تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر د العلق سورت تفسیر   علق سورت نولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له دویم آیته اخستل شوې، چې له علق (پړندې وینې) د انسان پنځون ته اشاره ده. دا سورت، لومړی سورت دی، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر د العلق سورت تفسیر

 

علق سورت نولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له دویم آیته اخستل شوې، چې له علق (پړندې وینې) د انسان پنځون ته اشاره ده.

دا سورت، لومړی سورت دی، چې پر پېغمبراکرم نازل شوی او د آیتونو سیاق یې دومره یو له بل سره په اړیکه لري، چې ویلای شو، یوځلي ټول نازل شوی دی[1].

دا سورت د سجده، فصلت، او نجم په څېر واجبه سجده لري، چې د شیعه وو د ګروهې له مخې، باید په فرض لمونځونو کې و نه ویل شي او په حیض او جنابت کې یې تلاوت منع دی.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

اِقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ«1» خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ عَلَقٍ«2» اِقْرَأْ وَ رَبُّکَ الْأَکْرَمُ«3» اَلَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ«4» عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ«5»= ولوله! د خپل پالونكي په نامه، چې (هرڅه يې) شته كړي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله چې پالونكى دې (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه،انسان ته يې هغه څه وروښوول، چې پرې نه پوهېده.

 

ټکي:

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: لومړی ځل چې جبراييل راښکاره شو، و یې ویل: ولوله! و مې ویل: نشم کولای، تر درېیو ځل روسته یې زور راکړ، و مې لیدل، چې کولای شم ولولم[2].

* په نوین تفسیر کې راغلي: په هغه ځای کې چې د انسان پنځون چار ته یې پام دی؛ نو الله ځان ته کریم ویلی دی: «ما غَرَّکَ بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ اَلَّذِی خَلَقَکَ[3]»؛ خو په هغه ځای کې چې د لوست او یادلو مسله ده؛ نو ځان ته یې اکرم ویلی دی: «اقْرَأْ وَ رَبُّکَ الْأَکْرَمُ اَلَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ»

* د اسلام یوه ویاړنه داده، چې چار یې په لوست، پوهه او قلم پيل کړی دی او خپل استازي ته یې د الله لومړی پېغام، فرهنګي و. د هغه لوح لوستل، چې د لومړي ځل لپاره د پېغمبر اکرم مخې ته پرانستل شو، منظم او لیکل شوی و.

 *د ((اقرء)) په حکم کې دا خواله پټه ده، چې څه به پرتا درنازلېږي، لوستوني دي، نه یوازې پوهېدوني.

* «عَلَقٍ» ته څو ماناوې ویل شوې دي:

الف)څلېښناکه او مراد دادی، چې آدم علیه السلام له څلېښناکې خټې پنځول شوی او د سړي څاڅکی د ژورې په څېر د ښځې په څاڅکي پورې نښلي.

ب) د ټينګې او تړل شوې وینې په مانا، چې معمولا دا مانا یې اوڅار ده.

 * هغه چې له تړلې وینې انسان جوړوي، نالوستي انسان ته د ((اقرء)) حکم کوي.

* د علم زده کړه دې د الله په نامه پیل شي. «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ» زده کړوتي – فارغ التحصیلان دې هم دې هغه پر لار وي. «فَإِذا فَرَغْتَ فَانْصَبْ وَ إِلی رَبِّکَ فَارْغَبْ»

* د فخر رازي په تفسیر (کبیر) کې راغلي، چې باید د هر سورت لوستو لپاره، بسم الله ووایو. « اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ»

پېغامونه:

1- د قرآن قرائت دې د الله په نامه پیل شي. «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ»

2-د اسلام لومړی پېغام، فرهنګي دی. «اقْرَأْ»

3-لوست دې الهي اړخ ولري. «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ»

4-د قرآن لوست، د ودې وزله ده. «اقْرَأْ وَ رَبُّکَ»

5- الهي روزنه هم توکیزه ده،«رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ – خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ عَلَقٍ» هم مانیزه. «رَبُّکَ الْأَکْرَمُ – اَلَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ»

6- پالونکی هماغه پنځګر دی. (نو پردې بنسټ، د مشرکانو هغه خبره باطله ده، چې د الله پنځګري یې منله؛ خو بوتان یې پالونکي بلل) «رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ»

7-له پړندې وینې د انسان پنځون، هم یوه علمي وړاندوینه ده او هم انسان روزنې ته یوه لاره، چې پوه شي، مبداء یې له کوم ځایه ده، چې غره نشي.«خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ عَلَقٍ»

8-د ټولې هستۍ پنځون یوخوا «الَّذِی خَلَقَ» او د انسان پنځون بلخوا. «خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ عَلَقٍ»

9-د انسان آریز ښووند، الله دی. «عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ»

10- قلم د علم لېږد غوره وزله ده. «عَلَّمَ بِالْقَلَمِ»

11- د بشري پوهو سرچینه، الهي وحې ده. «عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ»

12-د الله د خالقیّت،ربوبیّت،کریم توب او ښووند والي، غوښتنه ده، چې کتاب یې ولولو. (اِقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ … خَلَقَ … اَلْأَکْرَمُ … عَلَّمَ …)

13- الله په اسبابو خپلې چارې پرمخ بیايي. «عَلَّمَ بِالْقَلَمِ»

14-په قلم له ناپوهۍ خلاصون، د هغه د کرم او ربوبیت یو څرک دی او لیکوالي د اسلام مطلوب هنر او ورهڅونکی یې دی. «عَلَّمَ بِالْقَلَمِ»

15-الله هم د انسان بدن ته وده ورکوي او هم یې روح ته.(د «رَبِّکَ» کلیمه د «خَلَقَ» او «اقْرَأْ» ترمنځ راغلې ده.) «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ»

 

کَلاّ إِنَّ الْإِنْسانَ لَیَطْغی«6» أَنْ رَآهُ اسْتَغْنی«7» إِنَّ إِلی رَبِّکَ الرُّجْعی«8» أَ رَأَیْتَ الَّذِی یَنْهی«9» عَبْداً إِذا صَلّی«10» أَ رَأَیْتَ إِنْ کانَ عَلَی الْهُدی«11» أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوی«12» أَ رَأَیْتَ إِنْ کَذَّبَ وَ تَوَلّی«13» أَ لَمْ یَعْلَمْ بِأَنَّ اللّهَ یَری«14»

۶- هېڅكله داسې نه ده (چې تاسې يې ګڼئ) بېشکه انسان (نامنندوی موجود دى او) سرغاړی کوي،۷- (په تېره هغه وخت) چې ځان (د دنيا) له شتمنۍ برخمن (او وسمن) وويني. ۸- او په رښتینه كې (د ټولو) ورستنېدنه يوازې ستا د پالونكي پر لور ده. ۹- ايا هغه دې ليدلى، چې منع كوي، ۱۰-  [یو] بنده، چې لمونځ كوي (نو ايا د الهي عذاب وړ نه دى)؟! ۱۱-  ستا څه ګومان دى، كه دی پرسمه (لار) وي، ۱۲-  (او خلكو ته) پر پرهېزګارۍ امر كوي؟!(آيا منع كول يې سم دي؟) . ۱۳-  خبر مې كړه كه (دا منع كوونكى) حق دروغ وګڼي او ورشا كړي (ايا د الهي سزا وړ نه دى؟) ۱۴- آيا نه پوهېږي، چې الله يې (ټول كړه وړه) ويني؟

 

ټکي:

* د «کَلاّ» کلیمه یا د تېرو د نفې په مانا ده؛ یعنې داسې نه ده، چې انسان د خپلو تېرو په یاد وي، چې الله وپنځاوه او ورزده یې کړل؛ نو د هغه بنده دې وي؛ بلکې د بندګۍ پرځای، سرغړونه کوي او د نورو د بندګۍ مخنیوی کوي. او شونې ده د «کَلاّ» کلیمه د ((حقًا)) په مانا او ټینګار ته وي[4].

* که انسان وړتیا یا ظرفیت ونلري؛ نو یا یې شتمني غره کوي؛ لکه څنګه چې قارون ویل: «إِنَّما أُوتِیتُهُ عَلی عِلْمٍ عِنْدِی[5]»یا یې ځواک مغروروي؛ لکه څنګه چې فرعون ویل: «أَ لَیْسَ لِی مُلْکُ مِصْرَ[6]» یا یې پوهه پېسمنوي – کبرجنوي؛ لکه څنګه چې بلغم باعورا پرې ککړ شو. «آتَیْناهُ آیاتِنا فَانْسَلَخَ مِنْها[7]»؛ خو که وړتیا پکې وي، که درې واړه ځانګړنې په یوه کس کې راټولې شي؛ لکه حضرت یوسف او حضرت سلیمان؛ نو ښاسمن او پېسمن – کبرجن او مغرور به نشي؛ ځکه ټول یې له الله ګڼي؛ نه له ځانه؛ لکه څنګه چې حضرت سلیمان وویل: «هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی[8]»او حضرت یوسف ویل: «رَبِّ قَدْ آتَیْتَنِی مِنَ الْمُلْکِ وَ عَلَّمْتَنِی مِنْ تَأْوِیلِ الْأَحادِیثِ[9]»هو! خطره خو هلته وي، چې د انسان ځان ته پام وي او الله ته نه.[10] «أَنْ رَآهُ اسْتَغْنی»

* سرغړاندی نه الله ته غاړه ږدي او نه یې احکام په رسمیت پېژني، نه استدلال او سول مني، نه د وجدان غږ ته غوږ ږدي او نه د مظلوم زارۍ اوري.

* له هغه عبد نه چې لمونځ کوي «عَبْداً إِذا صَلّی» مراد؛ لکه څنګه چې د سورت له روستیو آیتونو راڅرګندېږي، رسول الله دی؛ ځکه په هغو آیتونو کې، آنحضرت یې د هغه وګړي له لاروۍ منع کړی او سجدې او قرب ته یې رابلي. داچې دا آیتونه، لومړي آیتونه دي، چې پر پېغمبر اکرم نازل شوي؛ نو جوتېږي، چې آنحضرت تر پېغمبرېدو مخکې هم لمونځ کاوه[11].

* په احادیثو کې لولو: ابوجهل خپل ملګري وپوښتل: آیا محمد ستاسې په منځ کې هم سجدې ته بر خاوره مخ ږدي؟ ورته وویل شول: هو! و یې ویل: سوګند پر هغه څه چې سوګند پرې خورو، که په هغه حالت کې مې وموند؛ نو پخپله پښه به ورمېږ یې ورمات کړم. هغه مهال یې چې پام شو چې پېغمبر اکرم لمونځ کوي، هوډ یې وکړ، چې پر سجده په لغته د پېغمبر اکرم مبارک سر ووهي؛ نو همدا چې ورنږدې شو،په هېښنده توګه ترې راشاته شو او مشرکانو ته یې وویل: چې ورنږدې شوم؛ نو خپلې مخې ته مې د اور یوه ستره کنده ولیده[12].

*سره له دې چې له «عَبْداً» مراد پخپله پېغمبر اکرم دی؛ خو نکره راوړل یې درناوي ته دي. «عَبْداً إِذا صَلّی»

 

پېغامونه:

1- انسان ناشکری دی، موږ وپنځاوه او پر څه چې نه پوهېده، ورزده مو کړل؛ خو د پالونکي پر وړاندې سرغړاندي کوي. «کَلاّ إِنَّ الْإِنْسانَ لَیَطْغی»

2-داچې انسان په غلطه ځان مړه خوا ګڼي؛ نو سرغړونه کوي.«لَیَطْغی أَنْ رَآهُ اسْتَغْنی»

3-له لمانځه منع کول، د منکراتو څرګند ډول دی. «یَنْهی عَبْداً إِذا صَلّی»

4-ان که د حقانیت احتمال هم ورکړي؛ نو له پېغمبر اکرم سره دې داسې چلن نه کوي. «إِنْ کانَ عَلَی الْهُدی»

5-انسان کم ظرفیته دی او د مړه خواتوب ګومان یې مست او نشه کوي. «لَیَطْغی أَنْ رَآهُ اسْتَغْنی»

6- علم په یوازې توګه بسیا نه دی؛ سره له دې چې انسان ته مو پوهه ورکړه؛ خو سرغاړي کوي. «عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ – إِنَّ الْإِنْسانَ لَیَطْغی»

7- غني توب کمال دی؛ خو ځان غني لیدل، تېروتنو ته لاراواری کوي. «رَآهُ اسْتَغْنی»

8-پر معاد ایمان د سرغاړۍ مخه نیسي. «إِنَّ إِلی رَبِّکَ الرُّجْعی»

9-څه چې لرو، ږدو یې او ترې ځو؛ نو ځان مړه خوا مه ګڼئ. «إِنَّ إِلی رَبِّکَ الرُّجْعی»

10- انسان او هستي موخه لري او د الله پر لوري دي. «إِنَّ إِلی رَبِّکَ الرُّجْعی»

11- طاغوتیان د لمانځه مخالف دي. «لَیَطْغی – یَنْهی عَبْداً إِذا صَلّی» (ناروا کړنه هغه مهال کږلې او رټلې ده، چې دوام ومومي.)

12-لمونځ د الله د بندګۍ نښه ده. «عَبْداً إِذا صَلّی»

13- طاغوتان د خدای له بندګۍ خپه دي.(نه له بې توپيره وګړیو یا د خپلو او د نورو د ځاني غوښتونکیو بندګان) «یَنْهی عَبْداً إِذا صَلّی»

14- نامه او نښانه مهمه نه ده، کړنې مهمې دي. (د منع کوونکي او لمونځ کوونکي نامه نه ده راغلې.) «یَنْهی – صَلّی»

15-وړ ده، هغه چې تقوا ته بلنه کوي، په خپله پر سمه وي. «کانَ عَلَی الْهُدی أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوی»

16-د سرغړونې جرړه په دوو څیزونو کې ده: یو داچې ځان مړه خوا وویني.«رَآهُ اسْتَغْنی» بل داچې الله نه ویني او ګومان کوي، چې الله یې هم نه ويني. «أَ لَمْ یَعْلَمْ بِأَنَّ اللّهَ یَری»

 

کَلاّ لَئِنْ لَمْ یَنْتَهِ لَنَسْفَعاً بِالنّاصِیَهِ«15» ناصِیَهٍ کاذِبَهٍ خاطِئَهٍ«16» فَلْیَدْعُ نادِیَهُ«17» سَنَدْعُ الزَّبانِیَهَ«18» کَلاّ لا تُطِعْهُ وَ اسْجُدْ وَ اقْتَرِبْ«19»

۱۵- هېڅكله داسې نه ده (چې انګېري) كه له خپل كاره لاس وانخلي؛ نو د وچولي له وېښتو یې نيسو (او عذاب ته يې وركاږو)، ۱۶- (هماغه) د دروغجن ورانکار (انسان) وچولى! ۱۷- نو د خپلې اکاړې ملګري دې راوبلي (چې ملاتړ يې وكړي)، ۱۸- موږ به ژر د عذاب پرښتې راوبلو (چې په دوزخ كې يې ورواچوي)! ۱۹- هېڅكله داسې نه ده (چې نوموړی سرغاړی یې انګېري)، خبره يې مه منه، سجده وكړه او (الله ته) ورنژدې شه.

 

ټکي:

* «نسفعا»فعل دی او د  روستي نون ټینګار د تنوین په بڼه ایښوول شوی دی. دا کلیمه د «نسفع» له جرړې او د اخستو، په زور راکښودو او پر مخ سپېړې ته وايي.«ناصیه» د پېکي (وچولي) وېښتانو ته وايي، چې سپکاوي ته ترې رانیول او راکښودل کېږي.

* د الرحمن سورت چې نازل شو؛ نو پېغمبر اکرم اکرم صلی الله علیه و آله وپوښتل: څوک به یې د قریشو مشرانو ته لولي؟ اصحاب د قریشو د تاوتریخوالي له لامله چوپ شول؛ خو حضرت عبدالله بن مسعود (رض)، چې ډنګر سړی و، و یې منله؛ نو همدا چې د کعبې ترڅنګ یې د قریشو مشران ولیدل، آیتونه یې ورتلاوت کړل. ابوجهل په دومره سخته سپېړه وواهه، چې له غوږه یې وینه راغله. هغه ژړغونی پېغمبر اکرم ته ورغی او آنحضرت غمجن شو. په بدر غزا کې، حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د مشرکانو په مړیو کې، په روستیو شېبو کې ابوجهل ولید او پر سینه ورته کېناست. ابوجهل وویل: خبر یې چېرته ناست یې؟! و یې ویل: «الاسلام یعلو و لا یعلی علیه»ابوجهل وویل: محمد ته ووایه: ان په دې وخت کې هم ترې خورا کرکجن یم. آنحضرت وویل: د موسی فرعون په روستیو شېبو کې ایمان راووړ؛ خو زما فرعون ان په روستیو شېبو کې هم ایمان را نه وړ. حضرت ابن مسعود (رض) د ابوجهل سر له تنې جلا کړ، له وېښتو نیولی یې پېغمبر اکرم ته راکښودلی راووړ او د «لَنَسْفَعاً بِالنّاصِیَهِ» آیت په همدې دنیا کې عملي شو[13].

* د «نادی» کلیمه عمومي غونډې یا تفریح ته وايي.

* «زبانیه» د «زبینه» جمع او د مأمور په مانا ده.

* امام علي کرم الله وجهه وايي: د علم ثمره د الله بندګي ده. ددې سورت پیل د قرائت او په قلم د زده کړې حکم و او پای یې سجده او تقرب دی؛ یعنې ګټور علم هغه دی، چې موږ الله ته ورسوي.

البته الله ته د قرب لار، ټولې هغه چارې رانغاړي، چې د قرب په نیت وشي ؛ خو سجده د قرب غوره لار ده.

*په دې کوشني سورت کې درې ځل د «کَلاّ» کلیمه راغلې ده؛یعنې له توهماتو او بې بنسټه ګومانونو دې ډډه وشي.

* امام رضا (رح) د «وَ اسْجُدْ وَ اقْتَرِبْ» آیت په استناد وویل: د الله په تړاو، د انسان خورا نژدې حالت، د سجدې حالت دی.[14].

 

پېغامونه:

1-د توبې لار ټولو ته پرانستې ده؛ خو که توبه یې ونکړه او لاس پر سر نشول، پر عذاب به اخته شي. «لَئِنْ لَمْ یَنْتَهِ لَنَسْفَعاً»

2-ظالمان وګواښئ. «لَنَسْفَعاً بِالنّاصِیَهِ»

3- دروغ او دروغجني د نورو تېروتنو او سرغړونو جرړه ده. «کاذِبَهٍ خاطِئَهٍ»

4-د مخالفانو د ضرري کړنو ملاتړ پټې غونډې دي. «یَنْهی عَبْداً إِذا صَلّی – فَلْیَدْعُ نادِیَهُ»

5-سره له دې چې د پېغمبر اکرم مخالفان، پرله غښتي ، متشکل او سازماني وو؛ خو هېڅ یې هم ونشول کړای. «فَلْیَدْعُ نادِیَهُ»

6-مه کوه پرچا چې و به شي پر تا. «فَلْیَدْعُ نادِیَهُ – سَنَدْعُ الزَّبانِیَهَ»

7-د الله ځواک پر ټولو دسیسو لاسبری دی. «سَنَدْعُ الزَّبانِیَهَ»

8-که څوک مو له لمانځه منع کوي؛ نو تاسې پر عبادي چارو ټینګار کوئ.«یَنْهی عَبْداً إِذا صَلّی – وَ اسْجُدْ»

9- لومړی برائت، بیا عبادت. «لا تُطِعْهُ وَ اسْجُدْ» (له ابوجهلانو لاروي مه کوه، چې له لمانځه دې منع کوي او خپل لمانځه او سجدو ته دې دوام ورکړه.)

10- سجده، الله ته د ورنږدېدو غوره وزله ده. «وَ اسْجُدْ وَ اقْتَرِبْ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – المیزان تفسیر.

[2] – نمونه تفسیر.

[3] -انفطار،6-7

 

[4] – . نمونه تفسیر.

[5] – .قصص،78.

[6] – زخرف،51.

[7] -اعراف،175.

[8] – .نمل،40.

[9] -یوسف،101.

[10] – نوین تفسیر.

[11] – المیزان تفسیر.

[12] – مجمع البیان او نمونه تفسیرونه.

[13] – . نمونه تفسیر، له کبیر تفسیره یې اخستې دی.

[14] – نورالثقلین تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!