تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مسلمانانو نړيوالې فرهنګي غونډې د مسلمانانو اوسنى نسل راويښ شوى او د خپلمنځي تفاهم د منځ ته راوستو لپاره يې د نړيوالو فرهنګي غونډو په جوړولو پيل كړى، د بېلګې په توګه د تركيې د علمي اسلامي څېړنو مركز ( وقف در اسات العلوم الاسلاميه ) پر 1371ل كال د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د مسلمانانو نړيوالې فرهنګي غونډې

د مسلمانانو اوسنى نسل راويښ شوى او د خپلمنځي تفاهم د منځ ته راوستو لپاره يې د نړيوالو فرهنګي غونډو په جوړولو پيل كړى، د بېلګې په توګه د تركيې د علمي اسلامي څېړنو مركز ( وقف در اسات العلوم الاسلاميه ) پر 1371ل كال د استانبول په طرابيا هوټل كى يوه درې ورځېنۍ (24-26دلوې) ځانګړې غونډه جوړه كړې وه،چې كې د تركيې،ايران، پاكستان، عربستان، اردن، سوريې او عراق عالمانو ګډون كړى ول او په لنډه توګه د غونډې مهم ټكي دا وو:

1 _ د قرآن مجيد د تحريف او اوښتنې تور،له وخته په شيعه و پورې تړل شوى،چې د لومړي ځل لپاره ابن حزم اند لسي ( 456 س ) دا كار كړى دى. په دې وروستۍ پېړۍ كې د دې تور د نقد او كره كتنې په باب ارزښتناكې رسالې كښل شوي؛خو دا چې لږې خپرېږي او ټولو ته نه رسېږي؛نو ځكه تر اوسه د ځينو په ذهنونو كې دا تور هماغسې پاتې دى .

سيد محمد باقر حجتي،په دې اړه مقاله ولوسته،چې د برخوالو پام يې ځانته راواړو او د سعودي عربستان استازي وويل:”د تركيې په سفر كې له دې خبر شوم،چې شيعه له دغسې توره خلاص دي.”

2 _ د شيعه و په پيداېښت كې،د مقالو ليكوال په يوه خوله ول،چې دا مذهب د “عبدالله بن سبا” د فتنو زېږنده نه ده؛خو ويل يې چې شيعه،د سقېفې د غونډې د سياسي اختلافاتو او يا له را وروستو پېښو را ولاړه شوې ډله ده،چې د(( علي لارويانو= شيعه علي)) په نامه ياده شوه.

د دې ذهنيت په كره كتنې (نقد) كې وويل شول،چې شيعه د حضرت پېغمبر(ص) له زمانې د راوروسته سياستونو او يا كلامي شخړو زېږنده نه؛ بلكې د محمدي اسلام لارويان دي،هغه اسلام چې د اهل بيتو په مشرۍ وركې ټينګار شوى دى.د اسلام ستر پېغمبر،په وار وار د اهل بيتو په مشرۍ او ترې په لاروۍ سپارښتنې كړې دي . ” ابو جعفر طبري ” او ” جلال الدين سيوطي ” د (( ان الذين امنوا و عملوا الصالحات اولئك هم خير البريه )) آيت (بينه سورت) په تفسير كې كښلي: چې دا آيت نازل شو؛نو رسول اكرم (ص) علي ته مخه كړه او ورته يې وويل”انت و شيعتك هم الفائزون ¸ته او لارويان به دې بريالي وي ” او د دې روايت ناقلين د اهل سنتو يوه ډله محدثين دي،چې په ځانګړو ګرايشياتو او پلوى يې نه شو تورنولاى.همدغسې د “يوم الدار” ، “منزلت” ، “غدير”، “ثقلين “سفينه ” او نور احاديث د دې ډلې د راټوكېدو دلايل دي.په ټولو لمونځونو كې پر “آل محمد” درود ويل څه مانا لري ؟ ايا دلته يوازې مينې او محبت ته بلنه ده او كه مطلب ترې بل څه دى؟ حتمي ده چې ” آل محمد ” له پېغمبر (ص) وروسته له ځانګړي مقام او درناوي برخمن دي او دهغه له وفات وروسته مشر ولي او زعامت د دوى دى.

دا احاديث او پېښې ښيي،چې آنحضرت (ص) علي او اهل بيتو ته ځانګړى پام درلود او دا بس ده چې په هماغه وخت كې يوه ډله ترې را چاپيره او د علي د ډلې په نامه مشهوره شي.څوك چې په اسلام كې د اهل بيتو مشري ومني،هغه به د علي ډله وي،كه څه د شيعه و په كلامي كتابو كې له ځينو راټول شويو اصولو سره مخالف هم وي.

3 _ ځينو وينا والو،پر غدير حديث نيوكې كولې او ترې منكر ول؛ خو په دې باب سوري عالم “محمد سعيد رمضان بوطي وويل،چې حديث سم دى او شك او شبهه په كې نه شته؛خو شيعه چې حديث څنګه تفسيروي داسې نه ده؛بلكې موخه د خوارجو او نواصبو پر وړاندې له علي سره پر مينه ټينګار شوى دى.

شيعه پلاوي په ځواب كې وويل:”له امام علي سره مينه دومره مسله نه ده چې آنحضرت (ص) د هغه لپاره يو لك تنه په توده دښته كې راټول كړي او خداى په باب يې وايي: “و ان لم تفعل فما بلغت رسالته ” چې دا په خپله ښـيي چې آنحضرت بله موخه درلوده. “

د ” من كنت مولاه ” حديث په تفسير كې بايد د پېغمبر(ص) مخكېنۍ خبرې په پام كې ونيسو،آنحضرت تر دې ړومبى چې خلكو ته د علي د سپارښتنې په باب څه ووايي،د خپلې مړينې او رحلت په باب خبرې وكړې او له خلكو يې د توحيد او رسالت په باب اعتراف واخست بيا يې وويل: “الست اولي لكم من انفسكم” ايا زه پر تاسو له خپلو ځانو ړومبى نه يم؟

ټولو په ځواب كې وويل : هو. له دې اعتراف وروسته يې وويل : ” من كنت مولاه فهذ ا علي مولا ه ” او دا ښيي،چي د پېغمبر اکرم په وينا كې ” مولا ” د اولى ” پر مانا دى،چې پېغمبراکرم دا ځان ته ثابت ګڼي او له خلكو يې اعتراف هم اخست ى دى.

” بوطي ” د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې په عربي ژبه كې ” مولا ” د “اولى” مانا نه وركوي؛خو ورته د حديد پينځلسم آيت ولوستل شو ، چې “مولى” د “اولى” په مانا دى:”فاليوم لا يو خذ منكم فديه و لا من الذين كفروا ماْ واكم النار هي مولا كم و بئْس المصي؛يعنې نن له تاسې او كافرانو تاوان نه اخستل كېږي،اور مو ځاى دى،چې درته ډېر مناسب (اولى) دى،چې ناوړه پايله ده “.

استاد بوطي بيا وويل: ولې نو حضرت علي د خپل خلافت لپاره په دې حديث استدلال ونه كړ؟ په ځواب كي ورته ټول ځايونه وويل شول،چې امام علي (ك) په غدير حديث استدلال كړى و.

4 _ عبدالقادراز،په خورا ځيرنې مقاله ليكلې وه،چې په شيعه مذهب كې شخصي مسلي يې په كې څېړلې وې؛خو پر”متعه” يې نيوكه كړې وه چې دا يو اسلامي واده نه دى؛ځكه اسلامي واده د كورنۍ د جوړيدو لپاره دى؛خو متعه دغسې موخه نه لري.

د دې پوښتنې په ځواب كې ورته وويل شول:((په اسلامي حقوقو كې د حكم علت،د حكم له حكمته توپير لري،د علت په باب،حكم د وجود پر محور څرخي،چې په شتون يې حكم تطبيقېږي او كه نه وي؛نو حكم هم نه تطبېقېږي.لكه ” تشرب الخمر لانه مسكر”دلته د تحريم علت ” اسكار” دى؛نو هر ځاى چې اسكار وي “تحريم” به هم وي كه څه ” خمر” نه وي او ان جامد او كلك هم وي.د حكمت په باب خبره بل ډول ده،حكم كه وي او كه نه وي (وجوداً او عدماً ) پر محور يې نه څرخي؛لكه د مطلقه ښځي د عدت د وخت په پام كي نيونه،چې په زيلانځ (رحم) كې له حمل او “دوه ځانۍ” خبرېدل دي او كه د زيلانځ پر وضيعت پوهېدل حكمت دى نه علت ، په دې ګواهۍ چې پوه شو ، چې د ښځې زيلانځ خالي دى بيا بايد عدت په پام كي ونيول شي او دا كله هم سمه نه ده چي وويل شي:دا چې موږ د رحم پر وضيعت پوه يو؛نو د عدت پام كې نيوو ته اړتيا نه شته.))

پورته څرګندونې ښيي چې د كورنۍ جوړول او د اولاد راوستل د حكم حكمت دى نه علت،په دي ګواهئ چې په اسلامي فقه كې له شنډو نارينه او ښځو سره واده روا دى،سره له دې چې دلته حكم حكمت نه لري او يا شنډې(يائيسه) ښځې چې بيخي نه “دوځانې”کېږي او يا له داسې ښځې سره واده چې مني به لرې كوي،هم روا دي.

ددې ډول ودونو قانونيت او مشروعيت له دې ځايه را ولاړ شوى ،چې د كورنۍ جوړول (البته په پراخه توګه) د الهي حكم له حكمتونو دي، نه علت يې.

د دوو نورو ټکيو يادونه:

1 _ ټول فقها له لنډمهاله واده سره ورته له يو ډول واده سره بلد دي ، كه څه نوم يې،متعه نه ده؛خو واقعيت يې له “متعې” توپير نه لري او هغه دا چې يوه ښځه او سړى په دايمي ډول واده كوي؛خو تصميم لري له څه مودې وروسته په طلاق بېل شي؛ځكه له څلورو كلو وروسته زده كړې يې پاى ته رسېږي او وطن ته ستنېږي دا ډول دايمي واده ټولو اسلامي فقهاوو تصويب كړى دى[1]؛خو په واقع كې لنډمهاله واده دى چې دايمي نوم يې ورباندې اېښى دى.ټولې ګوتنيونې چې پر”متعې” دي؛نو پر همدې هم دي،چې دواړو ته يو ځواب ويل كېږي.

2 _ وينا والو ته وويل شول،كه خداي پاك درباندې رحم وكړي او زوى دركړي،چې نوم يې”عبدالرحمن”وي او هغه وغواړي په لندن كې په حقوقو كې ډاكتري واخلي؛نو له ناچارۍ به هغه څو كاله په لندن كې تېروي،چې د جنسي غريزې په باب به له لاندې څلورګونو حالاتو يو غوره كوي:

1 _ يا به له يوې ښځې سره دايمي واده كوي.

2 _ يا به زنا كوي .

3 _ يا به له هر ډول جنسي عمله ځان ژغوري .

4 _ لنډمهاله واده،چي پورته وويل شو.

د امكاناتو نه شتوالي او د نورو شرايطو ناهمغږي،ددې دليل دى، چې د دواړو پر مخ لومړۍ لار بنده ده.

دويمنۍ لار له انساني فضيلت او اسلامي تقوى سره اړخ نه لګوي. درېمنۍ لار په بشپړه توګه سخته ده او له اسلامي روحيې سره (چې پر اسانۍ ولاړه ده) مخالفه ده؛نو په دې توګه څلورمه لار،چې په تېرو شرايطو وويل شوه،عقلاني او اسلامي لار ده،چې آنحضرت (ص) د دغسې اړتياوو په پام كې نيولو سره تشريع كړې؛خو بيا دويم خليفه د ځينو عواملو له امله منع كړه؛خو نن هغه عوامل نه شته او بېرته دي عملي شي.

[فلسطيني ليكوال ډاكتر اسعد وحيدالقاسم[2] وايي:((د رسول كريم او حضرت ابوبكر په وختو كې مو په يو موټي كجورو يا غنمو،تمتع كوله،ترهغه چې حضرت عمر د ” عمرو بن حريث ” په داستان كې منعې كړه )) .

داستان داسې و : يوې بېوزلې وږې ښځې د ” عمرو بن حريث ” ور ټك ټك كړ،چې خواړه ورته راوړي او ژوند يې له خطره وژغوري؛ خو “عمرو بن حريث” ورته وويل،په دې شرط خواړه دركوم چې”متعه ” راسره وكړي او ښځي له ناچارۍ ورسره ومنله،بيا چي حضرت عمر (رض) پرې خبر شو؛نو ډېر پر غوسه شو او د “متعې” تحريم يى عملي كړ ان دستور يى وركړ،چې كه څوك “متعه” وكړي؛نو په ډبرو به يې وولي (؛يعني سنګسار به يې كړي).]

5 _ د اصحابو په باب د شيعه و څرګندونې :

په غونډه كې مهم ټكى دا و،چې پوښتونکيو،د اصحابو كرامو په باب د شيعه و پرعقيدې ځان پوهاوه.

حقيقت دى چې،زموږ اهل سنت وروڼو،د خپل مذهب اصول او فروعات له اصحابو (رضي الله عنهم) اخست ي او د اهل سنتو د مذهب بنسټ او ټينګښت دهغوى پر عدالت ولاړ دى او كه دهغوى تقوى او رښتينولي ټكنۍ شي؛نو د مذهب بنسټ يې زيان مومي،چې په پايله كې د دين لپاره يې سند او بنياد نه پاتې كېږي او پر دې حقيقت د سعودي عربستان پلاوي رڼا واچوله،چې موږ له اصحابو دين اخست ى او كه هغوى ناسم وي ؛نو طبعاً د مذهب اصول او فروع به بې اعتباره وي.

زموږ اهل سنتو وروڼو له مخكې “مدعا” منلې او بيا په دلايلو پسې ګرځي؛نو ځکه له ناچارۍ ټول اصحاب عادل ګڼي او ويناوې يې د آنحضرت (ص) د ويناوو په نقلولو كې حجت ګڼي،چې دين يې په اصولو او فروعو كې ټكنى نه شي.موږ ورته وايو چې د دين د را اخست و لار،يوازې په اصحابو پورى تړلې نه ده؛بلكې د ثقلينو د حديث له مخې،د پېغمبراكرم اهل بيت هم د امت علمي مرجع ده او كه په غوڅو دلايلو د اصحابو عدالت ټكنى شو؛نو طبعاً اسلام،په دې باب مسلمانانو ته سمه لارښوولې او هغه له ثقلينو لاروي ده.

واقعيت دادى،چې د ټولو اصحابو د عدالت لپاره كوچنى شان ته دليل نه شته؛خو د يوې ډلې اصحابو عدالت بيخي غوڅ او ثابت دى.اصوﻻً څنګه ټولو اصحابو(څه له پاسه يو لك تنه) ته چې پېغمبر اكرم يې ليدلى او يا په يو ډول يې ورسره ناسته پاسته كړې،عادلين ووايو؟ ايا په مازې له آنحضرت سره ليده كاته،عدالت زېږولاى شي؟ پېغمبر اكرم (ص) به په خپله بلنه كې له عادي لارو چارو كار اخست ه نه اعجاز؛نو يو ملت چې په جاهليت كې ډوب و،پر فساد او ګناه ككړ و؛نو څنګه كېداى شي،چې د پېغمبر اكرم په مازى ليدو سره سلو په سلو كې واوړي او د فضيلت بېلګه شي ؟

د وينا والو يو بله نيوكه دا وه،چې هغوى داسې ګڼله،چې موږ (شيعه) ټول اصحاب ناعادله ګڼو،حال دا چې موږ ددې قضيې له عموميت او ټوليز سره مخالف يو؛خو د عدالت اصل پر يو شمېر نورو د منلو وړ دى. يو وينا وال “دكتر محمد جمال صوفي اوغلي “دخپلو خبرو د دلايلو لپاره،هغه آيتونه ولوستل چې د مهاجرينو او انصارو په ستاېنه كې نازل شوي ول،چې دا د ټولو اصحابو پرعدالت ګواهي وركوي.د قرآني آيتونو[3] له لوستلو وروسته يې داسې پايله واخست ه چې ټول اصحاب،ان هغوى چې د پېغمبر اكرم له وفات وروسته په فتنو كې برخه اخستې وه،دهغوى هم د عدالت جامې پر تن وې او له ككړتياوو لرې ول.موږ ورته په توضيح كې وويل،چې د دې آيتونو په مفاد كې شك او ترديد نه شته؛خو نور آيتونه هم بايد په پام كې ونيول شي . پردې ستايوونکيو آيتونو سربېره،نور ډېر آيتونه شته چې ځينې اصحاب يې رټلي،.سم قضاوت به هله وي چې دا ټول آيتونه (د ستاېنې او رټنې) يو ځاى تر څېړنې او قضاوت لاندې ونيول شي.

پېغمبر(ص) ويلي دي:”كثرت على الكذبه فمن كذب علي متعمداً فليتبو مقعده من النار؛يعنې پر ما باندې دروغجن زيات شوي په دروغو له ما نورو ته خبرې كوي،څوك چې په لوی لاس پر ما دروغ وتړي؛نو په اور كې دې خپل ځاى ولټوي. “

اصولا ًبايد وپوهېږو، آنحضرت چې په خپل وخت كې د دغو دروغجنو له شتو خبرې كړي،څوك دي،ايا دوى هماغه نه دي،چې پېغمبر اكرم يې ليدلى او احاديث يې ترې نقل كړي ؟ قرآن مجيد د زياتو منافقينو شتون راښيي،چې پېغمبر(ص) هم هغوى نه پېژني او دا ټول په ظاهره په همدغو څه له پاسه يو لك تنو كې دي :

((وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لاَتَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى‏ عَذَابٍ عَظِيمٍ[4]= او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب، منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونکيو كې هم منافقان شته، ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو، ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړينې پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي! ))

د قرآن مجيد په بېلابېلو سورتونو كې،چې د ډېرو منافقينو د شتون داستانونه راغلي؛نو نه شو ويلاى چې ګنې دې ټولو اصحابو د عدالت جامې اغوستې دي. اصولاً يو تن شيعه،د اصحابو په باب،ددې امله چې د پېغمبر اكرم (ص) اصحاب دى،ناوړه خبرې نه كوي؛بلكې كه څوك په همدې ليد،د يوه صحابي په باب څه ګستاخي وكړي؛نو په حقيقت كې دا ګستاخي به يې د پېغمبر اكرم پر وړاندې كړې وي،چې دا كفر او ارتداد دى اوس كه څوك په باب يې څه خبرې اتري لري په ديني،علمي او سياسي مسلو كې د اصحابو دريځونه دې د قرآن،نبوي احاديثو او سم تاريخ په رڼا كې وڅېړي او كله هم چاته نه شو ويلاي،چې له قرآني مفاهيمو،نبوي احاديثو او تاريخه سترګې پټې او غوږونه كاڼه كړي او دليل يې وي،چې موږ خپل دين له اصحابو زده كړى؛نو څنګه په باب يې خبرې وكړو؟

د اصحابو په باب،ولې يوازې پر شيعه و نيوكې كوئ،حال دا چې د اهل سنتو په صحيحينو،سننو او مسانيدو كې راغلي،چې آنحضرت ويلي دي : ” د قيامت پر ورځ راته يوه ډله اصحاب راځي؛خو حوض ته له راتلو يې مخنيوى كېږي،زه وايم خدايه،دا زما اصحاب دي.په ځواب كې راته ويل كېږي : نه پوهېږې،له تا وروسته څه چارې يې كړي؛بېرته جاهيلت ته اوړېدلي ول. په بل روايت كې زياتوي،چې يوازې لږ ټولى (شمېر) يې ژغورل كېږي.[5]

ايا تاسې د مخكېنيو سنن او دودونه لوېشت په لوېشت او ګام په ګام تعقيبوئ،ان كه هغوى د سوسمار په سوري ننووتي وي،تاسې هم ننوځئ، عرض يې وكړ: ايا مطلب مو يهود او نصارا دي؟ ورته يې وويل:نو څوك دي [6]؟ “

د قيامت پر ورځ زما اصحاب كيڼې لورې ته وړې؛نو پوښتم،هغوى چېرته وړئ؟ راته ويل كېږي پر خداى قسم دوزخ ته،بيا زه وايم:زما پالونکيه! دا زما اصحاب دي،ځواب راكول كېږي،ته نه پوهېږې چې ستا له وفات وروسته يې په دين كې څومره بدعتونه وكړل؛نو زه وايم:چا چې له ما وروسته د خداى په دين كې اړونې كړې وي د خداى له رحمته دې لرې وي. او وينم چې بې له لږ شمېره نور نه ژغورل كېږي”[7].

“زما امت پر درې اويا ( 73 ) ډلو وېشل كېږي،چې يوازې يوه ډله يې په جنت كې او نورې په دوزخ كې دي[8] ” .

الرياض النضره،في مناقب العشره له طبري (باب فصايل علي بن ابيطالب) اخستل شوي:علي! پوهېږم،چې د دې قوم په زړونو كې درته دښمني ده،چې له ما وروسته يې راښكاره كوي؛نو كه بيعت يې در سره وكړ،ويې منه او كه نه زغمناك اوسه،څو په مظلوميت كې راسره ووينې”.

حق خبره داده چې بايد د پېغمبر اكرم (ص) د ټولو يارانو درناوى وشي؛ځكه هغوى د الهي نور په حضور مشرف شوي،اسلام يې منلى په غزاګانو او جګړو كې يې سرښندنې كړي؛نو ځکه بايد ورسره د زړه مينه ولرو؛خو دا د دې لامل نه كېږي چې په باب يې خداى،پېغمبر او تاريخ څه ويلي سترګې پټې كړو.

د حيرانتيا خبره خو لا دا ده چې د غونډې برخوالوته زموږ د امامانو د عصمت مسله درنه په څېر معلومېده او عصمت يې له نبوت سره معادل ګاڼه (په دې باب وروسته خبرې كوو) حال دا چې هغوى د ټولو اصحابو په باب داسې انګېرله چې ګنې له ګناه معصوم دي.

البته داسې نه وايي چې،معصوم دي؛خو په هېڅ ډول حاضر نه دي چې ورته ګناه يا تېروتنه ثبوت كړي؛خو د دوولس تنو عصمت ورته دروند ښكاري؛خو دوى په عمل كې د څه له پاسه سلو زرو تنو پر عصمت ګروهن دي.

په عمان کې د اسلامي هېوادونو د غونډې بيانيه

په عمان کې د اسلامي هېوادونو د غونډې بيانيه

دا غونډه د اردن په پلازمينه عمان كې د 1426 د جمادى الاول له 27 څخه تر 29 ، چې د 2005 د جولاى له 4 څخه تر 6 نيټې پورې سمون خوري جوړه شوه، د غونډې نوم و “د اسلام حقيقت او په اوسنۍ ټولنه كې یې ونډه”.

په دې غونډه كې د اسلامي نړۍ مخورو شخصيتونو ګډون كړى وو .

د لوى او بښونكي خداى په نامه

درود او سلام دې وي زموږ پر نبي محمد (صلى الله عليه و آله) او پر آل یې.

(اى خلكو! له خپل پالونكې ووېرېږئ، هغه پالونكي، چې تاسې يې له يو تن څخه پېدا كړئ (نساء/۱)

د الازهر د ستر شيخ د فتوی،د حضرت آيه الله العظمى سيد علي سيستاني د فتوی،د مصر د مفتي د فتوی،د شيعه د سترو مراجعو (جعفريه، زيديه) د فتوی،د عمان د مفتي د فتوی او په سعودي عربستان کې د اسلامي فقهې د نړيوالې مجمع ،د تركېي د ديني چارو د اعلا مجلس فتوا،د اردن د مفتي فتوا ،د ښاغلي ډاكټر يوسف القرضاوى د فتوی پر بنسټ او همداراز د اردن د پاچا ملك عبدالله ثانى ابن حسين د پرانستې وينا له مخې او زموږ د پوهې پر بنسټ، چې د “خالصاً لوجه الله الكريم” لپاره ده او زموږ د څېړنېزو ویینو‏ او په غونډه ‏كې د وړاندې شويو نظریاتو له مخې، د دى بيانيي د پاى لاسليك كوونكيو دا پايليزه پرېكړه تصويب كړه او پرې التزام لرو.

1- څوك چې د هر اسلامي مذهب لاروى وي؛نو مسلمان دى.اسلامي مذهبونه دا دي: د اهل سنتو څلورګوني مذهبونه (حنفي، مالكي، شافعي او حنبلي)، جعفرى مذهب، زيدې مذهب، اباضي مذهب او ظاهريه مذهب. څوك چې پر دې اتو مذاهبو باور ولري؛ نو مسلمان به وي او تكفيرول يې جايز نه دي وينه، پت او مال يې حرمت لري. د الازهر د شيخ د فتوی له مخې د اشعريه عقيدې د لارويانو او د حقيقي تصوف د پلويانو او د واقعي سلفيانو د پلويانو تكفير روا نه دی.

2- د مسلمانانو بله هر ډله،چې پر خداى او د هغه پر رسول او اركانو ايمان ولري او د اسلام د اركانو حرمت او درناوي كوي او په يقين د دين له ضرورياتومنكر نه وي؛ نو تكفيرول يې روا نه دي.

3- د ټولو اسلامي مذهبونو په منځ كې د اختلاف په پرتله ګډ ټكي ډېر تر سترګو كېږي.پر همدې بنسټ د اته ګونو مذاهبو لارويان د اسلام د دين په آرونو – اصولو كې يوه خوله دي.

ټول پر لوى او يو خداى ګروهه – عقیده لري او همداراز پر دې هم ګروهه لري، چې قراّن كريم د لوى خداى له خوا پر پيغمبر اكرم (صلى الله عليه و اّله) نازل شوى او په يقين،چې دا كتاب د خداى كلام دى او حضرت محمد (صلى الله عليه و اّله) زموږ مشر، لارښود او د خداى پيغمبر دى او نړيوالو ته مبعوث شوى دى.

4- دا ټولې ډلې د اسلام په پنځګونو اركانو، شهادتينو، لمونځ، زكات، روژې او حج كې يوه خوله دي او همداراز د ايمان په آرونو كې هم سره يوه خوله دي لكه، پر خداى ايمان درلودل، پر ملائكو ايمان درلودل، د خداى له خوا پر رالېږل شويو اسماني كتابونو، پيغمبرانو، قيامت او په خير او شر كې د خداى پر تقدير ايمان درلودل.

او د علماوو په مينځ كې اختلاف د دين په آرونو كې نه؛بلكې په فروعو كې دى او په فروعو كې اختلاف امت ته يو ډول رحمت دى؛دا ځكه چې له ډېر پخوا ويل شوي و، چې “د علماو د نظرياتو ترمنځ اختلاف يو غوره او نيك چار دى”.

5- پر اسلامي مذاهبو منښته په دې مانا ده،چې يو مسلمان په افتاْ او د شرعي احكامو په استنباط كې پر ځانګړيو قواعدو باور ولري؛نو ځکه روا نه ده څوك چې د فتوی وركولو وړتيا او وس نه لري او په هر مذهب كې، چې د استنباط كومې لارې چارې ښوول شوي پرهغه يې پوره لاسبري نه وي تر لاسه كړى؛نو فتوی وركړي او همداراز روا نه ده، چې يو تن په مذهب كې د فتوی طريقه او منهج په پام كې و نه نيسي او فتوی وركړي او پردې سربېره سمه نه ده، چې څوك د اجتهاد دعوا وكړي او له ځانه مذهب جوړ كړي او فتوی ګانې وركړي، چې د مسلمانانو د شريعت له كړۍ او د شريعت له ثابتو قوانينو او قواعدو ځنې ووځي، چې په اسلامي مذاهبو كې بنسټيز شوي او په دين كې بدعت او نوښت كېږدي.

6- د 1425 د قدر په شپه كې، د عمان د هاشمينو په جومات كې د ویل شوې بیانیې چورلیز د ټولو اسلامي مذاهبو ټولمنیلتوب او د دوى د قوانينو درناوۍ دى؛نو ځكه د مذاهبو درناوی او دلارويانو ترمنځ يې خپلمنځي خبرې يوازېنۍ لار ده چې منځلاري ډاډ‏منوي او د مسلمانانوو په منځ كې د مهربانۍ او دوه اړخيزه خبرو اترو ته لار اواروي.

7- موږ ټول دې ته را بولوو، چې خپلې ګوندۍ او تربګنۍ دې شا ته واچوي د يو بل درناوي دې وكړي او د توحيد پر كلمه دې منګولې ولګوي او مسلمان دولتونه او ملتونه دي خپلمنځې اړيكې لاپسې پياوړې كړي،چې اسلامي امت يو موټي شي او په خپل منځ كې دې ورورولي د “حب فى الله” په كړۍ كې پراخ او ژوره كړي او د اسلامي امت جرړې دومره پياوړې كړي، چې پكې نه فتنه رامنځ ته شي او نه پكې څوك لاس وهي.

8- خداى تعالى وايي: مومنان سره وروڼه دي او تل د خپلو مسلمانانو ورونو په منځ كې سوله وكړئ، ښائى د خداى تر رحمت لاندې راشئ

[1] (وګورئ:المنار تفسير_ نساء، 24 آيت)

[2] (در جستجوي حقيقت كتاب، 22 مخ ) ليكي :صحيح مسلم ، 3/556 مخ ، كتاب النكاح،باب المتعه :جابربن عبدالله

[3] ( فتح ،18 آيت،29 آيت،توبه،100 آيت،انفال 74 آيت)

[4] (توبه/۱۰۱)

[5] وګورئ: (ابن اثير،جامع الاصول،كتاب الحوض ، 11\12 مخ ، 72 _ 79 ګڼې)

[6] صحيح بخاري ، 4/ 144 ، 9/ 126

[7] صحيح بخاري 7/ 209 ، صحيح مسلم 4 / 1792 باب الحوض ) :

[8] ابن ماجه ، سنن ، كتاب الفتن ، 2ټوك ، 3993 ګڼه حديث ،امام احمد حنبل،مسند، 3/ 12مخ _ ترمذي،سنن،كتاب الايمان:

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست