پر نورو ملنډې وهل *ملنډې وهل خوخلکو ته يوازې يوه ګناه ښکاري ؛خو په حقيقت کې څو ګناهګانې دي ؛لکه : په ملنډو وهلو کې د بل سپکاوى، د نورو د عيب رابرسېرول، درز اوچول، غيبت ، کینې، فتنې راپارونې او د غچ اخستو ګناوې پکې وي. د ملنډو جرړې په څه کې […]
پر نورو ملنډې وهل
*ملنډې وهل خوخلکو ته يوازې يوه ګناه ښکاري ؛خو په حقيقت کې څو ګناهګانې دي ؛لکه : په ملنډو وهلو کې د بل سپکاوى، د نورو د عيب رابرسېرول، درز اوچول، غيبت ، کینې، فتنې راپارونې او د غچ اخستو ګناوې پکې وي.
د ملنډو جرړې په څه کې دي ؟
١_ کله ملنډې له شتمنۍ راولاړېږي،چې په دې باب قرآن وايي:
((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ. الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ( همزه/ ۱،۲)= افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي (پېغور ورکوونکي)! هماغه چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي).
٢_ کله يې جرړه پوهه او علمي رتبې دي :
((فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون (غافر/۸۳) = نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له هغه يې نور) هېڅ ګڼل)؛خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول،چې دوى ورپورې ټوكې كولې . ))
٣_ کله يې جرړه په جسمي واک کې وي . کفارو به ويل : څوک دي،چې واک به يې تر موږ زيات وي . (مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً)( فصلت /١٥)
٤_ کله پر نور د ملنډو وهلو جرړه ټولنيز موقعيت دى . کفارو به پر هغو بېوزليو ملنډې وهلې،چې د انبياوو لارويان ول او ويل يې : (( وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا) ) (هود/۲۷)
٥_ کله تفريح او ساتيري د ملنډو وهلو جرړه شي .
٦_ مال او مقام ته تمه درلودل،پر بل انسان نيوکه د ملنډې پر بڼه اړوي ؛ د ساري په ډول : ځينو به پر پېغمبراکرم د زکات لپاره ملنډې وهلې .
قرآن وايي : (( وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ(توبه/۵۸) =[ او له دوى ځينې د صدقاتو ( او د غنيمتونو) په وېش كې پر تا نيوكې كوي،كه دوى ته له دې (غنېمتونو څه برخه) وركړه شي؛ نو خوښېږي او كه ور نه كړاى شي،غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي ) ))
٧_ د ملنډو يوه جرړه ناپوهي ده . همدا چې موسى علیه السلام د غوا د حلالو حکم ورکړ (؛نو) بني اسرائيلو وويل : ايا پر موږ ملنډې وهې؟ موسى (علیه السلام) وويل : ((أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (بقره/ ۶۷) = زه له دې خپل خداى ته پناه وړم، چې [هسې نه] له ناپوهانو وسم . ))
يعنې دملنډو جرړه په ناپوهۍ کې ده او زه ناپوهه نه يم .
بې واکه سپکاوى
*امام صادق خپل يو يار وپوښت : څرنګه د خپل مال زکات ورکوې؟ ويې ويل : ماته چې بېوزله راځي او زه زکات ورکوم .
امام : پوه شه ، چې په دې کار دې د هغوى سپکاوى وکړ، کله هم بيا داسې و نه کړې؛ځکه خداى وايي : څوک چې مې دوست سپک کړي؛نو ما ته د جګړې لپاره په کمين کې ناست دى . (مستدرک ۹/ ١٠٥)
د ملنډو درجې
*پر هغوى چې ملنډې وهل کېږي،چې څومره سپېڅلي وي ؛ نو هومره پرې ملنډې وهل خطرناک وي .
قرآن وايي : (( أَبِاللّهِ وَاياتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ( توبه/۶۵) = [ووايه”ايا له خداى او د هغه له آيتونو او پېغمبر سره مو ټوكې كولې ؟!” ))
*پېغمبراکرم(ص) د مکې د سوبې پر ورځ ټول وبښل؛ خو ملنډې وهونکي يې و نه بښل .
*په حديث کې راغلي : د خداى د مؤمن بنده سپکاوى له خداى سره د جګړې اعلان دى . ( وسايل الشيعه ۱۲/ ٢٧٠)
د ملنډو وهلو پايلې
آيتونه او روايتونه وايي،چې د ملنډې وهوونکيو پاى اوعاقبت ډېر خراب دى .
الف : د مطففين په سورت کې راغلي : هغوى چې په مؤمنانو پورې خاندي او سپکاوى يې کوي؛نو د قيامت پر ورځ به يې جنتيان سپکاوى وکړي او ورپورې به خاندي .
((فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ)(مطففین/۳۴) = نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي .))
ب : کله پرملنډې وهوونکيو په همدې دنيا کې ملنډې وهل کېږي .
((إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ)(هود/۳۴)
ج : د قيامت ورځ د ملنډې وهوونکيو لپاره د حسرت ستره ورځ ده.
((يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون) ( یس/۳۰) =او پر(دې) بندګانو افسوس،چې (لارښوونې ته) يې هر استازى راغلى(؛نو) ټوکې او ملنډې يې ورپورې پرې کړي دي . ))
د: په حديث کې راغلي : له ملنډه وهونکي څخه به په ډېره سخته او سخته بڼه ساه اوځي .(( ماتَ بِشَرّ مَيتَة)) ( بحار۷۲/ ١٤٥)
هه : امام صادق : هغوى چې پر مؤمنانو ملنډې وهي او يا یې په خبروکې رادانګي،په حقيقت کې پرخداى يې ملنډې وهلي دي. (وسايل ۱۲/٢٧٠)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com