تبلیغات

 د حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه حضرت خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو عربو د مظلومانو د ملاټر په موخه […]

 د حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه

حضرت خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو عربو د مظلومانو د ملاټر په موخه رامنځ ته کړى و،چې پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله وسلم) يې هم غړى و،هغه (ص) په دې هكله وايي :((زه د “عبدالله بن جوعان” په كور كې وم،چې دا تړون وشو.))

وګورئ: ابن هشام؛ سيرة : 1 / 141 .

“ورقه بن نوفل” د حضرت خديجې د تره زوى و او د بوتانو عبادت يې بد مانه،ډېر پوه سړى و او پر حضرت پېغمبر ، چې وحې نازله شوه؛نو حضرت خديجې ته يې وويل:((جبراييل پر محمد نازل شوى او د خداى پېغمبر دى .))

يوه ورځ يې پېغمبر اكرم په “مسجدالحرام” كې وليد ورته يې وويل :((ته د خداى پېغمبر يې او هغه پرښته،چې پر “حضرت موسى” نازله شوې وه،پر تا هم نازله شوه . خبر اوسه،چې دا خلك به دې دروغجن وبولي،جګړه به درسره وكړي او له خپل ټاټوبي به دې وشړي،كه ژوندى وم؛ نو مرسته به دې وكړم.)) بيا يې د پېغمبر اكرم تندى ښكل كړ او ولاړ .

وګورئ: ابن هشام؛ سيرة :1 /253 ، 254 مخونه.

له دې جوتېږي،چې د حضرت خديجې د كورنۍ ټول وګري پوه او د فكر خاوندان ول.بي بي خديجې په لومړي ځل له”عتيق بن عايذ” سره واده وكړ،چې څه موده وروسته ومړ او وروسته يې د “بني تميم” له يو مشر “هند بن بناس” سره واده وكړ؛خو دى هم ځواني مرګ شو.خديجې ته له مخكېنيو مړونو خورا شتمني پاتې شوه،چې سوداګري يې پرې پيل كړه او له دې لارې يې نوره شتمني هم لاس ته راغله او په سوداګريزو چارو كې يې زيات كسان درلودل.

وګورئ: ابن هشام؛ سيرة : ١ / 99 .

په داسې حال كې يې سوداګري كوله،چې عربي جاهليت به خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې او د ” عربو د ټاپو” ټول چارواكي نارينه ول؛نو جوتېږي،چې حضرت خديجه د هغه وخت با تدبيره،پوه او با شخصيته مېرمن وه. پر همدې مهال ډېرو شتمنو او اشرافو پرې مرکې وكړې؛خو بي بي خديجې ونه منلې.حضرت خديجې د هغه وخت له پوهانو اورېدلي وو، چې “د عربو په ټاپو” كې به يو سړى پر پېغمبرۍ مبعوثېږي او پر دې خبره يې كلك ايمان درلود. يوه ورځ خديجه بي بي په وره كې ناسته وه، چې ګردچاپېر ترې مريان او مينځې راټولې وې . په ناسته كې يو يهودى عالم هم و،ناڅاپه يې محمد (ص) د كور له څنګه تېرېده،چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې . عالم له خديجې بي بي وغوښتل،چې حضرت محمد دې څو شېبې دلته کېني. محمد(ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله،چې پر خپل بدن ورته د نبوت نښه وښيي،پر دغه وخت خديجې بي بي عالم ته وويل :

((كه ترونه يې پوه شول،چې تا يې وراره لټولى؛نو بده شخړه به جوړه شي؛ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي .))

عالم ورته وويل :((دا ته څه وايې؟ هېڅوک ورته زيان رسولاى نشي،تقدير يې نبوت او خلكو لارښوونې ته غوره شوی دى .)) خديجې بي بي وويل: ((له كومه يې وايې،چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟))

ويې وويل : (( ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په “تورات” كې لوستي،چې له نښو يې يوه دا ده،چې مور و پلار به يې مړه شي او بيا به نيكه او تره يې روزنه پر غاړه اخلي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي.))

بيا يې خديجې ته اشاره وكړه او ويې ويل : ((بختوره به وي،چې ورسره واده كوي.))

حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد، چې لمر د مكې پر ښار چورلي او ورو، وورو راكوز شو او پر كور يې كېناست.خپل خوب يې “ورقه بن نوفل” ته ووايه،هغه داسې ورته تعبير كړ : (( له يو ستر انسان سره به واده وكړې،چې په نړۍ كې به مشهور وي .))

وګورئ: بحارالانوار: 6/104.

 حضرت محمد(ص)

 د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي

د حضرت محمد(ص) اقتصادي وضع ښه نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و،چې واده وكړي؛خو د خديجې بي بي د وكيل په توګه يې شام ته سوداګريز سفر اقتصادي وضع ښه كړه.محمد(صلی الله عليه و اله) هم د بي بي خديجې د سوداګرۍ په كاروان كې لومړى ځل له مكې ووت. د امانت او صداقت اوازې یې خديجي ته ورسېدې او له بركته يې كاروان خورا ګټه وكړه.

د بي بي خديجې مريي “ميسره” ورته د حضرت محمد (صلی الله عليه و اله) د سفر كيسه وكړه او كوم كرامات يې،چې ترې لېدلي ول او د راهب خبرې يې ورته وكړې؛نو خديجې ورته وويل: ((ميسره! بس دى،زما مينه دې ورسره نوره هم ډېره كړه،ځه ولاړ شه،ته او ستا ښځه مې ازاد كړئ او دوه سوه درهمه، دوه اسونه او ګران بيه جامې به هم دركړم.))

خديجې بي بي،چې له “ميسره” څه اورېدلي ول، “ورقه بن نوفل” ته يې كيسه وكړه.”ورقه بن نوفل” ورته وويل: ((د دې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى.))

وګورئ: ابن هشام؛ سيرة: ۱/ 26.

 

د واده وړانديز

خديجې بي بي ته پېغمبر اكرم د كارپوهۍ او مړانې له امله ډېر ګران و؛نو ورسره له کړې ژمنې يې څه زياتې پيسې د انعام په توګه وركړې؛خو پېغمبر اكرم يوازې د خپل تړون پېسې واخستې او د “ابوطالب” كور ته روان شو. خپل ګټلي يې په دواړو لاسو تره ته ډالۍ كړل . تره،چې د خپل وراره په تمه و،په ليدو يې له سترګو د خوشحالۍ اوښكې راغلې؛ځكه وراره يې پر خپلو پښو درېدلى دى . بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل،چې سوداګرۍ ته دوام وركړي .

بي بي خديجې،چې حضرت محمد (ص) رېښتينى ، امانتوال او د ښه خوى خاوند وليد؛نو ورته يې د واده وړانديز وكړ. بيا پېغمبر اكرم له خپلو ترونو سره د حضرت خديجې کورته پر مركه ولاړل . خديجې ورته په ځواب كې وويل:

((محمده!ستا مرکه مې قبوله ده، ترونو ته دې ووايه، چې د واده د وليمې تيارۍ ونيسي.)) ( تذكرةالخواص سط ابن جوزي 352 مخ )

پېغمبر اكرم چې د بي بي خديجې له كوره وته؛نو ورته يې وويل: (( دا ستا خپل كور دى او زه ستا وينځه يم،هر وخت مو،چې غوښتل،خپل كور ته را تلاى شې.))

وګورئ : سفينة البحار:1/ 379)

 

خديجه بي بي د امت له غوره ښځو ده

له واده وروسته بي بي خديجې ټوله شتمني پېغمبر اكرم ته وركړه او ويې ويل: (( څرنګه مو چې سلا وي،د خداى د دين په خپرولو كې يې ولګوئ .))

پېغمبر اكرم به د حضرت خديجې خورا درناوى كاوه او په چارو كې يې ورسره سلا مشورې كولې.

وګورئ: بحار الانوار:٦/10 .

پېغمبر اكرم وايي: ((خديجه د دې امت له غوره مېرمنو ده.))

وګورئ: سبط ابن جوزي؛تذكرة الخواص: 352 مخ.

ام المؤمنين عايشه بي بي له پېغمبر اك رمروايتوي،چې :((ما ته څوك د خديجې په شان كېداى نشي ،په داسې وخت كې يې زه رښتينى وبللم او پر ما يې ايمان راوړ،چې ټول كافر ول او دروغجن يې بللم او خپله ټوله شتمني يې راكړه او خداى زما ځوځات له اولادې يې وګرځاوه.))

وګورئ: سبط ابن جوزي؛ تذكرة الخواص: 353 مخ .

په يو بل روايت كې راغلي : (( هر وخت به،چې جبراييل پېغمبر اكرم ته راتله؛ويل يې:”خديجې ته د خداى سلام ورسوه او ورته ووايه،چې خداى (ج) درته په جنت کې يوه ښكلې ماڼۍ جوړه كړې ده.”))

وګورئ:تذكرة الخواص : 352 مخ.

 

لومړنۍ اسلامي کورنۍ

د حضرت خديجې بي بي كور د هغه وخت تر ټولو ښايسته كور و او ددې پېښو جرړه بايد د خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛خو څه چې ترې منكرېداى نشي دادي،چې که داسې سرښندنه په معنوياتو كې رېښه و نه لري؛نو ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.

تاريخ شاهد دى،چې دا واده د خديجې د ايمان،تقوا،پاكلمنۍ او امانت ساتنې زېږنده و . پخلى يې هغه روايتونه كوي،چې د خديجې د فضايلو په باب راغلي دي.

پاكلمنه خديجه د مؤمن مېړه په لټه كې وه؛ځكه يې پېغمبر اكرم په باب وايي: (( خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځه ده.))

په ښځو کې لومړى خديجې بي بي پر پېغمبر اكرم ايمان راووړ.حضرت علي (ک) وايي:((يوه مسلمانه كورنۍ هم نه وه؛خو يوازې د پېغمبر اكرم او خديجې بي بي كورنۍ وه،چې درېم يي زه وم.))

“ابن اثير” ليكي: (( د “عفيف” په نامه سوداګر “مسجدالحرام” ته راننووت او د درېو تنو عبادت خورا حېران كړ، و يې ليدل،چې پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) له خديجې بي بي او حضرت علي سره پر عبادت بوخت دي.پردې پېښې پوهېدو ته د پېغمبر اکرم تره “عباس” ته ورغى او ورته يې وويل:”هغه لومړى د پېغمبرۍ دعوى كوي او بله يې ښځه ده او درېم يې زما وراره علي دى.”

“عفيف” وويل:”پردې ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نه وينم،چې د دې دين پلويان وي.”))

پېغمبر اكرم د حضرت خديجې د دوستانو ډېر درناوى كاوه. حضرت “انس” (رض) وايي: (( پېغمبر اكرم ته به،چې چا ډالۍ راوړه؛ نو ويل يې:”دا ډالۍ د پلانكۍ ښځې كور ته يوسئ؛ځكه د خديجې ملګرې وه.”))

وګورئ: سفينة البحار: 1 / 380 .

د اسلام له راتلو وروسته،لومړۍ اسلامي كورنۍ د حضرت محمد(صلی الله عليه و اله) او حضرت خديجې وه،چې حضرت علي (ک) هم ورسره اوسېده.

وګورئ:

(١) نهج البلاغه: د قا صعه خطبه .

(٢)مناقب ابن شهراشوب 2 / 180.

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست