کړي ٢٢_ د سلام ځواب يې ورکړي. ٢٣_په پسته او نېکو الفاظو ورسره وګړېږي. ٢٤_که نېکې او احسان يې ورسره کړى وي؛ نو وسره دې وکړي. ٢٥_ قسمونه يې تاييد کړي. ٢٦_ ورسره دوستي وکړي او دښمني ورسره و نه کړي ٢٧_ ملا تړ يې شي، که ظالم وي که مظلوم خو د ظلم پرمهال دې ملاتړي او مرسته داسې وي، چې هغه له ظلمه وژغوري او د مظلوميت پرمهال داسې، چې د خپل حق په اخستو کې ورسره مرسته وکړي. ٢٨ _ دښمن ته يې ونه سپاري او خوار يې نه کړي. ٢٩_ هره ښېګڼه، چې د ځان لپاره غواړي، د هغه لپاره يې هم وغواړي. ٣٠_ هره بدي، چې د ځان لپاره نه غواړي، د هغه لپاره يې هم ونه غواړي.))

نبوي حديث دى: ((مسلمان د مسلمان رور دى، ورسره دښمني نه کوي او کنځل ورته نه کوي او څوک چې د خپل مسلمان رور د ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې وکړي؛ نو الله به يې ستونزې هوارې کړي او څوک چې د مسلمان غم او خپګان له منځه يوسي نو الله يې د قيامت پر ورځ نه غمجنوي او څوک چې د بل مسلمان پر نيمګړتيا پرده واچوي؛ نو الله به يې د قيامت پر ورځ بې پردې نه کړي.))

نبوي حديث دى: ((خلکو! دښمني مه کوئ، کينه مه کوئ، يو بل ته مه شا کوئ، یو د بل ورونه شئ او هېڅ مسلمان له بل مسلمانه تر دريو ورځو ډېر خپه کېدای نشي.))

 

د رنځورانو پوښتنه

رسول الله(ص) د رنځورانو پوښتنې ته ورتله او ددې کار سپارښتنه يې هم کوله او د اسلام له نظره د رنځور پوښتنه پر مسلمان فرض ده او خورا ثواب لري ؛ البته له ياده مو ونه وځي، چې پوښتنه مو د رنځور د استراحت لپاره خڼد نشي، په اخلاص دا کار وکړي او د رنځور لپاره يو روحي يا جسمي کار وکړي نه داچې ایله يې مېلمه شي.

 د رنځور د پوښتنې پرمهال لاندې خبرو ته پام پکار دى:

١_ که د لاسه يې کېږي؛ نو رنځور ته يو څه له ځان سره يوسي. د امام صادق (رح) يو يار وايي: زموږ يو ملګرى رنځور شو، يوه ډله يې پوښتنه ته روانه شوه، چې په لار کې مو امام صادق (رح) وليد؛ نو ويې پوښتل: چېرې روان ياست ؟ ورته مو وويل: د يو ملګري پوښتنې ته روان يو. راته يې وويل: ايا مېوه يا کوم پاک شربت مو له ځان سره اخستى که نه؟ ورته مو وويل: نه! راته يې وويل: نه پوهېږئ، چې که رنځور ته څه يوسئ؛ نو خوشحاله به شي.

٢_ له رنځور سره مينه او له خدايه ورته بېړنۍ شفا غوښتل، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د حضرت سلمان پوښتنې ته ورغی نو داسې دعا يې ورته وکړه: سلمانه! الله دې ژر تر ژره ښه کړه، ګناه دې وبښل شه او الله دې د عمر تر پايه د دين او بدن روغتيا درکړي.

٣_ له رنځور ډېرې پوښتنې او ورسره خبرې نه کول، امام صادق (رح) وايي: د رنځور په مخ کې ډېرې خبرې يې تر خپل رنځه ډېر کړوي.

٤_ له رنځور سره لږ کېناستل خو داچې رنځور ټينګار وکړي، حضرت علي (ک) وايي: تر ټولو ستر ثواب د هغه دى، چې د رنځور د پوښتنې پرمهال له رنځور سره لږ پاتې شي؛ خو داچې د رنځور غوښتنه او ټينګار وي.

٥_رنځور ته ډاډ ورکول، امام صادق (رح) وايي: د رنځور پوښتنې ته چې ولاړئ؛ نو د روغتيا ډاډ ورکړئ، چې په دې کار به کم نشئ خو د رنځور روحيه به غښتلې شي.

٦_ ژر ژر د رنځور پوښتنې ته مه ځئ، د الله د استازي وينا ده:

ژر ژر د رنځور پوښتنې ته مه ځئ (د مثال په توګه)څلور ورځې روسته ولاړ شئ.

 

د رنځور دندې

انسان چې رنځور شي؛ نو پر ځينو رنځونو په اخته کېدو کې پخپله پړ وي او ځينې رنځ يا د پېښو له لامله وي يا له نورو ورغلې وي، چې پخپله يې په ککړېدو کې ګرم نه وي؛ نو چې انسان رنځور شو؛ نو يا دې په خپله او يا يې کورنۍ د درملنې غم وخوري. انسان ته پکار دي، چې په رنځ کې لاندې ټکيو ته پام وکړي:

١_ د الله پر رضا او الهي تقديراتو خوښي او له خدايه ګيلې نه کول.

رسول الله مبارک وايي: الله وايي: چې کوم مؤمن بنده مې رنځور او په بستره کې کړ او که څوک يې پوښتنې ته ورغلل او په سپکو سپورو او ګيلو يې لاس پورې نه کړ؛ نوغوښه او وينه به يې ښه اوغوره کړم او که خوښه مې شوه؛ نو ساه به ترې واخلم او خپل رحمت ته به يې را وبولم، که خوښه مې شوه؛ نو روغتيا به ورکړم او له ټولو ګناهونو به يې تېر شم نو په دې وخت کې وپوښتل شو: د الله استازيه! غوره او ښـه غوښه؛ یعنې څه ؟ د الله استازي (ص) وويل: هغه وينه او غوښه چې پر ګناه ککړه نه وي[383].

٢- صبر او پراخه سينه او د رنځ له لامله چغې او سورې نه وهل، د پاک نبي وينا ده: لوى څښتن وايي: چې کوم بنده مې د مال، اولاد او بدن په ستونزه کې راښکېل کړ؛ نو که پراخه سينه او صبر زغم ولري؛ نو د قيامت پر ورځ شرمېږم، چې حساب کتاب ورسره وکړم.

د امام صادق (رح) وينا ده: انسان له الله سره يو داسې مقام لري، چې په نه وررسي؛ بلکې د مال، اولاد او بدن په ستونزو کې د زغم او صبر له لامله وررسي.

٣_ پرهېز کول: امام صادق (رح) وايي: ((پرهېز د درملنو مور ده)) او بيا وايي: ((که خلک لږ وخوري نو بدن به يې روغ وي.))

٤_ د بدن روغتيا له الله غوښتل او د روغتيا د لاس ته راوړو لپاره صدقه ورکول.

٥_ له ځانه او ډېر درمل نه خوړل او هر يو درمل د ډاکټر د نسخې له مخې و خوري. رسول الله مبارک وايي: ((چې ګورئ، بدن مو د رنځ زغم لري؛ نو درمل مه کاروئ خو که بدن مو زغم نه لري؛ نو هله درمل وخورئ.))

امام صادق (رح): مؤمن دې تر هغې درمل نه خوري څو يې رنځ بدن لاندې کړى نه وي.

امام رضا (رح) وايي: داسې درمل به پېدا نه کړئ، چې ترڅنګ عوارض ونه لري.

٦_ که عذرنه لرئ؛ نو مؤمنانو ته اجازه ورکړئ، چې پوښتنه مو وکړي؛ یعنې څنګه چې پر مسلمانانو فرض دي، چې د رنځور پوښتنه وکړي؛ نو رنځور ته هم پکار دي، چې مسلمانانو ته يې د پوښتنې اجازه ورکړي، ورين تندى ورکړي، دعا ورته وکړي او دعا ترې واخلي.

٧_توبه کول اوله خپلې رنځ عبرت اخستل؛ یعنې لږ دې سر په ګرېوان کې ښکته کړي، چې کېداى شي، د همدې رنځ له لامله ومري او د ګناهونو د جبران او د توبې وخت و نه مومي او پرېکنده هوډ وکړي، چې د روغتيا تر لاس ته راوړو روسته ښه ښه کارونه وکړي.

امام صادق (رح) وايي: څومره بختور دى هغه، چې (رنځ يې ددې لامل شي، چې د خپلو ګناهانو) توبه وکړي او څومره بدمرغه دى هغه چې د روغتيا تر لاس ته راوړو روسته بيا ګناهونو ته ورمخ کړي.

نبوي حديث دى: چې کوم مؤمن رنځور شي او بيا الله روغتيا ورکړي؛ نو رنځ يې د تېرو ګناهونو کفاره او د راتلونکي لپار موعظه ده؛ خو که کوم منافق رنځور شي؛ نو مثال يې هغه اوښ ته ورته دى، چې خاوند يې له پښو تړي او بيا يې پرانځي حال دا اوښ نه پوهېږي، چې د څه لپاره تړل او بيا پرانستل شوى دى.

٨_ که له پخوا يې وصيت کړى نه وي؛ نو ژر تر ژره دې يې وکړي، که د رنځ له لامله ومري، چې د چا حق و نه لتاړل شي. انسان ته پکار ده، چې د خوب پرمهال خپل وصيت تر سر لاندې کېږدي او سپارښته او خورا ټينګار شوى، چې رنځور دې هرومرو وصيت وکړي.

 ٩_ څنګه چې ورته اساني وي، خپلې شرعي دندې ترسره کړي. د بېلګې په توګه: که اودس نشي کړاى؛ نو “تيمم” دې وکړي او که پر ولاړه لمونځ نشي کړاى؛ نو په ناسته دې لمونځ وکړي او….

 

د ګاونډيانوحقوق

د ګاونډيانو په هکله د الله د استازي وینا ده: ((په مينه ورسره تګ راتګ ولرئ))که پر سفر ووت نو د کور او پاتې خلکو خيال يې وساتئ او په ناوړه پېښو کې يې ملاتړ شئ.))

نبوي حديث: ((پر ګاونډي د ګاونډي حرمت د مور په څېر دى.))

((پر قيامت او الله ايمان نه لري هغه چې پخپله په موړ نس ويده شي؛ خو ګاونډى يې وږى تږى وي)).

د يادونې خبره ده، چې له ګاونډيانو سره په مينه تګ راتګ او پورته سپارښتنې یوازې په مسلمانانو پورې ځانګړې نه وې، تردې چې وايي: ((له ګاونډيانو سره مو نېکي وکړئ ان که کافران وي.))

د تبوک په جګړه کې يې د ګاونډيانو د حقوقو په هکله وويل: ((چاچې خپل ګاونډى زورولى وي؛ نو له موږ سره دې نه راځي.))

په اسلام کې ګاونډى يو لړ حقوق لري، چې ځينې يې دادي:

١_ مسلمان بايد پر ګاوڼدويانو په سلام اچولو کې مخکښ وي او د سلام ځواب يې پر ورين تندي ورکړي.

٢_د ټولو ګاونډيانو د کورنۍ درناوى وکړي او دا درناوى په چلن کې هم څرګند کړي او ورسره يې مينه ورځ پر ورځ ډېره شي، چې په دې هکله رسول الله مبارک وايي: ((څوک چې پر الله او قيامت ايمان لري؛ نو بايد د خپل ګاونډي درناوى وکړي.))

٣_ مسلمان بايد د خپل ګاونډي ناموس خپل ناموس وګڼي او په خيرنه سترګه ور ونه ګوري. يوه ورځ امام صادق (رح) ته وويل شول، پلانى وايي، چې ستا لاروى دى؛ خو د ګاونډي ناموس ته په خيرنه سترګه ګوري. امام ورته وويل: هغه دروغ وايي، چې زموږ لاروى دى! څوک چې زموږ لاروى وي؛ نو د خپل ګاونډي ناموس ته پر خيرنه سترګه نه ګوري.

٤_ د ګاونډيانو کړنې تر څارنې لاندې ونه نيسي او په چار کې يې تجسس او پلټنه و نه کړي، چې دا ډېر کرکجن چار دى او په اسلام کې ترې په کلکه ژغورل شوي يو. رسول الله مبارک وايي: ((اى یوازې پر خولو مؤمنانو! په خلکو پسې بد رد او غيبت يې مه کوئ او په نيمګړتياوو کې يې تجسس مه کوئ او چاچې دا کار وکړ؛ نو الله به يې په چارو کې تجسس وکړي او د چا په چار کې، چې الله تجسس وکړ؛ نو وبه يې شرموي.))

٥_ که د ګاونډي نيمګړتيا مو وليده؛ نو کوښښ وکړئ، چې پرده پرې واچوئ او پوه شئ، چې د ښکلا او ښېګڼو څرګندول او پر بدو پرده اچول الهي ځانګړنه ده او د بديو بربنډول شيطاني چار دى[384].

د پاک نبي وينا ده: ((چاچې د نورو پر نيمګړتياو پرده واچوله؛ نو الله به يې په قيامت کې بې پردې نه کړي.))

٦_د ناوې په اوبو، د باس د اوبو په لمدبل، د تنور او بخارۍ په لوګي، د خوړو په بوى د ګاونډي د کور د لمر د مخ نيونه، پر ګډ دېوال په اغزي ايښوولو او د ګاونډي کور ته په ليدو او… بايد ګاوڼدى و نه ځورول شي او ورپسې له خبرو، کنځلو او بدو ردو ځان وژغورو.

رسول الله مبارک ته وويل شو: پلانۍ ښځه لمونځ کوي او روژه نيسي خو ګاونډيان ترې پوزې ته را رسېدلي دي. د الله استازي ورته وويل: ((ځاى يې د دوزخ په اور کې دى)) او بيا يې وويل: ((ايمان يې نه دى راوړى، چې ګاونډې يې ترې تنګ وي)) او په بل ځاى کې وايي: ((څوک چې ګاونډى وزوروي؛ نو الله به پرې د جنت بوى حرام کړي او دوزخي به يې کړي، چې دوزخ ډېر بد ځاى دى. [385]))

د پاک نبي وينا ده: ((پر يو بل دوه بريدګر ګاونډيان به د قيامت پر ورځ تر ټولو ړومبي محاکمه کېږي.))

٧_ د ګاونډي په نه شتون کې يې د کور او مال ساتنه وکړي

٨_ په هره شونې بڼه، چې وي، له ګاوڼدي سره مرسته وکړي (د بېلګې په توګه: که پور يې پکار وي که لوښي يا نور څه يې پکار وي) د رسول الله مبارک وينا ده: ((چاچې د اړتيا پرمهال خپل لوښي ګاونډي ته ور نه کړل؛ نو الله به د قيامت پر ورځ خپل خير و نه کړي.)) ؛ البته له ياده مو ونه وځي، چې هغه ګاونډي ته خپل لوښي او نور څيزونه ورکول نه دي پکار، چې روغ يې وړي او مات يا خراب يې راستنوي.

امام صادق (رح) وپوښتل شو: ځينو ګاونډيانو ته مو لوښي ورکوو، چې په راستنېدو کې يا خراب يا مات وي؛ نو که بيا خپل لوښي ور نه کړو؛ نو ګناه مو کړې ده ؟ امام صادق (رح) وويل: داسې ګاونډي ته لوښي ورکول پکار نه دي.

٩_ مسلمان ته پکار دي، چې د خپل ګاونډي په غم او ښادۍ کې ځان شريک کړي. يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  خپل ياران وپوښتل: خبر ياست، چې د ګاونډي حقوق څه دي ؟بيا يې وويل: د ګاونډي حق دادى، چې که رنځور شو؛ نو پوښتنې ته يې ورشي، که ومړ، په جنازه کې يې ګډون وکړي او په غم او ښادۍ کې يې شريک شئ.

حضرت علي (ک) وايي: ((د الله استازي د ګاونډي په هکله دومره سپارښـتنې وکړې، چې ګومان مو وکړ، ګاونډي ته پاتوړی-ارث هم رسي.))

 

[1] (احزاب/۲۱)

[2]. (نهج البلاغه/٢٦٠ حکمت).

[3]. د احزاب سورت، ۲۱ آیت.

[4]. المصباح للکفعمي، ۷۳۱ مخ.

[5] (مائده/۱۵۰)

[6] (ملک/۱۴)

[7] (يونس/۴۷)

[8] (فاطر/۲۴)

[9] (انفال/۴۲)

[10] (نساء/۱۶۵)

[11] د څېړونکي يادونه: پردې مطلب لا پوهېدو ته د ستر عالم ابوالقاسم خويي ” قرآن پوهنه” ولولئ، چې په پښتو مې اړولی او چاپ شوى هم دى.

 

[12]. په راتلونکيو څپرکيو کې مو د پېغمبراکرم د نالوستۍ د جوتېدو لپاره اړوند مطالب راوړي دي.

[13] (انبياء/۷)

[14] (جن/ ۲۶، ۲۷)

[15] (فصلت/۶)

[16] (غاشيه/۲۲)

[17] (ليل/۱۲)

[18] (بقره/۳۰)

[19] (غافر/۷۸)

[20]. احياى فکر ديني در اسلام، ١٤٣ مخ، د احمد آرام ژباړه، چې موږ د استاد مرتضى مطهري د “وحې او نبوت له کتابه راخستى دى.

[21]. وګ: نهج البلاغه/١٩٠ خطبه.

[22]. احياى فکر ديني در اسلام: ١٤٤ مخ.

 

[23]. د بقره سورت، ۱۵۱ آیت.

[24]. د حدید سورت، ۲۵ آیت.

[25]. (آل عمران/٨١)

[26]. (آل عمران/١٩)

[27]. (آل عمران/٦٧)

[28]. (انعام/١١٥)

[29] (احزاب/۴۰)

[30] (احزاب /٤٠)

[31] د مجمع البيان تفسير

[32] کافي ا / ٥٨

[33] (استاد ناصر مکارم شيرازي/اصول عقايد)

 

[34] (نهج البلاغه/٩١ خطبه)

[35] (مائده / ٨)

[36] (سبا/۲۸)

[37] (اعراف/۱۵۸)

[38] (انعام/١٩)

[39] (سبا/، ٢٨)

[40] (اعراف /١٥٨)

[41] (توبه/۳۳)

[42] (فتح/۲۸)

[43] (صف/۹)

[44] (امالي شيخ طوسي /٤٨٤)

[45] (انعام/۹۰)

[46] (آل عمران/۸۵)

[47] (فرقان/۱)

[48] (شعراء/۲۱۴)

[49] (انعام /٩٢)

[50] (مدثر/۴)

[51] (مدثر/۵)

[52] (مدثر/۷)

[53] (مدثر/۶)

[54] (اعراف/۱۵۷)

[55] (صف/۶)

[56] (اسراء/١)

[57] (بحارلانوار٦٠٧/٦٨)

[58] (انفال /٢٤)

[59] (نساء/ ٨٠)

[60] (نجم /٣)

[61] (زخرف/ ٤٣)

[62] (فتح /٣)

[63] (الشراح /۴)

[64] (قلم /٤)

[65] (کوثر/١)

[66]. کافي، لومړی ټوک، ۲۶۶ مخ.

[67] (طه /١١٤)

[68] (اعراف/٢٠٥)

[69]. (بحارالانوار ١٦/٢١٧).

[70]. (کشف الغمه ۱/ ۱۸۸)

[71] (آل عمران/ ١٢٨)

[72] (آل عمران/۱۴۴)

[73] (اسراء/ ٨٥)

[74] (بقره/۱۸۹)

[75] (انفال /١)

[76] (اعراف /١٨٧)

[77] (بقره/٢٣٢)

[78] (احزاب/۲۱)

[79] (احزاب/۲۱)

[80]. په وروستیو څپرکیو کې مو د پېغمبر اکرم د ویناوو یوه ټولګه هم راوړې ده.

[81] (امالي شیخ طوسي۹۹، ۹۸/۲)

[82] (احزاب/۲۱)

[83]. په دې هکله په دې کتاب کې یو ځانګړی څپرکی لرو.

[84]. په دې کتاب کې هڅه شوې، چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د رسول الله میتود په شننیز ډول راوړل شی او په راتلونکیو څپرکیو کې مو په دې هکله مفصل معلومات راوړاندې کړي دي.

[85] (حج/۱۱)

[86] [په دې مطلب ښه پوهېدنې ته د استاد مرتضی مطهري “ښوونه او روزنه په اسلام کې” کتاب ولولئ، چې پښتو ته اړول شوى او چاپ شوى هم دى. ]

 

[87] (آل عمران/۱۵۹)

[88] (بقره/۲۵۶)

[89] (انبیاء/۶۰)

[90] (انبیاء/۶۲)

[91] (انبیاء/۱۶۳)

[92] (انبیاء/۱۶۴)

[93] (بقره/۲۵۶)

[94] (غاشيه٢١-٢٤)

[95] (توبه/۱۲۸)

[96]. د ملک سورت، لسم آیت.

[97]. نهج البلاغه، لومړۍ خطبه.

[98].تحف العقول، ۱۵ مخ.

[99]. تحف العقول، ۱۵ مخ.

[100]. بحارالانوار، ۶۸ ټوک، ۳۸۲ مخ.

[101]. د بقره سورت، ۲۸۵ آیت.

[102] وګورئ: ابن کلبي، مختصر جمهرة انسان العرب. ابن حزم، انساب، د عربانو د اوسېدنې د ځایونو پر پوهېدو لپاره وګورئ: عمر رضا کحاله، قبايل العرب

[103] په عربي ژبه کې «حنف» د «جنف» پر وړاندې دی، چې مانا يې له حق څخه د باطل خوا ته مخ وراړول دي، وګورئ: مفردات الفاظ القرآن

[104] بلقاء، د شام او (مدينې ته نژدې) د وادي القری ترمنځ يوه سيمه وه، وګورئ: په معجم البلدان کې د «بلقاء» او «ماب» شرح.

[105] وګورئ: ابن هشام، السيرة النبويه: ۱ټ، ۸۱- ۸۲ مخونه، د عمرو بن لحي او عبادة الاصنام قيصه.

 [106] ابن هشام، السيرة النبويه: ۱ټ، ۲۴۲- ۲۴۷ مخونو کې د زيد د حالاتو شرح په تفصيل کې راغلې ده

[107] ددې کتاب عکسي (انځوريزه) نسخه د اصول دين پوهنځي په کتابتون کې شته

[108] وګورئ: هديه العارفين ۲ټ، ۵۰۹مخ د هاشم بن ابی النصر د حالاتو شرح

[109] د ابن ابی الحديد د نهج البلاغې شرح، د ۸۳ خطبې شرح: ۶ټ، ۲۸۳ مخ د عمروعاص ځوځات

[110] وګورئ: د ابن ابی الحديد د نهج البلاغې شرح: ۱ټ، ۲۳۶ مخ او ۱۶ ټ، ۱۸۷ مخ، د معاويه او زياد د ځوځات شرح همدغسې د اميه د مري ذکوان داستان، چې پر زوی ولی يې نيولی و او کنيه يې ابوعمر شوه، او «وليد بن عقبة بن ابی معيط بن ابی عمر» يې لمسی و، چې د عثمان مورنۍ ورور و، (وګورئ: الاغاني: ۱ټ، ۲۴ مخ) او هم د وليد داستان په نقش عايشه ام المؤمنين در تاريخ اسلام: ۱ټ، ۱۵۲ مخ کې.

[111] تاريخ اليعقوبي: ۱ټ، ۲۶۲ مخ: شعراء العرب.

[112] په راتلونکي بحث کې، د طايف په وضع کې د عبدالله بن اُبیّ داستان ته ځير شئ

[113] وګورئ د عربو د فرهنګ په بحث کې دعمر وعاص د ځوځات داستان

[114] وګورئ د: المحبّر: ۲۴۰مخ په مکې او طايف کې دې ډول کورونو شتون درلود

[115] په تاريخ اليعقوبي،تاريخ الطبري،مروج الذهب، السيرة النبويه او ابن هشام سيرة کې له اسلام وړاندې د عربو تاريخ وګورئ.

[116] د ټبر مشر څلورمې برخې اخستو ته يې «مرباع» ويله. د «ربع» شرح ته وګورئ: الصحاح، قاموس المحيط، لسان العرب، تاج العروس او د ابن هشام په السيرة النبويه کې پېغمبر(ص) ته د عدیّ بن حاتم د راتلو داستان

[117] وګورئ: په تاريخ اليعقوبي، تاريخ الطبري، مروج الذهب او السيرة النبوية کې له اسلام وړاندې د عربو تاريخ.

[118] یعقوبي تاریخ، ۱ ټ، ۲۵۸ مخ، حکام العرب

[119] بلاذري، فتوح البلدان،. د «امراخط» برخه: ۵۸۰ او ۵۸۳ مخونه

[120] بلاذري، فتوح البلدان: ۵۸۰ او ۵۸۳ مخونه

[121]الاغاني: ۴ټ، ۱۷۹مخ، د بدر جګړه، د حسان بن ثابت ژوند لیک. په دې کیسه کې عاص د هشام بن مغیره بن اسد زوی او کنیه یې ابوالبختري ده. وګورئ: السیره النبویه: ۳ ټوک، ۲۸۱-۲۸۳ مخونه.

[122] د مکې يو بانډه ييز ښار دی، چې دولس پرسخه ترې لرې پروت دی

[123] وګورئ: معجم البلدان، د طايف شرح: ۶ټ، ۱۰- ۱۶ مخونه.

[124] وګورئ: الکامل فی التاريخ، د ۴۴ کال پېښې: ۳ټ، ۲۲۳- ۲۲۵ مخونه. الاستيعاب: ۱ټ، ۵۴۸- ۵۵۵ مخونه.الاصابه: ۱ټ، ۵۶۳ مخ

[125] وګورئ: مقريزي، امتاع الاسماع: ۴۹۲مخ

[126] بلاذری، انساب الاشراف: ۱ټ، ۳۴۰ مخ.

[127] ابن هشام، السيرة النبويه: ۲ټ، ۲۳۴او ۲۳۵ مخونه. واقدي، المغازي: د اُخحد غزا په ذکر کې

[128] ابن هشام، السيرة: النبوية: ۲ټ، ۲۳۴ او ۱۴۷ مخونه. عيون الاثر: ۱ټ، ۱۹۷مخ

[129] ابن هشام، السيرة النبوية: ۱ټ، ۱۱۱مخ. د ابن حزم په انساب کتاب کې د فهر ټبر ژوندليک

[130] د قریش سورت

[131] تاریخ الیعقوبي: ۱ټ، ۲۴۲- ۲۵۲مخونه.

[132] تاريخ الطبری: ۳ټ، ۱۱۶۳مخ، اروپا چاپ.

[133] ابن هشام، السيرة النبوية: ۱۱ټ، ۲۰۴- ۲۱۰ مخونه، حديث بنيان الکعبة

[134]. د فتح سورت، ۲۸ آیت.

[135]. د مایده سورت، ۲۶ آیت.

[136]. د انبیاء سورت، ۱۰۷ آیت.

[137]. د اعراف سورت، ۱۵۷ آیت.

[138] (طه سورت 41-43 آيتونه)

[139]. تاريخ طبرى، 2ج/ 7-8، سيره حلبى 1ج/59.

[140]. سوره مريم 18-33

[141]. يعقوبي تاريخ 2ټوك/5، بحارالانور، 15ټوك/ 248، سيره حلبى 1ټوك/ 64

[142].نهج البلاغه، ۸۸ خطبه.

[143]. د نحل سورت، ۵۸ او ۵۹ آیتونه.

[144]. اقبال الاعمال، لومړی ټوک، ۲۹۵ مخ.

[145]. د توبه سورت، ۳۳ آیت.

[146].د حجرات سورت، ۱۳ آیت.

[147] د نهج البلاغه شرح (ابن ابی الحدید) لومړی ټوک، ۱۳۶ مخ.

[148]. سيره حلبي، 1ټوك/93

[149]. سيره حلبى 1ټوك/ 97

[150]. انسان العيون فى سيره الامين والمامون، 1ټوك/ 93-100

[151] په دې اړه مو په راتلونکیو څپرکیو کې مفصل معلومات راوړي دي.

[152]. بحارالانور، 15ټوك/ 384 او مناقب، ابن شهر اشوب، 1ټوك/119

[153]. بحارالانور 15ټوك/ 442

[154]. سيره حلبي، 1ټوك/ 106

[155]. بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ

[156]. بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ

[157]. د ابن شهر اشوب مناقب 1ټوك/24

[158]. سوره مريم/ 24-25

[159]. سوره الضحى/ 6

[160]. سيره ابن هشام، 1ټوك/ 179مخ

[161]. نهج البلاغه عبده، 3ټوك/ 92

[162]. سيره ابن هشام، 1ټوك/ 186

[163]. نهج البلاغه د محمد عبده شرحه 3ټوك/ 214 مخ

[164]. سره ابن هشام، 1ټوك/ 166

[165]. بحار 16ټوك/ 22مخ

[166]. سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 158، كامل ابن اثير 2ټوك/ 24

[167]. بحار، 16ټوك/ 22

[168]. تاريخ يعقوبى 2ټوك/ 16 د نجف چاپ

[169]. الخراج/186 او بحار 16ټوك/ 4

[170]. نهج البلاغه، 190 خطبه.

[171]. نهج البلاغه و 190 خطبه. ، فيض الاسلام / 775

[172]. نهج البلاغه

[173] (نور/۳۳)

[174]. سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 26

[175]. بحار، 16 ټوك/19

[176]. بحار، 6ټوك/ 104

[177]. بحار، 6/104

[178]. سيره ابن هشام 1/ 204

[179]. مناقب 1/30، بحار 16/16

[180]. مناقب ابن شهر اشوب، لومړى ټوك/ 140؛ قرب الاسناد، 706؛الحضال، 2ټوك، / 37؛بحار الانوار، 22/ 151-152؛تاريخ طبري 2/ 35بحار 22/ 166

[181]. امالى شيخ/ 247

[182] وګ: صبحي صالحي؛نهج البلاغه: ١٩٢ خطبه

[183]. الاصابه، 1/ 545، اسدالغاابه، 2/ 224

[184]. مقاتل الطالبين، 26، تاريخ كامل، 371؛ سيره ابن هشام، 1/ 236

[185]. دغه عنوان؛ د امیر حمزه خان شینوراي له شعر نه اخستل شوی دی.

[186] وګورئ: اسماني ادیان او د تحریف مساله، ۱۵- ۲۰ مخونه

[187] وګورئ: نهج البلاغه د قاصعه خطبه

[188].د اخلاص سورت، ۳ او ۴ آیتونه.

[189]. د مبعث اختر په مناسبت د نظام چارواکیو ته وینا.۲۱/۱۰/۱۳۷۲

[190].وسایل الشیعه، لومړی ټوک، ۱۵ مخ.

[191].بحارالانوار، اتلسم ټوک، ۲۰۲ مخ.

[192].د نحل سورت، ۹۰ آیت.

[193] د آل عمران سورت، ۱۶۴ آیت.

[194].بحارالانوار، ۶۸ ټوک، ۳۸۲ مخ.

[195]. د حدید سورت،۲۵ آیت.

[196]. کافي، پینځم ټوک، ۲۶۶ مخ.

[197]. د حدید سورت، ۲۵ آیت.

[198].د بقره سورت، ۱۲۹ آیت.

[199]. هماغه.

[200]. د شعرا سورت، ۲۱۴ آیت.

[201]. د یس سورت، ۱۱ آیت.

[202]. د بقره سورت، ۳ آیت.

[203]. د بقره سورت، ۳۱ آیت.

[204]. بحارالانوار، ۶۸ ټوک، ۳۸۲ مخ.

[205]. د احزاب سورت، ۴۳ آیت.

[206]. د علق سورت، لومړی آیت.

[207]. د نحل سورت، ۱۲۵ آيت.

[208].بحارالانوار، ۶۷ ټوک، ۳۷۲ مخ.

[209]. د انبیاء سورت، ۱۹۷ آیت.

[210]. د انفال سورت، ۶۱ آیت.

[211]. د تکویر سورت، ۲۷ آیت.

[212].بحارالانوار، اتلسم ټوک، ۲۰۲ مخ.

[213]. د علق سورت، ۱-۴ آیتونه.

[214]. د مدثر سورت، دویم آیت.

[215]. د سبا سورت، ۴۶ آیت.

[216]. د جمعه سورت، دویم آیت.

[217]. اقبال الاعمال، دویم ټوک، ۶۷۸ مخ.

[218]. مواعظ العددیه، ۱۲۴ مخ.

[219] د کتاب تېرو بحثونو ته رجوع وکړئ

[220] تاريخ الطبري: ۳ټ، ۱۱۶۱مخ، اروپا چاپ

[221]. بحارالانوار، ۶۸ ټوک، ۳۸۲ مخ.

[222].د قلم سورت، څلورم آیت.

[223]. مختصر البصائر، ۶۰ مخ.

[224]. امام حسن عسکري ته ورمنسوب تفسیر، ۱۵۶ مخ.

[225].بحار الانوار، ۱۷ ټوک، ۳۰۹ مخ.

[226].نهج البلاغه، دویمه خطبه.

[227]. د انعام سورت، ۱۲۵ آیت.

[228]. نهج البلاغه، ۴۵ خطبه.

[229]. د جمعه سورت، دویم آیت.

[230]. د حجر سورت، ۹۱ آیت.

[231]. د نساء سورت، ۱۵۰ آیت.

[232]. د حدید سورت، ۲۵ آیت.

[233]. د حجر سورت، ۹۱ آیت.

[234]. د نساء سورت، ۱۵۹ آیت.

[235]. د جمعه سورت، دویم آیت.

[236]. د تحریم سورت، ۹ آیت.

[237]. د حدید سورت، ۲۵ آیت.

[238]. د حجر سورت، ۹۴ او ۹۵ آیتونه.

[239]. قمي تفسیر، دویم ټوک، ۲۲۸ مخ.

[240]. د فتح سورت، ۲۹ آیت.

[241]. مستدرک، ۱۱ ټوک، ۸۶ مخ.

[242].نهج البلاغه، ۱۷۳ خطبه.

[243]. د بقره سورت، ۲۸۵ آیت.

[244]. اقبال الاعمال، لومړی ټوک، ۲۹۵ مخ.

[245]. صحيح بخاري، لومړى ټوك، كتاب العلم/3، بحارالانور 18/194

[246]. د علق سورت

[247]. سيره ابن هاشم، 1/ 236 او صحيح بخارى 1/3

[248] شعراء/۲۱۴

[249] تاريخ الطبري: ۱ټ، ۱۱۷ او ۱۷۲مخونه. عيون الاثر: ۱ټ، ۹۸- ۱۰۰ مخونه

[250] تاريخ اليعقوبي: ۲ټ، ۲۳ او ۲۸ مخونه

[251] سيره ابن اسحاق: ۲۲۲ مخ

[252] سيره ابن اسحاق: ۱۴۹مخ.

[253] تاريخ اليعقوبي: ۲ټ، ۳۱مخ

[254] سيره ابن اسحاق: ۱۵۷مخ. ابن هشام، السيرة النبوية: ۱ټ، ۳۷۲مخ

[255] ابن هشام السيرة النبوية: ۱ټ، ۲۷۸ مخ.

[256]وګورئ: ابن هشام، السيرة النبوية: ۱ټ، ۲۸۶- ۲۹۸ مخونه.

[257]تاريخ اليعقوبي: ۲ټ، ۳۱مخ، بيروت چاپ ۱۳۷۹س

[258]لُوی بن غالب د قريشو غور نيکه او زامن يې کعب او عامر دي، د قريشو د ټبرونو نسب همدې کعب بن لؤی ته وررسي، چې خپل مشر ابوطالب خطاب ورته کوي، وګورئ ابن حزم الانساب، د بني لؤی ټبرونو د حالاتو شرح (ددې قصيدې سرچينې د تېر شعر په لمنليک کې ويل شوي).

[259] ابن هشام، السيرة النبوية: ۱ټ، ۳۷۳- ۳۷۶ مخونه.

[260] ابن ابی الحديد، د نهج البلاغې شرح: ۱۳ټ، ۲۵۴مخ، مصر چاپ، د قاصعه خطبي شرح، فصل فی القول فی اسلام ابی بکر و علی

[261] د تېرې سرچينې: ۱۴ټ، ۵۸مخ.

[262] د تېرې سرچينې: ۱۴ټ، ۶۴ مخ. عيون الاثر: ۱ټ، ۱۲۷مخ. تاريخ اليعقوبي:۲ټ، ۳۱- ۳۲ مخونه

[263] تاريخ اليعقوبي: ۲ټ، ۳۵ مخ

[264] ابن هشام، السيرة النبويه: ۱ټ، ۴۰۰مخ. تاريخ الطبري: ۱ټ، ۱۱۹۴- ۱۱۹۹ مخونه

[265] تاريخ اليعقوبي: ۲ټ، ۳۵مخ

[266] ذهبی، تاريخ الاسلام: ۱ټ، ۱۳۸مخ، فصل ثم توفی ابو طالب.

[267]سيره ابن اسحاق، باب وفاة ابی طالپ: ۲۳۸مخ. ابن هشام، السيرة النبوية: ۲ټ، ۹۵مخ،

[268] تاريخ اليعقوبي: ۲ټ، ۳۵مخ.

[269]د يادونې وړ ده، چې د حضرت ابوطالب د ايمان په باب ډېر کتابونه ليکل شوي، چې ځينې يې:

په الذريعه (: ۲ټ، ۵۱۰- ۵۱۴ کتاب کې ښوول شوي له دې:

بغية الطالب لايمان ابی طالب و حسن خاتمته (سيوطي).

اسنی المطالب فی نجاة ابی طالب (د مکې شافعي مفتي، سید احمد بن زيني دحلان)

او له هغو کتابونو چې را وروسته بيا چاپ شوي، ځينې يې دا دي:

ايمان ابی طالب (شمس الدين ابی علی فخار بن معد الموسوي)

ابو طالب، مظلوم تاريخ (علامه اميني) چې د «العذير» کتاب د یوې برخې ژباړه ده.

[270] سيره ابن اسحاق، خبر وفاة ابو طالب: ۲۳۶ مخ. د ابن هشام سيرت او د يعقوبي تاريخ

[271] سيره ابن اسحاق: ۲۳۹- ۲۴۰ مخونه.

[272] نصر بن مزاحم، وقعة صفين: ۹۴مخ، چاپ: المدني مصر (داستان په لنډو اخستل شوی)

[273] په تفسيري کتابونو او صحيح البخاري کې د مسد سورت تفسير

[274] ابن هشام، السيرة النبوية: ۱ټ، ۳۷۲.

[275] ابن هشام السیره النبوية: ۱ټ، ۳۷۶ مخ او په الدرالمنثور سيوطي او نورو تفاسيرو کې د مسد سورت تفسير وګورئ

[276] ابن هشام السيرة النبويه: ۱ټ، ۳۷۸- ۳۷۹ مخونه.

[277] ابن هشام السيرة النبويه: ۲ټ، ۱۷مخ

[278] ابن هشام، السيرة النبويه: ۲ټ، ۱۲۷ مخ.

[279]دې آيت ته اشاره ده: « إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ».

[280] مسعودي، مروج الذهب، باب ذکر هجرته

[281] عيون الاثر: ۱ټ، ۱۸۱ مخ

[282] عيون الاثر: ۱ټ، ۱۸۴مخ. مروج الذهب: ۲ټ، ۲۷۹ مخ، باب ذکر هجرته

[283] وګورئ: عيون الاثرة ۱ټ، ۲۰۰- ۲۰۱ مخونه، باب ذکر المواخاة

[284] وګورۍ: عيون الاثر: ۱ټ، ۱۹۷مخ، باب ذکر اموادعة بين المسلمين واليهود

[285] صحيح مسلم، کتاب الجهاد والسير، باب غزوه بدر

[286] وګورئ: واقدی المغازی: ۱ټ، ۴۸- ۴۹ مخونه، د بدر غزا روايآت، اکسفورد چاپ. متريزي، امتاع الاسماع: ۱ټ، ۷۴- ۷۵ مخونه.

[287] ابن هشام، السيرة النبويه:۲ټ، ۲۶۷ مخ.

[288] وګورئ: ابن هشام، السيرة النبويه،د بدر غزا روايات (په دې کتاب کې اولس ځل د علي کرم الله وجهه نامه راغلې، چې د قريشي کافرانو قاتل دی)

[289] ابن هشام، السيرة النبوية: ۲ټ، ۳۶۵مخ

[290] معجم البلدان: ماده: «سير». ابن هشام، السيرة النبويه: ۲ټ، ۲۸۱مخ.

[291] معجم البلدان، ماده «سير».

[292] واقدي، د ښځې انصاريتوب راخستی دی

[293] مسعودي،التنبيه والاشراف

[294] وګورئ: واقدي، المغازي: ۱ټ، ۱۷۶- ۱۸۰ مخونه. ابن هشام السيرة النبويه: ۲ټ، ۲۴۶- ۴۲۸ مخونه

[295]له چا چې ډېره وينه ولاړه شي، سخت تږی کېږي په تېرو کې ځينو کسانو په جګړو کې ټپيانو ته اوبه رسولې او تر شوني بريده يې پانسمانول.

په اُحد جګړې کې دا چار «نسيبه» کاوه، هغوی چې په جګړې کې د «نسيبه» ګډون په دغسې ټولنو کې د ښځو د ګډون پر جواز دليل بولي،بايد پام يې وي:

  • دا جګړه له مدينې يو ميل وړاندې وشوه او کوم مسافر نه و.
  • نسيبه په جګړه کې ټپيانو ته د اوبو ورکونې لپاره راغلې وه او چې د پېغمبر (ص) شهيدولو ته يې د مشرکانو بريد وليد، له پېغمبر(ص) څخه يې دفاع ته اقدام وکړ او له پېغمبر(ص) څخه دفاع پر هر مسلمان فرض ده.

نوځکه دا چار په نورو چارو کې د ښځو د ګډون پر جواز دليل کېدای نشي.

 

[296] واقدي، مغازي: ۱ټ، ۲۲۴مخ، غزوه حمراءالاسد. ابن هشام، السيرة النبويه: ۲ټ، ۵۲ مخ

[297] (مزمل/۱۱ او ۱۲ آیتونه)

[298] (فصلت ۳۴ او ۳۵ آیتونه)

[299] (حجر/۹۷ او ۹۸ آیتونه)

[300] (انعام ۳۳ او ۳۴ آیتونه)

[301] (ق ۳۸ او آیتونه)

[302] (سجده/۲۴)

[303] (اعراف/۱۳۷)

[304] دا حديث په محاسن اوامالي صدوق کې هم راغلى دى.

[305] دا حديث ابن شعبه په تحف العقول، شيخ صدوق په ((خصال)) او ((معانى الاخبار)) کې روايت کړی دی.

[306]. ارواښاد سید محمد حسین طباطبایي (د المیزان تفسیر مفسر): د سلایي کولو د شمېر په هکله بېلابېل روایات راښيي، چې پېغمبر اکرم (ص) په بېلابېلو ځایونو کې بېلابېلې کړنې درلودې؛نو ځکه د ویدیدو پر مهال رانجه کول سنت دي او شمېر یې مهم نه دی.

 

[307] (د سفر پر مهال خپل وزلې له ځانه سره وړل نبوي سيره ده، چې نن د انتاني ناروغيو متخصصين هم پر دې خبره ټينګار کوي؛ځکه دا کار د ډېرو ناروغيو د مخنيوي لامل ګرځي او ډېرې داسې ناروغۍ دي، چې د خوراک، څښاک او سینګاروزلو او له نورو سره په ګډه له ځينو څيزونو؛لکه د ږيرې او د وېښتانو د خرېلو وسايلو له لارې خپرېږي، چې يوه يې هم د تور زېړي رنځ دى، چې یو له هغو رنځونو ځنې دی، چې په لوړه کچه مو ورسره ټولنه لاس وګرېوان ده.)

 

[308]. یادونه: ذراع د لاس د منځنۍ ګوتې له سره تر څنګل پورې اوږدوالي ته وايي.

[309] (صحيح مسلم٤/١٧٨)

[310] (بحار٧٣ /٢٩٩)

[311] ((اسدالغابه))

[312] (طرائف الحکم، ٢٨٩ مخ)

[313] (مکارم الاخلاق؛ ٢١٤ مخ).

 

[314] (سيره حلبي١/١٣٨)

[315] ((پښتانه وايي: “لږ خوره، تل خوره. ډېر خوره، زهر او ګنډېر خوره” او بلخوا: زه خو حيران دې ته يم، چې د رسول الله مبارک په کومې خبرې پسې په طب کې وګرځم؛ ځکه هغه خو د زړونو طبيب و او د انسانانو لپاره يې ټولې وقايوي او طبي خبرې د حقيقي طبيب له اړخه راوړې وې. نن که چېرته هم ولاړشئ؛ نو لږ تر لږه يو داسې کس به پېدا نه کړئ، چې يا په خپله د شکرې، فشار او يا زړه په ناروغۍ نه وي اخته او يا يې په کورنۍ کې څوک نه وي اخته، چې ددې درې واڼو ناروغيو يو لامل هم هماغه دى، چې ګران نبي ورته هغه وخت اشاره کړې وه؛چې ددې ټولو ناروغيو رابرسېره کوونکې او لمبه ورکوونکې؛risk factors & predisposing factors) لامل چاقي ده، چې چاقي په خپله د وينې د غوړو د زياتېدو لامل ګرځي، چې په خپله د مغزو (CVA) او زړه د سکتې (MI) لامل ګرځي. رګونه تنګوي، چې تصلب شرايين ورکوي او په طب کې چاقۍ ته د مرضونو مور ويل کېږي، چې يو لامل يې ډېر خوراک او لټي ده، څه چې هم اسلام او هم ترې د خداى استازى په کلکه کرکجن و؛ لټي وه، چې په خپله همدا هم تر ليلا او مجنونه اوږده کيسه لري، چې ددې کتاب د ژباړې له حوصلې بهر ده او بيا همدا اسلام دى، چې وايي: خېرالامور اوسطها؛ يعنې غوره لار منځ لاري ده او په طب کې هم د پورتينو ناروغيو د وقايې او درمل لپاره پوه ډاکټران د ناروغانو ژوند منځ لارۍ ته اړباسي؛ يعنې خوره؛ خو ځان مه پړسوه؛مالګه خوره؛خو مناسبه، غوړ خوره؛خو مناسب، کار کوه؛خو حرص مه خوره او… سپينه خو داده، چې د اسلام ټول احکام د انسان د بدن د فيزيولوژۍ له مخې وضع شوي او لنډه بېلګه يې همدا د شکرې، د زړه او د ماغزو د سکتو ناروغان دي، چې چاقۍ، لټۍ، حرص، په زړه کې کينې او حسادت دې ځاى ته رارسولي دي. هغه وايي: از گپ گپ مې برايد. د حسادت خبره شوه. د خداى استازى وايي: حسادت انسان له دننه داسې سوځوي؛لکه اور چې وچه پاڼه سوځوي چې بيا د “اروا پوهنې” په علمي کتابونو کې راغلي، چې حسادت، کينه او هر هغه څه چې په تاسې کې د نورو پر خلاف منفي انرژي جوړوي، په بدن کې د ازادو راډيکالونود ازادېدو او ډېرېدو لامل ګرځي او ازاد راډيکالونه د بدن لپاره تر زهرو هم بدتر دي؛ نو په پايله کې ددې ازادو راډيکالونو يوه منفي پايله د عمر کمېدل دي (هماغه د رسول الله خبره: انسان له دننه سوځوي) دې ويينې ته به همدلته د پاى ټکې کېږدو چې له اصلي موضوع لرې ولاړ نه شو)

[316] (د زړه په ناروغيو کې د CHF او د ششونو په ناروغيو کې د PULMUNARY EDEMA او د وينې د فشار ناروغي په همدې مېکانزم را منځ ته کېږي، چې د رسول الله مبارک په ويناو کې ورته اشاره وشوه؛خو هغه مبارک په هغه وخت کې په داسې ټکيو دا خبره خلکو ته کړې وه، چې د هغه وخت د خلکو سر پرې خلاص او بيا همدا خبره د داخلې او د زړه د ناروغيو کتابونو په نورو ټکيو کوي، چې د((دو پانزده يک سي ميشه)) خبره ده؛يعنې په بدن کې هر ډول مايعات د ډېروالي له امله جمع کېږي، چې زړه يې د پمپ کولو وس نه لري او په پايله کې د بدن مايعات نورو ځايونو ته ځي، چې يو يې هم سګي دي، چې په پايله کې انسان له ساه اخستو غورځوي، چې دا دواړه ناروغۍ انسان له پښو غورځوي او که ناروغ په بېړنۍ توګه له دې حالته را و نه ايستل شي؛نو مړ به شي)).

[317] (ګرانو لوستونکيو! هغه وايي: چې ځې ځې ځې؛نو ابازو ته به راځې. علم او نوې پوهه که څومره خواري هم وکړي؛نو پايله يې د تجربې له لارې، هغه څه جوتول دي، چې اسلام ويلي دي. د رسول الله په پورتني حديث کې د انډوکراين د فيزيولوژۍ له مخې د انسولين او د انسولين د هورمون د مخالفو هورمونونو مکانيسم او کار ته اشاره شوې، چې په طب کې ورته contra regulatory hormones’ of insulin ويل کېږي، چې هغه ټول هورمونونه د شکرې د ناروغۍ په منځ ته راتګ کې ونډه لري. پاک نبي په خپله وينا کې د تفکر خبره رامنځ ته کړه، چې تفکر په ماغزو کېږي او د ماغزو يوازېني خواړه ګلوکوز دي، چې د انسولين اصلي دنده دا ده چې ګلوکوز حجرو ته د سوځېدو لپاره ور دننه کړي او چې کله د انسولين د کمبود له امله او يا داچې د انسولين پر وړاندې په حجرو کې د رسپټورونو مقاومت پورته شو؛نو ګلوکوز په وينه کې ډېرېږي، چې ورته د شکرې ناروغي وايي؛نو تفکر دى، چې ماغزه فعالوي او کارنده-فعال ماغزه ګلوکوز غواړي، چې په دې مکانيسم له يوه اړخه د شکرې له ناورغۍ مخه نيسي، چې په خپله نن يې د بشريت د روغتيا ګرېوان ته لاس وراچولې دى او بلخوا نويو څېړنو ښوولې، هغوى چې په ځوانۍ کې له خپلو ماغزو په سمه او فعاله توګه کار اخلي؛ نو دهغوى په پر تله، چې له ماغزو لږ کار اخلی، د “آلزايمر” په نامه پر ناروغۍ په لږه کچه اخته کېږي؛نو له همدې امله دي، چې قرآن وايي: “فاذا فرغت فانصب”؛يعنې بېکاره مه کـېنئ او تل مو د ماغزو او بدن د کارولو لپاره يو څه ور اچوئ.

 په پورتني حديث کې لوږې، ډېرو خوړو او لږو خوړو ته اشاره شوې، چې په خپله لوږه په انسان کې د Growth Hormone په نامه يو هورمون افرازوي، چې په بدن کې ګلوکوز له ذخيرو راباسي او حجرو ته يې ته ورسپاري، چې که په بدن کې همدا ذخيره ګلوکوز و نه سوځي؛ نو پر غوړو بدلېږي، او پورته مو ورته اشاره وکړه، چې د وينې او د بدن د غوړو ډېروالى پر انسان څه بلاګانې راوړي، بلخوا که د انسان خوب هم ډېر شي؛نو نوموړى هورمون افرازېږي، چې که په مقابل کې انسولين را ونه پارېږي او يا دا چې انسان فعاليت و نه کړي؛نو په بدن کې يې ګلوکوز ډېرېږي؛نو هم ډېر خواړه او هم ډېر خوب دواړه د ((ودې)) د هورمون د ډېرېدو او په پايله کې د بدن د ګلوکوز د ډېرېدو لامل ګرځي، چې په خپله د بدن د ګلوکوز ډېروالى لږ تر لږه پر لاندې غړيو ناوړه اغېز او کله خو يې له کاره هم غورځوي: سترګې، زړه، پښتورګي، د انسان محيطي اعصاب، چې پکې د سړي جنسي ځواک ته هم ګواښ را منځ ته کېږي او د پښو بېلابېل زخمونه، چې پايله کې يې د پښې په بېخ کې غوڅېدل دي؛ نو که څوک د رسول الله مبارک پر دې حديث عمل وکړي؛ نو ګورئ، چې خپل څومره غړي يې له کاره غورځېدو ژغورلي دي؛نو ګرانو باور وکړئ، چې د شکرې ناروغي بده ناروغي ده او کړاى شو په اسلامي کړن لاره ترې مخنيوى او درملنه يې وکړو.))

[318] لږ تر لږه په پورتنۍ شرحه کې مو د فيزيولوژۍ د علم په رڼا کې جوته کړه، چې دين له علم سره په تضاد کې نه دى، ګورو چې ډېر خواړه پر انسان څومره بلا ګانې راوړي؛نو همدا دين دى، چې وايي تاسې لږ وخورئ؛يعنې د خپلې روغتيا پام مو وساتئ؛نو موږ به درته دا کار په عبادت کې وشمېرو؛خو سره له دې ټولو خبرو دا سمه نه ده، هر څه چې ساينس جوت کړل؛نو یوازې هماغه به سم او پر ځاى وي؛بلکې علم لا تر اوسه دومره وزلي او ځواک نه لري، چې هر څه او په تېر بیا، دينې او الهي احکام جوت کړي؛نو د هغې ورځ په هيله، چې علم دومره پر مختګ او اوازار لاس ته راوړي، چې د حقيقي طبيب ټولې خبرې پرې جوتې کړاى شي او هغه ورځ لرې نه ده، چې بشر به دې پايلې ته ورسي. انشاء الله)

[319] (احزاب/۵۳)

[320] (الميزان تفسير٣٢ /٢٢٠).

[321] (مکارم الاخلاق، ٢٦٥ مخ)

 

[322]. نن په طب کې هم خورا ټینګار کېږي، چې د ناچاڼو اوړو ډوډۍ وخورئ؛ځکه د هاضمي غونډال له ډېری رنځونو او چنګاښونو مخنیوی کوي، په تېره هغوی چې شکررنځي دي، دا ډول ډوډۍورته خورا ګټوره ده؛ځکه فایبر لري او له هاضمي غونډاله په ځغاسته وځي او په ډوډۍ کې د شته کاربوهيډارتو د ډېر ګلوکوز له جذبه مخنیوی کوي؛همداراز دا چار له قبضیته هم مخنیوی کوي او هېر مو نشي، چې قبضیت د ډېری رنځونو لامل او زېږنده دی.

 

[323]. نن په طب کې هم چنګاښ پېژندنې ته د پېغمبر اکرم دا چار لومړی ګام دی؛یعنې د بدن په هر ځای کې، چې کومه غوټه ولیدل شي او د وخت په تېرېدو ستره شي؛نو د سرطان اړوند تشخیصي معاینات ورته کوي.

[324]. په دې کتاب کې دې برخې ته لنډه اشاره شوې او د نبوي طب په اړه په بازار کې کتابونه شته، مینوال کولای شي لا معلوماتو ته ورته مراجعه وکړي.

[325]. لیکوال: اوسمهال، د طب په پتالوژۍ برخه کې جوته شوې، چې که یو انسان، ان پر کوم میکروبي رنځ هم اخته کېږي؛ نو باید نوموړي میکروب ته په بدن کې رسپټور/ اخذه یا د رسول اکرم د وینا له مخې، یو رګ ولري، چې پرې اخته شي او که اړوند رنځ ته دغه اخذه ونلري؛ نو پر هغه رنځ نه اخته کېږي او که و یې لري؛ نو اخته کېږي پرې؛ نو د رسول الله دغه خبره، اوس له علمي او طبي پلوه هم جوته شوې ده. د زیاتو معلوماتو لپاره، د کومار رابینز پتالوژي کتاب، د انتاني ناروغیو برخې ته مراجعه کولای شئ.

[326]. نن عصري طب هم حجامت تایید کړی او ان په لویدیځ کې د ډېری رنځونو درملنې ته ترسره کېږی او د حجامت په اړه او داچې د کومو رنځونودرمل دی، په باب هم خورا عملي کتابونه لیکل شوي دي.

[327] (علل ا لشرايع١/ ٢٧٧)

[328] (سفينة البحار٢ /٥٧٤)

[329] (بحارالانوار٧١ /٢١١)

[330] (صحيح مسلم ٣/١٤٤)

[331]. (بحار الانوار١٦/٢١٧)

[332]. ګورو چې جومات ته د ښځې په تګ بندیز نشته؛ نو موږ ته هم پکار ده، چې جوماتونو ته د ښځمنو د تګ لپاره لازمې لارې چارې چمتو کړو.

 

[334] د ‏فاطمة الزهرا د تسبيحاتو په اړه د لا معلوماتو لپاره د څېړونکي د فاطمه الزهرا ژوند او یا هم خوشال بابا او نبوۍ کورنۍ کتابونو ته مراجعه وکړئ.

[335]. یادونه: ارواښاد علامه طباطبایي وايي: له لرېوالي موخه کوروالی و؛ نه خبرې اترې.

[336] (قيامت /۴۰ ‏)

[337] (اصول کافي؛ ٤ ټوک)

[338] (نهج الفصاحه)

[339]. احزاب/۲۵

[340]. صف/۱۴

[341] (جن/۲۶، ۲۷)

[342] (نساء/۸۴)

[343] (انفال/۱۶)

[344] (شورى – ۵۲)

[345]. د رسول الله (ص) ۱۰۰۹ ژونددودنه مو د المیزان تفسیر د ستر مفسر ارواښاد علامه طباطبایی د سنن النبی له کتابه راخستي دي.

[346] (مکارم الاخلاق؛ 83 مخ)

[347] (طلاق/۳)

[348] (اسد الغابه ٢ /٢٦٩)

[349] (اسد الغابه ٢ /٢٦٩)

[350] (ارشاد القلوب ابومحمد حسن ديلمي ٢ /٧)

[351] وګ: الجامع الصغير١/٥٨

[352] وګ: الفقيه٤/٢٧٢.

[353] وګ: وسايل ١٢/٩٧

[354] وګ: کحل البصر/٦٨ مخ.

[355] وګ: صحيح مسلم٥/١١٤.

[356] وګ: محجة البيضاء٦/٤٤.

[357] وګ: وسائل١٢/١٦.

[358] (آل عمران/١٥٩)

[359] (بحارالانوار٣/٢٩٤)

[360] د تاريخ په کتابو؛لکه د يعقوبي تاريخ، د مسعودي التنبيه و الاشراف او د بلاذري معجم البلدان او ابن سعد په طبقات کې دا ټول ليکل شوي دي.

[361] وګ: دلائل النبوة٥/٤٠١.

[362] وګ: بحارالانوار١/١٧٧

[363] وګ: بحارالانوار٢/٩٩-٩٧

[364] وګ: بحارالانوار١/١٧٧.

[365] (شرح نهج البلاغه ابن ابي الحديد٢/١٢٠ د بيروت چاپ)

[366] (اسراء / ٢٣)

[367] (اسراء / ٢٣)

[368] (اسراء / ٢۴)

[369] (الاسراء/٢٣ او ٢٤ ايتونه).

[370] (احقاف/۱۵)

[371] (اسراء / ٢۴)

[372] (يوسف/٩٢)

[373] (مایده/۸)

[374] (شعراء/۲۱۵)

[375] (معانى الاخبار؛٦٧ باب)

[376] (اصول کافي)

[377] (سنن النبى؛٦٠ مخ)

[378] (مستدرک الوسايل٢/٥١٧)

[379] (جواهر الکلام٢٨ /٢١٣)

[380] (نهج الفصاحة ٥١ مخ)

[381] (کهف/۶)

[382] (سيره نبوي؛٤٧ مخ)

[383] (بحار٨١ /٢٠٧)

[384] (بحار الانوار٧٤ /١٥)

[385] (بحار الانوار٧٤ /١٥٠)

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست