تبلیغات

قاضي حضرت علي بن ابيطالب وايي : رسول اکرم يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د تماشې لپاره له څاه راتاو وو،چې هر يو بل […]

قاضي

حضرت علي بن ابيطالب وايي : رسول اکرم يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د تماشې لپاره له څاه راتاو وو،چې هر يو بل ته ټېله ورکوله،چې شا ته شي،چې پخپله يې هم وګوري،چې يو يې څاه ته ورګوزار شو او چې کله څاه ته غورځېده؛نو د دويمي جامو ته يې لاس ورواچاوه او دويمي درېمي او درېمي د څلورمي جامو ته لاس ورواچو، چې په پايله کې څلور واړه څاه ته وروغورځېدل او څلور واړه د زمري پنځو ته ورغلل،چې زمري څلور واړه ټپيان کړل،چې په پاى يو وکړاى شول زمرى ووژني او ټپيان له څاه راوباسي؛خو تر څه مودې وروسته څلور واړه مړه شول،چې ددې څلور واړو ټبرونو ترمنځ شخړه شوه،چې د ړومبي او همداراز د دويمي، درېمي او څلورمي د وينې بيه به څوک ورکوي؛نو شخړه دې ته راورسېده،چې ټول ټبرونه وسله وال شول،چې پر يو بل بريد وکړي . حنش وايي : علي ورمخکې شو،ويې ويل :تر اوسه لا پېغمبر اکرم پر ځمکه دى او تاسې جګړې کوئ ؟ زه به مو په منځ کې ورمندون وکړم؛نو که زما پر قضاوت راضي شوئ؛نو ښه تر ښه ګنې؛نو رسول اکرم ته به مو يوسم،چې په منځ کې مو قضاوت وکړي او که په تاسې کې يو هم د رسول اکرم خبره و نه منله؛ نو هېڅ حق به نه لرئ . ولاړ شئ او له هغه ټبرونو،چې دا څاه يې ايستې؛ څلورمه ،درېمه، نيمه او پوره ديه راوړئ؛يعنې له څلور واړو ټبرونو دوه زره او درې اتيا ديناره طلا راوړئ او له دې ماله څلورمه ديه _ ٢٥٠ ديناره _ د ړومبي کس وارثانو ته ورکړئ؛ ځکه هغه د دويمي د وژل کېدو لامل شوى دى؛نو خپله د وينې بيه دې يې کمه شي او درېمه برخه ديه _؛يعنې ٣٣٣ ديناره _ د دويمي وارثانو ته او نيمه ديه _٥٠٠ ديناره_د درېمي وارثانو ته او ١٠٠٠ ديناره د څلورمي وارثانو ته ورکړئ؛خو د ټبرونو خلک راضي نه شول . حضرت علي له څو کسانو مامورانو سره خلک رسول اکرم ته ولېږل،چې پېغمبر اکرم په مسجدالحرام کې د مقام ابراهيم تر څنګ و؛هغوى ورته خپله کيسه وکړه .

رسول اکرم ورته وويل :زه به تاسې کې قضاوت وکړم .

يو له هغوى وويل : علي بن ابيطالب په موږ کې يو قضاوت کړى او بيا يې د علي قضاوت شرح کړ،چې رسول اکرم هماغه قضاوت لاسليک کړ او و يې ويل : صحيح قضاوت يې کړى دى . (فضايل الخمسه)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست