تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نوې پوښتنې له دین څخه د نویو ځوابونو اخستو لاملېږي څوک چې پوښتنې نه لري یا نه پوهېږي چې څه له دین څخه غواړي او له کومه ځایه ورګوري؛ نو لږ ترې برخمنېږي. په هر وخت او پېر کې د انسانانو پوښتنې هم نوې کېږي؛ یعنې انسانان څومره چې د پوهاوي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نوې پوښتنې له دین څخه د نویو ځوابونو اخستو لاملېږي

څوک چې پوښتنې نه لري یا نه پوهېږي چې څه له دین څخه غواړي او له کومه ځایه ورګوري؛ نو لږ ترې برخمنېږي. په هر وخت او پېر کې د انسانانو پوښتنې هم نوې کېږي؛ یعنې انسانان څومره چې د پوهاوي کچه یې لوړېږي او معیشتي اړتیاوې یې له مسایلو او نویو پوښتنو سره مخېږي؛ نو شریعت هم له نویو پوښتنو سره مخاموي او نوي ځوابونه ترې اوري. په همدې دلیل دیني معرفت او پوهاوی، عصري دي او مستمراً او پرله پسې نوی کېږي او دا نوې کېدنه د پېر له نویو پوښتنو سره جوخته پر مخ درومي. علي(ک) ویلي:

ذلک القرآن فاستنطقوه ولن ینطق ولکن اخبرکم عنه  (نهج البلاغه، ۱۴۷مه خطبه)

«له قرآنه وپوښتئ؛ خو خبرې به درسره ونه کړي او زه به یې له لوري خبرې درسره وکړم، چې پکې راتلونکی علم، تېرې خبرې، د دردونو درمل او د چارو د نظم څرګندونې شته».

موږ د شریعت او طبیعت پر وړاندې یو رنګ وضع لرو، باید دواړه وپوښتوو، چې ځواب راکړي

موږ د «شریعت» پر وړاندې هماغه وضع او حالت لرو، چې د «طبیعت» پر وړاندې یې لرو. د طبیعي علومو یو شمېر عالمانو او فیلسوفانو په رښتیا د طبیعت په باب ویلي دي، چې انسان د طبیعت پېژندنې لپاره باید ترې وپوښتي، چې ځوابونه یې واوري.

ایا ټول انسانان یو رنګ له طبیعت سره نه مخېږي؟ ایا باران، ورېځ، لمر، خاوره او…. د ټولو پر وړاندې یو ډول نه دي؛ نو ولې ټول پوهان او عالمان نه دي او د طبیعت پر قوانینو خبر نه دي؟

هغه د طبیعت پر قوانینو پوهېږي او هغه یې غږ اوري، چې پر اساساتو او ټاکلیو روشونو باندې پر اتکا، پر وړاندې یې کومه پوښتنه ترې کړې وي. په خبرو اترو ورسره لګیا شوی وي او خبرو اورېدو ته یې اورېدونکي غوږونه ولري.

دا چار کټ مټ د «شریعت» په هکله هم صادق دی. د «طبیعت» «شریعت» او «تاریخ» په زړونو کې د پرتو زېرمو راسپړلو لپاره، باید ددې درې واڼو سرچینو په را برسېرلو لاس پورې کړو. بې له راسپړلو او هڅو به کوم ځای ته ونه رسوو.

په «خاموشې رسۍ» د شریعت تعبیر به زموږ د غوټه شوي چار کومه غوټه پرانځي او په ویینه کې به مو کومې تیارې له منځه یوسي؟

د تېرې شننې له مخې موندای شو، چې ولې دا عزت پیدا کوونکی دین له څه وخت روسته د مسلمینو د ځوړتیا لامل شو. علت یې په لنډو دا و، چې مسلمینو په پیل کې بل سوچ او سودا ومونده او ورپسې یې دین د خپلې وضع د مخونې لپاره لاسوند او خپلو نویو غوښتنو ته د وررسېدو لپاره وزله کړه او همدا لامل شو چې له دینه عزتناکه پوهېدنه په ذلتناکه پوهېدنه واوړي او هم دا ذلیلانه پوهېدنه د ذلت مخوونکې او پیاوړې کوونکې وي.

ایا مسلمین له کله چې له دین څخه ناسم پوه شول، پر ځوړتیا اخته شول یا له کله چې مخ پرځوړ شول، پر دین ناسم پوه شول؟

د یوې پوښتنې طرح به مطلب څرګند کړي: ایا مسلمین له کله چې پر دین ناسم پوه شول، مخ پرځوړ شول یا له کله چې مخ پرځوړ شول پر دین ناسم پوه شول؟ دا پوښتنه او د ځواب په هکله یې ورمندون او قضاوت د مسلمینو د راتلونکې لپاره له ډېر اهمیته برخمن دی.

یو دینوال انسان، چې د مسلمان په حیث د مسلمینو «تاریخي – فرهنګي» کړاوونه ویني او په خورا زړه سوي یې د چارې لټونې په هڅه کې وي؛ نو هرومرو به دا کارونه کوي:

لومړی ځان ته به نوموړې پوښتنه اوڅاروي، دویم، دې پوښتنې ته به سنجول شوی، دقیق او مستدلل ځواب وايي او دا چار هله شونی دی چې د دین منځپانګه دقیقه او سمه وپېژني.

د ډېری دیني سمونپالو د لیکنو او ویناوو په ترڅ کې ددې پوښتنې ځواب دغسې مومئ؛ مسلمین له کله چې پر دین ناسم پوه شول؛ نو مخ پرځوړ شول. پر دین ناسم وپوهېدل؛ یعنې له هغه وخته چې «سودای سربالا» یې له لاسه ورکړه، هماغه رسۍ چې یوه ورځ یې دوی له څاه را ایستلي ول، پرغاړه یې ورځوړنده شوه او زندۍ یې کړل او هماغه سرچینه چې عزتناکه پوهېدنه یې،عزت راپیدا کوونکې وه؛ د لټۍ، کوږوینۍ، تیاره اندنې او… ښوونې ته یو ښوونیز مرکز شو، دا ځواب د دین په دوو ځانګړنو ولاړ دی، چې مخکې مې وویل: رسۍ والی او چوپوالی. د دین چوپوالی، دهغې پوهیدنه د انسان تابع کوي او رسۍ والی یې، ګټنه ترې کول.

ډېر ښه نو ولې ډېری سمونپالو، اندیالانو او مخکښانو مو لومړۍ ځواب غوره کړی دی؟  ظاهراً یې علت دادی انګېرله یې، که دويم ځواب ورکړي؛ نو ددین سپېڅلتیا، عظمت، او ړومبېتوب به ټکنی کړي او دین به له خپل هسک مقامه راټیټ کړي او په انساني ژوند کې به ثانوي او دویمنۍ ونډه ورکړي؛ ځکه په دویمې ځواب کې انسانان تر دین څخه په خپلې نېکمرغۍ او بدمرغۍ کې مهمتره ونډه لري.

د ړومبۍ وېنا لازمه داده، چې سمونه د ناسمو پوهېدنو له سمونې پیل کړو؛ خو د دویمنی وینا لازمه، له دین څخه دباندې سمونو پیلول دي.

هو، که تشخیص دا وي، چې کړاو او د مسلمینو ځوړتیا له دین څخه له ناسمو پوهېدنو پیل شوې؛ نو عملي پایله به یې دا وي، که نن وغواړو څه ستونزاواری وکړو، باید هڅه وکړو، چې اسلامي مفاهیم چاڼ او مسلمانانو ته یې سمه مانا ورزده کړو او کله چې له دین څخه سمه پوهېدنه پیل شوه؛ نو مخکېنی عزت به بیاځلي شي او مسلمین به با دبدبه تمدن ومومي.

 په همدې دلیل زموږ ډېری اندیالانو هڅه کړې چې بیاځلي  «دیني – اسلامي» مفاهیم مانا کړي او مسلمین پرې وپوهوي؛ لکه «صبر»، «توکل«، «امام مهدي ته سترګې پرلار کېدل»، «قضا و قدر»، «تقیه» او…….

ددې مشرانو له نظره، امام مهدي ته له انتظاره مو دا مانا اخستې، چې باید بېکاره او لټ کېنو او د تاریخ ورونو ته سترګې ونیسو، چې یو ژغورونکی او سمونپال راښکاره شي او د فلاکت له دې زخمې مو وژغوري.

 له «توکل» څخه پوهېدلی یو، چې لاس تر زنې لاندې ونیسو او خپلې چارې خدای ته ورپرېږدو. له قضا و قدره، د لاسونو او پښو تړلو پر مفهوم پوهېدلي یو، له «تقیه» جهاد نه کول او بېکارۍ ته پلمه لټول او له «صبره» کېناستل او ننداره کول مو موندلي دي.

باید دا کړمن زېږې پوهېدنې وڅنډل شي او باید دردمند اندیال ددې مفاهیمو سمې ماناوې رازده کړي. کله چې سم پوه شول چارې به مو تنظیم او سمې شي او له لاسه وتلی عزت او سرلوړي به مو بېرته راپر برخه شي.

که پوه شو چې «انتظار» یعنې اعتراض او نیوکه، «صبر» یعنې په جګړې او مبارزې کې مقاومت، «تقیه» یعنې پټ جهاد،«تقدیر» یعنې د علیت پر آر ډډه لګول او د فعالیت میوه؛ نو ایا بیا به هم ذلیل کېنو او ظلم ته به غاړه کېدو. لیدل کېږي چې دا ډول کړه وړه، ددې ډول استنباط او قضاوت پوره ایل او تابع دي.

ان که ووایو د دین ناسمه پوهېدنه د ځوړتیا لامل شوې، بیا هم ددې پوښتنې ځای تش پاتېږي، چې څه د مسلمینو ددین ناسمې پوهېدنی لامل شو.

که دې پوښتنې ته بل ځواب ورکړئ، پېښه به پوره اپوټه شي. ان که ړومبی ځواب هم ومنو چې د مسلمینو تاریخي کړاو له هغه وخته پیل شو چې دین یې ناسم وپېژانده، ایا حق نه لرو چې وپوښتو څه لامل و، چې مسلمانان له هغه وخته وړاندې، پر دین سم پوهېدل، چارې یې سمې وې او عزتمن ول؛ خو کله یې چې د دیني مفاهیمو په ناسمو پوهېدنو لاس پورې کړ او په پایله کې له ناوړو عواقبو سره مخ شول؟

 که دا پوښتنه اوڅار کړو، ناچار په ځواب کې، دې ځای ته وررسو، چې له دین څخه بهر یو عامل ته اشاره کوو؛ یعنې وښیو چې بهر یو څیز پېښ شوی،چې دغه یې عواقب او پایلې دي؛ یعنې دا ناسمه پوهېدنه په ځوړتیا پورې اړونده ده نه چې ځوړتیا په ناسمې پوهېدنې پورې اړوند وي. باید د علت او معلول ځای سم وپېژنو چې ددې مقولاتو (علت او معلول) ترمنځ به د سمو اړیکو درک زموږ په هوډ نېونې او کړو وړو کې ټولیز اغېز ولري.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!