تبلیغات

عمومي بلنه له بعثته درې كاله تېر شوي وو،چې پېغمبر اکرم د خپلوانو تر بلنې وروسته،پر عمومي بلنې لاس پورې كړ. پېغمبر اکرم په درېو كالو كې د خصوصي اړيکو له  لارې ځينې د خداى دين ته رابللي وو؛خو دا ځل يې په ډاډه زړه،عام خلك اسلام ته راوبلل.يوه ورځ د “صفا” غونډۍ په څنګ […]

عمومي بلنه

له بعثته درې كاله تېر شوي وو،چې پېغمبر اکرم د خپلوانو تر بلنې وروسته،پر عمومي بلنې لاس پورې كړ. پېغمبر اکرم په درېو كالو كې د خصوصي اړيکو له  لارې ځينې د خداى دين ته رابللي وو؛خو دا ځل يې په ډاډه زړه،عام خلك اسلام ته راوبلل.يوه ورځ د “صفا” غونډۍ په څنګ كې پر لويه تيږه ودرېد او په لوړ غږ يې وويل:(( ياصباحاه))! (عرب دا ټكى د خطرناكو اووحشتناكو خبرو پېلولو ته كاروي.) خلك ترې راټول شول او ورته يې وويل:((خلكو! كه درته ووايم د دې غره شاته مو دښمنان پراته دي او غواړي ټول ووژني؛نو آيا زما پر خبره به باور وكړئ؟ )) ټولو ورته وويل: هو! ځكه موږ په ټول عمر كې له تا دروغ نه دي اورېدلي! بيا يې وويل:

((قريشو! ځان له اوره وساتئ! زه د خداى پر وړاندې تاسې ته هېڅ كار نه شم كړاى،زه تاسې له دردوونكي عذابه وېروم. زما مثال د هغه ساتونكي په څېر دى،چې د خپل قوم د ساتلو لپاره قوم ته رامنډه كړي او د ((يا صباحا)) په ويلو يې له دې خطره خبر كړي.)) (88)

په دې وخت كې “ابولهب” راغى او ورته يې وويل: پر تا دې افسوس وي ! چې دې خبرو ته دې راټول كړي وو؟

بيا خلك ټول خپاره شول.(89)

 د موخې په لار كې زغم

د هر چا د بري راز په دوو څيزونو كې دى:

لومړى: پر موخه ايمان درلودل.

دويم: په موخې ته رسېدو کې زغم او كوښښ.

 ايمان هماغه باطني محرك دى،چې که انسان وغواړي يا و نه غواړي؛د خپلې موخې پر لور يې ور روانوي او ستونزې يې په نظر كې اسانوي؛شپه و ورځ يې خپلې موخې رسېدو ته هڅوي؛ ځكه كه چا ايمان درلود،چې نېكمرغي په يوه ټاکلې موخه كې ده؛نو د ايمان قوت يې په زوره (له ټولو ستونزو سره) د خپلې موخې پر لور وركاږي. د ساري په ډول: يو ناروغ،چې ايمان لري،ترخه درمل به يې روغ كړي؛نو په اسانۍ يې خوري.

قرآن شريف هم دا خبره کړې،چې د بري راز پر موخه ايمان درلودل دي او هم موخې رسېدو ته زغم لازم دى.

إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ= په حقيقت كې هغوى، چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پر هغوى پرېښتې را كوزېږي (او ورته وايي) چې: (( مه وېرېږئ او مه خپه كېږئ او پر تاسې دې د هغه جنت زېرى وي، چې درسره يې وعده  کېدله!( فصلت/30)

 د پېغمبر اکرم (ص)  زغم او لويه سينه

تر عمومي بلنې مخکې، د پېغمبر اکرم خصوصي اړيکو او تر عمومي بلنې وروستې، ناستومانو هلو ځلو د بوت لمانځيو او كفارو پر وړاندې د مسلمانانو قوي او منظمې ليكې رامنځ ته كړې؛نو ځكه د مکې د كفارو په ناستو كې هم د خطر زنګ ووهل شو،چې بايد وويل شي، چې قريشو ته د يوه نوي خوځښت ځپل او له منځه وړل  سخته چار نه وه؛ خو د قريشو وېره له دې وه،چې د دې خوځښت غړي له يوه ټبره نه؛بلكې له بېلابېلو ټبرونو وو؛ځكه يې غوڅ هوډ نه شو کولاى.

د قريشو مشرانو تر سلا مشورې وروسته هوډ وکړ، چې د دې غورځنګ بنسټ او بنسټګر په بېلابېلو وسايلو له منځه يوسي؛كله يې ورته رنګارنګه غوړې وعدې وركولې،چې كېداى شي،له خپلې خبرې لاس واخلي او يا دا چې په مرګ يې ګواښه او دا د قريشو لس كلنه کړلار وه،چې بالاخره يې هوډ يې وکړ پېغمبراکرم ووژني؛ خو مدينې ته په هجرت يې دا نقشه خاورې ايرې شوه.

 په هغو ورځو كې “ابوطالب” د “بني هاشمو” د ټبر مشر، د پاك زړه، لوړ همت او پراخې سينې خاوند و، چې كور يې د بېوزليو او يتيمانو (پلار مړيو) سرپناه و؛هغه پردې سربېره،چې د مكې رئيس او د کعبې د ځينو چارو مسوول و ،په خپله يې هم د خلكو په زړه كې خورا لوړ ځاى درلود او دا،چې د پېغمبراکرم پالندوی هم و؛نو د قريشو نور مشران [چې “ابن هشام” يې نومونه راوړي دي]،كور ته ورغلل او ورته يې وويل:((وراره دې زموږ خدايانو ته كنځل كوي او دين مو په بده يادوي،زموږ پر عقيدې خاندي،پلرونو ته مو بې لارې وايي؛نو يا يې پوه كړه،چې له دې كارو لاس واخلي او يا داچې ته يې ملاتړ مه کوه او موږ ته يې راوسپاره. (90)

“ابوطالب” ورسره په ځانګړي تدبير خبرې وكړې او هغوى يې نرم كړل؛خو د اسلام د لمر وړانګې ورځ پر ورځ خپرېدې،چې په دې خپرېدو كې ورسره د پېغمبر اکرم فصاحت او د قرآن جذابيت ډېره مرسته كوله.

 حضرت “محمد” (ص) به په تېره بيا په حرامو مياشتو كې تبليغ كاوه،چې مكه له هر ډول بريده خوندي وي. همدا چې د مكې فرعونان پوه شول حضرت “محمد” (ص) د بېلابېلو ټبرونو د خلكو په زړونو كې ځاى نيولى او ډېر يې پلوي شوي؛نو بيا يې هوډ وکړ د پېغمبراکرم يوازېني ملاتړى (ابوطالب) ته ورشي او دا خبره ورسره سپينه کړي؛نو “ابوطالب” ته ورغلل او ورته يې وويل:(( ابوطالبه! ته د شرف او عمر له پلوه پر موږ لوړ يې؛خو موږ مخکې هم درته ويلي وو، چې وراره دې له دې چارو منع كړه؛ خو تا زموږ خبره و نه منله او اوس زموږ د صبر كاسه ډكه شوې؛نور يې موږ نه شو زغملاى، چې په خدايانو پسې مو سپکې سپورې ووايي،موږ بې عقله او عقايد مو پوچ وبولي؛نو ته چې يې ملاتړ يې؛ نو پکار ده، له خپلو چارو يې منع كړې،که نه؛نو له تا او هغه سره به مو اوبه خړې شي.))

د پېغمبر اکرم يوازېنى ملاتړ پردې خبره رسېدلى و، چې د هغه پر وړاندې،چې دين يې له خطر سره مخ شوى،په سړه سينه خبرې وكړي؛ نو د همدې خبرې رسونې ته يې وويل: (( زه به مو خبرې “محمد” ته ورسوم.))

 البته دا ډول ځواب وركول،يوازې د هغوى د غوسې پر اور اوبه تويول وو، چې بيا وروسته ورته  حل را پيدا كړي.

د ټبر مشران چې ولاړل؛نو له وراره سره يې وليدل او د مشركانو خبرې يې ورته وکړې او دا،چې “محمد”(ص) وازمېيي، څومره پر خپله موخه ايمان لري؛نو د ځواب په تمه شول، چې پېغمبر اکرم ورته تاريخي ځواب ورکړ:

((كاكاجانه! پر خداى قسم، كه لمر مې په ښي او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې كېږدي،چې له خپل تبليغه لاس واخلم؛نو هېڅكله به دا كار و نه کړم، په خپلې موخې پسې به هغې ځم  تر څو پر ستونزو برلاس او بريالى شم او يا خپل سر و بايلم.))

 د پېغمبر اکرم په سترګو کې پر خپلې موخې د ايمان اوښكې راټولې شوې او د تره له كوره ووت. پر موخه ايمان درلودلو او په زړه پورې ځواب يې پر “ابوطالب” اغېز وكړ او د ټولو خطرونو په زغملو يې وويل:(( وراره! پر خداى، چې يوه شېبه به دې هم له ملاتړه لاس وانه خلم؛ تكړه شه او خپله دنده سرته ورسوه! )) (91)

 ابوطالب ته د قريشو درېم ځل ورتلل

د اسلام ورځ پر ورځ خپرېدل،”قريش” په چورت كې كړي وو او د چارې په لټه كې وو؛بيا سره راټول شول او ويې ويل: “ابوطالب”؛ځكه د “محمد” ملاتړ دى،چې ورته يې خپل زوى ويلى؛نو راځئ ښکلی ځوان ورته بوځو او ورته ووايو:راشه دې ځوان ته زوى ووايه؛نو “عماره بن وليد بن مغيره” يې ورته بوت او خپلې ګيلې او ګواښونه يې پېل كړل او ويې ويل:(( د “محمد” له ملاتړه لاس واخله او د وليد زوى ته خپل زوى ووايه، چې ښكلى، شاعر او په خبره پوه دى.))

 حال دا چې د “ابوطالب” په رګونو كې د غيرت وينه خوټېده، په لوړ غږ يې وويل:((ناوړه چلن راسره كوئ! تاسې خپل زوى راكوئ، چې په لمن كې يې وساتم او د خپل ځيګر ټوټه دركړم، چې ويې وژنئ؟! پر خداى قسم، چې دا كار به هېڅكله و نه شي.)) (92)

“مطعم بن عدى” راپاڅېد او ويې ويل: د قريشو وړانديز خو منصفانه و! ته يې هسې نه منې!

“ابوطالب”: د انصاف خبره دې ونه کړه! ثابته ده،چې ته مې ذلت غواړې او “قريش” په ما پسې راپاڅوې.ځه! لاس دې خلاص او توره دې تېره ! څه، چې دې  له لاسه كېږي،و يې كړه.

 قريش پېغمبر اکرم (ص) ته غوړه ژمنه وركوي

“قريش” پوه شول،چي “ابوطالب” نه شي راضي کولاى،كه څه هم هغه خپل اسلام نه ښيي؛خو د زړه له كومې له حضرت “محمد” (ص) سره مينه لري؛نو هوډ يې وکړ، چې پېغمبر اکرم ته د مقام،منصب،ډاليو او ښکلو ښځو ژمنه وركړي.ګوره که دا ځل په دې خبرو له خپلې بلنې لاس واخلي؛بيا د “ابوطالب” كور ته ورغلل،چې وراره يې په څنګ كې ناست و.

 استازي يې خبرې پېل كړې:((ابوطالبه! “محمد” راكې درز اچولې، زموږ پر عقلونو يې وخندل،په موږ او خدايانو پورې يې ملنډې وكړې؛نو كه دا کار مال ته كوي،چې مال دركړو او كه منصب ته يې كوي؛نو منصب به وركړو او خپل واكمن به يې كړو. خبرې ته يې غوږ ږدو او كه ناروغ شو؛ نو درملنه يې كوو….))

“ابوطالب” پېغمبر اکرم ته وويل:(( د قوم مشران راغلي،چې په بوتانو پسې يې نورې سپکې سپورې ونه  وايې، چې درنه  لاس واخلي.))

پېغمبر اکرم خپل تره ته وويل:(( زه ترې هېڅ نه غواړم! هغوى دومره وړانديزونه وكړل؛خو زه به ورته يو وړانديز وكړم؛كه و يې مانه؛ نو پر عربو به حكومت وكړي او ناعرب به مو هم پلويان شي.))

 په دې وخت كې “ابوجهل” را ودانګل او ويې ويل: (( چمتو يو، لس خبرې دې ومنو.))

پېغمبر اکرم:((وړانديز مې دادى،چې د خداى پر يووالي اعتراف او ګواهي وركړئ.))

 د پېغمبر اکرم دا خبره اوبه وې،چې پر تمو يې واړول شوې؛غلي شول او د يوه له خولې هم له هيبته سپڼ را ونه ووت او ټولو په ترهورتيا وويل: (( 360 خدايان پرېږدو او يو خداى دې ومنو!!))

قريش نهيلې او په غوسه له كوره ووتل.

 د ص سورت (4-7 ) آيتونه د همدې پېښې په باب نازل شوي دي.(93)*

 وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ= او(مشرکانو) تعجب وكړ، چې خپل يو سړى يې خبروونكى راغلى او كافرانو وويل: (( چې دا يو دروغجن كوډګر دى،

أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ= ايا هغه (بې شمېره) معبودان يو معبود (الله) كړى دى، په رښتيا دا (له ډېرو معبودانو يو جوړول، چې نور معبودان پرېږدئ او د يوه الله عبادت وكړئ) ډېر عجيبه څيز دى!.))

وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ= او مشران يې په بيړه (له غونډې) ووتل (او ويي ويل چې:) “ځئ او د خپلو معبودانو( پر لمانځنې) ټينګ اوسئ، بېشكه دا يو شى دى،چې غوښتي يې دي (تاسې بې لارې كړي).

مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ=(بل خوا) موږ دا (مطلب) په وروستي دين (عيسوى)كې (هم) نه دى اورېدلى، دا (ادعا) بې له ځانه جوړشويو دروغو بل څه نه ده.  (94)

 د قريشو د كړونو بېلګه

له هغه ورځې،چې پېغمبر اکرم د چوپتيا پردې وشلولې او خپل تاريخي ځواب يې وركړ؛نو “قريش” يې له هر ډول وړانديزه نهيلي كړل،چې دې ځواب د پېغمبر اکرم د ژوند نوى څپرکى پرانست؛ ځكه تر هغه ورځې پورې،قريشو په ټولو كړنو كې د پېغمبر اکرم احترام ساته؛خو چې وړانديزونه يې خاورې ايرې شول؛نو ناچار شول كړنلار بدله كړي او په هره بيه، چې وي،د اسلام د خپرېدو مخه ونيسي؛نو راټول شول او هوډ يې وکړ پر كنځلو،ځورولو، ډارولو او ګواښ د پېغمبر اکرم مخه ونيسي.

 له پېغمبر اکرم سره پر دننني،روحي او معنوي لامل سربېره،باندينى مرستندوى؛”بني هاشم” وو،چې په سر كې يې “ابوطالب” و؛ځكه له كله چې “ابوطالب” خبر شو قريشو هوډ کړى وراره يې وځوروي؛نو ټول “بني هاشم” يې راغونډ كړل او ترې يې وغوښتل  د حضرت “محمد” (ص) ملاتړ شئ.

 ځينو د ايمان او ځينو د خپلوۍ له پلوه له د حضرت “محمد”(ص) ملاتړ اعلان كړ. يوازې “ابولهب” او دوه تنه نورو،چې نومونه يې د پېغمبر اکرم د دښمنانو په ليكه كې راځي، د پېغمبر اکرم ملاتړ ونه کړ؛خو دې دفاعي ليكې،پېغمبر اکرم له ځينو ناوړو پېښو و نه ساتلاى شو؛ ځكه په هر ځاى كې يې، چې پېغمبر اکرم ليده؛نو ځوراوه يې.

 د بېلګې په توګه:

1 _  يوه ورځ “ابوجهل” پېغمبر اکرم په “صفا” كې وليد،كنځل او ستغې سپورې يې ورته وويلې او ويې ځوراوه. رسول اکرم ورته هېڅ و نه ويل او خپله لار يې ونيوه. “ابوجهل” هم د کعبې تر څنګ د قريشو غونډې ته ور روان شو. دا مهال “حمزه” د پېغمبر اکرم تره [چې رضاعي ورور يې هم كېده او خپله لينده يې  پراوږه اچولې وه] له ښكاره راستون شوى و؛عادت يې دا و، چې له ښكاره د راستنېدو پر مهال،مخکې له دې،چې خپل زامن او كورنۍ وويني،د کعبې طواف ته به ته او بيا يې د کعبې شاوخوا ته پر ناستو قريشو سلام اچاوه؛نو پر هماغه ورځ چې تر دې مراسمو وروسته كور ته روان و،د “عبدالله بن جدعان” مور يې مخې ته راغله ، ورته يې وويل :((“حمزه” ! كاشکې دلته څو شېبې مخكې واى او څه، چې ما پر سترګو ليدلي وو،تا هم ليدلي واى؛وراره ته دې “ابوجهل” كنځل وكړې او ويې وځوراوه!!!))

 د مينځې خبرو پر “حمزه” ډېر اغېز وكړ او بې له دې، چې د كار پايله وسنجوي،هوډ يې وکړ له “ابوجهله” د وراره غچ واخلي؛نو بېرته راوګرځېد او په “ابوجهل” پسې ولاړ او “ابوجهل”،چې دکعبې تر څنګ،د قريشو په غونډه كې ناست و،په خپله لينده پر سر وواهه او سر يې ورمات كړ او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل:(( ته پېغمبر اکرم ته كنځل كوې! ما پرې ايمان راوړى او پر كومه لار،چې ځي،زه هم پرې روان يم، كه مېړه يې؛ نو راسره يې ګز كړه!))

 دا مهال د “بني مخدوم” د ټبر څو تنه د “ابوجهل” په پلوۍ راپاڅېدل؛ خو “ابوجهل” موقع پوه و او نه يې غوښتل جګړه وشي؛نو ويې ويل:(( ما له “محمد”سره بد چلن كړى و او “حمزه” حق لري له ما خپه شي.)) (95)

دا پېښه ددې ګواه ده،چې “حمزه”،چې وروسته بيا د اسلام له سترو سردارانو شو،د پېغمبر اکرم په ساتنه او ملاتړ او د پېغمبر اکرم د ګوند په پياوړتيا كې ستره ونډه درلوده.

“ابن اثير” (کامل: ٣/٥٩) ليكي:(( قريشو د اسلام د پرمختګ لوى لامل “حمزه” ګاڼه؛نو ځكه د نورو دسيسو په فكر كې شول))،چې وروسته به وويل شي.

 “ابوجهل” رسول اکرم ته په څوکې کېدل

د اسلام پر مختګ “قريش” خورا وارخطا كړي وو. داسې ورځ به نه وه، چې داسې خبر يې نه اورېده،چې نن د پلاني ټبر بل هم مسلمان يا مسلمانه شوه؛نو ځكه په زړونو كې يې دغوسې لمبې بلې وې.

 د مكې فرعون (ابوجهل) يوه ورځ د قريشو په غونډه كې وويل:

(( قريشو! ګورئ، چې “محمد” زموږ په دين، پلرونو او خدايانو پسې سپکې وايي او موږ بې عقله ګڼي. پر خداى قسم ! سبا به “محمد” څارم او لويه تيږه به له ځان سره اخلم او،چې جومات ته ولاړ؛ نو سر يې پرې ماتوم.))

 د هماغې ورځې پر سبا،چې پېغمبر اکرم “”مسجدالحرام”” ته راننووت او د “ركن يماني” او “حجرالاسود” په منځ كې لمانځه ته ودرېد؛نو ځينې “قريش” چې د “ابوجهل” له نقشې خبر وو، په فكر كې وو، چې “ابوجهل” به په خپله هڅه كې كاميابېږي او كه نه؟ پېغمبر اکرم سجدې ته ولاړ او “ابوجهل” ورنږدې شو،چي زړه ته يې وېره راغله او په رپېدو او وېره قريشو ته راستون شو. ټول يې مخې ته راغلل او ويې ويل: ابوجهله! څه چل وشو؟ “ابوجهل” په لړزنده غږ وويل:(( وېره مې زړه ته راولوېده،چې كله هم نه وه رالوېدلې؛نو ځكه له خپل هوډه پر شا شوم.)) (96)

په دې كې شك نشته،چې د “ابوجهل” په زړه كې غيبي قوتونو وېره اچولې وه او پاک خداى خپل استازى د ملنډو وهوونکيو له شره وژغوره. “انا كفيناك المستهزئين”.

د پېغمبر اکرم د كړاوونو بېلګې هم په تاريخ كې ثبت دي، چې يوه يې دا ده:

يوه ورځ پېغمبر اکرم طواف كاوه،چې “عقبه بن ابى معيط” وکانځه، د پېغمبر اکرم پګړۍ يې ورته په غاړه كې واچوله او له جوماته يې راوايست،چې بيا ځينو د بني هاشمو له وېرې ترې خلاص كړ.(97)

پېغمبر اکرم خپل تره؛”ابولهب” او ښځې يې؛”ام جميل” خورا ځورولى دى.پېغمبر اکرم په ګاونډ كې يې و. هغوى به هر ډول سره او چټلي، پر پېغمبر اکرم اچوله. يوه ورځ “ابولهب” پرې “د پسه لرى” واچاوه او كار تردې و رسېد، چې “حمزه” په غچ کې هماغه كار پر “ابولهب” وكړ.

 د مسلمانانو كړول

د بعثت په سر كې،د ځينو لاملونو له امله،اسلام پرمختګ وكړ،چې يو يې هم د پېغمبر اکرم او يارانو او پلويانو زغم او استقامت و. تاسې په تېرو مخونو كې د مسلمانانو استقامت ولوست.د پېغمبر اکرم د يارانو زغم هم په مكه كې (،چې د شرك او بوت لمانځى د حكومت مركز و) د پام وړ دى،[چې په دې باب به تر هجرت وروسته څپرکيو كې بحث وكړو]. اوس د څو تنو پر ژوند رڼا اچوو،چې د مكې په بې پناه چاپېريال كې اوسېدل او يا يې مكه له كړاوونو  پرېښې وه.

 1 _ حضرت بلال حبشي (رض):

مور و پلار يې له “حبشې”،”جزيرة العرب” ته اسيران راوستل شوي وو.  حضرت”بلال”،چې بيا د خداى د استازي موذن شو، د “اميه بن خلف” مريى و. “اميه” د پېغمبر اکرم سخت دښمن و او دا چې د پېغمبر اکرم ټبر د پېغمبر اکرم دفاع ته ملاتړلې وه؛ نو زور يې پرې نه رسېده؛ نو “اميه” د غچ لپاره،مسلمان شوى مريى، د خلكو په مخ كې، په سره اوړي كې سوځنده لمر لاندې پر سرو شګو بربنډ اچاوه او پر سينه يې ورته لوى ګټ کېښووه او پر شنو لښتو يې واهه او ورته ويل يې:(( دومره به دې ووهم، چې ساه دې ووځي او هله به دې پرېږدم،چې د “محمد” د خداى له عبادته لاس واخلې او بيا د “لات” او “عزى” عبادت پېل كړې.))

خو  حضرت”بلال” د ټولو خبرو ځواب په دوو ټكيو (،چې پراخه سينه او زغم يې راښيي) وركاوه او ويل يې: (( احد، احد؛ يعنې خداى يو دى او كله به هم بوت لمانځنې ته ور و نه ګرځم. ))

 د دې تور مريي زغم او استقامت ټول حيران كړي وو،تردې چې “ورقه بن نوفل” يې پر بدحال وژړل او “اميه” ته يې وويل:(( پر خداى قسم! كه په دې وضع مو وواژه؛نو له قبره به يې زيارت جوړ كړم.)) (98)

كله به “اميه” تردې هم زيات ظالم شو او د  حضرت”بلال” په ورمېږ كې به يې پړى واچاوه او ماشومانو ته به يې ويل،چې په كوڅو كې يې راكاږئ.(99)

د اسلام په لومړۍ غزا (بدر) كې، “اميه” او زوى يې مسلمانانو ونيول ، ځيني د “اميه” په وژنې ناخوښه وو؛خو  حضرت”بلال” وويل:((هغه د كفر مشر دى، چې بايد ووژل شي))، چې بالاخره د خپلو كړنو سزا وركړ شوه.

 2 _ حضرت عمار ياسر او مور و پلار يې:

 مور و پلار يې په لومړيو كې اسلام راووړ. هغه مهال يې ايمان راووړ، چې پېغمبر اکرم د  حضرت”ارقم بن ابى الارقم”(رض) په كور كې و،چې مشركان يې پر اسلام راوړو خبر شول؛نو چې څومره يې له لاسه كېدل، ظلمونه يې پرې وكړل. (100)

مشركانو به دا درې تنه په سخته ګرمۍ كې له خپل كوره راايستل او لمر ته يې درول،چې د ډېر ظلم او تېري له امله حضرت “ياسر” شهيد شو. يوه ورځ  حضرت “سميه” په دې باب “ابوجهل” ته په غوسه شوه او هغه ظالم هم نېزه راوخېسته او د “سميه” په سينه كې يې ومنډله او شهيده يې كړه. ددې ښځې او مېړه پر حال د پېغمبر اکرم زړه وسود او يوه ورځ، چې يې دا حال وليد؛نو په ژړغونو سترګو يې ورته وويل:(( د ياسر كورنۍ! صبر وكړئ، چې ځاى مو جنت دى.))

 مشركانو،چې  حضرت “ياسر” او  حضرت “سميه” شهيدان کړل ؛ نو د  حضرت”عمار” ځورول يې هم پېل كړل. حضرت”عمار” د خپل ځان ساتلو لپاره په ظاهره له اسلامه وګرځېد؛خو ډېر ژر پښېمانه شو او په سرو سترګو پېغمبر اکرم ته راغى او په خپګان يې خپله کيسه وكړه. رسول اکرم ورته وويل:(( آيا دا خبره دې (،چې له اسلامه اوښتى يې) د زړه له كومې  كړې وه؟)) حضرت “عمار”: (( زړه مې اوس هم له ايمانه ډك دى.)) پېغمبر اکرم: (( پوټى وېره زړه ته وا نه چوې، چې دا كار دې ځان ساتنې ته كړى.))

 چې بيا د نمل 106 آيت د  حضرت”عمار” د ايمان په باب نازل شو: (( مګر هغه، چې په زوره راګېر شي؛ خو زړه يې له ايمانه ډك دى. )) (١٠١)

3 _ حضرت عبدالله بن مسعود (رض):

هغوى،چې په پټه بلنه يې اسلام منلى و،راټول شول او ويې ويل:(( قريشو لا تر اوسه زموږ قرآن نه دى اورېدلى؛نو څومره به ښه شي، چې يو له موږه پاڅي او په “مسجدالحرام” كې په خواږه غږ قرآن ووايي.))

 عبدالله بن مسعوددې كار ته غاړه كېښووه؛ولاړ او چې د قريشو مشران “”مسجدالحرام”” ته راغلل؛نو په لوړ او ښکلي غږ يې شروع كړه:

 (( بسم الله الرحمن الرحيم، الرحمن،علم القرآن،خلق الانسان، علمه البيان. ))

 د قرآن شريف دې فصيحو ټکيو د كفارو په زړونو كې وېره واچوله او غبرګون ته راټول شول او  حضرت”عبدالله بن مسعود” يې دومره وواهه، چې وينې ترې روانې شوې او په همدې وضع يې ځان د خداى د رسول يارانو ته ورساوه؛ خو سره له دې ټولو كړاوونو او دردونو خوشحاله و،چې قرآن خو يې د هغوى غوږونو ته ورساوه.(102)

4 _ حضرت “ابوذر” غفاري (رض):

 حضرت”ابوذر” څلورم يا پينځم تن و،چې مسلمان شو(1)؛يعنې د بعثت په هماغو لومړيو ورځو كې مسلمان شو او د اسلام له وړومبنيو ګڼل كېږي.(103)

د قرآن د وينا له مخې:

وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ= او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)،

أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ= همدوى (خداى ته) نژدې دي. (104)

او چا چي د مکې تر سونې مخكې اسلام راوړى وي؛ د فضيلت او مقام له پلوه له هغوى سره برابر نه دي،چې د مكې تر فتحې وروسته يې اسلام راوړى وي.

قرآن وايي:

وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ= او پر تاسې څه شوي، چې د خداى په لاركې نفقه نه وركوئ،حال دا چې د اسمانو او ځمكې ميراث يوازې خداى ته پاتې دى (او څوك څه شى له ځان سره نه وړاى )؟! له تاسې، چې چا له بري (د مكې له سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، هغه يو انډول نه دى (چې تر بري وروسته يې انفاق كړى دى) مقام يې تر هغو لوړ دى،چې تر سوبې وروسته يې نفقه وركړې او جنګېدلي دي او خداى له ټولو سره د غوره (بدلې) وعده كړې ده او څه چې كوئ، خداى پرې خبر دى. (105)

 د اسلام لومړى منادي

هغه مهال چې حضرت”ابوذر” اسلام راووړ؛ نو پېغمبر اکرم به خلك په پټه اسلام ته رابلل او تردې دمه ښكاره بلنه نه وه پېل شوې. په هغو ورځو كې د اسلام پلويان،خپله پېغمبر اکرم او پينځه نور كسان وو. ددې شرائطو غوښتنه وه،چې  حضرت”ابوذر” پر خپل ايمان پرده واچوي او چوپه خوله له مکې ووځي او خپل ټبر ته ورشي؛خو “ابوذر” انقلابي روح درلود؛ ته وا هغه يې همدې ته پيدا كړى،چې د ظلم پر خلاف يې وكاروي او له بې لاريو سره مبارزه وكړي او “ابوذر” تردې بل غټ باطل نه ليده،چې خلكو به لرګيو او تيږو ته سجدې كولې.

 “ابوذر” دا خبرې نه شوى زغملای؛ نو چې څو شپې يې په مكه كې وكړې؛د خداى استازي ته يې وويل: ((ما ته څه دنده راسپارئ؟)) پېغمبر اکرم: (( ته کړاى شې،چې خپل ټبر اسلام ته راوبلې. ځه ! اوس خپل ټبر ته ورستون شه، څو مې حکم در ورسېږي.))

“ابوذر”:((پر خداى قسم! مخكې له دې،چې خپل ټبر ته ورستون شم، د اسلام غږ به ددې خلكو غوږونو ته ورسوم او دا خنډونه به غوڅ كړم.))

 دا خبره چې يې وكړه؛نو “”مسجدالحرام”” ته ولاړ، چې يوه ډله “قريش” پکې ناست وو؛نو په ډاډه او لوړ غږ يې وويل:

((اشهدان لا اله الا الله و اشهدان محمدا رسول الله!

تاريخ ګواه دى  چې دا د اسلام لومړى ښكاره غږ و، چې راپورته شو. دا غږ د يوه مسافر،غريب او د داسې سړي له خولې راووت، چې په مكه كې يې  نه قوم درلود او نه خپلوان!

د “ابوذر” غږ، چې په “”مسجدالحرام”” كې خپور شو؛نو “قريش” پرې راټول شول او دومره يې وواهه،چې بې سده شو.

خبر د پېغمبر اکرم تره “عباس” ته ورسېد، په منډه يې ځان ورورساوه او ځان يې د “ابوذر” پر بدن وغورځاوه او خلاصولو ته يې په نرمه ورته وويل: ((تاسې ټول سوداګر ياست او مالونه مو د “غفار” له ټبره تېرېږي او دا ځوان هم د “غفار” له ټبره دى،كه ومړ؛نو د قريشو سوداګري به له خطر سره مخ شي؛ ځكه يو كاروان به پرې نه ږدي،چې له غفاره  تېر شي.))

پر قريشو خبرو اغېز وكړ او د “ابوذر” له وهلو لاس واخيست؛ خو “ابوذر” سبا بيا “مسجدالحرام” ته راغى او خپل شعار يې بيا ووايه،چې د پرون په څېر بيا پرې “قريش” راټول شول او ويې واهه. دا ځل بيا هم “عباس” “ابوذر” خلاص كړ.(106)

كه “عباس” نه واى راغلى؛نو خداى خبر، له “ابوذر” يې له لاسه ژوندى راوتلى واى؛ خو “ابوذر” هغه نه و،چې د اسلام د پرمختګ له مبارزې يې دومره ژر لاس اخستى واى او همدا وو،چې څو ورځې وروسته يې بيا پر مبارزې لاس پورې كړ، چې يوه ورځ يې يوه ښځه وليده، چې د کعبې د طواف پر مهال يې  “اساف” او “نايله” ته غږ کړ او  په زاريو يې ترې خپلې اړتياوې غوښتې. “ابوذر” ددې  ښځې له ناپوهۍ خپه شو او دا چې و يې پوهوي، چې دا دوه بوتان درك او شعور نه لري؛نو و يې ويل:  ((دا دواړه بوتان يو بل ته واده كړه.))ښځه په دې خبرې ډېره خپه شوه او چغې يې كړې :(( ته “صائبي” يې.))د ښځې دې چغې پر “ابوذر” “قريش” راټول كړل او “ابوذر” يې په لغتو وواهه او په كاڼو يې وېشته،چې د “بني بكر” د ټبر څو ځوانان راغلل او خلاص يې كړ.(107)*

 د غفار ټبر مسلمانېدل

پېغمبر اکرم د خپل نوي شاګرد،د باطل پر خلاف د مبارزې پر استعداد ښه پوهېده؛خو تر اوسه لا د مبارزې او شدت عمل  وخت نه و رارسېدلى؛ نو ځكه يې ورته وويل،چې خپل ټبر ته ورستون شي او خلك دين ته راوبلي.

  حضرت”ابوذر” خپل ټبر ته ورستون شو او ورو ورو يې د اسلام او د پېغمبر اکرم په باب خبرې پېل كړې؛لومړى د “ابوذر” مور او ورور اسلام راووړ،بيا د “غفار” نيم ټبر مسلمان شو.”يثرب” ته د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته، هغه نيم پاتې ټبر هم مسلمان شو او د “اسلم” ټبر هم د “غفار” د ټبره په پلوۍ اسلام راووړ. (108)*

  حضرت”ابوذر” د “بدر” او “احد” تر غزاوو وروسته مدينې ته راغى او له رسول اكرم سره پاتې شو.

 

88_ سيره حلبى، 1/321

89_ سيره حلبى، 1/321

90_ سيره ابن هشام 1/265

91_ سيره ابن هشام  1/ 265-266

92_ سيره ابن هشام 1/266-267

93_ تاريخ طبرى 2/ 66-67  ، سيره ابن هشام 1/295-296

94_ سوره ص / 4-7

95_ سيره ابن هشام 1/313  او تاريخ طبرى 2/ 72

96_ سيره ابن هشام 1/ 298-299

97_ وګورئ: بحارالانوار ،  18/ 204

98_ سيره ابن هشام، 1/ 318

99_ طبقات ابن سعد” 3/233

100_ ابن اثير،كامل 2/45

101_ سيره ابن هشام، 1/ 320

102_ سيره ابن هشام 1/314

103_اسدالغابه 1/301 ،الاصابه، 4/ 64 ،الاستيعاب 4/62

104_ سو ره واقع / 10 او 11 آيتونه ، سوره توبه / 100 آيت

105_سوره حديد/ 10

106_ حليه الاولياء 1/158-159

طبقات ابن سعد، 4/225

الاستيعاب 4/63

الاصابه 4/64

الدرجات الرفيعه / 228مخ.

107_ طبقات ابن سعد، 4/ 223

108_ طبقات ابن سعد، 4/221-222 او 226 مخونه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!