تبلیغات
آرشیو : ماهانه | اپریل 2015

د روزنې او اخلاقو توپير

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اخلاقي کړه وړه د اخلاقو په فلسفه کې دا خبره نوموتې-مطرح ده،چې د اخلاقي کړنې کچه څه ده؟؛يعنې موږ په کومو کچو ويلاى شو،چې دا چار اخلاقي دى که عادي فعل دى؟ په بله وينا : د عادي او اخلاقي چار توپير څه دى؟ اړنګ نشته،يو لړ کارونه،چې کوو،عادي کارونه دي […]

روزنه؛د پخوانيو علماو له نظره

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ روزنه؛د پخوانيو علماو له نظره د روږد (عادت) مسئله د روزنې پخوانيو علماوو شک نه درلود،چې د اخلاقياتو يوه برخه بايد په بشر کې شته کړو او د اخلاقو د علماوو په څرګندنه: بايد په انسان کې فضايل د خوى په بڼه رامنځ ته کړو. د پخوانيو علماوو له نظره،هغه انسان […]

اسلام او هنر

اسلام او هنر آيا اسلام د انسان د روح څلورم اړخ؛يعنې هنري استعداد او ښکلا ته پام کړى که نه؟ځينې داسې انګېري،چې اسلام وچ کلک او شوق وژنى دين دى او دې اړخ ته يې بېخي پام نه دى کړى؛البته هغوى ځکه داسې انګېري،چې اسلام موسيقۍ او په محفلونو کې د ښځمنو نڅا ته تندى […]

ښوونه او روزنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د عقل روزنه زموږ بحث په اسلام کې د ښوونې او روزنې په هکله دى.ښوونه او روزنه د وګړيو د جوړولو ويينه ده.يو ښوونځى،چې ټاکلې موخې او هر اړخيز قوانين لري او په څرګندنه – اصطلاح حقوقي،سياسي او وټيز-اقتصادي سيستم لري؛نو نشي کړاى د ښوونې او روزنې ځانګړى سيستم و نه […]

عدالت د حضرت علي کرم الله وجهه له نظره

ليکوال: انديال شهيد استاد مرتضى مطهري   عدالت د حضرت علي کرم الله وجهه له نظره ((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (حديد/٢٥)=په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او […]

شهید

ليکوال: متفکر شهيد استاد مرتضى مطهري   د لوراند او لورين څشتن په نامه وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ژباړه: ( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي،مړه مۀ ګڼه؛بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي! ( آل عمران/۱۶۹) د […]

د حق او باطل شخړه

ليکوال: متفکر شهيد استاد مرتضى مطهري   د حق او باطل شخړه حق او باطل د” نړۍ لید” له مهمو مباحثو دی او په قرآن حکيم کې هم ډېر راغلی او په دوو برخو کې څېړل کېږي: ۱- په هستۍ کې ۲- په تاریخ او ټولنه کې دلته دویمه برخه يې څېړل کېږي.که څه هم […]

د تاريخ د فلسفې له ليد لوري

ليکوال: متفکر شهيد استاد مرتضى مطهري     تمه د رهبر يې شوه پيدا،پاتې په لار کې شو اوس متوکل شو د مهدى په انتظار کې شو محمد آصف صميم؛د حمزه شينواري کليات:درېم ټوک ١٩٢٥ مخ،   د امام مهدي پاڅون پر باطل او تېري د حق،سولې او عدالت د وروستۍ بریا فکر،د اسلامي ایمان […]

په تاريخ کې د انسان ټولنيز تکامل

په تاريخ کې د انسان ټولنيز تکامل د لوراند او لورين څښتن په نامه پوهان د انسان لپاره دوه ډوله تکامل پېژني:يو طبيعي او بيولوژيکي تکامل،چې په بيالوژي کې لوستل کېږي،چې انسان له ټولو بشپړ حيوان ګڼي. د طبيعي تکامل مانا روښانه ده؛يعنې هغه تکامل،چې طبيعت د انسان په وجود کې بې له څه پوښتنې […]

د علماوو په چارو کې بنسټیزه ستونزه

د علماوو په چارو کې بنسټیزه ستونزه   علاقه او مسوولیت څوک چې د اسلام د هسکتیا په هیله کې دي او په لرې او نږدې تېر وخت کې د مسلمانانو د پرمختګ او ځوړتیا – انحطاط په هکله فکر کوی؛نو نشي کړای د مشرتوب د غونډال- دستګاه؛یعنې د علماوو د سپیڅليو چارو په هکله […]