بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : پاكوونكى (مطهرات) مطلقې اوبه : ټول مذهبونه مطلقې اوبه پاكې او پاكوونكې ګڼي. پر اوبو سربېره هره پاكه مايع چې له ميوې زبېښل شوې وي لكه سركه يا د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
پينځګونې فقه
حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري
ليکوال: محمد جواد مغنيه
ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد
موضوع : پاكوونكى (مطهرات)
مطلقې اوبه :
ټول مذهبونه مطلقې اوبه پاكې او پاكوونكې ګڼي.
پر اوبو سربېره هره پاكه مايع چې له ميوې زبېښل شوې وي لكه سركه يا د ګلابو اوبه، يواځې د حنفيانو په نزد پاكوونكې ده.
ځمكه :
ځمكه د حنفيانو اواماميانو په نزد پاكوونكې ده،د پښو تلي او د پڼو تلي پرځمكه په مزله او يا پر ځمكه په راكښلو د ناولتيا د لرې كېدو په شرط پاكېږي.
لمر:
اماميانو ويلي دي: لمر ځمكه او د ځمكې په څېر نۀ لېږيدونكى لكه چې:
حنفيانو ويلي دي:ځمكه او ونې په وچولو په لمر وي، كه په باد، پاكېږي. ماليكانو، حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: ځمكه د لمر په وړانګو (تودوخه) او باد نۀ پاكېږى،بلكې اوبه پرې بهول په كار دي. البته د پاكوالي په څرنګوالي كې يې يوه خوله ندي.
استحاله، “بدلېدنه “:
د يوه څيز د څرنګتيا، كيفيت اوښتو ته وايي، لكه د هوسۍ د نامه غوټۍ چى مشك شي، دغه راز بدلون ته ټول مذهبونه مطهرات وايي.
اور :
حنفيان وايي: ناولتيا په اور هله پاكېږي چې د ناولتيا (صفت) يې له منځه لاړ شي او حكم كوي،چې كه ناولې خټه پخه شي او غوړي (تيل) صابون شي، پاكېږي.
شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: اور پاكوونكى ندى او دومره وړاندي تللي،چې د ناوليو څيزونو لوګى هم ناولى ګڼي.
مالكيانو ويلي دي: ايره پاكه او لوګى ناپاكه دى.
اماميانو ويلي دى:اور په پاكولو كې څه لاس نلري او يواځې د استحالې حالت د بدلونې علت دى؛نو كه بالڼ (د سونګ لرګي) ايره او ناولې اوبه بړاس شي، بس پاك شول. كه لرګي سكاره او خټه لوښى شول، دا چى استحاله ونشوه؛ نو ناولي دي.
د باغي/ څرمن پخونه:
حنفيانو ويلى دى: د مړي او بې له سركوزي د هر حيوان پوټكى په دباغۍ پاكېږي. د سپي پوټكى هم پرې پاكېږي او لمونځ پرې كېداى شى (4) ، شافعيانو ويلى دي، دباغي د سپي او سركوزي له پوټكي پرته نور هر څه پاكوي.ماليكانو، حنبليانو او اماميانو دباغي پاكوونكى نده ګڼلې هن! حنبليان د دباغي شوي ناولي څيز” بې له مايعاتو” كارونه پرته له هغه څه چې د ناولتيا خپرول كوي، روا ګڼي.
حلاجي:
حنفيانو ويلي دي: پومبه په حلاجي كولو پاكېږي.
لګول، تصرف، مصرفول:
حنفيانو ويلي دي، كه يو څه غنم يا بل داسې څيز ناولى شو؛نو كه د ټولو خوړل شويو هومره يا وبخښل شي او يا وپلورل شي، نور پاكېږي. (1)
موټك:
حنفيانو ويلي دي: كه منې په لاس مښلو داسى لرې شي، چې اوبو ته اړتيا پيښه نشي، پاكه ده.
مسح، لاس راكښل لاس تېرول:
حنفيانو ويلي دي: هر دروند څيز لكه اوسپنه، نامبه مس اوښېښه له لاس ور وړو سره بې له دې چې اوبه ته اړتيا پيدا كړى پاكېږي. اماميان وايى: د حيوان له بدنه د ناولتيا لرې كول په هر ډول چې وي كافى دي؛خو لوښى،جامې او د انسان بدن د ناولتيا تر لرې كولو وروسته پاكېږي.
لاړې/ توكاڼې:
حنفيان وايى: ناولې ګوتې او تيونه په درې ځله څټلو پاكېږي. (2)
خوټكېدل/ ايشېدل:
حنفيان وايي: كه ناپاكه غوړي يا ناولې غوښه په اور وايشول شي، پاكېږي؛خو يو شمير نورو اماميه فقهاوو ويلي دي: انګور په ايشولو ناولي كېږي او وايي چې دوه درېمې يې په ايشولو وچې شي، پاتى نور پاكېږي.
========================================
يادداښتونه:
(1) _ الفقه على المذاهب الاربعه، اټ، د ازاله النجاسه بحث.
(2) _ ابن عابدين، اټ، 119م