تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله یادول د زړه ابادول په راټولېدو یې او له تفرقې خوشېکېدل او د ډول ډول شریکباڼو شړل، او زړه یو واحد مالک ته ورسپارل او یوازې همده ته پازوالېدل – مسوول کېدل دي. هغه زړه مخ پر ورانۍ دی، چې هره ټوټه یې له یو چا او له یو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د الله یادول

د زړه ابادول په راټولېدو یې او له تفرقې خوشېکېدل او د ډول ډول شریکباڼو شړل، او زړه یو واحد مالک ته ورسپارل او یوازې همده ته پازوالېدل – مسوول کېدل دي.

هغه زړه مخ پر ورانۍ دی، چې هره ټوټه یې له یو چا او له یو ځای سره ګروه ده او هره شیبه یې په اومړي تار نښتي وي او په نویو نویو تړاوونو کې ورډوب وي. که یو قوي مقناطیس وکارول شي او دا خپرې ورې ټوټې راټولې کړي؛ نو دا ورانۍ به ابادې کړي. دا قوي مقناطیس د «الله» یادول دي. د الله یادول انسان ته ځان وریادوي او غفلتونه یې ورڅنډي.

د الله یادول: د الله د بنده ګۍ په لار کې هڅه کول او د شرک نفې ده

همدغسې ومو ویل چې د الله یادول او د بنده ګۍ په لار کې یې هڅه کول، په دې مانا ده، چې باید د نورو خدایانو له بنده ګۍ سرغړونه وکړو.  د یو الله نمانځنه او له شرکه ډډه کول له سترو حکمتونو ځنې دي، چې خدای او دیني مشرانو یې انسانانو ته سپارښتنه کړې.

شرک او بوتپالنې د زمانې په اوږدو کې پېچلې بڼې خپلې کړي دي. یو وخت انسانانو خپل مصنوعات نمانځل او سجدې یې ورته کولې؛ خو ورو ورو یې نوي خدایان وپنځول او ورته په سجده شول. هر وخت چې انسانان د الله تعالی له ځانګړو اوصافو یو صفت غیرالله او بل موجود ته ورمنسوب کړي د خدای سازۍ او شرک عملیه پیل شوې ده. د الله تعالی ځانګړي اوصاف یوازې او یوازې د همده دي او هیڅ مخلوق ورته د وررسېدو هوس نشي کړای او نه پرې سینګارېدای او اتصافېدای شي.

لکه، «معبودیت» د خدای یو ځانګړی صفت دی او یو بنده هیلمنېدای نشي چې یوه ورځ به خدای ته تقرب له لامله، د معبودیت د مقام خاوند شي. همداراز د «مکلفیت ورهاخوا کېدنه» یوازې د خدای صفت دی. ټول انسانان د حق او مکلفیت په دوه اړخیزه بهیر کې رانغاړلېږي؛ یعنې څوک چې کوم حق لري، یو مکلفیت او تکلیف هم ورتر غاړې دی. یا که کوم مکلفیت ورتر غاړې دی، د یو حق درلودونکی هم دی. په دې اړه علي(ک) وایي: حق له هغو چارو دی، که د چا پر ګټه وچورلي، پر ضد به یې هم ور وچورلي. یوازې الهي مقام دی، چې په دغه دوه سري بهیر کې نه رانغاړلېږي: خدای پر ټولو مخلوقاتو حق لري؛ خو دا حق، کوم مکلفیت ورته نه ازبادوي.

حق د خدای دی نه له خدای سره

په قرآن کې راغلي:

الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ (بقره/۱۴۷) = (د قبلې د تغيير فرمان) ستا د پالونكي له لوري حق (حكم) دى؛نو هسې نه چې په اړه يې له شکمنو وسې

همدغسې له پېغمبره(ص) روایت شوی چې یې ویلي:

على مع الحق و الحق مع على يدور حيث ما دار  = حق له علي سره دی او علي حق سره دی، هر ځای چې حق چورلي، علي هم چورلي، او دا د دواړه یو له بله بېلېدوني نه دي» (ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح: دویم ټوک)

په دې آیت کې لطیف ټکی دا دی چې خدای په قرآن کې نه دي ویلي چې «حق له خدای سره دی» بلکې ویلي یې دي: «حق د خدای دی».

 د پېغمبر(ص) او علي(ک) ځانګړنه له حق سره مل توب دی؛ خو خدای له حق سره نه دی؛ بلکې حق د خدای دی.

حق له الله سرچینه اخلي او راتوییږي. هر څه چې بې له الله دي، باید ځانونه له الله او له هغه حق سره چې له الله سرچینه نیسي، ورسره تنظیم او همغږي کړي. علی(ک) (او ټول ممکن موجودات) څومره چې لوړپوړي او مقرب دي « له حق سره» دي او باید ځانونه له حق سره همغږي کړي. مشران، نیک او سپېڅلي دي؛ ځکه له حق سره دي او د حق له بهیره نه اوړي. نو ځکه د « الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ» حکم یوازې د خدای په اړه صادق دی. د بل هیڅ موجود په اړه نشو ویلای: «الحق منه»؛ بلکې باید ووایو: «الحق معه». نو ځکه که څوک – بې له الله تعالی – ځان تر حق ور اوچت (فوق حق) او د حقوقو مبدا او سرچینه وبولي او ځان انځوریز حجت وښیي، چې د هر ډول حجت له اقامې مستغني او بې پروا دی؛ نو پښه یې د الوهیت پر مسند ورایښې ده.

په نوی نړۍ کې د شرک څریکې

په اوسني وخت کې د شرک مهمترینې څریکې، سیاسي او ښوونځیزې اندنې دی:

 الحادي لیبرالېزم، تشریع یو مخې د «ملت» (حق) بولي، فاشېزم، «حکومت او دولت» د حق، اخلاقو او مکلفیت ورهاخوا او اوچت بولي او د مارکسېزم ښوونځي «تاریخ» امتیاز ورکوونکی او د اخلاقو پنځوونکی ګڼي.

په رښتینه کې دا ښوونځي تر هر څه ډېر د خدای پر وړاندې د انسانانو له بنده ګۍ نټه – انکار کوي. نو ځکه نننی انسان تر بل هر وخت ډېر د خپلې بنده ګۍ وریادونې ته اړتیا لري. خدای هم له انسانانو د خدایي نفې او پر بنده ګۍ التزام غوښتی. معلومېږي چې بنده ګي کول یو ستونزمن چار دی او د هغو دقائقو، ځیرنو او پېچلتیاوو په پار، ډېری مؤمنان، مشرکان دي.

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ (یوسف/۱۰۶) = او ډېرى يې خداى مني؛خو (په دې ډول چې) نور ورسره شريكوي

په دې وار کې د ویینې ښه څرګندولو ته، د نهج البلاغې ۲۱۶ مخ خطبې ته ورګرځوو. او علي(ک) دا خطبه په صفین کې ویلی او له قضا پوره په حکومتي چارو پورې اړوند ده. د حکومت، ولایت، پر ولس د والي حق، پر والي د ولس حق او هم د خدای پر وړاندې د انسان بنده ګي او مملوکیت او…. مهم ټکي په کې ویل شوي.

حضرت علي (ک) وايي :

« اما بعد، فقد جعل الله لى عليكم حقا بولايه امركم و لكم على من الحق مثل الذى لى عليكم

تر څښتن ستاینې روسته! خدای ماته، پر تاسې د واکمنۍ له لامله حق راکړی او تاسې ته یې هم زما د حق په څېر، حق ټاکلی دی.

فالحق اوسع الاشياء فى التواصف و اضيقها فى التناصف

د حق په اړه، چې خبرې اترې کېږي؛ نو یو پراخ څیز دی؛ خو که چارې په انصاف ترسره شي، عملي ډګر یې خورا تنګ دی.»

انسانان ډېر لږ حق عملي کوي؛ خو د حق په خبرو کې، نه پاتېږي.

« لا يجرى لاحد الا جرى عليه و لا يجرى عليه الا جرى له و كان لاحد ان يجرى له و لا يجرى عليه لكان ذلك خالصا لله سبحانه دون خلقه لقدرته على عباده و لعدله فى كل ما جرت عليه صروف قضائه

که حق د چا په ګټه پلي شي؛ نو یوه ورځ به یې په زیان هم وکارېږي او که د چا په زیان وکارېږي؛نو یوه ورځ به یې په ګټه هم راوڅرخي، که داسې وای، چې حق د چا په ګټه پلي شي او زیان ونلري؛ نو دا وضع یوازې په سبحان خدای پورې ځانګړې ده، نه په نورو موجوداتو پورې؛ ځکه هغه پر خپلو بندګانو مطلق بریالی دی او عدالت یې په ټولو هغو موجوداتو کې ښکاره دی، چې حکم یې پرې چلېږي.»

و لكنه جعل حقه على العباد ان يطيعوه، و جعل جزاءهم عليه مضاعفه الثواب تفضلا منه و توسعا بما هو من المزيد اهله

علي(ک) د تقوا په اړه هم خبرې لري، چې تقوی پر انسان د خدای حق دی او پر خدای د انسان له لوري د یو حق لاملېږي:

اوصيكم عباد الله بتقوى الله فانها حق الله عليكم و الموجبه على الله حقكم . و ان تستعينوا عليها بالله و نستعينوا بها على الله

 ( ۲۳۳مه خطبه)

خو دا حق چې زموږ له اړخ پر خدای زبادېږي، په واقع کې د خدای په تفضل او لورنې دی، نه دا چې مکلفیت یې وي.

هو، تر دې سرېزې روسته، چې په حقیقت کې د علي (ک) د سیاسي فلسفې تضمینوونکې ده، پر ولس د واکمن حق او پر واکمن د ولس د حق آریزه ویینه پیلېږي:

ثم جعل سبحانه من حقوقه حقوقا افترضها لبعض الناس على بعض، فجعلها تتكافا فى وجوهها و يوجب بعضها بعضا:

بیا پاک خدای خپل ځینې حقوق پر ځینو خلکو فرض کړل او دا حقوق یې یو د بل پر وړاندې کېښوول، چې ځینې حقوق، ځینې نور واجب کړي.

و لا يستوجب بعضها الا ببعض

او یو حق هله واجبېږي، چې په څېر یې وکړي

و اعظم ما افترض سبحانه من تلك الحقوق حق الوالى على الرعيه و حق الرعيه على الوالى:

او د الهي حقوقو په ترڅ کې خورا ستر حق، پر خلکو د مشر حق او پر مشر د خلکو حق دی

فريضه فرضها الله سبحانه لكل على كل، فجعلها نظاما لالفتهم و عزا لدينهم:

داسې واجب حق، چې پاک خدای پر دواړو لازم کړی او دا یې د ولس او مشر ترمنځ د مینې لامل او د دین عزت ګڼلی دی .

فليست تصلح الرعيه الا بصلاح الولاه و لا تصلح الولاه الا باستقامه الرعيه

د ټولنې چارې بې د چارواکیو له سمونې نه سمېږي او د چارواکیو چارې بې د خلکو له سم سهي کېدنې نه سمېږي

فاذا ادت الرعيه الى الوالى حقه و ادى الوالى اليها حقها، عز الحق بينهم و قامت مناهج الدين و اعتدلت معالم العدل و جرت على اذلالها السنن فصلح بذلك الزمان و طمع فى بقاء الدوله و يئست مطامع الاعداء:

؛ نو خلکو چې د چارواکي حق ورپوره کړ او چارواکي د خلکو حق ورپوره کړ؛ نو په دې ټولنه کې حق عزت مومي او د دین څرګندې لارې هوارېږي، د عدل نښې ودرېږي او د پېغمبراکرم (ص) سنت په خپل بهیر کې بهېږي او عملي کېږي؛ نو په پایله کې رزوګار سمېږي او خلک د دولت پایښت ته هیلمنېږي او دښمنان پر ټولنه له لاسبرۍ نهیلېږي .

و اذا غلبت الرعيه و اليها و اجحف الوالى برعيته اختلفت هنالك الكلمه:

خو که خلک پر چارواکي لاسبر شي یا  چارواکی پر ولس تېری وکړي، نو ترمنځ یې یو خوله توب له منځه ځي

و ظهرت معالم الجور و كثر الادغال فى الدين و تركت محاج السنن:

د ظلم نښې راښکاره کېږي او په دین کې ټګي برګي ډېرېږي او د پېغمبراکرم(ص) پر سنتو عمل پرېښوول کېږي،

فعمل بالهوى:

ځاني غوښتنې ډېرېږي

و عطلت الاحكام:

د دین احکامو ته شا کېږي

و كثرت علل النفوس:

او اروایي ناروغۍ پرېمانېږي.

فلا يستوحش لعظيم حق عطل و لا لعظيم باطل فعل

په پایله کې که په ټولنه کې کوم ستر حق لتاړېږي یا پکې ستر باطل دودوېږي؛نو د دې دواړو نادودو پر وړاندې د چا چرت نه خرابېږي!

فهنالك تذل الابرار و تعز الاشرار و تعظم تبعات الله عند العباد:

نو په دغسې پېر کې نېکان خوراېږي او بدچاري ځواکمنېږي

فعليكم بالتناصح فى ذلك و حسن التعاون عليه، فليس احد و ان اشتد على رضاء الله حرصه و طال فى العمل اجتهاده، ببالغ حقيقه ما الله اهله من الطاعه له:

نو خلکو! په داسې زمانه کې، پر خلکو لازمه ده، چې یو د بل د حقوقو پلي کولو ته نصیحت وکړي او په عملي کولو کې یې یو د بل لاسنیوی وکړي. سمه ده چې هېڅوک د خدای د اطاعت حق لکه چې څنګه ښایي، پوره کولای نشي.

و لكن من واجب حقوق الله على العباد النصيحه بمبلغ جهدهم و التعاون على اقامه الحق بينهم:

یو له الهي واجباتو ځنې یو بل ته د وسې هومره نصیحت کول، د حقوقو عملي کول او یو د بل لاسنیوی دی.

و ليس امرو و ان عظمت فى الحق منزلته و تقدمت فى الدين فضيلته بفوق ان يعان على ما حمله الله من حقه و لا امرو و ان صغرته النفوس و اقتحمته العيون بدون ان يعين على ذلك او يعان عليه:

که څه په حق کې د ستر مقام خاوند او په دین کې یې ځانګړنې او فضایل تر نورو ډېر وي. (او همداراز) که څوک د خلکو په نېز خواروي او ټیټ ورویني، کړای شي له نورو سره د حق په پلي کولو کې لاسنیوی وکړي یا له نورو مرسته وغواړي.

یعنې انسان نباید ځان دومره بېوسې وبولي، چې ځان د حق په عملي کولو کې عاجز ومومي او نور نباید دا دومره کوچنی وشمېري چې د حق عملي کولو ته مرسته ترې ونه غواړي.

په دې وخت کې یو سړی پاڅېد او په اوږده وینا یې علي(ک) وستایه او خپله مننه او اطاعت یې ترې څرګند کړ. علي(ک) د سړي تر خبرو روسته، خطبې ته دوام ورکړ، ویې ویل:

ان من حق من عظم جلال الله فى نفسه و جل موضعه من قلبه ان يصغر عنده لعظم ذلك كل ما سواه:

د چا د زړه په سترګو کې چې چا ته د څښتن برم ستر وي او په زړه کې ورته پر لوړ مقام قایل وي؛ نو ښایي بې له الله نور هر څه کوچني وګڼي.

و ان احق من كان كذلك لمن عظمت نعمه الله عليه و لطف احسانه اليه فانه لم تعظم نعمه الله على احد الا ازداد حق الله عليه عظما و ان من اسخف حالات الولاه عند صالح الناس ان يظن بهم حب الفخر و يوضع امرهم على الكبر و قد كرهت ان يكون جال فى ظنكم انى احب الاطراء و استماع الثناء و لست بحمد الله كذلك و لو كنت احب ان يقال ذلك لتركته انحطاطا لله سبحانه عن تناول ما هو احق به من العظمه و الكبرياء و ربما استحلى الناس الثناء بعد البلاء فلا تثنوا على بجميل ثناء لا خراجى نفسى الى الله و اليكم من التقيه فى حقوق لم افرغ من ادائها و فرائض لابد من امضائها، فلا تكلمونى بما تكلم به الجبابره و لا تتحفظوا منى بما يتحفظ به عند اهل البادره و لا تخالطونى بالمصانعه و لا تظنوا بى استثقالا فى حق قيل لى و لا التماس اعظام لنفسى فانه من استثقل الحق ان يقال له او العدل ان يعرض عليه كان العمل بهما اثقل عليه فلا تكفوا عن مقاله بحق او مشوره بعدل، فانى لست فى نفسى بفوق ان اخطى و لا آمن ذلك من فعلى الا ان يكفى الله من نفسى ما هو املك به منى فانما انا و انتم عبيد مملوكون لرب غيره

د چا د زړه په سترګو کې چې چا ته د څښتن برم ستر وي او په زړه کې ورته پر لوړ مقام قایل وي؛ نو ښایي بې له الله نور هر څه کوچني وګڼي او تر دې ډېر وړ به هغه وي، چې د خدای پرېمانه نعمتونه ولري او د احسان پر دسترخوان یې ناست وي؛ ځکه پر چا د خدای نعمتونه هله ډېرېږي، چې الهي حقوق پرې پرېمانه وي.

خلکو! د صالحانو پر وړاندې د چارواکیو له خورا ټیټو او پرېوتیو حالاتو ځنې یو دا دی، چې وانګېري، ستاېنه یې ښه ایسي او چارې یې په ښاڅمنۍ – کبر او ځانمنۍ ولاړې وياو دا مې ښه نه ایسي، چې په خاطر کې مو تېر شي، چې ستاېنه او غوړه مالي مې ښه ایسي او غوږ ورته ږدم. د خدای شکر دی، چې داسې نه وم او که ستاېنه مې خوښېدای؛ نو خدای ته د عاجزۍ لپاره مې پرېښووله؛ ځکه یوازې خدای د ستریا وړ دی.

کله خلک د زیاتو هڅو له امله د ځینو ستاېنه روا بولي؛ خو نه غواړم په خپلو ښکلیو خبرو مې وستایئ، ځکه لا تر اوسه راباندې ځینې حقوق پاتې دي، چې پوره کړي مې نه دي او ځینې فرایض راترغاړې دي، چې باید ویې کړم. راسره د سرغاړو واکمنو په څېر خبرې مه کوئ او لکه چې له پخساکګرو – غوسناکو ډډه کوئ رانه مه په څنګ کېږئ او په  غوړه مالۍ راسره مه چلېږئ او ګومان مه کوئ، چې د حق ویل به راباندې ګران پرېوځي او نه غواړم ځان غټ او ستر وښیم؛ ځکه چا ته چې د حق اورېدل ستونزمن وي یا د عدالت په اړه د چا ورم وا نه وري؛ نو پر حق تلل او پر عدالت چلېدل ورته ستونزمن دي؛ نو ما ته د حق خبرې کوئ او د  عدل په اړه سلا مشورې رانه مه سپموئ؛  ځکه ځان تر دې جیګ نه ګڼم، چې نه به تېروځم او په خپلو کړنو کې به له تېروتنې خوندي یم؛ خو دا چې خدای مې وساتي؛ نو له آره موږ او تاسې د پالونکي بندګان یو، چې بل پالونکی ترې نشته؛ هغه مو مالک دی او موږ پر ځانونو څه واک نه لرو، خدای موږ له هغه موقعیته رابهر کړو،چې پکې وو او هغه ځای ته یې راوستوو، چې پکې  مو خیر او صلاح وه، د بېلارۍ پر ځای یې سمه لار او د ړوندوالي پر ځای یې لیدون او سترګورتوب راډالۍ کړ.»

ددې خطبې بنسټ انسانانو ته د بنده ګۍ وریادونه او د شرک نفې ده

 له دې برکتي خطبې معلومیږي، ددې ویناوو بنسټ انسانانو ته د بنده ګۍ وریادونه، د خدايي کولو او شرک نفې ده. انسانان نړۍ ته د خدایي کولو لپاره راغلي نه دي. په نړۍ کې یې شان انساني ژوند دی، چې باید د بنده ګۍ په چوکاټ کې وي، انسانان د بنده ګۍ له چوکاټ دباندې ژوند کړای شي؛ خو بېشکه دینوال وګړی د دیانت د زڼي په اړه ژمن او ملتزم دی، سکه د الهي ادیانو زڼی د الله تعالی نمانځنه ده. مؤحد انسان له شرک سره آریز حساسیت لري او ځان ترې ساتي.

تل شونې ده چې پټ یا ښکاره خدایان رادبره او د انسانانو قبله شي. دا خدایان په هره زمانه کې نوې بڼه مومي. نو ځکه د خدای نمانځنې او توحید شرط دادی، چې مؤحد د الله تعالی د ځانګړو اوصافو او ناځانګړو اوصافو ترمنځ توپیر وکړي او څارن وي چې هسې نه څوک دا ځانګړي اوصاف خپل اوصاف وبولي؛ ځکه په واقع کې ددې اوصافو مدعیانو په الوهیت کې د تمې لاس وهلی دی. پر مؤحدانو فرض ده، چې دا دروغجن خدای د الوهیت له مسنده راوپرځوي او د شرک او د شرک د نښو پرې کولو په باب هڅه وکړي. خو البته الله تعالی ناځانګړي اوصاف هم لري. خدای ته تقرب او په الهي اخلاقو تخلق (او ځان سینګارونه) کله هم په دې مانا نه دي، چې انسان هڅه وکړي، په ځان کې د خدای ځانګړي اوصاف پلي کړي.

خدای ته د انسان تقرب د باري تعالی «ناځانګړو اوصافو» په ښه خپلولو کې که نغښتي دی

 په واقع کې څه چې انسان خدای ته ورنژدې کوي، په ناځانګړو اوصافو د انسان ښه سینګارېدل دي. لکه انسانان چې څومره ښه پوه، ښه سخي، یا ښه زغمناک شي  د الهي قرب محضر ته ورنژدې شوي دي؛ خو باید پردې ټکي یو قید ور زیات شي:

انسانان که د دغو ځانګړو درلودونکي شي؛ نو د دوی د خدایۍ پر مانا نه ده؛ بلکې له دې اوصافو د انسانانو برخمني د بندګانو په برید پورې محدوده ده. له نظري پلوه دا مطلب پوره څرګند دی. هيڅوک مدعي کېدای نشي چې د مثال په ډول د نړۍ په اړه به د انسان علمي احاطه، د خدای د علم او احاطې همترازه او په يوه کچه شي. له علمه د انسانانو برخمني ډېره لږه او نيمګړې ده؛ خو البته مطلب تر دې بريده نه تمامېږي. د انسان او خدای ترمنځ د علم او حلم يا جود و سخا اختلاف يوازې په درجه کې نه؛ بلکې په ډول کې هم دی.

د انسان او خدای د شريکو اوصافو توپير، يوازې په درجه کې نه، بلکې په ډول کې دی

د خدای او انسانانو د اوصافو ترمنځ توپير، د خدای د «وجود» او د انسانانو د «وجود» د توپير په څېر دی. سمه ده چې په يوې دقيقي فلسفې مانا، خدای او انسان ـ دواړه – واقيعت او موجوديت (شتون) لري. يعنې دواړه د عدم طارد دي؛ خو انسان په امکاني وجود، موجود دی، او خدای په واجبي وجود، موجود دی او ددې دوو ډولو«وجود» واټن د «وجود» او «عدم» ترمنځ د واټن هومره دی. نو ځکه نبايد د لفظ يوالی شوکه وکړي او انسان د ځان او خدای د «وجود» حکم يو رنګ وبولي.

ملا صدرا په «اسفار» کې د ممکناتو د عدميت په اړه يو ډېر عارفانه او زړه راښکونی ویینه پرانستی او په ډاګه يې ويلي چې ممکنات عدمي دي؛ یعنې د ممکناتو وجود له عدم سره دېوال په دېوال دي. په بله وینا که خدای «موجود»  دی، ممکنات په قیاس کې ورسره «عدم» دي. دا توپیر لکه چې وویل شو، د خدای او انسانانو د اوصافو ترمنځ هم شته.

دا توپیر په عمل کې هم ښکاره دی

خو دا توپیر په عمل کې ډېر ډاګیز دی او بلکې په عمل کې نوي نوي توپیرونه هم پېښېږي. لکه د خدای «وجود» د انسان له «جود» سره مقایسه او پرتله کولای شو. «جواد» والی د خدای له اوصافو دی؛ خو د خدای جود د انسانانو له جود سره ټولیز توپیر لري: د خدای خلقت دده عین جوادیت دی، د مولوی په تعبیر :

من نكردم امر تا سودى كنم        بلكه تا بر بندگان جودى كنم‏

(مثنوى، دویم دفتر، 1758 بیت)

په روایاتو کې راغلي که خدای بخشش وکړي یا ونکړي بیا هم جواد دی. که مخلوقات وپنځوي یا یې ونه پنځوي بیا هم جواد دی؛ خو دا ځانګړنه د انسانانو په اړه سمه نه ده. انسانان که بخشش ونه کړي بیخي جواد نه ګڼل کېږي، او که بخشش هم وکړي، جود یې د خدای له جود سره له بېخه توپیر لري.

بل مثال: د خدای «عدل» د انسانانو له عدالت سره پرتله کولای شو. خدای عادل دی او په نړۍ کې د ډول ډول مظالمو پېښدل، شرور او فجایع له الهي عدل سره هیڅ ډول ټکر نه لري. په بله وینا څه چې په نړۍ کې تېرېږي عین الهي عدل دی. د خدای له لید او منظره څه شرونه چې په نړۍ کې پېښېږي، خیرات دی او د باري تعالی د حکمت غوښتنه ده. په هېواد کې یې غلا، ناامني، وژنه، کفر، سوکړه، فسق، غضب، ظلم او….. پېښېږي او دا یو هم د خدای له عدل، رحمت او مولویت سره په ټکر کې نه دي. خو که بندګان وغواړي په دې مانا او په دې بڼه عادل شي او ددې ډول نادودو او نارواوو پر وړاندې حساسیت ونه ښیي، د الوهیت پر مقام یې پښه ورایښې او د بنده ګۍ له مقامه وتلي دي. بندګان باید د ناروغیو درملنې او د مظالمو لرې کونې ته هڅه وکړي، پر معیوبانو، ناقص الخلقه و او بېوزلیو ولورېږي او…  خدای په مطلق ډول په بشري مانا لورنه، رحم او شفقت نلري. دا حالات د انفعالاتو له جنسه دي او د خدای په ذات کې انفعال او اغېزمنېدنه سوړه نشي کړای.

په الهي اخلاقو تخلق د انسان د خدايي کولو پر مانا نه دي

نو ځکه دا یو، باطل او خوشې ګومان دی چې په الهي اخلاقو سینګارېدنه او خدای ته تقرب د باري تعالی اوصافو ته د نښلون پر مانا، په هماغه خدایي مانا وبولو. انسانان په هغه مانا چې خدای عادل دی، عادلېدای نشي او نه باید عادل شي. د بنده ګۍ شان او برید ځان ته ځانګړې غوښتنې لري. انسانانو ته دې وریادوي چې د خدای مدیریت ټول کاینات رانغاړي او دا ستر مدیریت ځانګړې غوښتنې لري او د ځمکې پر ناڅیزه کړه او په یوه محدوده ټولنه او د ټاکلو روابطو په چوکاټ کې ژوند کول نورې غوښتنې لري؛ نو ځکه په پراخ کچه او سطح چې – تېر، اوس او راتلونکی رانغاړي ـ عدالت کول په کوچنی کچه کې له عدالت سره ډېر توپیر لري. کله هم له بندګانو غوښتل شوي نه دي چې نړۍ ته له الهي اوچت منظر او لیده نظر وکړي او ددې منظر په غوښتنه هر څه مازې خیر وویني او په عمل لاس پورې نه کړي. د مولانا په وینا:

هست الوهيت رداى ذولجلال        هر كه در پوشد برو گردد و بال‏

تاج از آن اوست آن ما كمر        واى او كز حد خود دارد گذر

(مثنوى، پنځم دفتر، 523 -4 بیت)

د خبرې لنډیز

لنډه دا په خدای یادولو د زړه ابادول؛ یعنې د شرک په اړه حساسېدل او د بشر مصنوع خدایانو ته زړه نه ورسپارېدل دي دا مصنوع خدایان کله ځانونه د الله تعالی د ځانګړو اوصافو درلودونکي بولي او کله پر الهي اخلاقو د سینګارېدو له چاره د انسان د ناسمې انګېرنې محصولات دي. په دې منځومال کې په تېره د واکمنو او ولسونو ترمنځ تړاو له ډېر حساسیته برخمن دی. علی (ک)راښوولي چې هیڅ حکومت مدعي کېدای نشي چې حق یو اړخیز د حکومت له لوري پر ولسونو ور روان دی. حکومتونه په کومه کچه چې حق لري، د خلکو پر وړاندې مکلفیت هم لري دا مانا، په عصر سورت کې د خدای د خبرې غوښتنه ده.

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ

هغوی به زیایمن نه وي چې دوه اړخیزه توګه په حق او صبر سپارښتنه وکړي دا دوه اړخیز اړیکه د ولس او حکومت تر منځ هم روانه ده.

له خدایه غواړو چې توحید مو ورځ تر ورځې رازیات کړي، زموږ زړونه دې په خپل یاد ښه اباد کړي، توفیق دې راکړي چې له نفس سره جهاد او پر خلکو ولورېږو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!