تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نرمخويي حضرت علي کرم الله وجهه وايي : هر دین اخلاق لري او نرمي د ایمان خوی دی. نرم چلن، د سیاستوالۍ جرړه ده نرمخویي، ښه سیاست دی. د چاچې لرګی نرم وي، څانګې یې ډېرې وي. د نرمخویۍ پای روغه پای ده. نرمخویي، غوره عظمت او دبدبه ده. نرمخویه، ګټیالی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نرمخويي

حضرت علي کرم الله وجهه وايي :

هر دین اخلاق لري او نرمي د ایمان خوی دی.

نرم چلن، د سیاستوالۍ جرړه ده

نرمخویي، ښه سیاست دی.

د چاچې لرګی نرم وي، څانګې یې ډېرې وي.

د نرمخویۍ پای روغه پای ده.

نرمخویي، غوره عظمت او دبدبه ده.

نرمخویه، ګټیالی دی.

مړانه، په نرمخویۍ بشپړېږي

نرمخویي، پښېماني نه لري.

نرم خوی، غوره ملګری دی.

څوک چې نرمخویه وي، هر کړاو پرې اسانېږي.

نرمي هر کار ته ښکلا ورکوي. 

نرمخویي، د پوهې پانګه ده

په ورکړه، نرمۍ او ښه خوی، د خلکو مینه درسره پیدا کېږي.

چارې په نرمۍ اسانېږي

په نرمخوی، انسانان مینناکېږي.

په نرمۍ، موخو ته رسېدای شو.

دوستي، په مینه او نرمۍ غځېږي

څوک چې نرم ګړېږي، دوستي یې پر خلکو لازمېږي.

نرمي او توندي سره نه یوځای کېږي.

تر نرم چلن، غوره خوی نشته.

په نرمۍ، له سخت زړۍ سره مبارزه وکړئ.

هغه درځنې خورا برخمن وي؛ چې ډېر په نرمۍ درسره چلي.

نرمي کوه، چې (د چارو) د سموالي کونجي او د عقلمنو خوی دی. 

نرمخویه وسه، د نرمخویه د چار پای ښه ده.

څوک چې توندي درسره وکړي، نرمي ورسره وکړه، ښایي هغه هم درسره نرم شي.

ډېر ځل یوه ستونزه په نرمخویۍ هوارېږي.

بې له ناغېړۍ، نرمخویه وسه او بې تاوتریخوالي، ځغرد وسه.

حکمت، لید او پوهه درلودل، انسان چوپ او نرمخویه کوي.

پوهه، په نرمۍ او ښې ګوزارې کې راټوله شوې ده.

نرمي او ورکړه، انسان خپلو دښمنانو ته هم ټولمنلی کوي.

د نېکچارو خوی، نرمه او پسته خبره او ښکاره سلام دی.

رښتیا، جنتي، هر نرمخویه او پاک سوتره مؤمن دی

رښتیا، نرمه او پسته خبره او ښکاره سلام، له عباداتو ګڼل کېږي

-رښتیا، د الله تعالی خو اسان ګیر، نرمخوی، د ښه چلن خاوند او جوړجاړی کوونکی ښه ایسي

رښتیا، مؤمنان سم سیده او نرمخویه دي

څوک چې په نرمۍ چلي، ګټه یې وکړه.

له دوستانو سره ملګرتوب، دوستي پایښتوي او په چارو کې نرمي، چارې اسانوي.

نرمخويي، د درانه خوی نښه ده.

خوشحالي له نرمۍ سره ده.

نرمدریځي روزي زیاتوي

نرمخویي، د زغم پایله ده.

نرمخویي، پخلاینه راوړي

مؤمن؛ نرمخویه، سم سیده او بښونکی دی.

له خپلوانو سره مینه او نرمي، د اوچتو اخلاقو د خاوند ځانګړنه ده.

نرمي د سمچارۍ (صواب) کونجي او د عقلمنو خوی دی

نرمي، ستونزې هواروي او پېچلي اسانوي.

نرمخویي، د سموالي تخم او د ژغورنې نښه ده.

نرمخویه او د الله تعالی لپاره عاجزي کوونکی سرلوړی دی

نرمخویه وسه، چې تل پر نرمخویه خپلوان لورېږي

غوره خلک هغوی دي، چې نرمخویه وي او ځيرک یې په حق لار کې زغمناک دي

رښتیا، نرمه او پسته خبره او ښکاره سلام، له عباداتو ګڼل کېږي

رښتیا، د الله تعالی خو اسان ګیر، نرمخوی، د ښه چلن خاوند او جوړجاړی کوونکی ښه ایسي.

رښتیا، نفس دې سورلۍ ده، که تر وسې یې ډېر بار کړې؛ نو وژلی دې دی او که په نرمۍ یې وچلوې؛ نو ساتلی به دې وي

حکمت، لید او پوهه درلودل، انسان چوپ او نرمخویه کوي.

هغه درځنې خورا برخمن وي؛ چې ډېر په نرمۍ درسره چلي.

له خلکو مخ مه اړوه، نرمخویه وسه او هغه الله تعالی ته عاجزي وکړه، چې ته یې اوچت او ستر کړی یې

نرمي او توندي سره نه یوځای کېږي.

تر نرم چلن، غوره خوی نشته.

څوک چې توندي درسره وکړي، نرمي ورسره وکړه، ښایي هغه هم درسره نرم شي.

څوک چې په نرمۍ چلي، ګټه یې وکړه.

څوک چې له خلکو سره په سوله او نرمۍ چلي؛ روغتیا یې ګټه ده.

څوک چې له خلکو په نرمۍ او جوړجاړي خوشحاله شي؛ نو د دوی له ټګیو برګیو به خوندي وي.

څوک چې له خپل ملګري سره په نرمۍ چلي؛ نو ملتیا یې ورسره کړې او څوک چې له خپل ملګري سره توند چلي؛ نو زړه یې تنګوي او ترې بېلېږي.

له دوستانو سره ملګرتوب، دوستي پایښتوي او په چارو کې نرمي، چارې اسانوي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!