تبلیغات
آرشیو : ماهانه | اپریل 2015

ديني پوښتنې

ديني پوښتنې ځينې ديني پوښتنې فرض دي او ځواب ورکول يې هم فرض دي؛خو ځينې پوښتنې حرامې دي سره له دې،چې ديني عنوان لري او ورته ځواب ورکول او وخت پرې ضايع کول هم حرام دي.قرآن کريم په ډاګه وايي: په څه،چې نه پوهېږئ؛نو پوهان وپوښتئ. ((فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ(نحل/٤٣)= که نه […]

علم د اسلام له نظره

علم د اسلام له نظره په دې ويينه ده،چې آيا دين او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟دين د علم په هکله او علم د دين په هکله څه نظر لري او په دې هکله له پخوا راهيسې خورا ارزښتمن کتابونه ليکل شوي دي. دوو ډلو کوښښ کړى،چې دين او علم د […]

د ايمان ګټې او اغېزې

د ايمان ګټې او اغېزې د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې […]

سختۍ او کړاوونه ؛سختۍ ،د خدای پېرزوینې

سختۍ او کړاوونه   سختۍ ،د خدای پېرزوینې د قرآن په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ […]

د زهد فلسفه

د زهد فلسفه دا څرګنده ده،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) زاهدنه ژوند درلود او په ژوند کې یې پر ځان سختي کوله . دا عمل دوه ډوله تفسیرولای شو: یو دا چې ووایو: په مطلق ډول بشر ته د اسلام حکم دا دی،چې ددې جهان له نعمتونو او خیرونو ډډه وکړﺉ؛لکه څرنګه،چې اسلام […]

انسان او روزي يې

الهي رزاقيت يـــکى طفل،دندان برآورده بــــــــــــود پــدر سر به فکرت فرو برده بود کـه من نان و برگ از کجا آرمـــــــــش مـــــــــروت نبـاشد که بگذارمش چو بيچاره گفت اين سخن نزد جفت نـگر تا زن او را چه مردانه گفت مخـــور هـــول ابــــليس تا جـان دهــــد هر آن کس که دندان دهد نان دهد نگارنــــــــده […]

جويبر او ذلفا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ جويبر او ذلفا له “يمامه” نه يو سړى مدينې ته راغى،اسلام يې راوړ او په اسلام کې ښه هم شو؛يعنې اسلامي ښوونې يې زده کړې او په اسلامي روزنه و روزل شو.ددې سړي نوم “جويبر” و؛تورمخى،لنډ،بېوزله او بدڅېره و او داچې په مدينه کې يې څوک نه درلودل،د شپې به په […]

د اسلام له نظره د حقوقو لومړني اصول

د اسلام له نظره د حقوقو لومړني اصول د “عدليه وو” د مسلک له نظره _چې دا مسلک د شيعه وو هم دى_ اسلام يو لړ حقوقي اصول لري او خپل قوانين يې ددې اصولو پر بنسټ وضع کړي دي؛ځکه عدالت: ((اعطاء کل ذى حق حقه))؛يعنې هر حق خپل حقوال ته رسول. اوس بايد ځان […]

حضرت فاطمه الزهرا

د فاطمة الزهرا زوکړه   فاطمة الزهرا د جنت مېوه ده : حضرت جبراييل امین پر پېغمبر اكرم نازل شو او و يې وويل: ((خداى درباندې سلام وايي او تر څلوېښتو ورځو پورې حضرت خديجې ته مه نږدې كېږه.)) په دې موده كې به پېغمبر اكرم د ورځې روژه و او د شپې يې لمونځونه […]

د حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه

 د حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه حضرت خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو عربو د مظلومانو د ملاټر په موخه […]