تبلیغات
آرشیو : ماهانه | اپریل 2015

زړه سواند او لوراند و

زړه سواند او لوراند و يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته وپېره! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې وپېرلې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه […]

ماليات

ماليات عبدالملک بن عمير روايتوي: د ثقيف د ټبر يو سړي راروايت کړل، چې حضرت علي بن ابيطالب د سالور د ښار د مالياتو د راټولولو دنده راکړه او راته يې وويل : څوک د مالياتو اخستو لپاره په کوړه و نه وهې او له رزق يې زکاة مه اخله او د دوبي او ژمي […]

د مسلمانانو د واکمن خواړه

د مسلمانانو د واکمن خواړه ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٢ مخ ) په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي،چې وايي : د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي،چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل : ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم ؛خو د کور […]

پر پېرپلور څارنه

پر پېرپلور څارنه ابي مطر وايي :له جوماته راووتم،چې يو سړي غږ وکړ : که مسلمان يې؛نو لمن دې راټوله کړه،چې هم تقوى ته نږدې ده او هم دې جامې پاکې پاتې کېږي او له سره دې پورته کړه _ کېداى شي اوږده ويښتان او يا بې ماډله خولې يې درلوده _ شا ته مې […]

سلاکار

سلاکار يو سړى يې حضرت عمر (رض) ته راووړ،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان […]

عجيب الخلقه

عجيب الخلقه يوه ښځه يې حضرت عمر ته راووړه،چې يو ماشوم يې زېږولاى و، چې تر پنډو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه خېټې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه د دوو اولادونو د ارث برخه غوښته . حضرت عمر (رض) اصحاب راټول کړل،چې مشوره […]

نرښځى

نرښځى يو سړي له “نرښځي” سره،چې هم يې د ښځې او هم يې د سړي عورت درلود، واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وزېږېد او پخپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر […]

قاضي

قاضي حضرت علي بن ابيطالب وايي : رسول اکرم يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د تماشې لپاره له څاه راتاو وو،چې هر يو بل […]

خداى چېرته دى

خداى چېرته دى يو سړي امام صادق وپوښت: د خداى پر وجود څه دليل دى؟ امام : تر اوسه په بېړۍ کې سپور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام :تر اوسه پېښ شوي،چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې […]

مه غوسه کېږه

مه غوسه کېږه يو سړى رسول اکرم ته راغى،له پاک نبي (ص) نه يې نصيحت وغوښت.رسول اکرم وويل: “مه غوسه کېږه.” هغه سړي هم پر همدومره نصيحت قناعت وکړ او خپل ټبر ته ستون شو.يو وخت ددې سړي د ټبر او بل ټبر ترمنځ شخړه شوه او دواړه پر يو بل د يرغل په تکل […]