تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ګناه ته اړايستونکي اړمونه لکه څرنګه چې کږې ګروهنې د ډېرو ګناهونو سرچينې دي، همدا شان کاږه واندونه- خيالونه او انګېرنې هم د ډېرو ګناهونو جرړه ده. انسان چې خيال کوي، تر نورو غوره دى؛نو رشخند پرې وايي؛ خو که له ځان سره فکر وکړي چې کېداى شي، نور هم تر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ګناه ته اړايستونکي اړمونه

لکه څرنګه چې کږې ګروهنې د ډېرو ګناهونو سرچينې دي، همدا شان کاږه واندونه- خيالونه او انګېرنې هم د ډېرو ګناهونو جرړه ده. انسان چې خيال کوي، تر نورو غوره دى؛نو رشخند پرې وايي؛ خو که له ځان سره فکر وکړي چې کېداى شي، نور هم تر ما غوره وي؛نو پر نورو به رشخند ونه وهي . قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (حجرات/۱۱) = ((مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او (تاسې) پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نامو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نامه (ايښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛ نو همدوى ظالمان دي.))

کله انسان ګومان کوي چې د حرص له لارې به يې شتمني زياته شي؛ ناخبره دى چې رزق د خداى په لاس کې دى او داسې کسان ډېر دي چې د شپې او ورځې حرص کوي؛خو کوم ځاى ته نه رسي.

اللّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقَدِرُ وَفَرِحُواْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ مَتَاعٌ (رعد/۲۶) = ((چا ته چې د الله خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي يې پراخوي او چا ته یې چې خوښه شي (او مصلحت يې وګڼي) پرې تنګوي يې او دوى [= كافران] په دنيوي ژوند ښاد شول او دنيوي ژوند د آخرت (پر وړاندې) يوازې (ناڅيزه) برخمني ده))

کله انسان انګېري،چې نېکمرغي په شتمنۍ کې ده؛ نو ځکه شتمنو ته په حسرت ګوري.

قرآن وايي:

فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ (قصص/۷۹) =  او (يوه ورځ قارون) په خپلو ګاڼو پسوللى په شان او شوكت خپل قوم ته راوووت، د دنيوي ژوند لېوالو وويل: (( كاشكې څه چې قارون ته وركړل شوي، موږ هم درلوداى؛ځکه دی د لوی برخې خاوند دى!))

خو څو ورځې روسته قارون داسې په ځمکه کې ننوت، چې ټولو وويل: (( ښه وشو چې موږ شتمن نه وو. ))

کله انسان انګېري :

که له پلانکۍ کورنۍ سره واده وکړي؛ نو نېکمرغه به شي او دې موخې ته د رسېدلو لپاره ډول ډول هاندوهڅې کوي؛ خو پردې يې سترګې پټې دي چې نېکمرغي په شهوت او مقام کې نه ده.

 که د انسان فاسدو خيالونو او ګناهونو ته ښه ځير شو؛ نو و به وينو چې زموږ د ګناهونو ستره برخه زموږ له خيالونو راولاړه شوې؛نو ځکه په آيتونو او روايتونو کې داسې ډېرى جملې تر سترګو کېږي او خلک ګواښوي،چې خير او نېکي په پلانکي څيز کې نه؛بلکې په بل څيزکې ده. څو بېلګې يې دا دي:

 نېکي په دې کې نه ده چې زموږ قبله دې کوم پلو ته وي؛بلکې نېکي او خير په ايمان،نېکچارۍ او د نشتمنو په لاسنيوي کې ده.

لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (بقره/۱۷۷) =  ((نېكي (يوازې) دا نه ده، چې تاسې (په لمانځه كې) خپل مخونه ختيځ او (يا) لويديځ لوري ته واړوئ؛ بلكې نېكي داده، چې چا پر خداى، د قيامت پر ورځې، پرښتو، (اسماني) كتاب او پېغمبرانو ايمان راووړ او (خپله) شتمني يې ورته له ګرانښت سره سره پر خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو، درويزګرو او د مريانو (محکومانو) په ازادولو کې ورکړه، پوره نمونځ يې وكړ، زكات يې وركړ او (همداراز) پر ژمنو درېدونکي وي او د تنګسې، ناروغيو او د جګړى په ډګر كې زغمناک وي. همدوى رښتوني (او ويناوې يې له خپلو ګروهو سره همغږې؛) او همدوی متقیان دي. ))

 تاسې به ډېر څيزونه بد ګڼئ؛خو خېر به مو پکې وي.

كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (بقره/۲۱۶) = (( د خداى په لار کې جهاد درباندې فرض شوى، که څه نه يې خوښوئ او ښايي يو څيز بد وګڼئ؛ خو درته ښه وي او ښايي يو څيز ښه وګڼئ؛ خو درته بد وي او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ.))

د هغوى شتمني او اولادونه دې هک اریان نکړي، خداى غوښتي چې هغوى به له همدې شتمنۍ او اولادونو سره په عذاب کړي.

وَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (توبه/۸۵) = ((او هسې نه، شتمني او اولادونه دې یې اریان كړي! (دا ورته نعمت نه؛ بلكې) الله غواړي په همدې وزلو يې په دنيا كې په عذاب كړي او د كفر په حالت كې يې ساه ګاني ووځي.))

په هر حال بايد له سملاسي او چټک ورمندون- قضاوت ډډه وکړو او پردې باور و نه کړو،چې پر څه چې پوهېږو؛نو يوازې همدا حقيقت لري او واقعيت دى؛ځکه زموږ ډېری باورونه بې بنسټه او تش اندوآند – خيال او وهم دى. قرآن غواړي چې انسان واقعيتونو ته په کتنې ژوند وکړي او له خپل ذهنه بې بنسټه واندونه – خيالونه لرې کړي؛نو په دې بابا يې زيات آيتونه هم راوړي دي (لايحسبن،لاتحسبن،افحسبتم ) په ټولو ايتونو کې،چې دا کلمې راغلي وي؛ نو موخه يې همدا ده . په هر حال پر نېکيو امر او له بديو په منع کې بايد له ډول ډول لارو چارو ګټنه وشي؛مثبتو اړمونو ته يې پاملرنه وشي او هم یې يادونه وشي او که نه وي بايد رامنځ ته کړاى شي او منفي اړمونه له منځه ولاړ شي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!