بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دنيا يوازې د غولونې يوه وزله ده اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿۲۰ حدید﴾ = […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
دنيا يوازې د غولونې يوه وزله ده
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿۲۰ حدید﴾ = پوه شئ، چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده. لکه هغه باران چې بوټي یې بزګران هېښ کړي، بیا وچ شي، چې ژېړ شوي یې وینې، بیا مات شي او په آخرت كې [دنيا نمانځو ته] سخت عذاب دى او [مؤمنانو ته] د الله له لوري بښنه او خوښي ده او (په هر حال) د دنيا ژوند يوازې تېرايستونکى سامان دى.
دا آيت، د دنيوي ژوند اکر – وضع څرګندوي، ډول ډول پړاوونه يې او پر هر پړاو واكمنې انګېزې راښيي او د انسان عمر پر پينځو دورو ويشي:
لومړى، د ماشومتوب پېر دى، چې ژوند د ناخبرۍ او لوبو په شپول كې را ايسار دى.
بيا د هلكتوب پېر دى، چې بوختياوې د لوبو ځاى نيسي او هلك په داسې څيزونو پسې وي، چې دا پر ځان بوخت كړي او له جدي مسايلو يې لرې كړي.
درېيم پړاو، د ځوانۍ او د عشق د ځوږ او تجمل پالنې وخت دى.
په څلورم پړاو كې په انسان كې د مقام او وياړ د تر لاسه كولو ننګېرنې – احساسات را ژوندی كېږي.
په پينځم پړاو كې، بنيادم د شتمنيو او وګړيو په ډېرښت او د شتمنۍ د راټولو په فكر كې لوېږي.
تقريباً د ړومبي پړاوونو وخت سره توپير لري او ځينې يې لكه د شتمنيو د تكاثر پړاو د عمر تر پايه دوام مومي. ځينې ګروهن دي، چې له دې پينځګونو پېرونو هر پېر د انسان عمر اته كاله نيسي، چې ټول څلوېښت كاله كېږي او چې بنيادم دې عمر ته ورسېد؛ نو وګړه – شخصيت يې بشپړېږي.
شونې ده، چې د ځينو انسانانو وګړه په لومړيو او دويمو پړاوونو كې تم شي او تر زړښته د لوبو بوختياوو او شخړو په فكر كې وي يا د سینګار هڅۍ په پېر كې تم شي او ټول فكر يې د مړينې تر شېبې د كور، سپرلۍ او ښكليو جامو په چمتو كولو كې وي.
دوى په زړښت كې ماشومان او د ماشومانو په روحيه بوډاګان دي.
بيا آيت د يوې بېلګې په راوړلو، انسان ته د دنيوى ژوند پيل او پاى انځوروي. هو! هغه پړاوونه، چې انسان یې په اويا يا ډېرو كلونو كې وهي؛ خو په بوټو كې په څو مياشتو كې راښکاره كېږي او انسان كړاى شي د يوې كرنې پر سر كېني او په يوې لنډې كتنې كې يې د عمر تېرېدل، پيل او پای وويني. ( نمونه ۲۳ ټ/ ۳۵۱ مخ)
رحمان بابا وايي :
ښه ده ښه ده دا دنیا
چې ښه توښه ده د عقبا
د دنیا په بازار کېږي
دهغه جهان سودا
په دنیا کې بدي نشته
که بدي نه وي له تا
په دنیا کې لوی حکمت دی
پرې پوهېږي حکماء