تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة القمان د منتخبو آیتونو شرح د لقمان سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو كې رالنډېږي: 1_ په مقطعه ټكيو پسې د قرآن ستریا او مؤمنانو ته يې (چې ځانګړې ځانګړنې لري) ښيون او رحمتوالي ته اشاره شوې ده. 2_ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة القمان د منتخبو آیتونو شرح

د لقمان سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو كې رالنډېږي: 1_ په مقطعه ټكيو پسې د قرآن ستریا او مؤمنانو ته يې (چې ځانګړې ځانګړنې لري) ښيون او رحمتوالي ته اشاره شوې ده. 2_ د بې ستنو اسمان په درولو كې يې د خداى د پنځون نښو، پر ځمكه د غرونو پنځول، بېلابېل خځندګان، اورښت او د بوټيو د پاللو په باب پكې خبرې شوي دي. 3_ زوى ته د لقمان له يو شمېر حكمت ډولو خبرو يادونه شوې ده. 4_ بيا يې د توحيد دلايل ويلي دي، د اسمان او ځمكې ايلېدل، د پالوونكي پرېمانه نعمتونه او د بوتپالو د منطق غندنه، چې له نيكونو څخه ړندې لاروۍ د بېلارېتوب په جوغوړي كې ورغورځولي دي؛ همدا راز د يوې بېلګې په راوړو يې د خداى پراخه او بې پايه پوهې ته اشاره كړې. 5_ مرګ ته يې لنډه او لړزوونكې اشاره كړې ده. (نمونه، 17: 5 مخ)

 وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۶﴾ = او ځينې خلك خوشې خبرې پېري، چې (خلك) په ناپوهۍ د الله له لارې واړوي او الهي آیتونه ټوکې ګڼي (؛ نو) همدوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى.

 6_ غنا؛ د شيطان يوه ستره لومه : ((لَهْوَ الْحَدِيثِ)) پراخ مفهوم لري، چې هر ډول خبرې يا بوختوونكي سازونه رانغاړي، چې انسان چټياتو يا بېلارۍ ته راكاږي؛ لكه غنا، اوازونه، شهوت راپاروونكي او هوسي سازونه، داسې خبرې، چې د سازونو له مخې نه؛ بلكې د منځپانګې له مخې، انسان چټياتو او فساد ته وركاږي. ددې آيت په تفسير كې د اهلبيتو له امامانو ګڼ شمېر روايات راغلي، چې د ((لَهْوَ الْحَدِيثِ)) يو مصداق ((غنا)) ده، چې د سپكوونكي عذاب لاملېږي. له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: [خداى د غنا او د لهو او باطلو سندرو د مجلس ناستو ته نه ويني (او په خپل رحمت كې يې نه رانغاړي) او دا مصداق هماغه څه دى، چې خداى ويلى دى: ((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ)) ] په دې باب د فقهاوو د خبرو له ټوله ګټنه كړاى شو، چې غنا هغه ساز او سرود دى، چې چټي، باطل او د فسق او ګناهګارانو له ناستې پاستې سره اړخ ولګوي او په داسې اواز وويل شي، چې په انسان كې شهواني قواوې راپاروي. په اسلامي رواياتو كې، غنا ټينګه منع شوې ده. له امام صادق نه په يو حديث كې لولو: ((چې په كوم كور كې غنا وي، له دردناك كړاوه خوندي نه دى او دعاء پكې نه قبلېږي او پرښتې نه ورننووځي.)) په بل روايت كې وايي: ((غنا د نفاق روح پالي او نشتمني او بدمرغي راپنځوي)) له رسول الله (ص) په يوه حديث كې لولو: ((شيطان لومړى تن و، چې غنا یې وويله.)) د غنا د حراموالي په فلسفه كې يې ويلي، چې د تجربې له مخې، ډېرى هغه وګړي، چې د غنا د اوازونو تر اغېز لاندې دي، د تقوى لار يې خوشې كړې، فساد او شهواتو ته مخه كوي. معمولاً د غنا مجلس د ډول ډول مفاسدو مركز دى او غنا دې مفاسدو ته لمن وهي. بل ټكى داچې د خداى له ياده غافل او بې پروا كېدل دي. په ځينو اسلامي رواياتو كې، چې غنا ته د لهو تعبير كارول شوى، همدې حقيقت ته اشاره ده، چې غنا انسان دومره پر شهواتو اخته كوي، چې د خداى له ياده غافلېږي. په دې آيت كې مو ولوستل، چې ((لَهْوَ الْحَدِيثِ)) د خداى له لارې د بېلارېتوب يو لامل او د دردناك عذاب لامل دى. بل ټكى داچې غنا او موسيقي پر اعصابو زيانمن اغېز لري. چې ان څه وخت انسان د لېونتوب تر بريده رسوي او پر زړه، د وينې پر فشار او نامطلوبو پارونو يې اغېز تردې بريده دى، چې ويینې ته یې څه اړتيا نشته. په اوسني وخت كې د مرګونو له شمېرنې ګټنه كېږي، چې د تېر په پرتله ناڅاپي مړينې زياتې شوي، چې لامل ته يې ډول ډول چارې يادې كړي، چې يوه یې هم په نړۍ كې د موسيقۍ زياتوالى دى.( نمونه، 17: 15 مخ.)

وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَنْ يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۱۲﴾ = په رښتيا لقمان ته مو حكمت وركړى و(او ورته مو وويل:) د الله شكر پر ځاى كړه او څوك چې شكر باسي (؛ نو) ایله ځان ته شكر باسي او څوك چې ناشكري وكړي (الله ته زيان وررسولاى نشي؛ ځكه) چې الله موړ ستایل شوى دى.

12_ لقمان څوك و؟: د لقمان نامه د قرآن په همدې سورت كې په دوو آيتونو كې راغلې ده. په قرآن كې څرګند دليل نشته، چې هغه پېغمبر و که حكیم؛ خو په اړه يې د قرآن له لحنه معلومېږي، چې پېغمبر نه و. له رسول اكرم (ص) څخه په يوه حديث كې لولو: ((په حق وايم، چې لقمان پېغمبر نه و؛ خو داسې يو بنده و، چې ډېر فكر یې كاوه او لوړ يقين يې درلود، خداى يې خوښېده او د خداى هم دا خوښېده او د حكمت لورنه يې پرې ورپېرزو كړې وه.)) په ځينو تواريخو كې راغلي، چې لقمان د مصر د سودان يو تور مريی و او سره له دې، چې بدرنګه څېره یې درلوده، زړه يې روڼ او روح يې پاك او سپېڅلى و. په يو روايت كې راغلى، چا ورته وويل: ته خو زموږ شپون وې؛ نو دا علم او حكمت دې له كومه په برخه شو؟ ورته يې وويل: هو! شپون مو وم؛ خو د خداى په اراده او داچې امانت مې ساته، رښتیا مې ويل او چې څه راپورې اړوند نه و، پكې چوپ وم؛ نو ځكه مې حكمت او علم په برخه شو. له پېغمبر(ص) روايت شوى دى: ((يوه ورځ لقمان د غرمې ويده و، ناڅاپه يې يو غږ واورېد، چې اى لقمانه! غواړې، خداى دې پر ځمكه خپل خليفه كړي، چې په خلكو كې په حق ورمندون وركړې؟ لقمان په ځواب كې وويل: كه پالوونكى مې اختيار راكړي؛ نو د عافيت لار خپلوم او دې ستر ازمېښت ته غاړه نږدم؛ خو كه حكم راته كوي، حكم يې په سترګو منم؛ ځكه پوهېږم، كه دغسې ستر مسووليت راباندې كېدي، هرومرو مرسته راسره كوي او له ښويېدونو مې ژغوري. پرښتو وويل: لقمانه! ولې؟ ويې ويل: ځكه په خلكو كې ورمندون خورا سخت منزل او ستر پړاو دى او له هر لوري پرې د ظلم څپې راماتې دي. كه خداى انسان وساتي، د ژغورنې وړ دى او كه د ګناه لار خپله كړي؛ نو د جنت له لارې اوښتى دى. چې څوك په دنيا كې سر ښكته او په آخرت كې سر لوړى وي، تر هغه غوره دى، چې په دنيا كې سر لوړى او په آخرت كې سر كوزى وي او چې څوك دنيا پر آخرت غوره كړي، دنيا ته به ونه رسي او آخرت به هم له لاسه وركړي، پرښتې د لقمان له ښې وينا هكې پكې شوې. لقمان دا خبره وكړه او ويده شو. خداى يې په زړه كې د حكمت رڼا واچوله، چې راويښ شو؛ پر خوله يې حكمت و)). (نمونه، 17: 44 مخ)

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿۱۸﴾ = او (په كبر) له خلكو مخ مه اړوه، په ځمكه كې خيالولى مه ځه [؛ ځكه] چې الله هېڅ مغرور وياړن نه خوښوي .

وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ ﴿۱۹﴾ = (يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى اوسه او غږ دې ورو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې تر ټولو غږونو بد غږ د خرو غږ دى!

 18 او 19_ په كړنو او خبرو كې منځلاري: په دې دوو آيتونو كې د دوو خويونو نهې او پر دوو امر شوى دى: ځانخوښي او ځانمني منع شوې، چې يو يې د خداى پر بندګانو د پېسمنۍ – كبر لاملېږي او بل لاملېږي، چې انسان ځان د كمال په بريد كې وګڼي او په پايله كې په خپل مخ د تكامل ورونه وتړي. كه څه يو ځل هم ځان له نورو سره پرتله نه كړي؛ ددې دوو رټل شويو خويونو په مقابل كې، په كړنو او خبرو كې پر منځلاريتوب امر شوى دى. په رښتيا، که څوك دغسې ځانګړنې ولري؛ نو په خلكو كې نېكمرغه، بريالى او د خداى په درشل كې عزتمن او محبوب دى. په زړه پورې خو دا، په آيت كې د ښاڅمنو- كبرجنو غږونه د خره له غږ سره ورته شوى؛ ځكه د مفسرانو په وينا، غالباً د نورو څارويو غږونه يوې وزلې ته اړتيا لري؛ خو دا څاروى بې دليله او بې هېڅ ډول اړتيا او بې هېڅ سريزې وخت او بې وخته ينګېږي او د غږ د بدرنګوالي په باب یې څه ويينې ته اړتيا نشته. له امام صادق نه په يو روايت كې، آيت په لوړ غږ پرنجى كول يا په خبرو كې چغې وهل تفسير شوى دى، چې په حقيقت كې دا يې يو څرګند مصداق ښوول دی. په اسلامي رواياتو كې تواضع، عاجزي، ښه خوى، نرم چلن او په ناسته پاسته كې د تاوتريخوالي پرېښوولو ته خورا اهميت وركړ شوى، چې نورو ته ډېر لږ وركړ شوى دى. يو چا سول الله (ص) ته وويل: نصيحت راته وكړه. په سپارښتنو كې يې يوه دا وه: ((له خپل مسلمان ورور سره دې په ورين تندي مخ شه)) په بل حديث كې يې لولو: ((د قيامت پر ورځ د كړنو په تله كې له ښو خويونو بل غوره ايښوول كېږي نه)). (نمونه، 17: 55 مخ.)

أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ ﴿۲۰﴾ = ایا غور مو کړی نه دی، چې الله په اسمانونو او ځمكې كې ټول څيزونه دراېل كړي او خپل ښكاره او پټ [= توکيز او مانيز] نعمتونه يې پر تاسې (پراخ لورولي او) بشپړ كړي؟! خو ځينې خلك د الله په باب، بې له دې، چې كومه پوهه، لارښوونه او روڼ كتاب [ولري] ناندرۍ وهي.

20_ ښكاره او پټ نعمتونه: ښكاره نعمتونه؛ لكه غوږ، سترګه، روغتيا او پاكه روزي، چې د انسان په حواسو پېژندل كېږي؛ خو ځينې نعمتونه له حواسو پټ دي؛ لكه شعور، اراده، عقل او مانيز مقامونه، چې په كړنو كې په اخلاص وررسېداى شو. دا چارې په پينځګونو انساني حواسو درك كېداى نشي. په رواياتو كې، ددې الهي نعمتونو ډول ډول چارې د مصداقونو په توګه ښوول شوي دي. په ځينو رواياتو كې، ښكاره نعمت په ښكاره امام او پټ نعمت په پټ امام تفسير شوى دى. له امام باقر نه په يو روايت كې لولو: (( ښكاره نعمت؛ پېغمبر (ص) او چې څه یې د توحيد په باب راوړي دي؛ خو پټ نعمت؛ زموږ د اهلبيتو ولايت او راسره د دوستۍ ژمنه ده)). (الميزان: 16، 234 او 244 مخونه.) له پېغمبراکرم(ص) څخه په يو حديث كې لولو: ((ښكاره نعمت اسلام دى او داچې پالوونكي دې پوره او منظم پنځولى او روزي يې دركړې ده او پټ نعمت، ستا د كړنو د بدرنګوالي پټول او خلكو ته دې نه رسوا كول دي.)) البته ددې تفسيرونو تر منځ كوم ټكر نشته او هر يو د ښكاره او پټ نعمت يو څرګند مصداق دى؛ بې له دې، چې مفهوم یې محدود او را ايسار كړي. (نمونه، 17: 65 مخ.)

وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِنْ بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۷﴾ = او كه په رښتینه کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ور يوځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛ خو) د الله خبرې ((کلمات الله)) به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي، په رښتيا الله بريمن حكيم دى.

 27_ د خداى كلمات پاى ته نه رسي: دې آيت، د خداى بې پايه علم په يوه څرګنده بېلګه كې انځور كړى دى. د انسان پوهه، چې څومره هم پراخه وي، د خداى د پوهې پر وړاندې د بڅرې هومره هم نه ده او څه چې انسان ته ډېر دي، خداى ته ډر لږ دي. كلمات د كليمې جمع او د هغو الفاظو پر مانا ده، چې انسان پرې خبرې كوي. بيا پراخه مانا مومي او هر څيز ته ويل كېږي، چې يومطلب څرګندولاى شي او داچې د هستۍ ډول ډول ژوي هر يو د خداى د سپېڅلي ذات، پوهې او واک ښكارنده ده؛ نو هر ژوی په تېره شريفو ژویو ته دا تعبير كارول شوى؛ لكه حضرت مسيح (ع) (النساء_171، آل عمران_45) ؛ نو ځكه ((كَلِمَاتُ اللَّهِ)) د پالونكي پوهې ته هم كارول شوى دى. په رښتيا ددې آيت عبارات هېښنده او تدبر وړ دي. پر قلمونو د ټولو ونو اړول، چې كله له يوې تنومنې ونې په زرګونو؛ بلكې ميليونه قلمونه جوړولاى شو، سيندونه او سمندرونه په مركب اوړېدل او په تېره د اوو نورو سمندرونو پرې ورزياتېدل (دې ته په پامنيوي، چې دلته د اوو شمېر د شمېر پر مانا نه؛ بلكې د تكثر او ډېروالي پرمانا ده)، د الهي پوهې پراخوالى او ستریا انځوروي. (نمونه، 17: 74 مخ) په يو روايت كې لولو: ((له آيته مطلب دادى، چې د خداى پوهه تردې هم ډېره ده او چې څه دركړل شوي، په خپلو كې درته ډېر؛ خو د خداى پر وړاندې لږ او ناڅيزه دي.)) (تفسير قمي، 2: 143 مخ.) د آيت تعبير دومره څرګند دى، چې د انسان د فكر څپې لايتناهي څنډ ته وړي او په هېښتیا كې يې ډوبوي او پوهوي یې، چې د الهي پوهې پر وړاندې دې معلومات ډېر ناڅيزه دي. (نمونه، 17: 76 مخ.)

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَا يَجْزِي وَالِدٌ عَنْ وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَالِدِهِ شَيْئًا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۳۳﴾ = خلكو! له خپل پالونكي او هغې ورځې ووېرېږئ، چې نه کوم پلار د خپل زوی د کړنو سزا پر غاړه اخستی شي او نه کوم زوی د خپل پلار د کړنو (د سزا) څه مخه نیولای شي. هو! د الله ژمنه رښتيا ده؛ نو دنيوي ژوند مو دوکه نه کړي او هسې نه چلي (شيطان) مو د الله (په كرم او بښنه) تېر باسي!

 ۳۳- د بېلارېتوب ستر لامونه: دا آيت ګواښنه كوي، چې د دنیوي ژوند ځلبلي مو تېر نه باسي. بيا د شيطان د دوكې خبره كوي او په اړه يې خطر اعلانوي؛ ځكه خلك څو ډوله دي: ځينې دومره كمزوري او بېوسي دي، چې دوكې ته یې يوازې د دنيا ځلبلي ليدل ورته بس دي؛ خو چې ځينې یې ډېر مقاومت لري، بايد د شيطان وسوسې هم پرې ورزياتې شي او بايد دنننی او بهرنی شيطان يو لاس شي، چې تېر ايستل شي. دا آيت دې ټولو ډلو ته ګواښنه كوي. ددې ټكي يادونه هم لازم ده، چې ((غرور)) د هر تېر ايستونكي ژوي پرمانا ده او داچې په شيطان یې تفسير كړى، څرګند مصداق يې ښوولى دى؛ كه نه هر تېر ايستونكى انسان، كتاب، وسوسه ګر موقعيت او هر ژوی، چې انسان بې لارې كوي، ددې ویی په پراخ مفهوم كې رانغاړېږي. داچې ځينو په دنيا تفسير كړى؛ځكه دنيا تېر ايستونكې ده. د دنيا په اړه له علي (ك) روايت شوى دى: ((دنيا غولول كوي، زيان رسوي او تېرېږي.)) دې ټكي ته مو پام وي، چې د دنيا تېر ايستل او غندنه يې پردې پار ده، چې د دنیوي ژوند ډېرى ښكارندې غفلت را ولاړوونكي دي او كله انسان داسې پر ځان بوختوي، چې بې له دې له هر څه غافلېږي؛ خو سره له دې، د همدې تېر ايستونكې دنيا د ډول ډول نندارو په ترڅ كې داسې ګڼې نندارې هم دي، چې د دنيا ناپيښتي او د پړکنده توب، ځلبلۍ او تشوالى يې په ډاګه انځوروي؛ داسې پېښې، چې هر هوښيار ويښولاى او بلكې ناهوښياران هم په هوښ راوړاى شي. (نمونه، 17: 95 مخ.) له علي (ك) په يو روايت كې لولو، چې له يو چا يې د دنيا غندنه واورېده او تېر ايستونكې يې بلله. علي (ك) ورټه او ويې ويل: ((… دنيا هغه ته د رښتيا ځاى دى، چې خپله وينا رښتيا وګڼي او هغه ته د عافيت ځاى دى، چې حقيقت ومومي او هغه ته د شتمنۍ ځاى دى، چې خپل آخرت ته ترې توښه واخلي او هغه ته د ورم او نصيحت ځاى دى، چې پند ترې واخلي. دنيا د خداى د دوستانو جومات، د پرښتو نمونځ ځاى، د وحې د راكېوتو ځاى او د خداى د يارانو بازار دى.)) (نهج البلاغه، كلمات قصار، 131 ګڼه.)

إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۳۴﴾ = 34   په حقيقت كې (د قيامت) د نېټې معلومات يوازې له الله سره دی، او باران اوروي، او هغه څه هم ورمعلوم دي، چې (د ميندو) په زيلانځونو كې دي، او هېڅوك نه پوهېږي، چې سبا به څه تر لاسه كوي او هېڅوك نه پوهېږي، چې پر كومه ځمكه به مري؟ په حقيقت کې يوازې الله دى (چې) پوه باخبره دى.

 34_ د خداى ځانګړي علوم: په دې آيت كې، خداى درې ګوني چارې په ځان پورې اړوند ګڼلي دي. لومړى، د قيامت د وخت پوهه ده، چې خداى ځانته ځانګړې كړې ده او بې له ده بل هېڅوك ان پېغمبران او امامان هم ترې ناخبره دي. بل د باران اورښت او د زيلانځ مېشتو له ځانګړنو خبرتيا (؛لكه داچې جنين ښكلى دى که بدرنګ، جنتي دى که دوزخي) (د نهج البلاغې له 128 مې خطبې اخستل شوى) ، چې دا هم په خداى پورې اړوند دي؛ خو داچې پخپله بل ترې خبر كړي. دوه روستي مطلبه (سبا به څه كېږي او هم د انسان د خپل مرګ له ځايه خبرېدنه) داسې مطالب دي، چې انسانان له دواړو ناخبره دي؛ نو ځكه د ګاندې – راتلونكې پېښې ورنه پټې دي؛ البته ددې ټكي يادونه پکار ده، چې روستي څلور ځايونه، كه خداى وغواړي بل څوك ترې خبرولاى شي. په ډېرى رواياتو كې لولو، چې معصومین له خپلې ګاندې او د خپل مرګ له وخت او ځايه خبر ول. (الميزان، 16: 243 مخ.) امام صادق ويلي: ((امام، په غيبو علم نه پوهېږي؛ خو چې وغواړي، پر څه پوه شي، خداى يې ورښيي)). (نمونه، 17: 100 مخ.) كه په رواياتو كې لولو، چې امامان د غيبو په علم نه پوهېږي، يا په آيت كې د راغليو پينځو څيزونو علم يوازې په خداى پورې اړوند دى؛ په دې پار دى، چې د دوى په وختو كې، د غيبو علم د ذاتي علم او بې له خدايه يې د زده كړې پر مانا انګېرل كېده او امامان په دې پار، چې دا ډول شركي اندنه دود نشي، دغسې څرګندونې يې كړي دي. له امام كاظم نه په يوه روايت كې راغلي: كومه پوهه، چې لرو د غيبو علم نه؛ بلكې له رسول الله يو ميراث راپاتې دى او پر څه چې پوهېږو، له رسول الله (ص) رارسېدلي او پر څه چې رسول الله (ص) هم پوهېږي، د خداى له لوري ورزده كړاى شوي دي. (منشور جاويد، 8: 389 مخ.)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!