کوډې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ […]
کوډې
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿ بقره/۱۰۲﴾ = او (يهودو) د هغه څه لاروي وكړه، چې شري وګړيو (کوډګرو) د سليمان په پاچاهۍ کې خلكو ته لوستل او سليمان هېڅكله (كوډې ونکړې او) كافر نشو؛ خو شري وګړي كافران شول (چې) خلكو ته يې كوډې ورښوولې او (همداراز يهودو) د هغه څه (لاروي وكړه)، چې په بابل کې پر دوو پرښتو ((هاروت)) او ((ماروت)) نازل شوي وو، دوى دواړو هېچا ته تر هغې څه نه ورښوول، خو دا چې ورته ویل به يې : ((موږ يوازې ازمېښت يو، (پام) مه کافرېږه!)) (او له دې زده كړو ناوړه ګټه مه اخله)؛ خو يهودو له دې دواړو پرښتو داسې څه زده كول، چې په دې يې ښځه او مېړه سره بېلول؛ خو دوى بې د الله له اجازې هېڅكله چاته زيان رسوونکي نه وو، داسې څه یې زده كول، چې ورته ګټور نه؛ بلكې زيانمن ول او ښه پوهېدل، چې كه څوك ددې څيز پېرونكي شي (؛ نو) په آخرت كې هېڅ ونډه ورته نشته (؛ نو) كه پوهېداى، چې څومره ناكاره سودا ده، چې ځان يې پرې وپلوره !
حضرت سليمان(ع) كافر نشو: له احاديثو معلومېږي، چې يوې ډلې د حضرت سليمان(ع) پر مهال د ده په هېواد كې كوډې كولې. سليمان (ع) امر وكړ، چې ګردې ليكنې او پاڼې يې راټولې او په يو ځانګړي ځاى كې يې وساتئ؛ ځكه ښايي د كوډو د لرې كولو لپاره پكې ګټور مطالب وي، يوې ډلې د سليمان (ع) تر وفات روسته دا پاڼې را واېستلې او د كوډو په ښوونې او خپرولو لګيا شول، ځينو له دې موقعيته ګټنه وكړه او و يې ويل: سليمان خو بيخي پېغمبر نه و؛ بلكې د همدې كوډو په مټ پر خپل هېواد لاسبری شو او خارق العاده چارې يې كولې. يو شمېر اسراييلو د كوډګرو لار ونيوه او په كوډو يې زړه وتاړه، تردې چې له تورات نه يې لاس واخست. د اسلام پېغمبر (ص)، چې راغی او د قرآني آيتونو په ترڅ كې يې وويل: سليمان (ع) له الهي پېغمبرانو ځنې و؛ نو د يهودو ځينو عالمانو او احبارو وويل: له محمده مه هېښندېږئ، چې وايي سليمان (ع) پېغمبر دى، حال دا هغه خو كوډګر و؟ د يهودو دا وينا پردې سربېره، چې پردې ستر الهي پېغمبر يو ستر تور شمېرل كېږي؛ نو ورسره جوخت د سليمان (ع) كفر هم ګڼل كېږي؛ ځكه د وينا له مخې يې سليمان يو كوډګر و، چې په دروغو يې ځان ته پېغمبر وايه، چې دا چار د كفر لامل دى؛ نو په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو[1].
چې الله څه غواړي، هماغه به كېږي: د آيت ددې برخې [= خو دوى بې د الله له اجازې چا ته زيانمن نه دي] په تفسير كې يې ويلي، داسې مانا نه وركوي، چې د زور مساله اوڅار- مطرح ده؛ بلكې د توحيد يو بنسټيز آر ته اشاره ده، چې په نړۍ كې ګرد ځواكونه د پالونكي له ځواكه سرچينه اخلي. ان د اور سوځول او د چړې غوڅول د الله په امر دي، داسې نه ده، چې كوډګر د الله د ارادې او غوښتنې پر خلاف په پنځون – پيدايښت كې لاسوهنه وكړي او داسې نه ده، چې الله په خپلې واكمنۍ كې محدود او را ايسار كړي؛ بلكې دا يو شمېر ځانګړنې او اغېزې دي، چې الله په بېلابېلو موجوداتو كې ايښې دي، ځينې ترې ښه ګټه اخلي او ځينې ترې ناوړګټنه كوي؛ نو الله هم چې انسانانو ته ازادي او اختيار وركړی، د ازمېښت او د بشپړتيا وزله يې ده[2].
كوډې؛ ستره ګناه ده: كوډې يو ډول خارق العاده چار دى، چې كله د انسانانو پر تنو خپلې اغېزې شيندي او يو ډول چشم بندي ده او كله يې اغېز يوازې اروايیز او واندیز- خيالي اړخ لري[3]. د ټولو اسلامي فقهاوو له نظره د كوډو زده كړه او كول حرام دي. په دې باب حضرت علي (ک) وايي: «چې څوك لږې يا ډېرې كوډې زده كړي؛ نو كافر شوی دی او بيخي يې له الله سره اړيكه پرې كېږي» البته که كوډې د دې لپاره زده كړاى شي، چې د كوډګرو كوډې پرې لرې كړاى شي؛ نو بيا خو سمه ده؛ بلكې كله هم كفايي واجب وي،چې يو شمېر كوډې زده كړي، چې كه كوم دروغجن مدعي، خلك پرې بېلارې كوي؛ نو كوډې به يې لرې او دروغ به يې را برسېره كړي.
[1] ( نمونه تفسیر، 1 / 37)
[2] ( نمونه تفسیر، 1 / 376)
[3] ( نمونه تفسیر، 1 / 377)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- جادو
- سحر
- کوډګر
- کوډې