تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : علم او پوهه د عالم ښکلا، پر علم یې عمل کول دي. د علم ښکلا، په خورولو یې ده، پایله یې پرې عمل دی او ساتنه یې، پر خپل ځای ایښودل دي. د علم او پوهې ثواب، تر کړنو غوره دی. پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې

موضوع : علم او پوهه

د عالم ښکلا، پر علم یې عمل کول دي.

د علم ښکلا، په خورولو یې ده، پایله یې پرې عمل دی او ساتنه یې، پر خپل ځای ایښودل دي.

د علم او پوهې ثواب، تر کړنو غوره دی.

پر څه چې نه پوهېږئ، دښمن یې مه ګڼئ، چې ډېر علم په هغه څه کې دی، چې پرې نه پوهېږئ.

څوک چې له علم او پوهې ښیون یا هدایت غواړي؛ نو هدایتوي یې

څوک چې له علم او پوهې ښیون وغواړي، سمه سیده لار ورښیي

څوک چې علم او پوهه مړه خوا نه کړي؛ نو شتمني یې مړه خوا کولای نشي

څوک چې د علم غور او ژروتیا له لاسه ورکړي، د حکمت لارې پرې بندېږي

له علم سره مینه، ښه زغم او سمه ملتیا، د عقلمنو له ځانګړنو دي.

د علم او پوهې زکات، خورول یې دي.

بې عمله علم او پوهه؛ لکه بې مېوې ونه.

بې عمله علم؛ لکه بې غشي لیندۍ ده.

بې عمله علم؛ لکه بې اغېزې درمل دي.

د علم موخه، له الله پاک ډار دی

د فضایلو موخه، پوهه او علم دی

د علم په غوښتنه عمل، د پوهې له کماله راولاړېږي

د کوم علم بنسټګر، نه مري.

د علم بنسټ، عمل پرې کول دي.

د انسان شخصیت یې د علم و عمل هومره دی

د عمل په څېر څيز، علم پاکولی نشي

له هر علم او پوهې غوره یې زده کړئ، چې د شاتو مچې د هرې غوټۍ غوره یې خوري او دوه نفیس او خواږه څیزونه ترې تولیدوي؛ یو یې د خلکو شفا (شات) او بل یې (موم) رڼا راوړي.

له ټګیو برګیو ډډه کول، د علم و حکمت جرړه ده.

څوک چې د پوهې له سرچینې خړوب شي؛ نو د زغم جامې اغوندي.

څوک چې د عالم درناوی وکړي؛ نو د خپل پالونکي درناوی یې کړی دی

څوک چې په پوهې او علم شتمني ترلاسه نه کړي؛ نو ښکلا خو به ترلاسه کړي.

پوهه او علم ترلاسه کړه، که شتمن وسې؛ نو سینګار به دې کړي او که نشتمن یې؛ نو و به دې ساتي.

د علم او پوهې نه زړېدونې جامې دې همېشنی، تلپاتې او نه فانی کېدونی کوي.

رښتیا، د علم راویان (ویوونکی) ډېر؛ خو رعایتوونکي یې لږ دي.

رښتیا، اور په لمبه یا سکروټه اخستو نه کمېږي؛ خو که خس ور و نه رسي مړ کېږي، دغسې علم هم دی، اخستنه څه ترې نه کموي؛ خو د عالم کنجوسي یې د ورکېدو لاملېږي.

رښتیا، الله پاک شتمني دوست و دښمن ته ورکوي او علم یوازې هغه ته ورکوي، چې یې خوښ وي.

رښتیا، خلکو د علم (دین) له زده کړې لاس واخست؛ ځکه ډېر وینې چې (پر دین) پوهان ډېر لږ عمل کوي.

رښتیا، عالم هغه دی، چې علم (دین) نوموړی، په ناپایښتې نړۍ کې زړګنۍ تقوا، پرهېزګارۍ او زهد ته وبلي او پر تلپاتې جنت یې میین کړي.

عقلمن ته ښایي، چاته یې چې علم ورزده کړ؛ نو توند خويي دې نه کوي او چې څه یې زده کړل، ننګ و شرم یې و نه بولي.

د علم او پوهې بشپړتیا، پر لوازمو یې عمل دی.

هغه چې د علم (دین) په درلودو عمل نه کوي، د عمل په ثواب او بدله ډاډمن نه دی.

رښتیا، پوهه ښیون، لارې ته سیخونه او ژغورنه کوي او سکه ناپوهي لوټماره، بې لارې کوونکې او هلاکوونکی ده.

چې لوړ پوړی پوهه زېرمه کړي؛ نو عاجزېږي.

چې ذلیل او پست، پوهه ترلاسه کړي؛ نو سرغړونې ته ورمخه کوي.

چې د الله تعالی کوم بنده خوښ شي؛ نو پوهه ورالهاموي.

چې پوهه مو ترلاسه کړه، هڅه پکې وکړئ، بابیزه او چټي یې مه ګڼئ، هسې نه زړونه یې دباندې وغورځوي.

که ناپوه وسې؛ نو (پوهه) زده کړه او که له داسې څیزه وپوښتل شې، چې نه پوهېږې؛ نو ووایه الله تعالی او رسول یې پوهېږي.

پوهه په ښو کړنو مېوه نیسي، نه ښو خبرو.

په پوهه، د زغم رتبه ترلاسه کېږي

پوهه ترلاسه کړه، چې پوهیالی وپېژندل شې او عملي یې کړه، چې له پوهانو وسې.

له چاچې پوهه زده کوئ او چاته یې چې ورښیئ، پر وړاندې یې عاجزي کوئ او له سرغړاندو پوهانو مه وسئ، چې ناپوهي مو د خپلې پوهې کچې ته و نه رسي.

پوهه ترلاسه کړئ او ورسره وقار او زغم هم زده کړئ؛ ځکه پوهه، د مؤمن ملګرې او زغم یې مرستیال دی.

په چا کې چې درې څيزونه وي، ایمان یې پوره دی: عقل، پوهه او زغم.

ډېره پوهه به دې پایند او بریالی کړي

ډېره عقلمني، په پوهه او کړنو کې ده.

له پوهانو سره کېنه، چې پوهه دې زیاته شي.

ناپوهي، شتمن ذلیلوي او پوهه، نشتمن سرلوړی کوي

د ځوان ناپوهي د قبلېدو ده او پوهه یې سپکه شوې ده.

له پرهېزګارانو او حکیمانو سره ډېره ناسته پاسته او بنډار کوه؛ ځکه که ناپوه یې؛ نو درزده کوي یې او که پوه یې؛ نو پوهه دې زیاتوي

له پوهانو سره کېنه، چې پوهه دې زیاته، ادب دې ښه او نفس دې پاک شي

پوهه، په نرمۍ او ښې ګوزارې کې راټوله شوې ده.

د انسان ویاړ، پوهه او ښکلا یې عقل دی

وړ ده، عقلمن پر خپل نظر د نورو عقلمنو نظر ورزیات کړي او خپله پوهه، د نورو پوهانو له پوهې سره ونښلوي.

پوهه، لئیم سرلوړوي او د شتمن او موړ ناپوهي، پوهه ذلیلوي.

غوره پوهه هغه ده، چې له عمل سره اړخ ولګوي.

غوره پوهه هغه ده، چې ښیون دې پرې سم شي او خورا ناوړه پوهه، هغه ده، چې آخرت پرې تباه کړې.

غوره پوهه هغه ده، چې روزګار دې پرې (سم او) جوړ کړې او خورا ناوړه پوهه هغه ده، چې ټبر او خپلوان پرې تباه کړې.

الله تعالی له پټو نه پر پټو خوالو او د پټو افکارو له تله خبر دی او پوهه یې دا ټول رانغاړي.

پوهه، د ښېګڼو او فضایلو آر یا اصل دی

ډېر ځل یوه پوهه دې بېلارېتوب ته ورکاږي

پوهه، له الله تعالی د ډار لامل دی

د دوو څیزونو ژورو ته رسېدای نشو: پوهه او عقل

حکمت او پوهه د عقلمن ورکه ده؛ نو په هر ځای کې چې وي، و دې یې مومي

د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې کړنې، پوهه، دوستي، دښمني، اخستنه، ورکړه، خبرې او چوپتیا یې، نږه د الله تعالی لپاره وي.

پوهه ترلاسه کړه، چې ښه میراث دی

له هغه هک پک یم، چې د یارانو د زیاتولو هیلمن دی؛ خو عقلمن پوهان او پرهېزګاران نه ملګري کوي، چې د دوی ځانګړنې او فضایل غنیمت وبولي او په پوهه یې ښیون شي او د دوی ناسته پاسته ورته ښکلا وي

د منافق او ریاکار پوهه، په خوله کې وي.

د مؤمن پوهه، په عمل او کړنو کې یې وي.

هغه پوهه بېلاري ده، چې تا سم نه کړي او هغه شتمني کړاو دی، چې درته ګټوره نه وي

د ناپوه کړنې وبال او پوهه یې بېلاریتوب دی

د فضایلو موخه، پوهه او علم دی

د انسان وګړه یې د همت هومره او پوهه یې د هوډ هومره ده

د ((نه پوهېږم)) ویل، نیمه پوهه ده

لږه پوهه چې له عمل سره مل وي تر ډېرې بې عملې پوهې غوره ده.

دنیا په څلورو تنو ټینګه ده: هغه پوه چې پر خپلې پوهې عمل وکړي، هغه ناپوه چې له زده کړې، لنډون و نه کړي او هغه شتمن چې تنګلاسو ته له خپلې شتمنۍ ورکړي او هغه تنګلاسی چې خپل دین، پر خپلې دنیا و نه پلوري؛ نو که پوه پر خپلې پوهې عمل و نه کړ، ناپوهه په زده کړې کې ناغېړې وکړي او شتمن په شتمنۍ کې کنجوسي وکړه او تنګلاسی خپل دین پر خپلې دنیا وپلوري (نو د دنیا ټیکاو له منځه ځي).

هغه پوهه بېلارېتوب دی، چې عقل یې تایید نه کړي

سرلوړي ته پوهه بسیا ده

(له الله تعالی) همېشني ډار ته پوهه بسیا ده.

د پوه ناپوهۍ ته همدا بس چې پوهه یې له کړنو سره اړخ نه لګوي

څومره چې د انسان پوهه زیاتېږي؛ نو ځان ته یې ډېر پامېږي؛ نو د ځان په پاکۍ او سمونې کې دې هڅه وکړي

څومره چې لید، حکمت او پوهه زیاتېږي، هومره شهوت کمزورېږي

لکه څنګه چې پوهه، انسان سمې لارې ته ورسخوي او (له ناپوهۍ یې) ژغوري، دغسې ناپوه، بېلارې او سرکوزی کوي

حکمت، لید او پوهه درلودل، انسان چوپ او نرمخویه کوي

د پوهې کمال او ارزښت، د سمچارۍ پوهه ده.

هسې نه هوس دې پوهه لاندې کړي

څوک چې پوهه نه لري؛ نو زده دې یې کړي

هېڅکله ځان له هغه انده، تش مه پرېږده، چې حکمت او پوهه زیاتوي یا هغه عبرت چې ژغورنه پیاوړي کوي.

د هغه مه پوښته، چې نشته او نه دي شوي، چې پوهه، په همدې شتو کې بسیا ده.

اخرت په دنیا مه پلورئ، فنا په بقا، ډاډ په شک او پوهه مو په ناپوهۍ مه بدلوئ.

له الله تعالی د ډار په څېر، پوهه نشته.

څوک چې سبق و نه وایي، پوهه ورته نشته.

پوهه هله افت مومي، چې کږه واورېدل شي.

شهوتپالي او پوهه نه یوځای کېږي.

کبرجن پوهه نه زده کوي.

پوهه، له پوهانو زده کړئ.

بې بریا پوهه، ګټوره نه ده.

د دروغجنو په پوهه کې، خیر نه وي

پوهه په زدکړیالۍ ترلاسه کېږي

هغه نیت او هوډ نه لري، چې پوهه نه لري.

هغه لیدانه او بصیرت نه لري، چې پوهه نه لري.

څوک چې زغم نه لري، پوهه هم نه لري.

څوک چې پوهه نه لري، ښیون یا هدایت هم نه مومي.

یوازې ناپوه احمق، پوهه سپکه بولي

له پوهې سره عقل، له زغم سره پوهه او له واکمنۍ سره زغم، تردې خورا ښه څيزونه نشته.

هغه زړه چې و نه ډار شي، هغه سترګې چې و نه ژاړي او هغه پوهه چې ګټوره نه وي، خیر پکې نشته.

پوهه چې سمه وي؛ نو عمل هم سمېږي.

له زغم سره مل پوهه ګټوره ده

پوهه په اوږده زدکړیالی ترلاسه کېږي

خیر او ښه دا نه دي، چې شتمني او اولادونه دې ډېر شي؛ بلکې پوهه او زغم ډېر شي.

که پوهان، په حق، پوهه وکړي؛ نو الله تعالی او پرښتې یې مینوالې دي؛ خو که پوهه یې دنیا ترلاسه کولو ته خپله کړه؛ نو د الله پاک په نزد دښمنان او خوار شول.

پوهه، د رښتیاوو ژبه ده.

ناپوهي، د حماقت ژبه ده.

چاچې پوهه وغوښته، پوه شو.

چاچې خپله پوهه ضایع کړه، پت یې ټکنی شو.

څوک چې له الله تعالی وډار شي، پوهه یې ډېرېږي

چاته چې پوهه ګټه و نه رسوي (او ښیون یا هدایت یې نه کړي) ناپوهي به یې بېلارې کړي.

څوک چې پوهه، عمل ته زده کړي؛ نو د عمل فساد به یې وحشت ته ورټېل نه وهي.

څوک چې کومه پوهه پټه کړي، ته وا ناپوه دی.

څوک چې علم او پوهه مړه خوا نه کړي؛ نو شتمني یې مړه خوا کولای نشي

چاته چې حکمت او پوهه زباد شوه؛ نو پندونه وپېژني

د چاچې په هوښیارۍ او ځيرکۍ کې سترګه پخه شي (او خپل عقل وکاروي)، حکمت او پوهه ورته پایښتې وي.

د چاچې پوهه او حکمت پایښتې وي؛ نو عبرتونه پېژني.

څوک چې پخپله پوهه، په څیزونو کې ډېر غور وکړي؛ نو پوهه یې ډېرېږي او ناپوهي یې لږېږي.

څوک چې په وړوکتوب کې پوهه ترلاسه نه کړي؛ په لويوالي کې پرمختګ نه کوي.

څوک چې الله ورکړې پوهه ورکه کړي، د ناصح له نصیحته پند نه اخلي.

څوک چې په پوهې و نه چلي؛ نو پوهه یې د عذاب لامل ده.

څوک چې په پټه، د خپلې پوهې همژمنی نه وي (او کار ترې وانخلي)؛ نو پوهه به یې په پټه و ښکاره رسوا کړي.

د پالونکي له پټو زېرمو، حکمت او پوهه راولاړېږي

پر هر عالم او پوه پکار دي، چې ځان په تقوا وساتي او خپله پوهه، پوهې غوښتونکي ته ورځار کړي.

ډېر کسان شته، چې پوهه ورکړه شوې؛ خو لاروي یې ترې نه ده کړې

الله تعالی له ناپوه ژمنه نه ده اخستې، چې پوهه ترلاسه کړي؛ خو له پوه یې ژمنه اخستې چې ښوونه به کوي.

پوهه ناپوه ته ګټوره نه ده او زغم بې صبره ته ګټور نه دی.

حکمت او پوهه، په زهد مېوه نیسي

پوهه، ایمان ته ښه مرستندوی ده

پوهه، ایمان ته ښه لارښوونکې ده

دروغ، پوهه ژوبلوي او سرسري نیونه، هڅې ژوبلوي

څوک چې پرېوتي ته پوهه ور و ښیي؛ نو له پوهې سره یې تېری کړی دی

وړ ده، د انسان پوهه یې پر خبرو ورزیاته او عقل یې پر ژبې ورلاسبر وي

ډېره لږه پوهه هم، انسان مړه خوا کوي او ډېره ناپوهي، سرغړونه راوړي

اسلام ایمان ته، ایمان ډاډ ته او پوهه عمل ته اړتیا لري

د هر چا پوهه او عقل یې د ارزښت او امتیاز څرګندوی دي

پوهه دې له غوراوۍ او ورکړه دې له سخاوته خبروي

هغه ته بده ده، چې پوهه یې تر کړنو لږه وي او کړنې یې تر وینا کمزورې وي.

پوهه، (غوره) ملاتړې ده

پوهه، په پوهېدنې او موندنې ده.

پوهه، زېرمه ده.

پوهه، عزت دی.

پوهه، لارښودې ده.

پوهه دې ژغوري.

پوهه، ژوند کوي.

پوهه، سرلوړي ده.

پوهه، پناه ده

پوهه په عمل ده.

پوهه، د حسب ښکلا ده.

پوهه، اوچت شرافت دی.

پوهه، د عقل مشال دی.

پوهه، ښه لارښوده ده.

پوهه، ستره زېرمه ده.

نسپالي، پوهه له منځه وړي.

پوهه، ژوند او د رنځونو درمل ده.

پوهه، اوچته پانګه ده.

پوهه، ستره بریا ده.

پوهه، غوره پانګه ده.

پوهه، د زغم سورلۍ ده.

پوهه، د درستو خېر ښېګڼو جرړه ده.

پوهه، د عقل نښه ده.

پوهه، د معرفت سرچینه ده.

پوهه، اند رڼا کوي.

پوهه، غوره لارښوده ده.

پوهه، زغمناک لارښود دی

پوهه، اوچته لارښوونه او ښیون دی.

پوهه، د زغم آر دی

پوهه، اشرف ښیون یا هدایت دی.

پوهه، ناپوهي له منځه وړي.

پوهه؛ پوهېدنه، فهم او عقل راوړي.

عقل، د پوهې سورلۍ ده.

پوهه، پای نه لري.

پوهه ډېره ده؛ خو کارونه یې لږه ده.

دین، توښه، پوهه او (د آخرت) لارښوده ده.

پوهه، ستره او نه ورکېدونې زېرمه ده.

پوهه یې کاروونکي ته ښیون یا هدایت دی.

پوهه، نه پټېدونې ښکلا او هغه انتساب دی، چې جفا نه کوي.

پوهه، د شتمنو ښکلا او د نشتمنو شتمني ده.

پوهه، د حق لوري ته ښیون کوي.

پوهه، د عقل چراغ او د غوراوۍ سرچینه ده.

پوهه، ناپوهي له منځه وړي او د ستریا ترلاسه کول دي.

پوهه، نه تمامېدوني ستره زېرمه ده.

پوهه، یو له دوو ژوندونونو ده.

پوهه، دروند میراث او عمومي نعمت دی.

پوهه، د دوو ملګرو غوره یې ده.

پوهه، د دوو ښکلاوو، غوره یې ده

پوهه، انسان له غورځېدو او سرګردانۍ ژغوري

پوهه، عقل ته لارښوونه کوي؛ نو څوک چې پوه شو، عقلمن شو.

پوهه، انسان ژوندی کوي، عقل ته رڼا ورکوي او ناپوهي تری تموي.

پوهه، د حکمت مېوه ده او سمچاري یې له څانګو ده.

عقل او پوهه یو له بل سره تړلي، نه بېلېږي او نه لرې کېږي.

پوهه، هغه ته غوره شرافت دی، چې د سرلوړۍ مخینه و نه لري

حکمت او پوهه د هر مؤمن ورکه ده؛ نو یې زده کړئ، که څه د منافقانو له خبرو وي.

پوهه واکمنه او شتمني غاړه ایښودونې ده.    

پوهه دې هغې لارې ته ورسیده کوي، چې امر یې درته کوي او د لارې زهد درته هواروي.

زغم غوره خوی او پوهه ارزښتمنه ښکلا او ډالۍ ده.

پوهه، تر شتمنۍ غوره ده، پوهه تا ساتي؛ خو ته شتمني ساتې.

عقل، خورا ښکلې ګاڼه او پوهه خورا عزتمنه سرلوړي ده

پوهه او کړنې، غبرګوني دي؛ نو څوک چې پوه شو، سم دې وچلي.

هغه پوهه چې عمل ته دې را و نه بلي، له لاسه وتلې وګڼه.

شتمني په ورکړه کمېږي؛ خو پوهه په ورکړه ډېرېږي

عقل ګټه، پوهه سرلوړي او صبر وسله ده.

پوهه، لار ښیي او کړنې کمال ته رسوي.

پوهه، ړومبۍ لارښوده او د الله تعالی معرفت او پېژندنه، روستۍ موخه ده.

عقل د مؤمن دوست، پوهه یې مرستیاله، صبر یې لښکرمشر او سمچاري یې ارزښتمني ده.

عقل و شهوت یو د بل مخالف او پوهه د عقل ملاتړې ده، هوس د شهوت سینګاروونکی دی او دواړه د نفس پر سر اړپېچ لري؛ نو هر یو چې پر بل لاسبر شي؛ نفس هماغې لورې ته ورماتېږي.

پوهه، د ورکړې په ګاڼه سینګارول او پر ژمنو وفا ده.

ټوله پوهه خو ترلاسه کولای نشو؛ خو له هرې پوهې، ګټوره یې باید زده کړو.

پوهه په لټه ډېرېږي.

پر پوهه عمل وکړه، چې ګټیالی شې.

پوهه ترلاسه کړه؛ ځکه که شتمن وسې؛ نو ښکلا ده او که تنګلاسې وې؛ نو ساتي دې.

زغم، غوسه او پوهه وهم ختموي.

په پوهه سمه لار ومومئ.

په پوهه نېکمرغه شئ.

په پوهه ژوند ترلاسه کړئ

پوهه ترلاسه کړئ، چې پرې وپېژندل شئ او عمل پرې وکړئ، چې وړ یې وسئ.

پوهه، اوچت شرافت دی.

ګټوره پوهه، هغه ده، چې په کار دې شي.

خورا پوه هغه دی، چې پوهه یې ښکاره وي.

غوره پوهه هغه ده، چې له کړنې سره مل وي.

غوره پوهه هغه ده، چې پر غړیو او جوارحو ښکاره شي.

ذلیله پوهه هغه ده، چې تش په خوله وي.

له احرارو سره نېکي کول او کومه پوهه چې نېکان یې زده کوي، خورا ګټورې زېرمې دي.

غوره زېرمه؛ هغه پوهه ده، چې نېکي پرې وشي او منت پرې کېنښودل شي.

هغه پوهه درته وړه ده، چې عمل دې پرې قبلېږي.

هغه پوهه درته پکار ده، چې په عمل کې پرې پوښتلېږې.

هغه پوهه درته پکار ده، چې د خپل دین سمونې ته دې ورسېخ کړي او (ناسمۍ) فساد یې درته ښکاره کړي.

رښتیا، غوره پوهه او وقار، زغم دی.

رښتیا، پوهه ښیون، لارې ته سیخونه او ژغورنه کوي او سکه ناپوهي لوټماره، بېلارې کوونکې او هلاکوونکی ده.

سرچینه : غرر الحکم

لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست