سترې ګناهګانې د خداى له هر امره سرغړونه ګناه ده،يو لړ مسايل د ګناه خطر زياتوي؛ لکه : ١ _ د ګناه مورد :د بېلګې په توګه : د خلکو مال خوړل حرام دي؛خو د پلارمړي مال دا ګناه زياتوي . ٢ _وخت او ځاى: ګناه په هر وخت او ځاى کې ناوړه چار دى؛خو […]
سترې ګناهګانې
د خداى له هر امره سرغړونه ګناه ده،يو لړ مسايل د ګناه خطر زياتوي؛ لکه :
١ _ د ګناه مورد :د بېلګې په توګه : د خلکو مال خوړل حرام دي؛خو د پلارمړي مال دا ګناه زياتوي .
٢ _وخت او ځاى: ګناه په هر وخت او ځاى کې ناوړه چار دى؛خو په سپېڅليو وختونو او ځايونو کې؛ لکه په روژه او جومات کې ډېره زياته ګنا لري .
٣ _ د ګناه کوونکي شخصيت : د هغوى حساب په ګناه کې له نورو سره توپېر لري،چې په ټولنه کې خلکو ته بېلګه وي. خداى د پېغمبر اکرم مېرمنو ته وايي: که ګناه مو وکړه؛نو د نورو ښځو په پرتله به دوه ګرايه سزا درکول کېږي .هو! که پلار،مور او ښوونکى، ګنا وکړي؛ نو د هغوى اولاد او شاګردان به هم ګناه ته ورنږدې شي. ٤ _ پر ښکاره ګناه: پر ښکاره ګناه د ګناه عذاب زياتوي؛ځکه پر ښکاره ګناه هم د قانون ماتونې لپاره ډاډ دى، هم د خلکو شخصيت ته سپکاوى او هم د نورو ډاډه کول دي. د لوط قوم به په عمومو غونډو کې بربنډېدل او پر هر بد کار يې لاس پورې کاوه، تردې چې قرآن وايي: ( فى ناديکم المنکر) (٣٨)؛ يعنې په عمومي ځايونو کې مو منکر کاوه.
داچې قرآن د ((نادى)) ټکى کارولى دى،ښيي چې ټولنه هم حريم لري، چې بايد وساتل شي او که ونه ساتل شي؛ نو د نورو لپاره د فساد لاره پرانځي.
٥ _ د نورو ګنا ښکاره کول : ډېر خلک د دين او تقوا د درلودو له امله ګناه نه کوي،؛خو ډېرى د ټولنېزې حياء په پار ځان ساتي؛ خو که د حيا پردى وشلېدې؛نو پر ټولنه به د فساد نېز راشي،چې هېڅ څوک به يې مخه نشي نيواي؛نو هېڅ څوک حق نه لري،چې خپله کړې ګناه نورو ته هم ووايي او څوک حق نه لري د چا ګناه بل چا ته ووايي،د ګناه له مراسمو عکس او فيلم اخستل منع دي؛ځکه دا ډول عکسونه او فيلمونه په ټولنه کې د ګناه بدي او رټنه کموي او د نورو د فساد لپاره لار هواروي.
د فساد او فحشا د خپرول دومره خطرناک دي،چې ان په اړه يې فکر هم ستره ګناه شمېرل شوې ده.
قرآن د نور د سورت په ١٩ آيت کې وايي: هغوى چې خوښېږي د مؤمنانو بدۍ خپرې کړي؛نو په دنيا او آخرت کې به دردونکى عذاب ولري.
د فساد له خپرولو سره مينه کله پر قلم وي،کله د فحشا د مرکزونو په جوړولو وي،که د نورو په راهڅولو او کله هم د فحشا د امکاناتو په چمتو کولو وي. امام صادق وايي: هغه تن ددې آيت مصداق دى، چې که د مؤمن ګناه وويني يا واوري او هغه بل ته ورسوي.
په يو بل حديث کې راغلي: څوک چې د چا بد چار خپور کړي او نورو ته يې ووايي؛ نو داسې به وي؛لکه پخپله يې چې کړى وي. (٣٩)
ډېرى زموږ د ډېرو ستونزه سرچينه هغه خوى دى،چې غواړو خلک بې پته کړو،که څه هم ناخبره يو؛ خو دا کار کوو؛ لکه چې د نور د سورت په ١٩ آيت کې راغلي، چې خداى پوهېږي؛ خو تاسې نه پوهېږئ.
لنډه او سپينه داچې په ټولو ګناهونو کې، چې ان مينه درلودل هم ورسره ستره ګناه وه، د نورو د ګناه کيسه کول او د خلکو بې پته کول دي.
٦ _په ګناه کې مرسته : له نورو سره په ګناه کې مرسته او ورته لارښوونه داسې دي لکه چې پخپله يې کړې وي.
د همدې سورت ( عنکبوت) په ٣٢ او ٣٣ آيتونو کې به ولولئ، چې د حضرت لوط (ع) مېرمن هم د لوط د قوم په څېر پوپناه شوه او ګناه يې دا وه، چې خلکو ته يې د ګناه لارښونه کوله. د بېلګې په توګه : فاسدو وګړيو ته يې خبر ورکاوه،چې حضرت لوط (ع) ته ميلمانه راغلي؛ نو د عذاب پر مهال،چې خداى د حضرت لوط (ع) کورنۍ ساتله؛ نو دا مېرمن په هلاکو شويو کې وه. هو ! د يو چا مېرمن والى يا مېړه والى د خلاصون لاره نه؛ بلکې د فکر يووالى د خلاصون لاره ده.
څوک مفسد دى؟
چې کله خداى پرښتو ته وويل: انسان پيدا او هغه خپل خليفله کوم؛ نو پرښتو وارخطا خداى ته وويل: ( اتجعل فيها من يفسد فيها و يسفک الدماء) (٤٦)؛يعنې داسې څوک خپل خليفه کوې،چې فساد کوي او وينه تويوي؟ خداى ورته وويل:له داسې څه خبر يم، چې ترې خبر نه ياست.
وژنه،وينه تويونه او ناامني راوستل د فساد روښانه بېلګې دي؛خو قرآن څو نور څيزونه هم فساد شمېرلي دي،چې يو يې هم مالي او وټيز فساد دى.
حضرت شعيب عليه السلام په داسې قوم کې ژوند درلود،چې ډنډۍ وهل په کې دود و؛ نو حضرت شعيب پردې سربېره، چې د يو خداى عبادت ته يې رابلل، له دې بد چاره يې هم ژغورل؛ لکه چې د اعراف د سورت په ٨٥ آيت کې لولو:[ ( فاءفوا الکيل والميزان و لا تبخسوا الناس اشيائهم ولاتفسدوا فى الارض)خلکو! د پيمانې او تلې حق پوره ادا کړئ، د خلکو له ماله مه کموئ او په ځمکه کې فساد مه کوئ.]
هو! د خلکو د حق لتاړل،کم کاري او ډنډۍ وهل يو ډول مالي او وټيز فساد دى، چې ټولنى ته ډېرې ناوړې پايلې لري، چې يوه يې هم حرامه روزي ده. حرامه روزي انسان فاجر او بدچاروي او که دا حرام خوري جبران نشي، نو انسان به پر کفر او انکار لاس پورې کړي.
قرآن کريم د “مطففين” د سورت په پيل کې وايي: افسوس دې د ډنډۍ وهوونکيو پر حال وي او بيا په ٧ آيت کې هغوى ته “فجار” او په ١٠ آيت کې ورته “مکذبين” وايي. له دې درې آيتونو معلومېږي، چې انسان په تدريج پرېوځي،چې لومړى ګام يې ډندۍ وهل او حرام خوري ده. دويم ګام فاسد او فاجرېدل او په پاۍ کې د حق پر وړاندې درېدل دي.
ددې خبرې شاهد د کربلا پېښه ده : سره له دې چې د کوفې او شام لښکر امام حسين پېژانده؛خو بيا يې د هغه د وژلو لپاره ملاګانې تړلې وې، چې امام ورته وويل: ددې ستر خيانت دليل دادى،چې ګېډې مو له حرامو ډکې شوي دي. ( ٤٧)
حديث وايي: حرام مال وده نه لري او که وده يې وکړه؛نو برکت به نه لري. (٤٨)
په يو بل حديث کې راغلي: حرام مال ان د انسان پر ځوځات اغېز لري .
د لمانځه د قبلېدو شرط دادى،چې په هغه ځاى کې، چې اودس کوو او لمونځ او همداسې جامې او اوبه هم غضبي نه وي .
ان که په ماشومتوب کې مو هم د چا مال تصرف کړى وي؛نو بايد په يو ډول يې خاوند رضا کړو او که مړ شوى وي؛ نو وارثان يې راضي کړو.
که د چا درباندې پور و او پر لمانځه ولاړ وئ او راغى او د خپل پور پر غوښتو يې ټينګار کاوه؛نو بايد سلام واړول شي،پور يې ورکړ شي او له سره لمونځ پيل کړو.
که چا له هماغه پيله دا هوډ نيولى وي، چې د خپلى کورودانې مهر ورنه کړي او ورسره کوروالى وکړي؛ نو روايتونه وايي،چې داسې به وي؛ لکه چې زنا يې ورسره کړې وي.
-
ټیګونه: