تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه الطّور سورت طور سورت په مکه کې نازل شوی او نهه څلوېښت(۴۹)آیتونه لري. د سورت د«طور» نامه له لومړي آیته یې اخستل شوې ده. د«طور» کلمه ۱۰ ځل په قرآن کې راغلې او مراد ترې طور غر، د موسی علیه السلام میقات( ژمنځای) او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

الطّور سورت

طور سورت په مکه کې نازل شوی او نهه څلوېښت(۴۹)آیتونه لري.

د سورت د«طور» نامه له لومړي آیته یې اخستل شوې ده.

د«طور» کلمه ۱۰ ځل په قرآن کې راغلې او مراد ترې طور غر، د موسی علیه السلام میقات( ژمنځای) او د تورات د نزول ځای دی.

د نورو مکي سورتونو په څېر یې، منځپانګه د قیامت، د نېکانو د ثواب او د بدانو د سزا په باب ده او ترڅنګ یې توحید، له پېغمبراکرم نه دفاع او د آنحضرت صبر او څوار ته هم اشاره کړې ده.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ الطُّورِ«1» وَ کِتابٍ مَسْطُورٍ«2» فِی رَقٍّ مَنْشُورٍ«3»=قسم دى پر طور (غره)، او پر ليكل شوي كتاب قسم، (چې) په پرانسته پاڼه كې (ليكل شوى دى)،

وَ الْبَیْتِ الْمَعْمُورِ«4» وَ السَّقْفِ الْمَرْفُوعِ«5» وَ الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ«6»=او پر ودان شوي كور [بیت المعمور] قسم، او پر لوړ شوي چت (اسمان) قسم، او [له اوبو يا اوره] پر ډك شوي سمندر قسم،

إِنَّ عَذابَ رَبِّکَ لَواقِعٌ«7» ما لَهُ مِنْ دافِعٍ«8»=بېشكه، ستا د پالونكي عذاب هرومرو پېښېدونكى دى! هېڅ قدرت يې مخه نشي نيواى!

 

ټکي:

* «طور» په لغت کې د غر په مانا دی؛ خو ظاهرا دلته ترې مراد، په سینا سیمه کې یو غر دی، چې له الله تعالی سره د موسی علیه السلام میقات و. طور غر یو سپېڅلی ځای دی او په قرآن کې ستایل شوی دی: «الطُّورِ الْأَیْمَنِ»[1]، «بِالْوادِ الْمُقَدَّسِ»[2] او «فِی الْبُقْعَهِ الْمُبارَکَهِ»[3]

* له «کِتابٍ مَسْطُورٍ» نه مراد، د تورات او قرآن په څېر آسماني کتابونه دي، چې د پوټکیو پر نریو پاڼو به لیکل کېدل؛ البته پرانستي او خلاص ول، نه تړلي. «فِی رَقٍّ مَنْشُورٍ»

* «رَقٍّ» له «رقت» اخستل شوی او د هغه پوټکي په مانا دی، چې لیکلو ته چمتو شوی وي، نازک او لطیف وي.

«مَنْشُورٍ» د مبسوط په مانا او «مسجور» د لګېدلي او لمبه وهوونکي په مانا دی او د ډک او مالامال په مانا هم راغلی دی.

* له «بیت المعمور» مراد، د الله تعالی کور دی، چې تل د زائرانو او حاجیانو په شتون، معمور او آباد و، او کعبه په قرآن کې لس ځل په ((بیت)) یاده شوې ده؛ لکه:«الْبَیْتِ الْعَتِیقِ»[4]

البته په روایتونو کې راغلي، چې په آسمانونو کې هم کعبې ته مخامخ یو ځای شته، چې پرښتې یې شاوخوا ته طواف کوي او هغه هم «بیت المعمور»نومېږي[5].

* له «الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ» مراد، خوټېډوونکي سمندرونه/سیندونه دي یا هغه سیندونه چې د قیامت په درشل کې راخوټېږي؛ لکه څنګه چې په تکویر سورت ۶ آیت کې لولو: «وَ إِذَا الْبِحارُ سُجِّرَتْ» او د ځمکې په تل کې مذاب، ویلي او خوټېدونکي توکي دي، چې د اور د سیند په څېر، کله ناکله یوځل د اورغورځو له خولې راخوټېږي.

*د تېر سورت (ذاریات) په روستي آیت کې مو ولوستل: «یَوْمِهِمُ الَّذِی یُوعَدُونَ»، چې د قیامت د خبرې ژمنه وه او دا سورت تر پینځو سوګندونو روسته وايي: «إِنَّ عَذابَ رَبِّکَ لَواقِعٌ» دا ژمنه هرومرو کېدونې ده.

*هغه جامده ډبره، چې وحې پرې ورنازله شي (طور غر) سپېڅلی او سوګندوړ دی؛ نو څنګه هغه انسان چې زړه یې د وحې مرکز دی، د وخت په تېرېدو یې سپېڅلتیا پای مومي او څنګه ځینې وايي، چې: پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم چې له دنیا تللی په دې چار کې له نورو سره څه توپير نلري!!

*پر کتاب او لیکنه سوګند یادول، هغه هم په جاهلیت پېر کې، د ښوونځي پرمختیا راښيي، «وَ کِتابٍ مَسْطُورٍ». په قلم سورت کې هم قرآن، پر قلم و کتاب او کرښو یې سوګند یادوي. «ن وَ الْقَلَمِ وَ ما یَسْطُرُونَ))

 

پېغامونه:

1-د آسماني ادیانو نامه، یاد او د سپېڅلیو ځایونو ساتنه یې پکار ده. «وَ الطُّورِ»

2-پر طور غره (حضرت موسی علیه السلام ته د وحې ځای) په سوګند، ځان ته د کتابیانو زړه رامات کړئ. «وَ الطُّورِ»

3- الله تعالی د انسان ډاډمنولو ته د تشریع او تکوین پر نظام (غر، کتاب، کعبه، آسمان او سیند) سوګند یادوي. (وَ الطُّورِ وَ کِتابٍ مَسْطُورٍ. . . وَ السَّقْفِ الْمَرْفُوعِ)

4-آسماني وحې دې پر خورا غوره او خورا لطیف کاغذ او پوټکي ولیکل شي او خلکو ته دې د کتاب په بڼه وروړاندې شي. «کِتابٍ مَسْطُورٍ فِی رَقٍّ مَنْشُورٍ»

5-سپېڅلی کتاب دې تل پرانستی او ګټنوړ وي. ( کِتابٍ. . . مَنْشُورٍ)

6-ګټور او سپېڅلی علم خو هغه دی، چې خور شي. «مَنْشُورٍ»

7-د قرآن هم د آسماني کتابونو سپېڅلتیا ته پام دی؛ نو سوګند پرې یادوي، هم یې د لیکنې نظم ته او هم یې د خورولو څرنګوالي ته. «وَ کِتابٍ مَسْطُورٍ فِی رَقٍّ مَنْشُورٍ»

8-د کور آبادي په ځلبل نه ده، ورته په تګ راتګ، سپېڅلتیا او برکت کې یې ده. «الْبَیْتِ الْمَعْمُورِ» (د الله تعالی کور خورا ساده کور؛ خو خورا مبارکه ودانۍ ده. )

9- د طبیعت په مطالعې سره، د قیامت په رادبره کېدنه کې د الله تعالی پر ځواک پوهېدای شو. «وَ السَّقْفِ الْمَرْفُوعِ وَ الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ»

10- قرآن کریم د انسان پام، له لیدونکیو، نا لیدونکیو ته وراړوي. «وَ الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ»

11-غوسه او سزا ورکول، د ربوبیت له چارو ځنې دي. «عَذابَ رَبِّکَ»

12-څومره چې د منکرانو ناباوري ډېره وي، پر قیامت دې د مؤمنانو ډاډ هومره پیاوړی شي. «إِنَّ عَذابَ رَبِّکَ لَواقِعٌ»

13-د آسماني کتابونو نزول «وَ کِتابٍ مَسْطُورٍ» او په هستۍ کې د الهي ځواک د پلوشو څرګندېدا «وَ السَّقْفِ الْمَرْفُوعِ» دې د تعقل او ایمان لامل شي، ګنې بې پروايي ورته د عذاب لاملېدای شي. «إِنَّ عَذابَ رَبِّکَ لَواقِعٌ»

14-پر الهي عذاب ککړ وګړي، په یوه لار هم دا عذاب له ځانه لرې کولای نشي. «ما لَهُ مِنْ دافِعٍ»

 

یَوْمَ تَمُورُ السَّماءُ مَوْراً«9» وَ تَسِیرُ الْجِبالُ سَیْراً«10»= (دا الهي عذاب) پر هغه ورځ (دی) چې اسمان پوره وڅرخي (او څپاند شي)، او غرونه په بيړه روان شي!

فَوَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«11» اَلَّذِینَ هُمْ فِی خَوْضٍ یَلْعَبُونَ«12»=هو، پر هغه ورځ پر دروغ ګڼونکيو افسوس دى، هغوى چې د باطلو خبرو په لوبو (او د آيتونو په انکار) کې بوخت دي.

یَوْمَ یُدَعُّونَ إِلی نارِ جَهَنَّمَ دَعًّا«13» هذِهِ النّارُ الَّتِی کُنْتُمْ بِها تُکَذِّبُونَ«14»=پر هغه ورځ به په زوره د دوزخ اور ته ورټېل وهل كېږي. (ورته ويل كېږي:) دا هماغه اور دى، چې تل مو دروغ ګاڼه!

 

ټکي:

* «مور» بوړبوکۍ ته وايي.

* «خَوْضٍ» په آر کې، په اوبو کې ورننووتو او ترې وتلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه ځای ته ویل کېږي، چې انسان باطلو او چټي مطالبو ته ورننوځي.

* د«دع» کلمه، په غوسه شړلو ته وايي؛ لکه څنګه چې قرآن په ماعون سورت کې د دین د دروغجن ګڼونکیو یوه نښه د پلارمړیو شړل ګڼلي دي. «أَ رَأَیْتَ الَّذِی یُکَذِّبُ بِالدِّینِ فَذلِکَ الَّذِی یَدُعُّ الْیَتِیمَ»

* ټوله هستي د انسان لپاره پنځول شوې او همداچې پر ځمکه د انسان دوسیه وتړل شوه، د هستۍ ټغر به هم راټول شي. «تَمُورُ السَّماءُ مَوْراً» په بل ځای کې لولو: پر هغه ورځ، چې اسمان داسې راونغاړو؛ لكه د لیکل شویو پاڼو رانغاړل. «نَطْوِی السَّماءَ کَطَیِّ السِّجِلِّ[6]»

*یوازې الله تعالی پر یوه حال او کوټلی دی. اووګوني کلک آسمانونه «وَ بَنَیْنا فَوْقَکُمْ سَبْعاً شِداداً([7]هم سستېږي او په خوځنده څپو شي، «تَمُورُ السَّماءُ مَوْراً» او هغه غرونه چې د ځمکې د ارامېدو لامل وو:«وَ جَعَلْنا فِیها رَواسِیَ شامِخاتٍ»[8] پر هغه ورځ نارامه، بې قراره، سست او روانېږي. «وَ تَسِیرُ الْجِبالُ»

 

پېغامونه:

1-د قیامت د پېښو انځور، له دروغجن ګڼلو او ځېله د لاس اخستو لپاره یوه زمینه ده. ( تَمُورُ السَّماءُ. . . تَسِیرُ الْجِبالُ. . . )

2-په قیامت کې نه یوازې ځمکه؛ بلکې آسمانونه او کرات هم رڼګېږي. (تَمُورُ السَّماءُ. . . تَسِیرُ الْجِبالُ)

3- دروغجنوونکي، منطق/ سول نلري، پر چټیاتو بوختېدا یې د تکذیب لامل شوي دي. «لِلْمُکَذِّبِینَ اَلَّذِینَ هُمْ فِی خَوْضٍ یَلْعَبُونَ»

4- چټي خبرې ډېرې موندل کېږي؛ خو خطر هله وي، چې انسان پر اوتو بوتو سر شي او ځان پر چټیاتو بوخت کړي. «فِی خَوْضٍ یَلْعَبُونَ»

5- د قرآن ټکني کولو لپاره د کفارو هڅې بې پایلې او هسې لوبې دي. «لِلْمُکَذِّبِینَ اَلَّذِینَ هُمْ فِی خَوْضٍ یَلْعَبُونَ»

6- د انبیاوو مخالفان هم دوزخ ته ورکاږل کېږي او هم رټل کېږي. ( یُدَعُّونَ. . . هذِهِ)، ( روحي او بدني عذاب لري)

7- د قیامت په دروغ ګڼلو، حقیقت د پردې شاته نه پاتېږي. (هذِهِ النّارُ. . . )

8- د سخت تکذیب سزا، سخت عذاب دی. (مکذبین. . . یُدَعُّونَ إِلی نارِ)

9- د پرلپسې او له ځېله راوړلا شوي تکذیب سزا یوازې اور دی. «هذِهِ النّارُ الَّتِی کُنْتُمْ بِها تُکَذِّبُونَ»

 

أَ فَسِحْرٌ هذا أَمْ أَنْتُمْ لا تُبْصِرُونَ«15»= نو آيا دا (عذاب) كوډې دي يا یې نه وينئ؟!

اِصْلَوْها فَاصْبِرُوا أَوْ لا تَصْبِرُوا سَواءٌ عَلَیْکُمْ إِنَّما تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«16»=ورننوځئ (او وسوځئ)؛ نو که زغمناک وسئ یا زغمناک نه وسئ، درته بې توپیره ده؛ ځكه يوازې كړنو ته مو جزا دركول كېږي. !

 

ټکي:

* مشرکانو، تل پر پېغمبر اکرم(ص) تور پورې کاوه، چې چارې یې کوډې دي، هغه مو عقل غلا کوي، پر سترګو مو پرده اچوي، چې خپلې چارې د معجزې او وحې په نامه موږ ته وايي؛ خو دا هرڅه بې بنسټه دي او د قیامت پر ورځ په رټنه ورته ویل کېږي:

آیا دا هم کوډې دي ؟ آیا اور نه ويني او تودوخه یې نه لمسوئ؟

*کله دروغجنوونکي پر هماغه تعبیرونو رټل کېږي، چې پخپله یې په دنیا کې کارول؛ هغوی په دنیا کې ویل، چې د انبیاوو چارې کوډې دي او هلته په همدغه باب پوښتلېږي. «أَ فَسِحْرٌ هذا» هغوی چې انبیاوو ته ویل: که نصیحت راته وکړې که ونکړې، توپیر نکوي «سَواءٌ عَلَیْنا أَ وَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَکُنْ مِنَ الْواعِظِینَ»[9]په قیامت کې ورته ویل کېږي: که صبر وکړئ، که ونکړئ، توپير نلري. «فَاصْبِرُوا أَوْ لا تَصْبِرُوا سَواءٌ عَلَیْکُمْ»

 

پېغامونه:

1-په قیامت کې دروغجن ګڼل شوي، د انسان سترګو ته مخامخ وي. ( هذِهِ النّارُ. . . أَ فَسِحْرٌ هذا)

2- د تکذیب جرړه، د سم لید او لیدانې – بصیرت نه درلودل دي. ( فَوَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ. . . أَمْ أَنْتُمْ لا تُبْصِرُونَ)

3- دپرلپسې دروغجنولو پایله، «کُنْتُمْ بِها تُکَذِّبُونَ» پرلپسې سپکاوی دی. (یُدَعُّونَ. . . أَ فَسِحْرٌ هذا. . . لا تُبْصِرُونَ. اِصْلَوْها فَاصْبِرُوا أَوْ لا تَصْبِرُوا. . . )

4-چټي چارو ته د ورننووتو سزا، دوزخ ته ورننووتل دي. ( فِی خَوْضٍ. . . اِصْلَوْها)

5-د قیامت سزاوې عادلانه دي او یوازې د خپلو کړنو پایله مو ده. «إِنَّما تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

 

إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنّاتٍ وَ نَعِیمٍ«17»= په حقيقت كې متقیان په (جنتي) بڼونو او پرېمانه نعمتونو كې دي.

فاکِهِینَ بِما آتاهُمْ رَبُّهُمْ وَ وَقاهُمْ رَبُّهُمْ عَذابَ الْجَحِیمِ«18»= خپل پالونكي چې څه وركړي، پرې خوشحاله دي او خپل پالونکي د دوزخ له عذابه ژغورلي دي.

کُلُوا وَ اشْرَبُوا هَنِیئاً بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«19» مُتَّکِئِینَ عَلی سُرُرٍ مَصْفُوفَهٍ وَ زَوَّجْناهُمْ بِحُورٍ عِینٍ«20»= (ورته ويل كېږي:) د خپلو تېرو کړنو په بدل کې، په خوند خوند خورئ څښئ. پر ليكه شویو تختونو به ډډه وهلي ناست وي او له “حورالعين” (= ښکلې تکې سپينې غټ سترګې ښځې) سره به یې ورجوړه کړو.

 

ټکي:

* «هَنِیئاً»؛ یعنې هغه څه چې خپګان او کړاو ورپسې نه وي او انسان ترې خوند واخلي، د دنیوي نعمتونو پرخلاف، چې معمولا مخکې یا شاته ترې خپګان او کړاوونه دي.

* «حُورٍ عِینٍ» له دوو کلمو «حور» [ چې د «حوراء» جمع د تورسترګې په مانا] او «عِینٍ» کلمه، [د «عیناء» جمع د ښایسته سترګې پر مانا ده] اخستل شوې ده. جنتي مېرمنې غټې، تورې او ښکلې سترګې لري.

* له پاکانو او نېکانو سره انس او ورسره خبرې اترې، د جنت له خوندونو ځنې یو یې دی، چې قرآن په بېلابېلو ځایونو کې اشاره ورته کړې، چې دا ناستې پاستې پر جنتي تختونو کېږي.

* 16 او 19 آیتونه، چې د دوزخیانو د سزا او د جنتیانو د ثواب په اړه دي، ډېر یو بل ته ورته دي؛ خو یو ظریف توپیر پکې دی او هغه داچې د دوزخیانو په اړه مو وویل: «إِنَّما تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»؛ خو د جنتیانو په اړه وايي: «هَنِیئاً بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ» لومړی یې «ما کنتم» دی او دویمی یې «بما کنتم» دی. هو د دوزخیانو سزا یې د کړنو هومره ده، نه ډېره؛ په تېره چې د «إِنَّما» له کلمې سره اوڅار شوې؛ یعنې سزا مو کټ مټ د کړنو په څېر ده؛ خو د جنتیانو ثواب یې تر کړنو خورا ډېر دی او د جنتیانو کړنې د دومره الهي پېرزوینو لاس ته راوړو ته پلمه او وزله شوې. «هَنِیئاً بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

 

پېغامونه:

1-تقوا، د جنت کونجي ده. «إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنّاتٍ»

2-د نېکانو او بدانو د چارو د پای پرتلنه، د حق او باطل د پېژندو یوه غوره لار ده. (هذِهِ النّارُ. . . فِی جَنّاتٍ وَ نَعِیمٍ)

3-جنتیانو ته ډول ډول بڼونه او نعمتونه چمتو دي. «جَنّاتٍ وَ نَعِیمٍ»

4-کله په دنیا کې نعمت وي؛ خو انسان ترې د ځینو دلایلو له مخې، خوند نشي اخستای؛ خو په جنت کې هم نعمتونه دي او هم خوندونه. ( جَنّاتٍ. . . فاکِهِینَ)

5-نعمتونه هغه مهال ډېر خوند لري، چې د الله تعالی له لوري په مینه او پېرزوینه وي «آتاهُمْ رَبُّهُمْ» او ترڅنګ یې تراخه او اندېښنه نه وي. «وَ وَقاهُمْ رَبُّهُمْ»

6- څوک چې په دنیا کې ځان په تقوا وساتي، الله تعالی به یې د قیامت پر ورځ د دوزخ له کړاوه وساتي. ( اَلْمُتَّقِینَ. . . وَقاهُمْ)

7- متقیان دې په خپلې تقوا او کړنو نه غره کېږي، چې ټول نعمتونه او ژغورنې د الله تعالی دي. ( آتاهُمْ رَبُّهُمْ. . . وَقاهُمْ رَبُّهُمْ)

8- آزادي او درناوی د نعمت خوند ډېروي. «کُلُوا وَ اشْرَبُوا هَنِیئاً» جنتیان په خوراک څښاک کې محدودیت نه لري او په «هَنِیئاً» یې درناوی کېږي.

9- بریا په امنیت کې ډېر خوند کوي. (وَقاهُمْ رَبُّهُمْ. . . کُلُوا وَ اشْرَبُوا)

10- دنیوي خوراکونه په چمتو کولو، ساتنې او لګولو کې له ستونزو سره دي؛ خو په اخروي نعمتونو کې بیخي ستونزې نشته. «هَنِیئاً»

11- له نعمتونو د ګټنې ترڅنګ، د زړه خوشحالۍ او خوښي، د کمال او بري شرط دی. (فِی جَنّاتٍ وَ نَعِیمٍ فاکِهِینَ. . . مُتَّکِئِینَ عَلی سُرُرٍ. . . )

12- هغوی چې په دنیا کې نامحرمو ته نه ګوري، په آخرت کې ښکلې مېرمنې لري. ( اَلْمُتَّقِینَ. . . زَوَّجْناهُمْ بِحُورٍ عِینٍ)

 

وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ اتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِإِیمانٍ أَلْحَقْنا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَ ما أَلَتْناهُمْ مِنْ عَمَلِهِمْ مِنْ شَیْءٍ کُلُّ امْرِئٍ بِما کَسَبَ رَهِینٌ«21»=او کومو کسانو، چې ايمان راوړى او اولادونو يې هم د “ايمان” لار ورپسې نيولې؛ نو اولادونه يې ورسره يو ځاى كوو او د كړنو (له بدلې) يې هېڅ څيز نه كموو، هر څوك د (خپلو) برياوو په بدل كې ښکېل دى.

وَ أَمْدَدْناهُمْ بِفاکِهَهٍ وَ لَحْمٍ مِمّا یَشْتَهُونَ«22»=او دوی ته هر ډول مېوه او غوښه، چې وغواړي، ورکوو.

 

ټکي:

* «ألتنا» د «لوت» له جرړې اخستل شوی او د نقص/نیمګړتیا په مانا دی. «ما أَلَتْناهُمْ مِنْ عَمَلِهِمْ»؛ یعنې له پلرونو سره د اولادونو په وریوځای کولو د پلرونو له اجره څه نه کموو.

*د «رَهِینٌ» کلمه په دوو مانا؛ ګرو او مل راغلې ده او داچې وايي: هر څوك د (خپلو) برياوو په بدل كې ښکېل دى؛ یعنې له خپلو چارو سره مل او یوځای دی.

* امام صادق (رح) د ( وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ اتَّبَعَتْهُمْ. . . ) آیت په اړه وویل: مراد هغه زامن دي، چې کړنې یې له پلرونو کمې دي؛ خو الله تعالی یې له خپلو پلرونو سره وریوځای کوي، چې سترګې یې پرې رڼې او یخې شي. [10]

* الله تعالی لومړی له مؤمنو وګړیو سره یې ایمانوال ځوځات وریوځای کوي، (اَلَّذِینَ آمَنُوا. . . أَلْحَقْنا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ) بیا د هغه ځای نعمتونه او شونتیاوې ورډېروي. «أَمْدَدْناهُمْ بِفاکِهَهٍ»

د جنتي مېوو ځانګړنې:

  1. پرېماني. «فاکِهَهٌ کَثِیرَهٌ»[11]
  2. بې ضرره دي. «فاکِهَهٍ آمِنِینَ»[12]
  3. جوړه توب. «مِنْ کُلِّ فاکِهَهٍ زَوْجانِ»[13]
  4. همېشه وي. «أَمْدَدْناهُمْ بِفاکِهَهٍ»[14]
  5. منع نه دي. «وَ لا مَمْنُوعَهٍ»[15]
  6. په درنښت مېلمستیا. «فَواکِهُ وَ هُمْ مُکْرَمُونَ»[16]
  7. رنګارنګي. «فَواکِهَ مِمّا یَشْتَهُونَ»[17]
  8. له مېوو سره نور نعمتونه هم شته. «بِفاکِهَهٍ وَ لَحْمٍ»[18]
  9. ټاکلی یې شې. «وَ فاکِهَهٍ مِمّا یَتَخَیَّرُونَ»[19]
  10. لاسرسی ورته آسان دی. «قُطُوفُها دانِیَهٌ»[20]، «وَ ذُلِّلَتْ قُطُوفُها تَذْلِیلاً»[21]

تېر به شو چې جنتي مېوې ګند، تشول، د خوند بدلېدل او د راشلولو زحمت نه لري.

 

پېغامونه:

1-په اسلام کې چورلیځ ایمان دی؛ نه کورنۍ او خپلوان. «وَ اتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِإِیمانٍ»

2-په دنیا کې د پلار نېکونو له حق لار سره د وریوځای کېدو پایله، په جنت کې هم ورسره وریوځای کېدل دي. (وَ اتَّبَعَتْهُمْ. . . أَلْحَقْنا بِهِمْ)

3-له ځوځات او اولاد سره یوځای والی، یو جنتي خوند دی. «أَلْحَقْنا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ»

4-له اولاد سره مینه، ان په آخرت کې هم شته. «أَلْحَقْنا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ»

5-په دنیا کې چې اولاد درسره وي، نو کور او هستوګنځی به دې کم او تنګ شي؛ خو په جنت کې یوځای کېدل کمی او تنګي نه لري. ( وَ ما أَلَتْناهُمْ. . . مِنْ شَیْءٍ)

6-له انسان سره د خپل ځوځات وریوځای کېدل د نېکو کړنو له اغېزو ‏ځنې دي. (أَلْحَقْنا. . . بِما کَسَبَ رَهِینٌ)

7-د مېوو خوړل، پر غوښه خوړو ورلومړي دي. «بِفاکِهَهٍ وَ لَحْمٍ»

8-په جنت کې بېلابېلې سلیقې او لېوالتیاوې شته او هر چا ته یې د خوښې نعمت ورکول کېږي. «مِمّا یَشْتَهُونَ»

 

یَتَنازَعُونَ فِیها کَأْساً لا لَغْوٌ فِیها وَ لا تَأْثِیمٌ«23»=هلته (په سيالۍ) يو د بل له لاسه (د پاكو شرابو ډك) جامونه تښتوي، چې نه پكې چټي خبرې كول وي او نه ګناه.

وَ یَطُوفُ عَلَیْهِمْ غِلْمانٌ لَهُمْ کَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَکْنُونٌ«24»=او (چوپړ) ته يې ګرچاپېره ژڼي ګرځي؛ لكه په سيپۍ كې خوندي ملغلره.

وَ أَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ یَتَساءَلُونَ«25»= او (په دې وخت كې) دوى مخ پر مخ (د تېرو حالا تو په اړه) يو بل پوښتي؛

قالُوا إِنّا کُنّا قَبْلُ فِی أَهْلِنا مُشْفِقِینَ«26»=وايي: (( موږ پخوا (په دنیا کې ‏) په خپلې خپلې كورنۍ كې ( د الله له عذاب، حساب و کتاب سزا و قیامته) وېرېدونكي وو!

فَمَنَّ اللّهُ عَلَیْنا وَ وَقانا عَذابَ السَّمُومِ«27»=نو الله احسان راباندې وكړ او له سوځنده عذابه یې وژغورلو.

إِنّا کُنّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوهُ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیمُ«28»=رښتيا تر (دې) مخكې مو دی باله (او لمانځه؛ ځكه) چې يوازې هغه نېکي رسان لورين دى. ))

 

ټکي:

* «کأس»، ډک جام دی او «قدح» تش جام دی. د «مشفق» کلمه که له (مِن) توری راشي، د وېرې اواندېښنې په مانا او که له (فی) توري سره راشي، د توجه او پام په مانا ده.

* «یَتَنازَعُونَ» په مینه او شوخۍ یو د بل له لاسه د کټوري اخستل دي.

* دنیوي شراب، د انسان عقل له کاره غورځوي او په اوتو بوتو او چټیاټو یې سر کوي، پردې سربېره چې جنسي ځواک راپاروي او انسان ګناه ته اړباسي؛ نو قرآن وايي: جنتیان، د شرابو د کټوریو یو بل ته ست کوي، چې نه انسان پر چټیاتو سر کوي او نه یې ګناه ته اړباسي؛ بلکې د قرآن په تعبیر، «شَراباً طَهُوراً»[22]دي.

* په قرآن کې دوه ځل د «لُؤْلُؤٌ مَکْنُونٌ» عبارت راغلی دی: یو ځل د جنتي مېرمنو په اړه [23]او یو ځل د جنتي چوپړیالانو په اړه. [24]

* «سموم»ګرم او سوځنده باد ته ویل کېږي، چې د زهرو په څېر د انسان پر بدن اغېز لري. په حدیث کې لولو: که دا باد د ګوتې د سر هومره پر ځمکوالو ولګي، ځمکه او څه چې پرې دي، و به یې سوځوي[25].

* رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم، حضرت علي کرم الله وجهه ته وویل: هغه ښکلي ژڼي چې د جنتیانو چوپړیالان دي، د کفارو او مشرکانو زامن دي، چې نه مجرم دي، چې دوزخیان شي او نه نېکچاري دي، چې له جنتي نعمتونو برخمن شي؛ نو دا وګړي د جنت چوپړیالانېږي[26].

 

پېغامونه:

1-هغه تفریح روا ده، چې له چټیاتو او ګناه لرې وي. (یَتَنازَعُونَ. . . لا لَغْوٌ. . . وَ لا تَأْثِیمٌ)

2-سره له دې چې په جنت کې د شیدو، شاتو او شرابو ویالې ‏بهېږي، په ځانګړیو لوښیو د جنتیانو مېلمستیا کېږي؛ ځکه مناسب لوښي، د څښاک خوند ډېروي. «کَأْساً»

3-د دنیوي شرابو په خوړو کې ګناه شته؛ خو په جنت کې چټي، بېځایه او د ګناه چار نشته. «لا لَغْوٌ فِیها وَ لا تَأْثِیمٌ»

4- هر هغه حرکت جایز دی، چې پکې چټیات او ګناه نه وي. «لا لَغْوٌ فِیها وَ لا تَأْثِیمٌ»

5-جنتي چوپړیالان په مینه او د پتنګ په څېر مېلمه پالنه کوي. (یَطُوفُ. . . )

6-جنتي چوپړیالان په عاریت او پور نه دي، ځانګړي چوپړیالان دي. «غِلْمانٌ لَهُمْ»

7-د مېلمه پالانو ښکلا، پخپله یو نعمت دی. «کَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَکْنُونٌ»

8-د ښکلیو او ګرانبیه څیزونو پوښل، پخپله یو ارزښت دی. «لُؤْلُؤٌ مَکْنُونٌ»

9-د جنت له خوندونو ځنې یو یې هم یو له بل سره د جنتیانو خبرې دي. «وَ أَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ یَتَساءَلُونَ»

10-د جنت کونجي دې په دنیا کې ولټول شي. «کُنّا قَبْلُ فِی أَهْلِنا»

11- زړه سواندي او مینه، په تېره د کورنۍ په اړه، د جنت کونجي ده. «فِی أَهْلِنا مُشْفِقِینَ»

12-انسان دې د خپلې کورنۍ په اړه پام، ژمنه، اندېښنه او زړه سواندي ولري. «فِی أَهْلِنا مُشْفِقِینَ»

13- جنتیان، جنت الهي ورکړه ګڼي؛ نه د خپلو کړنو ثواب. «فَمَنَّ اللّهُ عَلَیْنا»

14-په هغه پسې دې ولاړ شو او هغه دې ولمانځل شي، چې د نېکیو او لورنو سرچینه ده. «نَدْعُوهُ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیمُ»

15-بې له الله تعالی، نېکیو او لورنې ته بله سرچینه نشته. «إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیمُ» (د «هو» کلمه په هغه کې د نېکۍ او لورنې انحصار دی)

16-د الله تعالی نېکي، له لورنې یې راولاړه ده، (نه ګټې کولو ته، یا وجدان راحتولو او یا د نورو تمه پوره کولو ته). «الْبَرُّ الرَّحِیمُ»

17-د متقیانو جنتي کېدل او له کړاوه یې ژغورل کېدل، د الله تعالی د نېکۍ او لورنې پلوشه ده. ( فَمَنَّ اللّهُ عَلَیْنا وَ وَقانا عَذابَ السَّمُومِ. . . إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیمُ)

 

فَذَکِّرْ فَما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِکاهِنٍ وَ لا مَجْنُونٍ«29»= نو نصيحت كوه، چې ته د خپل پالونكي په لورنه، نه پالي يې او نه لېونى.

أَمْ یَقُولُونَ شاعِرٌ نَتَرَبَّصُ بِهِ رَیْبَ الْمَنُونِ«30»= بلكې وايي: ((دا یو شاعر دى، چې شكمن مرګ (پېښې) ته یې څارو يو!))

قُلْ تَرَبَّصُوا فَإِنِّی مَعَکُمْ مِنَ الْمُتَرَبِّصِینَ«31»=ووايه: ((په تمه وسئ، چې زه (هم) درسره انتظار باسم (تاسې مې مرګ ته څارو ياست او زه په الهي عذاب ستاسې ورکاوي ته څارو يم)!))

 

ټکي:

* «کاهن» هغه ته وايي، چې له راتلونکي خبر لري او ادعا لري، چې له خوالو او غیبو خبر دی او له پېریانو سره اړیکه لري. «رَیْبَ الْمَنُونِ»، یو اصطلاح ده، چې د روزګار ترخې پېښې د یوه چا د مړينې لامل شي.

* د مشرکانو مراد، چې پېغمبرانو ته یې ویل:«مجنون»، بې عقل نه و؛ لکه څنګه چې په دې آیتونو کې مجنون د کاهن او شاعر ترڅنګ راغلی، چې هوښیار، چالاک او پوه خلک دي.

بلکې له «مجنون» مراد، پېریانی دی؛ ځکه ګروهن وو، چې کاهن او شاعر وګړي، له پېریانو سره په اړیکې درلودو د وړاندوینې او شعر ویلو ځواک لري او دا هغه چار دی، چې عادي وګړي یې نشي کولای. ددې مانا شاهد هغه دی، چې په یوه آیت کې د شاعر او مجنون وصف، یو د بل ترڅنګ راغلی دی. «لِشاعِرٍ مَجْنُونٍ[27]»

 

پېغامونه:

1-د کفارو له ناروا تورونو ‏(؛ لکه: کاهن، شاعر او مجنون) دې و نه ډار شو؛ بلکې د خبردارۍ او ګواښنې دندې ته دې دوام ورکړ شي. ( فَذَکِّرْ فَما أَنْتَ. . . بِکاهِنٍ. . . )

2- الله تعالی، خپل اولیاء بیمه/ډاډمن کړي او دفاع ترې کوي. «فَما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِکاهِنٍ وَ لا مَجْنُونٍ»

3- د دین پر مبلغ د تورونو ‌ډزې وي. ( بِکاهِنٍ وَ لا مَجْنُونٍ. . . یَقُولُونَ شاعِرٌ)

4- هر ډول عیب او نیمګړتیا چې له انسانه لرې کېږي، د الهي نعمت او پېرزوینو تر سیوري لاندې ده. ( فَما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِکاهِنٍ وَ لا مَجْنُونٍ. . . )

5- پالي، کاهن او وړاندویوونکي وګړي، د الله تعالی له لورنې لرې دي. «فَما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِکاهِنٍ»

6- دښمن پر یوه تور قانع نه دی او تل د ګوزار درکونې په تکل کې دی. «بِکاهِنٍ، مَجْنُونٍ، شاعِرٌ»

7- دښمن د دیني مشرانو مرګ ته په تمه دی؛ نو داسې یو کار دې وشي، چې د دیني مشرانو تر مرګ روسته هم دښمن نهیلی شي. «نَتَرَبَّصُ بِهِ رَیْبَ الْمَنُونِ»

8-دیني مشرتابه دې د دښمنانو د تورونو له لامله، ‌‌‌ډګر نه پرېږدي؛ بلکې پاتې دې شي او دفاع دې وکړي. «نَتَرَبَّصُ بِهِ رَیْبَ الْمَنُونِ»

9- مؤمنان دې هم د دښمنانو په څېر، بري ته د رسېدو لپاره، هیله او کړلار ولري. (نَتَرَبَّصُ بِهِ. . . فَإِنِّی مَعَکُمْ مِنَ الْمُتَرَبِّصِینَ)

 

أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلامُهُمْ بِهذا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طاغُونَ«32»=ايا د دوی عقلونه يې دې (دريځ نيونې) ته اړ باسي يا دوی سرغړانده ډله ده ؟!

أَمْ یَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَلْ لا یُؤْمِنُونَ«33»=يا وايي: ((پېغمبر دا (قرآن) له ځانه جوړ كړى دى؟!)) هو ( دوی د سرغړونې او کېنې له لامله) ايمان نه راوړي.

فَلْیَأْتُوا بِحَدِیثٍ مِثْلِهِ إِنْ کانُوا صادِقِینَ«34»=نو كه رښتيا وايي، ددې (قرآن) په څېر دې يوه خبره راوړي!

 

ټکي:

* په دې آیتونو او ورپسې آیتونو کې، الله تعالی د پېغمبر اسلام صلی الله علیه و آله وسلم له مخالفینو څوارلس رټنیزې پوښتنې کوي او ټولې هغه لارې تړي، چې په یوه نه یوه ډول د کفارو د نه تسلیمېدو پلمه شي.

شونې ده د قرآن په یوه ځای کې هم پر مخالفینو دومره نیوکې نه وي شوي او نه یې پلمې اوڅار شوې وي.

* «أحلام» د «حلم» جمع او د عقل په مانا ده. داچې د قریشو مشرانو ځانونه د عقل او اند خاوندان ګڼل، قرآن په دې آیتونو کې وايي: آیا عقل یې داسې حکم کوي، چې قرآن کوډې وګڼي، نه! بلکې هغوی له حقه سرغړونه کوي؟

* «تقول» له ځانه خبرې جوړولو او پر بل پورې ورتپلو ته یې وايي.

* «حدیث» د«جدید/نوي» په مانا دی. داچې د قرآن مضامین تازګي لري، «حدیث» ورته ویل شوی دی.

* الله تعالی څو ځل کفار مبارزې ته بللي دي: کله یې ترې د قرآن په څېر د کتاب راوړو غوښتنه کړې ده، «فَأْتُوا بِکِتابٍ مِنْ عِنْدِ اللّهِ»[28]کله یې تخفیف ورکړی او د لسو سورتونو په راوړو یې بسنه کړې، «فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ»[29]او کله یې د «فَأْتُوا بِسُورَهٍ مِنْ مِثْلِهِ»[30]او په ۳۴ آیت کې یې د قرآن په څېر د مطالبو په راوړو بسنه کړې ده. «فَلْیَأْتُوا بِحَدِیثٍ مِثْلِهِ»

 

پېغامونه:

1-پر پېغمبر د کوډګر، پالي، کاهن، شاعر او پېریاني تور پورې کول په قرآني آیتونو کې د تعقل او تفکر له مخې نه وو. «أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلامُهُمْ»

2-د کفر او شرک جرړه، له حقه پر سرغړونه کې ده، په عقل او اندنه کې نه. «أَمْ هُمْ قَوْمٌ طاغُونَ»

3- هغه سرغړاند دی، چې خبره یې منطقي نه وي او پرې ټینګار کوي. «أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلامُهُمْ بِهذا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طاغُونَ»

4- مشرکان په تورونونو او دروغجنولو خپل کفر ته مخونه ورکوي. «یَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَلْ لا یُؤْمِنُونَ»

5-انسان دې یا د عقل له مخې چلي او یا دې د وحې له مخې؛ خو کفار له دواړو بې برخې وو. ( أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلامُهُمْ. . . بَلْ لا یُؤْمِنُونَ)

6-د تورونو په توپان کې له منطق او استدلال لاس مه اخلئ او مخالفان د قرآن په څېر خبرې راوړو ته راوبلئ. ( فَلْیَأْتُوا بِحَدِیثٍ مِثْلِهِ. . . )

7- قرآن خورا پیاوړی استدلال لري؛ که پېغمبر اکرم(ص) په یوازې ځان قرآن له ځانه جوړ کړی او الله تعالی ته یې ورمنسوب کړی وي، «تَقَوَّلَهُ» تاسې یې په ډله ایزه توګه، په څېر یوه خبره راوړئ. «فَلْیَأْتُوا بِحَدِیثٍ مِثْلِهِ»

8-په فرهنګي ډګر کې خلک سیالۍ ته راوبلئ. «فَلْیَأْتُوا بِحَدِیثٍ مِثْلِهِ»

 

أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ أَمْ هُمُ الْخالِقُونَ«35»=يا دوی بې له پنځوونکي پيدا شوي يا دوی پخپله (د خپل ځان) پنځوونکي‏ دي؟!

أَمْ خَلَقُوا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ بَلْ لا یُوقِنُونَ«36»=ايا دوی اسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟! (نه)؛ بلكې (حق دا دی چې) دوی یقین ته رسیدلي نه دي.

 

ټکي:

* انسان دې د ډول ډول تورونو په مقابل کې ‏له خپلې بلنې او استدلاله لاس نه اخلي، سره له دې چې په تېرو آیتونو کې وویل شول، چې د اسلام پر پېغمبر(ص) یې خورا تورونه ولګول؛ خو الله تعالی په دې آیتونو کې، د څو پوښتنو په اوڅارولو سره، د دوی ویده وجدانونه راویښوي.

* قرآن خورا مهمې فلسفې ویینې، په خورا ساده چوکاټ کې ویلې دي. په دې آیت کې دوه فرضونه اوڅار شوي دي:۱- که انسان بې علته پنځول شوی وي، «خُلِقُوا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ»۲- که انسان پخپله ځان پنځولی وي او دواړه فرضونه عقلا ناشوني دي؛ ځکه انسان ښکارنده ده او هره ښکارنده علت غواړي، پردې سربېره، هغه انسان چې نه و، څنګه د خپل ځان د رامنځ ته کېدو لاملېدای شي ؟!

* مشرکان پوهېدل، چې الله تعالی د ځمکې او آسمانونو پنځګر دی او قرآن څو ځل دا مطلب ویلی، چې که مشرکان وپوښتل شي، چې د آسمانونو او ځمکې پنځګر څوک دی، و به وايي:

 الله. نو پردې بنسټ، آریزه پوښتنه داده، چې تاسې ولې پر هغه څه ایمان نه راوړئ، چې د پنځګر له لوري مو ستاسې ښیون ته درلېږل شوی او سرغړونه ترې کوئ ؟

 

پېغامونه:

1-د الله پېژندنې په ویینو کې د انسانانو د اند او وجدانونو راويښولو ته د پوښتنې د اوڅارلو کړلار، یوه قرآني کړلار ده. « أَمْ خُلِقُوا. . . أَمْ هُمُ الْخالِقُونَ»

2-که انسان نه و؛ نو څنګه د ځان د رامنځ ته کېدو لامل شوی او که و، څنګه یې ځان بیا رامنځ ته کړی دی؟«أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ أَمْ هُمُ الْخالِقُونَ»

3-داسې پوښتنه وکړئ، چې هرڅوک ستاسې منطقي ځواب په خپل وجدان کې وننګېري. «أَمْ خَلَقُوا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ»

4- انسان نه د خپل ځان پنځګر دی او نه بې له ځانه د بل. ( أَمْ هُمُ الْخالِقُونَ أَمْ خَلَقُوا السَّماواتِ. . . )

5- ځېل انسان داسې ځای ته رسوي، ان که په استدلال کې مات هم شو، نه تسلمېږي او نه ډاډمنېږي. «بَلْ لا یُوقِنُونَ»

 

أَمْ عِنْدَهُمْ خَزائِنُ رَبِّکَ أَمْ هُمُ الْمُصَیْطِرُونَ«37»=يا له دوی سره ستا د پالونكي زېرمې دي يا دوی پر هر څيز واكمني لري؟!

أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَسْتَمِعُونَ فِیهِ فَلْیَأْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطانٍ مُبِینٍ«38»=يا دوی (داسې) پوړۍ لري (چې اسمان ته پرې ورخېژي او د وحې خوالې) اوري؟!؛ نو بايد اورېدونكی يې څه څرګند دليل راوړي!

أَمْ لَهُ الْبَناتُ وَ لَکُمُ الْبَنُونَ«39»=ايا د الله لوڼي دي او ستاسې زامن (چې د ناپوهۍ له مخې پرښتو ته د الله لوڼې وايئ) ؟!

 

ټکي:

* مشرکانو د الله تعالی پنځګري منله؛ خو هغه یې خپل او د هستۍ پالونکی نه ګاڼه او د پېغمبر اکرم (ص) خبرې ته یې غاړه نه ايښووله. دا آیتونه یې د پوښتنې اوڅارولو په بڼه رټي، چې ولې د پېغمبر خبره نه منئ؟ آیا د الله تعالی شتمني او ځواک ستاسې په واک کې دی او یا مو په خپله، آسمانونو ته کومه لار موندلې او نېغ په نېغه وحې تر ګوتو کوئ ؟!

* په جاهلیّت پېر کې خلکو پرښتې د الله تعالی لوڼې ګڼلې، الله تعالی یې رټي، چې څنګه په ویش کې مو الله تعالی ته لوڼې ټاکلي دي او ځانونو ته زامن؛ لکه څنګه چې په نورو آیتونو کې راځي: «تِلْکَ إِذاً قِسْمَهٌ ضِیزی»

 

پېغامونه:

1- دښمن دې منطقي خلع سلاح او بې وسلې شي؛ نو قرآن د څو پوښتنو په اوڅارولو د دوی د سرغړونې او ایمان نه راوړو دلیل روښانوي؟( أَمْ عِنْدَهُمْ. . . أَمْ هُمُ الْمُصَیْطِرُونَ أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ. . . )

2- انسان دې د هر چا منطقي خبره ومني، که مخالفانو هم کوم مطلب موندلی وي، چمتو یو خبره یې واورو. «فَلْیَأْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطانٍ مُبِینٍ»

3- پېغمبره! له توره مه ډارېږه، چې هغوی الله تورنوي. «أَمْ لَهُ الْبَناتُ وَ لَکُمُ الْبَنُونَ»

 

أَمْ تَسْئَلُهُمْ أَجْراً فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ«40»=ايا له دوی ( د خپل رسالت لپاره) څه لاسباړه غواړې، چې ورکړه یې دوی ته درنه ده ‏؟!

أَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَکْتُبُونَ«41»=يا پټې (خوالې) ورسره دي؛ نودوی یې لیکي؟!

أَمْ یُرِیدُونَ کَیْداً فَالَّذِینَ کَفَرُوا هُمُ الْمَکِیدُونَ«42»= ايا غواړي كومه شيطاني لومه درته كېږدي؛ خو پوه دې شي، چې كافران پخپله په دې لومو كې نښلي!

أَمْ لَهُمْ إِلهٌ غَیْرُ اللّهِ سُبْحانَ اللّهِ عَمّا یُشْرِکُونَ«43»= يا دوى بې له الله کوم معبود لري (چې د مرستې ژمنه يې ورسره کړې ده)؟! الله له هغه څه پاك دى، چې دوى يې ورسره شريکوي!

ټکي:

* «مَغْرَمٍ» وټیزو تاوانونو ته وايي او «مثقل» د کړاو او درون بار زغملو ته وايي.

*د الهي ځواک په ولکه کې هېڅ شریکوال ورسره نشته؛ ځکه:

– خزانې د هغه دي. «وَ لِلّهِ خَزائِنُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»[31]

– پنځګر هغه دی. «اللّهُ خالِقُ کُلِّ شَیْءٍ»[32]

– پر غیبو هغه پوهېږي. «وَ لِلّهِ غَیْبُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»[33]

– واکمني او ولکه د هغه ده. « لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ. . . [34] »

*په ځینو پوښتنو کې، ځواب ته مه په تمه کېږئ، کله په خپله پوښتنه پېغام لري. الله تعالی په دې آیتونو کې بېلابېلې پوښتنې اوڅار کړې، چې یوه هم ځوابېدلې نه ده؛ ځکه له پوښتنې مراد، ځواب ته رسېدل نه؛ بلکې د مخالفینو راویښول وو.

*پام مو وي، چې په اسلام کې وټیز احکام؛ لکه خمس او زکات، د رسالت لاسباړه نه؛ بلکې د ټولنې سمبالنې، ټولنیز نیاو راولاړلو او د ټولنیزو ستونزو لرې کولو ته دي.

 

پېغامونه:

1- انبیاوو له خلکو لاسباړه نه غوښته. «أَمْ تَسْئَلُهُمْ أَجْراً»

2-خلک د دیني مبلغ له لوري د لاسباړې پر غوښتو حساس دي؛ نو په دیني تبلیغ کې مو دې چار ته پام وسه. «فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ»

3-حق ته د خلکو په رابلنې او ورته په تبلیغ کې، د توکیزو چارو له اوڅارلو ډډه وکړئ؛ ځکه د چار اغېز مو له منځه وړي. «فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ»

4-له هغو مرستو ګټنه څه پروا نه لري، چې خلکو پخپله خوښه او په مینې درکړې وي؛ څه چې منفي دي، له خلکو یې غوښتنه ده. ( تَسْئَلُهُمْ أَجْراً. . . مُثْقَلُونَ)

5-د انبیاوو مخالفین، نه علمي او عقلي بنسټ لري او نه له غیبو کوم بنسټ لري. «أَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ»

6-د بلنې او ښیون کړنلار، د پوښتنې او ځواب کړنلار ده، چې قرآن ورته د ورسېدو څرنګوالی بیان کړی دی. ( أَمْ. . . أَمْ. . . أَمْ. . . أَمْ. . . )

7-د د ښمنانو چلونه او دوکې لنډمهاله نه؛ بلکې همېشنۍ دي. «یُرِیدُونَ کَیْداً»

8-د دوکې پایله، دوکه کوونکي ته ورګرځي. ( یُرِیدُونَ کَیْداً. . . هُمُ الْمَکِیدُونَ)

9-پوښتنې او موخې مو ټولبندي کړئ. «أَمْ لَهُمْ إِلهٌ غَیْرُ اللّهِ»

 

وَ إِنْ یَرَوْا کِسْفاً مِنَ السَّماءِ ساقِطاً یَقُولُوا سَحابٌ مَرْکُومٌ«44»= او دوى (دومره ځېلي دي، چې) كه وګوري (عذاب ته يې) له اسمانه کومه ټوټه راپرېوتوونکې ده، وايي: (( (دا خو) ټينګه ورېځ ده!))

فَذَرْهُمْ حَتّی یُلاقُوا یَوْمَهُمُ الَّذِی فِیهِ یُصْعَقُونَ«45» یَوْمَ لا یُغْنِی عَنْهُمْ کَیْدُهُمْ شَیْئاً وَ لا هُمْ یُنْصَرُونَ«46»= (چې داسې ده؛ ) نو دوى پرېږده، چې له خپلې هغې ورځې سره مخ شي، چې پكې بېسدېږي (او مري)! پر هغه ورځ، چې د دوی چلونه به هېڅ څيز ترې لرې نه کړي او نه مرسته ورسره كېږي.

 

ټکي:

* «کسف» د ټوټې/ توکړې په مانا او دلته ترې مراد، له آسمانه د الهي عذاب په نامه د ډبرې ټوټه ده. «مَرْکُومٌ» د پنډ او متراکم په مانا او «یُصْعَقُونَ» د هلاکت او بېسدۍ په مانا دی، چې د عذاب د تالندې له لامله رامنځ ته کېږي. دا کلمه په مجهول قالب کې راغلې، چې د اضطرار او ناچارۍ نښه ده.

* ځېلیان هر وخت پلمې کوي، هغوی له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم نه، له آسمانه د یوه ټوټه کاڼي د راغورځېده غوښتنه درلوده، (فَأَسْقِطْ عَلَیْنا کِسَفاً). . . [35]؛ خو که غوښتنه یې ومنل شي، بیا به وايي: دا خو ټینګې ورېځې دي. ( وَ إِنْ یَرَوْا. . . یَقُولُوا سَحابٌ مَرْکُومٌ)

* پر نېکیو امر او له بدیو منع، خپل پړاوونه او محدودیتونه لري، کله تذکر پکار وی او کله ورشا کوونه او پرېښوول. په 29 آیت کې مو وویل: «فَذَکِّرْ»؛ یعنې خلکو ته تذکر ورکړه؛ خو دلته وایو: «فَذَرْهُمْ»؛ یعنې دوی پرخپل حال پرېږده؛ ځکه بلنه ورته اغېز نلري.

 

پېغامونه:

1-ځېل انسان ناسمې شننې ته اړباسي. ( کِسْفاً مِنَ السَّماءِ. . . یَقُولُوا سَحابٌ مَرْکُومٌ)

2-هغه انسان چې څرګند څیزونه ‏نه مني او ان هغه څه نه مني، چې پر خپلو سترګو یې ویني، نور لاس ترې ووینځه؛ ځکه ښیونوړ نه دی. «یَقُولُوا سَحابٌ مَرْکُومٌ فَذَرْهُمْ»

3-ټول خلک ښیونوړ نه دي. «فَذَرْهُمْ»

4-د خلکو په رابلنه ژر مه ستړي کېږئ، قرآن تر څوارلسو پوښتنو اوڅارولو او د ټولو پلمو د لارو تر تړلو روسته، د دوی د پرېښوولو حکم کوي. ( أَمْ تَأْمُرُهُمْ. . . أَمْ. . . أَمْ. . . أَمْ. . . فَذَرْهُمْ)

5-د الله تعالی پېرزوینه دومره ډېره ده، چې ان د انسان د پرېښودو پر مهال هم، لازم خبرداری ورکوي. ( فَذَرْهُمْ حَتّی یُلاقُوا یَوْمَهُمُ الَّذِی. . . )

6- کفر او ځېل ناوړه پایلې لري. ( حَتّی یُلاقُوا یَوْمَهُمُ. . . )

7-د مخالفینو په اړه ‏الهي قانون، بیړه نه ده. (فَذَرْهُمْ حَتّی یُلاقُوا یَوْمَهُمُ. . . )

8-الهي عذاب چې راورسېد؛ نور نو مجرمان کوم واک نلري او باید په خورا ذلت یې ومني. «یُصْعَقُونَ»

9-د الهي عذاب پرمهال، نه دنننی چل ول په کار راځي او نه بهرنی ملاتړ. ( یَوْمَ لا یُغْنِی. . . )

 

وَ إِنَّ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا عَذاباً دُونَ ذلِکَ وَ لکِنَّ أَکْثَرَهُمْ لا یَعْلَمُونَ«47»= او په حقيقت كې ظالمانو ته د قيامت تر عذاب مخکې (په همدې دنيا کې) عذاب (هم) شته؛ خو ډېر يې نه پوهېږي.

 

ټکي:

* د تېرو او دې آیت په پامنیوي، د انبیاوو بلنه نه منل ظلم دی، شونې ده مراد دا هم وي، چې کفار دوې ډلې دي: یوه هغه ډله چې یوازې کافر دي او بله ډله هغه چې پر کفر سربېره، ظلم او دسیسې کوي، چې ددې ډلې عذاب ډېر دی.

*په قُمي تفسیر کې راغلي، چې له «عَذاباً دُونَ ذلِکَ» مراد، د رجعت پر مهال عذاب دی، د هغوی کسانو په اړه، چې د آل محمد علیهم السلام په حق کې یې ظلم کړی وي.

 

پېغامونه:

1-ظالمانو ته پر آخرت سربېره، په دنیا کې هم عذاب شته. «عَذاباً دُونَ ذلِکَ»

2- په دنیا کې ظالمان، له خپلې شومې او سپېرې پایلې بې خبره دي. «أَکْثَرَهُمْ لا یَعْلَمُونَ»

 

وَ اصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ فَإِنَّکَ بِأَعْیُنِنا وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ حِینَ تَقُومُ«48»=او د خپل پالونكي د حكم (تبلېغونې) په لار كې زغمناك وسه؛ ځكه ته زموږ تر څار لاندې يې او چې [له خوبه] راپاڅې؛ نو د خپل پالونكي په ستاینې سره تسبيح وايه،

وَ مِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَ إِدْبارَ النُّجُومِ«49»=او د شپې (هم راپاڅه)، او دهغه تسبيح وايه او د ستوريو تر پرېوتو روسته (سهار مهال هم د الله تسبيح وايه).

 

ټکي:

*دا سورت د مناجاتو د ځای پر سوګند پیل شو، «وَ الطُّورِ» او د مناجاتو په حکم پای ته ورسېد. «وَ مِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَ إِدْبارَ النُّجُومِ»

*سره له دې چې د انسان ټولې کړنې او اندونه، د الله تعالی تر څارنې لاندې دي؛ خو الله تعالی خپلو اولیاوو ته ځانګړې پاملرنه لري؛ د بېلګې په توګه: نوح علیه السلام ته وايي: بېړۍ جوړونه دې زموږ تر څارنې لاندې ده. «اصْنَعِ الْفُلْکَ بِأَعْیُنِنا» او د اسلام پېغمبر ته وايي: ټولې وجود دې زموږ ترڅارنې لاندې دی. «فَإِنَّکَ بِأَعْیُنِنا»

* تسبیح تر ستاینې خورا مهم دی، د تسبیح حکم دوه ځل اوڅار شو؛ خو د الله تعالی ستاینه یو ځل.

* له «إِدْبارَ النُّجُومِ» مراد، د سپیده چاود راختل دي، چې ستوري د لمر په رڼا کې ډوب شي.

مفسرانو د «مِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ» عبارت په سهار کې په تهجد لمونځ تفسیر کړی او په حدیث کې لولو: له «إِدْبارَ النُّجُومِ» مراد، د سهار تر فرض لمانځه مخکې دوه رکعته نفل/سنت لمونځ دی[36].

 

پېغامونه:

1-ځېلي وګړیو ته مو سینه پراخه کړئ او ډګر ورته مه پرېږدئ. هو! د دروغجنوولو او کړاوونو پر وړاندې، د دین تبلیغ ته صبر او پراخه سینه په کار ده. «وَ اصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ»

2- صبر هله ارزښتمن وي، چې د الهي حکم د پلي کولو په لار کې وي، ګنې ځېل خو ارزښت ضد چار دی. «وَ اصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ»

3-الهي احکام د انسان ودې او روزنې ته دي. «لِحُکْمِ رَبِّکَ»

4- پېغمبر هم د الله تعالی ملاتړ ته اړمن دی. «فَإِنَّکَ بِأَعْیُنِنا»

5-څه چې انسان زغمناکوي دادی، چې پوه شې، هر څه د الله تعالی ترڅارنې لاندې دي. «فَإِنَّکَ بِأَعْیُنِنا»

6-د الله تعالی یاد، ستاینه او تسبیح د صبر او پاینې لامل دی. ( وَ اصْبِرْ. . . وَ سَبِّحْ)

7-د الله تعالی تسبیح یې پر ستاینې ورلومړۍ ده، لومړی دې هغه ‏سپېڅلی وګڼو او بیا دې یې ستاینه وکړو.

8-شپني مناجات، انسان ورځنۍ هڅې ته چمتو کوي. (وَ اصْبِرْ. . . وَ مِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ. . . )

9-دعا او مناجات په ځانګړیو وختونو کې ډېر اغېزمن وي. ( حِینَ تَقُومُ وَ مِنَ اللَّیْلِ. . . إِدْبارَ النُّجُومِ)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

مولف : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – مریم، 52

[2] – طه، 12.

[3] -. قصص، 30.

[4] – حج، 29.

[5] -نورالثقلین تفسیر.

[6] – انبیاء، 104.

[7] – نبأ، 12.

[8] – مرسلات، 27

[9] – شعراء، 136

[10] – کافي، ج3، ص250

[11] – زخرف، 73.

[12] – دخان، 55.

[13] – الرّحمن، 52.

[14] – طور، 22.

[15] – واقعه، 33

[16] – صافّات، 42.

[17] – مرسلات، 42.

[18] – طور، 42

[19] -. واقعه، 20.

[20] – حاقّه، 23.

[21] -. انسان، 14.

[22] – انسان، 21.

[23] – واقعه، 23.

[24] – طور، 24.

[25] – درّالمنثور تفسیر.

[26] – بحار، ۵ټ، ۲۹۱‍ مخ.

[27] – صافات، 36.

[28] – قصص، 49.

[29] – هود، 13.

[30] – بقره، 23.

[31] – منافقون، 7

[32] – زمر، 62

[33] – هود، 123.

[34] – مائده، 17

[35] – شعراء، 187.

[36] – کافي ۳ټ، ۴۴۴ مخ.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!