تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ کمکی توب؛ د لاروۍ پېر ماشوم چې سوکه سوکه خپل چاپېریال ته سترګې غړوي، نو ځان له وسمنو مشرانو سره مخامخ ویني. ماشوم داچې ځان تر نورو بېوسې ویني، سپکاوی او بېوسي احساسوي، چې دا یو طبیعي چار دی او د کوچني په نسبي کمزورۍ پورې  اړوندېږي. ددې بېوسۍ درک یې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

کمکی توب؛ د لاروۍ پېر

ماشوم چې سوکه سوکه خپل چاپېریال ته سترګې غړوي، نو ځان له وسمنو مشرانو سره مخامخ ویني. ماشوم داچې ځان تر نورو بېوسې ویني، سپکاوی او بېوسي احساسوي، چې دا یو طبیعي چار دی او د کوچني په نسبي کمزورۍ پورې  اړوندېږي. ددې بېوسۍ درک یې د لویانو او مشرانو لاروۍ ته اړ باسي. په تېره موروپلار ورته ځانګړی مقام لري.

بلخوا هغو کړنو او چلن ته لازمې کچې نه لري؛ نو هڅه کوي ځان له لویانو سره ورته کړي او له دې لارې د خپلې بېوسۍ او سپکاوي پر ننګېرنو برغولی کېدي، تر دې چې کله لیدل کېږي، د مور یوه کړنه کوي یا د پلار کومه سپارښتنه وايي. ماشوم د لویانو د کړنو په هکله ډېر حساس دي او سخت ترې اغېزمنېږي؛ نو ځکه (له ښوونځي تر شاملېدو مخکې) کورنۍ کړای شي،  ډېری د ژوند سم اصول، اخلاقي ارزښتونه او ښه کړه وړه ورزده کړي. دا ډول ښوونه، یوه غیرمستقیم او مشاهداتي ښوونه ده او بې له دې چې د کوچني مقاومت او مخالفت راولاړ کړي، د شخصیت په رغاونه کې یې ډېره اغېزمنېږي. دا مشاهداتي دود یې په تېره اخلاقي روزنه کې خورا اغېزمن دی او په راتلونکیو ویینو کې به یې په اړه خبرې وکړو.

په هر حال کوچنی په دې پېر کې د مشرانو له لاروۍ خوند اخلي او په ځانخبري او نا ځانخبري ډول د لویانو له کړنو او چلنه اغېزمنېږي.

کوچنیانو ته د کیسو کول

په دې پړاو کې د کوچني روزنې ته یوه اغېزمنه وزله د کیسو کول دي. کوچنیان د کیسو  مینه وال دي او په هېښنده کیسو یې زړه بایلودی وي. همدا مینه او لېوالتیا پکې د اغېزمنېدو لاره چاره برابروي. له کیسو ډول ډول ګتنې کړای شو. لومړی داچې په کوچني کې د تخیل ځواک پیاوړی کولای شو.

[د کوچني د خلاقیت په وده کې د خیال د ځواک پالنه اغېزمنه ده؛]

نو ځکه له هغو کیسو ګټنه کړای شو، چې د کوچني د تخیل ځواک پکې چکر وهلای شي. نباید په دې باب زیادښت او افراط وکړو، چې ماشوم پر یوه خیالي موجود واوړي؛ نو ځکه له دې ډول کیسو ځنې په ګټنه کولو کې څه تشویش او اندېښمني راته پیدا نشي.

بلخوا نباید خیالي وحشتناک موجودات، چې غالباً بچیان ترې ډارېږي پکې وکارېږي.

کیسې کول د ښوونې یو غیر مستقیمه طریقه ده، چې د همدې علت له مخې او هم داچې کوچنیان مینه  ورسره لري، په دې پېر کې ځانګړی اهمیت لري. هغه کیسې ورته ډېرې اغېزمنې دي، چې په عین جذاب والي کې د سم کردار او اخلاقي ارزښتونو بېلګې پکې رانغاړل شوي وي.

[باید د کیسو په ټاکنه او غوره کولو کې مو پام وي، چې کوچني ته بد ورزده نه کړي.]

کوچني ته په کیسو کې د ناسمو او خرافي مطالبو ویل زیانمن دي؛ ځکه فکر یې لا د بڼې نیوو په پړاو کې دی  او نه ښايي خرافات پکې ورګډ شي. کیسې باید په کوچنیانو کې د عزت نفّس، مړانې، انسان دوستۍ او ستریا په څېر ارزښتونه راوټوکوي او روحیه یې لوړه کړي او د کوچني په ذهن او اروا کې د ذلت، خوارۍ، بېوسۍ او تسلیمۍ روحیه وانه چوي.

کوچنیانو ته داسې کیسې وکړو، چې سمې بېلګې پکې راغلې وي او د نېکانو اخلاق پکې تشریح شوي وي، چې دا په غیر مستقیم ډول د انسانی ارزښتونو ورزده کړه ده او هم د کوچني د پوهېدو او درک کچه هم په پام کې ونیسو او له هغو کیسو ډډه وکړو، چې ناسمې بېلګې پکې اوڅار شوي وي. یا په بله وینا:

[د کوچنیانو په کیسو کې مو موخه دا وي، چې د نېکیو ښکلا ووایو نه د بدیو بدرنګوالی.]

باید د کوچني صفا روح او پاک احساسات د ښکلا او نېکیو په بوی وپالو او ونازو. تجربې ښوولې که کوچني ته ناسمې او غلطې بېلګې تشریح او نیوکه پرې وشي؛ نو په ناځانخبرۍ کې ترې اغېزمنېږي او نیوکې ته مو هومره پاملرنه نه کوي؛ لکه که کوچني ته نظم، پاکوالی او ادب ور زده کړو؛ نو غوره ده ددې څیزونو مثبتې او ښې اغېزې ورسره مطرح کړو او د کیسې محبوب شخصیت په همدغو اوصافو معرفي کړو، نه داچې د بې نظمۍ، چټلۍ او بې ادبۍ د ناوړو اغېزو په باب خبرې وکړو او که ددې ډول ناسمو او منفي چارو په باب خبرې هم کوو؛ نو لازم دي د مثبتو اړخونو تر رڼا لاندې یې تشریح کړو.

بل ټکی داچې کوچنی پر ټوليزو او انتزاعي مفاهیمو نه پوهېږي؛ نو ځکه:

[ددې پر ځای چې په ټولېز ډول د ارزښتونو په باب خبرې وکړو، باید بېلګې یې ورته راوړو.]

لکه کوچني ته ونه وایو چې نظم ښه دی؛ بلکې د نظم او ترتیب پر بېلګې ورته لګیا شو؛ لکه تر لوبو روسته د خپل سامان راټولول، جامې، د ښوونځي سامان، کتابونه او بکسه په خپلو ځایونو کې ايښوول او….

په قرآن کریم کې چې د پېغمبرانو او صالحانو کیسې راغلي، کوچنیانو ته ترې ګټنه کړای شو؛ خو تېرو قومونو ته چې کومې سزاګانې ورکړای شوي، دا به ورته نه وایو یا به پکې زیادښت نه کوو؛ بلکې ډېر به د خدای د لورنو او د پېغمبرانو د زغم او تېرېدنې په اړه خبرې ورته کوو.

بل ټکی داچې نه ښايي د کیسې په پای کې نېغه پایله واخلو او لکه ووایو، له دې  پېښې یا داستانه پایله اخلو، چې ادب ښه دی یا انسان باید منظم وي او په څېر یې.

دا ډول پایلې لاملېږي، چې غیر مستقیم ښوونه په نېغه ښوونه واوړي او په پایله کې یې اغېزې کمېږي؛ نو ځکه پایله اخستل د خپله ماشوم پر غاړه ده. ماشوم په کیسه کې له شتو مضامینو په دې شرط، چې پوره څرګند او ماشوم ورباندې وپوهېدای شي اغېزمنېږي او نېغو پایلو اخستو ته اړتیا نه لري. له بېخه مو باید پام وي چې:

[د کیسې یوه مهمه ځانګړنه یې غیر مستقیم والی دی.]

غوره ده مور پر دې سربېره، چې پخپله پر  کومو کیسو پوهېږي (په دې شرط چې مناسبې وي) د کیسو له هغو ځانګړنو کتابونو هم ګټنه وکړي، چې کمکیانو ته کښل شوي دی. دا کیسې دې کوچنیانو ته ووايي؛ خو د کتاب په ټاکنه کې دې ځیرنه وکړي.

[افسوس چې د کتابونو باراز په تېره د کمکیانو کتابونو سوداګریز اړخ نیولی او کله یو مخی له خپل اریز بهیره وتلی دي.]

ځینې دا ډ ول کتابونه د کمکیانو د ادبیاتو له کچو سره اړخ نه لګوي او ځینې یې بدې ښوونې لري، چې باید ډډه ترې وشي. غوره ده د کتاب لیکوال او خپرندویه ټولنې ته ځیر شو او په دې اړه له نظر خاوند سره سلامشوره وشي.

افلاطون د خپل کتاپ ((جمهور)) په (۳۰-۲۹)مخونو کې د کوچني په روزنه کې د کیسو او افسانو ارزښت او اهمیت ته اشاره کوي؛ خو بې درنګه وايي، چې ډېری یې ډېرې بدې ښوونې لري او باید لرې یې وغورځو او له هغو داستانونو ګټنه وکړو، چې مسایل یې سم اوڅار  کړي دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!