بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عرفاني ادبیات لړلیک نوی پیل. 11 په هره شېبه کې موږ آزاد یو چې پرېکړه وکړو. 11 عقل لاروی دی، تل روان او په حرکت کې دی،هر حرکت یې نوې تازهګي راوړي.. 12 عقل ، پنځګر او نوښتګر ځواک دی.. 13 د عقل افق. 13 مینه له عقل جلا […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
عرفاني ادبیات
لړلیک
په هره شېبه کې موږ آزاد یو چې پرېکړه وکړو. 11
عقل لاروی دی، تل روان او په حرکت کې دی،هر حرکت یې نوې تازهګي راوړي.. 12
عقل ، پنځګر او نوښتګر ځواک دی.. 13
عقل یو مقصد لري: د بېپایانه څیز ترلاسه کول. بېپایانه څیز کله هم نه تمېږي، ساکن نه دی. 14
موږ کله هم آرام نه لرو؛ تل یون، تګ او حرکت دی، ثبات شته خو، سکون نشته. 14
عقل داسې یو افق دی چې څومره مخکې ځې، هومره پراخېږي.. 15
عقل د اعتدال لارښوونه کوي.. 15
عقل داسې یو میزان دی چې افراط او تفریط دواړه ردوي.. 16
ازادي په دې کې ده چې انسان د شهوت بنده نه وي.. 16
عقل دوه اړخونه لري: قابلي او فاعلي.. 17
فاعلي: عمل کوي. قابلي: پرانستی دی او منل کوي. 17
عقل په عمل کې د امکان تر حده عمل کوي، عقل امکاني محدودیت لري. 17
په عالم هستۍ کې لومړنۍ خبرې د عقل او حق ترمنځ پیل شوي، 18
عقل د حق تابع دی، ځکه چې حق پېژني. 18
ټول عالم د عقل کل ظهور دی، خو انسان داسې موجود دی چې له عالم سره موازي دی. 18
حضرت محمد صلی الله علیه و آله د جامع او کامل انسان مظهر دی.. 19
که حضرت محمد (ص) نه وای پنځول شوی، عقل او عرفان نشو مانا کېدلای . 20
له خدایه غافل او له ځانه بې خبره انسان. 21
کثرت د خیال په نظر کې روښانه ښکاري، خیال کثرت بین دی. 22
توحید د تخیل او تعقل یووالی دی.. 22
ځان پېژندنه، خدای پېژندنه ده، او خدای پېژندنه، ځان پېژندنه ده. دلته تعقل او تخیل سره همغږي کېږي. 22
کثرت د وحدت په وړاندې نه دی، دا چې کثرت له وحدت څخه راوتلی، باید بېرته وحدت ته ورشي. 25
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ. 25
د نفس سختي (غلظت) یوازې د عقل په رڼا کې لطافت ته ځي . 27
د حقیقت لمر ، له ازله تر ابده تل تل ځلېږي، خو دا موږ یو چې دا حقیقت نه وینو؛ موږ ړانده یو. 28
ذکر د عقل د بیاژواکۍ یا احیا وسیله ده چې غلظت لیرې کوي.. 28
اراده ښه ده او اهمیت لري، خو که د عقل ملاتړ ونه لري، هیڅ ګټه نه کوي. 29
هر عارف هم زاهد وي او هم عابد وي؛ 30
تفکر تر ټولو سپېڅلی عبادت دی، ځکه له ښودنې او ریا پاک وي. 30
هغه څه چې د انسان په بهر کې ښکاري، د ده د درون هنداره ده 33
خدای د ډېر څرګندوالي له لامله پټ ښکاري.. 35
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم. 35
چې له ډیر پیدایی ناپدید دی.. 35
در روی خوب تو نظر کردن آن روی کنم که ز فرطِ ظهور ناپدید است.. 35
خدای هر ځای شته، دا موږ یو چې ورک یو ، 35
خدای هېڅکله ورک شوی نه دی؛ موږ پخپله ورک شوي یو. 35
نفس یوازې د «بېوسیلۍ» له امله مړ ښکاري، مګر کله چې د قدرت لمر پرې ولګېږي، بېرته ژوندی کېږي. 38
انسان د معرفت له لارې کولای شي پر نفساني وسوسو واکمن شي. معرفت د علم او عمل په وسیله ترلاسه کېږي. 38
پېژندنه هغه وخت رښتینی کېږي چې له عمل سره مل وي او دوام ولري، چې دا ډېر سخت کار دی. 38
وحدت یعنې د انا یا انانیت د حجاب لرې کول. 39
انضمامي انا = نفساني او ظاهري ځان. 39
“هو” ضمیرِ غایب دی (یعنې د هغه ذات اشاره ده چې له انسانه پټ او لوړ دی.) 39
انسان “هویت” لري (یعنې خپله هستي او پېژندنه له “هو” څخه اخلي) 39
“هویت” د “هو” له مصدره جوړ شوی یو جعلي (مصنوعي) مصدر دی.. 39
هویت = د انسان هغه وجودي تړاو چې له حقه راولاړیږي.. 39
نو انسان په حقیقت کې: خپل ځان نه لري؛ بلکې خپله هستي د “هو” له فیضه لري. 39
انسان مستقل نه دی؛ د هغه “زه” او “هویت” د حق د ذات انعکاس دی. 39
انانیت هغه ظاهري او نفساني “زه یا انا” ده 41
هویت هغه ریښتینی وجود او پېژندنه ده چې انسان یې له حقه اخلي. 41
بې مینې عقل او بې عقله مینه نشته. 42
عقل کولای شي چې قدسي شي. قدسي والی د عقل یو له حالتونو څخه دی. 44
دا وېش له هماغه پیله ناسم دی. عقل هېڅکله د وحې په مقابل کې نه دی. 46
خالص عقل له وحې سره همغږی دی. 50
خدای، له ډیری پیدایی، ناپدید دی.. 51
خدای د خپل ظهور د شدت له کبله پټ دی.. 51
څنګه کېدای شي چې یو وجود د شدت ظهور له کبله پټ وي؟. 51
ټول هغه څه چې موږ یې وینو، رڼا نه ده، بلکې مستنیر دی. مستنیر یعنې هغه شی چې رڼا پرې غورځيږي. 51
وجود د خپل ظهور د شدت له کبله پټ دی، د وجود حقیقت پټ دی. 53
هره شېبه زه یو (انا) یا زه یم. 54
که ځانوینی یې، نو حقوینی نه یې. او که حقوینی یې، نو ځانوینی نه یې. 58
دلته الهي رڼا، پوهې او عقلانیت ته اړتیا ده، او د ملکوت په اړه غور او ژوره فکر کول اړین دي. 58
یوه وخت، سالک عقل دی؛ یعنې هغه چې د عقل لار تعقیبوي، نه د هوا او هوس، نه د ناپوهۍ، خیال یا توهم. 59
عقلانی سالک هغه دی چې د معرفت په سمندر ورګډېږي، هغه سمندر چې ناپایه دی او کڅ یا ساحل نه لري. 59
څه چې موږ ورسره مخ یو، موجود دی، نه وجود. 61
موجود، په وجود، موجود دی، خو خپله وجود څه دی؟. 61
انسان څوک دی؟ زه څوک یم؟ زه څه یم؟. 62
«زه څوک یم؟» ډېر ژور او دقیقه پوښتنه ده. 63
د مادې او معنی ترمنځ د اړیکې څرنګوالی.. 63
عام درک داسې دی: روح بدن ته ننوځي، بدن په ابتدا کې جنین وي، وده کوي، او انسان ورو ورو وده کوي. 63
ملا صدرا وايي: انسان له پیل څخه ماده و، خو هماغه ماده خپله روحاني شوې ده. 63
روح له بهره بدن ته نه راځي، بلکې خپله ماده د جوهري حرکت له لارې روحاني کېږي. 63
جسمانیة الحدوث او روحانیة البقا 65
د خدای او عالم اړیکه څه ډول اړیکه ده؟. 66
روح او بدن سره نه ګډېږي ، روح له پیله هماغه بدن دی.. 67
د بشري معرفت څلورګوني پړاوونه(حس، خیال، وهم او عقل)؛ له مادې تر عقلانیت.. 68
د نفس او عقل ترمنځ فلسفي توپیر او د شتون پړاوونه. 69
نړۍ په حرکت کې ده. د حرکت ذات تدریج (ګام په ګام والی) دی. حرکت، تدریجي دی. 70
د اعراضو د حرکت په اړه د اشاعروو نظر. 73
د جوهري حرکت او اشعري نظریې توپیر.. 73
د الهي فیض په بهیر کې انقطاع (پرې کېدل) نشته، الهي فیض بې انتها دی او هیڅکله نه درېږي.. 74
د جوهر ذاتي حرکت او الهي خلقت.. 75
په تکوین کې د موجوداتو حد او مرتبه. 76
په تکوين (پيدايښت) کې هېڅ موجود نه شي کولای له خپل حد څخه پښه اخوا کېږدي. 76
د انسان د ماهیت ارادي جوړښت.. 76
د انسان بدلېدونکی نوعي صورت.. 82
حیوانات ثابت شکل او خوی لري، خو انسان ځکه یو مشخص او ثابت صورت نه لري چې هغه تل په بدلون کې وي.. 82
د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت امانت.. 84
هغه دروند امانت چې انسان پورته کړ، څه و؟. 84
معرفت، مسوولیت راوړي او مسوولیت دروند وي. بې له معرفته مسوولیت نشته. 84
د انسان ماهیت د هغه د وجود تابع دی.. 85
د انسان د معرفت (پوهې) د دروازو پرانسته. 85
د جوهر جنس یو دی، خو په پنځو برخو ویشل شوی: عقل، ناطقه نفس، صورت، جسم، او هیولا (فلسفي ماده). 86
له عالم او ادم سره د خدای ملتیا یا معیت.. 90
د حُبي او مادي حرکت توپیر.. 90
د حُبي حرکت له مخې، هستي تل تجلي او تازه ګي لري.. 90
د تکاملي حرکت او الهي تجلي پیوستون. 91
جوهري حرکت؛ له نقص نه تر کماله د هستۍ دایمي بهیر دی.. 91
قرآن چې څومره لولو، لاپسې تازه کېږي.. 97
ایا دا آیت پخپله دیالکتیک نه دی؟ همدا آیت د عارفانو د دیالکتیکي اند سرچینه ده. 98
عقل او نبوت؛ د هستۍ مبداء او د هغې په اړه پوهاوی.. 100
د عقل محدودیت او د وحې اړتیا 100
د خدای تعالی اسماء او صفات.. 103
د متکلمینو او الهي فیلسوفانو له نظره د “حي” مانا: 105
علم؛ د حیات او قدرت سرچینه. 105
د الهي علم عینیت او د بشري علم اکتسابیت.. 106
د انسان علم د ده د عقل اغېزه ده 107
عرفان څومره چې عظمت لري، هومره خطرناک هم دی.. 108
عرفان هغه مهال منحرف کېږي چې له عقله جلا شي… 108
عرفان د عقل زړی او ماغزه دی، 108
عرفان یو معقول امر دی او له ځانه جوړه شوې کیسه نه ده 108
د انسان ټول حقیقي صفتونه د ده عقل ته ورګرځي… 108
هر څه عقل ته اړتیا لري او عقل خدای ته محتاج دی.. 108
الهي فیلسوفان د عقل او وحی ترمنځ هیڅ ډول ناغږېدنه (ټکر) نه ویني.. 109
د عقل په اړه د ملا صدرا دریځ. 109
عقل په محدود ډول عمل کوي، خو په لایتناهي ډول حقایق مني.. 110
د عقل تر ټولو غوره ظهور په خبرو (نطق) کې دی.. 110
عقل له حق څخه محض اطاعت دی.. 111
ټوله نړۍ د عقلِ کل ظهور دی. 146
د انسان او کایناتو موازات (انفس او افاق) 146
نبوي نفس؛ د عقلِ کُل بشپړ مظهر. 146
د انسان احاطه او پر هستۍ برلاسی… 146
انسان یوازې د صفاتو مظهر نه دی، بلکې د ذات مظهر هم دی.. 146
فلسفه هم تفکر دی او هم تذکر. 146
د ذکر لغوي او مانیز مفهوم «یادونه» یا «یادول» دي.. 146
اندیال یا متفکر باید د اورېدلو غوږ ولري؛ 146
تفکر له کلام سره دی، که هغه ویل وي او که لیکل. 146
تفکر په کلمه کې څرګندېږي (ظهور کوي)؛ 146
د نننۍ نړۍ د علم د عظمت ستونزې.. 146
د تذکر نشتون او د عصري علم د غلبې هوس.. 146
د انسان معرفت له ظاهري حواسو (لمس کول، اورېدل، بویول، څکل) څخه پیلېږي.. 146
پوهه له حواسو پېلېږي، په خيال کې بڼه اخلي او په عقل کې رښتیني (کلي) حقیقت ته رسېږي.. 146
خدای محض مانا ده، د مانا اصل دی.. 146
د “مانا” او “مانا لرونکي” ترمنځ توپیر.. 146
موجود بې له وجوده مانا نه لري.. 146
د ادراک ذات له مادې څخه نه دی.. 146
د ابونصر فارابي په اندیښنو کې د خیال ونډه 146
عالم خلق، عالم، عالم برزخ، عالم امر، عالم لاهوت.. 146
د معرفت یا پېژندنې ماهیت.. 146
د دعا په مقام کې، عقل او عشق یو کېږي.. 146
د دعا ژبه له کثرت څخه د وحدت لور ته تلل دي.. 146
موږ د “ولایتِ کلیه” له لارې خدای ته لاره پیدا کوو. 146
په دعا کې له حضرت مهدي سره باطني پیوستون. 146
حضرت مهدي د کایناتو معنوي قطب او کامل ولي دی.. 146
د معرفت د درجو يووالی (له حسه تر عقلِ کله) 146
ایا دعا مستقیماً خدای ته نه رسېږي؟. 146
د هغو کسانو لیدلوری چې د وسیلې مخالف دي.. 146
د عرفاني او کلامي مکتب لیدلوری.. 146
ټول موجودات مسبح دي (تسبیح ویوونکي دي) او د حق تعالی تسبیح وایي. 146
د حال په ژبه د تسبیح ویلو مانا څه ده؟. 146
د قال ژبه یوازې د انسان ژبه ده 146
د حال ژبه لوړه ده که د قال. 146
نوی پیل
عقل سالک دی (یعنې په یون کې دی)، ټوله هستي سالکه ده، یعنې په یون کې ده،
یون هماغه سلوک دی، تګ دی، خو پوښتنه دا ده: چېرته ته تګ؟
په نړۍ کې هر څه د دې له مخې چې په یون کې دي، د کار په منځ کې دي؛ نه په پیل کې دي او نه هم په پای کې.
ونه، ډبره، سیندونه، کهکشانونه….. هر موجود د کار په منځ کې دی، نه د پیل په حالت کې دی او نه هم د پای په حالت کې.
د نړۍ پیل ته څوک رسېدلی دی؟ د نړۍ پای څوک پېژني؟ هېڅوک.
نو ټوله نړۍ د کار په منځ کې ده؛
موږ نه د نړۍ له پیله خبر یو او نه هم د نړۍ له پای، ټول موجودات په منځ کې دي.
سره له دې چې ټوله نړۍ پیل هم لري او پای هم لري، خو موږ نه د نړۍ پیل ته لاسرسی لرو او نه هم د هغې پای ته.
ټوله نړۍ په منځ کې ده؛
هر موجود د لارې په منځ کې دی، حتی انسان هم. یعنې له یوه پیله روان شوی او د یوه پای پر لور ځي، او دا مهال د لارې په منځ کې دی، حتی انسان.
ټول موجودات د یوه موخې پر لور روان دي. یوازینی موجود چې هره شېبه کولای شي نوی پیل ولري، انسان دی.
سمندر، غر، ونه او غر نه پوهېږي، او موږ هم نه پوهېږو چې دا کله رامنځته شوي؛ په دقیق ډول هېڅوک نه شي ویلای چې دا کله پیدا شوي ، او خپله د خپل پای په اړه هم نه پوهېږي.
موږ یوازې اټکلونه کولای شو …
سمندر، غر، ونه او غر ….. نه شي کولای نوی پیل ولري.
سمندر ، غر، ونه، صحرا او داسې نور کله پیدا شوي، نه خپله پرې پوهېږي او نه هم موږ پرې پوهېږو.
موږ هم د همدې نړۍ برخه یو، نو سالک ( د لارې مسافر) یو او د لارې په منځ کې یو.
انسان د دې له مخې چې ازاد دی، نو هره شېبه نوی پیل لري.
انسان کولای شي هره لحظه نوې پرېکړه وکړي، او د همدې پرېکړې له لارې خپل ټول تېر ژوند په بشپړ ډول بدل کړي.
یو کس ټول عمر (۸۰ یا ۹۰ کاله) له یوې مفکورې سره ژوند کوي، یا کافر وي، خو په یوه پرېکړه کې کولای شي ټول تیر ژوند بدل کړي او مؤمن شي، او پرعکس.
یا یو فکر، انده، فلسفه لري، او په یوه شېبه کې کولای شي خپل اندیز جوړښت ته بدلون ورکړي؛ دا پخپله یو نوې پیل دی.
په هره شېبه کې موږ آزاد یو چې پرېکړه وکړو.
په یوې نوې پرېکړې سره کولای شو یو نوې ژوند پیل کړو.
یوازینی موجود چې پیل لري، انسان دی.
د هستۍ د تګ او هدف په اړه رسول الله (ص) وایي:
أَیُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا أَنْتُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا سَفَرٌ – اې خلکو! تاسو په دې نړۍ کې یوازې مسافر (سالکان) یاست… (إرشاد القلوب – للديلمي)
(دا ښيي چې هر موجود د تګ په حال کې دی).
رسول الله (ص) د انسان د نوي پیل او توبې (د ژوند بدلولو) او د انسان د پرېکړې او بدلون د ځواک په اړه وایي:
التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ – له ګناه توبه کونکی (چې نوې پرېکړه وکړي) د هغه چا په څېر دی چې هیڅ ګناه یې نه وي کړې. (سنن ابن ماجه – کتاب الزهد)
(دا هماغه “نوی پیل” دی).
کایناتو نور موجودات په یو جبری حرکت کې دي، مګر انسان هغه یوازینی “خالق” موجود دی چې په خپله ازاده اراده هره شېبه د خپل برخلیک نوی انځور ایستلی شي.
د انسان امتیاز په جامد والي کې نه، بلکې په سیال والي او دایمي تغیر کې دی. انسان د لارې په منځ کې دی، خو داسې مسافر دی چې خپله لاره هره شېبه له سره نقشه کولای شي.
سمندر، بیدیا ، ونه او غر هېڅکله نشي کولی یوه شېبه پرېکړه وکړي چې سمندر، بیدیا، ونه یا غر نه وي.
ځینې موجودات هېڅ پیل نه لري، تل د یوې چارې په منځ کې دي او اندیز بدلون نه کوي.
خو انسان هره شېبه کولای شي نوې فکرونه ولري، او له نوو فکرونو سره بدل شي. ولې بدلېږي؟ ځکه چې آزاد دی.
د آزادۍ له لامله دي چې موږ کولای شو پرېکړه وکړو، تیر ژوند هېر کړو او یو نوې پیل وکړو.
دا چې انسان آزاد دی، نو پیل لري.
طبیعي موجودات ، دا چې آزاد نه دي، پیل نه لري؛ تل د لارې په منځ کې دي، لاروي دي، خو په منځ کې پاتې دي.
انسان هم په منځ کې دی، خو کولای شي پیل وکړي، یعنې خپله نړۍ بدله کړي.
عقل لاروی دی، تل روان او په حرکت کې دی،هر حرکت یې نوې تازهګي راوړي.
تازه عقل تل نوې خبرې کوي،
زړې خبرې نه کوي، یوازې د نوښت ژبه لري
مولانا وايي :
هین سخن تازه بگو تا دو جهان تازه شود
وارهد از حد جهان بیحد و اندازه شود
وایه، تازه خبرې وکړه چې دواړه نړۍ تازه شي،
او له حدونو تېر شي، بېپایانه او بېاندازه شي.
عقل هره شېبه کولای شي بېحد او بېاندازه نوې خبرې وکړي.
د عقل د نوښت او تازهګۍ په اړه رسول الله (ص) وایي چې د مؤمن عقل هره ورځ نوی او تازه وي:
مَنِ اسْتَوى يَومَاهُ فَهُوَ مَغْبُونٌ – د هغه چا چې دوه ورځې (په فکر او عمل کې) سره یو شان وي، هغه تاواني دی. (معاني الأخبار – للشيخ الصدوق; إحياء علوم الدين – للغزالي)
(دا ښیي چې عاقل انسان باید هره شېبه نوښت او نوی پیل ولري).
د عقل د حرکت او لایتناهي توب په اړه رسول الله (ص) وایي: لَا مَالَ أَعْوَدُ مِنَ الْعَقْلِ وَ لَا وَحْدَةَ أَوْحَشُ مِنَ الْعُجْبِ – تر عقل ګټوره شتمني نشته. (موطأ الإمام مالك; كنز العمال.)
(ځکه عقل په هره شېبه کې نوې ګټه او نوی فکر زیږوي چې حد او اندازه نه لري).
حضرت علي (ک) د انسان د ارادې او نوي پیل په اړه وایي : لاَ تَكُنْ عَبْدَ غَيْرِكَ وَ قَدْ جَعَلَكَ اَللَّهُ حُرّاً – د بل چا بنده کېږه مه، په داسې حال کې چې الله پاک ته ازاد پیدا کړی یې. (نهج البلاغه – لیک ۳۱.)
(دا ازادي انسان ته د نوي ژوند د پیل واک ورکوي).
انسان د خپلې ازادې ارادې په زور هره شېبه خپل برخلیک نوی کولای شي. همت هغه دی چې نوې لار پیدا کړي
تېرې کیسې هېرې کړي، نوی کار پیدا کړي، ازاد مرغه په قفس کې کله هم ځای موندلی نشي او هغه
په هره شېبه کې خپل نوی بهار پیدا کوي .
د عقل خبرې تل نوې او خوندورې وي، لکه څنګه چې تازه ګلونه په باغ کې بېل رنګ او ښکلا لري. عاقل انسان د تېرو خبرو پر ځای د نن ورځې لپاره نوې هڅه او مبارزه کوي.
که غواړې نړۍ ته بدلون او تازه ګي ورکړې، باید نوې فکرونه او خبرې ولرې؛ ځکه چې د نوي فکر پرته ستا استعدادونه او ذهن کله هم نه غوړېږي. عقل لکه یو لاروی (سالک) داسې دی چې تل د نویو موخو او منزلونو په لټه کې وي. له همدې امله، ژوند پرته له نوي پیل او حرکت څخه پرمختګ نه شي کولای او په یو ځای درېږي.
انسان یو ازاد موجود دی چې هر وخت د نوي پیل وړتیا لري؛ هغه په خپله اراده کې د ژوند لپاره نوې ماناوې او دلیلونه لټوي. که څه هم غرونه او ونې زاړه دي او په خپل ځای ولاړ پاتې کېږي، خو انسان هره شېبه په یو نوي انداز او نوي بڼه خپل ځان ثابتوي او د جامد پاتې کېدو پر ځای د حرکت او نوښت لاره غوره کوي
عقل ، پنځګر او نوښتګر ځواک دی
عقل په اصل کې یو “خالق” او “نوښتګر” ځواک دی. هغه څوک چې په تکرار او زړو خبرو کې ایسار پاتې شي، په حقیقت کې یې د عقل له ازادۍ او سلوک څخه ځان بېبرخې کړی دی.
دا چې انسان آزاد دی، نو پیل لري، او دا چې پیل لري، نو افقونه لري.
سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (فصلت/۵۳) = ژر به موږ خپلې نښې (د نړۍ) په شاوخوا او د دوی په خپلو ځانونو كې وروښيو، چې ورڅرګنده شي، چې هغه حق دى؛ ايا بس نه دى، چې ستا پالونكى پر ټولو څيزونو شاهد دى؟!
افق هم بهر دی او هم په دننه کې.
بهرنی افق: یو ختیځ دی او بل لویدیځ.
دا افق هېڅ پای نه لري. څومره چې ځو، نه وررسېږو؛ څومره چې مخکې ځو، افق مو له مخې لېرې کېږي.
موږ هېڅکله افق ته نه رسېږو. هر څوک د خپلو حسي څرګندونو له مخې افق ویني او پر لور یې ځي، خو هېڅکله نه وررسي.
د عقل افق
که څوک د عقل افق ته ورسي، دا د خبرې پای نه دی، لا نور څه هم شته.
د عقل یوې مرتبې ته چې ورسېدې، نورې کچې او مراتب هم شته. عقل تلپاتې لاروی (دایمي سالک) دی؛ څومره چې مخکې ځو، لا هم خبرې شته.
دا سلوک (سفر یا یون) تلپاتې دی.
همدا ځای دی چې عقل له مینې سره یو ځای کېږي.
مینه له عقل جلا نه ده
مینه له عقل جلا نه ده. عقل مخکې ځي ځکه چې تګ یې خوښېږي.
مینه غواړي مخکې ولاړه شي، خو لور یې عقل ټاکي.
غوښتل (مینه) لور نه ټاکي؛ غوښتل یوازې تګ دی، خو لوری عقل ټاکي.
تاسې د عقل د افق په لور روان یاست، څومره چې مخکې ځئ، د عقل افق پای نه لري.
د عقل افق، یعنې بېپایانه افق. څومره چې ځئ، دا افق لا لرې کېږي.
انسان باید تل لاروی یا سالک وي.
عقل لاروی دی.
عقل یو مقصد لري: د بېپایانه څیز ترلاسه کول.
بېپایانه څیز کله هم نه تمېږي، ساکن نه دی.
د عقل سلوک (تلپاتې تګ او یون) تر کومه دی؟
عقل یو مقصد لري: د بېپایانه څیز ترلاسه کول.
بېپایانه څیز کله هم نه تمېږي، ساکن نه دی.
مثال: یوه څاڅکې اوبه کلونه کلونه په لښتو، نېرونو او سیندونو کې ځي، تر دې چې بالاخره سمندر ته رسي؛ خو په سمندر کې هم آرام نه دی، هلته له سمندر سره یو ځای حرکت کوي.
موږ کله هم آرام نه لرو؛ تل یون، تګ او حرکت دی، ثبات شته خو، سکون نشته.
رسول الله (ص) د عقل د درجو او مراتبوپه اړه وایي:
مَا قَسَمَ اللَّهُ لِلْعِبَادِ شَيْئاً أَفْضَلَ مِنَ الْعَقْلِ… وَ لَا بَلَغَ جَمِيعُ الْعَابِدِينَ فِي فَضْلِ عِبَادَتِهِمْ مَا بَلَغَ الْعَاقِلُ – الله پاک، بندګانو ته د عقل په څېر غوره شی نه دی وېشلی… او ټول عابدان د خپل عبادت په فضیلت کې هغه مقام (افق) ته نه شي رسېدلی چې یو عاقل ورته رسېږي. (اصول کافي، ۱ ټوک، ۱۲ مخ; إحياء علوم الدين – للغزالي)
(دا ښیي چې عقل د کمال لایتناهي مراتب لري).
د افاق او انفس په اړه رسول الله (ص) وايي: مَنْ عَرَفَ نَفْسَهُ فَقَدْ عَرَفَ رَبَّهُ- چا چې خپل ځان (انفسي افق) وپېژانده، هغه خپل رب وپېژانده. (تذکرة الموضوعات – للفتني.)
(دا پېژندنه هماغه ناپایانه افق دی چې پای نه لري).
حضرت علي (ک) وايي چې د حق لور ته تګ د عقل او شوق (مینې) له لارې کېږي: أَصْلُ الْعَقْلِ الْقُدْرَةُ، وَ ثَمَرَتُهَا الِاسْتِقَامَةُ –
د عقل ریښه قدرت (اراده او مینه) ده او مېوه یې استقامت (په سلوک کې ثابت قدمي) ده. (غرر الحکم)
د عقل او مینې همغږي
مینه حرکت ورکوي او عقل لوری ټاکي
عقل د ژوند په کښتۍ کې د لوري موندلو او مینه د هغې د بادبان په توګه د حرکت او مخکې وړلو دنده ترسره کوي. د عقل او مینې په ملګرتیا سره د انسان د ژوند سفر د کایناتو په پراخوالي کې بېانتها او تلپاتې کېږي.
انسان داسې سالک دی چې د عقل افق ته د رسېدو تنده یې نه ماتېږي. کله چې عقل د حقیقت لټون کوي، د هغه روښنايي د سهار د ستوري په څېر لیرې او محوه ښکاري. د بېحده ذات په لور دا سفر کومه نهایه نه لري او تل دوام مومي.
انسان ته په کار ده چې په ځان او کائناتو کې د تدبر له لارې د الله تعالی نښې ومومي. دا د پوهې او فکر خاوندان دي چې د خپلو لیدلو افقونو په منځ کې خپل حقیقت درک کوي. عقل د ژوند لارښود او لار دی چې په هر ګام کې نوي لیدونه وړاندې کوي. د عقل په سمندر کې د فکر کولو دا لړۍ داسې پای ته نه رسېدونکی تدبیر دی چې تل نوي افقونه او هیلې روښانه کوي.
عقل داسې یو افق دی چې څومره مخکې ځې، هومره پراخېږي
د عقل حد تر هغې دی چې د انسان نظر کار کوي، خو کله چې د نظر لړۍ پای ته ورسېږي، نو عقل له هغه ځایه خپل سفر ته ادامه ورکوي. دا سفر بې پایه دی، ځکه چې د یوې پایلې تر لاسه کولو سره سم د بل حقیقت سپړنه پیل کېږي.
لکه څنګه چې مو وویل، سکون نشته خو ثبات شته
د انسان ژوند په حرکت کې دی او که ودرېږي نو له منځه ځي؛ په دې لاره کې له عقل سره د هغه مینه ملګرې ده. لکه څنګه چې یو څاڅکی په سمندر کې هم ارام نه کېني، د انسان روح هم په دوامداره تګ کې خپله بقا موندلې ده. د انسان ژوند په تګ پورې تړلی دی او په دې لاره کې سکون نشته، ځکه د هغه ثبات په حرکت کې دی او عقل یې تل د نوي بهار په لور ګامونه اخلي.
د عقل سلوک یو داسې یون دی چې د “واجب الوجود” د لایتناهي کمال په لور دی، ځکه خو یې افق هیڅ پای نه لري. په دې لاره کې عقل د بصیرت سترګې دي او مینه د حرکت پښې.
د عقل افق ناپایه دی
د انسان فکر تل د نویو افقونو په لټه کې وي او کائنات ورته د خاورې د ذرې په څېر ښکاري. د عقل سفر هیڅکله نه دریږي او د یو هدف له ترلاسه کولو وروسته سمدستي بل منزل پیدا کیږي
عقلاني فکر کول، عقلاني پوښتنې کول، او عقلاني حرکت کول هېڅ عیب نه لري.
د دنيوي خوندونو تعقیبول د عقل تر ټولو ټیټه کچه ده.
عقل د اعتدال لارښوونه کوي
موږ باید له عقل سره پردي ونه واوسو.عقل حقیقي لاروی دی. بې عقلي ړوندتوب دی. اګاهي له عقل څخه راځي.
عقل د اعتدال لارښوونه کوي. بې له عقله، فرد او ټولنه له ستونزو سره مخ کېږي.
اعتدال د عقل کار دی.که په ټولنه کې ځینې کسان بېحده شتمن وي، دا بېحده شتمني او خوند اخیستل انسان فاسدوي.
پرعکس، که څوک ډېر نشتمن وي او د بېپایه نشتمنۍ په حال کې پاتې شي، دا هم انسان فاسدوي.
نشتمني تر یوې اندازې زغمل کېږي؛ خو له دې حده که تېریږي، فساد رامنځته کوي.
نو زیاته نشتمني او زیاته شتمني دواړه انسان فساد ته ورکاږي.
اعتدال هیڅ فساد نه رامنځته کوي.اعتدال د عقل په مرسته تأمینېږي.عقل خطا کوي، او همدا عقل دی چې خپله خطا اصلاحوي.
عقل له مینې سره حرکت کوي.آزادي یوازې له عقل سره ده.بېعقل موجود هېڅکله آزاد نه دی. حیوان آزاد نه دی؛ هغه د خپلې غریزې په واک کې دی، چې یوه خوا او بلې خوا ته یې کشوي. د حیوان کړنې د غریزې پر بنسټ وي، نه د آزادۍ پر بنسټ.
یوازې انسان دی، چې آزاد دی.
د انسان آزادي هغه وخت ډېره راڅرګندېږي، کله چې څه غواړي، خو نه یې کوي او دا د نفس کنټرول دی.نفساني غوښتنې موږ اړباسي چې یوه لار ونیسو، خو عقل وايي: مه یې کوه او همدا د آزادۍ لار ده.
ریښتینې آزادي د نفساني او شهواني غوښتنو په کابو کولو کې راڅرګندیږي، یعنې چېرته چې انسان خپلې غوښتنې د عقل په لار کې ساتي، نه د شهوت او هوس په واک کې. ازادي هغه وخت ده یو څه کول غواړم، خو نه یې کوم، یا د خپلې لیوالتیا پر ضد، څه کوم.
رسول الله (ص) د اعتدال او د هر شي د حد په اړه وایي:
خَيْرُ الْأُمُورِ أَوْسَطُهَا – د کارونو تر ټولو غوره یې منځلاری (اعتدال) دی. (سنن البیهقي الکبری؛ شعب الایمان للبیهقي.)
رسول الله (ص) ریښتینی ځواک او ازادي د نفس په کنټرول کې بولي:
لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ، إِنَّمَا الشَّدِيدُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ – هغه مېړنی (قوي) نه دی چې خلک پر ځمکه وهي، بلکې مېړنی هغه دی چې د غوسې پر وخت خپل نفس کنټرول کړي. (صحيح البخاري؛ صحيح مسلم.)
حضرت علي (ک) بېعقلي ړوندتوب بولي:
الْجَهْلُ دَاءٌ وَ الْعَقْلُ دَوَاءٌ – ناپوهي (بېعقلي) یو درد دی او عقل یې درمل دي. (غرر الحکم و درر الکلم)
عقل داسې یو میزان دی چې افراط او تفریط دواړه ردوي
عقل د ژوند تله ده، نو باید له خپل حده تېر نه شې؛ ځکه بېحده شتمني فساد زیږوي او بېوزلي هم بده ده. د ژوند سمه لاره په اعتدال کې ده او هر هغه لاروی چې بې له عقله ګام اخلي، له سمې لارې بېلارې کېږي.
ازادي په دې کې ده چې انسان د شهوت بنده نه وي
آزاد انسان هغه دی چې د خپل نفس مریی نه وي او د غریزې او شهوت په جال کې بند پاتې نه شي. که څوک غواړي په رښتینې مانا آزاد ژوند وکړي، باید پر ځان عقل حاکم کړي او د دنیا په لنډمهاله خوندونو کې ډوب نه شي
د عقل او مینې همغږي
مینه د ژوند خوځښت او عقل ورته لوری ټاکي، چې د دواړو په یوځای کېدو ژوند نوي پړاو ته ځي. حقیقي ازادي د نفس خپلسري نه، بلکې د عقل تابع کول دي.
د حیوان او انسان د ازادۍ توپیر
حیوان یوازې په غریزه چلېږي او د انتخاب ازادي نه لري، خو انسان د عقل په لرلو سره د بېننګۍ او ذلت لاره نه غوره کوي. اصلي ازادي دا ده چې انسان خپل ځان او نفس کنټرول کړي، ځکه چې د هوس او شهوت بنده په حقیقت کې د ژوند په زندان کې بندي وي. حیوان د غریزې محکوم دی خو انسان ازاد دی. حیوان د خپلې غریزې او نس په خوښه روان وي، خو رښتینی انسان هغه دی چې د عقل په لاره ګام اخلي. حقیقي ازادي د شهوت د زنځیرونو په ماتولو کې ده، ځکه چې بېعقله انسان تل د خپلو غوښتنو په زندان کې بند وي.
زیاته شتمني او زیاته نشتمني دواړه فساد رامنځته کوي
که مال او شتمني له حده تېره شي، د مار په څېر زیان رسوونکې کېږي او که نشتمني هم له حده زیاته شي، د ازار او ازغیو په څېر ستونزې جوړوي. له همدې امله په منځنۍ لاره تګ د عاقل انسان کار دی، ځکه چې د دې دواړو لورو افراط یوازې د انسان د اذیت لامل ګرځي
ازادي د خپلې غوښتنې پر ضد په عمل کولو کې ده.
هغه مېړنی ی چې پر خپل نفس غالب شي، نه هغه چې پر نړۍ باندې تاخت او تاراج کوي. حقیقي ازادي په دې کې نه ده چې انسان هر هغه څه وکړي چې زړه یې غواړي، بلکې ازادي دا ده چې خپل نفس مهار او د عقل تابع کړي.
بې عقلي ړوندتوب دی
بې له عقله ژوند کول لکه په تورو غرونو کې د داسې ړوند سړي تماشا ده چې د رڼا او تیارې توپیر نه شي کولای. اګاهي د عقل هغه لمر دی چې د انسان په زړه کې راپورته کېږي؛ له دې پرته د ازادۍ په نوم ژوند کول یوازې یوه بېمانا ننداره ده.
د عقل تېروتنه او د ځان اصلاح
عقل کله خطا کېږي او کله په سمه لاره ځي، لکه یو ماشوم چې په لاره کې لوېږي او بېرته پورته کېږي. خو د عقل ځانګړنه دا ده چې خپله تېروتنه پېژني او رښتینې ازادي هغه وخت ترلاسه کېږي چې انسان په بشپړ شعور او ځانخبرۍ سره پر خپله لاره ګام واخلي. حقیقي ازادي د هوسونو پیروي نه ده، بلکې د عقل په رڼا کې د نفس مهارول دي. عاقل انسان هغه دی چې د حیواني جبر (غریزې) څخه ځان راوباسي او د انساني اختیار (اعتدال) په لور حرکت وکړي.
د عقل اړخونه
عقل دوه اړخونه لري:
قابلي او فاعلي.
فاعلي: عمل کوي.
قابلي: پرانستی دی او منل کوي.
په دې نړۍ کې ورته ماده او صورت هم وايي.
قابلي عقل: ناپایانه څیزونه قبلوي.
عقل د عمل له پلوه محدود دی، خو د قابليت له پلوه، هر څه چې وروړاندې شي، قبلوي یې او دا ناپایه دی.
عقل محدود عمل کوي، خو ناپایه قبلول کوي، څومره اګاهي (پوهاوی، درک، خبرتیا ، فهم) چې وروړاندې شي، قبلوي یې.
اګاهي هم له مطلق عقل (الله) غیب څخه راځي.
د عقل قابلي اړخ پرانستې دی یا انفتاح لري، څه چې له غیبه ورته راشي، قبلوي یې.
څه چې له غیبه راځي، مني یې، او بیا هم وايي : « رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا (طه/۱۱۴) = پالونكيه ! پوهه مې رازياته كړې.)
عقل په عمل کې د امکان تر حده عمل کوي، عقل امکاني محدودیت لري.
عقل د عالم امکان تر حده عمل کوي، نه د واجب الوجود تر حده.
عالم امکان، محدودیت لري او عقل هم له ممکناتو ځنې دی.
عقل په وینا کې څرګندیږي.
عاقل انسان په خپلو خبرو کې ښکاره کېږي.
د عمل وسعت محدود دی،
خو خبرې محدودیت نه لري،
او د نظر پراخوالی هم هېڅ محدودیت نه لري — ناپایه دی.
په عالم هستۍ کې لومړنۍ خبرې د عقل او حق ترمنځ پیل شوي،
یعنې په نړۍ کې لا خبرې نه وې، هېڅ موجود هم نه و —
یعنې د پنځون پیل.
امام جعفر صادق رحمه الله علیه وايي : «لَمَّا خَلَقَ اَللَّهُ اَلْعَقْلَ اِسْتَنْطَقَهُ ثُمَّ قَالَ لَهُ أَقْبِلْ فَأَقْبَلَ ثُمَّ قَالَ لَهُ أَدْبِرْ فَأَدْبَرَ ثُمَّ قَالَ وَ عِزَّتِي وَ جَلاَلِي مَا خَلَقْتُ خَلْقاً هُوَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْكَ وَ لاَ أَكْمَلْتُكَ إِلاَّ فِيمَنْ أُحِبُّ أَمَا إِنِّي إِيَّاكَ آمُرُ وَ إِيَّاكَ أَنْهَى وَ إِيَّاكَ أُعَاقِبُ وَ إِيَّاكَ أُثِيبُ .»
الله تعالی، عقل وپنځاوه ، او ورته یې وویل: راشه ،
بیا ورته یې وویل: بېرته لاړ شه،
عقل ومنله.
عقل د حق د فرمان بشپړ پلیونی دی.
(شیطاني عقل هم لرو — هغه عقل چې د شیطان په لومه کې راګېر شي)
که عقل نه وي، اطاعت نشته.
په حدیث کې راغلي : « لا دِينَ لِمَن لا عَقلَ لَهُ . چې عقل نه لري دین نه لري »
عقل د حق تابع دی، ځکه چې حق پېژني.
بې له عقله حق نشي پېژندل کېدلای.
دا چې عقل، حق پېژني، نو بشپړ اطاعت یې کوي.
عقل، اطاعت دی.
که عقل له ځاني غوښتونو خلاص شي، نو عقل اطاعت محض دی.
د امام صادق رحمه الله علیه په پورته وینا کې راغلی وه : « وَ عِزَّتِي وَ جَلاَلِي »
خدای په خپل عزت او جلال قسم خوړلی
عزت په جمال پورې تړاو لري.
الله دواړه صفات لري: جلالي او جمالي.
هغه هم لورنه لري او هم قهر، په دې دواړو یې قسم وخوړ.
په حدیث کې لومړی ادبار له عزت سره تړلی ، او دویم له جلال سره.
الله قسم یاد کړ چې تر تا مې پورته او غوره مخلوق نه دی پیدا کړی.
د الله په نظر کې عقل د هستۍ تر ټولو محبوب موجود دی.
عقل کل ( چې ټوله هستی یې رانغاړلې او پرې احاطه لري) ، باید ظهور ولري.
په دې نړۍ کې د عقل کل ظهور چېرته دی؟
ټول عالم د عقل کل ظهور دی، خو انسان داسې موجود دی چې له عالم سره موازي دی.
یعنې څه چې په بهرني (افاقي) عالم کې موجود دي، د انسان په دننه نړۍ (افاقي عالم) کې هم شته.
عالم افاق یعنې له انسان څخه بهرنی عالم، یعنې لامحدوده نړۍ، تر هغه ځایه چې ملا اعلی ده.
عالم افاق یعنې له انسان څخه بهرنی عالم دی، څه چې په بهرني عالم کې شته، په داخلي عالم (عالم انفس) کې هم موجود دي،
یعنې دواړه عالمونه یو له بل سره موازي دي.
تاسې د همدې لپاره بهرنۍ نړۍ پېژنې، چې داخلي نړۍ (عالم انفس) لرئ، که انسان له عالم سره موازي نه وای، نو نړۍ یې نشوه درک کولای.
مولانا وايي :
چیست اندر خم که اندر نهر نیست
چیست اندر خانه کاندر شهر نیست
این جهان خمست و دل چون جوی آب
این جهان حجرهست و دل شهر عجاب
دا شعر وايي چې ځینې شيان په ښکاره نړۍ او بهرني چاپیریال کې نه لیدل کېږي، خو د انسان په زړه او دننه کې شتون لري.
- «څه شی دی چې په پیچومی کې دی، خو په سیند کې نه شته» معنا دا ده چې ځینې شیان د عادي ژوند په مسیر یا مستقیم جریان کې نه لیدل کېږي، خو د ژوند په کږه یا د انسان په زړه کې شته.
- «څه شی دی چې په کور کې دی، خو په ښار کې نه شته» معنا دا ده چې ځینې ارزښتونه یا حقیقتونه یوازې د انسان په کور یا زړه کې دي، نه په ښار یا بهرني چاپیریال کې.
- «دا نړۍ لکه پیچومی دی، او زړه لکه د اوبو نېر دی» معنا دا ده چې نړۍ له پیچ او خنډونو ډکه ده، خو د انسان زړه لکه روانې اوبه دی چې هر څه تجربه کوي.
- «دا نړۍ لکه حجره ده، او زړه د ښار په څېر له عجایبو ډک دی» معنا دا ده چې نړۍ محدوده او کوچنۍ ده، خو د انسان زړه د ښار په څېر له اسرارو ډک دی.
قرآن کریم وايي :
وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاریات/۲۱) = او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!
ټول هستي، له ازله تر ابده ، د عقل کل ظهور یا څرګندونه ده، نو دا ټوله عالم هستي له ازله تر ابده د انسان په دننه کې هم باید ظهور یا څرګندونه ولري، یعنې د انسان د نفس په دننه کې هم باید، عقل کل ظهور ولري، خو د هر انسان په نفس کې، ځکه هر نفس بیلابېلې درجې لري.
خو یو انساني نفس باید پیدا شي، چې د عالم تکوین د ټولو کمالاتو مظهر وي ترڅو دا عقل کل پکې ظهور وکړي او هغه نفس، د حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) نفس دی.
حضرت محمد صلی الله علیه و آله د جامع او کامل انسان مظهر دی
جامع یعنې د جمال او جلال د ټولو صفاتو لرونکی وي،
د ازل او ابد جامع ،
د هر څه جامع چې په عالم کې وي،
یعنې د هستۍ ټول شیان په یوه نفس کې شتون لري.
د انسان ستریا، همدا ده ،
انسان په نورو موجوداتو کې تش یو موجود نه دی. سمه ده چې انسان د نورو موجوداتو په منځ کې ژوند کوي، خو د موجوداتو په منځ کې نه دی، بلکې پر دې موجوداتو محیط دی.
دا چې انسان علمي احاطه لري، او څومره یې چې علمي احاطه زیاته وي، نو پر ټول عالم به احاطه ولري.
رښتیا ده چې د پېغمبر ظاهري بڼه «أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ » ده، خو باطني بڼه یې، د هستۍ عقل کل دی.
که حضرت محمد (ص) نه وای پنځول شوی، عقل او عرفان نشو مانا کېدلای .
رحمان بابا وايي :
که صورت د محمد نه وی پیدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شو
محمد دی د تمام جهان ابا
نبوت په محمد باندې تمام شو
نشته پس له محمده انبيا
نور هاله د محمد وه په جهان کې
چې بوی نه وه د ادم او د هوا
په صورت کې اخرين دی پيدا شوی
په مانا کې اولين دی تر هرچا
خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا
چې يې دين د محمد دی قبول کړی
حبشي دی، که فاسق دی که تارسا
محمد د ګمراهانو رهنما دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پيروي د محمد ده
که نه نشته په دنيا بله رڼا
محمد د بې چاروو چاره ګر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا
زه “رحمان” د محمد د در خاکروب يم
که مې خدای نه کا له دې دره جدا
یوه فلسفي قاعده
الاعطیات بقدر قابلیات
د عقل د منلو وړتیا نامحدوده ده، ځکه چې خپله دا وړتیا هم نامحدوده ده.
د انسان د منلو او درک وړتیا ناپایه ده.
انسان کومه محدوده نه لري؛ انسان یوازینی موجود دی چې یوازې د الهي صفاتو مظهر نه، بلکې د ذات مظهر هم دی.
هر موجود د حق تعالی د یوه صفت مظهر دی، خو د ذات مظهر نه دی.
په ټولو موجوداتو کې یوازې انسان دی چې هم د صفاتو مظهر دی او هم د ذات مظهر.
له خدایه غافل او له ځانه بې خبره انسان
ای زخدا غافل و از خویشتن / در غم جان مانده و در رنج تن
دا بیت د هغه انسان انځور وړاندې کوي چې له خدایه غافل شوی او حتی له خپل ځان څخه هم بېخبر دی. هغه د خپل روح او اصلي حقیقت پر ځای، د مادي او ظاهري ستونزو په غم کې بند پاتې دی. داسې انسان خپل ژوند د بدن په کړاوونو او د دنیا په مینو کې تېروي او له روحاني کمال څخه بېبرخې پاتې کېږي.
ای هغه انسانه چې له خپل ځان او خپل خالق (سبحان) څخه بېخبره یې، ته یوازې د بدن په رنځونو او مادي غوښتنو بوخت یې او له روحاني کماله خبر نه لرې. واقعي عقل هغه دی چې دا ډېرښت او کثرت درته په یوه واحد حقیقت بدل کړي؛ که داسې ونه شي، نو ته به تل غافل او له خپل حقیقي ځان څخه ناخبره پاتې شې.
د شعر جوهر له تخیل سره تړاو لري، او د فلسفې جوهر عقل دی.
د شعر منطق د عقل له منطق سره یو شان نه دی.
د شعر د منطق او د عقل د منطق ترمنځ د همغږۍ او اړیکې د ټینګولو لپاره یو جلا منطق ته اړتیا ده. دا منطق توحید دی.
توحید ، وحدانیت، د تخیل منطق او تعقل منطق سره یوځای کوي.
په وحدت کې هېڅ پردیتوب نه پاتې کېږي. په وحدت کې تخیل او تعقل سره یو کېږي او همغږي پیدا کوي.
توحید د تعقل اساس دی،
او د تعقل پایله، توحید دی.
د خالص تعقل او توحید ترمنځ یوه نه ماتېدونکې اړیکه شته.
له پخوا راهیسې د ادیانواو فلسفیانو ترمنځ یوه شخړه وه:
لکه ادیان وایي: «ایمان راوړه، ډېر تعقل مه کوه.»
او ځینې وایي: «تعقل وکړه، ایمان به پخپله راشي.»
اګوست کنت: «ایمان راوړه چې پوه شې»
ځینې بیا وایي: «پوه شه، چې ایمان راوړې.»
په توحید د ایمان لازمه ، تعقل دی.
د تعقل لازمه، توحید دی.
څوک چې د صحیح تعقل خاوند وي، موحد به وي، ځکه عقل د وحدت خواته روان دی.
عقل له کثرت څخه پیل کوي او د وحدت پر لور ځي.
کثرت د خیال په نظر کې روښانه ښکاري،
خیال کثرت بین دی.
خو عقل وحدت بین دی.
کله چې خیال او عقل سره همغږي شي، وحدت او کثرت دواړه یو ځای همغږي کېږي.
کثرت په وحدت پای ته رسي.
په توحید باور د عقلانیت غوښتنه ده.
د توحید ژبه د وحدت ژبه ده.
وحدت د عقل د ادراک ځانګړتیا ده.
هر موحد عقلاني خبرې کوي،
او هر متعقل، توحید ته رسي.
د انسان خیال په هر رنګ او بوی کې کثرت (بېلابېل والی) ویني، خو عقل بیا په پټه او ښکاره کې یوازې واحد ذات ویني. کله چې دا دواړه د توحید په منطق کې سره یو ځای شي، نو دا بېلابېل رنګونه (کثرت) بې له کوم شکه په وحدت بدلېږي.
توحید د تخیل او تعقل یووالی دی
د انسان تخیل د رنګونو په ډېرښت (کثرت) کې ورک و او تعقل یې د یووالي (وحدت) په نښانو کې ډوب و. کله چې توحید راغی، نو دا دواړه یې د مینې په سیند کې لاهو کړل؛ اوس د هغه عقل په یو وخت کې هم په ډېرښت او هم په یووالي کې ډوب او محوه دی.
توحید د عقل تر ټولو عالي درجه ده. لکه څنګه چې وویل شو، خیال کثرت بین دی او عقل وحدت بین؛ مګر د توحید په مقام کې دا دواړه سره غاړه غړۍ کېږي او انسان ته داسې لید ورکوي چې په هر “کثرت” کې د هماغه “واحد” ذات ننداره وکړي.
دا چې وحدت او کثرت یو ځای کړو، چې کثرت په وحدت کې ډوب شي، او عقل له خیال سره همغږی کړو،
نو نظامي ګنجوي ځان پېژندنه او خدایپېژندنه مطرح کوي.
ځان پېژندنه، خدای پېژندنه ده، او خدای پېژندنه، ځان پېژندنه ده.
دلته تعقل او تخیل سره همغږي کېږي.
څوک چې خپل ځان ونه پېژني، خدای نه پېژني او څوک چې خدای ونه پېژني، خپل ځان هم نه شي پېژندلای.
حضرت علي (ک)وايي چې نفس د عقل او تخیل د یووالي هنداره ده:
مَعْرِفَةُ النَّفْسِ أَنْفَعُ الْمَعَارِفِ – د ځان پېژندنه تر ټولو ګټوره پوهه ده. (غرر الحکم)
د انسان کثرت (ګڼوالی) په وحدت (یووالي) کې داسې ډوب شو لکه یو ستوری چې د لمر په رڼا کې ورک شي. د هغه تخیل او تعقل په یو ټکي کې سره یو شول او کله یې چې خپل ځان وپېژانده، نو ورته خپل رب څرګند شو. انسان د خپل ځان په پېژندلو سره د خدای تعالی په معرفت او وصال توانېږي او دا حقیقي پوهه او کمال دی. دا د پروردګار د قدرت تر ټولو ستر مظهر دی چې یوازې بشپړ انسانان یې درک کولای شي.
خوشحال بابا وايي :
عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشـــو د ځان
د ځان په معرفت کې، معرفت دی د سبــــــــــــحان
چې ترس یې د زړه نه وي، نه عمل لري د نېکــــــــو
په دا یې نظر مکړه، چې په یاد لولي قـــــــــــــــرآن
په کور کې دې بلا دي دا د نفس غطې چــــــــــارې
که ته په ځان شیطان نه شې، بل هېڅ نشته شیـــطان
حرص مکړه، هوا پرېږده، له هر چانه پرې کړه تمــــه
بل نوم به په تا نه ږدم، په ځان نوم کېږده سلـــطان
چې خدای يې په لار نه کا، په ویل به په لار نه شـي
که پاڅوې له ګوره و هغـــــــــــه وته لـقــــــــــــمان
عیـــــــــــــسی په معجزه ســـــره ړاندۂ سړي بینا کړل
دانا یې په دعا نه شــــــــــو، په عمـــــر یو نــــــــادان
انسان د هستۍ یوه وړه کوزه ده چې د معرفت ټول سمندر پکې نغښتی دی. کله چې تعقل (د حق لټون) او تخیل (د ښکلا لټون) سره یو شي، نو انسان د “انا” (خپل ځان) له محدودیتونو وځي او په “حق” کې فنا کېږي.
علامه محمد اقبال وايي :
اگر زیری ز خود گیری زبر شو
خدا خواهی بخود نزدیک تر شو
که د خپل ځان لږه پېژندنه ترلاسه کړې، نو د خدای پر لور به نږدې شوې.
یعنې کله چې انسان خپل فکرونه، احساسات، کړنې او ذات ته پام وکړي او ځان وپېژني، هماغه وخت د خدای د نږدېوالي درک کوي. د ځان پېژندنه د خدای پېژندنې لپاره لومړنی ګام دی؛ هر څومره چې انسان خپل داخلي حالتونه وپيژني، د خدای سره یې اړیکه او نږدېوالی زیاتېږي.
فردانیت او تجرید
کله چې موږ په کثرت کې ډوب یو، یوازې کثرت وینو، غوښتنې، شهوتونه، او د نفس اړخونه يې وینو.
څومره چې له دې کثرتونو فاصله واخلو، وحدت ته ورنږدې کېږو.
هر څومره چې خپل ځان، خپل «زه» یا «انا» ته ورځو، فردانیت ته ورنږدې کېږو.
د فردانیت ته ورنږدې کېدل آسانه کار نه دی.
فردانیت دومره ظریف دی، څومره چې وحدت ته ورنږدې کېږو، وحدت رانه تښتي.
د فردانیت ترلاسه کول ډېر ستونزمن او سخت کار دی.
که انسان خپل خالص فردانیت ته ورسي، نو د وحدانیت په اړه پوهه پیدا کوي،
او که خالص وحدت درک کړي، خدای به وپيژني.
فیلسوف چې د شاعرۍ ذوق ونلري، د تعقل له کچې نه راښکته کېږي، وینا یې په سمه توګه نه درک کېږي او یوازې په عقلانیت کې پاتې کېږي.
او متخیل هم چې د عقل خاوند نه وي، په خپرېدنه او کثرت کې پاتې کېږي.
د نظامي ګنجوي هنر همدا دی: له تخیل څخه تر تعقل او له تعقل څخه تر تخیل پورې اړیکه جوړوي، دواړه سره یو ځای کوي او توحید راښکاره کوي.
واحد له کثیر څخه لېرې نه دی.
که په نړۍ کې واحد نه وي، کثیر هم نشته.
که وحدت نه وي، کثرت هم نشته.
کثرت د وحدت له تکرار څخه رامنځته کېږي.
سره له دې چې کثیر، واحد نه دی او واحد هم کثیر نه دی، دوی یو له بل سره سیالي لري او د یو بل پر وړاندې ولاړ دي.
د کثرت د حال ژبه دا ده چې وایي: «زه ستا (وحدت) له دننه راغلی یم.»
او وحدت، کثرت ته وایي: «چې له ما راوتلی یې، بېرته ما ته راستون شه»
هر موجود، چې له هر چېرې راغلی وي، باید هماغه ځای ته بېرته ستون شي.
رسول الله (ص) د هغو کسانو په اړه چې له کثرتونو یې ځان تجرید کړی او فردانیت ته رسېدلي، فرمایي:
سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ، قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الَّذِينَ يُسْتَهْتَرُونَ فِي ذِكْرِ اللَّهِ، يَضَعُ الذِّكْرُ عَنْهُمْ أَوْزَارَهُمْ، فَيَأْتُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِفَافاً – مفردون” مخکې شول. وپوښتل شول: مفردون څوک دي؟ ویې وویل: هغه کسان چې د خدای په ذکر کې ډوب دي، ذکر د هغوی د ګناهونو پېټي سپک کړي او قیامت ته سپک-سپک راځي. (صحيح مسلم؛ جامع الترمذي.)
(دا هماغه له کثرتونو د تجرید مقام دی).
حضرت علي (ک) د توحید په اړه وایي چې واحد په کثرت کې دی مګر ورسره یو ځای نه دی:
دَاخِلٌ فِي الْأَشْيَاءِ لَا بِمُمَازَجَةٍ، وَخَارِجٌ عَنِ الْأَشْيَاءِ لَا بِمُزَايلَةٍ – ؛ له ټولو څيزونو سره دى؛ نه داچې ورسره مل او ورنژدې وي او له ټولو بېل دى؛ خو ترې بېل او لرې نه دى (نهج البلاغه لومړۍ خطبه)
ریښتینی توحید هغه وخت حاصلیږي چې انسان وکولای شي د خپل نفس له کثرتونو (شهوت، غوښتنې، انا) تېر شي او په خالص تجرید سره خپل فردانیت ته ورسېږي؛ ځکه همدا فردانیت د وحدانیت تر ټولو نږدې هنداره ده.
دا ټول کثرت او رنګارنګي په اصل کې د هغه یو الف (واحد ذات) تکرار دی، او په دې نښو کې د هغه پاک ستار (خالق) لیدل کېږي. انسان له هر لوري چې راغلی وي، بېرته به هماغه لور ته ځي، ځکه د یو څاڅکي په برخلیک کې بېرته له دریاب سره یوځای کېدل لیکل شوي دي.
مولانا وايي :
در درون من درا ای انکه از من منتری
چونکِ من، من نیستم این من ز هوست
پیش این من هرکه دَم زد کافر اوست
کثرت د وحدت په وړاندې نه دی، دا چې کثرت له وحدت څخه راوتلی، باید بېرته وحدت ته ورشي.
مولانا
هر کسی کو دور ماند از اصل خویش
باز جوید روزگار وصل خویش
یعنې څوک چې له خپل اصلي ذاته لرې شي، بېرته د خپل حقیقي وصل او یووالي ورځ لټوي.
من الله، الی الله
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
نه یوازې موږ، بلکې هر موجود باید د خپلې اصلي سرچینې پر لور بېرته ورستون شي.
نور موجودات په طبیعي او فطري ډول بېرته ستنېږي،
خو انسان باید دا ستنیدا په شعوري او هوښیارانه توګه ترسره کړي.
موږ له یوه واحد ذات څخه راغلي یو او بېرته به هماغه یوه ته ورګرځو؛ د نړۍ له دې رنګارنګۍ (کثرت) څخه به د وحدت لوري ته سفر کوو. لکه یو ستوری چې خپله رڼا له لمر څخه اخلي او په سهار کې بېرته په لمر کې ورک کېږي، موږ هم خپل اصل ته ورګرځو. که څه هم سمندر (ظاهري نړۍ) غواړي موږ له خپلې غېږې وباسي، خو موږ د هغه څاڅکي په څېر یو چې له خپل اصل (سمندر) څخه نه جلا کېږو. په دې لاره کې شعوري مړینه (له نفساني غوښتنو تېرېدل) زموږ حقیقي ژوند دی او په حق کې فنا کېدل زموږ ابدي بقا ده؛ ځکه موږ بېرته هماغه ځای ته ځو چې ترې راغلي وو.
رسول الله (ص) د انسان د شعوري مړینې او خپل اصل ته د بېرته ستنېدو په اړه فرمایي:
مُوتُوا قَبْلَ أَنْ تَمُوتُوا – تر هغه وړاندې چې مړه شئ، (په شعوري ډول د نفس په وژلو) ځانونه مړه کړئ.
(إحياء علوم الدين – للغزالي)
دا هماغه شعوري ستنېدل دي چې مخکې تر مرګه خپل اصل لټوي.
امام سجاد په خپلو مناجاتو کې د وحدت په سمندر کې د ډوبېدو غوښتنه کوي:
إلهي… فَاجْعَلْنا مِمَّنْ دَأْبُهُمُ الِارْتِياحُ إلَيْكَ وَالْحَنِينُ، وَدَهْرُهُمُ الزَّفْرَةُ وَالْأَنِينُ… وَاغْمِسْنا في بَحْرِ أَحَدِيَّتِكَ – اې زما خدایه! موږ له هغو کسانو وګرځوه چې خوی یې تاته لېوالتیا ده… او موږ د خپل احدیت (وحدت) په سمندر کې ډوب کړه.
(مناجات الذاکرین – صحیفه سجادیه)
حضرت علي وايي :
إِنَّا لِلَّهِ» إِقْرَارٌ عَلَى أَنْفُسِنَا بِالْمِلْکِ وَ «إِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ» إِقْرَارٌ عَلَى أَنْفُسِنَا بِالْهُلْکِ – زموږ دا وینا چې “موږ د الله یو” دا زموږ پر بنده توب اقرار دی، او دا چې “هغه ته بېرته ورګرځو” دا زموږ پر فنا کېدو اقرار دی. (نهج البلاغه – حکمت ۹۹.)
—–
انا او هو
ټول، انا (زه) لري، چې انا ونلري، هویت نه لري. هویت له هو (يعنې هغه) څخه اخیستل شوی دی.
یوه انا « زه» شته، چې انانیت کوي، د حق په وړاندې دریږي ، له خپلې انا پرته بله انا نه ویني، خو یوه انا «زه» شته چې ځان د حق جلوه ویني.
عاشقِ حق یعنې د حق عارف.
انسان یا ځان د معشوق لپاره غواړي، یا معشوق د خپل ځان لپاره غواړي؟
څوک چې ځان د معشوق لپاره غواړي، دلته «انا» ،هو کېږي، او خودي په هویت بدلېږي.
انا په هو بدلېږي،
عشق یعنې د معشوق تجلي.
یعنې زما خودي او انا باید په دې لاره کې فنا شي، زه باید له معشوق پرته بل څه و نه وینم، او معشوق باید د ځان ته د رسېدو وسیله ونه ګڼم.
د “انا” او “هو” په اړه رسول الله (ص) په یو قدسي حدیث کې چې د عاشق او معشوق ترمنځ اړیکه بیانوي، وایي:
فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ – کله چې زه هغه (بنده) خوښ کړم، نو زه یې غوږ کېږم چې په هغه اوري، او سترګې یې کېږم چې په هغه ویني… (صحيح البخاري – کتاب الرقاق)
دا هماغه مقام دی چې “انا” په “هو” کې فنا کېږي.
کله چې د انسان د “انا“ (ځانمننې) غرور مات شي، نو په خپل باطن کې د حق تعالی (هو) نښې او حضور ویني. د خپلې خودۍ او ځانپېژندنې په قلمرو کې د یو پاچا په څېر په وقار سره ځای نیسي. دا چې انسان ځان ته “زه” وايي، په اصل کې دا د هغه د الهي نور یو حقیقت او سیوره ده. رښتینې مینه همدا ده چې عاشق خپل معشوق په خپل ځان او روح کې په ډاګه وګوري.
«انا» هغه وخت ستاینوړ ده چې د «هو» (حق) لپاره هنداره وګرځي. کله چې انسان د معشوق د تجلۍ په وړاندې خپل “ځان” هېر کړي، نو د هغه خودي په هویت بدلېږي او ریښتینی عشق همدغه مقام دی.
ذاهد، عارف، عابد
غلظت او لطافت
حضرت علي (رض) وايي:
«قَدْ أَحْیَا عَقْلَهُ وَ أَمَاتَ نَفْسَهُ حَتَّى دَقَّ جَلِیلُهُ وَ لَطُفَ غَلِیظُه»
«(سالک) خپل عقل ژوندی کړ او نفس یې مړ کړ، تر دې چې (د وجود) غټوالی یې نری شو او غلظت (سختي) یې په لطافت (نرمۍ) بدله شوه».
د عقل احیا
د ځینو خلکو عقل مړ شوی وي، یعنې معقول ژوند نلري.
کله چې عقل احیا شي، نو غلظت (سختۍ، توندۍ) څخه لطافت (نرمښت) ته ځي.
غلیظ انسانان معمولاً ، توندخویه، سطحي، تاوتریخجن، زور غږوي؛ نرمښت نه لري، فکري کنګلتیا لري؛ تعصب لري؛ نه پوهېږي؛ او نه هم سم درک او فهم لري.
غلیظ انسانان عقل نه لري؛ او همدا لامل دی چې پورته ټولې ځانګړتیاوې په کې راټولې شوې دي
عقل چې احیا شي، انسان له غلظته باسي؛ نرمي، لطافت او صفا وربښي، او د انسان روح او ذات د پاکوالي پر لور بیايي.
غیرې عاقل انسان، لطیف نه وي؛ حیواني خویونه لري، تاوتریخجن وي او پر نورو برید کوي.
کله چې عقل احیا (بیاژواکی) شي، د فکر کنګلتیا له منځه ځي؛ ښه اوري او په ښه ډول فکر کوي.
او کله چې نرمي او لطافت پیدا کړي، د حق انوار راڅرګندیږي.
سخت لرګی یا ونه ماتیږي، خو نرمه او انعطاف منونکې ونه نه ماتیږي؛ له همدې امله د عاقل انسان نښه نرمي ده. هغه څوک چې بدخویه او سخت دی، له عقله غافل پاتې کېږي. برعکس، هغه زړونه چې د اوبو په څېر لطیف او نرم دي، هغوی د حقیقت او حق موندلو وړتیا لري.
غلیظ انسانان توندخویه وي.
په هر چا کې چې د نرمۍ صفت وي، هغه داسې دی لکه په دښته کې چې د پسرلي بوی خپور شي. له سختۍ څخه ډډه کول په کار دي ځکه دا د بېعقلانو خصلت دی؛ برعکس، لطافت لکه د اوبو په څېر دی چې حتی په بېړۍ کې هم خپل ځای موندلی شي.
د نفس سختي (غلظت) یوازې د عقل په رڼا کې لطافت ته ځي .
کله چې د انسان عقل ژوندی شي، هغه خپل نفس مهار او مړ کوي او له خپل وجود څخه ټولې سختۍ او بدخویۍ (غلظت) لیرې کوي. د داسې بدلون په پایله کې هغه د نور په څېر نرم او لطیف کېږي او په دې توګه د حق رڼاګانې (انوار) د هغه په زړه کې ځای پر ځای کېږي. د عقل ژوند د نفس په مړینه کې دی. کله چې انسان خپل نفس مړ کړي، عقل یې ژوندی کېږي او د رڼا په لور له هر ډول تیارو څخه خلاصېږي. د هغه له وجود څخه سختي او غلظت کډه کوي او ځای یې لطافت نیسي، چې په دې سره د کمال درجې ته رسېږي او د ژوند حقیقي خوند مومي.
عقل انسان له غلظته راباسي.
کله چې عقل راویښ شي، د فکر کنګلونه ویلي کېږي او په بېروحه وجود کې د لطافت ګلونه غوړوي. یو غلیظ انسان د حق په انوارو نه پوهېږي تر څو چې د هغه په نرمۍ کې د عقل ستوري ونه ځلېږي.
کله چې عقل د لمر په څېر روښانه شي، د فکر ټول کنګلونه او سختۍ ویلي کوي او په لطیف زړه کې د حق رڼاګانې (انوار) ښکاره کوي. یو سختخویه او غلیظ انسان به هله د معرفت له وږمې او بوی څخه خبر شي، چې د عقل په مرسته خپل توند خویونه هېر او له منځه یوسي.
توندخویي د حیوان خصلت دی، خو نرمي د انسانیت نښه ده. کله چې عقل د رڼا په څېر روښانه شي، نو بیا له هیڅ ډول ستونزو او طوفانونو څخه وېره نه پاتې کېږي. د روح لطافت او نرمي د انسان کمال دی، په داسې حال کې چې سختي (غلظت) یوازې د خاورو د یو پېټي په څېر دروندوالی دی؛ ځکه د حقیقت کیسه تل په نرمه ژبه کې پټه وي.
انسان په پیل کې د خاورې په څېر غلیظ او په تیارو کې ډوب و، خو کله چې عقل راغی، هغه یې د لطافت په اور کې پاک کړ. اوس د هغه روح د وريځې په څېر نرم او سترګې یې د شبنم په څېر رڼې دي؛ ځکه بې له عقله ژوند یوازې د کاڼو په څېر سخت او بېګټې وي.
کله چې انسان له عقله لیرې شي، ژوند یې د داسې ځنګل په څېر ګرځي چې یوازې زور، تنده، سختي او ګناه پکې وي. خو کله چې عقل ورته د پرخې په څېر د لطافت لارښوونه وکړي، نو غېږه یې له ګلانو ډکېږي او په تندي کې یې رڼا پیدا کېږي.
غلیظ انسان هغه دی چې د خپل نفس د توندو غوښتنو په زندان کې بند وي. خو چې عقل احیا شي، د هغه زړه دومره نرم او لطیف شي چې د حق انوار لکه په شفافې شیشې کې پکې نڅا کوي.
د حقیقت لمر ، له ازله تر ابده تل تل ځلېږي، خو دا موږ یو چې دا حقیقت نه وینو؛ موږ ړانده یو.
فکر باید یوازې په دنیوي چارو پورې محدود نه وي.
عبادت او زهد د فکر لپاره سریزه دي. زهد او عبادت مرسته کوي چې په دنیوي او جزیي چارو کې راګېر نشو.
څه شی موخې ته رسیدو مخه نیسي، د خنډونو پېژندل مهم دي.
څه چې موږ موخې ته ورنږدې کوي، هغه هم باید وپېژندل شي.
د سلوک په پیل کې لومړی باید خنډونه وپیژندل شي، او په دویم پړاو کې هغه وسیله ده چې ژر مو موخې ته ورسوي.
ددې دواړو تر پېژندنې وروسته د منزل مقصود په لور تګ دی.
همدا زهد دی؛ دلته اصل، پېژندنه ده، پېژندنه اړینه ده، او اصالت په پېژندنه (معرفت) کې دی.
د زهد موخه د پېژندنې زیاتوالی دی؛ یعنې د عقل تګ، یعنې د عقل سلوک.
عقل پخپله سالک دی؛ یعنې یون دی.
رسول الله (ص) وایي چې د الله ذکر او تعقل، زړه د شیشې غوندې شفافوي:
إِنَّ لِكُلِّ شَيْءٍ صِقَالَةً، وَصِقَالَةُ الْقُلُوبِ ذِكْرُ اللَّهِ – د هر شي لپاره یو صیقل (پاکوونکی) شته، او د زړونو صیقل د الله ذکر دی. (شعب الإيمان – للبيهقي; كنز العمال.)
ذکر د عقل د بیاژواکۍ یا احیا وسیله ده چې غلظت لیرې کوي.
د مؤمن د زړه د لطافت په اړه حضرت علي (رض) وایي:
قَلْبُ الْمُؤْمِنِ مَطْوِيٌّ عَلَى الْإِيمَانِ، إِذَا أَرَادَ اللَّهُ نَوْرَهُ فَتَحَهُ بِالْفَهْمِ وَالْعَقْلِ – د مؤمن زړه پر ایمان نغښتی دی، کله چې الله وغواړي هغه روښانه کړي، نو د فهم او عقل په واسطه یې (د انوارو پر مخ) پرانیزي.(غرر الحکم)
د مومن زړه دومره پاک او صفا دی چې د الله تعالی د ذات رڼاګانې (انوار) پکې په بشپړه توګه ښکاري. سخت او غلیظ زړونه د مړې خاورې په څېر بېحسه پراته دي، خو یوازې لطیف او نرم زړه دی چې ابدي ژوند او بقا یې موندلې ده.
کله چې د انسان عقل د انوارو په وسیله پاک او صیقل شي، نو په خپل ځان کې بشپړ حقیقت ویني. په دې حالت کې، هغه د نفس له زندان څخه بهر کېږي او د لطافت په سمندر کې د یو قیمتي ګوهر په څېر ځلېږي. عقل د هغه لمر په څېر دی چې د هستۍ ټولې سختۍ او غلظتونه ویلي کوي، چې په پایله کې په پاک او صفا زړه کې د حق رڼا په بشپړه توګه څرګندېږي او روح یې په انوارو کې ډوب او روښانه کېږي.
کله چې عقل له غلظت (مادي او نفساني کثافت) څخه پاک شي، زړه د حق د تجلیاتو لپاره په یو شفاف مظهر بدلېږي.
کله چې عقل حاکم شي، انسان د حیواني توندخویۍ له زندانه وځي او د ملکوتي نرمۍ فضا ته ننوځي. په دې حالت کې د انسان کلام، عمل او فکر ټول د حق د انوارو هنداره ګرځي.
ولې په تاریخ کې له عقل سره دومره دښمني شوی؟
د اشاعرو ستره ستونزه دا وه چې هغوی یوازې پر ارادې تکیه کوله.
اراده ښه ده او اهمیت لري، خو که د عقل ملاتړ ونه لري، هیڅ ګټه نه کوي.
نیچه اراده د ځواک او ځواکمنۍ په لور متمرکزه کړه (نیچه باور درلود چې انسان باید خپله اراده یوازې د نورو خلکو د محدودیتونو یا د هغوی د امرونو د پیروي لپاره ونه کاروي، بلکې د ځان د ځواک زیاتولو، خلاقیت ښودلو او د خپلو وړتیاوو د راسپړلو لپاره یې وکاروي. په بله وینا، اراده چې هدفمنه او د ځواک په لور وي، د انسان د پرمختګ او لوړتیا اساس دی.)
کانټ عقل له ماوراالطبیعه بې برخې کړ، ویې ویل که عقل له طبیعت څخه هاخوا لاړ شي، په ورانۍ ، شخړې او تناقض کې راګیرېږي. عقل باید یوازې په همدې طبیعت کې فکر وکړي، هاخوا فکر ونکړي.
کانت؛ ارادې، عمل او اخلاقو ته اصالت ورکړ، یعنې له عقلي اخلاقي ملاتړ او لنګې اخلاق پرته له عقلي ملاتړ.
کله چې د انسان اراده د شهوت او غصې پر بنسټ ولاړه وي، پایله یې تباهي ده، او په دې حالت کې ریښتینې ازادي نه شته.
ځینې وایي ازادي د ارادې ملکیت دی.
خو آیا اراده آزاده ده، که عقل؟
پوښتنه دا ده چې آزادي د ارادې ذاتي ځانګړتیا ده که د عقل؟
اراده خپله ریښتینې آزادي د عقل په ملاتړه ترلاسه کوي.
د لوېدیځو فلاسفو تېروتنه دا ده چې پټو، غیبي او غیرې حسي امورو ته ظاهري بڼه ورکوي.
اراده او اختیار یوازې د ظاهر له پلوه ویني او عقل ته پاملرنه نه کوي، حال دا چې هم اراده او هم اختیار خپله سرچینه له عقل څخه اخلي.
د ارادې او عقل د تړاو په اړه حضرت علي (ک) وایي چې اراده باید د عقل تر امر لاندې وي، ګني انسان د شهوت او غوسې ښکار کېږي:
لاَ غِنَى كَالْعَقْلِ وَ لاَ فَقْرَ كَالْجَهْلِ وَ لاَ مِيرَاثَ كَالْأَدَبِ – تر عقل لویه شتمني نشته او تر ناپوهۍ (بې عقلي ارادې) لویه نېستي نشته. (نهج البلاغه – حکمت ۵۴.)
د عقل د حاکمیت په اړه رسول الله (ص) وایي چې د انسان برخلیک او ازادي د هغه په عقل پورې تړلې ده، نه په تشې ارادې :
مَا كَسَبَ ابْنُ آدَمَ شَيْئاً أَفْضَلَ مِنْ عَقْلٍ يَهْدِيهِ إِلَى هُدًى أَوْ يَرُدُّهُ عَنْ رَدًى – انسان د عقل په څېر هیڅ غوره شی نه دی ګټلی، چې هغه هدایت ته رهبري کړي او تباهۍ (غلطې ارادې) یې وژغوري.
(المعجم الكبير – للطبراني; إحياء علوم الدين – للغزالي)
د ازادۍ او عقل په اړه رسول الله (ص) وایي:
إِنَّمَا يُدْرَكُ الْخَيْرُ كُلُّهُ بِالْعَقْلِ، وَلا دِينَ لِمَنْ لا عَقْلَ لَهُ – ټول خیر یوازې د عقل له لارې ترلاسه کېږي، او څوک چې عقل نه لري، دین (او حقیقي ازادي) نه لري. (کنز العمال – للمتقي الهندي.)
کله چې اراده له عقل پرته په سفر پیل کوي، نو د داسې ړانده په څېر وي چې په تیرو کې له خطرونو سره مخ کېږي. په اصل کې عقل د لمر په څېر دی او اراده د هغه د ځلاند نور په څېر ده؛ نو ځکه پرته له لمره (عقل) هېڅ رڼا (اراده) نه شي کولای چې په سمه توګه اغېزناکه او ګټوره واقع شي
کله چې څوک د خپل نفس په اراده تګ کوي، نو د ژوند په هره لاره کې به یې مخې ته زندانونه او خنډونه وي. رښتینې ازادي یوازې د عقل په وسیله موندل کېږي، نه د هغو کسانو لخوا چې د غوسې او قهر په زور جنګونه او شخړې کوي.
واقعي عقل هغه دی چې غیبي حقایق په ښکاره نښانو (شهود) کې درک کړي او د کائیناتو ټول رازونه د خالق پر وړاندې په سجده او تسلیمۍ کې وویني. که چېرې عقل یوازې په مادي شیانو کې بند پاتې شي، نو روح به هېڅکله ونه شي کړای چې د ملکوټ او مانیزو لوړو درجو ته صعود وکړي.
انسان باید خپله اراده د عقل په کنټرول (زنځیر) کې راولي او خپله رښتینې ازادي په پوهه کې ولټوي؛ ځکه چې بې له پوهې اراده یوازې یو ډول حیواني خصلت دی. له همدې امله، په کار ده چې انسان د عقل په رڼا کې خپل تقدیر او برخلیک وټاکي.
د لوېدیځو فلسفو لویه تېروتنه دا وه چې اراده (Will) یې له عقل (Intellect) څخه جلا کړه. په اسلامي حکمت کې اراده یوازې هغه وخت “ازادي” ده چې د عقل له خوا د غیبي حقایقو پر بنسټ رهبري شي؛ ګني د نیچه “ځواکمنه اراده” یا د کانټ “عملي عقل” که له ماوراالطبیعه (توحید) سره ونه تړل شي، یوازې په مادي دایره کې سرګردانه پاتې کېږي.
هر عارف هم زاهد وي او هم عابد وي؛
خو کېدای شي څوک زاهد وي، خو عارف نه وي، او یا عابد وي، خو عارف نه وي.
عارف یعنې هغه څوک چې د لوړې مرتبې او اعلی مقام څښتن وي.
تفکر تر ټولو سپېڅلی عبادت دی، ځکه له ښودنې او ریا پاک وي.
خو عبادت او زهد، که څه هم ارزښت لري، د ریا له خطره خالي نه دي.
عارف له غیر حق څخه مخ اړوي، ځکه چې د حق معرفت ته رسیدلی دی.
د تفکر د فضیلت په اړه رسول الله (ص) وایي چې یو ساعت تفکر (چې د عارف کار دی) تر کلونو عبادت غوره دی:
تَفَكُّرُ سَاعَةٍ خَيْرٌ مِنْ عِبَادَةِ سَبْعِينَ سَنَةً – یو ساعت فکر کول تر اویا کالو عبادت غوره دي. (تذکرة الموضوعات – للفتني; إحياء علوم الدين – للغزالي)
ځکه تفکر انسان معرفت ته رسوي او له ریا پاک وي.
د ریا په اړه رسول الله (ص) وایي:
إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الأَصْغَرُ، قَالُوا: وَمَا الشِّرْكُ الأَصْغَرُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الرِّيَاءُ – تر هر څه زیات چې زه پر تاسو وېرېږم هغه کوچنی شرک دی. وپوښتل شول هغه څه دی؟ ویې فرمایل: ریا.
(مسند الإمام أحمد.)
حضرت علي عارفان داسې یادوي:
قَدْ أَخْلَصَ لِلَّهِ فَاسْتَخْلَصَهُ… فَهُوَ مِنْ مَعَادِنِ دِينِهِ وَ أَوْتَادِ أَرْضِهِ – هغه (عارف) خپل ځان الله ته خالص کړ، نو الله هم هغه د ځان لپاره غوره کړ… هغه د دین له کانونو او د ځمکې له مېخونو څخه دی. (نهج البلاغه – خطبه ۸۷.)
د علم او پوهې مقام د لمر په څېر لوړ دی، په داسې حال کې چې یوازې ظاهري عبادت د یوې ذرې حیثیت لري. عارف (حقیقي پوه) ته د الله تعالی د ذات د معرفت لویه شتمني ور په برخه شوې ده. یو عادي عابد ښايي د جنت په طمع سجدې لګوي، خو عارف له خپلو شخصي غوښتنو او ځانمننې تېر دی او یوازې د حقیقت په لټه کې دی.
زاهد ته باید وپوهول شي چې که معرفت ونه لري، نو دا وچ زهد او عبادت یې په بشپړه توګه په ریا او ځانښودنه بدلېږي. رښتینی عارف هغه څوک دی چې په زړه کې یې د حق ډېوه بله وي؛ له دې پرته نور ټول کسان په تورو تیارو کې د سوالګرو (ګدا) په څېر بېلارې دي.
کله چې انسان عارف شي، ټول کائنات ورته یو کوچنی ټکی ښکاري او له حق پرته نور هر څه بې ارزښته ګڼي. حقیقي عارف په هر څه کې خپل خالق ویني، ځکه چې د ځان پېژندنې او تفکر له لارې د وحدت په بحر کې ډوبېږي او د کمال سلامتیا ترلاسه کوي.
په خپل ځان کې فکر کول تر ټولو لوړ عبادت دی؛ ځکه دا هغه لاره ده چې په هغې کې د حق لیدل پټ دي. عابد د نړۍ په رنګونو او ډېرښت (کثرت) کې بند پاتې وي، خو عارف بیا د حقیقت په یووالي (وحدت) کې ډوب وي. د هغه بنده په مخ کې چې له ریا پاک وي، تل د کمال سلامتیا او بریا پرته ده.
لنډه دا چې عارف هغه پوه (اندیال) دی چې د عبادت او زهد له ظواهرو تېر شوی او د معرفت حقیقت ته رسېدلی. د هغه عبادت یوازې د بدن حرکت نه، بلکې د روح پرله پسې تفکر او حضور دی، ځکه خو د ریا له خطره خوندي پاتې کېږي.
ــــــــــــــــ
نفس
نفس ام لمعارف دی. نفس له ملکوت څخه ناسوت ته راغلی دی؛ نفس هبوط کړی دی.
نفس په خپل اصل کې نوراني دی. نفس د هبوط وړتیا لري، یعنې د ګناه کولو استعداد لري؛
خو مهمه دا ده چې دا استعداد ولري، خو ګناه ونه کړي.
انسان دوه ډوله لید لري:
یو لید یې بهرني عالم ته دی، یعنې هغه نړۍ چې دی پکې ژوند کوي او بل لید یې د خپل دننه ته دی.
دې دننني لید ته «انفسي لید » ویل کېږي.
آیتونه دوه ډوله دي: آفاقي او انفسي.
له ذَرې څخه تر کهکشان پورې په ټول کاینات کې هر څه د هېښتیاوړ دي؛ دا ټول آفاقي آیتونه دي.
خو دا ټول چې په بهرني عالم کې دي، د انسان د دننني عالم، یعنې انفسي عالم، په پرتله ډېر کم دي.
څه چې په بهر کې ښکاري، یوازې د انسان د درون انعکاس دی.
د انسان سیر یا یون دوه اړخیزه ده: یو بهرنی یا آفاقي، او بل داخلي یا انفسي .
دنننی سیر یا یو ناپایه او نامحدود دی، خو بهرنی سیر یا یون محدود دی. انسان چې څومره هم په خپل دنننه کې سیر یا یون وکړي، نو ناپایه دی؛موږ له تیارو حجابونو تېریږو او د رڼا حجابونو ته رسو، او د رڼا حجابونه نه ختمېدوني دي.
د سلوک بنسټ دنننی سیر یا یون دی،او د عرفان بنسټ هم همدا دی.
رسول الله (ص) وایي چې د انسان زړه د ټول کائنات په پرتله پراخ دی:
مَا وَسِعَنِي أَرْضِي وَ لَا سَمَائِي وَ لَكِنْ وَسِعَنِي قَلْبُ عَبْدِيَ الْمُؤْمِنِ«قدسي حدیث» – زما ځمکه او زما اسمان زما (د معرفت) ځائ نه شوای کېدای، مګر زما د مؤمن بنده زړه زما (تجلي ګاه) شو. (إحياء علوم الدين – للغزالي.)
دا دې خبرې تایید دی چې انفسي عالم تر آفاقي لوی دی.
حضرت علي (ک) د نفس د شرافت او د هغې د نوراني اصل په اړه وایي:
النَّفْسُ جَوْهَرَةٌ ثَمِینَةٌ مَنْ صَانَهَا رَفَعَهَا وَ مَنْ ابْتَذَلَهَا وَضَعَهَا – نفس یو قیمتي ګوهر دی؛ چا چې وساته هغه یې پورته (ملکوت ته) کړ او چا چې سپک کړ (ګناه یې وکړه) هغه یې لاندې کړ. (غرر الحکم.)
په خپل باطن او ځان کې د ټول جهان ننداره وکړه، ترڅو درته په کې د حقیقت ګلستان ښکاره شي. بهرنۍ (افاقي) نښې ټولې تېرېدونکې او فاني دي؛ نو ځکه په خپل نفس او روح کې سیر وکړه، چې د الله تعالی (سبحان) حقیقي معرفت ومومې.
انسان د لنډ وخت لپاره له لوړ مقام څخه مادي نړۍ ته راغلی، څو روح یې بېرته پاک خالق ته والوزي. دا هبوط یوه ازموینه وه چې خپل ځان په کې وپېژني، ځکه چې د هغه اصل د ازل له رڼا څخه دی.
که انسان په خپل ځان کې د حق نښانې پیدا کړي، نو د ټولې نړۍ (آفاق) حقیقتونه به ورته روښانه شي. په انساني نفس (انفس) کې باطني سفر بېحده او بېپایانه دی؛ نو په کار ده چې انسان په دې لاره کې خپل ځان فنا کړي، ترڅو خپل حقیقي وجود او بقا ومومي.
کله چې انسان له یوې رڼا څخه تېر شي، بله رڼا یې مخې ته راځي او په خپل ځان کې دغه باطني سفر یې تر ازله پورې دوام مومي. د بهرنۍ نړۍ (آفاقي) لارې ختمېدونکې دي، خو د نفس او روح (انفسي) لاره ناپایه ده؛ ځکه انسان څومره چې په خپل ځان کې ژور ننوځي، هومره دا لاره ورته اوږده او پراخه ښکاري.
انسان په خپل باطن او ځان کې بشپړ جهان موندلی شي، چې له امله یې له ځمکې او اسمان څخه بېنیازه کېږي. که یو بنده د بصیرت او پوهې نظر ولري، نو د هغه په خپل زړه کې ټول کهکشانونه او لوی حقیقتونه پټ دي.
انسان د الهي باغ مرغه دی چې په مادي قفس کې بند پاتې دی او اصلي وطن یې د رڼا نړۍ ده، نه دا تیاره نړۍ. د مادي نړۍ د پرېښودو په صورت کې، مانیزه نړۍ ښکاره کېږي، ځکه چې د انسان د روح رڼا په خاورین کالبد کې نغښتې ده.
د انسان په باطن کې د رڼا پسې بله رڼا ښکاري او په خپل نفس (انفس) کې د حق تعالی خورا لویه تجلا ویني. دا باطني سفر هېڅکله پای ته نه رسېدونکی دی؛ ځکه انسان څومره چې په خپل ځان کې ژور ننوځي، هومره خپله لاره په ابدیت او بقا کې ویني.
انسان یو «جامع موجود» دی. آفاقي نړۍ که هر څومره لویه وي، خو د انسان د «باطني عروج» په وړاندې یوه ذره ده. ریښتینی عارف هغه دی چې د خپل درون له تیارو تېر شي او د رڼا په ناپایه حجابونو کې ډوب شي .
یو عارف یې وپوښت: ایا خپل خدای دې نه راپېژنې؟
عارف وویل: ایا ته داسې څوک پېژنې چې ته یې خپل ځان ته ورپېژندلی یې؟
که زه خپل ځان وپېژنم، حق به وپېژنم.
مولانا وايي :
باغها و میوهها اندر دلست
عکس لطف آن برین آب و گلست
یعنې اصلي باغ او میوه د انسان په دنننۍ نړۍ کې دي، او بهرني نړۍ یوازې د هغې انعکاس دی
گر نبودی عکس آن سرو سرور
پس نخواندی ایزدش دار الغرور
مولوي وايي چې که د باغونو او ښکلا اصلي سرچېنه نه وای، او یوازې ظاهري عکسونه وای، نو الهي نوم «دار الغرور» (د فریب ځای) به ارزښت نه درلود؛ ځکه دا ټول ظاهري انځورونه یوازې د زړه او روح عکسونه دي، او خلک پر دې ظاهري خیال باور کوي.
هغه څه چې د انسان په بهر کې ښکاري، د ده د درون هنداره ده.
رسول الله (ص) په ځغرده دا پوښتنه ځواب کړی چې بې له ځانپېژندنې، خدایپېژندنه ناشونې ده:
أَعْرَفُكُمْ بِنَفْسِهِ أَعْرَفُكُمْ بِرَبِّهِ – په تاسو کې هغه څوک خپل رب ښه پېژني چې خپل ځان (نفس) ښه وپېژني.( إحياء علوم الدين – للغزالي; تذکرة الموضوعات.)
لکه څنګه چې مولانا وايي باغونه په زړه کې دي، حق تعالی وايي:
لَمْ يَسَعْنِي سَمَائِي وَ لَا أَرْضِي وَ وَسِعَنِي قَلْبُ عَبْدِيَ الْمُؤْمِنِ – زما ځمکه او اسمان زما ځای نه شي کېدی، خو زما د مؤمن بنده زړه زما ځای شو. (إحياء علوم الدين – للغزالي.)
دا ښیي چې اصلي حقایق په درون کې دي.
انسان باید په خپل ځان کې د حقیقت د ګلزار ننداره وکړي، ترڅو له هر بل باغ او بهار څخه بېنیازه شي. دا ټوله نړۍ یوازې یوه آینه ده، چې په اصل کې د انسان د خپل زړه انځورګر (خالق) په کې پټ دی.
کله چې انسان خپل ځان وپېژني، نو په حقیقت کې یې حق (خالق) پېژندلی دی او په همدې یوه ټکي کې یې د ټول کاینات مطلق حقیقت درک کړی دی. دا ټول بهرني رنګونه او باغونه په اصل کې د انسان د خپل زړه انعکاس دی؛ ځکه هغه د خپل وجود په آینه کې د الهي نور شفق او ښکلا لیدلې ده.
تر څو چې انسان خپل حقیقي ځان نه وي لیدلی، د نړۍ په حقیقت نه شي پوهېدی او په بېنوره سترګو د لمر او اسمان لیدل ورته ناشوني دي. هر څه د انسان په خپل زړه کې دي، نو ځکه یې باید په بهرنۍ نړۍ کې ونه لټوي؛ ځکه په یو ویجاړ او بېخبره زړه کې د حق ګلستان نه شي لیدل کېدی.
خدای د ډېر څرګندوالي له لامله پټ ښکاري
خوشحال خان خټک وايي :
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډیر پیدایی ناپدید دی
حافظ شیرازی وايي :
در روی خوب تو نظر کردن آن روی کنم
که ز فرطِ ظهور ناپدید است
خدای هر ځای شته، دا موږ یو چې ورک یو ،
خدای هېڅکله ورک شوی نه دی؛ موږ پخپله ورک شوي یو.
خدای هر ځای حاضر دی، هم په آفاقو کې او هم په انفوسو کې؛
هم ستاسې په دننه کې (فی انفسکم) کې شته، او هم په بهر کې.
سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (فصلت/۵۳) = ژر به موږ خپلې نښې (د نړۍ) په شاوخوا او د دوی په خپلو ځانونو كې وروښيو، چې ورڅرګنده شي، چې هغه حق دى؛ ايا بس نه دى، چې ستا پالونكى پر ټولو څيزونو شاهد دى؟!
انسان باید هم د خپل دننني عالم له لارې بهر ته وګوري، او هم له بهرني عالم له لارې خپل درون ته نظر وکړي.
تر څو چې موږ خپل انانیت، نفسانیت (ځاني غوښتنې، هوسونه) وینو، نو حق نه شو لیدلی.
که زه وکولای شم خپل ځان ونه وینم ــ که څه هم دا کار اسانه نه دی ــ او خپل هوا او هوس پرېږدم، نو حق به ووینم.
کله چې انسان له «ځان لیدو» تېر شي، هماغه شېبه حق ویني.
تبیین یا روښانتیا دوه ډولونه لري.
د خدای د شتون د اثبات لپاره بېلابېل ډول استدلالونه شته: کلامي، نقلي او عقلي.
حق د اثبات لپاره برهان غواړي؛ برهان د حق لپاره دی.
خو که انسان له خپل درون څخه حق ته ورسېږي، نو بیا حق برهان ته اړتیا نه لري.
برهان د حق لپاره دی، حق د برهان لپاره نه دی.
حق ته رسېدل یوازې د درون له لارې کېږي، یعنې د سیر او سلوک له لارې.
سیر او سلوک دا مانا لري چې انسان پر خپلو هوسونو، غوښتنو او تعلقاتو پښه کښېږدي.
تعلقات ډېر ډولونه لري.
امام حسین (رض) د عرفې دعا کې وایي چې حق برهان ته اړتیا نه لري:
مَتى غِبْتَ حَتّى تَحتاجَ اِلى دَليل يَدُلُّ عَلَيْكَ – (اې خدایه!) ته کله غایب وې چې دلیل (برهان) ته اړتیا پېښه شي چې پر تا دلالت وکړي؟ (یعنې ته تر برهان ډېر څرګند یې).
تر څو چې انسان ته خپل نفس او ځان ښکاري، حقیقي حق ترې پټ وي؛ خو کله چې خپل ځان (غرور او انا) فنا او ورک کړي، نو حق ورته په بشپړه توګه ښکاره کېږي. لکه څنګه چې د لمر لیدلو لپاره کوم دلیل او برهان ته اړتیا نشته، د حق حقیقت هم څرګند دی؛ خو یوازې هغه څوک د دلیلونو په لټه کې وي چې په تیارو او بېخبرۍ کې ډوب وي.
«ځان لیدل» د حق د لیدو خنډ دی.
تر څو چې د انسان په وجود کې یوه ذره انانیت (ځانمننه) پاتې وي، د هغه د لید پر وړاندې به د حقانیت پرده پرته وي. په کار ده چې انسان خپل ځان د معشوق (حق تعالی) په رڼا او تجلا کې د ایرو په څېر فنا کړي؛ ځکه همدا مادي مړینه او له نفسه تېرېدل په حقیقت کې له حق سره د یوځای کېدو او جمع کېدو (جمعیت) عین مانا ده.
انسان باید له هر دواړو لورو حق وګوري.
انسان د حق تعالی جمال هم په خپل ځان کې ګوري او هم یې په ټولو کایناتو او بېلابېلو حالاتو کې نښې ویني. کله چې هغه له خپل ځان (نفس) څخه تېر شي او د فنا لوري ته ګام واخلي، نو د ابدي ژوند او بقا رڼاګانې په څرګنده توګه ویني.
دنیوي تعلقات او مادي اړیکې د انسان د پښو زنځیر دی چې هغه الوتلو ته نه پرېږدي، او د هوس په تورو خاورو کې د لوېدو سبب ګرځي. تر هغو چې د انسان دا “زه“ (انانیت او نفس) مړ نه شي، هغه نشي کولای په هر څه کې د حق تعالی حضور وګوري؛ ځکه له دې پرته په بل هېڅ ډول د حقیقت موندل شوني نه دي.
“خدای ورک نه دی، موږ ورک یو”
حق تعالی همدلته شته، ډېر نږدې دی او په هر ګل کې یې خندا (ښکلا) ښکاري؛ خو دا انسان دی چې د خپلو چورتونو او سوداګانو په غلبه کې ورک شوی دی. د انسان خپل “زه“ او غرور هغه پرده (حجاب) ده چې له حقه یې لیرې کړی دی، که نه نو هغه خو په هر ځای کې حاضر دی او په هر څه کې یې تجلا ښکاري.
خدای د ډېر څرګندوالي له امله پټ دی.
حق تعالی په هر څه کې د لمر په څېر روښانه ځلېږي، خو د ناخبرو او پردیو (اغیارو) سترګې د هغه په لیدلو نه پوهېږي. هغه دومره ښکاره (ظهور) دی چې له ډېرې رڼا یې ټوله نړۍ ناپدیده او ورکه ښکاري؛ نو ځکه په همدې ښکاره حالت کې بیا هم له عامو سترګو پټ پاتې دی او هر څوک یې نه شي لیدلی.
که د انسان زړه له مادي تعلقاتو او تړاوونو څخه پاک (مجرد) شي، نو په نړۍ کې به ورته هر رنګ د الله تعالی د نور په څېر ښکاره شي. په اصل کې دا نفساني هوس دی چې د انسان پښې یې تړلي او له پرمختګ او معرفت څخه یې ایسار کړی دی؛ که داسې نه وای، نو د عقل هر افق به د هغه لپاره د پرمختګ او بریا حد ګرځېدلی وای.
حافظ شیرازی :
همه کس طالبِ یارند چه هشیار و چه مست
همه جا خانهٔ عشق است چه مسجد چه کِنِشت
یعنې :
هر څوک د یار لټون کوي، که هوښیار وي که مست؛
هر ځای د عشق کور دی، که مسجد وي که کنیسه.
ـــــــــــــــ
ځان پېژندنه
نفساني ښامار او کاذب ذهد
هغه ښامار چې د انسان په دنننه کې دی، تر هر بهرني ښاماره خطرناک دی؛ او هغه زمری او لیوه چې د انسان په نفس کې دي، د بېدیا تر زمري او لیوه ډېر زورور دي.
مار، ښامار، زمری او لیوه یوځل داړل کوي او ځي؛ خو انسان چې حریص شي، او د فرعون په څېر سرکښه شي، بیا په چا هم رحم نه کوي. په یوه شېبه کې زرګونه خلک وژني، او که ټول عالم هم ورکړل شي، بیا هم نه راضي کېږي.
هیڅکله نه قانع نه کېږي، هر څه چې ورکړل شي، بیا هم نور غواړي، لکه د دوزخ اور، دوزخ په حقیقت کې د انسان په دننه کې دی.
انسان د زیاتو غوښتنو څښتن دی؛ هره هیله یې چې پوره شي، د بلې هیلې لاره پرانیزي، په دې عالم کې یې غوښتنې لامحدودې دي.
مولانا :
نفست اژدرهاست او کی مرده است
از غم و بی آلتی افسرده است
نفس لکه ښامار دی، کله مړ شوی
د غم او بېوسیلۍ له امله په ژور خپګان کې دی
کېدای شي یو څوک د ظلم او ګناه ځواک او وزلی ونه لري، نو وايي: «زما نفس پاک دی.» خو دا پاکوالی رښتینی نه دی، ځکه چې له وزلو بې برخې دی او له همدې امله خپه دی.
که د فرعون ځواک یا د قارون شتمني یې درلودې، څه به یې کړی وای؟
دا چې تجربه نه لري، یوازې د خپګان یا افسردګۍ له مخې وايي وايي: «الحمدلله، زما نفس پاک دی»
ځینې وخت انسان د وسایلو، ځواک او شتمنۍ د نشتوالي له شدته غرور پیدا کوي؛ دا ځان ته لوړ ګڼل هم خپله یو ډول ناروغي ده.
د نفساني ښامار ؛ تر ټولو لوی دښمن په اړه رسول الله (ص) وایي چې تر هر بهرني دښمن خطرناک دښمن ستا په دننه کې دی:
أَعْدَى عَدُوِّكَ نَفْسُكَ الَّتِي بَيْنَ جَنْبَيْكَ – ستا تر ټولو سخت دښمن ستا هغه نفس دی چې ستا د دوو اړخونو ترمنځ (ستا په دننه کې) دی. (إحياء علوم الدين – للغزالي; تذکرة الموضوعات.)
د نفس د نامحدودو غوښتنو (حرص) په اړه رسول الله (ص) وایي چې د انسان حرص هیڅ پای نه لري:
لَوْ كَانَ لِابْنِ آدَمَ وَادِيَانِ مِنْ مَالٍ لَابْتَغَى ثَالِثاً، وَلَا يَمْلأُ جَوْفَ ابْنِ آدَمَ إِلَّا التُّرَابُ – که د ادم اولاده د مال دوه وادۍ ولري، د دریمې غوښتنه به کوي؛ د ادم د اولادې نس یوازې خاوره (مرګ) ډکولای شي.
(صحيح البخاري; صحيح مسلم.)
د حقیقي مېړانې؛ یعنې د نفس ماتولو په اړه رسول الله وایي چې اتل هغه نه دی چې زمری ووژني، بلکې هغه دی چې نفس مهار کړي:
لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ، إِنَّمَا الشَّدِيدُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ (صحيح البخاري.)
نفس د یو داسې ښامار په څېر دی چې هیڅکله نه مړ کېږي؛ حتی که یو لوی لښکر ورته راولې، بیا هم له منځه نه ځي. که د قارون ټوله شتمني او خزانې هم ورته ورکړل شي، بیا هم خپله تنده نه ماتوي او تل د نور او زیات غوښتنه کوي. انسان چې هر څومره د دغه نفس د مهارولو هڅه کوي، هغه نور هم زور اخلي او سرغړونه کوي؛ ځکه دا د هوس یو داسې اور دی چې حتی د تقوا په اوبو هم په اسانۍ نه مړ کېږي.
که د چا لاس بر نه وي او وايي چې «زه پرهېزګار یم»، نو دا پرهېزګاري نه، بلکې تشه مجبوري او ازار دی. رښتینی پرهېز هغه دی چې انسان پوره واک او قدرت ولري، خو بیا هم خپل نفس د حق په لاره کې مهار کړي.
د انسان خېټه د دوزخ په څېر ده چې هیڅکله نه مړېږي؛ که ټوله نړۍ ورته حلاله کړې، بیا هم پرې قانع نه کېږي. لکه څنګه چې اور هر څه سوځوي او هره شېبه د نورو سونتوکو غوښتنه کوي، د انسان په دننه کې دا د نفس ښامار هم هیڅکله نه مړېږي او نه پای ته رسېږي.
کله چې د چا د ظلم کولو توان نه وي، نو هغه په حقیقت کې عاجز او مجبور دی، نه پرهېیزګار او زاهد؛ داسې څوک لکه په قفس کې مړاوی ناستی مرغۍ ده، نه د دښتې ازاد الوتونکی. رښتینې تقوا دا ده چې د انسان په لاس کې د فرعون په څېر د قدرت توره وي، خو هغه بیا هم خپل سر په سجده ایښی وي او د یو مسکین غوندې له غرور او تېري څخه لېرې وي
د هغه په زړه کې د حرص یو ښامار پروت دی، خو بل خوا په خپل فقر او نشتمنۍ ویاړي. دا چې اوس یې لاس خالي دی، نو ځان پاک او پرهېزګار ګڼي؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې که هغه ته د پاچاهۍ قدرت ورکړل شوی وای، نو په هغه صورت کې به یې له خپل نفس سره څه کړي وو؟
په هر انسان کې یو فرعون (غرور او سرغړونه) پټ وي، خو دا هغه وخت راڅرګندېږي چې کله ورته د واک تخت او قدرت په لاس ورشي؛ بیا نو د هغه د اصلي څېرې ننداره کېږي. که چا خپل نفس مهار کړ، نو رښتینی سړیتوب ورته مبارک وي، که نه نو دا د نفس ښامار به هغه وخت خپله خوله وازه کړي چې کله ورته د ګناه او تېري فرصت پیدا شي.
نفس یوازې د «بېوسیلۍ» له امله مړ ښکاري، مګر کله چې د قدرت لمر پرې ولګېږي، بېرته ژوندی کېږي.
حقیقي ځانپېژندنه دا ده چې انسان خپل باطني ښامار وپېژني او مخکې تر دې چې هغه ته وزلې په لاس ورشي، د عقل او ریاضت په واسطه یې مهار کړي.
ځانپېژندنه په حقیقت کې د خپل باطني «وحشي صفتونو» پیژندل دي. ریښتینی اتل هغه نه دی چې په بهرنۍ نړۍ کې فتوحات وکړي، بلکې هغه دی چې په خپل دننه کې دغه خطرناک ښامار د عقل او معرفت په زنځیرونو وتړي.
ابلیس د انسان په نفس کې فعاله دی؛ که نفس نه وای، شیطان هیڅ کار نه شو کولی. شیطان تل د انسان په درون کې فعال دی او وسوسې کوي.
«قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (ص/۸۲) = (ابليس) وويل: ستا پر عزت قسم،چې هرومرو به دوى ټول تېر باسم؛»
انسان د معرفت له لارې کولای شي پر نفساني وسوسو واکمن شي. معرفت د علم او عمل په وسیله ترلاسه کېږي.
پېژندنه هغه وخت رښتینی کېږي چې له عمل سره مل وي او دوام ولري، چې دا ډېر سخت کار دی.
او دا چې انسان باید په دوامداره توګه ځان وڅاري، حتی یوه شېبه هم غفلت ونه کړي.
د نفسانیت حجاب چې لرې شي، «زه» یا «انانیت» چې اخوا شي؛ نو بیا انسان د حق لیدو وړتیا پیدا کوي.
« سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ (فصلت/۵۳) = ژر به موږ خپلې نښې (د نړۍ) په شاوخوا او د دوی په خپلو ځانونو كې وروښيو، چې ورڅرګنده شي، چې هغه حق دى»
وحدت
وحدت یعنې د انا یا انانیت د حجاب لرې کول
«انا» دوه ډولونه لري:
انضمامي
اطلاقي
زما د ژوند ټولې شېبې انضمامي دي.
ټولې انضمامي «انا ګانې» له یوې «انا» رامنځته کېږي.
مطلقه «انا» نه شي لیدل کېدای؛ موږ تل یوازې انضمامّي «انا» وینو.
د بېلګې په توګه :
موږ خپله رڼا نشو لیدلای، خو کله چې رڼا پر یو شي ولګېږي، هغه شی روښانه ښکاري.
نو موږ رڼا نه وینو، بلکې روښانه شوی شی وینو.
(حق لکه رڼا دی،
موږ حق په مستقیم ډول نه وینو،
بلکې هغه ځای وینو چې حق پرې تجلي کړې وي.)
کله چې دا ټولې انضمامي «انا»ګانې (تعینات) له منځه ولاړ شي – چې البته دا کار ډېر سخت دی –
نو په دې پړاو کې “هویت” کېږي؛
یعنې “هو” کېږي، د “هغه” په شان کېږي.
زما مال، مقام، فکر، غوښتنې دا ټول تعینات او پردې دي.
انضمامي انا = نفساني او ظاهري ځان
“هو” ضمیرِ غایب دی (یعنې د هغه ذات اشاره ده چې له انسانه پټ او لوړ دی.)
انسان “هویت” لري (یعنې خپله هستي او پېژندنه له “هو” څخه اخلي)
“هویت” د “هو” له مصدره جوړ شوی یو جعلي (مصنوعي) مصدر دی
هو = هغه مطلق ذات (حق)
هویت = د انسان هغه وجودي تړاو چې له حقه راولاړیږي
نو انسان په حقیقت کې: خپل ځان نه لري؛ بلکې خپله هستي د “هو” له فیضه لري.
یعنې:
انسان مستقل نه دی؛ د هغه “زه” او “هویت” د حق د ذات انعکاس دی.
« ۱. هو – ضمیر غایب
“هو” د حق ذات ته اشاره ده؛
هغه مطلق حقیقت چې له موږ پټ دی، خو د هر څه سرچینه ده.
هو = ذاتِ مطلق، حق، یا الهي حقیقت
۲- اطلاقی انا – حقیقي ځان
دا هغه رښتینی “زه یا انا” دی چې له “هو” څخه فیض اخلي.
دا “زه یا انا” محدود نه دی؛ دا د روح او حقیقت مقام دی؛ دا له حق سره تړاو لري.
۳ انضمامی انا – نفساني ځان
دا هغه ظاهري او محدود “زه یا انا” دی چې موږ یې په ورځني ژوند کې وینو: یعنې زما بدن، زما مال، زما فکر، زما غوښتنې، زما غرور. دا ټول تعینات دي، او د انسان د نفس پردې جوړوي.
انضمامی انا = محدود او نفساني ځان
۴. هویت – د انسان د وجود سرچینه
هویت د انسان خپل ذات نه دی؛ بلکې د هغه نسبت او تړاو له “هو” سره دی.
هویت = د انسان هستي او پېژندنه د “هو” له فیضه
یعنې: که “هو” نه وای، هویت به هم نه و؛ انسان خپله اصلي هستي له حقه اخلي. Bottom of Form
کله چې د انسان «زه» (انانیت) له منځه لاړ شي، نو یوازې «هو» (حق تعالی) پاتې کېږي او د هغه خپل هویت د الهي نور په وړانګو کې ډوبېږي. هغه د خپل وجود ټولې پردې او تعلقات ایره کړل او اوس یې په زړه کې یوازې د حقیقي یار د مخ ځلا او رڼا خپره ده.
دا چې انسان وجود لري، دا د ده خپل نه دی، بلکې دا ټول د هغه ذات (هو) برکت او فیض دی. د هغه د ژوند په هره رګ کې د هغه د نور وړانګې خپرې دي. د ده هویت له هماغه ذاته رنګ اخیستی دی، که نه نو دی خو یوازې یوه داسې ذره ده چې وجود یې په بشپړه توګه تش او پوچ دی.
زما مال او مقام دا ټول یوازې د حقیقت په وړاندې پرتې پردې دي، چې د حقیقت مخ یې پټ کړی دی. که چېرې دا «زه» (انانیت او غرور) له منځه لاړ شي، نو حق به پخپله څرګند شي؛ ځکه له حقه پرته نورې ټولې خبرې او کیسې بېمانا او مړې دي.
بنده د یو سیوري په څېر دی چې اصلي سرچینه یې لمر (حق تعالی) دی. هغه که څه هم له خپل حقیقي ځان څخه بېخبره دی، خو په اصل کې د «هو» (الله تعالی) له شتون او نښو څخه خبر دی. د انسان ټول هویت د الهي فیض او پیرزوينې پوروړی دی چې له حقه یې ترلاسه کړی؛ که چېرې دا الهي نور له ده څخه جلا شي، نو ټول وجود به یې له شره او بدۍ ډک شي.
بنده په خپل ذات کې هیڅ خپلواک وجود نه لري او د الله تعالی (سبحان) له فیض او پیرزوينې پرته بل هېڅ ژوندي پاتې کېدل نشته. د انسان ټول هویت او شخصیت له هماغه الهي ذات څخه اخیستل شوی دی؛ ځکه چې له «هو» (حق تعالی) پرته د بل هېڅ پناه ځای شتون نشته.
کله چې د انسان دا ظاهري «زه» (انانیت) له منځه لاړ شي، نو هر څه یوازې «هغه» (حق تعالی) پاتې کېږي. دا ټول مادي تعینات او نښې په اصل کې یوه بېمانا وسوسه ده؛ ځکه کله چې د بنده هویت د الهي نور په بحر کې غرق شي، نو هغه ته څرګنده شي چې د ده دا «زه» ویل یوازې یوه بهانه وه، نه یو خپلواک حقیقت.
زه د هغه لمر د رڼا یو سیوری یم او زما دا «زه» (نفس) بې له هغه د یوې مړې او بېخوندې خاورې په څېر دی. کله چې د هغه تجلي (رڼا) پر ما ولګېږي، نو زه خپل حقیقي هویت او وجود مومم؛ که نه، زه په خپله په تیارو کې ډوب یم او له هر لوري ورک یم.
دا د هغه د لمر رڼا ده چې په هرې وړې ذرې باندې لګېږي او موږ یې نښې په هر څه کې، که هغه خاوره وي او که اوبه (آبي)، ګورو. لکه څنګه چې لمر ته نېغ کتل ګران دي، د هغه (حق تعالی) مستقیم لیدل هم ستونزمن دي؛ خو د هغه تجلیات او رڼاګانې زموږ په وجود کې د بریا او کمال په رنګ کې ښکاري.
انسان د حق یو انعکاس دی. لکه څنګه چې د هیندارې انځور له هیندارې بهر کوم مستقل وجود نه لري، د انسان هویت هم د «هو» له فیض پرته هیڅ شی نه دی. کله چې انسان خپل محدود ځان (انضمامي انا) هېر کړي، هغه مطلق حقیقت (اطلاقي انا) ته رسېږي.
انسان په حقیقت کې «فقیرِ مطلق» دی چې خپله هستي له «غنيِ مطلق» (هو) څخه اخلي. کله چې انسان خپله انضمامي انا (تعینات) لیرې کړي، نو د اطلاقي انا مقام ته رسېږي چې هلته یوازې د حق تجلي ده او بس.
ولې انانیت نه وایي، بلکې هویت وایي؟
انسان خو انضمامي نه دی او انانیت نه لري؛ هغه د حق جلوه ده او هویت لري، یعنې هویت یې له حقه دی.
که له حقه هویت و نه لري، نو په اصل کې هویت نه لري، بلکې یو جعلي هویت لري.
انانیت څه دی؟
انانیت هغه ظاهري او نفساني “زه یا انا” ده:
یعنې زه دا یم، دا زما دی، زما غوښتنه، زما اراده، زما غرور.
دا “زه یا انا” محدود، تعیني، او د نفس پرده ده. همدا د انسان او حق ترمنځ حجاب جوړوي.
هویت څه دی؟
هویت هغه ریښتینی وجود او پېژندنه ده چې انسان یې له حقه اخلي.
یعنې:
انسان پخپله هیڅ نه دی؛ د هغه اصل د حق تجلي ده؛ د هغه رښتینی هویت د “هو” انعکاس دی.
هویت = د انسان وجود د حق له فیضه
د ځان پېژندنې معیار څه دی چې انسان کوم “زه” یا “انا” لري؟
زه څوک یم؟
ایا زه لېوه یم، زمری یم، حیوان یم، که زه “هو” یم؟
اخلاق د دې پېژندنې معیار نه دی. اخلاق خپله هم څو پوړونه لري.
اخلاق د ټولنې لپاره ښه دی، خو که الهي معرفت د اخلاقو ملاتړی نه وي، نو اخلاق هماغه د ټولنې تر کچې محدود پاتې کېږي.
د ځان پېژندنې معیار عقل، معرفت او مینه ده.
خپله حق زموږ لپاره معیار ټاکلی دی.
وَالسَّمَاءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ (رحمن/۷) = او اسمان يې اوچت كړ او تله (او قانون) يې كېښود،
بې مینې عقل او بې عقله مینه نشته
که عقل میین شي، مستېږي، نه دا چې تړلی او محدود شي. عقل هوښیار دی، خو نه یوازې د ورځني ژوند لپاره، نه د سیاسي، اقتصادي، علمي یا ټولنیز چارو لپاره. دا ټول عقل دي او اهمیت لري، خو عقل لایتناهی دی؛ نو باید پرلهپسې له دې ټولو قیوداتو او حجابونو تیر شو.
تړلی او ګرفتاره عقل
محدود دی، تړلی دی.
یوازې د دنيوي ژوند چارو، سیاست، اقتصاد، علم یا ټولنې لپاره کار کوي.
د نفس او هوسونو تر اغېزې لاندې دی.
له حقیقت او معرفت لوړوالي نه پوهېږي.
مست او میین عقل
آزاد او لایتناهی دی.
له روحاني معرفت او عشق سره تړلی.
د نفس او هوس له قیدونو تیر شوی.
مستي یې د حقیقت له ښکلا او تجلي څخه ده، نه د ظاهري ښېګڼې یا ګټو لپاره.
یعنې هر څومره چې پرمختګ وکړې، باید پاتې نه شې؛ دا سلوک دی.
په سلوک کې هیڅ توقف نه شته، او دا پخپله خدای ویلي :
وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ (یوسف/۷۶) = او د هر يوه پوهندوی پر سر بل ښه پوه شته.
یعنې په هره کچه چې د علم یا عقل برخې ته ورسېږې، باید پوه شې چې تر دې کچې پورته هم شته؛ تل باید د لوړتیا او پرمختګ په لور روان اوسو.
په عمل کې باید د خدای د ویل شویو لارښوونو له مخې عمل وکړو.
معرفت یا عقل لایتناهی دی؛ باید یوازې په سیاسي، اقتصادي، علمي، ټولنیز یا صنعتي چارو پورې محدود نه کړو.
دا محدود عقل د ژوند لپاره ګټور دی، خو که عقل په خپل اصلي بڼه کشف کړو، نو هماغه د خدای د لارې لارښود دی.
په بله وینا:
لایتناهی عقل یوازې د ژوند د اړتیاوو لپاره نه دی، بلکې د حقیقت او الهی معرفت د لارې رڼا ده.
د هویت او انانیت د توپیر په اړه رسول الله (ص) په دغه نبوي دعا کې د حق د لیدو او له انانیت (حجاب) څخه د خلاصون غوښتنه کوي:
اللَّهُمَّ أَرِنَا الْأَشْيَاءَ كَمَا هِيَ – اې الله! موږ ته شیان هماغسې وښیه لکه څنګه چې دي. (تفسیر کبیر – امام فخر الدین رازي.)
یعنې له انضمامي حجابونو پرته یې راته په رښتیني هویت کې راښکاره کړه.
د میین او مست عقل په اړه رسول الله (ص) وایي چې ریښتینی عاقل هغه دی چې د حق په لور په حرکت (سلوک) کې وي:
أَفْضَلُ النَّاسِ عَقْلًا أَشَدُّهُمْ لِلَّهِ حُبّاً – هغه تر ټولو غوره عاقل دی چې له الله سره یې مینه (عشق) تر ټولو سخته وي. (بحار الانوار – ۷۰ ټوک.)
دا هماغه د عقل او مینې پیوستون دی.
د انسان هویت له «هو» (حق تعالی) څخه اخیستل شوی او هغه خپل انانیت (ځانمننه) په دغه حقیقت کې لاهو کړی دی؛ هغه د خپل ژوند هره شېبه د سلوک او معرفت په لاره کې د رڼا په څېر تېره کړې ده. کله چې عقل میین شي، نو مستي یې ناپایه او لایتناهي کېږي؛ ځکه چې خپلې لارې ته یې د حقیقي یار په لور لوری ورکړی دی.
که انسان هوښیار وي، نو د دنیا په کارونو کې نه ایسارېږي؛ ځکه رښتینی عقل هغه دی چې د خپل مولا (خالق) لوري ته لاره ومومي. مینه عقل ته د الوت وزرونه ورکوي او تر عرشه یې رسوي، خو بې له مینې عقل د مزار د مړې خاورې په څېر بېحرکته پروت وي.
تر هغو چې انسان ته خپل ځان (نفس او غرور) ښکاري، حق ترې پټ وي؛ خو کله چې خپل ځان ورک او فنا کړي، نو حق ورته په بشپړه توګه څرګندېږي. په دې لاره کې انانیت (ځانمننه) د بېعقلانو لپاره یو غټ خنډ او دېوال دی؛ رښتینی هویت یوازې هغه چا موندلی چې له «هو» (حق تعالی) سره یې تړاو او پیوند جوړ کړی وي
په دې لاره کې کوم وروستی منزل نشته، بلکې تلپاتې حرکت او تګ پکار دی؛ ځکه د هر پوه انسان د پاسه بل تر هغه پوه شته او دا د حق تعالی یو ډول نښه او لورینه ده. خپل عقل یوازې په مال، سیاست او دنیاوي چارو کې مه ایساروه، بلکې داسې یو مست او ازاد عقل ولټوه چې له هر ډول مادي ګرد او غبار (خیالاتو) څخه خلاص وي. کله چې ته یو حد ته ورسېږې، نو مخې ته دې بل نوی افق او حقیقت پیدا کېږي؛ ځکه د عقل په سمندر کې د حقایقو لټون یو ناپایه او نامحدود تدبیر دی.
کله چې د انسان عقل د سیاست او دنیوي جنجالونو په قفس کې بندي وي، نو په تیارو کې داسې ړوند ګرځي چې د حقیقت هېڅ رڼا نه شي لیدلی. خو کله چې د اګاهۍ او پوهې په نشه مست شي، نو له مادي محدودیتونو پورته الوت کوي؛ بیا یې لاره بېپایه (لایتناهي) کېږي او د خپل مولا (خالق) تر دیداره پورې رسېږي.
بې له مینې، عقل د مزار د مړې خاورې په څېر بېحرکته پروت وي، خو کله چې ورسره مینه ملګرې شي، نو نوی فعالیت او ژوند پیدا کوي. په اصل کې عقل د لمر په څېر دی او مینه یې د وړانګو حیثیت لري چې دواړه له یوې سرچینې دي؛ نو کله چې دا دواړه (عقل او مینه) سره یو ځای شي، د ناپوهۍ او بېخبرۍ ټول ګرد او غبار له منځه ځي او هر څه روښانه کېږي.
انانیت یو جعلي هویت دی چې انسان په مادي زندان کې بندوي. مګر کله چې عقل د عشق په مرسته له خپلو مادي حدودو (سیاست، اقتصاد، هوس…) تېر شي، نو هغه «مست عقل» ګرځي چې په هیڅ مقام کې نه درېږي او د «وفوق کل ذی علم علیم» په مصداق، تل د لایتناهي حقایقو په لور په حرکت (سلوک) کې وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ریشنلیزم
خلک چې په کوم موقعیت کې وي، له عقله هماغه برخه درک کوي چې په هغه موقعیت پورې اړه ولري، د ساري په ډول
سیاستوال له عقل څخه یوازې په سیاسي عقل پوهېږي. اقتصادپوه له عقل څخه یوازې په اقتصادي عقل پوهېږي. منطق پوه له عقل څخه یوازې په ارسطويي عقل پوهېږي. دا ټول د عقل بیلابیل اړخونه دي، او هر څوک له عقله خپله برداشت لري.
خو دا ټول محدود عقل دي؛ اصلي عقل تر دې ټولو لوړ دی.
عقل کولای شي چې قدسي شي. قدسي والی د عقل یو له حالتونو څخه دی.
عقل دا ټولې بڼې (سیاسي، اقتصادي، …) رامنځته کوي، خو خپله عقل باید د دې محدودو چارو په قید کې نه شي.
ریاضیات د عقل یوه منظمه بڼه ده.
عقل منطق ترتیب کړی، فورمولونه یې ورکړي، او لار اواری یې کړې.
عقل د منطق، سیاست، علم، تکنیک، صنعت، اقتصاد او نورې چارې تنظیموي، لارښوونه کوي او نظم ورکوي،
خو خپله عقل د دې هیڅ یوه بندي نه دی.
انساني عقل هېڅکله باید د سیاست بنديوان نه شي، سره له دې چې سیاست ته لارښوونه کوي.
انساني عقل هېڅکله باید د اقتصاد بنديوان نه شي، سره له دې چې اقتصاد هدایت او تنظیموي.
عقل سره له دې چې د نړۍ ټولې چارې په ټولو اړخونو کې اداره کوي، خو خپله له دې ټولو پورته پاتې کېږي.
څومره لوړ؟ ډېر لوړ!
دا د عقل تشریح ده، نه تعریف.
پوهېدنه یا اګاهي د عقل له اثارو ده . اګاهي د عقل یوه څرګندونه ده؛ که عقل نه وي، اګاهي هم نه وي، او اګاهي تل د پراختیا په حال کې ده او کوم وروستی حد نه لري.
عقل ناپایه مرتبې لري
وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ (یوسف/۷۶) = او د هر يوه پوهندوی پر سر بل ښه پوه شته.
د پوهې هرې مرتبې، یعنې اګاهۍ ته چې ورسېږې، ترې پورته بله مرتبه هم شته.
د انسان باطني اړخ ناپایه دی.
سالک هغه دی چې د خدای په لار کې ګام ږدي.
بې له فکر او ذکره د خدای په لاره کې ګام اخیستل ناشوني دي. د خدای لاره فکر او ذکر دی. فکر له ذکره بېل نه دی، او ذکر هم له فکره بېل نه دی.
د انسان ظرفیت بشپړ حد نه لري، او له بده مرغه انسان له خپل دې معنوي مقامه ناخبره دی.
رښتینی عقل هېڅکله په دنیوي سیاستونو او مادي معاملو (سوداګانو) کې نه ایسارېږي؛ ځکه عقل د لمر په څېر دی چې په تنګو او کږو لارو کې نه بندي کېږي. قدسي (الهي) عقل هغه دی چې پر هر څه برلاسی او محیط وي، خو پخپله د هېڅ ډول مادي او دنیوي محدودیتونو په زندان کې نه بند پاتې کېږي.
بې له فکره یوازې د ژبې په کچه ذکر کول، یو ډول بېګټې عادت او لېونتوب دی؛ خو بې له ذکره یوازې فکر کول هم د بېلارۍ او شیطاني غرور یوه نښه ده. کله چې فکر او ذکر (باطني پاملرنه او ظاهري یادښت) دواړه سره یو ځای شي، نو سالک (د حقیقت لټونکی) خپله رښتینې لاره ومومي. په اصل کې حقیقي عقل هماغه دی چې انسان د خپل مولا (خالق) لوري ته رهبري کړي.
په دې لاره کې هېڅ وروستی منزل نشته، بلکې یوازې تلپاتې تګ او حرکت پکار دی؛ ځکه د هر پوه انسان له پاسه بل پوه شته او دا د حق تعالی یوه نښه ده. د اګاهۍ او پوهې سمندر دومره پراخ دی چې هېڅ پوله او حد نه لري؛ انسان چې څومره مخکې ځي، هومره ورته نوي کمالات او حقیقتونه مخې ته راځي.
عقل د علم یوه کښتۍ او د حکمت یو پراخ سیند دی؛ دا د سیاست لپاره یو پیر (لارښود) او د دولت او شتمنۍ لپاره یو میر (واکمن) دی. خو که عقل ته په ځیر وګورې، هغه تر دې ټولو مادي مقامونو ډېر اوچت دی؛ ځکه عقل په خپل ذات کې خپلواک (مستقل) دی او د بل هېڅ شي احسان او منت ته اړتیا نه لري.
د انسان باطن یو داسې ناپایه سمندر دی چې هېڅ حد او پوله نه لري او عقل یې د داسې یو ازاد مرغه په څېر دی چې د مادي قیدونو او وزرونو محتاج نه دی. هره ورځ د هغه اګاهي او پوهه په یوه نوي او ځانګړي رنګ کې راڅرګندېږي؛ دا یو داسې معنوي سلوک او سفر دی چې هېڅ پیل او پای نه لري.
بې له فکره (تدبر) یوازې د ژبې په کچه ذکر مه کوه او په ورته وخت کې بې له ذکره یوازې په فکر هم تکیه مه کوه؛ بلکې د حقیقت په لور د الوت لپاره دا دواړه (فکر او ذکر) د وزرونو په څېر وکاروه. حقیقي او بشپړ عقل هغه دی چې ذکر یې په فکر کې نغښتی وي؛ له دې پرته بل هېڅ ډول معنوي سلوک او سفر ګټور نه دی.
عقل د وحی پر وړاندې
دا وېش له هماغه پیله ناسم دی. عقل هېڅکله د وحې په مقابل کې نه دی.
موږ باید د عقل رښتینی معنا وپېژنو او هغه د وحې پر وړاندې و نه دروو.
مسلمان اندیالان: عقل او وحې څه اړیکه لري.
په پیل کې یې دواړه له یو بل جلا وګڼل، بیا یې هڅه وکړه چې دواړه سره یوځای کړي.
ابن سینا، ابن رشد، ملا صدرا – ټولو هڅه کړې چې عقل او وحې سره یوځای کړي.
ابننصر فارابي، مسلمان فیلسوف: وحې د عقل تنزل دی.
تنزل یعنې راټيټېدل یا ښکته راتلل، يعنې وحې د عقل ښکته راتلل دي،
کوم عقل؟ عقل کُل
ټول انسانان عاقل دي، خو هر انسان د خپلې کچې په اندازه عقل لري.
دا عقل له کومه دی؟ له عقلِ کُل څخه.
عقلِ کُل چېرته دی؟ عقلِ کُل ټوله هستي رانغاړي.
هستي د عقل ظهور دی.
مولانا :
این جهان یک فکرت است از عقل کل
عقل چون شاه است و صورتها رسل
ټوله هستي چې د عقل ظهور ده، نو انسان چې عقل لري، له عقل کُل څخه یو برخه او شعاع لري.
هغه عقل چې ټوله هستي یې تجلی، رڼا او ظهور دی، تنزل کړی او ښکته راټيټ شوی ، په حضرت عیسی، موسی، او انحضرت (ص) کې.
فارابي وايي: وحی د عقل تنزل دی.
عقل کله چې ښکته راځي، فزیکي یا جسمي نه دی.
د «أنزلنا»کلمه هم د وحې لپاره کارېږي او هم د باران لپاره.
باران هم نازلېږي او وحې هم.
نزول کوي یعنې راښکته کېږي.
د باران هر څاڅکې چې له پاسه ښکته راځي، تجافی یا خلا رامنځته کوي؛ یعنې هر څومره چې ښکته راځي، خپل پاسنی ځای خالي کوي، او په منظم ډول ځای خالي کوي او بیا ځای نیسي تر څو ځمکې ته ورسېږي.
هر جسم چې ښکته راځي، همداسې عمل کوي: ځای خالي کوي او بیا ځای نیسي.
خو کله چې وحې ښکته راځي یا هر ادراک چې نزول کوي، تجافی نه لري، یعنې ځای نه خالي کوي.
عقل چې له ممکن الغیب راځي، چې پر ټول هستي احاطه لري، خپل پخوانی ځای نه خالي کوي، بلکې په پرلهپسې توګه خپله راتلونکې ځای ډکوي او لا پسې ډکوي، تر دې چې د خاتمالمرتبین (ص) ته رسیږي.
دا نزول په باطن کې دی.
حتی تر ټولو قوي اوریدونکی هم د جبرائیل غږ نشي اورېدلی، ځکه دا په هوا کې نه دی. د وحی دا نزول په مرتبه توګه لاندې راځي تر څو د پیغمبر د خیال کچې ته ورسېږي.
خیال هم د اګاهۍ یوه مرحله ده. له خیاله هم نزول کوي تر څو مشترک حس ته ورسېږي، او له مشترک حس څخه ښکته راځي تر څو په ظاهري سترګو کې څرګند شي.
پیغمبر (ص) هم جبرائیل د حضرت دحیه کلبي په څېر ولید، چې د ده بڼه ښکلې وه.
په ځینو روایتونو کې ویل شوي چې جبرائیل کله ناکله د حضرت دحیه کلبی په بڼه د پیغمبر (ص) مخې ته څرګندېده.
کله چې عقلِ کل د کائیناتو په لړۍ کې ښکته راغی، نو په وحې کې د ازلي ذات ټول صفتونه څرګند شول. دا د حق د تجلي او رڼا یو ډول نزول دی، نه دا چې هغه ذات له خپل مقام څخه خالي شوی وي؛ ځکه په باطن کې دا هماغه الهي نور دی چې په ظاهر کې د کلماتو په بڼه راغلی دی.
کله چې د عقلِ کُل تنزل د انسان د پوهې او ادراک کچې ته وشو، نو له ازل څخه دغې خاورینې نړۍ ته د وحې لړۍ پیل شوه. دا په دې مانا نه ده چې هغه پورته مقام (حق تعالی) له خپلو رڼاګانو خالي شو، بلکې دا داسې وه لکه لمر چې په هره ذره کې د خپلې تجلا او روښنایۍ نښې وښيي.
رښتینی عقل هغه دی چې د وحې تصدیق او تایید کوي؛ ځکه په دغو دواړو (عقل او وحې) کې د حقیقت سمه لاره پټه ده. که د عقلِ کُل تنزل او راکوزېدل پېښ شي، نو پکار ده چې انسان د خپل زړه په سترګو په هغې کې ژور فکر او تحقیق وکړي.
رښتینی عقل د وحې د لمر د وړانګو په څېر دی؛ ځکه لکه څنګه چې بې له لمره په نړۍ کې رڼا نه وي، هغسې بې له وحې هم حقیقي هدایت نه شي کېدای. عاقل هغه څوک دی چې د وحې په رڼا پسې ځي، که نه نو تل به د شیطان په لارو کې سرګردانه وي.
لکه څنګه چې لمر په هره ذره او هر ځای باندې لګېږي، خو خپل اصلي ځای یې په بره (اسمان) کې وي او له رڼا یې هیڅ نه کمېږي؛ کټ مټ د وحې نور هم داسې وګوره چې د انسان تر پوهې او ادراکه پورې راځي، خو اصل یې په خپل (الهي) مقام کې پاتې وي او یوازې وړانګې یې په هرې ذرې باندې ځلېږي.
وحې د پوهې تر ټولو لوړه مرتبه ده چې د عقلِ کُل له سرچینې څخه د انسانانو د هدایت لپاره د ادراک بېلابېلو پوړونو (روح، خیال، حس) ته تنزل کوي. لکه څنګه چې مو وویل، دا یو داسې نزول دی چې په پورته کې د حقایقو حضور نه کموي، بلکې په لاندې کې د هغو تجلي زیاتوي.
وحې په نزول کې هیڅ ډول تجافي (د پاسني ځای خالي کول) نشته. دا د الله د علم او د عقلِ کُل داسې تجلي ده چې د انسان په روح کې د حقیقت، په خیال کې د انځور او په حس کې د غږ او بڼې په توګه څرګندېږي، ترڅو بشر وکولای شي هغه لایتناهي حقایق په خپله محدوده کچه درک کړي.
د وحې دغه «نزولي حرکت» په اصل کې د خدای د رحمت هغه تجلي ده چې د بېانتها او لایتناهي علم سمندر یې د بشري ادراک په «محدود ظرف» کې ځای کړی دی. که دغه تنزل (راښکته کېدل) نه وای، نو د انسان محدودو حواسو او خیال کله هم د مطلق حقیقت د لیدو او اورېدو تاب نه درلود.
رسول الله (ص) وايي:
أَحْيَانًا يَأْتِينِي مِثْلَ صَلْصَلَةِ الْجَرَسِ… وَأَحْيَانًا يَتَمَثَّلُ لِيَ الْمَلَكُ رَجُلًا فَيُكَلِّمُنِير- کله وحې لکه د زنګ د کړنګا غوندې راځي… او کله راته ملاک (جبرائیل) د سړي په بڼه متمثل کېږي او خبرې راسره کوي. (صحيح البخاري، حدیث نمبر ۲ او صحيح مسلم، حدیث نمبر ۲۳۳۳. )
د پېغمبر ټول وجود له عقل کل څخه تر ظاهري حسي کچې پورې له وحې ډک دی. که د پېغمبر ټول وجود له وحې ډک وي، نو معنی یې دا ده چې ټول عالم هم له وحې ډک دی. یعنې هیڅ داسې موجود نشته چې له وحې خالي وي.
دغه غږ د پیغمبر (ص) غوږ کې اورېدل کېږي او د یوې جملې په بڼه چې د قرآن آیت دی راڅرګندیږي او د پیغمبر (ص) په مبارک ژبه تلاوت کېږي.
وحې په خیال کې د عقل نزول دی. د خیال مرتبه تر عقل ټیټه ده، او د عقل مرتبه تر خیال لوړه ده.
که وحې په خیال کې ښکته راځي، او خیال تر عقل ټیټه مرتبه لري، او فلاسفه وايي چې دوی د عقل په اړه خبرې کوي، نه د خیال په اړه، نو ظاهراً پوښتنه پیدا کېږي: آیا دا معنا نه لري چې فلسفه تر وحې لوړ درجه لري، ځکه وحې د خیال په مرتبه کې ده[1]؟
ځواب: نه، ځکه دوی سم نه دي پوه شوي.
کله چې عقل د خیال په مرتبه کې راښکته کېږي، دا معنا نه لري چې نور عقل نه وي؛ یعنې عقل د خپل عقلانیت په ساتلو سره، خیال هم رانغاړي، او آن تر ظاهري حس پورې راکښته کېږي.
اوس هغه عقل چې د خپل عقلانیت مقام په ساتلو سره د خیال له مرتبې تېرېږي او تر ظاهري حس پورې رسېږي، ایا دا لوړ دی؟
او که هغه عقل لوړ دی چې هیڅکله نه دی راکښته شوی او یوازې د خپل مفهومي عقلانیت په محدوده کې پاتې شوی دی؟
نو هغه عقل لوړ دی چې له مفهومي کچې هم اوښتی او خیالي شهود او حسي شهود ته رسېدلی وي.
نو ځکه
د عقل او وحې ترمنځ تقابل نه شته، او قدسي عقل له وحې سره همغږی دی.
وحې د کامل عقل صورت دی، او کامل عقل د وحې تجلي ده.
د دې دواړو ترمنځ هېڅ تقابل نشته، او که کوم تقابل هم احساس شي، نو باید هغه کس دې لاړ شي او خپل عقل دې اصلاح کړي، ځکه چې د هغه عقل د سیاست، اقتصاد، او آن د شهوتونو او نفساني غوښتنو په بند کې راګیر شوی.
هغه انسان چې د تعلقاتو په قید کې بند پاتې وي، مشوب عقل لري.
مشوب عقل یعنې ګرفتار او ګډوډ عقل.
که عقل خالص وي، یعنې له وهم، نفساني غوښتنو، شهوتونو، ځمکنیو تعلقاتو او هوا و هوس څخه ازاد وي، نو قدسي صفت خپلوي؛ نو بیا هېڅکله د وحې پر وړاندې نه درېږي.
د قدسي عقل په لرلو سره باید د عقل او وحې د تقابل فکر له خپل ذهنه وباسو.
هو، ځمکنی عقل، شهواني عقل، نفساني عقل، فرعوني عقل او ابوجَهلي عقل کولای شي د وحې پر وړاندې ودرېږي؛ دلته د مخالفت ځای نشته، خو دا عقل باید لاړ شي او خپل عقل اصلاح کړي، ځکه دا مشوب عقل دی.
نو پایله دا شوه:
مشوب عقل د وحې په مقابل کې ولاړ وي.
خالص عقل چې د قدسي صفت په ښکلا سمبال شي، نو وحې په سمه توګه درک کوي او هېڅکله د وحې پر وړاندې نه درېږي.
څوک چې د مشوب عقل په وسیله د اسماني کتابونو تفسیر ته ورځي، په غلط لار روان دی.
دا چې د اهلبیتو امامان وايي: قرآن له موږ سره دی او تفسیر له موږ واورئ، مانا یې دا ده چې د مشوب عقل مشوب په وسیله د آیتونو تفسیر ته مه ورځئ، او د خالص عقل په وسیله د آیتونو تفسیر ته ورشئ.
عقل او وحې یو له بل سره دښمني نه لري، بلکې مشوب عقل (ککړ عقل) دی چې له وحې سره په جګړه کې وي. د امامانو رول دا دی چې د بشریت عقل له دغه اسارته خلاص کړي او د قدسي عقل درجې ته یې ورسوي، ترڅو وحې د لمر غوندې ورته روښانه شي.
په پښتو ادبیاتو کې د «قرآن او اهلبیت» د نه جلاکېدونکي پیوند او د «خالص عقل» په واسطه د وحې د درک موضوع خورا ژوره بیان شوې ده. شاعران په دې باور دي چې د قرآن باطني مانا (تفسیر) یوازې د هغو پاکو نفوسو په وسیله کېدای شي چې عقل یې د الهي عصمت په نور صیقل شوی وي.
کله چې عقل د اهلبیتو په مینه او پیروۍ کې له هوسه پاک شي، نو د وحې او عقل ترمنځ همغږي پیدا کېږي.
دا چې وایي «قرآن له موږ سره دی»، مانا یې دا ده چې د قرآن رښتینی تفسیر (تأویل) یوازې د قدسي عقل له لارې ممکن دی، چې مرکز یې اهلبیت دي.
په پښتو ادبیاتو کې د «قرآن او عترت» ترمنځ دغه باطني پیوستون ته ډېره اشاره شوې. شاعران په دې باور دي چې قرآن یو صامت (خاموشه) کتاب دی او اهلبیت د هغه ناطق (ویونکی) تفسیر دی؛ یعنې یوازې د هغوی قدسي عقل کولای شي د وحې هغه اسرار بیان کړي چې د مشوب عقل له ادراکه پورته دي.
خالص عقل له وحې سره همغږی دی.
هغه عقل چې له هوسونو او نفساني غوښتنو پاک وي، د انسان ټولې قوې د عقل تابع کېږي، او انسان بیا هیڅ داخلي تضاد یا تعارض نه لري.
کله چې ټولې قوې د عقل تابع وي، نو انسان:
داخلي تعارض نه لري،
له داخلي او بهرنیو گرفتاریو آزاد دی،
له لارې نه منحرفېږي،
او تېروتنه نه کوي.
قدسي عقل او له نفساني غوښتنو د خلاصون په اړه رسول الله (ص) وایي چې ریښتینی عقل هغه دی چې انسان د حق پیروۍ ته اړ باسي، نه د هوسونو:
أَفْضَلُ النَّاسِ عَقْلًا أَطْوَعُهُمْ لِلَّهِ وَ أَعْمَلُهُمْ بِمَرْضَاتِهِ – په خلکو کې تر ټولو غوره عاقل هغه دی چې د الله تر ټولو زیات مطیع وي او د هغه د رضا لپاره عمل کوي. (إحياء علوم الدين – للإمام الغزالي.)
دا هماغه خالص عقل دی چې له وحې سره همغږی دی.
حضرت علي (ک) د هغه عقل په اړه چې د نفس په قید کې وي، وایي:
«كَمْ مِنْ عَقْلٍ أَسِيرٍ تَحْتَ هَوَى أَمِيرٍ – څومره ډېر هغه عقلونه دي چې د غالبو نفساني هوسونو تر امر لاندې بندیان دي. (: نهج البلاغه – حکمت ۲۱۱)
دا دقیقا هماغه مشوب عقل دی چې د وحې په مقابل کې درېږي.
وحې او خالص عقل دواړه د یوې سرچینې (حق) رڼاګانې دي. هغه عقل چې له وهم، شهوت او دنیوي تعلقاتو پاک وي، نه یوازې د وحې په مقابل کې نه درېږي، بلکې وحې د عقل تر ټولو بشپړ او کامل صورت بولي. لکه څنګه چې مو وویل، مشوب عقل باید اصلاح شي، نه وحې؛ ځکه چې د حق تله (خالص عقل) هیڅکله په کږه لاره نه درېږي.
————-
خدای، له ډیری پیدایی، ناپدید دی
خدای د خپل ظهور د شدت له کبله پټ دی
یعنې د هغه د څرګندېدو یا ظهور ځواک دومره لوړ دی، چې همدا لوړه رڼا او شدت د دې سبب کېږي چې له مستقیم ادراک لپاره پټ پاتې شي.
خوشال بابا :
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پېدايې ناپديد شو
څنګه کېدای شي چې یو وجود د شدت ظهور له کبله پټ وي؟
مثال: ټول شیان د رڼا په وسیله روښانه دي، که رڼا په نړۍ کې نه وای، هیڅ شی به روښانه نه وای، ټول شیان به په تیاره کې وای.
رڼا روښانه ده او ټول شیان روښانه کوي. ټول شیان د رڼا په واسطه روښانه دي، موږ ټول شیان د رڼا په وړانګو کې وینو،
خو خپله رڼا نه شي لیدل کېدای.
که مستنیر[2] (هر هغه شی چې رڼا پرې غورځيږي) نه وای، نو خپله رڼا نه شي لیدل کېدای.
د رڼا د شدت له امله خپله رڼا نه لیدل کېږي.
ټول هغه څه چې موږ یې وینو، رڼا نه ده، بلکې مستنیر دی. مستنیر یعنې هغه شی چې رڼا پرې غورځيږي.
که رڼا په هیڅ شي نه غورځېږي، موږ یې نه وینو، ولې نه وینو؟ ځکه د رڼا ظهور دومره شدید دی چې مستقیم نه لیدل کېږي.
د نور د حجاب په اړه رسول الله (ص) وايي چې الله په خپل نور کې پټ دی:
حِجَابُهُ النُّورُ، لَوْ كَشَفَهُ لَأَحْرَقَتْ سُبُحَاتُ وَجْهِهِ مَا انْتَهَى إِلَيْهِ بَصَرُهُ مِنْ خَلْقِهِ – د هغه (الله) حجاب “نور” دی؛ که چېرې هغه (حجاب) لیرې کړي، نو د هغه د مخ تجلیات به ټول هغه مخلوقات وسوځوي چې د هغه نظر پرې لګېږي. (صحیح مسلم، حدیث ۱۷۹؛ ابن ماجه، حدیث ۱۹۶)
دا دقیقا د هغې خبرې تایید دی چې رڼا د خپل شدت له امله پټه ده.
دا حقیقت چې موږ «رڼا» نه وینو بلکې «روښانه شوی شی» (مستنیر) وینو، ثابته کړه چې حق په اصل کې «نورِ مطلق» دی. زموږ سترګې یوازې هغه تجلیات ویني چې په مادي اجسامو لګېږي. د الله تعالی د ذات «شدتِ ظهور» داسې دی چې زموږ محدود بصیرت یې د لیدو توان نه لري، خو د کائناتو هره ذره د هغه د شتون شاهد او «مستنیر» ده. الله جل جلاله تر هر څه ښکاره دی، خو همدا ښکاره کېدل زموږ د محدودو سترګو لپاره حجاب ګرځېدلي دي.
د دې مطلب دا دی چې د خدای رڼا دومره زیاته او لایتناهي ده چې زموږ محدود حواس او مشوب عقل یې د لیدلو وړتیا نه لري؛ لکه لمر چې د ډېرې رڼا له امله سړی نه شي ورکتلی.
خدای له موږ څخه پټ نه دی، بلکې موږ د هغه د رڼا د غلبې له امله د هغه د لیدلو توان نه لرو. لکه څنګه چې کبان په اوبو کې وي خو د اوبو د زیاتوالي له امله اوبه نه ویني، یا موږ د هوا په منځ کې یو خو هوا نه وینو.
وجود
وجود په هر ځای کې څرګند دی.
هر موجود چې موږ وینو، په حقیقت کې وجود یې وینو.
ونې موجود دي، نو وجود لري.
سمندر موجود دی، نو وجود لري.
خو اصلي وجود پرته له کوم ځانګړي تعین (لکه ونه، سمندر، ذرّه…) په مستقیم ډول چیرته لیدل کېږي؟
ځواب: وجود تل په موجوداتو کې لیدل کېږي.
وجود د خپل ظهور د شدت له کبله پټ دی،
د وجود حقیقت پټ دی.
حضور [3]
حضور د تعریف وړ نه دی، یواځې هوښیارۍ او تنبه ته اړتیا لري. حضور یوازې د حضور له لارې درک کېدای شي.
هغه څوک حضور ته رسیږي چې د حضور اهل وي. بې له حضور څخه، حضور درک کېدای نشي.
د حضور علم د تعریف وړ نه دی، ځکه چې که تعریف یې وکړو، نو هغه حصولي (محدود او مفهومي) کېږي.
تعریف یعنې د مفهوم ورکول، او حضور په خپل اصلي حالت کې تر هر ډول مفهوم او محدودیت لوړ دی.
تعریف کول یعنې یو څیز ته مفهوم ورکول، یعنې یو جنس او یو څیز توضیح کول.
کله چې حضور یوازې په مفهوم بدل شي، حضور نه وي، بلکې حصول دی.
نو څنګه حضور ته ورسېږو؟ باید تنبه پیدا کړو.
تنبه څه شی دی؟
یعنې حضور زما په کلام کې مه لټوئ.د کلام له لارې یوازې هوښیار شئ.په خپل ځان کې ژوره ننوځئ ، بیا به تاسو په خپل ځان کې حضور ومومئ.
ټول څیزونه (اسمان، بدن …) موږ د مفاهیمو له لارې پېژنو.
د عالم ټول موجودات او حقایق (وهمي، حسي، خیالي، عقلي) د مفهوم په رڼا کې زموږ مخې ته راڅرګندیږي.
مفاهیم د واسطې په توګه عمل کوي.
خو دا مفاهیم پخپله څنګه زموږ لپاره حضور لري؟
مثال: د مفهوم له لارې پوهېږو چې دا میز دی، خپله د میز مفهوم زموږ لپاره حضور دی، یعنې دا چې موږ د هغه موجودیت د پوهې له لارې تجربه کوو.
حقیقي وجود یوازې د حضور او تنبه له لارې موندل کېږي. مفاهیم (حصولي علم) یوازې د اشارې په توګه دي، مګر د وجود اصل ته د رسېدو لپاره باید انسان د خپل باطن په تل کې غوټه شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هره شېبه زه یو (انا) یا زه یم.
هویت دایم دی، خو دغه (انا ګانې) په دوامداره توګه بدلېږي.
انسان یو حقیقي زه «انا » لري، هغه چې همدا اوس دی؛ او یو بل زه «انا» هم شته، چې غواړي خپل ځان په هغه قالب کې واچوي، خو لا تر اوسه نه دی شوی.
کله چې انسان خپل ځان د خپلو هیلو او ارمانونو په قالب کې واچوي، نو دا یو جعلي زه «انا» وي، چې ډېر خطرناک دی.
دا ډول کسان هغه څه ښکاره کوي چې نه دي.
دوی خپل ځان هغه شان ښکاره کوي لکه څنګه چې یې خوښ وي.
انسانان ډېری وخت خپل ځان داسې ښيي لکه څنګه یې چې خوښه وي، نه لکه څنګه چې رښتیا دي.
غربی فیلسوف وايي: انسان همیشه مقنعه (پوښ یا نقاب) لري، یعنې خپل مخ یې پرې پوښلی او پټ کړی، یعنې خپل اصلي ځان پټوي، او ځان هغه شان ښيي لکه څنګه چې یې غواړي ، نه لکه څنګه چې واقعاً دی.
نفاق او دوه مخۍ (نقاب) په اړه رسول الله (ص) وایي چې بدترین انسان هغه دی چې د خلکو مخې ته په یو ډول او په اصل کې په بل ډول وي:
تَجِدُ مِنْ شَرِّ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ذَا الْوَجْهَيْنِ، الَّذِي يَأْتِي هَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ وَهَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ – د قیامت په ورځ به تر ټولو بد انسان هغه ومومئ چې دوه مخی وي؛ له یوې ډلې سره په یو مخ (نقاب) او له بلې سره په بل مخ ځي. (صحیح بخاري – حدیث ۶۰۵۸؛ صحیح مسلم – حدیث ۲۵۲۶. )
د صداقت او د باطن د یووالي په اړه حضرت علي (ک) وایي چې انسان باید خپل باطن او ظاهر یو کړي:
مَنْ لَمْ یَخْتَلِفْ سِرُّهُ وَعَلَانِیَتُهُ وَفِعْلُهُ وَمَقَالُهُ فَقَدْ أَدَّى الْأَمَانَةَ – د هر هغه چا چې پټ (باطن) او ښکاره (ظاهر) او وینا او عمل سره یو شان وي، هغه امانت ادا کړی دی. (نهج البلاغه – لیک ۲۶.)
جعلي انا انسان له خپل فطرت او ریښتیني هویت څخه لیرې کوي. د لوېدیځو فیلسوفانو د “نقاب” نظریه په اسلامي اخلاقو کې د “نفاق” او “ریا” سره مترادفه ده. ریښتینی سلوک دا دی چې انسان دا نقابونه وشلوي او خپل رښتینی باطن وپېژني.
شخص او شخصیت
«پرسن» یعنې شخص، خو په اصل کې معنی یې پرده یا نقاب ده. پرسنالیست یعنې هغه څوک چې پر مخ نقاب لري.
انسان اکثر وخت نقاب لرونکی دی، یعنې د پرسنالیزم حالت لري ، یعنې خپل ځان هغه شان ښيي چې غواړي یې، بل دا چې خپل اصلي ځان نه ښيي.
په لنډه توګه: پرسنالیزم یعنې د انسان جعلي بڼه، چې اصلي ځان پټوي او یوازې هغه څه ښکاره کوي چې غواړي ښکاره شي.
انسان همیشه مقید دی، هېڅکله بې قیده نه دی. هیڅ موجود هېڅکله عدم یا نابودېږي نه.
نه عدم، وجود کېږي، او نه وجود، عدم کېږي.
قید په دې معنا نه دی چې څه شی له منځه یوسو یا لرې کړو. هر مقید، په خپله، مطلق هم دی، یوازې د قید په قالب کې.
فانی کېدل یوه معرفتي نظريه ده، یعنې له قید څخه تېرېږي. د قید له تېرېدو وروسته، فلم یبقی، یعنې یوازې مطلق پاتې کېږي.
فنا یوازې معرفتي فنا ده، نه معدومي، نه د موجودي فنا.
معرفت هغه مرحلې ته رسېږي چې له دې قید څخه تېر شي وکړي.
که پوه شو چې قید عارضی دی او پر مطلق څېره باندې ناست دی، نو د قید له منځه وړل د فنا معنا لري.
که معرفت حاصل شي، دا کار اسانه دی، خو د دې معرفت ترلاسه کول خورا ستونزمن دي.
د معرفت په وسیله، له مطلق څېرې د قید دوړې لرې کېږي.
له مطلق څېرې د قید لرې کول، مطلق کېدل دي — هېڅ شی نه بدلېږي .
فنا، یوازې معرفتي فنا ده.
مولانا
دانش آن را ستاند جان ز جان
نه ز راه دفتر و نه از زبان
در دل سالک اگر هست آن رموز
رمزدانی نیست سالک را هنوز
تا دلش را شرح آن سازد ضیا
پس الم نشرح بفرماید خدا
یعنې :
- دانش آن را ستاند جان ز جان…:حقیقي پوهه او معرفت هغه څه دي چې روح یې له بل روح (کامل انسان یا الهي فیض) څخه اخلي. دا پوهه په کتابونو، کتابچو او یا یوازې په ژبه د کلمو په تکرارولو نه ترلاسه کېږي.
- در دل سالک اگر هست آن رموز…:که د یو سالک (حق ته د رسېدو لاروی) په زړه کې دا پټ حقیقتونه او رموز شتون هم ولري، تر هغه وخته پورې هغه ته “رمزدان” یا په راز پوه نه شو ویلی، تر څو چې دا رازونه د هغه په زړه کې نه وي روښانه شوي.
- تا دلش را شرح آن سازد ضیا…:دا پروسه تر هغه وخته دوام کوي چې الله تعالی د دغه سالک زړه ته پراختیا (شرح صدر) ورکړي او هغه په خپله رڼا (ضیا) باندې منور کړي. کله چې خدای پاک پر چا “الم نشرح” (د زړه خلاصول) وفرمايي، نو بیا هغه حقایق ورته روښانه کېږي
«نشرح» یعنې هماغه د دوړو لرې کول
«شرح» یعنې اطلاق او پراخوالی
«شرح صدر» یعنې له دوړو څخه د زړونو پاکول، یعنې د قیدونو او محدودیتونو لرې کول،
هیڅ موجود په بل موجود کې نه فنا کېږي. دا نړۍ د تبدیل نړۍ ده، هېڅ موجود نه فنا کېږي.
یعنې فنا موجودي نه، بلکې معرفتي فنا دی.
په پای کې انسان پوهېږي چې تیروتنه کړې وه؛ هغه مقید ته د مطلق په څېر کتل، خو حقیقت کې مطلق نه و[4].
رسول الله (ص) وايي چې د انسان روح نه فنا کېږي، بلکې له یوه حاله بل ته ځي:
مَا خُلِقْتُمْ لِلْفَنَاءِ، بَلْ خُلِقْتُمْ لِلْبَقَاءِ، وَإِنَّمَا تَنْتَقِلُونَ مِنْ دَارٍ إِلَى دَارٍ- تاسو د فنا (نېستۍ) لپاره نه یی پیدا شوي، بلکې د بقا لپاره پیدا شوي یې؛ یوازې له یوه کوره بل کور ته لېږدول کېږئ. (احیاء علوم الدین – امام غزالي.)
دا د دې خبرې تایید دی چې هیڅ موجود نه عدم کېږي.
فنا د موجوداتو مادي له منځه تلل نه دي، بلکې د انسان د پوهې (معرفت) هغه مرحله ده چې د مقیداتو له پردې اخوا مطلق حقیقت وویني. دا هماغه د «شرح صدر» مقام دی چې زړه له تنګو قیدونو وځي او د لایتناهي نور په پراختیا کې ډوبېږي.
مولانا
که درون سینه شرحت دادهایم
شرح اندر سینهات بنهادهایم
که مو سینه کې درته شرح (پراختیا او رڼا) درکړې وي، نو پوه شه چې دا شرح او د حقیقت پېژندنه مو ستا په خپله سینه کې ایښې ده. (یعنې د حقیقت پوهه له بهر څخه نه، بلکې ستا په خپل باطن کې ده).
یعنې هغه پوهه او وضاحت چې ته یې د روح او زړه د پراخېدو لپاره غواړې، لا مخکې ستا په زړه کې نغښتې دي.
صدر یعنې: عقل، خرد، شهود او حضور
انشراح یعنې: خلاصون او پراخوالی، یعنې له قیدونو او تړاوونو خلاصون ، یعنې له ټولو محدودیتونو، تعلقاتو او قیودو تیرېدل.
شرح صدر[5] یواځې بې له معرفته بله مانا نه لري
مولانا :
چشمهٔ شیرست در تو بیکنار
تو چرا میشیر جویی از تغا
چشمهٔ شیرست در تو بیکنار
یعنې په تا کې د شیدو یوه ناپایه چینه ده ،
مطلب دا چې د حقیقت، معرفت او کمال سرچینه ستا په خپل وجود کې ده.
تو چرا میشیر جویی از تغا
یعنې: نو ولې بیا ته شیدې په کاسې، لوښي یا کوچني ظرف کې څخه لټوې؟
مطلب دا چې په بهر، محدودو او کمزورو وسیلو کې ولې د حقیقت لټه کوې؟
لنډه دا چې:
مولانا وايي:
هغه څه چې ته یې لټوې (معرفت، حقیقت، حضور)، ستا په دننه کې شته.
ته بېحده چینې لرې، خو خپله یې نه وینې او له بهرنیو، محدودو لارو یې غواړې.
شیدې خواړه دي، او معرفت هم خواړه دی — دا د انسان په باطن کې راخوټېږي او بهېږي.
کله چې ته د شیدو سرچینه ومومې، بیا نور اړتیا نشته چې په کاسې یا لوښي (تغا) پسې ولاړ شې.
موږ ډېر وخت په کاسې او باديې پسې ټینګ شو، خو اصلي شیدې (معرفت او حقیقت) مو پرېښودې او نه یې ترلاسه کوو.
اصلي حقیقت او معرفت زموږ په دننه کې موجود دی، خو موږ یې بهر په محدودو شیانو کې لټو.
مولانا وايي :
در نگر در شرح دل در اندرون
تا نیاید طعنهٔ لا تبصرون
مولانا وايي :
د حقیقت او معرفت تجربه یوازې په باطن کې د ژورې کتنې او د زړه د پراخوالي له لارې کېږي، نه یوازې په ظاهري پوهه یا لفظي زده کړه.
هغه چې دا شرح او وضاحت نه لري، حقیقت ته لاسرسی نه لري.
په هر انسان کې دا د معرفت چینه شته. حقیقت یو دی، خو قالبونه لري.
فیلسوف دا حقیقت د فلسفې په قالب کې وړاندې کوي.
شاعر دا حقیقت د شعر په قالب څرګندوي.
هر څوک د خپلې برخې، استعداد او ظرفیت له مخې دې حقیقت ته رسیږي.
د باطني شتمنۍ (شرح صدر) په اړه رسول الله (ص) وایي چې حقیقي شتمني په بهرنیو وسایلو کې نه، بلکې په زړه کې ده:
لَيْسَ الْغِنَى عَنْ كَثْرَةِ الْعَرَضِ، وَلَكِنَّ الْغِنَى غِنَى النَّفْسِ – شتمني د مال او وسایلو په ډېرښت نه ده، بلکې حقیقي شتمني د نفس (زړه) بېنیازي او غنا ده. (صحیح بخاري – کتاب الرقاق؛ صحیح مسلم.)
حضرت علي (ک) وایي چې د علم او حقیقت سرچینه په خپله ستا په وجود کې ده:
دَوَاؤُكَ فِيكَ وَ مَا تُبْصِرُ، وَ دَاؤُكَ مِنْكَ وَ مَا تَشْعُرُ – ستا درمل په تا کې دي خو ته یې نه وینې، او ستا درد له تا څخه دی خو ته یې نه احساسوې(دیوان الامام علي )
انسان یوه «جامع نسخه» ده. هغه څه چې په آفاق (بهرنۍ نړۍ) کې دي، یوازې د هغه څه یو کوچنی سیوری دی چې د انسان په انفس (باطن) کې شتون لري. ریښتینی سالک هغه دی چې د خپل باطن په سمندر کې غوټه شي او د «شرحِ صدر» له لارې حقیقي مستي ومومي. انسان یو داسې «کوزه» ده چې د «سمندر» مانا پکې ځای شوې ده. کله چې انسان د خپل زړه «شرح» ومومي، نو پوهېږي چې د کایناتو ټول غرونه او سمندرونه د ده د باطني مستۍ یو کوچنی انځور دی.
د فرعون او حلاج انانیت
که ځانوینی یې، نو حقوینی نه یې. او که حقوینی یې، نو ځانوینی نه یې.
ځانوینی، خپل ځان د حق په ځای ویني .څوک چې حقوینی وي، حق د خپل ځان په ځای ویني؛ یعنې نور خپل ځان بېل نه ګڼي، بلکې خپله حقاني کېږي.
او ولې انبیا او اولیا حق دي؟ ځکه چې هغوی خپل انانیت له لاسه ورکړی، خپل ځان یې پرېښی او پخپله د حق بڼه ګرځېدلي دي.
ایمان، یعنې د زړه تړل ؛ یعنې انسان خپل ټول وجود په یوه ځای پورې تړي، مؤمن هغه دی چې خپل زړه سم ځای پورې وتړي. ایمان بې له زړه تړلو بل څه نه دي.
باید پوه شو چې په څه پورې زړه تړو؛ دلته عقل اړین دی.
ایمان هماغه عقل دی، او عقل هماغه ایمان دی. او هغه ځای چې زړه باید ورپورې وتړل شي، هغه خدای دی.
ایمان په فلسفې، کلام یا صوفیانه طریقو نه ترلاسه کېږي؛ بلکې یوازې د خدای په آیتونو کې په غور او تفکر ترلاسه کېږي.
متکلمین د شخړی او جدل خلک دي، فلاسفه د بحث خلک دي، صوفیان د صوفي تصوراتو بنديان دي؛ دا ټول د ځان په بند کې دي.
دلته الهي رڼا، پوهې او عقلانیت ته اړتیا ده، او د ملکوت په اړه غور او ژوره فکر کول اړین دي.
عقل، ملکوتي دی، خبره یې ملوکتي ده او ملکوت ته لار لري.
عقل له مادې نه دی راغلی. انسان ولې ملکوتي دی؟ ځکه چې عقل لري. حیوان ملکوتي نه دی، ځکه عقل نه لري.
یعنې خپل ځان ارزانه مه پلوره.
په څه پورې چې زړه وتړې، هماغه به یې، خو په دې پورې اړه لري چې په څه دې زړه تړلی.
وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ (یوسف/۱۰۶) = او دوی ډېر شرک ککړي ایمانوال دي
ظاهر یې مسلمان، خو باطن یې کافر دی، ځکه چې په زړه کې زرګونه بندیزونه، هوا او هوسونه لري.
دلته په ځان کې غور کول اړین دي؛ خپل ځان وپېژنه، او د شیطان په بندیز کې مه پاتې کېږه.
که خپل ځان وپېژنې، د شیطانو په منګولو کې نه پاتې کېږې.
مسلمان حکیم، عارف او فیلسوف صدرالدین محمد بن ابراهیم شیرازی به ملاصدرا مشهور وايي:
« دا چې د « وَهُمْ مُشْرِكُونَ » په څېر نشئ، نو لاندې درې ټکو ته پاملرنه وکړئ:
شتمنۍ پسې مه ځه.
شهرت او مقام پسې مه ځه.
ګناه مه کوه. »
عقل هغه ملکوتي زینه ده چې بنده له مادي اسارته وباسي. کله چې انسان د خدای په آیتونو کې تفکر کوي، هغه یو داسې ډاډ (ایمان) ته رسېږي چې نه په جدل کې موندل کېږي او نه په خالي تصوراتو کې. په حقیقت کې، ایمان د آګاهانه انتخاب نوم دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عقلاني تعبد ته اړمن یو.
د معرفت راز په امامت کې پروت دی.
که عقل خپل سالک کړې، د معرفت سمندر هېڅ ساحل نه لري.
سالک یعنې لاروی
یوه وخت، سالک عقل دی؛ یعنې هغه چې د عقل لار تعقیبوي، نه د هوا او هوس، نه د ناپوهۍ، خیال یا توهم.
عقلانی سالک هغه دی چې د معرفت په سمندر ورګډېږي، هغه سمندر چې ناپایه دی او کڅ یا ساحل نه لري.
د عقل محدوده هغه ځای دی، چې مفهومی قالبونه بشپړ شي؛ تر دې وروسته، حرکت په بېقالبۍ کې لار وهی.
عقل کل، زموږ په اندازه په موږ کې تجلي کړې.
او ټولې دوړې او بندیزونه لیرې کوو، او عقل کل وینو ، عقل کل ناپایه دی او هیڅ ساحل او کڅ نه لري.
پېغمبر اکرم (ص) وایي: «د دین اساس پر عقل دی.» په بل ځای کې راغلي: «د هر شي لپاره ستنه وي او د مومن ستنه عقل دی» (دا ډول احادیث په سنن الترمذي او د امام غزالي په احیاء علوم الدین کې په تفصیل سره ذکر شوي چې د عقل او عبادت ترمنځ پر تړاو بحث کوي. همدارنګه په صحیح البخاري کې راغلي چې د عقل خاوندان د الهي احکامو په پوهیدو کې لومړیتوب لري.)
عقل د معرفت پیلامه ده، خو کله چې د امامت او ولایت رڼا ورسره مل شي، نو سالک له “مفهومي قالبونو” وځي او د حق په ناپایه سمندر کې غوټې وهي.
عقل تر یو ځایه لارښود دی، خو کله چې د ولایت رڼا ته ورسیږي، نو د لایتناهي سمندر ته ورګډیږي. څوک چې د ولایت په سمندر کې غوټې ونه وهي، هغه هیڅکله د لوی خدای (ج) په رازونو نه شي پوهېدی.
عقل د پیل ټکی دی، خو د امامت او ولایت فیض هغه څراغ دی چې سالک له محدودو ذهني قالبونو وباسي او د الله تعالی د معرفت په بې پایه سمندر کې یې ډوبوي. عقل یو ضروري وسیله ده، خو د ولایت او امامت رڼا هغه “کیمیا” ده چې د انسان محدود فکر په لایتناهي سمندر بدلوي.
“د معرفت راز په امامت کې پروت دی”، عقل یوازې تر دروازې رسوي، خو د معرفت په ناپایه سمندر کې غوټې وهل د ولایت او امامت فیض ته اړتیا لري او دا د عرفان هغه لوړ مقام دی چې ورته «د حیرت مقام» ویل کېږي؛ یعنې هغه ځای چې عقل پکې خپله بېوسي مني او د امامت رڼا ته تسلیمېږي.
عقلانی تعبد یوازې د پیل ټکی دی. عقل موږ تر دروازې (شریعت او استدلال) راولي، خو کله چې د معرفت بېپایه سمندر ته د ننوتلو خبره شي، نو هلته عقل د حیرت په مقام کې درېږي او سالک د امام او ولي د لاسنیوي (فیض) له لارې د «بېقالبۍ» او «تجلي» مقام ته رسېږي.
عقل د انسان لپاره یو «ضروري مشال» دی، خو د دغه مشال تېل محدود دي. کله چې سالک د الهي معرفت سمندر ته ورسیږي، عقل د هغه د عظمت له امله په «حیرت» کې ډوب شي.
عقل شیان په مادي او ذهني قالبونو کې پېژني، خو امامت (ولایت) سالک ته داسې لید ورکوي چې دغه قالبونه مات کړي او حق په «بېقالبۍ» کې وګوري. امام هغه غواص دی چې د سالک لاس نیسي او د معرفت په داسې څپو کې یې ننباسي چې هلته استدلالي عقل ډوبېږي.
تر دې دمه دې مطالبو یو بشپړ عرفاني سفر انځور کړی چې له عقلاني تعبده پیل، د امامت په دروازه کې د عقل حیرت، او بالاخره د عقلِ کُل په تجلي کې د محدودو قالبونو لیرې کول دی او دا هماغه لاره ده چې عارفان یې «سیر الی الله» بولي.
دا بشپړ عرفاني مانیفیسټ دی. له عقلاني سلوکه پیلېږي، د امامت په دروازه کې د معرفت راز لټوي، او بالاخره د عقل کُل په بې پایه سمندر کې د “دوړو او بندیزونو” (ذهني قالبونو) له منځه وړل او په الهي تجلي کې غرقېدل انځوروي.
ـــــــــــــــــــــــ
وجود او موجود
بې وجوده ، موجود شتون نه لري. د وجود او موجود تر منځ توپیر شته.
څه چې موږ ورسره مخ یو، موجود دی، نه وجود.
موجود، په وجود، موجود دی، خو خپله وجود څه دی؟
له خپلو ټولو تعیناتو (لکه ځمکه والی یې ، آسمان والی، ونه والی یې….) پرته، خپله وجود څه دی؟
که غواړو له وجود سره مخامخ شو، باید له وجوده بهر ودرېږو.
زه د هستۍ په دننه کې یم، نو بیا څنګه کولای شم له ټولې هستۍ خبر شم؟
«ان، او» یعنې زما د وجود په مقابل کې یو څیز
وجود زما په مقابل کې کوم څه نه دي.
زه په خپله په هستۍ کې یم، له هستۍ بهر نه یم. هستي د ځان لپاره هیڅ «غیر» نه پېژني.
هستي یعنې دا چې هستي باید زما په ژبې خبرې وکړي.
هستي بهر نه لري، چې د هستۍ په اړه خبرې وکړم.
په اړه ، یعنې هغه څه بهر وجود لري.
نو زه د هستۍ په دننه کې یم، د هغې په اړه خبرې نه شم کولای،
ځکه چې زه خپله هماغه یم.
پیغمبر اکرم (ص) وایي:«مَن عَرَفَ نَفسَهُ فَقَد عَرَفَ رَبَّهُ» – چا چې خپل ځان وپېژانده، هغه خپل رب وپېژانده).
دا حدیث دقیقا هغې خبرې ته اشاره کوي چې موږ د هستۍ برخه یو او د ځان له لارې پر هستۍ پوهېدلای شو.
حضرت علي (رض) وایي: ما رَأیتُ شیئاً اِلّا وَ رَأیتُ اللهَ قَبلَهُ وَ بَعدَهُ وَ مَعَهُ – ما هیڅ شی ونه لید مګر دا چې تر هغه وړاندې، وروسته او ورسره مې الله [وجود] ولید
دا وینا ثابتوي چې موجودات (تعینات) یوازې د وجود نښې دي.
حضرت علی وايي : داخلٌ فی الاشیاء لا بالممازجة و خارجٌ عن الاشیاء لا بالمزایلة – هغه په شیانو کې ننوتی دی خو نه داسې چې ورسره ګډ شي، او له شیانو بهر دی خو نه داسې چې ترې بېل شي.
دا د هغه جملې تفسیر دی چې وایئ هستي “بهر” نه لري.
مېرزاخان انصاري وايې:
زه به څه وايم چې څه يم
نېست و هست واړه په ده يم
هر څه نېست شه له هستيه
د نېستۍ معنی يې زه يم
د وصال په هوا درومم
د دې لا مکان مرغه يم
حافظ شیرازي وايي
آخر به چه گویم هست از خود خبرم، چون نیست
وز بَهرِ چه گویم نیست با وی نظرم، چون هست
حافظ وایي کله چې زه پخپله “فنا” شم، نو بیا څنګه وایم چې له خپل ځانه خبر یم؟ او که وایم چې “هغه” نشته، نو دا څنګه ممکنه ده چې زما په نظر کې هر وخت “هغه” (وجود) ښکاري؟
حافظ شیرازی وايي :
حضوری گر همیخواهی از او غایب مشو
مَتٰی ما تَلْقَ مَنْ تَهْویٰ دَعِ الدُّنْیا و اَهْمِلْها
حافظ وايي که د هغه (حقیقي وجود) حضور غواړې، نو له هغه څخه مه غایب کېږه؛
کله چې له خپل محبوب (حق) سره مخ شې، نو دنیا پرېږده او له پامه یې وغورځوه.
حافظ وایي چې حق (وجود) هر ځای حاضر دی، دا موږ یو چې د خپلو تعیناتو، خیالاتو او دنیوي تعلقاتو په غبار کې له هغه څخه غایب یو. که غواړې چې د هستۍ له وجود سره وصل شې، باید خپل ذهني غفلت لیرې کړې.
د بیت دویمه برخه چې په عربي ده، هغه خبره تائیدوي چې وایئ: «باید له خپلو تعیناتو (ونه والي، ځمکه والي…) تېر شو». دنیا دلته د هغو مفهومي قالبونو او کثرت مانا ورکوي چې موږ د وجود له اصل څخه بېلوي. کله چې سالک د هستۍ له اصل سره مخ کېږي، باید هر هغه څه چې “غیر” ښکاري (دنیا)، هېر کړي.
لاندې برخه د «خودشناسۍ » او «انسان پېژندنې» هغه مهم پړاو انځوروي چې په فلسفه کې ترې د «فطرت» او په عرفان کې ترې د «تجلي» په نوم یادونه کېږي.
انسان څوک دی؟ زه څوک یم؟ زه څه یم؟
«زه څوک یم» تر دې پوښتنې «انسان څه دی» لا ډېره دقیقه او ژوره ده او د هستۍ د پېژندنې کونجي ده.
انسان څوک دی؟
انسان ډېر تعریفونه لري:
ناطق حیوان – یعنې خبری او خبرې کوونکی حیوان.
ویوونکی – هغه چې خبرې کوي.
حیوان – د عمومي حیواني ژوند بڼه لري.
مولد – زایونکی، ژوند تولیدوونکی.
ارزشګذار – ارزښتونه ټاکونکی او پرېکړه کوونکی.
کاشف حیوان – پلټونکی او کشف کوونکی حیوان.
صنعتي حیوان – جوړونکی، تولیدي او کارګر حیوان.
«زه څوک یم؟» ډېر ژور او دقیقه پوښتنه ده.
زه
اصلي فلسفه همدا ده.
د ادیانو اصل هم همدا د هستۍ پېژندنه ده.
که انسان نه وای، د هستۍ بحث به نه مطرح کېده.
له انسان بیله هستي، یوازې یو مفهوم دی.
د هستۍ څرګندېدل په انسان کې دي.
په ادیانو کې هم همدا ده: « چا چې ځان وپېژند، رب یې وپېژند»
انسان
د انسان ځینې کارونه یوازې په بدن پورې اړه نه لري. انسان عمومي درک او پوهه لري.
انسان دواړه اړخونه لري: بدني او غیر بدني (یا معنوي).
نو آیا انسان په رښتیا دواليزمي موجود دی، یعنې روح او بدن لري؟
دواليزم د نړۍ په فلسفه کې د فیلسوفانو له خوا مطرح شوی دی.
د مادې او معنی ترمنځ د اړیکې څرنګوالی
دکارټ او ابن سینا د روح او جسم د اړیکې په حل کې پاتې راغلل، خو ملا صدرا دا ستونزه په داسې بشپړ او ژور ډول حل کړه چې تر هغه وروسته په ختیځ او لویدیځ کې چا ورته حللاره ونه مونده
د کارتېس (دکارټ) او ابن سینا لپاره د ماده او معنی، یعنې د جسم او روح اړیکه، ستونزمنه پاتې وه؛ او دوی دواړو ونشو کړای چې دا مسئله په بشپړ ډول حل کړي، خو ملا صدرا دا مسله حل کړه، او د هغه نه وروسته په ختیځ او لویدیځ کې هېڅ کس ونه توانېد چې دا ستونزه په دې اندازه ژوره او بشپړه حل کړي.
عام درک داسې دی: روح بدن ته ننوځي، بدن په ابتدا کې جنین وي، وده کوي، او انسان ورو ورو وده کوي.
خو که انسان له لومړي نه یوازې ماده و، نو څنګه روحاني شوی؟
ملا صدرا وايي: انسان له پیل څخه ماده و، خو هماغه ماده خپله روحاني شوې ده.
روح له بهره بدن ته نه راځي، بلکې خپله ماده د جوهري حرکت له لارې روحاني کېږي.
تجسم د تروح خوا ته ځي، یعنې خپله دا جسم روحاني کېږي.
تروح یعنې درک او پوهه.
دا کله روحاني کېږي؟
له هماغه زیږون څخه، کله چې سترګې پرانېزي؛ یوازې د فزیکي سترګو پرانېستل نه دي، بلکې د روحانیت د لومړنۍ څرګندېدو نښه ده.
دا د ملا صدرا د «حرکتِ جوهري» (Substantial Motion) د نظریې یو ډېر دقیق او عصري بیان دی. دا نظریه د روح او بدن ترمنځ د دوالیزم (بېلتون) دیوال نړوي او وایي چې وجود یو بهیر دی؛ ماده په خپل ذات کې بدلیږي او په پای کې د شعور او روحانیت مقام ته رسیږي.
حضرت علی (ک) د انسان د تکامل په اړه وایي: انسان په پیل کې یو کمزوری څیز و، خو الله ورته داسې عقل او شعور ورکړ چې د هستۍ رازونه وپېژني.«غرر الحکم»
دا وینا د ملا صدرا د دې خبرې تائید کوي چې انسان له مادي پیل څخه معنوي کمال ته ځي.
په حدیثِ قدسي کې راغلي: «بنده ماته د عبادت له لارې نږدې کېږي تر دې چې زه یې غوږ شم چې اوري پرې، او سترګې یې شم چې ویني پرې.» (صحیح البخاري)
دا کټ مټ هماغه «تروح» (روحاني کېدل) دي چې په مادي بدن کې د الهي درک او پوهې ځلا پیدا کېږي.
د «سترګو پرانېستل» او د روحانیت نښه
ملا صدرا وایي چې د ماشوم لومړنی درک د روحانیت پیل دی. په اسلامي عرفان کې ورته «بصیرت» وایي. امام صادق (رح) وایي: «د انسان روح د هغه په بدن کې لکه لمر داسې دی چې وړانګې یې په ټولو غړو کې خپرې دي.»«بحار الانوار»
دا ښيي چې روحانیت له بدن څخه جدا کوم شی نه دی، بلکې د بدن په رګ رګ کې د پوهې او درک جریان دی.
روح او بدن دوه بېل موجودات نه دي، بلکې روح د مادې تر ټولو لطیف او کمال ته رسېدلی حالت دی. زموږ شعور زموږ د وجود له هماغه مادي پیل څخه سرچینه اخلي او د علم او معرفت په مرسته «تروح» (تجلي) ته رسیږي.
د نفس او بدن اړیکه[6]
روح او بدن دوه جلا عالمونه دي.
پوښتنه دا ده چې روح او بدن څنګه سره یوځای کېږي؟
روح د مادې له سنخه (جنس او ذاته) نه دی، او ماده هم د روح له سنخه نه ده؛
دا دواړه دوه بېلابېل عالمونه دي. د دوو عالمونو ترمنځ اړیکه ټینګېدای شي، خو یو له بل سره نه ګډېږي او نه یو کېږي.
د بشر په تاریخ کې دا مسئله تر اوسه په بشپړه توګه نه ده حل شوې.
جسمانیة الحدوث او روحانیة البقا
خو ملا صدرا دا مسئله حل کړې ده: او هغه د نفس جسمانیة الحدوث او روحانیة البقا[7] دی
روح په ذات کې ازاد دی، له ځایه ازاد دی (لامکان دی).
روح مجرد دی، نه په ځای پورې تړلی دی او نه په زمان پورې (لامکان او لازمان دی).
د روح او بدن تړاو څنګه دی، دا څنګه اړیکه ده؟
دا اړیکه ډېره مهمه ده.
د اړیکو بېلابېل ډولونه
موږ د اړیکو بېلابېل ډولونه لرو: لکه ظرف او مظروف، د بوی او ګل، د خوږوالي او د بورې،
په اور کې د تودوخې اړیکه، د علت او معلول اړیکه، او د حل او محل[8] اړیکه.
خو د روح او بدن اړیکه له هېڅ یوې دې اړیکو سره ورته نه ده.
د خدای او عالم اړیکه څه ډول اړیکه ده؟
ایا خدای په عالم کې دی، لکه اوبه په کوزه کې؟ یا لکه بوی په ګل کې دی؟ ایا خدای د خوږوالي په شان په قند کې دی؟
د خدای او عالم اړیکه بې قیاسه ده؛ او د قیاس وړ نه ده، له څه سره تشبیه کیدای هم نشي، خو بیا هم خدای له عالم سره اړیکه لري.
د نفس او بدن اړیکه ورته والی یا شبیه نه لري. که یې تشبیه کړو، نو ویلای شو چې د خدای او عالم د اړیکې په شان ده، خو بیا هم ورته والی نه لري.
رسول الله (ص) د روح او بدن د بېلابېلو عالمونو او د هغوی د یووالي په اړه فرمایي:
الأرواحُ جُنودٌ مُجَنَّدَةٌ، فَما تَعارَفَ مِنها ائتَلَفَ، وَما تَناکَرَ مِنها اختَلَفَ – روحونه (د الهي قدرت) لښکرې دي؛ کوم چې (په ازل کې) سره پېژندل شوي وي، دلته (په بدنونو کې) سره یوځای کیږي او کوم چې نه وي پېژندل شوي، سره جلا کیږي. (دا حدیث په صحیح البخاري او صحیح مسلم کې روایت شوی )
حضرت علي (رض) وایي:
الرُّوحُ فی الجَسَدِ کالمَعنی فی اللَّفظِ – «روح په بدن کې داسې دی لکه مانا چې په لفظ کې وي.» (غرر الحکم و درر الکلم)
لکه څنګه چې مانا په لفظ کې نه حل کیږي خو بې له لفظه نه څرګندیږي.
امام جعفر صادق (رح) د روح و بدن د اړیکې په اړه یو چا پوښت، چې ایا روح په بدن کې لکه اوبه په لوښي کې ده؟ ویې وویل: «لا، الرُّوحُ خَفیفَةٌ… إنَّما هِیَ کَالشَّمسِ فی سُلطانِها وهِیَ فی مَکانِها، وشُعاعُها فی الأرضِ – نه، روح داسې نه دی… بلکې روح د لمر په شان دی؛ لمر په خپل ځای کې دی خو رڼا او واک یې پر ځمکه خپور دی» (اصول کافي، لومړی ټوک، د روح بحث)
روح او بدن سره نه ګډېږي ، روح له پیله هماغه بدن دی
ملا صدرا وايي: روح او بدن سره نه ګډېږي ، روح له پیله هماغه بدن دی.
نفس له پیله ماده ده، خو ماده جوهري حرکت لري.
جوهري حرکت، میخانیکي او انتقالي حرکت نه دی، او هېڅ هغه ډول حرکت نه دی چې موږ یې پېژنو.
جوهري حرکت او تروّح
انسان له پیله ماده دی، خو په جوهري حرکت، تروّح[9] ته ځي.
جوهري حرکت د وخت او ځای په اوږدو کې نه کېږي، او افقي حرکت هم نه کوي.
جوهري حرکت عمودي دی؛ عمودي په دې مانا چې: له مادې څخه د روح په لور، او له جسم څخه د مانا (معنی) په لور ځي.
د ملا صدرا تر ټولو غوره تعبیر دادی: له تجسم (جسم کېدو) څخه د تروح (روح کېدو) په لور.
جسم د روح په لور معرفتي (نه جغرافیايي) لوړوالی مومي. کله چې بدن تعالی یا معنوي لوری پيدا کړي، نو معرفت ترلاسه کوي، خو دا معرفت بیا له مادي بدن څخه پورته یو جلا حقیقت دی
یعنې جسم د روح په لور حرکت کوي، (نه دا چې ورسره یوځای یا ترکیب شي). هرڅومره چې پورته ځي، دا “پورته تګ” یو معرفتي تګ دی، نه جغرافیايي جهت. جسم چې هرڅومره پورته ځي، یعنې تعالی (لوړوالی) مومي. تعالی یعنې معنوي جهت موندل، په دې مانا چې بدن معرفت پیدا کوي، خو دا معرفت بیا نور بدن نه دی.
چې ماشوم وزیږېږي، معرفت (پوهه) نه لري او په هېڅ نه پوهېږي، خو د جوهري حرکت له لارې په تدریجي ډول معرفت ته رسېږي. دا هماغه بدن و او همدا بدن په معرفت بدلېږي؛ نه دا چې معرفت بدن ته ورننوځي. معرفت ځای او مکان نه لري، ځکه معرفت یو مجرد (غیر مادي) حقیقت دی.
د ملا صدرا مطلب دا دی چې بدن د جوهري حرکت په وسیله تروّح (روحاني کېدل) پیدا کوي؛ یعنې له تجسم څخه د تروح په لور ځي. په دې مانا چې بدن نور هم روحاني کېږي، نور هم روحاني کېږي تر دې چې یوه ورځ محض روح (خالص روح) شي او محض تجرد (بشپړ غیرمادي حالت) پیدا کړي. تجرد یعنې دا چې بدن د بدن په حد کې پاتې کېږي، خو هغه بل (نفس) بیا مجرد کېږي.
د جسم او روح تړښت یا ترکیب، له هغو اړیکو څخه هیڅ ډول نه دی چې پورته ذکر شول؛ یعنې دا روح ته د بدن اوښتل (تحول) دی. جوهري حرکت یعنې همدا.
جسمانیة الحدوث په دې مانا دی چې انسان په پیل کې جسم دی، روح نه دی. حدوث یعنې پیدایښت. انسان د پیدایښت په پیل کې، یعنې په حدوثي ډول جسم دی، نطفه ده؛ نطفه د تکامل پړاوونه وهي او کله چې جنین پیدا شي، د تروح (روحاني کېدو) لور ته ځي، یعنې د روح په لور حرکت کوي او همدا پخپله جسم، په روح بدلېږي.
ملا صدرا وایي: انسان په پیل کې یوازې بدن یا جسم دی، خو دا جسم د حرکت په وسیله روح کېږي، خو یو له بل سره نه ترکیبېږي (بلکې یو حقیقت دی چې اوړي).
د بشري معرفت څلورګوني پړاوونه(حس، خیال، وهم او عقل)؛ له مادې تر عقلانیت
انسان لومړی له حسیاتو (هغه څه چې په حواسو درک کېږي) پیلوي او ورسره روږدی کېږي؛ لږ پورته، له تخیلاتو سره، او لږ نور پورته له وهمیاتو سره بلد او روږدی کېږي. البته عقل ته رسېدل خورا ګران کار دی. خلک اکثراً په تخیل او توهم کې ګیر پاتې دي[10].
د نفس او عقل ترمنځ فلسفي توپیر او د شتون پړاوونه
نفس له بدن سره یوځای پیدا کېږي خو عقل تر بدن وړاندې شتون لري. نفسونه په مادي نړۍ کې یو له بل څخه فردي توپیر لري، خو په مجرد (عقلاني) عالم کې دا توپیر یوازې ماهیتي و، نه فردي. د نفسونو شتون له بدن څخه وړاندې یوازې عقلاني بڼه لرله
ملا صدرا وایي: نفس له بدن څخه مخکې شتون نشي لرلی، خو عقل له بدن څخه مخکې دی. نفسونه یو له بل څخه جلا او متمایز دي؛ د یو انسان نفس له بل سره توپیر لري. نفسونه چې کله دې نړۍ ته راغلل، یو له بل څخه جلا شول، خو د عقل په عالم کې متمایز نه وو. په مجرداتو کې تمایز (توپیر) شته، خو دا ماهیتي تمایز دی، نه فردي تمایز. نفسونو له بدن څخه مخکې شتون درلود، خو دا شتون یې عقلاني و[11].
انسان باید له حسي او وهمي پړاوونو تېر شي ترڅو خپل هغه عقلاني حقیقت ومومي چې له بدن څخه مخکې یې په یو مجرد عالم کې درلود. عقل ته رسېدل ځکه ګران دي چې انسان باید له خپلو فردي تمایزاتو (نفساني غوښتنو) تېر شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
جوهري حرکت
نړۍ په حرکت کې ده. د حرکت ذات تدریج (ګام په ګام والی) دی. حرکت، تدریجي دی.
هر هغه څه چې په نړۍ کې پېښېږي، په تدریجي ډول دي.
تدریج: یعنې په ارامه ارامه حرکت کول؛ تدریج هم ورو وي او هم ګړندی.
تدریج یعنې تدریجي پیوستون: (هغه پیوستون چې پړاو په پړاو وي).
د تدریج په مقابل کې، “دفعي” (ناڅاپي) دی.
دفعي هغه څه دي چې په زمان (وخت) کې نه پېښېږي. موږ په دې نړۍ کې دفعي (ناڅاپي او بې زمانې) څه نه لرو. په دې نړۍ کې هر څه تدریجي دي، خو ادراک (پوهېدل او درک کول) دفعي دي[12].
حرکت په خپل ذات کې تدریجي دی، او هر هغه څه چې تدریجي وي، متصل (سره نښتی) وي؛ یعنې یو له بل سره وصل وي، او دا نړۍ هم متصله ده (جلا جلا نه ده).
تاریخ متصل دی (یو له بل سره تړلی دی).
زمان متصل او تدریجي دی. همدې دایمي تدریج ته حرکت وایي.
تدریج تل یو اړخ او سمت لري؛ له یوه ځایه پیلېږي او یوه لوري ته ځي.
هېڅ حرکت بې له پیل (مبدا) او پای (منتها) نشي فرض کېدای (یعني هر حرکت یو پیل او پای لري)
په نړۍ کې ټول حرکتونه لکه زړښت، ځواني او ژوند… عرضي حرکتونه دي.
عرضي حرکت: په کمیت (اندازه) او کیفیت (څرنګوالي) کې بدلون دی.
عرض: هغه څه دي چې پخپل ذات ولاړ نه وي او تل په بل شي پورې تړلي وي.
کمیت: یعنې اندازه؛ اندازه یو عرض دی. اجسام اندازه لري. اندازه په جسم پورې تړلې (قایم په جسم) ده.
کیفیت: لکه تودوخه (ګرمي)، یخنۍ (سردي)، خوښي او غم. کیف (څرنګوالی) تل په بل شي پورې تړلی وي. د بېلګې په توګه: ستړیا؛ د چا ستړیا؟ د پلاني کس ستړیا. د چا خوښي؟ د پلاني شخص خوښي.
کمیات او کیفیات: ځانګړتیاوې او صفتونه دي.
هغه څوک (یا شی) چې دا ځانګړتیاوې لري، هغه څه شی دی؟
جسم وزن، رنګ، اندازه، حجم، اوږدوالی او پلنوالی (عرض) لري[13].
پخپله وزن، رنګ، حجم، اوږدوالی، اندازه او بر (پلنوالی) جسم نه دی.
پخپله د جسم جوهر په سترګو نشي لیدل کېدی؛ لکه جسم، ونه (شجر)، سيند، دښته (صحرا)، غره، ډبره (حجر) او انسان.
د جوهر او عرض ترمنځ فلسفي توپیر
جوهر د یو شي ثابت حقیقت دی چې یوازې د عقل په واسطه درک کېږي، خو اعراض (ظواهر) بدلېدونکي دي او موږ یې د حواسو له لارې پیژنو.
موږ له اجسامو سره سروکار لرو.
موږ د کثیف جسم جوهر نه شو لیدلی.
موږ د لطیف جسم جوهر هم نه شو لیدلی.
پخپله د جسم جوهر د لیدلو وړ نه دی.[14]
موږ جوهر نه شو لیدلی او نه یې هم اورېدلی شو؛ هغه څه چې موږ یې اورو، د غږ کیفیت (صوت) دی.
موږ جوهر نه لمس کوو، لمس کول یوازې قشر (پوټکی او ظاهري بڼه) ده. موږ د جسم زیږوالی (زبري) او نرمي لمس کوو؛ زیږوالی او نرمي پخپله جسم نه دی، بلکې جسم د زیږوالي او نرمۍ لرونکی دی، یعنې دا د جسم ځانګړتیاوې (خصوصیات) دي.
پخپله جسماني جوهر زموږ لپاره د حس وړ (محسوس) نه دی. نفساني جوهر، لکه عقل خو لا پر ځای پرېږده، چې هغه خو بیخي د حس وړ نه دي. حتی جسماني جوهر هم د لمس کولو او حس کولو وړ نه دی؛ نو نفساني جوهر خو بیخي د حس وړ نه دی.
عرض تل له جسم سره متحد وي
هغه حرکتونه چې موږ یې په نړۍ کې وینو، لکه کمي او کيفي حرکت، لویېدل، کوچني کېدل، تودېدل او سړېدل؛ دا ټول عرض دي او په یو شي پورې تړلي (قایم) دي.
ملا صدرا وایي: عرض تل له جسم سره متحد وي.
لکه څنګه چې تودوخه له اوره او خوږوالی له قند څخه نه بېلېږي، جوهر هم د هر شي په وجود کې داسې نغښتی دی. بې له جوهره عرض (څېره) وجود نه لري او بې له عرضه جوهر (حقیقت) نه څرګندېږي؛ دا دواړه یو د بل بشپړونکي دي.
حواس هېڅکله د مانا او حقیقت اصل ته نه شي رسېدلی، ځکه هغوی یوازې د حقیقت سیوري ویني. هغه څه چې خلک یې رنګ، بوی او واقعیت بولي، یوازې تېرېدونکي اعراض دي.
جوهر هم له اعراضو سره یوځای حرکت کوي
دا سمه ده چې عرض د جسم ځانګړتیا (خصوصیت) ده، خو له هغه جلا نه ده، بلکې ورسره متحد ده. که چېرې عرض (یعنې کمیت، کیفیت، یا ډول ډول حرکتونه…) په حرکت کې وي، پخپله د جسم جوهر نه شي کولای ثابت پاتې شي؛ جوهر هم له دې اعراضو سره یوځای حرکت کوي[15].
د اعراضو په حرکت (بدلون) باندې ټولو هوکړه درلوده، خو ملا صدرا وویل: « که موږ د اعراضو حرکت منو، نو باید د جوهر حرکت (جوهري حرکت) هم ومنو.»
نو ځکه، د نړۍ جوهر هم په حرکت کې دی او اعراض هم حرکت کوي.
په نړۍ کې هیڅ شی ساکن (ولاړ) نشته، تاسو یوازې د سکون تصور کوئ؛ لکه غرونه چې موږ یې ثابت وینو، خو هغوی ثابت نه دي او په حرکت کې دي. په اصل کې، په ټوله نړۍ کې هیڅ سکون نشته.
موږ د سکون تصور کوو (یا: موږ داسې ګڼو چې شیان ولاړ دي).
حرکت په ذاتي ډول تدریجي او نښتی (پرله پسې) دی.
متدرج (تدریجي): یعنې حرکت په یوځل نه رامنځته کیږي، بلکې برخه په برخه او په نرمۍ سره مخکې ځي.
متصل (نښتی): یعنې د حرکت د برخو ترمنځ هیڅ ډول وقفه یا سوری نشته؛ دا یو داسې جریان دی چې پیل او پای یې سره نښتي دي.
ملا صدرا په دې باور دی چې ټوله نړۍ د یوې پرله پسې ولولې او حرکت په حال کې ده. سکون یوازې زموږ د ذهن جوړښت دی، که نه نو په حقیقت کې هستي هیڅکله نه دریږي.
د اعراضو د حرکت په اړه د اشاعروو نظر
اشاعروو د اعراضو حرکت مانه، خو هغه یې متصل (نښتی) نه ګاڼه؛ دوی داسې فکر کاوه چې حرکت د انقطاع (پرې کېدو) او اتصال، او د ایجاد (جوړېدو) او اعدام (له منځه تلو) له امله رامنځته کېږي. داسې یې انګېرله چې نړۍ په هره شېبه کې معدوم (نابود) کېږي او بیا ځلې موجودېږي. د بېلګې په توګه: زمان د شېبو ترکیب دی؛ یوه شېبه پای ته رسېږي او بله راځي. هغه عالم چې په هماغه شېبه یا زمان کې ده، له هماغه شېبې سره یوځای ځي. عالم هره شېبه نابودېږي او په هره شېبه کې بېرته موجودېږي؛ دوی دې ته “خلقِ مدام” (پرله پسې پیدا کېدل) ویل.
دوی “خلقِ مدام” هماغه “جوهري حرکت” ګڼه ؛ خلقِ مدام داسې دی چې نړۍ په ترتیب سره پیدا کېږي، له منځه ځي او بېرته موجودېږي.
یعنې نړۍ په هره شېبه کې په نشتوالي (عدم) کې ډوبېږي او نوې نړۍ رامنځته کېږي؛ دې نظریې ته “خلقِ مدام” وايي.
ملا صدرا وايي: دا خبره سمه نه ده. جوهري حرکت باید له خلقِ مدام سره یو شان ونه ګڼل شي. په جوهري حرکت کې “خلقِ مدام” مانا نه لري؛ [دلته] یو ځل پیدا کېدل (خلق) دي چې دوام لري.
د جوهري حرکت او اشعري نظریې توپیر
د ملا صدرا په نظر، نړۍ د اشاعرهوو برعکس هره شېبه نه فنا کېږي؛ بلکې دا یو نښتی او متصل وجود دی چې په خپل ذات کې په دوامداره توګه نوی کېږي او پر مخ ځي
په جوهري حرکت کې د اشاعرهوو په څېر دا خبره نشته چې نړۍ هره شېبه نیست او نابود کېږي، بلکې نړۍ یو متصل او نښتی وجود دی چې په خپل ذات کې په دوامداره توګه نوي کېږي او مخکې ځي.
د اشاعرهوو په نظر کې انقطاع (پرې کېدل) شته؛ یعنې نړۍ په یوه شېبه کې معدوم (نابود) کېږي او په بله شېبه کې موجودېږي.
ملا صدرا وايي: انقطاع نشته، بلکې اتصال (نښتل) دي؛ حرکت تدریجي دی، هیڅ شی نه معدوم کېږي، بلکې نو په نو (تازه په تازه) کېږي، خو له منځه نه ځي.
مولوی :
هر نفس نو میشود دنیا و ما
بی خبر از نو شدن اندر بقا
عمر همچون جوي نو نو مي رسد
مستمري مي نمايد در جسد
مولانا بلخي د دغو بیتونو په رڼا کې استدلال کوي چې ټوله نړۍ او موږ هره شېبه نوي کېږو، خو د دغه دوامداره بدلون له امله د خپل نوي کېدو له حقیقت څخه بې خبره پاتې یو. د ده په باور، عمر د روانې اوبو په څېر دی چې هره شېبه یې تازه څپې را رسېږي، خو په مادي بدن کې د یو ثابت او مستمر حقیقت په بڼه ښکاري.
د الهي فیض په بهیر کې انقطاع (پرې کېدل) نشته، الهي فیض بې انتها دی او هیڅکله نه درېږي.
يَا دَائِمَ الْفَضْلِ عَلَى الْبَرِيَّةِ – اې هغه ذاته چې په مخلوقاتو دې فضل او بخشش همېشنی دی.
يَا بَاسِطَ الْيَدَيْنِ بِالْعَطِيَّةِ اې هغه ذاته چې لاسونه دې په ورکړه او بښنه کې خلاص دي.
يَا صَاحِبَ الْمَواهِبِ السَّنِيَّةِ – اې د سترو او عالي ډالیو خاونده
صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ خَيْرِ الْوَرَى سَجِيَّةً – پر محمد او د هغه پر آل درود ووایه، چې د خوی او طبیعت له پلوه د مخلوقاتو غوره دي.
وَ اغْفِرْ لَنَا يَا ذَا الْعُلَى فِي هَذِهِ الْعَشِيَّةِ – او اې د لوړ مقام خاونده! موږ ته په دې ماښام (شپه) کې بښنه وکړه.
ملاصدرا وايي: سکون یو عدمي (نشتوالی) امر دی. ساکن، یوازې یو پندار (توهم) دی.
ټوله نړۍ یو اوږد حرکت دی له ازله تر ابده.
د ملا صدرا جوهري حرکت
د جوهر ذاتي حرکت او الهي خلقت
خدای پاک جسم پیدا کړ او ورته ویې ویل چې حرکت وکړه؛ یعنې خدای جوهر ته حرکت ورکړ.
د ملا صدرا جوهري حرکت:
خدای جوهر ته حرکت نه دی ورکړی، بلکې خدای جوهر پیدا کړ او جوهر پخپل ذات کې متحرک و.
« د ملا صدرا مطلب دا دی چې حرکت د جوهر یو صفت نه دی چې وروسته ورزیات شوی وي، بلکې د جوهر عین ذات دی، یعنې وجود او حرکت یو شی دي »
مثال: خدای پاک د ۴ عدد پیدا کړ او وروسته یې ورته جوړه (زوجیت) ورکړه [دا ناسم تصور دی].
خدای پاک د ۴ عدد پیدا کړ چې هغه پخپله جوړه (زوج) دی.
خدای پاک نور (رڼا) نه ده پیدا کړې چې وروسته ورته روښنايي ورکړي؛ نور پخپل ذات کې روښانه دی.
« مطلب دا دی چې لکه څنګه چې روښنايي د نور (رڼا) له ذاته بېله نه ده، په همدې ډول حرکت هم د نړۍ له جوهر څخه بېل نه دی؛ بلکې د هغه عین ذات دی.»
جوهري حرکت داسې مانا لري:
کله چې خدای (ج) جسم پیدا کړ، نو هغه پخپل ذات کې متحرک و.
جوهري حرکت:
نړۍ په بشپړه توګه یو حرکت دی،
نړۍ هم متحرکه (حرکت کوونکې) ده او هم پخپله حرکت دی.
په جوهري حرکت کې، متحرک او حرکت یو شی دی.
په عرضي حرکت کې، متحرک (حرکت کوونکی) له حرکت څخه بېل وي.
په عرضي حرکت کې (لکه کله چې یو موټر حرکت کوي)، موټر یو ثابت شی دی او حرکت ورباندې یو اضافه شوی حالت دی. خو ملا صدرا په جوهري حرکت کې وايي چې وجود او حرکت سره بېل نه دي
———–
په تکوین کې د موجوداتو حد او مرتبه
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا (احزاب-۷۲) = په حقيقت كې موږ اسمانونو، ځمكې او غرونو ته (د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛ خو دوی [ د تکوین له مخې] دهغه له منلو ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛ خو انسان پر اوږو كړ، په رښتینه کې هغه ډېر ظالم او ناپوه و (؛ ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ).
ظالم یعنې تېری کوونکی (تجاوزګر)؛ متجاوز هغه څوک دی چې په خپل حد کې نه پاتې کېږي او له خپلې پولې پښه اړوي. متجاوز یعنې د حد ماتونکی؛ هغه لومړی خپل حد ماتوي، او کله یې چې خپل حد مات کړ، نو د نورو حدود هم ماتوي. که څوک د نورو حد مات کړي، په حقیقت کې یې خپل حد هم مات کړی دی.
دلته د خلقت پیل دی، بل څوک نشته (غیر نشته)، لا نور خلک حقوق نه لري. دا یوه ټولنیزه مسله نه ده، بلکې د آفرینش او پیداښت مسله ده.
وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ: دا د پنځون پیل دی؛ دلته لا حق او “بل څوک” (غیر) نشته، دا د خلقت لومړۍ شېبه ده.
جَهُولًا: یعنې د خپل (بشري) حد نه پېژندل، او ظلوم یعنې له خپل حد څخه تېرېدل.
ظلوم یعنې خورا ډېر تېری کوونکی.
د انسان د خټې اصل همدا دی، بلکې د انسان عظمت هم په همدې کې دی.
دلته لا نور خلک نشته [چې پر هغوی تېری وشي]، بلکې انسان یوازې له خپل [محدود] حد څخه تېرېږي.
په تکوين (پيدايښت) کې هېڅ موجود نه شي کولای له خپل حد څخه پښه اخوا کېږدي.
د بېلګې په توګه: ونه، ونه ده او نه شي کولای چې ډبره شي؛ ډبره نه شي کولای ونه شي. همدا د وجود اصالت دی؛ يعنې ونه يو ماهيت لري چې هماغه ونه ده. اوبه يو ماهيت لري چې هماغه اوبه دي، اور نه شي کېدای. سيند دښته نه شي کېدای، غر سيند نه شي کېدای او سيند غر نه شي کېدای؛ د هر شي ماهيت په همدې چوکاټ کې دی.
د انسان د ماهیت ارادي جوړښت
« ټول موجودات په خپلو ماهیتونو کې “بند” دي او نشي کولی له خپلې ذاتي پېژندنې (چوکاټ) څخه بهر شي. یوازې انسان دی چې د “ظلوم” او “جهول” په صفت سره دا چوکاټ ماتوي او د بدلون وړتیا لري. په فلسفه کې دې ته وایي چې د موجوداتو ماهیت ثابت دی، خو انسان خپل ماهیت پخپله جوړوي.»
انسان په یو حد کې نه پاتې کېږي، ځکه چې هغه ماهیت نه لري. دا سمه ده چې ماهیت تعریف شوی دی، حکیمانو ویلي او ابن سینا وایي چې انسان “ناطق حیوان” دی؛ خو دا یو منطقي حد دی. موږ د بشر په “اشتقاقي فصل” (هغه حقیقي بیلوونکی صفت چې د انسان ذات جوړوي) نه پوهېږو؛ د دې مانا دا ده چې [حکما] د انسان لپاره پر هیڅ [ثابت] ماهیت قایل نه دي.
« په داسې حال کې چې نور موجودات په خپل ماهیت کې ایسار دي، د ملا صدرا په فلسفه کې انسان “بې ماهیته” موجود دی. یعنې انسان په لومړي سر کې یوازې یو “وجود” دی چې هیڅ ټاکلی حد نه لري او د خپل جوهري حرکت او ارادې په واسطه خپل ماهیت پخپله جوړوي.»
انسان لکه د نورو موجوداتو په څېر په ثابت چوکاټ کې بند نه دی. د انسان وجود (Existence) دهغه پر ماهیت (Essence) چې منطق ورته ټاکي، لومړیتوب لري. انسان د خپل جوهري حرکت او ارادې په واسطه هره شېبه خپل “نوی ځان” جوړوي.
اصالت وجود
د وجود د اصالت اتل ملا صدرا دی.
وجود هیڅ حد او پوله نه لري. انسان هرې مرتبې ته چې پورته لاړ شي، نه قانع کېږي او بیا هم غواړي چې لوړ لاړ شي.
انسان به چېرته ورسېږي چې نور نو لوړ لاړ نه شي او د تلو غوښتنه ونلري؟
کله چې خدای (ج) ته ورسېږي، هلته تازه په حق کې “نامتناهي سیر” (بې پایله سفر) پیل کېږي.
تر دې دمه یې “امکاني سیر” کاوه، خو هلته “وجوبي سیر” پیلوي.
مثال : د باران یوه څاڅکي ته وګورئ، چې لومړی په ویاله کې وي، وروسته سمندر ته ورسېږي، او اوس له سمندر سره یوځای حرکت کوي.
له څاڅکی: د انسان د “امکاني سیر” (محدود سفر) استعاره ده. دا د ځان لپاره یو جلا (محدود) وجود او حرکت لري.
سمندرد “حق” یا مطلق وجود استعاره ده.
له سمندر سره حرکت: کله چې څاڅکی سمندر ته ورسېږي، خپل انفرادي (محدود) وجود له لاسه ورکوي، خو نه نابودېږی، بلکې په سمندر کې جذب شي او د هغه په عظمت او بې پایه حرکت کې برخه اخلي. دا هماغه د “سیر وجوبي“ (واجب سفر) پیل دی.
جبران خلیل جبران وايي :
«ویل کېږي چې سیند، سمندر ته تر ننوتلو وړاندې له وېرې لړزېږي.
هغه شا ته ګوري او هغه لاره څاري چې پرې راغلی.
خپل سفر یې د غرونو له څوکو پیل کړی و،
د ځنګلونو او کلیو په منځ کې یې کوږ وږ مزل کړی و،
او اوس کټ مټ خپل مخې ته
یو پراخ او نا پایه سمندر ویني؛
داسې سمندر چې ورننوتل ورته د تل لپاره د ورکېدو په مانا ښکاري.
خو بله هیڅ لاره نشته.
سیند نشي کولای چې بېرته شا ته وګرځي.
هیڅ څوک نشي کولای شا ته وګرځي.
په هستۍ کې شا ته ګرځېدل ناشوني دي.
سیند باید سمندر ته د ننوتلو خطر ومني،
ځکه یوازې په همدې بڼه یې وېره له منځه ځي؛
ځکه کټ مټ همدا ځای دی چې سیند پوهېږي چې کیسه په سمندر کې د ورکېدو نه ده، بلکې…
د سمندر کېدو ده.»
حق ته رسېدل درېدل نه دي، بلکې د حق په تجلیاتو کې حرکت دی؛ تجلي په تجلي پسې، ناپایه تجلیات.
تجلیات لایتناهي دي.
كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ « (او) دی هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى ».
د خدای شان څه دی؟ د خدای تجلي ده.
د خدای شوون (شئون) هماغه د هغه تجلیات دي.
غني خان وايي:
پرون تخم وم نن ګل یم، سبا بیا به خاوره کېږم
زه د باد یوه چپه یم په صحرا په باغ تېرېږم
کله باد کله باران شي کله اور کې وسوځېږم
خو زه ځم په مخه ځمه
که اودرېږمه ورکېږم
انسان (څاڅکی) هیڅکله په محدودیت نه قانع کېږي او د سمندر (حق) په لور روان دی. رسېدل د درېدو مانا نه لري، بلکې په حق کې د بېپایه حرکت (سیر وجوبي) پیل دی. نړۍ د خدای د دایمي تجلیاتو هنداره ده چې هره شېبه په نوي شان (کُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ) کې ده.
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا (احزاب-۷۲) = په حقيقت كې موږ اسمانونو، ځمكې او غرونو ته (د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛ خو دوی [ د تکوین له مخې] دهغه له منلو ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛ خو انسان پر اوږو كړ، په رښتینه کې هغه ډېر ظالم او ناپوه و (؛ ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ).
انسان هیڅ داسې حد ته نه رسېږي، مګر دا چې یو لوړ حد ته ترې واوړي. هیڅ یوې تجلي ته نه رسېږي، مګر دا چې د بلې تجلۍ مظهر وګرځي.
درېدل او ځنډ نشته؛ لاره، ناپایه ده.
عارفانو دا خبره کړې ده او هیڅ چا د درېدو خبره نه ده کړې.
ملا صدرا دا مطلب د جوهري حرکت په فلسفي ژبه بیان کړی او عارفانو په بله ژبه.
مولانا وايي :
هر دم از این باغ بری می رسد
تازه تر از تازه تری می رسد
هین سخن تازه بگو تا دو جهان تازه شود
وارهد از حد جهان بیحد و اندازه شود
«هر دم له دې بڼ څخه مېوه را رسېږي، چې تر بلې هغې تازه او نوې وي.
هله! نوې خبره وکړه چې دواړه جهانونه تازه شي»
او د نړۍ له محدوده ووځي او بې حده او بې اندازه شي.”
ملا صدرا د برهان او منطق له لارې ثابته کړه چې نړۍ هره شېبه نوي کېږي او عارفانو دا حقیقت په شاهدۍ او ذوق سره وموند. په دواړو حالتونو کې، نړۍ د خدای یو داسې “نندارتون” دی چې هیڅکله نه تکرارېږي.
د عارف له نظره، نړۍ هیڅکله زړه نه ده.
کله ناکله ژوند زموږ لپاره زوړ (تکراري) شي، ځکه چې زموږ فکر زوړ دی او زموږ سلوک زوړ دی. خو د عارف لپاره د “زوړوالي” مانا نشته؛ هر څه نوي دي، هره شېبه تازه ده.
هغه خلک چې د ژوند له رښتینې خوند، نویو تجربو او ژورو اړخونو څخه بې خبره دي، یوازې د دنیوي مادي ګټو (د مړۍ) تر لاسه کولو لپاره د مچانو په څېر بې هدفه او حریصانه راټول شوي دي. په لنډه توګه: د مادي غوښتنو تر شا روان خلک د ژوند له لوړې فلسفې ناخبره دي.
مولانا وايي :
عارفان هر دمی دو عید کنند
عنکبوتان مگس قدید کنند
دوی (عارفان) په هره ساه کې اختر کوي. اختر یعنې نوی کېدل.
قدید یعنې د راتلونکې اندېښنې او ویرې په پار “کنسرواټیو کول” یا “ذخیره کول”.
ځینې انسانان هم قدید یا کنسرو دي؛ زاړه دي، زړې خبرې راټولوي او زاړه شیان لمانځي.
عارف په هره شېبه یا دم کې د حق نوې تجلي ویني.
دوه تجلۍ یو ځل نه تکرارېږي.
اصلاً لا تکرار فی التجلي «په تجلي کې تکرار نشته».
عارف د وخت په “اوس” (حال) کې ژوند کوي. ځکه چې الهي تجلي هره شېبه په نوي رنګ کې ده، نو د هغه لپاره ژوند هیڅکله تکراري نه دی.
“کنسرواټیو” یا “قدید” انسان په تېرو او مړو تجربو پسې ګرځي، حال دا چې عارف د “حال” انسان دی او هره شېبه د خدای نوی شان ویني.
د ملا صدرا فلسفه او د عارفانو وینا یوه خبره ده:
هستي یو ژوندی، روان او تل نوی بهیر دی. “کنسرواټیو” انسان هغه دی چې د مړو اوبو په ډنډ کې پاتې وي، خو عارف لکه د سیند په څېر دی چې د سمندر په لور په ناپایه حرکت کې دی.
وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا
دلته ظلوم او جهول منفي مانا نه لري؛ بلکې مانا یې دا ده چې انسان د خپل ځان لپاره پر هیڅ ځانګړي حد قایل نه دی. دلته خبره د ټولنیز حد او د نورو د حقوقو نه ده، بلکې خبره د تکویني حد ده. یعنې انسان داسې ځای ته نه رسېږي چې ووایي: “دا بس دی، نور نو زما لپاره کفایت کوي.” هغه هیڅکله نه قانع کېږي، همداسې پورته او لوړ ځي.
دلته “تجاوزګر” یا ظلوم د کمال په لور د جرئت نښه ده.
دا “جهل” د نادانۍ په مانا نه دی، بلکې د دې په مانا دی چې انسان نه پوهېږي چې د ده د کمال وروستی حد چېرته دی، ځکه چې د هغه کمال هیڅ حد نه لري. دا د انسان عظمت دی چې د کایناتو تر ټولو دروند امانت (اختیار او خلافت) یې په غاړه واخیست.
د انسان بدلېدونکی نوعي صورت
که څه هم هر موجود ثابت نوعي صورت لري، خو د انسان نوعي صورت د هغه د پرله پسې بدلون له امله د نورو په پرتله کمزوری دی.
حیوانات ثابت شکل او خوی لري، خو انسان ځکه یو مشخص او ثابت صورت نه لري چې هغه تل په بدلون کې وي
ملا صدرا وایي: هر موجود یو نوعي صورت (صورتِ نوعیه) لري؛ لېوه یو نوعي صورت لري، هرکله چې یې ووینو، پېژنو یې چې دا لېوه دی. موږ پېژنو چې پیشو، پیشو ده؛ موږک، موږک دی؛ مچ، مچ دی. دوی ثابت نوعي صورتونه لري.
د نورو موجوداتو په څېر انسان هم نوعي صورت لري، خو د انسان نوعي صورت یو څه کمزوری دی. «وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا» (انسان کمزوری پیدا شوی دی)؛ دا ځکه چې انسان په پرله پسې ډول خپل صورت بدلوي.
حیوان هیڅکله خپل صورت نه بدلوي؛ لېوه له پیله تر پایه لېوه وي، هغه بې له لېوه توب بل څه نه کوي. سپی بې له سپي توب بل څه نه کوي، مچ تل مچ وي؛ یعنې د دوی ماهیت په همدې ثابت چوکاټ کې بند دی.
د انسان «کمزوري» په اصل کې د هغه «قوت» دی. دا چې د انسان نوعي صورت ضعیف دی، مانا یې دا ده چې انسان په یو قالب کې نه ایسارېږي او د بدلون (تکامل) چانس لري.
حیوان په خپل ډول (نوع) کې «بالفعل» پیدا شوی، خو انسان «بالقوه» دی. انسان یوازې یو «بشر» پیدا شوی، مګر دا چې په اخره کې به یې صورت د لېوه وي که د ملایکې، دا د هغه په خپل جوهري حرکت پورې اړه لري.
خو انسان بیا داسې نه دی!
انسان؛ حیوان دی، ملایکه ده، خنزیر دی…
انسان هر څه دی او هر څه کېدای شي؛ هغه غوا، سپی او خنزیر کېدای شي. ظاهري بڼه (صورت) یې د انسان ده، خو په باطن کې غوا، سپی یا خنزیر دی.
په قیامت کې به هم ځینې خلک د خنزیر او نورو حیوانانو په بڼه محشور کېږي.
یعنې انساني صورت لري خو دا صورت ضعیف دی، په داسې حال کې چې باطن یې خنزیر یا سپی دی.
اوس [دا انسان] کولای شي دا حالت بدل کړي؛ کولای شي ریښتونی انسان شي، کولای شي ملایکه شي؛ هغه هم کومه ملایکه؟ هر ډول ملایکه، لکه جبراییل، میکاییل… او حتی تر ملایکو هم لوړ مقام ته رسېدلی شي.
انسان یو “بیتعینه” موجود دی. هغه په پیل کې یوازې یو استعداد دی. دا د هغه ملکات او اخلاق دي چې په برزخ او قیامت کې د هغه حقیقي صورت جوړوي. که یو څوک په نړۍ کې یوازې د خیټې په غم کې وي، هغه په باطن کې حیوان دی او که د علم او معرفت په لټه کې وي، هغه نوراني ملایکه ده.
مولانا :
از جمادی مردم و نامی شدم
وز نما مردم به حیوان برزدم
مردم از حیوانی و آدم شدم
پس چه ترسم کی ز مردن کم شدم
حملهٔ دیگر بمیرم از بشر
تا بر آرم از ملایک پر و سر
وز ملک هم بایدم جستن ز جو
کل شیء هالک الا وجهه
بار دیگر از ملک قربان شوم
آنچ اندر وهم ناید آن شوم
پس عدم گردم عدم چون ارغنون
گویدم که انا الیه راجعون
دا چې مولانا وایي: “هغه څه چې په وهم او خیال کې نه راځي هغه به شم”؛ یعنې انسان [ثابت] نوعي صورت (صورتِ نوعیه) نه لري. انسان یو کمزوری نوعي صورت لري.
لېوه بې له لېوه توب بل څه کېدای نشي، خو انسان ان کولای شي تر ملایکو هم لوړ شي.
دا چې وايي: «وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا» (انسان کمزوری پیدا شوی دی)؛ مانا یې دا ده چې : «ضعیف فی صورت نوعیه و قوی فی تحول» یعنې انسان مشخص صورت نه لري، او د تکامل او تحول (بدلون) په لاره کې ډېر پیاوړی دی.
« وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا » دلته دا ضعف د ناتوانۍ په مانا نه دی، بلکې د انعطاف او ناپایه بدلون (تحول) لپاره د بالقوه قوت په مانا دی.
د بل هیڅ موجود نوعي صورت (صورتِ نوعیه) ضعیف نه دی؛ هر موجود کټ مټ په هغه بڼه دی چې دی. لېوه هیڅکله بې له لېوه توب بل څه نشي کېدای، مچ هیڅکله بې له مچ توب بل څه نشي کېدای؛خو انسان بیا کولای شي ملایکه شي، او ان تر ملایکو هم لوړ مقام ته ورسېږي .
د انسان «ضعف» په اصل کې د هغه «ازادي» ده. نور موجودات په خپل ماهیت کې “بند” دي، خو انسان د جوهري حرکت له برکته د هر رنګ اخیستلو وړتیا لري. دا سفر ان تر وصل وروسته هم د حق په ننداره کې دوام لري.
د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت امانت
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا (احزاب-۷۲) = په حقيقت كې موږ اسمانونو، ځمكې او غرونو ته (د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛ خو دوی [ د تکوین له مخې] دهغه له منلو ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛ خو انسان پر اوږو كړ، په رښتینه کې هغه ډېر ظالم او ناپوه و (؛ ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ).
حَمَلَهَا الْإِنْسَانُ = او انسان هغه (امانت) پر اوږو کړ
هغه دروند امانت چې انسان پورته کړ، څه و؟
غر نه و، ځکه غر دروند نه دی؛ سیند هم دروند نه دی. ولې غر او سیند درانده نه دي؟ ځکه خدای (ج) په قرآن کې وايي چې تاسو سیندونه ایلوئ او هر څه ستاسو په خدمت کې دي:
سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ (لقمان/۲۱) = الله په اسمانونو او ځمكې كې ټول څيزونه دراېل كړي.
هر څه ستاسو لپاره ایل شوي، نو درانده نه دي.
پس هغه د امانت دروند بار څه و؟
د معرفت امانت
حمل یعنې امانت؛ او دا امانت هم د معرفت (پیژندنې) امانت دی.
معرفت، مسوولیت راوړي او مسوولیت دروند وي. بې له معرفته مسوولیت نشته.
حیوانات، بېساه شیان (جمادات) او بوټي مسوول نه دي. انسان ولې مسوول دی؟ ځکه چې د معرفت او عقل خاوند دی.
حافظ شیرازی وايي :
این جانِ عاریت که به حافظ سپرد دوست
روزی رُخش ببینم و تسلیمِ وی کنم
دا مستعار (عاریتي) ځان چې دوست حافظ ته وسپاره، یوه ورځ به یې مخ وګورم او دا امانت به ورته وسپارم.
دا ځان، هغه انساني ځان دی چې معرفت لري؛ حیواني ځان معرفت نه لري. دلته د «جان» مانا انساني او ناطقه نفس دی.
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا (احزاب-۷۲) = په حقيقت كې موږ اسمانونو، ځمكې او غرونو ته (د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛ خو دوی [ د تکوین له مخې] دهغه له منلو ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛ خو انسان پر اوږو كړ، په رښتینه کې هغه ډېر ظالم او ناپوه و (؛ ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ).
د ظلوم او جهول مانا دا ده چې انسان له خپل حده پښه اړوي؛ ولې پښه اړوي؟ ځکه چې لایتناهي (بېحده) استعداد لري. یا په بل عبارت: «انسان کمزوری پیدا شوی»، یعنې تل د کمال او لوړتیا غوښتونکی دی او په یو حد نه قانع کیږي. جوهري حرکت د همدې فهم بنسټ کېدی شي.
باطني سیر، هماغه کمال دی؛ یعنې څومره چې معرفت لوړ شي او ژورتیا پیدا کړي، په هماغه اندازه انسان کامل دی.
د انسان ماهیت د هغه د وجود تابع دی
د وجود اصالت (اصالت وجود) مانا دا چې:
په انسان کې ماهیت د هغه د وجود تابع دی. یعنې اوس معلومه نه ده چې تاسو به څه شئ، په پای کې معلومیږي چې تاسو څه جوړېږئ. ماهیت د وجود په تبعیت سره بدلون (تحول) مومي. دا یو وجودي تحول دی.
د وجود اصالت په دې مانا دی چې موږ د انسان لپاره داسې یو ټاکلی ماهیت نه لرو چې مات نشي.
فکر متحرک دی، بهاند (سیال) دی، انعطاف لري، جولان کوي، پرانیستی (انفتاح) دی او شرح صدر لري. متحرک فکر د قرآن له آیتونو څخه ښه استفاده کولای شي. خو د فکر کنګل کېدل (انجماد) بیا پاتې کېږي او حرکت نه لري.
انسان باید له خپل اوسني حالته تېر شي او د کمال په لور حرکت وکړي، ځکه انسان یو “بهیر” دی، نه یو “جامد” شی.
انسان فهم (پوهې) ته اړمن دی. کله چې (انسان) د پوهې (فهم) اړتیا وننګیري، الهي فیوضات (رحمتونه/برکتونه) ورته رارسیږي. الهي فیوضات تل شته دي، دا موږ یو چې د فکر دروازې په ځان بندوو.
د انسان د معرفت (پوهې) د دروازو پرانسته
کله چې د معرفت (پوهې) دروازه پرانیستل شي «انفتاح باب معرفت»، نو د دنیا د چارو په اړه زیاته غوښتنه نه کوي، بلکې په لازمې اندازې بسنه کوي. ژوند او د ژوند اړتیاوې لازمې دي (چې باید پوره شي) خو کله چې د معرفت دروازه تړلې وي، انسان کاذبې اړتیاوې پیدا کوي؛ لکه استسقاء یا د شکر ناروغي چې ډېرې اوبه څښي، دا کس واقعاً اوبو ته اړتیا نه لري خو تل د تندې احساس کوي.
که څوک معرفت ولري، دا زیاته غوښتنه او دنیاطلبي پکې نه راښکاره کیږي. پوه انسان په لازمې اندازې غوښتنه کوي (قناعت لري). برعکس، په معرفت کې بیا هر څومره چې وغواړې، بیا هم کم دي (یعنې د معرفت تنده نه ماتیږي).
معرفت د زړه سترګې پرانیزي، کله چې سترګې وغړیږي نو انسان د دنیا “کاذب” رنګونه پېژني او یوازې په هغو حقایقو پسې ګرځي چې د روح غذا وي.
د جوهر پنځګوني ډولونه
د جوهر جنس یو دی، خو په پنځو برخو ویشل شوی: عقل، ناطقه نفس، صورت، جسم، او هیولا (فلسفي ماده).
د صورت او هیولا له یوځای کېدو نه “جسم” جوړیږي. دا هیڅ یو هم په حواسو نه محسوس کیږي.
موږ پخپله جسم نه شو لیدلای، بلکې اوږدوالی، سور او ژوروالی یې ووینو؛ دا واړه اعراض (عرضونه)، کمیت او اندازه ده. یا رنګ، وزن او لوړوالی وینو چې بیا هم اعراض دي. پخپله د جسم جوهر نه لیدل کیږي. همداراز نفساني او عقلي جوهر هم نه لیدل کیږي.
جوهر یو معقوله ده، یعنې د انسان عقل د جوهر اثبات ته رسیږي، نه د هغه حس. انساني حس له اعراضو پرته بل څه نه شي لیدلای. موږ د حس په عالم کې یوازې له اعراضو (کم او کیف) سره سروکار لرو.
عقل ولې په جوهر پوهیږي؟ ځکه چې عرض په بل پورې تړلی (قایم په غیر)دی او مستقل نه دی. نو باید یو “بل شی” (جوهر) وي چې دا اعراض ورپورې تړلي وي.
جوهر تل معقول وي، حتی جسماني جوهر. فزیکي ماده له فلسفي مادې (هیولا) سره توپیر لري. هیولا تر اوسه چا نه ده لیدلې، لکه نور جواهر (نفس او عقل) چې چا نه دي لیدلي.
اوس پوښتنه دا ده: هغه څه چې معقول دي، څنګه حرکت کوي؟ په دې نړۍ کې هیڅ شی ساکن نه دی؛ اعراض په حرکت کې دي، او له هغه ځایه چې عرض له جوهر سره متحد دی (انضمامي نه دی)، نو کله چې عرض حرکت کوي، جوهر هم په حرکت کې دی.
ظاهر (عرض) تېرایستونکی دی او حقیقت (جوهر) په عقل او بصیرت موندل کیږي. حس یوازې رنګ او بوی (عرض) ویني، خو دا د زړه نور (عقل) دی چې په جوهر پوهیږي.
مادي نړۍ او رنګونه یوازې د الهي رښتیني او بې رنګه ذات سیوري دي. اصلي حقیقت هغه وخت ښکاره کیږي چې ظاهري بڼې له منځه لاړې شي.
د نړۍ په هره ذره کې حرکت دی، هغه حرکت چې یوازې په ظاهره نه، بلکې په ذات کې دی.
حُبي حرکت :
جوهري حرکت او حُبي حرکت
عارفانو د جوهر د حرکت په اړه خبرې نه دي کړي؛ ځکه جوهري حرکت په بشپړ ډول یوه فلسفي اصطلاح ده چې بنسټګر یې ملا صدرا و او تر هغه وړاندې چا دا بحث نه و کړی. خو عارفانو د «حُبي حرکت» خبره کړې ده. حُب یعنې عشق. د عشق کلمه په قرآن کې نه ده راغلې، خو «حُب» شته او حُب هماغه عشق دی:
وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ = (بقره/۱۶۵) خو مؤمنينو ته الله پاك ډېر سخت ګران دى.
کله چې محبت خپل اوج او وروستي حد ته ورسیږي، هماغه عشق دی. څرنګه چې د قرآن لغت “حُب” و، نو عارفانو هم حرکت ته “حُبي” وویل، که نه نو “عشقي حرکت” به یې ورته ویلی وای.
په عشق کې ثبات نشته؛ عشق تلپاتی دی خو پکې هیجان، بېقراري او سوځول شته.
مولانا وايي:
عشق آن شعلهست کو چون بر فروخت
هرچه جز معشوق باقی جمله سوخت
عشق هغه لمبه ده چې کله بلېږي، له معشوق پرته نور هر څه سوځوي.
په دې عشق کې هم حرکت شته، خو دا میخانیکي، انتقالي یا وضعي حرکت نه دی. عشق سکون نه دی، یو ډول (یکنواخت) نه دی. عاشق هره شېبه یو نوی حال لري، یو ښه حال چې په زیاتېدو وي؛ لکه د “حُسن” په څېر چې هغه هم هره ورځ په زیاتېدو وي.
حافظ شیرازی وايي:
مَن از آن حُسنِ روزاَفزون که یوسُف داشت دانستم
که عشق از پردهٔ عِصمت بُرون آرَد زُلِیخا را
زه د یوسف له هغه ورځ تر بلې زیاتېدونکي حُسن نه پوه شوم، چې عشق به د زلیخا د عصمت پرده څیري کړي.
عشق او حُسن سره تړلي دي. عشق تل له ښکلا (حُسن) سره تعلق نیسي، نه له بدۍ (قُبح) سره. هیڅوک په بدو نه مئینېږي؛ عاشق یوازې په هغه مئینېږي چې حُسن او ښکلا پکې ویني. هر چېرته چې عشق وي، هلته خامخا یو حُسن شته.
د عشق سوځونکی صفت او حُبي حرکت د انسان د وجود د تصفیې (پاکوالي) یوازینۍ لاره ده تر څو د عشق اور د “ما او مني” (خپلسرۍ) خس او خاشاک ونه سوځوي، انسان حقیقي جوهر (معرفت) ته نه شي رسیدلی. عشق یو داسې “نور” دی چې کله د سالک په زړه کې بل شي، نو د معبود له یاد پرته نور هر څه ایره کوي.
په عشق کې هیجان دی او عاشق په هر لحظه کې یو نوی حال لري. عشق (حُب) هغه محرک ځواک دی چې انسان له “انجماد” (وچوالي) څخه وباسي او په یو داسې حرکت (حُبي حرکت) یې روانوي چې پای یې د معشوق په حُسن کې د ځان ورکول او بقا ده.
قرآن د محبت او عشق کیسه بیان کړې ده. د حضرت یوسف (ع) کیسه، د عشق کیسه ده او درې اړخونه لري. د یوسف سورت احسن القصص دی. «قصص» یعنې کیسې (په عربي کې قصص هم د داستانونو مانا لري). په قرآن کې قصص (قَصَص) د کیسه ویلو هنر ته اشاره کوي. د عشق د روایت غوره ډول همدا دی.
آیت وايي چې د بیان، تر ټولو غوره ډول د عشق روایتول دي.
حضرت یوسف ډېر ښکلی و. د یوسف په کیسه کې ښکلا یا د یوسف حُسن په دریو مرحلو کې په عشق بدلیږي، یعنې دا حُسن، عشق زېږوي:
۱ له خپل زوی سره د یعقوب (ع) عشق: د یوسف په فراق (جدایۍ) کې د حضرت یعقوب سترګې سپینې شوې (ړندې شوې).
۲. له حضرت یوسف سره د زلیخا عشق:
وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَنْ رَأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ (یوسف/۲۴) = او په حقيقت كې ښځه د يوسف پر لور ورمخکې شوه او که (يوسف هم) د خپل پالونکي څرګند دليل نه واى ليدلى (؛ نو) پر لور به یې ورمخکې شوى واى! دغسې (مو وكړل) چې بدي او بې حيايي (زنا او خيانت) ترې لرې كړو؛ (ځكه) چې هغه زموږ له مخلصو او غوره کړاى شويو بندګانو ځنې و.
هَمَّتْ : شخص چې همت ولري، یعنې ټول وجود یې په یوه مسئله اخته وي؛ دا هماغه عشق دی.
« وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا»
د زلیخا ټول وجود او همت د یوسف په ګرو کې و، په عشق یې سوځېده.
لَوْلَا أَنْ رَأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ
د رب برهان څه وه: برهان یعنې روښنايي. یو الهي نور روښانه شو او یوسف یې وساتلو.
۳. له برهان رب سره د حضرت یوسف عشق:
په دې ټولو عشقونو کې چې ابدي، نیک او د انسانیت سرمشق دی، هغه له خپل رب سره د حضرت یوسف عشق دی.
حرکت حُبي همدا دی. د حضرت یعقوب فراق یو حرکت او هیجان و، سکون نه و. د زلیخا فراق هم حرکت او هیجان و، ټول وجود یې سوځېده. حضرت یوسف هم د برهان رب (د حق جلوې) مجذوب و.
حضرت یعقوب او زلیخا وصال ته ورسېدل، نو دا عشقونه تېرېدونکي وو؛ دومره اهمیت نه لري. هغه عشق چې ابدي و او تل به وي، هغه د برهان رب عشق و.
له عالم او ادم سره د خدای ملتیا یا معیت
وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ (حدید/۴) = او چېرې، چې وسئ، هغه درسره دى.
په فقر او غنا کې، په خوب او ویښه کې، په ماشومتوب، زړښت او ځوانۍ کې، په مړینه او ژوند کې؛ تل او هر چېرته، خدای له تاسو سره دی. «أَیْنَ مَا» مانا دا چې هر چېرته چې یاست، خدای درسره دی.
معکم (ملتیا): له عالم او ادم سره د خدای ملتیا یا معیت څنګه دی؟
د سکون او ثبات توپیر
موږ باید د سکون او ثبات ترمنځ توپیر وکړو.
مادي نړۍ «تدریج الحصول» ده (یعنې په تدریج سره حاصلیږي) او دا حرکت پکې دایمي دی. په دې نړۍ کې سکون نه لرو.
«ساکن» له «ثابت» سره توپیر لري. خدای ثابت دی خو ساکن نه دی. ساکن هغې ته ویل کیږي چې په کوم ځای کې د حرکت تمه وي؛ خو حرکت پکې نه وي. په جنت کې هم سکون نشته؛ جنت ثابت دی خو ساکن نه دی. جنت هره شېبه یوه نوې جلوه لري. مؤمن په جنت کې تر ابده هره شېبه یوه نوې او تازه جلوه ویني. دا جلوه هماغه حُبي حرکت دی.
هم جنت تل تازه دی او هم د حق تعالی جلوې تل تازه دي. حق تعالی ساکن نه دی، ثابت دی؛ خو دا ثابت له ازله تر ابده لایتناهي او بېلابېلې جلوې لري. په دوو شېبو کې یوه جلوه نه تکراریږي. د دې نوم «حُبي حرکت» دی.
د حُبي او مادي حرکت توپیر
دا حُبي حرکت دی، خو مادي حرکت نه دی.
مادي حرکت تدریجي وي او له قوې څخه فعل ته راتلل دي؛ خو په مجرداتو کې هر څه «فعلیت» دی او هلته «قوه» نشته. په مادي حرکت کې استعداد فعلیت ته رسیږي؛ هر څه مستعد او چمتو دي ترڅو فعلیت ومومي. مادي نړۍ کامله نه ده، ناقصه ده او د کمال په لور روانه ده، یعنې باید کامل او کاملتره شي. خو د مجرداتو نړۍ کامله ده او نور (کمال ته) په تمه نه ده. مادي نړۍ یو څه نه لري او غواړي یې؛ یعنې زه چې څه باید واوسم، لا تر اوسه هغه نه یم. د مجرداتو په نړۍ کې چې هر څه دي، شته دي او «نیشتوالی» هلته مانا نه لري.
د حُبي حرکت له مخې، هستي تل تجلي او تازه ګي لري
دا هستي د حُبي حرکت له مخې، تل تجلي او تازګي لري.
د تکاملي حرکت او الهي تجلي پیوستون
انسان په ذاتي ډول له نقص څخه کمال خوا ته په تکاملي حرکت کې دی، خو خدای چې «مطلق کمال» دی، د حُبي حرکت (تجلي) له لارې په هر بدلون کې له انسان سره مل دی. د انسان دا تکامل په اصل کې د خدای د کمالاتو د څرګندېدو او ظهور پایله ده.
« هُوَ مَعَكُمْ»؛ موږ هم په تدریج کې یو او ثابت نه یو، په هر بدلون (تغیر) کې چې راځي، خدای له موږ سره دی. موږ چې تغیر کوو او متغیر یو، ایا خدای هم متغیر دی؟ د جوهري حرکت له مخې موږ متغیر یو او خدای په هر حال کې له موږ سره دی. دوه شیان چې سره وي، باید په هر څه کې سره وي. موږ «بالذات» متغیر یو او خدای هم په هر حال کې راسره دی. موږ چې تغیر کوو، له نقص نه کمال ته ځو او خدای راسره دی. پخپله خدای «مطلق کمال» دی؛ دلته د خدای حرکت «حُبي» دی. حُبي حرکت یعنې تجلي؛ یعنې هر څه لري، خو ښکاره کوي یې (ظاهروي یې). زموږ حرکت تکاملي دی؛ نړۍ او ادم حرکت کوي. تکاملي مانا دا چې هر څومره وړاندې ځو، له نقص نه کمال ته رسیږو. خدای چې «هو معکم» دی، په دې حرکت کې تل راسره دی؛ خدای خو له نقص نه کمال ته نه ځي، نو څه کوي؟ خدای دلته په خپلو کمالاتو کې ظاهریږي او تجلي کوي. خدای په تجلي سره له موږ سره دی او موږ له نقص نه کمال ته ځو. او زموږ همدا له نقص نه کمال ته تلل، پخپله د خدای د تجلي پایله ده. دا «حُبي حرکت» دی.
دا حُبي حرکت دی.
جوهري حرکت؛ له نقص نه تر کماله د هستۍ دایمي بهیر دی
حسي ذهن د حُبي او جوهري حرکت په درک کې پاتې راځي، ځکه په دې نړۍ کې هیڅ سکون نشته. هر حرکت، ان د غرونو، په ذاتي ډول تکاملي دی؛ یعنې په پرله پسې ډول له نقص څخه د کمال په لور یو ګټور او مانا لرونکی بدلون دی.
هغه کسان چې حسي ذهن لري، د دې مسایلو درک ورته سخت دی. د حُبي حرکت درک د جوهري حرکت له لارې اسانیږي. په جوهري حرکت کې په دې نړۍ کې سکون نشته، ځنډ نشته؛ هر څه په حرکت کې دي، حتی غرونه. جوهري حرکت اوږدوالی (طولي) او تکاملي بڼه لري؛ له نقص څخه د کمال په لور تلل دي. اصلاً هر حرکت باید تل له نقص نه کمال ته وي، که نه نو بې مانا دی. ایا کېدای شي چې یو حرکت د کمال په لور نه وي او بیا هم حرکت ورته ووایو؟ دا بې مانا خبره ده. حرکت تل د کمال په لور وي.
موږ جوهري حرکت کوو، یعنې له نقص نه کمال ته ځو، تل متغیر او متحرک یو؛ او خدای چې «هو معکم» دی او تل له موږ سره دی، ایا هغه هم متغیر دی؟ نه، خدای حُبي حرکت کوي چې هغه تجلي ده؛ یعنې خدای خپل کمالات ښکاره (ظاهر) کوي. حُبي حرکت ته موږ د کمالاتو ظهور او تجلي ویلای شو، نه له نقص څخه کمال ته تګ.
وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ (نمل/۸۸) = او غرونه وینې، چې ګومان كوې ښه كلك (او پر ځاى) ولاړ دي، حال دا د ورېځو په څېر روان دي. دا د هغه الله جوړونه ده، چې هر څه يې ښه کلک (او مظبوط) پنځولي؛ په حقيقت كې كوم كارونه، چې كوئ، هغه پرې ښه خبر دى.
امام جعفر صادق (رحمه الله علیه) وايي :
مَنِ اسْتَوی يَوْماهُ فَهُو مَغْبُونٌ = د چا چې دوه ورځې (د کمال او پوهې له نظره) یو شان وي، هغه تاواني دی. (معاني الأخبار، ۳۴۲ مخ)
حضرت علی (کرم الله وجهه وايي) :
الْحَمْدُ لِلَّهِ الْمُتَجَلِّي لِخَلْقِهِ بِخَلْقِهِ = ستاینه له هغه خداى سره ښيي، چې د خپل پنځ له لامله پر خپلو پنځول شویو وځلېد.
دایمي تخلیق او الهي تجلي
خدای د نړۍ تر پېداښت وروسته یوې خواته نه دی شوی، بلکې هغه «مدام فعال» دی. د هغه دا دایمي فعالیت او اراده په مادي نړۍ کې د «جوهري حرکت» او په معنوي نړۍ کې د «تجلي» په بڼه په دوامداره توګه جریان لري
سکون نشته، ثبات دی. مسکن نشته، منزل دی. عارف منزل لري خو مسکن نه لري. منزل یعنې د کښته کېدو (نزول) ځای، یعنې د یوې شېبې لپاره د استراحت او ډوډۍ خوړلو ځای او بیا بېرته حرکت کول. منزل یعنې د لا زیات شتاب لپاره څو شېبې تم کېدل؛ د لا زیات سرعت لپاره د ستړیا لرې کول. د سلوک په لاره کې مسکن (دایمي مېشتځای) نه لرو.
د دې نړۍ بنسټ ناارامه دی؛ یعنې سکون نه لري او په حرکت کې دی. د دې نړۍ جوهر په حرکت کې دی او په تبع یې اعراض هم په حرکت کې دي. موږ له دایمي حرکت سره مخ یو او پخپله هم په حرکت کې یو. دا نړۍ په دوامداره توګه په حرکت کې ده او باید تل ورته یو نوی شی چمتو وي. اصلاً «زوړ» وجود نه لري. موږ چې په دوامداره حرکت کې یو، باید مدام نوي واوسو.
مولانا وايي :
عارفان در دمی دو عید کنند
عنکبوتان مګس قدید کنند
هر څه نوي دي او موږ باید د نوي لیدلو، نوي فکر کولو، نوي حرکت او دایمي تجلیاتو لپاره چمتو واوسو.
بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ (ق/۱۵) = خو دوى (له دې ټولو څرګندو دلايلو سره بيا هم) د نوي پنځون په اړه شكمن دي.
خدای دا نړۍ یو ځل د تل لپاره نه ده پیدا کړې، بلکې هغه « فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ (هود/۱۰۷) = چې څه غواړي هماغه كوي »
خدای یوه شېبه هم بې فعله نه دی؛ تل فعال دی او مدام په تخلیق (تجلي) کې دی. دا تخلیق په معنوي نړۍ کې «تجلي» ده او په مادي نړۍ کې «جوهري حرکت» دی.
اشاعره وايي چې نړۍ هره شېبه عدم کیږي او بیا پیدا کیږي، خو د ملا صدرا په نظر دا فکر غلط دی. ملا صدرا دا حرکت یو «اتصال» بولي؛ حرکت هېڅکله انقطاع (پرې کېدل) نه لري. موږ تل له نوي کېدو سره مخ یو.
حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي :
لَمْ يَسْبِقْ لَهُ حَالٌ حَالاً، فَيَكُونَ أَوَّلاً قَبْلَ أَنْ يَكُونَ آخِراً، وَ يَكُونَ ظَاهِراً قَبْلَ أَنْ يَكُونَ بَاطِناً – د هغه یو حال پر بل حال مخکې نه دی (تکرار پکې نشته)؛ داسې نه ده مخکې تردې چې ” آخر” وي، “اول” دى (يا له اخرېدو اول شي) او مخکې تردې چې “پټ” وي، ” ښکاره” دى (نهج البلاغه/۶۵ مه خطبه)
امام سجاد په یوه دعا کې د وخت او احوالو د نوي کېدو او په هغې کې د الهي برکت په اړه وایي:
اللَّهُمَّ اجْعَلْ أَوَّلَ يَوْمِي هَذَا صَلَاحاً، وَ أَوْسَطَهُ فَلَاحاً، وَ آخِرَهُ نَجَاحاً – خدایه! زما د دې ورځې پیل سمون، منځ یې رستګاري او پای یې بریالیتوب وګرځوه. (صحیفه سجادیه)
حضرت علي نړۍ ته د مسکن په سترګه نه ګوري، بلکې د تېرېدو ځای یې بولي:
الدُّنْيَا دَارُ مَمَرٍّ لَا دَارُ مَقَرٍّ – نړۍ د تېرېدو ځای (منزل) دی، نه د مېشتېدو ځای (مسکن).
(نهجالبلاغه، ۲۰۳ حکمت)
اسلام او مډرنیزم
د عرفان لپاره «زوړ» اصلاً مانا نه لري. مدرنیته یا مډرنیزم یوازې د هغو کسانو لپاره اوڅار ده چې ماضي یې زړه لیدله. مدرنیته د هغو خلکو ستونزه ده چې نړۍ یې منقطعه او زړه ګڼله. په لویدیځه نړۍ کې یې فکر “زوړ” کړ، نو ځکه ورته مدرنیته یا مډرنیزم د یو نوي شي په توګه راښکاره شوه. زوړ فکر، مدرنیزم نوی شی ویني، خو هغه فکر چې جوهري حرکت لري، تل نوی دی.
که موږ جوهري حرکت ولرو او په حُبي حرکت پوه شو، موږ پخپله تل نوي یو او تل نوي کېدو ته چمتو یو؛ هم نوي یو، هم نوي کېږو او هم نوي کېدو ته چمتو یو. دا د خدای شان دی: «کُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ» (هغه هره ورځ په یو نوي شان کې دی). د عارفانو خدای همداسې دی؛ هغه خدای چې تل تجلي لري.
اسلامي معرفت تل نوی دی. که څوک یې زوړ ویني، د هغه خپله سترګه زړه ده، باید سترګې بدلې کړي. سترګه باید “نوي لیدونکې” وي ترڅو هره شېبه نوې تجلي وګوري او وکولای شي د حق تعالی له نوي کمال سره مخامخ شي. که د دې مخامخ کېدو ځواک نه لرې، نو زوړ یې. که زه چمتووالی ولرم، نړۍ زړه نه ده.
ماضي ته ستنېدل ناممکن دي، ځکه هره نوې پوهه زموږ تیر افکار هم نوي کوي. خدای د «الاول و الاخر» په توګه په تېر، حال او راتلونکي کې یو شان حضور لري او د هغه دوامداره تجلي وخت ته محدود نه ده؛ د هغه لپاره زماني وېش مانا نه لري.
ماضي ته بېرته ګرځېدل اصلاً مانا نه لري او نه هم ممکن دي. هر پخوانی فکر چې زموږ په حافظه کې دی، کله چې موږ له نوي فکر سره مخ کېږو، هغه نوې پوهه پخواني افکار ننګوي او هغه هم نوي کوي. نو نه ماضي ته ګرځېدل ممکن دي او نه مطلوب. ماضي هومره د خدای ده څومره چې راتلونکې د هغه ده. داسې نه ده چې یوازې ماضي د خدای وي او راتلونکې نه! «هو الاول و الاخر» (هغه هم لومړی دی او هم وروستی). د خدای لاس تل په کار کې دی او په تجلي کې دی. له تېر، حال او راتلونکي سره د خدای نسبت یو شان دی. د خدای لپاره سهار او ماښام مانا نه لري. «ستاسو د رب په نزد سهار او ماښام نشته.»
حضرت علي د وخت په اړه د الهي نسبت د یوشانوالی او د خدای د زماني ثبات او تجلي په اړه وایي:
لَا یَشْغَلُهُ شَأْنٌ، وَ لَا یُغَیِّرُهُ زَمَانٌ، وَ لَا یَحْوِیهِ مَکَانٌ – چې يو کارهغه له بل کاره منع کولاى نشي، زمانه يې اړولاى نشي او مکان يې رانغاړلاى نشي. (نهج البلاغه/۱۷۸ مه خطبه)
امام صادق (رح) د « کُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ » په اړه وایي:
يَغْفِرُ ذَنْباً وَ يُفَرِّجُ كَرْباً وَ يَرْفَعُ قَوْماً وَ يَضَعُ آخَرِينَ – هغه (په هره شېبه کې) ګناهونه بښي، غمونه لرې کوي، یو قوم لوړوي او بل کښته کوي (یعنې د کایېناتو نظام هره شېبه په نوي کېدو او حرکت کې دی).
(مجمع البیان، ۹ ټوک، ۳۰۷ مخ)
حضرت علي (ع) په خپلو دعاګانو (په مناجاتِ شعبانیه کې) د سترګو د نوري کېدو غوښتنه داسې کوي:
إِلَهِي هَبْ لِي كَمَالَ الانْقِطَاعِ إِلَيْكَ وَ أَنِرْ أَبْصَارَ قُلُوبِنَا بِضِيَاءِ نَظَرِهَا إِلَيْكَ – خدایه! ماته له هر څه نه بشپړ پرې کېدل او تاته دررسېدل راکړه، او زموږ د زړونو سترګې ستا په لور د نندارې په رڼا روښانه کړه. (مفاتیح الجنان، مناجات شعبانیه)
مډرنیزم د ولاړ او زاړه فکر زیږنده ده، خو په عرفان کې د حق د پرله پسې تجلي له لامله هیڅ شی نه زړېږي. د جنت د مېوو په څېر، د عارف پوهه په ظاهره پخوانۍ خو په خوند او کیفیت کې هر دم نوې ده؛ همدا دایمي نوښت د اسلامي معرفت اصلي جوهر دی.
مډرنیزم د “زوړ فکر” محصول دی. په عرفان کې چې هر دم د حق تجلي ده، هیڅ شی نه زړیږي. لکه څنګه چې په قرآن کې راځي، په جنت کې میوې ورته ښکاري خو چې کله یې خوري، وايي دا خو هغه دي چې مخکې مو خوړلې وې (قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ)، خو په خوند کې نوې وي. دا دایمي نوښت د اسلامي معرفت روح دی.
هغه انسان چې په حُبي تجلي او حُبي حرکت پوهیږي (چې د مادې له نړۍ پورته عالم پورې اړه لري) او په جوهري حرکت پوهیږي، دا انسان “زوړپالی” (کهنه پرست) نه دی؛ هر څه ورته تازه دي.
مولانا وايي :
لامکانی که درو نور خداست
ماضی و مستقبل و حال از کجاست
ماضی و مستقبلش نسبت به تست
هر دو یک چیزند پنداری که دوست
یعنې : « هغه لامکاني (عالم) چې پکې د خدای نور دی، هلته تېر، راتلونکی او حال له کومه شول؟ تېر او راتلونکی یوازې ستا په نسبت دي، که نه نو دواړه یو شی دي؛ ته داسې ګڼې چې ګواکې دوه دي.»
رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) پنځه وخته لمونځ له یوې داسې چینې یا حوض سره تشبیه کوي، چې هر ځل پکې لمونځ کوئ، نو یو نوی خوند او پاکوالی ترې ترلاسه کوئ.
مولانا بیا وايي:
تازه کن ایمان نه از گفت زبان
ای هوا را تازه کرده در نهان
یعنې «ایمان دې تازه کړه، خو نه یوازې په ژبه؛ بلکې هغه هوا (غوښتنې) تازه کړه چې په باطن کې پټه ده.»
مانا تل تازه ده، مانا هیڅکله نه زړیږي.
جهان د چا لپاره تازه دی
مولانا وايي:
هر دم از این باغ بری میرسد
تازهتر از تازهتری میرسد
هین سخن تازه بگو تا دو جهان تازه شود
وارهد از حد جهان بیحد و اندازه شود.
یعنې «هره شېبه له دې باغ نه یوه مېوه رارسیږي، چې له تازه نه هم تازه وي.
یوه نوې خبره وکړه ترڅو دوه واړه جهانونه تازه شي؛ ترڅو د جهان له محدودیت نه خلاص او بېحده او بېاندازې شي.»
موږ تل په یو “ایزم” یا حد کې ایسار یو؛ که له دې حده تېر شو، نو جهان تازه کیږي.
مولانا:
از یک اندیشه که آید در درون
صد جهان گردد به یک دم سرنگون
یعنې «له یوه فکر نه چې په باطن کې پیدا شي، په یوه شېبه کې سل جهانونه نسکوریږي.»
جهان د چا لپاره تازه دی؟
جهان د هغه چا لپاره تازه دی چې فکر کوي (اندېشمن دی). که فکر نه کوې، نو د تل لپاره زاړه یې. د فکر خاوند زوړوالی نه لري؛ هره شېبه چې فکر کوې، جهان نور هم تازه کیږي. فکر نه کول هماغه زوړوالی دی او فکر کول “تجدد” (نوښت) دی. هر څوک چې په الهي لید نړۍ ته ګوري، هیڅ شی ورته زوړ نه دی؛ هر څه ورته نوي دي.
حضرت علي (ک) وايي : الْفِكْرُ مِرْآةٌ صَافِيَةٌ – فکر یوه پاکه ایینه ده. (نهجالبلاغه، ۱۱۳ حکمت)
یعنې فکر د بصیرت ایینه ده او هره شېبه انسان ته نوی حقیقت ښیي.
امام صادق (رح) د هغو کسانو په اړه چې فکر نه کوي او په خپلو پخوانیو عادتونو کې بند پاتې دي، وایي چې هغوی مړي دي که څه هم په ظاهره ژوندي وي. خو د علم او فکر په اړه وایي:
العِلمُ حَياةُ القُلوبِ – علم د زړونو ژوند دی. (تحف العقول، ۲۸ مخ)
ژوند یعنې هره شېبه نوی کېدل، او دا یوازې د علم او فکر په رڼا کې ممکن دی.
قرآن چې څومره لولو، لاپسې تازه کېږي
امام صادق (رح) وپوښتل شو چې ولې قرآن هر څومره چې لولو، نور هم تازه کیږي؟ ویې ویل:
لِأَنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى لَمْ يَجْعَلْهُ لِزَمَانٍ دُونَ زَمَانٍ… فَهُوَ فِي كُلِّ زَمَانٍ جَدِيدٌ – ځکه خدای (ج) هغه د یوې ځانګړې زمانې لپاره نه دی کړی… نو ځکه په هره زمانه کې نوی دی. (عیون اخبار الرضا، ۲ ټوک، ۸۷ مخ)
نه اندېښل زوړوالی دی او اندېښل نوښت دی. په داسې یوې نړۍ کې چې د خدای تجلي پکې هره شېبه نوې ده، زوړ پاتې کېدل په حقیقت کې له ژونده بې برخې کېدل دي.
الهي دیالکتیک
د هګل دیالکتیک پر «تز، انټي تز او سنتز» ولاړ دی؛ خو د مولانا دیالکتیک الهي دی. عارفانو دا اصل له کومه کړی؟ د دې جرړه په قرآن کې ده:
هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ (حدید/۳) = «دی هم لومړی دی او هم روستی، هم څرګند دی او هم پټ.»
ایا دا آیت پخپله دیالکتیک نه دی؟ همدا آیت د عارفانو د دیالکتیکي اند سرچینه ده.
خدای چې د اخرت خالق دی، په هماغه اندازه د دنیا خالق هم دی. هغه خدای چې جنت یې پیدا کړی، دوزخ یې هم پیدا کړی؛ دا دواړه سره ضد دي. پرښتې یې پیدا کړې او په مقابل کې یې ابلیس هم پیدا کړ. د ابلیس کار «تلبیس» (غلطول، اړول او دروغ) دي. انسان د پرښتې او ابلیس، جنت او دوزخ، او د ښېګڼې او بدۍ یو «معجون» (مرکب) دی. خدای ورته الهي نور هم ورکړی ترڅو هغه وپېژني. همدا معجون «الهي دیالکتیک» دی. انسان باید دا لاره ووهي.
هګل یوازې د زمانې دیالکتیک اوڅار کړ او له زمانې پورته لاړ نه شو؛ خو موږ دا دیالکتیک د «زمانې په پنځګر یا خالق» کې تصور کوو.
بل هیڅ موجود دا دیالکتیک نه لري؛ سپوږمۍ تل سپوږمۍ ده، لمر تل لمر دی… خو انسان باید د دې تضادونو ترمنځ خپله لار پیدا کړي او وړاندې لاړ شي.
مولانا وايي:
صد هزاران ضد را ضد میکشد
بازشان حکم تو بیرون میکش
از عدمها سوی هستی هر زمان
هست یا رب کاروان در کاروان
«په سلګونو زره ضدونه یو بل وژني، خو ستا حکم یې بېرته راوباسي. هره شېبه له عدم نه د هستۍ په لور کاروان په کاروان خلک روان دي.»
په دعای کمیل کې حضرت علی وايي :
يَا دَائِمَ الْفَضْلِ عَلَى الْبَرِيَّةِ يَا بَاسِطَ الْيَدَيْنِ بِالْعَطِيَّةِ –
« اې هغه ذاته چې پر ټولو مخلوقاتو یې فضل تلپاتې دی، اې هغه چې د ورکړې او عطا لاسونه دې تل پرانیستي دي.»
دلته «یدین» (دواړه لاسونه) هماغه دیالکتیک دی؛ یعنې د لورنې او قهر لاسونه.
حضرت علي (ک) د خدای د داسې صفتونو یادونه کوي چې په مادي نړۍ کې سره ضد دي خو په الهي ذات کې یو دي:
الظَّاهِرُ لَا بِرُؤْيَةٍ، وَ الْبَاطِنُ لَا بِغَطْشَةٍ – هغه ښکاره دی خو په سترګو نه لیدل کیږي، هغه پټ دی خو نه داسې چې (د نشتوالي له امله) پټ وي. (نهجالبلاغه، ۱۵۵ خطبه)
حضرت علي (ع) د انسان د زړه د عجیبه جوړښت (معجون والي) په اړه وایي:
د انسان په دننه رګونو پورې د غوښې يوه ټوټه ځوړنده ده، خورا هېښنده غړى دى او هغه زړه دى، چې حکمتونه او بېلابېل څيزونه پکې شته؛ نو که په زړه کې هيله راوټوکېږي، تمه يې خواروي او که تمه پرې يرغل وکړي، حرص يې تباه کوي او که نهيلي پرې لاسبری شي، افسوس خوړل يې له پښو غورځوي، که غوسه شي، کينه يې زياتېږي او آرام نه مومي. که خوشحالي يې پر برخه شي؛ نو ځان ساتنه ترې هېرېږي او که ډار پرې لاسبری شي؛ نو په ځان بچولو بوخت شي او که پراخي يې پر برخه شي؛ نو په غفلت اخته کېږي او که شتمني ترلاسه کړي؛ نو مړښت يې سرغاړۍ ته اړ باسي او که کوم کړاو ور ورسي، بې صبري يې رسوا کوي او که پر تنګلاسۍ اخته شي، بلاګانې يې بوختوي او که لوږه يې وارخطا کړي، کمزوري يې له پښو غورځوي او که ډېر موړ شي، مړښت زيان ور رسوي؛ نو هر ډول سست تګ ورته زيانمن او هر ډل په بيړه تګ ورته فساد راولاړوي. (نهج البلاغه/ ۱۰۸ حکمت)
حضرت علي (ک) د حق او باطل د دیالکتیکي مخلوط کېدو په اړه وایي:
فَلَوْ أَنَّ الْبَاطِلَ خَلَصَ مِنْ مِزَاجِ الْحَقِّ لَمْ يَخْفَ عَلَى الْمُرْتَادِينَ… وَ لَكِنْ يُؤْخَذُ مِنْ هَذَا ضِغْثٌ وَ مِنْ هَذَا ضِغْثٌ فَيُمْزَجَانِ- که “باطل” له “حق” سره ګډ شوى نه واى، حق له حق لټوونکيو نه پټېده او هم که “حق” ته د باطلو جامې نه اغوستل کېدې، د دښمنانو ژبې غوڅېدې؛ خو څه برخه له حقه او څه له باطله را اخلي او ګډوي يې.
امام صادق (رح) د انسان د دیالکتیکي جوړښت په اړه وایي:
إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَ جَلَّ رَكَّبَ فِي الْمَلَائِكَةِ عَقْلًا بِلَا شَهْوَةٍ وَ رَكَّبَ فِي الْبَهَائِمِ شَهْوَةً بِلَا عَقْلٍ وَ رَكَّبَ فِي بَنِي آدَمَ كِلَيْهِمَا- خدای په پرښتو کې عقل پرته له شهوته، او په حیواناتو کې شهوت پرته له عقله کېښود، خو د ادم په زامنو کې یې دا دواړه سره یوځای کړل. (علل الشرائع، ۱ ټوک، ۴ مخ)
دا هماغه “معجون” دی چې پورته یې یادونه وشوه؛ که عقل غالب شي تر پرښتو لوړیږي او که شهوت غالب شي تر حیوان ښکته کیږي.
پورته د حضرت علی په دعا کې د « يَا بَاسِطَ الْيَدَيْنِ بِالْعَطِيَّةِ » ذکر وشو؛ امامانو په دعاوو کې خدای په «یا رفیق یا شفیق» او «یا شدید العقاب» دواړو یادوي. په جوشن کبیر دعا کې راځي:
يَا مَنْ لَهُ الْقُدْرَةُ وَ الْكَمَالُ، يَا مَنْ لَهُ الْعِزُّ وَ الْجَمَالُ (مفاتیح الجنان، جوشن کبیر دعا)
جلال (قهر) او جمال (لطف) دواړه د هغه لاسونه دي چې په یو وخت کې فعال دي.
عقل او نبوت؛ د هستۍ مبداء او د هغې په اړه پوهاوی
له مبداء سره اړیکه بې له پوهاوي (اګاهي) ناممکنه ده. له هستۍ سره دا اړیکه د وحي له لارې ده. وحی نه خیالي، نه حسي او نه وهمي اړیکه ده، حتی یوازې استدلالي عقل هم نه دی. دا یو خورا لطیف او نازک پیوستون دی چې هیڅ ځانګړی شکل ورته نه شي ټاکل کېدی. دا اړیکه د «انباء» (خبر ورکولو) لپاره ده. دا خبر څه دی؟ تر دې بل کوم مهم خبر شته چې انسان ته د هستۍ له مبداء څخه خبر ورسیږي؟ یوازې کامل انسان (پیغمبر) کولای شي دا خبر راوړي چې د هستۍ پیغام څه دی. دا وحی د انسان د تکمیل، هدایت او نږدېوالي (تقرب) لپاره ده.
د نبوت مانا
نبوت له «انباء» څخه اخیستل شوی چې مانا یې خبر دی. خبر بې له پوهاوي نه وي او پوهاوی بې له عقله ممکن نه دی. هر څوک عقل په یو ډول مانا کوي، خو عقل په خپل حقیقت، ماهیت او اصلي هویت کې له یو شي پرته بل څه نه دی. انسانان د خپل وجود په کچه له عقله برخمن دي، خو ستونزه دا ده چې هر څوک خپل عقل کامل بولي.
مثال: مطلق نور؛ نور یو حقیقت دی، موږ دوه ډوله نور نه لرو. که څه هم په ملیونونو ډوله نورونه لرو، خو حقیقت یې یو دی. په ځمکه، سپوږمۍ او لمر کې نور یو دی، خو د تجلیاتو کچه یې توپیر لري. عقل هم همداسې دی. هر څوک ترې یوه برخه لري، خو اشتباه یې دا ده چې ځان د عقل میزان بولي. انسان باید پوه شي چې دی یوازې د عقل یوه برخه لري او عقل تر دې ډېر لوړ، لوړ او لوړ دی.
حضرت علي (ک) وایي چې پیغمبران د دې لپاره راغلي ترڅو د انسانانو په عقل کې ښخ شوي استعدادونه راوباسي:
وَيُثِيرُوا لَهُمْ دَفَائِنَ الْعُقُولِ – (پیغمبران راغلي) چې د عقلونو پټه کړاى شوې وسمنې رابرسېره کړي. (: نهجالبلاغه، لومړۍ خطبه)
امام کاظم (رح) عقل او نبوت یو د بل مکمل بولي:
يَا هِشَامُ إِنَّ لِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حُجَّتَيْنِ حُجَّةً ظَاهِرَةً وَ حُجَّةً بَاطِنَةً فَأَمَّا الظَّاهِرَةُ فَالرُّسُلُ وَ الْأَنْبِيَاءُ وَ الْأَئِمَّةُ ع وَ أَمَّا الْبَاطِنَةُ فَالْعُقُولُ- اې هشامه! خدای پر خلکو دوه حُجتونه لري: ظاهري حجت او باطني حجت. ظاهري حجت رسولان، انبیاء او امامان دي؛ او باطني حجت عقلونه دي. (الکافي، ۱ ټوک، ۱۶ مخ)
د عقل محدودیت او د وحې اړتیا
د انسان لویه تېروتنه دا ده چې خپل عقل مطلق بولي؛ که انسان د خپل عقل پر محدودیت پوه شي، نو د وحې او نبوت پر اړتیا به په سمه توګه سر خلاص کړي.
د انسان تېروتنه دا ده چې خپل ځان د عقل میزان بولي.” که انسان پوه شي چې عقل یې محدود دی، نو د نبوت او وحي (کامل عقل) اړتیا به په رښتیني ډول درک کړي.
وحي له عقله بېله نه، بلکې تر مادي او محدودو عقلونو لوړ، یو لطیف او مطلق پوهاوی (عقلِ کُل) دی چې د ټولې هستۍ پر حقیقت احاطه لري.
وحي له عقله جلا نه ده؛ وحي عین الهي خبر دی. الهي خبر عین اګاهي (پوهاوی) دی. وحي لطیف شوی عقل دی، هغه عقل چې په تعلقاتو کې ښکېل نه دی او تر سياسي، اقتصادي او تخنيکي عقل څخه لوړ دی. وحي «عقلِ کُل» دی او عقلِ کُل یعنې ټوله هستي.
له عقله د تېښتې اصلي علت د خپل عقل مطلق ګڼل دي؛ د انسان عقل یو «جز» دی چې د هستۍ پر «کُل» یوازې هغه وخت پوهېدای شي چې له اصلي سرچینې (سمندر) سره وصل شي.
دا چې ځینې کسان له عقله تښتي، علت یې دا دی چې خپل عقل میزان بولي او هر څه په خپل ځان تلي. که موږ د عقل پراختیا درک کړو، پوه به شو چې هر څه په پوهاوي (اګاهي) کې دي او اګاهي د عقل ملکیت دی. د انسان عقل، «جزوي عقل» دی. کله چې یو جز غواړي په «کُل» پوه شي، نو ستونزه پیدا کیږي. لکه یوه څاڅکی چې غواړي په سمندر پوه شي؛ هغه یوازې هغه وخت پوهیدای شي چې له سمندر سره وصل شي. کله چې څاڅکی له سمندره جلا کړې، نو په سمندر نه پوهیږي.
فلسفي ښوونځي (ایزمونه) د بشري عقل د محدودیت پایله ده؛ اصلي ستونزه د حقیقت په یو چوکاټ کې بندول دي، ځکه کله چې یو څوک ادعا وکړي چې «حقیقت یوازې همدغه دی»، نو خپله اګاهي یې په ناپوهۍ کې بنده کړې ده
د بشر په تاریخ کې هر چا د خپل عقل د برخې په کچه ځانته فلسفي ښوونځي جوړ کړي او نومونه یې ورباندې ایښي، لکه «ایزمونه». دا کلمه (ایزم) هماغه ځای دی چې تاسو عقل پکې محدود کړی دی. د مثال په ډول پوزیتوزیم ، لیبرالیزم، مډرنیزم او داسې نور. ستونزه پخپله په چوکاټ کې نه ده، ستونزه دلته ده چې ووایې: «هر څه همدا دي او بس». که داسې دې وویل، نو ځان دې په ناپوهۍ کې بندي کړ.
وحي په هېڅ محدود چوکاټ (ایزم) کې نه راګېرېږي، ځکه دا یو لایتناهي حقیقت دی چې انساني عقل ته له مادي محدودیتونو هاخوا د نامحدود سیر او پرمختګ لاره پرانیزي.
وحي تر دې ایزمونو لوړه ده؛ موږ «وحیانیزم» نه لرو، ځکه وحی، ایزم نه لري او تر لایتناهي پورې ځي. وحی تر ایزمونو پورته تګ دی او هلته د عقل د سیر لپاره هیڅ محدودیت نشته.
عشق د عقل لطافت دی
مولانا وايي چې عشق د عقل لطافت دی.
غیر این معقولها معقولها
یابی اندر عشق با فر و بها
غیر این عقل تو حق را عقلهاست
که بدان تدبیر اسباب سماست
تر دې عقلونو پرته نور عقلونه هم شته چې په عشق کې پیدا کیږي. د خدای لپاره داسې عقلونه شته چې د اسمانونو تدبیر پرې کوي.
د عقل کلمه له «عقال» (تړلو) څخه اخیستل شوې، یعنې هغه چوکاټ چې تړل شوی وي (ایزم). له همدې امله خدای ته «عاقل» نه وایو، خو «عالم» ورته وایو؛ که څه هم علم بې له عقله نه کیږي، ځکه علم د عقل ظهور دی.
مام صادق (رح) وایي چې عقل لومړنی روحاني موجود دی چې محدودیت نه پېژني:
إنَّ اللهَ خَلَقَ العَقلَ وهُوَ أوَّلُ خَلقٍ مِنَ الرُّوحانِيِّينَ – خدای عقل پیدا کړ او هغه له روحاني موجوداتو څخه لومړنی تخلیق و (الکافي، ۱ ټوک، ۲۱، مخ د عقل او جهل لښکرې)
حضرت علي (ع) په نهجالبلاغه کې خدای په «عاقل» نه بلکې په «عالم» یادوي او وایي چې د هغه علم له محدودیت (عقال) پاک دی:
خدای عالم وه، چې لا کوم معلوم شتون نه درلود، پالونکی وه، چې لا ښکارنده نه وه، وسمن وه، چې لا څه نه وه، چې وسمني یې ورسره وسنجوي. (نهجالبلاغه، ۱۵۲ خطبه)
“وحی، ایزم نه لري” دا خورا ژوره خبره ده؛ ځکه ایزم د انسان لخوا جوړ شوی یو “چارچوکاټ” دی، خو وحي د خدای لخوا رالېږل شوې “رڼا” ده چې هیڅ چارچوکاټ یې نشي محدودولی.
عاقل هغه دی چې پوه شي چې عقل یې په حقیقت کې د خدای د علم ظهور دی.
کله چې عقل له خپلو مادي زولنو (عقال) خلاص شي، هماغه “لطافت” پیدا کوي چې ورته وحي یا په انساني کچه “عشق” ویل کیږي.
جزوي عقل (چې په دنیوي چارو کې بند وي) نشي کولای د هستۍ کُل درک کړي، تر هغه چې د عشق په رڼا تلطیف نشي.
د خدای تعالی اسماء او صفات
خدای جل جلاله د بې شمیره نومونو (اسماء) او صفتونو لرونکی دی. د خدای صفتونه په لاندې ډول ویشل شوي: سلبي صفتونه: هغه صفتونه دي چې خدای له نیمګړتیاوو پاکوي؛ لکه: خدای جسم نه لري، ځای (مکان) نه لري او زمان (وخت) پرې نه تېرېږي.
ثبوتي (ایجابي) صفتونه: هغه صفتونه دي چې د خدای کمال ثابتوي؛ لکه: حي (ژوندی)، عالم، قادر، خبیر او داسې نور. دا صفتونه په دوه ډوله دي:
- فعلي صفتونه:دا هغه صفتونه دي چې د خدای له کار (فعل) سره تړاو لري. لکه: رازق (روزي ورکوونکی) او خالق (پیدا کوونکی). کله چې خدای مخلوق پیدا کړي، خالق ورته ویل کېږي.
- ذاتي صفتونه:دا هغه صفتونه دي چې د خدای له ذات سره تړاو لري او کار (فعل) ته اړتیا نه لري. لکه: حي، قادر او عالم. که خدای کوم کار وکړي او که یې ونه کړي، هغه بیا هم حی، عالم او قادر دی. د ذات اقتضا همدا ده چې دا صفتونه ولري.
د حیات مفهوم
کله چې وایو خدای “حی” دی، نو زموږ ذهن ته د نباتاتو، حیواناتو یا انسانانو ژوند راځي. مګر د خدای ژوند داسې نه دی؛ ځکه هغه د نبات غوندې وده نه کوي، د حیوان غوندې غریزه نه لري او د انسان غوندې محدودیت نه لري. د خدای “حی” یا ژوندی اوسېدل یو ژور کلامي او فلسفي بحث دی چې د هغه د ذات له تلپاتې والي څخه عبارت دی.
حضرت علي (ک) د خدای د ذات په اړه وایي:
کمالُ توحیدِهِ الإخلاصُ لَهُ… و مَن صَفَهُ فَقَد جَسَّمَهُ، و مَن جَسَّمَهُ فَقَد جَزَّأهُ – د توحید کمال د هغه لپاره اخلاص دی… چا چې هغه (په مادي صفتونو) وستایه، هغه یې جسم وګاڼه، او چا چې جسم وګاڼه، هغه یې د ټوټو لرونکی وباله.
امام جعفر صادق (رح) د خدای د ذاتي صفاتو د قدامت په اړه وایي:
لَمْ یَزَلِ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ رَبَّنَا وَ الْعِلْمُ ذَاتُهُ وَ لَا مَعْلُومَ وَ السَّمْعُ ذَاتُهُ وَ لَا مَسْمُوعَ وَ الْبَصَرُ ذَاتُهُ وَ لَا مُبْصَرَ وَ الْقُدْرَةُ ذَاتُهُ وَ لَا مَقْدُورَ – زموږ عزتمند رب تل و او علم یې د هغه ذات و په داسې حال کې چې هیڅ معلوم (مخلوق) نه و، او اورېدل یې ذات و کله چې هیڅ اورېدونکی نه و، او لیدل یې ذات و کله چې هیڅ لیدل شوی شی نه و، او قدرت یې د هغه ذات و کله چې هیڅ مقدور (تر قدرت لاندې شی) نه و.
(الکافي، لومړی ټوک، ۱۰۷ مخ )
امام رضا (رح) د ذاتي او فعلي صفاتو ترمنځ توپیر په ګوته کوي او وایي چې “اراده” او “خلق” فعلي صفتونه دي:
اَلْمَشِيئَةُ وَ الْإِرَادَةُ مِنْ صِفَاتِ الْأَفْعَالِ، فَمَنْ زَعَمَ أَنَّ اللَّهَ لَمْ یَزَلْ مُرِیداً شَائِیاً فَلَیْسَ بِمُوَحِّدٍ – مشیت (غوښتنه) او اراده د افعالو له صفتونو دي؛ نو هر څوک چې دا ګومان کوي چې الله تل (له ازله) مرید او غوښتونکی و، هغه (ریښتینی) موحد نه دی. (بحار الانوار، څلورم ټوک، ۱۴۵ مخ – علامه مجلسي)
حضرت علي (ک) د خدای د «حی» په اړه چې مادي بڼه نه لري، داسې وایي:
کائِنٌ لا عَنْ حَدَث، مَوْجُودٌ لا عَنْ عَدَم، مَعَ کُلِّ شَیْء لا بِمُقارَنَة، وَ غَیْرُ کُلِّ شَیْء لا بِمُزایَلَة – خداى له همېش راهيسې شته او له کوم څيزه رامنځ ته شوی نه دى؛ له ټولو څيزونو سره دى؛ نه داچې ورسره مل او ورنژدې وي او له ټولو بېل دى؛ خو ترې بېل او لرې نه دى( نهج البلاغه، لومړۍ خطبه)
د خدای له ذاته د مادي صفتونو نفي (سلبي صفتونه)
امام علي بن الحسین (زین العابدین) په یوه دعا کې وایي:
أَنْتَ اللَّهُ الَّذِي لَا یَحْوِيکَ مَکَانٌ، وَ لَمْ تَغِبْ عَنْ نَفْسِکَ فَأَیْنَ تَکُونُ، وَ لَمْ تَنْأَ عَنْ غَیْبِکَ فَکَیْفَ تَکُونُ – ته هغه الله یې چې هیڅ ځای (مکان) تا نه شي ایسارولی، او ته له خپل ذاته کله هم غایب نه یې چې پوښتنه وشي “چېرته یې؟” او له خپل پټ حقیقت څخه لیرې نه یې چې پوښتنه وشي “څنګه یې؟”(صحیفه سجادیه، ۴۷مه دعا)
د “جوشن کبیر” دعا چې د اسلام ستر پیغمبر (ص) ته د جبرائیل (ع) لخوا راغلې، د الله تعالی زر نومونه او صفتونه بیانوي:
ذاتي صفات (حی، عالم، قادر):
يَا حَيّاً قَبْلَ كُلِّ حَيٍّ، يَا حَيّاً بَعْدَ كُلِّ حَيٍّ… يَا عَالِمَ كُلِّ مَكْتُومٍ، يَا قَادِراً عَلَى كُلِّ شَيْءٍ – اې هغه ژونديه (حي) چې تر هر ژوندي مخکې وې؛ اې هغه ژونديه چې تر هر ژوندي وروسته به یې؛ اې د هرې پټې خبرې عالمه؛ او اې هغه ذاته چې پر هر څه قادر یې.
فعلي صفات (خالق، رازق):
يَا خَالِقَ كُلِّ مَخْلُوقٍ، يَا رَازِقَ كُلِّ مَرْزُوقٍ – اې د هر مخلوق پېدا کوونکی (خالق)؛ او اې د هر روزي خوړونکي روزي ورکوونکی (رازق).
د متکلمینو او الهي فیلسوفانو له نظره د “حي” مانا:
د خدای (ج) حیات؛ «هو الحی القیوم» داسې مانا کېږي چې هغه «دراک» (درک کونکی/اګاه) او «فعال»(عمل کونکی) دی. د حیات صفت دوه برخې لري: درک او عمل. هر هغه موجود چې ادراک کوي او عمل کوي، هغه ژوندی دی. دا یو بیولوژیکي حیات نه دی (لکه انسانان او حیوانات).
حیات په دې مانا دی چې ادراک یعنې اګاهي لري، عالم دی او عمل هم کوي. هر موجود چې ادراک لري، پوهېږي او ترسره کول کوي ، هغه ژوندی دی. نو کله چې وایو خدای “حي” دی، مانا یې دا ده چې هغه هم عالم دی او هم فعل ترسره کوي.
علم؛ د حیات او قدرت سرچینه
د حیات حقیقت په علم (ادراک) او قدرت (عمل) کې نغښتی دی، خو د دواړو رېښه په «علم» کې ده؛ ځکه پرته له اګاهۍ نه ژوند شونی دی او نه هم قدرت مانا پیدا کوي.
د حیات په صفت کې دوه صفتونه نغښتي دي: یو دا چې دراک دی،یعنې عالم دی، او بل دا چې ترسره کوي یې یعنې قدرت لري. نو علم او قدرت دواړه د حیات په مفهوم کې ننوځي؛ قدرت د حیات له زړه څخه راوځي. مګر د حیات خپله رېښه او د قدرت رېښه، په «علم» کې ده. ځینې حکما په دې باور دي چې د ټولو ذاتي صفاتو مرجع «علم» دی. که علم نه وي، قدرت نشته او که اګاهي نه وي، حیات مانا نه لري.
د ټولو ذاتي صفاتو (حیات، قدرت، اراده، سمع او بصر) بنسټ «علم» دی؛ ځکه له اګاهۍ پرته اراده او فعل مانا نه لري، او دا علم د خدای له ذات سره یو (عینِ ذات) دی.
د ټولو ذاتي صفاتو مرجع علم دی. که علم نه وي، نه د قدرت خبره کېدی شي، نه د ژوندي اوسېدو (حیات)، نه د سمیع او بصیر او نه هم د ارادې. ځکه اراده له علم څخه پیدا کېږي؛ اراده هغه څوک لري چې اګاهي ولري. نو د ټولو ذاتي صفاتو منشا علم دی او دا علم له ذات سره یو (عینِ ذات) دی.
د الهي علم عینیت او د بشري علم اکتسابیت
د اشاعره وو برعکس، ستر حکما په دې باور دي چې د خدای (ج) صفتونه د هغه عینِ ذات دي، نه پرې زاید؛ ځکه د انسان علم ترلاسه کېدونکی (اکتسابي) دی، خو د حق تعالی ذات په خپله مطلق علم او اګاهي ده
د باري تعالی علم، د هغه پر ذات باندې زاید نه دی. دا یو مهم بحث دی چې ایا د خدای صفتونه دهغه پر ذات زائد دي که عینِ ذات دي؟ بې له اشاعره وو ، ټول ستر حکما او متکلمین د خدای صفتونه عینِ ذات بولي. مانا دا چې د حق ذات پخپله علم دی، یعنې عینِ علم دی او ورسره متحد دی. زموږ علم زائد دی، ځکه موږ یې ترلاسه کوو (اکتسابي دی)، مګر حق تعالی علم نه ترلاسه کوي، بلکې ذات یې پخپله علم دی.
علم یعنې «مطلقه اګاهي» او دا هغه څه دي چې موږ په خپل ځان کې ورته “عقل” وايو، مګر په خدای کې ورته عقل نه ویل کېږي، بلکې «علم» ورته ویل کېږي.
د ذات او صفاتو د عینیت په اړه (چې صفت له ذاته جلا نه دی) حضرت علي (ک) د توحید په اړه وایي:
کَمَالُ التَّوْحِيدِ الْإِخْلَاصُ لَهُ وَ كَمَالُ الْإِخْلَاصِ لَهُ نَفْيُ الصِّفَاتِ عَنْهُ لِشَهَادَةِ كُلِّ صِفَةٍ أَنَّهَا غَيْرُ الْمَوْصُوفِ وَ شَهَادَةِ كُلِّ مَوْصُوفٍ أَنَّهُ غَيْرُ الصِّفَةِ – د خداى پېژندو کمال د ده تصديق دی، او د تصديق کمال يې پر ايکي يووالي (توحيد) لېینه – ګواهي ورکول دي او د توحيد کمال اخلاص دى او د اخلاص کمال، خداى د مخلوقاتو له صفاتو بېلول دي؛ ځکه هر صفت پردې ګواه دى، چې بې له خپل موصوفه دى او هر موصوف پردې ګواه – لووی دى، چې بې له خپل صفته دى.
د ټولو صفاتو مرجع “علم” او “ذات” دی
امام جعفر صادق (ع) د دې حقیقت په اړه چې د خدای صفتونه د هغه له ذات سره یو دي، وایي:
لَمْ يَزَلِ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ رَبَّنَا وَ الْعِلْمُ ذَاتُهُ وَ لَا مَعْلُومَ… فَلَمَّا خَلَقَ الْأَشْيَاءَ وَ كَانَ الْمَعْلُومُ وَقَعَ الْعِلْمُ مِنْهُ عَلَى الْمَعْلُومِ – زموږ عزتمند رب تل و او علم یې د هغه “ذات” و په داسې حال کې چې هیڅ معلوم (مخلوق) نه و… نو کله چې یې شیان پیدا کړل او معلوم وجود ته راغی، نو دا (ذاتي) علم پر معلوم باندې واقع شو.
(الکافي، لومړی ټوک، ۱۰۷ مخ، )
د خدای د علم او زموږ د عقل ترمنځ توپیر
امام رضا (ع) په هغه مناظره کې چې د توحید په اړه یې درلوده، د خدای د علم د ذاتي توب په اړه فرمایي:
عَلِمَ مَا يَكُونُ قَبْلَ أَنْ يَكُونَ، كَعِلْمِهِ بِمَا كَانَ، لَمْ يَسْتَفِدْ عِلْماً مِنْ تَعْلِيمٍ بَلْ هُوَ الْعَالِمُ الْقَدِيمُ – هغه پر راتلونکو پیښو تر کېدو وړاندې داسې عالم دی لکه پر تېرو چې عالم و؛ هغه خپل علم له چا څخه نه دی زده کړی (اکتسابي نه دی)، بلکې هغه له ازله عالم (ذاتي عالم) دی. (التوحید، ۱۴۵ مخ – شیخ صدوق)
د ارادې او علم اړیکه (چې اراده له علمه سرچینه اخلي)
امام علي بن موسی الرضا (رح) د ارادې په اړه چې مسبوق په علم ده، وایي:
اَلْإِرَادَةُ مِنَ اَلْعِبَادِ اَلضَّمِيرُ وَ مَا يَبْدُو لَهُمْ بَعْدَ ذَلِكَ مِنَ اَلْفِعْلِ وَ أَمَّا مِنَ اَللَّهِ تَعَالَى فَإِرَادَتُهُ إِحْدَاثُهُ – په بندګانو کې اراده یو ذهني تصمیم دی چې له اګاهۍ وروسته پیدا کیږي، مګر په خدای کې (چې عینِ علم دی) اراده د هغه د فعل رامنځته کول دي. (بحار الانوار، څلورم ټوک، ۱۴۵ مخ )
د انسان علم د ده د عقل اغېزه ده
زموږ علم زموږ د عقل اغېزه ده؛ که څوک عاقل نه وي، عالم کېدی نه شي، نو علم د عقل پایله ده. په موږ انسانانو کې دې ته “عقل” ویل کېږي، مګر په خدای (ج) کې ورته “علم” ویل کېږي. له همدې امله، د هستۍ د هر څه بنسټ د حق تعالی علم دی او د هغه علم د هغه له ذات سره متحد (عینِ ذات) دی. نو هر څه په علم پورې تړلي دي.
زموږ په دې کښته نړۍ (عالمِ ناسوت) کې هم، هر څه عقل ته ورګرځي. وحی په اصل کې دې نړۍ ته د حق تعالی د علم بهیر (سریان) دی، ترڅو انسانانو ته پوهه (انباء) ورکړي او هغوی بشپړ کړي.
د عقل او علم د یوالي په اړه حضرت علي (ک) وايي:
أَصْلُ الْعِلْمِ الْعَقْلُ – د علم ریښه او بنسټ عقل دی(غرر الحکم و درر الکلم)
د خدای د علم د ذاتي توب په اړه امام جعفر صادق (رح) وايي:
لَمْ يَزَلِ اللَّهُ عَالِماً بِذَاتِهِ وَ الْعِلْمُ ذَاتُهُ – الله تل په خپل ذات عالم و او علم یې د هغه عینِ ذات و (
التوحید – شیخ صدوق، ۱۳۷ مخ)
د وحي او عقل د اړیکې په اړه امام کاظم (رح) وايي چې خدای پر خلکو دوه حجتونه لري:
حُجَّةً ظَاهِرَةً وَ حُجَّةً بَاطِنَةً فَأَمَّا الظَّاهِرَةُ فَالرُّسُلُ وَ الْأَنْبِيَاءُ وَ الْأَئِمَّةُ وَ أَمَّا الْبَاطِنَةُ فَالْعُقُولُ – ظاهري حجت رسولان او امامان دي او باطني حجت عقلونه دي ( اصول کافي، ۱ ټوک، ۱۶ مخ)
د عرفان خطرات
عرفان څومره چې عظمت لري، هومره خطرناک هم دی
عرفان هغه مهال منحرف کېږي چې له عقله جلا شي
عرفان د بشر په تاریخ کې تلپاتې شوی او خورا مهم دی؛ خو له بلې خوا، ټولې ستونزې هم د عرفان له انحراف څخه پیدا کېږي. عرفان څومره چې عظمت لري، هومره خطرناک هم دی. انحرافي عرفانونه تل ځکه شتون لري چې دا یوه ډیره حساسه موضوع ده. عرفان کله منحرف کېږي؟ هغه وخت چې له عقله جلا شي.
عرفان د عقل زړی او ماغزه دی،
عرفان یو معقول امر دی او له ځانه جوړه شوې کیسه نه ده
ملا صدرا خبرداری ورکوي چې عرفان د عقل زړی او ماغزه دي. عرفان یو معقول امر دی، کومه جوړه شوې کیسه نه ده. هر څوک چې عرفان له عقله جلا کړي، په انحراف اخته شوی دی. ملا صدرا غواړي ثابته کړي چې عرفان له عقل سره په ټکر کې نه دی، بلکې عرفان د عقل پایله ده. سلوک په اصل کې په عقل سره دی.
د انسان ټول حقیقي صفتونه د ده عقل ته ورګرځي
عقل پخپله اګاهي ده او ټول صفتونه علم ته ورګرځي. د حق تعالی ټول ذاتي صفتونه هم د هغه علم ته ورګرځي. د انسان صفتونه هم همداسې دي؛ د انسان علم د هغه د ټولو انساني صفتونو سرچینه ده. قد، وزن او بدن انساني صفتونه نه دي، ځکه دا په کاڼو او جماداتو کې هم شته. حقیقي انساني صفتونه ټول د انسان عقل ته ورګرځي؛ عقل د ټولو کمالي صفتونو منشا ده.
هر څه عقل ته اړتیا لري او عقل خدای ته محتاج دی
نړۍ پر عقل ولاړه ده او عقل په خدای (ج) پورې تړلی دی؛ پرته له عقل څخه هستي یوه تیاره ګډوډي ده. انسان له دغه «عقلِ کُل» سره د وصل لپاره اګاهانه سلوک ته اړتیا لري ترڅو خپل حقیقت ومومي
هر څه عقل ته اړتیا لري او عقل خدای ته محتاج دی. عقل د وجود او کمال له نظره په خدای پورې تړلی دی، مګر نور هر څه په عقل پورې تړلي دي. عقل په نړۍ پوهېږي، مګر نړۍ په عقل نه پوهېږي. عقل تر ټولې نړۍ پورته دی. که په نړۍ کې عقل نه وي، دا نړۍ به یو مطلق ګډوډی (Chaos) او تپې تیاره وي. د نړۍ نظم عقلاني دی او نړۍ د “عقلِ کل” په واسطه اداره کېږي. موږ ټول له عقلِ کل سره وصل یو او باید ورته ورسېږو. دا وصل شتون لري خو موږ پرې اګاه نه یو؛ نو باید “سلوک” وکړو او دا سلوک یو عقلاني سلوک دی.
پایله (د ملا صدرا له نظره): هغه څه چې نه یوازې په دې نړۍ کې بلکې په ملک او ملکوت کې په حرکت کې دي، هغه عقل دی. همدا عقل دی چې وحیاني کېږي. وحی په اصل کې د عقل غیب دی؛ که عقل نه وي، وحی نه شي ترلاسه کېدی.
رسول الله (ص) وايي: أَوَّلُ مَا خَلَقَ اللَّهُ الْعَقْلَ – لومړی شی چې الله پیدا کړ، عقل و (بحار الانوار، ۱ ټوک، ۹۷ مخ)
د عقل او دین (عرفان) د تړاو په اړه حضرت علي (ک) وايي: اَلصَّبْرُ شَجَاعَةٌ وَ اَلزُّهْدُ ثَرْوَةٌ وَ اَلْعَقْلُ مَنْبَعُ اَلْخَيْرِ – صبر مېړانه ده، زهد شتمني ده او عقل د هر خیر او ښېګڼې (عرفان) سرچینه ده (غرر الحکم، ۵۱ مخ)
د عقل او وحې د یووالي په اړه امام جعفر صادق (رح) وايي: دِعَامَةُ الْإِنْسَانِ الْعَقْلُ… فَإِذَا كَانَ تَأْيِيدُهُ مِنَ النُّورِ كَانَ عَالِماً حَافِظاً ذَاكِراً فَطِناً – د انسان ستون او تکیه عقل دی… نو کله چې دا عقل د (وحې) په نور تایید شي، نو انسان عالم، حافظ او هوښیار ګرځي(الکافي، ۱ ټوک، ۲۵ مخ)
الهي فیلسوفان د عقل او وحی ترمنځ هیڅ ډول ناغږېدنه (ټکر) نه ویني
ملا صدرا یو الهي فیلسوف دی؛ هغه د عقل او وحې ترمنځ هیڅ ډول ناغږېدنه (ټکر) نه ویني، خو غیر الهي فیلسوفان بیا د عقل او وحې ترمنځ ټکر ویني.
د عقل په اړه د ملا صدرا دریځ
د عقل دوه اړخونه : فاعلي اړخ او قابلي اړخ
ملا صدرا د ابن عربي (عارف) په قول رانقلوي چې عقل دوه اړخونه لري: فاعلي اړخ او قابلي اړخ.
- فاعلي اړخ: دا د عقل د فعالیت او عمل اړخ دی؛ یعنې اغېز شیندي او کار ترسره کوي.
- قابلي اړخ: دا اړخ پرانیستی دی او حقایق مني (پذیرش کوي).
په مادي نړۍ کې دې دوو اړخونو ته “صورت او ماده” ویل کېږي. صورت د یو شي فعلیت دی (لکه د یوې ونې مېوه ورکول د هغې فاعلي اړخ دی، خو په بېلابېل بڼو یې اړول او غوڅول یې قابلي اړخ دی).
عقل په محدود ډول عمل کوي، خو په لایتناهي ډول حقایق مني
ملا صدرا وایي: عقل مادي نه دی. د عقل فاعلي اړخ دا دی چې اګاهي پیدا کوي او د اثر منشا ګرځي. خو د عقل دا فاعلي اړخ محدود دی. حتی “عقلِ اول” هم په یوه ځانګړې محدوده کې کار کوي، ځکه د باري تعالی له ذات پرته نور هر څه محدود دي. د ممکناتو په عالم کې ټول هر څه محدود دي. عالم ممکن یعنې د محدودیت عالم او عقل هم ممکن الوجود دی، محدودیت لري، نو ماهوي محدودیت لري.
خو د عقل قابلي اړخ بیا نامحدود (غیر متناهي) دی. عقل په محدود ډول عمل کوي، خو په لایتناهي ډول حقایق مني. له غیبي سرچینې چې هر څومره اګاهي عقل ته ورکړل شي، هغه یې مني. عقل هیڅکله نه وایي چې نور یې نه شم منلی؛ د حقایقو پر وړاندې یې خوله تل خلاصه ده او هر څه خوی تیروی. د غیب خزانه لایتناهي ده او عقل د هر هغه حقیقت منلو ته خلاص دی چې له هغه ځایه راځي. مګر کله چې د عمل خبره راشي، نو هلته د “امکاني حد” تابع دی، ځکه یوازې واجب الوجود دی چې هیڅ حد نه لري.
د عقل د لومړیتوب په اړه رسول الله (ص) وايي:
د عقل د منلو (قابلي اړخ) په اړه رسول الله (ص) وايي: لکلِّ شيءٍ دِعامةٌ ودِعامةُ المؤمنِ العقلُ –
د هر شي لپاره یو ستون وي او د مؤمن ستون عقل دی. (هر څومره چې عقل ډېر وي، د وحې حقایق ډېر جذبوي). (کنز العمال – للمتقي الهندي.)
حضرت علي (ک) د پیغمبرانو د رالېږلو یو هدف د عقلونو راویښول بولي: وَ یُثِیرُوا لَهُمْ دَفَائِنَ الْعُقُولِ – (پېغمبران راغلل ترڅو )د عقلونو پټه کړاى شوې وسمنې رابرسېره کړي ( نهج البلاغه، لومړۍ خطبه)
د عقل تر ټولو غوره ظهور په خبرو (نطق) کې دی
امام جعفر صادق (رح) وايي :
لَمَّا خَلَقَ اَللَّهُ اَلْعَقْلَ اِسْتَنْطَقَهُ ثُمَّ قَالَ لَهُ أَقْبِلْ فَأَقْبَلَ ثُمَّ قَالَ لَهُ أَدْبِرْ فَأَدْبَرَ ثُمَّ قَالَ وَ عِزَّتِي وَ جَلاَلِي مَا خَلَقْتُ خَلْقاً هُوَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْكَ وَ لاَ أَكْمَلْتُكَ إِلاَّ فِيمَنْ أُحِبُّ أَمَا إِنِّي إِيَّاكَ آمُرُ وَ إِيَّاكَ أَنْهَى وَ إِيَّاكَ أُعَاقِبُ وَ إِيَّاكَ أُثِيبُ
«کله چې الله عقل پیدا کړ، هغه یې په خبرو (نطق) راوست، بیا یې ورته وویل: راشه! هغه راغی. بیا یې ورته وویل: لاړ شه (شا کړه)! هغه لاړ. بیا یې وفرمایل: په عزت او جلال مې دې قسم وي، چې تر تا مې ډېر محبوب مخلوق نه دی پیدا کړی»
کله چې خدای عقل پیدا کړ، “استنطقه” یعنې هغه یې په خبرو راوست. نطق څه شی دی؟ د عقل تر ټولو غوره ظهور په خبرو (نطق) کې دی. زموږ خبرې زموږ د عقل څرګندویي کوي؛ انسان د هغه له کلامه وپېژنه. د انسان ټول هستي د هغه عمل نه شي ښودلی، ځکه عمل محدود دی خو کلام او نظر محدودیت نه لري. دا په نړۍ کې لومړنۍ خبرې اترې (ګفتګو) وه چې د عقل او حق تعالی ترمنځ پیل شوه، په داسې حال کې چې لا هیڅ موجود نه و.
کله چې خدای وویل “راشه” عقل راغی، « ثُمَّ قَالَ لَهُ أَقْبِلْ فَأَقْبَلَ » او چې ویې وویل “لاړ شه” عقل لاړ « ثُمَّ قَالَ لَهُ أَدْبِرْ فَأَدْبَرَ ».
عقل له حق څخه محض اطاعت دی
دا په دې مانا ده چې عقل له حق څخه محض اطاعت دی. هغه کسان چې له عقل سره مخالفت کوي، نه پوهېږي چې ریښتینی اطاعت یوازې په عقل سره کېدی شي.
عقل له نادانو اطاعت نه کوي، یوازې د حق تابع دی ځکه حق پېژني. که عقل د نفس له وسوسو خلاص شي، نو هغه محض اطاعت دی.
بیا خدای په خپل عزت او جلال قسم یاد کړ « ثُمَّ قَالَ وَ عِزَّتِي وَ جَلاَلِي ». عزت په جمال پورې اړه لري . خدای جلالي او جمالي صفات لري، لورنه او قهر لري، په دواړو یې قسم وخوړ. اقبال (أَقْبِلْ) په عزت قسم دی او ادبار (أَدْبِرْ) په جلال قسم دی.
مولانا وايي:
عاشقم بر قهر و بر لطفش بجد
بوالعجب من عاشق این هر دو ضد
یعنې زه یې په قهر او لطف دواړو مین یم.
دا ښيي چې عقل د خدای د دواړو صفتونو (عزت او جلال) مظهر دی. په پای کې خدای وویل چې تر عقل بل محبوب او عظیم مخلوق نشته. عقل په ټوله هستۍ کې د خدای په وړاندې تر ټولو نږدې او ارزښتمن موجود دی. « وَ جَلاَلِي مَا خَلَقْتُ خَلْقاً هُوَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْكَ »
د عقل او دین تړاو رسول الله (ص) وايي: قِوامُ المَرءِ عَقلُهُ، و لا دِینَ لِمَن لا عَقلَ لَهُ – د انسان د شخصیت ستون د هغه عقل دی، او څوک چې عقل نه لري، دین نه لري. (شعب الإيمان – للبيهقي; المعجم الكبير – للطبراني. )
د عقل د محبوبیت په اړه رسول الله (ص) وايي: ما اكتسَبَ رجُلٌ مِثلَ فَضلِ عَقلٍ… و لا بَلَغَ العِبادُ في فَضلِ عِبادَتِهِم ما بَلَغَ العاقِلُ – هیڅ سړي د عقل په څېر غوره فضیلت نه دی ګټلی… او عابدان په خپل عبادت کې هغه مقام ته نه شي رسېدلی چې یو عاقل ورته رسېږي. (إحياء علوم الدين – للغزالي.)
د کلام او عقل د اړیکې په اړه حضرت علي (ک) وايي : تَکلَّمُوا تُعرَفُوا، فإنَّ المَرءَ مَخبوءٌ تَحتَ لِسانِهِ – خبرې وکړئ چې وپېژندل شئ، ځکه انسان تر خپلې ژبې لاندې پټ دی. (دا هماغه د نطق او عقل ظهور دی). (نهج البلاغه، حکمت ۳۹۲)
ټوله نړۍ د عقلِ کل ظهور دی.
عقلِ کل پر ټوله هستۍ احاطه لري او باید یو ظهور (څرګندونه) ولري. د عقلِ کل ظهور په دې نړۍ کې چېرته دی؟ ټوله نړۍ د عقلِ کل ظهور دی.
د انسان او کایناتو موازات (انفس او افاق)
انسان داسې یو موجود دی چې له نړۍ سره موازي دی؛ یعنې هر هغه څه چې په افاقي عالم (بهرنۍ نړۍ) کې دي، په انفسي عالم (دننۍ نړۍ) کې هم شته. افاقي عالم یعنې له انسانه بهر نړۍ، تر ملاء اعلا (لوړې مرتبې) پورې. موږ په بهرنۍ نړۍ ځکه پوهېږو او درک کوو یې چې هغه زموږ په دننه کې شتون لري. که انسان له نړۍ سره موازي نه وای، هیڅکله به یې نړۍ نه شوای پېژندلی.
مولانا وایي:
چیست اندر کوزه که اندر بحر نیست
چیست اندره کوزه که اندر شهر نیست
هغه څه په کوزه (انسان) کې شته چې په سمندر (نړۍ) کې نشته؟ او هغه څه په کور کې شته چې په ښار کې نشته؟ (یعنې هر څه په انسان کې راټول دي).
لکه څنګه چې قرآن کریم وایي:
وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاریات/۲۱) = او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!
که ټوله هستي له ازله تر ابده د عقلِ کل ظهور وي، نو دا ټوله هستي باید د انسان په دننه او د هغه په نفس کې هم ظهور ولري.
نبوي نفس؛ د عقلِ کُل بشپړ مظهر
که څه هم د عقلِ کُل تجلي په نفوسو کې درجې لري، خو د حضرت محمد مصطفی (ص) مبارک نفس د ټولو کمالاتو تر ټولو کامل او جامع مظهر دی، چې پکې مطلق عقل په بشپړه توګه ظهور کړی دی.
دا ظهور (د عقلِ کل تجلي) په هر نفس کې یو شان نه وي، ځکه نفوس درجې لري. مګر باید یو داسې انساني نفس شتون ولري چې د ټولو تکویني کمالاتو مظهر وي او هغه عقلِ کل پکې په بشپړه توګه ظهور وکړي. هغه مبارک نفس، د خاتم النبین حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه و آله وسلم) نفس دی؛ ځکه پیغمبر (ص) د یو انسان په توګه، کامل او جامع دی.
د جامع مانا دا چې: رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) د جلال او جمال د ټولو صفاتو جامع دی؛ د ازل او ابد جامع دی؛ او د هغه څه جامع دی چې په ټوله نړۍ کې شتون لري. هر څه چې په کائنات کې دي، د هغه (ص) په یو نفس کې ظهور لري. د انسان عظمت په همدې کې دی.
د انسان احاطه او پر هستۍ برلاسی
انسان که څه هم په مادي نړۍ کې ژوند کوي، خو د علمي احاطې له امله پر نورو موجوداتو محیط دی؛ یعنې څومره چې د انسان پوهه او اګاهي پراخېږي، هومره پر نړۍ د هغه معنوي او ادراکي حاکمیت زیاتېږي.
دا سمه ده چې انسان د نورو موجوداتو په منځ کې ژوند کوي، خو د نورو موجوداتو په منځ کې نه دی بلکې پر نورو موجوداتو محیط دی. انسان هم د موجوداتو په منځ کې دی او هم پرې محیط دی، ځکه چې “علمي احاطه” لري. ستاسو علمي احاطه چې څومره زیاته وي، هومره پر نړۍ محیط یاست.
پیغمبر (ص) د هستۍ عقلِ کل دی. هر څوک چې پیغمبر په دې مقام ونه پېژني، هغه نبي (ص) نه دی پېژندلی. په ظاهر کې پیغمبر «بشرٌ مِثْلُکُمْ» (ستاسو په څېر بشر) دی، مګر په باطن کې د ټولې هستۍ عقلِ کل دی.
که پیغمبر (ص) نه وای؛ نو نه به عقل مانا پیدا کړې وای او نه عرفان
رحمان بابا چې وایي:
که صورت د محمد نه وی پیدا
پیدا کړی به خدای نه وه دا دنیا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شو
محمد دی د تمام جهان ابا
بوت په محمد باندې تمام شو
نشته پس له محمده انبيا
نور هاله د محمد وه په جهان کې
چې بوی نه وه د ادم او د هوا
په صورت کې اخرين دی پيدا شوی
په مانا کې اولين دی تر هر چا
خدای يې مه ګڼه بې شکه چې بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
که نبي دی که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پيشوا
چې يې دين د محمد دی قبول کړی
حبشي دی که فاسق دی که تارسا
محمد د ګمراهانو رهمنا دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پيروي د محمد ده
که نه نشته په دنيا بله رڼا
محمد د بې چاروو چاره ګر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا
زه رحمان د محمد د در خاکروب يم
که مې خدای نه کا له دې دره جدا
انسان یوازې د صفاتو مظهر نه دی، بلکې د ذات مظهر هم دی
انسان یوازې د صفاتو مظهر نه دی، بلکې د ذات مظهر هم دی. نور ټول موجودات د خدای د یو شمیر صفاتو مظهر دي، مګر د “ذات مظهر” بل هیڅ نشته. انسان هم د صفاتو او هم د ذات مظهر دی؛ له همدې لامله د عقل په قابلي اړخ کې هیڅ حد (تم ځای) نه لري. نه د حق فیض پای لري او نه زموږ غوښتنه او طلب. حق، فیاضِ مطلق دی او دا فیاضِ مطلق یو مطلقمنوونکی غواړي، چې هغه یوازې کامل انسان دی.
رسول الله (ص) وایي: أَوَّلُ مَا خَلَقَ اللَّهُ نُورِي – لومړی شی چې الله پیدا کړ، زما نور و. (المواهب اللدنية – للقسطلاني; تذکرة الموضوعات)
(دا هماغه عقلِ کل دی چې په نبوي نور کې ظاهر شوی).
حق تعالی وایي:
لَوْلَاكَ لَمَا خَلَقْتُ الْأَفْلَاكَ – که ته (ای محمده ص) نه وای، ما به دا اسمانونه (کائنات) نه وو پیدا کړي. (خلاصة السير – للطبري; مجمع الزوائد – للهيثمي)
رسول الله (ص) وایي: بُعِثْتُ بِجَوَامِعِ الْكَلِمِ – زه د جامعو کلمو (چې د ټولو حقایقو جامع دي) سره مبعوث شوی یم . (صحيح البخاري; صحيح مسلم.)
فلسفه او فیلسوف
فلسفه ډېر تعریفونه لري. فارابي وايي: فیلسوف هغه څوک دی چې د فکر او اندېښنې تنظیم او سازماندهي وکړي، خو یوازې پر دې بسنه ونه کړي. فیلسوف د هستۍ د نړۍ په اړه یو فکري نظام رامنځته کوي او نه یوازې په دې فکري نړۍ کې پاتې کېږي، بلکې ټولنې ته راوځي او د ټولنیزو چارو اداره هم پر غاړه اخلي. هغه فلسفه چې ټولنې ته ورداخله نه شي، خپل کار یې نه دی ترسره کړی. فلسفه په ناڅرګند (نامريي) ډول کار کوي؛ د ټولنې د هر نظام او ادارې تر شا یوه فلسفه پرته وي.
تفکر او تذکر
فلسفه هم تفکر دی او هم تذکر
تذکر د “ذکر” له مادې څخه دی، چې لغوي مانا یې “یادول” دي. موږ باید څه یاد کړو؟
فلسفه هم تفکر دی او هم تذکر. تذکر د “ذکر” له مادې څخه دی، چې لغوي مانا یې “یادول” دي. موږ باید څه یاد کړو؟ کېدای شي تېرې پېښې وي، لکه د یوې اونۍ، یو کال یا کلونو مخکې خبرې. خو ریښتینی تذکر د تر ټولو لیرې او نه لاسرسي کېدونکو شیانو یادول دي.
پوښتنه دا ده: هغه څه شی دی چې موږ یې باید یاد کړو، چې په عین وخت کې تر ټولو لیرې او نه لاسرسي کېدونکی وي، مګر تر هر څه نږدې هم وي؟
ځواب: حق تبارک و تعالی، هستي او د الست تړون (عهد الست) دی. تذکر بې له تفکره امکان نه لري.
مولانا وايي:
ذکر آرد فکر را در اهتزاز
ذکر را خورشید این افسرده ساز
ذکر فکر په اهتزاز او حرکت راولي؛ ذکر د دې افسرده (فکر) لپاره لکه لمر داسې دی.
تاسو باید “اصلِ اصل” یاد کړئ، ترڅو مو فکر اصیل وي. که فکر بنسټ (مبنا) ونه لري، فکر نه دی. اصیل فکر هغه دی چې د ذکر پر اساس وي، او اصیل ذکر هغه دی چې تر ټولو لیرې شی (عهد الست) رایاد کړي.
عهد الست د هستۍ ژبه ده. څوک چې د تفکر اهل وي، هغه پر اصلي مبنا (بنسټ) فکر کوي؛ یعنې د هستۍ پیل ته ځي. که د هستۍ پیل ته لاړ شې، نو پای ته یې هم رسېدلی شې. تفکر د هستۍ ژبه ده.
تفکر او تذکر
د ذکر لغوي او مانیز مفهوم «یادونه» یا «یادول» دي
تذکر: د «تفعّل» له بابه دی او له «ذکر» څخه اخیستل شوی دی.
ذکر یعنې څه؟ لغوي او مانیز (معنوي) مفهوم یې، «یادونه» یا «یادول» دي.
څه شی باید رایاد کړو ؟ تېر وخت (ماضي)، چې کېدای شي د یوې اونۍ، یو کال او یا هم د ډېرو کلونو پخوانۍ پېښې وي.
واقعي تذکر: د خورا لیرې او نه لاسرسي کېدونکو شیانو یادول دي.
پوښتنه: هغه څه شی دی، چې باید یاد یې کړو چې په ورته وخت کې هم خورا لرې او نه لاسرسي کېدونکی دی، او هم تر ټولو نږدې دی؟
ځواب: حق تبارک و تعالی (خدای ج)، هستي او د الست پیمان (میثاق).
تذکر بې له تفکره (فکر کولو) ناشونی دی.
مولانا :
ذکر آرد فکر را در اهتزاز
ذکر را خورشید این افسرده ساز
باید اصل، اصل رایاد کړې، ترڅو فکر دې اصیل فکر وي.
که فکر بنسټ (مبنا) ونه لري، فکر نه دی.
فکر هغه وخت اصیل دی، چې د ذکر پر بنسټ وي؛ او هغه ذکر اصیل دی، چې تر ټولو لرې شی در یاد کړي؛ یعنې د الست عهد در یاد کړي.
د الست عهد، د هستۍ ژبه ده؛ یعنې د هستۍ ژبه در یاد کړي.
د هستۍ ژبه، د ذکر ژبه ده، د فکر ژبه ده.
هغه تفکر والا دی، چې پر اصلي بنسټ فکر وکړي.
باید اصلي بنسټ ته وروګرځې، د هستۍ پیل ته؛ که د هستۍ پیل ته لاړ شې، نو د هستۍ پای ته هم تللی شې. تفکر، د هستۍ ژبه ده.
اورېدل، د تفکر لپاره اړین (شرط) دي.
رسول الله (ص) وايي : تَفَکُّرُ ساعَةٍ خَیْرٌ مِنْ عِبادَةِ سَبْعینَ سَنَةً – د یوې شېبې تفکر (د هستۍ په اصل کې) تر اویا کالو (بې فکره) عبادته غوره دی. (دا حدیث د اهل سنتو په مشهورو کتابونو لکه د امام غزالي احیاء علوم الدین او تفسیر قرطبي کې ذکر شوی، چې ښيي فکر د تذکر او معرفت بنسټ دی)
حضرت علي (ک) وايي: وَ یُذَکِّروهُم مَنسیَّ نِعمَتِهِ… وَ یُثیروا لَهُم دَفائِنَ العُقولِ – (پیغمبران د دې لپاره راغلل) چې خلکو ته د الله هېر شوي نعمتونه (لکه د الست عهد) ور یاد کړي… او د عقلونو پټه کړاى شوې وسمنې رابرسېره کړي.
امام جعفر صادق (رح) وايي : الفِکْرَةُ مِرْآةُ الحَسَناتِ…– (فکر د نېکیو هنداره ده). هغه وایي چې په ذکر سره فکر په حرکت (اهتزاز) راځي. (مصباح الشریعة.)
تذکر (د الست یادول) د تفکر لپاره لکه د لمر په څېر دی؛ کله چې فکر پر اصلي بنسټ (ازل) ودرېږي، نو انسان کولای شي د هستۍ په ژبه پوه شي او د “پیل او پای” ترمنځ دا متصل سفر په بریالیتوب سره بشپړ کړي
اندیال یا متفکر باید د اورېدلو غوږ ولري؛
لکه څنګه چې قرآن کریم د کافرانو په اړه وایي:
إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ (شعراء ۲۱۲) = (ځکه) دوى د (وحې) له اورېدو منع شوي دي
تفکر له کلام سره دی، که هغه ویل وي او که لیکل؛
کلمې د څاه په څېر دي، هر څومره چې ترې (پوهه او مانا) راوباسئ، بیا هم (ختمېږي نه او پاتې) لري.
کلمه د هغې څاه غوندې ده چې په خپله خوټېږي (فوران لري)، او همدا کلمه د تفکر پراختیا (بسط) ده.
تفکر په کلمه کې څرګندېږي (ظهور کوي)؛
هغه کلمه چې تفکر پکې نه وي، یوازې یو غږ (صوت) دی؛
کلمه د تفکر ظهور دی. د کلمې باطن فکر دی، چې اوس ظهور کوي او پراختیا (بسط) مومي؛
په نننۍ نړۍ کې، تفکر له تذکر څخه خالي دی؛ هغه تفکر چې له تذکر څخه خالي وي، ژر تېرې (بې ثباته) دی.
کلمه یوازې غږ نه دی، بلکې د فکر جسد دی. که یو متفکر د اورېدلو (تذکر) غوږ ونه لري، کلام به یې د هغې څاه په څېر نه وي چې فوران کوي، بلکې یو بې ثباته او ژر تېرېدونکی صوت به وي.
د نننۍ نړۍ د علم د عظمت ستونزې
د ننني علم رسالت دا دی چې پر طبیعت غلبه ومومي. له همغه پیله، که نیت غلبه وي، نو دا غلبه بې له تاوتریخوالي نه کېږي. دا غلبه کېدای شي د انسان پر انسان وي، یا پر یو ملت باندې غلبه وي.
په ډېرې خواشینۍ سره، نننی بشر د غلبې (سلطې) نیت لري؛ غواړي چې غالب وي ؛ دا فکر دی، خو ذکر نه دی.
ذکر څه شی دی؟ اصل ته ورګرځېدل دي.
اصل څه شی دی؟
اصل، خدای (ج) دی. چېرته چې سوله، وحدت او یووالی دی؛ هلته بیا د غلبې (سلطې) نیت له منځه ځي.
هغه فکر چې له ذکر سره مل وي، نړۍ ته پېیون او سمون یا نظم او سامان ورکوي.
د تذکر نشتون او د عصري علم د غلبې هوس
ننني علم د«غلبه پیدا کولو» په هوس کې د هستۍ «اصل» (وحدت او خدای) هېر کړی دی. یوازې هغه تفکر چې له تذکر (اصل ته رجوع) سره مل وي، کولای شي د نړۍ دا اوسنی تاوتریخوالی په سولې او پېیون بدل کړي.
نننی علم که هر څومره پر طبیعت غالب شي، خو تر هغو چې ذکر (اصل ته رجوع) ورسره نه وي، نړۍ ته سامان او سوله نشي ورکولای. لکه څنګه چې شاعرانو ویلي، د غلبې توره باید د وحدت په تېکي کې پټه شي.
تاریخ کوم لوښی (ظرف) نه دی چې پېښې پکې واچول شي؛ موږ بې له پېښو زمانه (وخت) نه لرو.
زمانه له پېښو سره یوځای منځته راځي.
تشه زمانه، له یوه وهم پرته بل څه نه ده؛ تشه زمانه، یو توهم دی.
پر زمانې آګاهي، د زمانې پر پېښو آګاهي ده. د زمانې پېښې او پخپله زمانه، د تفکر پایله ده؛
دا تفکر دی چې زمانه له خپلو پېښو سره یوځای ټاکي. دا تفکر دی چې تاریخ ته مانا ورکوي.
په هغه ځای کې چې تفکر نشته، تاریخ هم نشته؛ هغه موجود چې تفکر نه لري، تاریخ نه لري؛ په تاریخ کې ژوند کوي خو تاریخ نه لري.
تاریخ لرل، پر تاریخ آګاهي ده؛ څوک چې پر تاریخ آګاهي نه لري، تاریخ نه لري.
تاریخ کومه مستقيمه کرښه نه ده؛
تاریخ یوې دایرې ته ورته دی چې یو مرکز لري، او دا مرکز “تفکر” دی.
که څوک د تاریخ د دایرې له مرکز (تفکر) سره تړاو ونه لري، هغه یا له تاریخه بهر دی او یا هم د تاریخ په څنډه (حاشیه) کې دی.
او تفکر هماغه فلسفه ده؛
تفکر او تذکر د تاریخ بنسټونه دي. تاریخ پېښې رامنځته کوي، او پېښې بې له ټولنې (اجتماع) شتون نه لري؛ پر پېښو آګاهي، په حقیقت کې ټولنه او بشر دی.
فلسفه ټولنې ته ننوځي، سیاست جوړوي او د ټولنې سنبالنه کوي.
فلسفه د فارابي له نظره درې ځانګړنې لري:
- فلسفه پر تفکر ولاړه ده؛ یعنې (شعوري) پیل لري.
- میتودیکه (روشمنده) ده؛ یعنې پر حکمت ولاړه ده.
- موږ پای (سرته) رسوي؛ چې هغه حق تبارک و تعالی دی
مولانا وایي: فکر هغه دی چې لاره پرانیزي.
پرانیستونکی فکر، لاره ده؛ یعنې د دروازو پرانیستونکی (فتاح الابواب) دی؛ نه هره لاره، بلکې هغه لاره چې منزل ته رسېږي.
فلسفه؛ یعنې تفکر. فلسفه؛ یعنې د حکمت مینه وال. او حکمت له فکر سره مل دی.
ایا فکر موږ ته راکول کېږي، که موږ فکر ته سپارل کېږو؟
موږ فکر ته سپارل کېږو. فکر زما بدن اداره کوي؛ زه په فکر سره لاره وهم، نه دا چې لاره وهل زما فکر تنظیموي.
ماشومان فلسفي پوښتنې کوي؛ کله چې لوی شي، عادتونه او نفساني هوسونه پرې غالب شي او فلسفي فکر یې له سره وځي. که دا عادتونه او هوسونه پرې غالب نه شي، هغوی به همداسې فیلسوفان پاتې شي.
په عمومي ډول: نړۍ د پوهاوي (آګاهۍ) پر بنسټ ده؛ آګاهي پر نړۍ لومړیتوب لري، او ټوله هستي د آګاهۍ ظهور ګڼل کېږي او دا اصل که ومنل شي نو دا په ما او تاسو کې هم رښتیا کېږي. ایا زه هم د آګاهۍ ظهور یم، که زه آګاهي پیدا کوم؟
زه د آګاهۍ ظهور یم؛ زه فکر ته سپارل کېږم، نه دا چې فکر ماته راکول کېږي.
دې مسلې ته هله پام کېږي چې تفکر له تذکر سره مل وي. تذکر یعنې: فکر، فکر دی؛ خو فکر باید اصل ته لاړ شي. هغه فکر چې اصولي بنسټ ونه لري، یو مبتذل (بې ارزښته) فکر دی. فکر باید اساس او اصول ولري. اصول څه دي؟ لومړنی اصل څه دی؟ د هستۍ بنسټیز اصل څه دی؟ ځواب: واجب الوجود، حق تعالی. که دا “اصلِ اصل” هېر کړو، فکرونه تشېږي.
فکر باید:
- موږ له خپلې سرچینې (منشاء) سره بلد کړي.
- هم مو له معاد (بېرته ورګرځېدو) سره بلد کړي.
- هم لاره پرانیزي.
- او هم مو مقصد ته ورسوي.
تفکر یوازې د مغزو فعالیت نه دی، بلکې د روحاني آګاهۍ ظهور دی. اصیل فکر هغه دی چې انسان له خپل ازلي اصل سره وتړي، ترڅو د ژوند لاره ورته پرانیزي او تر مقصود (حق تعالی) پورې یې ورسوي.
معرفت شناسی فارابی
(دا برخه باید د کتاب په اوله کې واچول شي)
انساني معرفت
د انسان معرفت له ظاهري حواسو (لمس کول، اورېدل، بویول، څکل) څخه پیلېږي
مسلمان حکیمان وايي: «من فقد حسا فقد علما»؛ یعنې څوک چې ځینې ظاهري حواس ونه لري، له ځینو علومو او پوهې به هم بې برخې وي. د انسان معرفت له ظاهري حواسو (لمس کول، اورېدل، بویول، څکل) څخه پیلېږي، خو معرفت هېڅکله د حس په مرتبه کې نه پاتې کېږي. د معرفت ذات تعالي (لوړېدل) دی؛ یعنې لومړی له حسه، حسِ مشترک ته ځي.
پوهه له حواسو پېلېږي، په خيال کې بڼه اخلي او په عقل کې رښتیني (کلي) حقیقت ته رسېږي
دا پنځه حواس (اورېدل، لیدل، لمس کول، بویول، څکل) هر یو خپل کار کوي او یو له بله خبر نه دي. دا پنځه حواس د پنځو ویالو یا نهرونو په څېر دي چې یو حوض ته ورتويېږي، یا د انسان په دننه کې یو حس ته ورګډېږي؛ حکیمان دې ته حسِ مشترک وايي. یعنې حواس د انسان په دننه کې سره یوځای کېږي او د انسان باطن هغو ته یو له بل سره تړاو ورکوي.
د بېلګې په توګه: سپینه بوره؛ موږ په سترګو د هغې سپینوالی ګورو او په خوند (ذایقه) یې خوږوالی څکو، دا د انسان په داخل او حسِ مشترک کې داسې ده چې: هغه څه چې سپین وو، خواږه دي او هغه څه چې خواږه دي، سپین دي؛ دې ته حسِ مشترک وايي.
له حسِ مشترک څخه پورته یو بل پړاو لرو چې د خیال عالم دی. د خیال عالم، د صورت عالم دی؛ دا ټول صورتونه له بهره اخیستل شوي چې اوس د شکل په بڼه په خیال کې دي. د خیال عالم خورا پراخه دی. خیال نه یوازې هغه شکلونه جوړوي چې له بهرني عالم څخه یې اخلي، بلکې کولای شي داسې شکلونه هم جوړ کړي چې په بهرني عالم کې نشته. موږ په بهرني عالم کې مرغان ګورو لکه کوتره، کارغه، زاڼې او داسې نور… خو په خیال کې داسې مرغان وینو چې نه کوتره ده او نه زاڼې، خو د ټولو خواص لري. د خیال عالم وسعت لایتناهي (ناپایه) دی.
د انسان په داخل کې یو بل عالم هم شته چې د وهم عالم ورته وايي. وهم د باطل په مانا نه دی؛ په فلسفي مانا وهم باطل نه دی. خیال د صورتونو درک کول دي، خو هغه مانا چې (جزئي وي) او درک کېږي، وهم دی. بېلګه: د اولاد یا دوست مینه چې د انسان په زړه کې ده؛ د دوستۍ مانا چې شکل نه لري، دا وهم دی. وهم په فلسفي مانا د “جزئي مانا” درک کول دي. خیال د صورتونو او شکلونو درک دی او وهم د مانا درک، خو جزئي مانا.
له خیال او وهم څخه پورته بله مانا شته چې د ادراک اصل دی او هغه عقلاني درک دی؛ دا جزئي نه دی، بلکې کلي دی. یعنې د کلیاتو درک، د عقل عالم دی. د عقل عالم، د بېنهایتۍ عالم دی.
د انسان پوهه د حواسو له ویالو پیلېږي، د خیال او وهم په تمځایونو کې رنګ اخلي، خو وروستی منزل یې د عقل لایتناهي سمندر دی چېرته چې حقایق په “کلي” ډول څرګندېږي. په لنډ ډول:
حواس: لومړنۍ ویالې دي چې پوهه راوړي.
خیال او وهم: د صورتونو او جزي ماناګانو (محبت، دوستي) تمځایونه دي.
عقل: د بېنهایتۍ او کلیاتو عالم دی چېرته چې د ادراک اصل پروت دی
دلته فلسفه پیلېږي؛ د فیلسوف کار له عقل سره دی. فیلسوف هم له حسه پیلوي، له خیاله پیلوي، دا کوم عیب نه لري، خو برهاني خبره کوي. برهان له کلي قضایاوو څخه جوړېږي او کلي قضایاوې عقلاني درک لري. فیلسوف د عقل پر بنسټ خبره کوي. عقلاني برهان، هماغه فلسفي برهان دی.
د تحصلي پوهانو (پوزټیویستانو) او فیلسوفانو ترمنځ توپیر دا دی چې: پوهان له عقله مرسته اخلي خو ډېری کار یې له محسوساتو او تجربې سره وي. تجربه باید حسي عالم ته راشي او ولیدل شي؛ که هغه په وسله واله سترګه (مایکروسکوپ) وي او که په ناوسله واله (عادي) سترګه. خو فیلسوف له حسه حرکت کوي او تر عقلاني عالمه ځي؛ فیلسوف “ملاءِ اعلی” ته ځي.
ملاء یعنې “ډک”. د عقل عالم نه یوازې پراخ دی، بلکې ډک هم دی. په عقلاني عالم کې تشه ، سوری یا کنده نشته؛ هلته خالي ځای (خلاء) نشته، بلکې “ملاء” ده. ملاءِ اعلی یعنې د عقلونو عالم، له وهمونو څخه خالي عالم.
حسي عالم ممکن خلاء ولري؛ کېدای شي یو شی ووینو او بل ونه وینو، یو شی واورو او بل ونه اورو… په حسي عالم کې خلاء شته؛ هم “بود” (شتون) شته او هم “نبود” (نشتون) او هم کمښت. خو په عقلاني عالم کې د خلاء لپاره ځای نشته. عقلاني عالم ته په دیني اصطلاح کې ملاءِ اعلی ویل کېږي. یعنې په عقلاني عالم کې تشه، سوری او واټن (تجافي) نشته.
برترند از عرش و کرسی و خلا
ساکنان مقعد صدق خدا
هغوی تر عرش، کرسۍ او خلاء څخه پورته دي؛ هغوی د خدای د رښتیني مقام (مقعدِ صدق) اوسېدونکي دي.
«فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیکٍ مُقْتَدِرٍ» د رښتینولۍ په مقام کې، د اقتدار لرونکي پاچا حضور ته). ملیک یعنې هغه چې پر هر څه احاطه لري. دا چې هغه پر هر څه احاطه لري او ملاء (ډک) دی او خلاء پکې نشته، نو مقتدر (زورور) هم دی. که قدرت کې سوری، کنده یا تشه وي، هغه بیا قدرت نه دی، بلکې نسکوریږي. ملاءِ اعلی د قدرت عالم دی. د محض عقل عالم د قدرت او رښتینولۍ (صدق) عالم دی؛ هلته درواغ، تېرایستل (تقلب)، ریا او تصادف نشته. دا الهي عالم دی او خدای پرې واکمن دی.
—
د حس عالم او د وهم عالم هم مانا درک کوي، خو په ګډ (مخلوط) ډول. خالصه مانا د حس کار نه دی. حس هر څه په بڼه او شکل کې ویني. که غږ په یو ځانګړي فریکونسۍ کې نه وي، موږ یې نه اورو. دلته محسوس امور له عقل سره ګډېږي. خالص عقل د پنځګونو حواسو په ادراک لاس ته نه راځي؛ موږ خالص عقل په حس نه شو درک کولای. د مانا عالم په حس نه درک کېږي. خدای (ج) په حس نه شئ درک کېدالای.
لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ (انعام/۱۰۳) = «سترګې هغه لیدی نشي؛ خو دی سترګې ویني.»
خدای محض مانا ده، د مانا اصل دی.
حس هر څه درک کوي خو په خلط (ګډ) ډول؛ یعنې تاسو مانا په یو شکل کې وینئ، تاسو اجسام وینئ. دا ټول شکلونه مانا لري، موږ په دې نړۍ کې داسې څه نه لرو چې مانا دې ونه لري. خو هغه څه چې موږ یې مومو، له مانا سره ګډ دي؛ یعنې مانا لرونکي دي.
د “مانا” او “مانا لرونکي” ترمنځ توپیر
د “مانا” او “مانا لرونکي” ترمنځ توپیر شته. مانا په خپله مانا ده، خو مانا لرونکی یعنې مانا لري خو تر څنګ یې بل څه هم شته. تاسو چې کوم محسوسات وینئ، مانا لري؛ موهومات مانا لري؛ متخیلات مانا لري؛ خو د “صرف مانا” درک کول د عقل کار دی.
حضرت علی (ک) وايي : لَا تُدْرِكُهُ الْعُيُونُ بِمُشَاهَدَةِ الْعِيَانِ، وَ لَكِنْ تُدْرِكُهُ الْقُلُوبُ بِحَقَائِقِ الْإِيمَانِ= انساني سترګې په ښکاره خداى نه ويني؛ بلکې زړونه دي، چې د ايمان په حقايقو یې مومي. (نهج البلاغه ۱۷۹ مه خطبه)
امام جعفر صادق (رح) وايي : دِعَامَةُ الْإِنْسَانِ الْعَقْلُ… فَإِذَا كَانَ تَأْيِيدُهُ مِنَ النُّورِ كَانَ عَالِماً حَافِظاً ذَكِيّاً – د انسان ستنه عقل دی… کله چې عقل په نور (الهي مانا) تایید شي، نو انسان عالم او هوښیار ګرځي (اصول کافي)
ظاهر (حس) د مانا (حقیقت) لپاره یوه پرده یا ظرف دی. سترګې یوازې “شکل” ویني، خو عقل او بصیرت د هغه شکل تر شا “مانا” لټوي.
محسوسات (اجسام) یوازې د مانا لپاره یو پوښ یا “شکل” دی. مانا او صورت په دې نړۍ کې داسې ګډ شوي چې بې له عقلِ سلیم (خالص عقل) یې جلا کول ګران دي. حس یوازې رنګ او غږ درک کوي، خو دا چې دا رنګ څه “مانا” لري، دا یوازې د عقل او بصیرت کار دی.
هغه کسان چې یوازې له حسیاتو یا حسي تجربو سره سروکار لري (لکه د پوزیتویستو علومو پیروان)، هغوی د هستۍ د مطلقې مانا له درک کولو بې برخې دي؛ مګر دا چې یوازې د خوب په شېبو کې یې وګوري. هغه علم چې په چټکۍ سره پر وړاندې ځي او موږ یې اثار وینو، مطلقې هستۍ او مانا ته لاره نه لري. یو پوزیتویست شخص د مانا شېبې یوازې په خوب کې ویني، خو هغه کسان چې هستي پېژندونکي (عارفان) دي، هستي په ویښه درک کوي. خلک محسوسات ویني، خو پر معقولات پوهېږي.
مولانا وايي :
پنج حسی هست جز این پنج حس
آن چو زر سرخ و این حسها چو مس
اندر آن بازار کهاهل محشرند
حس مس را چون حس زر کی خرند؟
حس ابدان قوُت ظلمت میخورد
حس جان از آفتابی میچرد
مولانا وايي : « چې د انسان د ظاهري پنځه ګونو حواسو (لیدل، اورېدل، لمس، خوند، بوی) ترڅنګ پنځه نور باطني یا معنوي حواس هم شته. هغه ظاهري حواس له مسو (ارزان بیه) او باطني حواس له سرو زرو (قیمتي) سره تشبیه کوي. په هغه بازار کې چې د حقایقو پلورونکي او د مانا خاوندان (اهل محشر) ناست وي، هیڅکله د مسو په څېر ظاهري حواس د سرو زرو (باطني بصیرت) په بیه نه اخلي. یعنې یوازې په ظاهري حواسو نشي کېدای حقیقت ته ورسېږو. د بدن حواس له مادي او تیاره نړۍ (ظلمت) څخه تغذیه کېږي، خو د روح او جان حواس د حقیقت له لمر (الهي رڼا) څخه خوند او قوت اخلي.»
موږ د محسوساتو، معقولاتو او موهوماتو په اړه فکر کوو، خو پخپله د “خیال” او “عقل” په اړه فکر نه کوو. موږ د شیانو په اړه اندېښنه (فکر) کوو، خو پخپله “اندېښنه” نه اندېښنو. فلسفه د اندېښنې په اړه اندېښېدل دي، د تفکر په اړه تفکر کول دي. که مو د تفکر په اړه تفکر وکړ، نو د خطا او ثواب لار به ومومئ. کله چې تاسو د یو څه په اړه فکر کوئ، ایا ډاډه یاست چې دا فکر مو سم دی؟ نه. مثلاً د غره، سیند، ملک او ملکوت په اړه فکر کوو، خو د دې لپاره چې ډاډه شو چې دا فکر مو سم دی، باید د پخپله “تفکر” په اړه تفکر وکړو.
یوه تېروتنه دا ده چې وايي: څوک چې پر یو څه عقیده ولري، بیا د فکر کولو ځواک نه لري. دا خبره تر یو ځایه سمه ده خو له بل پلوه غلطه ده. دا چې یو څوک پر یو څه سخت باوري وي او بیا فکر نه کوي، دا یوه تېروتنه ده. باور او عقیده د یوې اندېښنې پای او د بلې اندېښنې پیل دی.
نوې ارواپوهنه (Psychology) هم یو ډول علم دی چې تجربوي خاصیت لري او تجربه د “حس” مقام دی. دا علم د انسان له روان سره کار لري، خو روان پخپله نه شي لیدلی، بلکې روان د هغه په کړه وړو (Behaviour) کې پېژني. دا هم یو ډول پېژندنه ده، خو په خپل حد کې پاتې کېږي او د روان باطن نه شي پېژندلی.
هر موجود باطن لري، او د انسان باطن یوازې یو باطن نه دی، بلکې انسان لایتناهي باطنونه لري. دا چې خدای (ج) هم ظاهر او هم باطن دی (هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ)، نو هر موجود هم ظاهر او باطن لري.
ارواپوهنه د انسان روان په ظاهري چلند کې پېژني، خو انسان داسې باطنونه لري چې په عمل کې نه ځاییږي. ایا د انسان ټول شخصیت په عمل کې څرګندېږي؟ نه! که انسان د بل انسان په باطن خبر وای، نو ناورین به رامنځته شوی وای.
د یو عارف او فیلسوف پېژندنه د انسان له روان څخه ډېره لوړه ده. د خالص عقل نړۍ یوازې په عقل درک کېدای شي نه په تجربه. زموږ ټول ادراکونه له شکل او حس سره ګډ (مخلوط) دي، نور له تیاره سره ګډ دی؛ خو په محض عقل کې هیڅ ګډوله نشته، هغه محض نور دی. هغه نور ته رسېدل د علم کار نه دی، بلکې د فلسفې، عرفان او دیانت کار دی.
ټول انسانان “نقاب” (Person) لري، تاسو د هیچا باطن ته لاره نه لرئ، د زړونو په راز یوازې خدای خبر دی (إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ).
سقراط وايي: “خپل ځان وپېژنه”، او دا پېژندنه باید ابدي وي. نن سبا هر څه موږ بهر ته رابولي، هیڅوک نشته چې موږ دننه (باطن) ته راوبلي. د بشر افت دا دی چې خپل باطن یې بهر ته بایللی او په بهر پورې تړلی پاتې دی. که یو شېبه له بهره دننه او له دننه څخه نور هم دننه لاړ شي، لاره به پرانیستل شي. دا لاره “تنبه” (ویښېدل) ده. اوسنی علم د اخلاقو او سیاست ستونزه نه شي حل کولی، ځکه دا یوازې په ظاهري جلوو کې ډوب دی.
رسول الله (ص) وايي : « لَوْ تَكَاشَفْتُمْ مَا تَدَافَنْتُمْ- که تاسو د یو بل له باطني رازونو خبر وای، نو یو بل به مو نه ښخول.» (صحیح مسلم/ البدایه والنهایه)
(دا کټ مټ د “فاجعې” خبره تاییدوي).
ــــــــــــــــــ
عقلي معرفت
عقلِ کل یو وحداني عقل دی او هر انسان د خپل ظرفیت په اندازه ترې برخه اخلي. څومره چې د انسان اړیکه له عقلِ کل سره زیاته وي، عقل یې هغومره بشپړ وي
عقلِ کل یو وحداني عقل دی او هر انسان د خپل ظرفیت په اندازه ترې برخه اخلي. څومره چې د انسان اړیکه له عقلِ کل سره زیاته وي، عقل یې هغومره بشپړ وي. حس درک کوونکی دی، خو “ادراک” د عقل کار دی. حسي ادراک تر هغه چې عقلي ملاتړ ونه لري، هیڅ نه شي کولی.
پوښتنه دا ده: له ننني ساینسي پرمختګ سره، د بشر تکامل څومره شوی؟ د ننني انسان د ورانکارۍ ځواک هېښونکی دی، خو د معنوي اصلاح ځواک یې څومره دی؟ نننی بشر د دوه زره کاله پخوا په پرتله په اخلاقي ډول څومره پرمختګ کړی؟
ظاهري سترګې “موجودات” ویني، خو باطني سترګې “وجود” ویني. علم د یوې نلکې (لوله) له لارې ګوري، خو د باطن سترګې هستۍ لیدونکې او فرانګرې (لوړ لیدونکې) دي. انسان په باطني سترګو تعالی (لوړتیا) مومي.
موجود بې له وجوده مانا نه لري
موجود بې له وجوده مانا نه لري. موږ “موجود پېژندونکي” یو، خو “وجود پېژندنه” د ځان په سترګو کېږي. یوازې انسان تعالی لري؛ نور موجودات لکه کوتره، انتخاب شوي دي او تر پایه کوترې پاتې کېږي، خو انسان هم انتخاب شوی او هم ځان انتخابولی شي. که ته خپل ځان انتخاب نه کړې، نور دې انتخابوي. انسان ثابت ماهیت نه لري ځکه په هره شېبه کې د انتخاب په حال کې دی.
ځان یا خود بېلابېلې درجې لري؛ هر څوک د عقل په یوه مرتبه کې دی او عقل هېڅ پای نه لري. انسان باید وپوهېږي چې کولای شي د عقل له اوسنۍ مرحلې هم پورته لاړ شي.
څنګه پورته لاړ شي؟ د کتاب په لوستلو، د استاد په لیدلو، د نړۍ له هوښیارانو (عاقلانو) سره په خبرو او د فن له اهل سره په ناسته پاسته؛ او دا چې تل فکر او اندېښنه وکړي.
د معلوماتو سمندر چې فکر ورسره نه وي، ګټه نه لري. انسان باید “خلوت او جلوت” ولري. ایا تاسو کولی شئ خپل “مطلق زه” (انا) تجربه کړئ؟ مطلق “زه” تجربه کوونکی دی، خو پخپله په تجربه کې نه راځي.
رسول الله (ص) وايي :
« لَا يُتِمُّ عَقْلُ امْرِئٍ حَتَّى يَتَّبِعَ مَنْ هُوَ فَوْقَهُ – د هیڅ چا عقل نه بشپړېږي تر هغه چې د خپل ځان نه د لوړ (عقلِ کل) پیروي ونه کړي. » (المعجم الکبیر)
«اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ – د مومن له فراست (بصیرت) څخه ووېرېږئ، ځکه هغه د الله په نور (باطني سترګو) ویني » (جامع الترمذي).
د ننني انسان تراژیدي په دې کې ده چې “موجود شناس” دی خو “وجود شناس” نه دی. ساینس موږ ته د ورانکارۍ آله راکړه، خو عقلِ کل ته نه تسلیمېدل موږ له اخلاقي تعالی څخه بې برخې کړي یو. نجات په دې کې دی چې هره شېبه خپل “ځان” د عقل په رڼا کې بیا انتخاب کړو.
ادراک
د ادراک ذات له مادې څخه نه دی
ادراک یعنې اشراق (روښنايي). انسان ته تر ټولو نږدې شی د هغه ذهني محتوا ده. د ادراک ذات له مادې څخه نه دی. د معقولاتو سرچینه الهي فیض دی. عقل د روح او نفس لپاره “صیقل” (ځلونکی) دی. که انسان عقل نه درلودای، په هیڅ شي به نه پوهېده. عقل یوازې یوه قوه نه ده چې د نورو قواوو (لامسې، باصرې…) په څېر دې په عرض کې وي، بلکې عقل د انسان نفس صیقل کوي؛ او کله چې نفس صیقل شو، نو د نړۍ حقایق منعکس کوي. زموږ ټول وجود زموږ روان او نفس دی، که صیقل نه وي، په هیڅ شي نه پوهېږي. عقل یعنې د باري تعالی حکمت، عقل یعنې خِرد. دا نړۍ په خرد او عقل اداره کېږي. که هغه روح چې په عقل صیقل شوی وي، د دنیا په شهواتو (حرص، طمع، غضب…) ککړ نه شي، نو نه یوازې دا نړۍ، بلکې “ملکوت اعلی” هم منعکس کولی شي.
مولانا وايي :
آینهی دل چون شود صافی و پاک
نقشها بینی برون از آب و خاک
یعنې دا چې د زړه هینداره کله صفا او پاکه شي، نو بیا به د (حقایقو) هغه نقشونه وګورې، چې له اوبو او خاورو (مادې) هاخوا دي.»
کله چې انسان خپل زړه له کینې، غوسې او مادي غوښتنو پاک کړي، نو داسې حقایق درک کولی شي چې په ظاهري سترګو نه لیدل کېږي.
عقل یوازې یوه آله نه ده، بلکې هغه نور دی چې زموږ روح ته جلا ورکوي. که دا جلا د حرص او غضب په زنګ ونه نغښتل شي، انسان د دې وړتیا لري چې په خپل ځان کې د غیب نړۍ (ملکوت) وګوري.
انسان یو “لایتناهي باطن” لري. دا لایتناهي باطن په حسي علومو (پوزیتویزم) نه درک کېږي، ځکه هغه یوازې د موجوداتو “شکل” ویني. د انسان د وجود دا باطني لایه یوازې هغه وخت “منعکس” کېږي چې کله عقل د اهلبیتو په محبت صیقل شي.
خوشحال بابا وايي :
د زړه زنګ په بل صیقل نه لرې کېږي
په دوستۍ یې د علي ده مصقلي
د ابونصر فارابي په اندیښنو کې د خیال ونډه
د نړۍ جوړښت
عالم خلق، عالم، عالم برزخ، عالم امر، عالم لاهوت
د عالم خلق[16] یعنې محسوس عالم؛ همدا شیان چې موږ یې وینو، اورو او لمس کوو. موږ د حس په وسیله په عالم خلق کې تصرف کوو. په عالم خیال کې بیا تصرف د حقایقو د “صورو” (شکلونو) دی. زموږ په ذهن کې د حسي حقایقو بڼې “خیال” دی.
عالم امر بیا د معقولاتو عالم دی. د خیال عالم د خلق او امر عالم ترمنځ یو برزخ (منځګړی) دی. د خلق عالم محسوس دی او د امر عالم معقول دی چې په حس کې نه ځاییږي. د خیال عالم هماغه د مثال عالم دی. د امر عالم د پاسه بیا داسې مقام دی چې له هر ادراک څخه محجوب (پټ) دی او هغه ذاتِ احدیت دی. دلته عقل عاجز پاتې کېږي او “سر او راز” (پټه مانا) د تل لپاره پاتې کېږي. هستي له رازه خالي نه ده او دا د ذاتِ احدیت مقام دی.
حافظ وايي:
حَدیث از مُطرب و مِی گو و رازِ دَهر کمتر جو
که کس نَگشود و نَگشاید به حکمت این مُعمّا را
د مطرب او می کیسې کوه او د دهر (زمانې) راز مه لټوه، ځکه هیچا دا معما په حکمت نه ده پرانیستې او نه به یې پرانیزي.
د معرفت یا پېژندنې ماهیت
فارابي پر پېژندنې (شناخت) ډېر ټینګار کړی، چې هم هستي پېژندنه (انتولوژي) ده او هم د پوهې پېژندنه (اپیستمولوژي)ده.
د پېژندنې ماهیت له حسه پیلیږي، بیا خیال، وهم، عقل او د امر عالم ته رسېږي. انسان د ځان په پېژندلو سره ځان کشفوي. هر څه چې د انسان په ادراک او اګاهۍ کې راځي، هغه له انسان سره سنخیت (همرنګي) لري.
معرفت، تل روان بهیر دی
معرفت د مطلقې انجماد (کنگل کېدو) او مطلقې روانۍ ترمنځ دی. ادراک پخپله بهېدونکی او روان دی؛ ځکه ادراک یو ځای نه درېږي. که یو ځای ودرېد، کنګل کېږي. ادراک تل تر تل لوړتیا (تعالی)غواړي.
«فَتَلَقَّىٰ آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ…»؛ انسان د معرفت په هر منزل کې یوه نوې کلمه پېژني. تلقی یعنې د ادراک رواني.
هیڅ موجود په خپل “موجودیت” بسنه نه کوي، بلکې تر ځانه پورته او لوړ ځي. انسان هم په حس کې نه پاتې کېږي، خیال ته ځي چې لایتناهي دی، بیا عقل ته ځي او په پای کې د “راز” مقام (ذاتِ باري تعالی) ته رسېږي. دا د ملا صدرا تر “حرکتِ جوهري” هم لوړ بحث دی. جوهري حرکت د جسم او مادې په عالم کې دی. فارابي وایي هستي په تعالی کې ده. د خدای (ج) په اړه انجماد مانا نه لري؛ «کُلَّ یَومٍ هُوَ فِی شَأنٍ». خدای هیڅکله بې تجلې نه وي.
له خلقه تر خالقه، له ذرې تر لایتناهي پورې، هیڅ موجود په خپل ځان کې ایسار نه دی. هستي منفتح (خلاصه) ده. انفتاح یعنې اګاهي. اګاهي په ټوله هستۍ کې خپره ده.
أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ
وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ
که څه هم مخاطب پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) دی، خو د خبرې مقصد او پند د ټول بشریت لپاره دی.
شرح صدر یعنې انفتاح، یعنې په ځان کې نه ایسارېدل. کله چې انسان منفتح شي او پورته لاړ شي، نقصونه ترې لاندې رالوېږي. «وِزْرَ» (بار) هماغه په یو ځای ودرېدل او توقف دی.
رسول الله (ص) وايي : «مَنِ اسْتَوَى يَوْمَاهُ فَهُوَ مَغْبُونٌ – د چا چې دوه ورځې (د معرفت او پوهې له نظره) سره یو شان وي، هغه تاواني دی.» (صحیح البخاري/مشکاة)
(دا د معرفت پر سیلان او روانۍ دلالت کوي).
«سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ عَنْ قَوْلِهِ: أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلامِ… قَالَ: هُوه نُورٌ يَقَعُ فِي الْقَلْبِ فَيَنْفَسِحُ لَهُ وَيَنْشَرِحُ – رسول الله (ص) د شرح صدر په اړه وپوښتل شو، ویې ویل: دا یو نور دی چې په زړه کې لوېږي، نو زړه ورته پراخېږي او خلاصېږي (انفتاح).» (تفسیر ابن کثیر)
د زړه د پراخوالي او اګاهۍ په اړه حضرت علي: « كُلُّ وِعَاءٍ يَضِيقُ بِمَا جُعِلَ فِيهِ إِلاَّ وِعَاءَ الْعِلْمِ، فَإِنَّهُ يَتَّسِعُ بِه – د هر شي ظرف د هغه څه په ایښودلو سره چې پکې ایښودل کېږي تنګېږي، مګر د علم ظرف (زړه/اګاهي)؛ چې هغه د علم په زیاتوالي سره نوره هم پراخېږي.» (نهج البلاغه، حکمت ۲۰۵)
د هستۍ د تجلي په اړه امام جعفر صادق (رح) وايي : « تَجَلَّى لَهُمْ فِي كِتَابِهِ وَ لَكِنْ لا يُبْصِرُونَ – الله خپلو بندګانو ته په خپل کتاب (او کائنات) کې تجلي کړې، خو هغوی یې نه ویني » (اصول کافي)
د خیال ونډه
د خیال کار “صورت ګري” (شکل جوړول) دی؛ خیال هم محسوس امور په بڼه بدلوي او هم د حقایقو شکلونه جوړوي. هر څه چې موږ یې ګورو، بڼه یې زموږ په ذهن او حافظه کې پاتې کېږي چې دا د خیال کار دی. خو خیال یو بل مهم کار هم لري: هغه حقایق چې په عالمِ عقل کې بې شکله دي، په یو شکل کې راولي. ځکه د عقل عالم شکل نه لري، خو محسوسات شکل لري. معقولات “کليات” دي او کلیات بڼه نه لري؛ حقایق له شکله پورته دي.
عقل چې کله راکوز شي او یو ګام لاندې عالمِ خیال ته راشي، نو خیال ورته بڼه ورکوي؛ یعنې مانا ته صورت ورکوي. مانا په عالمِ عقل کې ده او بې شکله ده.
مثال: حضرت مریم (ع) ته چې کومه الهي پرښته (نفخه) راغله، هغې شکل نه درلود. لکه قرآن چې فرمایي: «فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا (مریم/۱۷) – نو په دې وخت كې موږ خپل روح (= جبرئيل) ورولېږه، چې په بشپړ انساني بڼه ورڅرګند شو»؛ هغه مانا، عالمِ خیال ته راغله او مریم (ع) هغه د یو انسان په بڼه ولیده.
جبرائیل (ع) په عالمِ عقل کې “عقلِ کل” دی. وحې اصلاً د غیب له خزانې (مکمنِ غیب) څخه راځي چې شکل نه لري، خو کله چې راکوزېږي د حضرت دحیة الکلبي (رض) په بڼه راښکاره کېږي.
عالمِ خیال د عالمِ عقل او عالمِ حس ترمنځ برزخ دی. خیال له محسوساتو څخه صورتونه جوړوي او له بلې خوا له بې شکله نړۍ (عقل) څخه هم شکلونه او تصویرونه رامنځته کوي.
مولانا وایي:
مریما بنگر که نقش مشکلم
هم هلالم هم خیال اندر دلم
چون خیالی در دلت آمد نشست
هر کجا که میگریزی با توست
«مریمې وګوره چې زه یو مشکل (پیچلی) نقش یم؛ هم هلال (سپوږمۍ) یم او هم ستا په زړه کې یو خیال یم. کله چې یو خیال ستا په زړه کې کېناست، نو هرې خوا ته چې تښتې هغه له تا سره دی.»
دا نقش ځکه “مشکل” دی چې هم عقل دی او هم حس؛ هم امر دی او هم خلق؛ هم په اسمان کې سپوږمۍ ده او هم په زړه کې خیال.
عالمِ خیال هغه “سحرګره اینه” ده چې:
- له یوې خوا محسوسات (ماده) را اخلي او په ذهن کې ترې “تصویر” جوړوي.
- له بلې خوا معقولات (مجرد حقایق) را اخلي او هغوی ته “بڼه” ورکوي ترڅو موږ یې په بصیرت یا خوب کې وویني.
- همدا لامل دی چې وحې او الهي الهام د خیال له لارې په شکلونو کې متمثل کېږي.
خیال رڼا ده
فارابي وایي: د نظري عقل کار حقیقت ته رسېدل دي، خو د عملي عقل کار خیر (ښېګړې) ته رسېدل دي. انسان هم نظري عقل لري او هم عملي عقل.
حافظ وايي:
خیال حوصلهٔ بحر میپزد هیهات
چههاست در سرِ این قطرهٔ مُحال اندیش!
مُحال یعنې ممتنع، هغه څه چې مطلق ناشوني دي. هغه څه چې ناشوني دي، څنګه پوهېدای شو؟ یوازې “خیال” دی چې په ناشوني (محال) پوهېږي. یوازې خیال دی چې محال درک کوي. خیال، عدم یا محال تصور کوي. عقل تر تصوره پورته دی؛ عقل وایي “محال” نشته، خو خیال محال تصور کوي.
حافظ وايي :
هر کاو نَکُنَد فهمی زین کِلکِ خیالانگیز
نقشش به حرام ار خود صورتگر چین باشد
یو انځورګر یا نقاش ممکن داسې څه نقاشي کړي چې په بهرنۍ نړۍ کې بیخي شتون نه لري. هغه څوک چې د خیال ځواک یې زیات وي، هېښونکي او عجیب شیان انځورولی شي. د خیال هنر دا دی چې ممتنع (ناممکن) درته ممکن وښيي.
نوراني خیال
خیال ځکه نور دی چې هغه څه درته روښانه کوي چې عقل ورته “محال” وایي.
د محال تصور: عقل د قواعدو پابند دی، خو خیال د قواعدو ماتونکی دی. خیال کولی شي “عدم” ته صورت ورکړي.
د هنرمند ځواک: یو لوی هنرمند هغه دی چې د خپل خیال په نور کې هغه څه وویني چې نورو ته ممتنع ښکاري.
دعا
د دعا په مقام کې، عقل او عشق یو کېږي
د دعا په مقام کې، عقل او عشق یو کېږي. پوهان او اولیا په لوړو مقامونو کې سره یو دي. دا نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو، د “فصل” (بېلتون) عالم دی چې د “وصل” (یووالي) د عالم یو صورت دی. موږ یو د وصل عالم لرو او یو د فصل. د فصل عالم د وصل د عالم ظاهري بڼه ده. په دې مادي نړۍ کې موږ متفرق (خواره واره) یو؛ دلته هر څه جلا دي، حتی د بدن حجرې مو جلا دي خو یو “وحدت” پرې حاکم دی. د نړۍ اټومونه جلا دي خو یو وحدت یې سره نښلوي. هغه د وحدت عالم، یو واحد حقیقت دی، خو دا زموږ نړۍ د “کثرت“ عالم دی.
د دعا ژبه له کثرت څخه د وحدت لور ته تلل دي
موږ د “ولایتِ کلیه” له لارې خدای ته لاره پیدا کوو
د دعا ژبه له کثرت څخه د وحدت لور ته تلل دي. زه ناڅیزه بنده چې دعا کوم، باید د کامل ولي په ژبه خبرې وکړم؛ یعنې دا ناڅیزه بنده باید له یو کامل ولي سره وصل شي او هغه کامل ولي له خدای سره وصل دی. موږ د “ولایتِ کلیه” له لارې خدای ته لاره پیدا کوو. زه په خپل محدودیت کې نه شم کولی له “نامحدود” (غیرمتناهي) سره اړیکه ټینګه کړم؛ زه باید له مطلق ولي سره یو ځای شم چې هغه له حق سره وصل دی[17].
شفاعت له “شفع” څخه اخیستل شوی چې مانا یې “جوړه کېدل” دي. شفاعت یعنې دا چې موږ ناقص انسانان له کامل انسان سره وصل شو، ځکه کامل انسان له حق تعالی سره مستقیمه اړیکه لري. د انبیاوو د بعثت راز همدا دی؛ هغوی راغلي چې موږ له حق سره وصل کړي.
په دعا کې له حضرت مهدي سره باطني پیوستون
د امام زمان (حضرت مهدي) غیبت هم همدا دی؛ باید یو کامل انسان شتون ولري، که څه هم موږ یې په ظاهر ونه ووینو، خو په باطن کې باید ورسره وصل شو. کله چې تاسو دعا کوئ، په اصل کې له امام زمان سره وصل یئ. ځینې وایي موږ مستقیمه لاره لرو؛ هو، مستقیمه لاره شته خو دا “قیر سړک” نه دی؛ مستقیمه لاره یعنې د معرفت لاره. کله چې ستاسو معرفت ناقص وي، څنګه مستقیم وصل کېدای شئ؟ مستقیمه لاره پله په پله ده، زینه ده. باید یو کامل معرفت (کامل ولي) شتون ولري چې تاسو ورسره وصل شئ. نړۍ هیڅکله بې له “کامل وجود” څخه نه شي پاتې کېدای:
«لولا الحجة لساخت الارض بأهلها» (که حجت نه وای، ځمکه به له خپلو اوسېدونکو سره غرق شوې وای). زموږ دعاګانې د ایمه وو له لارې حق تعالی ته رسېږي.
حضرت مهدي د کایناتو معنوي قطب او کامل ولي دی
ډېری خلک داسې انګېري چې «مستقیمه لاره» (صراط مستقیم) یوه فزیکي او ساده کرښه ده چې هر څوک په هر ډول ناپوهۍ یا ککړتیا سره کولای شي ورباندې ګام کېږدي. مستقیمه لاره، کومه قیر شوې سرک یا فزیکي لاره نه ده؛ بلکې دا د «معرفت» لاره ده. صراط مستقیم یعنې د پوهاوي او بندګۍ لوړې مرتبې ته رسېدل.
اصلي استدلال دا دی: کله چې د حق تعالی په اړه زما معرفت نیمګړی وي، زه څنګه ادعا کولای شم چې په مستقیم ډول له «مطلق کمال» سره وصل یم؟
بنده (چې محدود او ناقص دی) او د خدای (چې نامحدود او کامل دی) ترمنځ همغږي (سنخیت) نشته. د دې لپاره چې یو ناقص شی له کامل سره وصل شي، یوې «واسطې» ته اړتیا ده چې د دواړو لوریو درک ولري.
دا چې ویل کېږي مستقیمه لاره یو «زینه» ده، مانا یې دا ده چې کمال په یوه شپه او ټوپ وهلو نه ترلاسه کېږي.
خدای ته رسېدل درجې لري (د عقل او روح مرتبې). د دې زینې هره پله د معرفت یوه مرتبه ده. انسان باید قدم په قدم له جزئي عقل څخه د کلي عقل په لور حرکت وکړي او دا حرکت بې له پخو پلو (چې همدا الهي اولیاء دي) ناشوني دي.
د «کامل معرفت» (کامل ولي) د شتون اړتیا
په هره زمانه کې باید یو «مجسم معرفت» شتون ولري ترڅو خدای ته د رسېدو لاره ورکه نشي.
«کامل ولي» یا امام زمان، هغه څوک دی چې د معرفت ټولې پلې یې وهلې او له سرچینې سره وصل شوی دی. هغه د معرفت هسکه څوکه ده. موږ د دې لپاره چې په سمه لاره لاړ شو، باید خپل زړه او فکر له هغه سره وصل کړو ترڅو زموږ ناقص معرفت د هغه د کامل معرفت په رڼا کې صیقل شي او حق ته لاره ومومي.
له ولایت سره له وصل کېدو پرته زموږ دعا د داسې مرغۍ الوتنه ده چې وزر یې مات وي. له امام سره وصل کېدل زموږ دعا ته داسې قوي وزر ورکوي چې زموږ د محدودیتونو له چت څخه پورته لاړه شي.
د معرفت د درجو يووالی (له حسه تر عقلِ کله)
۱. حسي معرفت (د اړیکې پیل):
دا د پوهې تر ټولو کمه او لومړنۍ سطحه ده. انسان د خپلو پنځو حواسو په وسیله یوازې د هغو مادي شیانو په شتون پوهېږي چې په همدې شېبه کې یې په وړاندې دي. دا مرحله د مادي نړۍ سره زموږ لومړی تماس دی.
۲. خیالي معرفت (د انځور ساتنه):
دلته پوهه یو ګام مخکې ځي. کله چې مادي شی له سترګو غایب شي، ذهن یې انځور (بڼه) ساتي. دلته انسان کولای شي د غایبو شیانو په اړه فکر وکړي، خو دا فکر لا هم د مادې په چوکاټ کې بند دی.
۳. وهمي معرفت (د جزئي ماناګانو درک):
په دې پړاو کې انسان د مادي بڼو ترشا “پټې ماناګانې” درک کوي (لکه دوستي یا دښمني)، خو دا ماناګانې لا هم په یو ځانګړي کس یا موجود پورې تړلې وي. ډېری خلک له همدې وهمي او تخیلي نړۍ نه شي وتلای او حقیقت ته نه شي رسېدای.
۴. عقلي معرفت (د حقایقو سمندر):
دا د معرفت تر ټولو لوړه او د تجرد مرحله ده. دلته انسان د ملا صدرا په وینا په “روح محض” بدلېږي. انسان د مادي بڼو او جزئیاتو له بند څخه خلاصېږي او “کلي حقایق” (لکه مطلق عدالت) درک کوي. دا هغه ځای دی چې انسان له “جزئي عقل” څخه “کلي عقل” ته لاره پیدا کوي.
د دې ټولو پړاوونو نښلوونکی ټکی دا دی چې: معرفت یو تدریجي صعود (ختل) دی.
انسان نشي کولای له “حس” څخه نېغ “عقل” ته ورسېږي؛ دا یو سفر دی چې له مادي محسوساتو پیل او د عقل په لایتناهي سمندر کې پای ته رسېږي.
خو اصلي نکته دا ده چې د عقل په دې وروستۍ مرحله کې، زموږ محدود انساني عقل (جزئي عقل) د حقایقو د بشپړ درک لپاره یوې کاملې سرچینې ته اړتیا لري. له همدې امله، د “کامل ولي” (امام زمان) سره باطني اتصال د دغه معرفتي سفر وروستی کمال دی. کله چې موږ دعا کوو یا د حقایقو پلټنه کوو، موږ په حقیقت کې له دغه “کامل عقل” سره د وصلېدو هڅه کوو ترڅو خپل “نفس” له مادي ککړتیاو پاک او په “روح محض” بدل کړو.
د حضرت مهدي غیبت زموږ د باطني پیوستون خنډ نه دی؛ بلکې دعا هغه شېبه ده چې زموږ خیال له کثرت څخه خلاصېږي او د ولایتِ کلیه له لارې د کائنات له معنوي قطب (امام) سره وصلېږي .
رسول الله (ص) وايي : « مَثَلُ أَهْلِ بَيْتِي فِيكُمْ كَمَثَلِ سَفِينَةِ نُوحٍ، مَنْ رَكِبَهَا نَجَا – زما د اهل بیتو مثال ستاسو ترمنځ د نوح د بېړۍ په څېر دی؛ څوک چې پکې سپور شو، وژغورل شو.» (المستدرک للحاکم)
دا هماغه له کامل انسان سره د وصلېدو لاره ده.
د دعا او وسیلې په اړه حضرت علي (ک) وايي : « نَحْنُ الْوَسِيلَةُ إِلَى اللَّهِ وَ نَحْنُ حَبْلُ اللَّهِ الْمَتِينُ – موږ الله ته وسیله یو او موږ د الله کلکه پړۍ (حبل الله) یو.» (دیوان حضرت علي)
د ځمکې د حجت په اړه امام جعفر صادق (رح)وايي : « لَوْ بَقِيَتِ الْأَرْضُ يَوْماً بِغَيْرِ حُجَّةٍ لَسَاخَتْ – که ځمکه یوه ورځ هم بې له حجته پاتې شي، خامخا به (په خپل ځان کې) غرق شي» (اصول کافي)
د حضرت مهدي ظهور یوازې یوه تاریخي پېښه نه، بلکې د بصیرت، عدالت او د باطني بیدارۍ عروج ګڼل کېږي. د امام مهدي انتظار هم هماغه د وحدت لوري ته حرکت دی. د هغه ظهور به د انسان مشوب عقل پاک کړي او د قدسي عقل له لارې به بشر ته د ملکوت دروازې پرانیزي. په عرفاني فلسفه کې د امام مهدي د «انتظار» روحیه یوازې د یوې زماني پېښې هیله نه ده، بلکې دا د نفس د تزکیې او د اخلاقي تشخص د جوړولو یو دوامداره بهیر دی. لکه څنګه چې په مخکینیو مطالبو کې یادونه وشوه چې «انسان یو شخص دی او تشخص یې په اګاهۍ او اخلاقو کې دی»، انتظار کټ مټ د همدې شخصیت د بشپړولو وسیله ده.
رسول الله (ص) وايي : «أَفْضَلُ الْعِبَادَةِ انْتِظَارُ الْفَرَجِ – غوره عبادت د خلاصون (فَرَج) انتظار ایستل دي » (الجامع الصغیر للسيوطي)
عارفان وایي دا انتظار ځکه عبادت دی چې انسان په اخلاقي ډول د حق منلو ته چمتو کوي.
حضرت علي (رض) وایي : «لْمُنْتَظِرُ لِأَمْرِنَا كَالْمُتَشَحِّطِ بِدَمِهِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ- زموږ د امر (حکومت او عدل) انتظار کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې په خپلو وینو کې لیت پیت وي (نهج البلاغه)
دا د نفس د مجاهدې لوړ مقام ښيي.
امام جعفر صادق وايي : « مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ الْقَائِمِ فَلْيَنْتَظِرْ وَ لْيَعْمَلْ بِالْوَرَعِ وَ مَحَاسِنِ الْأَخْلَاقِ – څوک چې غواړي د قایم (امام مهدي) له ملګرو وي، نو انتظار دې وکړي او په پرهېزګارۍ او نېکو اخلاقو دې عمل وکړي.»
په مخکینیو مباحثو کې یادونه وشوه چې «تشخص په اګاهي او اخلاقو کې دی» د امام مهدي انتظار انسان ته دا انګېزه ورکوي چې خپل مشوب عقل د تزکیې په واسطه خالص کړي او د الهي اخلاقو په خپلولو سره خپل وجودي تشخص لوړ کړي. په حقیقت کې، منتظر انسان هغه دی چې د امام د ظهور لپاره یې خپل باطني هېواد (زړه) د عدل او ایمان لپاره چمتو کړی وي.
انتظار په حقیقت کې د عرفان او مهدویت د بحث په زړه کې ځای لري؛ او انتظار یو ساکن حالت نه دی، بلکې یو متحرک باطني انقلاب دی. لکه څنګه چې په مخکنیو بحثونو کې مو وویل چې مشوب عقل د نفساني غوښتنو په غبار کې پټ وي، نو انتظار هماغه “صیقل” دی چې دا غبار لرې کوي ترڅو د انسان وجودي تشخص د الهي اخلاقو مظهر شي.
منتظر انسان هغه دی چې خپل شخصیت یې د امام له اهدافو (عدل او ایمان) سره همغږی کړی وي. د امام مهدي د نړیوال عدل لپاره لومړی ګام، د انسان په خپل باطني هېواد کې د عدل قیام دی. کله چې عقل له مشوبوالي خلاص او خالص شي، نو بنده په حقیقت کې د امام له معنوي حضور سره وصلېږي. دا وینا د حکمت او عرفان یو زرین اصل دی؛ دا په ډاګه کوي چې د نړۍ اصلاح د انسان له باطني اصلاح څخه پیلېږي. تر څو چې په یو وجود کې د عقل، غضب او شهوت ترمنځ د عدل توازن رامنځته نه شي، هغه نشي کولای د امام مهدي د نړیوال عدل په بهیر کې برخه واخلي.
دا شننه د «خوځنده انتظار» غورچاڼ دی. کله چې یو انسان خپل عقل د تزکیې په واسطه له مشوبوالي (وهم او هوس) خلاص کړي، د هغه په وجود کې یو باطني عدل رامنځته کېږي. همدا عدل د امام له معنوي حضور سره د نښلېدو تار دی. په حقیقت کې، څوک چې په خپل ځان کې عادل نه وي، د امام د نړیوال عدل په مانا هم نشي پوهېدلی.
په عرفاني او فلسفي بحثونو کې، د «خالص عقل» خاوندان د غیبت په دوران کې هم له معنوي پلوه بې سرپناه نه دي. هغوی د خپل باطني صفاء په برکت، د امام له «ولایتِ تکویني» څخه الهام اخلي. لکه څنګه چې لمر تر ورېځو لاندې هم رڼا او تودوخه ورکوي، امامِ غایب هم د نړۍ معنوي قطب دی چې د خالصو عقلونو لارښوونه کوي.
غیبت یو مکاني بېلتون نه دی، بلکې یو بصیرتي حجاب دی. هغه څوک چې خپل عقل د تزکیې په واسطه له مشوبوالي خلاص کړي، هغوی ته امام د لمر غوندې روښانه دی. دا معنوي اتصال د بنده روح ته تعالي (لوړتیا) ورکوي او هغه ته په باطن کې داسې لارښوونه کېږي چې د مادي عقل له پوهې پورته وي.
په عرفاني او فلسفي سیر کې، د «بصیرت» درجې هغه زینې دي چې خالص عقل پرې پورته خېژي ترڅو د غیبت له حجابونو ورهاخوا د امام زمان معنوي حضور درک کړي. کله چې نفس له مشوبوالي پاک شي، بصیرت له حسي نړۍ څخه تېرېږي او ملکوتي حقایقو ته رسېږي.
د بصیرت لوړه درجه «یقین» دی. کله چې عقل خالص شي، انسان له مادي کثرت څخه خلاصېږي او په خپله اګاهۍ کې له وحدت (امام زمان) سره وصلېږي. په دې مقام کې، غیبت یوازې د ظاهري سترګو لپاره وي، خو د بصیرت خاوند د امام له ولایتِ باطني څخه په هره شېبه کې فیض اخلي. دا پیوستون بنده ته اجازه ورکوي چې د خپل باطني هېواد (زړه) عدل د امام تر لارښوونې لاندې قایم کړي.
کله چې سالک د «یقین» مقام ته ورسېږي، نو د هغه لپاره د غیبت پرده په معنوي ډول پورته کېږي. په دې حالت کې، انسان نور د مادي کثرت (خپرېدو) په منګولو کې نه وي، بلکې د هغه خالص عقل د کائناتو له معنوي قطب (امام زمان) سره د وحدت په ټکي کې یو ځای کېږي.
سپړنه :
فصل او وصل: زموږ مادي ژوند “فصل” دی او دعا هغه هڅه ده چې موږ بېرته “وصل” (وحدت) ته ورسوي.
وسیله: لکه څنګه چې پورته یې یادونه وشوه، ناقص بنده نشي کولی مستقیم له غیرمتناهي سره وصل شي؛ نو ځکه انبیاء او امامان هغه پل دی چې محدود انسان له لایتناهي خدای سره نښلوي.
باطني اتصال: که څه هم د کامل انسان (امام زمان) وجود ممکن په ظاهر غایب وي، خو د دعا په شېبه کې زموږ روح باید ورسره په باطن کې وصل شي ترڅو حق ته لاره پیدا کړي.
په عرفاني ارواپوهنه کې، “خیال“ د روح یوه داسې کړکۍ ده چې د غیبو نړۍ ته پرانیستل کېږي. امامِ غایب که څه هم په ظاهر کې نه ښکاري، خو د هغه “نوراني وجود“ په ټوله هستۍ کې خپور دی (لکه لمر چې تر ورېځو لاندې وي).
د سنخیت قاعده: کله چې موږ په دعا کې د امام په صفتونو (عدل، تقوا، پاکۍ) فکر کوو، زموږ خیال له هغو صفتونو سره یو ډول هماهنګي (سنخیت) پیدا کوي.
خیال د اړیکې په توګه: په دعا کې زموږ “متخیل عقل” د امامِ غایب معنوي څېره انځوروي. دا انځورګري د دې لامل کېږي چې زموږ روح له هغه “قطب” سره وصل شي چې د خدای د فیض مجرا ده.
توجُّه او اتصال: کله چې انسان د زړه له کومي امام ته توجه کوي، د هغه خیال له “کثرت” (د دنیا له اندېښنو) څخه خلاصېږي او په “وحدت” (د امام په نور) کې ډوبېږي. دا هماغه شیبه ده چې پیوستون واقع کېږي.
ایا دعا مستقیماً خدای ته نه رسېږي؟
کله چې الله تعالی فرمایي: «ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ» (ما وبولئ چې ځواب درکړم)، دا د خدای د مطلق حضور او نږدېوالي نښه ده. په حقیقت کې، د بنده او خدای ترمنځ هېڅ “حجابي” خنډ نشته، ځکه هغه فرمایي: «وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ» (موږ ورته تر شاه رګ نږدې یو). خو دلته د “وسیلې“ او “کامل انسان“ موضوع د خدای او بنده ترمنځ د فاصلې په مانا نه، بلکې د بنده د ظرفیت په مانا ده:
د نظامِ خلقت سلسله: الله تعالی دا نړۍ په یو نظام (اسبابو) باندې چلوي. لکه څنګه چې د باران لپاره ورېځ وسیله ده او د رڼا لپاره لمر؛ همداسې د معنوي فیض لپاره کامل انسان (نبي او امام) وسیله ده.
- د ناقص او کامل اړیکه: لکه څرنګه یې چې پورته یادونه وشوه چې «محدود نشي کولی بې له واسطې له غیرمتناهي سره وصل شي». کامل انسان په حقیقت کې هغه پل دی چې زموږ ناقصه دعا د خپلو کمالاتو په رڼا کې د خدای حضور ته وړاندې کوي.
دعا خدای ته رسېږي، خو د کامل انسان (لکه امام زمان) برکت دا وي چې زموږ دعا د هغوی د مقبولې دعا سره یو ځای کېږي (شفع کېږي) او په دې توګه یې د قبلېدو چانس او معنوي کیفیت لوړېږي.
د هغو کسانو لیدلوری چې د وسیلې مخالف دي
اکثریت عام مسلمانان (په ځانګړې توګه د سلفي او ځینې نورو مکتبونو پیروان) په دې باور دي چې د خدای او بنده ترمنځ وسیلې ته اړتیا نشته. د دوی استدلال دا دی:
مخامخ اړیکه: الله تعالی فرمایي: «وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ (البقره: ۱۸۶) = او چې کله زما بندګان، په اړه مې درنه وپوښتي،(نو ووايه:) په حقيقت کې زه نژدې يم». هغوی وایي چې دلته ” فَإِنِّي قَرِيبٌ ” راغلي، نه دا چې “زه د امام یا نبي له لارې نږدې یم”.
د توحید ساتنه: هغوی وېره لري چې د وسیلې په پاللو کې به د عامو خلکو عقیده خرابه شي او د خدای پر ځای به په وسیله (انسان) باندې تکیه وکړي، چې دا د دوی په نږدې والي کې د “شرک” وېره پیدا کوي.
د عرفاني او کلامي مکتب لیدلوری
هغه پوهان او عارفان چې د امام زمان یا کامل انسان وسیله کول مني، هغوی دعا د “پوزیتویزم” یا مادي غوښتنې له چوکاټه وباسي او یو لوړ فلسفي بحث مطرح کوي:
تکویني واسطه، نه تشریعي: هغوی وایي چې امام یا نبي د خدای په مقابل کې “سیال” نه دی، بلکې هغه د فیض مجرا ده. لکه څنګه چې موږ د لمر رڼا د شیشې یا اینې له لارې اخلو، مانا دا نه ده چې شیشه رڼا پیدا کوي، بلکې شیشه یوازې د رڼا د انعکاس وسیله ده.
د کامل او ناقص سنخیت: لکه څنګه چې پورته وویل شو ، ناقص (بنده) د کثرت په عالم کې دی او حق (خدای) په وحدت کې دی. د دې لپاره چې دعا له “کثرت” څخه “وحدت” ته لاړه شي، یو داسې وجود ته اړتیا لري چې هم د کثرت صفت ولري (بشر وي) او هم د وحدت (کامل وي). دا “کامل انسان” دی.
د امام زمان شتون: په عرفان کې ویل کېږي چې نړۍ بې له حجته (کامل انسانه) نه شي پاتې کېدای. که هغه په ظاهر کې غایب هم وي، په باطن کې د کائناتو “قطب” دی. نو د هغه وسیله کول په اصل کې د هغه “قطبیت” ته تسلیمېدل دي ترڅو دعا د حق لوري ته سمه لاره ومومي.
اکثریت مسلمانان چې دا نه مني، هغوی د توحید له “ظاهري” اړخ څخه دفاع کوي، خو عارفان او حکیمان (لکه فارابي، ابن عربي، رحمان بابا، خوشحال بابا، حمزه بابا) د توحید “باطني” او “نظامي” اړخ ته ګوري. هغوی وایي چې الله تعالی خپله نړۍ په اسبابو جوړه کړې، او د هدایت او فیض تر ټولو لوی سبب انسانِ کامل دی.
په هر عصر کې یو “قطب” یا “حجت” موجود وي چې د ځمکې نظام پرې ولاړ وي. که څه هم اکثریت اهل سنت د شیعه وروڼو په څېر د دولسم امام په غیبت داسې عقیده نه لري، خو د «غوث»، «قطب» او «انسانِ کامل» په وجود ډېر صوفیه کرام (لکه د نقشبندي او قادري طریقې مشران) کلک ولاړ دي. هغوی وایي چې د نړۍ معنوي اداره د دغو کاملانو په لاس کې ده.
شفاعت (جوړه کېدل) په حقیقت کې دا دی چې بنده خپل ناقص وجود د دغو پاکو هستیو (کاملانو) له وجود سره په معنوي ډول وتړي. کله چې دا پیوستون وشي، نو د بنده دعا یوازې د بنده دعا نه پاتې کېږي، بلکې د ولي او امام له دعا سره یو ځای کېږي، چې په صحیح البخاري او نورو سرچینو کې ورته د نږدېوالي غوره لاره ویل شوې ده.
حمزه بابا وايي:
افسانه ده خدای ويلې دا عالم چې د امکان دى
محمداو اهل بيت يې هم کردار دى هم عنوان
وسیله مې محمد او اهل بيت دي
شته اميد چې عاقبت مې شي محمود
حمزه بابا حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم ) او اهلبیت یې خپله “وسیله“ بولي. دا مانا نه لري چې دعا خدای ته نه رسېږي، بلکې مانا یې دا ده چې د کامل انسان (امام او نبي) په حرمت زموږ دعا د خدای په دربار کې د “قبولیت” لباس اغوندي.
پورته د “شفاعت” مانا “جوړه کېدل” (شفع) بیان شوې وه. انسان (قطره) باید له اهلبیتو (سمندر) سره یو ځای شي ترڅو حق ته لاره پیدا کړي. دا د “انسانِ کامل” رول دی چې د ناقص بنده لاس نیسي او هغه له مادي محدودیتونو (حسیاتو) څخه معنوي لایتناهي (عقلِ محض) ته رسوي.
«توسل» او «شفاعت» یوازې یوه لفظي غوښتنه نه ده، بلکې دا د روح د «تعالي» (لوړتیا) لپاره یو معنوي محرک دی. کله چې یو ناقص انسان له یو کامل انسان (اهلبیت) سره معنوي پیوستون پیدا کوي، د هغه روح له مادي ثقل (دروندوالي) څخه خلاصېږي او په ډېره چټکۍ سره د معرفت په لور حرکت کوي.
د «خلوت په جلوت کې» (په ټولنه کې له حق سره یوازېتوب) هغه مقام دی چې یو سالک په ظاهري ډول له خلکو سره وي، خو په باطن کې یې زړه له حق او د هغه له ولي (امام) سره وصل وي. دا حالت د دعا په وخت کې د روح د «تعالي» او د خیال د «پیوستون» لپاره تر ټولو غوره بستر جوړوي.
ولایت یو باطني امر دی
ولایت یو باطني امر دی؛ نبوت ظاهر دی او ولایت باطن. نبوت د ولایت له باطنه ،ظاهر ته راتلل دي.
حافظ وایي:
ای غایب از نظر که شدی همنشین دل
میگویمت دعا و ثنا میفرستمت
«ای له نظره غایب چې د زړه هم ناستی شوې، دعا درته کوم او ثنا درلېږم.»
له حق سره اړیکه باطني، عقلاني او سِري (پټه) ده، نه مکاني او زماني.
ټول زمانونه د حق په وړاندې یوه “شېبه” او ټول مکانونه یوه “نقطه” ده. همدا شېبه او نقطه په ژوندي ولي کې متمرکزه ده. کامل ولي له ازله تر ابده غځېدلی دی. د غیرې متناهی مانا له یوه امتداد سره یوځای ده، دا غیرې متناهي دهمغه نقطې امتداد دی.
حمزه باباوايي:
دا همه علمونه ټول يوه نقطه ده
د هستۍ ونه فقط يوه دانه ده
محمد کې هم ددې نقطې تفصيل دى
او علي ددې علمونو دروازه ده
حضرت علي (رض) وایي: «واعلم أنّ جمیع أسرار الله فی الکتب السماویة، و جمیع ما فی الکتب السماویة فی القرآن، وجمیع ما فی القرآن فی الفاتحة، وجمیع ما فی الفاتحة فی البسملة، وجمیع ما فی البسملة فی باء البسملة، وجمیع ما فی باء البسملة فی النقطة التی تحت الباء، قال الإمام علی: «وأنا النقطة التی تحت الباء – پوه شه چې د الله ټول اسرار په اسماني کتابونو کې دي، هغه څه چې په اسماني کتابونو کې دي په قرآن کې دي، هغه څه چې په قرآن کې دي په فاتحه کې دي، هغه څه چې په فاتحه کې دي په بسمله کې دي، هغه څه چې په بسمله کې دي په (باء) کې دي، او هغه څه چې په (باء) کې دي، په هغه نقطه کې دي چې تر باء لاندې ده؛ او زه هماغه نقطه یم چې تر باء لاندې ده.»
«کمال الدین بن طلحه الشافعي په خپل کتاب الدرُّ المنظَّم في السِّرِّ الأعظم کې دا روایت بې له سنده نقل کړی دی.
قندوزي الحنفي په خپل مشهور کتاب ینابیع المودة لذوي القربی کې دا وینا ذکر کړې او هغه یې حضرت علي (رض) ته منسوبه کړې ده.
سلیمان بن ابراهیم القندوزي په ینابیع المودة کې یې دا روایت داسې راوړی: «…و جمیع ما في باء البسملة في النقطة التي تحت الباء. قال الإمام علي: أنا النقطة التي تحت الباء»
صوفي عالمان لکه ابن عربي په خپل کتاب الفتوحات المکیة کې په دې باور دي چې د “ب” لاندې نقطه د کامل انسان سمبول دی. هغوی وایي لکه څنګه چې ټوله مانا له یوې نقطې پیلېږي، همداسې د کائناتو مانا د اهل بیتو د ولایت له لارې درک کېږي.
دا روایت د اهل سنتو په صوفیه کتبو (لکه د ابن طلحه شافعي او قندوزي حنفي اثار) کې شتون لري، خو د حدیث پوهانو له نظره یې سند ثابت نه دی او ډېری یې دا د کلماتِ اولیاء یا د باطني اسرارو برخه بولي.
هغه کسان چې فلسفي فکر نه لري، د دې مسایلو درک ورته ګران دی. علم د موجوداتو په کشف پسې دی، خو فلسفه لټوي چې موجود څه مانا لري. که حکمت نه وي، نفس نه تزکیه کېږي؛ نفس په غریزو او شهواتو کې ګیر پاتې کېږي.
نفس او بدن:
زمان او مکان د ځینو لپاره “دروازه” کېدای شي او د ځینو لپاره “زندان”. د زندان مانا دا چې تر زمان او مکان اخوا نه شي لیدلی؛ ځکه دېوالونه یې خورا لوړ او دروازې یې بندې دي. دا هغه کسان دي چې د حکمت خاوندان نه دي، که عالم وي او که نه. یوازې د حکمت په واسطه د زمان او مکان دروازې پرانیستل کېږي او د معرفت په نردبان (زینه) له دې دېوالونو پورته ختل کېږي ترڅو تر زمان او مکان هخوا وکتل شي. چېرته چې زمان وي ، مکان هم وي، له زمان او مکان څخه په هیڅ ډول په سرعت نه شو وتلی، یوازې لاره یې د حکمت زینه ده چې پله په پله پورته ختل دي.
هر موجود په دې نړۍ کې زمان او مکان لري. دا چې جسم یو، نو په مکان کې یو او دا چې متحرک یو، په زمان کې یو. که جسمانیت او حرکت نه وای، موږ به په زمان او مکان کې نه وای. متحرک جسماني موجود په زمان او مکان کې دی، خو “وجود” په زمان او مکان کې نه دی. موږ په طبیعت او تاریخ کې ژوند کوو.
د طبیعت او تاریخ اړیکه:
نه طبیعت په مطلق ډول په تاریخ کې دی او نه تاریخ په طبیعت کې، خو دواړه سره مل دي. موږ له طبیعي شیانو (طبیعیاتو) سره سروکار لرو، خو پخپله “طبیعت” په دغو طبیعیاتو کې پټ دی. تاریخ د زمان تعینات او بشپړتیا ده. موږ تاریخي پېښې پېژنو، خو پخپله “زمان” نه وینو. تاریخي پېښې نسبت زمان ته داسې دي لکه طبیعیات نسبت طبیعت ته.
د موحدانو لیدلوری:
د خدای فرمان په طبیعت کې حاکم او روان دی؛ باران او واوره ورېږي، ګلونه غوړېږي… د خدای له اجازې پرته د ونې پاڼه هم نه لوېږي. لکه څنګه چې د خدای امر په طبیعت کې روان دی، په تاریخ کې هم هماغسې دی. تاریخ د خدای عنایت دی او تاریخي پېښې د خدای په عنایت ترسره شوې دي.
رسول الله (ص) وايي : كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ قَبْلَهُ – الله و او له هغه وړاندې هیڅ شی (زمان او مکان) نه و (صحیح البخاري)
دا ثابتوي چې وجود په زمان او مکان کې نه دی.
د فارابي له لیدلوري وجود پېژندنه
سبحان: خدای سپیڅلی او له هرې نېمګړتیا پاک دی. له څه شي پاک دی؟ د عالم امکان له ټولو نیمګړتیاوو (نواقصو) پاک دی. هر هغه څه چې ممکن الوجود دي، خامخا نیمګړتیا هم لري. ممکن الوجود یعنې دا چې شتون یې ممکن وي یا نه وي؛ او “نه شتون” پخپله یو ډول بېوسې ده. ممکنات نورې ډېرې نیمګړتیاوې هم لري، لکه: د زمان، مکان او ابعادو محدودیت، تفرقه، بېلتون، غم، بدي، شرور او د رضایت نشتوالی؛ دا ټول نقصونه دي.
خدای د عالم امکان له هر ډول نقص څخه پاک دی. د ممکناتو عالم یوازې په ځمکې پورې تړلی نه دی، بلکې ټول کهکشانونه، افلاک او هر هغه څه چې په هستۍ کې تصور کېدای شي، رانغاړي؛ خدای د دې ټول عالم نیمګړتیاوې نه لري. واجب الوجود پر ممکن الوجود لومړیتوب (تقدم) لري.
انسان یو ځانګړی موجود دی:
انسان هم د نورو ممکن الوجودو په څېر یو محدود موجود دی. هر موجود د حق باري تعالی په وړاندې محدود دی. هر هغه څه چې په انسان پورې اړه لري محدود دي، لکه: د هغه بدن، د ژوند وخت، وړتیاوې او نور. خو انسان یو ځانګړتیا لري چې بل هیڅ موجود یې نه لري: انسان په عین محدودیت کې، مطلق (نامحدود) ته لاره لري.
مطلق د مقید په مقابل کې دی او محدود د نامحدود په مقابل کې. انسان محدود دی، خو د نامحدود لوري ته ورته یوه دریڅه یا کړکۍ پرانیستې ده. انسان مقید دی، خو د مطلق لوري ته ورته یوه کړکۍ خلاصه ده. نور موجودات (جمادات، نباتات، حیوانات) دا کړکۍ نه لري. هغوی په خپل محدودیت کې پاتې دي او د نامحدود لوري ته کړکۍ نه لري، ځکه هغوی اګاهي (پوهه) نه لري. حیوانات او نباتات په مطلق نه پوهېږي، یوازې د خپلو اړتیاوو په کچه پوهېږي؛ هغوی د “اطلاق” ژبه او د “نامحدود” ژبه نه لري. انسان یوازینی موجود دی چې په مطلق او لایتناهي پوهېږي، او څرنګه چې پرې پوهېږي، همدا پوهېدل د لارې پرانیستل دي. همدا پوهه او اګاهي پخپله لاره ده.
جمادات او حیوانات ځکه په خپل محدودیت کې بند دي چې هغوی د “مطلق” تصور نه شي کولی. خو د انسان عقل او پوهه هغه “نردبان” (زینه) ده چې دی له خپل مادي محدودیت څخه وباسي او د واجب الوجود له بې پایه سمندر سره یې نښلوي.
«اګاهي یا ځانخبري « Consciousness » پخپله لاره ده»دا خبره په دې مانا ده چې کله انسان په دې پوه شي چې دی محدود دی او خدای مطلق دی، همدا پوهه هغه لومړی ګام دی چې ده ته یې د غیبو نړۍ ته کړکۍ پرانیستله. نور موجودات په دغه فقر او احتیاج نه پوهېږي، نو ځکه هغوی په خپل محدودیت کې بند دي.
انسان د خپلې اګاهۍ له لامله، چې مطلق او لایتناهي درک کولای شي، یو “شخص” دی. په دې نړۍ کې له ځمکې نیولې تر کهکشانونو پورې ټول موجودات “شتهوالی” یا “بودن” لري، خو “شخص” نه دي. هر انسان یو شخص دی او یو تشخص لري. د “شته والي” او “شخص” ترمنځ توپیر په شخصیت کې دی.
نور موجودات لکه اسمان، ځمکه، غر او ونه یوازې “شته” دي ، خو شخص نه دي. شخص یوازې انسان دی. تشخص یعنې هغه موجود چې مطلق ته اګاهي لري او لایتناهي ته لاره لري. تشخص د وجود خصلت او د وجود خپلواک ملکیت دی.
شاید وویل شي چې ټول موجودات “شته” دي؛ خو هغوی “وجود” نه دي، بلکې “وجود لري”. د وجود او د وجود د لرونکي ترمنځ توپیر شته. میز او دېوال وجود لري، خو پخپله وجود نه دي. مګر پخپله وجود “شخص” دی. انسان له یوې خوا د نورو موجوداتو په څېر “شته والی” لري، خو له بلې خوا پخپله “وجود” هم لري.
انسان دا اګاهي لري چې تر خپل ماهیته پورته لاړ شي. دا پورته تلل، حد نه لرل او توقف نه کول انسان ته یو وجودي حالت ورکوي، او چې کله دا حالت ورکړل شي، نو هغه “شخص” کېږي. خدای شخص دی او انسان هم شخص دی؛ په ممکناتو کې یوازې انسان شخص دی.
خدای شخص دی او څرنګه چې انسان د خدای د ذات مظهر دی، نو انسان هم شخص دی. تشخص په اګاهۍ او اخلاقو کې دی. په نورو موجوداتو (جماد، حیوان، نبات) کې اخلاق مانا نه لري؛ اخلاق یوازې د انسان ځانګړنه ده.
اخلاق او اګاهي سره تړلي دي. اخلاق هلته مانا لري چې اګاهي وي. بې اخلاقو اګاهي “پوچي” ده او بې اګاهۍ اخلاق “ړوندوالی” دی. د انسان تشخص په دغو دوو وزرونو (اګاهي او اخلاقو) پورې تړلی دی. انسان یوازې د حیوان په څېر رام کېدل نه دي، بلکې انسان په الهي اخلاقو سمبالېږي او دا کار اګاهي غواړي.
اګاهي بې اخلاقو یو پوچ ذهني تمرین دی او اخلاق بې اګاهۍ یوازې یو میخانیکي عادت دی. یوازې انسان دی چې د “شته والي” له زندانه وځي او د خپل تشخص په واسطه د حق مظهر ګرځي. دا هماغه “شخص” کېدل دي چې کائنات یې د انسان په وړاندې سر ټیټولو ته مجبور کړل.
د حال ژبه او د قال ژبه
ټول موجودات مسبح دي (تسبیح ویوونکي دي) او د حق تعالی تسبیح وایي.
د حال ژبه د ټولو موجوداتو ژبه ده؛ له یوې وړې ډبرې نیولې تر سترو کهکشانونو پورې، له قطرې تر سینده او له ونې تر ډبرې او بوټي پورې.
د عالم هستۍ ژبه همدا د فقر (اړتیا) ژبه ده او د حال په ژبه تسبیح وایي.
د حال په ژبه د تسبیح ویلو مانا څه ده؟
مانا دا چې د هغوی وجودي حیثیت مطلق وجود یعنې خدای (ج) ته تړاو دی.
هر موجود د فیض تمنا کوي او دا د هر موجود د حال ژبه ده چې په تسبیح کې بوخته ده.
د قال ژبه
دا ژبه ټول موجودات نه لري. خو د حال ژبه بیا ټول موجودات لري او په همدې ژبه تسبیح وایي؛ هغوی ان یوه شېبه هم غافل نه دي. د حال په ژبه کې غفلت نشته، هیڅ موجود په هیڅ وخت کې له تسبیح ویلو غافل نه وي.
د قال ژبه یوازې د انسان ژبه ده
د قال ژبه یوازې د انسان ژبه ده. په دې ژبه کې کله ناکله غفلت ممکن وي، ځکه انسانان کله پخپله ژبه (قال) تسبیح وایي (او کله نه). خو موږ انسانان هم د تکویني او وجود له نظره، د نورو موجوداتو لکه ډبرو، ونو او بوټو په څېر، د حال ژبه مو تسبیح ده.
هر موجود د حال په ژبه تسبیح وایي؛ د حال ژبه یعنې په خپل ذات کې په خپلخټه (خودبخوده) حق تعالی ته اړتیا او تړاو لرل. دا ټول موجودات خپل فقر او اړتیا څرګندوي؛ دا ټوله نړۍ او کائینات په حق تعالی پورې تړلي دي.
د حال ژبه لوړه ده که د قال
د قال ژبه، یوه ځانګړې ژبه ده. ایا د حال ژبه لوړه ده که د قال؟
د انسان د حال ژبه د نورو موجوداتو په پرتله کمه نه ده؛ د انسان د بدن ټولې حجرې د حال په ژبه تسبیح وایي. خو د قال ژبه چې کله ناکله پکې غفلت هم کېږي، د حال تر ژبې لوړه ده؛ ځکه په “قال” کې داسې څه ویل کېږي چې په “حال” کې نشته.
د قال ژبه له الهي فهم او پوهې سره تړاو لري، ځکه ژبه او پوهه سره نښتې دي. د حال ژبه یوه یوشان او ثابته ژبه ده، خو د قال ژبه متنوع ده او بېلابېل رنګونه لري.
موږ د قال په ژبه هره شېبه نوې جملې او توري وایو او تر لایتناهي جملې ویلی شو. دا تنوع د خدای له نامحدوده تجلیاتو سره تړاو لري.
موږ د قال په ژبه تفسیر کوو، خو د حال ژبه مفسره نه ده. د حال ژبه یوازې “شتون” دی، خو د قال ژبه بیا د حال ژبه تفسیروي.
هر څوک چې هر کتاب لولي، په یو ډول یې نه تفسیروي؛ هر انسان له هغه کتابه یو شان فهم او اخیستنه نه لري.
کله چې قرآن کریم تلاتوو، په اصل کې قرآن تفسیروو. د قال ژبه د تفسیر ژبه ده، او دا د هستۍ د کتاب د تفسیرولو ژبه ده.
تفسیر په دې مانا دی چې له حقیقته پرده پورته کړل شي.
قرآن کریم د تفسیر وړ دی.
کله چې موږ قرآن تفسیروو، باید دا څلور ټکي په پام کې ونیسو:
۱. ازلي حقایق.
۲. مروي حوادث (روایتونه، لکه د پیغمبرانو کیسې).
۳. راتلونکي حوادث.
۴. د انسان اخلاقي او چلندیزې لارښوونې (دستورات) هم باید په نظر کې ونیول شي.
نورو کتابونو له ازلي حقایقو پرته، د نورو دریو مواردو په اړه هم خبرې کړي؛ خو یوازې په قرآن کې د ازلي حقایقو په اړه (په پوره ډول) خبرې شوي
د انسان تشخص
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لَا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (اسراء ۴۴) = اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې په دوی كې دي، ټول د الله پاكي وايي او هېڅ څيز نشته، چې پاكي او ستاېنه يې ونه وايي؛ خو تاسې یې په تسبيح نه پوهېږئ، په رښتيا هغه زغمناک بښونكى دى.
موجودات تسبیح وایي، خو په خپله نه پوهېږي چې تسبیح وایي؛ یعنې هغوی په خپلې اګاهۍ (پوهې) باندې اګاهي نه لري.
هر حیوان په غریزي ډول هوښیار دی، خو په خپلې اګاهۍ باندې اګاهي نه لري. انسان یوازنی موجود دی چې اګاه دی او په خپله اګاهۍ باندې هم اګاهي لري (یعنې په خپله پوهه پوهېږي)
ټول موجودات پر حق (خدای) باندې اګاهي لري، خو په خپلې دې اګاهۍ باندې اګاهي نه لري.
انسان یو “شخص“ دی، ځکه هغه هم حق تعالی او هم نور شیان پېژني، او هم په دې پوهېږي چې پوهېږي (یعنې په خپله پوهه خبر دی).
نور موجودات لکه ونه، ډبره او سمندر “شخص” نه دي؛ ځکه که څه هم هغوی حق تعالی پېژني، خو په دې نه پوهېږي چې هغوی پوهېږي.
ولې؟
ځکه هغوی له خپلې پوهې (علم) څخه ګټه نه اخلي.
بشر په علم کې هره ورځ پرمختګ کوي او لوړتیا (تعالي) مومي، خو نورو موجوداتو تر اوسه پورې هیڅ اختراع نه ده لرلې او نه به یې ولري.
انسان ځکه علمي تحول او بدلون درلودلی شي چې پوهېږي، او په دې هم پوهېږي چې پوهېږي. که چېرې هغه په خپله پوهه نه پوهېدلای، نو په همغه ځای به ولاړ پاتې وای. خو دا چې انسان پوهېږي چې پوهېږي، نو پوهېږي چې په یو څه نه پوهېږي (یعنې په خپل جهل خبر دی). له همدې لامله، هغه په خپل همدې جهل او ناپوهۍ پسې ځي او هغه له منځه وړي.
خو غر تل غر دی او ډبره تل ډبره ده. انسان دا مهال په یو څه پوهېږي او په عین وخت کې د هغه څه په لټه کې دی چې نه پرې پوهېږي.
کله چې انسان پوه شي چې په یو څه نه پوهېږي، همدا پوهه د هغه د حرکت پیل دی. دا چې انسان په خپله ناپوهۍ (جهل) خبر دی، دا پخپله یو ډول لوړ علم دی. له همدې ځایه د انسان تکامل پیل کېږي؛ هغه هڅه کوي چې د مجهولاتو (ناپیژندل شویو حقایقو) پر لور ګام واخلي او د طبیعت له اسرارو پرده پورته کړي.
خو د نورو موجوداتو علم ثابت او یو رنګه دی. هغوی د خپل هستیولوژیکي (وجودي) جوړښت له مخې په یو داسې حالت کې دي چې د تغیر او اختراع اراده نه لري. د هغوی تسبیح او پوهه د هغوی په ذات کې ده، مګر د انسان پوهه د هغه په اراده او شعور کې ده. انسان د خپلو نیمګړتیاوو په درک کولو سره، د بشپړتیا او کمال لوري ته سفر کوي.
دلته باید په څو مهمو ټکو غور وشي:
- وحې او فلسفه د پوهې ډولونه توپیر لري:
- وحې د عقل نزول دی، چې د انسانانو لپاره په درک کې راځي.
- فلسفه د عقل د مستقيم ادراک یا تفکر محصول دی.
نو لوړه مرتبه د عقل په معنا ده، خو وحې د مستقیم عقل له سرچینې څخه راغلي ده، حتی که په خیال کې ښکاره شي.
- کیفیت او سرچینه مهمه ده، نه فقط مرتبه محسوسه:
- د وحې سرچینه عقل کل دی، چې د هستي ټول حقیقت رانغاړي.
- حتی که وحې په خیال کې ښکاره شي، سرچینه یې لوړه ده.
- فلسفه له عقل کل څخه زده کوي، خو مستقیم د عقل کل تجربه نه کوي؛ له همدې امله فلسفه د وحې په پرتله په سرچینې کې ټیټه پاتې ده.
په لنډه توګه: په خیال کې د وحې ظهور د انساني کچې د فهم لپاره دی، خو سرچینه یې تر هر فلسفي فکر لوړه ده.
Top of Form
Bottom of Form
[2] مستنیر هغه څه دي چې رڼا پرې غورځيږي، خپله رڼا نه ده.
یعنې هغه شی چې د رڼا په پرتله ښکاري او موږ یې وینو، مستنیر دی.
ټول شیان چې موږ یې د لیدلو وړ ګڼو، د رڼا په وړانګو کې څرګندیږي، نه دا چې خپله د رڼا سرچینه وي.
مثال: یوه غاړه یا دیوال د لمر په وړانګو کې ښکاري، خو خپل رڼا نه لري؛ دیوال مستنیر دی، لمر رڼا ده.
مستنیر د هغه مظاهرو یا موجوداتو سمبول دی چې د وجود یا حقیقت له سرچینې رڼا ترلاسه کوي، او د دې رڼا په وسیله موږ ته ښکاره کېږي.
که مستنیر نه وای، اصلي رڼا (وجود) به هم مستقیم نه لیدل کېدای، ځکه رڼا د شدت له امله په مستقیمه توګه نه ادراک کېږي.
- [3] د اصلي حقیقت یا موجودیت مستقیم احساس او درک.
- هغه حالت چې انسان په بشپړه شعور او ذهن پام سره په هستي کې شتون تجربه کوي.
- حضور یوازې د فزیکي لید یا عادي پوهې له لارې نه دی، بلکې د هوښیارۍ، تنبه، او روحاني شعور له لارې تجربه کېږي.
په لنډه توګه: حضور د وجود د ریښتیني درک او شعوري شتون حالت دی.
[4] کله چې انسان یو محدود یا قید شوی شی (لکه یو ځانګړی حالت، شی، یا نظر) د مطلق حقیقت په څېر وګڼي، نو دا تیروتنه ده.
- یعنې هغه شی په خپله محدود دی، د مطلق بشپړتیا او لامحدودیت خاوند نه دی.
- انسان په دې باور دی چې دا محدود شی ټول حقیقت دی، او دا د معرفت ناسم ادراک ښيي.
- حقیقت دا دی چې یوازې مطلق ذات یا مطلق حقیقت لامحدود او بې قیده دی، نه هغه محدود شیان چې موږ یې ګورو یا پرې تمرکز کوو.
په لنډه توګه: انسان کله ناکله محدود شیان د مطلق په توګه اخلي، خو ریښتینی مطلق یوازې هغه دی چې له هر قید او حد څخه آزاد وي.
[5] دا د زړه د پراخېدو او د روح د خلاصون مفهوم لري، چې له هر ډول محدود او بندیزه ازاد وي.
[6] نفس او روح ډېری وخت د یو بل پر ځای کارول کېږي، خو په فلسفه او عرفان کې د دوی ترمنځ دقیق توپیر او اړیکه شته چې په لنډه توګه داسې ده:
۱. نفس (Nafs):
نفس هغې مرحلې ته ویل کېږي چې کله روح له بدن سره یوځای شي او د بدن اداره کول پیل کړي. نفس په حقیقت کې د روح او مادې ترمنځ یو پل دی. د خوراک، څښاک، غصې او شهوت غوښتنې د “نفس” برخې دي.
۲. روح (Spirit/Ruh):
روح هغه لطیف او نوراني حقیقت دی چې اصل یې تر مادي نړۍ څخه لوړ (مجرد) دی. روح د الهي پوهې او د حقایقو د درک مرکز دی. کله چې انسان له مادي تعلقاتو پاک شي، هغه ته “روح” ویل کېږي.
۳. د دوی ترمنځ اړیکه:
د نفس او روح اړیکه د درجو او مرتبو اړیکه ده:
- نفس د روح کښته مرتبه ده چې له بدن سره تړلې ده.
- روح د نفس لوړه او پاکه مرتبه ده چې له بدن څخه بېنیازه ده.
په ساده مثال کې:
که انسان یوې ډیوې (څراغ) ته ورته کړو، بدن یې د ډیوې شیشه او تیل دي، روح یې هماغه اصلي رڼا ده، او نفس د هغې لمبې په څېر دی چې د تېلو او رڼا ترمنځ اړیکه ساتي.
د ملا صدرا په نظریه (جسمانیة الحدوث) کې، نفس لومړی له مادې پیدا کېږي او بیا د تکامل په پایله کې “روح” ترې جوړېږي.
[7] د «جسمانیة الحدوث او روحانیة البقا» نظریه د ملا صدرا (د متعالیه حکمت بنسټ اېښودونکی) یو له خورا مهمو فلسفي بحثونو څخه ده چې د روح او بدن اړیکه بیانوي.
ددې نظریې لنډیز دادی:
۱. جسمانیة الحدوث (په بدن کې پیدا کېدل)
ملا صدرا په دې باور دی چې روح له بدنه یو جلا یو شی نه دی چې له پورته عالم څخه راغلی وي او په بدن کې ننوتی وي. بلکې روح په پیل کې (د مور په رحم کې) مادي دی. یعنې روح د مادې او بدن د “جوهري حرکت” (ذاتي بدلون) په پایله کې پیدا کېږي. په ساده ژبه: روح د بدن هماغه تر ټولو لطیفه او لوړه درجه ده چې له مادې راټوکېږي، لکه څنګه چې میوه له ونې پیدا کېږي.
۲. روحانیة البقا (روحاني پاتې کېدل)
که څه هم روح په پیل کې جسماني وي، خو په خپل مادي حالت کې نه پاتې کېږي. روح د پوهې، ادراک او د ژوند د تجربو له لارې وده کوي او د وخت په تېرېدو سره له مادې بې نیازه کېږي او تجرد (روحاني حالت) ته رسېږي. کله چې مرګ راشي، روح نور بشپړ روحاني شوی وي او د بدن له منځه تلو سره نه فنا کېږي، بلکې په روحاني ډول خپل ژوند ته دوام ورکوي.
۳. ددې نظریې پایله
د ملا صدرا په دې نظر کې، بدن د روح لپاره د یوې “کښتۍ” په څېر نه دی، بلکې بدن د روح د ودې لپاره “ریښه” ده. روح په بدن کې زېږېږي، په بدن کې پالل کېږي او کله چې پوخوالي ته ورسېږي، له بدنه جلا او تلپاتې کېږي.
[8] مانا دا ده چې یو شی (حالّ) په بل شي (محل) کې داسې ځای ونیسي چې د دواړو ترمنځ یو ډول یووالی پیدا شي. د حل او محل اړیکه په فلسفه او منطق کې څو مهمې ځانګړنې لري:
۱. تعریف:
- حالّ (حل کېدونکی):هغه شی دی چې په بل شي پورې تړلی وي او په خپلواک ډول شتون نشي درلودلی (لکه رنګ).
- محل (ځای):هغه ظرف یا بنسټ دی چې “حالّ” پکې ځای نیسي (لکه بدن یا یو جسم).
۲. د اړیکې ډول:
په دې اړیکه کې “حالّ” د خپل شتون لپاره “محل” ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه:
- رنګ (حالّ)دی او جسم (محل) دی. رنګ نشي کولی په هوا کې پرته له کوم جسمه شتون ولري.
- پوهه (حالّ)ده او روح/عقل (محل) دی.
۳. په نفس او بدن کې یې کارونه:
د ملا صدرا په فلسفه کې د روح او بدن اړیکه د دودیز “حل او محل” (لکه په پیاله کې اوبه) په څېر نه ده؛ ځکه په عادي حل او محل کې دواړه شیان جلا حقیقتونه لري، خو د ملا صدرا په نظر روح او بدن یو وجودي یووالی لري چې له مادې پیلېږي او روحانیت ته رسېږي.
لنډه دا چې:
د حل او محل اړیکه یوه تکیه اي اړیکه ده؛ یعنې حالّ په خپل شتون کې محل ته محتاج دی او د محل په له منځه تلو سره، حالّ هم خپل حالت بدلوي یا له منځه ځي.
[9] په فلسفي او عرفاني اصطلاح کې «تروّح» (د روح جوړېدو پروسه) هغې پروسې ته ویل کېږي چې یو مادي شی د خپل جوهري حرکت په پایله کې دومره لطیف او پاک شي چې د روح صفتونه پیدا کړي.
د ملا صدرا په حکمت کې د دې اصطلاح لنډه تشرېح دا ده:
۱. له مادې څخه تېښته: کله چې یو جسم (لکه بدن) د تکامل په حال کې وي، د وخت په تېرېدو سره له خپلو مادي محدودیتونو (لکه وزن او حجم) څخه لېرې کېږي.
۲. روحاني کېدل: کله چې نفس د پوهې او عمل په واسطه وده وکړي، د هغه مادي جنبه په روحاني جنبه بدلېږي. دې بدلون ته “تروح” وايي؛ یعنې هغه شی چې په اصل کې جسماني و، اوس په روح بدل شو.
۳. د نفس او بدن اړیکه: په دې مرحله کې بدن د روح تابع ګرځي او د بدن مادي قواوې د روحاني قواوو رنګ اخلي.
په لنډه توګه: تروح یعنې د مادې د لطافت او پاکۍ هغې درجې ته رسېدل چې د روحاني ژوند وړتیا پیدا کړي.
[10] په فلسفه کې د انسان د پوهې او معرفت پړاوونه په څلورو اصلي درجو وېشل شوي دي، چې انسان له مادي نړۍ څخه د تجرد او عقل په لور بیایي:
۱. حس (حسي معرفت)
دا لومړۍ او تر ټولو ټیټه درجه ده. په دې مرحله کې انسان د خپلو پنځه ګونو حواسو (لیدل، اورېدل، لمس کول، څکل، بویول) له لارې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نیسي. دا معرفت یوازې د هغو شیانو لپاره دی چې همدا اوس د انسان په وړاندې شتون لري.
۲. خیال (خیالي معرفت)
په دې مرحله کې، له حواسو څخه تر غایبېدو وروسته، د شیانو انځور (بڼه) په ذهن کې پاتې کېږي؛ دې ته “خیال” وایي. په دې مرحله کې انسان کولای شي د هغه شي په اړه فکر وکړي چې مخې ته یې نشته. دا مرحله له حس څخه لږ څه لوړه ده، خو لا هم له مادي بڼو سره تړلې ده.
۳. وهم (وهمي معرفت)
وهم د هغو معانیو درک کول دي چې مادي بڼه نه لري خو په یوه ځانګړي موجود پورې تړلي وي. د بېلګې په توګه: د یو چا د “دوستۍ” یا “دښمنۍ” درک کول. دښمني رنګ او بڼه نه لري، خو تاسو یې په یو ځانګړي کس کې حس کوئ. ډېری خلک په همدې “تخیل او توهم” کې پاتې وي او له مادي ګټو پورته نشي کتلی.
۴. عقل (عقلي معرفت)
دا تر ټولو لوړه درجه ده چې ورته رسېدل ډېر سخت دي. په دې مرحله کې انسان “کلي حقایق” درک کوي، پرته له دې چې په کوم مادي شکل یا ځانګړي شخص پورې تړلي وي. مثلاً: د “عدالت” یا “انسانیت” حقیقت په مطلق ډول درک کول. دا د بشپړ تجرد مرحله ده چې د ملا صدرا په وینا، نفس پکې په “روح محض” بدلېږي.
لنډه دا چې: انسان له مادي حس څخه پیل کوي، په خیال او وهم کې پخېږي او په پای کې د عقل پړاو ته رسېږي چې د حقیقت ننداره پکې کوي.
[11] دا بحث د ملا صدرا د فلسفې یو له ډېرو پېچلو برخو څخه دی چې د نفس د پیدا کېدو او د هغې د مخکني شتون (قِدَم) په اړه دی.:
۱. نفس له بدن مخکې نشته (نفساني حدوث)
ملا صدرا وایي چې «نفس» په هغه مانا چې زموږ د بدن اداره کوونکی دی، له بدن څخه مخکې شتون نه درلود. یعنې داسې نه وه چې زموږ نفسونه په کوم ځای کې قطار ولاړ وو او بیا بدنونو ته راننوتل. نفس د بدن له مادې څخه پیدا کېږي (جسمانية الحدوث).
۲. عقلاني شتون (کينونة عقلانية)
خو ملا صدرا دا هم وایي چې د انسان حقیقت له بدن څخه مخکې د عقل په عالم کې شتون درلود. خو هلته «نفس» نه و، بلکې یو «عقلي حقیقت» و. په هغه عالم کې دا حقایق د لمر د وړانګو په څېر وو چې ټول په لمر کې متحد دي او یو له بل څخه جلا (متمایز) نه دي.
۳. د تمایز (توپیر) ډولونه
- په دې نړۍ کې (فردي تمایز):کله چې دا حقایق مادې او بدن ته راښکته شي، نو یو له بل څخه جلا کېږي. زما نفس ستا له نفس څخه جلا کېږي، ځکه زما بدن ستا له بدن څخه جلا دی. دا د اشخاصو او افرادو ترمنځ توپیر دی.
- په مجرداتو کې (ماهیتي تمایز):په مجرد عالم (عقل) کې د افرادو ترمنځ توپیر نشته، بلکې هلته توپیر د ډولونو (انواعو) ترمنځ وي. یعنې هلته د “انسان حقیقت” له “د بل موجود له حقیقت” سره توپیر لري، خو ټول انسانان په یو واحد حقیقت کې متحد دي.
۴. لنډیز
ملا صدرا په دې نظر دی چې:
- انسان د پیدا کېدو له مخې جسمانيدی (تازه پیدا شوی).
- خو د رېښې له مخې عقليدی (له پخوا څخه د خدای په علم او عقل کې و).
- په دې نړۍ کې زموږ د نفسونو ترمنځ جلاوالی د بدنونو له امله دی، خو په عقلاني عالم کې موږ ټول یو یووالي (وحدت) ته رسېږو.
په ساده مثال کې: لکه د باران اوبه چې کله په ځمکه کې په بېلابېلو لوښو کې واچول شي، جلا جلا ښکاري، خو اصل یې یو دی او بېرته چې کله بخار شي او پورته لاړ شي، هغه جلاوالی (تمایز) یې له منځه ځي.
[12] لنډه تشرېح: یعنې په مادي نړۍ کې هر څه وخت ته اړتیا لري، خو کله چې انسان یو حقیقت درک کوي، هغه پوهه په یوه لمحه کې او پرته له زمانې د انسان په روح کې ځلېږي.
[13] دا متن دې ټکي ته اشاره کوي چې رنګ، وزن او ابعاد (اندازې)، ټول «عَرَض» دي او د شتون لپاره یو «جسم» یا «جوهر» ته اړتیا لري چې دوی په خپل ځان کې ومني (یعنې د هغو لپاره یو ځای یا بنسټ وګرځي).
[14] په فلسفه کې، «جوهر» د یو شي حقیقت او ذات دی چې ثابت پاتې کېږي، خو «اعراض» (لکه رنګ، بوی، غږ او بڼه) تغیر کوي. موږ تل د خپلو حواسو له لارې له اعراضو (ظواهرو) سره په اړیکه کې یو، مګر ذات یا هماغه د شي جوهر د عقل په واسطه درک کېږي او په سترګو نه لیدل کېږي.
[15] دا د ملا صدرا د «جوهري حرکت» د نظریې اصلي مانا او زړی دی. هغه په دې باور دی چې څرنګه اعراض له جوهر سره متحد دي، نو دا ناشونې ده چې د یو شي ظاهر (عرض) دې بدل شي خو باطن او ذات یې (جوهر) دې ثابت پاتې شي. له همدې لامله، ټوله هستي په خپل ذات کې د حرکت او نوي کېدو په حال کې ده.
[16] په فلسفه او عرفان کې، چې کله د نړۍ د جوړښت خبره کېږي، نو عالمان (پوهان) هستي په څو مهمو مرتبو ویشي ترڅو موږ پوه شو چې له محسوساتو نه تر خالقه پورې کوم پړاوونه شته.
عالمِ خلق (د جوړښت یا مادي نړۍ)
دا هغه عالم دی چې موږ یې هره ورځ په خپلو پنځګونو حواسو (لیدل، اورېدل، لمس کول…) درک کوو. ځانګړنه یې دا ده چې دا نړۍ د مادې، وخت، مکان او شکل نړۍ ده.
مثال: غرونه، سیندونه، اجسام او هر هغه څه چې وزن او حجم لري.
هغه نړۍ چې په تدریجي ډول د اسبابو په واسطه رامنځته شوې ده.
عالمِ مثال یا عالمِ خیال (برزخ)
دا د خلق او امر ترمنځ یو منځګړی (برزخ) عالم دی. فارابي او ابن عربي پرې ډېر بحث کړی دی.
ځانګړنه یې دا ده چې دلته شیان شکل لري خو ماده نه لري. لکه هغه څه چې موږ یې په خوب کې وینو؛ شکل لري خو وزن او جسم نه لري.
دا د معقولاتو (مانا) او محسوساتو (شکل) ترمنځ پل دی.
عالمِ امر (د حکم یا مجرداتو نړۍ)
دا د خالصو عقلونو او روحونو نړۍ ده. دا نړۍ له مادې، وخت او مکان څخه پاکه ده.
ځانګړنه یې دا ده چې دا نړۍ د تدریج (ورو ورو جوړېدو) نړۍ نه ده، بلکې د الله په یو حکم (کُن – شه) سره سمدستي ده. لکه څنګه چې قرآن فرمایي: «أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ».
مثال: روح، ملائکې او هغه حقایق چې یوازې په عقل درک کېږي.
عالمِ لاهوت (د ذاتِ احدیت مقام)
دا تر ټولو لوړ مقام دی چې عقل ورته لاره نه لري. دا د الله تعالی د ذات او مطلق غیب مقام دی.
ځانګړنه یې دا ده چې دا هغه “راز“ دی چې هیڅ ادراک ورته نه رسېږي. دلته یوازې حیرت او عجز دی.
د پوهېدو لپاره یو لنډ مثال:
فرض کړئ تاسو یو انځور وباسئ:
۱. هغه فکر او مانا چې ستاسو په ذهن کې ده، هغه د عالمِ امر غوندې ده (مجرد مانا).
۲. هغه تصور چې په ذهن کې یې د انځور د بڼې په اړه کوئ، هغه عالمِ خیال دی (شکل شته خو کاغذ نشته).
۳. هغه رنګ او کاغذ چې انځور پرې جوړ شو، هغه عالمِ خلق دی (مادي بڼه).
[17]
۱. الله تعالی اورېدونکی دی، خو زموږ ظرفیتونه توپیر لري
خدای زموږ غږ بې واسطې اوري او تر شاه رګ هم انسان ته نږدې دی. خو دلته بحث د «څنګه غوښتلو» او «تجانُس» دی:
- د ناڅیزه بنده ژبه:کله چې زه په غفلت یا مادي غوښتنو کې ډوب یم او دعا کوم، په اصل کې زما «نفس» خبرې کوي. دا ژبه د بېلتون او کثرت ژبه ده.
- د ولي ژبه:کامل ولي هغه څوک دی چې له خپل «نفس» څخه تېر شوی او په «حق» کې فنا شوی دی. کله چې هغه دعا کوي، نو په حقیقت کې حق د هغه له ژبې غږېږي. له ولي سره نښلیدل زموږ اراده د الهي ارادې سره همغږې کوي.
۲. د «توسل» او «ولایت کلیه» مفهوم
دا چې وایو باید د «ولایت کلیه» له لارې خدای ته ورسېږو، مانا یې دا نه ده چې خدای (ج) واسطې ته اړتیا لري، بلکې موږ لارښود ته اړتیا لرو.
- د لمر رڼا هر چېرته نېغه لګېږي، خو که تاسو غواړئ دا رڼا متمرکزه کړئ چې یو څه پرې وسوزوئ یا یې د جراحي لپاره وکاروئ، نو یوې «عدسۍ یا لینز» ته اړتیا لرئ.
- کامل ولي همدا عدسۍ ده؛هغه زموږ پاشلي فکرونه او غوښتنې متمرکزي کوي او د الهي قدس له لورې سره یې نښلوي.
۳. د «ولي د ژبې» عرفاني مانا
مولانا په مثنوي کې وايي چې دعا یو «پاک کلام» دی. که دا کلام له داسې زړه راووځي چې لا هم په کینه او مادي رنګونو (مسو) ککړ وي، نو هغه اغېز نه لري. خو کله چې له «ولي» (چې زړه یې سره زر دی) سره وصل شو، زموږ دعا د هغه د دعا رنګ اخلي.
۴. ولایت، د اتصال رسۍ ده
خدای وایي ما وبولئ، خو د بللو لاره یې هم ښودلې: « وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ » (هغه ته د رسېدو لپاره وسیله ولټوئ).
- دعا په اصل کې «ختل/صعود»دي. لوړې څوکې ته د ختو لپاره رسۍ او لارښود پکار وي. «ولایت کلیه» همدا رسۍ ده چې یو سر یې د بنده په لاس کې او بل یې په الهي دربار کې دی.
الله زموږ غږ نېغ په نېغه اوري، خو له کامل ولي سره وصل کېدل زموږ د د غږ قوت زیاتوي او زموږ غوښتنه له «جزئي عقل» څخه «کلي عقل» ته پورته کوي، ترڅو هغه څه وغواړو چې زموږ په خیر وي.
-
ټیګونه:
- او د فلسفې جوهر عقل دی. د شعر منطق د عقل له منطق سره یو شان نه دی
- بې مینې عقل او بې عقله مینه نشته
- په عالم هستۍ کې لومړنۍ خبرې د عقل او حق ترمنځ پیل شوي
- خیال
- د بشري معرفت څلورګوني پړاوونه(حس
- د شعر جوهر له تخیل سره تړاو لري
- د شعر د منطق او د عقل د منطق ترمنځ د همغږۍ او اړیکې د ټینګولو لپاره یو جلا منطق ته اړتیا ده. دا منطق توحید دی
- د نفس او بدن اړیکه - انساني معرفت
- د نفس او عقل ترمنځ فلسفي توپیر او د شتون پړاوونه
- د وجود او موجود ترمنځ توپیر
- عرفاني ادبیات - اندیال
- عرفاني ادبیات وجود او موجود اصالت وجود - جوهري حرکت د نفس او بدن اړیکه - انساني معرفت خدای له ډیری پیدایی
- کلام یا صوفیانه طریقو نه ترلاسه کېږي؛ بلکې یوازې د خدای په آیتونو کې په غور او تفکر ترلاسه کېږي.
- ناپدید دی خدای هر ځای شته
- وجود او موجود
- وهم او عقل)؛ له مادې تر عقلانیت
- یمان په فلسفې