بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ واقع ویني انسانپوهنه له انسان زموږ تمې سموي سمه انسانپوهنه به، له انسانه زموږ تمې سمې کړي، آریز مطلب همدا دی؛ نو ځکه پېغمبران واقعاً پردې مطلب پوهېدل. دا ټکی له هغو خوالو دی چې که په سل ګونو ځل وویل شي، د منکرینو غوږونه پرې کاڼه دي. ټولو بزرګانو په […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
واقع ویني انسانپوهنه له انسان زموږ تمې سموي
سمه انسانپوهنه به، له انسانه زموږ تمې سمې کړي، آریز مطلب همدا دی؛ نو ځکه پېغمبران واقعاً پردې مطلب پوهېدل. دا ټکی له هغو خوالو دی چې که په سل ګونو ځل وویل شي، د منکرینو غوږونه پرې کاڼه دي. ټولو بزرګانو په څرګنده یا کنایه دا مانا ویلې؛ خو لږو باور پرې کړی دی. پردې راز پوهېدنه، انسان ته پرېمانه ترخې او خوږې پایلې لري. له یوې خوا نباید دا راز نامحرمانو ته وویل شي او خواږه د مچ مخې ته کېښوول شي او بلخوا پردې راز پوهېدل به انسان ته چار وراسان کړي.
انبیاوو انسان پېژانده؛ نو ځکه له بدیو سره په مبارزه او د رسالت په تبلیغ کې ډېر بریمن وو
انبیا واقعاً په نړۍ کې مهمترین او اغېزمنترین کسان وو، چې د بدیو پر وړاندې او په ټولنیز ډول د شیطان پر وړاندې راپاڅېدل. د بلنې اوچت او عمده اړخ یې همدا چار و. انسانان یې مخاطبول او بې غوسې یې خبرې ورسره کولې او حقیقتاً په نړۍ کې خورا بریالي عاملان او عمل کوونکي وو. خو که له بل لوري دې ښکارندې ته وکتل شي، انبیا بریالي نه ول؛ نو ځکه که داسې وانګېرو چې پیغمبرانو غوښتل ذاتي توپیرناکه انسان رادبره او داسې کار وکړي چې ټول خلک یې د پیغام ایل او لاروي وي، څوک ګناه، کفر او کینه ونکړي او…، نو له دې اړخ به یې ډېر ناکام ومومو؛ خو حق دادی چې دغسې نه وو او پېغمبرانو که څه کفر نه خوښاوه؛ خو د کفر د جرړې را ایستو هوس یې هم نه درلود. قرآن هغو کسانو ته جاهل ویلی چې دغسې هوس یې درلود او پر پېغمبر ټینګار کوي چې ته ټول هدایتولای نشې.
وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاء فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ (انعام/۳۵) = او كه (له قرآنه) مخ اړول يې درباندې سخت وي؛ نو كه له وسې دې پوره وي؛ په ځمكه كې یو سورنګ ولټوه يا اسمان ته کومه پوړۍ كېږده (چې د ځمكې ژورې او د اسمان لوړې ولټوې، همداسې وكړه) چې آيت (او بله نښه) ورته راوړې! (خو پوه شه، چې دا ځېليان ايمان نه راوړي)؛ خو كه خداى وغواړي؛ نو هغوى به (په زوره) پر سمه لار راغونډ كړي. (خو اجباري لارښوونه څه ګټه لري؟)؛ نو هېڅكله له ناپوهانو ځنې مه اوسه!
خو که د انبیاوو بلنې او ښوونځي ته یې په بل ډول ووینو او ګروهن اوسو چې دوی په نړۍ کې خپل غږ اوچت او خپله بلنه یې خپره کړه او په دې کار کې یې د انسان د وجود واقعیت او هستي هم په پام کې نېولې وه؛ نو مساله به پوره توپیر ومومي. انبیاوو په یوه تشه نړۍ کې خبرې نه کولې او پر یوه تش سړک یې نه ځغاستل. پردې سړک له بېلابېلو لوریو ډول ډول وسیلې چلېدې او دوی خپل حرکت ددې ټولو عواملو او وسایطو په پامنیوي تنظیمول او ښه پوهېدل چې د لارې په ترڅ کې موړونه، ټکرونه او خنډونه دي او… پېغمبران پردې چارو په پوهېدو مبارزه کوله.
کله چې یو انسان دا وقعیات وپېژني؛ نو له بېخه یې تمه د هغه چا تر بلنې توپیر لري، چې ګروهن دی، له آره سړک او موټر، چلوونکی، مقاومت او تمونه نشته، او هر څه ایل او مسخر دي. پېغمبران د انسان د وجود له واقعیت او د نړۍ له جوړښته باخبر وو او پوهېدل چې رسالت یې، له انسانه د انسانیت غورځول نه وو، که موږ انسانان ددې چارو واقعیت درک کړو، وبه مومو چې له قضا پېغمبران په خپلو چارو کې ډېر بریالي وو.
له بدیو سره مبارزه د انسان د شتون او د الهي تقدیر د نفې پر مانا نه ده
څوک چې خپل رسالت دا وبولي، چې د نورو چلوونه تم او ودروي او یوازې په خپله د میدان یک تاز او سیال وي، او بل هغه چې نور هم پر رسمیت پېژني او ګروهن وي چې دې ټولي او جمع ته نه دی راغلی چې میدان تش او ځان یک تاز کړي؛ نو د داسې دوو بېلابېلو کسانو کړه وړه، د مسوولیت او رسالت د بریا او نه بریا په اړه یې قضاوت یو له بل سره توپیر لري. انبیاوو په دویمني دود چلېدل.
له بدیو سره مبارزه هم یو «طبیعي» چار دی
په دې مانا وایو، چې د انبیاوو بلنه او له بدیو سره مبارزه هم کټ مټ په دنیا کې د انسانانو د نورو چارو په څېر، طبیعي ده او د طبیعت پرخلاف څه پکې نه لیدل کېږي؛ یعنې انسانان په تاریخ کې هم پر کږه وږه لار تللي او هم پر سمه. هم یې د حق بلنې ته غوږونه ایښي او هم یې د باطلو بلنې ته. هم د باطلو پر لور تلل، هم په همدې ترڅ کې ګروهن وو، که شوني وي، نباید د باطلو خوا ته ورشوو؛ نو ځکه له بدیو سره مبارزه او انسانان خیر ته بلل، د بشري تاریخ د بهیر هومره، طبیعي دي.
د بشر په اصلاح او سمونه کې د انبیاوو د بریا د کچې ارزونه، له انسانه زموږ په انګېرنې پورې اړه لري.
خو هله ددې طبیعي چار ترسره کول اسانېږي، چې انسان د تاریخ او د انسان واقعیت ښه وپېژني؛ ځکه هغه چې ښه پوهېږي پر کومې لوري ځي او پر ځمکه څه کري؛ نو پوهېږي چې له خپلو مخاطبینو څه تمې ولري، او ښه پوهېږي چې راتلونکې څنګه وانګېري او څه د بهیر خلاف او څه یې موافق وویني. پېغمبران او سمونپال د همدې ډول لیدانو له مخې د زړه له کومي ډاډمن وو، نه ښویېدل او ګرېوانونه یې نه څېرول دوی د انسانانو پرښته کولو ته نه وو راغلي؛ نو ځکه لیدل یې چې انسانان پرښته شوي نه دي، چغې او سوری یې نه وهلې. پېغمبران پرښتو ته راغلي نه ول او انسانان یې نیمګړې پرښتې نه لیدې، چې مدعي شي دا نیمګړي موجودات پر پوره پرښتو واړوو. انسان، هماغه انسان دی او هوډ هم نه دی چې پر پرښتې واوړي. پرښته هم نه وه، چې مرتبه یې راټیټه شوې او پر انسان اوړېدلی وي. موږ انسانان، د حافظ په وینا، جنتي انسانان یو، چې اوس په نړۍ کې د طبیعت په منګولو کې یو:
من آدم بهشتىام اما در اين سفر حالى اسير عشق جوانان مهوشم[1]
د حافظ دا خبره یو سوچه عرفاني خبره ده او د هغه راز تضمینوونکې ده، چې همدا اوس ورباندې ګړېږو. دا ټولمنلی حقیقت دی، چې موږ جنتي انسانانو یو؛ یعنې له پاسنۍ نړۍ راغلي یو: « پرښته وم او غوره فردوس مې ځای و». خو دا هم حقیقت دی چې اوس په دې دنیا کې یو. دنیاوالی مو، زموږ د بشریت د منځپانګې او غوښتنې لازمه ده. دوو ګناهونو دنیا ته راوستي یو، یوه یې آدم ته د شیطان سجده نه کول او بله یې له ممنوع ونې د آدم خوراک او
جايى كه برق عصيان بر آدم صفى زد ما را چگونه زيبد عوى بى گناهى؟
څوک چې ووايي، تاسې انسانان په دنیا کې اوسئ؛ خو داسې ژوند وکړئ، چې ته وا پکې نه اوسئ؛ نو تېروتی دی. دغسې انسان غواړي، چې په دنیا کې قیامت جوړ کړي او په دنیا کې قیامت جوړوای نشو. موږ باید په دنیا کې ژوند وکړو قیامت به په دې دنیا پسې راشي او البته خپل حکم او پرېکړه به هم ولري.
رحمان بابا وايي :
ملایک د عشق له غمه خبر نه دي
خو هم ما لره دا سخت سفر پیدا شه
د تاریخ مطالعه د خودخواهیو درملنه ده
لنډه دا چې موږ یوې ټینګې ځانپوهنې ته اړین یو، او د تاریخ کتاب یو خورا ښه کتاب دی، چې ځانونه راپېژندای شي. ددې کتاب مطالعه ډېر لږ موږ له خپلو ځانمینو رادباندې کولای او بدترینو اخلاقي رذایلو ته مو شفا کېدای شي. خودخواهي د ګردو رذایلو مورینه ده او تېر امتونه یې له لاسه ځپل شوي دي:
فاعتبروا بما اصاب الامم المستكبرين قبلكم (نهج البلاغه:۱۹۲مه خطبه)
مولوی بلخي ویل، عشق د انسانانو طبیب او د ناروغیو رغوونکی دی؛ ځکه عشق، د خودخواهۍ رغوونکی او د ایثار او سرښندنې ښوونکی دی، چې کله ایثار راورسي، د ځانمنی جامې به څېرې کړي او چې دا جامې څیرې شي، په واقع کې د فساد او رذیلت جرړې به راوایستل شي.
شاد باش اى عشق خوش سوداى ما اى طبيب جمله علتهاى ما
اى دواى نخوت و ناموس ما اى تو افلاطون و جالينوس ما
(مثنوى، لومړی دفتر ، 24 -23 بیتونه)
« نخوت او ناموس» د خود خواهۍ پر مانا او د انسان د تعلقاتو او تړاوونو ټولګه ده. د انسان وجود ته تاریخي کتنه، په حقیقت کې ځان ماتې او ناموس ماتې ده.
یعنې «ام الرذایل» له منځه وړي. همدا خودخواهي ده، چې لاملېږي انسان نړۍ اپوټه وویني او د «غرور سوداګر» شي؛ نو ځکه نباید ګومان وکړو، چې کله انسان ظلوم او جهول یادوي، هڅه کوي، چې بدي او ګناه ورته جوته کړي. په واقع کې دا کار لاملېږي چې د انسان بدترینه بدي یعنې د خودخواهۍ رذیلت یې شفا ومومي. انسان د ځان په پېژندنه، د ځان په اړه چې د ناوړې پوهېدنې کوم پوټکی لري، څیرولی او ازادېدای شي. چې کله دا پېژندنه ترلاسه شوه؛ نو انسان ښه چلېدای شي.
د تاریخ په مطالعې، نړۍ خورا طبیعي کېږي
تاریخي کتنه، یو بل حس هم لري. دا لید لاملېږي چې انسانان نړی خورا طبیعي وویني.
ځان پردیوالی – الیناسیون، ځان ناپېژندنه ده.
د الیناسیون او له ځانه د پردیتوب یو مصداق دادی، چې انسان چارو ته د اپوټه لیدو په علت، خارجي موجوداتو ته غیری واقعي رنګ ورکړي. د انسان په سترګه یو کوږ باڼه، اسمان ورته اپوټه برېښوي اوس که د انسان تول وجود کوږ ووږ وي؛ نو په طریق اولی به ګرد څېزونه کاږه واږه وویني، دا هم یو ډول له ځانه پردیتوب او له واقعیته پردیتوب دی. دا ناروغي به هله درملېږي، چې انسان رښتونې ځانپوهنه ترلاسه کړي. دا ځانپوهنه ددې ناروغۍ پر درملنې سربېره، انسان له بدیو سره په مبارزه کې لا هڅاند او زغمناکوي؛ ځکه انسان په دې لید ښه پوهېږي چې پر کوم سړک ځغلي، ښه پوهېږي چې تخم پر کومه ځمکه کري او هم پوهېږي کوم کار چې کوي باید څه غبرګون ته یې سترګې پر لار وي. انسان که څارو وي، چې د لږ کار پر وړاندې، ډېره زیاته بدله ترلاسه کړي؛ نو ځان یې کړمن او ستړی کړی دی؛ خو که واقع وینی وپوهېږي چې کار یې تر کومې کچې رسېدای شي او دا مقدار لږو ډېر هم وسنجوي؛ نو د کار پایله خوشحالي ورپر برخه کوي.
کله انسان ډېر کار کوي؛ خو دا چې سم نه پوهېږي چې څه کوي؛ نو کار یې ضایع او بې پایلې کېږي، ددې چار اپوټه هم صادق دی. کله انسان لږ کار کوي؛ خو ستره پایله ترلاسه کوي؛ ځکه پوهېږي دا تخم چېرې وشیندي.
ابن مسعود(رض) ته د پېغمبراکرم (ص) په وصیتونو کې راغلي:
اذا عملت عملا فاعمل بعلم و عقل و اياك ان تعمل عملا بغير تدبير و علم (بحار الانوار: ۷۷ټ،۱۱۰مخ)
« چې کار کوې، د پوهې او عقل له مخې یې وکړه او هسې نه چې بې تدبیره او بې پوهې یې پیل کړې».
دا، هماغه تدبیر دی چې د علي(ک) په څېر مشرانو درلود. ددې په څېر کسانو، د نړۍ پر راز او خواله پوهېدل او ددې راز په پوهېدو یې خپلې چارې کولې او ستړیا یې نه ننګېرله.
کومو کسانو چې د پېغمبراکرم (ص) او علي (ک) په څېر څه ګیله کوله، له بدیو یې ګیله کوله؛ خو د هستۍ له غونډاله ګیلمن نه وو؛ بلکې سینه یې ددې رازونو له پوهېدو تنګېده، دا یو بل شریف ټکی دی چې باید په خپل ځای کې تر غور لاندې ونیول شي.
له خدایه غواړو چې د خپلې لورنې ورونه راپرانزي، له لاسونو مو ونیسي چې خپل قرب ته مو ورنژدې کړي، له خپل نفس سره د مبارزې او پر خلکو د لورنې توفیق را کړي.
څومره دې زور راکړ څومره دی ځواني راکړه
خدایه دا څه لیونتوب کې دې خاني راکړه
اوس به وزرې الوتو له خامخا غواړم
پیدا په ځمکه شوم جذبه دې اسماني راکړه
[1] غزل های حافظ ، تدوین دکتر سلیم نیساري، ۲۹۹ مخ