بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ځينې مېرمنې او اولادونه مو دښمنان دي يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿ تغابن/۱۴﴾ = مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛ نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ځينې مېرمنې او اولادونه مو دښمنان دي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿ تغابن/۱۴﴾ = مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛ نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدلې وگڼئ (؛ نو تاسې يو الهي چار کړى)؛ ځکه الله تعالى هم ډېر بښونکى (او) لورين دى.
إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿ تغابن/۱۵﴾ = مالونه او اولادونه مو يوازې [د] ازمېښت [وزلې] دي او دا الله دى،چې ستره بدله ورسره ده .
داچې ددې آيتونو مخه مؤمنانو ته ده، پوهېدل كېږي، چې له مؤمنانو وګړيو سره يې د ځينو اولادونو او مېرمنو دښمني، د ايمان په پار ده؛ په دې توګه، ددې وګړيو ځينې اولادونه او مېرمنې هڅه كوي، دوى له ايمان يا صالحنو كړنو (؛لكه د خداى په لار كې انفاق او د كفر له سيمې له هجرته) منع كړي يا يې كفر او هلاكوونكيو ګناهونو (؛لكه له مېرمنې او اولادونو سره يې د مينې په پار د خداى په لار كې له انفاقه مخنيوى، په نامشروع ډول د شتمنيو ترلاسه كولو او د خلكو پر مالونو خېټه اچولو) ته اړ كړي.
خداى په دې آيتونو كې مؤمنانو ته وايي، له دغسې اولادونو او مېرمنو سره ګوزاره وكړئ او له تېروتنو يې تېر شئ؛ خو له دې ځان وساتئ، چې هلاكت ته مو وركاږي او ورسره مينه مو د ابدي بدمرغۍ لامل شي. (الميزان، 19: 320 مخ.)
ورپسې په (15) آيت كې په ټوليز ډول وايي، مالونه او اولادونه مو يوازې ازمېښت وزلې دي. په رښتینه كې خداى د انسان روزنې لپاره تل انسان په سرو بټويو كې ازمېيي؛ خو دا دواړه؛ يعنې مالونه او اولادونه، د ازمېښت له خورا مهمو وزلو ځنې دي؛ ځكه د مالونو جاذبه او له اولادونو سره مينه په انسان كې دومره غښتلى كشش او راښكون رادبره كوي، چې په ځينو ځايونو كې د خداى له رضا جلا كېږي او انسان تر سخت دباو لاندې وي.
معمولاً د ((إِنَّمَا)) مانا کړن – تعبير حصر ته راوړل كېږي او راښيي، چې دا دوه موضوعات تر بل هر څه تر ازمېښت لاندې دي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: (( له تاسې دې څوك نه وايي، چې خدايه له ازمېښته پناه دروړم؛ ځكه هر څوك په يو ډول تر ازمېښت لاندې دى؛ خو كه څوك خداى ته پناه وروړي، بايد له بېلاروونكيو فتنو پناه وروړي؛ ځكه خداى وايي: پوه شئ، مالونه او اولادونه مو ازمېښت وزلې دي)) (نمونه، 24: 206 مخ).
له رسول اكرم (ص) په يو حديث كې لولو: ((هر امت ته يو ازمېښت شته، چې د امت ازمېښت مې، مال او شتمني ده)) (الميزان، 19: 323 مخ.)