تبلیغات

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت درېم څپرکى د  اهلبيتو له ښوونځي سره  د امام ابوحنيفه (ره) د کلامي اندو- انديشو پرتلنه امام ابوحنيفه د اسلامي فرهنګ  په تاريخ کې ډېرى د نظر د خاوند د فقيه په نامه مطرح دى او له ډېر وخت راهيسې يې نوم د مالکي او شافعي تر څنګ د […]

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت

درېم څپرکى

د  اهلبيتو له ښوونځي سره  د امام ابوحنيفه (ره) د کلامي اندو- انديشو پرتلنه

امام ابوحنيفه د اسلامي فرهنګ  په تاريخ کې ډېرى د نظر د خاوند د فقيه په نامه مطرح دى او له ډېر وخت راهيسې يې نوم د مالکي او شافعي تر څنګ د اهلسنتو د سترو فقيهانو په نوم ياد شوى دى؛ خو د مالکي او شافعي پر خلاف د امام ابوحنيفه ښوونځى د تاريخ په ترڅ کې د دوه اړخيز ښوونځي په نامه پېژندل شوى دى؛هغه ښوونځى،چې هم له اعتقادي نظامه او هم له فقهي نظامه برخمن دى او په خپل وخت کې د امام ابوحنيفه کلامي انديشې له ځانګړې ارزښت او شهرت برخمنې وې او د ډېرى کلامي ښوونځيو ته الهام بښاندى دى .[1]

د امام  ابوحنيفه د کلامي انديشو په اړه بايد وويل شي،چې ګروهنې يې بې له لاسوهنې موږ ته نه دي رارسېدلي او هغه څه چې نن له موږ سره د امام ابوحنيفه د کلامي انديشو په نامه دي،نا همغږي او ناهمګون  متضاد گزارشات دي،چې د بېلابېلو راويانو له لېوالتياوو تر اغېزمنېدو وروسته رارسېدلي دي .

او هغسې،چې په تاريخي سرچينو کې ښکاري،ان په خپله د امام ابوحنيفه پر ژوندون يې هم د افکارو په اړه څرګندونې ناهمګونې وې؛نو څرګنده ده،چې تر کلونو او پېړيو تېرېدو وروسته خو به دا ناهمګوني ډېره شوې وي؛خو ټولې ليدلورې په يوه ټکې کې سره راټولېدې او هغه هم له امام ابوحنيفه نه په اعتقادي اصولو کې د انديال او د نظر خاوند وګړي انګېرنه وه . د غير خارجي او غير شيعي مسلمانانو په فکري ډلبندۍ کې،چې د اصحاب حديث پر وړاندې وو،دا ټکى اشنا پديده او ښکارنده وه،چې شخصيتونو او ډلو په يوه ډول ځان له امام ابوحنيفه سره مرتبطاوه .ته وا امام ابوحنيفه د تر ټولو غوره غير خارجي او غير شيعي شخصيت په نامه،چې د اصحاب حديث مخالف و،کولاى شول،چې دې ډلو ته اعتبار بښاندى وي . په دې ترڅ کې ځينو د خپل فکري نظام يا د خپلو ځينو اعتقاداتو سرچينه له هغه ګڼله او ځينو هغه يوازې په فقه کې خپل امام منلى و .[2]

 ١. د امام ابوحنيفه (ره) د کلامي اندو گزارش گران

امام ابوحنيفه بېلابېلو کلامي ښوونځيو ته الهام بښاندى و او له بېلابېلو فکري نظامونو سره ډېر آثار ورته منسوب دي .که څه په دقيقه توګه يې د نظام منلي منسجم کلامي مذهب په بڼه نه شو ګنلاى؛بلکې کولاى شو،چې په کلامي چارو کې يې د نظر خاوند وشمېرو،چې اوس يې له کلامي اندو ځينې يو لړ عناصر،هغه ته په منسوبو ښوونځيو او په ځينو غير حنفي آثارو کې پاتې دي . په ټول کې د امام ابوحنيفه د کلامي اندو د پښو خاپونه په دوو ډولو سرچينو کې موندلاى شو :١. د حنفي ښوونځي په سرچينو کې – هغه ماتريد،چې ددې ښوونځي لارويان هم په فقه کې او هم په کلامي چارو کې مدعي دي،چې د امام ابوحنيفه لارويان دي .

٢.غير حنفي او غيرماتريدي سرچينې –ماتريدي بايد وويل شي،چې دا ښوونځى يوازې هغه ښوونځى نه دى،چې امام ابوحنيفه ته منسوب دى؛بلکې تر هغه مخکې يو بل عقل ګروهه ښوونځى د امام ابوحنيفه د اندو لاروى و .

په هر حال کولاى شو،چې امام ابوحنيفه ته منسوب اعتقادي نظامونه په دوو غټو ښوونځيو کې طبقه بندي کړو :

الف ) هغه ښوونځى،چې له کلامي او اندپالو کړنچارو يې لاروي کوله او اعتزالي افکارو ته په نږدېدو،د “قدر” په څېر په چارو کې د اصحاب حديث په مخالفه ټلواله کې کېده .

ب )هغه ښوونځى،چې د ايمان په باب يې د امام ابوحنيفه د تفکر په بنسټلو په نورو چارو؛لکه د خداى صفات،قدر،امامت او خلافت کې يې د اصحاب حديث نظراتو ته لېوالتيا پيدا کړه او لارويان يې د “اهلسنت و جماعت ” په نامه وپېژندل شول .[3] او څه موده وروسته د حنفي-ماتريدي ښوونځي په قالب کې راښکاره شو؛نو بده به نه وي،چې د امام ابوحنيفه ددې دوو ډلو لارويانو په باب يې يو لړ توضيحات راوړاندې کړو .

 ١-١. حنفي کلامي او عدل ګروهه ښوونځى

د امام ابوحنيفه د هغه ډلې زده کړيالانو ترڅنګ،چې د امام ابوحنيفه د فقهې دودولو ته يې لېچې رانغاړلې وې؛يوه بله ډله هم وه،چې هغه يې د يو ديني متفکر او انديال په نامه په کلام کې مطرح کړ . ددې د اصحاب حديث د مخالفو حنفيانو عقايد هېڅکله په عراق او د هغه سيمې د لويديځ کې وده و نه کړه او وده يې بايد په ختيځ په تېره بيا په بلخ کې ولټول شي . د امام ابوحنيفه پر زوى حماد سربېره،ابومطيع بلخي (د بلخ قاضي)،سلم بن سالم بلخي او ابومقاتل بلخي له دې ډلې ځنې وو .[4]

د خراسان خلک،چې د امام ابوحنيفه پر ژوندون يې هم له خورا مهمو مينوالو او مراجعينو ځنې وو،د هغه تر مړينې وروسته يې امام ابوحنيفه ته خپله وفاداري وساتله .داچې “بلخ” د امام ابوحنيفه د مينوالو او لارويانو مرکز و،د اصحاب حديث لخوا ورته “مرجي آباد” ويل کېده .[5]

د درېمي قمري پېړۍ په منځنيو لسيزو کې په خراسان کې په همدې حنفيانو کې،چې مرجي ورته ويل کېدل، حنفي پخواني کړچارې؛لکه عقل ګروهنه،له تقليد سره مبارزه او له پېغمبر اکرم (ص) نه د راروايت شويو احاديث په اړه انتقادي ليدلورى او ان د پېغمبر اکرم ځينې اصحاب؛لکه حضرت ابوهريره (رض) تر نقد لاندې ونيول .[6]

په ٤ او٥ قمري پېړۍ کې د “اهل سنت او جماعت” پراخه تبليغ د عدل ګروهه حنفي ښوونځي رڼا تته کړې وه؛خو تر اوسه لا ددې ښوونځي يو لړ ډلې په خراسان او ماوراء النهر کې وې . په ” رى ” کې هم د پينځمې قمري پېړۍ په شاوخوا کې د امام ابوحنيفه د اصول او فروعو د لارويانو ځنې ډلې وې .[7]

که په متکلمو او عدل ګروهه حنفيانو کې د ارجاء کې بحثه تېر شو؛نو ښکاري،چې د حنفي اهل سنت او جماعت په پرتله ددوى او تشيع ترمنځ د اختلاف لږه زمينه ده . عقل ګروهنه،له تقليده ډډه،د قضا او قدر او د عدل ګروهنې په اړه يې ليدلوري او د احاديث پر متون له جموده لرېوالي يې د اختلاف لپاره لږه زمينه پرېښووه؛خو د اهل سنت او جماعت د ښوونځي برلاسي د حنفيانو او شيعيانو ترمنځ د اختلاف زمينه ډېره کړه او په خپله په دې ښوونځي کې د حديث ګروهنې عنصر،د نورو سياسي او ټولنيزو لاملونو ترڅنګ په تدريج د اختلاف لمنه ژوره او پراخه کړه.

 ٢-١ .حنفي اهل سنت او جماعت ښوونځى

په ٢ او٣ قمري پېړۍ کې په خراسان کې يو ښوونځى د جوړېدو په حال کې و،چې د خپل اعتقادي نظام سرچينه يې د امام ابوحنيفه له آراو ځنې ګڼله او د امام ابوحنيفه ځينې عراقي زده کړيالان؛لکه ابويوسف،محمد بن حسن،زفر بن هذيل او حسن بن زياد لؤلوئى يې د خپل ښوونځي مخکښان ښوول،چې کولاى شو د “د حنفي اهل سنت او جماعت” نوم پرې کېږدو .[8]

دې ښوونځي بې د ارجاء له تفکره په اعتقادي چارو کې له اهل حديثو سره ځانګړى اختلاف نه درلود او ددې ښوونځي د دودېدو خورا مهم مرکز د ماوراء النهر سيمه په تېره بيا د سمرقند او بخارا دوه ښارونه وو،چې د “سامانيانو” (٣٨٩-٢٦١ س) پر مهال يې خورا وده وکړه .[9]

د سمرقندي د السود الاعظم د کتاب د وينا له مخې : ابوعمرو او ضرير نيشابوري،ابن مبارک مروزي اصحاب حديث عالم ،ابوسليمان جوزجاني ( چې اهل حديثو ته يې د افکارو په نږدېوالي مشهور و)، ابن خلف بن ايوب بلخي (٢٥٠ س مړ)،عصام بن يوسف بلخي (٢١٥ س مړ)، شداد بن حکيم بلخي (٢٣٠ س مړ)،احمد بن حرب نيشابوري (٢٣٤ س مړ)، ابوحفص کبير بخاري (٢٦٤ س مړ) ، محمد بن سلمه بلخي (٢٧٨ س مړ) په ٢ او ٣ سپوږميزه پېړۍ کې ددې ‌ښوونځي ادعا کوونکي وو.[10]

د هغه مهال د خراسانيانو په ليکنو کې د “اهل السنة و الجماعة” اصطلاح عدل ګروهو حنفيانو ته نه کارېده .[11] هغه څه چې ددې ښوونځي په ليکونو کې د درېمې سپوږميړې پېړۍ تر نيمايي مخکې راغلي دادي،چې ډېرى له مخالفو ښوونځيو په تېره بيا له شيعه،خوارجو او معتزله وو سره پر تضاد تکيه لري او دې مراد ته د رسېدو لپاره يې فقهي او اعتقادي ليدلوري سره واغږل . په يو له دې روايتونو کې ابوعصمع نوح بن ابي مريم له امام ابوحنيفه څخه د د اهل سنت او جماعت په اړه پوښتلي دي او امام ابوحنيفه يې په ځواب کې ويلي ،چې ځانګړنې يې :د شيخينو تفضيل،د ختنين مينه،پر خفين مسح، د ګناه کولو له امله د چا نه تکفيرول، پر “القدر خيره و شره من الله” او د متکلمان په کړچار د خداى په اړه خبرې نه کول دي .[12] په ورته نورو متونو کې هم له شافعيانو او شيعيانو د حنفيانو توپيرونو راغلي دي .[13]

د اهل سنت او جماعت د اعتقادي ښوونځي تر ټولو پخوانى متن د “الوصيه ” کتاب دى،چې امام ابوحنيفه ته منسوب دى،چې پکې د څلورګونو خلفاوو د تفضيل خبره يې د خلافت په اوډون ليدل کېږي.[14]

د امير اسماعيل ساماني (٢٩٥-٢٧٩ س) د واکمنۍ په پېر کې د اهل سنت او جماعت عالمانو هغه ته اړايسته،چې د ماوراء النهر په سيمه کې بېلابېلو ښوونځيو له رامنځ ته تګه مخنيوى وکړي او ددې موخې د پلي کېدو په پار اميرساماني له حکيم سمرقندي وغوښتل،چې په يوه کتاب کې د “اهل سنت او جماعت” ګروهې راټولې کړي او په دې اوډون د حکيم سمرقندي “السواد الاعظم” کتاب وکښل شو .

په همدې پېر کې ابوجعفر طحاوي (٣٢١ س مړ) بل حنفي عالم په مصر کې د “العقيده” کتاب وکښه،چې د ډېرى السواد الاعظم ته ورته و او د اهل سنت او جماعت د ګروهو توضيح پکې راغلې وه . د حکيم سمرقندي السواد الاعظم او طحاوي العقيده کتاب سره ډېرى ګډ اړخونه لري او د ټولو پېغمبراکرم ټولو اصحابو ته خوشبيني،د عشره مبشره د جنتي کېدو،په فاجر امام پسې لمونځ او په هر پېر کې له واکمنه لاروي او د تورې کېښوول په دواړو کې مطرح شوي دي او دواړو کتابونو د خبرې په پيل کې خپل عقايد امام ابوحنيفه ته منسوب کړي دي او هغه يې د اهلسنت او جماعت مذهب نومولى دى :

(( هذا ذکر بيان اعتقاد اهل السنة و الجماعة على مذهب فقهاء الملة ابي حنيفه النعمان بن ثابت الکوفى و ابي يوسف …..))[15]

د “السواد الاعظم” له ليکنې سره سم په سمرقند کې په اهلسنت او جماعت کې کلامي لېوالتيا هم رامنځ ته شوه،چې په عراق کې د ابوالحسن اشعري له کلامي لېوالتيا سره د پرتلنې وړه وه .ددې لېوالتيا پيلګر ابومنصور ماتريدي (٣٣٣ س مړ) و،چې د حنفيانو د ارجاء نظريه او سنتپاله افکار يې د يو کلامي نظام په قالب کې راټول کړل .

د حنفي اهلسنت او جماعت په رامنځ ته تګ داچې د پخواني “فقه الاکبر” متن په خراسان کې دود و؛نو د اعتقادي چوکاټ له اړخه يې نه شو کولاى،چې له دې ښوونځي سره سمون وخوري؛نو په تدريج يې نوى متن د د هماغه فقه الاکبر په نامه ځايناستى شو،چې د ړومبۍ فقه الاکبر د شرح په موخه يې ډېرى د هغې په توجيه او مخونه لاس پورې کړى دى .[16]

د يادونې وړ ده،چې د ساماني واکمنۍ تر وروستيو کلونو پورې غير حنفي ليکوالانو امام ابوحنيفه د “مرجيانو” په ډله کې شمېره او د غزنويانو له پېره د حنفي ارجاء د نظريې په تتېدو،ډل پېژندنکيو امام ابوحنيفه مرجي و نه ګاڼه او د اهلسنت او جماعت او سواد اعظم په شمېر کې راووړ .[17] ددې پېر په غير حنفي آثارو کې د حنفيانو او اهلسنتو د نورو ډلو ترمنځ د واټنونو د له منځه وړو ته څرګند کوښښونه ليدل کېږي .[18]دا کوښښونه د حنفيانو له هرکلي سره مخ شول او په عمل کې د اعتقادي حنفي ښوونځي د کمزورېدو او اشعري کلام لارويانو ته د ډېرى حنفيانو د يو ځاى کېدو لامل شو .د حنفي ښوونو او اشعري کلام د نږدېدو څوکه پر فقه الاکبر په درېمه شرح کې ليدل کېږيوچې پکې د حنفي ارجاء اغېز نه ليدل کېږي او د ايمان په تعريف کې[19] “په ارکانو د عمل” قيد يو ضدحنفي ګروهه ده،چې ان د ماتريدي په کلام کې هم نه ليدل کېږي.[20]

نو پردې بنسټ هغه څه چې نن د امام ابوحنيفه د کلام اندو په نامه زموږ په لاسرس کې دي د حنفي اهلسنت او جماعت روايتونه دي،چې د امام ابوحنيفه د ګروهوتر تلوين وروسته د ماتريديه،طحاويه او تر څه بريده د اشعري ښوونځي د ګروهو په بڼه د حنفي اهلسنت او جماعت په کتابونو کې راوړل شوي دي او امام ابوحنيفه ته نسبت ورکړل شوي دي . بېخي  ډاډ نه شو کولاى،چې د امام ابوحنيفه کلامي نظريات هماغه دي، چې حنفي اهلسنت او جماعت يې موږ ته روايتوي ،ښکاري چې د امام ابوحنيفه واقعي کلامي اندو او لېوالتياوو يې د هغه په څېر تر اوياوو کالو ډېر عمر نه دى کړى او په واقع کې پر ١٥٠ هجري کال د امام ابوحنيفه له وفات سره سم يې علمي شخصيت او فکري لېوالتياوې يې هم خاورو ته وسپارل شوې .هغه څه چې د امام ابوحنيفه له اندو په تېره بيا کلامي اندې يې حنفي اهلسنت او جماعت رانقل کړي دي،د هغه د حديث ګروهو لارويانو د کوښښونو پايله ده،چې له نورو اهلسنتو او حديث ګروهو سره د سازش او نږدېدو په موخه راټولې شوې دي .داچې اهل حديث امام ابوحنيفه ته بدکڅي دي او د هغوى د وينا له مخې امام ابوحنيفه په عقل او راى ډېر ډاډ لري،حديث او منقولاتو ته بې اعتنا دى؛نو حنفي اهلسنت او جماعت کوښښ کړى،چې له اهل حديثو سره د امام ابوحنيفه د اندو اختلافات او توپيرونه رالږ کړي او هغه يې د اهلسنتو اکثريتو کړچارو،عقايدو او لېوالتياوو څخه تبرئه کړى دى او د اهلسنت او جماعت د  عالمانو په ډله کې راوړى دى .

حنفي اهلسنت او جماعتو د پورتنيو موخو په پار امام ابوحنيفه ته منسوب منسوب کتابونه له سره وګوري او د هغه د اندو هغه عناصر، چې د اهلسنت او جماعت له ګروهو سره همغږي نه وو،ترې يې لرې کړل او د اهلسنت او جماعت د ګروهو په ګټه يې پکې بدلون راوست او يا يې د هغوى په توجيه او تاويل لاس پورې کړ . د “الفقه الاکبر”،”العالم و المتعلم”،”الوصيه” او …چې په اصل کې نېغ په نېغه په خپله د امام ابوحنيفه (ره) ليکنې او تاليف نه وو،په نورو پېرونو کې يې د حنفي اهلسنت او جماعت لخوا پکې ډېرى بدلونونه راوستل شول،داسې چې په دې رسالو کې کلامي مطرح مسايل کټ مټ د ماتريدي ښوونځي د کلامي چارو پر بنسټ دي او ان په دې کتابونو او رسالو کې په کار وړل شوې څرګندنې او اصطلاحات او تعبيرات (د کسب اصطلاح او نظريه د خبري صفاتو په باب د بلاکيف تعبير) هماغه څرګندنې-اصطلاحات دي،چې په درې ښوونځيو؛ماتريدي،طحاوي او اشعري کې په کارېږي او تر امام ابوحنيفه (ره) يوه پېړۍ وروسته د ابوالحسن اشعري،ابومنصور ماتريدي او ابوجعفر طحاوي لخوا رامنځ ته شوي دي .په دې ترڅ کې په خپله د “اهلسنت او جماعت” څرګندنه هغه څرګندنه ده،چې د امام ابوحنيفه (ره) پر مهال دود نه وه او د هغه تر پېر وروسته د هغو وګړيو لخوا رامنځ ته شوې،چې د معتزليانو عقل ګرايي او شيعي اندې يې نه منلې،چې په دوى کې د امام ابوحنيفه (ره) يو لړ هغه لارويان هم وو،چې وروسته يې د ماتريدي،طحاوي او اشعري اندو لاروۍ ته مخه کړه او له نورو ډلو يې د ځان پېژندنې په پار ځان ته د “اهلسنت او جماعت” او يا د “السود الاعظم” وټاکه .

نو پردې بنسټ د”اهلسنت او جماعت” څرګندنه هغه تعبير دى،چې درې ښوونځي؛اشعري،ماتريدي او طحاوي رانغاړي،چې له معتزله وو،شيعه وو،مرجئه وو او خوارجو او نورو يې توپير کړي .[21]

حال داچې حنفي اهلسنت او جماعتو دا تعبير د امام ابوحنيفه (ره) پېر ته ورغځولى دى او هغه يې د اهلسنت او جماعت له علماوو ځنې يو عالم وګاڼه . د بېلګې په توګه : د الوصيه کتاب (امام ابوحنيفه (ره) ته منسوب) کې راغلي دي :

(( لما مرض ابوحنيفه رضى الله عنه مرض الموت،اجتمع اصحابه عنده و استوصوا منه وصية على طريق اهل السنة و الجماعة،فامر خادمه حتى اجلسه و جلس خلف ظهره حتى اسنده اليه ثم قال : اعلموا اصحابى و اخوانى و فقکم الله تعالى ان مذهب اهل السنة و الجماعة على اثنتى عشرة خصلة…=هغه مهال چې امام ابوحنيفه (ره) مرګوني حال رنځور شو،زده کړيالان يې ورته راغلل او له هغه د اهلسنت او جماعت د کړنلارې پر بنسټ د وصيت غوښتنه وکړه . امام ابوحنيفه (ره) [چې ويده و] خادم ته يې امر وکړ،کېيېنوي او شاته دې ورته کېني،چې تکيه پرې وکړي . بيا يې وويل : ملګرو او ورونو ! پوه شئ (خداى مو مل شه) د اهلسنت او جماعت ښوونځى دولس ځانګړنې لري …))[22]

د ويل شويو مطالبو په پامنيوي،طبيعي ښکاري د امام ابوحنيفه (ره) کلامې اندې د حنفي اهلسنت او جماعت له ګروهو سره همغږي اوډون او برابرې شوې دي او د کلامي او عدل ګرا حنفيانو په پرتله،چې د نورو سرچينو په واسطه د امام ابوحنيفه (ره) له اندو ګزارش کېږي ، د اهلبيتو له ښوونځي سره لږه همغږي لري .

په هر حال موږ د امام ابوحنيفه (ره) د کلامي اندو په باب د شته روايتونو پر بنسټ،دې اندو ته يوه لنډه کتنه لرو .

٢.خداى پېژندنه

 ١-٢.د خداى تعالى ذاتي صفات

امام ابوحنيفه (ره) په فقه الاکبر کې له مخلوقاتو سره د خداى د ورته کولو تر نفې وروسته،د خداى ذاتي او فعلي صفات راوړي .د “فقه الاکبر” پر بنسټ،چې د حنفي اهلسنت او جماعت لخوا اوډون او برابره شوې ده،امام ابوحنيفه (ره) د خداى د ذاتي صفاتو د قديم ګڼلو په ترڅ کې،د ماتريدي او اشعري په څېر وايي : خداى په پوهه پوه،په ځواک ځواکمن او په کلام متکلم دى او که څوک مدعي شي،چې د خداى تعالى صفات مخلوق يا حادث دي او يا د خداى تعالى د صفاتو په قديموالي کې ودرېږي او يا اړنګ وکړي،نو پر خداى کافر دى .[23]

څرګنده نه ده،چې امام ابوحنيفه (ره) ته ددې تعبيراتو نسبت ورکول به له څومره روغتيا برخمن وي؛ځکه د خداى د ذاتي صفاتو پر قديموالي او همداراز د خداى د ذاتي صفاتو به باب د “په پوهه پوه”،”په ځواک ځوکمن” او په “کلام متکلم” تعبيرونه د ماتريدي او اشعري ښوونځي له ګروهو او تعبيراتو ځنې دي .

 ٢.٢ د خداى تعالى خبري صفات

د “فقه الاکبر” د کتاب له مخې د خداى تعالى د ذاتي صفاتو په باب هم دامام ابوحنيفه (ره) ګروهه هماغه د ماتريديه او اشاعره ګروهه ده . په فقه الاکبر کې راغلي دي :

(( خداى لاس،څېره او نفس لري او داصفات بلاکيف صفتونه دي . نه شو ويلاى،چې د خداى لاس هماغه د ځواک او نعمت لاس يې دى؛ځکه په دې ترڅ کې به دا صفات باطل شي او دا قدريه او معتزله وينا ده . د خداى لاس يې صفت دى؛خو بې له څرنګوالي او کيفيته؛غوسه او خوښي هم د خداى له صفاتو ځنې يو صفت دى؛خو بې له څرنګوالي .))[24]

د “الوصيه” په رساله کې هم د خداى تعالى خبري صفات يې د ظاهري مانا راوړل شوي دي؛لکه :

(( تقر بان الله استوى على العرش من غير ان يکون له الحاجة =منښته کوم،چې خداى تعالى بې له دې،چې اړمن وي،پر استوا عرش يې پيدا کوي .))[25]

ښايي دلته هم دامام ابوحنيفه (ره) خبرې اړول شوې وي او هغه د هغه خپلې مشهورې عقل ګرايانه کړنلارې سره سره د اهل حديثو په څېر خبري صفات يې پر ظاهر حمل کړې وي او په خپله د “بلاکيف” تعبير د ماتريديه[26] او اشاعره وو ځانګړى تعبير دى او د همدې ګروهې په پار ورته “بلاکفه” هم ويل شوي دي .

 ٣-٢ په سترګو د خداى تعالى ليدل کېدل

په سترګو د خداى تعالى ليدل کېدل هم د ماتريديه او اشاعره ګروهه ده، ددې دواړو ښوونځيو په تعابيرو او سبک په فقه الاکبر او الوصيه کې امام ابوحنيفه (ره) ته نسبت ورکړل شوي دي . په فقه الاکبر ( د ملا علي قادري هروي په شرح کې) راغلي دي :

(( خداى تعالى په آخرت کې ليدل کېږي او مؤمنين به په جنت کې خداى تعالى د سر په سترګو ويني او دا ليدنه بې له ورته والي،بې له څرنګوالي او بې له څومره والي ده او د خداى تعالى او مخلوقاتو ترمنځ يې واټن نشته .))[27]

او د “الوصيه” په رساله کې په سترګو د خداى تعالي د ليدل کېدو د ازباد لپاره د ماتريديه وو او اشاعره وو په پام کې آيت راوړل شوى دى :

(( له خداى سره دجنتيانو کتنه حق ده او جنتيان خداى تعالى ويني؛ځکه خداى تعالى ويلي دي : “وجوه يومئذ ناضرة الى ربها ناظرة” او دا کتنه بې له څرنګوالي او ورته والي ده . ))[28]

تر ډېره شونې ده،چې امام ابوحنيفه (ره) ته په سترګو د خداى تعالى د ليدل کېدو د ګروهې نسبت ورکول بې بنسټه او په واقع کې د هغه د ماتريديه او د هغه د ښوونځي وي،چې پر امام ابوحنيفه (ره) ورتپل شوې ده .

 ٣.د ايمان څرګندونه

د الوصيه د کتاب له مخې،امام ابوحنيفه (ره) د ايمان په تعريف کې وايي :[29]((ايمان؛په ژبه منښته،په جنان تصديق او په زړه معرفت دى .))

د ابن بزازي په مناقبو کې راغلي دي : (( امام ابوحنيفه ګروهمن و،چې د زړه عقد او د شهادتينو ويل دي او کړنې نه رانغاړي .))[30]

د ايمان په باب مشهور دي،چې امام ابوحنيفه (ره) سربېره پردې،چې کړنې او اعمال يې د ايمان او پکې يې دنننه نه ګڼل،ګروهمن و،چې ايمان ډېرښت-زيادت او نقصان نه مني . په الوصيه د ايمان د زيادت او نقصان د نه منلو په اړه داسې استدلال شوى دى :

((د ايمان نقصان يوازې د کفر په زيادت سره تصورېږي او هغه يوازې د کفر په کمېدو تصورېږي؛څنګه شونې ده،چې يو وګړى په يو وخت کې هم مؤمن وي او هم کافر ؟ مؤمن حقيقتاً مؤمن او کافر حقيقتاً کافر دى او په ايمان کې شک او اړنګ نشته؛لکه څنګه چې په کفر کې کوم شک پټ نه دى .))[31]

نو پردې بنسټ،د امام ابوحنيفه (ره) له ليدلوري،له هغه ځايه چې ايمان هغه ګروهه ده،چې زړه پرې ډکېږي؛زيادت او نقصان پکې مانا نه لري؛ ځکه زيادت او نقصان تر يقيق فوق او اوچت دى او که ايمان لږ شي؛نو کوم يقين به نه وي .))[32]

 ٤. د ارجاء څرګندونه

ډېرى اهل حديثو،اشاعره وو، معتزله وو او شيعه وو امام ابوحنيفه (ره) مرجئه شمېرلى دى او دا نسبت دومره په خولو شوى دى،چې د څرګندو او مسلماتو په ليکه کې يې ځاى موندلى دى .[33]

خو سره له دې،امام ابوحنيفه (ره) په “العالم والمتعلم” او همداراز په ” رساله به عثمان بتى” د عمل پر ارزښت د ټينګار په ترڅ کې په ډاګه ويلي دي،چې د هغه په ګروهه لزوما ټول مؤمنان به جنت ته نه ځي او ګناهکاران به بې توبې،دخداى په غوښتنه يا وبښل شي او يا به وکړول شي .[34] شهرستاني له امام ابوحنيفه په دفاع کې او دا تور يې ترې لرې کړى،چې مرجئي و او هغه ګروهمن دى،چې امام ابوحنيفه ته د ارجاء نسبت ورکول دروغ دي . هغه قسم خوري،چې امام ابوحنيفه او اصحابو ته يې “مرجئة السنة” ويل کېږي . د شهرستاني په ګروهه :داچې د نورو ډلو مشرانو امام ابوحنيفه مرجي ګاڼه،علت يې دادى،چې هغه ايمان د زړه تصديق ګاڼه او د ايمان زيادت او نقصان يې نه مانه . هغوى ګومان کاوه،چې هغه عمل له ايمان مؤخر ګاڼه .[35]

شهرستاني احتمال ورکوي،چې امام ابوحنيفه ته د ارجاء د نسبت ورکولو بل علت کېداى شي داوي،چې معتزله وو به هر هغه ته مرجي وايه،چې د “قدر” په مسله کې به ورسره مخالف و او خوارجو به هم داسې کول [نو پردې بنسټ] لرې نه ده،چې دا لقب ورته خوارجو او معتزله وو ورکړى وي .[36]

ښکاري،چې امام ابوحنيفه (ره) ه د ارجاء د يو ډول  څرګندونې نسبت ورکول بې بنسټه نه وي؛خو د هغه د ارجاء څرګندونه په قيامت کې د ګناه چارې خداى ته ورسپارل دي،چې په خپله خوښه ورمندون-قضاوت او حکم وکړي او دا د “جهميه له ارجاء” او موافقانو سره توپير لري،چې ويل يې : ګناه هېڅکله ايمان ته ضرر نه رسوي او په واقع کې اباحي ګري دودوي .

د “عثمان به بتي” په رساله کې د امام ابوحنيفه (ره) د ارجاء مانا روښانه راغلې ده . عثمان بتي امام ابوحنيفه (ره) ته وليکل : (( انتم مرجئة .))  امام ابوحنيفه (ره) يې په ځواب کې وليکل :

(( مرجئه دوه ډوله ده : ملعون مرجئه (اباحي ګرايان)،چې زه ترې کرکجن يم او مرحوم مرجئه،چې زه له هغوى ځنې يم او انبياء داسې وو . [حضرت] عيسى خداى ته وويل : ان تعذبهم فانهم عبادک و ان تغفر لهم فانک انت العزيز الحکيم .))[37]،[38]

 ٥. د کسب څرګندونه

د قضا او قدر په باب د حنفي اهلسنت او جماعت د روايتونو له مخې، په کسب کې د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى هماغه د ماتريديه  ليدلورى دى .په فقه الاکبر کې راغلي دي :

((د بندګانو ټولې کړنې يې له حرکت او سکونه په حقيقت کې کسب دى او خداى ددې کړنو پنځونکى دى،د انسانانو ټولې کړنې په الهي مشيت،پوهه،قضا او قدر رامنځ ته کېږي . د ټول واجبه طاعت د خداى په حکم، مينه، رضا، پوهه،مشيت او قضا او قدر ترسره کېږي او ګناهګانې ټولې د خداى په پوهه،قضا او قدر او الهي مشيت تر سره کېږي نه په الهي مينه،رضا او حکم .))[39]

ملا علي قاري هروي د فقه الاکبر په شرح کې اضافه کوي،چې امام ابوحنيفه (ره) د عمرو بن عبيد پر وړاندې د خداى له لوري د بندګانو د افعالو د پنځونې د جوتولو لپاره د ” والله خلقکم و ما تعملون”[40] پر آيت استدلال وکړ .[41] همداراز هغه له الوصيه په نقل سره وايي،چې امام ابوحنيفه (ره) ويلي دي :

(( منښته او اقرار کوو،چې بنده له خپلو ټولو کړنو،اقرار او معرفت سره مخلوق دى؛نو له هغه ځايه،چې فاعل (انسان) مخلوق دى،افعال يې بايد په اولى طريقه مخلوق وي .))[42]

سربېره پردې،د الوصيه له مخې،امام ابوحنيفه (ره) د اشاعره او ماتريديه وو په څېر استطاعت يې له فعل سره همزمانه ګڼلى دى :

(( منښته کوو،چې استطاعت له فعل سره يو ځاى [او همزمانه] دى؛نه تر فعل مخکې او نه تر فعل وروسته؛ځکه که استطاعت تر فعل مخکې وي [انسان به يې] د ترسره کولو پر مهال له خدايه بې نيازه او مړه خوا وي او دا د خداى د څرګندې وينا پر خلاف دى،چې وايي : ” الله الغنى و انتم الفقراء”.[43] او که استطاعت تر فعل مخکې وي،نو محال رامخې ته کېږي؛ځکه په دې بڼه به فعل بې له استطاعته رامنځ ته شوى وي .))[44]

حال داچې د خطيب بغدادي،ابن بزازي او موفق د وينا له مخې،امام ابوحنيفه (ره) په دې باب د قدريانو او جبريانو د شخړې په منځ کې په دې بڼه يوه منځلارې کړنلار نيولې وه،چې ويل يې : ((لا جبر و لا تفويض و لا تسليط ))[45] د خطيب بغدادي او موفق مکي د نقل له مخې،امام ابوحنيفه خداى ته د ظلم،معاصى او فساد د حمل ورکول صحيح نه ګڼل.[46] د حيدر آباد په دکن کې په چاپ شوې الفقه الاکبر کې راغلي دي :

((امام ابوحنيفه د هغه سړي په ځواب کې،چې د قضا او قدر په اړه يې پوښتلى و،لومړى ټاکلى ځواب ور نه کړ او و يې ويل :څوک چې د قضا او قدر په مسله کې څرګندونه کوي،د هغه چا په څېر دى،چې د لمر وړانګو ته ګوري [يعنې] څومره،چې ورته ډېر ګوري؛نو حيرت يې لاپسې ډېرېږي . د پوښتونکي ټينګار لامل شو،چې امام حنيفه په دې اړه خپل نظر څرګند کړي؛نو و يې ويل : په دې باب بايد منځ لارې لار وټاکل شي،چې ” ولاجبر و لاتفويض”.خداى خپل بندګان پر هغه څه نه دي مکلف کړي،چې د ترسره کولو وس يې نه لري او څه چې نه ترسره کولاى شي،نه يې دي ترې غوښتي او د هغه کړنو له امله يې نه کړوي،چې نه يې وي کړي او نه خوښېږي،چې بندګان يې د هغه څه په اړه خوض او تعمق وکړي،چې په اړه يې پوهه نه لري .))[47]

د ابن بزازي د نقل له مخې،امام ابوحنيفه له يوسف بن خالد السمتي سره د مناظرې پر مهال د جبريه او تفويضيه د ليدلوري په ردولو سره د قضا او قدر په باب وويل :

((هذه مسالة مقلة قد ضل مفتاحها …والذى نقول قولا متوسطا بين القولين : لا جبر و لا تفويض و لا تسليط،الله تعالى لا يکلف العباد بما لا يطيقون و لا اراد منهم ما لا يعلمون و الارضى لهم بالخوض فيما ليس لهم به علم،والله اعلم بما نحن فيه = د قضا او قدر مساله يوه پېچلې مساله ده،چې د حل کونجي يې ورک شوي (پېغمبر اکرم (ص)) وفات شوي سره ده . څه چې زه وايم، د جبر او تفويض تر منځ منځلارې لار ده،چې نه جبر دى،نه تفويض او نه تسليط .خداى تعالى خپل بندګان پر هغه څه نه مکلفوي،چې د ترسر ته رسولو وس يې نه لري او خوښ نه دى،چې بندګان د هغه څه په اړه تعمق وکړي،چې په اړه يې پوهه نه لري او خداى زموږ له وضعې ښه خبر دى . ))[48]

ښـکاري،چې امام ابوحنيفه (ره) د منځلارې  لار غوره کول او د هغه له لوري د جبر او تفويض ردول ډېرى صحت ته نږدې وي . ان که د قضا او قدر په ويينه او بحث کې د ابومنصور ماتريدي او ماتريديه روايت د امام ابوحنيفه (ره) د ليدلوري په اړه سم وګڼو؛نو بيا هم ويلاى شو،چې د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى او همداراز د ماتريدي او ماتريديه ليدلوري په دې باب د شيعه او د  اهلبيتو د ښوونځي له څرګندونې ” لا جبر و لا تفويض بل امر بين الامرين” له نظريې سره څرګند نږدېوالى او همغږي لري او يا لږ تر لږه د اماميه وو نظريه ته تر ټولو نږدې څرګندونه ده؛ځکه د ماتريدي د کسب څرګندونه د اشعري د کسب له څرګندونې سره توپير لري او د ماتريديه په ښوونځي کې د فعل په رامنځ ته کېدو کې د انسان ځواک اغېزمن ګڼل شوى دى .[49]  بياضي (په يوولسمه پېړۍ ماتريدي عالم)په اشارات المرام کې د  “امر بين الامرين” د نظريې تر منلو وروسته او د امام باقر وينا ته په اشاره ويلي دي : (( لا جبر و لا تفويض بل امر بين الامرين ))،اضافه کوي،په دې باب د امام ابوحنيفه وينا،چې ويلي يې دي :”د بندګانو کړنې يې په حقيقت کې کسب دى او خداى ددې کړنو خالق دى”،د همدې امر بين الامرين پر نظريې ناظر دى .[50]

امام بزودي هم د کتاب اصول الدين د ماتريديه نظريه په بيان سره په دې باب څرګند کړي،چې د انسان په کړنو کې يې خپل ځواک اغېزمن دى،که څه ځواک يې د خداى مخلوق دى . هغه په دې باب د ماتريديه ليدلورى د جبريه، جهميه،معتزله او اشاعره د نظرياتو مخالف بولي .[51]

 ٦.د قرآن خلق کېدنه او د الهي کلام مساله

د احاديثو اصحابو د قرآن د خلق کېدنې وينا امام ابوحنيفه (ره) ته نسبت ورکړې ده .[52] همداراز د  کلامي او عدلپالو حنفيانو په ويناوو کې امام ابوحنيفه (ره) د قرآن په خلق کېدنه قايل معرفي شوى دى . اسماعيل بن حماد بن ابي حنيفه ويلي دي،چې ابوحنيفه د قرآن پر خلق کېدنه ګروهمن و .هغه ټينګار کوي،چې قرآن مخلوق دى او همدا زما او زما د پلرونو رايه ده .[53] خو بشر بن وليد د امام ابوحنيفه د کودي دا خبره ردوي،وايي چې دا ستا رايه ده؛خو د پلرونو رايه دې نه ده . هغه وايي : څه چې له امام ابوحنيفه رارسېدلي دي،تر دې ډېر نه دي،چې ويل يې : قرآن الهي کلام دى،چې په مصاحفو کې مکتوب او پر ژبو مقروء او پر پېغمبر اکرم نازل شوى دى .زموږ له لوري د قرآن تلفظ او زموږ په واسط د قرآن کتابت مخلوق دى؛خو په خپله قرآن غير مخلوق دى .[54]

هغو روايتونه،چې اهلسنت او جماعت حنفيانو رانقل کړي دي،امام ابوحنيفه (ره) د قرآن خلق کېدنه مردوده ګڼلې ده او پردې څرګندونه ګروهمن يې کافر شمېرلى دى .[55]

همداراز د قرآن پر خلق د قايلو په اړه د تکفير رساله يې هم امام ابوحنيفه (ره) ته نسبت ورکړې ده .[56] په الوصيه کې هم د قرآن او الهي کلام د صفاتو په باب د امام ابوحنيفه ګروهه هماغه د ماتريديه او اشاعره ګروهه ښوول شوې ده او ددې مسئلې د بيان لپاره له هغه تعابيرو ځنې کار اخستل شوى دى،چې په دې دوو ښوونځيو کې ترې ګټنه شوې ده :

((منښته کوو،چې قرآن د متعال خداى کلام او نامخلوق دى . [قرآن] وحې،تنزيل او د خداى صفت دى؛نه يې عين ذات دى او نه يې غير ذات (لا هو و لا غيره)؛بلکې په حقيقت کې د خداى صفت دى . [قرآن] په مصاحفو کې ليکل شوى،په ژبو ويل شوى په سينو کې خوندي او په هغوى کې غير حال دى .

کاغذ،مشواڼۍ او ليکنې ټول مخلوقات دي؛ځکه دا ټول د بندګانو کړنې دي او د بندګانو کړنې هم مخلوق دي؛حال داچې د الهي کلام نامخلوق دى؛ځکه کتابت،ټکي،کلمات او آيتونه،داچې بندګان ورته اړين دي؛نو ټول د قرآن دلالتونه دي؛نو پردې بنسټ که څوک ووايي،چې د متعال خداى کلام مخلوق دى؛نو پر خداى کافر دى .))[57]

ښکاري،چې د قرآن د خلق کېدنې او الهي کلامي پر قدمت ګروهه هم امام ابوحنيفه (ره) ته بېځايه انتساب وي او د کسب د څرګندونې په څېر يو له هغو ګروهو ځنې وي،چې بيا وروسته د اهلسنت او جماعت د حنفيانو په واسطه امام ابوحنيفه ته نسبت ورکړ شوى وي او ددې انتساب په صحت کې جدي ترديد دى .

 ٧.د ديني آګاهۍ د اړتيا کچه

يو له هغو مباحثو ځنې،چې د امام ابوحنيفه په پېر کې مطرح و،دا و،چې هغه لږ تر لږه د ديني آګاهي کچه،چې و کولاى شي،چې ددين تصديق وشمېرل شي او ددې آګاهۍ خاوند ته “مؤمن” وويل شي، څه ده؟ دا بحث د ” د مايسع جهله” ( څه چې جهل ورته وربښل شوى او ايمان ته ضرر نه رسوي) په نامه مطرح شو . د بېلابېلو نقلونو له مخې امام ابوحنيفه (ره) ايمان پر “ما جاء به الرسول” اقرار ګاڼه او فى الجمله او بې له تفسيره اقرار يې د وګړي په “مؤمنتوب” ته بسيا او کافي نه ګڼله؛البته له هغه ځايه،چې ترديد اصل ګروهې ته ورستنېږې،د امام ابوحنيفه (ره) په ګروهه داسې ترديد د کفر لاملېږي . امام ابوحنيفه (ره)

له ځينو ټوليز ګروهو،چې راتېر شو،ځنې ستونزمن ګروهيز مسايل يې ان ديني عالمانو ته هم په “ما يسع جهله” کې ګڼل او د هغوى په باب يې پر چوپتيا او تمېدنه ټينګار کاوه .[58]

٨.په جائر مشر پسې راوتل

د ډېرى نقلونو او بېلابېلو سرچينو پر بنسټ،امام ابوحنيفه (ره) په جائر مشر پسې راپاڅېدل نه يوازې جايز؛بلکې واجب ګڼل . جصاص په احکام القرآن کې وايي :

(( د امام ابوحنيفه (ره) مذهب  له ظالمانو او ظالمو مشرانو د جهاد په تجويز کې مشهور و؛نو ځکه اوزاعي ويلي دي،چې :”موږ په ټولو چارو کې امام ابوحنيفه وزغامه تر دې،چې په توره د جهاد او دظالمانو د وژنې فتوا يې ورکړه او تر هغه وورسته مو و نه شو زغملى”. له زيد بن علي سره د امام ابوحنيفه د مرستې کيسه او داچې په پټه يې خلکو ته فتوا ورکړه،چې د زيد له بري ملاتړ وکړي او همداراز  له محمد  او ابراهيم د عبدالله بن حسن له زامنو يې ملاتړ مشهور دى .))[59]

عبدالله بن احمد په “السنه”  کې له ابويوسف نه په سم سند رانقل کړي دي،چې : “کان ابوحنيفه (ره) يرى السيف = ابوحنيفه [ د جائر مشر پر خلاف] پر وسلوال جهاد ګروهمن و” .[60]همداراز هغه په صحيح سند له ابراهيم بن شماس نه رانقل کړي دي،چې هغه ويلي دي : ” موږ له ابن مبارک سره وو،چې يو وګړي ابن مبارک ته وويل،چې ابوحنيفه مرجي و او [د جائر مشر پر خلاف يې]په توره د پاڅون سپارښتنه  کوله .ابن مبارک د هغه دا وينا رد نه کړه .”[61]

څرګنده ده،چې د امام ابوحنيفه (ره) دا ګروهه په ډاګه د عمومو اهلسنتو له ګروهو سره مخالفه ده،چې له جائر مشره په هرو شرائطو کې لاروي واجبه ګڼي  ؛نو ځکه په دې باب هم د اهلسنت او جماعت حنفيانو کوښښ کړى،چې امام ابوحنيفه (ره) له نوور اهلسنتو سره موافق څرګند کړي . ابوجعفر طحاوي د امام ابوحنيفه او د هغه د دوه شاګردانو د مذهب پر بنسټ د اهلسنت او جماعت د ګروهو په توضيح کې وايي :

 (( موږ په خپلو مشرانو او ولي امر پسې راپاڅېدل جايز نه ګڼو،که څه ظالمان وي او څوک ورپسې راپاڅېدو ته نه هڅوو او له لاروۍ يې لاس نه اخلو او له دوى لاروي؛لکه له خدايه د لاروۍ په څېر فريضه ګڼو .))[62]

ځينو بې مدرکه او يوازې داچې امام ابوحنيفه (ره) له اهلسنت او جماعت سره همغږى وښيي او داچې په جائر امام پسې راپاڅېدل ناشوني وښيي؛نو ويلي يې دي،چې لومړى امام ابوحنيفه په جائر مشر راپاڅېدل جايز ګڼل؛خو وروسته يې نظر واخوت او په جائر مشر پسې راپاڅېدل يې جايز نه ګڼل .[63]

امام محمد زاهد کوثري (د عثماني خلافت وروستى شيخ الاسلام او ماتريدي حنفى) په جائر مشر پسې د راپاڅېدو په باب د امام ابوحنيفه ګروهه منلې ګڼي،هغه وايي سره له دې،چې په دې باب خورا روايتونه شته،نشو منکرېداى،چې د امام ابوحنيفه (ره) مذهب له ظالمانو او ظالمو مشرانو سره په جهاد کې مشهور دى .[64]

 ٩.شفاعت

امام ابوحنيفه د قيامت پر ورځ د پېغمبر اکرم شفاعت يو حقيقت ګڼي . دا ګروهه د اهلسنت او جماعت په سرچينو کې هم رانقل شوې ده . د الوصيه په کتاب کې د امام ابوحنيف (ره) له خولې راغلي دي :

(( و شفاعة نبينا محمد حق کائن لکل من هو اله الجنة، و ان کان صاحب کبيرة=د پېغمبر اکرم شفاعت يو حقيقت او د هر هغه چا لپاره ثابت دى،چې جنتي وي،که څه هم کبيره ګناه يې کړې وي .))[65]

 * ټولونه

څه چې د امام ابوحنيفه د کلامي ليدلوري په باب وويل شول،لاس ته ترې راځي،چې که زموږ د قضاوت کچه، د اهلسنت او جماعت حنفيانو روايتونه، توجيهات او تفسيرونه وي؛نو څرګنده ده،چې په ځينو ځايونو کې يې ليدلوري له اهلبيتو سره توپير مومي؛خو که ومنو هغه څه چې ددوى په واسطه امام ابوحنيفه (ره) ته نسبت ورکړ شوي دي،ټول کټ مټ د امام ابوحنيفه نظريات نه دي؛بلکې د مصلحت سنجۍ له مخې له اهلسنت او جماعت سره د امام ابوحنيفه د همږي ښوولو د کوښښونو او هڅو پايله ده؛نو دې پايلې ته به ورسو،چې د امام ابوحنيفه (ره) نظريات له اهل حديث او نورور افراطي او تفريطي ډلو سره خورا توپير لري .

د کلامي او عدلپالو حنفيانو د روايتونو پر بنسټ که څه هم محدود دي او هم له غير حنفيانو (کلامي،تاريخي،مناقب او نور …)څخه په  رانقل شويو راوايتونو کې و ان د امام ابوحنيفه (ره)له کلامي انديشو نه د اهلسنت او جماعت او ماتريدي ځينو روايتونو او قرآيتونو په منلو سره ويلى شو،چې هغه د کلام په باب يوه منځلارې لار وهلې ده،چې په ډېرو ځايونو کې د اهلبيتو د ښوونځي ښوونو ته ورنږدې کېده؛د بېلګې په توګه :لکه څنګه چې مو وليدل د قضا او قدر په اړه يې ګروهه د اهلبيتو له ښوونځي سره همغږې ده .همداراز د قرآن په خلق کېدنه يې په دې معنا ګروهه،چې پر کاغذونو مکتوب ،پر ژبو مقروء او له موږ سره قرآن او غيرمخلوق توب يې د کلام پر معنا او د ذاتي صفاتو ځنې د يو صفت پر معنا،د اهلبيتو د ښوونځي له ګروهو سره ټکر،تضاد او تناقص نه لري او لکه څنګه چې مو مخکې هم اشاره وکړه،چې ددې موضوع پر سر شخړه (او که دقرآن پر عدم مخلوقتوب د قايلينو مراد، د “الهي کلام” صفت عدم مخلوق توب وي) به يوازې يوه لفظي شخړه وي .[66]

د ارجاء د نظريې په باب هم بايد وويل شي،چې د امام ابوحنيفه (ره) په پام کې ارجاء د اهلبيتو له ښوونځي سره هېڅ ډول ټکر نه لري . د امام ابوحنيفه (ره) ارجاء د اباحي گرۍ په معنا نه ده؛بلکې هغه په لوى لاس په دې نظريه د خوارجو ليدلورى ړنګ کړ او په دې پسې و،چې د مسلمانانو له لورى د بل مسلمان د تکفير پر لار خنډ شي .سره له دې هغه د عمل ارزښت ته هېڅ بې اعتنا نه دى او جهميه پر خلاف ګناهکاران هم جنت ته نه هيلمنوي او يوازې د هغوى اخروي حکم يې خداى ته پرېږدي . په جائر مشر پسې د راپاڅېدلو ګروهې يې هم هغه د عامه اهلسنتو له ګروهو لر کړ او شيعه او متعزله وو ته يې ورنږدې کوي،چې په دې باب د اهلبيتو ښوونځي ته د امام ابوحنيفه د نږدېوالي لپاره مو له بحث سره سم په پينځم څپرکي کې شواهد راوړي دي .

د خداى تعالى د ذاتي صفاتو پر قدمت قول،په سترګو د خداى تعالى ليدل کېدل او پر ظواهرو يې د خبري صفاتو حمل هم،چې څنګه د حنفي اهلسنت او جماعت په سرچينو کې راغلي دي؛ډېر احتمال شته،چې دوى په خپله جوړ کړي وي او نشي کولاى،چې د امام ابوحنيفه (ره) واقعي څرګندونه وي؛ځکه سربېره پر هغو اصلو ګروهو،چې امام ابوحنيفه (ره) ته په دې باب منسوب دي،د امام ابوحنيفه د څرګندونې په بيان کې چې کوم اصطلاحات کارول شوي دي،چې د ماتريديه،طحاويه او اشاعره دي او دا اصطلاحات له بېخه د امام ابوحنيفه په پېر کې دود نه وو .

د شفاعت په باب د امام ابوحنيفه (ره) ګروهه،چې ماتريدي حنفيان يې هم مني،د اهلبيتو د ښوونځي له ښوونو سره همغږي دي .

يوازې د ايمان د زيادت او نقصان ناپذيرۍ په باب ويلاى شو،چې د امام ابوحنيفه څرګندونې د اهلبيتو په ښوونځي کې له څرګندونو سره اړخ نه لګوي؛البته په دې باب هم ښکاري،چې د امام ابوحنيفه (ره) څرګندونې له ټولنيزې مصلحت سنجونې بهر او تشې نه وي .هغه دا د مصلحت له مخې څرګندونه ځکه کړې ده،چې د ايمان په باب يې ستره دغدغه د مسلمانانو په واسطه د نورو مسلمانانو تکفيرول وو .د امام ابوحنيفه په پېر او تر هغه په مخکې پېر کې د ايمان د مسلې پر سر شخړه او د مرجئه وو ادعاوې له يوې خوا او د خوارجو دريځ بلخوا او د ايمان په باب د خوارجو د څرګندونې پيامدونه،د مسلمانانو د تکفير لپاره زمينه له بل پلوه او په پايله کې د مسلمانانو د ټولنيز سستوالي لپاره يې زمينه چمتو کړې وه؛نو امام ابوحنيفه (ره) له افراطي او تفريطي لېوالتياوو په ډډه کولو سره د مسلمانانو د ټولنيزې-ديني ګسيختګۍ د مخنيوي په هڅه کې و. هغه سره له دې،چې په وګړيز ژوند کې په صالحو کړنو او په ټولنيز ژوند کې پر ټولنيز نياو-عدالت ټينګار درلود،د خوارجو پر خلاف په دې باب د دوو متمايزو لارو وړانديز کوي :په وګړيز ژوند کې،عمل له هومره ارزښت سره،د ايمان له حقيقته بېل شماري او بې له دې،چې عاصي او ګناهکار مسلمان ته يې د جنت وعده ورکړې وي، هغه د ټولنې د نورو وګړو ورور او مؤمن شمېري او په دې ترتيب سره د ولايت د خوارجو د برائت ځايناستى کوي . په دې ليدلوري سره ويلاى شو د امام ابوحنيفه (ره) د ارجاء څرګندونه په هغه کړکېچن پېر کې،چې مرکزي خلافت کمزروى و او په بېلابېلو مذهبي او سياسي انګېزو بېلابېل نظامي يونونه راپورته شوي ول،بې له دې،چې په وګړيز اړخ کې مسلمانان سرغړونې ته اړ کړي،په ټولنيز اړخ کې يې د “ايماني ورورولۍ” او “ولايت” پر محور سره راټولول .[67]

او په کلامۍ چارو کې وروستۍ خبره داچې که موږ ان د امام ابوحنيفه په کلامي انديشو کې د ماتريديه د کلامي ښوونځي،د ابومنصور ماتريدي قرآئت ومنو،بيا هم لکه څنګه چې تېر شول،بيا هم ښکاري،چې د اماميه شيعه وو او د اهلبيتو د ښوونځي او ماتريدي ترمنځ خورا ګډ اړخونه وي،تردې چې اماميه يې له نورو کلامي مذاهبو سره ولري؛نو پر دې بنسټ ويلاى شو،چې د اهلسنتو په کلامي  مذاهبو کې اماميه مذهب ته تر ټولو نږدې مذهب ماتريدي دى .

[1] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،پينځم ټوک،د “ابوحنيفه” مدخل ،٣٨١ مخ .

[2] .هماغه ،٣٨٧ مخ (له لږ تصرف سره)

[3] .هماغه سرچينه .

[4] .محمد بن سعد،الطبقات الکبرى ٦/٢٧٣-٢٧٤؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه ،٣٨٧-٣٨٨ مخونه .

[5] .صفي الدين بلخي،فضائل بلخ،٢٨-٢٩ مخونه؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه .

[6] .عبدالجليل قزويني رازي،النقض ،٣٠٤ مخ؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه.

[7]  . عبدالجليل قزويني رازي،هماغه سرچينه ،٥٥١-٥٥٢ مخونه؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه،٣٨٨ مخ .

[8] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه ،٣٨٩ مخ .

[9] .هماغه .

[10] .حکيم سمرقندي،السود الاعظم،١٤٦-١٤٧ مخونه؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه .

[11] .عثمان بن سعيد دارمي،الرد على بشر المريسي،١٠٨ مخ ،د دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه  د نقل له مخې .

[12] .ابوليث سمرقندي،بستان العارفين،١٨٧ مخ؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه .

[13] .حکيم سمرقندي،مخکنۍ سرچينه،١٤٢-١٥٢ مخونه؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه .

[14] .الوصيه،١١ مخ؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه .

[15] .ابوجعفر طحاوي،العقيده الطحاويه؛١٧ مخ؛ حکيم سمرقندي،هماغه،٢٢ مخ .

[16] . دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه ٣٩٠ مخ .

[17] .عبدالقادر بغدادي،الفرق بن الفرق،٢١ مخ؛طاهر بن محمد اسفراييني،التبصير فى الدين،١٦٤ مخ؛محمد بن عبدالکريم شهرستاني،الملل و النحل ١/١٢٦-١٢٧ مخونه .

[18] . ؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه ،٣٩١ مخ .

[19] . ملا علي قاري هروي،شرح فقه الاکبر،٢٦ مخ.

[20] . ؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه .

[21] .د “اهلسنت” د څرګندنې په باب دا توضيح اړينه ده،چې دا څرګندنه بېلابېلې کارونې لري او څه ته چې پورته اشاره وشوه،يو له دې کارونو ځنې وه . په ټول کې دا څرګندنه څو کارونې لري :

١. اهلسنت= ټول ناشيعي مسلمانان . په دې کارونه کې،چې له اهلسنت ته په عامې مانان تعبيرېږي .له مسلمانانو ځنې قسيم   اهلسنت،ټول شيعي او ناسني مسلمانان  او لومړۍ ډلبندۍ کچه هم د خلافت او امامت پر سر اړپېچ دى . اهلسنت هغوى دي،چې د خداى او رسول له لوري يې د امامت لپاره د نص پر شتنون ګروهمن نه دي او شيعه هغوى دي،چې د اهلبيتو د امامت په باب د نص پر شتون ګروهمن دي .ددې اړپېچ په ترڅ کې د شيعه وو او سنيانو کړنلارې او ليدلوري په بېلابېلو کلامي او فقهي جزيي چارو کې سره توپير مومي .

٢. اهلسنت = ټول غير شيعي او غير خارجي مسلمانان . دا ډلبندي د حضرت عثمان (رض) د خلافت پر مهال له امام علي (ک) سره د اړپېچ له امله رامنځ ته شوې ده . ددې ډلبندۍ او څانګې اصلي لامل د “امامت او خلافت” او “د ايمان حقيقت” و،چې له نورو مسلمانانو نه د خوارجو د بېلتون لامل شو . خوارجو د حضرت عثمان (رض) او حضرت علي (ک) تر پوښتنې لاندې راووړ؛خو  اهلسنتو دا داوړه د درېم او څلورم خليفه په نامه ومنل (که څه ځينو اهلسنتو تر ډېره د څلورم خليفه په نامه د حضرت علي (ک) د حقانيت په باب په اړنګ کې وو او امام احمد بن حنبل ددې اړنګ په لرې کولو کې اغېزمنه ونډه درلوده) بله ډله شيعيان ول،چې له هماغه پيله يې د امام علي (ک) پر خلافت ټينګار درلود .

٣.اهلسنت = اهل حديث . په دې کارونه کې،چې کله پکې اهلسنت په ځانګړې مانا تعبيرېږي .اهلسنت يا اهل حديث هغوى دي،چې په فقه کې د عقل يا راى له کارونې سره مخالف دي او تکيه يې حديث او منقولو سرچينو دي او منقولاتو د ظاهرو په راخستنه ټينګار کوي .دا ډلبندي ډېرى د فقهې په ډګر کې کارونه لري .د نقلي فقهې لارويانو او حديث ګرايانو يا هغه ښوونځى،چې مرکزيت يې په حجاز کې دى او عمدتا د امام انس بن مالک په مشرۍ،د اهل حديث يا اهلسنت په نامه يادېږي . ددوى پر وړاندې د کوفې يا عراق د ښوونځي يا د “اهل راى” لارويان دي،چې ددوى ستره  او ټولمنلې وګړه امام ابوحنيفه (ره) دى . البته اهل حديثو په فقه کې خپله کړنلار کلام او عقايدو ته هم ورخپره کړه او له بېخه يې د کلام له علم سره ډډه نه لګېده او هغه يې بدعت ګاڼه او په اند يې څه چې په قرآن او سنتو کې راغلي،بايد بې له عقلي څېړنې تعبدا ومنل شي او هر ډول عقلي ويينه بدعت او کږلاري ده .

٤.اهلسنت = اشاعره،ماتريديه او طحاويه (اهلسنت او جماعت،السود الاعظم) . په دې کارونه کې د اهلسنتو پر وړاندې غټه ډله شيعه او معتزله دي (که مرجئه،خوارج او … هم د اهلسنت او جماعت له ولکې بهر شمېرل کېږي) دلته د ډلبندۍ کچه يا لامل په بېلابېلو کلامي چارو کې  پر کړنلار اړپېچ دى .ددې ډلبندۍ مخينه له څلورمې هجري پېړۍ مخکې نه ځي او د درېو کلامي ښوونځيو؛ اشعري،ماتريدي او طحاوي بنسټګران او لارويانو يوازې ځان ته د “اهلسنت او جماعت” يا “السود الاعظم” نومره غوره کړ .

٥.اهلسنت = ټول ناشيعي او ناوهابي مسلمانان : په دې وروستيو کې د وهابيت تر راپيدا کېدو وروسته له وهابيانو د اهلسنتو د توپير په پار،د اهلسنتو څرګندنه يوازې ناوهابي سني مسلمانانو ته کارول کېږي؛که څه وهابيان په دې ډلبندۍ خوښ نه دي او ځان تر نورو ډېر د “اهلسنت” نوم تا وړ ګڼي؛خو سني او شيعه پوهان او ليکولان د د درې بهيرونو؛اهلسنت،شيعه او وهابيت د ګروهو او ليدلوري په باب د  ويينې په ترڅ کې دا ډلبندي اړينه ګڼي او ورته يې پام وي؛ځکه که وهابيانو ته اهلسنت وويل شي؛نو ټول اهلسنت مذاهب به له وهابيت سره ګډ شي؛خو بايد د اهلسنت او وهابيت د ليدلوري ترمنځ بايد پر توپير قايل شو .

[22] .الامام ابوحنيفه (ره)،الوصية،٤ مخ .

[23] . ملا علي قادري هروي،شرح فقه الاکبر،١٩-٦٤ مخونه .

[24] .هماغه :١٢١-١٢٣ مخونه .

[25] .الامام الوحنيفه؛ الوصية ،٣٨ مخ .

[26] .البته امام مالک به انس هم پر عرش د خداى د استواى په باب ويل : ” الاستواء معلوم،والکيفية مجهولة،والايمان  به واجب،والسؤال عنه بدعة= پر  عرش د خداى استوا معلومه ده؛خو څرنګوالى يې مجهول دى؛ايمان پرې واجب دى؛خو په باب يې پوښتل بدعت دى .” وګ :شهرستاني،الملل و النحل ،لومړى ټوک،٢٠٧ مخ .

[27] .هماغه سرچينه :٢٤٤-٢٤٦ مخونه .

[28] .الوصية :٥٨-٥٩ مخونه .

[29] هماغه ،٢٧ مخ .

[30] .ابن بزازي،د امام ابي حنيفه مناقب،دويم ټوک،١٤١ مخ .

[31] .الامام ابوحنيفه،الوصيه،٢٩-٣١ مخونه .

[32] .محمد ابوزهره،الامام ابوحنيفه ،١٧٤ مخ .

[33] .سعد بن عبدالله اشعري،المقالات و الفرق ،٦ مخ؛ ابوالحسن اشعري، مقالات الاسلاميين،١٣٨ مخ؛ رجال کشي،١٩٠ مخ؛خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ،١٣ ټوک،٣٨٢ مخ؛جمال الدين ابي الحجاج يوسف المزي،تهذيب الکمال،٧ ټوک،٢٧٢ مخ؛شمس الدين محمد بن احمد ذهبي،سير اعلام النبلاء،٥ ټوک،٢٣٣ مخ .

[34] .اخستل شوى دى له :دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د “ابوحنيفه” مدخل،٥ ټوک،٣٨٣ مخ .

[35] .شهرستاني،الملل و النحل،لومړى ټوک،١٢٦ مخ .

[36] .هماغه ،١٢٧ مخ .

[37] .مائده/١١٨.

[38]  . وهبي سليمان غاوجي، ابوحنيفه النعمان امام الائمة الفقهاء،٢١٦ مخ ؛ العالم و التعلم،٩٧ مخ،دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه،٣٨٣ مخ .

[39] .ملا علي قاري هروي،شرح الفقه الاکبر،١٥٣-١٦٢ مخونه .

[40] .صافات/٩٦

[41] .هماغه/١٥٤ مخ .

[42] .هماغه/١٥٥ مخ .

[43] .محمد/٣٨.

[44] .الوصيه /٤٨-٤٩ مخونه .

[45] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه ٢/١٠٤ او خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ ١٣/ ٣٧٧ او ابن بزازي،مناقب ابي حنيفه ١/٨٥ .

[46] .موفق مکي/هماغه . خطيب بغدادي /هماغه .

[47] .الامام ابوحنيفه،الفقه الاکبر ٩/ مخ له محمد ابوزهره،الامام ابوحنيفه /١٦٨ نه په نقل سره او احمد محمود صبحي،فى علم الکلام ٢/٢٢-٢٣ مخونه .

[48] .ابن بزازي،مخکنۍ سرچينه .

[49] . ابومنصور ماتريدي انسان د خپلو کړنو حقيقي فاعل ګڼي ( وګ : ابومنصور ماتريدي،التوحيد ،٢٢٥-٢٥٦ مخونه ) ددې خبره لازمه د فعل په رامنځ ته کېدو کې د انسان د ځواک اغېزمني ده ګنې نو د فعل نسبت ورکول به ورته مجازي وي؛نه حقيقي؛ البته روښانه ده،چې ددې ليدلوري له مخې د انسان ځواک او اراده د الهي ځواک او ارادې په اوږدو کې وي .

[50] .کمال الدين احمد البياضي،اشارات المرام،٢٥٧-٢٥٦ مخونه .جعفر سبحاني، بحوث فى الملل و النحل ٣/٤٨ .

[51] .ابوالميسر علي بن محمد بزودي،اصول الدين ،٤٠،١٠٤_١٠٥ مخونه .

[52] .وګ : ابوالحسن اشعري ،الابانة عن اصول اديانة ،٣٨ مخ؛ خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ ،١٣/٣٧٨-٣٨١ مخونه؛دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د امام ابوحنيفه مدخل ٥/١٦٨ .

[53] .الامام ابوحنيفه،الفقه الاکبر  ٩مخ د محمد ابوزهره،الامام ابوحنيفه ١٦٨ مخ په نقل .

[54] . هماغه سرچينه .

[55] . حکيم سمرقندي،السود الاعظم ،٤٧ مخ؛ابوبکر بيهقي،الاسماء والصفات ،٣٢٢ مخ؛ خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ١٣/٣٧٧-٣٧٨.

[56] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي ،د امام ابوحنيفه مدخل ٥/٣٨٤ .

[57] .الوصية،٤١-٤٢ مخونه .

[58] .امام ابوحنيفه ،العالم و المتعلم ،٩٣-٩٤ مخونه، له دائرة المعارف برزگ اسلامي نه په نقل سره .

[59] .احمد بن جصاص،احکام القرآن ١/٧٠.

[60] .عبدالله بن احمد،السنة ١/١٨٢ له محمد بن عبدالرحمن الخميس،اصول الدين عند الامام ابي حنيفه ،٥٦٨ مخ نه په نقل سره .

[61] . عبد الله بن احمد ،هماغه ، له هماغه نه په نقل سره ،٥٦٨-٥٦٩ مخونه .

[62] .ابوجعفر طحاوي،العقيده الطحاوية (سمونه :نجم الدين محمد الدرکاني)،٥٧ مخ .

[63] . محمد بن عبدالرحمن الخميس،اصول الدين عند الامام ابوحنيفه،٥٦٩ مخ .

[64] . محمد زاهد الکوثري،تانيب الخطيب ،٢١١ مخ .

[65] .الامام ابوحنيفه،الوصية،٦٠ مخ؛ملا علي قاري هروي،شرح فقه الاکبر،١٥٩ مخ .

[66] .په دې معنا د قرآن د قدمت پرتلنه او د “ان من شى ء الا عندنا خزائنه و ما ننزله الا بقدر معلوم ” (حجر/٢١) په څېر له آيتونو د شيعه مفسرانو فلسفي-عرفاني بيان او د قرآن د درجاتو په باب او همداراز “ام الکتاب” به بې ګټې نه وي .

[67] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي، د ابوحنيفه مدخف ٥/٣٨٥ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!