تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ روزنه؛د پخوانيو علماو له نظره د روږد (عادت) مسئله د روزنې پخوانيو علماوو شک نه درلود،چې د اخلاقياتو يوه برخه بايد په بشر کې شته کړو او د اخلاقو د علماوو په څرګندنه: بايد په انسان کې فضايل د خوى په بڼه رامنځ ته کړو. د پخوانيو علماوو له نظره،هغه انسان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

روزنه؛د پخوانيو علماو له نظره

د روږد (عادت) مسئله

د روزنې پخوانيو علماوو شک نه درلود،چې د اخلاقياتو يوه برخه بايد په بشر کې شته کړو او د اخلاقو د علماوو په څرګندنه: بايد په انسان کې فضايل د خوى په بڼه رامنځ ته کړو.

د پخوانيو علماوو له نظره،هغه انسان روزل شوى و،چې فضيلت په کې خوى شوى وي؛نو تر هغه يو فضيلت ((حال )) دى، نه فضليت،چې په انسان کې د عادت په بڼه شوى نه وي يا د انسان په ثانوي طبيعت بدل شوى نه وي؛ځکه له منځه تلونکى چار به وي؛بايد روږد شي،چې له منځه تلل يې سخت شي.

پخوانيو علماوو به د عدالت په تعريف کې ويل: (( عدالت د تقوا او پرهېزګارۍ خوى دى)) او ان ويل يې: (( انسان هغه مهال د فاضله اخلاقو خاوندېږي،چې پر ضد يې په خوب کې هم و نه کړي.))

د بېلګې په توګه : دومره رښتين وي،چې په خوب کې هم دروغ و نه وايي؛نو ځکه ډېره هڅه کېږي،چې ماشوم په ماشومتوب کې وروزل شي.

ويل کېږي،چې روزنه د عادت د جوړولو فن دى. په پيل کې د انسان روحيه سسته وي او د چونې مثال لري،چې په پيل کې اوبه پرې واچول شي؛نو سسته وي او بيا کلکېږي او دې سستې چونې ته هره بڼه ورکولاى شو او په هر قالب کې يې،چې واچو او تر سړښت وروسته به يې د هماغه قالب بڼه اخېستې وي او کلکېږي. په ماشومتوب کې د انسان روح هم د انعطاف وړ دى او د هماغې سستې چونې په څېر دى او څومره،چې انسان غټېږي،د انعطاف وړتيا يې هم لږېږي او دا چې وايي : (( العلم فى الصغر کالنقش فى الحجر)) يوازې په علم پورې ځانګړى نه دى؛بلکې بايد وويل شي : (( التربيه فى الصغر کالنقش فى الحجر)) البته ننني علما هم په ماشومتوب کې روزنې ته ډېر ارزښت ورکوي .

په پنځوس کلنۍ کې د انسان ماغزه تړل کېږي؛البته ښنده- مبالغه په کار نه ده،انسان راستنېدونکى او توبه ګار موجود دى او کېداى شي،په سل کلنۍ کې هم په ځان کې بدلونونه راولي؛خو اړنګ نشته،چې روحي حالات روږدېږي او راګرځېدل ترې ستونزمنېږي.

د مولانا بلخي مثال

مولانا بلخي يو مثال راوړي،چې انسان څومره زړېږي ځانګړنې يې هم غښتلې کېږي.يو سړي د خلکو پر لار اغزنه ونه وکرله او خلک هم له دې اغزو پوزې ته رارسېدلي ول. سړي ژمنه وکړه،چې بل کال به اغزي نه کري؛خو داسې يې و نه کړل او په کلونو کې خپل چار ته دوام ورکړ،چې څو کاله وروسته ونه غټه شوه او سړى کمزورى شي؛يعنې د ونې د غټېدو او د سړي د ځواک تر منځ معکوسه (اپوټه) رابطه وه او انسان هم د همدې سړي او ونې په څېر دى،چې ځانګړنې يې په وجود کې ريښې غځوي او د انسان اراده کمزورېږي.د نفس په سمونه کې د يو ځوان ځواک تر بوډا ډېر دى .

خار بُن در قوت و برخاستن       خارکن در سستى و در کاستن

شيخ سعدي هم وايي :

هرکه در خردى اش ادب نکنـند     در بزرگى فلاح از او برخاست

چوب تر را چنانکه خوهي پيچ     نشود خشک جز به آتش راست

شيخ سعدي د لوند او وچ لرګي مثال راوړي؛لوند لرګى هر خوا ته کږېداى شي او چې څومره وچېږي؛کږېدل يې کمېږي او چې پوره وچ شي،ځان ته ثابت حال غوره کوي او بدلون نه مومي.

مولانا بلخي وايي : ((مهر اول کې زدل زايل شود)) او په لومړنۍ مينه ډېره ډډه وهي؛يعنې هغه مينه،چې لومړى زړه ته ننوځي، تر پايه په زړه کې پاتې کېږي او هغه کينه هم له زړه نه راووځي،چې لومړى زړه ته ننووته.

وايي : معاويه بن ابوسفيان به ويل : (( زه داسې کار کوم،چې ماشوم له علي بن ابيطالب سره په کينه کې لوى شي.))

نو ځکه د اخلاقو پخوانيو علماوو ټينګار درلود،چې بايد ښه خويونه په انسان کې عادت واوړي او د يو څيز روږدېدل روزنه نه ده؛بلکې روزنه د شته استعدادونو ودې ته وايي . ((روږد)) دې ته وايي،چې موږ ورته د خپلې خوښې بڼه ورکوو او زده کوونکى د سستې او انعطاف وړ مادې په څېر دى او هره بڼه مني،چې موږ يې ورکوو.

له دې نظره انسان د جوړېدو وړ موجود دى او ډېرى اخلاقيات جوړوونکې چارې دي او بايد روږد شي او داسې چارې نه دي،چې ريښه يې د انسان په فطرت کې وي. د مثال په توګه: مړانه: کېداى شي يو انسان داسې وروزو،چې مېړنى شي او يا يې داسې وروزو،چې مېړنى نشي .کېداى شي عفت د يو چا روږد شي او بل شهوتپال او ناپاکه شي.

نو سمه نه ده،چې ووايو:تربيت يوازې روزنه ده، نه د انسانانو جوړول. د روزنې ستره برخه د په زړه پورې انسانانو جوړول دي؛نو ځکه هر کلتور خپل ولس،چې څنګه يې خوښه وي،جوړوي يې او چارواکي ، چې څنګه وغواړي هماغسې خپل ملت جوړوي.

د لويديځ علماوو څرګندونې

د لويديځ علماء وايي: تربيه د روزنې په مانا ده او ددې لپاره،چې ويينه يې پر اخلاقي روزنه و او د عقل او ارادې له مخې يې ويينه کړى؛نه د ديني او ښکلا له مخې؛ويلي يې دي :

(( تربيه يوازې او يوازې د عقل او اخلاقي ارادې روزنه ده او بس او د انسان په هېڅ څيز_که بد وي که ښه_روږدول نه دي په کار؛ځکه روږد مطلق بد دى؛همدا چې يو څه روږد شول،پر انسان واکمنېږي او انسان ورسره مينه پيدا کوي او بيا يې پرېښوداى نشي؛نو بيا چې هر څه (بد يا ښه)کوي؛په تشخيص، عقل او اخلاقي اراده يې نه کوي او يوازې د عادت له مخې يې کوي او که و يې نه کړي؛نو کړېږي.))

دا مطلب په دوو روايتونو کې راغلى دى :

رسول اکرم (بحارالانوار ٧١/٩) وايي :

لا تنظروا الى کثرة صلوتهم و صومهم و کثرة الحج و المعروف و طنطنتهم بالليل ولکن انظروا الى صدق الحديث و اداء امانة .

د پورتني روايت په تفسير کې امام صادق (اصول کافي٢/ ١٠٥)وايي:

لا تنظروا الى طول رکوع الرجل و سجوده فان ذلک شى اعتاده فلو ترکه استوحش لذلک ولکن انظروا الى صدق حديثه و اداء امانة = [د سړي د رکوع او سجدو اوږدوالي ته مه ګورئ، دا هغه څه دي،چې هغه پرې]روږد شوى او که پرېږدي يې ؛نو کړېږي.

دا حديث جوتوي،چې روږد د کار اخلاقي ارزښت له منځه وړي او د انسانيت او ايمان کچه کېداى نشي.

دوى هم وايي : ((چې هر څه _که څه هم تر ټولو غوره انساني فضايل وي_د عادت بڼه واخلي،خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛ځکه په دې بڼه روږد دى،چې پر انسان واکمني کوي.هغه روږد دى،چې د انسان دويمنى طبيعت دى او پر انسان واکمني کوي،که عقل يې ومني که و نه مني.))

“کانت” او “روسو” ددې ښوونځي مخکښان دي.

“روسو” د “اميل” په کتاب کې وايي : اميل بايد روږد کړم،چې په هېڅ څيز روږد نشي او دا د پخوانيو علماوو د ګروهې مخالفه خبره ده،چې روزنه يې د عادت جوړولو فن ګاڼه.

نو بې د روح له روږدولو روزنه څه ده؟

د روح او ارادې غښتلتيا،چې د عقل ځواک په هر کار کې وکړاى شي ازاد فکر وکړي او اخلاقي اراده په ازاده تصميم ونيواى شي او په تېره بيا له روږد سره مبارزه وکړي.داسې کسان کله د هغه څه سپارښتنه کوي،چې موږ يې بد ګڼو،په دې دليل،چې ((ښه)) يې روږد شوي او له عادته بايد سرغړونه وشي.

دلته دي،چې په روزنه کې د اخلاقي ازادۍ مسئله مطرحېږي. په واقع کې دوى په اخلاقو کې د ازادۍ مدافع دي او ازادي د انسان د روح جوهر ګڼي او وايي: (( انسان بايد ازاد وي او ازادي يې له منځه ولاړه نشي؛يعنې يوازې د عقل او اخلاقي ارادې پر بنسټ کار وکړي او هېڅ ځواک پرې واکمن نه وي ان د روږد ځواک.))

ويلاى شو،چې په “اميل” کتاب کې د “روسو” خبرې له روږد سره د مبارزې پر چورليد دي او د پخوانيو د روزنې په کره کتنه کې وايي:((ماشوم بندي دنيا ته راځي او بندي له دنيا ځي.))

مراد يې دادى : څنګه چې ماشوم وزېږي؛نو لاسونه يې په سوځني کې تړل کېږي او تر مرګ وروسته په کفن کې او ماشوم له زوکړې نه تر مرګ پورې د روږد بنديوان ګڼي.

ددې څرګندونې کره کتنه :

آيا دا څرګندونه سمه ده؟ ان ښه کارونه هم بايد روږد نشي؟ زموږ په آند خو دا نظر سل په سلو کې سم نه دى. دوى وايي:

(( روږد له انسانه ماشين جوړوي او په انسان کې د نوښت روح وژني او ازادي ترې اخلي.))

“کانت” وايي: ((څومره،چې د بشر عادتونه ډېر وي؛واک او اراده ترې اخېستل کېږي.))

البته مراد يې د عقل ازادي ده.

دوى ځکه روږد بد ګڼي،چې د انسان اراده کمزورې کوي او د روزنې د [((روزنه د عادت جوړولو فن دى))] تعريف پر وړاندې وايي : ((روزنه د روږد له منځه وړو فن دى.))

په ټوليزه توګه د دوى دا خبره سمه ده،چې انسان بايد داسې کار و نه کړي،چې روږد يې شي او بيا پرېښوول يې ورته ستونزمن وي او خپل کارونه د عقل او ارادې په حکم؛نه بلکې د عادت په حکم يې کوي؛خو ددې لپاره دليل کېداى نشي،چې عادت مطلق بد دى؛ ځکه روږد دوه ډوله دى :فعلي روږد او انفعالي روږد.

فعلي روږد هغه دى،چې انسان له بهرني لامله نه اغېزمنېږي؛بلکې يو کار د تکرار له امله ښه ترسره کوي. هنرونه او فنون عادتونه دي. زموږ ليکنې عادت دي، نه علم.که خط مو نه وي کښلى؛ليکلاى يې نه شو او په بله وينا موږ نه شو کړاى يو ځلي ليکل وکړو؛بلکې په تدريج او تمرين په ليکلو روږدېږو،ان ډېرى نفساني خويونه فعلي عادتونه دي؛لکه مېړانه . مېړانه د زړه غښتلتيا ده؛البته کېداى شي يو څوک په طبيعي توګه څه مېړانه ولري؛خو دا چې انسان فوق العاده مېړانه ولري؛نو دا کار له عادته پيدا کېږي او چې کله انسان له ډېرو خطرونو سره مخ شي؛نو په تدريجي ډول دا حالت پکې پيدا کېږي. سخاوت،عفت او پاکلمني هم همداسې دي.

خو ولې پر داسې عادتونو د “کانت” نيوکه نه کېږي؟

ځکه ددې ډول عادتونو ځانګړنه داده،چې انسان ورسره خپل خوى نه ګډوي او مينه ورسره نه کوي؛بلکې ځانګړنه يې يوازې داده،چې څو يې عادت نه وي کړى، اراده يې د محرکاتو پر وړاندې کمزورې ده؛خو چې کله يې عادت وکړ؛د مقاومت ځواک پيدا کوي؛د هماغه څيز په شان،چې فقهاوو د عدالت او تقوا د عادت په هکله وايي. د عدالت او تقوا عادت تر دې بريده دى؛نه چې انسان يې بنديوان شي.

د “کانت” او “روسو” له نظره، اخلاقي اراده هغه اراده ده،چې يوازې د عقل مني او ددې ځانګړنو پرېښوول يې کړوي؛يوازې يو ځواک دى او بې له ځواکه بل څه نه دي.

دويم:د اخلاقو علماوو عادت ته خورا ارزښت ورکاوه او ويل يې: عادت انسان ته هغه کارونه اسانوي،چې د طبيعت له مخې ورته ستونزمن وي.کله انسان غواړي،داسې کار وکړي،چې د طبيعت پر خلاف يې وي؛نو چې کله ((سخته)) انسان ته عادت شوه؛نو له طبيعت سره د مبارزې ستونزه له منځه ځي؛نه دا چې د انسان انس او مل شي.

فرض کړئ د يو انسان سهر وختي پاڅېدل عادت وي،دې انسان ته ددې کار تر عاتېدو مخکې سهار وختي له بسترې پاڅېدل ستونزمن ول؛نو کوښښ کوي،چې دا کار ورته اسان شي او څه موده چې سهار وختي پاڅېد؛وختي پاڅېدل يې عادتېږي.

په بله وينا:مخکې د طبيعت بنديوان و؛په دې عادت د طبيعت د ځواک پر وړاندې ځواک پيدا کوي او ددې دوو ځواکونو ترمنځ ازادېږي او بيا د عقل له مخې مصلحت سنجوي او هوډ نيسي،چې ويښ وي که ويده؛نو دې ته بد نه شو ويلاى. نه شو ويلاى، چې انسان تل د طبيعت تر فشار لاندې په اراده او د عقل په حکم سهار وختي پاڅېږي؛چې کله يې عادت شو،چې عادت مات کړي،چې بيا طبيعت په خپل بهير کې واقع شي.

درېم :دا چې بايد اخلاقي اراده پر انسان واکمنه وي؛نو له ديني پلوه يې وويينه نه ده کړى او موږ،چې ددين له نظره ویینه کوو؛نو بايد ووايو:د انسان اخلاقي اراده بايد د عقل او ايمان تابع وي؛خو آيا دا د عقل او ايمان د واکمنۍ لار ده،چې نور ځواکونه که طبيعي وي او که روزنيز کمزوري کړو؛يعنې عادت په ځان کې کمزوري کړو.

په ځان کې د عقل او ايمان د غښتلتيا لپاره دوې لارې دي: يو دا چې بدن او طبيعت کمزورى کړو،چې عقل مو غښتلى شي او داسې مثال لري،چې يو انسان غواړي ځان اتل کړي او د اتلولۍ لپاره ووايي: سيال مې کمزورى او ډنګر کړئ،چې زه پرې برلاس شم.

پر کمزوري برلاسېدل؛خو څه هنر نه دى. هنر دادى،چې غښتلى پر غښتلي برلاس شي.

په صدر اسلام کې ډېرى اصحاب رسول اکرم ته راتلل او اجازه يې غوښته،چې ځان خسيان کړي؛خو پېغبر اکرم ورته اجازه ور نه کړه. هنر دادى،چې جنسي ځواک درکې غښتلى وي او کمزورى نشي؛خو د عقل او ايمان ځواک دومره غښتلى وي،چې جنسي ځواک دې تر واک لاندې کړي.

همدا مطلب د عقل او طبيعت د اړيکې ترمنځ هم دى.”کانت” او “روسو” څه وايي؟ آيا وايي،چې د عقل او ارادې د غښتلتيا لپاره طبيعت کمزورى وساتو،چې د عقل او ارادې واکمني مو پياوړې شي؟ نه!داسې يې نه دي ويلي. ناچاره دي،چې ووايي:اراده غښتلې کړئ، چې پر بدن او طبيعت برلاسې شي.

موږ وايو: دا مطلب د روږد په هکله دى؛ځکه روږد دويمنى طبيعت دى. موږ بايد ووينو د عادت ځواک څه کړاى شي که نه؟

ګورو،چې کړاى شي؛ځکه چارې راته اسانوي؛خو په عين حال کې بايد عقل او اراده _يا عقل او ايمان_دومره غښتلي وساتو؛لکه څنګه چې د طبيعت بنديوان نه دي،د روږد بنديوان هم نشي.

چې کله يو څه د انسان عادت شول او خوى يې ورسره ونيو؛نو اتومات او د ماشين په څېر يې کوي او کله له بېخه له عقل او ايمان سره کار نه لري؛يعنې هغه نه کوي،چې ايمان او عقل يې ورته د عادت پر خلاف وايي.

جوته شوه،چې تر دې بريده د لويديځ علماوو نظر سم دى او هغه حديث چې وايي: (( د چا رکوع او سجدو ته مه ګورئ؛ځکه عادت شوي يې دي او که و يې نه کړي؛نو کړېږي)) دې مطلب ته اشاره کوي ،چې کله کارونه د عادت بڼه اخلي او د ښه کار ارزښت له منځه وړي.

انس په انفعالي عادتونو کې رامنځ ته کېږي

ومو ويل : انس په انفعالي عادتونو کې وي او انسان يې بنديوانېږي. انفعالي عادت هغه دى،چې انسان د بهرني لامل تر اغېزمنېدو وروسته يو کار کوي. په بدني عادتو (فعلي) يا هنرونو کې انس نه رامنځ ته کېږي،د هماغه ليکلو يا د تګ په څېر،چې په خپله يو ډول هنر دى؛خو داسې هنر،چې انسان له ماشومتوبه زده کړى او ډېر ورته د چا پام نه وي.

يو چا ته يې شعر او نثر تعريفول؛نو لومړى يې ورته نظم تعريف کړ او بيا يې وويل:موږ چې څرنګه خبرې کوو،دا نثر دى. و يې ويل : عجيبه ده ! موږ تر اوسه نثر وايه او نه پوهېدو؟

فعلي عادتونه په بهرني لامل پورې اړه نه لري؛خو په انفعالي عادتونو کې انسان له بهرني لامله اغېزمنېږي؛لکه د سګرټ روږد؛يعنې روږدى تل غواړي د سګرټ لوګى ورورسي.

انفعالي عادتونه انس را منځ ته کوي او انسان بنديوانوي او بدن روزنه هم په هغه مانا،چې وويل شوه،غالبا انفعالي عادت دى.

د مثال په توګه : يو انسان د بڼکو په بالښ عادتېږي او يا په يو خوړو عادتېږي او که څه هم له دې خوړو ورته خوندور خواړه هم راوړي؛نو هماغه خوري،چې ورسره عادت دى.

دا انفعالي عادتونه دي،چې په هر حال کې بد دي. البته شونې ده،چې په دې دليل بد وي؛خو په دې دليل ورته بد نه شو ويلاى،چې عادت دى .

د اخلاقيتوب کچه څه ده؟ البته اصل پوښتنه داده،چې آيا ويلاى شو،چې پلانى کار ښه او پلانى بد دى؟ آيا ويلاى شو د انسان هر ارادي او اختياري کار اخلاقي دى؟؛يعنې د اخلاقي کار کچه په ارادې پورې اړوند بولو او د طبيعي کار کچه په بې اراده توب پورې. د مثال په توګه : د زړه حرکت،چې يو طبيعي فعل دى يا تنفس،چې نيمه طبيعي فعل دى،اخلاقي نه دي او خوړل،خبرې کول او پر لار تګ،چې ارادي دي؛نو اخلاقي دي . نه دا خبره سمه نه ده.يوازې اراديتوب د اخلاقيتوب کچه نه ده.

کېداى شي څوک د اخلاقيتوب کچه دا وګڼي،چې په بل پورې اړه ولري؛يعنې بل ته ښه او بد رسول او په بله وينا : د نورو پر وړاندې د يو لړ منفي او مثبتو عواطفو درلودل،چې دا هم سمه نه ده.

لومړى دا چې د انسان ډېر کارونه اخلاقي دي،بې له دې،چې په بل پورې اړه ولري.

دويم : کېداى شي يو کار په بل پورې اړه ولري؛خو اخلاقي نه وي او ريښه يې په احساساتو کې وي؛لکه د مور کار،چې د مورني احساساتو تر اغېز لاندې د خپل ماشوم خدمت کوي. د مور کار اخلاقي ګڼلاى نه شو؛ځکه له ماشوم سره د مور خدمت طبيعي چار دى؛مور د خپلو احساساتو بنديوانه ده او نشي کړاى د خپل ماشوم خدمت و نه کړي؛ځکه په نه کولو يې کړېږي؛خو همدا مور خپل لېورزي ته په همدې احساساتو نه ګوري؛نو دې ته اخلاق نه ويل کېږي.کله اخلاق داسې حکم کوي،چې په خپل ماشوم خيال کوه او د بل په ماشوم نه؛نو په نورو پورې اړه درلودل هم کچه کېداى نشي.

اخلاقي چار د ټولو لپاره د منلو وړ کچې نه لري؛يعنې يو ښوونځى د خپل نړۍليد پر بنسټ اخلاقي چار هغه ګڼي،چې کېداى شي بل يې و نه مني.

ځينې ګروهمن دي،چې اخلاقي چار هغه دى،چې د انسان له وجدانه سرچينه اخلي او وجدان هم د هر چا په فطرت کې وي،چې دا خبره تريوه حده سمه هم ده.

((فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا= نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)،)) (شمس/٨)

“کانت” ګروهمن دى،چې اخلاقي وجدان په انسان کې شته.عملي فلسفه يې تر نظري فلسفې ډېر ارزښت لري.ويلي يې دي او پر قبر يې هم ورته ليکلي دي:

((دوه څيزه دي،چې انسان حيرانوي او پر وړاندې يې هېڅ وخت د انسان حيرانتيا نه کمېږي: يو له ستورو ډک اسمان،چې پر سرونو مو ولاړ دى او بل وجدان،چې راکې دى.))

دا ښوونځى وايي:اخلاقي کار هغه دى،چې د انسان له وجدانه سرچينه اخلي؛خو بايد وليدل شي:هغوى،چې په داسې وجدان ګروهمن نه دي؛ نو کوم ارزښتونه مني؟

هغوى،چې توکيز-مادي فکر لري،اخلاقي ارزښتونه يې ډېر را ټيټ کړي دي او زموږ وخت ته د ارزښتونو د راغورځېدو وخت وايي؛يعنې هغه وخت،چې اخلاقي ارزښتونه پکې مانا نه لري؛ځکه هغه ارزښتونه له منځه تللي،چې د اخلاقو کچې وې.

“نهيليسم” هغه ښوونځى دى،چې په اصل او ارزښت ګروهه نه لري. ټول مادي ښوونځي داسې دي. ټول د اخلاقو چغې وهي؛خو نړۍ ليد يې اخلاقي ارزښتونه راغورځولي دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست