تبلیغات
دسته :دعا

دعا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دعا په دیني متونو کې یې دعا کول له اجابت او قبلېدو سره مل کړې او د دعا د اغېز خبره نه ده شوې او که شوې هم وي غلطه او ناسمه نه وه؛ خو تردې یې اوچت یو څیز ویلی دی. ویلي یې دي چې خلک باید استجابت وکړي،[ فَلْيَسْتَجِيبُواْ […]

رمضان ؛ د مسلمانانو نوی ژونددود (۱)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رمضان ؛ د مسلمانانو نوی ژونددود لومړۍ برخه سریزه:  په روایاتو کې سپارښتنه راته شوې چې په رمضان میاشت کې ډېر دعاوې وکړئ؛ نو د دعا پر مفهوم او خوالې یې ځان خبرول د یو مسلمان ځوان، د ځوانۍ پېر له دندو ځنې ده. ځوان د هېواد بیارغاونې په نیت زده […]

د رمضان د بختورې میاشت د راننووتو پر مهال دعا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د رمضان د بختورې میاشت د راننووتو پر مهال دعا (د امام زین العابدین له دعاوو څخه) : الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي هَدَانَا لِحَمْدِهِ، وَ جَعَلَنَا مِنْ أَهْلِهِ لِنَكُونَ لِإِحْسَانِهِ مِنَ الشّاكِرِينَ، وَ لِيَجْزِيَنَا عَلَى ذَلِكَ جَزَاءَ الْمُحْسِنِينَ‏ وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي حَبَانَا بِدِينِهِ، وَ اخْتَصّنَا بِمِلّتِهِ، وَ سَبّلَنَا فِي سُبُلِ إِحْسَانِهِ […]

د الله یادول

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله یادول د زړه ابادول په راټولېدو یې او له تفرقې خوشېکېدل او د ډول ډول شریکباڼو شړل، او زړه یو واحد مالک ته ورسپارل او یوازې همده ته پازوالېدل – مسوول کېدل دي. هغه زړه مخ پر ورانۍ دی، چې هره ټوټه یې له یو چا او له یو […]

دعا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ومې بلئ، چې د عا مو قبوله كړم وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿غافر۶۰﴾ = او پالونكي مو وويل: ((ما دروبولئ، چې (دعا) مو قبوله كړم، په رښتینه كې هغوى چې زما له نمانځنې سرغړونه کوي (؛ نو) ژر به په خوارۍ او […]

رمضان ؛ د مسلمانانو نوی ژونددود

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه رمضان ؛ د مسلمانانو نوی ژونددود   سریزه:  په روایاتو کې سپارښتنه راته شوې چې په رمضان میاشت کې ډېر دعاوې وکړئ؛ نو د دعا پر مفهوم او خوالې یې ځان خبرول د یو مسلمان ځوان، د ځوانۍ پېر له دندو ځنې ده. ځوان […]

د دعا فلسفه

  د دعا فلسفه سریزه: ډېرې دعاوې کوو؛ خو نه پوهیږو چې ولې نه قبلېږي په تېره اوسنیو حالاتو کې. په هېواد کې مو ناورین دی او کلونه پرې تېرېږي او د هیچا په خوله کې خیر نشته، چې دعا یې قبوله او له دې کړمن حالته واوړو. موږ چې له فرهنګي پلوه د حالاتو […]

د قدر شپه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  سریزه : د قدر شپه په رښتیا ده او دا شپه خدای تعالی په همدې نامې نومولې ده. که د قدر شپې په باب د مفسرینو او دیني اندیالانو لیکنې په ځېر ولولو نو په حقیقي مانا یو انقلاب او پاڅون راکې رادبروي. موږ د قدر شپې په باب سرسري پوهېدنه […]

د انسان او خدای خبرې اترې

  د انسان او خدای خبرې اترې سریزه: د دعا پر مفهوم او خوالې یې ځان خبرول د یو مسلمان ځوان، د ځوانۍ پېر له دندو ځنې ده. ځوان د هېواد بیارغاونې په نیت زده کړې کوي، شپه و ورځ ربړونې ګالي او په پینځه وخته نمانځه کې دعا کوي چې خدایه خپلې موخې ته […]

د رسول الله (ص) په دعا لمر علي (ک) ته راستون شو

د رسول الله (ص) په دعا لمر علي ته راستون شو فخر رازي په کبير تفسير کې د کوثر د سورت تر تفسير لاندې ليکي : خداى يو ځل لمر د حضرت سليماعليه السلام لپاره راوګرځاوه او يو ځل يې رسول اکرم ته،چې سر يې د علي پر زنګانه ايښې ويده او لمونځ ترې قضا […]