تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي: بعيدا فحشه لينا قوله = فحش ترې لرې او خبرې یې نرمې او پستې وي. په لغت کې د فحش د ناوړې او بدې وینا او کړنې پر مانا دی. فاحشه یا فحشا ډېر د ناوړه کار په اړه […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي:

بعيدا فحشه لينا قوله = فحش ترې لرې او خبرې یې نرمې او پستې وي.

په لغت کې د فحش د ناوړې او بدې وینا او کړنې پر مانا دی. فاحشه یا فحشا ډېر د ناوړه کار په اړه کارول کېږي او فحش د ناوړې خبرې په هکله.

په خپله قرآن کې هم توند تعبیرونه کارول شوي. په جمعه سورت کې دا آيت لولو:

مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (جمعه/۵) = د هغو كسانو مثال؛ پر كتابونو د بار شوي خره په څېر دى، چې د تورات پر عملي كولو مكلف
شوي ول؛ خو عملي يې نه كړ. [وه] د هغې ډلې مثال څومره ناوړه دى، چې د خداى آيتونه يې دروغ وګڼل او خداى ظالمانو ته سمه لار نه  ورښيي

د سعدي په وینا:

نه محقق بود، نه دانشمند

چارپايى بر او كتابى چند

یا په مدثر سورت کې راغلي چې:

فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ. كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنفِرَةٌ. فَرَّتْ مِن قَسْوَرَةٍ (مدثر، ۴۹/ ۵۰/ ۵۱) = نو څه پرې شوي، چې له پنده (قرآن) مخ اړوونكي دي؟! لكه چې دوى ترهدلي خره دي، چې له زمري تښتېدلي وي.

او یا د بلعم باعور په اړه :

فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث (اعراف، ۱۷۶) = حالت یې د سپي په څېر دى، چې كه یرغل پرې وروړې(هم) ژبه راباسي (او غاپي) او كه یې پرېږدې،(بیا هم) ژبه راباسي (او غاپي)

قرآن کریم مو نورو ته له کنځا منع کوي، په انعام سورت کې راغلي:

وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ(انعام/۱۰۸) = او “غیرالله” نمانځي مه کنځئ هسې نه چې د دښمنۍ او ناپوهۍ له امله “الله” وکنځي، دغسې موږ هر امت ته یې كړه ورښايسته كړي دي.

روستۍ غونډله – جمله د مطلب علت وایې؛ یعنې کومې چارې چې درته ګرانې او په اړه يې د نورو بده وینا زغملای نشې. کټ مټ د نورو په باب هم دا مطلب صادق دی او نور هم داسې ګران څېزونه او معبودان لري چې ورته وندل کنځل، دوی رنځوي؛ نو که غواړئ څوک مو معبود ونه کنځي، تاسې یې هم معبودان مه کنځئ.

وندل کنځل لانجمنه او شخړه زیاتونکې چاره ده

کنځل له هغو چارو ځنې ده، چې ځان ته لا زور ورکوي؛ یعنې چې پیل شوې، نه یوازې نه تمېږي؛ بلکې تل په ناسم ډول او ځورونکي بڼه ځان ته لا باد ورکوي او پای ته رسیدو ته یې هم کوم برید نشته. که له چا خپه کېږئ او مقدسات یې کنځئ او خپه کوئ یې، په غبرګون کې هغوی مو هم کنځي او مقدساتو ته مو سپکاوی کوي، دا سپکاوی مو پخوانی خپګان لا ورزیاتوي او تاسې هم خپلې کنځاوی زیاتوئ او په پایله کې مقابل لوری هم خپل توهین زیاتوي؛ یعنې د اخلاقي رذایلو یوه مشدد کړۍ رادبره کېږي او انسان داسې تاو کښونو ته ورسېخوي چې بریک پکې نه نیول کېږي او همداسې وړاندې به درومي.

که هڅه وکړئ چې خپلو قانوني ستونزاواري ته له اړیکو ګټنه وکړئ، بل هم هڅه کوي چې تر اړیکو مو اوچتې اړیکې پیدا کړي او نور هم. او په دې کار کې همدغسې منداڼو وهل کېږي او کار تر دې ځایه رسي چې اړیکه پوره د قانون  ځای نیسي. دا خنډ باید له بیخه راوایستل شي.

مخکې مو هم وویل له رذیلت څخه د فضیلت د توپیر له څرګندو کچو همدا دی. هغه کړنې چې انسان په تشدیدونکیو او تاوتریخجنو کړیو کې ورننباسي،چې له هیڅ ځایه یې تمولای نشو او په دننه کې یې رغیدا نه کېږي؛ نو له رذایلو شمېرلېږي. له بهره دغسې ستونزې رغولای شو او یوازې پر ګردې ټولګې باندې په برید سره یې درملولای شو. وندل کنځل هم دغسې یو څیز دی. او د قرآن وتلار دا ده:

وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ (انعام/۱۰۸) = او “غیرالله” نمانځي مه کنځئ.

یعنې تسامح، اساني او ګوزاره کول. هغه تسامح چې له معرفت پېژندنې راولاړېږي. کله وګړي تسامح ته رابلو؛ خو نه د پېژندنې له مخې؛ بلکې د ځان کڼولو او ځان تېرولو پر مانا. وایو سمه ده چې ته پر حق یې؛ خو اوس ځان کوڼ کړه؛ خو دا کڼول او نالیدلي ګڼل ولې؟

څوک چې تراوسه ددې کڼولو په خواله نه پوهېږي، څنګه ځان کڼولای شي؟ او تېر شي؟ خو که د همدې انسان معرفت پېژندنه او انسان پېژندنه واوړي؛ نو بیا یې کار ځان کڼول نه؛ بلکې چلن یې د قاعدې له مخې وي. د قرآن معرفت پېژندنه دا ده چې « هرقوم ته یې خپلې کړنې ښکلې ښکاري» که محبوب یې ستا په سترګو کې بدرنګ وي؛ نو په خپلو سترګو کې خو ورته ښکلی دی او اپوټه. او په دې حال کې ولې وندل کنځل او ولې سپکاوی؟

گفت ليلى را خليفه كان تويى

كز تو مجنون شد پريشان و غوى

از دگر خوبان تو افزون نيستى

گفت: خامش چون تو مجنون نيستى

ديده ى مجنون اگر بودى ترا

هر دو عالم بى خطر بودى ترا

اگر در ديده ى مجنون نشينى

به غير از خوبى ليلى نبينى

(مثنوي لومړی دفتر)

ته باید ځان دهغې په ځای کې وانګېرې. که له خپلې تنګې دنیا راووځې، ډېرې دنیاوې به ووینې؛ دنیا یوازې د یوه امت نه؛ بلکې د بېلابېلو امتونو او ادیانو ټولګو ده. وندل کنځل او ناسزا ویل ستونزاواری نه؛ بلکې د دنیا په ارتولو، پل ایښوونو، نورو جهانونو ته د کړکیو د پرانستنو او د دیالوګ او خبرو اترو په پیلولو ګروهېزې چارې هوارېږي؛ نو ځکه یې له وندلو کنځلو، په تېره د نورو مقدساتو ته، نهې کړي یو. له علي (ک) روایت دی، چې یوه ورځ د یو پریوتي او پست سړي له څنګه تېرېده او سړي وکنځه.

علي (ک) دا شعر ووایه:

لقد مررت على اللئيم يسبنى

فمضيت ثمت قلت ما يعنينى

« د یو لئيم تر څنګه تېرېدم چې ویې کنځلم. له ځان سره مې وویل، علي نامې ډېر دي، ښایي مراد یې زه نه او بل علي وي»

د کنځلو پر وړاندې زغم او بزرګواري رانه غوښتل شوې ده. په صفین جګړې کې، چې علي (ک) واورېدل، ځنې ملګري یې د شامیانو د کنځلو پر وړاندې کنځلی کوي، ویې ویل:

اكره لكم ان تكونوا سبابين، ولكنكم لو وصفتم اعمالهم و ذكرتم حالهم كان اصوب فى القول و ابلغ فى العذر و قلتم مكان سبكم اياهم: اللهم احقن دماءنا و دماءهم و اصلح ذات بيننا و بينهم و اهدهم من ضلالتهم حتى يعرف الحق من جهله و يرعوى عن الغى و العدوان من لهج به ( نهج البلاغه، ۲۰۶ مه خطبه )

« ښه مې نه ایسي چې کنځل مار اوسئ ؛ بلکې که د دوی کړنې مو ورڅرګندې کړې وای او د دوی حالات مو وریاد کړي وای؛ نو هم به مو خبرې ټينګې وای او هم مو د دوی دغه لار ورټپوله، څومره به ښه وه، چې د کنځا پرځای مو ورته ویلای: خدایه، د دوی او زموږ وینې له تویولو بچ کړه او ترمنځ مو سم سمګی او اصلاح راوله او له بېلارېتوبه یې وژغوره، چې حق ناپېژاندي حق وپېژني، او هغه چې په ضلالت او دښمنی خوله راسپړلې، بنده یې کړي.»

مولوي بلخي سره له دې چې کله ناکله له خپلو طاعنانو سره اووښته او سختې خبرې یې ورته کولې:

پيش از آنك اين قصه تا مخلص رسد

دود گندى آمد از اهل حسد

خربطى ناگاه از خر خانه اى

سر برون آورد چون طعانه اى

كاين سخن پست است يعنى مثنوى

قصه ى پيغمبر است و پيروى “…”

چون كتاب الله بيامد هم بر آن

اين چنين طعنه زدند آن كافران

كه اساطير است و افسانه ى نژند

نيست تعميقى و تحقيقى بلند

(مثنوي درېيم دفتر)

اى سگ طاعن تو عوعو مى كنى

طعن قرآن را برون شو مى كنى

اين نه آن شير است كز وى جان برى

يا ز پنجه ى قهر او ايمان برى

تا قيامت مى زند قرآن ندا

اى گروهى جهل را گشته فدا

كه مرا افسانه مى پنداشتيد

تخم طعن و كافرى مى كاشتيد

خود بديديت آنكه طعنه مى زديت

كه شما فانى و افسانه بديت

(مثنوي درېیم دفتر)

خو سره له دې د ناصبره کنځل مارو پر وړاندې د انبیاوو حالت په یو عبرتناک داستان کې راوړي:

یو سپاره په بیدیا کې یو ویده ولید چې یو مار یې په خوله ورننوځي. ویده یې په کوړه له خوبه راویښ کړ او لاسونه یې د آس تر شا وتړل او ګرد چاپېره یې ګرځاوه او سړي له ډیره درده چغې وهلې، چې څه مې درسره کړي، چې دغسې ظلم راسره کوې؛ خو سپور یې د چغو څه پروا نه درلوده او تر سره لمر لاندې یې په بېدیا کې دومره وچورلاوه چې ګورزون یې وکړ او مار یې له ګیډې راووت. سړي چې مار ولید او پر قصه پوه شو؛ نو د سپاره لاس او پښې ښکل کړې او بښنه يې ترې وغوښته ، چې ته خو پرښته وې او ما شیطان ګڼلې :

اى مبارك ساعتى كه ديدى ام

مرده بودم، جان نو بخشيدى ام

اى خداوند و شهنشاه و امير

من نگفتم، جهل من گفت، آن مگير

(مثنوي دویم دفتر)

سپاره وویل:

مى شنيدم فحش و خر مى راندم

رب يسر زير لب مى خواندم

هر زمان مى گفتم از درد درون

اهد قومى انهم لايعلمون

(مثنوي دویم دفتر)

مولی وایې چې همدا د انبیاوو د حالاتو څرګندول دي. انسانان سختو عباداتو او طاعاتو ته اړ باسي او خلک په خوله او زړه نیوکې کوي؛ خو غافل دي، چې په دې طاعت د نفس ماران او ښاماران لرې کوي. یوازې زغمناکه هاضمې دا دومره تراخه او تریوټندي تېروالای شي او ان د نازغمۍ کوچنۍ شان څرګندونه هم نکوي؛ نو ځکه خدای په قرآن کې پېغمبر (ص) ته تردې بریده په صبر سپارښتنه کوي :

فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ (طه/۱۳۰)  

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ (احقاف/۳۵) = نو صبر وكړه؛لكه څنګه چې “اولوالعزمه” [=ټينګ هوډيو] استازيو صبر كړى و او (عذاب) ته يې بيړه مه كوه.

فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا(معارج/۵) = نو په غوره زغم زغمناك وسه

وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلاَّ بِاللّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ (نحل/۱۲۷) = او زغم وكړه او زغم دې يوازې (خداى ته او) د خداى په توفيق وي او (د چارو) له امله يې مه خپه كېږه

په رښتینه کې د پېغمبر (ص) صبر د همدې سپارښتنو زېږنده وه، چې خدای ورته وویل:

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ. فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ (حجر، ۹۷/ ۹۸) = او ښه پوهېږو،څه چې وايي،سينه دې ورتنګېږي (او تا خورا خپه كوي )؛ (خو علاج يې دادى،چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو ځنې اوسه !

باید دوی وزغمې. دا د نبوت له شئونو ځنې دي، ته پوهېږې چې څه کوې او څه غواړې او پوهېږې چې انسانان څنګه دي؛ نو ځکه بې صبرۍ ته څه ځای نه پاتېږي. پوهېږې چې دا ناروغ تریو ټندی رغیدونکی دی، ستا بدله ددې رغېدنه ده.

لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا [1]« خپل رسالت ته اجر درڅخه نه غواړم»

په دنیا کې د انبیاو کار سره له دې چې خلکو کنځل؛ خو دوی له خولې آه ورته نه ایسته:

وفا كنيم و ملامت كشيم و خوش باشيم

كه در طريقت ما كافرى است رنجيدن

 ( دیوان حافظ، ۳۹۳ غزل )

اوس ددې مطالبو په پام نیوي د بعیدا فحشه مانا ښه موندلای شو. بېشکه د متقي له خولې او کړنو د فحش او فاحشې د لرې والي مانا دا ده، چې دا کنځل مار نه دی، نه د نورو مقدسات کنځي او نه ځان، نه دوست کنځي او نه دښمن. پوهېږي چې په دې کار به یوازې دښمنۍ زیاتې شي. پردې سربېره، متقي عیب لټونکی او عیب توږونکی هم نه دی؛ ځکه د نورو پر عیوبو تر بوختېدو، د ځان پر عیوبو بوخت دی:

طوبى لمن شغله عيبه عن عيوب الناس  (نهج البلاغه، ۱۷۶ مه خطبه)

(( د هغه پر حال دې خوښي وي، چې پرخپلو عیوبو بوختیا يې د نورو له عیوبو لټونې بچ کړی دی ))

په ټولنیز ډول په هیڅ ډول د نورو مقدسات نه کنځي .

په قرآن کې د عبادالرحمن یوه ځانګړنه داسې یاده شوې ده:

وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳)

دلته جاهل د ناپوه پر مانا نه؛ بلکې د بد ژبي او بدچاري پرمانا دی[2]، یعنې هغه چې د خبرې څه پروا نلري او هرڅه یې له خولې راوځي. د دغسې کسانو پر وړاندې، د عبادالرحمن ځواب «سلام» دی؛ یعنی ځواب یې ددوی د ځواب په څېر نه دی. نو یو له هغو ځایونو چې باید له خولې ناوړه خبره لرې وي، د نورو د کنځا ناځوابي ده. بلخوا متقي په تبلیغ کې هم نرم او خوږ ژبی وي. د ځینو پرخلاف چې د نصیحت پر وخت هم کنځلې کوي.

کله چې خدای(ج) موسی (ع) او هارون (ع) د فرعون پر لور ورولېږل، ورته يې وویل:

فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا (طه/۴۴) = خو نرمه خبره ورته وکړئ.

د حق بلنې ړومبی شرط دادی چې خبره نرمه او په زړه پورې وي، چې اوچتو مراتبو او شرطو ته ورسي.

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (نحل/۱۲۵) =  د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن استدلال او ویینه ورسره وكړه .

بې ادبانو ته ناوړه خبره کول، کله ددوی د چوپولو لاملېږي. خو په هر حال، صواب دادی که څوک ښه نه پوهېږي، چې کوم ځای د ناوړې خبرې کولو دی، د احتیاط لپاره دې، چورلټ له ناوړې خبرې ډډه وکړي، چې د فحش او رکیکې خبرې په ګړنګ کې ونه لوېږي.

لینا قوله : متقي نرمه او پسته خبره کوي. په تېره حق ته د بلنې پر وخت. ځکه کله چې د نورو په فطرت خبرې کوي، هیڅ اړتیا نلري، چې راویې پاروي؛ بلکې دلته یو مقام دی چې باید تر هر مقام ډېر طبیب ډولي ملهم کیدو او له نورو سره په پوره نرمۍ خبرې وکړو. او دا یوه حسنه موعظه ده چې خدای یې په اړه امر کړی دی[3] او هغه دود دی چې موسی (ع) ته یې دستور ورکړ چې د زمانې له جبارترین یعنې فرعون سره په مخامخیدو کې یې وکاروه[4] .

علي (ک) د خطابت او د دین یو بلونکی په توګه، پستې او ځېږي خبرې کولې اوبه او اور یې ګډول. کله یې پوره ځېږې او اور بلوونکی خبرې کولې او پر خپل ورور عقیل به لګیده:

ثكلتك الثواكل يا عقيل (نهج البلاغه، ۲۲۴ مه خطبه ): عقیله! ټول ویر بولي دې درباندې وژاړي.

 او کله یې لورینه وینا کوله:

خذوا من اجسادكم وجودوا بها على انفسكم  (نهج البلاغه ۱۸۳ مه خطبه ): له تنه یې واخلئ او پر خپل روح (نفس) یې وروشیندئ.

او یا

تجهزوا رحمكم الله فقد نودى فيكم بالرحيل (نهج البلاغه، ۲۰۴ مه خطبه )

خدای دې درباندې لورین وي، توښه واخلئ ، ایا د رحیل (تلونکي) غږ نه اورئ؟

آب و آتش به هم آميخته اى از لب لعل

چشم بد دور كه بس شعبده بازآمده اى

 ( دیوان حافظ ، ۴۲۲ غزل )

 [1]  په څو ځایونو کې راغلی لکه : انعام – ۹۰ او هود – ۵۱ .

 [2] له آره په پخوانۍ عربي کې، جاهل پرهمدې مانا کارېده نه د ناپوه پر مانا او دې چار ډېری په اشتباه کې اچولي دي. په کمیل دعا کې همدا مانا کارېدلې ده …… خدایه پرهر جهل مې چې عمل کړی، راوبښه. دلته جهل یعنې ناوړه کار، نه ناپوهي او د علم نشتوالی.

[3]  نحل/۱۲۵

[4] طه/۴۴

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!