بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اعمالو ثبت او کشف په دې هکله خورا راويتونه او آيتونه دي،چې په دنيا کې د انسان اعمال ثبت او ضبطېږي او په اخرت کې ښکاره کېږي. موږ به دلته ړومبى په ثبت پورې اړوند آيتونو ته اشاره وکړو او بيا به د کشف آيتونو ته اشاره وکړو : […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
په دې هکله خورا راويتونه او آيتونه دي،چې په دنيا کې د انسان اعمال ثبت او ضبطېږي او په اخرت کې ښکاره کېږي. موږ به دلته ړومبى په ثبت پورې اړوند آيتونو ته اشاره وکړو او بيا به د کشف آيتونو ته اشاره وکړو :
((إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ (يونس/۲۱) = په حقيقت كې زموږ استازي ( =پرښتې) څه چلونه، چې كوئ، ليكي يې))
((كَلَّا سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ ( مريم/۷۹)= هېڅكله داسې نه ده !چې څه وايي، و به يې ليكو )) (٣١٥)..
((وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ(انبياء/۹۴) =په حقيقت کې يوازې موږ(د بدلې لپاره) (کړنې) يې ليکو. )) (٣١٦).
((وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ(يس/۱۲) = او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو)) (٣١٧). موږ هم اعمال ليکو او هم يې اغېزې .
((وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ (قمر/۵۲) = او هغوى چې هر څه كړي،په كړنليكونو كې يې كښل شوي دي )) (٣١٨)
((وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ( زخرف/۸۰) =زموږ استازي (او پرښتې) له دوى سره دي (او كړه وړه يې ليكي.)) (٣١٩)
((وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ (قمر/۵۳)= او هرکوچنى او غټ(كار)ليكل شوى دى.)) (٣٢٠)
((أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ)) (مجادله/ ۶) (٣٢١)خداى د هغوى له يو يو حساب لري؛خو خلکو خپل کړه هېر کړي دي .
تر دې وروسته،چې په دنيا کې کړنې او اندونه ثبت شول؛نو بيا په قيامت کې رابرسرېږي .
((وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ (تکوير/۱۰) = او چې كله كړنليكونه پرانستل شي،)) (٣٢٢)
((وَبَرَزُواْ لِلّهِ جَمِيعًا(ابراهيم/۲۱) = او (په قيامت كې) به ټول خداى ته ښكاره شي)) (٣٢٣)او هېڅ څوک او عمل به پټ نه وي .
((بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُواْ يُخْفُونَ)) (انعام/۲۸) (٣٢٤)په قيامت کې به د ټولو خلکو پټ کارونه بر بنډ شي .
(( يُنَبَّأُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ (قيامت/۱۳) = پر هغه ورځ به انسان له ټولو هغو كړنو خبر كړاى شي،چې مخكې يا وروسته يې پرېښي دي.)) (۳۲۵)
-
ټیګونه: