شپاړسم څپرکی کار او تولید ۳۰۷ مساله: د ملي اقتصاد د شرایطو برابرول د دولت له مهمود دندو ځنې دی،چې دا کار نن ډېر پیچلی شوی دی، د کرنې، اقتصاد، کانونو او صنایع، برښنا،اوبو او مالیې وزراتونه په همدې لر کې کار کوي،ترڅو هم د دولت اقتصاد او هم د خلکو اقتصاد ښه شي. […]
شپاړسم څپرکی
کار او تولید
۳۰۷ مساله: د ملي اقتصاد د شرایطو برابرول د دولت له مهمود دندو ځنې دی،چې دا کار نن ډېر پیچلی شوی دی، د کرنې، اقتصاد، کانونو او صنایع، برښنا،اوبو او مالیې وزراتونه په همدې لر کې کار کوي،ترڅو هم د دولت اقتصاد او هم د خلکو اقتصاد ښه شي.
۳۰۸ مساله: د وټیز بېخ بنا په ټینګولو کې خورا اړین کار د تولیدي کارخانو ودانول دي،چې په وړ کورنیو کارپوهانو د خامو توکیو او د ټولنې د لومړیتونو په پامنیوي پېرودل کېږي او په کار اچول کېږي . ښايي بېوزلي هېوادونه ونشي کړای سترې کارخانې ودانې او فعالې کړي؛ خو د متوسطو کارخانو پېردول او ترې ګټه ممکن دي او دې ته دې ډېره پاملرنه وشي او د معدنونو استخراج ته دې هم پاملرنه وشي او د بهرنیانو د ناحقې ګټنې ښکار دې نشي.
۳۰۹ مساله: لاسي صنایع او خصوصي کارځایونه که څه ناڅیزه ښکاري؛خو که دولت یې ملاتړ وکړي او دولت دې ته د ورته محصولاتو واردول ممنوع کړي؛ نو په ملي اقتصاد کې به یې خپله دنده ترسره کړې وي.
۳۱۰ مساله: خصوصی او دولتي سکتور دې تولیدي کارخانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، چې دا کار مې په آند اړین او حتمي دی. سوداګري اړینه ده؛ خو ان المقدور په داخلي تولیداتو پورې محدوده شي، مصرفي ټولنه په نننۍ نړۍ کې شرافتمندانه او بارفاه ځای نلري.
۳۱۱ مساله: په کرنې وزارت دې د حکومت بنسټ دا وي،چې تر لازم او بسیا بریده غذايي توکي تولید کړي، چې ددې کار لومړۍ ګټه له احتکار او د بیو له لوړېدو سره مبارزه ده او دویم دا چې نورو هېوادونو ته یې په مناسبه بیه صادر کړي. البته دا کار په هغو ځمکو کې کېږي،چې ښه ځمکې او تر ځمکې لاندې او د ځمکې له پاسه ډېرې اوبه ولري. هغه هېوادونه،چې خام غذايي توکي تولیدوي؛ نو حکومت یې کولای شي د خپلې خپلواکۍ په فکر کې شي.
۳۱۲ مساله: د رسول الله (ص) د حديث پر بنسټ – لږ تر لږه د شیعه وو د معتبرو احادیثو له مخې- هر څوک چې شاړې ځمکې آبادې کړي؛نو د هماغې مالک دی . واجب دي، چې حکومتونه د خصوصي سکتور لاسونه آزاد پرېږدي،ترڅو په ځمکو کې کرونده وکړي او ورباندې ودانۍ جوړې کړي او هېواد اباد کړي او حکومت په زوره ځان د مباحو ځمکو مالک ونه ګڼي، حال دا چې د هغوی د بياژواکۍ وس هم نلري.
۳۱۳ مساله: حکومتونه کولای شي د خپلو شونتیاوو په پامنیوي په کرنې وزارت ځینې شاړې ځمکې وکري او په دې توګه خپل اقتصاد پیاوړی کړي او بېکارانو ته د کار لاره چاره برابره کړي او پاتې نورې ځمکې د تشویق له لارې خصوصي،سهامي او تعاوني شرکتونو ته ورکړي.
۳۱۴مساله: د تجربي او دیني علومو پر پوهانو واجب دي، چې له خپلې زده کړې تر فراغته وروسته د خپلو وګړیزو ګټو په پار په نورو هېوادونو کې پاتې شي، په داسې حال کې چې خپل هېواد یې ورته اړتیا لري ، راستانه دې شي او د خپل هېواد په چوپړ کې دې شي . پر لومړۍ ډلۍ ددې وجوب علت حقوقي مسایل دي،دوی د خپل ملت په پیسو او اعتبار درس ویلی دی او وطن ته د راستنېدو بنايي شرط یې موجود دی او که حکومتونه یې صریحاً په قرارداد کې شرط کړي؛ نو غروه ده.خپل هېواد ته د دویمې ډلې (دیني علماوو) د راستنېدو د وجوب په اړه دا آیت دی[وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ].
۳۱۵ مساله: حکومت دې ( د ځمکو د ویش په هکله) پر خصوصي سکتور څارنه ولري:
لومړی داچې د ښو او متوسطو ځمکو په ویش کې دې ټولنیز عدالت ته پاملرنه وکړي . دویم دا چې فیودالیزم رامنځ ته نشي،چې د ځمکو خوړونکي پر ځمکو ګېډه واچوي او نور خلک د ځان په ګټه استثمار کړي او دا موضوع ډېره مهمه ده. درېم دا که سهامي او د خصوصي شرکتونو ونشو کړای تر دوو کلونو پورې ځمکې وکري او یا یې اعمار کړي؛ نو هغه دې نورو مستحقینو ته ورکړي او همداشان که د څو کلونو تر کرنې او اعمار وروسته کار ته دوام ورنشي کړای؛ نو بل ته یې دې ورکړي؛ځکه ځمکې د دولت د اقتصاد بنسټ دی او ځنډ دې پکې رامنځ ته نشي.
زه د ځمکې د مطلق په اړه فتوی لرم، چې دلته یې ویل نه غواړم. پوهان دې ( الارض فی الفقه) علمي کتاب ته مراجعه وکړي.
۳۱۶ مساله: خلکو ته کار موندل د دولت له مهمو دندو ځنې ده چې په اساسي قانون کې هم دا موضوع راغلې ده،چې دې ته دې د کارموندنې متخصصین په دوامداره توګه توجه وکړي.
په هېواد کې دننه د نفوس د ډېروالي په قیاس د کارموندنې لارې چارې ډېرې کړي او هم له اسلامي هېوادونو سره د کارموندنې په اړه په مفاهمه کې وي، ترڅو خواري کښ خلک په آرام زړه په کار بوخت وي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com