تبلیغات

د سړي غریزه، غوښته او اړتیا ده او د ښځې،ځلېدنه او ناز دی . اتفاقا لویه تېروتنه هم دا ده. همدا تېروتنه د مهر او نفقې د منځه وړوو د وړاندیز لامل شوی او په دې اړه به د نفقې او مهر په ویینه کې په تفصیل خبرې وکړو. دا چې له پخوا راهیسې سړي […]

د سړي غریزه، غوښته او اړتیا ده او د ښځې،ځلېدنه او ناز دی .

اتفاقا لویه تېروتنه هم دا ده. همدا تېروتنه د مهر او نفقې د منځه وړوو د وړاندیز لامل شوی او په دې اړه به د نفقې او مهر په ویینه کې په تفصیل خبرې وکړو.

دا چې له پخوا راهیسې سړي د ښځې په مارکه تلل؛نو دا د ښځې د حیثیت ساتنې او درناوي ستر لاملونه ول . طبیعت، سړی د غوښتنې، عشق او طلب ښکارندوی او ښځه یې د معشوقې او مطلوبې ښکارندوی پنځولی ده. طبیعت،ښځه ګل او سړی یې بلبل،ښځه شمع او سړی یې پتنګ کړی دی .دا د خلقت حکیمانه او شهکارانه تدبیر دی،چې د سړي په غریزه کې یې اړتیا او غوښتنه او د ښځې په غریزه کې ناز او ځلېدنه ایښی ده.د سړي د مظبوط جسم پر وړاندې د ښځې جسماني کمزورتیا یې په دې لارې جبران کړې ده.

دا د ښځې د حیثیت او درناوي پر خلاف دي،چې په سړي پسې ولاړه شي. دا سړي ته د زغملو وړ ده،چې په ښځه مارکه وکړي او د نه ځواب واوري او بیا په بلې مارکه وکړي او بیا هم د نه ځواب واوري،چې په پای کې یوه ښځه ورته ښه وکړي او ورسره واده وکړي؛خو که ښځه غواړي،چې ګرانه‏،معشوقه او ‏د ستاینې وړ وي او ‏د سړي په زړه پوه شي او پرې واکمنه وي؛نو دا چار د ښځې له غریزې سره اړخ نه لګوي،چې د سړي په مارکه ولاړه شي او که د “نه” ځواب یې واورېد؛ په بل پسې ولاړه شي .

د مخور امریکايي فیلسوف “ویلیام جیمز” په ګروهه، د ښځې حیاء او ظریفانه ځان ساتنه غریزه نه؛بلکې د “حوا” لوڼې د تاریخ په اوږدو کې پوه شوي،چې عزت او درناوی یې په دې کې دی،چې په سړو پسې ولاړې نشي،ځان خوار نه کړي او د سړي له لاس رسۍ ځان لرې وساتي. ښځې د تاریخ په اوږدو کې په دې پوه شوي او خپلو لوڼو ته یې ددې ښوونه هم کړې ده. د بشر په جنس پورې اړه نه لري،نور ځناور هم همدا شان دي، دا دنده تل نر جنس ته ورکړل شوې،چې ځان ښځینه جنس ته اړین او پرې مین وښيي .ښځينه جنس ته دا نده ورکړه شوې،چې په ښکلا لاس پورې کړي او د استغناء او ځان ساتنې له لارې،د ځیګ جنس زړه نور هم ځان ته رامات کړي او هغه د خپل حساس زړه له لارې او په خپل واک یې ځان ته په چوپړ کې کړي .

سړی د ښځې د رسېدون (وصال) پېرونکى دی؛نه د رقبې یې

سړی د ښځې پېرونکی دی،چې د خلقت په قانون پورې اړه لري .

دویم دا چې،ایا هره پېرودنه د څیزونو د مالکیت او مملوکیت له ډوله ده؟ محصل او طالب د زده کړې پېردونکي دي،زده کوونکی د ښوونکي پېردونکی دی،د هنر لټوونکی د هنرمند پېرودنکی دی .ایا پر دې د مالکیت نوم کېږدو او که د علم او عالم او د هنر لټوونکي او هنر له حیثیت سره یې په ټکر کې وګڼو؟سړی د ښځې د رسېدون (وصال) پېرودونکی دی او سيال یې نه دی . د “حافظ شیرازي” دا شعر د ښځې د جنس سپکاوی ګنئ،چې وايي:

شیراز معدن لب و لعل است و کان و حسن

من جوهری مفلس از ان رو مشوّشم

شهری است پر کرشمه و خوبان ز شش جهت

چیزیم نیست ورنه “خریدار” هر ششم

“حافظ” خواشینی دی،چې څه نه لري چې له خوبانو یې بلهار کړي او پاملرنه او نظر یې ځان ته رامات کړي . ایا دا د ښځې د مقام سپکاوی دی یا په ژوندي زړنو کې د ښځې د مقام ‏تر ټولو د لوړ درناوي ښکارندوی دی،چې له ټول نارینتوب او ځوانۍ سره د ښځې د ښکلا او ښایست پر وړاندې خضوع او خشوع کوي او ځان یې د مینې اړمن ګڼي او ښځه له ځانه بې اړې ښیي؟

د ښځې تر ټولو ستر هنر دا دی،سړی چې په هر مقام او وضع کې وي،وکړای شي ځان ته یې رامات کړي .

اوس ووینئ،چې د ښځې د حقوقو د دفاع په نامه،څرنګه د ښځې پر ستر امتیاز، حیثیت او شرف تور داغ لګوي ؟!

ځکه مې وویل دا ښاغلی د ښځې د پت سمونې په نامه سترګې یې ورړندوي .

مارکه د ښځې درناوي او حیثیت ساتنې ته سولیز(عاقلانه) او ظریف دود دی

ومو ویل : دا چې د خلقت په قانون کې،سړی د اړتیا او غوښتنې او ښځه د مطلوبیت او ځوابوینې ښکارندوی ده،چې دا د سړي د غښتلې تنې پر وړاندې د ښځې د کمزورې تنې جبرانوونکی او د حیثیت او احترام تر ټولو ښه ضامن او هم په ګډ ژوند کې یې د تعادل او توازن ساتنې لامل هم دی . دا یو ډول طبیعي امتیاز دی،چې ښځې ته ورکړ شوی او یو ډول طبیعي دنده ده،چې د سړي پر اوږو ایښوول شوې ده.

کوم قوانین،چې بشر وضع کوي یا په بله وینا: هغه قانوني تدابیر، چې کاروي،باید دا امتیاز ښځې ته او دا دنده سړي ته پکې په پام کې ونیول شي. د ښځې او سړي د یو شان والي قوانین د وظیفې او ادب له مخې د ښځې د ګټو،حیثیت او درناوي په تاوان دي او په ښکاره د سړي په ګټه؛خو په واقع کې د دواړو په تاوان دي .

 

په برخلیک ټاکنه کې خپلواکي

انجلۍ پرېشانه او وېرېدلې رسول اکرم(ص) ته راغله،ویې ویل:

یا رسول الله! ددې پلار له لاسه مې…..

رسول الله(ص): ولې څه یې کړي؟

انجلۍ : بې له دې،چې ومې پوښتي،خپل وراره ته یې په نکاح کړې یم .

رسول الله(ص) : اوس یې،چې دا چار کړی،‏مخالفت مه کوه،ښه وکړه او د تره زوی ښځه دې اوسه .

انجلۍ : یا رسول الله! د تره زوی مې نه دی خوښ،څرنګه یې ښځه شم،چې خوښ مې نه دی؟

رسول الله (ص):که دې نه وي خوښ،واک دې پخپل لاس کې دی،ولاړه شه،چې څوک دې خوښ وي،هماغه وکړه.

انجلۍ: اتفاقاً ډېر مې خوښ دی او بې له هغې مې بل څوک نه دی خوښ او نه غواړم بل څوک وکړم؛خو پلار مې بې له دې،چې زما نظر وغواړي دا کار یې کړی،په لوی لاس راغلم ،چې درسره سوال او ځواب وکړم،له تاسې واورم او ټولو ښځو ته اعلان کړم،چې تر دې وروسته پلرونه حق نه لري،په خپله خوښه لوڼې ورکړي .

فقهاوو لکه “شهید ثاني” په “مسلک” ‏ او د “جواهرالکلام” مؤلف دا روایت د اهلسنتو له لارې رانقل کړی .د غیر عربي جاهلیت په څېر په عربي جاهلیت کې هم پلرونو ځان د لوڼو،خویندو او احیاناً د میندو مطلق واکوال ګڼل او د مېړه په ټاکنه کې یې ورته واک نه ورکاوه،که پلار یا ورور نه و؛نو مطلق واک یې،له تره سره و او تر دې ورسېده،چې تر زېږون مخکې به یې لوڼې ورکولې او چې پېغله به شوه،سړي به کور ته بوتله .

 

تر زیږون مخکې ورکول

پېغمبراکرم(ص)،چې وروستی حج وکړ؛ یوه ورځ پر سپرلۍ سپور او متروکه ورسره وه،یوه سړی مخې ته ورغى، ورته یې وویل : عرض لرم .

رسول الله(ص) : ووایه .

سړی: کلونه مخکې د جاهلیت په پېر کې ما او “طارق بن مرقع” په جګړه کې ګډون کړی و،د طارق نېزه په کار شوه،ویې ویل :څوک به راته نېزه راوړي،چې انعام ورکړم‏ ؟ زه ورمخکې شوم او ورته مې وویل : څه انعام ورکوې؟ ویې ویل،قول درکوم لور مې چې وزېږېده ،تا ته به یې لویه کړم. ومې منله او نیزه مې ورته ورکړه. پېښه تېره شوه،کلونه تېر شول اوس مې فکر ته راغلل او خبر شوی یم،جې انجلۍ پېغله شوې،ولاړم او ورته مې قيصه وکړه؛خو اخوا دیخوا یې وکړل او له ژمنې واوخوت او مهر رانه ‏غواړي،اوس راغلی یم،چې زه په حقه یم که هغه؟

رسول اکرم(ص): انجلۍ څو کلنه ده؟

سړی : انجلۍ پېغله شوې او ان سپین یې هم په سر کې لږېدلي .

رسول الله(ص): که مې پوښتې؛نو نه ته په حقه یې او نه طارق . ځه خپل کار دې کوه او انجلۍ په خپل حال پرېږده .

سړي هک پک شو،څه شېبه یې پېغمبراکرم(ص) ته کتل، په فکر کې شو،چې دا لا څرنګه ورمند-قضاوت دی،ایا پلار د لور واکوال ‏ نه دی؟ که د لور پلار ته نوی مهر هم ورکړم او پخپله خوښه راته لور راکړي؛نو ایا دا ناروا کار دی؟

پېغمبراکرم(ص)یې‏ په دې هک پک توب پوه شو،ورته یې وویل: ډاډمن اوسه ! په دې ترتیب چې مې درته وویل،نه ته ګنهکارېږې او نه دې ملګرى طارق .

 

د لوڼو یا خویندو ونج (بدل)

د”ِشغار” نکاح د پلار د مطلقې واکوالۍ بله بڼه وه . د “شغار” نکاح؛یعنې د انجونو بدل . دوه کسانو،چې په کور کې یې دوه پېغلې درلودې،يو له بل سره یې بدلولې،په دې ترتیب چې دا دواړه انجونې به د یو بل مهر ګنل کېدې او د پلرونو به رسېدلی . اسلام دا دود منسوخ کړ.

پېغمبر اکرم(ص) خپله لور فاطمه بې بي په مېړه ټاکنه کې ازاده پرېښوه؛ پېغمبر اکرم څو لوڼې پخپله ورکړې؛خو کله یې هم بې واکه او بې اختیاره پرېنښوې . حضرت علي (ک)،چې د فاطمې بي بي په مارکه راغی،پېغمبراکرم(ص)ورته وویل : وار د مخه ډېری یې په مارکه راغلي او ما فاطمې ته ویلي؛خو هغې په ناخوښۍ ډول رانه مخ اړولی اوس به یې ستا له مارکې خبره کړم .

پېغمبراکرم(ص) ولاړ او له فاطمې بي بي سره یې د حضرت علي (ک) د مارکې خبره وکړه ؛خو فاطمې بي بي د پخوا په څېر مخ ونه ګرځاوه او په چوپتیا یې پېغمبراکرم(ص) ‏پخپله خوښه پوه کړ. پېغمبراکرم د تکبیر په ویلو ترې راووت .

 

د ښځو اسلامي خوځښت، سپین وه

اسلام د ښځينه وو ته ستر خدمتونه وکړل . اسلام نه یوازې د واک او اختیار په برخه کې د ښځې له پلاره د مطلق واک خبره له منځه یووړه؛ بلکې په ټولیزه کې یې ورته اکروکر (هویت)،شخصیت او د فکر او اند خپلواکي ورکړه او د هغې طبیعي حق یې په رسمیت وپېژانده. کوم قدم چې اسلام د ښځې د حقوقو په اړه اوچت کړ او په اړه یې چې څه په لویدیځ کې ‏کېږي او نور ترې په پټو سترګو لاروي کوي؛ترمنځ یې دوه بنسټیز توپیرونه دي :

لومړې توپیر د ښځې او سړي د ارواپوهنې په برخه کې دی . اسلام په دې برخه کې اعجاز کړی . په دې اړه به په راتلونکې کې ویینه وکړو.

دویم توپیر داچې اسلام سره له دې،چې ښځې یې له خپلو انساني حقوقو سره اشنا کړی او ورته یې شخصیت او خپلواکي ورکړه،کله یې هم ښځې د سړي پر وړاندې خپلسرۍ،سرغړاندۍ او سرکښۍ ته‏ ونه هڅولې .

د ښځې اسلامي خوځښت سپین و،تور،سور،شین او اسماني نه و، د لوڼو پر وړاندې یې د پلرونو او د ښځو پر وړاندې یې د مړونو درناوی له منځه یونووړ،د کورنیو سټې یې ښویېدونکې نه کړی . ښځې یې د مېړه خدمت او د اولاد د روزنې پر وړاندې بدکڅې نه کړې،مجرد او ښکاري ته یې د وړیا ښکار وسیله جوړه نه کړه،ښځې یې د مړونو له پاکو غېږو او انجونې یې د موروپلار د مینې له ډکو لمنو نه د شتمنو او د اداري پوست خاندانو ته ور نه کړې،داسې کار یې و نه کړ،چې د اقیانوس له هغه اړخ یوه چغه راپورته شي،چې د کورنیو سپېڅلې چرګۍ له منځه ولاړه،پلرنۍ ډاډ له منځه ولاړ،له دې دومره فساد سره څه وکړم؟ له دې دومره ماشوم وژنې او جنین غورځونې سره څه وکړم؟ له څلوېښت سلنه زنا زېږو ماشومانو سره څه وکړم؟ داسې ماشومان، چې پلرونه یې معلوم نه دي؟ او د مېندو یې هم ورسره مینه نشته؛ځکه هغه یې د لوراند پلارني په کور کې نه دي زیږولي؛نو مور یې دا ماشوم ټولنېزې موسسې ته سپاري،کله یې هم پوښتنه نه کوي؟

هېواد مو د ښځو خوځښت ته اړمن دی؛خو سپین اسلامي خوځښت ته؛نه تک تور اروپايي خوځښت ته، داسې خوځښت، چې د شهوت پالو ځوانانو لاس پکې له ګډون او لاسوهنې پاک وي،هغه خوځښت، چې له لوړو اسلامي ښوونې یې سرچينه اخستې وي؛نه دا چې د “مدني قانون” د بدلون په نامه د اسلام غوڅ قوانین له هوس او ځاني غوښتنو بلهار شي،هغه خوځښت چې په لومړۍ درجه کې ژوره او سولیزه(منطقي) څېړنه وکړي،چې روښانه کړي،هغه ټولنې چې پر ځان یې د اسلام نوم ایښی،تر کومه بر یده ‏پکې اسلامي ښوونې پلي کېږي .

د پلار اجازه

هغه مسئله،چې پر انجونو د پلار د واک په اړه ده؛نو د پېغلو په هکله چې په لومړي ځل واده کوي ایا د پلار اجازه شرط ده که نه؟

د اسلام له نظره څو څیزونه دي،چې نمښته-انکار ترې نشي کېدای:

هلک او انجلې له وټیز- اقتصادي اړخ خپلواکي لري . هلک او انجلۍ که بالغ او عاقل وي او پردې سربېره، که رشید وي؛یعنې له ټولنیز اړخ یې تر هغې وده کړې وي،چې وکړای شي پخپله د مال ساتنه او پالنه وکړي؛نو شتمنۍ یې ورته باید ورکړه شي . موروپلار،مېړه ،ورور یا بل څوک په دې اړه د څارنې او لاسوهنې حق نه لري .

بل منلی حقیقت د د واده په باب دی . د هلکانو،چې شونډه توره شي او د عقل او ودې درلودونکي وي،د خپل ځان واکوال ‏ دي او څوک پکې د لاسوهنې حق نه لري؛خو انجونې،که انجلۍ یو ځل واده کړی وي او اوس کوڼده وي؛نو په داسې حالت کې د هلک په څېر ده؛یعنې څوک یې په کار کې د لاسوهنې حق نه لري او که پېغله وي او په لومړي ځل غواړي له سړي سره واده وکړي؛نو په دې حالت کې به څرنګه وي؟

دا چې پلار د لور مطلق واکوال ‏ نه دی او نشي کړای بې د لور له خوښې ‏چا ته یې پخپل سر ورکړي؛نو په دې کې څه خبره نشته؛ لکه څرنګه چې مو ولیدل، پېغمبراکرم د هغې انجلۍ په ځواب کې په ډاګه وویل،چې پلار یې پخپل سر او بې د هغې له خوښې ورکړې، و‏ ویل:” که خوښ دې نه و؛نو له بل سره واده وکړه.” په فقهاوو کې په دې اړه اړپیچ -اختلاف دی،چې ایا پېغلې حق لري،چې بې د پلار له اجازې واده وکړي او یا د پلار اجازه یې د واده د صحت شرط نه دی؟

که څه هم یوه بله غوڅه منلې خبره ‏دا ده،که پلار بې ‏دلیله د لوڼو له واده سره هوکړه نه کوي؛نو د پلار حق د انجلۍ ‏له غاړې اخوا کېږی او د ټولو اسلامي فقهاوو په اتفاق انجلۍ د مېړه په ټاکنه کې مطلقه ازادي لري .

دا چې د پلار هوکړه او موافقه په کې شرط ده؛ که نه؛لکه څرنګه چې مو مخکې وویل، د فقهاوو په کې اړپېچ دی .زیاتره فقهاء په تېره بیا وروستي ( متاخر) فقها د پلار شرط او موافقه شرط نه ګني؛خو ځینې یې شرط ګڼي .

دا چې دا مطلب غوڅه اسلامي مسئاله نه ده،د اسلام په هکله پرې ویینه نه کو؛خو له ټولنیز اړخ پرې ویینه اړینه ګڼم .

 

سړی د شهوت او ښځه د مینې بنده ده

دا چې لازم دي یا لږ تر لږه ښه دي،چې پېغلې دې د پلرونو بې اجازې مړونه نه کوي؛نو دا له دې امله نه دي،چې انجلۍ دې کمزورې‏ وپېژندل شي او د ټولنیزې ودې له اړخ له سړي ټیټه ګڼل شوی ده. که له دې اړخه وای؛نو د یوې شپاړلس کلنې کونډې او اتلس کلنې پېغلې ترمنځ څه توپیر و،چې کونډه د پلار موافقې ته اړتیا نه لري او پېغله یې د دې خبرې له مخې لري . پردې سربېره ‏د اسلام له نظره که انجلۍ د خپل کار په سنبالنه کې کمزورې ‏ده؛نو ولې اسلام ،رشیدې او بالغې انجلۍ ته وټیزه- اقتصادي خپلواکي ورکړې ده او څو میلیوني معاملې یې بې د پلار،ورور او مېړه له هوکړه سمې ګنلي دي؟ دا مطلب پر فقهي دلیل سربېره،بله فلسفه هم لري،چې سترګې پرې نشو پټولای .

دا مطلب د ښځې په کمزورۍ‏ او د فکر او سول- عقل په نه ودې پورې یې اړه نه لري؛بلکې د ښځې او سړي د ارواپوهنې په یوې برخې پورې ‏تړاو لري، له یوې خوا د سړي په ښکاري حس او ‏بلخوا په سړي د ښځې د وفا او رښتینې خوش باورۍ پورې تړاو لري .

سړی د شهوت بنده او ښځه د مینې بندیوانه ده. څه چې سړی ‏له پښو ‏غورځوي شهوت دی،د ارواپوهانو په منښته – اعتراف د سړیو په پرتله د شهوت پر وړاندې د ښځو صبر او استقامت ډېر دی؛خو څه چې ښځه له پښو غورځوي او بندیوانه کوي یې، د سړي له خولې د مینې او وفا سندرې دي او د ښځې خوش باوری په همدې ځاې کې ده او چې پېغله وي او د سړیو صابون یې په جامه نه وي لګېدلی، د سړیو د مینې ‏خبرې په اسانۍ باوروي .

“ښځې او سړي ته نړۍ یو شان نه ده” په نامه د امریکايي ارواپوه “پروفیسر ریک” نظریات دي،چې وايي : “ تر ټولو ښه غونډله-جمله چې سړی یې ښځې ته وايي دا ده : ډېره راباندې ګرانه یې .”

بیا وايي: “ د ښځې نېکمرغي دا ده،چې د سړي زړه لاس ته راوړي او ټول عمر یې وساتي.”

ستر ارواپوه؛پېغمبراکرم(ص) دا حقیقت څوارلس پېړۍ مخکې ویلی ‏: “ښځې ته د سړي دا خبره،چې “راباندې ګرانه یې”کله هم د ښځې له زړه نه وځي.”

ښکاري نارينه وو تل د ښځينه وو له همدې احساسه ناوړه ګټنه کړې . “ګرانې له مینې دې مرم” دا غونډله هغو انجونو ته، چې د سړیو په هکله تجربه نه لري،تر ټولو غوره دام دی .

یوې ښځې،چې غوښتل ځان ووژني او کوم سړي،چې غلولې ‏وه،‏ دواړه تر محکمې راورسول . سړي د ‏ښځې غولونې ته له پورتني فورموله کار اخستى و، سړی وايي : “که څه هم خبرې مې ورسره نه کولې؛خو زړه مې غوښتل هره ورځ او هره شېبه یې ووینم. پرې مین نه وم؛خو چې په خبرو کې یې راسره کومه مینه ‏ښووله،روحي تړاو مې ورسره پیدا کړ . ټولې ښځې دا شان دي؛ تر دې مخکې،چې مینه یې خوښه شي،مین خوښوي او تر مین پیدا کېدو وروسته له ټولو انجونو او ښځو سره،مینه پیدا کېږي، زه هم له دې قاعدې مستثني نه وم .”

دا خو لا کونډه او تجربه لرونکې ښځه وه؛نو د بې تجربه انجونو به څه حال وي!

دلته اړین دي،هغه انجلۍ له خپل پلار سره سلا مشوره وکړي او موافقه یې تر لاسه کړي،چې سړی یې نه دی تجربه کړی؛ځکه پلار یې د سړیو له احساساتو ډېر ښه خبر دی او بې له استثنايي شرایطو، پلرونه تل د لوڼو خیر او نېکمرغي غواړي .

دلته قانون بیخي د ښځې سپکاوی نه دی کړی؛بلکې د ښځې پر اوږې یې د ملاتړ لاس ایښی دی . که هلکان ادعا وکړي،چې قانون ولې موږ په دې نه یو ملزم کړي، چې په دې اړه د موروپلار خوښه واخلو؛نو له سول- منطق لرې خبره نه ده،چې څوک د انجونو په نامه د پلرونو د موافقې په اخستنې نیوکه وکړي .

 

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، مرتضی مطهري

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست