تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   شيعه د سترګو تور اهلسنت مې دى لاس په کار د اختلاف يې ماله نه دى احســـاس                                                    (حمزه بابا) د هېواد نامتو عالم محترم آيت الله العظمي شيخ محمد آصف محسني د كندهار اوسېدونكى د ((مسايل كابل)) په نامه يو كتاب لري،چې ((106)) پوښتنو ته يې ځواب ويلى،دلته موږ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

شيعه د سترګو تور اهلسنت مې دى لاس

په کار د اختلاف يې ماله نه دى احســـاس

                                                   (حمزه بابا)

د هېواد نامتو عالم محترم آيت الله العظمي شيخ محمد آصف محسني د كندهار اوسېدونكى د ((مسايل كابل)) په نامه يو كتاب لري،چې ((106)) پوښتنو ته يې ځواب ويلى،دلته موږ له موضوع سره په اړه ((31)) پوښتنې غوره او ژباړلي دي او هيله ده،چې د اسلامي مذاهبو په پيوستون کې بې اغېزې نه وي.

لومړۍ پوښتنه: د شيعه و د حقانيت دلايل راڅرګند كړئ ؟

ځواب:له پوښتوونکيو بښنه غواړم،زه يې دې پوښتنې ته ځواب نه وركوم؛ځكه ښه مې ايسي،چې سني او شيعه مسلمانان يو له بل سره په صميميت كې وي او د يو بل عقايدواو ګروهو ته په درناوي قايل وي او لازم نه دي،چې د دواړو لوريو د عوامو احساسات (په قلم يا ژبه ) راوپاروو،چې دا عمل به د مسلمينو په زيان او د كفارو په ګټه وي.فرض كړئ زه په دې باب يو كتاب وليكم،ګټه به يې څه وي؟ سني به شيعه نشي؛بلكې ددې په ځواب كې به يو سني عالم كتاب وليكي،چې كوم شيعه به سني نه كړي، د تېرو سلونو كلو تجربو ښوولې،چې دې ډول ليكنې د دواړو ديني وروڼو ترمنځ حالت ترينګلي كړي او ګټه يې نه ده رسولې. زه له خدايه غواړم ټولو مسلمانو ليكوالو ته توفيق پر برخه كړي،چې خپل قلم،فكر او ژبه د مسلمينو د صميميت، ورورۍ او د اسلامي بنسټونو د ټينګښت، د ديني ښـوونو او دنياوي ګډو مصالحو په باب وكاروي او د يو بل د عقايدو سپكاوى ونه كړي او نه پرې تېرى وكړي.

2_ :اهل سنت د درې ګونو خلفاوو لپاره ((رضى الله عنه)) او د علي لپاره د (( كرم الله وجهه )) جمله كاروي په دې باب لږه رڼا واچوئ ؟

( ځ ) – د اهل سنتو يو محترم عالم سيد مؤمن شبلنجي په خپل كتاب (نورالابصار) كې ليكي:(( يو شمېر اصحاب د اسلام له منلو ړومبى د قريشو د نورو مشركينو په څېر بوت لمانځي ول؛خو علي يو ځل هم بوت ته سجده نه ده كړې او له بلوغ ړومبى يې ايمان راوړى او يوازې خداى لمانځى و او خپل سر يې بې له خداىه بل چاته نه دى ټيټ كړى او نه يې مخ بې له الله تعالى بل چاته اړولى؛نو ځكه وايو چې خداى تعالى دې د هغه مخ دروند او عزتمن وبولي ( كرم الله وجهه ).

د حيرانتيا خبره ده،چې يو شمېر شيعيان دا جمله د” حضرت على” په باب كم لطفي بولي حال دا چې اهل سنت حضرت علي ته په ځانګړي درناوي ګروهن دي !

3- ( پ ) ايا د ((صحاح سته )) ليكوالو له شيعه راويانو احاديث روايت كړي دي؟

     ( ځ ) _ هو له ( 93 ) تنو شيعه راويانو يې احاديث روايت كړي،چې نومونه او احاديث يې په ((المراجعات)) او الغدير (3ټوك) كتابو كې كښل شوي . دغسې شيعه ليكوالو هم له سني راويانو احاديث روايت كړي او دا واقعيت ښيي،چې د دواړو لوريو د متعصبينو پر خولو دې برغولى وي.هو سني او شيعه د خاتم الانبياء (ص) په سپېڅلى او ټينګې ونې منګولې ښخې كړې دي .

4_ ( پ ) تاسې د (( خلفاى راشدينو )) په باب څه نظر لرئ ؟

( ځ ) _ موږ د خلفاى راشدينو مقام ته په خورا درناوي قايل يو ، فتوحاتو ته يې په درنه سترګه ګورو. د غرض خاوندان او له خدايه ناخبره د سني او شيعه ترمنځ په دروغو شخړو ته لمن وهي.اهل سنت هم د پېغمبر اكرم (ص) اهلبيتو ته په درناوي قايل دي او الحمدلله ټول پاك زړي مسلمانان،سره يو دي.هو د سني او شيعه ځينې متعصبين كله نا كله په اصحابو كرامو او اهل بيتو پسې سپكې سپورې كوي،چې دوى بايد تاديب او تعزير شي؛خو دا بايد ووايو چې د دوى دا عمل وګړني اړخ لري او دا په ټولو اهل سنتو او اهل تشيع پورې تړاو نه لري.

ولا تزر وازره وزراخرى
واعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا
جان ګرګان و سګان از هم جدا است
متحد جانهاى شيران خدا است
ان هذه امتكم امه واحده وانا ربكم فاتقون

5_(پ) د كال لومړۍ ورځ (نوروز) له شرعي پلوه اختر ګڼل كېږي كه نه ؟

( ځ ) _ شرعاً دا ورځ اختر نه ګڼل كېږي او نه څه سپېڅلتيا لري، يوازې يو کمزوري روايت شته،چې له بل کمزوري روايت سره ټكر لري، كله داسې ويل كېږي،چې د رسول اكرم (ص) په زمانه كې د ((غدير خم)) ورځ ،له نوروز سره اړخ لګوي او كله ويل كېږي،چې له حضرت عثمان ( رض) وروسته حضرت علي ( ع ) ته د خلافت چارې پر همدې ورځ سپارل شوي دي؛خو ددې ادعاوو لپاره معتبر اسناد نه شته. والله العلم و هو الموفق والمسدد .

6_ (پ ) _ وايي چې شيعه قرآن نه يادوي؛بلكې يادولاى يې هم نه شي،دليل يې څه دى ؟

(ځ ) _ ما په كوچنيوالي كې دا خبرې اورېدې او ګومان مې كاوه ، چې دا به زموږ د مالت د عوامو پوچې خبرې وي؛خو نه پوهېدم چې اوس هم په نورو ځايو كې شته.د خواشېنۍ خبره ده چې دا ډول باطل خيالونه په مسلمينو كې دود دي او زه احتمال وركوم،چې د شيعه و په اذهانو كې هم د اهل سنتو په باب دغه شان باطل خيالونه شته .په سلګونو شيعه و قرآن په مينه ياد كړى او له يادو يې وايي؛خو تاسې نه يوازې د نه يادولو پوښتنه كوئ ؛بلكې وايئ چې شيعه قرآن يادولاى نه شي!!! او هر عاقل پوهېږي كه كافر هم وغواړي؛نو قرآن يادولاى شي،دا ډول خبرې له تعصب او نا پوهۍ راولاړېږي .

7_ ( پ ) ځينې وائي چې شيعه د قرآن پر تحريف (اوښتنې) ګروهن دي ايا دا خبره سمه ده او بل دا چې يو شيعه ليكوال په خپل كتاب كې ادعا كړې،چې د تحريف روايتونه د اهل سنتو په معتبرو كتابو كې هم شته ايا تاسې دغسې احاديث په صحاحو كې كتلي دي؟

( ځ ) _ د قرآن د تحريف په باب چې ځينې آيتونه يې كم شوي په شيعه او سني دواړو كې روايتونه يې شته چې د دواړو مذاهبو مشهورو علماوو ورته څه ارزښت نه دى وركړى او نه ئې ورته په اهميت كتلي او دې روايتونو ته مخونه يې ورکړې ؛ځكه خداى تعالى وائي :

(( انا نحن نزلنا الذكر و انا له لحافظون ، ما ذكر ( قرآن ) نازل كړى او ساتونكى يې هم يم )) ؛نو د قرآن ساتونكى او پاسوال خداى دى، چې له كمي زياتي خوندي دي[1].

ځينې هندي مغرضينو ليكلي چې د شيعه و قرآن څلويښت پارې دى؛يعنې له اوسني قرآنه لس پارې زياتې !!!

د دې لپاره چې د دې تور په دروغو مو يقين راشي؛ نو په كابل كې د شيعه و كورونو او يا په نورو ځايو كې د شيعه و مركزونو ته ورشئ ، چې له هغوى سره قرآنونه،د اهل سنتو له قرآنو سره څه توپير لري ؟ ايران ته ولاړشئ اوپه كتاب پلورنځيو كې ووينئ،چې چاپ شوى قرآن مجيد د سعودي عربستان ، مصر، هند او پاكستان له چاپ سره توپير لري كه نه ؟

د شيعه و په علمي كتابو كې د قرآن مجيد آيتونه راخستل شوي ، وګورئ چې د اهل سنتو له قرآن سره څه توپير لري؟ په كابل كى د شيعه و مذهبي غونډو، د دعا او فاتحې مراسمو ته ورشئ كوم قرآن چې لوستل كېږي واورئ؛نو يقين به مو وشي،چې د شيعه و او اهل سنتو قرآن يو دى او دا د مسلمانانو ستره وياړنه ده چې يو كتاب ( قرآن ) لري .

په صحاحو كې د تحريف روايتونه شته چې يو شمېر يې دادي :

1 _ صحيح مسلم ، كتاب الزكات 7\140

2 _ صحيح بخاري ، كتاب البيوع ، 1945 ګڼه حديث

3 _ صحيح بخاري ، كتاب الجهاد ، 2647 او 2659 ګڼه حاديث

4 _ صحيح بخاري ، كتاب الانبياء ، 3220 ګڼه حديث

5 _ صحيح بخاري كتاب فضايل الصحابه ، 3532 ګڼه حديث

6 _ صحيح بخاري كتاب التفسير ، 4687 كڼه حديث

7 _ صحيح مسلم 3\83 _ 84 مخونه

8 _ صحيح بخاري كتاب المحاربين 6441

9 _ صحيح مسلم كتاب حدود ، 11\191

10 _ صحيح بخاري ، 6442 ګڼه حديث

11 _ صحيح مسلم كتاب الرضاع 5\129 و 30 مخونه

12 _ صحيح سنن ترمذي 3\245

يو ځل بيا وايم ،چې د تحريف او اوښتنې روايتونه په دواړو اړخونو ( سني _ شيعه ) كې شته،چې د مذهب پوهانو تاويل كړي او په دې باب يوه خوله دي چې قرآن له اوښتنې خوندي ساتل شوى دى .

8( پ ) : شيعه په اذان كى (( اشهد ان عليا ولي الله )) او اهل سنت (( الصلاة خير من النوم )) وائي په دې باب سپيناوى وكړئ .

( ځ ) د شيعه و په فقهي كتابو كې راغلي،چې دا جمله د اذان برخه نه ده؛ يعنې په اذان كې شامله نه ده ،يوازې د تبرك لپاره ويل كېږي او دليل يې دادى،چې په اموي واكمنۍ كې به پرمنبرونو په على عليه السلام پسې سپكې سپورې ويل كېدې،چې بيا د صالح خليفه عمر بن عبدالعزيز له خوا مخه يې ونيول شوه او په صحيح مسلم كې راغلي،چې د سپكو سپورو بنسټګر د شام چارواكى معاويه بن سفيان و؛نو زموږ فقهاوو د اهلبيتو له اموي دښمنانو سره د مبارزې له امله د درناوي او تبرك په نامه په اذان كې دا جمله ويله نه دا چې د اذان برخه وي .

اهل سنت چې د سبايي په لمانځه كې كومه جمله وايي؛ نو دا په ځينو احاديثو كې راغلې؛خو په اكثرو احاديثو كې نه ده روايت شوې او ان مسلم خو په خپل صحيح كې اصلاً نه ده راخستې او ابن ماجه په خپلو سننو كې د ابن مخدوره په حديث كې هم نه ده نقل كړې او ګومان كېږي،چې د اذان برخه نه؛بلكې پرې ورزياته شوې ده.څوك چې په صحاحو كې د اذان احاديث وڅېړي؛نو همدې پايلې ته رسي،ځينو ليكلي،چې موذن د دويم خليفه وره ته ولاړ،چې د سبايي لمانځه ته راولاړ شي؛نو پورته جمله يې په لوړ غږ وويله،د خليفه دا جمله خوښه شوه او د سبايي په لمانځه كې يې ځاى كړه . والله سبحانه اعلم .

9( پ ) : شيعه چې د خپلو امامانو مصيبتونه اوري؛نو ولې پرې ژاړي ؟

( ځ ) _ دا ځكه چې د اهل بيتو امامانو پر ژړا سپارښتنه شوې په تېره بيا د كربلا په پېښه كې پر امام حسين او اهل بيتو،چې كوم زور زياتى شوى دى [2].

بلخوا ، په قرآن مجيد او نبوي سنتو كې له اهل بيتو سره د مينې ټينګه سپارښتنه شوې او موږ ته اهل بيت ډېر ګران دي او تاسې پوهېږئ،چې د خپل محبوب او دوست پر مصيبتونو وير او ژړا د مينې ښودونكې ده او البته څوك د خپل دوست پر ښاد‌‌‌ۍ خوښېږي او پرخپګان يې خپه كېږې . په هر حال موږ ژړا شرعي عمل بولو.له نبوي كورنۍ سره په مينه کولو کې ټول اسلامي مذاهب يوه خو له دي . د اهل سنتو يو عالم عبدالعزيز دهلوي د مينې د وجوب ادعا كړې (ښه ځير شئ ) . قرآن مجيد : (( قل لا اسئْلكم عليه اجراً الا الموده فى القربى،خلكو ته ووايه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو له خپلوانو سره مې مينه وكړئ)) ، ابن حجر ( رح ) را اخلي چې پېغمبر اكرم په ژوندونې د امام حسين په راتلونكي شهادت ژړلي دي .

له پورته آيته جوتېږي،چې له اهل بيتو سره مينه پر ټول امت،چې اصحاب كرام هم په كې راځي لازمېږي،چې پر دې اجماع هم شوې، همداراز حضرت يعقوب ( ع ) د حضرت يوسف ( ع ) پر بېلتون ډېر ژړلي دي.

10( پ ) : شيعه سره له دې،چې جوماتونه لري؛خو د جمعې پر ورځو،روژې،محرم او د صفر په مياشتو كې په حسينيه و او امام باړو(امام بارګاه) كې راټولېږي،دا ناستې ولې په جوماتو كې نه كوي،چې((بيوت الله)) دي،ايا په شيعه مذهب كې ددې عمل جواز شته ؟

( ځ ) _ نه،په مذهب كې ددې ځايو د جوړېدو سپارښتنه نه ده شوې،دا د خلكو په نوښت جوړې شوې او ښه كار دى؛ځكه جوماتونه د لمانځه لپاره جوړ شوي او لازم نه دي،چې لمونځ كوونکيو ته كوم مزاحمت جوړ شي .

بل دا چې په جومات كې د حايضې ښځې او جونوب سړي كېناستل حرام دي،چې اورېدونكي كله په همدغو حالاتو كې غونډې ته كيني،چې طبعاً دا كار په جومات كې ناشونى دى.په هر حال ددې ځايو په جوړېدو كې ځانګړي احكام نه شته او سپېڅلتيا يې ددې له امله ده،چې د خداى پاك نوم په كې اخستل كېږي،پر نېکيو امر او له بديو منع كېږي او د اهلبيتو تاريخ په كې بيانېږي. بايد ووايو چې امام باړه،اردو لفظ دى او حسينيه عربي ده ، چې امام حسين ته منسوب ده.البته كله كله بې له لمانځه په نورو وختو كې هم دا غونډې جوړېږي .

11_ ( پ ) د (( اهل سنت والجماعت)) او ((شيعه)) نومونه له څه وخته اېښوول شوي دي؟

( ځ ) _ د (( اهل سنتو )) د نوم اېښودو په باب معلومات نه لرم ، چې څه وخت او چا دا نوم اېښى؛خو د ((جماعت)) په باب يې ليكلي چې كله امام حسن د پېغمبر اكرم لمسي له خلافته لاس واخست او معاويه بن ابوسفيان پرشام او عراق واكمن شو؛نو هغه كال ته يې ((عام الجماعة )) وويله او خلكو ته يې ((اهل جماعة)). د ((شيعه)) د نوم اېښودو په باب د اهل سنتو په كتابو كې راغلي،چې دا نوم پېغمبر اكرم ( ص ) د حضرت علي پر لارويانو اېښى دى لكه :

( 1 ) _ قوله ( ص ) لعلى : انك ستقدم على الله انت و شعيتك راضيين مرضيين[3] ، ته او لارويان ( شيعه ) دې خداى ته ورځي، حال دا چې تاسې له خدايه راضي اوسئ او خداى له تاسې ))

( 2 ) _ قوله ( ص ) انت اول داخل الجنه من امتى وان شيعتك على منابر من نور مسدودون مبيضه وجوهم حولى اشفع لكم فيكونون غدا فى الجنه جيراني [4] ته ( علي ) د امت لومړى تن يې،چې جنت ته به ننوزې او ستا لارويان ( شيعه ) به د رڼا پر منبرونو ناست وي،حال دا چې زما په شاوخوا كې به خوشحال او سپين مخي وي،شفاعت كوم يې او سبا به په جنت كې زما ګاونډيان وي .

( 3 ) _ قوله ( ص ) اذا كان يوم القيامه دعى الناس باسمائهم واسماء امهاتهم الاهذا ، يعنې عليا – و شيعته فانهم يدعون باسمائهم واسماء …[5]

( 4 ) _ قو له ( ص ) انا الشجره و فاطمه فرعها و على لقاحها والحسن والحسين ثمرتها و (( شيعتنا )) ورقها واصل الشجره في جنه عدن و سائر ذلك فى سائر الجنه [6]. و له صوره اخرى و في اخرها : فمن تعلق بغضن من اغصائها ساقته الى الجنه و من تركها هوى في النار

( 5 ) _ قوله ( ص ) لعلي: انت و (( شيعتك )) في الجنه [7].

( 6 ) _ قو له ( ص ) يا علي ان اول اربعه يدخلون الجنه انا و انت والحسن والحسين و ذرارينا خلف ظهورنا و ازواجنا خلف ذرادينا و (( شيعتنا )) عن ايمائنا و عن شمائلنا .

اخراج الطبرانى عن ابي رافع و ابن عساكر في تاريخه عن على ولا خط الصواعق و تذكره البسط و مجمع الزوايد وكنوزالحقايق .

( 7 ) _ و في لفظ : اما ترضى انك معي في الجنه والحسن والحسين و ذريتنا خلف ظهورنا( شرف النبوه كما عن الرياض النضره )

( 8 ) _ ان هذا – يعني عليا – و (( شيعته )) هم الفائزون يوم القيامه [8] علي اولارويان يې د قيامت پر ورځې بريالي دي.

( 9 ) _ قو له ( ص ) لعلى الم تسمع قول الله تعالى ان الذين امنوا و عملواالصالحات هم خير البريه انت و (( شيعتك )) و موعدي و موعدك الحوض …

ته او لارويان دې خيرالبريه ( غوره مخلوق) دي .

د وروستي حديث په باب د الغدير دويم ټوك ولولئ .

12( پ ) : له اورېدو او هم د شيعه وو په كتابو كې د انبياوو عليهم السلام پر عصمت سربېره د دولس تنو امامانو پر عصمت هم ګروهه شته،حال دا چې زموږ د اهل سنتو عالمان د انبياوو د عصمت په باب اختلاف لري؛ نو د اهل بيتو د امامانو عصمت ورته عجيب شانته ښكاري په دې باب خپل دلايل وړاندې كړئ ؟

( ځ ) _ هو اماميه شيعه ، د اهل بيتو امامان د فاطمة الزهرا په شمول،معصوم ګڼي،چې زيات دلايل ورته لري،چې بايد په بېلې ليكنې كې راټول شي،چې ځينې يې دادي :

1 _ ” انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت ويطهركم تطهيرا ، خداى غوښتي چې له تاسې اهل بيتو چټلي لرې كړي او سپېڅلي موكړي “

د اهل سنتو او شيعه و د احاديثو په استنا د له اهل بيتو مراد ، محمد(ص)علي،فاطمه،حسن او حسين (عليهم السلام) دي چى تر ” كسا ” يا پټولاندې راټول شوي ول،چې دا آيت پرې نازل شو .

شيعه وايي،باطن چې تزكيه شي او له لوى لاس او اشتباهي ګناهونو ځان وساتل شي؛نو چټلي او ناپاكي لرې كېږي،چې د نفسونو سپېڅلتيا رامنځ ته كېږي او همدې ته عصمت وائي .

د ” انما ” كلمه چې د حصر او ځانګړنې لپاره کارول کېږي،ترې پوهېداى شو،چې عصمت په اهل بيتو پورې ځانګړى دى،چې څوك ورسره شريك نه دي .

د اهل سنتو مشهور عالم جلال الدين سيوطي[9] له شلو لارو روايت كړي چې له اهلبيتو مراد ، آنحضرت (ص)،علي،فاطمه او حسنين (عليهم السلام) دي . په صحيح مسلم كې هم راغلي چې آنحضرت (ص) هغوى تر پټو لاندې كړل او پورته آيت يې ولوست[10].

2 _ لاندې حديث د علي ( ك ) عصمت ثابتوي :

على مع الحق و الحق مع على؛(علي له حق سره دى او حق له علي سره دى ) او دا حديث ان له علي تېروتنه او سهوه هم نفې كوي او علي په ټولو حالاتو كې عمداً او سهواً له حقه نه بېلېږي او نه حق له علي بېلېږى او په ځينو روايتونو كى دا جمله هم راغلې ده :(( ولن يفترقا ان يردا على الحوض ، يعنې على او حق يو له بله نه بېلېږى څو په كوثر حوض ( قيامت ) كې له ما سره يو ځاى شى .

د محترمو اهل سنتو په لاندې كتابو كې دا حديث راغلى دى :

1 _ خطيب بغدادي[11] له ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنها روايت كړى .

2 _ حافظ هيثمي[12] له سعد بن ابى وقاص ( رض ) له ام سلمه ( رض ) نه .

3 _ 4 : د حافظ بن مردويه مناقب او د سمعاني فضايل الصحابه ، محمد بن ابوبكر ، له خپلې خور عايشې بي بي روايت كړى .

5 _ ابن مردويه مناقب او د فردوس ديلمي مناقب له عايشې بي بي روايت كړى .

6 _ ابن قتيبه ، الامامه و السياسه .

7 _ زمخشرى،ربيع لابرار،له ام سلمه (رض) روايت كړى چې: (( والذى نفسي بيدي لقد سمعت رسول الله ( ص ) يقول علي مع الحق و القرآن ، الحق و القرآن مع على و لن يفترقا ان يراد على الحوض .

8 _ 9 د اخطب الخطبا الخوارزمى ، مناقب

د شيخ الاسلام الحموي فرائدالسمطين له ابى بكر بيهقي او حاكم نيشاپور اخست ى دى .

10 _ ابن مردويه ، مناقب له ابوذر ( رض ) روايت كړي :

…. فانى سمعت النبى ( ص ) يقول : علي مع الحق و الحق معه و على لسانه و الحق يدور حيثما دار على

11 _ فخر رازي[13] اللهم ادرالحق مع على حيث دار .

12 _ 13 زرقاني ، شرح المواهب ( 7/12 ) او شهرستاني ملل و نحل

14 _ مستدرك الحاكم 3/125

15 _ جامع ترمذي

16 _ الجمع بين الصحاح

17 _ كنزالعمال 6/157

قوله ( ص ): رحم الله عليا اللهم ادرالحق معه حيث دار

18 _ كفايه ګنجي 135 مخ عن مسند زيد : قو له ( ص ) لعلى : ان الحق معك و الحق على لسانك و فى قلبك و بين عينيك ، و الايمان مخالط لحمك ودمك كما خالط لحمى ودمى و كذا فى مناقب اخطب الخطبا.

19 _ مسند ابى يعلى او سنن سعيد او مجمع الزوايد له ابي سعيد خدري ( رض ) له نبي اكرم ( ص ) مشيرا الى على : الحق مع ذا الحق مع ذا و عن ابن مردويه عن عايشه عنه ( ص ) الحق مع ذا يزول معه حيثما زال.

څېړونكي ددې حديث لپاره ډېرې سرچينې مونداى شي والله الهادى .

و عن الحافظ الخطيب البغدادى[14] عن عمار بن ياسر قال رسول الله ( ص ) ان حافظى على بن ابيطالب ليفخران على ساير الحفظه لكينو فتهما مع على بن ابيطالب ، و ذلك انهما لم يصعدا الى الله تعالى بعمل ليسخطه واخرجه الفقيه ابن المغازلى فى منافب و الخوارزمى فى المناقب 251 والفرش فى ( شمس الاخبار ) 36 مخ ، يعنې رسول اكرم ( ص ) ويلي دي :

((د على پا سوالې پرېښتې ،پر هغو پرېښتو وياړي چې د خلكو پا سوالې دي،چې كله يې هم له علي داسې عمل پورته نه دى وړى چې د خداى د خپګان لامل وګرځي ))

چې کله د رسول اكرم ، علي ، فاطمې او حسنينو عصمت ثابت شو ؛ نو كېداى شي چې د نورو امامانو عصمت هم ثابت كړو ؛ ځكه عالمان د ټولو امامانو پر عصمت قايل دى او يا د يوه هم نه ، او داسې قول هم نه شته چې د علي ، فاطمې او حسنينو پر عصمت اعتراف شوى وي او د نورو ونه مني ، يوازې ابن ابى الحديد (شرح نهج البلاغه) او شهرستاني (ملل و نحل ) د علي عصمت مني ( فتامل ).

13( پ ): د جنازې په لمانځه كې اهل سنت څلور تكبيرونه او اهل تشيع پينځه وايي،دا اختلاف راته څرګند كړه .

( ځ ) _ په فرعي مسايلو كې د مجتهدينو ترمنځ اختلاف شته او دا كوم عيب نه دى،ان د فقهې د بشپړتيا لامل ګرځي،د مجتهدينو د فتواوو اختلاف له دې راولاړېږي،چې په احاديثو كې اختلاف دى مثلاً د اهل سنتو په ځينو احاديثو كې څلور تكبيره او په ځينو كې پينځه راغلي؛لكه مسلم ( 7/26 ) په صحيح كې له عبدالرحمن ابن ابى ليلى روايت كوي:((كان زيد يكبر على جنايزنا اربعا و انه كبر على جنازه خمسا فسْالته فقال كان رسول الله ( ص ) يكبرها؛يعنې زيد زموږ پر جنازو څلور تكبيرونه ويل او پر يوې يې پينځه ويل،په دې باب مې ترې وپوښتل،راته يې وويل: رسول اكرم (ص) پينځه تكبيرونه ويل)) د ” كان ” كلمه د رسول اكرم (ص) د فعل استمرار راښيي (ښه ځير شئ).

دلته سړى د صحيح مسلم د شارح ” نووي ” له وينا حيرانېږي چې وايى : ((دا حديث له زيد بن ارقم وروسته په اجماع سره نسخ شوى دى )) !!!

له زيد (رض) وروسته چا دا حديث نسخ كړى؟شرعي احكام يوازې حضرت پېغمبر(ص) نسخ كولاى شي او عالمان دا صلاحيت نه لري چې دا مستر ټولو ته څرګنده ده.

د نووي خبره ځكه بې اعتباره ده،چې مسلم په خپل صحيح كې وائي : ((زما د كتاب د احاديثو په سموالي او صحت اجماع شوې ده))؛نو ځكه د مسلم تر وخته د پورته حديث پر سموالي اجماع ده.د مسلم عبارت دا دى:((ليس كان كل شى عندى صحيح وضعته هنا و انما وضعت ههنا ما اجمعوا عليه ( 4/122 ) )) .

14( پ ) : ايا رسول اكرم ( ص ) ليك كړا ى شو؟ او څه ليكنه ترې راپاتې ده ؟

( ځ ) _ پېغمبر اكرم (ص)،درس نه و ويلى او نه يې څه لوستلاى او ليكلاى شول . قرآن مجيد وايي : (( ما كنت تتلو من قبله من كتاب ولا تخطه بيمينك … ))

د رسالت له مقام وروسته ليك لوست يې كړاى شو يا نه ؟ په دې باب د دواړو لوريو (سني – شيعه) له اړخ متفق عليه حديث شته ، آنحضرت (ص) د مړينې په ناروغۍ كې،دهغه په كور كې ناستو اصحابو ته امر وكړ،چې څه راوړئ چې داسې څه درته وليكم، چې امت له ما وروسته هېڅكله بې لارې نه شئ؛خو دلته ځينو وويل : آنحضرت (ص) پرتې وايي (نعوذ بالله) او يو شمېر د امر پر منلو ټينګار كاوه،د دواړو لوريو ترمنځ شخړه وشوه؛خو آنحضرت (ص) حكم وكړ،چې پاڅئ او له ما ووځئ (قومواعني) .

له دې حديثه يو مطلب دادى چې،آنحضرت (ص) ليك كړاى شو، چې ويې ويل : تاسې ته ليك ليكم؛خو دا احتمال هم شته،چې آنحضرت ( ص ) يو ته امر كړى واى،چې وليكه والله العالم .

د حديبيه د سولې په باب په ځينو احاديثو كې راغلي چې آنحضرت (ص) ليك لوست كړاى شو[15].؛خو اعتماد پرې مشكل په څېر دى؛ځكه نور احاديث مخالف يې دي او نه يې تاييدوي[16].

زما په نظر له رسالت وروسته،دا غوره او واقعيت ته نژدې ده ، چې هغه مبارك ” ليك اولوست ” كړاى شو؛خو دا غوڅه خبره نه ده او دا چې آنحضرت (ص) څه ليكلي دي يا نه؟دا په شك كې ده والله العالم .

15( پ ): ولې شيعيان لاس خلاصى لمونځ كوي؟

د لاسونو تړل او يا ازاد پرېښوول؛دا خو په قرآن مجيد كې نه دي راغلي او نه د اهل سنتو احاديثو پر لزوم يې څرګندونې كړي.د اهل سنتو په څلور ګونو مذاهبو كې مالكي مذهب پر لاس خلاصي لمونځ ټينګار كوي ، چې لارويان يې په افريقا كې زيات دي.

ځوړند لاسونه كله د خلاصو سترګو په څېر د انسان طبيعي حالت ښيى او كه تړلي لاسونه واجب واى؛نو ډېر احاديث به راغلي واى او يا به اصحابو (رض) په دې باب له آنحضرت (ص) ‏ډېر روايتونه كړي واى، ‏حال دا چې داسې څه نه دي راپاتې او زما د معلوماتو له مخې يوازې دوه حديثه شته چې بايد وويل شي والله العالم .

ځينې فقها وايي:دويم خليفه(رض) ته يې،چې د عجمو (ايران) بنديان رواستل؛نو تړلي لاسونه ودرېدل،خليفه ترې د داسې درېدو پوښتنه وكړه،ورته يې وويل،موږ،چې خپلو پاچايانو ته درېږو؛نو د احترام او تواضع لپاره دغسې درېږو دا عمل د خليفه خوښ شو او په لمانځه كې يې د خداى د درناوي او خضوع لپاره دا عمل جاري كړ،البته ما (ليكوال) د دې حكايت سند تر لاسه كړى نه دى .

د اهل بيتو امامانو د لاسونو د تړلو مخنيوى كړى؛ځكه لارويان يې ځوړند لاسونه لمونځ كوي.البته موضوع له فقهي پلوه فروعات لري،چې له پوښتنې مو بهر ده او زه هم له څرګندولو يې ډډه كوم؛ ځكه ځواب بايد له پوښتنې سره اړخ ولګوي.په هر حال د مذاهبو ترمنځ فقهي اختلافات عادي كار دى او څه توپير هم نه لري .

16( پ ):شيعيان پينځګوني لمونځونه په درېو وختو كې ادا كوي دا ولې؟

( ځ ) _ په قرآن مجيد كې د پينځو لمونځونو وخت په دقيق ډول نه دى ښوول شوى.

وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفاً مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئاتِ ذلِكَ ذِكْرَى‏ لِلذَّاكِرِينَ[17]

د ورځې په لومړيو او وروستيو كې او د شپې لمونځونه وكړئ نيكي بدي له منځه وړي.

((أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى‏ غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوداً))[18]

د لمر له زواله د شپې تر تيارې پورې او همداراز په فجر (سبائي ) كې لمونځونه وكړئ.

دلته ځير شئ چې له قرآن مجيده د پينځو لمونځونو وختونه په سمه توګه نه پوهېدل كېږي،له دې دوو آيتونو پوهېداى شو چې :

1 _ له صبح صادق (طلوع فجر) وروسته د سبايي لمونځ كېږي .

2 _ د ورځې په وروستيو كې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه ( ښه ځير شئ)

3 _ د ماښام او ماخوستن لمونځونه د شپې كېږي.

او دا چې ظهرين (ماسپښين او مازيګر) بېل او مغربين (ماښام او ماخوستن) بېل ادا كړاى شي؛نو په قرآن كې ددې څلورو لمونځونو وختونه په ځانګړې توګه نه دي ښوول شوي .

البته دا غوره ده،چې لمونځ په پينځو وختو كې وشي او د اهل بيتو امامانو له زوال وروسته د لمر پرېوتو پورې د ظهرينو يو ځاى ادا كول جايز ګڼلي،همداراز له لمر لوېدو وروسته يې د ماښام او ماخوستن لمونځونو يو ځاى كول هم جايز ګڼلي دي او له همدې امله شيعيان پينځه لمونځونه په درې وختو كې كوي؛يعنې د ظهرينو او مغربينو ترمنځ جمع او يو ځايوالى راولي .

شيعه د اهل بيتو د امامانو وينا سمه بولي او په دې باب په سني او شيعه دواړو كې روايتونه شته،چې ما د دې احاديثو يوه برخه په ” همبستګي اسلامي ” كتاب كې راوړې،هلته مراجعه وكړئ .

د جمع صلاتينو په باب د صحيح بخاري او صحيح مسلم ځينو احاديثو ته مو پام را اړوم؛خو تر دې ړومبى يو بل مطلب درته وايم : جمع صلاتين په دوه ډوله دي:

( الف ) _ صورتي جمع                                    ( ب ) _ حقيقي جمع

( الف) _ صورتي جمع:صورتي جمع دې ته وايي چې د ماسپښين يا ماښام لمونځ په وروستي وخت كې وشي او د ماذيګر يا ماخوستن لمونځ په لومړيو وختو كې وشي،چې په ظاهر او صورتي توګه دوه لمونځونه ( ماسپښين،ماذيګر او – ماښام،ماخوستن) يو ځاى او جمع شو؛خو په واقع كې هر لمونځ پر خپل وخت وشو او جمع نه وه.

( ب ) _ حقيقي جمع:حقيقي جمع دې ته وايي چې دوه لمونځونه ( ظهرين – مغربين ) په يوه وخت كې وشي ، چې په دوه ډوله ده :

1 _ جمع تقديم ؛يعنې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه د ماسپښين د لمانځه په وخت كې وشي يا د ماښام او ماخوستن لمونځونه په ماښام كې وشي .

2 _ جمع تاْخير:يعنې ظهرين په مازيګر كې او مغربين په ماخوستن كې وشي .

د ” صورتي جمع ” د جوزا په باب څه ستونزه نه شته؛خو ټول احاديث د ” حقيقي جمع ” ښودونكي دي،چې ځينې يې له صحاحو درته وړاندې كوم :

1 _ ابن عباس (رض) وايي:نبي اكرم (ص) په مدينه كې اووه ركعته او اته ركعته (يو ځاى) وكړل:ماسپښين او مازيګر،ماښام او ماخوستن [19] ايوب وويل ښايي چې شپه به باراني وه،ويې ويل:ښايي،خپله حديث مهم وي او د راوي احتمال حجت نه وي او پر دې سربېره لاندې يولسمه ګڼه حديث هغه ردوي.

2 _ وعنه صلى النبى (ص) سبعا و ثمانيا جميعا[20]

3 _عن عبدالله بن عمر:رسول اكرم (ص) به مو ليده،چې كله په سفر كې يې بيړه كوله؛نو د ماښام لمونځ به يې وروسته كاوه،چې بيا دواړه به يې يو ځاى ادا كول [21].

دلته “نووي” د مسلم شارح وايي:دا حديث په ډاګه په يو وخت كې د دوو لمونځونو يو ځاى كول څرګندوي او دا حديث د حنفي مذهب تاويل ردوي،چې ويلې يې دي،د وروسته كېدو مطلب دا دى،چې د لمانځه په لومړي وخت كې لمونځ ونه شي؛بلكې په وروستي وخت كې وشي او دويمنى لمونځ په هماغه لومړي وخت كې ورسره وشي (يعنې صورتي جمع)

4 _ انس (رض) وايي:كان النبى(ص) يجمع بين صلاه المغرب و العشا في السفر[22].

5 _ سالم له خپل پلار روايت كوي:كان النبى يجمع بين المغرب و العشاْ اذا جديه السير[23].

6 – 7:عن انس (رض):رسول اكرم (ص) به چې د لمر له زواله ړومبى سفر پيل كړ؛نو د ماسپښين لمونځ به يې د مازيګر تر وخته وروسته كړ او بيا يې دواړه لمونځونه يو ځاى كول [24] .

دا حديث په ډاګه د حقيقي جمعې څرګندوى دى ان له مخكې حديثه هم[25] .

8 _ ابن عباس (رض) وايي: رسول كرم (ص) د ماسپښين او مازيګر لمونځونه يو ځاى كړي او د ماښام او ماسخوتن يې هم يو ځاى كړي دي،چې نه به ويره وه او نه سفر.

دا حديث په حضر،ارامۍ او امنيت كې د جمع صلاتين جواز راښيي[26] .

9 _ وعنه:صلى رسول الله (ص) الظهر و العصر جميعاً بالمدينه في غير خوف ولا سفر ….[27] ابن عباس د جمع صلاتينو دليل داسې بيانوي:اراد ان لايخرج احدا من امته؛ يعنې پېغمبر (ص) غوښتل چې د امت كوم يو وګړى مې په تنګسه كې نه شي.

د جليل القدر صحابي (عبدالله بن عباس) دا خبره حقيقي جمعې لپاره څرګند دليل دى،چې په حضر(غير سفر) ارامۍ او امنيت كې ترسره شي، په هغه وخت كې “صورتي جمع ” ډېره سخته وه؛ځكه ساعت پيدا شوى نه و،چې د لمونځونو لومړي او وروستي وختونه پرې معلوم كړاى شوي واى.

10 _ او همدا دليل يو بل جليل القدر صحابي معاذ بن جبل (رض) هم بيان كړى:قال جمع رسول الله (ص) في غزوه تبوك…فقال اراد ان لا يحرج امته.

11 _ وعن العقيلي:يوه سړي ابن عباس ته وويل:الصلاة (يعنې د لمانځه وخت دى،چې لمونځ وكړو). حضرت ابن عباس څه ونه ويل.بيا يې ” الصلاة ” ووايه،ابن عباس چوپ شو.هغه سړي بيا ((الصلاة)) ووايه!ابن عباس ورته وويل ته موږ ته لمونځ راښيي موږ د پېغمبر (ص) په وخت كې جمع صلاتين كاوه(كنا نجمع بين الصلاتين على عهد رسول الله ص)[28] .

په هر حال له دې احاديثو څو لاندې موضوعګانې اثباتېږي:

1 _ د ظهرينو او مغربينو ترمنځ د حقيقي جمعې جواز.

2 _ د صورتي جمع جواز نه اخستل كېږي.

3 _ له دې احاديثو په سفر كې چې بيړه وي د حقيقي جمعې جواز اخستل كېږي.

4 _ په مطلق سفر كې د حقيقي جمعي جواز.

5 _ په وطن،ارامۍ،ډاډ او اطمينان كې،چې د پېغمبر اكرم (ص) يو امتي هم په پينځه وخته لمانځه كې په تنګسه كې نه شي،د حقيقي جمع جواز راښيي .

نووي [29]وايي :

ځينو امامانو په حضر(غيرسفر) كې د اړتيا له كبله جمع صلاتين منلى؛خو ځان به ورباندې نه عادتوي او د امام مالك يارانو(ابن سيرين او اشهب) هم دا خبره منلې او خطابي هغه له قفال او شاشي (د امام شافعي له يارانو) له ابي اسحاق المروزي د احاديثو له اصحابو روايت رااخست ى او ابن منذر هم همدا لار نيولې ده.

د ابن عباس د حديث په باب چې كومو عالمانو تاويلات كړي؛نو امام نووي[30] هغه ټول باطل كړي دي .

زه (لېكوال) فكر كوم،چى د قرآن مجيد دوه آيتونه او پورته احاديث په ډاګه ښيي چې د دوه لمونځونو په يو ځاى كول سم دي او په دې باب شك نه پاتې كېږي؛خو حنفي علماوو دا مسله نه ده منلې او يوازې په ” صورتي جمع ” قايل دي،البته زه د “نووي” په څېر پر تاويل يې د باطل حكم نه كوم؛بلكې د حنفي علماوو اجتهاد ته په درناوي قايل يم.او اصلاً په اختلافي مسايلو كې زما موخه د نورو اسلامي مذاهبو د فتواوو ابطال نه دى؛بلكې موخه مې د شيعه وو د فتوى لپاره د دلايلو راوستل دي.

17( پ ):شيعيان د اهل بيتو لپاره د ((عليه السلام )) او يا (( صلوات الله عليه)) جملې كاروي ، په دې باب رڼا واچوئ .

( ځ ) _ سني او شيعه دواړه يوه خو له دي،چې د ” صلى الله عليه ” جمله د پېغمبر اكرم لپاره ده .

هو اهل سنت بې له خطبو او د كتابو په پيل كې د ” صلى الله عليه وسلم ” جمله راوړي؛خو شيعه ورسره د آنحضرت “آل”هم يادوي او ” صلى الله عليه وآله ” وايې.په صحيح بخاري او نورو كې په څرګنده راغلي ، چې د صلوات په وخت كې له آنحضرت سره ” آل ” يې هم ياد شي؛خو متاسفانه چې اهلسنتو پر پرېښودو يې عادت كړى دى.

صحيح بخاري په ” كتاب الانبياء ” كې له عبدالرحمن ” روايت كوي چې ” كعب ” راسره وكتل او و يې ويل : ايا له پېغمبر اكرم ‏ مې اورېدلي درډالۍكړم؟

ورته مې وويل : هو .

راته يې وويل : له رسول اكرم (ص) مو وپوښتل،چې څنګه پر تاسې اهل بيتو “صلوات”ووايو؟ ځكه پر تاسې د ” سلام ” كولو په څرنګوالي خو پوهېدلي يو.آنحضرت (ص) وويل : اللهم صل على محمد و على ال محمد كما صليت على ابراهيم و على آل ابراهيم انك حميد مجيد.اللهم بارك على محمد و على ال محمد كما باركت على ابراهيم و علىآل ابراهيم انك حميد مجيد.

او مسلم په خپل صحيح كې له ابي مسعود انصاري ‏روايت كړى، چې هغه هم له آنحضرت (ص) د صلوات د څرنګوالي پوښتنه كړې چې آنحضرت(ص) ورته ويلي:((ووايه!اللهم صل على محمد و على آل محمد كما صليت على ابراهيم و بارك على محمد و على آل محمد كما باركت على آل ابراهيم في العالمين….[31]

نوځكه اهل سنتو ته مناسبه ده،چې پر آنحضرت(ص) د درود پر وخت “آل محمد”هم ووايي .

په هر حال آنحضرت (ص) ته د “صلى الله عليه” جملې ځانګړنه، يوازې د احترام او درناوي اړخ لري نه شرعي.په سنن ابى داوود[32] كې له جابر (رض) ‏روايت كوي،چې يوې ښځې آنحضرت ته وويل ” صلى على و على زوجي ” فقال النبى (ص) صلى الله عليك و على زوجك “

له حديثه پوهېداى شو،چې بې له آنحضرت (ص) نورو ته دا جمله هم راوړاى شو.

حضرت علي او نورو امامانو ته د ” صلوات الله عليه ” د راوړو لپاره،د قرآن مجيد لاندې آيت د دليل په توګه بسيا دى:

(( الذين اذا اصابتهم مصيبه قالوا انا لله و ان اليه راجعون اولئك عليهم صلوات من ربهم … ، يعنې مصيبت ليدلى چې ” انا لله و انا اليه راجعون “ويلى يا وايي؛نو پر هغوى دې د پالونکي”صلوات”،وي.)) نو دلته پر “مطلق مؤمن” صلوات ويل جايز دي؟ نو د اهلبيتو پر امامانو،چې زيات مصيبتونه تېر شوي او د خداى په لار كې يې زغم او صبر كړى،پر هغوى خو جايز او جايز دي.

“اهل بيتو” ته د “عليه السلام” د جملې ويل يوازې په شيعه و پورې ځانګړى نه دى؛بلكې د اهل سنتو محدثينو او سترو عالمانو هم ورته دا جمله راوړې ده[33].

عن علي عليه السلام قال:كانت لي شارف … فلما اْردت ان ابنـى بفاطمه عليها السلام بنت رسول الله …[34]

“وطرق النبى (ص) باب فاطمه و علياً عليهما السلام ليله للصلاه [35]

“…راْيت النبى وكان الحسن بن علي عليهما السلام يشبهه[36]

“عن علي بن الحسين عليهما السلام اْخبره…”[37]]

ابو داود سره له دې چې په خپلو سننو كې په مستقل ډول د علي ځانګړنې او فضايل نه دي را اخست ي؛خو ورته يې په زياتو ځايو كې د ” عليه السلام ” جمله راوړې ده[38].

نو څرګندېږي،چې د راويانو ترمنځ د اهلبيتو لپاره د سلام كارول دود ول.

18(پ) : ولې شيعيان په اودس كې پښې مسح كوي او نه يې مينځي؟

( ځ ) _ قرآن مجيد وايي :((فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ[39]))

ژباړه: ((نو خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړکيو) مسح كړئ.))

له دې آيت او ژباړې يې له غور او سوچ وروسته معلومېږي،چې پښې مسح كېږي نه مينځل كېږي.

دا ادعا چې د ” ارجلكم ” كلمه پر ” ايديكم ” باندې عطف ده،قوي ادعا نه ده؛ځكه سارى يې په ټول قرآن كې نه كتل كېږي او ښايي چې په عربي او فارسي كې داسې مثال نه وي او دا د ژبې له دود سره اړخ نه لګوي.د توضيح لپاره لاندې مثال ته پام وكړئ:

كه څوك درته ووايي،چې د ګلابو په اوبو خپل مخ او لاسونه ومينځئ او خپل سر او پښې په غوړيو غوړې كړئ.

كه دلته بل څوك راشي او ووايي چې د متكلم مطلب دادى چې : ” يوازې سر غوړ كړئ او په ګلابو پښې ومينځئ “

نو ځير شئ چې دا ادعا به ناسمه ونه ګڼي؟ د ادبي قواعدو له اړخ بايد د “ارجلكم” لفظ پر “رووسكم” عطف وي،چې پايله يې هماغه د پښو مسح ده او پر مخكني لفظ (و ايديكم) يې عطفولاى نه شو،چې پايله يې د پښو مينځل دي او د دې لازمه دا ده چې بايد معطوف (وارجلكم) او معطوف عليه (و ايديكم) ترمنځ معترضه جمله (فامسحوا برووسكم) راشي چې دا د عربي قواعدو له مخې ناسمه او په موخه كې تېروتنه ده.ضمناً په دې برخه كې (د پښو مسح كول) د جرقرآئت او نصب قرآئت ترمنځ توپير نه شته او د دواړو قرائتونو له مخې “ارجلكم” كلمه پر “رووسكم” عطف ده ،په دومره تو پير كه پر ظاهريې عطف شي؛نو مجرور او كه پر محل يې عطف شي؛نو منصوب به وي.په سنن ابن ماجه [40] كې له الربيع نه روايت دى،چې ابن عباس (رض) ويلي:ان الناس ابوالا الغسل ولا اجد في كتاب الله الا المسح؛ يعنې خلك بې له پښو مينځلو بل څه نه مني؛خو زه د خداى په كتاب كې بې د پښو له مسح بل څه نه وينم.

په 460 ګنه حديث كې له “رفاعه” روايت كوي چې هغه له رسول اكرم (ص) سره ناست و، چې آنحضرت (ص) وويل :د هېچا لمونځ به پوره نه شي،څو سم اودس ونه كړي،مخ او لاسونه ومينځي او سر او پښې تر ښنګرو مسح كړي.

د اهل سنتو يو عالم په اردو ژبه پر سنن ابن ماجه شرح كښلې او وايي :طبراني له عباد بن تميم له پلار يې روايت كوي،چې هغه رسول اكرم (ص) وليد،چې اودس يې وكړ او پښې يې مسح كړې.

زياتوي چې علي،ابن عباس او انس پرمسح قايل ول،چې بيا ترې تېر شول (؛يعنې بيا به يې مسح نه كوله) او له حسن بصري او محمد بن جرير طبري روايت كوي،چې هغوى په مسح او مينځلو كې د تخيير او اختيار خاوندان ول او ځينو ويلي،چې د مسح كول نسخ شوي نه دي!!! او له ځينو ظاهريه و يې روايت كړي چې پر مسح او مينځلو دواړو قايل ول.

له عبدالله بن عمر روايت كړى،چې په يوه سفر كې رسول اكرم (ص) له موږ بېل شو،چې ور ورسېدو،د مازيګر لمانځه وخت و،موږ اودس كاوه او پښې مو مسح كولې،آنحضرت (ص) په لوړ غږ وويل :(( ويل للاعقاب من النار))[41] .

له دې حديثه معلومېږې چې مسح په اصحابو كې دود وه او هغوى د قرآن مجيد او نبوي سنتو له مخې مسح كوله؛خو د پورته جملې په باب: ويل للاعقاب من النار؛يعنې افسوس چې تلي په اور كې وي.

د مسح د نفې پر معنى نه؛بلكې ظاهرا دې ته اشاره ده،د پښو تلي، چې له چټلۍ او ناپاكۍ پاك شوي نه وي ؛نو لمونځ باطلوي.

صحيح بخاري [42] له حضرت علي روايت كوي چې اوبه يې وڅښلې.مخ او دواړه لاسونه يې ومينځل، سر او دواړه پښې يې مسح كړې.

هغه احاديث چې د پښو مينځل په كې راغلي،له پورته احاديثو سره اړخ نه لګوي او موږبايد د قرآن مجيد پر آيت عمل وكړو،چې پر مسح سپارښتنه كوي او د اهل بيتو امامانو هم د پښو مسح كوله.د اهل بيتو د امامانو متواتر او پرله پسې روايتونه ښيي،چې اودس له دوو څيزونو جوړ شوى دى:”غسلتان” او “مسحتان” او امام باقر د يو حديث په ترڅ كې چې پېغمبرې اودس يې توضيح كاوه،وايي،آنحضرت (ص) به خپلې پښې مسح كولې.

د يادونې وړ ده،چې نه يوازې د اهل بيتو امامانو مسح كوله؛بلكې يو شمېر اصحابو او تابعينو هم دا عمل ترسره كاوه؛خو بيا په وروستيو كې د ځينو دلايلو له امله د يو شمېر مسلمانانو ترمنځ د مسح دود پر مينځلو واوړېد،چې په فقهي كتابو كې يې تشريح راغلې ده[43].

19( پ ) : د كومو دلايلو له مخې شيعه پر دولس ګونو امامانو ګروهن دي،حال دا چې تاسې خو به د خپلو اسنادو او راويانو له مخې دلايل راولئ؛خو موږ ته د اهل سنتو له لارې هم په دې باب څرګندونې وكړې او راڅرګنده كړئ چې په دې باب دواړه لوري يوه خوله دي او كه نه ؟

( ځ ) _ دولس امامان د اهل سنتو په معتبرو كتابو كې راغلي چې زه يې يو شمېر دلته را اخلم .

1 _ صحيح بخاري ، كتاب الحكام ، 6796 ګڼه حديث

2 _ صحيح مسلم ، كتاب الاماره 12/201 مخ

3 _ سنن ابى داوود 1/103 مخ ، كتاب الهدي

4 _ متقي هندي ، كنزالعمال 9/201 مخ

( دولس تنه پر دې امت چارواكې دي،لايعزهم من فذ لهم كلهم من قريش،چا چې ترې ځان ګوښه كړ؛نو زيان نه شي وررسولاى،دوى ټول قريش دي)

5 _ د امام احمد حنبل له مسند[44] ځينو عالمانو روايت كړى چې جابر بن سمرة ويلي : په حجة الوداع كې مې له رسول اكرم (ص) نه واورېدل چې ويې ويل: لايزال هذا الدين ظاهرا على من ناواه ولا يضره مخالف ولا مطارق ان يمضي من امتى ” اثنا عشر ” ( اميرا كلهم من قريش )

[څېړونکى : په دې باب وګورئ :کابلى تفسير:د مائدې سورت تر دولسم آيت لاندې شرح.]

20 _ (پ) د انبياوو او امامانو د فضايلو په باب معلومات راكړئ.

( ځ ) _ الهي پېغمبران (عليهم السلام) په درې ډوله دي.

1 _ هغوى چې د ” نبوت “مرتبه لري،يعنې انبياعليهم السلام چې اكثريت دي .

2 _ هغوى چې د “رسالت”مرتبه لري يعنې رسولان عليهم السلام چې تر انبياوو ئې شمېر لږ دى .

3 _ ” اولوالعزم ” پېغمبران:لكه حضرت نوح ، حضرت ابراهيم ، حضرت موسى او حضرت خاتم النبيين صلوات الله عليهم اجمعين

” رسولان ” له ” انبياوو ” غوره او افضل دي او ” اولوالعزم ” له ” رسولانو “افضل دي.او حضرت خاتم الانبيا و المرسلين تر ټولو افضل دى او په بله وينا حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم،سيد البشر او تر ټولو انسانانو اوچت دى او هېڅوك ستر مقام ته يې رسېداى نه شي او ظاهراْ په دې باب هېڅ ډول اختلاف نه شته او زموږ د حديثو په مشهور كتاب،کافي كې له حضرت علي عليه السلام روايت شوى،چې ويلي يې دي:” انا عبد من عبيد محمد (ص) ،زه د محمد ( ص ) له نوكرانو يو نوكر،يا له پيروانو يې يو پيرو يم”؛بلكې له ځينو احاديثو معلومېږي چې حضرت محمد (ص) تر ټولو مخلوقاتو لوړ او اوچت دى او دا مطلب له دې مبارك ايته معلومېږي :

” و ما ارسلناك الا رحمة للعالمين ، يعنې ته موږ ټولو عالمينو ته رحمت لېږلى يې ” .

د دولس ګونو امامانو په باب،ظاهراً خو په دې كې كوم اختلاف نه شته چې حضرت علي عليه السلام پر نورو يولسو امامانو غوره دی او پردې مطلب له احاديثو پوهېداى شو.حسن او حسين عليهما السلام له نورو نهو امامانو افضليت لري او دليل يې متفق عليه حديث دى چې :” الحسن و الحسين سيد اشباب اهل الجنه،حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.” ټول جنتيان ځوانان وي او هلته څوك زوړ نه وي او حسنين د ټولو جنتيانو ښاغلي دي.لكه چى فاطمه د جنتي ښځو “بي بي” ده،چې تر ټولو ښځو لوړه او اوچته ده؛خو دا چې په پاتې نورو نهو امامانو كې كوم يو غوره او د افضليت ترتيب يې څنګه دى په دې باب پرېكنده او غوڅ دليل نه شته،ځينو په استحسان څه ويلي؛خو د منلو نه دي او بايد په دې باب همدلته ودرېږو او څه ونه وايو والله العالم.

21(پ) : د ځينو عادت دى،چې “ياعلي” ، “يا ابوالفضل” وايي ، دا سم كار دى كه نه؟

( ځ ) _د ” يا رسول الله” ، “ياعلي” او په عمومي توګه انبياوو او اولياوو ته د ” يا ” خطاب،څه پروا نه لري؛ځكه اروا يې په ” عالم برزخ ” كې ژوندۍ دي او خداى تعالى ورته علم وركړى،روح يې د ژونديو له روح ډېر غښتلى او قوي دى.

هو،له حضرت پېغمبر(ص) يا امامانو او اولياوو د اړتياوو پوره كولو په باب بايد مو پام وي چې دا په دوه ډوله دي : که وګڼو چې پېښې په ارادې پورې يې اړه لري مثلاْ ووايو، چې يا رسول الله موږ وبښه،يا شفا راكړه يا روزي راكړه.بل دا چې خداى ته يې ” شفيع ” كړو،چې د رسول اكرم،امامانو يا اولياوو له خاطره زموږ اړتياوې پوره كړه.

لومړى ډول يې سم نه دي؛ځكه د كايناتو خالق “يو” دى او هېڅ مخلوق ان انبيا او امامان په پنزونه او پيداېښت كې اغېز نه لري همداراز د كايناتو “مدبر” هم يوازې او يوازې يو خداى دى،چې ټول كارونه په ارادې پورې يې تړاو لري،هغه رازق دى (لا حول ولاقوه الا بالله ) دوهم ډول سم دى او څه پروا نه لري.

22( پ ) : د سقاخانو پر فلسفه مې وپوهوه،زموږ د هېواد په ځينو ځايو كې،شيعه خلك،هغه په حضرت ابوالفضل پورې تړي او هلته نېستمنو او غريبانوته صدقه وركوي؟

( ځ ) هو د كندهار،په ځينو كوڅو كې هم دا شته؛خو هېڅ تاريخي يا شرعي سند نه لري او دا كارونه د عوامو له تعرفاتو ګڼل كېږي او په هر مذهب كې عوام الناس دغسې تعرفات لري.

خو يو احتمال شته،چې ممكن په پخوانيو زمانو كې چې پر شيعه و زور زياتى او فشار و او ډېر ځل به يې مذهبي عالم او مبلغ نه درلود؛نو ځينو هوښيارانو د مذهب د ژوندي پاتې كېدو لپاره دغسې سقاخانې جوړې كړې وې او ظاهرا همدې ټكي ته په پام كې د سخي زيارت او د حضرت ابوالفضل زيارت او په نورو ځايو كې هم دغسې ځايونه دهغو لاملونو په پام كې نيوو سره جوړ شوي والله اعلم؛ خو په مزار شريف كې،په غوڅه توګه وايم چې هغه د حضرت اميرالمؤمنين علي عليه السلام قبر نه دى او نه هلته ښخ شوى،قبر يې په نجف اشرف كې دى. په ځينو كتابو كې چې له كوفې بلخ ته د علي (ع) د جنازې د لېږد خبرې شوي دا ټولې افسانې دي او اعتبار نه لري او موجود قبر ممكن د يو “سيد” يا “امام زاده ” قبر وي،چې نوم به يې علي بن ابيطالب و او په دې توګه له حضرت علي (ع) سره (په تېروتنې) يې يو شان ګڼلى.په ځينو كتابو كې په دې سيد پسې عجيبې قصې شوي چې رانه اوږدېږي؛خو په پرېكنده توګه د حضرت علي قبر په نجف كې دى.

23( پ ) : د “صفين”په جګړه كې كوم يو لورى پر حق و؟

( ځ ) _ خوښ نه يم،چې داسې مسلې مطرح شي چې د عوامو احساسات راوپارېږي؛خو دا چې تاسې وپوښتل؛نو درته وايم ،چې د هر عالم او پر خبرې پوه له نظره په “جمل”، “صفين” او “نهروان” كې په جنګيالي اړخونو كې د علي لورى پر حق دى. منتها اهل سنت وايي چې په “بصره” او “صفين” كې د جنګياليو اړخونو خطا،اجتهادي وه،نه دا چې له نفساني غوښتنو راولاړه شوې وه!

د صحيح بخاري 436 ګڼه حديث ته ستاسې پام را اړوم : نبوي جومات چې جوړېده؛نو رسول اكرم (ص) وويل:”..ويخ عمار تقتله الفه الباغيه،يدعوهم الى الجنه ويدعونه الى النار،يقول عمار اعوذ بالله من الفتن. “

همداراز ام سلمه (رض) هم دا حديث له رسول الله (ص) روايت كړى[45]. د دې حديث له مخې آنحضرت وړاندوينه كړې،چې “عمار” به د باغي ډلې له لاسه وژل كېږي، “عمار” هغوى جنت ته رابولي او هغوى به دا اور ته رابولي. عمار (رض) د “صفين” په جګره كې د علي عليه السلام لوري ته و،چې د معاويه صاحب د وګړيو له خوا شهيد شو؛ځكه د شام اړخ د باغيانو ډله او اور بلي ول .

په هر حال،دا حديث د پېغمبر اكرم (ص) له معجزاتو ګڼل كېږي.

خوشال بابا :

چې په جنګ کې د علي له لوري ومرل
پر هغوى ګواهي ده،چې مرحوم دي

24(پ) : پر موږ ځينې نيوكې كوي،چې ولې پر مهر سجده كوئ او ځينې خو د عصبيت له مخې وايي،چې دا كار شرك دى ،په دې باب راته وليكئ.

( ځ ) _ په شيعه فقه كې پر ځمكې او څه چې له ځمكې راټوكېږي؛ خو چې خوړل كېږي او اغوستل كېږي نه،ورباندې سجده سمه ده.

صحيح بخاري[46] د يو حديث په ترڅ كې له جليل القدر صحابي جابر عبدالله انصاري (رض) روايت كوي،چې آنحضرت (ص) ويلي:”جعلت لي الارض مسجد او طهورا فايما رجل من امتي ادركته الصلاة فليصل؛يعنې موږ ته ځمكه مسجد او پاكه (يا پاكوونكې) شوې،د لمانځه وخت چې راورسي؛نو د امت هر وګړى دې پاڅېږي او هملته دې لمونځ وكړي”.

نو ځكه پر ځمكه سجده هېڅ پروا نه لري او البته پر خاورو سجده خداى ته د اوچتي تواضع ښكارندويه ده.شيعه چې پر مهر سجده كوي؛نو دا له خاورو دى؛خو د كربلا خاوره ده،چې زموږ د عالمانو د فتواوو له مخې غوره خاوره ده او د كربلا د خاورې د غوره والي فلسفه دا ده،چې د دين د ساتنې لپاره ورباندې شهادت ترسره شوى او مسلمان ته د دين د ساتنې لپاره د سرښندنې او جهاد سبق ورښيي.مخكې مې هم وويل،چې سجده پر مطلقې ځمكې او څه چې له ځمكې راټوكېږي سمه ده؛خو چې د خوړو او اغوستنې نه وي او د ام المؤمنين ميمونې بي بي په وينا [47] حضرت پېغمبر اكرم پر پوزكي لمونځ كاوه،چې له ځمكې راټوكېدلى او د خوړو او اغوستو نه و. ” و هو صلى الله عليه يصلي على خمرته … خمره يو وړوكى پوزكى و،چې د كجورو له پاڼو جوړ شوى و،چې دا تفسير د صحيح بخاري په حاشيه كې كښل شوى دى. انس (رض) وايي : په موږ كې به چې چا د تودوخې له كبله پر ځمكه سجده کړاى نه شوه؛نو جامې به يې غوړولې او ورباندې يې سجده كو له (كنا نصلي مع النبي صلى الله عليه في شده الحر،فا ذالم يستطع احدنا ان يمكن وجهه من الارض بسط ثوبه فسجد عليه،[48]) او البته د ضرورت په وخت كې پر جامو سجده هم څه ممانعت نه لري.

پر خاورو،جامو او نورو څيزونو سجده د خداى لپاره ده او عبادت دى او كه پر خاورو سجده شرك وي؛نو پر ټولو شيانو به هم شرك وي، چې بطلان يې ټولو ته ثابت دى.هو خاورې او جامو ته سجده د ټولو مسلمانانو له نظره شرك دى او”خاورې ته سجده” او “پر خاورې سجده”، د دې دواړو ترمنځ ډېر توپير دى،موږ خداى ته پر خاورو سجده كوو خداى دې موږ ټولو ته د بندګۍ،بشپړ فهم، ورورۍ او صميميت توفيق راكړي.

25(پ) : د پېغمبر اكرم(ص) د سهوې په باب راته د اهل سنتو او اهل تشيع نظر څرګند كړه؟

(ځ) د اهل سنتو په صحاحو كې احاديث شته،چې پېغمبر(ص) په لمانځه كې سهوه شوى او په شيعه و كې هم يو شمېر معتبر احاديث شته. دومره وايم چې د يوې مسْلې په باب د يو مذهب نظر له يو يا څو احاديثو معلومولاى نه شو؛ځكه د “واحد خبر”منل خپله يو لړ شرايط لري چې كه هغه شرايط يا ځينې يې نفې شي؛نو”واحد خبر” خپل اعتبار له لاسه وركوي .ځيني شته،چې د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لپاره د يو حديث شتون(چې اسناد يى هم دومره معتبرنه وي) د هماغه مذهب د عقېدې په توګه ګڼي او بيا تورونه تپي او ډنډورې پيلوي،خداى (ج) دې مسلمينو ته ځيركي وركړي،چې ددغسې ډنډورچيانو په تبليغاتو پسې ولاړ نه شي. په هر حال د يو مذهب د لارويانو د نظر معلومولو لپاره پر احاديثو سربېره مذهب د عالمانو پر ويناوو او كلام هم بايد پوه شو.

د اماميه شيعه و ځينو مشهورو محدثينو،د سهوي احاديث منلي؛خو په دې شرط،چې دا سهوه د شيطان له اړخ نه وه؛ځكه شيطان پېغمبر(ص) تېرايستاى نه شي؛بلكې د خداى (ج) له لوري وه،چې د يو مصلحت له امله يې دا كار كړى؛ ځكه پر “اسهاء الله” يې تعبير كړې ده؛خو يو شمېر شيعه متكلمينو په مطلق ډول سهوالنبي (ص) رد كړې او د آنحضرت ( ص) له عصمت سره يې اړخ نه لګوونكې بللې،هغه عصمت چې شيعه مذهب پرې ټينګار كوي.

د اهل سنتو د محدثينو؛بلكې د متكلمينو له ويناوو څرګندېږي،چې دوى ټول په سلو كې نوي د سهوالنبي (ص) احاديث مني.

26(پ) : كوم معلومات چې زموږ طلاب،متعلمين او محصلين په ديني مدرسو،ليسو او پوهنتونو كې تر لاسه كوي دا څومره په چاروكې ګټور دي ايا پر همدې بسيا وشي او كه زيار وايستل شي،چې نور هم تر لاسه كړو؟

(ځ)_كوم كتابونه او مضامين چې د درسي نصاب تر عنوان لاندې په مدرسو،ليسو او پوهنتونو كې تدريسېږي دا د يو هېواد يا نړۍ نقشې ته ورته دى چې يوازې لوستونكي ته څه نا څه لار ورښيي، بايد موږ د خپلې علمي پياوړتيا لپاره د عقايدو،شرعي او اخلاقي معارفو او وظايفو كتابونه ولولو،په ټولنيزو، سياسي،علمي، طبي، ادبي،تاريخي او نورو اړخونو كې ګټور كتابونه مطالعه كړو،پر تاريخ ځان پوه كړو، د احاديثو او تاريخ پر اړيكو او اغېزو پوه شو،نن كتابونه زيات شوي؛خو دې ته مو پام وي چې د هر كتاب لوستنه د وخت ضياع ده،بايد ګټور او وحدت زېږوونكي كتابونه ولولو.

27(پ) : ويل كېږي چې شيعيان خلفاى راشدينو ته سپكې سپورې كوي او ما خپله اورېدلي چې پر يزيد لعنت وايي دا ولې؟

( ځ ) _ د خلفاى راشدينو په باب،دا يو تور دى چې پر موږ دنننيو او بهرينو مغرضينو او سياستوالو تړلى.شيعه عالمانو ورته له سپكو سپورو ويلو نمښته (انكار) كړى او زموږ د احترام او درناوي وړ دي، تاسې زموږ د توضيح المسايل (هغه كتاب دى،چې يو شيعه مجتهد يې په عبادي،معاملاتي او نورو چارو كې خپلو عوامو شيعه پيروانو ته ليكي او په هر ځاى كې موندل كېږي) كتاب وګورئ چې د “لعان” په برخه كې څه وايو؟له دې هم نه منكرېږو چې ځينو شيعه و خلفاوو ته سپكې سپورې كړي لكه چې ځينو اهل سنتو د اهل بيتو امامانو ته بې ادبي كړې،چې ددې دواړو لوريو دا عمل وګړنى اړخ لري او په مذهب پورې تړاو نه لري.كه د ښار کوم وګړى غلا وكړي؛نو ايا دا به سمه وي،چې د ښار ټول اوسېدونكي پر غلا تورن كړو؟هو،ځينې وروڼه شته،چې د يو وګړي د عمل او د مذهب د نظر ترمنځ پر توپير قايل نه دي حال دا چې له ځمكې تر اسمانه يې واټن دى.

هو،څوك چې خلفاوو ته كنځل وكړي؛نو بايد تعزير او ورټل شي، خو د قتل فتوا يې له شريعت سره مخالفه ده او په دې باب كوم دليل نه شته او يو ډول زور ويل دي.نووي د مسلم په شرح[49] كې د ابي سعيد له حديث وروسته وايي : د دووتنو اصحابانو خالد بن وليد او عبدالرحمن بن عوف ترمنځ دښمني وه،خالد وكنځل. له قاضي روايت كوي چې يو صحابي ته كنځل له كبايرو ګڼل كېږي،زموږ مذهب او د جمهورو مذهب دا دى چې سپكې سپورې كوونكى رټل كېږي او تعزيرېږي او وژل كېږي نه او ځينو مالكيانو ويلي چې وژل كېږي؛خو پوښتنه دا ده چې آنحضرت (ص) خالد ونه رټه؟

په يو روايت كې راغلي،چې يو سړى له ابوبكر(رض) سره توند ولاړ،راوي وايي،ومې ويل چې وبه يې وژنم.خليفه(رض) راته په توندۍ وويل چې له رسول اكرم (ص) وروسته بل څوك په سپكو سپورو نه وژل كېږي:اغلظ رجل لا بى بكر الصديق … اقتله فانتهرنى ، و قال ليس هذا لا حد بعد رسول الله (ص).

د يزيد په باب ستاسې خبره منم او حيرانېږم چې يو عالم پر يزيد د لعنت ويلو مخه ونيسي. سنايي مشهور سني شاعر دى،چې زيارت يې په غزني كې دى او زه ورغلى هم يم او شعري ديوان يې پيدا كېږي وايې:” كه پر دغسې قوم لعنت ونه وايي؛نو شرم دى،لعن الله يزيد و علي آل يزيد”

لاندې ټکيو ته پام وكړئ چې مسله ښه بربنډه شي :

1 _ مشهور عالم ملا سعد تفتازاني رحمة الله عليه ( 792 كال مړ ) د عمر نسفي عقايدو په شرح كې وايي:”په تواتر او پرله پسې توګه ثبوت شوې،چې يزيد د حسين پر وژنې او د اهل بيتو پر سپكاوي خوښ او راضي و..موږ د يزيد په حق كې؛بلكې د ايمان په باب يې توقف كوو(؛يعنې پر كفر يې يقين لرو) پر يزيد،يارانو او ملاتړ كوونکيو دې يې لعنت وي .

2 _ستر عالم جلال الدين سيوطي[50] رحمة الله عليه (911 كال مړ) وايي:”يزيد د عراق ولسوال عبيدالله بن زياد ته امر وكړ چې له حسين سره وجنګېږي او د عمر بن سعد په قومندانۍ يې څلور زره لښكر ور ولېږه… يزيد ته يې د امام حسين سر په لوښي كې راوړ او مخې ته يې كېښود .

لعن الله قاتله و ابن زياد معه و يزيد معه ؛خداى دې د حسين پر قاتل ، پر ابن زياد او يزيد لعنت و وروي .

3 _ سيوطي او ابن حجر دواړو روايت كړى چې واقدي له څو لارو له عبدالله بن حنظله غسيل الملائكه روايت كړى؛موږ ځكه د يزيد پر ضد راپاڅېدو،چې پر ځان ووېرېدو،چې ډبرې راباندې ونه ورېږي. يزيد به مړوښې او اولاد لرونكې ښځې،نجونې او خويندې نكاح كولې.شراب يې څښل او لمونځ يې نه كاوه.

4 _سيوطي[51] ليكي : يزيد د مدينې د اوسېدونکيو د عامې وژنې لپاره ستر لښكر ولېږه په دې يرغل كى ډېر خلك چې اصحاب (رضى الله عنهم ) هم په كې ول ووژل شول مدينه لوټ شوه او زر تنه باكره انجونې بې پردې شوې.د صحيح مسلم په حديث كې پېغمبر اكرم ويلي:”من اخاف اهل المدينه اخافه الله و لعنه الله و ملائكته و الناس اجمعين؛ يعنې څوك چې د مدينې اوسېدونكي وډاروي،خداى به وويروي يې،خداى،پرېښتې او ټول خلك به ورباندې لعنت ووايي.”

5 _ ابن حجر هيثمي شافعي په الصواعق المحرقه كې ليكي: د يزيد په يرغل كې 300 تنه اصحاب او 700 تنه د قرآن قاريان شهيدان شول، څو ورځې د مدينې د كورونو ورونه د لښكر پر مخ پرانستي ول،څو ورځې په نبوي جومات كې،په جمعې لمونځ نه كېده،خلك ټول پټ شوي ول،د چا له وسې پوره نه وه،چې نبوي جومات ته ولاړ شي،تر دې چې ليوان او سپي جومات ته ننووتل او د آنحضرت پر منبر يې ميتيازې وكړې… د لښكر مشر نه سلا كېده؛خو دا چې خلك له يزيد سره بيعت وكړي او د خلكو اختيار د لښكر له مشر سره و،چې بيعت كوونكي پلوري يا ازادوي،ځينو ورته وويل موږدرسره په “كتاب الله او سنت النبوى” بيعت كوو،چې لښكر مشر ترې سمدستي سرونه غوڅ كړل.

6 _ ابن حجر د يزيد له زوى معاويه (چې صالح سړى و) روايت كوي،چې د يزيد له مړينې وروسته د خپل پلار او نېكه د كړنو د يادولو په ترڅ كې يې وويل:پلار مې شراب حلال كړي و (اباح الخمر).فقير وايي:په يوازې همدې جملې د يزيد كفر ثابتېږي.

7 _ عبدالله بن محمد شبراوي شافعي رحمة الله عليه په اتحاف كتاب (د مصر چاپ) كې را اخلي،چې يزيد د امام حسين د ثنايا غاښونه (مخامخ غاښونه) په لرګي وهل او ويل يې:

يا غراب البين ما شئت فتل
انما تندب امرا قد حصل
ان شياخى ببدرلوراو
مصرع الخزرج من وقع الائل
لا هلوا و استهلوا فرحا
ثم قالوا يا يزيد لا تشل قتلت فتياننا ساداتهم
و قتلنا فارس القوم البطل
لعبث هاشم بالملك فما
مسلك جاء ولا وحى نزل
دا اشعار ښيي چې يزيد په بدر كې د خپلو وژل شويو د غچ په سوچ كې دى،چې علي وژلي ول. د يزيد زړه ته ايماني رڼا ننووتې نه ده او پردې سربېره په وروستي شعر كې خو له وحي او رسالته منكر شوى او پېغمبر (ص) يى د باچاهۍ لوبغاړى ښوولى دى.

8 _ بيا شبراوي له صالح (د امام احمد حنبل زوى) را اخلي،چې پلار ته مې وويل:ايا پر يزيد لعنت وايئ؟راته يې وويل:زويه!څنګه پرې لعنت ونه وايم چې خداى د قرآن مجيد په درې آيتونو كې پرې لعنت ويلى دى.(رعد،قتال او احزاب) والذين يقطعون ما امرالله ان يوصل و يفسدون في الارض اولئك لهم اللعنه و هم سړ الدار الذين يوذن الله و رسوله لعنهم الله فى الدنيا و الاخره و اعد لهم عذابا مهينا. و قال تعالى فهل عسيتم ان تفسد وا في الارض …

ايا له دې به كوم بل اوچت ازار وي چې د آنحضرت (ص) لمسى ووژني؟

دا وې د لعنت په باب د اهل سنتو د مشهورو عالمانو ويناوې . د شيعه و نظر خو معلوم دى او را اخست و ته يې اړه نه ليدل كېږي.

28(پ) : ځينې پر موږ نيوكې كوي،چې “تقيه” كوئ او تقيه يو ډول دروغ دي،ځينې وايي تقيه،كټ مټ نفاق دى او تقيه كونكى منافق دى او يو شمېر واي،چې تقيه د شيعه مذهب له اصولو ده،لطفا په دې باب راته لازمې لارښوونې وكړئ؟

( ځ ) _له زيان او ضرره د مال،ځان او ابرو ساتنې ته تقيه وايي. او كله د مسلمانانو د يوالي د ساتنې لپاره هم كارول كېږي.تقيه له انساني فطرت او عقل سره اړخ لګوي او پردې سربېره د قرآن مجيد په دوو آيتونو كې يې مشروعيت هم ثابت شوى،چې سني او شيعه ټول مسلمانان يې مني.چې کله انسان ته زيان متوجه وي؛نو تقيه شته او چې نه وي؛نو تقيه به هم نه وي.د مسلې د ښه سپيناوي لپاره لاندې څرګندونو ته پام وكړئ:

1 _ عمومي تقيه او وګړنۍ تقيه

شيعه و په خپل تاريخ كې عمومي تقيه نه درلوده؛ځکه اموي،عباسي او نورو چارواکيو امامان،علما او عوام يې په راز راز كړاوونو اخته كول.شيعه و تر اوسه په تفسير،اسلامي عقايدو،فقه ، مذهبي چارو او نورو اسلامي علومو كې په زرګونو كتابونه كښلي او خپاره كړي،د شيعه و هېڅ څيز پټ پاتې نه دى او معقوله هم نه ده،چې پټ پاتې شي په افغانستان كې په سلګونو جوماتونه مدرسې،تبليغاتي مركزونه ( حسينيې) او د شيعه و په زرګونو ټوكه اسلامي كتابونه شته او ټول پوهېږي،چې شيعه پر دولس ګونو امامانو ګروهه لري،په لمانځه كې لاسونه ځوړند نيسي،پر مهر سجده کوي او په عبادي،معاملاتي،نكاح او عقايدو كې يې هېڅ خبره پټه نه ده او د مطالعې خاوند په لږه پلټنه پر هر څه يې پوهېداى شي.

شيعه د افغانستان په شمول د جمعې لمونځونه كوي په اذان او اقامه كې د “اشهد ان عليا ولى الله” جمله وايي.تقريباْ شل كاله مخكې،چې په كندهار كې د لوډسپيكر له لارې يې اذان كاوه؛نو د ځينو دا مشوره وه،چې په اذان كې دا جمله ونه ويل شي؛خو ما ونه منله؛ځكه تقيه ته مې كوم دليل نه درلود.په كابل كې د شيعه و په جوماتو كې اذانونه كېږي.په پاكستان،عراق،سوريه او لبنان كې شيعه شته،چې پر خپل مذهب عمل كوي ان د سعودي عربستان په دمام،قطيف او احصا كې شيعه خپل مذهبي دستورات عملي كوي او په شخصي چارو كې د ستونزو د اواري لپاره د جعفري مذهب له مخې رسمي محكمې لري.

هو له شخصي او وګړني اړخ په شيعه و كې تقيه شته هغه هم په جزيي چاروكې،لكه لاس تړلى لمونځ او دا هم په هغه وخت كې وي،چې ويره انسان ته زيان رسوي.عقل،قرآن او احاديث د تقيه مشروعيت ثابتوي او د اهل سنتو ټول عالمان هم د تقيه د اصل په مشروعيت كې يوه خوله دي ،ما په دې هكله په “همبستګي اسلامي” كتاب كې ورته اشاره كړې ده.

تقيه او دروغ :

2 _ غالبا تقيه په عمل كې وي،چې په دروغو پورې څه اړه نه لري او كه فرضا په كوم ځاى كې په دروغو هم وي؛نو روا به وي او د اهل سنتو وروڼو د قناعت لپاره د صحاحو څو احاديث راوړم،چې د دې احاديثو متن تر موږ زيات ورته متوجه دى.

(الف)_په صحيح بخاري كې له ابي هريره (رض) روايت دى چې پېغمبر اكرم (ص) ويلي دي:” ابراهيم(ع) يوازې درې دروغه ويلي[52]

وايو چې ددې حديث په وينا دا درې دروغه به يې په داسې وخت كې ويلي وي،چې ابراهيم (ع) ته به د “تقيه” ضرورت و؛خو زموږ ځيني عالمان پر انبياوو عليهم السلام تقيه روا نه بولي.

(ب)_ابو داود[53] د عقبه له لور روايت كوي،چې پېغمبر اكرم (ص) په درېو ځايو كې دروغ روا ګڼلي ،”څوك چې خلک پخلا کوي،څوك چې په جګړه كې چل كوي،نارينه چې له خپلې ښځې او ښځه چې له خپل مېړه سره خبرې كوي.”

(ج)_نووي د مسلم په شرح[54] كې ليكلي: كه څوك درته د ظالم له لاسه پناه دروړي او تا پټ كړى وي او درنه يې غواړي،چې ويې وژني او يا د خلكو امانت درنه غواړي،چې خپله پرې خېټه واچوي؛نو لازم ده،چې پټ يې كړې او ووايي چې راته معلوم نه دى او نه پوهېږم؛نو چې دا دروغ روا؛بلكې واجب هم دي؛ځكه د ظلم مخنيوى كېږي؛نو ځكه ددې حكم په باب د اهل سنت فقها يوه خوله دي او نه ښايي چې څوك پر موږ نيوكه وكړي .

3 _ تقيه او نفاق

“نفاق” دا دى چې “باطل” په زړه كې پټ كړي او پر ژبه “حق” ووايي او “تقيه” د “نفاق” پر عكس ده؛ځكه په “تقيه” كې به “حق” پټوې او ” ناحق” به ښكاره كوي،چې په دې توګه “تقيه” او “نفاق” يو له بله توپير لري.قرآن مجيد،په ټينګه “نفاق” غندي؛خو”تقيه” يې روا كړې:الامن اكره و قلبه مطمئن بالايمان … الا ان تتقوا منهم تقاه …

4 _ تقيه او د شيعه مذهب اصول

د ځينو د ګومانو پر خلاف، تقيه د شيعه مذهب له اصولو نه ده، تقيه له فروعاتو ګڼل كېږي او په عملي چارو پورې اړه لري،چې په شيعه مذهب كې په فقهي څانګو كې تر غور لاندې نيول كېږي او د تقيه مشروعيت په قرآن،احاديثو او عقل ثابت دى.

ابن ماجه[55] له جابر(رض) د يو حديث په ترڅ كې روايت كوي چې:ښځه دې د سړيو امامت نه كوي او نه اعرابي دې د مهاجرو امامت كوي او نه فاجر د مؤمن؛خو دهغه واكمن چې سړى له تورې يې وېريږي او اړباسي دې.

لاندې حديث تقيه ته اشاره ده،چې آنحضرت بي بي عايشې ته وائي : ” كه قوم دې (قريش) نوى مسلمان نه واى؛نو د كعبې لپاره مې دوه ورونه كېښوول او … “

البته دا ډول تقيه د دروغو تقيه نه ده او په غوره والي او ښه والي كې يې هېڅ شك نه ليدل كېږي هر مشر دغسې تدبيرونه او سياستونه لري او الهي پېغمبران(عليهم السلام) هم له خپلو امتونو سره همداسې ول.

5 _ ولې ” تقيه ” په شيعه و پورې ډېره تړل كېږې؟

سره له دې چې تقيه ټولو مسلمانانو منلې؛خو په شيعه و پورې ډېره تړل كېږي،د دې دوه لاملونه دي :

( الف ) _ شيعه يو لږكى و،چې زيات وخت يې وګړنۍ تقيه كړې او په “همبستګي اسلامي” كتاب كې مې پرې اوږد بحث كړى.د شيعه و عادت داسې و،چې په سيمو كې به يې سني مسلمانانو پر خپل مذهبي دود عمل كاوه؛نو شيعه و پرې كار نه درلود؛خو د اهل سنتو په سيمو كې مسله داسې نه وه.

(ب) _ځينې غرضي،چې د سني او شيعه ترمنځ درز اچوي؛نو په شيعه و پورې عجيبه تورونه تړي،چې اهل سنتو به د شيعه و په عقايدو او کړنو كې نه ليدل او پر غرضي وګړيو به يې اعتراض كاوه،چې ستاسې خبرې د شيعه و په باب د منلو نه دي، د غرض خاوندانو به بيا بل دروغ تاړه،چې شيعيان درنه “تقيه” كوي.

يوه ورځ مې د اسلام آباد په هوائي ډګر كې لمونځ كاوه،دو تنو عربانو راته په حيرانتيا كتل،لمونځ مې چې خلاص شو؛نو پوښتنې يې رانه پيل كړې چې بيا وروسته نرم شول،لومړۍ پوښتنه يې دا وه چې تاسې ” خان الامين”وايئ؟! يعنې جبرئيل ته دنده سپارل شوې وه،چې حضرت علي پر رسالت وګوماري؛خو خيانت يې وكړ او وحې يې حضرت محمد (ص) ته راوړه!

ما ورته وويل،ما اوس په لمانځه كې تشهد ووايه “و اشهد ان محمد عبده و رسوله” او د آنحضرت پر رسالت مې شاهدي وويله؛ځكه پر قرآن ايمان لرم،چې جبرئيل داسې معرفي كوي”مطاع ثم امين”؛نو څوك چې قرآن مني جبرئيل به امين ګڼي نه خاين او د “خان الامين” جمله كفر دى او كه يو شمېر غاليانو دا جمله ويلې وي او دروغ ورپورې تړل شوي نه وي؛ نو د غاليانو د كفر لامل دى او شيعه غاليان كافر ګڼي.

په شيعه و پورې دومره دروغ تړل شوي،چې ډېرى د اهل سنتو وروڼه حيرانېږي،چې دا دروغ رښتيا وګڼي او يا د خپلو سترګو ليدلى حال ؟!!! د دروغجنو مغرضينو مخ دې تور وي.

6 _ د يووالي او دوستۍ لپاره تقيه

د شيعه مذهب په فقه كې يو ډول مستحبه تقيه شته،چې د وېرې او زيان په ځايو كې نه كارول كېږي او د كارېدو ځاى يې يوازې د مسلمانانو د يووالي او د سني او شيعه ترمنځ د مينې او پيوستون راوستو لپاره ده او هغه دا چې شيعه كړاى شي د اهل سنتو په امام پسې په جمعې فرض لمونځ وكړي،كه څه امام،پښې نه وي مسح كړي او په حمد سورت كې يې بسم الله نه وي ويلې او لاسونه يې تړلي وي. د جهاد په وخت كې د مجاهدينو له يو پلاوي سره فرانسې ته ولاړم،په وروستۍ شپه د فرانسوي پلاوي مشر رانه وغوښتل،چې له ما سره به د مجاهدينو د پلاوي د مشر په توګه كېنې او ډوډۍ به خورو،ما ورسره په دې شرط ومنله،چې پر ميز به شراب نه ږدي؛ځكه زموږ له نظره هغه دسترخوان چې شراب ورباندې څښل كېږي هلته ډوډۍ خوړل حرام دي،رئيس راسره ومنله،چې ډوډۍ يې تياره كړه؛نو د شرابو بوتلونه يې هم كېښوول ما نيوکه وكړ او بوتلونه يې لرې كړل او بيا مې ډوډۍ له كوكاكولا سره وخوړه.

د مسكو په سفر كې مې هم د روسانو ډوډۍ ونه خوړه او تقيه مې ونه كړه؛خو په افغانستان كې مې په سني امام پسې ځوړند لاسونه د جمعې لمونځ كړى،چې ځينو بې علمو شيعه ملايانو راباندې نيوكې هم كولې!

29(پ) : په شيعه مذهب كې د ښځو متعه يا لنډ مهاله نكاح روا ده او په دې باب ډېر بحثونه شوي كه لږه نوره رڼا هم ورباندې واچوئ؛نو ښه به وي.

(ځ)_ټول مسلمانان يوه خو له دي،چې متعه روا ده او د اهل سنتو په صحاحو او نورو كتابو كې په دې باب احاديث راغلي،د سني او شيعه اختلاف دهغى په “نسخ” او “بقا ” كې دى؛يعنې اهل سنت وايي چې متعه د رسول اكرم (ص) په وخت كې نسخ او منع شوې او فعلا يوازې “دايمي نكاح ” روا ده او شيعه وايي،چې دا حكم نسخ شوى نه دى او تر قيامته روا دى اود اختلاف منشا هغه بېلابېل احاديث دي،چې په باب يې راغلي،هر يو د خپل نظر د ثبوت لپاره پر احاديثو استدلال كوي كه له تعصب او تقليد لرې،د اهل سنتو په احاديثو كې علمي پلټنه او څېړنه وشي؛نو څېړونكى پوهېږي،چې دا احاديث په دوه ډوله دي:

(الف)_يو شمېر احاديث وايي چې دا كلمه نسخ شوې نه ده

(ب)_بل شمېر وايي چې نسخ شوې ده.

ددې احاديثو پلويان يوه خو له نه دي،چې څه وخت نسخ شوې او په دې باب په خپلو كې اختلاف لري.دلته د مسلې د سپيناوي لپاره د صحيح مسلم يو شمېر احاديث را اخلم:

1 _ عن سيره : اذن لنا رسول الله (ص) بالمتعه فا نطلقت اناور جل … ثم ان رسول الله (ص) قال:من كان عنده شي من هذه النسا يتمتع فليخل سبېلها [56].

رسول اكرم (ص) راته اجازه راكړه،چې متعه وكړو(راوي له يوې ښځې سره له متعې وروسته وايي) او بيا يې وويل:له هر چا سره چې د ښځو متعه وي،هغه دې پرېږدي.

له دې حديثه نسخ نه معلومېږي او ممكن مطلب داوي چې له هغوى تېر شي (پاتې وخت وروبښي) چې مدينې ته روان يو.

2 _ و عن الربيع بن سيره ان اباه عرامع رسول الله (ص) فتح مكه … فاذن لنارسول الله(ص) فى متعه النسا… فلم اخرج ان حرمها رسول الله (ص) ؛يعنې سيره وايي:رسول اكرم (ص) راته د مكې په فتح كې د متعې اجازه راكړه؛خو لا راوتلي نه ول،چې حرامه يې كړه .

3 _ عن سلمه رخص رسول الله ( ص ) عام او طاس فى المتعه ثلا ثاثم نهى عنها [57].

رسول اكرم (ص) د مكې په فتح كې درې شپې متعې ته اجازه وركړه،بيا يې حرامه كړه .

په هر حال سلمه او سيره ادعا كوي،چې د مكې په فتح كې د متعې جواز نسخ شوى دى .

4 _ عن على بن ابى طالب ان رسول الله (ص) نهى عن متعه النساً يوم خيبر و عن اكل الحمر الانسيه( 9/189 )

رسول اكرم (ص) د خيبر پر ورځ له متعې او د كورني خره د غوښې له خوړو منع وكړه.

دلته وګورئ چې له علي روايت شوى حديث د سلمه او سيره له روايت شوي حديثه توپير لري او په تناقض كې دي،چې پر متناقضو احاديثو دليل نيول كېداى نه شي.

5 _ عن ابى نفره قال كنت عند جابر بن عبدالله فاتاه ات فقال ان ابن عباس و ابن الزبير اختلفا في المتعتين فقال جابر فعلنا هما مع رسول الله ( ص ) ثم نهانا عمر فلم نعد لهما ( 9/233 )

چا جابر ته وويل،چې عبدالله بن عباس او عبدالله بن زبير د دوو متعو (د حج متعه او د ښځو متعه) په باب اختلاف درلود،جابر وويل،موږ دا دواړه د رسول الله (ص) په وخت كې كولې،بيا ترې عمر (رض) منع كړو او دواړه مو پرېښووې.

د جابرله وينا معلومېږي،چې د متعې جواز نسخ شوى نه و،د لومړي خليفه په وخت كې پر هماغه خپل حال و، تردې چې دويم خليفه منع كړه.

6 _ عن قيس قال سمعت عبدالله يقول كنا نفزو مع رسول الله ( ص ) ليس لنا نساء فقلنا الانستخصى فنهانا عن ذلك ثم رخص لنا ان ننكح المراه بالثوب الى احل ثم قرء عبدالله يا ايهاالذين امنوا لاتحرموا طيبات ما احل الله لكم و لاتعتدوا ان الله لا يحب المعتدين [58] .

حضرت عبدالله بن مسعود (رض) وايي: موږ له رسول اكرم (ص) سره جهاد كاوه او ښځې راسره نه وې،ورته مو وويل چې ځان خصيه كړو؟ آنحضرت(ص) راته وويل چې نه بيا يې راته اجازه راكړه چې د جامو په بدل كې تر يو وخته ښځې نكاح كړئ،بيا عبدالله پورته آيت ولوست: چې مؤمنانو!خداى چې درته كومې پاكۍ حلالې كړي،پر ځان يې مه حراموئ؟ …

د دې آيت له لوستو د عبدالله موخه دا وه،چې متعه حرامه نه ده او روا ده او له دې ځايه د متعې حليت ثابت دى.

7 _ عن عطاء قدم جابر بن عبدالله معتمرا فجئنا في منز له فساله القوم عن اشياء ثم ذكرو المتعه فقال نعم استمتعنا على عهد رسول الله (ص ) و ابى بكر و عمر [59].

جابر(رض) وايي چې د رسول اكرم (ص) ابوبكر او عمر (رضى الله عنهما) په وختو كې مو متعه كوله.

8 _ عن عمران بن حصين انزلت ايه المتعه في كتاب الله ففعلناها مع رسول الله (ص) ولم ينزل قرآن يحرمه ولم ينه عنها ان مات قال رجل برايه ما شاء[60] .

د متعى آيت په قرآن كې نازل شوى دى او موږ له رسول كريم ( ص) سره پرې عمل كړى،نه قرآن حرامه كړې او نه ترې رسول اكرم (ص) منع كړي يو،يو سړى چې له ځانه يې څه غوښتل ويې وويل (په دې باب د عمران په حديث كې بحث شوى)

په هر حال عبدالله بن مسعود،جابر بن عبدالله،عبدالله بن عباس او عمران (رضى الله عنهم) د متعې جواز نامنسوخ ګڼلى؛خو يوازې جابر د دويم خليفه د منع له امله پرېښې وه او هغه روايت چې علي عليه السلام ته منسوب دى؛نو په رښتيا چې تېروتنه ده؛ځكه د علي او اولادې نظر خوڅرګند دى.

ابن جريح (د اهل سنتو يو عالم) له فكري او عملي پلوه د متعې پر جواز ګروهن و.

د اهل بيتو ټولو امامانو د متعې جواز تلپاتې او نامنسوخ ګڼلى او شيعه فقه همداسې ده او زما مطلب د اهل سنتو د نظر بطلان او ردول نه دي؛بلكې دهغو دلايلو راوړل دي،چې په شيعه فقه كې متعه جواز لري او ما له دې امله،چې خبره اوږده نه شي پر احاديثو لنډ شان ويينه (بحث) وكړه،ځکه په فقهي دلايلو څوك ښه نه پوهېږي؛خو بيا هم په خواشینۍ سره وايم چې په دې باب يوې نازكې موضوع ته اشاره وكړم:زه د دلايلو له مخې ډاډه يم،چې متعه د رسول اكرم (ص) له اړخ منع شوې نه ده او يوازې دويم خليفه (رض) منع كړې،چې دا منع بيا د اهل سنتو د فقهي مذاهبو د تحريم منشا ګرځېدلې ده.

اوس پوښتنه كېږي چې ايا خليفه دغسې حق لري او كه نه،ايا منع يې له شريعته مخالفه ده؟ او ولې پرې اصحابو او فقهاوو نيوكه ونه كړه ؟ايا شيعه د خليفه دا منع باطله ګڼي او يا ان حرامه بولي؟

په ځواب كې وايو،لازمه نه ده،چې د خليفه منع باطله يا حرامه وبولو او يا د تور ټكي وکاروو، دا غير علمي او احساساتي خبرې به يوې خواته كړو او مسله د هواري مناسبه لار لري،كه منطق ته غوږ كېږدو؛ نو د سني او شيعه ترمنځ هېڅ ډول بدکڅي او دښمني منځ ته نه راځي؛بلكې مينه او محبت پيدا كېږي موږ وايو :

1 _متعه روا ده او زموږ له نظره د نسخ دلايل يې قوي نه دي.

2 _ له رسول اكرم (ص) وروسته خلفاى راشدين او د مذاهبو خاوندان او بله كومه مرجع الهي احكام نسخ كولاى نه شي.

3 _ د ” ما انزل الله ” پر خلاف فتوا وركول باطل او حرام دي.

4 _ د مسلمانانو خليفه د مصلحتونو له امله ځينې مباحات د لنډ وخت لپاره لازم يا منع كوي.ټول حكومتونه دغسې لنډمهالي احكام لري او څوك پرې نيوكه نه شي كړاى،اسلامي واكمن كړاى شي مثلا فلاني هيواد ته به سفر نه كوئ سره له دې چې سفر درته روا وي.جومات ته تلل مستحب دي؛خو اسلامي مشر د ځينو ملحوظاتو له امله كړاى شي،چې ورتلل ورته د لنډ وخت لپاره واجب او لازم وګرځوي او همداراز نور اختيارات چې ممكن د ټولو اسلامي مذاهبو ترمنځ پرې اتفاق وي .

هو،”فتوى” له “حكمه ” توپير لري.

له يو اسلامي ټوليز (كلي) حكمه د يو مجتهد پوهېدنې او خبر ته ” فتوى” وايي. او “حكم” خبر او پوهېدنه نه؛بلكې موقًتي (او لنډ مهاله) انشا ده،لاندې حديث ته پام وكړئ :

عن ابي الطفيل قلت لابن العباس يزعم قومك ان رسول الله ( ص ) قدر مل بالبيت و ان ذلك سنه ، قال صدقوا وكذبوا … صدقوا قدرمل رسول الله ( ص ) و كذبوا ليس بسنه ان قريشا قالت زمن الحديبيه : دعوا محمدا و اصحابه ان يموت موت العنف … فقال رسول الله ( ص ) ارملوا بالبيت ثلاثا …[61]

د ابن عباس له حديثه معلومېږي،چې ان د رسول اكرم (ص) اوامرو ځينې وخت موقتي حكم او كله يې د دايمي شرعي احكامو حكم درلود په هر حال شرعي حاكم دغسې موقت احكام صادرولاى شي؛خو دايمي به نه وي او د حالاتو له بدلون او تغيير سره به له منځه ځي؛ځکه پر خليفه (رض) د منع نيوكه نه شي كېداى او زموږ نيوكه پر فقهاوو ده،چې له دې منع يې داسې ځانونه پوه كړي،چې ګويا دا تلپاتې منع ده؛خو بايد ووايم چې دا ډول علمي اختلاف نه ښايي،چې د اسلامي عالمانو ترمنځ د درز اوبې اتفاقۍ لامل وګرځي،ځكه دا يو معمولي او عادي كار دى والله الموفق .

[ څېړونكى: دويم خليفه ( رض ) ولې متعه منعې كړه؟

فلسطيني. ليكوال ډاكتر اسعد وحيدالقاسم [62] ليكي:(( يوې نېستمنې او وږې ښځې د عمرو بن حريث د كور ور ټك ټك كړ،چې وږې يم او مړه مې كړئ.د كور خاوند ورته وويل په دې شرط دې مړوم،چې متعه راسره وكړې او دا هماغه لنډمهاله نكاح ده.ښځې له ناچارۍ ورسره ومنله،دويم خليفه(رض) چې خبر شو؛نو ډېر پر غوسه شو او متعه يې منع كړه ،ان امر يې وكړ څوك چې متعه وكړي؛نو سنګسار به يې كړي.))

د همدې كتاب 224-225 مخونه:((دويم خليفه(رض) په هغه وخت كې د مسلمانانو د مصلحت لپاره اجتهاد وكړ او د يو ټاكلي وخت لپاره يې متعه منع كړه،چې دې ته حكومتي قانون وايو نه ديني؛ځكه د حضرت عمر (رض) له مقامه لرې ده،چې د خداى حلال،حرام كړي يا دا چې په دين كې يو حكم ننباسي،چې له دين سره هېڅ تړاو نه لري؛ځكه پوهېده،چې د حضرت محمد (ص) حلال تر قيامته پورې حلال او حرام يې تر قيامته حرام دي؛نو په غوڅه توګه وايو چې د عمر (رض) منع،زماني منع وه او د هماغو شرايطو په پام كې نيوو سره حكومتي تحريم و، نه ديني. ]

30(پ) : ځيني ليكوال ادعا كوي چې د پېغمبر(ص )له اړخ د علي (ك) وصايت شرعي بنياد نه لري او دا مسله د “عبدالله بن سبا يهودي” له اختراعاتو ګڼل كېږي او شيعه يې تېر ايستي او پردې سربېره دا ليكوال د اسلام د لومړيو وختو ناوړه پېښې پرهغه او ډلې پورې يې تړي مثلا وايي چې د “جمل اوصفين” د جګړو اور د اصحابو په خوښه او رضا نه؛ بلكې د عبدالله بن سبا او ډلې له لاسه بل شوى؛نو په دې باب يې څه نظر لرئ؟ كه نظر مو د دې ليكوالو پر خلاف وي؛نو هيله ده چې منطقي ځوابونه راته ووائي.

(ځ)_كه پوښتنې او ځوابونه د حقايقو د راسپړلو لپاره، د اخلاقي او منفي معيارونو په پام كې نيوو سره ترسره شي؛نو د مسلمينو ترمنځ بدبيني له منځه ځي،حقيقي پخلاينه،خوښي او هر اړخيز فكري يوالى رامنځ ته كېږي.اوس خپلې خبرې ته راځو:

د عبدالله بن سبا شتون په شک كې دى،د اهل سنتو مشهور ليكوال اروښاد داكتر طه حسين[63] ( 1352ل مړ) ليكي : “خوارجو چې له علي سره جګړه كوله او هم هغه وخت،چې د علي په لښكر كې له مقابل لوري سره د سولې او مينځګړتوب په باب اختلاف و؛نو په دغو ځايو كې خو د عبدالله بن سبا او ډلې اغېز په سترګو نه ليدل كېږي او كه شتون يې واقعيت درلود؛نو د محكمې پر نوي ګوند به يې اغېزې ښكاره شوى واى. “

د صفين په جګړه كې دسبيه د ډلې او بڼسټګر (عبدالله بن سبا) اغېزې په سترګو نه ليدل كېږي او تاريخپوهانو دا نه ده منلې،چې ابن سبا حقيقي شتون لري؛بلكې هغه يو خيالي سړى دى،چې د شيعه و دښمنانو راتوږلى،چې له شيعه و سره د مذهبي خبرو اترو په وخت كې د بر لاسۍ لپاره،يو يهودي ته يې منسوب كړي او شيعه بدنامه كړي كه عبدالله بن سبا واقعيت او تاريخي شتون درلود؛نو د صفين په جګړه كې چې د علې په لښكرو كې د منځګړېتوب په باب اختلاف راغى؛نو هرومرو به ابن سبا او ډلې يې سر راپورته كړى واى،‏حال دا چې په دې پېچلې جګړه او چل كې،نښه يې نه ليدل كېده.

علامه سيد مرتضى عسكري عراقي ليكوال په خپل مشهور كتاب ” عبدالله بن سبا ” كې دا مسله په ډېر ځير شننې او د دې دروغو بنسټګريې سيف بن عمرو تميمي ( 170 ه كال مړ ) ښوولى دى.د زياتو پوهېدو لپاره همدې كتاب ته مراجعه وكړئ په فارسي هم ژباړل شوى دى. په دې كتاب كې ټينګار شوى چې:

عبدالله بن سبا حقيقي شتون نه لري او دا چې د صدر اسلام غمګينې پېښې په غلطه او ناروا په عبدالله بن سبا پورې تړي،دليل يې دا دى،چې د دې پېښو د اصلي كارګرځو او عاملينو (لكه د درېم خليفه شهادت،له علي سره د مسلمينو بيعت د جمل او صفين جګړې) منډ ورک کړي او په خيالي موجوداتو پورې ئې ونښلوي

بله دا چې “عبدالله بن وهب سبائى” يو يمنى و،چې له علي سره په جګړه كې وژل شوى،سيف بن عمرو د “وهب سبايي” پر ځاى “سبا” ، راوړي او پر”عبدالله بن سبا” يې اړولى دى .

همداراز مصري ليكوال فريد وجدي په ((دائره المعارف)) كتاب كې د درېم خليفه د شهادت پېښه خورا ښه څېړلې،چې په دې څېړنه كې هم د عبدالله بن سبا نښه نه شته.همداراز داكتر كامل مصطفى الشبيبي[64] د عبدالله بن سبا پېښه خيالي ګڼلې ده .

كه موږ د صدر اسلام ټولو پېښو ته ځيرشو؛نو دلته ګنجايش يې نه شته، بايد ځانګړى كتاب ورته وكښل شي.

د حضرت علي د وصايت په باب لاندې احاديثوته ځير شئ،بيا به درته جوته شي،چې دا مسله د “عبدالله بن سبا ” له اختراعانو ده او يا دا چې په معتبرو اسلامي سرچينو كې له رسول اكرم (ص) په سمو احاديثو كې روايت شوې ده:

1 _ حاكم نيشاپوري[65] په خپل سند له علي بن الحسين روايت كوي،چې امام حسن د خپل پلار (علي) له شهادت وروسته خلكو ته وويل :

ايها الناس من عرفنى فقد عرفنى و من لم يعرفنى فانا الحسن بن على و انا ابن النبى و انا ابن الوصى … زه د وصي زوى يم .

محب الدين طبري[66] هم روايت كړى او زياته كړې يې ده چې زولابي هم را اخست ى ده.

2 _ هيثمي[67] له ابى طفيل (رض) صحابي روايت كوي : قال خطبنا الحسن بن على محمدالله و ائنى عليه وذكر اميرالمؤمنين (رض) عليا خاتم الاوصياء و وصى الانبيا و امين الصديقين والشهداء .

و راوه الطبراني في الاوسط والكبير ، ابو يعلى البزار ….

3 _ په مجمع الزوايد[68] كې له سلمان فارسي (رض) روايت كوي،چې رسول اكرم (ص) ته مې وويل:د هر نبي لپاره وصي شته ، ستاسې وصي څوك دى؟

آنحضرت (ص) چوپ شو.بيا وروسته چې و يې ليدم؛راته يې وويل : سلمانه! پوهېږې د موسى (ع) وصي څوك و؟ ورته مې وويل : يوشع بن نون.راته يې وويل،چې ولې وصي يې و؟ ورته مې وويل : دا ځكه چې د موسى په امت كې ډېر پوه و،ويې ويل:نو په رښتيا زما وصي او له ځان وروسته غوره تن چې پرېږدم او ژمنې به مې پوره كوي او پورونه به مې ادا كوي (يا به زما له دين سره سم قضاوت كوي ) علي بن ابيطالب دى . قال و رواه الطبرانى .

4 _ په تهذيب التهذيب[69] كې له انس له سلمان (رض) روايت دى:

قال قال رسول الله (ص) لعلى هذا وصيى و موضع سرى و خير من اترك بعدى .

5 _ په كنزالعمال [70]كې پورته حديث داسې را اخستل شوى دى:ان وصيى و موضع سرى و خير من اترك بعدى سينجز عدلى و يقضى دينى على بن ابيطالب . قال اخرجه الطبرانى عن ابى سعيد عن سلمان .

6 _ رياض النصره[71]: عن انس قال قلنا لسلمان سل النبى من وصيه …. انس سلمان ته وايي چې رسول الله (ص) مې وپوښته وصي مو څوك دى …آنحضرت وويل: وصي او وارث مې علي بن ابيطالب دی،چې زما د دين قاضي او د ژمنو پوره كوونكى مې دى . قال خرجه في المناقب

7 _ عن مجمع الزوايد[72] : و عن علي بن علي الهلالي عن ا بيه قال دخلت على رسول الله ( ص ) فى شكائه النبى قبض فيها فاذا فاطمه عند راسه فبكت ان ارتفع صوتها فرفع رسول الله طرفه اليها … فقال … انا ابوك و وصيي خير الاوصياء واحبهم الى الله و هو بعلك[73] .

8 _ كنزالعمال[74]: قال ( ص ) اما علمت ان الله عزوجل اطلع على اهل الارض فاختار منهم اياك فبعثه نبيا هم اطلع الثانيه فاختار بعلك فا وحى لى فانكحته و اتخذته و صيا قاله لفاطمه[75] .

9 _ كنزالعمال[76] : عن علي قال رسول الله ( ص ) يا بني عبدالمطلب اني قد جئتكم بخير الدنيا و الاخره و قد امرني الله ان ادعوكم اليه فايكن يوازرني على هذا الامر على ان يكون اخي و وصي و خليفتي فيكم واحجم القوم عنهما جميعا قلت يا نبى الله اكون وزيرك عليه فاخذ برقيتى ثم قال : هذا اخي و وصيي و خليفتي فيكم فاسمعوا له وطيعوا .

10 _ كنزالعمال[77] : عن على لما نزلت هذه الايه : و انذر عشيرتك الاقربين ،دعاتى رسول الله ( ص )…. ان هذا اخي و وصى و خليفتي فيكم …

11 _ كنوزالحقايق للمناوي[78] : عنه ( ص ) انا خاتم الانبيا و انت يا علي خاتم الاوصياء قال اخرجه الديلمي .

12 _ علامه عيني حنفي[79] د ابن عساكر د تاريخ په روايت له حضرت عمر (رض) روايت كوي چې رسول اكرم ( ص ) علي ته وويل :” انا خاتم الانبياً و اًنت يا علي خاتم الاولياً ” يعنې زه د پېغمبرانو خاتم يم او ته يا علي د اولياوو خاتم يې.”

[1] په دې هكله دا كتابونه وګورئ : ( 1 ) _ د البيان تفسير سريزه ، چې د شيعه و ستر عالم ارواښاد ابوالقاسم موسوي خويي رحمة الله عليه كښلى.( 2 ) _ همبستګي اسلامي د شيخ محمد آصف محسني ليكنه.(٣) قرآن پوهنه؛ دالبيان پښتو ژباړه .(٤)مصئونيت قرآن از تحريف .

 [2] ( په دې باب دبحار الانوار 44 ټوك وګورئ )

[3] ( نهايه ابن اثير 3/276 )

[4] ( مجمع الزوايد 9/131 ، كفايت الطالب 135 )

[5] ( الصواعق المحرقه ، ابن حجر هيثمي شافعي 96 – 139 )

[6] ( مستدرك الحاكم 3/160 ، تاريخ ابن عساكر الرياض لمحب الدين، الفصول لابن الصباع ونزهه المجالس )

[7] ( تاريخ بغداد 12/289 )

[8] ( درمنثور سيوطي )

[9] الدرا المنثور ( 5/198 ) كې

[10] د احاديثو د تفصيل لپاره د احقاق الحق ( 2/502-548 ) حاشيه وګورئ.

[11] خطيب بغدادي (تاريخ 14/321)

[12] حافظ هيثمي، مجمع الزوايد 7/236

[13] فخر رازى ، تفسير ( 1/111 )

[14] الخطيب البغدادى فى تاريخه 14/49

[15] د صحيح بخاري 2552 او 4005 احاديث وګورئ

[16] دې مسلې تفصيل د صحيح مسلم د شرح (نووي) په دولسم ټوك ، 127 مخ ” كتاب جهاد ” كې وګورئ .

 [17] هود – 114 آيت :

[18] اسراْْ 78 آيت :

[19] [ مواقيت الصلاة صحيح بخاري ( 518 ) ګڼه حديث ]

[20] (بخاري 537 حديث)

[21] (صحيح مسلم 5/213 1041 ګڼه حديث )

[22] (صحيح بخاري 1057 حديث)

[23] (1055 ګڼه حديث تقصير الصلاة – صحيح بخاري)

[24] ( 1060 بخاري)اومسلم ( 5/214 )

[25] ( مسلم 5/215 )

[26] (مسلم 5/215)

[27] 5/215 – د صحيح مسلم تر دې حديث لاندې

[28] په دې باب كه ټول روايتونه ګورئ؛نو صحيح مسلم (5/215 – 218 ) وګورئ.

 [29] نووي د مسلم په شرح ( 5/219 ) كې

[30] امام نووي (مسلم 5/218 )

[31] (مسلم 4/125) (سنن ابى داوود 1/256- 257 )

[32] سنن ابى داوود ( 2/90 )

[33] د صحيح بخاري لاندې ګڼه احاديثوته مراجعه وكړئ.

489 ، 1038 ، 1983 ،2552 (الصلح)،2926 (الخمس)،3810 ( المغازي)،2945(الخمس)،3014(الحزيه)،3538 او نور…

[34] [صحيح بخاري ، كتاب البيوع ، چاپ ښوونځيه الرياض الحديثه،درېم ټوك 171 مخ :

[35] دويم ټوك 126 مخ،صحيح بخاري:

[36] څلورم ټوك 486 مخ كتاب المناقب،صحيح بخاري :

[37] نهم ټوك،418 مخ كتاب التوحيد،بابا لمشيئه والاراده:

[38] وګورئ:سنن ابو داوود،3/48 ، 211 ،300 او 324 مخونه او فاطمه الزهرا ته يې د ” عليها السلام “جمله راوړې ده.وګورئ:سنن ابو داود 3/142،143 مخونه.

[39] (مائده /6 آيت)

[40] سنن ابن ماجه ( 458 ګڼه)

[41] صحيح بخاري (كتاب العلم ، 90 او 96 ګڼه احاديث) او صحيح مسلم (3/131 ):بخاري

[42] صحيح بخاري (كتاب الاشربه 5923 ګڼه حديث)

[43] [يادونه: په دې باب د عراقي عالم سيد علي شهرستاني وضو النبي (وضوى پيامبر) كتاب ولولئ چې په فارسي هم ژباړل شوی دى.]

 [44] امام احمد حنبل له مسند ( 5/89 )

[45] (وګورئ مسلم،صحيح اتلسمه برخه 31 او 41 مخونه)

[46] صحيح بخاري (كتاب التيمم ،38 ګڼه)

[47] (صحيح بخاري كتاب الحيض 326 ګڼه حديث )

[48] صحيح بخاري ابواب العمل في الصلاة،1150 ګڼه حديث

[49] نووي د مسلم په شرح (16/93 مخ)

[50] په تاريخ الخلفا (158 مخ )

[51] تاريخ الخلفا (160 مخ)

[52] ( 3179 ګڼه حديث)

[53] ابو داود (سنن 4/282 ، كتاب الادب)

[54] نووي د مسلم په شرح(15/124) كې

[55] ابن ماجه په خپل سنن(1081 ګڼه حديث)كې

[56] ( مسلم صحيح ، 9/184-185 )

[57] ( مسلم ، صحيح 9/184 )

[58] ( 9/182 ، صحيح مسلم )

[59] ( 9/183 مسلم )

[60] (صحيح البخاري 4246 ګڼه حديث )

[61] سنن ابي داوود 2/184 مخ :

[62] (در جستجوى حقيقت 221 مخ)

[63] په الفتنه الكبرى 1/760 كې

[64] داكتر كامل مصطفى الشبيبي ( الصله بين التشيع والتصوف 1/46 )

[65] حاكم نيشاپوري (مستدرك الصحيحين 3/172)

[66] محب الدين طبري (ذخائرالعقبى 138)

[67] هيثمي ( مجمع الزوايد 9/146 )

[68] مجمع الزوايد ( 9/416 )

[69] تهذيب التهذيب ( 3/306 )

[70] كنزالعمال ( 6/154 )

[71] رياض النصره ( 3/178 )

[72] مجمع الزوايد ( 9/165 )

[73] و رواه الطبراني في الكبير و الاوسط و ذكرالمحب الطبرى في ذخائره ( ص 135 ) و قال اخرجه الحافظ ابوالعلا ا لهمداني .

[74] كنزالعمال ( 6/153 )

[75] اخرجه الطبراني عن ابى ايوب وذكرا لهثيمي اليضافي مجمعه( 8/353 )

[76] كنزالعمال ( 6/392 )

[77] كنزالعمال ( 6/39 )

[78] كنوزالحقايق للمناوي ( 22 مخ )

[79] علامه عيني حنفي ( مناقب سيدنا علي 26 مخ 126 ګڼه روايت )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!