په حجة الوداع كې د پېغمبر اکرم تاريخي وينا …… پر هغه ورځ په عرفه كې دومره ستره غونډه وه،چې تر اوسه لا د “حجاز” خلكو نه وه ليدلې.په سيمه كې د توحيد غږونو انګازې كولې؛ هغه سيمه،چې څه وخت مخکې د بوت لمانځو مركز و؛خو نن د توحيد تر ټولو لويه منځۍ ده. په […]
په حجة الوداع كې د پېغمبر اکرم تاريخي وينا
…… پر هغه ورځ په عرفه كې دومره ستره غونډه وه،چې تر اوسه لا د “حجاز” خلكو نه وه ليدلې.په سيمه كې د توحيد غږونو انګازې كولې؛ هغه سيمه،چې څه وخت مخکې د بوت لمانځو مركز و؛خو نن د توحيد تر ټولو لويه منځۍ ده.
په پېغمبر اکرم پسې سل زره مسلمانان د ماسپښين او مازيګر په لمانځه كې ولاړ وو او بيا،چې پر خپل اوښ سپور تاريخي خطبه يې وويله او يو لوړ غږي يار يې درلود،د پېغمبر اکرم خبرې خلكو ته رسولې.
پېغمبر اکرم خپلې خبرې داسې پېل كړې:
(( خلكو! زما خبرو ته ښه غوږ شئ ! کېداى شئ بيا مې په دې سيمه كې و نه وينئ. خلكو! وينه او مالونه مو تر هغه،چې له خداى سره ملاقات وكړئ د نن او ددې مياشت په څېر محترم دي او هر ډول تېرې پرې حرام دى.))
پېغمبر اکرم د خپلې خبرې د اغېز او دا چې د مسلمانانو د مال و ځان له احترامه ډاډمن شي؛”ربيعه بن اميه” ته يې وويل: ((ويې پوښته دا كومه مياشت ده؟))
ټولو وويل:(( حرامه، چې جګړه او وينه توېيدنه پکې حرامه او منع ده.)) پېغمبر اکرم “ربيعه” ته وويل: (( ورته ووايه: خداى ستاسې مال او ځان پر يو بل تر هغه،چې مړه شئ، ددې مياشتې په څېر حرام كړي دي او محترم يې ګڼلي دي. هغوى وپوښته، چې دا كومه سيمه ده؟))
ټولو وويل: (( محترمه سيمه ده، چې تېرى او وينه تويونه پکې حرامه ګڼل شوې ده.))
پېغمبر اکرم وويل:((ورته ووايه: ستاسې وينه او مال ددې سيمې په څېر محترم شمېرل شوى او هر ډول تېرى پکې منع دى.))
پېغمبر اکرم بيا وويل: (( ويې پوښته نن كومه ورځ ده؟))
ټولو وويل:(( حج اكبر دى.))
پېغمبر اکرم وويل: (( ورته ووايه،چې ځان او مال مو د نن په څېر محترم شمېرل شوى دى. خلكو ! پوه شئ هغه وينې،چې په جاهليت كې تويه شوې، ټولې بايد هېرې شي او څوك ورپسې و نه ګرځي، ان د “ابن ربيعه” ( د پېغمبر اکرم يو خپلوان) وينه هم بايد هېره شي. تاسې به ډېر ژر خداى ته ورشئ او هلته به ستاسې ښه او بد كړه وړه وليدل شي؛نو زه درته اعلانوم، چې كه د چا امانت درسره وي؛نو مالك ته يې وركړئ. خلكو! پوه شئ ربا او سود خوړل په اسلام كې حرام دي؛نو چا چې خپلې شتمنۍ سود خوړولو ته په كار اچولې وي؛نو يوازې خپله شتمني غوښتاى شي. مه ظلم وكړئ او مه د چا ظلم ومنئ او هغه “ربح” چې “عباس” له اسلام مخکې له خپلو پوروړو غوښته،د غوښتولو حق يې نه لري.خلكو! شيطان له دې ډېر نهيلى شوى،چې نور په دې سيمه كې لاروي نه لري؛خو كه په كوچنيو چارو كې ورپسې ولاړ شئ؛ نو ډېر به مو له ځانه خوشحاله كړى وي، د شيطان له پليونه ډډه وكړئ. په حرامو مياشتو كې بدلون راوستل،په كفر كې د افراط پايله ده او هغه كافران،چې له حرامو مياشتو سره اشنايي نه لري،ددې بدلونو له لارې،بې لارې كېږي او دا بدلونونه ددې لاملېږي،چې حرامه مياشت په يوه كال كې حرامه وي او په بل كال كې حلاله. د حلالو او حرامو مياشتو ترتيب به هماغسې وي؛لكه څرنګه،چي خداى پکې ځمكه، اسمان، سپوږمۍ او لمر جوړ كړل. د مياشتو شمېر د خداى په نزد دولس دى،چې څلور يې حرامې دي او دا دي،چې په يو په بل پسې راځي: “ذي القعده”،”ذي الحجه”،”محرم” او “رجب”.
خلكو! ښځې پر تاسو حق لري او تاسې هم پرې حق لرئ، ستاسې حق پرې دا دى،چې بې اجازې مو څوك كور ته رانه ولي او ناوړه اعمال و نه کړي او كه داسې يې و نه کړل؛نو خداى اجازه دركړې،چې خپله بستره ترې بېله كړئ او ادب وركړئ او كه د حق لارې ته راستنې شوې؛ نو مينه ورسره بيا پېل كړئ او د ژوند وسايل ورته برابر كړئ. زه په دې سيمه كې سپارښتنه كوم،چې له خپلو ښځو سره نېكي وكړئ؛ځكه درسره د خداى امانتونه دي،چې پر الهي قوانينو درته حلالې شوې دي. خلكو! زما خبرو ته ځير شئ او پکې فكر وكړئ. هر مسلمان د بل ورور دى او د نړۍ ټول مسلمانان سره ورونه دي او د مسلمانانو مال يو بل ته حرام دى؛ خو دا چې په خپله خوښه يې وركړى وي.
خلكو! حاضران دې غايبانوته ورسوي،چې په ما پسې بل پېغمبر نه شته او په تاسې پسې بل مسلمان امت.
خلكو! پوه شئ، چې نن زه د جاهليت د دوران ټول دودونه او ګروهې تر پښو لاندې كوم او د بطلان كرښه پرې راكاږم.)) ( ٤١٥-418)
پردې مهال پېغمبر اکرم وينا بس كړه او د شهادت په ګوته يې اسمان ته اشاره وكړه او و يې ويل:(( خدايه! ستا پېغامونه مې ورسول.)) بيا پېغمبر اکرم د درې ځل ” اللهم اشهد ” په ويلو خپلو خبرې پاى کړې.
پېغمبراکرم د نهمې ورځ د لمر تر ډوبېدو په “عرفه” كې پاتې شو.لمر، چې ډوب شو او تياره غونى شوه؛نو پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور شو او د شپې يوه برخه په “مزدلفه” كې و او د “سپيده داغ” او لمر راختو تر منځ په “مشعر” كې پاتې شو.
پر لسمه ورځ “منى” ته ولاړ او د “رمى جمره” قرباني او د “تقصير” مراسم يې ترسره كړل او د حج د نورو مراسمو لپاره ته مکې ته ولاړ او په دې توګه يې خلكو ته د حج كولو طريقه وښووه.
د حديث او تاريخ په ژبه دې تاريخي سفر ته “حج وداع” او كله “حج بلاغ” او “حج اسلام”ويل كېږي،چې دا هر نوم د ځانګړي مناسبت له امله ايښوول شوى دى.
په پاى كې بايد ووايم: په محدثانو كې مشهوره ده، چې پېغمبر اکرم دا خطبه د عرفې پر ورځ ويلې؛خو ځينې ګروهمن دي،چې د “ذي الحجې” پر لسمه يې ويلې ده.(419)