تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا ﴿۱﴾ پر هغو بادونو قسم،چې (ورېځې او دوړې ) الوزوي! (۱) فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا ﴿۲﴾ او د درانه بار پر راپورته کوونکيو وريځو قسم! (۲) فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا ﴿۳﴾ او پر بېړيو قسم،چې په اسانۍ روانې دي! (۳) فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ﴿۴﴾ او (پر […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا ﴿۱﴾ پر هغو بادونو قسم،چې (ورېځې او دوړې ) الوزوي! (۱)
فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا ﴿۲﴾ او د درانه بار پر راپورته کوونکيو وريځو قسم! (۲)
فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا ﴿۳﴾ او پر بېړيو قسم،چې په اسانۍ روانې دي! (۳)
فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ﴿۴﴾ او (پر پرښتو قسم،چې) كار (ونه) اېشي! (۴)
إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌ ﴿۵﴾ (هو! پر دې ټولو قسم) بېشكه کومه ژمنه،چې درسره كېږي،رښتيا ده؛ (۵)
وَإِنَّ الدِّينَ لَوَاقِعٌ ﴿۶﴾ او بېشكه (چې قيامت او) د کړنو سزا هرومرو پېښېدونې ده . (۶)
وَالسَّمَاء ذَاتِ الْحُبُكِ ﴿۷﴾ او په ستوريو پسولل شوي او له لارو پر ډک اسمان قسم . (۷)
إِنَّكُمْ لَفِي قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ﴿۸﴾ بېشكه تاسې (د قيامت په باب) ګډې وډې خبرې كوئ ! (۸)
يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَ ﴿۹﴾ (يوازې)هغه ترې (له ايمانه) مخ اړوي، چې (د حق له منلو) سرغړونه کوي. . (۹)
قُتِلَ الْخَرَّاصُونَ ﴿۱۰﴾ مړه دې وي (دروغجن) اټكلوونكي! (۱۰)
الَّذِينَ هُمْ فِي غَمْرَةٍ سَاهُونَ ﴿۱۱﴾ هماغوى چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ په زخمه كې ډوب پراته دي . (۱۱)
يَسْأَلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۲﴾ پوښتي : ((د جزا ورځ به كله وي؟!)) (۱۲)
يَوْمَ هُمْ عَلَى النَّارِ يُفْتَنُونَ ﴿۱۳﴾ (هو!) هماغه ورځ ده،چې دوی پر اور سوځي! (۱۳)
ذُوقُوا فِتْنَتَكُمْ هَذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۱۴﴾ (او ورته ويل كېږي : ) خپل عذاب وڅكئ ! دا هماغه څه دي، چې تاسې په ‏بيړه غوښته! (۱۴)
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۵﴾ په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او چينو کې وي . (۱۵)
آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ ﴿۱۶﴾ او د دوی پالونكى، چې څه وركوي، (په خوښۍ يې) اخستونكي دي (؛ ځكه) تردې مخكې (په دنيا كې) له نېكانو ځنې ول. (۱۶)
كَانُوا قَلِيلًا مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ﴿۱۷﴾ تل د شپې لږ ويدېدل؛ (۱۷)
وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿۱۸﴾ او په سهارونو کې يې (له الله ) بښنه غوښته؛ (۱۸)
وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ﴿۱۹﴾ او د دوی په مالونو كې د ګدا او بې برخې (محروم) حق او برخه وه . (۱۹)
وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَ ﴿۲۰﴾ او په ځمكه كې باور كوونكيو ته نښې دي . (۲۰)
وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۲۱﴾ او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟! (۲۱)
وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴿۲۲﴾ او ستاسې ((روزي)) او څه چې ژمنه يې درسره کېږي، په اسمان كې دي . (۲۲)
فَوَرَبِّ السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ ﴿۲۳﴾ نو د اسمان او ځمكې پر پالونكي قسم، بېشكه دا (مطالب) داسې حق (او واقعيت) دى؛ لكه چې تاسې غږېږئ! (۲۳)
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ ﴿۲۴﴾ ايا د ابراهيم د عزتمنو مېلمنو قيصه در رسېدلې ده؟! (۲۴)
إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ ﴿۲۵﴾ چې له ابراهيم كره ورننووتل؛ نو و يې ويل: ((سلام!))، (ابراهيم) وويل: (( پر تاسې سلام، نا اشنا غوندې خلك (ياست) )) (۲۵)
فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِينٍ ﴿۲۶﴾ نو (ابراهيم) غلى غوندې خپلې كور ته ولاړ او یو مزی (وريت شوی) خوسې يې راووړ، (۲۶)
فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿۲۷﴾ نو مېلمنو ته یې وروړاندې كړ (؛ خو په هېښتیا يې ولېدل، چې مېلمانه خوړو ته لاس نه وراوږدوي)، ورته يې وويل: (( ولې يې نه خورئ؟!)) (۲۷)
فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا لَا تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ ﴿۲۸﴾ نو (ابراهيم په زړه كې) ترې ووېرېد، (پرښتو) وويل: ((مه وېرېږه!)) (موږ ستا د پالونكي استازي او پرښتې يو)! او د يوه پوه زوى (د زوكړې) زېرى یې وركړ (۲۸)
فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِي صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌ ﴿۲۹﴾ نو په دې وخت كې يې) مېرمن (له خوشحالۍ او هېښتیا) په چغو سره راوړاندې شوه او خپل مخ ته يي ټس ورکړ، ويې ويل: (( (څنګه به مې زوى وشي، ) زه خو شنډه بوډۍ يم؟!)) (۲۹)
قَالُوا كَذَلِكَ قَالَ رَبُّكِ إِنَّهُ هُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ﴿۳۰﴾ (پرښتو) وويل : (( ستا پالونكي دغسې ويلي (؛ ځكه) چې هغه پوه حکيم دى. )) (۳۰)
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۳۱﴾ (ابراهيم) وويل : (( د (الله) استازيو! د (بل) څه کار لپاره راغلي ياست)؟ )) (۳۱)
قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ ﴿۳۲﴾ (پرښتو) وويل : (( په حقيقت كې موږ د يوه ګناهګار قوم خوا ته رالېږل شوي يو، (۳۲)
لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن طِينٍ ﴿۳۳﴾ چې خټین کاڼي [کانكر] پرې و اوروو؛  (۳۳)
مُسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ ﴿۳۴﴾ هغه چې ستا د پالونكي له لوري پوله ماتیو ته په نښه شوي دي!)) (۳۴)
فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳۵﴾ نو (د عذاب تر راكېوتو مخكې) مو له کلي ټول مؤمنان راوايستل . (۳۵)
فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۳۶﴾ خو هلته مو بې له يوه كوره (چې د لوط کور و) نور مسلمانان و نه موندل.  (۳۶)
وَتَرَكْنَا فِيهَا آيَةً لِّلَّذِينَ يَخَافُونَ الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۳۷﴾ او موږ په دغو (بلاځپليو ښارونو) كې له دردناك عذابه وېرېدونكيو ته يوه څرګنده نښه پرېښووله. (۳۷)
وَفِي مُوسَى إِذْ أَرْسَلْنَاهُ إِلَى فِرْعَوْنَ بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۳۸﴾ او د موسى په (ژوند كې هم د عبرت اخستو نښه شته) چې په څرګندو دلايلو مو فرعون ته ورولېږه؛ (۳۸)
فَتَوَلَّى بِرُكْنِهِ وَقَالَ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿۳۹﴾ خو (فرعون) د خپل (دولت) له غړيو سره مخ واړاوه، و يې ويل: (( (دا) كوډګر يا لېونى دى!))
 (۳۹)
فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿۴۰﴾ نو (ځكه) موږ فرعون او لښكر يې راونيول او په سيند كې مو وغورځول، چې د پړې وړ وو.
(۴۰)
وَفِي عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الرِّيحَ الْعَقِيمَ ﴿۴۱﴾ او (همداراز) تاسې ته د”عاد”په داستان كې هم (يو عبرت دى)، چې موږ شنډه سپيره سیلۍ پرې وروالوځوله (۴۱)
مَا تَذَرُ مِن شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ ﴿۴۲﴾ چې پر هر څيز ورتېرېده؛ لكه وروست (هډوكى) به يې كړ. (۴۲)
وَفِي ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا حَتَّى حِينٍ ﴿۴۳﴾ او (همداراز) د (ثمود) په قيصه كې يو پند دى، چې ورته وويل شو: (( (له دنيا تر ټاكلې) مودې ګټه واخلئ. (او بيا عذاب ته څارو وسئ)! )) (۴۳)
فَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ وَهُمْ يَنظُرُونَ ﴿۴۴﴾ نو د خپل پالونكي له امره يې سرغړونه وکړه او تندر پرې راولوېد او (خړ خړ) یې وركتل (او ځانونه يې بچولاى نشول). (۴۴)
فَمَا اسْتَطَاعُوا مِن قِيَامٍ وَمَا كَانُوا مُنتَصِرِينَ ﴿۴۵﴾ نو (داسې پر ځمكه راولوېدل) چې نه يې د پاڅېدو وسه وه او نه يې له چا مرسته غوښتاى شوه. (۴۵)
وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۴۶﴾ او (همداراز) موږ مخكې ترې د نوح قوم (هلاك كړ؛ ځكه) چې دوى پوله ماتي خلك وو. . (۴۶)
وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴿۴۷﴾ او اسمان مو په (خپل) ځواک جوړ كړى او تل يې پراخوو. (۴۷)
وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ ﴿۴۸﴾ او ځمكه مو غوړولې ده؛نو موږ ښه غوړوونكي يو! (۴۸)
وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۴۹﴾ او له هر څيز مو دوه ګونې جوړې (نر-ښځه) پيدا كړې، ښايي پند واخلئ. (۴۹)
فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۵۰﴾ نو د الله لوري ته ورودرومئ (؛ ځكه) چې زه دهغه له لوري ‏درته څرګند ننګوونکى يم. (۵۰)
وَلَا تَجْعَلُوا مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۵۱﴾ او له الله سره بل معبود مه نيسئ (؛ ځكه) چې زه دهغه له لوري ‏درته څرګند ننګوونکى يم.
. (۵۱)
كَذَلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿۵۲﴾ دغسې تر دوی مخکېنيو ته چې هر استازى ورغلى (؛ نو) ورته يې ويلي: (( (دا) کوډګر يا لېونى دى ! )) (۵۲)
أَتَوَاصَوْا بِهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ﴿۵۳﴾ ايا دوی يو بل ته د همدې (خبرې) سپارښتنه كړې (چې ټول دغسې تور خوله په خوله کړي)؟ (نه)؛ بلكې دوى سرغړاندي دي. (۵۳)
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَا أَنتَ بِمَلُومٍ ﴿۵۴﴾ (اوس چې داسې ده) مخ ترې واړوه، چې ته هېڅ پړ نه يې؛ (۵۴)
وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۵﴾ او نصيحت كوه؛ځكه نصيحت مؤمنانو ته ګټور دى . (۵۵)
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ او پېريان او انسانان مې يوازې د خپلې لمانځنې لپاره پيدا کړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي) . (۵۶)
مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ ﴿۵۷﴾ څه روزي ترې نه غواړم او نه دا غواړم، چې خواړه راكړي. (۵۷)
إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ﴿۵۸﴾ (ځكه) چې يوازې الله ښه روزي وركوونكى (او) د پياوړي ځواک څښتن دى. . (۵۸)
فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذَنُوبًا مِّثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ ﴿۵۹﴾ نو په حقيقت كې د ظالمانو (د عذاب) برخه د دوی د يارانو د برخې په شان ده؛ نو (ووايه:) په بیړه دې یې راڅخه نه غواړي.  (۵۹)
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِن يَوْمِهِمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۶۰﴾ نو پر کافرانو دې د خپلې هغې ورځې له عذابه ‏ افسوس وي، چې ژمنه یې ورکول کېږي! 
(۶۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!